تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوعات : د مسافر لمونځ د لمانځه باطلوونكي:   د مسافر لمونځ: مذهبونه سره يوه خوله دي چې كسري لمونځ د فرضي څلور ركعتي لمونځونو يوه ځانګړنه ده، د ماسپښين مازيګر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

ليکوال: محمد جواد مغنيه

ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد

موضوعات :

د مسافر لمونځ

د لمانځه باطلوونكي:

 

د مسافر لمونځ:

مذهبونه سره يوه خوله دي چې كسري لمونځ د فرضي څلور ركعتي لمونځونو يوه ځانګړنه ده، د ماسپښين مازيګر او ماسخوتن له هر يوه فرضي څلور ركعتي لمانځه يواځې دوه لومړي ركعتونه لكه د سهار د لمانځه پۀ څير ادا كېږي او چې اّيا پۀ سفر كې كسري لمونځ حتمي دى، ترك كول يې روا ندي يا دا چې د كسري لمانځه او نورو ټولو ترمنځ اختيارمن دى، سره مخالف شويدي.

احنافو او اماميانو ويلي دي: هغه حتمي دي وروسته كسر ټاكل شوېدى.

نورو مذهبونو ويلي دي: پۀ خپل واك دى كۀ ويې غوښتل لمونځ دې كسري وكړي، او كۀ زړۀ يې ؤ ټول دې وكړي.

 

د كسري لمانځه شرطونه:

د لمانځه كسر كيدو ته څو شرطونه دي:

1_ د ټولو مذهبونو په اتفاق سره د فاصلې له رويه، او هغه د احنافو پۀ نزد څليرويشت فرسخه يواځې تګ دى، او كۀ لدې مسافې كمه وي، لمونځ نۀ كسرېږي (پوره بايد وكړل شي.)

اماميانو ويلي دي: تګ اته فرسخه يا تګ او راتګ دواړه اتۀ فرسخه وي، (1)

حنبليانو،مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: شپاړس فرسخه يواځې تګ كه لدې فاصلې دوه ميله كمه شوه، فرق نكوي، بلكي مالكيانو ويلي دي:كۀ له اتو ميلو كمه  هم وي، د مسافر لمونځ كولى شي.

د “فقه على المذاهب” الاربعه” (2)  د كتاب پر بنا فرسخ، پنځه زره څلويښت متره دى پر همدې اساس د احنافو په نزد فاصله يو سل اويا كيلومتره او پنځه سوه شل متره ده، او د درېيو نورو مذهبونو په نزد اتيا كيلومتره او شپږ سوه څلويښت متره ده، او د اماميانو په نزد څلويښت كيلومتره او اته سوه شل متره ده.

2_ د ټولو مذهبونو پۀ اتفاق د مسافرۍ له پيله دې د ټولې فاصلې نيت وكړي او د تابع نيت لكه د ښځې يا چوپړى يا يرغمل او عسكر غوندې دى چې د اّمر د امر د نيت پيرو دي پدې شرط چې مامور، د اّمر او مخكښ پۀ نيت پوه وي، هر كله كۀ پوه نۀ وۀ؛ نو ټول دې پۀ بشپړه توګه وكړي.

3_ د څلور ګونو مذهبونو پۀ نزد د ښار د ماڼيو له پاتې كيدو روسته روا دى.

اماميانو ويلي دي: هغه بس ندي،څو د ښار ديوالونه يې له  نظره وتلي نۀ وي، يا دښار اذان وانۀ وري،او همغه حد دى چې د سفر پيل ته د باور وړ دى، پاى ته يې هم د اعتبار وړ بللى،يعنې چې كله له سفره د خپل ښار پر خوا راوګرځي پر هغه ده،څو يې د ښار ديوالونه نۀ وي ليدلي او اذان يې نۀ وي اوريدلى ترهغو پورې دې مسافرانه يا كسري لمونځ كوي.

4_ هغه چې سفر ورباندې روا وي؛نو كۀ مسافري ناروا وه لكه غلا ته ورتګ او پۀ څېر يې نور، د ټولو پۀ اتفاق لمونځ كسري ندى،بې له احنافو چې ويلي يې دي: پۀ هر وخت كې مسافر بايد  كسري (مسافرانه) لمونځ وكړي، كۀ څه هم سفر يې ناروا وي، او د پاى ټكى دادى چې هغه پۀ حرام فعل سره ګناه كړېده.

