تبلیغات

په بري پسې ماته  وايو چې ولې يې جګړه وګټله؟  دا ځكه چې د اسلام سرتېرو د بري تر وروستۍ شېبې، د خداى په لار كې جهاد،د خداى رضا، د خداى د دين د خپرولو او د دين د خپريدو په لار كې بې د خنډونو له لرې كولو بله انګېزه نه درلوده. وايو، چې […]

په بري پسې ماته

 وايو چې ولې يې جګړه وګټله؟

 دا ځكه چې د اسلام سرتېرو د بري تر وروستۍ شېبې، د خداى په لار كې جهاد،د خداى رضا، د خداى د دين د خپرولو او د دين د خپريدو په لار كې بې د خنډونو له لرې كولو بله انګېزه نه درلوده.

وايو، چې ولې يې ماتې وخوړه؟

دا ځکه چې په بري پسې د ډېرو مسلمانانو نيت او موخه واوښته، غنيمت د ډېرو مسلمانانو اخلاص خيرن كړ او رسول اکرم حکم يې هېر كړ.

څرنګه؟

داسې چې:

موږ مخکې هم وويل چې: (( د احد په غره كې يو كنډو و او پېغمبر اکرم هم ددې كنډو ساتنې ته د “عبدالله جبير” په بولندويۍ پينځوس سرتېري ودرول او ورته يې حكم وكړ،چې په غشيو ددې كنډو له لارې د دښمن د پر مختګ مخنيوى وكړئ،که موږ وګټله او يا مو ماتې وخوړه؛نو دا ځاى خالي پرې نه ږدئ.))

د جګړې په توده كې،چې دښمن غوښتل، ددې كنډو له شا نه پر مسلمانانو بريد وكړي؛نو دې پينځوس تنو يې مخه نيوه. په هغه وخت كې چې د قريشو لښكر،وسله پر ځمكه كېښووه او وتښتېدل؛يوازې د اسلام څو لوړ پوړيو افسرانو دښمن تعقيقب كړ او د جګړې له ډګره ورپسې ور ووتل؛ خو ډېرى مسلمانانو د دښمن له تعقيقبولو ډډه وكړه، وسلې يې پر ځمكه كېښووې او د غنيمت پر راټولولو بوخت شول او فكر يې كاوه، چې كار خلاص شوى دى.

 په كنډو كې ناستو سرتېرو هم، چې دا حالات وكتل؛نو له ځان سره يې وويل:((دلته درېدل مو ګټه نه لري،موږ هم بايد د غنيمت په راټولولو كې ونډه واخلو)) ؛خو بولندوى يې وويل:((رسول اکرم حكم كړى و:”كه ومو ګټله او يا مو باېلوده،چې له دې ځايه و نه خوځېږو.”))

ډېرى سرتېرو د بولندوى ددې خبرې پر وړاندې پر خپله خبرې ټېنګار وكړ او ويې ويل:(( دلته درېدل مو ګټه نه لري او د پېغمبر اکرم مطلب دا و، چې موږ د جګړې پر مهال دلته پاسوالي وكړو او اوس جګړه پاى ته رسېدلې ده.))

 همدا وو چې څلوېښت تنه له كنډو راكوز شول او هلته يوازې 10 تنه پاتې شول.

“خالدبن وليد” چې ازمېښتکار جنګي بولندوى و، له هماغه پېله پوهېده، چې دا كنډو د بري لار ده او څو ځل يې كوښښ كړى و،چې له هغه لارې له  شا پر مسلمانانو يرغل وكړي؛خو هلته د ناستو سرتېرو په غشيو به پر شا تمبېدل او دا ځل چې “خالد” وكتل،په كنډو كې د ناستو سرتېرو شمېر لږ شوى دى؛نو خپل سرتېري يې له شا راتاو كړل او پر مسلمانانو يې بريد وكړ.

په كنډو كې ناستو سرتېرو ورسره مقاومت وكړ؛خو شمېر يې د “خالدبن وليد” تر سرتېرو خورا لږ و،چې لس واړه “خالدبن وليد” او “عكرمه بن ابي جهل” شهيدان كړل.

 ډېر وخت لا نه و تېر،چې دښمن پر بې وسلې كسانو له شا بريد وكړ. خالد،چې دا استراتژيكي كنډو ونيو؛نو د قريشو لښكر يې، چې په تېښتنه كې و،بېرته راستون كړ او له شا يې مسلمانان رالاندې كړل.

ددې ماتې لامل هغه ډله وه،چې مادي ګټو ته يې سنګر پرېښود او لار يې دښمن ته پرانستې پرېښووه.

 د “خالدبن وليد” او “عكرمه بن ابي جهل” د بريد له امله د اسلام په لښكر كې ګڼه ګوڼه شوه او مسلمانان خپاره واره او پخپلې دفاع بوخت شول؛خو دا چې د بولندويۍ مزى شليدلى و؛سرتېرو و نه کړاى شول په دفاع  كې څه ګوتو ته راوړي؛بلکې مسلمانانو ډېر درانه تلفات وګالل او همداسې څو مسلمان سرتېري د خپلو مسلمانانو په تېروتنه مړه شول.

د “خالد” او”عكرمه” بريدونو د قريشو لښكر روحيه پياوړې كړه او تښتېدلي كسان هم بېرته راستانه شول او يو ځل بيا د خپل لښكر ملاتړ شول او مسلمانان يې له هر لوري كلابند كړل.

د پېغمبر اکرم د وژل كېدو اوازه خپره شوه.”ليث” د كفارو يو مېړنۍ جنګيالى و، چې د اسلام پر بيرغچي يې بريد وكړ. تر څو شېبو اخ و ډب او ګوزارونو وروسته،د اسلام بيرغچي حضرت “مصعب بن عمير” شهيد شو. د اسلام د سرتېرو مخونه پټ وو،ليث فكر وكړ، چې مړ شوى تن د اسلام پېغمبر دى؛نو بې واکه يې چغې كړې:((خلكو! “محمد” ووژل شو !)) دا د دروغو اوازه خوله پر خوله په ټول لښكر كې خپره شوه. د قريشو مشران دومره خوشحاله وو،چې غږونو يې د جګړې په ډګر كې انګازې كولې او ټولو ويل:(( محمد” ووژل شو،”محمد” ووژل شو.))

دې بې بنسټه خبر دښمن نور هم زړور كړ او د كفر لښكر د طوفاني سمندر د څپو په څېر مخکې ولاړ. هر چا كوښښ كاوه د حضرت “محمد” د بدن يو غړى يا ټوټه پرې كړي،چې د كفر په نړۍ كې  وياړ لاس ته راوړي. دې اوازې ، چې څومره دښمنان زړور كړل، همغومره يې د مسلمانانو جنګي روحيه خورا کمزورې كړه،تردې چې ډېرو مسلمانو وسلې پر ځمكه كېښووې او غرونو ته وتښتېدل.يوازې څو ګوتشمېر كسان پاتې شول،چې مقاومت يې وكړ.

“ابن هشام” د اسلام ستر تاريخپوه ليكي: ((“انس بن نضر”، د “انس بن مالك” تره وايي: “چې د اسلام پر لښكر تنګسه شوه؛نو ډېر مسلمانان د خپل ځان په فكر كې شول او هر يو په يو ګوټ كې پټ شو؛ و مې ليدل، چې يوه ډله انصار او مهاجر، چې حضرت “عمر بن خطاب” او حضرت “طلحه بن عبيدالله” هم پکې وو، په ګوټ كې پټ دي او د ځان ساتلو په فكر كې دي. ما پرې نيوكه وکړه او ورته مې وويل: دلته ولې ناست ياست؟؛نو ويې ويل: پېغمبر اکرم ووژل شو؛ نور كار څه ګټه نه لري. ما ورته وويل: كه پېغمبر اکرم وژل شوى وي،نور خو دا ژوند هم ګټه نه لري، پاڅېږئ ! او په هماغه لار كې، چي “محمد” (ص) وژل شوى، تاسې هم شهيدان شئ. )) (205)

ځينې تاريخ ليكونكي داسې هم وايي، چې انس وويل:

(( كه “محمد”(ص) مړ شوى دى، خداى خو ژوندى دى.))

 بيا يې وويل:((ومې ليدل، چې خبرې مې پرې اغېز نه لري؛نو خپله وسله مې راواخسته او پر جګړه بوخت شوم.))

 “ابن هشام” وايي: ((انس په دې جګړه كې 70 ټپه واخستل تردې، چې څېره يې بې له خوره بل چا و نه پېژنده.))

 ځينو مسلمانانو دومره ځان بايللى و،چې ځان ساتنې ته يې “عبدالله ابى” ته زارۍ كولې، چې له ابوسفيانه ورته امان واخلي.(206)

 د قرآن شريف آيتونو  له يو لړ حقيقتونو پرده اوچته كړه

د قرآن شريف آيتونو د ناپوهۍ او تعصب پردې وشلولې او ښكاره يې كړ چې ځينو اصحابو وانګېرله،چې د بري په باب د پېغمبر اکرم وركړل شوې وعدې بې بنسټه وې. خداى په دې باب داسې وايي:

إِذْ تُصْعِدُونَ وَلاَ تَلْوُونَ عَلَى أحَدٍ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ فِي أُخْرَاكُمْ فَأَثَابَكُمْ غَمًَّا بِغَمٍّ لِّكَيْلاَ تَحْزَنُواْ عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلاَ مَا أَصَابَكُمْ وَاللّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ=(در ياد كړئ) چې کله (په تېښته) پرغره ختئ او(يو شمېر په ميدان كې خپاره واره شوئ، له وېرې مو) هېچا ته بېرته نه كتل او پېغمبر له شا درپسې نارې وهلې، بيا يې تاسې ته دا سزا دركړه، چې د غم له پاسه يې پرغم اخته كړئ؛ دا ځكه چې بيا د(جنګي غنايمو ) په بايللو او ( هم) په کړاو در رسېدو خپه نه شئ او څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى. (207)

د آل عمران سورت ( 121 – 180 آيتونو) تر لوستو وروسته ددې جګړې په باب ګټور معلومات تر لاسه كولاى شئ. دا آيتونه راښيي چې د پېغمبر اکرم  ټول اصحاب پر دين مين نه وو؛بلکې په هغوى کې د سستې عقيدې خاوندان هم وو او احيانًا منافقان هم پکې وو؛خو سره له دې، مؤمن،متقي، مخلص او د پاك زړه خاوندان هم پکې ډېر وو.

نن ځينې عالمان غواړي ددې كسانو پر دغسې چارو پردې واچوي؛لکه چې ومو لوستې او ځينې غواړي د دې كړنو له حقيقته لرې مخونې (توجيهات) وکړي او ټولو اصحابو ته په يوه مقام قايل شي،حال دا چې داسې مخونې او د تعصب پردې پر حقيقت د پوهېدو مخه نېسي.

كوم ليكونكى کړاى شي د آل عمران سورت 153 آيت له مفاده منكر شي، چې وايي: (در يادكړئ) چې کله (په تېښته) پرغره ختئ او(يو شمېر په ميدان كې خپاره واره شوئ له وېرې مو) هېچا ته بېرته نه كتل او پېغمبر له شا درپسې نارې وهلې، بيا يې تاسې ته دا سزا دركړه، چې د غم له پاسه يې پرغم اخته كړئ؛ دا ځكه چې بيا د(جنګي غنايمو ) په بايللو او ( هم) په کړاو دررسېدو خپه نه شئ او څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى.))

د آل عمران 155 آيت:

إِنَّ الَّذِينَ تَوَلَّوْاْ مِنكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ إِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّيْطَانُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُواْ وَلَقَدْ عَفَا اللّهُ عَنْهُمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ=(دا حد په جګړه كې) چې له تاسې كوم خلك د مقابلې پر ورځ وتښتېدل،له دې امله وو،چې د هغو د ځينوګناهونو له امله شيطان وښويول او خداى هغوى وبښل او خداى تېرېدونكى (او) د زغم خاوند دى .

 قرآن هغوى داسې رټلي دي د پېغمبر اکرم د وژل كېدو تر اوازې وروسته يې له جګړې لاس واخست او په دې  فكر كې وو،چې د عبدالله ابى له لارې له “ابوسفيان” پناه وغواړي:

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ= “محمد”(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او له هغه مخكې نور پېغمبران هم تېر شوي وو؛ نو كه ومري يا ووژل شي،تاسې پر شا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ، جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛ نو هېڅكله به خداى ته زيان و نه رسوي او خداى به ډېر ژر شكر اېستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي . (208)

د احد تر څېړلو وروسته،ترخې او خوږې تجربې لاس ته راځي. له دې تاريخي پېښو دا جوتېږي: نه شو ويلاى ټول مسلمانان له دې امله چې د پېغمبر اکرم اصحاب دي؛تقوى او عدالت لري؛ځکه هغوى چې د احد له كنډو راكوز شول او هغوى چې غره ته وختل او وتښتېدل،دواړه ډلې د پېغمبر اکرم اصحاب وو او د پېغمبر اکرم خبره يې ونه منله.

“واقدي” د اسلام ستر تاريخپوه ليكي: (( د احد د جګړې پر ورځ  اته تنه وو،چې تر مرګه له رسول اکرم سره ولاړ وو.درې تنه مهاجر (حضرت “علي”،حضرت “طلحه”، حضرت “زبير”) او پينځه انصار وو،چې بې له دې اتو تنو، نور ټول د خطر پر مهال پېغمبر اکرم ځان ته پرېښود او  وتښتېدل.

 “ابن ابي الحديد معتزلي شافعي” ليكي :(( په 608 كال كې مې، په “بغداد” كې د “مغازي واقدي” كتاب له ستر عالم “محمدبن معدعلوي” سره ولوسته، چې دې ځاى ته راورسېدو، چې “محمد بن مسلمه” ښكاره رانقل كړي وو:”ما د احد پر ورځ په خپلو سترګو وكتل، چې ځينې مسلمانان غره ته خېژي او پېغمبر اکرم هر يو ته په خپل نامه غږ وكړ او ويل يې: (( الى يا فلان الى يا فلان)) او هېچا د پېغمبر اکرم خبرې  ته غوږ و نه نيو”؛ استاد راته وويل: له فلان او فلانه مطلب هغه كسان دي، چې تر پېغمبر اکرم وروسته مقام او منصب ته ورسېدل او راوي هم دا،چې له هغوى ويرېده؛نو ښكاره يې نه دي غوښتلي نوم يې واخلي. )) (٢09)همداسې نوموړي په خپلې شرح كې رانقل كړي دي،چې عموم راويان هم يوه خوله دي چې وايې: (( حضرت “عثمان” له هغوى و،چې په هغه حساس وخت كې وتښتېد.))

پينځه تنه د پېغمبر اکرم (ص) وژلو ته هم ژمني كېږي

هغه مهال، چې د اسلام لښكر خپور وور شو او نظم يې له لاسه وركړ؛نو ټول بريدونه ددې لپاره و،چې پېغمبر اکرم له منځه يوسې؛نو ځكه د قريشو دغو پينځو تنو هوډ وکړ، چې پېغمبر اکرم  ووژني:

1 _ “عبدالله بن شهاب”، چې د پېغمبر اکرم تندى يې مات كړ.

2 _ “عتبه بن ابي وقاص” چې په څلور تيږو يې پېغمبر اکرم  وويشت او د پېغمبر اکرم يوغاښ يې مات كړ.

3 _ “ابن قميه  ليثي” د پېغمبر اکرم مخ ټپي كړ، دا ټپ دومره ژور و، چې د پېغمبر اکرم د پګړۍ ولونه پکې ورننوتل.  حضرت”ابوعبيد جراح” دا ولونه په خپلو غاښونو راواېستل، چې په کې څلور غاښونه يې هم مات شول.

4 _ “عبدالله بن حميد”د بريد په ترڅ کې حضرت ابوجاذبه وواژه.

5 _ “ابى بن خلف” له هغوى ځنې و،چې پېغمبر اکرم وواژه.هغه هله له پېغمبر اکرم سره مخ شو،چې پېغمبر اکرم ځان درې ته رسولى و او څو اصحابو پېژندلى و او ترې راتاو وو.هغه پېغمبر اکرم ته رانږدې شو او پېغمبر اکرم هم له “حارث بن الصمة” څخه نېزه واخسته او د “ابى بن خلف” پر ورمېږ يې ومنډله او پر ځمكه راوغورځېد.

 سره له دې،چې د “ابى بن خلف” ټپ سرسري و؛ خو دومره وېره پرې ناسته وه،چې په لار كې يې،انډېوالانو څومره ډاډه كاوه؛نو نه کرارېده او ويل يې: (( “محمد” ته په مكه كې ما وويل، چې و به دې وژنم؛نو راته يې وويل:” زه به دې هم ووژنم” او “محمد” هېڅكله دروغ نه وايې))،چې همدې وړوكي ټپ او وېرې په لار كې وواژه.

 البته دا پېښه د قريشو پستي راښيي؛ځکه سره له دې، چې په خپله اعتراف کوي حضرت “محمد”(ص) رښتينى دى او هېڅكله دروغ نه وايې؛ خو بيا يې هم د دښمنۍ او وژنې ته مټى بډ وهلې وې.

 پېغمبر اکرم د غر په څېر استقامت وكړ او د ځان او اسلام دفاع كوله . سره له دې،چې له مرګ سره يې دومره واټن نه درلود او ليدل يې چې د دښمن ټول لښكر د طوفان په څېر ورپسې روان دى؛خو لږ هم و نه وېرېد. يوازې هغه مهال،چې خپل مات شوى تندى يې له وينو پاكاوه؛ نو و يې ويل:

 ((هغه خلك څنګه به نېكمرغه شئ، چې د خپل پېغمبر څېره په وينو لړي ))،چې دا خبره پر لويې سينې او مهربانۍ يې ګواهي وركوي. (210)

حضرت علي (ک) وايي:((د جګړې په ډګر كې پېغمبر اکرم تر نورو دښمن ته نږدې و او چې جګړه به سخته شوه؛نو موږ ته يې هم پناه راكوله او په دې جګړه كې د ژوندي پاتې كېدو يو راز يې خپله دفاع وه او پردې سربېره، د هغه د څو سرتېرو يارانو دفاع هم وه.))

پېغمبر اکرم د احد پر ورځ سخت وجنګېد،څومره غشي يې،چې درلودل، ټول يې وېشتلي ووان چې لينده يې ماته شوه. (211)

د پېغمبر اکرم ساتونكي تر څو تنو زيات نه وو،چې موږ يې د دفاع په باب څو كرښې راوړې دي.(212)

 په مېړانه دفاع او بيا برى

كه د تاريخ پردې برخه د بېرته بري نوم كېږدو؛نو د حقيقت پر خلاف به مو څه نه وي ويلي. له دې بري مطلب دا دى، چې كفارو د پېغمبر اکرم په وژلو پسې راخستې وه او ځينو يارانو يې وكړاى شول،چې له مرګه يې وساتي،چې موږ دلته د دې ګوتشمېر يارانو د ځان تيرېدنې په باب څه مطالب راخستې دي:

١_ لومړى ثابت او ولاړ سړى، د اسلام 26 كلن افسر؛حضرت علي (ک) و.

“ابن اثير” په خپل تاريخ كې ليكي:(( پر پېغمبر اکرم له هر لوري يرغلونه شول. هر ډلې  چې پرې بريد كاوه؛نو حضرت علي به هم د خداى د رسول په حکم پرې بريد كاوه او په وژلو يې د هغوى برى بېرته تمباوه. دا پېښه د احد د جګړې پر ورځ څو ځله تكرار شوه. د همدې ځان تيرېدنې له امله،د وحې امين جبرائيل راغى او پېغمبر اکرم  ته يې حضرت علي (ک) وستايه او ويې ويل:”ستا دا افسر څومره له ځانه تېر شو”،د خداى رسول هم د جبرائيل خبره تصديق  كړه او و يې ويل: “زه له علي او علي  له ما دى.”  بيا د احد په ډګر كې انګازه واورېدل شوه:((لا سيف الا ذوالفقار، لا فتى الا على))؛يعنې،خدمتي توره د علي ده او بې له علي بل ځوانمرد نه شته.))(213)

“ابن ابي الحديد معتزلي” دا کيسه داسې رانقل كړې:

((پينځوس كسيزه ډلو به د پېغمبر اکرم وژنې ته بريد كاوه او حضرت علي (ک) حال دا چې، هغوى پر شا تمبول.))

 بيا “ابن ابي الحديد” د حضرت جبرائيل د نازلېدو كيسه نقل كړې ده او وايي:((پر هغه ورځ د جبرائيل له لوري، د حضرت علي (ک) د ستايلو كيسه بيخي د تاريخ له نظره سمه خبره ده؛خو ما د “محمد بن اسحاق” د غزاګانو په ځينو کتابو كې هم ليدلې ده. ان تردې چې ددې خبرې صحت ته مې خپل استاد “عبدالوهاب سكينه” وپوښته،چې ځواب يې راكړ: “دا  خبره سمه ده”. ما ورته وويل:”دا خبره ولې د شپږ ګونو صحاحو خاوندانو نه ده رانقل كړې؟” راته يې وويل: ” ډېر داسې صحيح روايات لرو،چې د شپږګونو صحاحو خاوندانو نه دي راخستي.)) (214)

يوه ورځ علي بن ابي طالب، “راس اليهود” ته خبرې كولې او ډېر ياران يې هم پکې ناست وو؛نو خپلو سرښندنو ته يې داسې اشاره كړې ده:

((… د قريشو لښكر، چې پر موږ بريد وكړ؛نو انصار او مهاجر د خپلو كورونو پر لور شول او ما سره له دې،چې اويا 70 ټپه اخستې وو، د پېغمبر اکرم دفاع مې وكړه.))

 بيا حضرت علي (ک) خپل څادر لرې كړ او هغه ټپونه يې خلكو ته وښوول.(215)

 “صدوق” په “علل الشرايع” كې وايې:((حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم په دفاع كې دومره استقامت وكړ،چې توره يې هم ماته شوه،چې بيا پېغمبراکرم خپله توره، چې “ذوالفقار” نومېده، ورکړه.))

“ابن هشام” په خپل كتاب كې د وژل شويو شمير 22 تنه ښوولى ،چې 12 يې حضرت علي (ک) وژلي دي او پاتې نورو مسلمانانو.(216)

 2 _ حضرت “ابوجاذبه”:

 تر حضرت علي (ک) وروسته د اسلام دويم افسر و،چې د پېغمبر اکرم دفاع يې وكړه. ځان يې د پېغمبر اکرم سپر كړى و،غشي يې پر ملا لګېدل او دغسې يې د پېغمبر اکرم دفاع وكړه.

 “سپهر” په “ناسخ التواريخ” كې د حضرت “ابوجاذبه” په باب يوه جمله راوړې، چې موږ يې سند و نه موند ليكي:

 ((مشركانو پېغمبر اکرم او حضرت علي چاپېر بند كړل؛نو د پېغمبر اکرم سترګې پر “ابوجاذبه” ولګېدې او ويې ويل:”ابوجاذبه ! ما خپل بيعت له تا اخستې؛خو علي له ما  او زه له علي يم.” ابوجاذبه په چغو چغو وژړل او و يې ويل:”چېرې ولاړ شم،په مېرمنې پسې ولاړ شم، چې مړه کېږي،كور ته  ولاړ شم، چي خرابېږي،په خپلې شتمنۍ پسې ولاړ شم، چې له منځه ځي. په اجل پسې به ولاړ شم، چې رارسېدونكى دى.” پېغمبر اکرم چې د “ابوجاذبه” اوښكې وليدې؛نو ورته يې د دفاع اجازه وركړه او هغه او “علي” پر پېغمبر اکرم د قريشو بريدونه وتمبول.))(217)

د تاريخ په کتابو كې د نورو كسانو نومونه هم ليدل كېږي؛لکه : “عاصم بن ثابت”، “سهل حنيف”، “طلحه بن عبيدالله” او…. ان تردې، چې ځينو ددې كسانو شمېر 36 تنو ته هم رسولى؛خو څه چې د تاريخ له پلوه قطعي دي،حضرت “علي” (ک)،حضرت “ابوجاذبه”، حضرت “حمزه” او (د “ام عامر” په نامه ښځه ،چې بې له دې څلور تنو د نورو نومونه  شكمن دي.

3 _حضرت حمزه بن عبدالمطلب:

 حضرت “حمزه” د عربو پر ننګيالي هم مشهور و،چې د بدر په جګړه کې يې د مشركانو ننګيالى “شيبه” وواژه،ځينې يې ټپيان كړل او ځينې يې ووژل.

“هنده” د “ابوسفيان” ښځې،د معاويه مور او د عتبه لور، له حضرت “حمزه” سره كينه درلوده؛هوډ يې کړى و،هر څنګه چې وي، له مسلمانانو د خپل پلار د وينې غچ واخلي.

“وحشي” د “جبير بن مطعم” مريى و،چې د “جبير” تره هم د بدر په جګړه كې وژل شوى و.”وحشي” ته “هندې” ويلي وو،چې:((زما د پلار د وينې په غچ كې “محمد”،”علي” يا “حمزه” ووژنه.))

 “وحشي” ورته وويل:(( پېغمبر ته ځان نشم رسولاى؛ ځكه ياران يې کلکه دفاع كوي.”علي” هم د جګړې په ډګر كې ډېر ويښ دى؛خو “حمزه” د جګړې پر مهال دومره غوسه وي،چې په خپل شاوخوا كې ورته څوك نه ښكاري؛كېداى شي له كومې لارې يې ووژنم.))

 “هندې” هم ورسره ومنله او ورته يې ژمنه وركړه،چي كه دا كار دې وكړ؛نو ازاد به دې كړم.

 ځينې ګروهمن دي،چې دا تړون “جبير” له “وحشي” سره كړى و؛ځکه تره يې هم د بدر په جګړه کې وژل شوى و.

د حبشي مريى وايي:((د احد جګړې پر ورځ، زه په “حمزه” پسې وم، ما ځان په بوټو او تيږو كې پټ كړى و،”حمزه” د زمري په څېر د دښمن پر لښكر بريد كاوه او څوك يې،چې مخې ته ورتله، واژه يې. پر جګړې بوخت و،چې له پېڅونې (کمين) راووتم او په نېزه مې وويشت،پر تشې ولګېد او نيزه ترې بوټه ووته.غوښتل. يې پر هماغه حالت پر ما بريد وكړي؛خو روح يې له بدنه ووت او ماته را و نه رسېد بيا په احتياط او پام ولاړم او خپله نېزه مې د “حمزه” له تشي راواېسته او د قريشو لښكرتون ته راستون شوم او د خپلې ازادۍ په تمه كېناستم. ما د احد له جګړې وروسته په مكه كې ژوند كاوه، مسلمانانو مكه ونيوه او زه “طايف” ته ولاړم ؛خو ډېره موده نه وه تېره،چې د اسلام ځواک هلته هم راورسېد. اورېدلي مې وو:څوك چې څومره هم مجرم وي؛كه اسلام راوړي؛نو پېغمبر اکرم يې له جرمه تېرېږي. حال دا چې د شهادت كلمه مې پر خوله وه،پېغمبر اکرم ته ورغلم،چې و يې ليدم؛ راته يې وويل:”ته هماغه حبشي وحشي يې؟” ورته مې وويل: هو. راته يې وويل: “حمزه” دې څنګه وواژه؟ ما هم ورته د “حمزه” د وژلو کيسه ټکي په ټکي وويله.پېغمبر اکرم دكيسې پر اورېدو ډېر خپه شو او ويې ويل: چې ژوندى يې؛نو چې مخ دې ونه وينم؛ځکه زما تره دې وژلى.))

دې ته وايې پراخه سينه او ستر روح، چې خداى د اسلام مشر ته وركړى و؛يعنې سره له دې، چې پېغمبر اکرم د خپل تره قاتل وژلاى شو؛خو آزاد يې كړ.

 وحشي وايي:((څو پېغمبر اکرم ژوندى و؛نو مخې ته يې ورنه غلم. د پېغمبر اکرم تر مړينې وروسته د “مسيلمه كذاب” جګړه پېښه شوه، ما هم د اسلام په لښكر كې ګډون وكړ او د يوه انصاري  په مرسته مې پر هماغه نيزه ،چې “حمزه” وژلى و،مسيلمه وواژه، كه ما پردې نېزه تر ټولو ښه انسان (حمزه) وژلى و؛خو تر ټولو بد انسان مې هم پرې وواژه!!!))

د مسيلمه په جګړه کې د وحشي ګډون هغه موضوع ده،چې په خپله وحشي يې ادعا كوي؛خو “ابن هشام” وايي:(( وحشي د خپل عمر په پاى كې د كارغه په څېر تور اوښتى و او په شرابو د روږدتيا له امله مسلمانانو ترې كركه كوله او تل پرې د شرابو  حد جاري كېده او د ناوړو كړنو له امله يې د اسلام د لښكر له لړۍ نوم پاك شوى و.))

 حضرت “عمر” بن خطاب (رض) به ويل: (( نه ښايي د “حمزه” قاتل په هغه دنيا كې نېكمرغه شي.)) (218)

 ٤_ام عامر:

 په دې  كې څه خبره ځاى نه ځايېږي، چې د اسلام لومړى جهاد پر مېرمنو حرام دى، چې د مدينې د مېرمنو استازې،پېغمبر اکرم ته راغله او په جهاد كې د ښځو د بې بر خى په باب يې وپوښت؛نو پېغمبر اکرم ددې ښځې له لارې د مدينې ښځو ته پيغام ولېږه:((كه د يو لړ فطري او ټولنيزو لاملونو له امله د جهاد له ثوابه بې برخې ياست؛نو د كور د چارو په ښه سمبالنه كې جهاد کولاى شئ او په سمه د كور چارې سمبالول له “جهاد فى سبيل الله” سره برابر دي.))

  كله به ځينې تجربه كارې مېرمنې د اسلام له سرتېرو سره مرستې ته له مدينې بهر تلې،اوبه به يې راوړې،د سرتېرو جامې به يې پريمنځلې او ټپيان به يې پالل او له دې لارې يې د اسلام له سرتېرو سره مرسته كوله.

“ام عامر”، چې نوم يې “نسيبه” و، وايي: ((د اسلام سرتېرو ته د اوبو راوړو لپاره تللې وم؛و ليدل مې چې مسلمانان د بري پر لور روان دي؛خو ډېر وخت لا نه و تېر،چې هر څه سرچپه شول،مسلمانانو ماتې وخوړه او پښې يې سپكې كړې.پېغمبر اکرم په خطر كې شو،خپله دنده مې وبلله، چې تر مرګه د پېغمبر اکرم دفاع وكړم،د اوبو ژى مې پر ځمكه كېښووه او توره مې راواخسته او له پېغمبر اکرمه مې د دښمن بريدونه پر شا تمبول.))

 بيا “ام عامر” د خپلې اوږې د ټپ په باب وايې:((هغه مهال چې خلكو دښمن ته شا كړې وه او په تېښته كې وو،پېغمبر اکرم پر يوه غږ وكړ او ويې ويل: “اوس چې تښتې؛نو خپل ډال خو دې پرېږده!” هغه خپل ډال پر ځمكه واچاوه او ما راواخيسته، ناڅاپه مې د “ابن قميه” چغو مې پام راواړاوه،چې ويل ېې : ((“محمد”(ص) چېرې دى؟)) هغه پېغمبر اکرم وپېژانده او توره په لاس يې د پېغمبر اکرم پر لور ورمنډه كړه؛خو ما او “مصعب” يې د بريدونه مخه ونيوه،زه يې پر اوږه ووهلم. سره له دې،چې ما پرې ډېر ګوزارونه کړي وو؛ خو د ګوزار اغېز يې تر يوه كاله پاتې و او دا،چې هغه دوه “زغرې” اغوستې وې؛ نو زما ګوذارونو پرې اغېز و نه کړ. پېغمبر اکرم،چې زما اوږه وليده، چې وينه ترې څاڅي؛ ژر يې زما زوى ته غږ كړ او ويې ويل: “د مور ټپ دې وتړه.” ټپ يې وتاړه او بېرته د پېغمبر اکرم پر دفاع بوخته شوم. پر همدې مهال متوجه شوم،چې زوى مې هم ټپي شوى دى. هغه ټوټې مې چې د سرتېرو د ټپونو تړلو ته راوړې وي،راواېستې او د خپل زوى ټپ مې پرې وتاړه.دا مهال پېغمبر اکرم په خطر كې و،خپل زوى ته مې وويل: ” پاڅېږه او پر جګړې بوخت شه!”((

 پېغمبر اکرم ددې ښځې له مېړانې سخت حيران و،د پېغمبر اکرم سترګې، چې د هغې د زوى پر وهونكي ولګېدې؛نو  ژر يې “نسيبه” ته وروښود او ورته يې وويل:((د زوى وهونكى دې دا سړى دى!)) دې مېړنۍ ښځې ورمنډه كړه او د خپل زوى وهونكى يې په توره وواهه او پاويې پرځاوه. دا ځل ددې ښځې مېړانې نور هم پېغمبر اکرم حيران كړ او له ډيرې حيرانتيا کټ مټ په خندا شو او ويې ويل: (( د خپل زوى غچ دې واخست.))

د هماغې ورځې پر سبا پېغمبر اکرم  لښكر د “حمراء لاسد” پر لور روان كړ.  نسيبې هم غوښتل له لښكر سره ولاړه شي؛خو د زياتو ټپونو له امله لانړاى شوه.

پېغمبر اکرم چې له “حمراء الاسد” راستون شو؛نو يو سړى يې پوښتنې ته د نسيبې كور ته ولېږه.پېغمبر اکرم يې چې له روغتيا خبر شو؛نو خورا خوشحاله شو.

دې ښځې سره له دې، چې دومره زياته سرښندنه کړې وه، له پېغمبر اکرم يې وغوښتل،چې دعا ورته وكړي چې خداى يې په جنت كې د پېغمبر اکرم خادمه كړي. دعا يې ورته وكړه او ويې وويل: (( خدايه! په جنت كې يې زما له يارانو وګرځوې.))

ددې ښځې له دفاع، پېغمبر اکرم دومره خوشحاله و،چې په اړه يې وويل: ((مقام نسيبة کعب اليوم خير من فلان و فلان))؛نن راته ددې سرښندونکې مېرمن مقام تر پلاني او پلاني لوړه دى.)) (219)

“ابن ابي الحديد” وايي: (( د حديث راوي له پېغمبر اکرم سره خيانت كړى؛ځکه پېغمبر اکرم د دوى دوو تنو نوم اخستى و؛خو راوي نه دى راوړى. ))

د احد پاتې کيسه

د څو کسانو سرښندنه ددې لامل شوه،چې پېغمبر اکرم  د مرګ له کومي بچ شي. ډېرى دښمنانو انګېرله، چې پېغمبر اکرم وژل شوى دى او په مړيو كې يې مړى لټاوه او څو تنه مشركان،چې د پېغمبر اکرم له بچ كېدو خبر وو؛نو هغوى حضرت “علي” (ک) او حضرت “ابوجاذبه” او څو نورو ځوابول.

  همدغه مهال سلا وشوه،چې د پېغمبر اکرم د مرګ خبر دروغ نه کړاى شي او پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره د درې پر لور روان شو. په لار كې پېغمبر اکرم په هغه کنده کې وغورځېد،چې “ابوعامر” مسلمانانو ته كنلې وه،چې حضرت “علي” (ک) ژر راواست. حضرت”كعب مالك” لومړى تن و، چې پېغمبر اکرم يې وپېژانده. و يې ليدل،چې د پېغمبر اکرم  سترګې تر خپلې خولۍ لاندې يې ځلېږي؛ نو چغې يې كړى: (( مسلمانانو! پېغمبر اکرم  دلته دى! ژوندى دى او خداى له دښمنانو ساتلى دى.))

دا چې د پېغمبر اکرم د ژونديتوب خبر د دښمنانو د بيا يرغلونو لامل كېده؛نو پېغمبر اکرم “كعب” ته وويل،چې خبره پټه وساته او “كعب” هم چوپ شو.

 بالاخره پېغمبر اکرم درې ته راورسېد. دغه مهال کوم مسلمانان،چې هلته وو،د پېغمبر اکرم په ليدو خورا خوښ شول،چې خورا خړ وو او سرونه يې ځوړند نيولى وو.

 حضرت “ابوعبيده جراح” د پېغمبر اکرم له مخ نه د اوسپنې دوې ټوټې راوايستې.

 حضرت “علي”(ک) هم پېغمبر اکرم ته اوبه راوړې او مخ يې پرمينځه او و يې ويل:(( پرهغه ملت د خداى قهر نور هم ورډېر شو،چې د خپل پېغمبر مخ يې په وينو ککړ كړ.))

ناځوانه دښمن

هغه مهال چې مسلمانانو ماتې خوړلې وه،فرصت طلب دښمن وخت مناسب ګاڼه او د اسلام پر خلاف يې خپل شعارونه پېل كړ،چې ځينې ساده او بېعقله مسلمانان اغېزمن کاندي.

 يو معاصر ليکوال وايي:(( په خلكو كې د عقايدو او افكارو د نفوذ غوره وخت د ماتې، نيونې، ناورينونو او غمونو وخت دى. د مصيبت پر مهال د ظلم ځپلي قوم روحيه دومره کمزورېږي، چې د تشخيص ځواک له لاسه وركوي. همدغه مهال د دښمن زهرجن تبليغات د ماتې خوړلې  قوم په زړونو كې ننوځي.))

 “ابوسفيان” او “عكرمه” لوى بوتان راخيستې وو او په ښادۍ كې ډوب وو او له دې وخته په ګټنې يې وويل:((سر لوړى دى وي هبل؛يعنې زموږ دا برى ددې بوتانو د عبادت له امله دى او كه بې له دې خدايانو بل خداى واى؛نو دا جګړه به تاسې ګټلې واى.))

