د قيامت تر ورځې د حضرت علي مبارزه د امت تر ټولو کړنو غوره ده چې د دين مخــــــــــالفان يې وو خوراک په داهسې مړنتـــــــــــــوب يې آفرين وو چې په کار يې محــــــــــــمد شو فرحناک که سواره يې مړني دلښــــــــکر ډېر دي لاس زما د دلدل سواردزين فـــــــــــتراک[1] ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٢ […]
د قيامت تر ورځې د حضرت علي مبارزه د امت تر ټولو کړنو غوره ده
چې د دين مخــــــــــالفان يې وو خوراک
په داهسې مړنتـــــــــــــوب يې آفرين وو
چې په کار يې محــــــــــــمد شو فرحناک
که سواره يې مړني دلښــــــــکر ډېر دي
لاس زما د دلدل سواردزين فـــــــــــتراک[1]
( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له سفيان ثوري له بهز بن حکيم ،حکيم له پلاره له نيکه روايتوي،چې وايي : رسول اکرم (ص) ويل : د خندق د جګړې پر ورځ له عمرو بن عبدود سره د حضرت علي مبارزه د قيامت تر ورځې زما د امت تر ټولو غوره چار دى.
دا روايت ( خطيب؛د بغداد تاريخي :ديارلسم ټوک،١٩ مخ ) له اسحاق بن بشر قرشي له بهز بن حکيم له پلاره له نيکه او دې ورته يو روايت فخر رازي په کبير تفسير کې د قدر سورت په تفسير کې راوړى دى .
( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له ابن اسحاق روايتوي،چې وايي : عمرو بن عبدود د بدر په جګړه کې هم برخه اخستې وه؛خو د ټپ اخستو له امله يې د احد په جګړه کې برخه وا نه خسته؛نو د خندق جګړې ته ځکه راغلى و،چې د بدر په جګړه کې د اخستل شوي ټپ غچ واخلي او ټول ځان يې پر وسله پوښلى و، چې ټول يې وګوري،حضرت علي پرې غږ وکړ : عمرو ! له خداى سره دې ژمنه کړې وه،چې که په جګړه کې مقابل لورى قرشي وي؛نو يو له دوو وړانديزونو يې ومنې . عمرو ورته وويل : هو همداسې ده ! حضرت علي ورته وويل : وړانديز درکوم،چې د خداى او رسول بلنه يې و منې او مسلمان شې . عمرو وويل : زه دې خبرو ته اړتيا نه لرم ، دويم وړانديز دې څه دى ؟ حضرت علي ورته وويل : بل داچې راسره وجنګېږې . عمرو ورته وويل: وراره! دا څنګه وړانديز دې ورکړ،پر خداى قسم،چې نه غواړم و دې وژنم . حضرت علي ورته وويل : پر خداى قسم،چې غواړم تا ووژنم . عمرو غيرتي شو او له اس يې راودانګل او د حضرت علي پر لور راغى او غږ يې کړ : څوک دى،چې له ما سرو وجنګېږي ؟ دا مهال وسلوال حضرت علي پاڅېد،چې يوازې سترګې يې ښکارېدې او و يې ويل : رسول الله ! اجازه راکړه،چې ډګر ته ورشم. پېغمبر(ص) ورته وويل : اخر هغه عمرو بن عبدود دى ، ته کېنه ! عمرو بيا غږ کړ : په تاسې کې سړى نشته ؟ رسول اکرم(ص)، علي ته اجازه ورکړه او ولاړ او و يې ويل :
لا تعجلن اتاک مجيب صوتک غير عاجز
ذونبهة و بصيرة والصدق منــجى کل فائز
انى لارجو اقيم عليک نامـــــحة الجنـــائز
من ضربة نجلاء يبقى ذکرها عندالهــزاهز
عمرو وپوښته :څوک يې ؟ ورته يې وويل : علي يم ؟ پوښتنه يې وکړه : د چا زوى يې ؟ زه د عبدمناف زوى علي بن ابيطالب يم . عمرو ورته وويل : ستا په لښکر کې داسې کسان شته ،چې تر تا پاخه وي،ستون شه !نه غواړم ودې وژنم او وينه دې تويې کړم .حضرت علي : خو زه ستا د وينې تويولو لپاره هېڅ پروا او وېره نه لرم . عمرو له اسه راکوز شو او د برښنا په څېر يې خپله توره راوايسته او د حضرت علي پر لور راغى . حضرت علي هم ورمخکې شو او د څرمنې سپر يې د تورې مخې ته ونيو. دواړه ونښتل او د نښـتې له امله دوړې شوې،چې يوه لښکر هم نه ليدل،چې څه روان دي،چې ناڅايه له دوړو د حضرت علي د الله اکبر غږ راپورته شو او پېغمبراکرم پوه شو،چې حضرت علي، عمرو له منځه وړى دى ._ تردې چې وايي : _ حضرت علي د رسول اکرم(ص) پر لور راغى چې څېره يې ځلېده . حضرت عمر بن خطاب وپوښتل : ولې دې د عمرو سلب را وا نه خست او د زغرې په څېر یې بله نشته ؟ حضرت علي ورته وويل : هغه مې چې وواهه او پر ځمکه ګوزار شو او چې غوښتل مې سر ترې غوڅ کړم؛نو عورت يې ښکاره کړ،وشرمېدم،چې سلب يې واخلم او تر مړينې وروسته يې لښکريانو له ځان سره وتښتاوه.
دا روايت ( شبلنجي؛ نورالابصار :٧٩ مخ ) هم راوړى؛خو په دومره توپير چې د عمرو بن عبدود شعرونه يې هم راوړي،چې وايي :
ولقد بحجت من النداء لجمعکم هل من مبارز
و وقفت اذوقت الشجاع مواقف القرن المناجر
و کذلک انى لــــــم ازل متترعاً قبــــــــل الهزاهز
ان الشجاعة فى الفتى و الجود من خير الغرائز
غږ مې ټپ شو،دومره چغې مې ستاسې لښکر ته ووهلې،چې څوک دى مبارز او د مړانې پر مقام ولاړ يم،چې د خپل قوم ستر يم او مبارز غواړي زه تل د اوښانو اخستونکى او د جګړې د ورځې په هيله وم . هو ! مړانه په مېړنيو کې او سخاوت تر ټولو غوره غريزه ده .
( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٣ مخ ) په خپل سند له عاصم بن عمر ابن قتاده د عمرو له خور څخه د خپل ورور په مرثيه کې شعرونه نقل کړي،چې دادي :
لوکان قاتل عمرو قاتله
بکيته ما اقام الروح فى جسدى
لـــکن قاتله من لايعاب به
و کان يدعى قديما بيضة البد
که د عمرو قاتل بې له هغه بل څوک و،چې وژلى يې دى؛نو چې ژوندۍ وم، ژړل به مې؛خو د ورور وژونکى مې هغه دى، چې چا پکې نيمګړتيا نه ده ليدلې او زما د ورور پر وژلو هم نه رټل کېږي او هغه هم دى،چې له پخوا به يې ورته د قوم مشر وايه .
فخر رازي په کبير تفسير کې د بقره د سورت د (تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ؛تېر انبياء مو ځينې پر ځينو غوره کړل ) آيت په تفسير کې روايتوي،چې د عمرو عبدود تر وژولو وروسته،رسول اکرم (ص)، حضرت علي وپوښت: علي ! هغه مهال دې خپل زړه څنګه وموند ؟ حضرت علي ورته وويل : هغه مهال مې زړه دومره پياوړى و،چې که ټوله مدينه راسره جنګېدلې واى؛نو ورسره به جنګېدلاى وم .
سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت د (وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ) د آيت په تفسير کې له ابي حاتم، ابن مردويه او ابن عساکر ټول له ابن مسعود روايت کړى، چې هغه دا آيت داسې ولوست: ( و کفى الله المؤمنين القتال بعلي بن ابيطالب ) او دا مانا ذهبي هم د ميزان الاعتدال د دويم ټوک په ١٧ مخ کې له ابن مسعود نقل کړې _ ؛البته مانا يې دا نه ده،چې د علي بن ابيطالب ټکى هم د قرآن برخه وه،چې بيا لرې شوې؛بلکې ابن مسعود غوښتل ووايي،چې دا آيت د علي بن ابيطالب په اړه نازل شوى دى .
ذوالفقــــــــــار يې ازدها وودوى يې ژبې
چې ددين مخــــــــــالفان يې وو خوراک
په داهسې مړنتـــــــــــــوب يې آفرين وو
چې په کاريې محــــــــــــمد شو فرحناک
که سواره يې مړني دلښــــــــکر ډېر دي
لاس زما د دلدل سوارد زين فـــــــــــتراک
د خيبر په کوټ يې هســـې زور ښکاره کړ
چې له ويخه يې راونــــــــــــــــړول پاک [2]
( امام احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي رافع روايتوي،چې له حضرت علي سره د خيبر د کلاوو پر لور ولاړو؛نو همدا چې ورنږدې شو؛نو له کلاګانو پرې يرغل وشو او له حضرت علي سره ونښتل،چې يو سړي پر حضرت علي د تورې ګوزار وکړ او ډال يې ترې ګوزار کړ؛نو حضرت علي يو ور راواخسته او خپل ډال يې کړ او تر هغې يې په لاس کې و، چې خيبر يې سوبه کړ او بيا يې پر ځمکه ګوزار کړ،بيا زه او اووه کسان نور ولاړو،چې ور راپورته کړو،چې څومره دروند دى؛خو څومره زورونه مو چې ووهل،له ځايه مو و نه خوځاوه .
دا روايت (ابن جرير طبري؛ تاريخ : دويم ټوک :٣٠٠ مخ ) او ( علي بن سلطان؛مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٦ مخ ) کې هم راوړى او د احمد بن حنبل مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .
( د بغداد تاريخ : يوولسم ټوک،٣٢٤ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي،چې د خيبر د سوبې پر ورځ،چې حضرت علي کوم ور اوچت کړى و؛نو تر څلوېښت لږو کسانو اوچت نشو کړای.
دا روايت ( ذهبي؛ميزان الاعتدال : دويم ټوک،٢١٨ مخ ) ، ( عسقلاني؛ فتح الباري :نهم ټوک،١٨ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٧ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٨٨ مخ ) هم راوړى او محب طبري او علي بن سلطان ويلي : بيا چې غوښتل دا ور پر خپل ځاى کېږدي؛نو اويا کسانو دا کار و.
( کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٨ مخ ) له حضرت جابر بن سمرة روايتوي،چې وايي : حضرت علي د خيبر پر ورځ ور راونړاوه او مسلمانان کلا ته ورننووتل او کلا يې سوبه کړه او بيا تر څلويښتو لږو کسانو و نه شو کړاى ور اوچت کړي .
( ابن عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٣٩٨ مخ ) له زبير بن بکار له عبدالله بن بريده له حضرت بريده روايتوي،چې حضرت ام سلمه بي بي هم د خيبر په جګړه کې وه او و يې ويل : د مرحب پر غاښونو مې د علي د تورې د ګوزار غږ واورېد .
فخر رازي په کبير تفسير کې د کهف د سورت د (أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا) آيت په تفسير کې د کراماتو پېښېدو ته شپږم دليل راوړي،وايي : څوک چې د غيبي نړۍ په اړه ډېره پوهه ولري؛نو زړه او ماغزه يې غښتلي وي؛نو ځکه حضرت علي کرم الله وجهه وايي : پر خداى قسم،هغه مهال مې د خيبر ور په جسماني ځواک پورته نه کړ او په رباني او اسماني ځواک مې پورته کړ او داچې هغه مهال حضرت علي کرم الله وجهه په ټوليزه توګه له توکیزې- مادي نړۍ سره اړيکه پرېکړې وه او د نور پرښتو د عالم کبرياء رڼا پرې اچولې وه،چې په پايله کې يې اروا د ملکي ارواوو په څېر غښتلې شوې وه او داسې ځواک يې لاس ته راوړى و،چې تر اوسه لا هيچا هم لاس ته نه و راوړى .
( هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،١٨٠ مخ ) وايي : له حضرت انس بن مالک روايت،دى چې وايي : د حنين د جګړې پر ورځ بې له حضرت عباس (د پېغمبر تره)، حضرت ابوسفيان بن حارث (د پېغمبر د تره زوى) او حضرت علي ټول وتښتېدل او يوازې دوى ول،چې په هغه حال کې جنګېدل .
او د هماغه ټوک په ١٨٢ مخ کې له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب يو موټى خاورې رسول اکرم ته ورکړې او رسول اکرم پر دښمن وروشيندلې .
حضرت علي پر ځمکه سيف الله او اسدالله دی
( ذخاير العقبى :٩٢ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : پېغمبراکرم (ص) پر منبر کېناست او ډېره وينا يې وکړه او بيا يې وپوښتل: علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ حضرت علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل : رسول الله حاضر يم . پېغمبر اکرم خپلې سينې ته رانږدې او د دوو سترګو تر منځ يې ښکل کړ او پر لوړ غږ يې وويل : مسلمانانو ! دا زما ورور،د تره زوى او زوم دى؛زما غوښه ، وينه او ويښته دى؛دا زما د دوو زامنو پلار دى،چې د جنت د ځوانانو ښاغلي دي، دا دى چې تل يې زما د ستونزو غوټى پرانستې،پر ځمکه د خداى دښمنانو پر خلاف سيف الله او اسدالله دې، پر دښمنانو دې يې د خداى لعنت وي،زه او خداى يې له دښمنانو کرکجن يو او که څوک غواړي له ما او خدايه بېزاره او کرکجن شي؛نو له علي دې بېزاره شي او ناست کسان دې دا خبره هغوى ته ورسوي،چې نشته . بيا يې وويل : علي کېنه ! چې خداى معرفي کړې.
( ابن قتيبه؛الامامة والسياسية :٩٧ مخ ) له ابو المجحن ثقفي بې له سنده روايت نقل کړى،چې حضرت معاويه ته ورغى او ورته يې وويل : زه له بې سره، بې ژبې، ډارن او بخيل علي بن ابيطالب څخه راغلم . حضرت معاويه ورته وويل : ته او خداى ! پوهېږې چې څه وايې ؟ او دا چې ودې ويل، هغه بې ژبې دى؛نو پر خداى قسم که د خلکو ټولې ژبې يو ځاى شي؛نو يوازې د علي ژبه ورته کافي ده او داچې و دې ويل،چې هغه ډارن دى؛نو مور دې سر ته کېنه؛ تا تر اوسه څوک ليدلى،چې علي ته به ټينګ شوى وي او پر منځ به يې نه وي نيم کړى؟ او داچې و دې ويل،هغه کنجوس دى؛نو پر خداى قسم،چې يو کور له سرو زرو او بل له بوسو ورکړې؛نو سره زره به تر بوسو مخکې نفقه کړي . د ابوالمحجن زوى وويل :نو ولې وسره جنګېږې .حضرت معاويه ورته وويل : د حضرت عثمان د وينې ته.
( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٥ مخ ) حضرت ابن عباس وپوښتل شو: د صفين په جګړه کې په خپله جګړې ته تللى وې که نه ؟ ځواب يې ورکړ: پر خداى قسم د هغه په څېر مې هېڅ څوک نه دي ليدلي،چې د مرګ خولې ته ځان ورغورځوي او له ډېرو جنګياليو سره جنګېدلى او ټول يې وژلي دي .
محب طبري د ذخاير په ٩٩ مخ کې راوړي او واقدي ته يې نسبت ورکوي او وايي : ابن هشام له يو داسې کس نقل کړي،چې پرې ډاډمن و وايي : پر هغه ورځ،چې مسلمانانو د بني قريظه کلا را ایساره کړې وه؛نو حضرت علي يو غږ وکړ: د ايمان سرتېرو بريد وکړئ او په خپله له حضرت زبير بن عوام سره مخکې ولاړ او غږ يې کړ : پر خداى قسم،هغه شربت څښم،چې تره مې حمزه سيد الشهدا وڅښکه او يا به کلا سوبه کړم . د کلا خلکو چغې کړې : محمده ! د سعد بن معاذ پرېکړه مو قبوله ده .
په برخلیک سازو جګړو کې د حضرت علي ونډه
( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١١ مخ ) او همداراز ( درېم ټوک،١٣٧ مخ ) په دې اړه دوه روايتونه راوړي،چې په دويمي کې مالک بن دينار وايي : حضرت سعيد بن جبير مې وپوښت: په جګړو کې د رسول اکرم بېرغ د چا په لاس کې و ؟ له مانا ډکه کتنه يې راته وکړه او را ته يې وويل : راته ښکاري،چې ډېر بې فکره يې . خپه شوم او دا خبره مې دهغه ملګري قراء ته وکړه،چې سعيد مې وپوښت ،ويې ويل : په داسې ځاى کې دې وپوښت،چې له حجاج څخه وېرېده او پټ و او نن راغلى او د کعبې په شاوخوا کې يې پېدا کولاى شې؛نو ته کړاى، شې چې ورشې او خپله پوښتنه ترې وکړې او ځواب دې واخلې؛نو ما هم د کعبې مخامخ پوښتنه وکړه او راته يې وويل : په ټولو جګړو کې د رسول الله (ص) بېرغ له حضرت علي سره و او زه دا له حضرت ابن عباس روايتوم .
دا روايت ابن سعد هم د طبقات د درېم ټوک په ١٥ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى،چې سعد وايي : پر لار به د جګړې بېرغ ابن ميسره عبسي وړه؛خو چې جګړه به شوه؛نو علي به نيوه .
دا روايت ( ذخاير :٧٥ مخ ) هم راوړى او د احمد بن حنبل مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .
په تېرو مخونو کې مو له ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٤٩٩ مخ ) له قيس بن ابي حازم يو روايت راوړ،چې وايي : په مدينه کې په بازار کې ګرځېدم او باحجار زيب ته ورسېدم،چې يوه ډله مې وليده،چې حضرت علي کنځي او څوک هم ورته څه نه وايي،چې حضرت سعد بن ابي وقاص رامخکې شو او و يې ويل : آيا علي ړومبى مسلمان، ړومبى لمونځ کوونکى، تر ټولو زاهد، تر ټولو عالم، د رسول اکرم زوم او د خداى د رسول د بېرغ خاوند نه و . ( د حديث تر پايه )
( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٣٦٨مخ ) په خپل سند له مقسم ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب :درېم ټوک،٤٧٥ مخ ) له نوموړي (اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٠ مخ ) له حضرت ثعلبة بن ابي مالک، ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٩٥ مخ ) له حضرت سعد بن عباده ، ( ابن سعد؛ طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم،١٤ مخ ) له حضرت قتادة ، ( رياض النضره:دويم ټوک،١٩١مخ ) له حضرت ابن عباس ، ( هيثمي؛مجمع : پينځم ټوک، ٣١١ مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١١ مخ ) ، (کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٦٩ مخ ) له حضرت ابن عباس، (هيثمي؛مجمع :شپږم ټوک،١١٤ مخ ) ، (رياض النضره : دويم ټوک،١٩١ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،١٦ مخ ) ، (اسدالغابه : څلورم ټوک،٢١ مخ ) او ( صواعق محرقه :٧٦ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : ابويعلي له حضرت ابوهريرة روايتوي،چې وايي : حضرت عمر بن خطاب وويل : علي داسې ځانګړنې لرې،چې که يوه يې هم ما درلوده؛نو تر ټولو نعمتونو به راته ښه وه . پوښتنه وشوه : هغه کومې ځانګړنې دي؟ له فاطمې سره واده، په جومات کې ژوند او د خيبر د جګړې د ورځې بېرغ.
[1] . (ارمغان ٥مخ)
[2] . (ارمغان ٥مخ)
سرچینه :
د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړنه : اجرالدین اقبال