5_ لمونځ كوونكى مسافر دی پر مقيم پسې اقتدا نكوي او پۀ هغه مسافر پسې دې هم اقتدا نكوي چې لمونځ يې پاى ته رسيدلى وي، كۀ دا كار يې وكړ د څلورګونو مذهبونو پۀ نزد ورباندې واجبه ده چې بشپړ لمونځ وكړي؛خو اماميان دا شرط بې اثره ګني او اجازه يې وركړېده چې مسافر دې په مقيم پسې د ماسپښين، مازيګر او ماښام پۀ لمونځونو كې اقتدا وكړي او ورسره دې دوه ركعته وكړي او تشهد دې ورسره وكړي او پخپله دې يواځې سلام وګرځوي او كۀ مقيم پۀ مسافر پسې لمونځ وكړي، بايد دوه ركعته ور سره وكړى، بيا دې نور پاتې لمونځ يواځې وكړي.

6_ د حنبليانو او شافعيانو پۀ نزد كوم لمونځ چې كوي بايد مسافرانه نيت (د كسر نيت) وكړي، كه لمونځ وكړي او نيت يې نۀ وي تړلى؛ نو بشپړ لمونځ دې وكړي.

مالكيانو ويلي دي:د كسر نيت،د كسر د واجبېدو پۀ شرط كې ندى؛نو كۀ د كسر نيت يې نۀ وي كړى، پۀ نيت سره حكم نۀ بدلېږي، ځكه د مسافرت له پيله يې نيت كړېدى،بې لدې چې اماميانو ويلي دي: كه مسافر پۀ كوم ځاى كې د اقامت نيت وكړ،بيا له خپله نيته واوښت، حال دا چې ټول لمونځ يې نۀ وي كړى، بايد كسري (مسافرانه) لمونځ وكړي، كۀ څه هم يو لمونځ وي؛ نوكۀ يو لمونځ يې بشپړ وكړ،بيا د اقامې له نيته  وګرځيد كولاى شي چې لمونځ پوره وكړي.

7_ د احنافو په نزد پنځلس ورځې پرله پسې دې د اقامت نيت نكوي، د اماميۀ وو پۀ نزد لس ورځې،د ماليكانو اوشافعيانو پۀ نزد څلور ورځې او د حنبليانو په نزد تر شلو لمونځونو تېرېدو وروسته،اماميانو زياته كړېده، كه يو سړى اريان دريان پاتې شي او د اقامت او مسافرى نيت ونكړى او ونۀ پوهيږي،څو بۀ د ده خپل كار پاى ته ورسېږي ترهغو دې پۀ كسر كې پاتې وي،چې دغه ديرش ورځې تيرې شي، ترې وروسته كۀ څه هم يو لمونځ وي بايد چې مسافرانه يې وكړي.(3)

8_ دا چې د مسافر كار تل سفر نۀ وي لكه يو مكار او چلوونكى او له سوداګرو ځينې يې چې تل پۀ سفر كې وي او لږ پۀ يوۀ ځاى كې ايسارېږي، دا شرط د حنبليانو او اماميانوپه وړاندې د اعتبار وړ دى، نۀ د نورو ډيرو مذهبونو پۀ وړاندې.

9_ دا چې كډه پرشا نۀ وي (كوچنى نۀ وي) چې پۀ هر ځاى كې اوبه او شنه بوټي وي، ورځي، او دا شرط يواځې اماميانو ښكاره (په ډاګه) ويلی دى.

10_ احنافو،حنبليانو اوماليكانو ويلي دي: چې كله مسافر له سفره راوګرځيد او هغه ځاى ته ورغۍ چې سفر يې ورنه پيل كړى ؤ،كه دغه نيت د يو څه مسافې له وهلو د مخه له سفره وي،سفر يې باطل او ورباندې واجبه ده چې بشپړ لمونځ وكړي او كه يې د سفر يو څه فاصله وهلې وه،شرعا بايد كسري لمونځ وكړي،څو بېرته وطن ته راوګرځي.

