تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پر نورو ملنډې وهل   ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پر نورو ملنډې وهل

 

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ(حجرات/۱۱)= مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي [هغوى] تردې غوره وي او  ښځې دې [پرنورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تردې غوره وي او (تاسې) پخپلو كې د يو بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نومونو مه يادوئ، تر ايمان راوړو وروسته (پر چا) د فاسق نوم (ايښوول) بد چار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛نو همدوى ظالمان دي . ))

ټکي :

 *د ((تمز)) څرګندنه – اصطلاح مخامخ بد رد ويلو او ((هتز)) پشي شا خبرو او بد ويلو ته وايي . ( لسان العرب )

 او (( تنابز)) نورو ته پر بد نوم يا لقب غږ کولو ته وايي . (لسان العرب) .

*په تېر آيت کې د ورورولۍ مساله اوڅار- مطرح شوه او په دې آيت کې هغه څه اوڅار شوي،چې ورورولي له منځه وړي او همداسې په تېر آيت کې د جګړې او روغې خبرې او په دې آيت کې  د فتنې ‏او شخړو لاملونو ته اشاره شوې ؛لکه ملنډې وهل او بدنوم اخستل .

هو! د اسلام د احکامو د پلي کولو يو برکت د ټولنيز چاپېريال رغونه او له ملنډو او له بد نوم اخستو مخنيوى دى .

پيغامونه  :

١_  پرخداى ايمان د خداى پر بندګانوله ملنډو وهلو سره اړخ نه لګوي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ)

٢_  څوک چې نور د خلکو له سپکاوۍ منع کوي؛نو د منع کولو چار دود یې باید ‏د سپکاوۍ له مخې نه وي ‏. (لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ) او يې نه ويل : (لاتسخروا) ،چې مانا یې دا ده : ‏‏تاسې ملنډې وهوونکي ياست .

٣—ملنډې وهل د فتنې ،کينې او دښمنۍ کونجي ده .( لَا يَسْخَرْ قَومٌ …)(له ورورولۍ،سولې او روغې تر ويلو وروسته له ملنډو منع شوې ده )

٤_  که يوه مساله مهمه وي يا د مبلغ مخاطبان بېلابېلې ډلې وي؛ نو پوهېدو ته یې باید مطلبونه بېل بېل بیان شي ‏. (قَومٌ مِّن قَوْمٍ…. وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء)

٥_  د خلکو د روزنې او ودې لپاره بايد د فساد جرړې راونړول شي (عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا) ( پر نورو د ملنډو وهلو جرړه په ځان غوره ګڼلو کې ده،چې قرآن دا جړه رانړولې او وايې : ځان له نورو غوره مه ګڼئ ، کېداى شي تر تاسې غوره وي )

٦_  موږ د خلکو له باطنه خبرنه يو؛نو ځکه ورمند- قضاوت مو بايد پر ظاهره کتو ولاړ نه وي. (عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا…)

٧_   ټول خلک له يوې خټې دي،پر نورو ملنډې وهل پرځان ملنډې وهل دي. (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ)

٨_  د نوروعيب ويل به يې دغچ په فکر کې کړي؛نوهغوى به هم ستا عيب ووايي ؛نو د نورو عيب ويل د خپل عيب راسپړل دي.  (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ )

٩_  ملنډه  يو اړخيزه نه پاتې کېږي،ډېرژر دوه اړخيزېږي . (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ) (دواړو اړخونو ته راغلى دى)

١٠_  د ملنډې وهلو او بد نوم اخستو لپاره توبه ايستل په کار دي . وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)؛البته توبه يوازې په خوله نه؛بلکې بايد د هغه درناوى وکړئ، چې سپکاوى يې مو کړى دى او د هغو ‏توبه ځان سمونه ده، چې فساد يې کړى وي (تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَبَيَّنُواْ) ( بقره/ ١٦٠)

١١_  ملنډې وهل د نورو پرحريم او چاپېريال تېرى دى ؛نو که ملنډې وهونکى توبه ونه کړي؛نو ظالم دى .( فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)

*ملنډې وهل خوخلکو ته يوازې يوه ګناه ښکاري ؛خو په حقيقت کې څو ګناهګانې دي ؛لکه : په ملنډو وهلو کې د بل  سپکاوى، د نورو د عيب رابرسېرول، درز اوچول، غيبت ، کینې، فتنې راپارونې او د غچ اخستو ګناوې پکې وي.

د ملنډو جرړې په څه کې دي ؟

١_ کله ملنډې له شتمنۍ راولاړېږي،چې په دې باب قرآن وايي:

 ((وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ. الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ( همزه/ ۱،۲)= افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكي (پېغور ورکوونکي)! هماغه چې ډېره شتمني يې راغونډه كړې او شمېرلې ده (بې له دې چې د روا او ناروا حساب يې كړى وي).

