تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه      ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : د اوداسه واجبات د اوداسه شرطونه نيت: نيت د لوى خداى د امر معنې او اطاعت ته د يوه كار عزم او اراده ده مسلمانان مني، چې د اوداسه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

ليکوال: محمد جواد مغنيه     

ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد

موضوع :

د اوداسه واجبات

د اوداسه شرطونه

نيت:
نيت د لوى خداى د امر معنې او اطاعت ته د يوه كار عزم او اراده ده مسلمانان مني، چې د اوداسه نيت واجب دى او وخت يې پر كار د لاس پورې كول دي. حنفيانو ويلي دي: د لمانځه سموالى او صحت په اوداسه يا نيت پورې ندى. كه يو څوك سړولو يا پاكولو ته ځان داسې ووينځى،چې په اوداسه كې وينځل كېدونكي غړي هم پكي راشي؛نو كه لمونځ وكړى،لمونځ يې وشو،ځكه اودس پاكۍ ته كېږي او هغه تر لاسه شوېده. په هغه اوبو کې چې د خره له پرېښوونې يا (پس خورده) يا د كجورې له شرابو سره ګډې شويوي،ترې رابيلې كړيدي، ځكه ويلې يې دي چې: په دغه حالت كى نيت لازم دى (3) .

 

مخ وينځل:

د مخ له وينځلو مراد پر مخ يو ځل اوبه تېرول دي، چې واجب دي اندازه يې د ويښتانو د شنه كېدو له ځايه تر زنې پورېده. د شافعيانو پلويانو ويلي دي،د زنې لاندې برخه وينځل هم واجب دي. د اماميانو او مالكيانو په نزد په ساره (عرض) د كټې او منځې ګوتې ترمنځ واټن (فاصله) را اخلي؛خو نور مذهبونه يې بيا د ښى غوږ له پستكۍ د كيڼ غوږ تر پستكۍ پورې ګڼي.

اماميانو ويلي دي: د مخ وينځل له پاسه واجب دي او پر عكس يې ناروا دي؛خو څلور ګوني مذهبونه وايى: واجب د مخ وينځل دى، په هر ډول چې وي؛خو كه له پاسه وي، غوره دي.

 

د لاسونو وينځل:

مسلمانان تر څنګلو پورې د دواړو لاسو يوځل وينځل واجب ګڼى؛خو اماميانو ويلي دي، له څنګلو واجب او پرعكس يې باطل دي.همداراز كيڼ لاس د ښي لاس مخكى وينځل واجب دي. نور مذهبونه بيا وايي،چې وينځل واجب دى، په هر دود چى وي، او د ښې لاس مخكې كول او له ګوتو تر څنګلو پورې غوره دي.

 

د سر مسح:

حنبليانو ويلي دي:د ټول سر او غوږونو مسح واجبه ده. همداراز كه سر ووينځل شي او لاس پرې تير شى،مسح وشوه.مالكيان وايي: له غوږو پرته د ټول سر مسح واجب ده، حنفيان وايي د څلورمې برخې سر مسح واجب ده او سر په اوبو كې غوټه كول او يا پرې اوبه تېرول هم بس دي.

شافعيان وايي: د سر د يوي برخې مسح واجب ده، كه لږه هم وي او وينځل او يا پرې اوپه تېرول هم بس دى.

اماميانو ويلي دي: د مخى له خوا د سر د يوې برخې مسح واجب ده او همدومره اندازه هم بس ده، چې مسح ورته وويل شي. وينځل او اوبه تېرول پرې جايز ندي او دا يې هم واجب ګڼلې ده،چې مسح بايد د اوداسه په لوند والي وى،په نويو اوبو مسح اودس ماتوي، سره لدې چې څلورګونو مذهبونو په نويو اوبو مسح واجب ګڼلى (3)،حنبليانو پر پګړۍ هم مسح جايزه بللې ده؛خو چې لږ تر زنې لاندې هم وي.حنفيانو،شافعيانو او مالكاينو پر پګړۍ مسح په عذر پورې ګڼلى ده، اماميانو ويلي دي: پر پګړۍ مسح په هېڅ حال كې جايزه نده، ځكه خداى فرمايى: “وامسحو بروسكم” او پګړۍ سر ته نۀ وايي.

 

دواړه پښى:

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: تر دواړو غوزانو يو ځل د دواړو پښو وينځل واجب دي، خو اماميه وو ويلي دي:د اوداسه په لندبل (رطوبت) د ګوتو له سرونو تر دواړو غوزانو پورې د پښو مسح واجب ده، ټولو مذهبونو دواړه غوزان د دواړو پښو بجلې ګڼلې دی. او دا چې كيڼه پښه تر ښۍ لومړۍ كولاى شو؛خو د اماميه وو په نزد دا كار د احتياط پر خلاف دى او څلورګونو مذهبونو په نزد د اولى يا غوره توب پر خلاف دى.

د پښو پر مسح اختلاف د مائدې سورې له (6) ايته راولاړ شوى دى :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

ژباړه: مؤمنانو! لمانځه ته چې پاڅېدئ؛ نو خپل  مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ او سرونه (مسح کړئ) او پښې تر(پړكيو) پورې مسح كړئ اوكه په جنابت کې ياست؛ نو( په غسل کولو) ځان پاك كړئ اوكه ناروغ  يا مسافر ياست او يا له تاسې څوك له حاجت پوره كولو راشي يا تاسې  پر ښځو لاس لګولى وي (اوکوروالى مو كړى وي) او ( د غسل يا اوداسه لپاره) اوبه  و نۀ  مومئ؛ نو پر پاكه خاوره تيمم وكړئ او پر مخ و لاس يې راكاږئ، خداى تاسې تنګول نۀ غواړي؛ بلكې غواړي چې پاك مو كړي او خپله لورېنه درباندې پوره كړي . ښايې چې شكر يې پرځاى كړئ .))

 

څرنګه چې “ارجل” په كسره او فتحه دواړو لوستل شوى؛نو څوك چې مني،هغوى ارجل پر “روس” باندې د جر په حال او د “روس” پر محل د نصب په حال كې عطف كړى دى.

ځكه هر لفظي مجرور د محل له مخې منصوب دى؛نو څوك چې وينځل غوره ګني، خپل دريځ داسى تفسيروي، چې “ارجل” كلمه له “روس” سره د لنډوالي يا نژدېكت له امله مجروره او پر “ايديكم” د عطف له امله منصوبه شوېده؛خو موږ خبره او حقيقت تفسير رازي ته سپارو.

څلورګونو مذهبونو د پښو د وينځلو پر ځاى پر پڼو يا جورابو مسح روا ګڼلې ده؛خو اماميان يې د حضرت علي ددې وينا: “ما ابالى امسح على الخفين او على ظهر غير بالفلاه” جايزه نۀ ګڼي.

 

ترتيب:

لكه په  كريمه اّيت كې چې راغلي دي: ” لومړى دواړه لاسونه،بيا سر او بيا دواړه پښې وينځل د اماميانو، شافعيانو او حنبليانو په نزد واجب او د اوداسه د بشپړتيا شرط دي.

حنفيانو او مالكيانو ويلى دى: پرله پسې والى (ترتيب) واجب ندى او روا ګڼي، چې له پښو پيل او پر مخ پاى ته ورسېږي.

 

پيوستون:

اماميان او حنبليان د غړيو پرله پسې والى واجب ګڼي، يعنى چې له يوه غړى وزګارېدو له واره دې بل ووينځى، خو اماميانو د پيوستون او موالاتو شرطونه داسې پرې زيات كړي، چې مخكښې وينځلي غړي بايد پر بل غړي له پيله مخكى وچ نشي،كه وچ شي اودس نۀ كېږي او واجب ده، چې اودس له سره وشي.

حنفيانو اوشافعيانو ويلي دي: پيوستون واجب ندى؛خو دا مكروه ده،چې بى عذره د غړيو د وينځلو ترمنځ واټن او بېلتون راوستل شي، چې پيوستون يا موالات واجب دى، او څه چې ده ګڼل، پيښ نشي، لكه دا چى اوداسه ته تيارې كړې اوبه همغه وخت تويې شي، يا مخ ووينځې؛خو لاسونه يې هېر شي او يا د ده په ګومان اوداسه ته بسنده (كافى) اوبه تمامې شي، كه څه هم څه وخت تير شي؛نو څومره يې چې كړي په همغې پسې اودس بشپړولاى شي.

 

========================================

يادداښتونه:

_ ابگن عابدين، اټ، 215م

(2) _ ميزان الشعرانى، د اسباب الحدث بحث

 (3) _ البدايه والنهايه، د ابن رشد – د اوداسه ماتوونكي

 

 

د اوداسه شرطونه:

د اوداسه په شرطونو كې يوهم د هغو اوبو د پاكوالي مطلق شرط دي،چى په تيرو پاڼو كى د ښوول شوي تفصيل له مخې د ناولتيا او حدث په لرې كولو كى كارول شوې نۀ وي، بل شرط بې ناروغانو ته په لګولو يا اړتيا كې څه خنډ نۀ وي. همداراز د اوداسه د غړيو پاكوالي او د داسې يوه خنډ نشتوالى،چې يو مټكي ته د اوبو رسېدو مخنيوى كوي. او د وخت وسعت يا زياتوالې،چى د تيمم په باب كې به راشي، دغو ټولو يا زياتره شرطونو ته په پاملرنه كې ټول مذهبونه يوه خوله دي.

اماميانو ويلي دي: د اوداسه اوبه،لوښى،د اوبو تويولو ځاى او په خپله د اوداسه ځاى بايد مباح (حلال) وي او په زور لاندې شوى نۀ وي. كه په دغو كى يو هم په زور لاندې شوى (غصبي) وي، اودس نۀ كېږي؛خو نور مذهبونه اودس شوې بولي؛خو اودس كوونكى ته ګناه ګڼل كېږي. (1)

د اوداسه مستحبات:

د اوداسه مستحبات زيات دي، لكه لومړى د دواړو ورغويو وينځل، پوزې او خولې ته اوبه تېرول چى دا دواړه او د غوږونو مسح حنبليانو واجب ګڼلې ده او اماميان يې جواز نۀ مني. د مسواك وهل، قبلې ته مخ كول، د ښوول شويو دعاوو لوستل او د څلورو واړو مذهبو په وينا د مخ و لاس دوه يا درې ځلې وينځل.

اماميه وو ويلي دي: لومړى ځل وينځل واجب،دويم مستحب اودرېم ځل بدعت دي او كه لا د روا والى او مشروعيت په نيت وشي،ګناه ده؛خو كه د وجوب په لوی لاس يې ونكړې؛ نو ګناه نده؛ خو اودس نۀ كېږى. ياكه په درېم ځل( په) اوبو مسح وكړې. (2) هم اودس نۀ كېږي. نور مستحبات هم شته، چې په مطولات كى راغلي دي.

 

پر پاكۍ او ناپاكۍ شك:

څوك چې پر پاكۍ باور او يقين ولري او پر ناولتيا شك وكړى،اودسي دى؛خو كه پر ناولتيا باوري وى او پر پاكۍ شكمن وى، بى اودسه دى،ځكه عمل او حكم پر يقين او د شك پر لرې كېدوكېږي. د دې حديث حكم “لاتنقض اليقين بالشك و لكن تنقضه يقين مثله” د يقين په شك مه ماتوئ،خو يقين په خپله پر يقين سره مات كړئ، له مالكيانو پرته بل مخالف نلري،ځكه وايى: كه پر پاكۍ يقين ولري او پر ناولتيا شكمن شي، اودسي دى، چې ددې حالاتو ترمنځ څه  توپير نۀ ښكاري.

د حنفيانو په نزد كه له چا  ناپاكي او پاكي دواړه څرګند شول او پر مخكيوالي او وروسته والي يې پوه نشى،چې همغه بنسټ كړي؛نو اودسي دى؛خو اماميه محققين يې بې اودسه بولي.

شافعيانو اوحنبليانو ويلي دي: د پورتني حالت پر عكس يې كه اودس لومړى و؛نو بيا بې اودسه ګڼل كېږي؛خوكه مخكې بې اودسه و؛ اوس اودسي دى.

دلته څلورمه خبره دا ده،چى لومړى حالت رااخلى او د ناولتيا د اثر يا نښې پر لرې كيدو او د اوداسه پر شتوالي حكم كوي؛ ځكه دواړه حالته يو برابر دي؛ نو دواړه ټكرېدونكي (متعارض) په نشت حساب (ساقط) دي او لومړنى حالت رااخيستل كېږي. په دين كى لنډ او له احتياطه ډكه لار دا ده،چې دويم ځلي اودس وكړى،پر لومړني حالت پوهېده، او كه نۀ.

اماميه وو او حنبليانو ويلي دي: كه چا د اوداسه پر وخت پر كوم غړي يا مسح شك وكړ،په كار ده،چې له شكمن ځايه اودس له سره وكړي او پاتى اودس پوره كړى؛خوكه تر اوداسه وروسته يې شك وكړ؛نو اندېښنه دى نكوي،ځكه شك په عباداتو كې اغېز لري، نۀ ترې وروسته.

علامه په تذكره كې له ځينو شافعيانو رااخيستي،چى په (عبادت) كى د شك او ترې وروسته شك ترمنځ توپير نشته،ځكه مشكوك او تر هغې وروسته حال يې دواړه واجب ګڼلي دي. حنفيانو ويلي دي: هر غړي ته بايد كتنه وشي،كه له دويم غړي پر پيل وړاندې يې د كوم غړي پر وينځلو شك وكړ، بايد راغبرګ (اعاده) يې كړى؛خو كه له پيله څه وخت تېر و؛نو بيا دې ورپسې نۀ ګرځي.

ټول مذهبونه يوه خوله دي، چى د ډېر شكي شك څه ارزښت نلري، يعنى د وسواسي سړي شك بې ارزښتنه دى او په ټولو حالاتو كې واجب ده، چې ترې تېر شي.

 

========================================

يادداښتونه:

(1) _ ابن عابدين، اټ 76م

(2) _ د ابن قدامه المغنى، اټ د مسح الراس فصل او د علامه الحلى تذكره

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!