بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ولې د خلکو رزق مساوي نه دی؟ انسانان معمولاً يوازې خپل مالونه رزق شمېري او د دې رزق زياتولو ته چې څومره هڅې کوي، منظور يې ترې روزي وي؛ نو ځکه په آسانۍ د رزق پر ثابتوالي او تضمين يې ماغزه نه خلاصېږي. حال دا له عامو نعمتونو چې برخمن يو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ولې د خلکو رزق مساوي نه دی؟
انسانان معمولاً يوازې خپل مالونه رزق شمېري او د دې رزق زياتولو ته چې څومره هڅې کوي، منظور يې ترې روزي وي؛ نو ځکه په آسانۍ د رزق پر ثابتوالي او تضمين يې ماغزه نه خلاصېږي.
حال دا له عامو نعمتونو چې برخمن يو (استعدادونه، وړتياوې، دننني او بانديني شونتياوې، عمر، علم، روغتيا او …) ټول د رزق برخې شمېرلېږي او هر چاته د دې رزقونو له ټولګې ځنې ټاکلې مقدار دی. د ثابت رزق مانا همدا ده.
البته رزقونه په يوه بل اوړي او دا اړونه دا توهّم رادبره کوي چې د رزق کچه تغيير مومي، حال دا چې انسان يو شمېر رزقونه لګوي چې يو شمېر نور ترلاسه کړي؛ نو ځکه په ټول کې د رزق کچه تغيير نه کوي؛ خو بڼه او ډول يې اوړي. په هر حال انسان نړۍ ته په محدودو وسمنيو راځي او هومره چې مقدره ده يو رزق پر بل رزق اړولای شي.
ارزاق هم ثابت دي او هم متفاوت. خدای په نړۍ کې رزقونه مساوي ويشلي نه دي. دا مطلب هم له قرآن څخه زده کولای شو[1] او هم د انسانانو ژوند ته په کتنې سره د دې ټکي سموالی راښيي.
د ارزاقو د تساوۍ نشتون هم دا دی چې دا دنيا د استحقاق ځای نه دی. په هغې دنيا کې خلک د خپل ترلاسه کړي استحقاق له مخې، رزق ترلاسه کوي او که ښه سم يې ووايو، څوک له خپل استحقاقه لږ نه ترلاسه کوي او البته تفضل او لورنه هم پکې شته. هلته هم خدای رزاق دی؛ خو دا رزاقيت به د ترلاسه شوي استحقاق له مخې وي، حال دا په دنيا کې رزق په استحقاق پورې اړوند نه دی او پر يو شمېر خلکو ظلم کېږي.
د ارزاقونو په وېشنه کې چې کوم مصلحت او حکمت دی او انسانان په بېلا بېلو ځايونو کې کېنوي؛ نو دا رانه پټ دي. له دې ټولو سره سره نبايد د رزق په پېژندنه کې ظاهر ويني اوسو. لکه د اسلام پېغمبر (ص) که څه په ظاهره د مال و مکنت خاوند نه و؛ خو رزق يې د خدای تر نورو بندګانو په ځلونو ځلونو ډېر و او تر وحې، راز پوهنې او د عالم د باطنو له راسپړنې به اوچت رزق چېرې وي؟ د کوثر خاوند و:
[ إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (کوثر/۱) = په حقيقت كې موږ كوثر [= خير او ډېر بركت ] دركړ.
د دې رزق کثير يو مصداق، لکه څنګه چې ځينو مفسرینو ويلي، د پېغمبر (ص) عزتمنه لور وه[2]. حالات هم ښيي چې پېغمبر (ص) له رزق کثير څخه برخمن و، له آره پېِغمبران د خدای برخمنترين، مرزوقترين او متنعمترين انسانان وو. که خدای نورو ته موټی موټی نعمتونه ورکړي؛ نو دوی ته يې په لمنو لمنو ورپېرزو کړي دي؛ خو هغه چې د دې ټولو نعمتونو درلودونکی دی او ولايت لري، هرومرو ترې غواړي چې نور هم له دې رزقه برخمن کړي.
د رزق ورکونې د لړۍ په سر کې، خدای دی او ورپسې وليان يې دي چې مستحقينو ته نعمتونه او الهي ارزاق وررسوي. پردې سربېره، طاعت او تقوا هم د حق رزق دی او د علي (ک) په وينا، د تقوا په هکله يوه کړنه هم کوچنۍ نه ده؛ يعنې تقوا د انسان مانيز (معنوي) رزق اوچتوي او له نعمته يې برخمنوي:
لا يَقِلُّ عَمَلٌ مَع تَقوى ، و كَيفَ يَقِلُّ ما يُتَقَبَّلُ : له تقوا سره مل هره کړنه ، لږه نه ده او څرنګه به يو څيز لږ وي، چې قبلېږي؟»
په هر حال په رزق کې ډېر پرېمانه توپیر دی او له منځه وړل يې غوښتای نشو.
وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ (نساء/۳۲)
پر ځینو کسانو باندې د ځینو تفضل او غواروی او په هستۍ کې شته تکويني او طبيعي توپیرونه د هستۍ عين شتون دی.[3]
او پر دې مطلب پوهېدل عين نړۍ پېژندنه ده او دا پوښتنه چې «ولې يو شمېر پېغمبران شوي يا له پرېمانه رزق څخه برخمن وي» په الهي سنبالښت یا مديريت کې يوه هسې په هسې لاسوهنه ده. په قيامت کې پوښتلای شو چې ولې پلانی په جنت کې او پلانی په دوزخ کې دی. دا پوښتنه مخکې ترلاسه شوي استحقاقونه ځوابوي. خو په دنيا کې شته توپيرونه د هستۍ د طولي نظام لازمه ده. رزق بايد له يوه لاسه بل ته ور ورسي او انسانان يو بل ته اړمن وي.
[1] – أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ … (روم/۳۷) اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ… (رعد/۳۷) وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ…. (نحل/۷۱) وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ (بقره/۲۱۲) ، قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ … (سبا/۳۶) قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ… (سبا/۳۹)
[2] “کوثر” له کثرته اخستل شوى،چې د ډېرخير په مانا دى اوڅرګنده ده،چې دا مانا ډېر مصداقونه لري؛لکه وحې،نبوت، قرآن ،د شفاعت مقام،ډېر علم،ښه اخلاق؛خو د سورت وروستى آيت ددې ګواه دى ، چې له کوثره مراد د پېغمبراکرم ځوځات دى؛ځکه د پېغمبراکرم (صلی الله عليه و اله) بې سترګو او بې ادبه دښمن ورته “ابتر” ووايه او خداى هم د خپل پېغمبر په دفاع کې وويل : (( إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ ))؛ ستا دښمن په خپله ابتر دى؛نوکه له کوثره مراد ځوځات نه وى؛نو د لومړي او درېم آيت ترمنځ اړيکې او په زړه پورې مخونه اومانا پيدا کولاى نه شو .
[3] – لا يَزالُ النّاسُ بِخَيْرٍ ما تَفاوَتُوا فَاِذَا اسْتَوَوا هَلَكوا؛ (بحار الانوار: ۷۴ ټ، الروضه، ۳۸۳ مخ)
شاعر وايي :
ته یې زه او زه یم ته
فرق زما او ستا د څه
هغه چې فرق لري زموږ
نه په ته پوهېږي نه زه
دا څنګه انصاف دی ای ساقي په میخانه کې ستا
غوړو له غوړو دریاب او څاڅکی نه ځي نورو ته
لوی جنجال یې جوړ کړ چې یې ویش د وصال وکړ
دومره رحم سپینو ته دومره عقل تورو ته
-
ټیګونه: