تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېکيو د امر موخه پر نېکيو د امر موخه د ټولو ښو کارونو ترسره کول دي او له بديو د منع موخه ټولو بديوته شا کول دي؛البته دلته موخه رغیزه- سطحي او بې پايلې چلن نه دى.  قرآن وايي: وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېکيو د امر موخه

پر نېکيو د امر موخه د ټولو ښو کارونو ترسره کول دي او له بديو د منع موخه ټولو بديوته شا کول دي؛البته دلته موخه رغیزه- سطحي او بې پايلې چلن نه دى.

 قرآن وايي:

وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا (نساء/۱۴۰) = ((او په يقين خداى په کتاب كې (دا حكم) پر تاسې نازل كړى، چې كله واورئ،چې ځينې د الله له آيتونو انكار كوي او ملنډې پرې وهي؛نو ورسره مه كېنئ،تر هغه چې په بله خبره لګيا شي كه نه،تاسې به هم په څېر یې ياست، په رښتيا چې الله په دوزخ کې د ټولو منافقينو او کافرانو راټولوونکى دى.))

که له غونډې پر وتلو هم د خبرواترو مخه وا نه وښتله؛ نو بله بايد لار ورته ولټول شي؛ځکه د قرآن موخه يوازې د غونډې پرېښوول نه؛بلکې د خبرو اترو د مخې ګرځول بولي؛نو دې موخې ته د رسېدلو لپاره بايد له هرې ممکنې لارې ګټه واخستل شي.

 په ځينو روايتونو کې راغلي: (( ګناهګار وځوروئ،چې له سرغړونې لاس واخلي تردې چې ګناه پرېږدي.))[1]

که په دې هم کار ونشو؛نو له نورو لارو بايد ګټه پورته شي. د جنګ په آيتونو کې موخه د فتنې له منځه وړل دي:

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلّهِ فَإِنِ انتَهَواْ فَلاَ عُدْوَانَ إِلاَّ عَلَى الظَّالِمِينَ (بقره/۱۹۳) = ((او تر هغه ورسره وجنګېږئ، چې فتنه (او بوت نمانځنه او استبداد) پاتې نشي او دين، يوازې الهي دين وي؛ نو كه (له خپلې ناسمې لارې یې) لاس واخست (؛ نو تاسې ترې لاس پر سر شئ؛ ځكه) چې تېرى يوازې پر ظالمانو روا دى. ))

نو دې موخې ته د رسېدو لپاره مبارزه بايد ډول ډول بڼې ولري دا خو د موخې موضوع وه؛خو په دې لار کې د زيار و کوښښ په هکله بايد وويل شي چې : ځينې عبادتونه؛لکه نمونځ  ،روژه او حج ځانګړى وخت او اندازه لري او هر چا ته څرګند دي؛ خو پر نېکيو امر او له بديو منع ځانګړې کچه نه لري او سارى يې داسې دى؛لکه څوک چې ډاکتر ته ورځي؛ داسې نشو ويلاى، چې هر ناروغ بايد پخپل عمر کې څو ځل ډاکترانو ته ولاړ شي او له هر ډاکتر سره څومره وخت تېر کړي او د درمل د اخيستنې لپاره له ځان سره څومره پېسې ولري؛دلته موخه د ناروغ روغتيا ده او وخت،پېسې،زيار او کوښښ کومه ځانګړې کچه نه لري؛نو ځکه به انبياوو ويل:((د سمونې لپاره به له خپلې وسې کار اخلو. ))

قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىَ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الإِصْلاَحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ (هود/۸۸)=  (( (شعيب ) وويل :(( زما قومه ! ما ته ووايئ، كه زه د خپل پالونكي له لوري یو څرګند دليل ولرم او ښه روزي یې راكړې وي (؛ نو ايا د حكم پرخلاف يې چلن كړاى شم؟) زه هېڅكله دا نه غواړم، له څه چې مو منع كوم، پخپله يې وكړم، زه ترخپلې وسې بې (د ټولنې) له سمونې څه نه غواړم (او په دې كار كې) بې د الله (له مرستې) برى راسره نشته! پر هغه مې بروسه ده او لوري ته يې ورستنېږم . ))

پر نېکيو امر او له بديو منع، فرض عين دي که کفائي ؟

ياپه بله وينا : ايا د مړي د خښولو په شان دي که يو څو تنه ورشي؛نو کفايت به وکړي او يا د نمانځه په شان پر هر وګړي فرض عين دي؟ دا دواړه نظريې ځانته پلويان لري. په دې اړه ستاسې پام څو ټکيوته را اړوم.

د (زړه د انکار او کرکې) له پلوه پر هر چا لازم دي، چې له ګناه کرکه وکړي؛خو د عملي او تبليغاتي هڅو له پلوه،که څو تنو په دې لار کې ګام پورته کړ؛ نو د نورو غاړه ترې خلاصېږي.[2]

که پر نېکيو د امر موخه په ټولنه کې د ټولو ښو کارونو بیاژواکي- احيا وي؛نو دلته بايد ټول خلک پکې ونډه واخلي؛خو که موخه مو د لمانځه، روژى حج او ………… بیاژواکي وي؛ نو په دې برخه کې د يوې ډلې هڅه بس ده او همداراز که موخه له ټولنې د ټولو مفاسدو د ټغر راټولول وي؛نو ټول خلک بايد پکې ونډه واخلي. د ساري په توګه : که موخه د ټولو سړکونو،بازارونو، ښوونځيو او کوڅو پاکوالى وي؛نو په دې کار کې بايد ټول خلک ونډه واخلي؛خو که موخه د يوې چينې پاکوالى وي؛نو دلته يوه ډله بسیا ده.

پر نېکيو امر او حق ته بلنه د يوې ځانګړې ډلې کار نه دى :

هير مو نشي چې په ټولنه کې وګړي ځانګړې ونډه لري .که د “فوټبال” لوبغاړى د لوبې په ميدان کې د ټولو په مخکې خداى ياد کړي او هلته پر جمعه نمونځ  وکړي او که دپوهنتون استاذ زده کړیالانو ته ښوونه په نيمه کې پرېږدي او نمونځ  په اول وخت کې وکړي او که د ټلوېزيون کار کوونکي خپل پرګرامونه وځنډوي او پر خپل وخت په لمانځه ودرېږي؛نو په ټولنه کې به د نمونځ  کولو هڅوب- فرهنګ خپور شي .

نېکيو ته په هڅولو کې د ځواک ونډه

 په قرآن کې راغلي:

الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (حج/۴۱) = ((دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو نمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده.))

له پورتني آيته دا جوتېږي،چې پر نېکيو امر او له بديو منع د سرغړونکي پر وړاندې له عاجزۍ ډک ورم- نصيحت نه؛بلکې داسې دنده ده، چې په ځواک بايد پلي شي . له ځواک پرته له بديو او په تېره له نړيوالې بديو مخنيوى ناشونى دى . په قرآن کې راغلي:

وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (حجرات/۹) = ((او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جګړه شي؛ نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نو كه یوې پر بلې تېرى وكړ؛ نو له تېري كوونكې ډلې سره تر هغه وجنګېږئ، چې د الله حكم ته راوګرځي؛ نو که راوګرځېد (او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛ نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې الله انصاف كوونكي خوښوي. ))

که په ټولنه کې ځواک نه وي ؛نو الهي احکام؛لکه حدود،ديات او قصاص به پلى نشي .

 لټي،ناغیړي او وېره هغه افتونه او ناروغۍ دي،چې په دعا ګانو کې ترې له خدايه پناه غوښتل شوى ده.[3]

د احد په جګړه کې د مسلمانانو د ماتې يو دليل د هغوى ناغیړي و: ((حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ = ( آل عمران/۱۲۲) ))

هېر مو نشي چې دا ځواک هله رامنځ ته کېږي،چې خلک هوښيار او يو موټى وي او مشر يې هم عادل ،زړه ور، د ليد خاوند او د بېلابېلو چارو کار پوه وي.

پر نېکيو امر د کمزورۍ له لارې نه؛ بلکې په ځواک سره پلي شي

قرآن وايي: وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ (توبه/۷۱) = ((او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي، نمونځونه كوي، زكات وركوي))

په اسلامي ټولنه کې ټول د يو بل وروڼه دي. ((بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْض (آل عمران / 195).))

چې کله مهاجر او د مکې مسلمانان مدينې ته راغلل؛ نو انصار او د مدينې اوسېدونکي خوشحاله شول او ان په سختو شرايطوکې يې پر ځان غوره وګڼل. (یُحِبُّونَ مَنْ هاجَرَ اِلَیْهِم (حشر / 9).) (و یُؤْثِرُونَ عَلى اَنْفُسِهِم (حشر / 9).)

اوس که څوک يو تن له بديو منع کړي او يا هم ورته پر کومې نېکۍ امر وکړي؛نو دې کس ته بايد مزاحم او اوزګارخېل نه؛ بلکې زړه سواندې وويل شي،چې د خداى له خوا ورته د مينې، څارنې او د امر و منع حق ورکړل شوى دى .

 

[1] التهذيب \١٨١

[2] صاحب جواهر

[3] بحار ٢\ ٩٨-٩٣

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!