بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث د مؤمن پاڼه ð د علي مينه،د مؤمن د کړنليک عنوان دى [1]. ð تر مرګ وروسته د مؤمن د کړنليک لومړى سرليک، دده په اړه د خلکو نظر دى،که ښه و (؛نو) ښه دى او که بد و؛ بد دى او مؤمن ته (تر مرګ وروسته) لومړى ډالۍ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
نبوي احادیث
ð د علي مينه،د مؤمن د کړنليک عنوان دى [1].
ð تر مرګ وروسته د مؤمن د کړنليک لومړى سرليک، دده په اړه د خلکو نظر دى،که ښه و (؛نو) ښه دى او که بد و؛ بد دى او مؤمن ته (تر مرګ وروسته) لومړى ډالۍ داده،چې خداى يې هغه او د جنازې ګډونوال بښي[2] .
ð زغم او وقار دوې ښې ځانګړنې دي[3] .
ð چارې په وقار ترسره کول،د خداى له لوري دي او پکې بيړه کول د شيطان له لوري دي [4].
ð ښه خوى، چارې په وقار او ډاډ ترسره کول او منځلاري د پېغمبرۍ (نبوت) د څلروېشتمې برخې يوه برخه ده[5].
ðزغم نيم ايمان دى[6] .
ð “زغم” ايمان ته داسې دى؛لکه سر چې تنې ته وي [7].
ð له دوو خويونو ځان وساتئ : له نازغمۍ او ناغېړۍ[8] .
ðزغم او حوصله د خداى ده او بيړه د شيطان[9] .
ðزغم او وقار(مړانه) دوه ښه ځانګړنې دي[10] .
ðپوهه د مؤمن ملګرې ده، زغم يې وزير دى،عقل يې دليل او حجت دى، کړنه يې لارښود دى، لورنه يې پلار دى، نېکي يې ورور دی او زغم يې د لښکر بولندوی دی[11] .
ðپرهېزګاري عزت دى، زغم ښکلا ده او صبر د سپرلۍ ډېره غوره وزله ده[12] .
ðزه زغم ته مرکز،کړنې ته کان او صبر ته هستوګنځى يم[13] .
ðافسوس کول زغم ته زيان او آفت دى[14] .
ðد خداى تعالى حياناک،زغمناک اوعفاف ښه ايسي[15].
ðد مؤمن ايمان هله بشپړېږي،چې دا درې ځانګړنې ولري :زغم چې له ناپوهۍ يې منع کړي. تقوا چې له ګناه يې وژغوري او لورنه، چې دوستي يې ښه کړي [16].
ðکه په چا کې درې څيزونه نه وي؛نو هيڅ کړه يې نه ټینګېږي: تقوا چې له ګناه يې منع کړي.خوى چې له خلکو سره چلن وکړي او زغم، چې د ناپوهه ناپوهي ورته پرمخ ووهي[17] .
ðصبر نيم ايمان دى[18] .
ðڅوک چې د خپلې مېرمنې پر ناوړو خويونو صبر وکړي؛ نو خداى به ددې صبر لپاره ورته د پاسګرو – شاکرانو هرمره ثواب ورکړي[19]
ðپر خلکو به داسې وخت راشي،که څوک پر خپل دين صبر وکړي؛نو د داسې چا په څېر به وي،چې سکروټه يې په ورغوي کې نيولې وي [20].
ðپر لاس اړۍ صبر کول او پراخۍ ته هيلمنېدل تر خيانت او له ناوړو پايلو يې غوره دي[21] .
ðڅوک چې د روزګار کړکېچونو ته د صبر چمتوالى نلري؛ نو بېوسېږي[22] .
ð څوک چې پر مصيبت صبر وکړي (؛نو) خداى يې بدله ورکوي [23].
ð صبر درې ډوله دى : پر مصيبت صبر، پر طاعت صبر او له ګناه کولو صبر[24].
ð صبر د سپرلۍ غوره وسله ده[25] .
ð خداى وايي : د بنيادم د ټولو کارونو اجر له لسو تر اوه سو ګرايه دى؛ خو صبر چې (يوازې) ماته دى؛نو زه يې بدله ورکوم او د صبر ثواب د خداى د علم په زېرمتون کې دى او صبر؛يعنې روژه[26].
ð پر خداى ايمان هله پوره کېږي،چې بنده پينځه ځانګړنې ولري : پر خداى توکل، خداى ته د چارو ورسپارل، د خداى حکم ته غاړه اېښوول، د خداى پر قضا راضي کېدل او پر الهي کړاوو او ازمېښتونو صبر کول[27] .
ð خداى تعالى روزي د (واقعي) لګښت په کچه او صبر د کړاو د سختۍ په کچه راکوزوي[28] .
ðچې کله ( په قيامت کې) د حساب دفترونه پرانستلېږي او د نیاو – عدالت تلې درېږي؛نو کړاو ځپلي ته نه تله وي او نه د حساب دفتر او دا آيت لوستل کېږي:” انما يوفى الصابرون امرهم بغير حساب” ؛ بېشکه چې صابرانو ته پوره بې حسابه اجر ورکول کېږي [29].
سهار
ð څوک چې د ګهيح له نمانځه تر لمر راختو د خپل نمانځه پر ځاى کېنې؛ نو خداى يې د دوزخ له اوره ساتي[30].
ð بنده چې سهار کړي او پر چا د تېري نيت ورسره نه وي؛پاک خداى يې ټول ګناهونه بښي[31] .
ð خداى وايي: د آدم زويه! د ګهيځ تر نمانځه څه ساعت وروسته او د مازېګر تر نمانځه څه ساعت وروسته ما ياد کړه، چې د ټولو چارو کفايت دې وکړم [32].
ð بنده چې سهار کړي او په تن روغ رمټ او روزۍ ګټلو ته خوندي وي؛ نو داسې دى،چې دنيا (ورمخه کړي او) غوره کړى يې دى[33] .
ð کوم امتي مې،چې سهار کړي او موخه يې “غيرالله” وي؛نو د خداى (له بندګانو) څخه نه دى[34] .
ð د چا چې دنيا د شپې او ورځې ستره بوختيا وي؛نو پاک خداى نيستي ورته په سترګو کې ږدي او چارې يې ورجړوي او له دنيا همدومره ګټه اخلي،چې خداى ورته ټاکلې او د چا چې آخرت ګهيځ او ماښام ستره بوختيا وي؛نو پاک خداى په زړه کې غنا ورځايوي او چارې يې ورسموي[35] .
ð مؤمن،چې پر خپلو پينځو نمونځونو ټينګ وي؛ نو شيطان ترې ډارېږي؛خو که نمونځ پرېږدي؛شيطان پرې لاسبرېږي او لويو ګناهونو ته يې راکاږي[36] .
ð څوک چې د اولاد خاوند شي؛نو بايد په ښي غوږ کې يې اذان او کيڼ کې يې اقامه ووايي؛ځکه دا چار يې له شړل شوي شيطانه ساتي[37].
ð که څوک له خپلو ويلو يا، چې په اړه يې څه ويل کېږي،چرت يې پرې خراب نه وي؛نو يا بېلارې يا د شيطان ملګرى او شريک دى[38] .
ð په حقيقت کې شيطان له تاسې په کوچنيو ګناهونو خوښېږي او هغه ګناه نه بښل کېږي،چې کوونکى يې کوچنۍ وګڼي او ووايي: په دې (وړې) ګناه خو به ونه نيول شم [39].
ð ابليس چې کله ( له خپل مقامه) کوز راوشړل شو؛خداى ته يې وويل : ستا پر عزت، جلال او ستريا قسم! د آدم ځوځات به پرېنږدم،څو يې روح له تنې بېل شي[40].
ð خلکو! په رښتینه کې (نامحرم ته په) بده کتل شيطاني کتل دي،که داسې مو وکړل؛نو له خپلې مېرمن سره کوروالى وکړئ [41].
ð په جماعت نمانځه چې درېږئ، ليکې مو سمې کړئ او يو بل ته جوخت ودرېږئ،چې شيطان درباندې لاسبر نشي[42] .
ð په کورونو کې کوترې مه ساتئ او د ورځې يې دباندې الوځوئ؛ځکه په کورونو کې يې ځالې د شيطان ځاى دى[43].
ð څوک چې ما په خوب کې وويني؛ نو سم خوب يې ليدلى دى،په حقيقت کې شيطان په خوب او وېښه کې زما او زما د وصيانو په بڼه کېداى نشي[44].
ðبېشکه شيطان خپله پوزه د بنيادم پر زړه ږدي، که د خداى د ياد (بوى) يې بوى کړ (؛نو) تښتي او که د خداى د هېرې (بوى) يې وننګېره – حس کړ؛ نو زړه يې ښوى تېروي، چې ورته “وسواس خناس وايي” ( شيطان باطل او چټي فکرونه د انسان زړه ته اچوي[45])
ð په حقيقت کې شيطان په انسان کې داسې ننوځي؛لکه وينه،چې په رګونو کې روانه وي[46] .
ð که شيطانان د بنيادمانو له زړونو ګردچاپېره نه ګرځېداى؛نو انسانانو د اسمان ملکوت ( او باطن) کتل [47].
ðتر دې وروسته مې خپل امت ته له درې څيزونو ډېر ډارېږم : حرامې بوختياوې، پټې شهوتپالنې او سود[48].
ð پر هغه دې خوښي وي،چې نغذ شهوت د ناليدلي وعدې (قيامت) لپاره پرېږدي[49] .
ð شهوت مو لږ کړئ، چې د فقر زغمل درته اسان وي او ګناهونه مو لږ کړئ، چې له مړينې سره مخامخېدنه درته اسانه شي[50].
ð ( د خداى په لار کې) شهادت ډېره اوچته مړينه ده[51].
ðڅوک چې په رښتيا شهادت غواړي؛ نو که شهيد هم نشي؛ نو خداى د شهادت اجر ورکوي[52] .
ð څوک چې د خپل غصب شوي حق لاس ته راوړو په ترڅ کې ومري ؛ نو شهيد دى[53] .
ð پاک خداى لومړى د پېغمبرانو بيا پوهانو او ورپسې د شهيدانو سپارښت مني،چې منل کېږي هم[54] .
ð چې قيامت شي؛نو د پوهانو د قلم ارزښت د شهيدانو له وينې سره پرتله کوي؛نو (په پايله کې) د پوهانو د قلم رنګ د شهيدانو پر وينه لوړاوى مومي[55].
ð شپږچارې په مړانه کې شمېرل کېږي، چې درې په سفر او درې په حضر کې دي :
الف – د حضر چارې : د “کتاب الله” لوستل،د خداى د جوماتونو ابادول او دخداى لپاره ورروي کول .
ب_ د سفر درې چارې : له خپلې توښې پراخ لاسي، ښه خوى او داسې ټوکې چې ګناه پکې نه وي[56] .
ð ډېرې ټوکې ابرو، ډېره خندا ايمان او ډېر دروغ د انسان مقام له منځه وړي [57].
ð علي! ډېرې ټوکې مه کوه؛ځکه ارزښت او پرتم دې له منځه وړي[58] .
ðڅوک چې زما اهلبيت ونه پېژني، له درېو حالتو به وتلى نه وي : يا منافق دى يا ارمونى دى يا په مياشتني عادت کې د مور په ګېډه شوى دى[59] .
ð څوک چې د خپلې زمانې مشر ونه پېژني؛ نو په جاهلي مړينه به مړ شوى وي[60] .
ð پر حق پېژاندي دې خداى ولورېږي[61] .
ð علي! که ته نه واى؛نو تر ما وروسته مؤمنان نه پېژندل کېدل[62] .
ðزه او علي ددې امت پلرونه يو، چا چې زموږ حق وپېژاند؛ نو خدای يې پېژندلى او څوک چې له موږ نمښته – انکار وکړي؛ نو له خداى يې نمښته کړی[63].
ð څوک چې دې درناوى وکړي؛نو خداى به يې د قيامت د ورځې له ډاره خوندي کړي[64] .
ðپه ژبه منښته – اقرار کول، له زړه پېژندنه او په غړيو عمل کولو ته ايمان وايي[65].
ðايمان لس برخې لري: پېژندنه، طاعت، علم، عمل، ورع، کوښښ، يقين، صبر، (په الهي قضا و قدر) راضي کېدل او تسليم؛ نو که يو يې هم نه وې د ايمان جوړښت به نيمګړى وي[66] .
ð ( ګېدې مو) مه مړوئ؛ ځکه په زړونو کې مو د پېژندنې رڼا مړه کوي[67].
ð تر مرګ وروسته مې امت ته له درېو څيزونو ډارېږم : تر پېژندنې وروسته بېلاري. په فتنو کې ښويېدنه. د ګېډې او عورت شهوتپالي[68].
ð ټول خيرونه په تورو او د تورو تر سيورې لاندې دي (چې د خداى په لار کې پرې جهاد وشي) او خلکو (دين هم) يوازې په توره او جهاد ټينګېږي،تورې د جنت او دوزخ کونجياني دي[69].
ðڅوک چې ښکار ته ولاړ شي(له خدايه)غافلېږي[70] . ð علي ! زړه په درېو څيزونو سختېږي: د چټي څيزونو اورېدل. تفريحي ښکار او د واکمن دفتر ته تلل[71] .
ð پر چاچې لورنې وشي؛نو “الحمدالله” دې ووايي[72].
ð څوک چې د خلکو منندوى نه وي؛ نو د خداى مننه هم نشي پر ځاى کولاى [73].
ð خداى د منندوى لورونې نورې هم ورډېروي [74].
ð ايمان پوره دوه نيمې برخې دى : صبر او مننه [75].
ð مؤمن ته حيران يم، په حقيقت کې الهي قضا و قدر يې په خير دى، که پر کړاو اخته شي،صبر کوي او که لورنه پرې وشي؛نو شکر کاږي[76].
ð د پاسګر – شاکر خواړه ورکونکي اجر د هغه روژتي په څېر دى، چې د خداى لپاره يې روژه نيولې وي او څوک چې د روغتيا پر مهال منندوى وي؛ نو بدله يې د ناروغ او زغمناک کړاو ځپلي په څېر ده. د لورول شوي د منندوى ثواب د هغه قانع د ثواب هومره دى،چې له هغې لورنې بې برخې شوى دى[77] .
ð څوک چې د خلکو مننه ونکړي؛ نو د خداى شکر به يې نه وي پرځاى کړى [78].
ð هغه ډېر ښه پاسګر – شکر اېستونکى دى،چې له خلکو سره ډېره مننه وکړي[79].
څوک چې زما له ځوځات سره په لاس، ژبه او شتمنۍ لاسنيوى وکړي، سپارښتنه يې راباندې لازمېږي[80] .
ð څوک چې زما قبر ته راشي؛نو سپارښت يې راباندې لازمېږي[81] .
ðد قيامت پر ورځ د څلورو تنو شفاعت كوم،كه څه د ځمكمېشو هومره ګناهونه يې كړي وي : زما د اهلبيتو مرستندوى. څوك چې د پرېشانۍ پر مهال يې اړتياوې لرې كړي. څوك چې له زړه او خولې ورسره مينه ولري او څوك چې په لاس دفاع وكړي[82] .
ð څوک چې خپل فرض نمونځ ځنډوي او په وروستي وخت کې يې کوي، په قيامت کې زما له سپارښنې بې برخې دى[83] .
ð په حقيقت کې زما سپارښتنه د خپل امت د ګناهګارانو لپاره ده. ( ان که ستر ګناهونه يې هم کړي وي[84])
ð څوک چې خپل نمونځ سپک ګڼي، سپارښتنه مې نه وررسي او حوض ته مې راتلاى نشي [85].
ðپه قيامت کې د څلورو تنو شفاعت کوم : څوک چې تر ما وروسته زما د ځوځات درناوى کوي، اړتياوې یې پوره کوي، په ستونزاوارۍ کې یې هڅې کوي او چې هغوى له زړه اوخولې ښه ګڼي[86] .
ðزما شفاعت د امت د ګناهګارانو په برخه كېږي؛نه د هغوى چې شرك او ظلم يې كړی وي[87] .
ðزما شفاعت د بې انصافه ظالم نه په برخه كېږي [88].
ðڅوک چې د اختر او د پينځلسي پر شپه ويښ وي؛ نو زړه به يې پر هغه ورځ نه مري، چې زړونه مړه وي[89] .
ð رجب د خداى مياشت ده، شعبان زما مياشت او رمضان زما د امت مياشت ده[90].
ð خيراتونه د شعبان په مياشت کې خپرېږي[91] .
ð څوک چې د شعبان په مياشت کې پر خداى د ايمان او الهي اجر له امله روژه ونيسي؛نو بښل کېږي[92] .
ð د شعبان په هره پنجشنبه کې اسمانونه ښکلي کېږي؛نو پرښتې وايي: خدايه! نننى روژه تي وبښه او دعا يې قبوله کړه، څوک چې په دې مياشت کې يوه ورځ روژه شي، پاک خداى يې بدن پر اور حراموي[93] .
ð شعبان زما مياشت او رمضان د خداى مياشت ده؛ نو څوک چې زما په مياشت کې روژه ونيسي،د قيامت پر ورځ به يې سپارښتګر يم او څوک چې د خداى په مياشت کې روژه ونيسي، خداى تعالى يې د کېڅ – قبر په هيبت کې مل او ملګرى کېږي[94] .
ð څوک چې تر خوړو وړاندې وروسته لاسونه ووينځي؛نو ژوند به يې هوسا او بدن به يې له ناروغۍ خوندي وي[95].
ð که په ختيځ کې څوک ووژل شي او په لويديځ کې يې څوک پر وژنې خوښ وي؛نو د قاتل په څېر دى او د وينې په تويولو کې يې برخوال دى [96].
ð څوک چې د کوم ښه چار لپاره د چا سپارښت وکړي يا پر نېکيو امر او له بديو منع وکړي، يا د کوم ښه چار لپاره چا ته لار وښيي؛نو پکې برخوال دى او څوک چې د ناوړه کار د کولو حکم يا وړانديز وکړي؛نو پکې برخوال دى [97].
ð لکه شريکباڼى،چې يو له بل سره حساب کوي او آمر،چې تر لاس لاندې سره شمېرانه – محاسبه کوي؛ نو بنده چې تر دې سخته له ځان سره شمېرانه وکړي؛نو هله به مؤمن شي[98] .
