تبلیغات

په قيامت کې پوښتنه او حساب د قيامت راتګ، معاد، د مړيو راژوندي کېدل او د هستۍ د نظام له منځه تګ ځکه دي،چې له انسان سره په دنيا کې د کړو اعمالو حساب او پوښتنه ترې وشي .دلته موږ د آيتونو او روايتونو په رڼا کې يو لړ مسايلو ته اشاره کوو:   له […]

په قيامت کې پوښتنه او حساب

د قيامت راتګ، معاد، د مړيو راژوندي کېدل او د هستۍ د نظام له منځه تګ ځکه دي،چې له انسان سره په دنيا کې د کړو اعمالو حساب او پوښتنه ترې وشي .دلته موږ د آيتونو او روايتونو په رڼا کې يو لړ مسايلو ته اشاره کوو:

 

له هر چا پوښتنه

قرآن شريف وايي : فَلَنَسْأَلَنَّ الَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْأَلَنَّ الْمُرْسَلِينَ (اعراف/۶) = نو هرومرو به له هغوى (هم) وپوښتو،چې پېغمبران ورته لېږل شوي او هرومرو پخپله له پېغمبرانو ( هم) پوښتنه كوو. (٢٥٧)

موږ به هرومرو هغوى پوښتو،چې استازى مو ورته ورلېږلى و او له خپل استازي به هم وپوښتو،چې آيا زموږ وينا دې خلکو ته رسولې که نه ؟ هو! په قيامت کې به له هر چا پوښتنه کېږي .

 

له ټولو کړنو پوښتنه به کېږي

د قيامت پر ورځ به د انسان د ټولو کړنو په هکله پوښتنه کېږي(( وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)) (٢٥٨) .

د هغه څه پوښتنه به درڅخه هرومرو کېږي،چې کړي مو دي که څه هم لږ او ناڅيزه وي.

فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ(زلزله/۷) = نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي وبه يې ګوري.

وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (زلزله/۸) = او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي وبه يې ګوري. (٢٥٩)

که څوک د ذرې هومره ښه او يا بد وکړي (٢٦٠) (ذره،خورا کوچني موجوداتو ته وايي،لکه له يوه تنګ سوري،چې د لمر رڼا تېرېږي او په هغه رڼا کې دا کوچني ذرات ښکاري.)؛نو د قيامت پر ورځ به هماغه ويني؛البته دا آيت د خير او شر د ټولو چارو لپاره ټوليز قانون دى؛خو د انسان په کړنو کې ځينې کړنې دومره عالي دي،چې ان ګناهونه پر ښېګڼو اړوي او ځينې ګناهګانې دومره خطرناکې وي،چې ټولې ښېګڼې له منځه وړي .

 

د هر حالت پوښتنه

په قيامت کې به خداى د هغو ګناهونو پوښتنه هم کوي،چې ظاهري بڼه نه لري؛لکه شرک،ريا،له حقه سترګې پټول . قرآن شريف په دې هکله وايي :وَإِن تُبْدُواْ مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ اللّهُ(بقره/۲۸۴) = څه چې په زړونو كې لرئ،كه ښكاره يا پټ يې كړئ (؛ نو) خداى به له تاسې د همدې له مخې حساب واخلي . (٢٦١)

ان د اندونو‏ او نيت په هکله مو ‏هم پوښتل کېږو. د مثال په توګه : که چېرته مو له يو بېوزله سره د خداى لپاره مرسته نه وي کړي او د شهرت د لاس ته راوړنې ته مو دا کار کړى وي ؛نو ددې کار پوښتنه به هم کېږي.

په هر ځاى کې د عمل محاسبه

حضرت لقمان حکيم خپل زوى ته د وصيت په ترڅ کې وويل : يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ (لقمان/۱۶) = يه زما زويکه! كه د اوري ( غوښتو) د دانې هومره (نېك يا بدعمل) وي او په كوم لوى ګټ (پر ښه) يا د اسمانو او ځمكې (په څنډه) كې (پټ) وي؛ نو خداى به يې (د قيامت پر ورځ د حساب لپاره) راباسي [ځكه]چې خداى ژور ليدونكى (او) له هر څه ښه خبر دى. (٢٦٢)

هو! که کار څومره هم وړوکى،پټ او لرې وي ؛خو له خدايه نشي پټېداى؛ ځکه خداى هم خبير دى او هم لطيف؛پر دقيقو او ظريفو چاروو پوهه لري .

