تبلیغات

پرمختګ په يوه وړوکي کلي کې مې يو سپېڅلى سړى وليد،د هغه ليدو مې زړه خوشحاله کړ،څېره يې د ماشومانو په څېر وه . ځلانده او غټې سترګې يې درلودې،چې ارامش پکې څپې وهلې،شتون ښادي بښاندى و او چې تر څنګ به يې کېناستم؛نو ځمکني خپګانونه به مې هېر کړل؛يو ساده او بېوزله انسان و،چې […]

پرمختګ

په يوه وړوکي کلي کې مې يو سپېڅلى سړى وليد،د هغه ليدو مې زړه خوشحاله کړ،څېره يې د ماشومانو په څېر وه . ځلانده او غټې سترګې يې درلودې،چې ارامش پکې څپې وهلې،شتون ښادي بښاندى و او چې تر څنګ به يې کېناستم؛نو ځمکني خپګانونه به مې هېر کړل؛يو ساده او بېوزله انسان و،چې ډېرو لږو خلکو پېژانده. زړې اوشلېدلې جامې يې اغوستې وې او ډېر لږ راپېښېدل،چې د ورځې به يې دوه وخته خواړه خوړل؛خو له دې ټولو خبرو سره سره ، تل به موسکى و . په حقيقت کې يو خوشحاله انسان و، يو له هغو خوشحاله وګړيو ځينو،چې تر اوسه مې ليدلى و؛هغه د روح پراخه زېرمې او شتمني درلوده؛ لږ به ګړېده ؛خو پوخ به ګړېده،ويل يې : په خوشحالۍ پسې ورکېدل ؛د هغه شاتو د سټلو مثال لري؛لکه چې پر يوه غوڅونکې چاړه اچول شوي وي؛سمه ده،چې شات خواږه دي؛خو ژبه هم غوسوي .

يوه ورځ مې ترې وغوښتل،چې نصيحت راته ورکړي،راته يې وويل : د خداى پر لور پرمختګ په کار دى او ځمکه د اوسېدو ځاى نه دى ،بايد پرمخ ولاړشو او ولاړه؛يعنې سقوط .

مېښه،چې له يوه ډنډه تېرېږي؛نو نه درېږي؛ځکه درېدل او ځنډ يې؛يعنې په هغه ډنډ کې يې ډوبيدل . دنياهم د ډنډ په څېر ده،که غواړئ په خير ترې تېر شي؛نو پر مخ ولاړ شئ او له کوښښه لاس مه اخلئ .

هغه هېښنده وګړه درلوده،داسې ښکارېده،چې د داسې يو ځواک وړانګې ترې راخپرېدې،چې ټول په ځان پسې را کاږي،هغه د خداى مريد و،هغه د خپل ژوند راز په دې ټکيو کې ووايه : “خداى مې پناه ده” او دا خبرې يې په يوه داسې حالت کولې،چې د هر چا زړه يې اوبه کوه، خبرو يې د څو ورځو لپاره زما په غوږونوکې انګازې کولې،هغه خبرې به مې د دعا په څېر له ځان سره تکرارولې : “خداى مې پناه ده! خداى مې پناه ده”

د پناه لټول؛پر خداى اعتماد دى؛بشپړ او پوره ډاډ؛يعنې باور درلودل،چې خداى يوازېنۍ رڼا ده،چې د تل لپاره به ځلېږي؛که توپان راشي او څومره تورتم هم شي ؛ خو رڼا يې ځلېږي. “هغه” ټولو ته روزي ورکونکى دى، “هغه” زموږ د ورمېږ له رګه موږ ته نږدې دى ، “هغه” يو سپېڅلى وسمن دى،چې په هر ځاى کې شته او “هغه” ډېر پر کار او خبره پوه ملګرى او ملاتړ دى؛مرستې رالېږلو ته يې هېڅ ځاى لرې نه دى،”هغه” له ټولو سره مينه لري، “هغه” د خپلو ټولو بندګانو د دعااورېدو ته بې صبره په تمه دى،”هغه” د ټول عالم ستر پوه دى او څه چې کوي،زموږ د ښېګڼې لپاره يې کوي، له “هغه” سره دي،چې هر څه ممکنيږي،که د “هغه” اراده پردې وي،چې زموږ ځنې غوښتنې نه مني؛نو پردې مانا نه دي،چې له لاسه يې نه کېږي؛بلکې ددې لپاره دي، چې هغه کول غواړي،چې زموږ په کې خير وي؛ځکه موږ ډېر داسې څه غواړو، چې زموږ پکې خير نه وي؛خو هغه دى، چې پر خير او شر تر ټولو ښه پوهېږي او يوازې “هغه” دى، چې د انسان خير غواړي؛نو هغه چې په خداى کې مېشت وي؛نو تل د خداى د غوښتنې د پلي کولو لپاره چمتو وي او وايې : هغه دې وشي، چې “ته” يې غواړې؛ځکه ستا په رضا کې زما خير دې .

هغه چې پر خداى ايمان او توکل لري،پوهېږي،چې تل په امنيت کې دى،ان که په اور او نېز کې وي . خداى تل له هغه سره دى او دا هغه ټول دي،چې دى ورته اړين دى .

يوې نجلۍ دعا وکړه،چې په ټولګي کې لومړۍ نمره شي، هغه يوه تکړه زده کوونکې وه،چې ډېر درس به يې وايه، ټولو هم ټولګيو يې ډاډ درلود،چې هغه به لومړۍ نمره کاميابېږي؛ د ټولګي نتيجې،چې اعلان شوې؛نو څلورم نمره شوې وه . نجلۍ نهيلې شوه او کور ته،چې راغله ؛نو بې ځنډه خپلې کوټې ته ولاړه او دعايې وکړه : خدايه ! څومره ښه ارامش دې رابښلى،چې ان د نهيلۍ په دې سختو شېبو کې هم راسره يې .

هغه انسان،چې حقيقي ايمان لري، دعا يې داده او له خداىه پناه غواړي : “ته” مې تل تر څنګ يې او داهغه څه دي ،چې ورته اړين يم .

هغه چې له خداىه پناه غواړي؛نو دعا يې پخه او حقيقي وي،داسې انسانان نه يوازې د اړتيا پر مهال؛ بلکې د ژوند په ټولو شېبوکې خپل زړه خداى ته ورډالۍ کوي او د هر ګام د اوچتولو پر مهال ترې لاښوونه او مرسته غواړي . داسې د انسان زده کړې وي،چې تل پر خداى توکل او تکيه ولري اوله ستونزو او ستختيو سره د مخېد پر مهال ترور نشي . هغه تل او په تېره بيا دستونزو پر مهال دزړه له کومې چغې وهي : يوازې پر خداى مې تکيه ده،يوازې پر “هغه” ايمان لرم او يوازې “هغه” ته مخ کوم؛نو داسې انسان د ژوند په ټولو ناخوالو کې په ارامش کې وي او هغه انسانان سپېڅلي شوي وي ،چې په هر څه کې پر خداى تکيه کوي . خداى سپېڅلى وسمن دى او د ټولو ستونزو د قلف کونجي يې په واک کې ده . موږ ټول په خپل ژوند کې له ستونزو او سختيو سره مخېږو؛خو داسې ستونزه به نه وي،چې د حل لار او چاره به ونه لري . سپينه خبره خو داده،چې هغوى چې پر خداى ځان ورسپارلى وي؛نو له نه هوارېدونکې ستونزې سره نه مخېږي؛داسې انسان بې د خداى له مينې بل څه نه ويني . چېرته،چې ځي د خداى پر مينه درود وايي او هر وخت په هر ځاى کې ورته د خداى د مينې غوټۍ ګلان کېږي. هغه د ژوند په هره پېښه کې د خداى مينه ويني .

که د “هغه” د مينې د لمر ګرمې وړانګې ولګي؛نو د ژمي ساړه به اغېز نه لري.که ټولې شختۍ د “هغه” مينه وي ؛ نو بېوزلي به نه وي . که روغتيا او پياوړتيا د “هغه” په مينه غښتلى شوې وي؛نو رنځ به اغېزمن نه وي،که هغه خواړه ، چې خورو، د “هغه” د مينې زمزمه وکړي؛نو د لوږې درد به مفهوم نه لري . دا د خداى مينه ده،چې د سبا په باد، نهرونو، باغونو، د مرغيو په غږونو،د ونې په سيوريو،په ځلانده لمر، په ځلانده ستورو کې زموږ لپاره نغمې وايي؛ دا د خداى مينه ده،چې د ښار په ګڼه ګوڼه،د توپانونو په غوسو،د وچکاليو په تنده او د طاعونونو په مړينه کې ده .

که زموږ موخه يوازې خپلو غوښتنو ته رسېدل وي؛ که څه غوښتنې مو پر ځاى وي،که يوازې د بري او د نورو د تعريف په پار کار وکړو او که له ژونده مو موخه يوازې ګټل اوسټل وي؛نو نه يوازې ښادۍ ته به و نه رسو؛بلکې پوچۍ او تش منځۍ ته به رسو؛ځکه دا ټول هغه سيوري دي،چې راځي او بېرته ځي . حقيقي ښادي يې په ژوند کې نشته؛بلکې حقيقي ښادي خو د خداى په غوښتنه کې ده،چې د ټولو مخلوقانو پنځګر دى ا و موږ او نور مخلوقات هم د ژوند لپاره د هوا د ساه اخستوله لارې يو له بل سره د خداى مينه ايشو . زموږ د ژوند موخه بايد ښادي ،شتمني،ځواک ، مقام ، برى، امنيت، روغتيا يا ان پوهه او يا بېوزلي،درد ، بدنامي ماتې ، ناروغي او مړينه نه وي . انسان ته تر ټولو ستره نېکمرغي او موخه د ژوند په ټولو پړاوونو کې د خداى ستاينه او اراده پلي کول دي . بايد زده کړو،چې د ژوندپه ټولو پړاوونو کې ووايو: دابه راته د خداى اراده وه . هغه له دې لارې وغوښتل خپله مينه راسره څرګنده کړي. د هغه د غوښتنې او ارادې په پلي کولو دي،چې زه د “هغه” مينه احساسوم او زه هم ورته له همدې لارې خپله مينه څرګندوم ، خپل ځان “هغه” ته ورکوم ،چې د “هغه” په څېر شم،چې هغه تر ټولو پاک ، سپېڅلى اونېک دى .

هغه چې خداى ته پناه وروړې؛نو د خداى د ارادې خدمتګار شي، په ګټې پسې نه وي، له هېڅ نيمګړتيا نه وېرېږي . داسې انسانان په ښادۍ پسې نه وي،له درده نه تښتي،مرسته نه غواړى،لاس نه اوږدوي اوله ماتې خوړو نه ډارېږي . څه چې وررسي،د خداى له لوري يې ډالۍ ګڼي، چې ورسره مينه کوي او دى هم ورسره مينه کوى . پوهېږي ، چې هغه د ژوند تر ټولو ستر ښونکى دى . هره تجربه يې روح او ذهن پياوړى کوي او له هغې څخه حقيقت،نېکۍ، ښکلا،پاکۍ او کمال ته د رسېدو لپاره ګټنه کوي .

يو انسان و، چې له خپلوستونزو يې ګيلې کولې؛نو دادا ورته وويل: څومره،چې ستونزې ډېرې وي؛نو هومره انسان شريف وي .

څو ورځې مخکې يوه ښځه راغله؛سترګې يې له اوښکو ډکې وې اوپر نيولي غږ ګړېده . هغې او مېړه يې يو له بل سره مينه درلوده؛خو مېړه يې هوډ کړى و،چې د خپلې دندې د چارو تر سره کولو لپاره د څه مودې لپاره له هېواده لرې ژوند وکړي . هغوى پيسو ته هم اړتيا نه درلوده،خداى ډېر څه ورکړي وو. ښځې وويل : ورته په کار نه دي،چې يوازې مې پرېږدي او دومره لرې ولاړشى . راته دعا وکړه ،چې مېړه مې له دې کاره لاس واخلي . په هغه وخت کې زما ځواب بې رحمه ښکارېده؛ځکه ورته مې وويل : زه داسې کېدو لپاره دعا نه کوم؛بلکې زه به درته دا دعا وکړم،چې د خداى غوښتنه او اراده درک کړئ او د هغه له غوښتنې سره همغږي شئ او اجازه ورکړئ،چې اراده يې پلي شي .

بالاخره هغه ورځ راورسېده او دې ښخى پر ژړا او خپګان له خپل مېړه سره خداى پاماني وکړه او ما ته يې وويل : تاسې زما لپاره هېڅ ونه کړل ، که غوښتي مو واى؛نو کولاى مو شول . موسکى شوم او ورته مې وويل : خورکۍ! مه نهيلېږه ! خداى پخپله په خپل کار ښه پوهېږي. څو مياشتې وروسته دې ښځې بيا وليدم . دا ځل د يو ماشوم په څېر خوشحاله وه،و يې ويل : اوس پوهېږم ،چې په هر څه کې د الهي مينې او عقل لاس دى . مېړه مې ،چې ولاړ ؛ نو ډېر زيات مې وژړل . بيا پوه شوم ،چې خداى اراده کړې،چې مېړه مې يو لر هېواد ته مسافر شي . دا بايد زما د خير او ښېګڼۍ لپاره وي ،چې بېشکه همداسې هم وه . مېړه مې ، چې ولاړ؛نو ازاد وخت مې ګوتو ته راغى او پر الهي نعمتونو مې مطالعه پيل کړه؛دعا مې کوله ،د خداى نوم به مې پرله پسې اخسته او د بېوزليو خدمت مې کاوه . هغوى راسره مينه کوي، زه هم ورسره مينه کوم او د ښادۍ او نېکمرغۍ احساس لرم .

