بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿فاطر/ ۱۵﴾ = خلكو! تاسې (ټول) الله ته اړ ياست او يوازې الله شتمن ستايل شوى دى. هستي مو له تا ده او ته پر خپل ذات ولاړ يې دا آیت يو مهم […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿فاطر/ ۱۵﴾ = خلكو! تاسې (ټول) الله ته اړ ياست او يوازې الله شتمن ستايل شوى دى.
هستي مو له تا ده او ته پر خپل ذات ولاړ يې
دا آیت يو مهم او ارزښتناك مطلب ته اشاره لري، چې په هستۍ كې موقعيت مو د هستۍ د پنځوونكي پر وړاندې روښانوي. په ګرده هستۍ كې حقيقي مړه خوا او پر خپل ذات ولاړ، ايكي يو دى، چې دا الله دى. ټول انسانان؛ بلكې ټول ژوي ، سر تر پښو اړ او نشتمن دي او په هغه خپلواك وجود پورې تړاو لري، چې كه يوه شېبه یې اړيكه ورسره پرې شي، هېڅ او سټ وټ كېږي.
لكه څنګه چې هغه مړه خوا دى، انسانان مطلق اړ دي او لكه څنګه چې هغه پر خپل ذات قايم دى، مخلوقات ټول پرې ولاړ دي؛ نو په دې حال كې هغه مو عبادت ته څه اړتيا لري؟
دا موږ يو، چې په نمانځنې یې د تكامل لار وهوو او شېبه په شېبه بې پايه مبداء ته یې د نمانځنې په رڼا كې، ورنژدې کېږو او د ذات او صفاتو له انوارو او رڼاګانو يې برخمنېږو؛ نو ځكه ټول هغه ته اړين دي او نه بې له دې.
له همدې لامله نه ښايي، چې بې له ده بل ته سركښته كړي او د خپلو اړتياوو پوره كول ترې وغواړي، چې هغوى هم ټول د ځان په څېر اړين دي.
د پېغمبرانو او امامانو نمانځغونډې هم په دې پار دي، چې د هغه استازي او نمايندګان دي؛ نه داچې له ځانه استقلال او خپلواكي لري؛ نو ځكه خدای، هم غني او شتمن دى او هم حميد او ستايل شوى؛ يعنې په عین مړه خواتوب كې دومره لوراند او لورين دى، چې د هر ډول ستاينې وړ دى او په عين پېرزوينه او بنده نازونې كې، تر ټولو مړه خوا دى.
دې واقعيت ته پاملرنه، په مؤمنو انسانانو كې دوه رغنده اغېزې شيندي، هم يې د ښاڅمنۍ (کبر) ، ځانمنۍ او سرغړاندۍ له سپرلۍ راكوزوي او ګوتڅنډنه ورته كوي، چې هېڅ هم نه لري، چې ورباندې ووياړي او څه چې دي، د پالوونكي امانت ورسره دی او هم لار پرې ورښيي، چې د غير الله درشل ته د اړتيا لاس ور ونه غځوي او د غير الله د نمانځنې كړۍ ترغاړې نه كړي.
مؤمنان، چې په دې نړۍ ليد، په هستۍ كې هر څه ويني، د هغه د شتون له رڼا يې بولي او وزلو او اسباب ته پاملرنه يې له ((مسبب الاسبابه)) نه غافلوي. (نمونه تفسیر، 18: 220 مخ.)
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.