شافعيانو ويلي دي: د سفر پر وخت يې چې هره ګړۍ له سفره د بېرته راګرځيدو نيت وكړ لمونځ دې بشپړ وكړي (1). او د دې خبرې معنا داده چې پۀ هر وخت كې بايد بشپړ لمونځ وكړي، كۀ څۀ هم له سفره بېرته راګرځيدلى وي،ځكه اوږدې خبرې پريښوول پر ټولو شريك او عامه دليل دى.

اماميانو ويلي دي: كۀ له خپله سفره بلې خوا ته شو يا د يوې فاصلې تر وهلو دمخه دوه زړى شو،پرې واجبه ده چې ټول لمونځ وكړي؛خو كۀ ښه پريكړى تللى ؤ ورباندې واجبه ده چې خپل لمونځ مسافرانه وكړي او څه وخت چې فاصله  يې نۀ وي وهلې پرله پسې د سفر نيت شرط  دى؛خو د مسافې تر وهلو وروسته دسفر موضوع د غوسې له مخې حقيقت موندلې او پر نيت باندې نده ولاړه.

ټول سره يوه خوله دي چې د لمانځه كسر ته هر يو شرط د اعتبار وړ دى، همغه هم پۀ سفر كې د روژه ماتي روا والي ته شرط دى او ځينو مذهبونه يو بل شرط د روژه ماتي روا والي ته ورزيات كړېدى چې د روژې پۀ برخه كې به ياد شي؛خو اماميانوڅۀ ندي ورزيات كړي او ويلي يې دي : “من افطر قصر ومن قصر افطر، يعنې هر چا چې روژه ماته كړه كسر دې وكړي او هر چا چې كسر وكړ روژه دې ماته كړي.

 

د دوو لمونځونو يوځاى كول:

دمالك،شافعې او ابن حنبل پۀ نزد د ماسپښين او مازيګر د لمونځونو ترمنځ او د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو ترمنځ يو ځاى كول او هم وړاندې او يا وروسته كول پۀ عذر سره پۀ سفر كې روا دي.

ابوحنيفه ويلي دي: د سفر د ستونزې له كبله د دوو لمونځونو يوځاى كول ندي روا، د ويل شوې معنا سره سم چې مخ ته كول او شاته ځنډول دا معنا لري چې د ماسپښين پر وخت دوه لمونځونه ادا شي چې مازيګر مخكې وبولي او يا دواړه د  مازيګر پر وخت ووايي چې ماسپښين وځنډوي.

 

ناپوهه او هيروونكى:

 اماميانو ويلي دي: چا چې قصدا په مسافرۍ كې خپل ټول لمونځ وكړ، لمونځ يې باطل دى، حال دا چې د لمانځه وخت ولري، خپل لمونځ دې دوه وارې وكړي، بلكې كۀ وخت هم ورباندې تير وي، قضايې يې دې وكړي، څوك چې د مسافر د لمانځه پر واجب والي نۀ پوهېږي په وخت كې دننه يا له وخته دباندې بايد كړى لمونځ بيا له سره ونكړي كه حكم ورته معلوم ؤ او هير كړى يې ؤ او بيا يې ياد ته ورغۍ، كۀ پۀ لمانځۀ كې و، بيا يې دې وكړي خوكۀ تير ؤ؛نو بيا اعاده نشته.

اماميانو ويلي دي:څوك چې د لمانځه په لومړيو كې لمونځ ونكړي او مسافر شي پۀ سفر كې بايد كسري لمونځ وكړي؛خو كۀ مسافر لمونځ يې نۀ وي كړى، د وخت تر تماميدو دمخه وطن ته راورسيد، يا داسې ځاى ته ورسيد چې غواړي هلته لس ورځې پاتې شي، بايد ټول لمونځ وكړي ځكه د لمانځه د ادا كولو پر وخت په وطن كې دى؛نو باوري د ادا كولو حالت دى نۀ د وجوب حالت.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ تردې چې وروسته له دې پوه شو او ژر هغه بېرته راوګرځي، ځكه پدې ډول د هغه سفر پۀ يوه ورځ كې بشپړېږي او ځينو يې ويلي دي: كه نيت وكړي چې تر لس ورځو دمخه بېرته راځې لمونځ يې كسر (مسافرانه) دى.

(2)_ الفقه على المذاهب الاربعه، 4ج-مبحث شروط القصر

(3)_ د اماميانو ګڼو رسالو ته په پام سره اماميان د دې وجود احتمال لري چې د عربي متن پۀ وروستۍ برخه كې بۀ يوه چا چې غلطى شوې دي، پر همدې بنا د “بايد كسر وكړي” پرځاى دې “بايد بشپړ وكړي” صحيح دى.

(4) _ الوجيز للغزالي، صلوه المسافرين.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د لمانځه باطلوونكي:

 پرڅو كارونو سره لمونځ باطلېږي:

1_ خبرې؛ تر ټولو لږ خبره هغه ده چې له دوو حرفو جوړه وي، كۀ څه هم معنا ونلري،او بې ګټې وي، او همداسې كۀ يو حرف وي چې معنا ترې اخيستل كيداى شي لكه “ق” چې د امر فعل دى له “وقي” يعنې ويې ساته، خو پر يوۀ بې معنا حرف چې معنا نۀ وركوي، لمونځ نۀ باطليږي او همداسې پۀ هغه غږ سره چې له خوشې بې معنا حروفو جوړوي، لمونځ نۀ باطليږي.

احنافو او حنبليانو د لمانځه د باطليدو پۀ حكم كې چې په لوی لاس) او سهوه سره وي څۀ توپير ندى كړى.

اماميانو، شافعيانو او ماليكانو ويلي دي: لمونځ پۀ لنډو او غير قصدى خبرو سرۀ پدې ډول چې د لمانځه شكل پر ځاى پاتې شي نۀ باطلېږي.

د اماميانو او مالكيانو په نزد غاړه تازه كول، كه د ضرورت له مخې وي يا اړتيا ورته نۀ وي نۀ باطلېږي او د ډيرو مذهبونو پۀ نزد كۀ بې له كومې اړتيا وي د باطلېدو سبب ده، او كۀ كوم حاجت ته وي؛نو څۀ پروا نكوي، لكه د غږ ښۀ كېدو ته،څو حروف له خپلو مخرجونو ادا كړي او يا امام د صواب پر خوا سيخ كړي.

مذهبونه سره متفق دي چې د لمانځه پر وخت مغفرت او بښنې ته دعا لۀ خدايه وغواړي او د خير غوښتل روا دي، بې له احنافو او حنبليانو چې ويلي يې دي هغه دعا چې پۀ قراّن او سنتو كې راغلې ده،او يا دعا پر هغه څيزونو پورې چې يواځې له خدايه غوښتل كېږي لكه روزي او بركت روا ده او دا قيد يې له دعا سره زيات كړى دى.

تسبيح ويل(1): دا چې دغه اعلام د لمانځه پر وخت د سلام ځوابول، لمونځ باطلوي؛ نو كۀ يو چا لمونځ كوونكي ته سلام ورواچاوه او ځواب يې وركړ لمونځ يې باطل دى؛خو كۀ د اشارې پۀ ډول د سلام ځواب وركړي نۀ باطلېږي.

اماميانو ويلي دي: پر لمونځ كوونكي واجبه ده، چې كله د سلام ځواب پۀ السلام سره ؤ ، لكه سلام ويونكي چې ووايي. او كۀ صباح الخير او هغه ته ورته پۀ څير ؤ پروا نكوي، او شرط يې بللې ده چې د بشپړ سلام پۀ شكل بې له څه توپيره بايد وي؛ نو كۀ ويې ويل سلام عليكم بايد ځواب لكه پۀ څير يې بې له الف او لام ووايي او كه ويې ويل: السلام عليكم پر الف او لام سره بايد ځواب يې پر الف او لام سره ووايي.

2_ هر يو كار چې د لمانځه شكل له مينځه وړي، داسې چې ليدونكى واّنګيري چې د هغه كار كوونكى پۀ لمانځه كې ندى لمونځ باطلوي او دا شرط دټولو مسلمانانو د منلو وړ دى.

3_ خوړل او څښل لمونځ باطلوي؛ خو پۀ اندازه كې يې سره مخالف دي:

اماميه وو ويلي دي: خوړل او څښل چې فاعل له لمانځه وباسي او يا د لمانځه له شرطونو يو شرط لكه پيروي او داسې نور چې له مينځه يوسي لموونځ باطلوي.

احنافو ويلي دي: هر خوراك او څښاك كۀ لږ وي يا ډير كۀ څه هم د كنځلې يوه دانه يا د اوبو يو څاڅکى وي كۀ قصدي وي يا په سهوه، لمونځ باطلوي.

شافعيانو ويلي دي: د لمونځ كوونكي خيټې ته كۀ هر څومره خوراك ورسېږئ، كۀ لږ وي يا ډير لمونځ يې باطل دى او دا پداسې حال كې دي چې لمونځ كوونكى ئې پۀ قصدي ډول سره لدې چې پر حرام والي يې علم هم لري؛خو كۀ د ناپوهۍ يا د هيرې له رويه وي ډير يې زيانمن او لږ يې تاوان نلري.

حنبليانو ويلي دي: ډير خوراك كه په لوی لاس يا سهوه سره هم وي لمونځ باطلوي او لږ خوراك په قصدي ډول لمونځ باطلوي او كۀ لږ خوراك پۀ سهوه سره وي بيا لموځ نۀ باطلېږي.

4_ د ټولو مذهبونو په  نزد د اوداسه يا غسل ماتوالى كۀ هغه د حدث اكبر يا اصغر له مخې وي لمونځ باطلوي بې له احنافو چې ويلي يې دي: د اوداسه ماتوالى كه وروستي تشهد ته تركېناستودمخه وي،باطل دى او كۀ وروسته وي كه سلام يې نۀ وي ګرځولى باطل ندى.

5_ كړس كړس خندا د ټولو مذهبونو پۀ نزد لمونځ باطلوي،بې له احنافو چې حكم يې د مخكيني تفصيل له مخې حدث دى چې وويل شو. لدې نظره چې د لمانځه باطلوونكي د ډيرې پاملرنې وړ دي ډير ډولونه لري او هر مذهب هر يوه ته يې ځانګړې فتوا لري ډيره پر ځاى ده چې د مذهبونو د هر يوه مذهب نظر په لاندې ډول يادوو.

شافعيانو ويلي دي: د لمانځه باطلوونكي عبارت دي له هغه حدثه چې د اوداسه يا غسل سبب جوړېږي او خبرې او ژړا كول پۀ ځينو وختو كې او ډير كار او په نيت كې شك راوړل د لمانځه په ماتولو كې پر ترديد څو څو ځلې دوام او له واجبو لمونځونو نورو لمونځونو ته اوښتل؛نو كۀ لمونځ كوونكى وغوښتل چې په جماعت سره لمونځ وكړي، كولى شي لمونځ پر نفلي لمونځونو واړوي او دعورت لوڅوالي سره لدې چې پر پټو لويې وس وى؛خو لوڅ وى كه د اغوستلو څه ئې وموندل او هغه ككړوالى چې نۀ بښل كېږي، كه يې پۀ چټكۍ له هغه ځان لرې نكړ، او د “تكبيره الاحرام” بيا تكرارول او د ركن په لوی لاس پريښوول او په كافر پسې اقتدا كول چې اقتدا ورپسې نشي كولاى او داسې نور له قصده د ركن زياتوالى او د داسې شي خوړل،چې خېټې ته ورسېږي، له قبلې مخ اړول او د لمانځه د يوۀ ركن وړاندې كول پر نورو لمونځونو.

مالكيانو ويلي دي:د لمانځه باطلوونكي په لوی لاس يا په سهوه سره د يوه ركن پرېښوول دي كه تر سلام ګرځولو پورې ياد نشي حال دا چې پر بشپړېدو يې باوري وي او د عرف له مخې اږد شي او د يو ركن ډيرول پۀ قصدي ډول لكه ركوع او سجدې او د تشهد زياتول چې ځاى يې نۀ وي او په كړس كړس خندا كول پۀ لوی لاس يا په سهوه سره او خوړل او څښل په قصدي ډول او په لوی لاس سره خبرې كول،چې د اصلاح او قوت كېدو او په ډكه خوله قى كول په قصدي ډول يا د ورپيښې ستونزې له كبله وي او د اودس ماتوالي او د عورت لوڅېدل او يا له هغه څخه د لږې برخې ښكاره كېدل او پر لمونځ كوونكي د نجاست پرېوتل او د ډېر كاركول په څلور ركعتي لمونځونو كې چې تر څلورو ركعتو ډير دي، كه پۀ يقيني ډول وي يا پۀ سهوه سره او سجدې تر سلام ګرځولو دمخه او له سنتو د درېو پرښوول پۀ سهوه سره او په سهوه سره له هغه سره د سجدې پريښوول د هغه له پاره.

حنبليانو ويلي دي: د لمانځه باطلوونكي دادي: د نۀ بښونكي نجاست منځته راتلل قبلې ته شا وراړول،د اودس ماتوالى،دعورت لوڅېدل چې پۀ قصدي توګه وي ،د لمونځ كوونكي بې له كومه عذره پر يوۀ شي ډډه وهل،لومړني تشهد ته بېرته ورګرځيدل حال دا چې دمخه يې قرائت پيل كړى وي ورباندې عالم وي او پۀ زړۀ يې وي د يوه ركن زياتېدل، پۀ قصدي ډول د ځينو اركانو د مخه كول ،پر ځينو نورو په لوی لاس هغه غلطي چې معنا ته بدلون وركوي او د سمون وس يې ورسره وي،د لمانځه د نيت ماتول يا پكې ردول، په تكبيره الاحرام كې شك راوړل، په كړس كړس خندا، په لوی لاس يا په سهوه سره خبرې كول، د مقتدي سلام،تر امام دمخه خوړل او څښل، پۀ هېره يا بې علمۍ سره بې له كومې اړتيا د غاړې تازه كول،داسې زور كول چې دوه توري له هغه راښكاره شي او بې له يوۀ خدايه د بل شي د ويرې له پاره ژړا.

احنافو ويلي دي: د لمانځه باطلوونكي دا دي: پۀ پام يا ناپامۍ او د ناپوهۍ يا سهوې له مخې خبرې كول، او داسې دعا چې د عامه خلكو د خبرو پۀ څير وي،يو داسې عمل ډير تر سره كول چې لمونځ ورباندې باطلېږي، له قبلې مخ اړول،خوړل او څښل بې له كومه شرعي عذره د غاړي تازه كول،اف كول له درده زګيروى او نلښت او اّه او ښكل، په زوره ژړل،دعا كول، پرنجيدونكي او تعجب ته “سبحان الله” ويل او يا د ” لا اله الا الله” ويل،اوچا چې تيمم وهلى وي او اوبه وويني او د لمر ختو سره د سهار لمونځ كول، د اخترونو لمونځونه پۀ ماسپښين كې كول په لوی لاس (قصدي) د حدث راوستل خو كۀ حدث پخپله راغي، ندى باطل خو اودس دې وكړي او پاتې لمونځ دې ادا كړي. (1) او د بدخبر د اوريدو پر وخت د ” انا الله” ويل او د ښۀ خبر پر وخت د ” الحمد الله” ويل.

اماميانو ويلي دي: پۀ لمانځه كې ريا كول يا  ځان ښكاره كول او پۀ نيت كې شك او     ترديد او هم كۀ د لمانځه تر لږ ويلو وروسته د لمانځه دماتولو نيت وكړي، لمونځ يې باطل دى. او همدارنګه پۀ لوی لاس مخكينې لمونځ پرېښوول او وروستى لمونځ كول داسې چې د ماسپښين لمونځ پرېږدي او د مازيګر لمونځ پيل كړى، يا د مازيګر د لمانځه پر ځاى د ماسپښين لمونځ پيل كړي كومه ستونزه نشته،ځكه د ماسپښين لمونځ د مخه دى؛ نو كۀ فكر يې شو چې د ماسپښين لمونځ يې كړېدي او د مازيګر نيت يي  وتړلو او پۀ لمانځه كې يې ورفكر شو روا ده چې بېرته د ماسپښين لمونځ له سره د مازيګر د لمانځه تر مخ وكړي او روا ده چې له جماعته ځانګړي لمانځه ته راوګرځي خو د هغه پر خلاف ناروا دى،داسې چا ته چې واجب لمونځ ځانګړي كوي روا ده،چې استحبابي لمانځه ته وركوږ شي،څو واجب لمونځ په جماعت سره وكړى او هم د تكبيره الاحرام زياتوالى دلمانځه د باطليدو سبب جوړېږي؛ نو كۀ اول يې تكبير ويلي ؤ دويم ځل تكبير يې لمونځ باطلوى او نوي تكبير ته اړتيا شته او كۀ څلورم ځل ته يې تكبير وويلو باطل دى او پنځم تكبير ته اړتيا ليدل كېږي او همداراز پۀ جفتو (غبرګو) تكبيرونو سره چې ډېر وي باطل او پۀ طاقو سره صحيح كېږي او هم د داسې نجاست راتلل چې سترګې ورباندې پټېداى نشي لمونځ باطلوي.

كه پردې ونۀ توانېږي چې هغه تر ځنډيدو پرته لرې كړي د لمانځه له حالته وتلى دى، او كه د اوبو دنشتوالى پرځاى يې تيمم وواهه او پرلمانځه ودريد،بيا يې د لمانځه پر وخت اوبۀ وموندلې تيمم او لمونځ دواړه باطل دي،او كۀ د لومړي ركعت تر ركوع دمخه يې اوبۀ وموندلې لمونځ دې پاى ته ورسوي او سم دى،د هغه لمونځ د ځينو شرطونو پۀ نشتوالي سره لكه داغوستلو شيان او د ځاى نۀ روا والى او د حدث راتلل او پۀ لوی لاس ټول بدن ته كتل،شاته،ښى اړخ ا و چپ اړخ او د ښي او چپ ترمنځ داسې كتل چې قبلې ته له پام كولو ووځې لمونځ باطلېږي او هم په لوې لاس خبرې او ژړا د دنيا امورو ته او كړس كړس خندا چې لمونځ باطل كړي او پۀ خوړلو او څښلو پۀ لوې لاس سره لږ او ډير عيب او له پنځو اركانو ديوه يا څو ركنونو پرېښوول كۀ په لوی لاس وي يا په سهوه لمونځ باطلوي،او پنځه اركان دا دي: نيت، تكبيره الاحرام، قيام ، ركوع، او پۀ هر ركعت كې دوې سجدې، د زوال نيت سره لدې چې پردې علم ولري امكان يې شته؛خو زياتوالى يې پۀ هيڅ شكل امكان نلري.

 

د لمونځ كوونكي له مخې تېرېدل:

مذهبونه سره يوه خوله دي: تېريدونكي او لمونځ كوونكي ته ندي حرام ،يواځې پر لمونځ كوونكي مستحب ده چې خپلې مخې ته يوه ستره (پردۀ) يا هغه څۀ چې د دووشيانو تر منځ مانع شي جوړه كړي، كۀ مخې ته يې پردۀ يا ستره نۀ وه چې د تګ راتګ مخه پرې ونيول شي لكړه يا پړى يا د خاورې د يوې غومبۍ پۀ څېر دې يو څۀ مخې ته جوړ كړي، او كۀ دا هم نۀ وو، لمونځ كوونكى دې د لمانځه د برم او عظمت او د خلكو ايسارول اود حق خوا ته پام وراړولو ته يوه نښه مخې ته كېږدي.

مالكيانو او احنافو ويلي دي د لمونځ كوونكي د لمانځه تر مخ تېريدل پۀ هر شكل حرام دي كۀ پردۀ يې مخې ته وي يا نۀ وي؛خو احنافو او مالكيانو ويلي دي: پر لمونځ كوونكي حرامه ده چې تر مخ يې تګ راتګ موجود وي حال دا چې د دي امكان هم ورسره وي چې له هغه ځايه لرې بل ځاى لمونځ وكړي.

شافعيانو ويلي دي: تګ راتګ هغه وخت حرام دى چې لمونځ كوونكي ستره (پردۀ) نۀ وي ايښې؛خو كۀ ستره موجوده وي او خلك تګ راتګ كوي نۀ حرام دى او نۀ مكروه.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ سبحان الله ويل.

(2)_ لنډون له- الفقه على المذاهب الاربعه كتاب څخه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!