دا خبره حقيقت لري .خداى چې بشپړ عقل او مينه ده، د ژوند د سفر لپاره يې راته کړلار ټاکلې ده . په دې کړلار کې هېڅ غلطي او نيمګړتيا نشته او هره پېښه راته تجربه ده او هر څه چې راپېښېږي،بايد په هماغه وخت کې راپېښ شوې واى،چې سمه لار راوښيي؛نو هر څه چې درته راپېښېږي و يې منئ او د بدلون راوستو کوښښ پکې مه کوئ .

سره له دې موږ بيا هم کوښښ کوو،چې هغه چې زموږ لپاره ترخه تجربه ده،ترې وتښتو.کوښښ کوو،چې له هغه څه وتښتو،چې ورته ستونزه يا سختي وايو . کېداى شي د يوې لنډې مودې لپاره يې له ځانه لرې وساتو؛خو د تل لپاره دا کار نه شو کولاى؛ځکه دا په اصطلاح سختۍ او ستونزې زموږ سمونې ته ډېر اړينې برېښي . خداى غواړي پېښې را پېښې شى او له دې لارې خپل مانيز او اخلاقي عضلات غښتلي کړو .

هغه چې د خداى په پناه کې دى، تل يې په حضور کې ژوند کوي . داسې انسان هېکله يوازې نه وي . تل ورسره يو بل کس تر څنګ وي،چې لارښوونه او ملاتړ يې کوي . داسې انسانان د “هغه” شتون احساسوي او تل د امنيت احساس لري .

   داسلام د پېغمبر؛ حضرت محمد (ص) د ژوند د يوې برخې کيسه راياده شوه.

چې خبر ورته راورسېد،چې ژوند يې په خطر کې دى او يوې ډلې يې د وژلو هوډ کړى دى؛نو حضرت محمد له خپل يو لاروي سره،چې ابوبکر نومېده،يوې بلې سيمې ته روان شو. هغوى چې په پېغمبر پسې راخستې وه ، ډېر وو او سپاره او پياده په پېغمبر پسې شوي وو . ابوبکر يې له لرې ګوري او وارخطا کېږي،وايې : دښمن راورسېد او اوس به مو ووژني؛خو پېغمبر غلى دى،چوپ دى او هېڅ نه وايې . هغه په زړه کې ډاډ لري،چې خداى ورسره دى او هېڅ دښمن ورته هېڅ تاوان نشي رسولاى . هلته يو غار و او دواړه ورننووتل . دښمنانو ورپسې د غار په خولې پورې راغلل،چې وګوري ايا محمد او لاروى يې هلته دى که نه . ابوبکر له وېرې رپېږي او پېغمبر ته وايي : اوس به څه کړو؟ موږ يوازې دوه تنه يو حال داچې هغوى بې شمېره دي . پېغمبر ورته وويل : موږ يوازې نه يو؛بلکې “الله” هم راسره دى او چې “هغه” راسره وي؛نو وېره په کار نه ده . دا مهال يوه معجزه وشوه او يوې غڼې د غار په خوله کې ځاله جوړه کړه او د غار خوله يې پر بڼلو تارونو وپوښله . دښمن، چې راغى او د غار په خوله يې د غڼې ځاله وليده؛نو ګومان يې وکړ،چې پېغمبر(ص) نشي کولاى دې غار ته ورننووتى وي؛ځکه د غڼې ځاله روغه ده اوکه ځوک ورننووتى واى؛نو د غڼې بڼل شوې ځاله به له منځه تللې واى؛نوښه به وي،چې دلته خپل وخت تېر نه کړو او ورپسې ولاړ شو. همدا وو، چې پېغمبر يې له لاسه خلاصى وموند. هغوى چې خداى ته پناه وروړې ده،هېڅ څوک اوڅيز نشي کولاى تاوان ورورسوي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست