تبلیغات

په مدينه كې د نجران د استازيو پلاوى “نجران” “حجاز” او “يمن”  پر پوله پرته سيمه ده،چې اويا كلي پکې وو.د اسلام د لمر څرک له پېله،دا يوازېنۍ سيمه وه،چې د بوتانو عبادت يې نه كاوه او د “مسيحيت” پر دين وه. “ياقوت حموي” په ((معجم البلدان)) (5/ 267 – 266) كې د هغوى د […]

په مدينه كې د نجران د استازيو پلاوى

“نجران” “حجاز” او “يمن”  پر پوله پرته سيمه ده،چې اويا كلي پکې وو.د اسلام د لمر څرک له پېله،دا يوازېنۍ سيمه وه،چې د بوتانو عبادت يې نه كاوه او د “مسيحيت” پر دين وه.

“ياقوت حموي” په ((معجم البلدان)) (5/ 267 – 266) كې د هغوى د “مسيحيت” علتونه ښوولي دي.

پېغمبر اکرم،چې د دولتونو او مذهبونو مشرانو ته ليکونه ليكل؛نو دا ليک يې د نجران اسقف “ابوحارثه” ته وليكه او اسلام ته يې راوباله:

 (( د “ابراهيم” ، “اسحاق” او “يعقوب” د خداى په نامه.

 له محمد رسول الله نه د نجرا ن اسقف ته. د “ابراهيم”،”اسحاق” او “يعقوب” د خداى عبادت كوم او تاسې د خداى د بندګانو له عبادته د خداى عبادت ته رابولم. تاسې رابولم،چې د خداى د بندګانو له ولايته راووځئ او د خداى تر ولايت لاندې راشئ او كه زما بلنه مو و نه منله؛نو بايد اسلامي حكومت ته ماليات (جزيه) وركړئ،(چې ددې ناڅيزه پيسو په بدل کې ستاسې ځان او مال ساتي) او بې له دې درته د خطر اعلان كوم.)) (405)

 ځينې شيعه عالمان ليكي،چې پېغمبر اکرم د آل عمران سورت/ 64 آيت هم ليكلى و،چې پکې ټول كتابوال د خداى عبادت ته رابلل شوي دي.(406)

د پېغمبر اکرم استازي “نجران” ته ورغلل او ليک يې د نجران اسقف ته وركړ. ليک يې په ځير ولوست او د پريکړى لپاره يې د مذهبي او غير مذهبي شخصيتونو غونډه جوړه كړه.

په غونډه كې “شرجبيل” هم ناست و،چې په عقل او كارپوهۍ مشهور و. اسقف ته يې وويل:

((د مذهبي مسايلو په باب لږ پوهېږم؛نو زه د وړانديز وركولو حق نه لرم او كه په بله مسئله كې مو راسره مشوره كړې واى؛نو حاضر وم؛خو ناچار يم يوې خبرې ته اشاره وكړم: موږ له خپلو مذهبي مشرانو ډېر اورېدلي،چې يوه ورځ به د نبوت منصب د “اسحاق” (ع) له پښته د “اسماعيل” عليه السلام توکم ته ولېږل شي او امكان لري، “محمد” (ص) هم د “اسماعيل”  عليه السلام له ځوځاته وي او هماغه موعود پېغمبر وي.))

غونډې پرېكړه وكړه،چې د نجران د استازيو پلاوى دې مدينې ته ولاړ شي او له نږدې دې له “محمد” (ص) سره خبرې وكړي او د نبوت دلايل دې ترې وپوښتي؛ نو د نجران له خلكو60 تنه هوښياران او پوهان وټاكل شول، چې پكې دا درې مذهبي مشران هم وو.

1 _ “ابوحارثة بن علقمه” د نجران ستر اسقف او په “حجاز” كې د روم د كليسا رسمي استازى.

2  _  “عبدالمسيح” د نجران د استازيو د پلاوي مشر.

 3 _ “ايهم” يو بوډا و، چې د نجران د خلكو منلى شخصيت و.(407)

مازيګر و،چې د استازيو پلاوى، چې ورېښمنې جامې يې اغوستې وې، د سروزرو ګوتې يې پرګوتو وې او صليبونه يې په غاړو كې راځوړند كړي وو نبوي جومات ته ورننووت. پر پېغمبر اکرم يې سلام واچاوه، د دوى دا ډوله جامو پېغمبر اکرم ته خوند ورنه کړ ډېر سخت خپه يې كړ. هغوى پوه شول، چې پېغمبر اکرم ترې خپه شو؛خو د خپګان پر لامل پوه نه شول.

حضرت “عثمان بن عفان” او حضرت “عبدالرحمن بن عوف” يې، چې له دې خلكو سره يې پخوانۍ اړيكې درلودې وپوښتل. هغوى ورته وويل: (( دا ستونزه “علي” هوارولاى شي.))

حضرت “علي” ته،چې ورغلل؛نو ورته يې وويل:((بايد جامې بدلې كړئ او بې سينګاره پېغمبر اکرم ته ورشئ.))

د نجران استازيو هماغسې وكړل او پېغمبر اکرم ته ورغلل. سلام يې واچاوه. پېغمبر اکرم يې په ځانګړي درناوي سلام ته ځواب وركړ او د هغوى راوړې ډالۍ يې ومنلې.

 مخکې له دې،چې خبرې اترې پېل شي،هغوى وويل:(( د لمانځه وخت دى.))پېغمبر اکرم ورته اجازه وركړه،چې په جومات كې يې لمونځ وكړي. حال دا چې مشرق لور ته ولاړ وو.(408)

د نجران د پلاوي خبرې اترې

ځينې سيرة ليكونكيو، محدثانو او اسلامي تاريخپوهانو دا خبرې اترې راخيستې دى.موږ يې دلته د خبر اترو څو برخې رااخلو، چې “حلبي” په خپل سيرة كې راوړې دي.(409)

پېغمبر اکرم وويل:((د خداى عبادت ته مو رابولم)) او بيا يې ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل.

د نجران استازى:((که د اسلام مطلب پر خداى ايمان راوړل دي؛ نو دا ايمان خو موږ  ډېر پخوا راوړى دى.))

پېغمبر اکرم:(( اسلام نښې لري او ستاسې دا کړنې ښيي،چې اسلام مو سم نه دى منلى؛څنګه ويلاى شئ،چې د خداى عبادت كوئ،حال دا چې د “صليب” عبادت كوئ او د “خوګ” غوښه خورئ او ګروهمن ياست، چې خداى زامن لري؟))

د نجران استازى:((موږ هغه خپل خداى بولو؛ځكه مړي يې راژوندي كول، ناروغانو ته يې شفا وركوله،له خټې يې مرغۍ جوړه كړه او وايې لوځوله او دا ټول کړه وړه يې جوتوي،چې خداى دى.))

پېغمبر اکرم:(( نه! هغه د خداى بنده او مخلوق و،چې د خپلې مور “مريمې” په رحم(زيلانځ) كې يې كېښود او دا ټول ځواک ورته خداى وركړى و.))

د نجران استازى:(( هو! هغه د خداى بنده دى؛ځكه مور يې “مريم” وزېږاوه،حال دا چې له چا سره يې واده نه و كړى؛نو ويلاى شم پلار يي هماغه خداى دى.))

دا مهال د وحې پرېښته راغله او پېغمبر اکرم ته يې وويل:(( ورته ووايه: “حضرت آدم او حضرت “عيسى” له دې پلوه له يو بل سره شباهت لري،چې خداى په خپل ځواک بې مور و پلاره جوړ كړل او كه د پلار نه درلودل پردې ګواهي وركوي،چې هغه د خداى زوى دى؛نو حضرت ادم؛خو دې منصب ته تر “عيسى” غوره دى؛ځكه حضرت آدم نه مور درلوده او نه پلار.”)) (410)

د نجران استازي: (( ستا خبرې موږ نه قانع كوي،د هواري لار دا ده،چې مباهلې ته وخت وټاكو او دروغجن ته ښېرې  وكړو،چې خداى يې هلاك كړي.))(411)

د مباهلې له آيت او سيرة “حلبي” جوتېږي،چې د مباهلې وړانديز په خپله پېغمبر اکرم كړى و.

پر دې مهال د وحې پرېښته راغله او د آل عمران سورت  61 آيت يې راووړ:

فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةَ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ=( د مسيح په باب) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه له تا سره شخړه كوي؛نو ورته ووايه:((راځئ چې موږ به هم خپل خپلوان راوبلو او تاسې هم، موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم، موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ ؛نو بيا به مباهله (او دعا) وكړو،چې كه څوك دروغجن وي؛نو و به وايو،چې پر هغوى دې د خداى لعنت وي.))

 دواړه اړخه مباهلې ته تيار شول او وخت يې وټاكه.

 پېغمبر اکرم مباهلې ته ځي

د پېغمبر اکرم د مباهلې پېښه د تاريخ له حيرانوونكيو پېښو شمېرل كېږي.كه څه هم ځينو مفسرينو او سيرة ليكونكيو د مباهلې د جزيياتو له رانقلولو سره ظلم كړى؛خو “زمخشري” په كشاف كې ( 1ج/ 282-283)، “امام رازي” په خپل تفسير مفاتيح الغيب( 2/ 471-472) کې ، “ابن اثير” په كامل ( 2/ 112) كې په دې باب روايتونه رانقل كړي دي،چي موږ دلته د “زمخشرې” څو خبرې راخيستي:((د مباهلې وخت راورسېد. پېغمبر اکرم او د “نجران” استازيو له پخوا پرېكړه كړې وه، چې مباهله به له ښاره لرې په دښته كې کوي. پېغمبر اکرم له ټولو مسلمانانو او خپلوانو يوازې څلور تنه له ځان سره راوستل،چې په دې تاريخي پېښه كې ګډون وكړي. دا څلور تنه؛ “علي”، “فاطمه”،”حسن” او “حسين” وو؛ځكه په مسلمانانو كې د هېچا پاكي او ايمان ورته نه رسېده.

 پېغمبر اکرم “حسين” په غېږ كې،”حسن” يې له لاسه نيولى و او “فاطمه” او “علي” (ک) ورپسې راروان وو او،چې د مباهلې ډګر ته راورسېدل؛ نو پېغمبر اکرم خپلې كورنۍ ته وويل:(( ما چې هر وخت دعا وكړه؛ نو تاسې راپسې “آمين” ووياست.))

د “نجران” استازيو مخکې له دې،چې له پېغمبر اکرم سره مخ شي؛يو بل ته يې ويلي وو:((كه ومو ليدل “محمد” سرتېري او افسران مباهلې ته راوستل او مادي او ظاهري ځواک يې راوښود؛نو پوه شئ پر خپل نبوت عقيده نه لري او رښتين نه دى او كه خپله  كورنۍ يې راوسته؛ نو پوه شئ چې رښتين پېغمبر دى او دومره پر خپل نبوت پوخ ايمان لري،چې له ځان؛بلكې له خپلې كورنۍ هم ورته تېر دى.))

 د “نجران” استازي پر خبرو بوخت وو،چې ناڅاپه يې سترګې د پېغمبر اکرم پر څېره ولګېدې،چې څلور تنه ورسره راروان دي. ټول حيران شول او يو بل ته يې وكتل،چې څنګه پېغمبر اکرم خپله يوازېنۍ لور او  زامن له ځان سره راوستي دي. پوه شول،چې پېغمبر اکرم پر خپل نبوت ښه پخه عقيده لري او كه نه يې درلوداى؛نو خپل دا عزيزان به يې له ځان سره نه راوستل.

د “نجران” اسقف وويل:((داسې څېرې وينم كه دعا وكړي،خداى ورته غرونه له بېخه راونړوي؛نو ورته يې رانړوي؛نو غوره به وي،چې ورسره مباهله ونه کړو؛ځكه كه دا كار مو وكړ؛نو پوپنا به شو او امكان دې ولري، چې دعذاب لمنه پراخه شي او د نړۍ ټول مسيحيان پر عذاب اخته شي او يو مسيحي هم د ځمكې پر مخ  ژوندى پاتې نه شي.))

 د نجران استازيو له مباهلې ډډه وكړه

د نجران د استازيو پلاوي،چې دا حالات وكتل؛نو ټولو په يوه خوله پرېكړه وكړه،چې له مباهلې ډډه وكړي او هر كال اسلامي حكومت ته جزيه وركړي او اسلامي حكومت دې د هغوى د مال او ځان امنيت وساتي. پېغمبر اکرم ورسره ومنله او پرېكړه وشوه، چې هغوى اسلامي حكومت ته ماليات وكړي.

 بيا پېغمبر اکرم وويل:((د عذاب سيورى د نجران پر استازيو خپور شوى و او كه مباهله يې كړې واى؛نو په همدې دښته كې به سوځېدلي واى او د عذاب لمنه به “نجران” ته هم خپره شوې واى او په الهي عذاب به اخته شوي واى.))

حضرت عايشه بي بي روايتوي چې: (( د مباهلې پر ورځ پېغمبر اکرم څلور تنه تر خپل تور څادر لاندې كړل او دا آيت يې ولوست: (( انما يريدالله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت و يطهركم تطهير ))

 “زمخشري” ليكي: (( د مباهلې پيښه او ددې آيت منځپانګه د “اهل كساء” د اصحابو فضيلت راښيي او د اسلام حقانيت ته ژوندى سنددى.))

له هغو روايتونو،چې له مذهبي مشرانو رانقل شوي،ګټه اخستل كېږي،چې مباهله يوازې په پېغمبر اکرم پورې محدوده نه وي؛بلكې هر مسلمان، له خپل مخالف سره مباهله کولاى شي.

 د مباهلې طريقه او دعا يې د “نورالثقلين” په لومړي ټوك، 291-292 مخونو كې راغلې ده.

 خداى بښلي “علامه طباطبايي” په خپله رساله كې ليكلي: (( مباهله د اسلام له معجزاتو ده او هر مسلمان يې د اسلام حقانيت  ثابتولو لپاره کړاى شي.))

405_ وګورئ:  بحارالانوار 21/ 285 مخ

406_  بحار 21/ 287 مخ.

407_ تاريخ يعقوبى 2 66

408_  سيره حلبى 3 \239مخ.

409_  سيره حلبى 3/ 239 مخ.

410_ (سوره آل عمران  59)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!