تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر ويشل شوي رزق د قناعت مانا په رزق قانع والی په دې مانا نه دی، که چا تېری وکړ او زموږ حق يې وخوړ، څه ورته ونه وايو، بايد د ظالمانو او غاصبانو مخه ډپ کړو. هغه رزق چې په لټه کې يې يو، هماغه رزق دی چې بل په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر ويشل شوي رزق د قناعت مانا

په رزق قانع والی په دې مانا نه دی، که چا تېری وکړ او زموږ حق يې وخوړ، څه ورته ونه وايو، بايد د ظالمانو او غاصبانو مخه ډپ کړو. هغه رزق چې په لټه کې يې يو، هماغه رزق دی چې بل په ناحقه غصب کړی او نه پرېږدي چې  راورسي، کله په ټولنو کې واقعاً وضع داسې وي؛ چې ځينې باید څنډې ته شي چې مقدر رزق راورسي.

رزق د انسان د ملکیتونو نه بلکې د برخمنو ټولګه ده

رزق په واقع کې هغه څه دی چې يو انسان ترې برخمن دی نه هغه څه چې لري يې. د دې دواړو ترمنځ توپير دی، څوک چې ډېرې پيسې لري؛ خو د لګښت زړه يې نه لري، نبايد وانګېري چې رزق يې زيات دی. علي (ک) وايي دوی د ګدايانو په څېر ژوند کوي؛ خو د اغنياوو حساب ترې اخلي. تېروتي به يو که وانګېرو، دا چې پلانی پيسې لري، حتماً يې رزق ډېر دی. څوک تر طماع او بخيل خورا بدمرغه او کمروزی دی؟ ځانمنی له رزق څخه ډېر لږ برخمن دی. په همدې مانا کې علي (ک) وايي: سعة الا رزاق فی حسن الاخلاق[1] : د رزق پراخي د ښه خوی زوکړه ده.

ښه خوی درلودل د رزق له مصاديقو ځنې دي

د خبرې له ظاهره خو انګېرلېږي، که د ښه چلن خاوند اوسئ؛ خلک ډېر جوش درسره اخلي او د عوايدو ترلاسه کول به مو ډېر شي؛ خو د خبرې زڼی دا دی چې له اخلاقي فضايلو د تش انسان رزق کم دی؛ ځکه له نعمتونو به يې برخمني لږه وي؛ نو ځکه ظاهراً موړ او غني دی؛ خو په واقع کې بدمرغه دی. لکه طماع او سترګې نيوونکی چې څه لري ورباندې قانع نه دی، شتمني يې ډاډمني نه ورکوي او د برخمنۍ او تنعم احساس نه لري.ځانوينی اوځانمنی هم که سلام پرې وانه چوې، بدمرغي ننګېري که څه له نعمتونو برخمن وي.

د علي (ک) په خبرو کې راغلي چې ځانخوښی انسان تر ټولو يوازې دی (لا وحده او حش من العحب) علت يې دا دی چې ځان يې په يوه داسې مقام او مرتبه کې کېنولی چې هيڅوک يې ملګری نه دی. دغسې انسان هغه ته ورته دی چې په بېديا کې يوازې خوشې شوی ، دا سړی چې څومره شتمني هم ولري، خوند ترې نه اخلي؛ نو ځکه که د رزق پر مانا ښه پوه شو په دنيا کې به راحت او بې غمه ژوند وکړو.

د رزق پر مانا سمه پوهېدنه ډاډ راولاړوي

قناعت يعنې همدا چې په خپل کفاف او بسياينې قانع  اوسو، «کفاف» د «کفّ» له جرړې ځنې دی؛ يعنې څه چې د انسان اړتيا پوره کوي او له نورو د غوښتنې او هيلې خنډېږي په رواياتو کې لرو چې پېغمبر (ص) به دعا کوله:

اَللَّهُمَّ اُرْزُقْ مُحَمَّداً وَ آل َمُحَمَّدٍ اَلْكَفَافَ[2]

کله چې د رزق پر مانا او مقدروالي يې پوه شو؛ نو هله پوهېږو چې له خدايه څه وغواړو او د کوم رزق زياتوالي ته دعا وکړو. او کله چې وايو: «خدايه! ښه خوی را»، پوهېږو چې اوچت رزق او بهترين نعمت مو ترې غوښتی. مولوي، په خورا موشګافۍ او ځيرنه دا مسئله موندلې وه چې ويل يې: نبايد خارشنه خور کارغه له خدايه اوږد عمر وغواړي؛ چې دا به هم په خارشنه خورۍ تېروي. دا بايد له کارغه توب خلاصون وغواړي؛ يعنې د وجود تبديل او له ناپاکه خوړنې خوشې کېدنه، چې ورته لازم او برکتي رزق دی

 

کاغ کاغ و نعره زاغ سیاه

دایماً باشد به دنیا عُمر خواه

گر نه گُه خوار است ان گنده دهان

گویدی کز خوی زاغم وارهان

هر که روزی شاهد و خوشرو بود

گر سیه گردد تدارک جو بود

 

 

 

[1] -.او هم: حسن الخلق يزيد فی الرزق (بحار الانوار: ۶۸ ټ: ۳۹۶ مخ)

[2] – اصول کافی  : ۳ ټ، باب کفاف، ۲۱۰ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!