پېغمبر اکرم پوه شو،چې مشركان په خړو اوبو كې كبان نيسي؛نو خپل ټول غمونه يې شاته کړل. حضرت “علي” (ک) او نورو مسلمانانو ته يې وويل:((خلكو ته ووياست:خداى ستر او وسمن دى او زموږ ماتې خوړل په خداى پورې اړه لري او ددې ماتې لامل يوازې د بولندوى خبرې ته غوږ نه نيول وو.))

 “ابوسفيان” بيا هم له زهرجنو تبليغاتو لاس وانه خيست او ويې ويل: ((موږ د “عزى” بوت لرو او تاسې داسې بوتان نه لرئ.))

 پېغمبر اکرم د دښمن خبره راواخيسته او د دښمن پر خوله يې ور وويشته او مسلمانو ته يې وويل:(( تاسې هم د “ابوسفيان” د خبرې هم قافيه او هم رديفه خبره وکړئ:”كه اډانه مو د تيږې او لرګي بوت وي؛نو زموږ ملاتړ ستر او وسمن خداى دى.”))

“ابوسفيان” بيا وويل: (( نننۍ ورځ مو د بدر د ورځې په بدله كې.))

مسلمانانو د پېغمبر اکرم په حکم وويل:((كله هم دا دوې ورځې سره برابرې نه دي؛ځکه زموږ شهيدان په جنت كې دي او ستاسې مړي په دوزخ كې.))

“ابوسفيان” د مسلمانو خوله ماتيو شعارونو حيران كړى وو او ويې ويل: (( بل كال ته به سره ګورو.)) ولاړ او د مکې پر لور روان شو. (220)

اوس مسلمانان د سلګونو ټپيانو او 70 تنو شهيدانو په درلودو ناچاره دي د مازيګر او ماسپښين لمونځونه وكړي. پېغمبر اکرم د ډېرى کمزورۍ له امله پر ناسته لمونځ وركړ او بيا يې شهېدان خارو ته وسپارل .

د جګړې پاى

د جګړې اور مړ شو او دواړه اړخونه له يو بله لرې شول. د كفارو په پرتله د مسلمانانو تلفات درې ګرايه وو او بايد ژر تر ژره د خپلو يارانو مړي خاورو ته وسپاري او ديني مراسم پر ځاى كړي.

د قريشو ښځو هم،چې ډګر خالي كتلي و،لاسونه يې په بېساريو تاريخي جنګي جنايتونو پورې كړي وو. هغوى د مسلمانانو له مړيو غړي،غوږونه او پوزې پرې كړې وې. د نړۍ په ټولو ملتونو كې،چې د دښمن مړي بې دفاع او بې پناه شي؛نو د احترام وړ شي؛ خو د “ابوسفيان” ښځې “هندې” د مسلمانانو د بدن له غړيو غاړه كۍ جوړه كړې وه. د اسلام د ستر افسر حضرت “حمزه” ګېډه يې څېرلې وه او د هغه ځيګر يې راايستلى و او ډېر غاښونه يې پرې لګولي وو، چې و يې خوري؛خو و يې نه خوړلاى شو. د هندې دا كړه دومره كركجن او ناوړه وو، چې “ابوسفيان” وويل:((زه له دې كړنو پناه غواړم،ما هېڅكله د داسې كار حکم نه و وركړى؛خو بيا هم پردې كار خپه نه يم.))

 د هندې دا ناوړه كړه ددې لامل شو،چې هنده په مسلمانانو كې پر “ځيګر خورې هندې” مشهوره شوه او خلك يې زامنو ته د ځيګر خورې” زامن ووايي.

مسلمانان له پېغمبر اکرم سره يو ځاى د جګړې ډګر ته ورغلل،چې اويا تنه شهيدان خاورو ته وسپاري.د پېغمبر اکرم سترګې  پر حضرت “حمزه” ولګېدې او دومره  غوسه شو،چې سترګې يې سرې واوښتې او و يې ويل:(( اوس چې څومره غوسه يم؛تر اوسه لا دومره نه وم پر غوسه شوى.))

تاريخپوهان او مفسران يو خوله دي،چې مسلمانانو ژمنه وكړه او كله ورسره پېغمبر اکرم هم ور زياتوي،چې كه پر مشركانو برلاسي شول؛نو همدا كار به ورسره وكړو او د يوه پر ځاى به  له 30 تنو سره دا كار وكړو. د هغوى له دې هوډه ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې حضرت جبرائيل دا آيت راووړ:((كه هوډ لرئ مجازات يې كړئ؛نو په مجازاتو كې منځلاري اوسئ او له منځلارۍ مه وځئ او كه صبر وكړئ؛نو صابرينو ته ښه ده.)) (221)

 اسلام پردې آيت چې په خپله د قضايي چارو يو اصل دى،خلكو ته خپله روحاني عاطفي څېره وښووه او وايي اسلام د غچ اخستو دين نه دى  او د غوسو په توفان كې هم له عدالته پښه نه اړوي.

“صفيې” د حضرت “حمزه” خور غوښتل د خپل ورور مخ وويني؛خو زوى يې “زبير” د پېغمبر اکرم په حکم مخه ونيوه. “صفيې” خپل زوى ته وويل:((اورېدلي مې دي زما ورور يې مثله كړى، پر خداى قسم كه پرې مې ږدئ چې ويې وينم؛نو خپه به نه شم او د خداى په لار كې به دا مصيبت قبول كړم.))

 د اسلام په ښوونځي كې روزل شوې دا مېرمن راغله،خپل ورور يې وكوت، لمونځ يې ورته وكړ او خپل ورور ته يې دعا وكړه او ولاړه.

په رښتيا چې ايمان ستر ځواک دى،چې د غمونو،مصيبتونو او سترو توفانو په مخ كې درېږي او غم ځپلي ته وقار او صبر وربښي.

پېغمبر اکرم د احد د شهيدانو د جنازې لمونځ وكړ او بيا يې هغوى يو يو او يا دوه دوه خاورو ته وسپارل او حكم يې وركړ، چې حضرت “عمر جموع” او حضرت “عبدالله عمرو”(رضى الله عنهما) په يوه قبر كې خاورو ته وسپارئ؛ځکه ډېر پاخه انډېوالان وو او څومر به ښه وي، چي مړي يې هم يو ځاى وي.( 222)

د حضرت سعد بن ربيع وروستۍ خبرې

حضرت “سعد بن ربيع” د پېغمبر اکرم له پالوالو (وفادارو) يارانو ځنې و،چې زړه يې له ايمان او اخلاصه ډک و. هغه وخت يې چې 12 ټپه خوړلي وو او پر ځمكه پروت و؛نو يو سړى يې تر څنګ تېر شو او ورته يې وويل:(( “محمد” مړ شوى دى.))

 “سعد” ورته وويل:((كه “محمد”(ص) مړ شوى؛نو خداى خو يې ژوندى دى او د خداى د دين  خپرېدو ته جهاد كوو او د توحيد د پولو دفاع كوو.))

د جګړې اور چې مړ شو؛نو پېغمبر اکرم ته “سعد” ورياد شو او و يې ويل: (( څوك به د “سعد” خبر راوړي؟))

 حضرت “زيد بن ثابت”(رض) دا دنده واخيسته، ولاړ او “سعد” يې په مړيو كې پيدا كړ او ورته يې وويل:((پېغمبر اکرم دنده راكړې، چې د احوال سم خبر دې ورته يوسم.))

“سعد” ورته وويل:((پر پېغمبر اکرم مې سلام ووايه او ورته ووايه، د “سعد” د ژوند څو شېبې پاتې دي او خداى دې درته د خپلې پېغمبرۍ د شان ثواب دركړي.زما سلام پرانصارو او د پېغمبر اکرم پر يارانو ووايه او ورته ووايه:”كه تاسې ژوندي وئ او پېغمبراکرم ته زيان ورسېد؛نو خداى ته به هېڅ عذر او پلمه ونه لرئ.”))

 د پېغمبر اکرم استازى لا له حضرت “سعد” دومره لرې شوى نه و، چې د حضرت “سعد” روح د ابديت پر لور والوت.(223)

د حضرت له پيغامه ګټنه کېږي،لارويان بايد د خپل مشر له ساتنې غافل نه وي.

پېغمبر اکرم (ص) مدينې ته ستنېږي

لمر په ډوبېدو كې و او د احد پر سيمه عجيبه چوپتيا واكمنه وه. په همدې شېبو كې پېغمبر اکرم مسلمانانو ته مدينې ته د ستنېدو امر وكړ.

پېغمبر اکرم له انصارو او مهاجرو سره،چې په جګړه كې يې ګډون كړى و،مدينې ته راننووت. په مدينه كې د ميندو او خويندو ژړاګانو انګازې كولي.پېغمبر اکرم د “بني عبدالاشهل” كورونو ته راورسېد،د ښځو وير يې د زړه شيشه ماته كړه، له سترګو يې اوښكې راتويې شوى او ويې ويل:((خواشينى يم چې  څوك “حمزه” ته نه ژاړي.)) (224)

 حضرت “سعد بن معاذ” او څو نورو يوې ډلې ښځو ته وويل، چې راشئ او د اسلام پر خادم او ستر افسر وير وكړئ. پېغمبر اکرم، چې له دې پېښې خبر شو؛نو دې ښځو ته يې دعا وكړه او ويې ويل:(( له ما سره تل انصارو مادي اومعنوي مرستې كړې دي. د “حمزه” وير ته ناستې ښځې دې خپلو كورونو ته ولاړې شي.))

د ايماندارې مېرمنې خاطرې

د “بني دينار” د ټبر مېرمن،چې کونډه، بوره او وراده شوې وه، د ښځو په منځ كې ناسته وه او اوښكې يې تويولې او نورو ښځو هم وير كاوه. پېغمبر اکرم ددې ښځو تر څنګ تېرېده. دې مېرمن  په شاوخوا  کې له ناستو مېرمنو، د پېغمبر اکرم په باب وپوښتل. ټولو ورته وويل: (( د خداى شكر دى،چې پېغمبر اکرم روغ رمټ دى.))

 مېرمنې وويل:(( غواړم پېغمبر اکرم له نږدې ووينم.))

 پېغمبر اکرم ورته نژدې و. ورته يې وروښود،چې سترګې يې پرې ولګېدى؛نو خپل ټول غمونه يې هېر كړل، يو انقلاب يې راولاړ كړ او د زړه له كومې يې غږ كړ او ويې ويل: (( رسول اکرمه! ستا په لار كې ټول كړاوونه او غمونه اسان دي،چې ژوندي ياست؛نو هره ستره بلا،چې پر موږ راشي؛نو راته كوچنۍ ښكاري.)) (225)

د سرښندويو ښځو بله بېلګه

په تېرو پاڼو كې مو د حضرت “عمرو بن جموع” په باب ولوستل،سره له دې چې ګوډ و او جهاد هم پرې واجب نه و؛خو په ډېر ټينګار يې له پېغمبر اکرم نه د جهاد اجازه واخيسته او د مسلمانانو په لومړۍ ليكه كې ودرېد. زوى يې حضرت “خلاد” او د ښالى (د خور خاوند)  يې حضرت “عبدالله بن عمرو” هم په جګړه كې ګډون كړى و،چې درې واړه شهيدان شول.

ښځه يې؛”هنده” [د “عمرو بن خرام” لور د “جابر بن عبدالله انصاري”، ترور] احد ته راغله او خپل شهيدان يې پر اوښ واچول او مدينې ته راغله. په مدينه كې ډنډوره ګډه شوې وه، چې پېغمبر اکرم مړ شوى دى.

 ښځې د پېغمبر اکرم پر احوال پوهېدنې ته د احد پر لور رواتې وې،په منځ لار كې يې د پېغمبر اکرم ښځې وليدې،چې د پېغمبر اکرم په باب يې وپوښتل.دې مېرمن حال دا چې خپل شهيدان يې پر اوښ بار كړي وو، په ورين تندي يې وويل:((زېرى مې درباندې! پېغمبر اکرم ژوندى دى او ددې لوى نعمت پر وړاندې،چې راباندې څومره غمونه هم راشي، قبول مې دي او بل خبر دا،چې خداى كافران له غوسې ډك ستانه کړل.)) (226) بيا يې ترې وپوښتل:((دا مړي د چا دي؟))

ورته يې وويل:((ټول زما دي؛يو مې خاوند، بل مې ورور او بل مې زوى دى، چې ښخولو ته يې مدينې ته وړم.))

 د اوښ پړى يې نيولى و او د مدېنې پر لور روانه وه؛خو اوښ ډېر په سختۍ روان و. د پېغمبر اکرم له ښځو يوې ورته وويل:(( كېداى شي د اوښ بار دروند وي.))

 هندې ورته وويل:(( دا اوښ قوي دى او د دوو اوښانو بار وړای شي؛خو بل لامل لري او هغه دا،چې كه د اوښ مخه مې احد ته كړه؛نو ډېر په اسانۍ به ولاړ شي؛خو اوس يې، چې مخه مدينې ته ده؛نو په سختۍ ځي.))

“هندې” هوډ وکړ احد ته ولاړه شي او پېغمبر اکرم له دې کيسې خبر كړي، هغه له اوښ او مړيو سره احد ته راغله او له پېښې يې پېغمبر اکرم  خبر كړ. پېغمبر اکرم ورته وويل:(( مېړه دې جګړې ته ته! نو له خداى يې څه غوښتې وو؟))

 ورته يې وويل:((مېړه مې له خداى وغوښتل،چې خپل كور ته مې راستون نه کړې.))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((د مېړه دعا دې قبوله شوې، خداى نه غواړي دا جنازه د عمرو كور ته ولاړه شي؛نو تا ته په کار ده، چې دا مجاهدين د احد په سيمه كې خاورو ته وسپارې او پردې پوه شه،چې دوى درې واړه به په هغه دنيا كې يو ځاى وي.))

“هندې” اوښكې تويولې او له پېغمبر اکرم يې وغوښتل،چې دعا ورته وكړي، چې هغه هم ورسره وي.(227)

پېغمبر اکرم خپل كور ته راننووت او چې د فاطمې بي بي سترګې په خپل ټپي پلار ولګېدې؛نو په ژړا شوه. پېغمبر اکرم  خپله توره وركړه، چې ويې مېنځي.

“اربلي” د اوومې پېړۍ تاريخپوه: (( د پېغمپر لور اوبه راوړې،چې د خپل پلار د مخ وينې پرېمنځي. حضرت “علي” (ک) به ورته اوبه اچولې او فاطمې بي بي به د پېغمبراکرم مخ پرېمنځه؛خو دا چې ټپونه ژور وو،وينه بنده نه شوه؛د پوزي يوه ټوټه يې وسوځوله او ايره يې پر ټپونو كېښووه او وينه يې بنده شوه.)) (٢٢٨)

دښمن بايد تعقيب شي

د احد د جګړې ورپسې شپه ډېره حساسه شپه وه،  مسلمانان په خپلو كورو كې ويده وو. منافقان،يهودان او د “عبدالله ابى” پلويان ډېر خوشحاله وو. له ډېرو كورونو د خويندو او ميندو د وير غږونه راجګېدل. ددې احتمال هم و،چې د مدينې يهودان او منافقان د اسلام پر ضد راپاڅېږي او په اختلاف اچولو د مسلمانانو سياسي يووالى او د اسلام د مركز ټينګښت له منځه يوسي.

ځايي او كورني اختلافات تر بهرني دښمنه خورا زيات زيان لري؛ نو په كار وو پېغمبر اکرم هغوى پوه كړي او ورته ووايي، د توحيد قدرت هېڅكله بې نظمه قدرت نه دى او كه كوچنى حركت يې وكړ؛نو ځاى پر ځاى به له منځه تللي وي.

 پېغمبر اکرم د خداى له لوري مامور شو چې د هماغې شپې پر سبا دښمن تعقيب كړي .پېغمبر اکرم يوتن مامور كړ،چې د ښار په ټولو ځايو كې اعلان كړي:((پرون چې چا د احد په جګړه كې ګډون كړى؛سبا دې د دښمن تعقيب ته تياروي او چا،چې ګډون نه و كړى؛ حق نه لري په جهاد كې  راسره برخه واخلي.)) (229)

د پېغمبر اکرم  داپرېکړه د لاندې دلايلو له مخې و.

1 _ دا محدوديت،پر هغو، چې د احد په جګړه كې يې برخه نه وه اخستې يو ډول يرغل و او په حقيقت كې له هغوى چې د دفاع او برخې اخستو وړتيا نه لرئ د صلاحيت اخستل وو.

2 _ برخوالو ته يو ډول غوږتاوى و؛ ځکه د هغوى د بى نظمۍ له امله اسلام ماتې وخوړه،چې اوس بايد ماتې جبران كړي، چې بل ځل داسې بې نظمې ونه کړي.د پېغمبر اکرم  د  وياند دا خبره د “بني عبدالاشهل” د ټبر د يوه ځوان غوږ ته ورسېده . هغه له خپل ورور سره په كټ كې پروت و او سره له دې، چې خورا ستونزې يې درلودې او يو اس يې درلود؛نو يو بل ته يې وويل: ((ښه خبره نه ده،چې پېغمبر اکرم جهاد ته ولاړ شي او موږ ترې پاتې شو.)) دواړه وروڼه په نوبت پر اس سپرېدل او ځان يې د اسلام لښكر ته ورساوه.(230)

حمراء الاسد

ځينو په دښمن پسې تر “حمراءالاسد” پورېوتل يو څه کم ښکاري، مستقله غزا شمېرلې؛خو ځينو د احد د جګړې برخه ګڼلې ده.

 پېغمبر اکرم حضرت “ابن ام مكتوم” په مدينه كې خپل ځايناستى كړ او په “حمراءالاسد” كې يې، چې له مدينې اته ميله لرې و سنګر ونيو.

“معبد خزاعي” سره له دې،چې مشرك و، د پېغمبر اکرم ډاډېنه يې وکړه وويله. د “خزاعه” ټبر تل د اسلام ملاتړ و.”معبد” پېغمبر اکرم  ته د خدمت کولو په موخه د قريشو لښكرتون ته ورغى او له “ابوسفيان” سره يې وليدل. هغه پوه شو چې “ابوسفيان” هوډ کړى، پر مدينې بريد وكړي او نور مسلمانان هم ووژني. “معبد”، “ابوسفيان” له دې كاره منع كړ او ورته  يې وويل:((ابوسفيانه! “محمد” اوس په “حمراءالاسد” کې له ډېرو سرتېرو سره اړولي او هغه چې پرون ورسره په جګړه كې نه وو هغوى هم ورسره راغلي. ابوسفيانه! ما داسې څېرې وليدې،چې له غوسې سرې اوښتې دي او مسلمانان له پرونۍ بى انضباطۍ  سخت پښېمانه دي.))

 معبد “ابوسفيان” ته دومره د مسلمانانو د ظاهري قدرت او روحي ستريا په باب خبرې وكړې، چې “ابوسفيان” يې له خپل هوډه واړاوه.

 پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره د شپې په “حمراء الاسد” كې پاتې شو او سرتېرو ته يې حکم وكړ،چې خپاره شئ او هر يو بېل بېل اور ولګوئ، چې دښمن و انګېري،چې د مسلمانانو شمېر ډېر دى.

“صفوان بن اميه”، “ابو سفيان” ته وويل: (( مسلمانان غوسه دي او ټپ يې خوړلى، زما په اند همدومره بس دى او نور بايد مکې ته ستانه شو.)) (231)

مؤمن بيا بيا نه غولېږي

مؤمن تر يوه ځل زيات نه تېروځي. دا جمله پېغمبر اکرم هله وويله، چې “ابوعره جمحي” له پېغمبر اکرم ازادي وغوښته.هغه د بدر په جګړه كې نيول شوى و او پېغمبر اکرم د بدر تر جګړې وروسته په دې شرط ازاد كړى و،چې بيا به له مشركانو سره د اسلام پر خلاف فعاليت نه کوي او هغه هم ورسره منلې وه؛خو د احد په جګړه كې يې پر خپلې ژمنې عمل و نه کړ. مسلمانانو، چې له “حمراء الاسد”راستنېدل؛نيولى يې و. هغه دا ځل بيا له پېغمبر اکرم ازادي وغوښته؛خو پېغمبر اکرم يې په وړانديز غوږ و نه ګراوه او ورته يې وويل:(( مؤمن له يوې سوړې دوه ځل نه چيچل کېږي.)) او د هغه د اعدام حكم يې وكړ.

 د احد جګړه، چې له ډول ډول درسونو ډكه وه پاى ته ورسېده. (232)  بالاخره د احد جګړې د اويا،څلور اويا او ځينې وايي،چې د يواتيا  شهيدانو په وركولو پاى ته ورسېده او د مشرکانو د مړيو شمېر 22 تنه و او دا ترخه پېښه هله راپېښه شوه،چې ساتندويانو بې انضباطي وكړه.

 د احد جګړه،چې د شوال د مياشتې پر اوومه د شنبې له ورځې پېل شوې وه،د “حمراءالاسد” له پېښې سره يو ځاى د هماغې مياشې پر څوارلسمه پاى ته ورسېده.

 د هجرت د دريېم كال له مهمو پېښو د امام “حسن مجتبى” زوكړه  هم ده.

 

205_ سيره ابن هشام 2/ 83

206_  تاريخ كامل، 2/ 109

207_ ( آل عمران / 153)

208_ ( آل عمران سورت 144 آيت)

209_شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد 15/ 23 – 24

210_ سيره ابن هشام، 2/ 84 ، مغازى واقدى، 1/ 244

211_  تاريخ كامل، 2 / 107

212_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد 15/ 21

213_  تاريخ كامل، 2/ 107

214_ شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد 14/ 251

215_ خصال 1/ 368

216_  سيره ابن هشام 2/ 81

217_ ناسخ 1/ 357.

218_  سيره ابن هشام، 2/ 69 – 72

219_ شرج نهج البلاغه، ابن ابى الحديد،14/ 265 – 267

اسدالغابه 5/ 555.

220_  بحار الانوار 20/ 44 – 45.

221_  سوره نمل/ 126.

222_  سيره ابن هشام، 2/ 498 ،  بحار 20/ 131.

223_ سيره ابن هشام 2/ 95

224_ سيره ابن هشام، 2/ 99

225_  سيره ابن هشام 2/ 99

226_ شرح نهج البلاغه 14/ 262)

227_  مغازى واقدى، 1/ 265.

228_ كشف الغمه/ 54

229_  سيره ابن هشام، 2/ 101

230_  سيره ابن هشام 1\ 101

231_  طبقات كبرى 2 \49

232_ سيره ابن هشام 2/ 104، طبقات كبرى 2/ 36 – 49

مغازى واقدى  1/ 199- 340 ،  بحارالانوار 20 / 14  – 146

شرح نهج البلاغه ،  ابن ابى الحديد ، 14/ 14 – 218 او همداسې 15/ 60

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست