* *ولې پر بداء بحث کوو؟ *بداء يا د تقدير او د خداى د ارادې ترمنځ اړيکه . *بداء د يهودو له نظره . *بداء د شيعه وو له نظره . *د قضا ډولونه او د بداء ځايونه . *بداء په وړاندوينو کې . *بداء د قرآن له نظره . *بداء په روايتونو کې […]
*
*ولې پر بداء بحث کوو؟
*بداء يا د تقدير او د خداى د ارادې ترمنځ اړيکه .
*بداء د يهودو له نظره .
*بداء د شيعه وو له نظره .
*د قضا ډولونه او د بداء ځايونه .
*بداء په وړاندوينو کې .
*بداء د قرآن له نظره .
*بداء په روايتونو کې .
*بداء د اهل سنتو په روايتونو کې .
*هلته چې بداء لار نه لري .
*پر بداء د عقيدې اغېزې .
ولې د بداء په اړه بحث کوو؟
د احکامو د نسخ په اړه مو خبرې وکړې او په دې څپرکي کې به د همدې بحث پر دوام، پر بداء خبرې وکړو؛ځکه “بداء” هماغه نسخ ده؛خو په دومره توپير چې “نسخ” د “تشريع” او “قانون اېښوونې” په برخه کې ده؛خو “بداء” په “تکوين” او”پیداېښت” کې ده؛يعنې د نسخې بدلون ته “بداء” وايي،چې په تکوين کې راشي او که په احکامو او قوانينو کې راشي ورته “نسخ” وايي او داچې په تېر څپرکي کې بحث مو د نسخ په باب و او د هغو اړيکو ترمنځ،چې په دې دوو مسئلو کې شته،دې ته اړ کړم، چې د “بداء” په باب خبرې وکړم .
بداء يا د تقدير او الهي ارادې اړيکې
ټوله هستي اوپیداېښت د پالونکي خداى د ځواک تر ولکې لاندې دى او د هر څه منځ ته راتګ اوپیداېښت د خداى په ارادې او مشيت پورې اړه لري او که وغواړي،هر څه کېږي او که ونه غواړي،هېڅ نه کېږي .
له هماغه لومړى ورځې ټول څيزونه او شته د پوه خداى په علم کې وي او د خداى په ازلي پوهه کې ورته علمي ټاکنه او ټاکلې اندازه شته،چې دې علمي الهي ټاکنې ته کله “تقدير” او کله “قضا” وايي .
پر ټولو موجوداتو د خداى ازلي علم او د هستيو علمي ټاکنه، د خداى په نزد،پر “بداء” او ايجاد د خداى د ځواک خنډ نه دى او د خداى له جاري او همېشني ځواک سره هېڅ ټکر نه لري؛ځکه د هر څه پیداېښت د خداى په مشيت پورې اړه لري،چې کله ورته “اراده” او کله ورته “اختيار” وايي؛نو له دې امله که د يوه څيز د پیداېښت لپاره الهي مشيت او اراده وي؛نو پیدا به شي او که نه وي؛ نو پیدا به نه شي،چې دا د خداى د چلن او همېشه ځواک مانا ده؛خو تقدير او د خداى ازلي علم پر دې مانا دى،چې د خداى علم؛ ټول څيزونه،هستي، ټول شرايط او واقعيتونه او ان د خداى اراده،چې دپیداېښت لپاره يې کارول شوې،رانغاړلې ده؛يعنې خداى له هماغه ړومبۍ ورځې پوهېږي، ټول څيزونه او هستۍ؛لکه څنګه چې په واقع کې دي او وي به او داچې د پیداېښت لپاره به يې الهي اراده وشي او که نه؛ځکه د خداى علم د څيزونو واقعيت رانغاړي او واقعيت يې د خداى په اراده کې دى،چې بې له ارادې نه پلی کېږي او دا اراده هم د مصالحو او مفاسدو له مخې بدلون مومي او د حالاتو او اوضاع په بدلون سره پکې بدلون راځي او د خداى علم هم ټول حالات او شرايط او مصالح او مفاسد رانغاړلي او په پايله کې يې علم په اراده هم پوهېږي،چې يو څيز پيدا کېږي،بدلون مومي يا يې ورته اراده نه وي او د کلام په علم کې، د خداى په ارادې او ځواک او د هغه د علم او مخکيني تقدير له مخې، دې “ادلون بدلون” ته “بداء” وايي؛نو ځکه وايو چې :
“بداء” هماغه د خداى د علم او ځواک اړيکه ده او په بله وينا: د تقدير او الهي ارادې اړيکه ده .
د يهودو له نظره بداء او د خداى زور
ومو ویل، چې پر موجوداتو د پالونکي علم، هغوی د امکان له پړاوه د خدای د واک ، ځواک ، بداء او حساب شویو تغییراتو څخه وباسي؛ خو يهود د دې حقيقت او واقعيت پر خلاف عقيده لري؛ځکه وايي : “قضا او تقدير” له هماغې ړومبۍ ورځې ټاکل شوى او ناشونې ده د خداى اراده پکې “ادلون بدلون” راولي او د همدې عقيدې له مخې،يهود وايي : خداى له ورکولو،اخستولو، کمولو،زياتولو او د خلقت په نړۍ کې د بداء له راپيدا کېدو لاس تړلى او بېوسې دى؛ځکه “تقدير” پرې راکښل شوى او ازلي علم پرې جاري شوى دى او په اصطلاح، ورته “مقدر شوى” او بدلون يې ناشونى دى . (( و قالت اليهوديدالله مغلولة .))
واقعاً د حيرانتيا خبره ده،چې يهود،چې خداى دې يې خوار کړي،څنګه خداى لاس تړلى ګڼي او له خدايه واک سلبوي؛خو انسان په اعمالو کې قادر او د واک خاوند ګڼي،حال دا چې په دواړو کې کچه يوه ده .
که په پیداېښت کې د خداى ازلي علم او تقدير له خدايه د واک او ځواک د سلب لامل وي؛نو د انسان په کړنو کې به هم اغېزمن وي؛نو له هغه به هم ځواک او واک سلب کړي،چې په دې توګه به د انسان په کړنو کې جبر رامنځ ته شي؛ځکه لکه څنګه، چې د خداى ازلي علم خپل افعال هم رانغاړلي،د انسان کړنې يې هم رانغاړلي؛نو که دا ازلي علم د خداى له ارادې او اختيار سره اړخ و نه لګوي؛نو د انسان له واک او ارادې سره به هم اړخ ونه لګوي .
بداء د شيعه و له نظره
موږ د يهودو پر خلاف،د خداى لاس په هر ډول پنځونو او ان په مخلوقاتو او تقدير شويو کې په بدلون ادلون کې خلاص ګڼو او خداى پر داسې چارو قادر بولو او پر دې عمل مو د “بداء” نوم ايښى دى؛ خو دې خبرې ته مو دې هم پام وي،چې دا “بدا” او په څيزونو او برخليکونو کې بدلون، هله پېښېږي،چې تقدير يې حتمي نه وي او الهي تصويب ته نه وي رسېدلي؛خو زموږ له نظره “حتمي مقدرات” او”الهي مصوبات” د تبديل او تغيير وړ نه دي او بداء پکې نه شاملېږي او که غواړئ پر بداء پوره پوه شئ ؛نو د “قضا” او برخليک پر ډولونو ځان پوه کړئ، چې لاندې مو راوړي دي :
د قضا ډولونه او د بداء ځايونه
په ټوليزه توګه قضا او تقدير درې ډوله دى :
۱ – “مکنون” او يا ځانګړى علم :
ځینې “قضاګانې” او “الهي تقديرات” داسې دي،چې بې له خدايه ترې هېڅ څوک هم نه دي خبر،داسې علمونه دي، چې خداى ترې څوک خبر کړي نه دي او د خداى له ځانګړيو علومو دي . شک نشته، چې دا ډول تقديرات او قضاوې د بدلون وړ نه دي؛بلکې لکه څنګه، چې مو وويل : بداء په خپله ددې ډول قضاوو او تقديراتو يو ډول او مصداق دى او د خداى له انحصاري او ځانګړې پوهې سرچينه اخلي،نه دا چې په الهي تقدير او قضا کې بدلون راوړي او ګډوډ يې کړي؛لکه څنګه چې “مرحوم شيخ صدوق” په “عيون” کې له “حسن بن محمد نوفلي” رانقلوي،چې حضرت رضا ، “سليمان مزوري” ته وويل : پلار مې له خپل پلار امام “صادق” څخه روايت کړى دى : د خداى علم دوه ډوله دى : يو يې “مکنون” او “ځانګړى علم” دى،چې بې له خدايه ترې بل څوک خبر نه دي او بداء هم له داسې علمه سرچينه اخلي؛يعنې په تقديراتو کې بداء، د خداى له هماغه ځانګړيو علومو یو دی .دويم يې هغه علم دى،چې خداى ترې پرښتې او خپل پېغمبران خبرې کړي،د اهلبيتو پوهان هم له داسې علمه خبر دي .
وګورئ:
عيون اخبار الرضا:۱۳ باب او همداراز : بحار : د بدا او نسخ باب (2 او 132 ) د کمپانۍ چاپ .
“محمد بن حسن صفار” هم په “بصائر الدرجات” کې له “ابو بصير” له امام “صادق” څخه نقل کوي،چې خداى دوه ډوله علم لري : يو پټ علم دى،چې بې له خدايه ترې څوک خبر نه دي او بل علم هم لري،چې پرښتې او خپل استازي يې پرې خبر کړي او موږ هم ترې خبر يو.
(بحار ؛د بدا او نسخ باب (٢/١٣٦) د کمپانې چاپ او همداراز وافي: د بداء باب (٢/١١٣) او همداراز دا روايت کليني هم په کافي کې له ابي بصير څخه روايت کړى دى .)
۲ – حتمي قضا:
هغه ته وايي، چې خداى يې خپل استازي يا پرښتې ته د حتمي پېښېدو خبر ورکړى وي او داسې تقديراتو ته بداء او بدلون لار نه لري؛ لکه څنګه چې ړومبي ډول تقديراتو ته بداء لار نه درلوده؛خو په دومره توپير،چې ړومبى ډول د بداء سرچينه ده؛خو دويم ډول ور پورې اړه نه لري .
لکه څنګه چې په تېر روايت کې امام رضا،سليمان مروزي ته وايي، چې “علي” (ک) وويل : د خداى علم دوه ډوله دى : يو ډول يې هماغه دى،چې پرښتې او خپل استازي يې ترې خبر کړي دي، چې په داسې علمونو او تقديراتو کې بدلون او بداء نه راځي؛ځکه خداى په خپله خپل استازي او پرښتې پر هغو بدلونو خلکو ته نه دروغجنوي،چې ور ښوولي يې دي او دويم ډول يې هماغه علوم دي،چې خداى له ځان سره پټ ساتلي او له پټو اسرارو يې دي او څوک ترې نه خبروي او په داسې علومو او تقديراتو کې دي،چې بداء پکې جريان لري او خداى،چې څه وغواړي،رامخکې کوي يې او څه چې وغواړي، وروسته کوي يې او هر څنګه چې وغواړي، بدلوي او يا ثبت او تثبيتوي یې.
وګورئ :
بحار :د بدا او نسخ باب ٤/١٣٣ د کمپانۍ چاپ.
“عياشي” له “فضيل” روايت کوي : له امام “باقر” څخه يې اورېدلي،چې ويې ويل : د خداى د ځينو تقديراتو او چارو راپېښېدل حتمي دى او د بدلون وړ نه دي او دا ډول تقديرات هرومرو واقع کېدونکي دي او بداء پکې نه واقع کېږي؛خو ځينې يې له خداى سره پټ دي،چې څوک يې له پېښېدو خبر نه دي او په دې ډول چارو کې د وروسته او مخکې کېدو امکان شته . که خداى وغواړي، مخکې يې کړي او که وغواړي، وروسته به يې کړي او په خپله اراده هغه محو يا اثباتوي .
خو دې خبرې ته مو پام اوسه،چې په دې تقديراتو کې هغه هرومرو پېښېږي،چې خداى خپل استازي ترې خبر کړي؛ځکه خداى هېڅکله خپل استازي او پرښتې نه دروغجنوي.
(عيون اخبار الرضا: ۱۳ باب او همداسې وافي : د بداء باب ۱/ ۱۱۳ او همداسې مرحوم کليني هم د ا روايت د “فضل بن يسار” له “ابي جعفر” څخه را نقل کړى دى .
۳ – غېر حتمي قضا :
که خداى د کوم کار پېښېدل او يا نه پېښېدل تقدير کړي او په څرنګوالي يې پرښتې او خپل استازي خبر کړي؛خو پېښېدل يې په خپلې ارادې پورې مشروط ګڼي او ځنډوي يې؛نو دې ډول تقدير ته “غیر حتمي” قضا وايي او دا ډول تقديرات د بداء وړ دي،چې کېداى شي، د ځانګړو مصالحو له امله يې الهي مشيت پر خلاف واقع شي،چې که په دې بڼه کې بدلون راځي؛ نو “بداء” ورته وايي .
بداء په وړاندوينو کې
که له اهلبیتو يو امام په راتلونکي کې د يو څه د هرومرو پېښېدو خبر ورکړي او په الهي مشيت پورې يې مشروط او تړلى ونه ګڼي؛نو ورته “حتمي قضا” او “تقدير” وايي او دا له هغو درېمو قضاوو دوېم ډول دى،چې مخکې مو توضيح ورکړه.
دا ډول وړاندوينې؛لکه څنګه چې واړندوينې يې شوې وې،راپېښېږي او بېخي بدلون او “بداء” پکې نه راځي؛ ځکه خداى د هغه څه په بدلولو سره ،چې مخکې يې خلکو ته ابلاغ کړي،خپل استازي خلکو ته نه دروغجنوي .
او که د يو څه د راپېښېدو خبر ورکړي؛خو هغه د خداى په ارادې او خوښې پورې مشروط وبولي او په دې شرط او تعليق هم له هغو قراينو او شرايطو،چې په هماغه خبر کې کارول شوى او هم له نورو خارجي علايمو ځان پرې پوه کړو؛نو داسې وړاندوينې دي، چې “بداء” او د بدلون احتمال پکې شته او که د پالونکي خداى مشيت د وړاندوينې پر خلاف شي او را پېښ نشي؛ نو دروغ نه ګڼل کېږي او ورته سمه وړاندوينه ويلاى شو،چې خداى نه غوښتل راپېښه شي؛ځکه مخکې هم وويل شول، چې د کار پېښېدل يې د خداى په ارادې پورې اړوند ګڼلي وو.
په دې اړه”عياشي” له “عمرو بن حمق” څخه روايت کوي : هغه مهال،چې د اميرالمؤمنين “علي”(ک) سر چاودېدلى و؛نو زه ورغلم او راته يې وويل : عمرو ! ډېر ژر به له دې دنيا ولاړ شم او له تاسې به بېل شم او بيا يې وويل : په اويايم کال کې به يوه بلا را پېښه شي…….. ورته مې وويل: مور و پلار مې درځار شه! آيا تر اويايم کاله وروسته به دا بلا ولاړه شي که نه ؟ راته يې وويل:هو ! وروسته ترې هوسا او سوکاله ژوند دى.بيا امام “علي”(ک) دا آيت ووايه : (( يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ(رعد/ ٣٩ )=خداى چې څه وغواړي، له منځه يې وړي، يايې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده. ))
بداء په قرآن کې
و مو ويل، چې الهي علوم او تقديرات درې ډوله دي،چې درېم ډول ته يې “مشروط” او يا په اصطلاح کې “معلق تقديرات” وايي،چې کله يې الهي مشيت پر خلاف واقع کېږي او پکې بدلون راځي او په “غیرحتمي” او “معلق تقديراتو” کې داسې بدلون ته “بداء” وايي،چې موږ پرې اعتقاد لرو،چې له قرآن، صحيحو او معتبرو حديثونو مو را ايستلی،چې لاندې آيتونه يې بېلګه ده:
((يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ(رعد/ ٣٩ ) = خداى چې څه وغواړي، له منځه يې وړي يا يې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده. ))
(( فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (روم/ ۴ )=په څو كلو كې، ټولې چارې د هماغه خداى دي څه (له دې ماتې او بريا) مخكې يا وروسته او پر هغه ورځ به (د يوې بلې بريا له امله) مؤمنان خوشحاله شي.))
يعنې د هر څه تقدير، برخليک او هم پکې بدلون راوستل، د خداى په واک،علم او اراده کې دي .
بداء په روايتونو کې
هغه روايتونه ډېر دي،چې د “بداء” راپېښېدل راښيي، چې لاندې يې څو بېلګې دي :
۱_ د “علي بن ابراهيم” په تفسير کې له “عبدالله بن مسکان” له امام “صادق” له خولې وايي : د “قدر شپه”، چې راورسي؛نو پرښتې او چار ليکونکې تر ټولو نږدې اسمان ته راکوزې شي او په هماغه ځاى کې د هغه کال ټول تقديرات اندازه کوي او ليکي او چې کله خداى وغوښتل؛نو له تقديراتو یې کموي،زياتوي،مخکې کوي يا وروسته کوي او پکې بدلولونه راولي او اړوندې پرښتې ته حکم کوي او پر ځاى يې نور ليکي .
“ابن مسکان” وايي: امام “صادق” ته مې وويل :آيا هر څه له خداى سره ضبط او ليکل شوي دي؟ امام وويل : هو! ورته مې وويل : تر دې ټولو وروسته بيا څه پېښېږي؟ ويې ويل :څه چې ستر پالونکى يې وغواړي .
وګورئ :
بحار : دبدا او نسخ باب ۲/ ۱۳۳د کمپانۍ چاپ .
۲_ بيا په هماغه تفسير کې له “عبدالله بن مسکان” له امام “باقر”، امام “صادق” او امام “کاظم” څخه د (( فيها يفرق کل امر حکيم )) الدخان/٤ آيت په تفسير کې راغلي : خداى پېښېدونکې چارې د هماغه کال د قدر په شپه کې تقدير او تثبيتوي؛خو په ټولو کې بداء او بدلونونه د خداى په واک او اختيار کې دي او له عمرونو،روزيو، رنځونو،خپګانونو او پېښو او څه چې غواړي وړاندې کولاى او وروسته کولاى شي او څنګه يې،چې خوښه،مصلحت او د حکمت غوښتنه وي،پکې بدلونونه راوړي؛چېرته چې وغواړي، کموي او چېرته، چې وغواړي ډېروي يې ….
وګورئ :
هماغه سرچينه 134 مصدر .
۳_ د “احتجاج” په کتاب کې د “علي”(ک) له خولې راغلي : که په قرآن کې يو آيت نه واى؛نو له هغه څه به مې خبر کړي واى، چې تر اوسه پېښ شوي او تر دې وروسته به راپېښ شي او هغه آيت دادى: ((يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ)) د خداى، چې څه خوښه وي،محو کوي او چې وغواړي؛نو په خپل ځاى کې يې ثبتوي؛يعنې په هستۍ او خلقت کې هر ډول بدلون د خداى په واک او اراده کې دى .
وګورئ :
طبرسي؛احتجاج : ۱۳۷.
شیخ”صدوق” هم دې ته ورته روايت په “امالي” او “توحيد” کې له “اصبغ” له “علي”(ک) نه راوړى دى .
۴_ د”عياشي” په تفسير کې له “زراره” له امام “صادق” څخه راغلي،چې “امام سجاد” وويل : که په قرآن کې يو آيت نه واى؛نو له هغه څه به مې خبر کړي واى،چې د قيامت تر ورځې راپېښېږي . ورته مې وويل:هغه آيت کوم دى ؟ ويې ويل: ((يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ)).
وګورئ :
بحار؛د بداء او نسخ باب ۲/ ۱۳۹ د کمپانۍ چاپ .
۵_په “قرب الاسناد” کې له “بزنطي” له “امام رِضا” نقل دى،چې امام “صادق”، امام “باقر”، امام “سجاد”، امام “حسين” او امام “علي” (ک) وويل : پر خداى قسم! که په قرآن کې يو آيت نه واى؛ نو له هغه څه به مې خبر کړي واى،چې د قيامت تر ورځې راپېښېدونکي دي او هغه د “محو او ثبات” آيت دى .(هماغه سرچينه ۱۳۲)
بداء د اهل سنتو په روايتونو کې
بداء د اهل سنتو په روايتونو کې هم په ډول ډول بڼو او نومونو راغلې،چې انفاق او دعا د انسان برخليک بدلوي او دا بدلون هماغه څيز دى،چې د شيعه عالمانو په اصطلاح کې ورته بداء وايي او د بېلګې لپاره دوه روايتونه راوړو :
۱_ “سليمان” وايي:(( د خداى استازي وويل: بې له دعا هېڅ لامل الهي قضا اړولاى نشي او له خلکو سره بې له احسان او نيکۍ بل څه د انسان عمر نه شي زياتولالى.))
وګورئ :
صحيح ترمذي ؛۸/ ۳۵۰ .
۲_”ثوبان” وايي: د خداى استازي وويل:(( یوازې احسان او نېکي د انسان عمر ډېرولاى شي او یوازې ښيرا او ناوړه کړه الهي تقدیر اړوي او ګناهونه انسان له الهي نعمتونو بې برخې کوي.))
وګورئ:
ابن ماجه۱/ ۲۴،حاکم، مستدرک (۱/ ۹۳ ) او احمد حنبل ،مسند (۵/ ۲۷۷ او ۲۸۰، ۲۸۲ ) حاکم په مستدرک کې ددې روايت کره توب کره کوي او “ذهب”ي هم پرې نيوکه نه ده کړې.
په شیعه وو کې “بداء” پر همدې ماناراغلې؛لکه چې د اهل سنتو په روایاتو کې ده .
هلته چې بداء لار نه لري
له دې دومره خبرو لاس ته راځي،چې د خداى په “حتمي علومو” او تقديراتو کې (،چې کله “لوح محفوظ” او کله “ام الکتاب” او يا “علم محزون” نومېږي او د خداى په علم کې هماغسې،چې واقع کېږي به حاضر دي) بېخي بدلون نه راځي او د بداء وړ نه دي؛ځکه خداى له ازل او ړومبۍ ورځې له ټولو څيزونو،هستيو او پېښو خبر و او په ټوله هستۍ کې به ان يو کک (ذره) هم ونه وينئ،چې د خداى د علم له ولکې بهر وي . آيا په دې، ناپايه پراخه ولکه او پوهه کې بدلون او بداء کېدونکې وي؟ نه هېڅکله؛بلکې هر څيز او پېښه به هسې حر کت کوي، چې د خداى په علم کې وي،چې په دې اړه خورا روايتونه شته،چې څو بېلګې يې دادي :
۱_ شیخ “صدوق” په “اکمال الدين” کې له “ابوبصير” او “سماعه” روايت کوي : امام “صادق” وايي:(( پر خداى د ناپوهۍ تورونه مه تړئ او ګومان مه کوئ،چې خداى پرون نه پوهېده او نن ورته معلوم شوي او بيا يې له مخې بداء او په حکم کې بدلون راوستى دى .))
وګورئ :
بحار: باب بدا او نسخ (136/2 )
۲_”عياشي” له “ابن سنان” روايت کوي،چې امام “صادق” وويل: (( که خداى وغواړي،يو څه رامخکې کولاى هم شي او وروسته کولاى يې هم شي،هر څه چې وغواړي، د تقديراتو له تختې يې هم ورانولاى شي،پر څه يې،چې اراده وشي، ثابتولاى يې هم شي او د کتاب اصلي نسخه ورسره ده . )) بيا امام وويل : (( نو ځکه خداى چې د څه اراده وکړي، له پېښېدو مخکې يې په علم کې حاضر دي او بداء او بدلون پکې نه رامنځ ته کېږي؛خو دا چې مخکې له مخکې د خداى له علمه تېره شي؛يعنې هر بداء او بدلون،چې په چارو او تقدیراتو کې راشي،د خداى د علم له مخې دي؛نه له ناپوهۍ.))
وګورئ :
بحار؛د بدا اونسخ باب ۲/ ۱۳۹.
۳_”عياشي” له “عمار بن موسى” روايت کوي : امام “صادق” د ((يمحو الله …)) ايت په اړه وپوښتل شو . امام ورته وويل : په دې اړه دوه کتابونه دي،يو يې هغه دى،چې ليکنې يې د بدلون،محو او اثبات وړ دي او که خداى وغواړي؛نو ترې کمولاى او پکې ثابتولاى یې هم شي او په دعا د قضا او برخليک د بدلېدو خبره هم د هماغه کتاب له ويناوو ده؛خو که دا قضا او برخليک له دې ړومبي کتابه [چې “د محو او اثبات” کتاب نومېږي،] تېر شي او په “کتاب محفوظ” او يا په “ام الکتاب” کې ثبت شي؛نو د بدلون وړ به نه وي او په بدلون کې به يې دعا ګټوره نه وي.
وګورئ :
بحار ؛د بدا او نسخ باب ۲/ ۱۳۹.
۴_”شيخ طوسي” په “غيبت” کې له “بزنطي” له امام رضا نقل کوي،چې حضرت امام “سجاد”، امام “علي”،امام “باقر” او امام “صادق” وويل : سره له دې چې د “محو او اثبات” آيت شته؛نو موږ څنګه د راتلونکي په باب خبرې کړاى شو(؛يعنې الهي قضاوې او تقديرات د بدلون او بداء وړ نه دي؛نو ځکه هيچا ته هم د حتمي وړاندوينې وړ نه دي؛خو سره له دې خداى پر ټولو هغو بدلونو، چې ښايي په قضا کې راځي،له ټولو جزيئاتو او شرايطو يې خبر دى .)
که څوک ګومان وکړي،چې خداى د بدلون او بداء د احتمال له امله پر څه نه پوهېږي؛خو تر بداء وروسته پرې پوهېږي؛نو کافر دى او د توحيد له پولې وتلى دى.
وګورئ:
بحار ؛د بدا او نسخ باب 2،136 د کمپاني چاپ .
او همداسې :وافي ؛ دبدا باب 1 او 113 او کليني هم دا روايت له عبدالله بن سنان له امام “صادق” څخه راوړى،چې بداء په څه کې نه واقع کېږي؛خو دا چې خداى ترې مخکې له مخکې خبر وي .)
د اهلبیتو له امامانو،چې کوم روايتونه نقل شوي،راښيي خداى د څيزونو له پیداېښته او د پېښو له راپېښېدو مخکې پوره خبر دى او ټول د خداى د علم په ولکه کې دي.
پر بداء د ګروهې اغېزې
و مو ويل : بداء په معلقو او مشروطو تقديراتو کې (چې “لوح محو او اثبات” ورته وايي) راځي او په دې ځايو کې د بداء پر پېښېدو عقيده درلودل، کله هم دا نه راښيي،چې خداى ناپوهه دى؛نو ځکه د بدا مسئله نه يوازې داچې خداى په ناپوهۍ نه تورنول دي؛بلکې د خداى له عظمت او اوچت مقام سره هم بېخي ټکر نه لري؛ بلکې ډول ډول ګټې هم لري، چې ځینې يې دادي :
۱_ د بداء مسئله موږ دې خبرې ته ورمتوجه کوي،چې هر څه خداى پيدا کړي،پاېښت او تغيير يې د خداى په واک کې دی او تل پکې الهي اراده چلېږي،که څه رامنځ ته کېږي يا تغيير مومي، په ارادې پورې یې اړه لري .
2_ په بداء د مخلوق او خالق د علم توپير روښانه کېږي او يو له بله یې توپيروي؛ځکه د مخلوق او ان د خداى د پېغمبرانو او امامانو علم نه شي کړاى،پر هغه څه ولکه ولري،چې د پوه خداى علم پرې ولکه لري؛ځکه خداى له بداء او بدلونو هم خبر دى او دا ټول يې په ارادې پورې تړاو لري؛خو د مخلوق علم يوازې د تقديراتو په ظاهر پورې اړه لري او له بداء او هغو بدلونو خبر نه دى،چې کېداى شي پکې راشي .
په بله وينا: که څه کېداى شي ځينې مخلوقات او د خداى بندګان،د خداى په ښوونو سره يې، علم د پیداېښت ټولو ګوټونو ته وغځېږي؛خو فرضاً د دې علم په درلودو بيا هم د خداى علم ته نشي رسېدای؛ځکه داسې کس نور هغه پړاو ته نشى رسېدلاى، چې د خدای ځانګړنو علومو ته لاس رسی ولري؛ خو دا چې خداى چاته د يو څيز د “حتمي پېښېدو” خبر ورکړي او له “نهايي تصويبه” يې خبر کړي،چې بداء ورته لار نه لري او بې له دې هر پېغمبر او امام به د هر ځاى لپاره د بداء احتمال ورکړي،چې دا احتمال د هغوى د علم کچه د خداى د علم تر کچې ټيټوي،چې له نهايي تصويب او د بداء له پېښېدو او نه پېښېدو پوره خبر دى .
۳_ پر بداء عقيده به ددې لامل شي،چې انسان خپل ټول پام خداى ته ورواړوي، درشل ته يې مخه کړي،خپلې اړتياوې ترې وغواړي، له خدايه له بلاوو ژغورنه وغواړي،عزت، د علم توفيق، عبادت، د خير او نېکمرغۍ وسايل له خداى سره ولټوي او له خدايه له بدمرغۍ پناه وغواړي،چې د عبوديت دې پړاو ته رسېدل، پر بداء د عقيدې پايله ده؛ځکه د بداء په پامنيوي خداى کولاى شي، د انسان برخليک او تقدير واړوي او په دعا سره په تقدير کې بدلون راولي، برخلیک محو یا اثبات کړي او که پر بداء ګروهه و نه لرو؛ نو په دې ترڅ کې بايد ملتزم شو،چې څه را ته په تقدير کې ليکل شوي؛له ناچارۍ به هماغه کېږي او بدلون به پکې نه راځي.
د دې عقيدې له مخې، دعا او خداى ته پام به هیڅ اغېز ونه لري؛ځکه څه چې انسان له خدايه غواړي، که په کېدو یې د ځواک قلم راکښل شوی وي؛ نو پېښېږي به، چې نور به دعا ته اړتيا نه وي او که تقدير او د ځواک قلم يې پر خلاف کښل شوی وي او نه پېښېدل يې مقدور وي؛نو په دې ترڅ کې به نه پېښېږي او دعا به مو هېڅ اغېز ونه لري او ددې تفکر له امله به ټول انسانان خداى ته له دعا کولو نهيلي وي او دعا،عاجزي اوعبادت به شا ته واچوي او دا کړنې به بې ځايه وګڼي،چې دا خطرناک فکر نه يوازې په دعا پورې ځانګړی کېږي؛بلکې نورو کړنو؛لکه صدقې او نېکيو ته هم ورغځیږي، چې انسان یې د ښه برخلیک راتلو ته ترسره کوي .
دا څه چې وويل شول، بداء ته ځانګړى ارزښت ورکوي؛نو ځکه دا مسئله د اهلبیتو په روايتونو کې ډېره راغلې او ټينګار پرې هم شوى؛ لکه څنګه، چې شیخ” صدوق” په “توحيد” کې له امام “باقر” او که له امام “صادق” څخه را نقل کړي،چې خداى تعالى د بداء هومره په بل عبادت نه دى لمانځل شوى .
بيا “صدوق” له “هشام بن سالم” له امام “صادق” څخه نقل کوي : په بداچې د خداى هومره درناوى شوى،په بلې يوې وسيلې هم نه دى شوى. (توحيد صدوق؛دبداء باب 272 د 1386 ه کال چاپ او همداسې کافي،وافي د بدا باب 113/1 )
له “محمد بن مسلم” څخه هم رانقل شوي،چې امام “صادق” وويل : خداى له خپلو پېغمبرانو د درېو څيزونو ژمنه اخستې : پر بندګۍ منښته، له شرک ډډه کول او پر بداء عقيده او داچې که خداى وغواړي؛نو هر څه مخکې او وروسته کولاى شي.
صدوق؛ توحيد : دبداء باب 272 د 1386 هجري قمري کال چاپ او همداسې په کافي کې،وافي د بدا باب 113/1
او ددې علت،چې د اهلبيتو امامانو د بدا مسلې ته دومره ارزښت ورکړى او خپلو لارويو ته يې هم پرې ټينګار کړى،دادى چې له بداء انکار؛يعنې د هغه له ځواکه انکار او داچې خداى ددې ځواک نه لري،په هغه څه کې بدلون راولي،چې تقدير کړي يې دي؛خو له بداء انکار او د مقدراتو په بدلولو کې د خداى له ځواکه انکار، پردې سربېره ،چې بې بنسټه او باطله عقيده ده،د دې لامل به شي، چې انسان له ښو چارو او دعا لاس واخلي او له خپلو مقدراتو نهيلى او د اړتيا په وخت کې خداى ته ډېره لږه پاملرنه هم و نه کړي او درشل ته يې مخ نه کړي .
-
ټیګونه:
- www.andyal.com