٢_  کله يې جرړه  پوهه ‏او علمي رتبې دي :

 ((فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون(غافر/۸۳) = نو پخپله پوهه يې وياړل (او بې له هغه يې نور) هېڅ ګڼل)؛خو په هماغه څه (عذاب) كې راګېر شول،چې دوى ورپورې ټوكې كولې . ))

٣_  کله يې جرړه په جسمي  واک ‏کې وي . کفارو به ويل : څوک دي،چې واک ‏ به يې تر موږ زيات وي . (مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً)( فصلت /١٥)

٤_  کله پر نور د ملنډو وهلو جرړه ټولنيز موقعيت دى . کفارو به پر هغو  بېوزليو ملنډې وهلې،چې د انبياوو لارويان ول او ويل يې : (( وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلاَّ الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا) ) (هود/۲۷)

٥_  کله تفريح او ساتيري د ملنډو وهلو جرړه شي .

٦_  مال او مقام ته تمه درلودل،پر بل انسان نيوکه د ملنډې پر بڼه اړوي ؛ د ساري په ډول : ‏ځينو به پر پېغمبراکرم د زکات لپاره ملنډې وهلې .

 قرآن وايي : (( وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ(توبه/۵۸) =[ او له دوى ځينې د صدقاتو ( او د غنيمتونو) په وېش كې پر تا نيوكې كوي،كه دوى ته له دې (غنېمتونو څه برخه) وركړه شي؛ نو خوښېږي او كه ور نه كړاى شي،غوسه كېږي (حق يې وي که نه وي ) ))

٧_  د ملنډو يوه جرړه ناپوهي ده . همدا چې موسى علیه السلام د غوا د حلالو حکم ورکړ (؛نو) بني اسرائيلو وويل : ايا پر موږ ملنډې وهې؟ موسى (علیه السلام) وويل : ((أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ (بقره/ ۶۷) = زه له دې خپل خداى ته پناه وړم، چې [هسې نه] له ناپوهانو وسم . ))

يعنې دملنډو جرړه په ناپوهۍ کې ده او زه ناپوهه نه يم .

بې واکه سپکاوى

 *امام صادق خپل يو يار وپوښت : څرنګه د خپل مال زکات ورکوې؟ ويې ويل : ماته چې بېوزله راځي او زه زکات ورکوم .

امام : پوه شه ، چې په دې کار دې د هغوى سپکاوى وکړ، کله هم بيا داسې و نه کړې؛ځکه خداى وايي : څوک چې مې دوست سپک کړي؛نو ما ته د جګړې لپاره په کمين کې ناست دى . (مستدرک ۹/ ١٠٥‏)

د ملنډو درجې

 *پر هغوى چې ملنډې وهل کېږي،چې څومره سپېڅلي وي ؛ نو هومره پرې ملنډې وهل خطرناک وي .

 قرآن وايي : (( أَبِاللّهِ وَاياتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ ( توبه/۶۵) = [ووايه”ايا له خداى او د هغه له آيتونو او پېغمبر سره مو ټوكې كولې ؟!” ))

*پېغمبراکرم(ص) د مکې د سوبې پر ورځ ټول وبښل؛ خو ملنډې وهونکي يې و نه بښل .

*په حديث کې راغلي : د خداى د مؤمن بنده سپکاوى له خداى سره د جګړې اعلان دى . ( وسايل الشيعه ۱۲/ ٢٧٠)

د ملنډو وهلو پايلې

 آيتونه او روايتونه وايي،چې د ملنډې وهوونکيو پاى اوعاقبت ډېر خراب دى .

 الف : د مطففين په سورت کې راغلي : هغوى چې په مؤمنانو پورې خاندي او سپکاوى يې کوي؛نو د قيامت پر ورځ به يې جنتيان سپکاوى وکړي او ورپورې به خاندي .

((فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ)(مطففین/۳۴) = نو نن مؤمنان په كفارو پورې خاندي .))

ب :  کله پرملنډې وهوونکيو په همدې دنيا کې ملنډې وهل کېږي .

((إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ)(هود/۳۴)

ج :  د قيامت ورځ د ملنډې وهوونکيو لپاره د حسرت ستره ورځ ده.

((يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون) ( یس/۳۰) =او پر(دې) بندګانو افسوس،چې (لارښوونې ته) يې هر استازى راغلى(؛نو) ټوکې او ملنډې يې ورپورې پرې کړي دي . ))

د: په حديث کې راغلي : له ملنډه وهونکي څخه به په ډېره سخته او سخته بڼه ساه اوځي .(( ماتَ بِشَرّ مَيتَة)) ( بحار۷۲/ ١٤٥)

هه : امام صادق : هغوى چې پر مؤمنانو ملنډې وهي او يا یې په خبروکې رادانګي،په حقيقت کې پرخداى يې ملنډې وهلي دي. (وسايل ۱۲/٢٧٠)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!