 

پوښتنه کوي که نه يې کوي

تر اوسه مو د آيتونو په رڼا کې ولوستل،چې له هر چا به د هر عمل په هر حالت کې پوښتنه کېږي؛خو د قرآن شريف په ځينو آيتونو کې راغلي: وَلَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ (قصص/۷۸) = او(چې كله الهي عذاب راورسي؛نو) له مجرمانو د هغوى د ګناهونو پوښتنه نه كېږي.( او سيده دوزخ ته ځي) (٢٦٣)

په بل آيت کې وايي : فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُسْأَلُ عَن ذَنبِهِ إِنسٌ وَلَا جَانٌّ (ممتحنه/۳) = د قيامت پر ورځ به ستاسې خپلوان او اولادونه تاسې ته هېڅ ګټه در و نه رسوي (خداى) ترمنځ مو بېلتون راولي او څه چې كوئ،خداى يې ليدونکى دى.

فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُسْأَلُ عَن ذَنبِهِ إِنسٌ وَلَا جَانٌّ (رحمن/۳۹) = نو پر هغه ورځ له هېڅ انسان او پېري د ګناه پوښتنه يې نه كېږى (او هر څه څرګند دي). (٢٦٤)

اوس دا آيتونه څنګه له پخوانيو آيتونو سره سمون خوري او ولې په يو ځاى کې وايي : پوښتنه به کېږي او په بل ځاى کې وايي پوښتنه نه کېږي؟

ځواب: ړومبى داچې ړومبى آيت د قيامت په هکله نه دى؛ځکه آيت د قارون او د هغه د هلاکېدو کيسه کوي او خبردارى ورکوي : اى د وخت قارونونانو! څو چې درسره وخت وي ؛نو په خود کې شئ او پر کږه مه ځئ؛ځکه موږ د قهر او عذاب پر مهال چاته د بښنې د غوښتو وخت نه ورکوو او موږ،چې فاسدان هلاکوو؛نو د ګناهونو په هکله يې نه پوښتو او ورته د پوښتنې او ځواب مهلت نه ورکوو.

دويم داچې پوښتنه د پوهېدنې لپاره وي؛يعنې انسان د خپل ځان پوهولو ته پوښتنه کوي،چې خداى ورته اړتيا نه لري او همداراز پرښتې مؤمن او ګناهګار له څېرې پېژني؛لکه څنګه چې قرآن شريف وايي : يُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِيمَاهُمْ(رحمن/۴۱) = مجرمان له خپلو څېرو پېژندل كېږي. (٢٦٥)

درېم داچې په قيامت کې تم ځايونه خورا ډېر دي او مرحوم علامه طباطبايي د روايتونو په رڼا کې وايي :په قيامت کې تم ځايونه خورا ډېر دي، چې په ځينو کې پوښتل کېږي او په ځينو کې نه پوښتل کېږي؛نو پر دې بنسټ هغه آيتونه،چې په قيامت کې د حساب او پوښتنې په هکله دي،په يوه پوړ او يا تم ځاى پورې اړه لري او دا آيتونه په بل تم ځاى پورې . ( ٢٦٦) ( د الميزان تفسير، ۱۹/ ۱۲۱)

 

بنسټيزى پوښتنې

که څه هم پخوا مو وويل،چې له ټولو کړنو،افکارو او حالاتو پوښتنه کېږي؛خو داچې په روايتونو او آيتونو کې پر ځينو مسلو ډېر حساسيت ښوول شوى او امامانو هم د خلکو پام ورته راګرځولی دى ؛نو موږ يې څو ته اشاره کوو :

قرآن شريف وايي : ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ (تکاثر/۸)= بيا به هرومرو پر هغه ورځ (له تاسې ټولو) د (دركړ شويو) نعمتونو پوښتنه وشي. (٢٦٧)

په روايت کې راغلي: په آيت کې له ((نعمت)) نه مراد د معصوم امام ولايت دى (٢٦٨).( بحارالانوار، ۷/ ۲۷۲)

علامه طباطبايي وايي :د اوبو او خوړو د نعمتونو په هکله هم پوښتنه کېږي؛ځکه له دې نعمتونو،چې کومه انرژي لاس ته راغلې،د خداى او دهغه د استازي (ص) په لار کې ترې ګټنه شوې که نه او په خپله د اوبو او خوړو په هکله پوښتنه نشته (٢٦٩)؛د مثال په توګه : يو پلار،چې د خپل اولاد زده کړې ته امکانات فراهم کړي ؛نو که اولاد يې زده کړه ونه کړي؛نوددې ټولو نعمتونو پوښتنه به ترې کېږي .

نو د مادي او جزيي نعمتونو په هکله ځکه پوښتنه کېږي،چې ولې دا نعمتونه،په هغه ځاى کې،چې بايد مصرف شوي واى،نه دي مصرف شوي؛خو هغوى چې له مادي امکاناتو د خداى په لار ګټه اخستې وي ؛ نو نه پوښتل کېږي .

په ډېرو راويتونو کې راغلي : په قيامت کې به انسان له خپل ځايه ونه خوځې څو د عمر،ځوانۍ،مال او د خداى د استازي د مينې او ولايت په هکله نه وي پوښتل شوی .(٢٧٠) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۵۸)

په قرآن شريف کې راغلي ‏: إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا(اسراء/۳۶) = ځكه چې غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي (٢٧١)

غوږ د اورېدل شويو په هکله، سترګې ‏د ليدل شويو په هکله او زړه د فکر او ګروهې ‏په هکله پوښتل کېږي. (٢٧٢) (تفسير صافي)

په روايت کې دي،چې د قيامت پر ورځ به تر ټولو ړومبۍ پوښتنه د لمونځ په هکله کېږي او چې لمونځ قبول شو؛نو نور اعمال به هم قبول شي او چې لمونځ قبول نشو؛نو نور اعمال هم نه قبلېږي (٢٧٣). ( بحارالانوار، ۷/ ۲۶۷)

د نحل د سورت په ٥٦ آيت او د عنکبوت د سورت په ١٣ آيت کې لولو،چې د هغو ملنډو په هکله به هم پوښتنه کېږي ،چې پر دين وهل شوي دي .

په قرآن شريف کې راغلي،چې د هغه موهوماتو په هکله به هم پوښتنه کېږي،چې بې له کوم دليله پر خداى ور تپل شوي دي .د مثال په توګه: هغوى چې پرښتې د خداى لوڼې ګڼلې(( سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ)) (زخرف/۱۹) (٢٧٤)؛موږ به د هغوى دا بېځايه خبرى ثبت کړو او په قيامت کې به ترې نه پوښتنه وکړو .

د ځينور روايتونو په رڼا کې انسان به د هغو تېريو په هکله هم پوښتل کېږي ،چې پر څارويو يې کړي دي . رسول اکرم يو اوښ وليد،چې تر بار لاندې تړل شوى ده ؛نو   و يې ويل : د دې اوښ خاوند دې د قيامت د ورځې حساب کتاب ته ځان چمتو کړي . (٢٧٥)

په قرآن شريف کې راغلي : وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ. بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ (تکوير/۸،۹)= او چې كله له ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ وپوښتل شي چې:((په كومه ګناه وژل شوې يې ؟!)) (٢٧٦)

کېداى شي دا خبره هغوى هم په ځان کې راونغاړي،چې ماشومان غورځوي او يا د ماشوم تر په ګېډه کېدو وروسته يې صفايي کوي .

 

بې ځوابه پوښتنې

په قيامت کله له انسانه داسې پوښتنه کېږي،چې ځواب يې ورسره نه وي او په واقع کې دا يو ډول روحي کړونه ده؛ځکه هغوى بې له شرمه بل هېڅ ځواب نه لري ؛لکه :

١_ له مشرکينو پوښتنه

د قرآن شريف په ډېرو آيتونو کې راغلي: د قيامت پر ورځ به مشرکان او هغوى پوښتل کېږي،چې بې د خداى له قانونه يې له بل قانونه لاروي کړې وي او يا بې د خداى له قدرته بل قدرت ته په تمه شوي وي او وايي : ((أَيْنَ شُرَكَآئِيَ)) (٢٧٧) ( دا تعبير څلور ځل په قرآن کې راغلی: نحل/ ۲۷ – قصص/۶۲، ۷۴ – فصلت۴۷)؛چېرته دي هغه چې په دنيا کې مو راسره شريک کړي ول ؟

او يا داچې وايي : وَقِيلَ ادْعُوا شُرَكَاءكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ(قصص/۶۴) = او هغوى[=عابدانو] ته ويل كېږي: (( خپل (هغه) معبودان راوبلئ، چې له خداى سره مو شريكان ګڼل (چې مرسته درسره وكړې)!”نو هغوى به راوبلي؛خو هغوى ته به هېڅ ځواب ورنه کړي (٢٧٨)

٢_ د فرصوتونو پوښتنه .

يوه بله پوښتنه،چې په قيامت کې به ورته انسان ځواب نه لري دا ده،چې په دوزخ کې پراته کفار او ګناهګاران به له خدايه دنيا ته د راستنېدو غوښتنه کوي او وايي به:خدايه !موږ د دوزخ له اوره وساته،چې ښه کارونه وکړو. خداى به ورته په ځواب کې ووايي : ((أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ)) (فاطر/۳۷) (٢٧٩)؛آيا تاسې ته مو د عبرت اخستنې هومره عمر در نه کړ،چې که عبرت اخستوونکي وي،پکې عبرت واخلي ؟؛خو انسان ددې پوښتنى ځواب نه لري ؛ځکه چې له لسونو کلونه عمر يې کړى دى اوکولاى يې شول،چې په يوه شېبه کې په ؛خود کې شي ،توبه وباسي او ښه کارونه وکړي .

٣_ له شيطانه د لاروۍ پوښتنه .

قرآن شريف وايي : خداى به د قيامت پر ورځ هغوى وپوښتي،چې له شيطانه يې لاروي کړي وي :

أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (يس/۶۰) = د آدم اولادې! ايا ما له تاسې سره تړون نه وكړى، چې شيطان مه لمانځئ؛(ځكه) چې هغه ستاسې ښكاره دښمن دى؟! (٢٨٠)

؛خو دا پوښتنه به له سرکوزۍ پرته هېڅ ځواب نه لري .

څوک به حساب کوي ؟

اوس به راشو او د روايتونو او آيتونو په رڼا کې به وګورو،چې څوک به د قيامت پر ورځ له انسان سره حساب کوي ؟

الف: لوى خداى.

په قيامت کې به خداى له انسان سره حساب کوي؛هغه خداى چې عالم،عادل او عزيز دى او پر هېڅ چا ظلم نه کوي او دهغه حساب د بل هر حساب کوونکي په پرتله کافى دى ؛(( وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ)) ( انبياء/۴۷) (٢٨١).

هغه حساب کوونکى،چې لورين دى او زموږ له وړو او غټو کارونو خبر دى.

وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا(کهف/۴۹) = او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو ته به ګورې چې ګناهکاران، څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به :((هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟!)) او(حال دا چې) خپل ټول كړه به حاضر ويني او ستا پالونكى پرهېچا تېرۍ نه كوي. (٢٨٢)

هغه حساب کوونکى،چې د سترګو په رپ کې له مخلوقاتو سره حساب کوي (٢٨٣) ( د مجمع البيان تفسير د بقره/ ۲۰۲ تر ايت لاندې)

تر ټولو ژر حسابی دى . ((وَهُوَ أَسْرَعُ الْحَاسِبِينَ)) ( آل عمران/۶۲) (٢٨٤)

يو سړي، حضرت علي وپوښت: خداى به څنګه له دې ټولو مخلوقاتو سره حساب کوي ؟

ورته يې وويل : لکه څنګه،چې روزي ورکوي ؛نوهماغسې ورسره حساب هم کوي . بيا يې وپوښتل،چې څنګه به ورسره حساب کوي حال دا چې هغوى به خداى نه ويني ؟ ورته يې وويل : لکه څنګه چې روزي ورکوي ؛خو مخلوقات يې نه ويني(٢٨٥) . (نهج البلاغه ۳۳۰ کلام)

پوښتنه : ويل کېږي ، چې خداىسريع الحساب دى او بيا په يو حديث کې هم راغلي دي، چې دا حساب د يوې اوزې د لوشلو هومره وخت نيسي (٢٨٦) (د مجمع البيان تفسير) او يا وايي،چې د سترګو په رپ کې وي ؛نوبيا ولې ويل کېږي،چې د ځينو لکه شتمنو او د چارواکو حساب به اوږد وي ؟

ځواب: د حساب اوږدېدل په ځواب کې د ځنډ ورکولو له امله دى نه د حسابوونکي د ضعف له امله .

ب: د امت مشران

په روايتونو کې راغلي دي،چې خداى د هر امت حساب د هغه امت امام او اسماني مشر ته ورسپارلى دى ، چې څو بېلګو ته يې اشاره کوو :

په روايت کې راغلي : د قيامت پر ورځ به د حساب لپاره زموږ لارويان موږ ته راسپارل کېږي (٢٨٧) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۶۴)

په روايت کې راغلي : له خلکو سره به موږ حساب کوو . (٢٨٨). ( بحارالانوار، ۷/ ۲۷۴)

له مرحوم صدوق نه رانقل شوي دي ، چې خداى به له خپلو استازيو سره پخپله حساب کوي او د انبياوو له ځايناسيو سره به انبيا حساب کوي او له امتونو سره به امامان حساب کوي (٢٨٩).( بحارالانوار،۶/ ۲۵۱)

ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ (غاشيه/۲۶) = بيا په واقع كې له هغو ى سره حساب، يوازې زموږ کار دى(۲۹۰)

مرحوم علامه طباطبايي تر آيت لاندې د ډېرو روايتونو په رڼا کې وايي :

له هرې ډلې سره به د هغى د وخت امام حساب کوي .(٢٩١) ( تفسير الميزان، ۲۰/ ۴۰۳) او همداراز د صافي تفسير هم د اعراف د سورت تر ٤٦ آيت لاندى همدا خبره کوي .

ج: د انسان وجدان

د قيامت پر ورځ به وجدان هم له انسان سره محاسبه کوي ؛لکه څنګه،چې قرآن شريف وايي :

اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا (اسراء/۱۴)= (او هغه ته وايو:) كتاب دې ولوله كافي ده،چې نن خپله محاسبه پخپله وكړې ! (٢٩٢)

په يو روايت کې راغلي: د قيامت پر ورځ به انسان ته خپل کړه داسې را په ياد شي،چې ګواکې همدا اوس يې کړي دي او،چغې به وهي :

مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا(کهف/۴۹) = هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟! (٢٩٣)

په قيامت کې د حساب ډولونه

په قيامت کې به له هرى ډلې سره په بېله بڼه حساب کېږي :

الف : د ځينو حساب به ډېر ساده او اسان وي .

قرآن شريف وايي :

فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا(انشقاق/۸)= نو ژر به ور سره ډېر اسان حساب وشي، (٢٩٤). له سپين مخيو او هغوى ته ، چې کړنليک په ښي لاس ورکول ،حساب به په اسانه کېږي .

دخداى استازى وايي: هغه چې تا سره يې بخل کړى او ته يې بې برخى کړى او پر تا يې ظلم کړى،که ويې بښى؛نوخداى به د دې کارونو له امله حساب اسان کړي (٢٩٥) . ( د مجمع البيان تفسير) په يو بل روايت کې راغلي: په دنيا کې زړه سوی يا صله رحم د قيامت پر ورځ د حساب د اسانېدو لامل دى .

ب : له ځينو سره ډېر سخت حساب کېږي .

قرآن شريف د الهي انسانانو په هکله وايي :

وَيَخَافُونَ سُوءَ الحِسَابِ(رعد/۲۱) = او(د قيامت دورځې ) له ناوړه حساب اخستو ډارېږي. (٢٩٧).

ايا په رښتيا خداى ناوړه حساب کوي،چې هغوى له ناوړه حساب څخه وېرېږي ؟ موږ ددې پوښتنې ځواب په روايتونو کې موندلى دى :خداى به له خلکو سره د هغه عقل پر بنسټ حساب کوي، چې په دنيا کې يې ورکړى و؛نو دهغوى ، چې په دنيا کې پوهه او عقل ډېر و؛نوحساب به يې سخت وي.هو! هغوى،چې په دنيا کې هوښياردي او په دنيا کې له خپل هوښيارتوبه ګټه اخلي ؛نوپه قيامت کې دې سخت حساب ته هم بډى ووهي .

په يو روايت کې راغلي ،چې يو تن په خپل پور اخستو کې له خلکو سره ډېر سخت دريځه و ؛نو ورته وويل شو: هغوى،چې په دنيا کې له خلکو سره سخت دريځي کوي ؛نوخداى به هم ورسره په قيامت کې په حساب کې سخت دريځي وکړي،نه ظلم ؛ځکه خداى پر هېڅ چا ظلم نه کوي . ((وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا)) (کهف/۴۹) (٣٠٠)

ج: يوه ډله ده ، چې بې له حسابه به دوزخ ته ځي .

دا هماغه مشرکان دي،د سلونو آيتونو تر اورېدو،دليلونو او معجزو وروسته ،هماغسې پر خپله خبره ولاړ وو او ځېل يې کاوه ؛نو په قيامت کې حساب يې معلوم دى او نېغ په نېغه به دوزخ ته ځي .

په يو روايت کې راغلي : له مشرکانو سره به د قيامت پر ورځ حساب نه کېږي (٣٠١) (بحارالانوار، ۷/ ۱۷۱)

په يو بل روايت کې راغلي،چې خداى به بې له مشرکانو،له نورو ټولو بندګانو سره حساب کوي .(٣٠٢) (بحارالانوار، ۷/ ۲۶۰)

قرآن شريف هم دې حقيقت اشاره کړى او وايي:أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا(کهف/۱۰۵) = [هو] دوى د پالونكي پر آيتونو او له هغه سره له مخامختيا منكرشول؛نو ځكه يې كړه پوپناه شول؛ له همدې امله دقيامت پر ورځ به ورته تله ونه دروو. (٣٠٣)

موږ به له يوې ډلې سره حساب نه کوو؛يعنې هغوى وزن او ارزښت نه لري او يا کوم د خير کار يې نه دى کړى او پر بدو کړنو يې خپل ښه کارونه سوځولي دي .

په ځينو روايتونو کې راغلي : ظالم، فاجر او دورغجن مشر، بوډا زناکار ،بخيل شتمن او حسود عالم به بې له حسابه دوزخ ته ځي . (٣٠٤) (ميزان الحکمة)

د: يوه ډله بې له حسابه جنت ته ځي .

په حديث کې په مفصله توګه راغلي دي،چې ځينې خلک به بې له حسابه جنت ته ځي :

١_ هغوى چې د الهي احکامو په ترسره کولو او له ګناهونو په ځان ساتنه کې استقامت کړى وي .

٢_ هغوى ته،چې پېغورونه ورکول شوي ؛خو په زړه کې کينه يې نه وي اخستى .

٣_ د هغوى چې له هر کاره موخه د خداى رضا وي او بې د خداى له رضا بله موخه نه لري .(٣٠٥) (بحارالانوار، ۷/ ۱۷۱)

 

څه چې حساب نه لري

په ډېرو روايتونو کې راغلي : خداى به د ډوډۍ،خوړو او هغه پېسو په هکله پوښتنه نه کوي ،چې پر جهاد، حج او يا واده لګېدلې وي .

 

حق الناس

په روايتونو کې راغلي : د قيامت پر ورځ به پوروړى را وغواړي او د هغه نېک کارونه به ورته ورکړي،چې پرې يې پور وي،چې راضي شي او که پوروړي کوم نېک عمل نه درلود،چې هغه ته يې ورکړي،چې پرې يې پور دي ؛نو د هغه ګناه،چې پرې يې پور دى، پر پوروړي ور اضافه کوي او له دې لارې به يې خداى قصاص کړي (٣٠٦) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۷۴)

حضرت علي ګناهونه پر څو ډوله وويشل او ويې ويل: يو ډول ګناه خداى نه بښي او هغه ګناه هغه ظلم دى،چې خلک يې پر يو بل کوي. بيا يې وويل :خداى پر عزت او جلال قسم خوړلى، چې پر هغه ورځ به له يو ظلمه هم سترګه پټه نه کړم که څه هم ډېر ناڅيزه وي .(۳۰۷) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۶۵)

هو! خداى د خلکو له حقه نه تېرېږي او کلک حساب ورسره کوي .

حضرت علي وويل : خداى به د قيامت پر ورځ ووايي : نن به پر عدالت درسره چلن وکړم او زما په محکمه کې به پر چا ظلم ونشي،نن به له قوي نه د کمزوري حق واخلم،تردې ،چې وايي: نن به يوازې هغه ظالمان بچ شي،چې پر چا يې،چې ظلم کړى وي،هغوى ترې تېر شي او و يې بښي. (٣٠٨)( بحارالانوار، ۷/ ۲۶۸)

 

د حساب په حال کې وينا

په روايت کې د ((فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ)) (انعام/۱۴۹) (٣٠٩) د آيت په تفسير کې راغلي : د قيامت پرورځ به ګناهکار انسان ته وويل شي : آيا خبر وې، چې لار دې کومه وه ؟؛نو که ووايي: هو خبر وم ؛نو ورته به وويل شي،چې ولې دې پرې عمل و نه کړ او که ووايي : خبر نه وم ؛ نو ورته به وويل شي : ولې دې ځان خبر نه کړ ؟(٣١٠) ( بحارالانوار، ۷/ ۲۸۵)

حديث وايي: که په يوه سيمه کې ان يو کس هم صالح و؛نو د هغه سيمې پر خلکو به غږ کېږي او ورته به ويل کېږي : مګر پلانى مؤمن ستاسې په سيمه کې نه و،چې ګناه يې و نه کړه ؟خو تاسې خبره يې وا نه ورېده ؟ (٣١١)( بحارالانوار، ۷/ ۲۸۵)

ولې تاسې د هغه په څېر او د هغه پر لار نه وئ ؟په الهي محکمه کې به ځينې د خپل خلاصون لپاره ووايي :خدايه ! تا موږ ته مال ،ښکلا او يا ګرفتاري راکړه او هغه زموږ د ګناه او تېروتنې لامل شوه! ؛نو پردې مهال به ورته خداى د هغه خلکو بېلګې راوړي،چې هم يې مال،ښکلا او ګرفتاري درلوده؛خو ګناه يې و نه کړه او ورته به ووايي : مګر حضرت يوسف (ع) او حضرت مريم ښکلا نه درولوده ؟ مګر حضرت ايوب (ع) پر سختيو کړاوونو ککړ نشو ؟ او داسې به وي،چې انسان به په الهي محکمه کې محکوم شي او بښنې به يې پايله نه لري .

قرآن شريف وايي : د ايمان د خاوندې انسانې بېلګه د فرعون ښځه ده،چې د فرعونه په ماڼۍ کې يې ژوند کاوه؛خو هېڅکله يې ګناه و نه کړه او همداراز د کافرو انسانانو بېلګه يې د حضرت لوط او حضرت نوح ښځې ښوولي دي،چې د خداى د استازيو مېرمنې وې؛خو ځانونه يې اصلاح نه کړل او پر خپل کفر پاتې شوې او خداى هم پر خپل عذاب ککړې کړې .

هو! په هر وخت کې داسې وګړي شته،چې په قيامت کې د خلکو لپاره حجت وي .

 

خېجلتيا

په روايت کې راغلي : که د قيامت پر ورځ بې له خېجلتيا بله يوه ګناه هم نه وي ؛نو انسان ته پکار دي،چې سر په ګرېوان کې ښکته کړي او پر هغه ورځ په الهي محکمه کې له خېجلتوبه د ځان ژغورلو لپاره يو څه وکړي (٣١٢) ( بحارالانوار، ۶۸/ ۳۶۵) هغه ګناهونه،چې ان حاضر نه ول مور و پلار او مېرمنه او مېړه يې پوه شي؛نو د قيامت پر ورځ د ټولو په مخ کې راښکارېږي(البته که ګناه يې له بريده اوښتې وي او توبه يې نه وي کړي)

په ډېرو راويتونو کې سپارښتنه شوې،چې د قيامت د ورځې د حساب د اسانتيا او يا خلاصون لپاره پکار دي،چې انسان هره ورځ له ځان سره حساب وکړي،چې که کوم نېک کار يې کړى وي،چې د خداى شکر ادا کړي او که کوم بد کار يې کړى وي،چې توبه وباسي او ځان اصلاح کړي.

په حديث کې دي :هغوى چې له ځان سره حساب کوي؛نو خداى ورسره بيا حساب نه کوي او خداى تر دې ډېر ستر دى،چې له هغه سره حساب وکړي،چې له ځان سره يې حساب کړى وي .

روايت وايي: هغه له موږ ځنې نه دى،چې په دنيا کې له ځان سره حساب نه کوي او غافله وي.(٣١٣) (جامع السادات، ۳ټ، باب محاسبه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست