بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پر نېكيو په امر كې پټې خبرې کول په قرآن كې راغلي: لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/۱۱۴) = (( او په ډېرو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
پر نېكيو په امر كې پټې خبرې کول
په قرآن كې راغلي:
لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/۱۱۴) = (( او په ډېرو غوږ په غوږ کېدو (او مشورو) كې یې څه خير او ګټه نشته؛ خو كه څوك (له دې لارې) له نورو سره د مرستې سپارښتنه وكړي يا د نېك كار او د خلكو پر خپلمنځي روغې لګیا وي (؛نو دا ښه خبر ه ده) او څوك چې د الله خوشحالولو ته داسې وكړي؛ نو ژر به ستر اجر وركړو.))
له دې آيته جوتېږي چې غوره ده، چې له نشتمنو سره مرسته، پر نېكو سپارښتنه او د خلكو په منځ كې پْخلاينه په پټه وي. دا خو په بشپړه توګه څرګنده ده،چې په پټو كارونو كې د خلكو ابرو خوندي پاتې كېږي.
په يو حديث كې راغلي:((كه يو نشتمن درنه څه وغوښتل او تا ورسره مرسته وكړه؛نو ستاسې مرسته به د هغه د توى شوى ابرو ځواب وي؛نوغوره ده چې تر غوښتنې مخكې ورسره مرسته وشي.))
امام صادق (رح) كعبې ته وليدل او و يې ويل: ((كعبې! ته ډېره غوره يې؛خو د مومن ابرو تر تا هم غوره ده. ))
امامانو به د شپې په پټه خپل مخونه پټول او له نشتمنو سره به يې مرسته كوله،چې د خلكو د ګېډو د مړه ولو په څنګ كې يې ابرو هم خوندي وساتل شي. پر نېكيو امر هم بايد دا شان په پټه وشي. كورني سلاکاران،چې د خلكو رازونه ورسره وي،بايد رازوال اوسي . په دې هكله ډېر آيتونه او روايتونه راغلي دي.
ډله ييز خوځښت:
كله ناكله اوږد ليك چمتو شي او ډېر خلك پرې لاسليك وكړي. ځينې لاريونونه پر نېكيو امر او له بديو منع ده. قرآن د حج په هكله وايي: خلك دې حج ته ولاړ شي،چې ګټه وكړي. د ګټې ویی خورا پراخه معنا لري.په حج كې سادګي،يو رنګي ، سپېڅلتيا،يووالى،پرله پسې له ميقات څخه مكې ته او له مكې څخه عرفات ته او له عرفات څخه مشعرالحرام ته او له مشعرالحرام څخه منى ته او له منى څخه مكې ته په ګډه تګ دى او د هر پړاو ګټې ډېر په غوره توګه تر سترګو كېږي .
په حكومت كې كار كول:
د عباسيانو د واكمنو له ظلمه د مخنيوي په موخه امام كاظم (رح)، محمد بن اسماعيل اوعلي بن يقطين ته حكم كړى و،چې په حكومت كې وظيفه واخلي او تر کېدوني بریده د پېغمبراكرم (ص) د اهل بيتو ملاتړ وكړي او له تيري يې خوندي وساتي. دا كسان پر نېكيو د امر او له بديو د منع پلويان وو. امام كاظم (رح) ددوى په هكله وايي: ((تاسې پر ځمكه د خداى ستوري ياست. ))امام كاظم (رح) وايي: (( د علي بن يقطين نېكمرغي داده چې په حج كې ورته دعا كوم او د جنت ضمانت يې كوم او د دوزخ اور به يې و نه سوځوي .))
قرآن د فرعون د ښځې په هكله وايي:(( چې هغې له سترې بدۍ [د حضرت موسى له وژنې] مخنيوى وكړ))؛خو دې مؤمنې ښځې هېڅ وخت فرعون له خپل اند څخه خبر نه کړ او تقيه يې كوله. حضرت ابوطالب د پېغمبر اكرم(ص) تره و او د پېغمبر له سترو ملاتړ كونكيو ځنې و. هغه د پېغمبراكرم په ستاينه كې ډېر شعرونه ويلي او د مكې د كفارو پر وړاندې يې د بې پلوۍ په پلمه د پېغمبراكرم ملاتړ كاوه. د يو داسې نفوذي عامل شتون اړين بريښي، چې اسلامي امت له ګواښونو او بديو وژغوري، چې دې كار ته “تقيه” وايي .
د سپېڅلي موخو د پلي كېدو په نيت د نېکچارو خوندي ساتنه،د ځواكونو له بېځايه تلو مخنيوى، نرموالى ښوول،د مينې رامنځ ته كول، له دښمنه سم معلومات لاس ته راوړل، د جرړو پېژندل، مناسب ځاى، وخت او ياران پيدا كول، كار ته شا كول نه؛ بلكې د كار بڼې ته بدلون وركول، د ګروهې بدلول نه؛بلكې د لارې پيدا كولو ته “تقيه” وايي .
شمېرانه:
پر نېكيو د امر او له بديو د منع لپاره به مؤمنينو له ځانګړو دودونو او لارو چارو کار اخېسته. په قرآن كې دا شان بېلګې ډېرې تر سترګو كېږي،چې څو مثالونه يې دادي:
وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُم بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُم بِرِزْقٍ مِّنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا (کهف/۱۹) = او په دغسې (هېښنده) توګه مو (له خوبه) راپاڅول،چې يو بل وپوښتي،يو يې وويل:((څومره ويده وئ؟)) نورو ځواب وركړ: ((يوه ورځ يا څه كم .)) (او داچې د خپل خوب په موده سم پوه نه شول؛ نو) بيا يې وويل : ((پالونكى مو ښه پوهېږي،چې څومره موده ويده وئ . اوس له خپلو يو تن له دغو سيكو سره ښار ته ولېږئ او و دې ګوري، چې تر ټولو ښه خواړه چېرې موندل كېږي، چې يو څه د خوراك لپاره راوړي؛ خو بايد ځيركي وكړي،چې څوك درباندې خبر نه کړي.))
نو ځكه كله ناكله د حق په لار كې انسان بايد په پټه خپل كارونه مخې ته يوسي، چې خپل حركت او موخه ترسره كړي او د مخالفينو له ګواښه لرې وي.
پاليانو فرعون ته خبر وركړ چې ډېر ژر به يو هلك وزېږېږي او چې غټ شي نو ټغر به دې درټول كړي. فرعون حكم وكړ: کومې ښځې چې هلك وزېږاوه؛نو و يې وژنئ.حضرت موسى چې وزېږېد؛نو مور يې د فرعون له سرتېرو وېرېده،خداى د حضرت موسى مور ته الهام وكړ،چې خپل ماشوم ته شيدې وركړي او په صندوق كې دې يې كېږدي،چې معلوم شي،چې ددې ماشوم برخليك به څه وي؟
دا شان حركتونه په ظاهره طبيعي ښكاري؛خو په واقع کې سترې موخې ته د رسيدو لپاره كېږي.
ټولنيز دود:
يو والى پر نېكيو د امر د توفيق شرط:
وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنتُمْ تُتْلَى عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللّهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ وَمَن يَعْتَصِم بِاللّهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ (آل عمران/۱۰۱) = (( او څنګه شونې ده، چې كافران شئ، سره له دې، چې (د وحې په لمن كې پراته ياست او) د خداى آيتونه درلوستل كېږي او د خداى استازى په تاسې كې دى؟! (نو ځکه پر خداى منګولې ولگوئ) او څوك چې د الله (پر دين) منګولې ولګوي؛ نو په يقين، د سمې لارې لارښوونه ورته شوې ده.))
د آل عمران د سورت (101 )آيت،چې پر نېكيو د امر په هكله دى،شهيد مطهري پكې يو ټكي ته اشاره كړى او هغه دا،چې پر نېكيو د امر آيت د دوو آيتونو په منځ كې راغلى،چې دواړه د مسلمانانو د يووالي په هكله دي؛ لکه چې وايي :
((که خبره په يوه خوله وي؛نو ډېرڅه به لاس ته راوړئ؛يعنې كه تاسې خپاره واره وئ؛نو پر نېكيو امر به مو اغېز و نه لري؛څو بېلګې يې دا دي :
تفرقه ستر الهي عذاب دى. په قرآن كې درې ډوله عذاب راغلى دى:
١_هغه عذاب چې له اسمانه رانازلېږي. (عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ)
.٢_ ځمکنى عذاب(أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ)
.۳_ د بې اتفاقۍ عذاب [أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا ْ]
نن ددې عذاب تر ټولو ستر منكر نړيوال استكبار دى. ايا مسلمانان د بې اتفاقۍ له لارې كولاى شي،چې له استكبار سره لاس په ګرېوان شي؟كه د لاس ګوتې راټولې نشي؛نو سوك ترې نه جوړېږي؛ايا بې له سوكه ددښمن ماغزه شيندل كېداى شي؟
ايا كه په بند كې د باران څاڅكي راټول نشي؛نو برېښنا به پيدا شي؟ ايا موږ چې كومې ستونزې لرو؛نو جرړه يې په بې اتفاقۍ كې نه ده؟
ايا د بېځايه شك،پلټنې،غيبت،سپكاوي او د اړيكو د غوڅلو او ګوښه كېدو دليل دا نه دى،چې دا هر څه د انسانانو ترمنځ مينه او اړيكې له منځه وړي او یو له بله يې بېلوي؟
سلام اچول،ډالۍ وركول،تګ راتګ،د ناروغ پوښتنه د جنازې په لمانځه كې ګډون، پور وركول پر عيبو پردې اچول،د يو بل لاسنيوى،د جمعې او اختر په لمونځونو كې ګډون، بښنه، پاكوالي ته پاملرنه، غوره او نېك چلن، په خبرو كې د ښو كلماتو كارول، د نورو بلنه منل،د سرغړاندي د بښنې منل،د ملګري ليدو ته تلل، د مظلومانو ملاتړ، نشتمنو ته زكات وركول او نور داسې په سل ګونو سپارښتنې چې د مينې او يووالي د جرړې د ټينګيدو او پياوړي کېدو لپاره دي.
په هرحال موږ د هر خېر كار په كولو كې او د هر ډول بد كار په مخنيوي كې يووالي ته اړتيا لرو.كه د كوڅې څو زلمي سره يو موټى وي؛نو د كوڅې د فاسدو خلكو په مخ كې درېدلاى شي،كه ټول يوه خوله شو؛نو د سترځواکو پر وړاندې هم درېدلاى شو.
يوازېنۍ رسۍ چې ټول انسانان پرې راټولېدلاى شي؛پر خداى ايمان او د الهي مشرانو او قوانينو منل دي؛ځكه انسان بايد د يووالي لپاره له ډېرو وګړیزو غوښتنو تېر شي.انسان هله تل له وګړیزوخوښو تېرېدلاى شي، چې خداى ورته حكم وكړي.خدايي قوانين او رالېږل شوي مشران يې له ځانګړې سپېڅلتيا برخمن دي او دا ارزښت لري، چې پر وړاندې يې له خپلو وګړیزو غوښتنو تېر شو. پردې سربېره يوازې خداى دى،چې په دنيا او اخرت كې به يې انسان ته اجر وركړي؛خو توکمیز،ملې،قومي او سيمه ييز يووالى د انسان په خټه كې نه دى اخږل شوى؛نو ځكه انسان ترې په لږو تبليغاتو لاس اخلي.
د سمې لارې ښوونه:
سرغړونکى چې بې له كومې ځانګړې موخې پر كږه لار روان وي؛نو په غېر مستقيمه توګه دې سمې لارې ته راوبلل شي.
خاطره:
سپین ږیري اودس كاوه؛خو سم يې نه كاوه. امام حسن او امام حسين دواړه واړه وو او ددې سړي ناسم اودس ته يې پام شو؛نو د لارښوونې لپاره يې ورته وويل:(( پلاره!موږ دواړه اودس كوو؛ته يې وګوره چې په موږ كې كوم يو سم اودس كوي؟)) د امامانو د اودس له ليدو روسته سپین ږیري وويل: ستاسې د دواړو اودس سم دى زما اودس سم نه دى.
ددې دواړو ماشومانو دود،له ښوونې او هنره ډكه وه او همداراز نېغ په نېغ نه وه او د سړي ابرو هم پكې خوندي پاتې شوه او پر نېكيو د امر غوره دود هم دی.
وخت ته پاملرنه:
کله پر نېكيو امر او له بديو منع په يو وخت كې بې اغېزې وي؛خو په بل وخت كې اغېزمنه وي. بايد وخت ته په پاملرنې خپل كار مخې ته بوځو .په روايتونو كې راغلي:((سفر ته د تګ پر مهال خپلې ښځې ته د تقوى سپارښتنه وكړئ؛ځكه د بېلتون په وخت كې،مينه ډېرېږي او د منلو حس هم زياتېږي. )) ((د غوسې په حالت كې د چا درناوى مه كوئ؛ځکه په افراطي حالت کې ياست.))
په فاتحو او ختمونو كې د قرآن د لوستو دليل پردې سربېره، چې د مړي اروا ته ارزښت دى؛په ناسته كې د ناستو كسانو ارواګانې هم ورم – نصيحت اورېدو ته چمتو كوي. د قلم په سورت كې د څو ورونو قيصه راغلى، چې:(( له پلاره د پاتې شوي بڼ وارثان شول؛د خپل پلار د چلن پر خلاف،چې د نشتمنو برخه يې پكې كوله،دوى تصميم ونيو چې نشتمنو ته پكې څه ور نه کړي.په دې پنځو وروڼو كې يو یې ددې هوډ مخالف و؛خو څلور نور ورته يوه خوله وو،په دې نيت د شپې وختي وېده شول، چې ګهيځ وخته به له نشتمنو پټ بڼ ته ورشو او ټولې مېوې به يې بل ځاى ته يوسو،چې راغلل؛نو بڼ يې خداى په ايرو اړولاى و. يو ورور يې رامخكې شو او ويې ويل : ايا درته مې نه وو ويلي: كه نشتمني مو له ماله بې برخې كړل؛نو پخپله به بې برخې شئ.)) په دې قيصه كې ډېر په زړه پورې ټكي شته چې څو يې دادي :
كه څه هم د ګناه نيت اخروي عذاب نه لري؛خو دنيوي اغېزې لري. بله دا كه پر نېكيو ستاسې امر او له بديو منع په يو وخت كې اغېز ونه کړ؛نو ځان بل وخت ته چمتو كړئ؛خو له امر او منع لاس مه اخلئ .كه ښوونكي زده كوونكي ته ښه نمرې وركړي او پر نېكيو امر او له بديو منع هم ورته وكړي؛نو ډېر اغېز به ولري. څوك چې چاته ډالۍ ورلېږي؛نو په زړه كې به ورته ډېر نږدې وي؛نو خبره به يې هم اغېز ولري. قرآن او روايتونو وخت ته ځانګړې پاملرنه کړى ده. د ساري په توګه : ګهيځ وختي پر استغفار ويلو سپارښتنه شوې ده:
وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ
ژباړه: او د شپې په روستۍ برخه کې يې (له خدايه) بښنه غوښته[1]
تر فرض لمانځه روسته،د جمعې د لمانځه تر خطبې روسته،د جمعې په شپه، د جمعې د ورځې په لمر پرېوتو كې،د روژې په مياشت كې،د عرفات په دښته كې او د باران د ورېدو په حال كې د دعا كولو لپاره ځانګړي روايتونو راغلي دي.[2] حضرت يوسف (ع) په زندان كې پوه شو،چې ورسره ټول بنديان مشركان دي؛نو په پېل كې يې ورته څه ونه وويل؛خو چې ځينو پکې خوب وليد؛نو د تعبير لپاره حضرت يوسف (ع) ته راغلل. حضرت يوسف (ع) له بديو د منع لپاره دا وخت مناسب وليد او ویې پوښتل: ايا پر څو بادارانو او خدايانو ايمان غوره دى او كه پر يو قهار خداى.
د حضرت يوسف دې يوې پوښتنې هغوى تر ټولو سترې بدۍ؛ يعنې له شركه منع كړل. حضرت يوسف (ع) تقوى ته د بلنې لپاره بل شان عمل كوي.تر كلونو روسته ورونو يې چې حضرت يوسف (ع) وپېژانده؛نو ویې پوښتل: ايا ته يوسف يې؟ و يې ويل:هو! يوسف يم او دا مې ورور دى او خداى پر موږ پېرزوېنې وكړې او له كلونو ترخو پېښو او تر مرييتوب روسته يې حكومت ته ورسولو او بيا يې ټول سره بېرته يو ځاى كړو.
په دې ځاى كې د عزت فلسفه داسې بيان شوې ده: څوك چې تقوى ولري؛نو خداى به يې اجر توى نه کړي:
قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (یوسف/۹۰) = روڼو وويل : ((ايا ته هماغه يوسف يې؟)) ويي ويل:(( (هو!) زه يوسف يم او دا زما رور دى، الله پر موږ احسان وكړ او څوك چې له تقوى او صبره كار واخلي (؛ نو په پاى كې بريالي كېږي؛) ځكه الله د نېكانو بدله نه لاهو كوي.))
فرعون له حضرت موسى سره د سيالۍ لپاره ټولو پښو جادوګرانو ته بلنه وركړه او دوى ته يې د انعامونو او مقام ژمنه هم وكړه. فرعون د نندارې د ورځې ټاكل د حضرت موسى پر غاړه واچول.حضرت موسى وويل: زموږ ژمنه به د ښكلا (اختر) ورځ وي،چې ټول خلك پكې وي:
قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَن يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى (طه/۵۹) = (موسى) وويل : (( زموږ او ستاسې د ژمنې وخت دې د ښكلا ورځ [= د اختر،جشن او د سيل ورځ] وي او خلك دې څاښت مهال راغونډ کړای شي.))
همداراز د نندارې ځاى بايد مناسب او پراخه وي، چې ټول خلك ورته وګوري:
فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِّثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَّا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلَا أَنتَ مَكَانًا سُوًى(طه/۵۸) = نو [پوه شه چې] موږ به هم همدغسې كوډې درته راوړو! نو (سیالۍ ته) همدا اوس په يوه سپين ډاګ وخت وټاکه، چې نه به موږ ترې اوړو او نه ته . ))
د اختر د ورځې په ټاكنه كې څو ټكي شته چې دادي:
په اختر كې خلكو نوې جامې او څپلۍ اغوستې وي؛يعنې د هغوى په اند او ګروهه كې يې بدلون راوسته. نندارې ته د اختر د ورځې غرمه وټاكل وشوه؛ځكه چې ډېرخلك به يې وويني او حضرت موسى به ډېرې برياوې لاس ته راوړي.
له لرې او د ليک له لارې:
قلم د خداى له نعمتونو ځنې دى او څه چې پرې ليكل كېږي، خداى پرې قسم خوري.روايت دى:((په ټولو اوازونو كې د خداى درې اوازونه خوښېږي:د پوهانو د قلم غږ. د پوځيانو د پښو غږ .د هغو څرخو غږونه،چې ښځې يې په كور كې كاروي.))؛خو په دې وخت كې ددې درې اوازونو پر ځاى ويلى شو،چې خداى تعالى د چاپخانې، توپخانې او د كارخانې غږونه خوښوي.
هو! خداى لمانځى امت بايد په علمي،پوځي،توليدي او وټیز اړخ كې تل د پرمختګ په حال كې وي. قلم تېر تاريخ له راتلونكي سره نښلوي. ويلاى شو،چې د ښیون – هدایت او عقل له نعمت روسته تر قلم بل كوم ارزښتناك نعمت نشته. قلم حكومتونه او اندونه بدلوي،فتنې راپيدا كوي او له منځه يې هم وړي. امام صادق به قلم د خپل غوږ شاته ايښووه. پېغمبراكرم(ص) به د خپلې زمانې پاچايانو ته ليکونه ليكل او اسلام ته به يې رابلل.
د نهج البلاغې يوه برخه د حضرت علي ليكل شوي ليکونه دي.امامانو به هم ليکونه ليكل،د علم او تاريخ په نړۍ كې او د تجربې،تخصص او نوښت په لېږلو كې د قلم ونډه ټولو ته څرګنده ده او پر نېكيو امر او له بديو په منع كې هم بايد د قلم ونډه له سترګو و نه غورځول شي.پر واټونو د لګول شويو لوحو، پوسټرونو، شعارونو او عكسونو له لارې كولاى شو، ټولنه د حق لوري ته ورسيخه كړو.كه پر توكيو د وحشي ځناورو انځورنه او يا هم نامفهومه څېرې ولګول شي؛ نو ټولنه به پوچوالي ته مخه كړي. په دې ځاى كې ټولو ته د ليكوالانو،ورځپاڼو او مجلو رسالت څرګند دى،چې كولاى شي د خلكو په اندونو او ذهنونو كې بدلون راولي .
په ځينو حديثونو كې د علماوو قلم د شهيدانو له وينې سره په يو تول کې او ان غوره هم ګڼل شوى دى.
چوپتيا:
په ځينو ځايونو كې له بديو منع بايد د ليدلو او معنا لرونكي چوپتيا له مخى وشي. حضرت علي وايي:((چوپتيا تر خبرو غوره ده.[3]))
د يو سړي پر چا پور و،تل به يې ورته ويل: پور مې راكړه ؛خو هغه به تل پلمې كولې. اخر پورغوښتونكى په غوسه شو او حضرت علي ته يې دا كيسه وکړه . حضرت علي ورته وويل:(( ولاړ شه او ډېر وخت ورته چوپ كېنه چې دا به ډېره اغېزمنه وي.[4] ))
روايت دى:(( پرېښتوغوښتل چې پر يوه سيمه عذاب راوړي؛ يو نمنځچار – عابد يې د ژړ او دعا په حال كې وليد. خداى ته يې وويل:(( هغه ستا په دربار كې ژړا او دعا ګانې كوي،بيا هم پرې عذاب نازل كړو؟)) خطاب وشو: ټول په عذاب كړئ ! په دې ټولو خلكو كې ان يو كس هم داسې نشته،چې زما د خوښې لپاره يې د ګناهونو پر وړاندې خپل تندې تريو كړى واى.[5]))
يوه ور ځ “اسحاق بن مهار” امام صادق (رح) ته راغى؛خو امام صادق ورته تندى تريو كړ. وپوښتل شو: ولې مو ورسره په تريو تندي چلن وكړ؟ ويې ويل:(( هغه د خپل وره مخې ته خنډ ايښى چې نشتمن يې په اسانۍ ونه ويني.[6]))
عارضي روغه – متاركه:
منافقينو په مدينه كې جومات جوړ كړ او پېغمبراكرم(ص) ته يې ددې جومات د پرانېستلو بلنه وركړه؛ آيت نازل شو:
إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ (توبه/۱۸) =(( د الله جوماتونه يوازې هغوى ابادوي، چې پر الله او د قيامت پر ورځ یې ايمان راوړی، نمونځ يې كړى، زكات يې وركړى او بې له الله له بل چا نه ډارېږي؛ نو هيله ده، چې همدوى به له لار موندوونکيوځنې وي .))
البته چې خلک مو د فساد له مركزونو منع كړل[ كه څه هم دا مركز سپيڅلي نومونه ولري]؛نو د سمو ځايونو لارښوونه ورته وكړئ. قرآن د منافقينو “ضرار مسجد” وران كړ؛خو خلك يې د”قبا”په جومات كې لمانځه ته وهڅول:
لاَ تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ (توبه/۱۰۸) = (( هېڅكله پكې (پر عبادت) مه درېږه! (خو) كوم جومات، چې له لومړۍ ورځې د پرهېزګارۍ پر بنسټ جوړ شوى، ددې وړ دى، چې (د عبادت لپاره) پكې ودرېږې، په هغه (جومات) كې داسې میړني دي، چې پاکېدو ته څوبتیا لري او الله پاكان خوښوي.))
نيوکه:
له بديو منع دې كله ناكله د نيوکې له لارې ترسره شي. قرآن وايي:
وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (انعام/۶۸) =(( او چې كله داسې کسان وينې، چې زما په آيتونو کې خوشې لګیا وي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې پر بلې خبرې بوخت شي او كه شيطان دا (مخ اړونه) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!))