ð د مشرکانو عبادتځايونو ته د هغوى د اختر په ورځو کې مه ورځئ؛ ځکه الهي قهر پرې نازلېږي[99] .
ð خداى (د حجاز) جزيره له شرکه پاکه کړه؛خو چې طالع ليدل او پال نيونه يې خلک بېلارې نه کړي [100].
ð زه مې د امت د ګناهګارانو سپارښت کوم؛خو چې شرک او تېرى يې کړى نه وي [101].
ð چا چې شرک کړى نه وي او ومري؛نو که ښه وي يا بد،جنت ته ځي[102].
ð پر تاسې له وړوکي شرکه ډېر ډارېږم. ورته وويل شو: دا څه دي؟ آنحضرت وويل: ريا او ځانښوونه[103] .
ðڅلور تنه دي،چې خپلې کړنې بايد له سره ونيسي (مخکېني ګناهونه يې بښل شوي دي): ناروغ، چې روغ شي، مشرک،چې مسلمان شي او حاجي ،چې حج وکړي[104] .
ðڅوک چې خپل نمونځ دومره اوږدوي،چې خلک وروګوري،چې څومره اوږد نمونځ کوي؛نو دا “خفي شرک” دى[105] .
ðپه قيامت کې به غږ وشي: چا چې د خداى لپاره څه کړي؛خو بل يې (هم) ورسره شريک کړى؛نو ثواب دې يې له هماغه واخلي؛ځکه خداى د ټولو شريکانو له ګډونه غني اومړه خوا دى .[106]))
ð له دينوالو سره ناسته ولاړه،د دنيا او آخرت د شرافت لامل ده[107] .
ð جبرئيل راته وويل : محمده! څنګه چې غواړې، ژوند وکړه؛ خو په پاى کې مرې. څه چې غواړې مينه ورسره ولره،چې هغه به (هم) له لاسه ورکړې. څه چې غواړې ويې کړه (؛خو پوه شه،چې له خداى سره) به دې ليده کاته وشي. د مؤمن شرف د شپې نمونځ دى او عزت يې د خلکو له ابرو تويولو ډډه کول دي [108].
ð بې تواضع شرافت،بې پرهېزګارۍ کرامت او عزت او بې نيته عمل ګټور نه دي[109] .
ð د انسان شرافت او ارزښت په دين او مړانې کې يې دى[110] .
ð څوک چې پر هغه دسترخوان کېني، چې شراب پرې اېښي وي؛نو ملعون دى [111].
ð څوک چې پر خداى او اخرت ايمان لري، نه ښايي پر هغه دسترخوان کېني،چې شراب پرې اېښي وي [112].
ð په رښتینه کې شراب د ټولو ګناهونو ريښه ده[113] .
ð د شرابخور پوښتنه نه بويه، په جنازه کې يې ګډون نه بويه، شاهدي يې نه بويه او چې مرکه وکړي، واده ورسره مه بويه او نه بويه، چې څه ورسره امانت کېښوول شي[114].
ð څوک چې تل شراب خوري، په قيامت کې د بوتنمانځي په څېر د خداى حضور ته ورځي [115].
ð خداى درې تنو ته د رحمت په نظر نه ګوري : منت اېښوونکى، مور و پلار چې عاق کړى وى او شرابخور[116].
ð شراب څښل د روزۍ مخه نيسي[117].
ð په يوه زړه کې شراب او ايمان (دواړه) نه ځايېږي[118] .
ðهر نېشه ييز (څيز) حرام دى؛ نو د څه چې زيات نېشه ييز وي، لږ يې هم حرام دي [119].
ðخداى لعنت کړي: شراب، شراب ساز، د شرابو ساتونکي، ساقي، شرابخور او شرابو لېږدوونکى او هغه چې شراب ورته وړي [120].
ð رسول الله (ص) د شراب په جوړولو کې دغه لعنت کړي دي : ((د انګورو بڼوال (باغوان)، د شرابو جوړونکي،وړونکي، پلورونکي، پېرونکي ، سوادګر، منځګړي، شراب ورکوونکي او شرابخور [121].
ðد شرابوعملي که د نشې په حال کې ومري؛نو له خداى سره به د بوت نمانځي او مشرک په څېر وويني[122] .
ð ظلم د مړانې آفت دى[123] .
ð ښه مېړنى هغه دى،چې پر خپلو ځاني غوښتنو لاسبرى وي[124] .
ð موږ اهلبيتو ته اوه ځانګړنې ډالۍ شوي،چې تر موږ وړاندې وروسته (دا ټولې يوځاى) چا ته ورکړل شوي نه دي: ګهيځ پاڅېدل، ژبورتیا – فصاحت، ستريا، مړانه، پوهه،( له پوهې سره) عمل، له خپلې مېرمنې سره مينه[125] .
ð په حقيقت کې خلک خو بيړې پوپنا کړل او که (د چارو په کولو او هوډ نېونه کې) يې درنګ کولاى؛نو هېڅوک نه پوپنا کېده.[126]
ðحوصله او ارامي د خداى او بيړه د شيطان ده [127].
ð په حقيقت کې ښې چارې،چې په بيړه وشي؛نو د خدای خوښېږي[128].
ð له خلکو سره په چلن کې له بيړې ډده وکړئ،ښايي هغه مؤمن وي او پوه نشئ. حوصله او نرمي وکړئ او (پوه شئ)،چې بيړه کول د شيطان يوه وسله ده او د خداى نرمي او حوصله ډېره ښه ايسي [129].
ð ښځې چې ځان نارينه وو ته ورته کوي او نارينه يې ښځو ته ورته کوي؛نو خداى پرې لعنت وايي [130].
ð څوک چې د پېغمبرانو په څېر ژوند غواړي او مړينه يې د شهيدانو په څېر وي او د رحمان خداى په پيدا کړي باغ کې مېشت شي؛نو بايد علي خپل امام وبولي او له دوستانو سره يې دوست وي او په هغو امامانو پسې ولاړ شي؛ځکه هغوى زما ځوځات او کورنۍ ده او زما له خټې پيدا شوي دي . خدايه! زما پوهېدنې او پوهه يې روزي کړه! زما د امت پر هغوى دې افسوس وي،چې ناباندي – مخالفت ورسره وکړي،خدايه زما سپارښت يې مه په برخه کوه [131].
ð څوک چې په شبهاتو کې له ورننووتو ډډه وکړي؛نو خپل دين يې ژغورلى دى [132].
ð ابوذره! په رښتینه کې پرهېزګاران هغوى دي،چې له هغو څيزونو ډډه کوي،چې ډارېږي شبهې ته به پکې ننوځي[133] .
ðحلال او حرام څرګند شوي او شبهات يې په منځ کې دي؛ نو چا چې شبهات پرېښوول؛نو ځان به يې پر حرامو له اخته کېدو ساتلى وي او څوک چې پر شبهاتو لګيا شي، په پاى کې به پوه نشي؛خو حرام به يې کړي وي[134] .
ð د خداى لاندې څيزونه خوښېږي: د شهوتونو په رادننه کېدو کې تېزې سترګې. د شبهاتو په راکېووتو کې پوره عقل. سخاوت که څه د څو کجورو ورکړه وي او مړانه که څه د يو مار وژل وي[135] .
ð څوک چې د ورمندګر- قاضي پر وړاندې په دروغو لېینه ورکوي؛ نو لېینه يې لا پاى ته رسېدلې نه وي، چې په دوزخ کې ورته هستوګنځى چمتو شوى وي او همداراز د هغه هم،چې لووی – شاهد وي؛ خو لېینه پټوي[136] .
ð دروغجن لووی د بېلارو او ناوړو په ليکه کې دى[137] .
ð د هغه ګدا لېینه نه منل کېږي،چې په ډاګه ګدايي کوي [138].
د ماښام خواړه
ðد ماښام د ډوډۍ خوراک مه پرېږدئ، که څه د لږې کجورې هومره وي، په يقين وېرېږم، چې امت مې د ماښامنۍ په پرېښوولو (ژر) زوړ شي؛ ځکه ماښامنۍ زوړ او ځوان ته قوت وربښي[139].
ðڅوک چې دوې شپې سر پر سر ماښامنۍ ونه خوري؛نو بدن يې کمزورى کېږي،چې تر څلوېښتو ورځو يې بېرته پوره کولاى نشي[140].
ð د مؤمنانو خوشحالول،د خداى ډېر ښه ايسي[141] .
ðڅوک چې غواړي راسره يو ځاى شي او په قيامت کې يې زما شفاعت په برخه شي؛نو زما پر اهلبيتو دې صلوات ووايي او هغوى دې خوشحاله کړي [142].
ð بنده چې کومه کورنۍ خوشحاله کړي؛نو خداى له دې خوشحالۍ يو مخلوق راپنځوي،چې که دا بنده د قيامت پر ورځ له څه ستونزې يا عذاب سره مخ شي؛ورته مخې ته راځي او وايي :”ولي الله” مه ډارېږه؛ نو بنده دې مخلوق ته وايي : خداى دې درباندې ولورېږي؛که دنيا راسره واى؛نو له تا ځار وه؟هغه ورته وايي : زه د هماغه پلاني کورنۍ خوشحالي يم[143]
ð مسلمان ورور ته روژه ماتى ورکړه او خوشحالول يې تر (ثوابي) روژې درته ستر دى [144].
ð د مسلمان ورور خوشحالول د بښنې لامل دى [145].
ð په مړه خېټه خوړل د (پيس)برګي ناروغۍ رامنځ ته کوي [146].
ð لوږه د رڼا حکمت دى او مړښت له خدايه د لرېوالي لامل دى[147] .
ð د مکې د سيمې هومره سره راکړل شول؛ خو پالونکي ته مې وويل: دومره نه غواړم؛ بلکې غواړم يوه ورځ موړ او بله وږى وسم؛ که موړ وم، تا به ستايم او شکر به دې باسم او که وږې وم دعا به کوم او تا به يادوم [148].
ðڅوک چې مؤمن خوشحاله کړي؛نو زه به يې خوشحاله کړى يم او چا چې زه خوشحاله کړم؛نو خداى يې خوشحاله کړى دى [149].
ðخداى ته تر ټولو غوره چار د مؤمنانو خوشحالول دي[150] .
ðڅوک چې د خپل مؤمن ورور د دنيا له سختيو يوه سختي لرې کړي ؛ نو خداى به يې د آخرت له سختيو يوه سختي لرې کړي[151] .
ðخداى ته ډېرې غوره کړنې دا دي : ١) مؤمن خوشحاله کړې . ٢) لوږه ترې لرې کړې . ٣) له غمونو يې وژغورې[152]
ðتر نمانځه وروسته ډېر غوره عمل د مؤمنانو خوشحالول دي[153] .
ðبنده هغه مهال خداى ته ډېر نږدې وي،چې مؤمن بنده يې خوشحاله کړي[154] .
ð د چاچې سخت زړي ښه نه ايسي؛ نو پر پلار مړي دې ولورېږي،چې د خداى په حکم يې زړه يې نرم شي؛ ځکه پلار مړى د حقوقو خاوند دى[155].
ð د ډېرخور بدن ناروغېږي او زړه يې سختېږي[156] .
ð خواړه مو د خدای په ياد،دعا او صلوات پای ته رسوئ او ورپسې (سملاسي) مه څملئ،چې زوړنه مو سختوي[157].
ð سخت زړى له خدايه ډېر لرې وي[158] .
ð د بدمرغيو له نښو دي : (له ژړا) د سترګو وچوالى، د زړه سختي،د دنيا د راټولو سخت حرص او پر ګناه کولو ټينګار[159].
ð تاسې پر (مړيو) خپلوانو له خاورو اچولو منع کوم؛ځکه د سخت زړۍ لاملېږي او څوک چې سخت زړى شي له پالونکي لرې کېږي [160].
ð د يوه اوږده حديث په ترڅ کې راغلي چې : مسيحي مشهور راهب “شمعون بن لاوي” [چې نيکه يې د حضرت عيسى عليه السلام له حواريونو ځنې و] رسول اکرم ته راغى او پوښتنې يې وکړې،چې ځينې يې دا دي : د اسلام نښې راته ووايه. ورته يې وويل: ايمان،علم او عمل. ويې ويل: د ايمان، علم او عمل نښې راته ووايه . ورته يې وويل: ايمان څلور نښې لري : د “الله تعالى” پر “توحيد” منښته – اقرار کول، له زړه يې پر خداى، کتابو او استازيو ګروهه درلودل. علم هم څلور نښې لري : پر خداى علم، د خداى د دوستانو پېژندل، پر الهي فرايضو پوهېدنه او پرې څارنه، چې سم ترسره شي او له لاسه ونه وځي. عمل دا دى: لمونځ، روژه، زکات او اخلاص (،چې دا په زړه پورې اړه لري)او همداراز ويې پوښتل: د رښتين نښې راته ووايه. ويې ويل : څلور نښې لري چې دا دي : چې د واقعيت له مخې خبرې وکړي، د خداى زېرى او ژمنې تاييد او تصديق کړي، ژمنه پوره کړي او تړون مات نه کړي . د مؤمن نښې راته ووايه. ويې ويل: مهرباني، پوهېدنه او حيا. د زغم نښې راته ووايه. ويې ويل:په نادودو کې صبر کول، ښو چارو ته هوډ کول، عاجزي او حوصله. د توبه ګار نښې راته ووايه. ويې ويل: بې له ټګۍ برګۍ د خداى لپاره کار کول، باطلو ته شا کول، له حقه لاس نه اخستل او خير ته حرص کول. د منندوى نښې راته ووايه. ويې ويل: پر نعمت شکر اېستل، پر کړاو صبر، پر قسمت قناعت، د غير الله درناوى نه کول. د خاشع نښې راته ووايه . ويې ويل : په پټه او ښکاره د الهي لارښوونو لاروي او څارنه، د ښو چارو کول، د قيامت په باب فکر کول او له خداى سره مناجات . د صالح نښې راته ووايه. ويې ويل: خپل زړه دې نږه کړي، خپل کړه او کسب دې سم کړي او ټولې چارې دې سمې روغې رمټې کړي. د ورماند – ناصح نښې راته ووايه. ويې ويل: په حق پرېکړه وکړي، د خلکو حق دې ورکړي، بې له دې،چې څه ترې وغواړي،څه چې ځان ته غواړي،هماغه نورو ته هم وغواړي او پر هېچا تېرى ونکړي . د باوري خلکو نښې راته ووايه. ويې ويل: د خداى پر شتون باور وکړي او ايمان پرې راوړي،يقين وکړي،چې مرګ حق دى او ترې وډار شي، يقين وکړي، چې د قيامت ورځ حق ده او د هغې ورځې له رسوا کېدو وډار شي. يقين ولري،چې جنت حق دى او شوق ورسره ولري، يقين ولري،چې دوزخ حق دى او په ښکاره ترې د ژغورنې لپاره هڅه وکړي، يقين وکړي چې حساب حق دى او له ځان سره شمېرانه وکړي. د مخلص نښې راته ووايه. ويې ويل: (د شرک،کفر او کينې له چټليو) د زړه روغ رمټ ساتل، د غړيو روغ رمټ ساتل(چې څوک نه ځوروي او ګناه پرېږدي) خير رسول او د شر نه رسول. د زاهد نښې راته ووايه. ويې ويل: حرامو ته نه څوبمني – لېوالتيا،(له شهوتونو) ډډه کول،د فرايضو ترسره کول،که تر لاس لاندې وي،د اطاعت او لاروۍ ښه دود وپېژني او که لاسبر وي؛ نو تر لاس لاندې خلکو سره د چال چلن پر دود پوه وي او تعصب ونلري،په زړه کې يې کينه نه وي ،که څه چا ورسره بد کړي وي؛ نو دى ورسره نېکي وکړي،سره له دې،چې زيان يې وررسولى وي،دى ورته ګټه ورسوي،له ظالم تېر شي او د خداى د حق لپاره تواضع وکړي. د نېک انسان نښې راته ووايه. ويې ويل: د خداى په لار کې دوستي، د خداى په لار کې دښمني، د خداى لپاره ملګرتوب،د خداى لپاره بېلتون،د خداى لپاره غوسه،د خدای لپاره خوشحالي،د خداى لپاره کړنه،خداى ته څوبمني او د خداى لپاره ډار،پاکي،اخلاص،حيا څارنه او احسان کول. د پرهېزګار نښې راته ووايه . ويې ويل : له خدايه وډار شي او له عذابه ځان وژغوي،داسې ماښام سهار کړي؛لکه چې هغه يې ويني،دنيا مهمه ونه ګڼي او د ښه خوى له امله دنيا ستره ونه بولي. د متکلف نښې راته ووايه . ويې ويل : په چټي چارو کې شخړه نه کول،تر ځان لوړ سره جګړه ماري نه کول،څه ته چې رسېداى نشي، ورته تمه نه درلودل. د ظالم نښې راته ووايه . ويې ويل : تر لاس لاندې په زور وځوروي، د حق دښمن او په څرګنده تېرى او (له ظالمانو سره مرسته) کوي. د ريا کار نښې راته ووايه. ويې ويل : د خلکو په مخ کې په خدايي کار کې حرص کول؛خو چې ځان ته شي؛نو ناغېړي کوي،دا يې ښه ايسي،چې خلک يې ټولې چارې وستايي او د خپلې نېکنامۍ لپاره هڅه کوي . د منافق نښې راته ووايه . ويې ويل : باطن يې ناکاره وي،ژبه يې له زړه سره، وينا يې له کړنې سره او دننه يې له برسېره سره اړخ نه لګوي. د کينه کښ نښې راته ووايه . ويې ويل : غيبت، غوړه مالي او په مصيبت کې شماتت. د اسرافکار نښې راته ووايه. ويې ويل: په باطلو وياړي،د هغه څه خوړل (او لګول)، چې په لاس کې يې نه وي. د هغه څه اخستل او خوړل،چې له شان سره يې مناسب نه وي. د غافل نښې راته ووايه. ويې ويل: د زړه ړوندوالى، تېروتنه، لوبې او هېره يې نښـې دي. د لټ نښې راته ووايه. ويې ويل : د لنډون تر پولې په چارو کې لټي کول،د کار د خرابۍ او پوپنا کېدو تر پولې لنډون، د ګناه له پولې اوښتل (او د فرايضو پرېښوول) او ستړيا . د دروغجن نښې راته ووايه. ويې ويل: په خپله رښتيا نه وايي، نور رښتين نه ګڼي،چغلي کوي (خبر وړي راوړي) او تورونه تپي. د فاسق نښې راته ووايه. ويې ويل: لوبې کول، چټي چارې کول، دښمني کول او تور لګول. د خاين (او بې عدالته) نښې راته ووايه. ويې ويل: له خدايه سرغړاندي،د ګاونډي ځورونه، له نږدې خلکو سره کينه درلودل او سرغړاندۍ ته کازمني – لېوالتيا[161].
ð”هر څوک چې ومري؛ نو لېپخورېږي – پښېمانېږي. وپوښتل شو : ولې؟ آنحضرت ورته وويل: که نېک چارى و؛ نو لېپخورېږي،چې ولې يې تردې ډېرې ښې چارې کړي نه دي او که بد چارى و؛نو ولې يې ترې لاس نه اخسته [162].
ðد دنيا په غوښتو کې اخروي زيان دى او د آخرت په غوښتو کې دنيايي زيان دى ؛نو په دنيا کې زيانمن شئ؛ ځکه دا زيان د آخرت تر زيانه ښه دى [163].
ð داسې څه وينم، چې تاسې يې نه وينئ او داسې څه اورم،چې تاسې يې نه اورئ. اسمان وژړل او حق لري،چې وژاړي. د اسمان په لوېشت لوېشت کې پرښتې خداى ته په سجده پرتې دي. پر خداى قسم ! که پر څه چې پوهېږم،تاسې هم پوه شئ. ډېر لږ به خاندئ او ډېر به ژاړئ او له خپلو مېرمنو سره به له کوروالي خوند نه اخلئ او له خپلو کورونو مو اېستلې او خداى ته مو پناه وړه[164].
ð لکه څنګه چې شيدې تيونو ته نه ځي،دغسې څوک چې د خداى له ډاره وژاړي؛نو هېڅکله دوزخ ته نه ځي[165].
ð چې هر کار کوم، پکې نه دوه زړى کېږم؛ خو د خپل مؤمن بنده په ساه اخستو کې دوه زړى کېږم، د هغه مړينه ښه نه ايسي او زما د هغه خپګان [166].
ð د خوندونو،مزو او خوښيو ويجاړوونکى (مرګ) ډېر يادوئ[167].
ðله وړاندنيو پېغمبرانو،چې کومې خبرې رارسېدلي دي،يوه يې دا ده چې : که حيا دې نه درلوده؛نو څه چې غواړې ويې کړه[168].
ð حيا د ايمان له څانګو ده[169].
ð حيا ټول خير دى [170].
ð حضرت “ابوسعيد خدري” وايي: رسول الله (ص) تر سترمنې نجلۍ هم ډېر حياناک و، چې څه يې کتل؛ خو چې ښه يې نه اېسيدل ؛نو له څېرې يې پوهېدو.[171]
ð حضرت “عبدالله بن مسعود” له رسول اکرم (ص) روايتوي،چې رسول الله (ص) وويل : ((له خدايه بايد؛لکه چې ښايي حيا وکړئ)). ورته مو وويل: د خداى شکر دى موږ حيا کوو. راته يې ويل: داسې نه ده؛ بلکې له خدايه حقيقي حيا دا ده، چې سر او څه چې پکې دي او ګېډه او څه چې پکې دي،وساتئ. مړينه او ورستنېدنه درياد کړئ او څوک چې اخرت غواړي؛نو د دنيا ګاڼه او ښايست دې پرېږدي او څوک چې داسې وکړي؛ نو له خدايه به يې؛لکه څنګه چې ښايي،حيا کړې وي [172].
ð”حيا او ايمان” تل يو له بل سره وي،که يوه نه وي؛نو هغه بل به يې هم نه وي [173].
ð “حيا” يوازې خېر او ښه راولي [174].
ð خلکو د مخکېنيو پېغمبرانو له ويناوو زده کړﺉ، چې که شرم او حيا درکې نه وي ؛نوهر څه کړاى شې. ( بخاري )
ð له حضرت “عبدالله بن مسعود” نه روايت دى، چې رسول اکرم (ص) وويل: له خدايه داسې حيا وکړئ؛ لکه چې د حيا حق دى. وپوښتل شو: الحمدلله موږ خو له خدايه حيا کوو. ورته يې وويل: دومره بسیا نه ده (؛يعنې د حيا پر مفهوم،چې پوهېدلي ياست،دومره محدوده نه ده)؛ بلکې له خدايه د حيا حق دادى،څه مو چې په سر او مغزو کې وي،ويې ساتئ. ګېډه او څه چې پکې دي، ويې ساتئ (؛يعنې ماغزه له ناوړه افکارو او ګېډه له حرامو خوړو وساتئ) او مړينه بيا ورپسې د کېڅ اکربکر – قبرحالات را پر زړه کړئ او چا چې اخرت خپله موخه وټاکله؛ نو د دنيا له سوکالۍ او ساتېرۍ لاس پر سرېږي او ددې څو ورځو دنيوي ژوند پر ځاى تلپاتې ګانده – راتلونکى ژوند غوره ګڼي؛ يعنې چا چې دا ټولې چارې ترسره کړې؛ نو پوه دې شي، چې د “الله” د حيا حق به يې ادا کړى وي [175].
ð هر دين ځان ته يوه ځانګړنه لري ؛خو د اسلام ځانګړې نښه “حيا” ده [176].
ðحياء دوه ډوله ده : د عقل حيا او د بې عقلۍ حيا؛ علم (او پوهه ) د عقل حيا ده او ناپوهي د بې عقلۍ حيا ده [177].
ðاسلام لوڅ لغړ دى؛خو جامې يې حيا،ښکلا يې وقار،مړانه يې صالح عمل او ستنې يې پرهېزګاري ده او هر څه يو بنسټ لري،چې د اسلام بنسټ زما له اهلبيتو سره مينه ده [178].
ðحيا دوه ډوله ده : هوښياره حيا او احمقه حيا،چې پوهه هوښياره حيا ده او ناپوهي احمقه حيا ده [179].
ðکه په چا کې څلور ځانګړنې وي او له سر تر پښو په ګناهونوکې ډوب وي؛نو خداى به ورته هغه پر ثوابونو واړوي،چې دادي 🙁 ١) رښتيا ويل . (٢) حيا .(٣) ښه خوى . (٤)مننه [180].
ðابوذره ! له خدايه حيا وکړه،پر هغه خداى قسم،چې ساه مې يې په لاس کې ده،زه چې اودسماتي ته ځم ؛نو راباندې له ګومارل شويو دوو پرښتو ځينې ځان له حيا نه په جامو کې رانغاړم او حيا ترې کوم [181].
ðايمان او حيا په يوه ليکه کې دي،که يو يې لرې شي؛نو هغه بل يې هم لرې کېږي [182].
ðڅوک چې له خپلې مخې د حيا پرده لرې کړي؛نو غيبت يې څه ممانعت نه لري [183].
ðڅوک چې له حيا بې برخې شي؛نو ټول شر دى [184].
ðډېرې غوره ښځې مو هغوى دي،چې کله مېړه ته ورشي؛نو د حيا پرده لرې واچوي [185].
ðله خدايه ډېره حيا وکړئ [186].
ðڅښتن تعالى دې پر هغه بنده ولورېږي،چې په حقه ترې حيا کوي او هغه داچې خپل سر او څه افکار،چې پکې دي او(همداراز) خپله ګېډه او شهوت وساتي او کېڅ – قبر او عذاب يې ياد کړي او (همداراز) ياد يې وي، چې په اخرت کې د خداى لوري ته ورستنېږي[187] .
ð “حيا او ايمان” تل يو له بل سره وي،که يوه نه وي؛نو هغه بل به يې هم نه وي [188].
ð”حيا”يوازې خير او ښه راولي[189] .
ð خپلمنځي کينه مه کوئ! يو بل ته مه شا کوئ او د خداى بندګانو! په خپلو کې وروڼه وسئ [190].
ð رسول الله (ص) کله هم د ځان لپاره غچ نه اخسته؛خو چې د خداى حريم به لتاړلېده؛نو بيا يې کسات اخسته [191].
د چا په زړه کې چې د بڅري هومره ښاڅمني وي، جنت ته تلای نشي. يو سړي وويل : د انسان دا خوښېږي ،چې جامې (څادر) يې ښکلې وي. آنحضرت ورته وويل : ستر خداى ښکلى دى او ښکلا يې خوښېږي؛ خو ښاڅمني د حق نه منل او د خلکو سپک ګڼل دي [192].
ð خداى تعالى وايي : کبريايې مې څادر او عزت مې پرتوګ دى؛نو چا چې پردې دواړو راسره شخړه وکړه؛په عذابوم يې[193].
ð څوک چې ومري او ښاڅمني او خيانت (يې کړی نه وي) او پور پرې نه وي؛نو جنت ته ځي[194].
ðخداى راته وحې کړې،چې عاجز وسئ،چې يو بل و نه نګوئ او (هم) وياړ ونه کړئ [195].