هو! غوسه او بې پروائي هم اغېزمن وي. قرآن څو څو ځل پېغمبراكرم(ص) ته ويلي:
أُولَئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا (نساء/۶۳) = دوى هغه کسان دي، چې الله پوهېږي، په زړونو كې يې څه دي، (له سزا) يې تېر شه، په داسې خبرو نصيحت ورته وكړه، چې اغېز پرې وكړي او د خپلو كړنو پايلې يې تر غوږونو ورتېرې كړه.
خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ (اعراف/۹۹) = ( په هرحال) عفوه او تېرېدنه خپله کړه، پر نېکيو امر کوه او له ناپوهانو مخ واړه (او ورسره مه نښله) .
وَهُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ نَبَاتَ كُلِّ شَيْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُّخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُّتَرَاكِبًا وَمِنَ النَّخْلِ مِن طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ وَجَنَّاتٍ مِّنْ أَعْنَابٍ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ انظُرُواْ إِلِى ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَيَنْعِهِ إِنَّ فِي ذَلِكُمْ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (انعام/۹۹) = ((او هغه دى، چې له اسمانه يې اوبه راورولي، چې په دې مو هر ډول بوټي راوټوكول، بيا له بوټو شنه ډكي او فصلونه راباسو او له دې (د وږي په څېر) يو پر بل سپرې دانې راباسو او د كجورو له څانګو د مېوو ډك وږي، چې (له ډېر بار نيولو) ښكته زانګي او (همداراز) مو د کورو، ښونانو او انارو باغونه پيدا كړل، چې (كله) يو بل ته ورته او كله نا ورته دي، چې کله هره ونه مېوه نيسي؛ نو مېوې او د پخېدو څرنګوالي ته يې ځير شئ، بېشكه په دې كې هغو ته (د الله د برمیالۍ) نښې دي، چې ايمان راوړي.))
((د اولاد په روزنه كې هم په ځينو پړاونو كې غوسه او د مور و پلار لنډه مخ اړونه اړينه ده؛خو وهل يې منع شوي دي.[7]))
كومه ښځه چې د خپل سړي خبرې ته غوږ نه ږدي؛ نو قرآن يې په هكله وايي:
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا (نساء/۳۴) = نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنۍ لامل يې) دي؛ ځكه الله (د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او (هم) په دې پار چې (د ښځو په باب) له خپلو مالونو لګښت كوي؛نو نېكې ښځې حكم منونكى دي او (د خپل مېړه ) په غياب كې یې د خوالو او حقوقو ساتونكي دي؛ځكه الله پرې د مړونو حقوق ايښي دي او چې د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته ډارېږئ؛نو نصيحت ورته وكړئ (او كه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ او (كه د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره بې له سختۍ پر بله لار نه اړ ايستل كېږي؛نو په ورو او د تاديب په نيت يې) ووهئ او كه غاړه يې كېښووله؛ نو د تېري لپاره ورته پلمې مه جوړوئ ( پوه شئ) چې الله د لوړ مقام (څښتن) او ستر دى ( او پر ټولو ځواكونو لاسبرى دى).
په روايتونو کې راغلي: ((هر سرغړاندى چې له بديو منع ته غاړه کېنږدى؛نو بايد ځان ترې لرې كړو.[8])) ((په كومه ناسته كې چې ګناه كېږي او مومن يې نشي منع كولاى؛نو پكې ناسته غوره نه ده.[9]))
دوستانه نيوکه :
نيوکه كله ناكله د ګناه او ګناه كوونكي پر وړاندي وي؛خو ځينې وخت نيوکه د ګناه پر بنسټ نه؛بلكې دوستانه وي؛لكه دوه كسان چې دواړه ښه كارونه كوي؛خو كړنلار يې سره توپير لري او ان تردې،چې يوازې پاتې كېدل ورته ستونزمن دي؛نو دلته كه یو له بله بېل شي؛نو باك نه لري.د ساري په توګه : طلاق اخېستنې ته اړین نه دي،چې ښځه او سړى دواړه دې ګناهكار وي،كله ناكله نورې خبرې يې د طلاق لاملېږي او كه طلاق وا نه خېستل شي؛نو ښځه او مېړه دواړه به د عمر تر پايه په اور كې سوځوي.
رټنه:
پېغمبر اكرم(ص)او امامانو به له بديو د منع په موخه ګناهګاران رټل . د “سمره” په نوم يو تن د پېغمبراكرم د يو صحابې په بڼ كې د كجورې ونه درلودله.هغه به هر وخت د ونې د ليدلو په پلمه بڼ ته ورننوته. يوه ورځ ورته د بڼ خاوند وويل: په دې ټول بڼ كې ستا يوازې يوه ونه ده او نور ټول بڼ زما دى او زما کوړمه – ښځه او بچي پكې اوسي؛ته هر وخت دلته مه راځه. هغه پرې غوږ و نه ږراوه.د بڼ خاوند پېغمبراكرم ته ګیله وكړه. پېغمبراكرم هغه راوغوښت او ورته و يې ويل: (( خپله ونه دې پرې خرڅه كړه! )) سړي وويل: نه يې خرڅوم. پېغمبر اكرم وويل: (( په دوه ګرايه بيه يې خرڅ كړه. )) ويې ويل : نه يې خرڅوم. پېغمبراكرم وويل: (( له دې ونې تېر شه، په بل ځاى كې به درته ونه دركړم ))؛خو سړي و نه منله. پېغمبر اكرم د بڼ خاوند ته وويل: (( دا ازاروونكى فاسق دى؛ ونه يې له بېخه راوباسه او په كوڅه كې يې واچوه؛ځكه په اسلام كې څوك د دومره زيان رسولو حق نه لري[10].)) ومو ليدل چې په دې پېښه كې پېغمبر اكرم له بديو د منع لپاره سړى وراټه.