ð يو چا وياړنې جامې اغوستې وې او وېښتان يې ږومنز کړي ول او مکېزناک – په نازو نخرو پر لار روان و، چې ناڅاپه ځمکې تېر کړ او تر قيامته به پکې ډوب روان وي[196] .
ðڅوک چې لمن په ځان پسې راکاږي او په ښاڅمنۍ پر لار روان وي؛نو خداى ورته د قيامت پر ورځ نه ويني[197].
ð مؤمن به تر هغه په غم او خپګان کې وي،چې ګناه يې نه وي پرېښي [198].
ð د چاچې غمونه ډېرشي؛نو بدن يې ناروغېږي [199].
ðرنځونه او مصيبتونه د ثوابونو کونجيانې دي [200].
ðڅوک چې پر دنيا زړه نه تړي؛نو مصيبتونه ورته اسانېږي [201].
ðدنيا ته کازمني – لېوالتيا غم اوخپګان زياتوي او ورته ناکازمني او زهد د جسم او روح د ارامۍ لامل دى[202] .
ðحضرت آدم خداى ته د نفس او خپګان له وسوسو شکايت وکړ. جبرئيل راکېووت ويې ويل : آدمه ! (( لاحول ولاقوة الابالله )) ووايه ؛نو چې آدم وويله، د نفس او خپګان وسوسه يې لرې شوه .
ðپر جنازو نمونځ وکړه؛ ځکه دا کړنه مو خپه کوي او په خدايي چارو کې خپګان ښه بدله لري [203].
ðڅوک چې کړاى شي؛نو زړه دې يې ژړغونى وي او که نه يې شي کړاى؛نو زړه دې په خپګان کې ساتي[204].
ðد خداى چې کوم بنده ښه وايسي؛ نو په زړه کې يې د خپګان څپه اچوي ؛ځکه خپه زړه د خداى خوښېږي او همداراز څوک چې د خداى له وېرې وژاړي؛نولکه څنګه چې شيدې تيونو ته بېرته ننووتاى نشي؛ دغسې دى هم اور ته ننووتاى نشي او چې خداى پر چا غوسه وي؛ نو په زړه کې يې د خندا يو ساز اچوي؛ځکه خندا زړه وژني او خداى د ښځو قهقه نه خوښوي [205].
ð د دنيا غوښتنه غم او خپګان زياتوي او زهد د زړه او بدن د ارامۍ لامل ګرځي[206].
ð يوازې د دين لپاره غم او خپګان خوړل سم دى (نه د نورو څيزونو لپاره[207])
ðخدايه! له غم و خپګانه پناه دروړم [208].
ðد رسول الله (ص) يوې لور پېغمبر ته پيغام راولېږه،چې ماشوم يې مرګونى دى او يو ځل راشه. رسول الله (ص) پيغام راوړونکي ته وويل : ورشه او ورته ووايه : څه چې خداى واخلي يا ورکړي،په خداى پورې اړه لري او هر څه د هغه پر وړاندې ټاکلى عمر لري او ورته ووايه،چې زغمناکه وسه او له خدايه يې اجر وغواړه[209].
ð د چا چې اولاد ومري،خداى تعالى(پرښتو ته) وايي: زما د بنده اولاد مو واخست؟وايي: هو! خداى ورته وايي: د زړه مېوه مو يې واخسته؟ پرښتې وايي: هو! خداى وايي: بنده مې څه وويل: پرښتې وايي: ته يې وستايلې او استرجاع (رجوع) يې وکړه. پاک خداى ورته وايي: بنده ته مې په جنت کې کور جوړ کړه او د حمد نوم پرې کېږده[210].
ð رسول اکرم د حضرت “سعد بن عباد” پوښتنې ته ورغى، حضرت “عبدالرحمن بن عوف” حضرت “سعد بن ابي وقاص” او حضرت “عبدالله بن مسعود” (رضي الله عنهم) هم ورسره ول. رسول الله (ص) وژړل او حاضرينو هم ورسره وژړل . آنحضرت وويل : غوږ ونيسئ! خداى څوک د سترګو په ژړا او د زړه په خپګان نه په عذابوي؛بلکې پخپله ژبه يې عذابوي يا پرې لورېږي [211].
ðحضرت”انس” وايي: د رسول الله (ص) زوى “ابراهيم” مرګونى و، چې رسول الله (ص) راغى او اوښکې يې له سترګو روانې شوې . حضرت “عبدالرحمن بن عوف” وويل: ته هم اى رسول الله (ص)!؟ آنحضرت ورته وويل: د عوف زويه! ژړا رحمت دى. بيا يې وويل : سترګې اوښکې تويوي او زړه خپه کېږي؛ خو يوازې هغه څه وايم،چې خداى پرې راضي کېږي. ابراهيمه! په بېلتون دې غمجن يم [212].
ðرسول الله (ص)،چې به خپه و؛ نو دا دعا يې ويله،چې د خرج دعا نومېږي :((خدايه! پر هغه نظر دې ما وڅاره،چې کله هم نه ويده کېږي او پر هغو کلکو ستنو مې وساته چې کله هم نه را نړېږي او پر خپل قدرت دې پر ما ولورېږه او په هغه اميد، چې تا ته يې لرم، هلاک مې نه کړې. ماته دې ډېر نعمتونه راکړل؛خو ما دې سم شکر ونکړ او څومره بلاوې، چې دې پر ما نازلې کړې؛خو ما پرې صبر ونکړ. خدايه! چې زه دې د ناشکريو پر وړاندې له نعمته بې برخې نکړم . اى هغه خدايه،چې زه دې د کړخت پر مهال د بې صبرۍ له امله خوار نکړم . خدايه ! ودې ليدم،چې ګناه ته زړور يم؛ خو رسوا دې نکړم، له تا غواړم،چې پر محمد او آل يې درود ووايې. خدايه! دنيا مې له دين سره د يارۍ لامل وګرځوې او پرهېزګاري مې د آخرت د سعادت لامل وګرځوې. خدايه! هغه نعمتونه، چې دې راکړي او له سترګو مو پټ دي، را ته ويې ساتې او څه چې دې راکړي او راسره دي؛نو د هغه نعمتونو ساتل راته مه پرغاړه کوه . خدايه،چې د بندګانو ګناهونه درته زیان نه دررسوي او د بندګانو بښل درنه هيڅ نه کموي؛نو هغه راکړه،چې له تا هیڅ نه کموي او هغه راوبښه، چې تا ته هيڅ ضرر نه دررسوي ،چې يوازې ته بښاند او لوراند څښتن يې . اى خدايه! له تا په نږدو کې پراختيا، صبر، پراخ رزق، روغتيا او د ټولو نعمتونو د شکر ایستنې توفيق غواړم[213].
ðرسول الله (ص)،چې خپه و يا غم پرې راغی؛نو دا دعا يې ويله:((يا حى ياقيوم ،يا حيا لايموت، يا حى،لا اله الا انت،کاشف الهم،مجيب دعوة المضطرين،اسالک بان لک الحمد لا اله الا آفت المنان بديع السماوات ولارض ذوالجلال ولاکرام ،رحمان الدنيا ولاخره ورحيمها، رب ارحمنی رحمة تفينني بهاعن رحمة من سواک ، يا اللهم الرحمن – اى ژوندي خدايه! اى تلپاتې خدايه! اى هغه ژوندیه، چې نيستي نلري، اى ژونديه! بې له تا بل خداى نشته چې يوازې ته د هر کړکېچ او غم له منځه وړونکى او د بېوزلیو د دعا منونکى يې، بې له تا بل خداى نشته له تا يې غواړم؛ ځکه شکر او ستاېنه يوازې تا ته ځانګړې ده. بې له تا بل خداى نشته، د نعمتونو ورکونکى او د ځمکې او اسمانونو جوړوونکى او د اکرام او جلال خاوند يې او يوازې ته په دنيا او آخرت کې لوراند او لورین يې، پر ما ولوريږه، چې د نورو له لورنې مړه خوا شم، اى تر ټولو مهربانه. رسول الله (ص) وويل: ((هر مسلمان،چې درې ځل دا دعا وويله؛نو خداى به يې غوښتنه ورکړي،خو دا چې د ګناه او د زړه سوي د پرېکولو لپاره وي.[214]))
ð څوک چې په تشويش او غم اخته شي؛نو ودې وايي : (( اللهم انى عبدک، ابن عبدک، ابن امتک ناصيتي بيدک….رسول اکرم وپوښتل شو:موږ هم دا دعا ووايو؟ورته يې وويل:هو! څوک چې دا اوري؛نو ښايي چې زده يې کړي [215].
ðپر بدن غوړي مږل غم اوخپګان له منځه وړي [216].
ðله دنيا سره مينه د هرې ګناه او ښويېدنې بنسټ دى او له يوه څيز سره مينه دې ړندوي او کڼوي [217].
ð خلکو! ستاسې (د جماعت) امام يم؛ نو په رکوع،سجده، قيام او نمونځ پوره کولو کې له ما مه مخکې کېږئ، تاسې له مخې او شا وينم [218]
ð (د نمانځه) ليکې مو سمې او منظمې کړئ؛ ځکه چې له شا مو وينم[219].
ðخداى راته ځمکه راغونډه کړه او ما يې ختيځونه او لوېديځونه وليدل او د امت واکمني به مې ور ورسي[220].
ðقريشو،چې زما د “اسراء” او “معراج” کيسه دروغ وګڼله؛ نو په “حجر” کې ودرېدم او خداى راته “بيت المقدس” ښکاره کړ او ما ورته کتل او نښې او ځانګړنې يې مې ورته ويلې[221].
ð پېغمبراکرم د مړيو غږونه اورېدل، چې په کېڅونو – قبرونو کې به عذابېدل . حضرت “ابن عباس” وايي: رسول الله (ص) پر دوو کېڅونو تېر شو او ويې ويل: دا دواړه په عذاب دي. د کبيره ګناهونو لپاره نه په عذابېږي. بيا يې زياته کړه:بلې! يو يې چغلي کوله (خبرې يې وړې راوړې) او بل يې ځان له متيازو نه ساته [222].
ð حضرت “انس” وايي: رسول الله (ص) د يو کېڅ غږ واورېد او ويې ويل: دا څوک مړ شوى؟ ورته يې وويل: په جاهليت کې مړ شوى. آنحضرت يې له اورېدو خوښ شو او ويې ويل: که نه ډارېدم ،چې يو بل ښخ نکړئ، دعا مې کوله،چې خداى درته د کېڅ عذاب واوروي [223].
ð تر تاسې ړومبى ځم او پر تاسې ګواه يم او پر خداى قسم،چې همدا اوس خپل (د کوثر) حوض وينم. د ځمکې د خزانو کونجيانې راکړل شوې، تاسې ته مې له دې ډار نه دى،چې مشرکان به شئ؛ بلکې له دې امله دی،چې يو له بل سره به د دنيا د سيالۍ لپاره راپورته شئ [224].
ð حضرت “انس” وايي: پېغمبراکرم پر نمانځه ولاړ و،چې يو ساه نيولى سړى راغى او ويې ويل: ((الله اکبر،د سپېڅلي او برکتناک خداى ډېره ستاېنه)). رسول الله (ص)،چې نمونځ وکړ (؛نو) ويې ويل: کوم يوه دا خبره وکړه؟ خلک چوپ شول او څه يې ونه ويل : رسول الله (ص) وويل : هغه بده خبره کړې نه ده. سړي وويل :ما دا خبره وکړه. رسول الله (ص) وويل : دولس پرښتې مې ولېدې،چې د خداى حضور ته دې خبرې وړو ته يو له بل سره سيالي کوله [225].
ð حضرت “حنظله اسيدي”(رض)،چې د رسول الله (ص) له کاتبانو و، آنحضرت ته وويل: ستاسې په حضور کې،چې يو او د دوزخ او جنت په باب راته خبرې کوئ؛نو داسې وي؛لکه چې په سترګو يې وينو او چې له تا ولاړ شو او له خپلې مېرمنې،عيال او ژوند سره بوخت شو؛نو ډېرى دا خبرې هېروو. رسول اکرم ورته وويل: پر هغه قسم،چې زما ساه يې په واک کې ده، له ما سره،چې په کوم حال او ياد کې ياست او دوام ورکړئ؛ نو پرښتې به په خپلو بسترو، کوڅې او واټ کې لاسونه درکړي؛ خو حنظله! د بنيادم د هر ساعت لپاره يو حالت وي او دا يې درې ځل وويله [226].
ðد مؤمن له ځيرکۍ ډډه وکړئ؛ځکه مؤمن د خداى په رڼا ګوري. رسول الله (ص) بيا دا آيت ولوست : او په دې کې په نښو پوهېدونکيو ته نښې دي [227].
ð رسول اکرم د يوه انصاري باغ ته ننووت، يو اوښ يې وليد،د اوښ سترګې، چې پر رسول الله (ص) ولګېدې؛نو ويې ژړل. رسول الله (ص) ورغى او اوښکې يې ورپاکې کړې . اوښ ژړا بس کړه . آنحضرت وويل : دا اوښ د چا دى؟ يو ځوان انصاري راغى او ويې ويل :زما دى. آنحضرت وويل: ددې بې ژبې څاروي په باب له خدايه نه ډارېږې،چې خداى درکړى دى؟ اوښ راته شکايت وکړ،چې ته يې ځوروې او ستړى کوې [228].
[1] (الجامع الصفين ٢/ ١٨٢ – کنزالعمال ١١/٦٠١ – فيض القدير ٤/ ٤٨١ – د بغدادتاريخ ٥/ ١٧٧ – تاريخ مدينه دمشق ٥/ ٢٣٠ – لسان الميزان ٤/ ٤٧١ – ينابيع الموده ١/ ٢٧٢ ، مناقب ابن مغازلي ٢٤٣ – النصايح الکافيه ٩٤ مخ)
[2] ( الامالي للطوسي ٤٦ مخ)
[3] ( صحيح مسلم)
[4] (ترمذي)
[5] (ترمذي)
[6] ( بحار ٨٢/١٣٧)
[7] ( کنز ٣/٢٧١)
[8] (فقيه ٤/٣٥٥)
[9] ( المحاسن ١/٢١٥٩)
[10] ( صحيح مسلم )
[11] ( بحارالانوار ٦٦\٣٦٧)
[12] ( مستدرک الوسايل ١١\٢٦٣)
[13] (پورته سرچينه ١١\٢٨٩)
[14] ( بحارالانوار ٦٦\٣٨٩)
[15] (الکافي ١\١١٢)
[16] ( مستدرک الوسايل ١١\٨٨)
[17] ( الحضال ١\ ١٤٥ )
[18] ( ارشادالقلوب ١\ ١٢٧)
[19] (مکارم الاخلاف : ٤٣١)
[20] ( بحارالانوار ٢٨\٤٧)
[21] ( مستدرک الوسايل ١١\٤٧)
[22] ( الکافي ٨\ ٨٦ )
[23] ( فقيه ٤/٣٧٧)
[24] (الکافي ٢/ ٩١)
[25] ( مستدرک الوسايل ١١/ ٢٨٣ )
[26] (وسايل ١٠/ ٤٠٤)
[27] ( بحارالانوار ٧٤/ ١٧٩ )
[28] ( بحارالانوار ٧٩/ ٧٣)
[29] (مشکاة الانوار ٣٠٠ مخ)
[30] (من لا يحضره الفقيه١/ ٥٠٤)
[31] (الکافي ٢/ ٣٣٤)
[32] (بحارالانوار ٨٣/ ٢٩٧)
[33] ( الامالي للصدوق : ٣٨٥ )
[34] (المحاسن ١/ ٢٠٤)
[35] ( الکافي ٢/ ٣١٩)
[36] ( الکافي ٣/ ٢٦٩)
[37] (الکافي ٦/ ٢٤)
[38] (الکافي ٢/ ٣٢٣)
[39] (مستدرک الوسايل ١١/ ٣٤٧)
[40] ( بحار ٦/ ١٦)
[41] (من لا يحضره الفقيه ٤/ ١٩)
[42] ( تهذيب الاحکام ٣/ ٢٨٣)
[43] ( وسايل ٥/ ٣١٨ )
[44] ( بحار ٣٠/ ١٣٢)
[45] (بحار ٦٠/ ١٩٤ )
[46] ( بحار ٦٠/ ٢٦٨)
[47] (تخريج زين الدين ابي الفضل العراقي ٣ / ٩ )
[48] (الکافي ٥/ ١٢٤ )
[49] (الاختصاص : ٢٣٣)
[50] (ارشاد القلوب ١/ ٦١)
[51] (بحار٩٧/ ٨)
[52] (عوالي الاللي ١/ ١٠١)
[53] (الکافي ٥/ ٥٢)
[54] (بحار ٨/ ٣٤)
[55] (الخصال ١/ ١٥٦)
[56] (صحيفة الرضا ٥١ مخ)
[57] ( الکافي ٢/ ٦٠٦)
[58] ( عوالي الاللي ١/ ١٠١)
[59] ( مستدرک الوسايل ٢/ ٢٠ )
[60] ( الکافي ١/ ٣٧٧ )
[61] ( العدد القويه: ٥)
[62] (مغازلي مناقب ٧٠ مخ، الطرائف ١/ ٧٧، عيون رضا الرضا ٢/ ٤٨، العمدة ٢٩٢، بحار ٣٨/ ١٤٩)
[63] ( ينابيع الموده، ١/ ٣٧٠، د الوسي تفسير ٢٢/ ٣١ ، شرح احقاق الحق سيد مرعسي ١٥/ ٥١٨)
[64] (الکافي ٢/ ٦٨٥ )
[65] ( بحار الانوار ٦٦/ ٦٣ )
[66] (بحارالانوار ٦٦/ ١٧٥)
[67] (بحارالانوار ٦٣/ ٣٣١)
[68] (الکافي ٢/ ٧٩)
[69] ( الکافي ٥/ ٢)
[70] (بحارالانوار ٦٢/ ٢٨١)
[71] ( روضة الواعظين ٢/ ٤١٤)
[72] ( وسايل ٧/ ١٧٤)
[73] ( الامالي للطوسي : ٣٨٣ )
[74] (الکافي ٨/ ٨١)
[75] ( بحار الانوار ٧٤/ ١٥٣ )
[76] (المؤمن : ٢٧)
[77] ( الامالي للطوسي : ٣٨٣ )
[78] ( مواعظ عدديه : ٣٧ )
[79] (کنز ٣/٢٢٦)
[80] (مستدرک الوسايل ١٢/ ٣٧٦)
[81] ( الدرمنثور ١/ ٢٣٧ ، سنن الدارقطني ٢/ ٢٤٤ ، جامع الصغير ٢٠/ ٦٠٥، مجمع الزوايد ٤/ ٢)
[82] ( وسايل الشیعة : ۱۶\۳۳۳)
[83] (مستدرک الوسايل ٣/ ٩٧)
[84] (من لا يحضره الفقيه ٣/ ٥٧٤)
[85] ( الکافي ٦/ ٤٠٠)
[86] (بشارةالمصطفى :٣٦)
[87] ( روضة الواعظين ۲\ ۵۰۱)
[88] (مستدرك الوسايل ۱۲\۹۹)
[89] ( وسايل ٧/ ٤٧٨)
[90] (وسايل ٨/ ٩٨)
[91] ( وسايل ١٠/ ٣١٥ )
[92] ( وسايل ١٠/ ٤٧٨)
[93] (وسايل ١٠/ ٤٩٣)
[94] ( وسايل ١٠/ ٥٠٦)
[95] ( مفتاح الفلاح ١٧٢)
[96] (بحارالانوار ١٠١/ ٣٨٤)
[97] (مستطرفات السرائر: ٦٤٣ )
[98] (محاسبه النفس ١٣ مخ)
[99] (الجعفريات : ٨٢ )
[100] (بحار ٥٥/ ٢٧٧)
[101] (الخصال ٢/ ٣٥٥)
[102] (التوحيد ١٩ )
[103] (د نهج البلاغې شرح ٢/ ١٧٩ )
[104] ( مستدرک الوسايل ٢/ ٦١)
[105] ( ابن ماجه )
[106] ( مسند احمد)
[107] (الکافي ١/ ٣٩ )
[108] (بحارالانوار ٨٤/ ١٤١)
[109] (وسايل ١/ ٤٨)
[110] (الکافي ٨/ ٧٩)
[111] ( المحاسن ٢/ ٥٨٥)
[112] (الخصال ١/ ١٦٣)
[113] ( الکافي ٦/ ٤٠٢)
[114] (الکافي ٦/ ٣٩٦)
[115] (الکافي ٦/ ٤٠٤ )
[116] (مستدرک الوسايل ١١/ ٣٦٩ )
[117] ( ١٢/ ٣٣٤)
[118] (بحارالانوار٧٦/ ١٥٢)
[119] (الکافي6/408)
[120] (مستدرک الوسايل ١٧\٧٥)
[121] (وسايل ١٢ \٦٥)
[122] ( مسند احمد)
[123] (الخصال ٢/ ٤١٦ )
[124] ( من لا يحضره الفقيه ٤/ ٣٩٤ )
[125] ( بحارالانوار ٦٦/ ٤٠٣ )
[126] ( المحاسن ١/ ٢١٥ )
[127] (مشکاه الانوار: ٣٣٤)
[128] (الکافي ٢/ ١٤٢ )
[129] (علل الشرايع ٢/ ٥٢٣)
[130] ( الکافي ٥/ ٥٥٢)
[131] (الکافي ١/ ٢٠٨ )
[132] (بحارالانوار ٢/ ٢٥٩ )
[133] ( مستدرک الوسايل ١٧/ ٣٢٣)
[134] (الکافي ١/ ٦٧)
[135] (بحارالانوار ٦١/ ٢٦٩ )
[136] ( الکافي ٧/ ٣٨٣ )
[137] ( دمائم الاسلام ٢/ ٥٠٨)
[138] ( تهذيب الاحکام ٦/ ٢٤٣)
[139] (وسايل ٢٤/ ٣٣٠ )
[140] ( بحارالانوار ٦٣/ ٣٤٥)
[141] ( الکافي ٢/ ١٨٩)
[142] ( وسايل ٧/ ٢٠٣)
[143] (ثواب الاعمال ١٤٩)
[144] (الجعفريات ٦٠ مخ )
[145] ( کشف الغمه ١/ ٥٥٢)
[146] ( الامالي للصدوق ٧٤٣)
[147] (بحارالانوار ٦٣/ ٣٣١)
[148] (الکافي ٨/ ١٣١)
[149] (سفينة البحار ٢ / ٧٣١)
[150] (اصول کافي :٣ټوک – باب ادخال السرورعلى المؤمنين : ١ او٤ حديث )
[151] (اثنى عشريه : ١١ مخ )
[152] (اصول کافي : ٣ ټوک، باب ادخال السرور، ١١ حديث )
[153] (سفينة البحار: ١ټوک ،٦١٤ او٣٥٢ مخونه )
[154] (سفينة البحار: ١ټوک ٦١٤او٣٥٢ مخونه)
[155] (من لا يحضره الفقيه ١/ ١٨٨)
[156] ( الدعوات ٧٦ مخ)
[157] (الدعوات :76 مخ)
[158] ( الامالي للطوسي ٣ مخ)
[159] ( الکافي ٢/ ٢٩٠)
[160] (علل الشرايع ١/ ٣٠٤)
[161] ( د جنتي ژباړه ،تحف العقول ٢١ مخ.)
[162] ( ناصف ٥ / ٢٠٣ ) [ دا حديث پردې سربېره،چې انسان د الهي احکامو مننې ته هڅوي، له ګناهونو او بدو چارو يې ډاروي .]
[163] ( الکافي : ٢\١٣١)
[164] (ناصف ٥/ ٢٠٤ او ٢٠٥ مخونه)
[165] ( ناصف ٥/ ٢٠ )
[166] ( ناصف ١/ ٣٣٨ )
[167] ( ناصف ١/ ٣٣٨ )
[168] ( ناصف ، ٥/ ٥٩)
[169] ( نووي ١/ ٥٦٢ )
[170] (نووي ٣/ ٥٦١ )
[171] (نووي ١/ ٥٦٢)
[172] ( ناصف ٥ / ٥٩ – ٦٠ مخونه)
[173] (پورته سرچينه)
[174] (بخاري – مسلم )
[175] (ترمذي)
[176] (مالک – ابن ماجه – بيهقي)
[177] (سنن ابو داود )
[178] ( بحارالانوار : ٧٤ \٨٤)
[179] ( الکافي : ٢\١٠٦)
[180] (التمحيص : ٦٧مخ )
[181] ( وسايل : ١\ ٣٠٤)
[182] ( مجموعه ورام ٢\٨٢)
[183] ( کشف الريبة : ٣٦مخ )
[184] (مصباح الشريعة : ١٨٩)
[185] ( مستدرک الوسايل ١٤\١٦٠)
[186] ( نهج البلاغې شرح ١٩ \٤٧)
[187] ( مشکاة الانوار : ٢٣٤)
[188] ( بيهقي )
[189] ( بخاري- مسلم )
[190] ( ابوداوود: الاداب ٤/ ٢٧٨)
[191] (شيباني ٤ / ٢٢٦ )
[192] ( شيباني: ٤ / ١٥٠ . نووي: ٢/ ١٠٨٣ )
[193] ( شيباني ٤/ ١٥ )
[194] (شيباني ٤/ ٣٠٦)
[195] (نووي ٢ / ١٠٩٢ – ١٥٩ حديث)
[196] ( شيباني ٤ / ١٥٢ )
[197] ( نووي ١/ ٦٣٠ )
[198] ( الکافي ٢/ ٤٤٥)
[199] ( تحف : مخ ٥٨)
[200] ( بحار ٨٢/ ١١٥)
[201] (بحار/ ٧٧ ١٧١)
[202] ( الخصال ١\ ٧٣)
[203] ( الامالي للطوسي : ٢٩مخ )
[204] (مستدرک الوسایل ۱۱ / ۲۴۰ )
[205] ( عدة الداعي : ١٦٨٩)
[206] ( الخصال ١/ ٧٣)
[207] (بحارالانوار : ١٠٠/ ١٤٢)
[208] (المعجم المفهرس لا لفاظ الحديث النبوي ١/٤٦١)
[209] ( نووي ١/ ٦٩٨ )
[210] ( نووي ١/ ٦٩٧)
[211] (نووي ١/ ٦٩٩ )
[212] (نووي ١/ ٧٠٠ )
[213] (سنن النبي)
[214] (سنن النبي)
[215] ( احمد : ١\ ٣٩١)
[216] (سنن النبي)
[217] (شيباني ٢/ ١١٠ )
[218] ( ناصف ١/ ٢٦٠ )
[219] (نووي ٢/ ٧٩٦ )
[220] (شيباني ٤/ ٢٤٠ )
[221] (ناصف ٣/ ٢٦٠ )
[222] ( ناصف ١ / ٨٦ )
[223] ( ناصف ١ / ٣٧٨)
[224] (ناصف ٥ / ٢٠٤ )
[225] (شيباني ٢ / ٦٧ – ٦٨ )
[226] (شيباني ١ / ٣٢)
[227] ( شيباني ١ / ١٤٦ )
[228] (ابوداوود ٣ /٢٣، ٢٥٤٩ حديث)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com