د اوښتونیزو-انقلابي هڅو بېلګې:
حضرت علي په طواف كې وليدل، چې يو زلمى يوې ښځې ته په بد نظر ګوري، لومړى يې منع كړ؛خو غوږ يې پرې و نه ګراوه. روسته حضرت علي،زلمى په سخته سپېړه وواهه. زلمي حضرت عمر (رض) ته ګیله وكړه،حضرت عمر (رض) ورته وويل: ته د خداى سترګو ليدلاى يې او د خداى لاس په سپېړه وهلى يې. [11]
خلك پر اودس كولو بوخت وو،يو تن راننوت او نور يې ټېل وهل، چې ژر ژر اودس وكړئ .حضرت علي (ک) ته يې هم ټېله وركړه او نږدې وو،چې رالوېدلاى واى. حضرت علي چې او دس وكړ؛له هغه ځايه راووت او هغه يې درې دورې وواهه .
يو بد خويه، نشتمن ته پر مخ سپېړه وركړه. حضرت علي ته يې ګیله وكړه. حضرت علي بدخويه ته د سپېړې د وركولو حكم وكړ. نشتمن وويل:((ما وبښه)) خو حضرت علي پخپل لاس بدخويه ته سپېړه وركړه. بدخويه ترې وپوښتل: زه خو نشتمن وبښلم ؛نو تاسې ولې ووهلم؟حضرت علي وويل:(( ځكه چې په ټولنه كې ستا په شان بل څوك پېدا نشي. ))
يو سړي د خلكو په لار كې کېږدۍ وهلى وه او كجورې يې پكې خرڅولې. څو ځل ورته وويل شول: د خلكو لار دې بنده كړې، لږ غاړې ته كېنه؛خو ويې نه منله. حضرت علي حكم وكړ چې کېږدۍ يې وسوځوئ.
وټیز بنديز او ټولنيزه كلابندي
پېغمبراكرم(ص) حضرت ابن مسعود ته وويل:(( د مسعود زويه ! د ګناه كارانو پر وړاندې دا ټکي په پام كې ونيسه: په ښكاره ورسره مه كېنه؛ځكه پټه ناسته پاسته ګناه نه هڅوي؛خو په ښكاره تګ راتګ پر ګناهونو د تائيد د ټاپې لګول دي.په بازار كې له ګناه كوونېكيو سره راكړه وركړه مه كوه. د ګناه كارانو چوپړ مه كوه.[12]))
ځورول :
كه له بديو په منع كې ورم – نصيحت،يادونه او لرې والي اغېز ونه کړ؛نو د ځورونې له لارې يې هم کولاى شو. امام صادق (رح)ځينو يارانو ته وويل:(( تاسې چې ګناهګاران وينئ؛نو ولې يې نه غندئ؟ ولې يې له ځانه نه شړئ ؟ولې ورته زيان نه رسوئ ؟ چې له خپل كاره لاس واخلي. دا زما دنده ده،چې تاسې په دې بې پروايئ پوه كړم.[13] ))
له ځورولو زموږ موخه يوازې جسمي بڼه نه ده. كله نا كله مخ اړونې او بې پروايانې هم پكې راځي. “علي بن يقطين” د امام كاظم په حكم د عباسيانو په دولت كې ننوځي،د حج په وخت کې چې مدينې ته راغى او له امام څخه يې اجازه واخېسته؛خو اجازه يې ورنه کړه او خپه شو چې زه د عباسيانو په حكومت كې دامام په پلوۍ وزير يم؛هغه ولې راته د ليدلو اجازه نه راكوي؟ امام ورته وويل :((ابراهيم؛يو نشتمن شپون چې تا ته درغى؛خو تا ورته اجازه ورنه کړه. ستا دا کار ناسم و،زه به هم تاته اجازه درنه کړم،ستاحج نه منل کېږي.[14])) وزير پخپل کار پښېمانه شو،کوفې ته ستون شو او له ابراهيم څخه يې بښنه غوښته او پْخلا يې کړ او بېرته مدينې ته راستون شو او د ليدو اجازه يې واخيسته.
اوښتونیز – انقلابي چلن:
له ټولو آيتونو دا جوتېږي چې پر نېکيو امر او له بديو منع لومړى بايد د ښوونې،نېک چلن،پراخې سينې او د مينې له لارې وشي؛خو که نرموالي اغېز نه درلود؛نو د اوښتونیز چلن له لارې دې د فساد مخه ونيول شي. څو بېلګې يې دادي: ((کومو کسانو به چې “مارماهيان”خرڅول؛حضرت علي په دورو وهلو منع کړل.[15]))
(( يو تن به په جومات کې خلکو ته قيصې کولې؛ حضرت علي هغه په دورو له جوماته وويست.[16] ))
يو تن نيت درلود چې د خنځير غوښه وخوري،حضرت علي ورته وويل: ((که خوړلې دې واى؛نو حد به مې درباندې جاري کړى واى او که خوړلې دې نه وي؛نو د نيت له کبله به دې هم يوه دوره ووهم. ))
د حضرت ابراهيم (ع) په لاسونو د بوتانو ماتول،د حضرت موسى (ع) له لارې د سامري د سرو زرو د خوسي سوځول او د حضرت علي (ک) په لاس د مکې د بوتانو ماتول د اوښتونیز چلن بېلګې دي .
څو مسئلې:
که له بديو د منع لپاره د سرغړاندي د مال او ځان نيول اړين وي؛نو دا کار بايد وشي. د ساري په توګه: له بدخويه بايد چاقو په زور واخېستل شي يا بايد د شرابې له لاسه شراب په زوره واخېستل شي ان ځينې وخت اړین دي،چې له ځينو مهمو بديو د مخنيوي په موخه د هغوى کور ته ننوځوو او مالونه يې ونيسو [اوبه،برېښنا او ټيليفون يې پرې کوو] که له مهمو سرغړونو مخنيوى د سرغړاندي مال ته زيان رسوي او څه يې پکې له منځه ځي؛کوم باک نه لري.پاتې دې نشي، دا شان حرکتونه بايد يوازې په مهمو سرغړونو کې ترسره شي چې ورم – نصيحت پرې اغېزمن نه وي او نه ښايي پر نېکيو امر له پولې واوړي. د ساري په توګه: که د ګناهګار چاقو ماتول غواړئ؛نو بايد د کور لوښي يې مات نشي،په داسې ځايونو کې چې د زندان له لارې دګناه مخنيوى کېداى شي؛نو په زندان او هم په کور کې يې بنديانول اړین دي. که سرغړاندی يوازې پر وهلو له خپلې سرغړونې لاس اخلي؛نو د يو عالم پر اجازې سره دې دا کار وشي. د جرمونو په مخنيوي کې د اسلامي فقې قوانين ،حدود، قصاص او ديات اغېزمنې پايلې لري.
د نېک هڅونه او د سرغړاندي رټنه
حضرت علي (ک) وايي:((که نېکچاري ته مو بدله ورکړه؛ نو سرغړاندی به ورټل شي او پخپلو کړو به پښېمانه شي.))
د نېکانو په هڅونه کې دوه ګټې دي. لومړى دا چې پخپل کار کې به لاپسې جدي شي. دويم دا چې سرغړاندی به د ځان سمونې په اند شي.
د پوه،نوښتګر،هنروال،شاعر او ليکوال هڅونه کولاى شي عمومي اندونه د حق لوري ته سم کړي؛البته اړینه نه ده،چې هڅونه دې تل توکیزه – مادي بڼه ولري. د مزدور د لاس ښکلول او د مشرانو لمانځل د هڅونې ساد لارې دي. که د جمعې په لومړۍ ليکه کې غوره او با فضيلته کسان درېږي؛نو دا پخپله يوه هڅونه ده. په يو روايت کې راغلي: (( عالم ته کتل او يا يې په کور کې اوسېدل هم ثواب لري. )) او دا د علم د عملي هڅونې يو غوڅ سارى دى. پېغمبراکرم(ص) د احد د جګړې په پاې کې وويل: ((د کوم شهيد چې ډېر قرآن زده و؛نو لومړى به يې د جنازې نمونځ وکړم.)) همداراز پېغمبراکرم په جګړه کې بېرغ له يوه واخېست او بل ته يې ورکړ او ويې ويل:(( دا ځکه چې د دويم تن ډېر قرآن زده دى.))
په قرآن کې راغلي:((د منافق د جنازې نمونځ مه کوئ،قبرونو ته يې مه ځئ او ګواهي يې مه منئ.))
سرچینه : پر نېکیو امر او له بدیو منع
لیکوال : شیخ محسن قرآئتی
[1] الذاریات/۱۸
[2] بحار 8\231
[3] فهرست غرو\172
[4] وسايل 11\413
[5] بحار 97\ 86+ 88
[6] اصول كافى 3- باب امصافه حديث 14
[7] بحار 101\ 99
[8] بحار 100 \68
[9] وسايل 11 \503
[10] وسايل 11 \342
[11] الغدير
[12] الوسايل 12\313
[13] وسايل 1\415
[14] وسايل ١١\ ٣٣٢
[15] وسايل ١١\٥٠٨
[16] وسايل ١٨ \ ٥٧٨
-
ټیګونه: