بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : حج (پرله پسې دویمه برخه) وكالت د عباداتو ډولونه: عبادات له بدني او مالي پلوه پر درېو برخو ويشل كېږي: 1_ يوازې بدني: هغه عملونه چې بې له مالي اثره […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
پينځګونې فقه
حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري
ليکوال: محمد جواد مغنيه
ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد
موضوع : حج (پرله پسې دویمه برخه)
وكالت
د عباداتو ډولونه:
عبادات له بدني او مالي پلوه پر درېو برخو ويشل كېږي:
1_ يوازې بدني:
هغه عملونه چې بې له مالي اثره كېږي؛ لكه لمونځ او روژه، څلورګونو مذهبونو ويلي دي: دغه ډول عبادتونه په هېڅ وخت كې د وكالت وړ نه دي، نه له مړو، او نه له ژونديو؛اماميه وو ويلي دي: يوازې له مړو وكالت كېداى شي؛ خو له ژونديو روا نه دى، چې لمانځه او يا روژې ته وكيل ونيسي.
2_ يوازې مالي:
هغه عملونه چې بې له بدني كړو وړو كېږي؛ لكه پینځمه او زكات. په اتفاق سره د وكالت وړ دى؛ نو روا ده، د مال مالك (څښتن) د خپل ځان له خوا يو سړي وكيل ونيسي، چې د مال او اكثره صدقو (خيراتونو) زكات يې وباسي.
3_ مالي او بدني:
هغه عملونه چې پر مال لګولو او بدن دواړو سره ادا كېږي؛ لکه حج، چې د بدن له كار كولو سره جوخت ادا كېږي؛ لكه طواف، سعې، رمى (ويشتل) د جمرو، او همداسې سفر ته لګښتونه او لوازم پوره كول يې په مال پورې اړه لري، ټول په يوه نظر دي، چې كله دغه ټول شرطونه پكې پوره شول، بيا حج ورباندې واجب دى، داسې چې پخپله پكې شريك وي، او حج ته وكيل نيول رو اندي، او كه پردى يې وكيل ونيو، سمه نده، په خپله حج پرې واجب دى؛ نو كه پخپله يې حج ونكړ، شافعيانو، حنبليانو او اماميانو ويلي دي: واجب حج پر مړينې له غاړې نه اوړي، او واجبه ده، چې له خوا يې له اجرت المثل سره وكيل ونيول شي، كه يې حج كولو ته چاته وصيت نه وي كړي، اجرت دې له اصلي تركې وركړي.[1]
احنافو او مالكيانو ويلي دي: خپله د ده په شتون كې حج له هغه اوړي؛ خو كه يې وصيت كړى وي؛ لکه ډېر نور مالونه چې د خداى پاك د رضا لاسته راوړو ته لګېږي، له درېیمې ويستل كېږي، او كه يې وصيت نه وي كړى، وكيل نيول ندي واجب.
توانمن او بېوسه:
پر يوه سړي چې د حج ټول شرطونه پكې موجود وي؛ خو د زوړوالي يا داسې رنځورۍ له كبله چې ورڅخه د جوړېدو تمه نلري، او پخپله د حج د مناسكو ادا كولو جوګه نه وي، د حج په مناسكو ادا كولو كې له ګډونه خلاص دى؛ ځكه خداى پاك د حج د سورت په (78)آیت كې ويلي دي: “و ما جعل عليكم فى الدين من حرج” يعنې خداى پاك په دين كې ستاسې ته سختۍ ندي راوستې، ايا ورباندې واجبه ده، چې بل څوك ځان ته وكيل ونيسي، او كه يې نائب و نه نيو، واجب يې پرېښوول، همدارنګه له غاړى يې ندى اوښتى؟ بې له مالكيه وو؛ نور ټول په دې اتفاق دي، چې واجب دي، حج ته وكيل ونيسي، مالكيان وايي: څوك چې وس نلري، ورباندې حج نشته[2].
كه روغ شو او عذر يې لرې شو، او وكيل يې هم ورته حج وكړ، ايا واجبه ده چې په خپله بيا حج وكړي؟
حنبليانو ويلي دي: بيا ورباندې حج واجب نه دى.
اماميانو، شافعيانو او احنافو ويلي دي: حج ورباندې واجب دى؛ ځكه هغه څه چې پرځاى كړي يې دي، مالي واجب دى، او دا حج بدني واجب دى.[3]
په مستحباتو كې وكيل نيول:
اماميانو او احنافو ويلي دي: چاچې واجب حج ادا كړ، كه و يې غوښتل چې مستحب حج ته وكيل ونيسي، که څه، پخپله يې دغه حج ادا كولى شواى، روا دى.
شافعيانو ويلي دي: روا نه دى.
له احمد بن حنبل هم دوه روايته راغلي دي 1- منع، 2- جواز. (يوه ناروا، او بل روا بللى.)
مالكيانو ويلي دي: هغه رنځور چې د روغتيا تمه يې شكېدلې وي، او هغه سړى چې واجب حج كولى شي، كولاى شي بل څوك پر خپل مالي لګښت د ځان د حج فريضې ته ولېږي، حج يې كېږي؛ خو مكروه دى، او د عوض شوي حج نه كېږي؛ ځكه عوض شوي ته مستحب دى، او عوض شوي ته چې د حج كولو مرسته يې ورسره كړې دعا او بركت دى. كه مړي ته بې له وصيته يا سره له وصيته حج وكړي، ورته نه په واجبو او نه په مستحباتو كې حسابېږي، او پخپله ورڅخه حج نه ساقطېږي[4].
د وكيل شرطونه:
وكيل د لاندې شرطونو لرونكى دى:
وكيل بايد بالغ، هوښيا ر او مسلمان وي، او واجب حج پر خپله غاړه و نه لري، او په ادا كولو يې باوري وي، نر ته روا ده، د ښځې وكيل شي، او همدارنګه ښځه د نر وكالت كولاى شي، كه څه، وكيل كېدونكى او وكيل نيونكى دمخه حج كولو ته نه وي تللى.
ايا وكيل له خپله ښاره دحج ادا كولو پر خوا وخوځېږي، يا د مړه له ښاره او يا يو له ميقاتونو ؟
احنافو او مالكيانو ويلي دي: كه وكيل نيوونكي د خوځيدو ځاى و نه ټاكه، وكيل بايد د مړه له ښاره د حج ادا كولو پر خوا حركت وكړي، او كه نه نو د مړه پر وصيت دې عمل وكړي.
شافعيانو ويلي دي: ميقات د اعتبار وړ دى، كه يې يو ټاكلى ميقات وټاكه، پر قول يې عمل واجب دى، او كه نه؛ نوعوض يا وكيل واكمن دى، چې له هره ميقاته وغواړي، تلاى شي.
حنبليانو ويلي دي: له هره ځايه چې حج ورباندې واجب شوی دى، له همغه ځايه د حج ادا كولو پيل پرې واجب دى، نه له هغه ځايه چې پكې مړ شوی دى؛ نو كه د خپل هجرت پرځاى يې وس وموند، بيا روسته خپل ښار ته ورغی او هلته مړ شو، بايد د هجرت له ځايه يې وكيل ونيول شي، نه له اصلي ټاټوبي؛ خو په داسې فاصله كې چې د وطن او هجرت ترمنځ يې لمونځ د مسافر وبلل شي.
اماميه وو ويلي دي: يو ډول هغه حج دى، چې د مړي له خپله ټاټ پيلېږي، او بل ډول حج هغه دى، چې له ميقاته پيلېږي، كه مړي هر يو په ژوند ټاكلى و، له همغه ځايه بايد حج پيل شى. (عمل پرې وشي)؛ خو كه مطلق او نامعلوم و، كولاى شي پر يو له دغو دوو عمل وكړي، او كه نه ؛ نو د پيلېدو ټكى يې هغه ميقات دى چې مكې ته لنډ وي، كېږي، كه و نه موندل شو؛ نو كوم ميقات چې د مړي ښار ته لنډ دى، كېږي، او د ميقاتي حج مزدوري په واجبي حج كې له اصلي تركې او د ميقاتي حج نور لګښتونه له درېیمې وركوي.
د حج په اداء كولو كې د وكيل ځنډ:
كه وكيل پر پېسو يا جنس وټاكل شو، ورباندې بيړه كول واجب دي، او روا نه ده چې حج له لومړي كاله شاته كړي، او د بل چا د وكيل نيولو حق نه لري؛ ځكه حج ورباندې لازم شوى دى، او كه و نه پوهېږو، چې ايا حج ته تللى او د هغه مناسك يې وكړي دي، اصل نه تلل دي، څو تلل يې يقيني شي، اوچې كله پوه شو، چې تللى او پرې شك من شوو چې په مجمله توګه يې د حج مراسم و كړي دي، همغسې لكه څنګه چې ورسره ښايي سم يې ادا كړي دي، او يا يې يو شى له واجباتو سم ندی ادا كړي، بايد عمل يې په ښه توګه ثابت كړو، څو رد يې ثابت شي.
كوږوالى:
احنافو او اماميه وو ويلي دي: كه وكيل نيوونكي وكيل ته ځانګړي حج وټاكه لكه د “تمتع، افراد يا قران” روا نه ده، چې وكيل يې و نه مني؛ خو كه د كوم خاص ښاره حج وټاكي، او وكيل له بل ښاره بې اجرې اخستو پيل وكړي، سمه ده ؛ ځكه د تګ موخه يې د ده خپل ځان ندى؛ بلكې مقصد يې همغه كړى حج دى.[5]
د عمرې معنا
عمره په لغت كې د زيارت كولو په معنا، او شرعا د بيت الله الحرام زيارت دى، چې په ځانګړې توګه كېږي.
د عمرې ډولونه:
عمره دوه ډوله ده، مفرده عمره، او تمتع عمره، مفرده عمره بې له ده او له حج سره تړلې نه ده، او په اتفاق سره وخت يې د كال ټول وختونه دي؛او د اماميه وو په نزد تر ټولو غوره وخت يې د رجب مياشت ده، او له اماميه وو پرته د نورو په نزد د روژې مياشت ده؛ خو له حج سره تړلې عمره د تمتع عمره ده، چې عمره كوونكى يي د حج تر مناسكو دمخه ادا كوي، كټ مټ داسې لكه عام حاجيان چې د مكې ګردچاپيره طواف كوي، په اتفاق سره د هغې وخت د حج مياشتې دي؛ يعنې شوال، ذوالقعده او ذوالحجه، د فقهاوو د نظر د اختلاف پر بنا د ذوالحجې د مياشتې په ټوله يا درېیمه كې دا عمره كېږي، او كه چا عمره له حج سره يوځاى كړه؛ يعنې تمتع عمره يې ادا كړه، د هغه سړي يا ښځې په اند چې عمره واجبه ګڼي، د مفرده عمري واجب والى ساقطېږي.
د دوو عمرو ترمنځ توپير:
ښاغلي خويي له اماميه وو پر څو علتود مفرده او تمتع عمرې ترمنځ توپير ايښى دى:
1_ داچې د نسا طواف چې معنا به يې روسته راشي، په مفرده عمره كې واجب دى، او د تمتع په عمره كې واجب نه دى، او ځينو ويلي دي، روا نه دى.
2_ د تمتع عمرې وخت د شوال له لومړيو د ذيحجې تر نهم پورې دى؛ خو د مفرده عمرې وخت د كال په ټولو ورځو كې دى.
3_ كه كوم سړى د تمتع عمره اداكوي، يوازې د تقصير په صورت كې وېښتان پرې كول ورباندې اوړي؛ خو چاچې مفرده عمره ادا كړه، د سر خرييلو او تقصير ترمنځ اختيارمن دى، چې روسته به يې بيان راشي.
4_ تمتع عمره او حج په يوه كال كې وي؛ خو مفرده عمره داسې نده.
د “الدين والحج على المذاهب الاربعه” په كتاب كې چې د “كرار” تاليف دى راغلي دي، چي مالكيانو او شافعيه وو ويلي دي: څوك چې مفرده عمره ادا كوي، كه سر كل كړي او يا يې لږ كم كړي، كه ذبحه ورسره وي، يا نه وي، هر شى ان ښځو ته تر نژدي كېدو پورې ورته روا كېږي.
خو حنبليانو او احنافو ويلي دي: كه عمره كوونكي قرباني له ځانه سره نه وي وړې، چې كله سر وتراشي يا يې كم كړي، محل كېږي (حلالېږي)، كه نه نو په احرام كې به وي څو د قربانۍ په ورځ له حج او عمرې محل (حلال) شي.
د عمرې شرطونه:
دمخه موږ د حج شرطونه ياد كړل، چې د عمرې شرطونه كټ مټ همغسې دي .
د عمرې حكم:
احنافو او مالكيانو ويلي دي: عمره ټينګه موكده ده، واجبه نه ده.
شافعيانو، حنبليانو او اكثره اماميانو ويلي دي: عمره پر هغه واجبه ده، چې استطاعت يا وس ولري؛ ځكه خداى پاك د بقرې سورت په 196 آیت كې ويلي دي: “و اتمو الحج والعمره الله” خو پر بې وسه سړي يا ښځې مستحبه ده.[6]
د عمرې خاص عملونه:
د “الفقه على المذاهب الاربعه” په كتاب كې راغلي: څه چې په حج كې راغلي، په عمره كې هم واجب دى، او همدارنګه څه چې په عمره كې مستحب دي؛ خو عمره له حج سره په څو شيانو كې توپير لري؛ لکه عمره ټاكلې وخت نلري، د عمرې د ادا كولو وخت له لاسه نه وځي، د عرفات درېدل په عمره كې نشته، مزدلفې شريفې ته تلل نه غواړي، او همداسې د جمرو ويشتل پكې نشته.
د اماميه وو د جواهرو په كتاب كې راغلي دي “د حج په عملونو كې (12) شيان واجب دي: احرام، پر عرفات درېدل، په مشعر كې درېدل، منى ته ننوتل، د جمرو ويشل، ذبح، سر كلول او كمول (تقصير)، طواف، دوه ركعته د طواف لمونځ، د صفا او مروا ترمنځ منډى او تګ، د نسا طواف، دوه ركعته لمونځ يې، او… مفرده عملونه (8)شيان دي: نيت، احرام، طواف، دوه ركعته لمونځ يې، سعى، تقصير، نسا طواف، او دوه ركعته لمونځ يې”.[7]
لدې ځايه ښكارېږي، چې “د ټولو د اتفاق لرلو” معنا هغه ده، چې د حج اودرېدو، او د هغه د نورو ډېرو عملونو ډېروالى له مفرده عمرې ډېر دى، بې له اماميه وو، چې يو بل طواف؛ يعنې د نسا طواف يې واجب بللى، او هغه يې د مفرده عمرې پر اعمالو ورزيات کړی دی، حال دا، امام مالك له ټولو سره دلته مخالفت ښوولى او ويلي يې دي: سر خرييل او تقصير په مفرده عمره كې واجب نه دي.
دوې مسئلې:
لومړۍ مسئله: د مفردې عمرې واجب والى د حج پر استطاعت پورې اړه نلري؛ نو كه يوازې عمرې ته يې وس وموند، كولاى شي پرته د حج له ورځو مكې ته ولاړ شي؛ خو د حج په ورځو كې نشي كولاى، پرهغو مفرده عمره واجبه ده، نه حج او كه د عمرې تر كولو دمخه مړ شي، هغه دې له تركې وباسي، او همدارنګه، كه د مفرده حج توان ولري، مفرده حج ورباندې واجب دى، نه عمره؛ ځكه هر يو يې ځانګړىعبادت دى.
دا حكم پر مفرده عمره پورې تړلى و؛ خو په تمتع عمره كې ” د تمتع معنا ښايي راشي” د هغه واجب والى د تمتع حج پر واجب والي پورې اړه لري؛ ځكه د تمتع عمره په تمتع حج كې شامله ده.
دويمه مسئله: اماميه وو ويلي دي: څوك چې غواړي مكې ته داخل شي، روا نه ده، څو له ميقاته احرام ونه تړي، له ميقاته تېرېداى نشي، چې بې له احرامه مكې ته ننوځي، كه څه، څو څوځلې يې حج اوعمرې كړې وي؛ خو هغه چې په يوه مياشت كې څو ځلې حرم ته ننوتلى او وتلى وي؛ يعنې يو ځل په احرام كې حرم ته تللى، او بېرته وتلى وي، او بيا تر دېرشو ورځو تېرېدو روسته بيا حرم ته ننوځي، پر هغه د احرام تړل واجب نه دي، او بې له دې واجب دي؛ نو احرام هغه چاته چې مكې ته ننوځي، داسې دي لكه اودس چې د قران پر كرښو ګوتو وهلو ته دى.
په دغه درواغو سره د دسيسې په ډول وايي: شيعه بيت الله الحرام پاكه نه ګڼي، او پكې ځان ښكاروي، چې پاك ځايونه ولړي، په ډاګه به شي. “خداى ته پناه وروړم”
ابوحنيفه ويلي دي: څوك چې له ميقاته څنګ ته دى، بې له احرام تړلو حرم ته ننوتل ورته را نه دي؛ خو څوك چې له ميقاته د مكې پر خوا دي ورته روا ده، حرم ته بې له احرم تړلوداخل شي.
امام مالك دغه قول نه مني، او له امام شافعې دوه قوله راغلي دي: موږ د عمرې په اړه پر همدومره بسيا كوو؛ ځكه اصلي موخه همدا ده، چې پر يو څه برخه يې رڼا واچوو، چې لوستونكى د حج او عمرې ترمنځ توپير وپېژني.
د حج ډولونه
مذهبونه اتفاق لري، چې حج درې ډوله دى: تمتع[8]، قران او افراد، او همدا ډول سره يوه خوله دي، د تمتع معنا دا ده، چې حاجي بايد د حج په مياشتو كې لومړى د عمرې عملونه وكړي، او بيا روسته د حج، همدارنګه سره متفق دي، د افراد حج هغه دي، چې حاجي بايد لومړى د حج عملونه وكړي، او بيا تر حج كولو روسته د عمرې د عملونو په كولو لاس پورې كړي؛ خو دغه عملونه به په احرام كې پرځاى كېږي او د هغه عملونه به روسته راشي، څلورګوني مذهبونه سره متفق دي، د قران د حج معنا دا ده، چې حاجي د حج او عمرې واړو ته په احرام كې وي، داسې چې په حج او عمره كې “لبيك اللهم لبيك ووايي:
اماميه وو ويلي دي: د قران او افراد حج يو ډول دى، بې له يوه وخته نور يو له بله بيل نه وي، د قران حج كوونكي چې بايد قرباني ولري، مجبور دي، چې په احرام كې ذبحه وكړي، ولې څوك چې د افراد حج اداكوي، په اصل كې ورباندې قرباني نشته، او لنډه داچې اماميه د دوو احرامو ترمنځ ننوتل روا نه ګڼي، او همدارنګه په يوه نيت د حج اوعمرې ادا كول روا نه بولي، حال دا؛ نورو د قران په حج كې روا ګڼلې دي، او ويلي يې دي، هغه ټول د حج او عمرې ترمنځ دي، اماميه وو ويلي دي: بلكي د قربانۍ وړل يې پر احرام ورزيات كړي دي، څلورګونو مذهبونو ويلي دي: هر څوك كه هغه مكي وي، يا غير مكي، كولاى شي، چې له دغه درې واړو حجونو (تمتع، قران او افراد) بې له كوم كراهته وټاكي، بې له ابوحنيفه چې ويلي يې دي: د مكې پر خلكو د قران اوتمتع حج مكروه دى، بيا څلورګونو مذهبونوپه خپلو كې سره اختلاف ښوولى، چې كوم يو له دغه درېو غوره دى، شافعيانو ويلي دي: تر قران، تمتع او افراد غوره دي.
حنيفه وو ويلي دي: قران تر دوو نورو غوره دى.
مالكيه وو ويلي دي: افراد غوره دى.
حنبليانو ويلي دي: تمتع غوره دى.[9]
اماميه وو ويلي دي: تمتع هغه چاته واجب دى، چې اته څلوېښت ميله له مكې لرې دي[10]. او ورته قران او افراد بې له ضرورته روا نه دى؛ خو قران او افراد بيا مكيانو ته واجب دى، همدا ډول هغه چاته چې د هغه او مكې ترمنځ له اته څلوېښت ميله لږه فاصله يا واټن وي، ورته تر قران او افراد پرته بيا تمتع نه دی روا او پردې دليل يې ټينګار کړی دی، چې خداى تعالى د بقرې سورت په (196) آیت كې ويلي:
وَأَتِمُّواْ الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلاَ تَحْلِقُواْ رُووسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ذَلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
ژباړه: او يوازې د خداى لپاره حج او عمره پوره وكړئ او كه (د خنډونو له لامله) منع شوئ (د احرام تر تړلو روسته د دښمن له وېرې يا د رنځورۍ له لامله مكې ته نشئ ننوتى )؛ نو څه قرباني چې کولاى شئ ( و يې كړئ او احرام وباسئ ) او خپل سرونه تر هغه مه خريئ څو قرباني د حلالې ځاى ته نه وي رسېدلي؛ خوكه څوك رنځور وي يا يې په سر كې څه تكليف وي (او لدې امله خپل سر وخريي)؛ نو په فديه کې دې روژې ونيسي يا دې صدقه وركړي يا دې قرباني وكړي او چې كله ( له رنځورۍ او دښمن) خوندي او ډاډمن وئ؛ نو تر عمرې روسته دې حج پيل كړي؛ نو څه قرباني يې چې له لاسه پوره وي ( و دې يې كړي ) او كه د چا له وسې (قرباني) نه کېده؛ نو درې روژې دې د حج په پېر كې او اوه دې كور ته تر ستنېدو روسته ونيسي دا، پوره لس (ورځې) دي (البته) دا اسانتيا د هغه لپاره ده، چې کورنۍ يې د مسجد الحرام په چاپېريال کې مېشت نه وي او له خدايه ووېرېږئ (او د الله ددې احكامو له سرغړونې ځان وژغورئ) او پوه شئ چې په حقيقت کې الله سخت عذابى دى.[11]
او هم اماميه وو ويلي دي: هغه چاته چې پرې واجب دى، قران او افراد ورته را نه دي؛ خو كه وخت ورسره نه و يا حيض ورغی، بيا ورته روا ده، قران يا افراد حج ته وروګرځي او ادا يېكړي؛ خو په دې شرط چې تر حج روسته به عمره هم ادا كوي او د وخت تنګوالى دا دى، چې نشي كولاى د ماسپښين د زوال پرمهال پر عرفات درېدل درك كړي، پر چاچې د قران يا افراد حج واجب دى؛ لکه د مكې او د خوا او شا اوسېدونكي يې، ورته روا نه ده چې تمتع ته راوګرځي؛ خو د اضطراري حالاتو پرمهال لكه د حيض د راتلو تر وېرې روسته له دې چې د “جواهر” مولف رانقل كړي دي، وويل: دلته مې ناروا ونه ليدل.
ټول مذهبونه سره متفق دي، چې كه هر چا د افراد حج وكړ، ذبحه ورباندې نشته، او كه ثواب ته يې قرباني وكړه ښه ده.
د احرام تړلو ځاى
ميقاتونه:
هر څنګه چې وي، حج او عمرې ته احرام تړل لازم دي او دغه احرام د اماميه وو په نزد د حج او عمرې له اركانو دى، او د غير اماميه وو په نزد احرام تړل واجب دي، ټول په دې اتفاق دي، چې د مدينې د خلكو ميقات، چې احرام يې له همغه ځايه تړل كېږي، د “شجره” جومات دى، چې ذوالحليفه” يې نوم دى، او د مصر، سوريې، لبنان، فلسطين او اردن ميقات “جحفه” دى، او د عراق خلكو ميقات ” عقيق” او د يمن او نورو هغو خلكو ميقات چې لدې لارې راځي “يلملم” دى.
اماميه وو ويلي دي: د طائف د خلكو او نور هغو وګړيو ميقات، چې لدې لارې مكې ته راځې “قرن” دى.
څلورګونو مذهبونو ويلي دي: “قرن” د نجد د خلكو ميقات دي.
اماميه وو ويلي دي: “عقيق” د نجد او عراق د خلكو ميقات دى.
او سره يوه خوله دي دغه ميقاتونه يادې شوې نړۍ ته ټاكل شوې دي، او هم پردې ټكي سره متفق دي، چې هر څوك د حج نيت لري او له دغو ميقاتونو تېر شي، كه څه، د همغو سيمو اهل نه وي، همغه ځاى ورته ميقات دى؛ نو كه د شام اوسېدونكى له مدينې د حج كولو په نيت روان شي او د “شجرى” له جومات تېر شو، بايد له همغه ځايه احرام وتړي، او كه شامي له يمن د حج په نيت ووت، ميقات، يې “يلملم” دى، او كه له عراق راپاڅېد ميقات يې “عقيق” دى. او په همدې ډول هر چاچې پر دغو ميقاتونو تګ وكړ، ميقات يې همغه برابر ځاى دى، كه د چا كور له ميقات څخه مكې ته نږدې وي، خپل كور يې ميقات دى، له همغه ځايه دې احرام وتړي، او د هر چاچې پخپله مكه معظمه كې كور وي، ميقات يې مكه دى او څوك چې عمره كوي ميقاتونه يې همغه د حج ميقاتونه دي.
تر ميقات د مخه احرام:
احرام بايد له ميقات وتړل شي، څلورګوني مذهبونه پردې اتفاق دي، چې احرام تړل تر ميقات دمخه روا دى.
او پردې سره مخالف دي چې كوم يو غوره دى، مالك او ابن حنبل ويلي دي: احرام تړل له ميقات غوره دى.
ابوحنيفه ويلي دي: د هر سړي احرام تړل له خپل ښاره غوره دى، او له شافعې دواړه قوله نقل شوې دي.
اماميه وو ويلي دي: مخ كې له ميقاته احرام تړل را نه دي؛ خو هغه ته روا دى، چې د رجب په مياشت كې عمره وكړي، او له دې وېرې چې كه تر ميقاته پورې يې وځنډوي، د رجب مياشت خلاصېږي، همدا ډول هغه ته چې مخ كې له ميقاته احرام تړل پر ځان واجب ګڼي[12]. ښاغليو حكيم او خويي دواړو روا بللى دي، چې تر ميقات دمخه دغه واجب احرام وتړي.
تر ميقات روسته احرام:
مذهبونه سره متفق دي، چې بې له احرامه له ميقاته تېرېدل را نه دي، كه څوك بې له احرام تړلو له ميقاته تېر شو، ورباندې، واجبه ده چې بېرته راوګرځي، او له ميقاته احرام وتړي.
څلورګونو مذهبونو ويلي دي: كه له ميقاته راو نه ګرځي، حج يې شوى دى؛ خو قرباني ورباندې واجبه ده، او كه په بيا راګرځېدو كې څه ستونزې ورته نه وي، ګناه يې كړې ده ؛ خو كه د وخت د نشتوالي او يا د لارې د وېرې ستونزه ورسره وي، ګناه يې نه ده کړې، او په دې كې چې پر لارې بل ميقات شته يا نشته څه توپير نشته.
اماميه وو ويلي دي: كوم سړى چې د حج يا عمرې كولو نيت ولري، كه په لوی لاس له ميقاته احرام و نه تړي او بېرته ميقات ته ور و نه ګرځي، او بل ميقات هم هغه ته په مخه كې نه وي، چې ورڅخه محرم شي، كه شرعي عذر ولري او يا يې و نه لري، احرام او حج يې ټول باطل دي.
خو كه احرام يې د هېرې يا نه پوهېدو له كبله پرېښى وي د امكان په صورت كې بايد بېرته وروګرځي؛ خو كه د ورګرځېدو امكان يې نه درلود، بايد له هغه ميقاته چې په لاره كې يې دى، محرم شي او كه نه؛ نو د امكان تر حده پورې تر حرم دباندې او كه بياهم ورته پيدا نشو دحرم په منځ كې دې محرم شي.[13]
تر حج د مياشتې مخكې د احرام تړل:
اماميه وو او شافعيه وو ويلي دي: كه د حج تر مياشت دمخه څوك احرام وتړي، نه قبلېږي؛ خو عمرې ته د منلو وړ دى؛ ځكه خداى تعالى ويلي دي: “الحج اشهر معلومات”.
احنافو، مالكيانو او حنبليانو ويلي: د هغه حج او احرام دواړه سم دي؛ خو كراهت لري[14].
احرام
د احرام واجبات او مستحبات:
د احرام مستحبات:
په دې كې څه مخالفت نشته، چې احرام د عمرې، تمتع، افراد، او قران له اركانو دى او همدارنګه، تر ټولو لومړى عمل چې حاجي يې مفرده عمرې، يا تمتع، يا افرادو يا قران حج په وخت كې ورباندې پيلوي، د احرام تړل دي، او ورته مستحبات او واجبات دي.
مذهبونه په يوه نظر دي: هغه ته چې وغواړي محرم شي، د ځان پاكوالى، د نوكانو اخستل او د بريتونو لنډول پرې مستحب دي، ان كه ښځه د حيض يا نفاس په ورځو كې وي هم غسل پرې مستحب دى؛ ځكه موخه نظافت يا پاكوالى دى او څرنګه چې د تمتع حج نيت ولري، غوره ده چې د ذيقعدې د مياشتې له سره د سر وېښتان كم نكړي؛ خو د بدن او تخرګونو وېښتان دې لرې كړي، او همدا ډول مستحب دي، چې د ماسپښين تر لمانځه روسته، يا كوم بل فرض لمانځه يا روسته له شپږو، څلورو او لږ تر لږه له دوو ركعتو محرم، محرم شي؛ خو له پټ نجاست يا حدسه پاكووالى د احرام په صحت او سموالى كى شرط نه دى.
احنافو او مالكيانو ويلي دي كه اوبه نه وې غسل پرې نشته، او د غسل پرځاى تيمم روا نه دی.
حنبليانو او شافعيه وو ويلي دي: بايد د غسل پرځاى تيمم ووهي.
اماميه په خپل منځ كې اړپېج: ځينو ويلي: چې تيمم دې نه وهي، او ځينو د تيمم وهل روا بللي او په رښتيا چې منع دى، څرنګه چې احنافو او مالكيانو ويلي دي: ځكه دغه تيمم له عباداتو دى، او بې له عذره د تيمم وهل ناروا دي او حال دا، وهلو ته هېڅ دليل نشته او د ښاغلي حكيم د مستمسك عروه په 7 ټوك كې راغلي: ” د خاورې بدلېدنه له اوبو ډېره كارول كېږي، او هغه (د عذر په وخت كى) لسو كالو ته بس ده، او داچې خاوره يو له دوو پاكيو ده، او د اوبو او خاورې خالق يو دى، د خاورې د بدلېدو د ثبوت او په څېر يې نورو ته په دې ځاى كې كفايت كوي”
بايد په پام كې وي چې د اوبو پرځاى پر خاورې د تيمم كولو دليل پرځاى دى، په دې شرط چې يوازې له حدثه پاكوالى مراد وي، نه پر مطلقو اوبو سره، او كه نه د عذر پرمهال د اوبو ټول حكمونه پر خاوره د اوبو قائم مقام دي، ان تردې چې د نجاست پر لرې كولو وايو، خاوره تر هغو پورې د خبث پاكوونكې ده، څو د لرې ولو ثبوت يي نه وي شوى، او حال دا، پردې مطلب هېڅ هم ندي ويل شوي ان د مستمسك د كتاب مولف په هغه څه كې چې زه پرې باوري يم، او د حج د مناسك نومي كتاب د څلورم ټوك په 26 مخ كې يې رڼه كړې ده، چې د حائضې او نوې لنګې شوې ښځې احرام تړلو ته غسل مستحب دى، او د دغه استحباب معنا دا ده، چې دغه غسل هغه له حدثه نشي پاكولاى او لدې غسله بې له پاكوالي نيت نشي كېدای، لنډه داچې موږ پوهېږو، چې خاوره له حديثه، پاكوالي ته د اوبو په بدل كې كارول كېږي، او له خبثه د پاكوالي په بدل كې نه استعماليږي؛ لکه وينه، غټې او وړې ميتيازې او ګومان كوم چې ايا احرام ته د اوبو پرځاى پر خاوره تيمم روا دى، او روا نه ده، چې د دغه ګومان لرې كولو ته د شرعي بدلې د ثبوت په خاطر پر دغه عمومياتو منګلې ونښلوو؛ ځكه دغه ټينګار په ټولو رښتينو شبهاتو كې شته. ما دغه موضوع وليكله او د حضرت آیت الله حكيم حضور ته مې ورولېږله هغه د دغه ليكنې پر څنډه وليكل، چې د مستحب غسل روا والى پاكوالي ته، او پاكوالى يوازې له حدسه دى؛ نو متسحب غسل له حدسه د يوې درجى پاكوالي سبب دى، او د اوبو پرځاى پر خاوره تيمم وهل مستحب؛ خو نجاست نه ورباندې پرېولل كېږي؛ ځكه د حدس او خبث ترمنځ بیا پوره توپير شته، او په محل كې يې هم فرق وي؛ ځكه په لومړۍ برخه كې نفس او په څېر يې دى، او په دويمه مرحله كې جسم، سره له دې چې د واجب او مستحب غسل ترمنځ يو بنسټ شته، او د بدليت يا تيمم دليل په دواړو كې موجود دى. لنډه داچې مستحب غسل د ټول حدس د پاكولو قائم مقام دى، كه څه، له ځينو مراتبو وي؛ نو د تيمم وهل پكې شامل دي، او د پاكې حائضې غسل د حدس يوه درجه ده؛ لكه څرنګه چې حائضه ښځه جنبه وي كه يې د جنابت غسل وكړ، له جنابته پاكېږي؛ خو له خپله حيضه خلاصه نده، “والله هوالعالم والعاصم”
اماميه وو ويلي دي: د وېښتانو پرېښوول مستحب دي.
شافعيانو، احنافواو حنبليانو ويلي دي: د سر د وېښتانو خرييل مستحب دي.[15]
احنافو ويلي دي: څوك چې غواړي محرم شي، سنت دي، چې پر بدن او كاليو عطر وشيندى؛ خو داسې چې تر احرام روسته عطر ورسره نه وي كه څه، بوى يې پرځاى پاتې وي (يعنې بوى ورسره وي).
شافعيانو ويلي دي: پر ځان خوشبويي وهل تر غسل روسته بې له روژه تي سنت دي، او پر كاليو عطر وهل ضرر نلري.
حنبليانو ويلي دي: ځان دې خوشبويه كړي، او پر كاليو عطر وهل مكروه دي.[16]
احنافو، مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: محرم ته مستحب دى، چې تر احرام دمخه دوه ركعته لمونځ وكړي.[17]
اماميه وو ويلي دي: احرام د ماسپښين تر لمانځه روسته يا تر بل فرض لمانځه روسته غوره دى، كه يې د احرام تړلو پرمهال فرض لمونځ نه درلود، شپږ ركعته، يا څلور ركعته او يا لږ تر لږه دوه ركعته لمونځ بايد وكړي.[18]
د احرام شرطونه:
په تذكره كې راغلي دي: پرهغه چې غواړي محرم شي، مستحبه ده، د احرام تړلو پرمهال له خدای سره داسې تعهد وكړي، “اللهم انى اريد ما امرتنى به فان متعنى مانع عن تمامه و حبسنى عنه حابس، فاجعلني فى حل” يعنې خدايه! پر څه چې دې راته امر كړى، غواړم پرځاى يې كړم، كه د كومو ستونزو له لامله مې پرځاى نكړاى شول، و مې بښه.
شافعي، ابوحنيفه او احمد بن حنبل پر مستحب كېدو يې قائل دي او ويلي يې دي: كه د حج په ادا كولو كې كومې ستونزې وې؛ نو دا د حج د فرضيت شرط به يې نه ساقطولو.
د احرام واجبات:
د احرام واجبات درې شيان دي: نيت، لبيك ويل او د احرام تړل، چې په ځينو كې له دغو درېو د مذهبونو ترمنځ اختلاف دى.
نيت:
په نيت كې د خبرې كولو ځاى نشته؛ ځكه چې بې نيته هېڅ عمل نشته دا ښكاره خبره ده، چې نيت د عمل انګېزه ده؛ ځكه ځينو علماوو ويلي دي: كه موږ بې نيته پر عمل مكلف شو، دا تكليف بې ځايه دى؛ نو بايد خبره واړوو، چې ايا په يوازې د احرام په نيت حاجي محرم كېداى شي يا بايد يو بل څه هم پرې ورزيات كړي؟ لنډه داچې كه پردې وپوهېدو چې په سهوه او يا د غلط فهمۍ په سبب يې بې نيته احرام لرې كړ، احرام يې باطل دى.
احنافو ويلي دي: څو لبيك يې نه وي ويلي، په یوازې نيت سره محرم كېداى نشي.[19]
شافعيانو، اماميه وو او حنبليانو ويلي دي: له نيت كولو سره سم محرم دى.[20]
اماميه وو ويلي دي: نيت له احرام سره جوخت واجب دى، او په منځ كې يې سم نه دى، او بل داچې په نيت كې د احرام خوا وټاكي، چې احرام حج ته دى، او كه عمرې ته، كه حج ته وي؛ نو دا حج د تمتع حج دى، يا قران، يا افراد او يا داچې غواړي د بل چا په وكالت احرام وتړي يا ځان ته، يا داچې حجه الاسلام دى، يا نور كه په هر شكل وي، څو په نيت كې هغه خوا وې و نه ټاكي او راتلونكې ته يې پرېږدي باطل دى.[21]
له حنابله وو د مغني په كتاب كې راغلي دي چې لنډيز يې داسې دى: مستحبه ده چې وښيي څه ته احرام تړي، او مالك هم دغه ډول وايي، او شافعي له خپلو دوو قولونو پر يوه كې ويلي دي، وچه تېرېدنه يې غوره ده كه يې احرام چورلټ پرېښود ؛ خو كه احرام يې د پوښتنې په نيت وتاړه، او د حج او عمرې ځانګړى يادونه پكې نه وه، محرمېدل يې سم دي، او روسته دې پر هر هغه پوښتنې لګيا شي، چې غوښتې يې وي.[22]
همدارنګه سره متفق دي، چې كه حاجي خپل احرام ته نيت وتړي، چې پلاني هر څه نيت كړى وي، كه د پلاني نيت ټاكلى وي، صحيح دى.[23]
لبيك:
اتفاق لري، چې لبيك ويل په احرام كې روا دي، او په حكم او وخت كې سره مخالف دي، چې لبيك ويل واجب دي، كه مستحب؟
شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: سنت دى او له احرام سره يوځاى والى يې مستحب دى، او كه بې له لبيك ويلو يې د احرام تړلو نيت وكړ صحيح دى.
اماميه وو، حنفيه وو او مالكيه وو ويلي دي: لبيك ويل واجب دي؛ خو په اږدولو كې يې سره مخالف دي، حنفيه وو ويلي دي: لبيك ويل يا قائم مقام د هغه لكه تسبيح ويل يا د قربانۍ وړل د احرام له شرطونو دي.[24]
مالكيه وو ويلي دي: كه د احرام او لبيك ويلو ترمنځ زياته فاصله وي، احرام نه باطلېږي، او هغه بايد بالكل لرې نكړي، او لرې كوونكى بايد ذبحه وكړي.
اماميه وو ويلي دي: د تمتع حج، د افراد حج، د عمرو يې، او د مفرده عمرې احرام بې له لبيك ويلو نه تړل كېږي، او بايد څلور ځلې لبيك تكرار كړي؛ خو كه څوك غواړي د قران حج ادا كړي د لبيك ويلو يا اشعارو[25] يا تقليد ترمنځ خوښمن دى، اشعار د هغوله انده خاص اوښ ته اشاره ده؛ خو تقليد يا پټاره د اوښ او بل هغه څاروي ترمنځ شريكه ده، چې ذبحه كېږي.
د تلبيې صيغه:
تلبيه داسې ده: “لبيك اللهم لبيك، لبيك لاشريك لك لبيك، ان الحمد و لنعمه لك والملك لاشريك لك”.
په تلبيه كې د مذاهبو په اتفاق اودس شرط نه دى[26]؛ خو وخت يې د احرام له تړلو پيلېږي.او په اتفاق سره دوام يې د جمرو تر ويشتو پورې مستحب دى، او هم دا رنګه نرانو ته په لوړ اواز ويل يې مستحب دي؛ خو په جوماتونو كې په خاصه توګه د عرفې په جومات كې مستحب ندي، او اماميه وو ويلي دي: كه د مكې منارې معلومې شي، نه ويل يې مستحب دي؛ خو ښځه يې بايد داسې ووايي، چې يوازې پخپله او دې ته نږدې كسان يې واوري، او هم پر محمد صلی الله علیه وآله وسلم او پر ال يې صلوات يا درود ويل مستحب دي.[27]
د محرم لباس:
مذهبونه سره يوه خوله دي، روا نه ده چې احرام تړونكى دې ګنډل شوى شى، تڼى لرونكى رخت، پرتوګ او كالي واغوندي، او سر او ځان دې پټ كړي.
شافعي او احمد بن حنبل ويلي دي: روا ده، ځان پټ كړي، او پڼې پر پښو كول ورته را نه دي[28]؛ خو كه يې څپلكې[29] پيدا نكړې، بيا كولاى شي پڼې دومره پرې كړي، چې د پښې دوې برخې يې لوڅې شي، بيا يې دې پر پښو كړي؛ خو ښځه بايد خپل سر داسې پټ كړي، چې وېښتان يې ښكاره نشي، او مخ دې لوڅ كړي، او كه وېره ورته پيدا شوه بيا دې د ضرورت په اندازه مخ پټ كړي چې نران ورته په بد نظر و نه ګوري، او روا نه ده چې دست كش پر لاسو كړي، د ورېښمو او څپلكو پښو كول ورته روا دي، او ابوحنيفه ويلي: روا ده ښځه دستانې پر لاسو كړي[30].
د “الفقه على المذاهب الاربعه” په كتاب يې د “ما يطلب من مريدالاحرام قبل ان يشرع فيه” تر سر ليك لاندې راوړي.
ابوحنيفه ويلي دي: احرام پر لباس د نورو اضافي كاليو وراغوستل يا (رداء) او لنګ دى، لنګ هغه دى، چې له نامه ښكته تر ګونډو پورې پرې پټ شي، او “رداء” داسې شي ته ويل كېږي، چې د دواړو اوږو پر سر دواړو خواوو ته اچول كېږي، او دا مستحبه ده.
مالكيه وو ويلي دي: د لنګ وهل، او بالاپوښ او سر پايي يا (څپلكې) مستحب دي، او كه پرته له “رداء” او لنګ كوم بل ناګنډلى شى واغوندي داسې چې ټول ځان پرې پټ نشي روا ده.
حنبليانو ويلي دي: تر احرام تړلو دمخه لنګ وهل، سپين پاك او نوى بالا پوښ او همدا ډول لوڅې څپلكې محرم ته سنت دي.
شافعيانو ويلي دي: احرام بايد نوې سپينه رداء او لنګ وي، كه نوې نه و، بيا كه پرېوللې وي هم روا ده.
اماميه وو ويلي دي: احرام ته لنګ او بالاپوښ واجب دى، او مستحبه دا ده، چې له سپينې پنبې وي او ورته روا ده، چې تر دوو ډېرې جامې استعمال كړي؛ خو په دې شرط چې ګنډل شوې نه وي؛ لکه څنګه چې ورته روا ده، چې احرام بدل كړي؛ خو غوره دا ده، چې په همغه دوو احرامو كې طواف وكړي، او نرانو ته د ورېښمو لباس په طواف كې احرام تړلو ته روا نه دى، او همدارنګه د لمونځ كوونكي د لباس په څېر بايد پاك وي، او د مردارو ځناورو له پوستكي نه وي؛ بلكې ځينو ويلي: سوچه پوست نه وي، په هر حال د محرم په لباس كې د نظر وړ اړپېچ نشته او دا بس ده چې ووايو، هر څه چې اماميانو كافي ګڼلي، هغه نورو مذاهبو هم منلي دي.
هغه چې د احرام په حالت كې منع دي:
موږ د احرام په حالت كې سپېڅلې شرعې له ځينو څيزونو منع كړى يو، چې ډېر يې په لاندې ډول دي.
واده:
اماميه وو، شافعيه وو، مالكيه وو او حنابله وو ويلي دي: روا نه ده چې محرم دې د واده نكاح وتړي، كه هغه بل ته وي، يا خپل ځان ته، او دې كار ته دې وكالت هم نه مني، او كه يې دا كار وكړ، عقد يا نكاح باطله ده؛ يعنې عقد نه سمېږي.
اماميه وو ويلي دي: په واده كې شاهد كېدل هم را نه دي. ابوحنيفه ويلي دي: د واده عقد يا نكاح تړل صحي او روا ده.
احنافو، اماميانو، شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: د محرم ګرځېدل د خپلې ښځې تر عدت تېرولو روسته روا دي.
حنبليانو ويلي دي: را نه دي.
اماميه وو ويلي: كه محرم يې حرمت وپيژاند، چې خپل ځان ته يې د واده نكاح تړله، هغه ښځه له عقد سره سم ورباندې تل حرامه شوه، كه څه، دخول يې نه وي كړي؛ خو كه پر تحريم نه پوهېږي، ورباندې نه حرامېږي، كه هر څو يې دخول كړي وي[31].
وطي كول:
مذهبونه سره يوه خوله دي، چې محرم ته روا نه ده، له خپلې ښځې سره په يوه بستره كې څملي، او يا په يو ډول نه په يو ډول ورنه خوند واخلي، كه له احرام تر وتو دمخه يې جماع وكړه، حج يې باطل دى؛ خو د حج ادا كول ورباندې لازم دي، روسته په راتلونكي كال كې ددې يې راوړي، پر قضا راوړلو، سربېره په حج كې بايد ښځه او مېړه يو له بله بيل وي؛ يعنې هغه ځاى ته دې نه ځي، چې تېر كال يې هلته جماع پكې كړې وه ؛ خو چې يو درېیمګړى ورسره وي، او دا حكم اماميه وو، مالكه وو او حنابله وو واجب بللى، او شافعيه وو او حنفيانو مستحب ګڼلى دى.
اماميه وو، شافعيه وو او حنبليانو ويلي دي سره له دې چې حج يې باطل شوى؛ خو يو اوښ هم بايد قرباني كړي. احنافو ويلي دي: يو پسه دې ذبح كړي، مذهبونه سره متفق دي، چې كه يې تر لومړي تحليل[32] روسته جماع يا وطى كړې وي، حج نه باطلېږئ، او قضا راوړل هم نلري؛ خو يو اوښ بايد قرباني كړي، د اماميه، حنفيه او شافعي په قول له دوو قولونو يې په يوه كې د يوه اوښ قرباني راغلې ده؛ خو مالكيه وو ويلي: هغه ته يو پسه بس دى، چې قرباني يې كړي.[33]
كه ښځه هم وطى كولو ته مايله شوه او و يې منله او هغه يې وكړه، حج يې هم باطل دى، او بايد يو اوښ قرباني كړي، او د حج ادا كولو قضا په راتلونكي كال كې پرځاى كړي، او كه ځان يې ساتلو او زور ورسره وشو، پر ښځې څه نشته؛ ځكه چې خوښه يې نده؛ خو پر مېړه يې شته چې دوه اوښان قرباني كړي، يو يې خپل ځان ته، او بل يې ښځې ته، او كه ښځه له احرام خلاصه، او مېړه يې په احرام كې و، پر ښځې څه نشته؛ ځكه چې خوښه يې نده ؛ خو پر مېړه يې شته چې دوه اوښان قرباني كړي، يو يې خپل ځان ته، او بل يې ښځې ته او كه ښځه له احرام خلاصه، او مېړه يې په احرام كې و پر ښځې ذمه واري نشته، او د هغه پر سبب پر ښځه او مېړه دواړو باندې كفاره نشته.[34]
كه مېړه خپله ښځه موچ كړه، او مني يې ونه وتل په اتفاق سره حج يې نه باطلېږي؛ خو څلورګونو مذهبونو ويلي دي: كفاره يې د وينې تويېدل دي، كه څه، يو پسه وي.
له اماميانو د تذكرې مولف ويلي دي: كه يې هغه په شهوت سره موچ كړه، بايد يو غوايي ذبح كړي، او كه په شهوت سره نه و؛ نو يو پسه دى؛ خو د منيو د انزال په صورت كې مالكيه وو ويلي دي: حج يې باطل دى، او نورو مذهبونو ويلي چې حج يې شوى، او د حنابله وو او د اماميه وو يوې ډلې ويلي دي، چې كفاره يو اوښ دى؛ خو شافعيه او حنفيه وايي، چې يو پسه دى.
كه نر پردۍ ښځې ته وكتل او ورڅخه مني راووتل د اماميه وو، شافعيه وو، حنفيه وو او احمد بن حنبل له نظره حج يې ندى باطل شوى، او ورباندې يو اوښ دى؛ ځكه پرهغه له نږدېدو پرته مني، وتلي؛ خو اماميه وو ويلي دي: كه شتمن وي ورباندې اوښ شته، او كه منځنۍ حال ولري، ورباندې يوغوايي، او كه فقير وي، يو پسه ورباندې دى، مالك (رح) ويلي: كه څو ځلې يې كتل او غسل ورباندې واوښت، حج يې باطل او قضا پرې واجبه ده. او د تذكرې مولف ويلي: ورباندې د يوه اوښ قرباني ده.
عطر يا ښه بوى:
مذهبونه ټول په دې اتفاق دي، چې د احرام په حالت كې پر نر او ښځه دواړو د عطرو بويول او عطر وهل او خوړل ټول حرام دي، او كه د احرام په حالت كې سړى مړ شي، هغه ته په كافور او معطرو شيانو غسل وركول او موميايي كول را نه دي، كه محرم د هېرې او د مسئلې د نه موجوديت په وخت كې پر خپل ځان عطرو وهل، اماميه وو او شافعيه وو ويلي دي: کفاره نه لري، احنافو او مالكيانو ويلي دي: بايد كفاره وركړي، او له احمد بن حنبل دوه روايته شوې دي: كه يې د رنځورۍ له وجې بله چاره نلرله، بيا عطر وهل ورته روا دي، او کفاره نه لري.اماميه وو ويلي دي: كه په لوې لاس عطر ولګوي، كه هغه رنګولو يا خوړولو ته وي، د يوه پسه كفاره ورباندې واجبه ده چې بايد وريې كړي؛ خو د كعبې شريفې خوشبويه كولو ته څه پروا نلري.
كه پكې هر څومره زعفران وي يا مېوې او يا ګلان همداسې ده[35].
رانجه پورې كول:
د التذكرې په كتاب كې راغلي دي: د اماميه پوهان ټول دا وايي، چې په احرام كى د تورو او معطرو رانجو استعمال نر او ښځې دواړو ته ناروا دى؛ خو تر احرام روسته ورته روا دى، د المغني په كتاب كې راغلي دي، چې رانجه استعمالول يا “اثمد”[36] مكروه دي، او کفاره نه لري، او په دې كې څه مخالفت نه وينم؛ خو تر رانجو پرته چې كله عطر په كې نه وي مكروه ندي.
د نوكانو او وېښتانو اخستل او د ونې پرې كول:
سره يوه خوله دي، چې د نوكانو پرې كول د سر او ځان د وېښتانو كمول يا خرييل، را نه دي، او كه دا عمل يې وكړ، د كفارې وركول پرې واجب دى[37]؛ خو د حرم د هغه ونو او ګياوو پرې كول ټولو مذهبونو ناروا بللي، چې پخپله بې له انسانه خدايي راشنه شوې دي، كه څه، اغزى وي، بې له ناليدلې ګياوې ؛ خو د انسان په لاس د راشنو شویو بوټو په برخه كې سره مخالف دي. شافعي ويلي دي: د دغو دوو ترمنځ توپير نشته او په هغه ټولو كې كفاره واجبه ده، د لويو ونو كفاره غوايي، او دكوشنيو ونو پسه دى.
مالك ويلي دي: په پرې كولو سره يې ګناه كار دى؛ خو کفاره نه لري، كه څه، شنه شوې ونه د انسان په لاس كينول شوې وي، او يا پخپله خدايي راشنه وي.
اماميه، حنفيه وو او حنبليانو ويلي دي: څه چې د انسان د لاس محصول وي، پرې كول يې روا دي او کفاره نه لري، او هغه چې خدايي راشنه شوي، كفاره يې شته د اماميه وو په نزد د لويو ونو پر پرې كولو يو غوايي، او وړو ونو ته يو پسه دى، احنافو ويلي دي: د ونې له ارزښت سره سم بايد قرباني وركړي.[38]
مذهبونه سره متفق دي، چې د وچې ونې او ګيا پرې كول کفاره نه لري.
په هينداره كې كتل:
محرم ته روا نه ده چې په هينداره كې وګوري؛ خو كه و يې كتل، د ټولو مذهبونو په اتفاق کفاره نه لري او همدغه ډول په اوبو كې ليدل هم دي.
حنا (نكريزې):
حنبليانو ويلي دي: نكريزې ښځو او نرو دواړو ته بې له سره د بدن پر هره برخه وهل روا دي. شافعيانو ويلي دي: نكريزې تر پښو او لاسونو پرته روا دي.
احنافو ويلي دي: په احرام كې نر او ښځو ته د نكريزو تړل روا نه دى.[39]
د اماميه و له انده ښكاري، چې په نكريزو رنګول مكروه دي؛ خو حرام ندي.[40]
د سرپټول او تر چترۍ لاندې تلل:
د مذاهبو په اتفاق روا نه ده چې محرم خپل سر پټ كړي، مالكيانو او اماميانو ويلي دي: محرم ته روا نه ده چې خپل سر په اوبو كې ور دننه كړي، د مذاهبو په اتفاق پر سر د اوبو اچولو او پرېولل يې روا دي، بې له مالكيه وو چې ويلي يې دي: محرم ته پر اوبو د خيري او چټليو پر پرېوللو بې له خپلو لاسونو را نه دي.
كه د ناپامۍ په وخت كې خپل سرپټ كړي، اماميه او شافعيه وو ويلي دي: هېڅ پرې نشته احناف وايي: بايد كفاره وركړي.
ټول مذهبونه بې له شافعيه وو متفق دى، چې پر محرم حرامه ده، چې د تلو (تګ) پرمهال تر سيوري لاندې ولاړ شي؛ نو په سرپټې الوتكه، موټر، او داسې نورو كې د احرام په حالت كې سورېدل را نه دي؛ خو كه تر سيوري لاندې د تېرېدو په حال كې و، ورته روا ده، چې له سيوري تېر شي.[41]
خو كه د تلو پرمهال د رنځورۍ يخنۍ او تودوخې له كبله مجبور شوو روا ده، چې تر سيوري لاندې ولاړ شي.اماميه وو ويلي دي: بايد كفاره وركړي، مذهبونه متفق دي، چې د تمېدو پرمهال روا ده، چې تر بام دېوال، ونې او كېږدۍ لاندې سيوري ته دمه شي. اماميه وو ويلي دي: ښځې ته تر سيوري لاندې تګ هم روا دى.
د ګنډلو كاليو اغوستل او ګوتمۍ:
ټول پردې سره متفق دي، چې د ګنډل شوې جامې اغوستل نرانو ته او يا د پګړۍ يا خولۍ پر سر كول چې په خپلو وطنو كې رواج لري، منع دي؛ خو ښځو ته له دستكشو او عطرجنو جامو پرته روا دي، چې وايې غوندي.
اماميه وو ويلي دي: كه د ناپامۍ سره كوم ګنډل شوى شى واغوندي، ملامتيا پرې نشته، او كه كوم سړى په لوی لاس د تودوخې يا يخنۍ لرې كولو ته ګنډلى شى واغوندي بايد يو پسه كفاره وركړي، او هم يې ويلي دي: د ګوتمۍ پرګوته كول ډول ته را نه دي؛ خو له ډول پرته روا ده، او ښځې ته هم ډول او سينګار روا نه دى.
ورانى او جګړه:
خداى پاك د بقرې د سورت په 197 آیت كې وايي: “فلا رفث و لافسوق و لاجدال فى الحج” ژباړه: ندې كوي جماع ( او نه د رواغ ويل) او نه ګناهونه او نه جګړې (د حج په ورځو كې) او د رفث معنا جماع ده، چې مخ كې وويل شوه، او د فسوق معنا درواغ ويل دي او د بد ويلو او غاړه غړولو په معنا دى، په هر حال فسق او غاړه غړول پر ټولو حرام دى؛ خو ټينګار يې پر حاجې غوره دى، او د جدال معنا جګړه ده. اماميه وو له امام صادق رحمه الله عليه روايت كړي دي، چې جدال ويل د “لا والله” او “بلى والله” په معنا دى، او د جدال تر ټولو ټيټه كچه ده، اماميه وو ويلي دي: كه يو ځل يې درواغ وويل، يو پسه او دويم ځل يو غوايي او په درېیم ځل يو اوښ دى، كه په رښتيا سوګند وخوري، پرهغو څه نشته. او كه درې ځلې سوګند وخوري يو پسه به كفاره وركوي.
حجامت (وينه ځبېښل):
مذهبونه سره متفق دي، چې وينه او ښكل د اړتیا پرمهال روا ده، او څلورګونو مذهبونو بې له ضرورته كه د وېښتانو له منځه تلو سبب ندې، روا بللې.
د اماميه وو فقها په دې اړه اړپېج ځينو روا بللې او ځينو منع کړې ده[42].
سپږه:
له اماميه وو د لمعه په كتاب كې راغلي دي چې محرم ته د بدن د ژونديو حشرو؛ لکه سپږې، او كنې وژل را نه دي، او ځاى پرځاى كول يې روا دي، او ښاغلي حكيم د منسك په كتاب كې ويلي دي، د كنو (رچو) كټ ملو، او ورږو له ځانه لرې كول روا دي؛ خو د هر ضررناك حيوان په لرې كولو كې شك نه لرو.
او كه د موذي يا ضرر رسوونكي ځانداره پر مړينه تمامه شي، روا ده، دپام وړټكى له ابن عباس په دې شكل نقل شوې دي، چې وپوښتل شو، كه كوم محرم كومه سپږه پر خپل ځان وليده او بيا يې هغه پر ځمكه وغورځوله، بيا وډار شو، چې دا به نه وي روا، د پيدا كولو په لټه كې يې شو، څوبېرته يېخپل ځان ته ورخوشې كړي؛ خو سپږه يې و نه موندله، ابن عباس وويل: دا يو خوشې چټي كار دى، چې بايد و يې نكړي. او د المغني په كتاب كې راغلي دي چې محرم دې د بدن خزندې نه لرې كوي، او همدا ډول د ځان سپږه لرې كول نا روا دي، او كه يې مخالفت وكړ، او لرې يې وغورځوله، او يا يې كومه سپږه مړه كړه، د حنبليانو په نزد کفاره نه لري، احنافو ويلي، لږ خواړه دې وركړي، مالك ويلي: يو لوښى خواړه دې وركړي.
ښكار:
ټولو مذهبونو په يوه خوله د بېدیا پر ښكار بريد حرام بللى، كه يې مړ كړي يا يې ذبحه كړي، يا نيولو ته يې لاره ونيسي، يا په اشاره سره هغه ښكاري ته وروښوول شي، په همدې ترتيب د الوتونكيو پر هګيو او بچوڼو تېرى ناروا دى؛ خو د سيندونو د ځناورو ښكار روا دى، او کفاره نه لري؛ ځكه خداى پاك د مائدې د سورت په 96 آیت كې ويلي دي:
((أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ= تاسې اوكاروانيانو ته د سمندر ښكار او خواړه حلال شول (چې د احرام په حالت كې ترې) ګټه واخلئ؛ خو د احرام په حال كې د وچې ښكار درباندې حرام دى؛ نو د هغه خداى (له نافرمانۍ) ځان وژغورئ، چې يوازې د هغه لوري ته به ورټول کړاى شئ![43]))
احل لكم صيد البحر و طعامه متاعا لكم و للسياره و حرم عليكم صيد البر ما دمتم حرما”؛ يعنې ستاسې له پاره څه وخت چې محرم وى، د سيند يا بحر ښكار مې درته روا كړي دي، او د هغه خواړه مې ستاسو او مسافرانو له پاره يوه متاع وګرځوله، او ستاسې له پاره د بېدیا ښكار ناروا دى، او په حرم كې دننه ښكار همغه شان حرام دى؛ لکه څنګه چې سړى په احرام كې د احرام په ځايونو كې وي، ولې له حرم څخه دباندې پر بل ځاى كې روا دى؛ خو محرم ته روا نه دى.
كه محرم ښكار ذبح كړ، د مردار څاروي حكم لري، او خوړل يې ټولو خلكو ته حرام دي. فقهاء سره تفق دي چې محرم كولاى شي، زغن[44] يا موش خرما او كارغه يا كلغچكه موږك او لړم مړ كړي، او ډېرو نورو سپې او نور ضرر رسوونكي هم ورباندې زيات كړي دي. شافعيانو او اماميانو ويلي دي: كه د بېدیا ښكار په څېره كورني څاروي ته ورته و؛ لکه وحشى غويى، چې د كورني غوايه په څېر دى؛ خوښمن ښكاري دى، چې هغه له كورنيو څارويو د كفارې په نوم ذبح كوي او صدقه وركړي، يا داچې په څېر يې په درهمو سره دخوراك شي واخلي او مسكينانو ته يې وركړي داسې چې هر مسكين ته د دوو ” مدو” يا (1600) ګرامو په انډول وركړل شي او يا د هرو دوو “مدو” پرځاى يوه ورځ روژه ونيسي، مالكيه په همدې ډول حكم کړی دی؛ خو يو ځاى يې ويلي دي: چې پخپله ښكار دې بيه كړي نه مثل يې، احنافو ويلي دي: د بيې ضامن پخپله ښكار دى، كه هغه ده ته ورته والى ولري او يا يې و نه لري، او څه وخت يې چې بيه كړ، وژونكى خوښمن دى، چې پر بيه يې بل هغه ته ورته څاروى اخلي، او صدقه وركوي، يا د هغه پر بيه خواړه واخلي او صدقه كوي يې او يا دا چي هر “مد ” ته يوه ورځ روژه نيسي[45]. ټولو پر دغه دليل ټينګار کړی دی، چې دمائدې د سورت په 95 آیت كې يې يادونه شويده:
((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْتُلُواْ الصَّيْدَ وَأَنتُمْ حُرُمٌ وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاء مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ هَدْيًا بَالِغَ الْكَعْبَةِ أَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسَاكِينَ أَو عَدْلُ ذَلِكَ صِيَامًا لِّيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِ عَفَا اللّهُ عَمَّا سَلَف وَمَنْ عَادَ فَيَنتَقِمُ اللّهُ مِنْهُ وَاللّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ= مؤمنانو! د احرام په حال كې ښكار مه وژنئ اوكه چا په لوى لاس وواژه؛ نو په كفاره كې دې د وژل شوي څاروي په څېر څاروى وركړي او د څاروي انډول به ستاسې دوه تنه عادلان تصديقوي او قرباني به د كعبې (حريم) ته رسوي، يا( د قربانۍ پرځاى دې ) مسكينانو ته خواړه وركړي، يا به د هغو هومره روژې نيسي چې د خپلو كړو خوند وڅكي، خداى تېر بښي؛ خو چاچې بيا دا کار وكړ؛ نو خداى ترې غچ اخلي او خداى بريمن (او)غچ اخستونكى دى .[46]))
او د “يحكم ذوا عدل” معنا هغسې چې خداى پاك ويلي دا ده، چې دوه تنه عادل كسان دې شهادت وركړي، چې هو دا كورنۍ څاروى د همغه وحشي حيوان برابر دى چې وژل شوېدي، او د “هديا بالغ الكعبه” معنا لكه څنګه چې الله پاك ويلي دا ده، چې هر كله مكې ته داخل شو، همغه ورته كورنۍ څاروى دې ذبح كړي او صدقه دې وركړي. او له اماميه وو د شرایطو په كتاب كې راغلي دي: هر محرم چې په لوی لاس، نه په ناپامۍ او ناپوهۍ، يو شى وخوري او يا يې واغوندي چې خوړل او اغوستل يې حرام وي، بايد يو پسه يې كفاره وركړي، اماميه او شافعيه سره متفق دي، چې د ناپوهه او ناپامه له غاړې كفاره اوښتې ده؛ خو په ښكار كولو كې كه په سهوه هم وي، كفاره يې واجبه ده.[47]
د حرمينو اندازه:
د مكې او مدينې شريفې د حرمينو په منځ كې د ښكار كولو او شنو ونو پرېكولو د حرام والي څه توپير نشته.د فقه السنه په كتاب كې راغلي دي، چې د مكې د حدودو ټاكلو ته پر پینځو خواوو كې ډبرينې لوحې نصب شوې دي، چې د سرك څنګو ته له ځمكې يو متر جګې ايښوول شوې دي.
د شمال له خوا “تنعيم” له مكې (6) كيلومتره واټن لري.
د سوئل له خوا “اضاه” له مكې (12) كيلومتره واټن لري.
د ختيځ له خوا “الجعرانه” له مكې (16) كيلومتره واټن لري.
د لوېديځ له خوا “الشميسي” له مكې (15) كيلومتره واټن لري.
خو د نبوي حرم فاصلوي حد 12 ميله دى، چې له “عير” تر “ثور” پورې اوږدوالى لري. “عير په ميقات كې يو غر دى او “ثور ” په احد كې غر دى.
علامه حلى د اماميه له علماوو د تذكرې په كتاب كې ويلي دي، چې د مكې د حرم حد “بريد” دى. په بريد كې هر بريد 12 ميله دى، او د مدينې د حرم حد له “عاير” څخه تر “عير” پورې دي.[48]
د مذهبونو فقهاوو د ښكار او د كفارې په اړه يې اوږدې خبرې كړې دي، او د شتر مرغ له ښكاره يې پيل کړی دی، چې اوښ ته ورته اولوتونكى دى، ان د ملخ تر ښكار پورې، او داسې مسئلې يې يادې كړې دي، چې موږ پر يادوشوو كفايت كوو، څرنګه چې د خبرو اوږدوالى څه ګټه نلري، او څوك چې تقوى او عبادت ته حرمينو شريفينو ته ځي، هغه تفريح او ښکار ته نه ځي، او همدارنګه موږ له ډېرو داسې شيانو چې له حده وتلي، تېر شوي يو؛ لکه د وسلى د وړلو بحث چې د ځان ساتنه پرې كوي، او اوښ ته د شنو وښو راټولو، چې نن ورځ هغه ته كوم ضرورت نشته؛ ځكه يا خو داسې پېښي نن ورځ نه كېږي، او يا كه وي هم ډېرې كمې دي.
طواف:
طواف د عمرې يو ركن دى، او هم د زيارت طواف د تمتع افراد او قران حج له اركانو دى، او ومو ويل، احرام لومړنى عمل دى، چې حاجي ورباندې پيل كوي، كه هغه د مفر ده عمرې په نيت وي، يا د تمتع، افراد او قران حج په نيت.
د حج كوونكي او عمره كوونكي ترمنځ توپير:
تر احرام تړلو روسته دويم عمل طواف دى، چې بايد وشي، او يا په عرفات كې درېدل يا بل كار؟
ځواب: دغه عمل مختلف دى، او د نيت كوونكي په اراده پورې اړه لري، چې كوم مقصد ته يې احرام تړلي دي، كه يې د عمرې په نيت احرام تړلى وي، بايد تر احرام روسته طواف وكړي، نه بل كار، كه هغه مفرده عمره وي يا تمتع؛ نو په يوه خوله طواف د عمره كوونكي دويم عمل دى؛ خو كه يوازې د حج په نيت يې احرام تړلى وي؛ لکه څوك چې د افراد يا تمتع حج نيت وكړي، يا د عمرې تر سر ته رسولو روسته د تمتع حج په نيت محرم شي، دويم عمل تر احرام روسته بايد پر عرفات د درېدو په صورت كې سرته ورسوي، چې بيان به يې روسته راشي.
په بله وينا، كه يو سړى د عمرې يا تمتع حج په نيت مكې ته داخل شي، تر هر څه دمخه بايد د طواف عمل وكړي، او د صفا او مروه ترمنځ تر سعې روسته د سر د وېښتانو كمول يا خرييل وكړي، او كه يې د تمتع حج نيت درلود بيا دې له سره نوى احرام وتړي؛ خو څوك چې د تمتع حج نيت نلري، د طواف كول ورباندې واجب نه دي؛ بلكې تر نوي احرام روسته ان د عرفات تر درېدولو بيتوتې يا د منى او مزدلفې تر شپې تېرولو روسته چې بيان به يې روسته راشي، په همدغه احرام كې محرم پاتېږي.
د اهل سنتو پر وړاندې د طواف ډولونه:
د څلورګونو مذاهبو ائمه وو طواف په درېو برخو ويشلى دى:
1_ د داخلېدو طواف، هغه خلك چې له لرې ښارو مكې ته راځي، د ورود طواف كوي، بې له هغوى چې خپله د مكې اوسېدونكي يا يې د خواو شا خلك دي، او هغه لكه په جومات كې دوه ركعته د تحيې لمونځ داسې دى. په همدې توګه هغه د تحيت د طواف په نوم يادېږي، او سره متفق دي، چې دغه طواف مستحب دى. او كه څوك يې و نه كړي، څه پرې نشته؛ خو مالكيانو ويلي دي: كه چا دا طواف ونكړ، بايد سمدستى قرباني وكړي؛ ځكه دا “طواف قدوم” دى.
2_ د زيارت طواف چې ورته “افاضه” طواف هم وايي، حاجي دغه طواف په منى كې تر عقبه جمرو ويشتو، ذبحې او سرخرييلو يا كمولو روسته د مكې په حرم كې يې كوي؛ خو چې بيا مكې ته ورګرځي، او طواف كوي، هغه ته د زيارت طواف وايي، څرنګه چې له منى څخه د كعبې زيارت ته وروګرځي او طواف وكړي، هغه ته “د افاضه” طواف وايي؛ ځكه هغه پر حج كولو بريالى شو؛ يعنې له منى څخه مكې ته تللى دى، او د حج د طواف په نامه سره يې هم يادوي په همدې توګه د مذهبونو په اتفاق دا طواف د حج له اركانو يو ركن دى يعنې طواف فرضي، د دغه طواف په ترسره كېدو سره هر څه چې پر حاجي حرام وو، روسته له دې ټول ورته حلال شول، حتى له خپلو ښځو سره يوځاى كېدل، او دغه حلال كېدل له اماميه وو پرته د نوروپه اند دي؛ ځكه اماميه وايي: ښځې نرانو ته نه حلالېږي، تر د صفا او مروه ترمنځ يې سعې نه وي كړې، او بيا له سره طواف وكړي؛ ځكه روستى طواف د نسا د طواف په نامه يادېږي او په چټكۍ سړى پرې پوهېداى شي.
3_ د وداع طواف، روستى عمل دى، چې حاجي يې له مكې د تللو په نيت په كعبه كې كوي، احنافو او حنبليانو ويلي دي: دغه طواف واجب دى؛ خو كه حاجي هغه ونه كړ، يوه قرباني پرې لازمه ده.
مالكيانو ويلي دي: دغه طواف مستحب دى، او څوك چې يې و نه كړي، څه پرې نشته، له شافعي په دې اړه دوه قوله نقل شوې دي[49].
د شيعه وو په نزد د طواف ډولونه:
شيعه د دغه درېو طوافونو په مشروعيت له اهل سنتو سره موافق دي، او دويم طواف چې د زيارت طواف دى، د حج د اركانو يو ركن ګڼي، چې په لوی لاس پر پرېښوولو يې حج باطلېږي[50]. لومړى طواف چې د ورود يا قدوم طواف په نامه يادېږي، د استحباب پر دليل ترك كول يې روا دي؛ خو درېیم طواف چې د وداع طواف يې بولي، له مالكيانو سره موافق دى، چې هغه مستحب دى، او په پرېښوولو يې څه نه پېښېږي؛ خو اماميه وو د نسا په نوم يو بل طواف ورباندې زيات كړى دى، او هغه واجب ګڼي او پرېښوول يې په مفرده عمره او د حج په ډولونو كې كه هغه د تمتع حج وي يا د قران او يا افراد، روا نه بولي. بې له تمتع عمرې، چې پر نسايي طواف يې اكتفا كړې ده، چې تمتع حج ورسره تړلى دى.
لنډ ه داچې اهل سنتو ويلي دي: تر فرضي يا د حج تر طواف روسته، واجبي طواف نشته او پر همغه نسايي يا د ښځو پر طواف سره حلالېږي، او شيعه وو ويلي: پر حاجي واجبه ده، چې تر طواف روسته سعې وكړي، او روسته بل طواف وكړي، او دويم طواف په اصل كې د نساء طواف دى، او هم يې ويلي دي: كه حاجي دغه طواف پرېږدي، كه نر وي، ښځې ورباندې حرامې دي، ان تر عقد پورې، او كه ښځه وي، نر ورباندې حرام دى، څو ولاړه شي، هغه طواف بشپړ وكړي، او يا څوك چې وكالت يې كړى دى د هغه له طوافه دې طواف وكړي، او كه ددې طواف دمخه مړ شي؛ نو تر مړينې روسته دې وكيل ورته ونيول شي، ان تردې چې ويلي يې دي: كه بيل شوى ماشوم حج وكړي، او د نسا طواف په سهوه يا ناپوهۍ سره و نه كړي، تر بلوغ روسته ښځې ورباندې حرامې دي او د هغوى عقد منع شوی دی، څو هغه طواف وكړي، يا نائب ونيسي.
لنډه داچې شيعه پر هغه سړي درې طوافه واجب ګڼي، چې تمتع حج ادا كوي، اول- د عمرې طواف چې د عمرې ركن دى. دويم – د حج طواف، چې د حج ركن دى، درېیم د نساء طواف او هغه دواجباتو برخه ده؛ خو ركن ندى، او لكه د فاتحې سورت چې لمانځه ته منسوب دى، اهل سنت پر دغه ټولو كې له شيعه وو سره موافق دي، يو په نساء طواف كې منكر دي؛ خو د شيعه وو په اند د قران او افرادحج هر يوه ته دوه طوافه دي.
مكې ته د ننوتو پرمهال:
ټول مذهبونه سره متفق دي، چې مكې ته د ورننوتو پرمهال غسل وكړي، او د مكې له سره د بني شيبه له وره داخل شي، او د مكې د ليدو پرمهال لاسونه پورته كړئ او تكبير[51] او تهليل[52] ووايئ، او هغه دعا چې رانازله شوې ده، او يا نورې دعاوې چې ياد مو وي او ويلي يې شئ، ووايئ.
بې له مالكيه وو چې وايي: لاسونه پر دعا پورته كړئ، او د حجر الاسود خواته ورشئ، او كه كولاى شی موچې يې كړئ، او كه نشئ كولاى، لاس پرې راكاږئ، ان تردې چې د لاسونو په اشارې سره دعا وكړئ.
اماميه وو ويلي دي: مستحبه ده چې په لوڅو پښو د طواف غولي ته وردننه شئ، او د كور ګياه وڅكئ[53] (چې يوه د ښه بوى لرونكې ونه ده ) او خوله پاكه او بوى يې لرې كړئ.
د طواف شرطونه:
شافعيانو، مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: په طواف كې له خبث و حدس يا ظاهري او باطني نجاست پاكوالى شرط دى، او د جنابت، حيض او نفاس په حالت كې صحيح نه ده، او همداراز د عورت پټول شرط دي؛ لکه څنګه چې په لمانځه كې شرط دي، سيد سابق له فقه السنه د پینځم ټوك په 154 مخ كې، چې په 1955 م كال كې چاپ شوى، يو مطلب په دغه عبارتو ويلي: احناف په طواف كې له حدس پاكوالى شرط نه ګڼي.او ويلي يې دي يوازې له واجباتو دى، چې د مخالفت په صورت كې په قربانۍ جبران كېداى شي؛ نو كه يو سړى بې اوداسه طواف وكړي، طواف يې كېږي، او بايد يو پسه قرباني كړي، او كه جنب او حائض طواف وكړي، طواف يې صيح دى؛ خو د يوه اوښ پر قرباني پړ دى، او په هغه وخت كې چې په مكه كې دى، طواف دې له سره وكړي.
د “الفقه على المذاهب الاربعه” كتاب، د لومړي ټوك په 535 مخ كې، چې په 1939م كال چاپ شوى، دغه عبارت راغلى دى چې “د كاليو ځان او ځاى پاكوالى د احنافو په اند ټينګ سنت دى، ان تردې چې كه په هغو كاليو كې طواف وكړي، چې هغه ټول چټل وي، کفاره نه لري”. اماميه وو ويلي دي: په طواف كې له حدس او خبث پاكوالى يو واجبي شرط دى، او همدارنګه پر هغه پاكو كاليو د عورت پټول، چې په زور له چا نه وي اخستل شوي، او د حرامې غوښې؛ لكه ځناور، او ورېښمو او زر تارو نه وي؛ لکه په لمانځه كې؛ بلكې ځينو تر لمانځه هم د طواف امر سخت بللى؛ لکه څنګه چې ويلي يې دي: كه د لمونځ كوونكي په كاليو كې د يوه درهم په اندازه وينه وي، د بښلو وړ دى؛ خو په طواف كې د بښلو وړ ندى، او هم ښځو ته د ورېښمو جامې او زرتاري كالي را نه دي او همدارنګه اماميه وو ويلي دي: سنت كېدنه يو د طواف له شرطونو ده، چاچې ځان ختنه يا سنت كړى ندى، كه هغه لوى وي، يا کوشنی ماشوم صحيح نه دى.[54]
د طواف څرنګوالى:
د اماميه او احنابله وو له انده طواف ته نيت كول لازم دى، مالكيانو، شافعيانو او احنافو ويلي دي: په عامه توګه د حج نيت كافي دى، او د طواف خاص نيت لازم نه دى[55]. د مخه مو وويل، چې نيت همغه د ارادې او عملي انګېزې په معنا دى، او نور ددې خبرې جګړه په كار نه ده؛ ځكه داسې نيت د غوسى له چارو دى.
د بدايه المجتهد ابن رشد په كتاب كې راغلي دي: د اهل سنتو ټول فقها سره يوه خوله شوي، چې واجب او غير واجب طواف له حجر الاسود پيل، او په حجر الاسود پاى ته رسي، كه وس ولرې؛ نو موچې يې كړه، او يا لاس ورباندې راكاږه بيا كعبه كيڼ لور ته كړه او حركت وكړه، اووه ځلې ترې تاو شه، چې هر دور يې يو شوط كېږي او په درېو لومړيو شرطونو كې په تېزۍ سره ځه؛ يعنې منډې مه وهه او قدمونه يو بل ته نږدې پر ځمكه ږده، او په څلورو روستيو شرطونو كې عادې پر لاره ځه، او دا مكې ته د داخلېدو په طواف كې حج كوونكي او عمره كوونكي ته دي، نه تمتع حج ته، او دغه ډول حركت چې رمل[56] نومېږي، پر ښځو نشته، بل داچې پر يماني ركن دې لاس راکاږي.
د اماميه وو د خبرو پر بنا طواف لاندې واجبات لري:
1_ نيت چې دمخه ورته اشاره وشوه.
2_ پلى طواف كول، او د بې وسۍ په صورت كې سواره، دغه شرط ډېرو اماميانو غير معمول بللى دى؛ خو ځينو يې په ډاګه ويلي دي، چې د واك په حالت كې د سوارې طواف روا دى، څرنګه چې د “كافي” او من لا يحضره الفقيه په كتابو كې راغلي، چې د خداى رسول صلی الله علیه وآله وسلم پر خپل مركب سپور و او طواف يې كاوه.
3- له حجرالاسود دې داسې پيل وكړي، چې د بدن لومړنۍ برخه يې د حجرالاسود لومړنۍ برخې ته مخامخ وي، بيا دې په كيڼ لوري په حركت پيل وكړي، او پر حجرالاسود يې دې پاى ته ورسوي، داسې چې لكه د پيل غوندې پر مخامخ يې ورګډ شي، په دې ډول دې اووه شوطه پوره كړي، چې يو قدم لږ او ډېر نشي، او له وېرې د دې چې لږ او ډېر نشي، له حجر الاسوده دې يي پيل كړي؛ ځكه كه له اخره يا له منځه پيل وكړي، پرلږو او ډېرو نشي لاسبرى كېداى، څو له سره د پيلېدو شرط پوره كړي، دغه او دې ته ورته ډېر عبارتونه د فقې په كتابو كې راغلي دي، او د جواهر مولف ډېر له هغو د روغ فطرت له ذوق سره سم راوړي، او موږ له هغو يو څه لاندې را اخلو.
په دغه زمانه كې د دې شرط رعايت سختۍ، ستونزې او په لاس راغلي دباوونه پټ ندي چې حاجيان ګڼه ګوڼه كوي، د وسواس لاملېږي او هغه د لېونيانو له ناكاره او بدو كارونو دي، روايت شوى، چې حضرت رسول صلی الله علیه وآله وسلم پر خپل مركب سپور و او طواف يې وكړ، حال دا، حقيقي ځيرتيا په دې شرط كې د سواره له پاره ګرانه ده، څه چې د دغه ټولو خبرو وپوهېدو، دا دى چې د شرايع د كتاب د مولف قول چې د جواهر متن دى، ټاكلى او يو حرف يې ورباندې ندى ورزيات كړى، “په شرايع كې راغلي: واجب دي چې له حجر لاسوده پيل او پر حجرالاسود پاى ته ورسي” او د دغه جملې معنا لكه څنګه چې له ظاهري عبارت ښكاري، دا ده، چې بايد پر رښتيني عرف بسيا وشي، چې عرف ووايي، له حجر پيل شوې او پر حجر ختم شوې ده، او د مناسكو په كتاب كې د ښاغلي حكيم په قول همدا راښيي؛ ځكه د نوموړي په كتاب كې داسې راغلي دي: پر طواف كوونكي ده، څه چې ورباندې واجب دي، نيت دې وكړي او تر حجر لږ څه مخ كې دې پيل وكړي: په واقعيت كې پر دغه ډول طواف كولاى شي، چې پيل او پاى يې په زړه كې پاتې شي.
4_ داچې كعبه د خپل ځان كيڼ لوري ته كړي، ښاغلي حكيم ويلي: د عرف رښتينوالى بس دى، او څه وخت چې رښتنى عرف وي، لږ كوږوالى تاوان نلري، او ښاغلى خويي وايي: ظاهرا رښتني عرف اعتبار لري.
5_ بې له دې چې د حجر اسماعيل[57] يا يې كور ته وردننه شي؛ خوا او شا دې يې طواف وكړي، او د كور ښي اړخ ته طواف كول، طواف باطلوي.
6_ داچې ټول ځان له كعبې دباندې وي؛ ځكه سبحان خداى ويلي: “وليطوفو بالبيت العتيق” يعنې خواوشا د هغه، نه دننه د هغه، وايې به زيد ته ورغلم، او نه به وايې، په زيد كې ورغلم؛ نو تېرېدل د كعبې د دېوال له مخې او يا د كوټې له خواوشا تر ډبرين دېوال اخوا طواف باطلوي، او اصلي موخه له بيت العتيق يا پخوانۍ كعبې شريفې وي.
7_ طواف بايد دكعبې شريفې او د ابراهيم علیه السلام د مقام ترمنځ وي؛ يعنې هغه ډبره، چې د كعبې د جوړولو پرمهال به حضرت ابراهيم علیه السلام ورباندې درېدو.
8_ پوره اووه شوطه (دوره) پوره كړي ښكاره ده، چې د نوموړو اماكنو پېژندو ته يوه باخبره او ځيرك ته اړتيا لري، چې حدود يې ورته وښيي او په برخه كې يې لاره ورته وښيي. د طواف تر پاى ته رسېدلو روسته د ابراهيم له مقام سره دوه ركعته لمونځ ادا كول واجب دى، كه د خلكو د ډېروالي له كبله يې هلته دا دوه ركعته ونكړاى شول، د كعبې شريفې د جومات په هره برخه كې يې چې وكړي روا دي؛ خو تر دغه دوو ركعتو لمانځه روسته طواف روا نه دى، او كه يې هېر شول واجبه ده چې وروګرځي او پرځاى يې كړي، كه ستونزه وه، كه هر ځاى وي، قضايي دې راوړي، دا هغه وخت دى چې طواف واحب وي] خو كه طواف مستحب و، چې هر ځاى يې وغوښتل، لمونځ دې وكړي.[58]
سره له يادو شوو، معلومه شوه، چې د مذهبونو فقها سره متفق دي، چې د طواف پيل او پاى له حجرالاسوده دي، او بايد كعبه د طواف كوونكي پر كيڼه خوا كې پاتې شي، داسې چې كوټې دباندې وشي.
او داچې اووه ګوني شرطونه، او همدارنګه پر حجرالاسود لاس راكښل او يماني ركن لمسول ټول مستحب دى. فقهاء د شوطونو ترمنځ يا د فاصلې د نشتوالي په برخه كې سره يوه خوله ندي، مالكيه، اماميه او حنابله دغه موالات (پرلپسې) واجب ګڼلي دي، شافعيانو او احنافو ويلي دي: موالات يا پرلپسې بې له څه ځنډ سنت دى؛ نو كه بې له كوم عذره هغه ګډوډ او تر څه فاصلو روسته وكړي، نه باطلېږي، او پر خپل طواف دې پيل وكړي، همدا ډول ابوحنيفه ويلي دي: كه يې څلور شوطه پوره كړل، او بيا يې پرېښوول، كه په مكه كې وي، طواف دې پوره وكړي، او كه له مكې دباندې وتلى و، په قربانۍ سره دې هغه جبران كړي[59].
د پلي طواف كولو په اړه يې مخالفت سره كړى دى، احنافو، مالكيانو او حنبليانو هغه واجب بللى دى، شافعيه وو د اماميه وو يوې ډلې ويلي دي: واجب نه دى، همدا ډول دسوارې په لرلو سره يې هم طواف كول واجب بللي دي، او هم يې تر طواف كولو روسته په دوه ركعته لمانځه كې مخالفت ښوولى دي، مالكيان، احناف او اماميان هغه واجب بولي، او هغه دوه ركعته لكه د سهار لمونځ داسې دى. شافعيان او حنبليان هغه مستحب ګني.
د طواف مستحبونه:
د فقه السنه په كتاب كې د طواف سنتو تر سرليك لاندې راغلي دي:
طواف يو لړ سنتونه لري له هغه څخه د طواف د پيلېدو پرمهال حجرالاسودته مخ اړول او د “لا اله الا الله و الله اكبر” ويل، او لكه په لمانځه كې د دواړو لاسونو پورته كول، پر حجر الاسود لاس ايښوول، او په پټه خوله ښكول كول يې، او كه امكان وي، د مخ يوه خوا دې ورباندې كېږدي، او كه نه لاس دې پرې ووهي.
له هغې څخه ردا تر ښي تخرګ لاندې نيول، درمل په څېر لږ لږ تېزېدل، او يماني ركن لمسول.
د لمعه الدمشقيه په كتاب كې چې د اماميانو يو كتاب دى، راغلي: طواف ته د درېدو له وخته حجرالاسود ته مخامخ او مخامخ يې دعا ويل دي، حال دا، لاسونه يې جګ كړي وي، او د قدر سورت ووايي.
او د پاك خداى (ج) ذكر دې وكړي، او پر لاره تللو كې ارام وي، پر حجر الاسود دې لاس راكاږي، او د امكان په صورت كې دې هغه موچې كړي، د تلو پرمهال دې پر ټولو اركانو لاس ووهي، او موچې يې دې كړي، او په اووم شوط كې دې پر مستجار لاس ووهي، چې هغه د مكې دروازې ته مخامخ او يماني ركن ته نارسېده دى، او خپل ځان دې كعبې شريفې ته ورنږدې كړي، له ذكره او قران ويلو پرته په طواف كې خبرې كول منع دي، او هم يې ويلي دي: مستحب دى، هر څوك چې طواف كوي. 36 طوافونه دې وكړي كه ضعيف وي 36 شوطه دې پوره كړي.
د طواف حكمونه:
اماميانو ويلي دي: كه په عين طواف كې ښځې ته حيض ورغى، كه تر څلور شوطونو روسته و، طواف دې بس كړي، او وردې شي، د صفا او مروى ترمينح دې سعې وكړي، او څرنګه چې سعې خلاصې شوي، طواف دې تر پاكېدو روسته وكړي، او د سعې بيا تر سره كول پرې واجب نه دي، كه يوه ښځه تر څلورو شوطونو تمامولو دمخه له حيض سره مخ شوه، بايد د عرفې تر ورځې انتظار وباسي، چې كله پاكه شي، او وس يې وى چې پاتې شوطونه پاى ته ورسوي؛ خو ډېره ښه ده، بې له دې د هغې ښځې حج مفرد كېږي.
ومو ويل چې احناف حائضې ښځې ته طواف روا بولي، او پاكوالى په طواف كې شرط نه ګڼي، او د احنافو په فتح القدير كتاب كې راغلي: څوك چې له طوافه درې شوطونه د عجز په صورت كې و نه كړي، ورباندې يو پسه دى، او څوك چې څلور شوطونه پرېږدي، په خپل احرام كې باقي پاتېداى شي، څو طواف پر ځا ى كړي؛ ځكه هغه طواف چې پرځاى كړى يې نه وي، تر كړيو شوطونو ډېر دي، او داسې دى؛ لکه چې له سره يې طواف نه وي كړي.
اماميانو ويلي دي: كه تر شوطونو كولو روسته په شك كې ولوېږي، په دې حال كې ايا په شرعي ډول او بې له دې چې لږ او ډېر سرته رسېدلى دى يا ندى ؟ځواب دا دى چې كه پر شك نه لرلو يې غالب ګومان و هغه صحيح دى او ورباندې بيا څه نشته.
كه تر تمامېدلو روسته په شك كې نه وي لوېدلي، صبر دې وكړي، كه يې پر اوو شوطونو باور لاره؛ لکه د اوو او اتو ترمنځ چې شكمن شي، هغه دې صحيح وګڼي، او ودې وځي؛ خو كه پر اوو باور نلري؛ لكه د پینځو او شپږو او يا له هغه پر لږو شك ښكاره كړي، طواف له سره سم نه دى (باطل دى)او ورباندې اعاده شرط ده چې و يې كړي، ښه او غوره دا ده چې بيا يې له سره پيل كړي .[60]
دغه طواف واجب و؛ خو په مستحب طواف كې كه يو له دواړو خواوو طواف تر اوو پركم كې لوېدلى و بې له توپيره ددې ترمنځ چې د شوط پرمهال په شك كې وي، او يا د شوط په پاى كې؛ نو ګومان دې پر كمو وكړي، او طواف دى پاى ته ورسوي؛ خو له اماميانو[61] برتر پر لږو ټينګار دي؛ ځكه د يقين قدر دې په پام كې ولري، داسې لكه په همدې حال كې د لمانځه د ركعونو د شمېر شك چې سړى ته ور و لوېږي، دغه ټول د طواف واجبات، مستحبات او حكمونه وو، چې دا پخپله يو ډول بشپړ عبادت دى؛ لکه ركوع او سجدې كه هغه واجبې وي يا مستحبي، د مفرده عمرې برخه وي يا د تمتع عمرې او د قران حج وي او يا د افراد، او يا د زيارت طواف يا نسا يا مكې ته د ورننوتو يا وداع.
دمخه تردې چې له احرامه روسته طواف كېږي، كه مفرده عمره وي، يا تمتع هغې ته مو دمخه اشاره كړې ده، په راتلونكو فصلونو كې هغه اعمال څېړو چې حاجي يې د اختر په ورځ په منا كې كوي، (په منى كې ) تر عنوان لاندې او روسته له هغه به راشي.
سعې او تقصير (وېښتان پرې كول):
ټول سره متفق دي، چې تر طواف او دوه ركعته لمانځه روسته، “سعى” واجب ده، كه كوم سړى تر طواف دمخه سعى وكړي، بايد ورشي لومړى طواف پرځاى كړى، او روسته د صفا او مروه ترمنځ سعى وكړي، او يوه سړى د طواف او سعى ترمنځ موالات (پرلپسې) واجب نه دي ګڼلي.
چې تر طواف روسته سملاسي پر سعى پيل وكړي.[62]
د سعى مستحبات:
د فقه السنه په كتاب كې راغلې، چې د صفا او مروه د غونډيو پر سر كعبې ته مخامخ څه چې غواړي، دعا وكړي، مستحب دي او د دنيا او اخرت په برخو كې دعا ووايي؛ ځكه مشهوره ده چې د خداى (ج) رسول صلی الله علیه وآله وسلم د صفا له وره دباندې وووت، او پر غونډۍ وروخوت، او قبلې ته مخامخ يې درې ځلې په توحيد او تكبير سره د خداى (ج) ستاينه وكړه او و يې ويل: “لااله الا الله وحده لا شريك له، له الملك و له الحمد، يحيى و يميت و هو على كل شى قدير، لا اله الا الله وحد، انجز وعده و نصر عبده، و هزم الاحزاب وحده”.
د اماميه وو د مستحباتو په الجوهر نومي كتاب كې داسې راغلي دي:
پر حجرالاسود لاس راښكل، د زمزم د اوبو څښل، د زمزم اوبه پر بدن اچول، او حجرالاسود ته له مخامخ دروازې وتل دي، او د صفا پر غونډۍ ور پورته كېدل، عراقي ركن ته مخامخ كېدل، حمد او ا لهى ثنا ويل، په صفا كې اوږده ځنډېدل، د اووه ځلې الله اكبر ويل او وه دې وايي: “لا اله الا الله وحده لا شريك له له الملك، و له الحمد يحيى و يميت و هو حى الذى لا يموت بيده الخير و هو على كل شى قدير”.
او هغه دري ځلې تكرارول، او په دې برخه كې راغلې دعا ويل: يو ځل بيا تر سترګو كېږي، چې د تعبيرونو له ځينو برخو پرته له اهل سنتو سره كوم اړپېچ نشته، يوه فقهې سعى ته له حدسه او خبثه پاكوالى واجب نه دى بللى، او ډېر مذهبونه پاكوالى مستحب ګڼي؛ لکه څنګه چې هغوى ټولو بې له شافعيانو ياده كړې ده، چې تر سعې دمخه ړومبۍ پر حجر الاسود لاس راكښل دي، او ټولو واضحه كړې ده چې د ((هرولې[63])) په څېر به د دو ميلو ترمنځ نه په منډه او نه په ډېر ورو تګ سره عادى روان وي، او دا تلل مستحب دي، د احنافو او مالكيانو له خولې. او دلارې په منځ كې د شافعي مذهب له تعبير سره سم، او د منارو د عطارانو د بازار ترمنځ د اماميانو د تعبير مطابق او په دې كې شك نشته چې د ميلونو، د عطارانو بازار او منارو پېژندو ته يوه لارښوونكي ته اړتيا ليدل كېږي.
د سعى څرنګوالى:
مذهبونه د صفا او مروا ترمنځ په لزوماتو كي سره متفق، او په ركنيت كې يې سره مخالفت لري.
اماميان، شافعيان او مالكيان وايي: ركن دى.
ابوحنيفه: واجب دى؛ خو ركن ندى، له احمد بن حنبل دوه روايته دي.[64]
مذهبونه سره متفق دي، چې د شوطونو شمېره “اووه” او پر سعى كوونكي ده، چې له صفا يې پيل كړي، او مروه ته ولاړ شي، او له هغه ځايه بيا صفا ته راوګرځي، څو چې “اووه” ځلې پوره شي، او يو ځل تلل يو ځانګړى شوط شمېري. او همداسې بېرته راګرځېدل بل ځانګړى شوط دى، او لدې عمل څلور شوطونه تلل له صفا څخه مروه ته دي.
او دري ځلې له مروه څخه د صفا تر غونډۍ پورې رسېدل دي هلته پوره كېږي؛ نو د شوط لومړى پيل له صفا دى، او اخر يې اووم شوط په مروه كې پا ى ته رسي، سره له دې چې پر لاره د تلو وس ولري، د سوارې پر روا والي كې سره مخالف دي، بې له حنبليانو نورو ټولو ويلي دي: چې توانمن او ناتوانه دواړو ته سواره روا ده، پكې ولاړ شي.
حنبليانو ويلي دي: بې له بېوسه بل چاته روا نه ده بې له حنبليانو يوه سړى هم، د شوطونو ترمنځ توالي يا يو پر پل پسې واجب نه دي ګڼلي، د فقه على المذاهپ الاربعه د كتاب مولف ورڅخه راوړي دي چې ويلي يې دي:
موالات پرلپسې واجب دي؛ لکه څنګه چې له مالكيه وو نقل شوې ده، كه څوك د شوطونو ترمنځ ډېره فاصله پرېږدي، پر هغو له سره د سعى كول دې؛ خو په لږه فاصله كې نه، د بېلګې په توګه، كه د سعې په منځ كې خرڅول او پلورل وكړي، او ډېر وخت ونه نيسي، د بښنې وړ ده.[65] ښاغلي حكيم په خپلو مناسكو كې ويلي دي: واجب دى، چې د تلو راتلو وخت ته اصلي موخې ته پام ولري؛ نو كه يې مخ واړاوه او يا پر څټ بېرته وګرځېد او يا يې له نيمې لارې حركت وكړ، كافي نده، حال دا، د بدن غړي يې پر خپل حال وي، يوې او بلې خوا ته د كتلو څه پروا نشته.د دې وينا معنا دا ده، چې كله ځې بايد ځان دې مخامخ مروه ته وي، او چې كله بېرته راګرځې، ځان دې بايد صفا ته مخامخ وي او روا نه ده، چې پر يوه اړخ داسې ولاړ شې چې يوه اوږه دې صفا او بله مروه ته وي؛ لكه څنګه چې د ګڼې ګوڼې پرمهال داسې كېږي او په تېره بيا د تلو پر حال كې بايد مخ دې څنګ ته متوجه وي، نه ټول ځان دې.
ښاغلي خويي په خپلو مناسكو كې نږدې پر همدې عبارتو راوړي او دا يې هم عبارت: د تلو پرمهال مخ مروه ته كول واجب دي، همداسې د بيا راګرځېدو پرمهال د صفا پر خوا مخ كول واجب دي؛ نو كه يې د تلو پرمهال مروه ته شا كړه، يا چې كله راوګرځېد صفا ته شا اړول سم ندي، او ښۍ او كيڼې خوا ته دې پام نه اړوي، او د تلو او بېرته راتلو پرمهال دې شا نه اړوي.
د سعى حكمونه:
هر څوك چې سعى نشي كولاى، هر څومره چې د سوارې په شكل سعې پرځاى راوړولو ته وكيل ونيسي، حج يې صحيح دى، كه د تلو راتلو پرمهال ښۍ او كيڼې خواته وګوري، او يا شا واړوي، ضرر نلري.
هر څوك چې په لوی لاس تر “اوو” ډېر شوطونه وكړي، سعى يې باطله ده؛ خو په سهوه سره نه باطلېږي.
چې كله له سعى خلاص شي، د شوطونو په پوره كېدو او لږ او ډېر كېدو كې يې شك راغی، بايد پر صحت تكيه وكړي؛ ځكه ورباندې څه نشته، او د جواهر د كتاب مولف ويلي دي: د شك حكم تر خلاصون روسته د هغه وارد شوو ستونزو او خبر له پاره دى.
كه تر بشپړيدو دمخه د شوطونو په شمېر كې شك و د جواهر مولف ويلي دي: بې له كومې ستونزې او مخالفته باطل دى؛ ځكه شك كوونكى د لږ او ډېر ترمنځ مردد(دوه زړى) دى، او دغه دواړه د بطلان سبب دى.
او كه يې شك واخست چې له صفا يې پيل كړې، صحيح ده يا له كوم بل ځايه وي، ايا باطل دى؟ كه د شوطونو په شمېره كې شكمن وي او نه پوهېږي چې څو يې و كړي دي، سعى يې باطله ده؛ خو كه يې شمېره په ياد وي اويوازې په پيلېدو كې يې شك ورلوېدلى وي، كه هغه شوط چې دى پكې دى، جفت وي؛ لکه دويم، څلورم، او شپږم حال دا، هغه د صفا د غونډۍ پر سر او يا صفا ته مخامخ دى، سعى يې صحيح ده؛ ځكه په دې صورت كې پوهېږي، چې پيل له صفا دى؛ خو كه شوط يې طاق عدد وي؛ يعنې درېیم او پینځم او اووم او هغه د مروه دغونډۍ يا مخامخ مروه ته وي، صحيح دى، او كه د دې خلاف وه، داسې چې شوط يې طاق و او هغه د صفا پر غونډۍ يا مخامخ صفا ته و، او يا شوط جفت و او هغه د مروه پر غونډۍ سعې يې باطله ده او له سره كول ورباندې واجب دى.[66]
د پاتې مذاهبو په نزد هر څوك چې دشوطونو په شمېره كې شك وكړي؛ لکه په لمانځه كې كوشنۍ عدد دې ونيسي.[67]
ابوحنيفه ويلي دي: كه بلكول سعى پرېږدي، حج يې باطل نه دى؛ ځكه دا ركن ندى، او په قربانۍ سره جبيره كېداى شي.[68]
تقصير:
احمد بن حنبل او مالك ويلي دي: بايد سر پاك كل كړي او يا دى وېښتان يې پر بياتي واخلي.
ابوحنيفه ويلي دي: له ټول سر د څلورمې برخې د وېښتانو كمول كفايت كوي.
شافعي ويلي دي: د وېښتانو درې تاره كفايت كوي.[69]
اماميه وو ويلي دي: تقصير يا د سر د وېښتانو، يا بريتونو، يا ږيرې او يا نوكانو اخستل د خپل واك خبره ده. او اتفاق لري، چې تقصير واجبي عبادت دىاو ركن ندى.
ښاغلي حكيم ويلي دي: تقصير لكه په لمانځه كې سلام ګرځول داسې دي؛ ځكه محرم په تقصير سره له احرام خلاصېږي همغسې لكه لمونځ كوونكى چې د سلام په ګرځولو سره له لمانځه خلاصېږي.
تقصير يا سر خرييل چې مخالف ځاى دى، يو ځل په مفرده عمره كې او دوه ځلې په تمتع حج كې واجب دى، لاندې تقصيل ته مراجعه وكړئ.
په عمره كې تقصير:
اماميه وو ويلي دي: كه عمره كوونكي تمتع عمرې ته سعى وكړه، بايد تقصير وكړي، او سر خرييل را نه دي، او كه تقصير يې وكړ، څه چې پر احرام ورباندې حرام شوي وو، حلالېږي، كه سر وخريي، ورباندې د يوه پسه وركول كفاره اوړي؛ خو كه په مفرده عمره كې وي، بيا د تراشلو او كمولو ترمنځ اختيار لري، چې سر پاك كلوي يا يې نه كموي، كه ورسره قرباني وي او يا نه وي.
كه يې د تمتع حج نيت وكړ، او په لوی لاس يې تقصير پرېښود؛ يعنې تر تقصير دمخه يې حج ته احرام وتاړه، عمره يې باطله او ورباندې د حج د اعمالو پرځاى كول يا افراد حج واجب دى، او روسته دې مفرده عمره وكړي، غوره ده چې په راتلونكې كال كې بيا له سره حج ادا كړي.[70]
نورو مذاهبو ويلي دي: كه يې سعى وكړه، د تقصير او سرخرييلو ترمنځ اختيارمن دى؛ خو كه عمره تر تمتع پرته بله عمره وه، له تقصيراو سر تراشلو سره سم هر څه ورته حلال، او له احرام خلاصېږي، كه ورسره قرباني وي يا نه؛ خو كه عمره تمتع وه، كه له هغه سره قرباني نه وي، ورته حلالېږي؛ خو كه ورسره قرباني وي د احرام په حالت كې باقي پاتېږي.[71]
تقصير په حج كې:
د تمتع يا افراد او يا قران حجونو له عملونو تقصير دويم دى، چې حاجي يې بايد په منى كې تر ذبح كولو يا نحر روسته د لوى اختر يا يوم النحر په ورځ ادا كړي.
سره متفق دي چې د تقصير او سرخرييلو ترمنځ اختيارمن دى؛ خو سرخرييل غوره دي، او همدغه راز د هغه چا په برخه كې چې وېښتان يې د لمڅي په څېر يو پر بل كې سره ننوتي وي، سره مخالف دي چي لكه نور اختيارمن دي، او يا بايد سر كل كړي؟
حنبليانو، شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: د سر كلول ټاكلى حد لري.
احنافو او اميانو ويلي دي: په هر حال كې هغه اختيارمن دى.
مذهبونه سره متفق دي چې پر ښځو د سر كلول نشته؛ بلكې يوازې بايد تقصير وكړي.
ابوحنيفه او له اميانو يوې ډلې ويلي: د چاچې د سر وېښتان نه وې ټاكلى و يا يې د سر د ځينو برخو وېښتان تو يې شوې وي، پرې واجبه ده، چې د سر پر خپل پوستكي د سر چاړه راتېره كړي.
پاتې نورو ويلي: مستحب دي.[72]
اماميه وو ويلي دي: په منى كې د سر كلول واجب دي، كه له منى يې تر كلولو يا تقصير د مخه حركت وكړ، بايد بېرته ورشى، هلته سركل كړي، يا يې دې تقصير كړي، كه هغه عالم وي يا جاهل، پهلوی لاس وي او كه په سهوه او كه بېرته منى ته د ورګرځېدو امكان ورسره نه وى، هر ځاى چې وي، هلته دې دغه عمل وكړي.
نورو پاتې مذاهبو ويلي دي: چې كه يې سر كل كړ، يا يې كم كړ، ښځه هغه ته نده روا.
مالكيه وو ښه بوى هم ورسره تړلى دى ( نه دی روا) .
اماميه وو ښكار كول هم د همغه دوو غوندى بللى او په اند يې د حرم شريف د شرافت له رويه دى، او بې له دغه درېو شيانو په اجماع سره حلال دى.
د څلورګونو مذاهبو په نزد له طواف زيارت يا طواف فرضي روسته ټول شيان، حتى له خپلو ښځو سره څملاستل هم روا دي.
خو اماميه وايي: چې تر طواف نسا روسته، ښځې او خوشبويۍ حلالېږي.
دغه بيان د علامه حلي پر كلام (چې د تذكره په كتاب كې راغلى) پاى ته رسوو:
كه تر سر تراشلو دمخه يې له منى كوچ وكړ د امكان ترحده واجبه ده چې بېرته وروګرځي او سر وتراشي او يا يې كم كړي، كه وس يې نه و، چې وګرځي، په همغه ځاى كې دې سر وتراشي او وېښتان يې دې منى ته واستوي، څو هلته يې ښخ كړي، كه بيا هم وس يې نه و څه ورباندې نشته، لنډه داچې په اتفاق سره د سرخرييلو ورځ د اختر ورځ ده؛ ځكه خداى پاك ويلي دي: “ولا تحلقو روسكم حتى يبلغ ا لهدى محله” يعنې سر كل نكړئ، څو قرباني د ذبح خپل ځاى ته نه وي وړل شوې، او د قربانۍ ځاۍ په منى كې د اختر ورځ ده، ثابته شوه، چې رسول اكرم صلی الله علیه وآله وسلم په منى كې تر جمرو ويشتو روسته ذبح وكړه، او روسته يې بيا خپل سر مبارك كل كړ.
پر ذبح د سر خرييلو پر حكم به (په منى كې عملونه) د خبرو پرمهال اشاره وكړو.
په عرفات كې درېدل:
څوك چې مفرده عمره يا د تمتع حج ادا كوي، بايد احرام وتړي، او د كعبې شريفې طواف وكړي، بيا دې دوه ركعته لمونځ وكړي، روسته دې د صفا او مروه ترمنځ سعې وكړي، بيا دې د وېښتانو تقصير وكړي؛ نوځكه خو احرام تړل پر ټولو عملونو ړومبۍ شرط دى، بيا طواف او پر طواف پسې لمونځ او بيا سعې او پر سعې پسې تقصير تر ټولو روستى دى[73].
په حج كې دويم عمل:
د حج عملونه لكه په عمره كې په احرام تړلو سره پيلېږي؛ خو د حج دويم عمل چې تر احرام تړلو روسته راځي، او د مذهبونو پر اتفاق د حج له اركانو ګڼل شوي، هغه پر عرفات كې درېدنه ده، كه هغه په تمتع حج كې وي، يا په افراد كې ؛ خو څوك چې مكې ته قران يا افراد حج ته ننوځي، روا ده، تر احرام تړلو روسته او د عرفات خواته تر ورتلو دمخه بايد د ورود يا قدوم طواف وكړي، چې هغه په جومات كې د دوه ركعته تسبح لمانځه په انډول سره دي، ښاغلي حكيم په خپلو مناسكو كې ويلي دي: كه يو سړى قران يا مفرده حج كوي، لومړى بايد تر احرام روسته مكې ته ورشي، تر عرفات دمخه لومړى بايد مستحب طواف وكړي.
ابن حجر په فتح الباري د “بخاري په شرح” كى ويلي: ټول سره يوه خوله دي چې چا مفرده حج ته احرام وتاړه كه يې د كعبې طواف وكړ؛ خو ښه ترښه “يعنې تر عرفات دمخه” خو كه چا د تمتع حج كاوه، د ورود يا قدوم طواف پرځاى دې د عمرې پر طواف بسيا وكړي.
د عرفات تر درېدو د مخه:
مذهبونه سره يوه خوله دي، چې د ترو يې يا هغې ورځې چې د ذيحجې اتمه ورځ ده او حاجيان د عرفات تلو ته تياري نيسي يا په مستحبه توګه حاجي له مكې په احرام كې ووځي، هغه د ذيحجې اتمه ورځ ده، او عرفات ته د ورتلو له لارې منى شريفې ته مخه كړي.
د تذكره او جواهر په كتابونو كې چې د اماميه وو له كتابونو دي، راغلي دي: څوك چې د عرفات د ورتلو نيت لري، متسحبه ده د ماسپښين او مازيګر تر لمانځه دمخه له مكې و نه وځي.
څلورګونو مذهبونو ويلي دي: مستحبه ده، د ماسپښين او مازيګر لمونځونه دې په منى شريفه كې وكړي[74]. په هر حال يوه يا دوې ورځې دمخه تر ترويه د عرفات خواته بيړه روا ده، خصوصا رنځورانو، زړو او هغه چاته چې د خلكو له ګڼې ګوڼې وېره لري، همداسې روا ده، ان د ذيحجې تر نهم سهاره پورې و يې ځنډوي؛ خو په دې شرط چې د عرفات د ورځې پر ماسپښين د عرفات حرم ته ځان ورسوي، د مذهبونو فقهاوو يوه هم د عرفې شپه په منى شريفه كې واجبه نه ده بللې. يا داچې كوم عمل دې په هغه ځاى كې وكړي؛ بلكې علامه حلي په تذكره كې ويلي: “د عرفې شپه په منى كې تېرول مستحب دي، او د حج له مناسكو نده په پرښوولو يې څه نه واجبېږي” او په فتح الباري او فتح القدير كې همدغه ډول خبر راغلې ده. د علامه حلي تعبير د استراحت په الفاظو كې نور تفسير ته اړتيا نلري؛ ځكه په تېرو زمانو كې سفرونه د رنځونو او سختيو خالي نه وو؛ نو دا يې مستحب وبلله، چې په منى شريفه كې دمه شي، څو په خوښۍ او ډاډ سره د عرفات پر خوا وروخوځېږي او هلته ورسي؛ خو ننني سفرونه يو تفريحي شكل لري، پر همدې بنا كه د عرفې په شپه په مكه كې پاتې شي، او د عرفې د ورځې په سهار يا ماسپښين د عرفات پر لور وخوځيد او له منى ورتېر شو، همغسې چې نن ورځ يې حاجيان كوي، كفايت كوي، كه چا دا كار وكړ، ورباندې څه نشته؛ خو په منى كې د جمرو ويشتل واجب دي، چې د عرفات تر درېدو روسته به وڅېړل شي.
په عرفات كې د درېدو وخت:
ټول سره يوه خوله دي چې پر عرفات د درېدو وخت د ذيحجې نهمه ورځ ده، او د پيل او پاى په اړه يې سره مخالف دي، احنافو، شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: د نهمې ورځې له ماسپښين پيل د لسمې ورځې تر سهاره پورې.
حنبليانو ويلي دي: په واك سره د نهمې له ماسپښين تر لمر لوېدو پورې، او په اضطراري حالاتو كې د سپېدو تر چاودلو پورې.
اماميه وو ويلي دي: په واك سره د نهمې له ماسپښين تر لمر لوېدو پورې او په اضطرارې حالاتو كې د سپېدو تر چاودلو پورې دى.
د عرفات درېدو ته، غسل كول لكه د جمعې غسل مستحب دى، او په عرفات كې د نورو عملونو تر سره كول نشته؛ خو شتون پكې شرط دى، چې په هره برخه كې وي، كه هغلته ويده وي، يا ويښ، سپوروي، كه پلى يا ناست.
د عرفات حدود:
عرفات همغه د عرفې وادي يا خوړ دى، او ثوب نمره تر ذى المجازه پورې چې د عرفات د اماكنو خو اوشا ده، اوپه هغه حدودو كې او د تحت الاراك په وادۍ كې بايد و نه درېږي؛ ځكه هغه د عرفات د حريم برخې دي، كه چا په هغو ځايونو كې توقف يا درېدل وكړل، د ټولو مذهبونو په نزد يې حج باطل دى، بې له مالك چې ويلي يې دي: د عرفې په وادۍ كې درېدل كفايت كوي؛ خو بايد قرباني يې وكړي، ټول عرفات د درېدو ځاى دى، او د مذاهبو په اتفاق د عرفات په هر ځاى كې درېدلى شي دا بس ده، امام صادق علیه السلام روايت كړى، چې حضرت رسول صلی الله علیه وآله وسلم په عرفات كې ودرېد او خلك خواوشا ورټول شول، او د اوښ خوا ته یې مخه كړه ورغلل، د هغه خواوشا ودرېدل، څرنګه چې اوښ په خپله لاره روان و خلكو ورسره د اوښ خواو شا حركت كاوه، د خداى پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: “اې خلكو، يوازې زما د اوښ ځاى نه؛ بلكې د ټول عرفات وادۍ د درېدو ځاى دى. كه د عرفات وادي نه واى؛ نو زما د اوښ پر پښو كې خو د خلكو د ځايېدو امكان نه و.[75]
په عرفات كې د درېدو شرطونه:
د مذهبونو په اتفاق سره اودس لرل پر عرفات درېدو ته شرط ندي، اماميه وو او مالكيه وو ويلي دي: حتمي ده نيت وكړي چې په عرفات كې به تم كېږم، او له نيت سره جوخت ورباندې علم لرل دي، چې دا د عرفي ځاى دى، كه له هغه ځايه څخه تېر شي، او و يې نه پېژني، يا يې وپېژني، او د درېدو نيت و نه كړي، دا درېدل، هېڅ اعتبار نلري، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: نيت او ځان خبرونه شرط نه ده؛ بلكې شرط خو دا ده، چې لېونى، يا بېهوښه او يا خمار نه وي.
احنافو ويلي: نيت، علم او عقل شرط ندي، هر څوك چې پر ټاكلي وخت په عرفات كې و، حج يې صحيح دى، كه نيت يې كړى وي يا نه، كه دغه ځاى پېژني يا نه، كه هوښيار وي يا لېوني.[76]
ايا په ټوله ټاكلې اندازه كې پر عرفات درېدل واجب دي، يا داچې د درېدو په نامه كه يوه شيبه هم وي كفايت كوي؟
اماميه وو ويلي دي: درېدل دوه وخته كېداى شي، اختياري او اضطراري، لومړى، د نهمې ورځې له ماسپښينه د همغې ورځې تر لمر لوېدو پورې او دويم، د نهمې ورځې له ماسپښينه د لسمې ورځې تر سهاره په نهمه ورځ له ماسپښينه تر لمر لوېدو پورې پاتېدل د هغه پوره وخت دى، او پر حج كوونكي واجبه ده؛ خو ركن يوازې تمېدل دي، او نور واجبات په ركن كې داخل ندي، سره له دي كه چا تمېدل بالكل پرېښوول حج يې باطل دى؛ ځكه چې يو ركن يې ندى پرځاى كړى؛ خو كه چا توقف وكړ، هغه يوازې واجب پرې ايښي، چې هغه اركان ندي؛ نوځكه يې حج صحيح دى، كه يو سړى په ټول اختياري وخت كې د يوه شرعي عذر پر پېښېدو سره له تمېدو پاتې شي، د اختر په شپه كه لږ تم شي هم كفايت كوي.
شافعيانو، مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: په عرفات كې شتون كفايت كوي كه څه، يوه شيبه وي.[77]
اماميه وو ويلي دي: كه په لوی لاس تر ماسپښين دمخه له عرفاته ووت، بايد وروګرځي، كه وروګرځېد، ورباندې څه نشته، او كه ورونه ګرځېد، په كفاره كى به يو اوښ وركوي، او كه يې كفاره نشواى وركولاى، بايد اتلس ورځې پرلپسې روژه ونيسي، او كه سهوا ووت، او د وخت تر خلاصېدو پورې، پرې ونه پوهېد، په دې شرط چې په ټاكلي وخت كې يې د قربانۍ محل يا نور مناسك پېژندلي وي، ورباندې شى نشته، كه يې د وخت تر تېرېدو دمخه ور په زړه شول، د امكان تر حده پورې دي وروګرځي، كه ور و نه ګرځېد، بايد يو اوښ كفاره وركړي، مالكيانو ويلي دي: كه هر چا تر غرمې روسته په عرفات كې توقف وكړ، او تر لمر لوېدو دمخه ووت، بايد په راتلونكي كال كې يو حج ادا كړي؛ خو كه تر سپېده داغ دمخه عرفات ته ورغۍ؛ نو حج يې كېږي بيا په راتلونكي كال كې حج پرې نشته، ټولو علماوو ويلي دي: بلكي حج يې شوی دی[78].
د الفقه المصور على مذهب الشافعي په كتاب كې راغلي دي: كه يې درېدل هېر شول واجبه ده چې حج عمرې ته راواړوي او پاتې عملونه وكړي، او په راتلونكي كال كې بيا له سره حج وكړي، څوك چې په عرفات كې تم كېږي، بايد د استحباب، له مخې بشپړ او دس او نظافت ولري، او مخ قبلې ته كړي، او په خضوع، خشوع او د زړه په حضور توبه او دعا وكړي.
په مزدلفه كې تمېدل:
په مزدلفه كې تمېدل يو له هغو اعمالو دي، چې تر عرفات روسته كېږي، ټول سره يوه خوله دي چې حاجي له عرفات څخه مزدلفې شريفې ته ځي، موخه مقصد يې مشعر الحرام دى، د بقرى سورت د 198 آیت پر بنا چې وايي: “فاذا افضتم من عرفات فاذكروا الله عندالمشعر الحرام واذكروه كما هداكم” يعنې څرنګه چې له عرفات څخه بېرته راوګرځېدلى په مشعرالحرام كې خداى پاك يادكړئ، او په ياد يې ولرئ چې تاسې يې سمې لارې ته سيخ كړي يئ، او هم سره متفق دي: مستحبه ده چې د ماښام لمونځ د اختر په شپه وځنډوي، څو مزدلفې ته ورسي، د تذكره د كتاب مولف ويلي دي: څرنګه چې په عرفه كې لمر ولوېږي، تر لمانځه دمخه د مشعر پر خوا روان شي، او روايتي دعا دې ووايي:
د المغني كتاب وايي: چاچې عرفات پرې ايښي سنت ده، څو مزدلفې ته نه وي رسېدلي د ماښام لمونځ دې نه كوي، چې كله مزدلفې ته ورسي، د ماښام او ماسخوتن لمونځونه دې يوځاى وكړي، چې لومړى د ماښام، او بيا د ماسخوتن لمونځ ادا كړي.
په دغه سنتو كې هېڅ اړپېچ نشته، ابن منذر ويلي دي: د اهل علم اجماع بې له اختلافه سنت ده، چې حاجي دې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يوځاى وكړي، او اصلي فتوا د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم عمل دى، چې د دغه دوو ترمنځ يې يوځاى دواړه لمونځونه وكړل[79].
بې له احنافو نور ټول سره يوه خوله دي: كه چا د ماښام لمونځ مزدلفي ته تر رسېدو دمخه وكړ، او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يې يوځاى و نه کړل، لمونځ يې صحيح دى، كه هر څو يې له مستحباتو غاړه غړولې ده، ابوحنيفه ويلي دي، كفايت نكوي.
د مزدلفې حدود:
د تذكره او مغني په كتابو كې راغلي دي: مزدلفه درې نومونه لري، مزدلفه، جمع او مشعر الحرام، او حدود يې له مازمى تر حياض او د محسر تر وادۍ پورې دى، او لكه عرفات ټوله مزدلفه د تمېدو ځاى دي، او په هر ځاى كې چې يې تم شي كفايت كوي.
د مداركو په كتاب كې راغلي: د اماميه فقهاوو غوڅ دريځ او خبره دا ده، چې د ډېر بيرو بار په وخت كې روا ده، د غره سرته وخېژي، او غر له هغو برخو دى، چې د مزدلفې روستي حدود جوړوي.
تمېدل او تر سهاره د شپې تېرولو ځاى:
ايا د اختر شپه په مزدلفه كې د ورځې تر پيلېدو پورې واجبه ده، يا په مشعر كې تمېدل كه څه، يوه شيبه تر سپېده داغ روسته وي، كفايت كوي؟ هو، سره له دې چې پوهېږي له تمېدو موخه مقصد يوازې حضور دى، كه په هر شكل وي، كه هغه پر لاره روان وي، يا كېني، او يا سپور وي، همداسې لكه څنګه چې په عرفات كې و.
احنافو، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: په مزدلفه كې د شپې پاتېدل واجب دي، كه هر چا ترك كړل، بايد قرباني وكړي[80].
اماميانو ويلي دي: واجب نه ده؛ خو غوره ده؛ لکه څنګه چې بغدادي مالكي شهاب الدين د “ارشاد السالك” په كتاب كې تعبير كړې ده، تر ټولو غوره ده، همداسې چې ښاغلي حكيم او خويي ويلي دي: د شپې دې پاتې شي؛ خو چا هغه ركن ندى بللى، ابن رشد د البدايه والنهايه په كتاب كې د اهل سنتو ټولوعلماوو په مشعرالحرام كې روسته له سپېده داغه د تمېدو په اړه نقل كړې ده، چې دا د حج له سنتو يو دى، او له واجباتو يې ندى، د تذكره په كتاب كې راغلي دي: چې تر سپېده داغ روسته په مشعر كې تمېدل واجب دي. كه تر سپېده داغ دمخه په خپل اختيار په لوی لاس روسته له هغه چې شپه يې په مشعر كې تېره كړه، بيرون ته ولاړ شي، كفاره يې يو پسه دى، ابوحنيفه ويلي دي: تر سپېد داغ روسته تمېدل واجب دي؛ لکه اماميه وو چې ويلي دي؛ خو نورو مذهبونو ويلي دي: تر نيمې شپې تېرولو روسته له مشعر دباندې وتل روا دي، پر همدې بنا له اماميه او احنافو پرته نور ټول وايي: چې تر سپېده داغ دمخه له مزدلفې دباندې وتل روا دي. اماميه وو ويلي دي: په مشعر الحرام كې تمېدل دوه وخته لري، لومړى د اختر د ورځې د طلوعينو ترمنځ هغه ته چې كوم شرعي عذر په ځنډولو كې يې نلري، بايد په پوره ډول د طلوعينو ترمنځ تم شي. او چاچې د عرفات د تمېدو لږ وخت وموند علم يې و، او په لوی لاس سره تر سپېده داغ دمخه له مشعره ولاړ شي، كه څه، په مشعر كې ډېر كم هم پايېدلى وي، حج يې ندى باطل او يوازې د يو پسه د وينې تويېدل ورباندې واجب دي، او كه په ناپامۍ سره يې دا كار وكړ؛ نو بيا ورباندې څه نشته. لكه څنګه چې ښكاره روايت نقل شو، دويم وخت د ښحو او هغو ته دى، چې عذر ولري، او هغه عذر د طلوعينو ترمنځ د تمېدو مانع وي، ورته د اختر د ورځې تر زوال پورې وخت شته.
د جواهر د كتاب د مولف په خبره: دغه موضوع پر ايت سربېره له اجماع سره هم تړلى، چې دغه نظر د ښاغلي حكيم او خويي له نظرياتو سره هم موافق دى؛ خو ښاغلي خويي د لمر د زوال د تنګوالي له لامله روستى حد ندى ورته ټاكلي؛ بلكې ويلي يې دي، چې دا كافي ده چې تر لمر ختلو روسته تم شي.
اماميه وو ويلي دي: په دغه دوو وختو كې چې معلوم دي، تمېدل د حج له اركانو دي، كه چا بې له كومه عذره په اختياري او اضطراري وختونو كي د ټولې شپې تمېدل پرېښوول حج يې باطل نه دى په دې شرط چې د عرفات تمېدل يې درك كړي وي، او چاچې د عرفات او مشعر دواړو تمېدل له لاسه وركړي وي، او په اضطراري او اختياري حالت كې دواړو ته يې ځاى او وخت نه وي، حج يې باطل دى، ان تردې چې كه شرعې عذر ته يې هم پرې ايښي وي، بايد په راتلونكي كال كې له سره حج ادا كړي، دا هغه وخت دي، چې فوت شوى حج ورباندې فرض وي، كه مستحب حج ترې فوت شوى و؛ نو بيا ادا كول يې هم مستحب دي[81].
د اماميه وو پر اند د عرفات تر تمېدو، د مزدلفي يا مشعر الحرام تمېدل ډېر مهم دي، له همدې ځايه ده چې ويلي يې دي: كه چا په عرفات كې تمېدل له لاسه وركړل، او د مشعر تمېدل يې تر لمر ختلو دمخه درك كړل، حج يې شوی دى.[82]
متسحبات:
اماميه وو ويلي دي: چاچې دمخه حج نه وي كړى، په مشعر الحرام كې د هغه پل ايښوول دي.[83]
اماميه او شافعيه وو ويلي دي: له مزدلفې څخه منى ته د اويا شګو وړل له ځان سره جمرو ويشتو ته مستحب دى.
د تذكره مولف ويلي دي: اصلي خبره دا ده چې كله حاجي منى ته ورسېد، بې له جمرو ويشتو دې بل كار نكوي.
له احمد بن حنبل نقل شوې دي چې ويلي يې دي: له هره ځايه دې چې زړه غواړي شګې ټولې كړه، او پر ټولو كې يې اړپېچ نشته، له هره ځايه چې وي كفايت كوي.
په اوداسه سره د “لا اله الا الله والله اكبر” ويل او راغلې دعا او نورې دعاوې مستحبې دي.
په منى كې
ټول مذهبونه سره يوه خوله دي، چې د مشعر الحرام د تمېدو اعمال او مناسك همغه د منى اعمال دي، او تر لمر ختلو روسته له مزدلفې وځي، او كه تر لمر ختلو دمخه له مزدلفې ووت او د مشعر له حدودو تېر شو، د خويي د قول پر بنا ورباندې د يوه پسه كفاره واجب ده.
په منى كې مناسك او عبادات د اختر په څو ورځو كې د ديارلسم تر سهاره پورې، يا د دولسم تر مازيګره پورې رواج دي، په منى كې د حج واجبات پاى ته رسي، درې ورځې روسته د اختر چې د تشريق د ورځو په نوم يادېږي، هغه د يوولسم، دولسم او ديارلسم ورځې دي.[84]
د اختر په ورځ په منى كى درې عبادته واجب دي. 1-د عقبه جمرو ويشتل، 2- قرباني كول، 3- د سرخرييل يا تقصير: ټول سره يوه خوله دي، چې رسول صلی الله علیه وآله وسلم لومړۍ جمرې وويشتلې او روسته له هغه يې اوښ ذبحه كړ، او همغه وخت يې بيا سر هم وخرييلو. اختلاف سره لري، چې ايا دا ډول واجبه ده، حال دا، را نه دي، د هغه شي ړومبی والى چې رسول اكرم صلی الله علیه وآله وسلم هغه روسته کړی دى، او روسته والى د هغه شي چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم هغه ړومبی کړی دی، يا داچې داسې سنت دي چې پرېښوول يې روا دي؟
شافعيه وو او احمد بن حنبل ويلي دي: وړاندې والى او روسته والى د هغه شي ندى.
مالكيه وو ويلي دي: كه هر چا تر جمرو ويشتو دمخه سر وخرييلو بايد كفاره وركړي او څوك چې د قربانۍ دمخه سر وخريي، يا تر جمروو ويشتو دمخه قرباني وكړي، بيا نو پروا نلري.
ابوحنيفه ويلي دي: كه په منى كې تر قربانۍ دمخه سر كل شي، يا ويشتل وكړي، بايد قرباني وكړي، او كه حج يې قران وى، بايد دوې قربانۍ وكړي[85].
اماميه وو ويلي دي: كه څه، علما په لوی لاس يوه برخه پر بله برخه مقدمه وګڼي، حج يې شوېدي، او بيا اعاده نلري، د جواهر مولف ويلي دي: په دې حكم كې مې څه مخالفت و نه ليد، او په مدارك كې راغلې دي چې د اماميه فقهاء ورباندې په غوڅ اكثريت كې دي.
دغه هر يوه عمل ته به يوځانګړى باب راوړو.
جمره عقبه
د شګو شمېره:
په منى كې پر هر حاجي د جمرو ويشتل واجب دي، كه هغه د تمتع حج وي، يا قران او يا افراد، او شمېر يې لس دانې دي چې په څلورو ورځو كې ويشتل كېږي، لومړى د اختر ورځ: په هغه ورځ يوازې يوه جمره چې د جمرې عقبې په نامه يادېږي كاڼي ورولي، او دا برخه موږ همدې ته راوړې ده، په دويمه ورځ؛ يعنې په يوولسمه د ذيحجې درې جمرې ويشتل كېږي ا و په درېیمه ورځ همغسې درې واړه جمرې يا د شيطان څلي ويشتل كېږي، و څلورمه ورځ همداسې. دا حكم هغه وخت دى، چې حاجي د ذيحجې پر ديارلسم په منى كې شپه وكړي، او كه ونه پا يي؛ نو په څلورمه ورځ پر حاجي ويشتل نشته.
د لسمې ورځې جمره:
مذهبونه سره متفق دي، چې هر چا جمره عقبه يا دلوى شيطان څلى د اختر په ورځ د لمر ختو او لمر لوېدو ترمنځ وويشته كفايت كوي، او كه لدې وخت دمخه يا روسته وويشتل شو، بيا يې مخالفت سره كړې دي.
مالكيانو، حنفيانو، حنبليانو او اماميانو ويلي دي: له لمر ختو سره ويشتل پيلېږي تر سپېده چاود دمخه د جمرې عقبه ويشتل را نه دي، كه بې له عذره يې تر وخت دمخه ويشتل وكړل، بايد له سره يې بيا وكړي، او د عذر په وخت كې لكه د رنځوري، بېوسي، او ډار په صورت كې يې بيا روا بللي دى.
شافعيه وو ويلي دي: د جمرو ويشتل ترمخه څه ستونزه نه ده؛ ځكه نوموړي وخت استحباب ته دى، نه واجب.[86]
خو مالك د اختر په ورځ تر لمر لوېدو پورې د ځنډولو په اړه ويلي دي: كه یې په شپه او يا سبا ته ويشتل وكړل بايد يوه قرباني كفاره وركړي.
شافعيه وو ويلي دي: كه يې د شپې يا سبا ته ويشتل وكړل غاړه يې خلاصه ده.[87]
اماميه وو ويلي دي: د دغه جمرې ويشتل له لمر ختو تر لمر لوېدو پورې وي، او كه د چا هېره شوه، د هغه ورځې سبا ته دې او د هغه قضايي دې وكړي، او كه بيا يې هم هېره شوه، په دولسم دې ادا كړي، او كه بيا يې هم په زړه نشوه پر ديارلسمه ورځ او كه هېره يې له مكې تر وتو اوږده شوه، بايد په راتلونكي كال كې پخپله قضا يې پرځاى كړى، او يا دې ځانته وكيل ونيسي، چې پرځاى يې د قضا شويو جمرو د ويشتو قضا پرځاى كړي.[88]
د ويشتو شرطونه:
د جمرو ويشتل لاندې شرطونه لري.
1_ نيت دى، چې اماميه وو هغه په ښكاره سره سرليك كړى دى.
2_ په اتفاق سره ويشتل بايد پر اوو كاڼو وشي.
3_ ويشتل بايد يو يو كاڼى وي، كه دوې يا تر دوو ډېرې وې صحيح ندي، د ټولو په اتفاق.
4_ ټول سره يوه خوله دي چې كاڼى بايد جمرې ياد شيطان څلي ته ورسي؛ يعنې بايد پر ښكاره موخه ولګېږي.
5_ كاڼى بايد له ويشتو سره سم جمرې يا څلې ته ورسي، د شافعيانو او اماميانو له نظره، كه وروو ويشتل شي، كفايت نكوي؛ خو حنبليان او حنفيان يې روا ګني.[89]
6_ كاڼي بايد له ډبرو وي، پر مالګه، اوسپنه، ميسو، لرګيو او كودي، ويشتل د ټولو مذاهبو له نظره را نه دي، بې له ابوحنيفه چې ويلي دي: څه چې د ځمكې له جنسه وي هغه كافي دي؛ لکه كودي، خاوره او ډبره.[90]
7_ پر ويشتو شويو كاڼو بيا ويشتل ندي روا، حنبليانو همغه ياده كړې ده. اودس په ويشتو كې شرط نه دى، كه ويشتونكى اودس ولري؛ نو دا غوره دى.
اماميه وو ويلي دي: مستحبه ده، چې كاڼى د ګوتې د سر په اندازه، كلكې او ځېږې وي نه تورې، نه سپينې او نه سرې بخونې، همدارنګه مستحبه ده، چې د يوه لوي باقلي په كچه وي.
اماميه وو ويلي دي: مستحبه ده چې حاجي خپل ټول عملونه قبلې ته مخامخ وكړي، بې د جمرې عقبې له ويشتو چې هغه د اختر په ورځ داسې مستحبه ده چې شا قبلې ته شى او بيا ويشتل كېږي؛ ځكه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم داسې ويشتل كول.
نورو ويلي دي: ان په هغه وخت كې مخ پرقبله كول مستحب دي.
پلي ويشتل مستحب دي، او سپرو ته هم روا ده، او له جمرې بايد تر لسو عادى قدمونو يا له څنګلو د لاسو د ګوتو تر څوكو پورې له لسو څنګلو ډېره فاصله نه وي.[91]
ويشتل بايد په ښي لاس وشي، او راغلې دعاوې او نورې دې ووايي:
“اللهم اجعله حجا مبرورا و ذمبا مغفورا اللهم هذه حصياتي فاحصهن لى، ورافع هن فى عملى، الله اكبر. اللهم ادحر الشيطان عنى”.
شك يا ګومان:
كه په شك كې ولوېد چې ايا پر موخه ولګېده يا نه؛ خو غالب ګومان يې بايد پر نه لګېدو سره وشي، او كه يې په شمېر كې يې شك راغی؛ نو لږ دې په پام كې ونيسي؛ ځكه چې پر لږوالي د جمرې اصالت خرابېږي نه ډېر والي.
په پاى كې تر ټولو لومړى عمل چې حاجي يې په منى كې د اختر په ورځ كوي، د جمرې عقبه يا د لوى شيطان د څلي ويشتل دي، او روسته له هغه ذبحه او سر كلول يا تقصير، بيا پر همدې ورځ طواف ته مكې ته ځي، او د اختر په ورځ بې له دغه يوې جمرې بله جمره نشته. د قربانۍ يا ذبحې په برخه كې به په راتلونكي باب كې خبرې وكړو.
د حلالولو ډالۍ يا قرباني:
د اختر په ورځ په منى كې دويم عمل واجبه قرباني ده، چې پوره څېړنه به يې بېله بېله يو پر بل پسې راشي:
لومړى: ويشتل يې پر واجبو او غير واجبو، بيا د واجبو پر ډولونو، دويم قرباني پر څه ډول سړي واجبه ده، درېیم د قربانۍ د صفاتو په برخه كې، څلورم د ذبحې يا د قربانۍ د نحر وخت او ځاى، پینځم د قربانۍ د غوښې په حكم كې، شپږم، د قربانۍ د بدل په اړه هغه ته چې قرباني نشي موندلاى، او يا بيه يې له ځانه سره نلري، چې د هر يوه تفصيل به روسته راشي.
د قربانۍ ډولونه:
قرباني پر واجب او مستحب ويشل كېږي: مستحبه هغه قرباني كول دي: چې خداى تعالى پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته د كوثر د سورت د “فصل لربك وانحر” د ايت په تفسير كې د لوى اختر د لمانځه تر ادا كولو روسته فرمان وركړ. روايت دى، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دوې لمورې مېږې يوه توره او بله سپينه قرباني كړې.
مالكيانو او احنافو ويلي دي: هرې كورنۍ ته هر كال قرباني واجبه ده، همغسې لكه د فطر صدقه يا زكات چې پرې واجب دى.
اماميانو او شافعيانو ويلي دي په منى كې د قربانۍ مستحبې ورځې څلور دي، د اختر په ورځ، او تر اختر روسته درې ورځې چې د تشريق ورځې دي؛ خو بې له منى په نورو ځايونو كې د قربانۍ ورځې درې دي؛ يعنې د اختر ورځ، او ذيحجې يوولسمه او دولسمه ورځ.
مالكيانو، حنبليانو او احنافو ويلي دي: د قربانۍ ورځې كه په منى كې وي، يا په نورو ځايونو كې درې ورځې دي. په هر صورت، د قربانۍ وختونه د اختر د ورځې له لمر ختلو او د وسى په صورت كې د اختر د لمانځه د ادا كولو او تر دوو خطبو ويلو روسته كېږي.[92]
واجبې قربانۍ د قرانكريم د نص پر بنا په څلورو برخو كې دي: د تمتع وينه چې خداى پاك ويلي دي: “فمن تمتع بالعمره والى الحج فما استيسر من ا لهدى”: دم الحلق يعنې سر تراشلو ته وينه تويول چې تخييري واجب دي. الله (ج) فرمايي: ” و من كان منكم مريضا او به اذى من راسه ففديه من صيام او صدقه او نسك” يعنې كه له تاسې هر څوك رنځور او يا پر سر خوږي اخته شو، د روژې يا صدقې يا قربانۍ په څېر دې كفاره وركړي: د قربانۍ د كفارې په اړه پاك خداى (ج) وايي: “فمن قتله منكم متعمدا فجزاء مثل ما قتل من النعم يحكم به ذوا عدل منكم هديا بالغ الكعبه”[93]: د هدى حصر په اړه رب العزت ويلي دي: “كان احصرتم فما استيسر من ا لهدى[94] ” پر دغه څلورو قربانيو چې په وعده، نذر او لوړې كولو سره واجبېږي، بايد ورزياته شي.
قرباني پر چا واجبه ده:
د ټولو مذاهبو په اتفاق څوك چې مفرده عمره يا مفرد حج ادا كوي، ورباندې قرباني نشته. او همدارنګه ټول مذاهب اتفاق لري، چې څوك د تمتع حج ادا كوي (بې د مكې له اوسېدونكيو) پر هغوى قرباني واجبه ده، څلورګونو مذهبونو ويلي دي: قرباني پر هغه چا واجبه ده، چې د قران حج ادا كوي.
اماميه وو ويلي دي: هغه څوك چې د قران حج ادا كوي، قرباني پرې واجبه نه ده؛ خو كه نذر يې منلى وي بيا قرباني پرې شته، او يا پر هغه چاچې قرباني يې له ځانه سره راوستې وي، د هغه قرباني كول پرې شته، كه د مكې خلك د تمتع حج وكړي، په هغه كې اختلاف دى، چې ايا ورباندې قرباني شته، كه نه ؟ څلورګونو مذهبونو ويلي دي: قرباني نه ده واجبه، د مغني په كتاب كې راغلي چې د علم د خاوندانو ترمنځ مخالفت نشته، چې د تمتع د حج قرباني پر هغه چاچې په مسجدالحرام او د هغه ځاى پر اوسېدونكيو واجبه نه ده. اماميه وو ويلي دي: كه د مكې سړي د تمتع حج ادا كړ، ورباندې قرباني واجبه ده؛[95] ځكه د جواهر په كتاب كې راغلي دي چې كه مكي د تمتع حج ادا كړ، د مشهورو پر بنا پر هغه قرباني واجبه ده، سره يوه خوله دي چې واجبه قرباني د حج له اركانو نده.
د قربانۍ صفتونه
قرباني لاندې شرطونه لري:
1_ د مذاهبو په اتفاق قرباني بايد له څارويو لكه اوښ، غويي، پسه او وزې وشي. د مغني په كتاب كې راغلي دي، چې احنافو، مالكيانو، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: دا شرط شوې ده چې پسه تر شپږو مياشتو، وزه تر يو كال، غويي تر دوو كلونو، او اوښ تر پینځو كلونو كم نه وي. دا خبره له هغه خبرې سره تړلې، چې د اماميه وو د جواهرو په كتاب كې راغلې ده، اوښ چې پر شپږم كال او وزه چې پر دويم كال د هغه عمر ورګډ شوى وي.
ښاغليو حكيم او خويي ويلي دي: پام كول مستحب دي، چې پسه دوه كلنۍ ته ورشريك شوى وي.
2_ قرباني بايد هېڅ عيب و نه لري، او د مذاهبو په اتفاق ړوند، يو سترګى، ګوډ، ناجوړه، زوړ او بې ډوله نه وي. د خوټو د نشتوالي، ښكر ماتي، غوږ پرې شوي، او لكۍ پرې شوي په اړه اختلاف سره لري.
ښاغليو حكيم او خويي دواړو ويلي دي: له هغوى څخه كوم شى كافي ندي، د مغني مولف ويلي: د دوى له هرې ډلې يو ډول كفايت كوي.علامه حلي په تذكره كې ويلي دي: اوښه، غواغوره، او ميږ او وزګوړ ښه دي او په هره برخه كې بې له څه اختلافه د هغوى ضد هم روا دي.
د مغني مولف ويلي دي: په قربانۍ كې نر او ښځه دواړه يو شى دي.
د قربانۍ وخت او ځاى:
د قربانۍ د ذبحې او نحر د وخت په اړه مالكيانو، احنافو او حنبليانو ويلي دي: د اختر په ورځ، او يوولسم او دولسم د ذيحجې دى، احنافو ويلي دي: دا د قران او تمتع حجونو د قربانيو خاص وخت دي. او قرباني تر همغه دوو خاصو وختونو بل وخت نلري؛ خو مالكانو د قربانۍ د ډولونو ترمنځ څه توپير نه دى ايښي؛ لکه څنګه چې د “الفقه على المذاهب الاربعه” په كتاب كې راغلي دي.
حنبليانو ويلي دي: كه قرباني تر ټاكلي وخت دمخه ذبح شوه، واجبه ده چې دويم ځل بيا قرباني وكړي، او كه تر ټاكلي وخت روسته ذبح وشوه، څرنګه چې مستحبه ده، د ژمنې په تېرېدو سره يې غاړه خلاصه ده، او كه قرباني واجبه وه؛ نو د هغه بيا قضا راوړل ورباندې واجب دي.
احنافو ويلي دي: د تمتع او قران د قربانيو ذبح د اختر تر درېيو روځو دمخه سمه نده، او كه په څټ وغورځول شي، كافي ده؛ خو بايد پر شا غورځولو كفاره وركړي.
شافعيه وو ويلي دي: څوك چې د تمتع حج ادا كوي، ورباندې د قربانۍ د ذبحى وخت د احرام له لومړى وخته دى، او يوې خوا ته كول يې ورته روا دي، او د وخت تمامېدو موده يې نده ټاكلې شوې خو غوره يې د اختر لومړۍ ورځ ده.[96]
اماميه وو په ذبح او نحر كې نيت واجب ګڼلى او ويلي يې دي: خاصه ورځ يې د اختر ورځ ده، او كه تر دويمې، درېیمې او څلورمې ورځې پورې يې وځنډوي، روا ده؛ خو په دغه ځنډولو سره يې ګناه كړې ده او د ذبحې په نورو ورځو كې هم ذبح كول روا دي، او د جواهر مولف نقل كړي، كه څه، ځنډ بې له كومه عذره وي، څه فرق په كې نشته، د اماميه وو په نزد همغه حرم دى چې د منى په حرم كې شامل دى[97] او بې له هغه ځايه هم كېږي، موږ دمخه د منى په حدودو كې د احرام د موانعو تر عنوان لاندې د مكې او مدينې ترمنځ پولې ته اشاره وكړه.
مالكيانو ويلي دي: په منى كې د قربانۍ ذبح درې شرطونه لري: 1- چې قرباني يې د حج له احرام سره راوړې وي، نه د عمرې له احرام سره. 2- چې لږ يې د اختر پر شپه له قربانۍ سره يوځاۍ په عرفات كې توقف كړى وي. 3- د اختر پر ورځ او يا روسته يې د ذبحې او يا نحر نيت كړى وي.
اماميه وو ويلي دي: په تمتع حج كې نحر يا ذبح بايد په منى كې وشي، ان تردې چې كه تمتع مستحب وي، كه واجب خو كه د عمرې په احرام كې يې قرباني له خپله ځانه سره راوستې وي، بايد په مكه كې يې نحر يا ذبح كړي.[98]
په هر حال د ټولو مذاهبو په نزد په منى كې قرباني روا او غوره ده. ابن رشد ويلي دي: د علم اوو په اجماع سره نحر په منى كې دى، په پاى كې د نورو او اماميه وو ترمنځ اختلاف دا دى چې اماميه وايي منى ټاكل شوې ده، او نور وايي چې د منى او بل هر ځاى ترمنځ حرم اختياري دى.
د قربانۍ غوښه:
حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: د هغې قربانۍ د غوښې ويشل د حرم پر مسكينانو واجب دي چې ذبح يې په حرم كې واجبه وي. احنافو او مالكيانو ويلي دي: د هغې د غوښې ويشل په حرم او له حرم بهر روا دي، شافعيانو ويلي دي: څه چې قرباني يې واجبه وه، د غوښې خوړل يې را نه دي؛ خو كه استحبابي وي؛ خوړل يې روا دي.
مالكيانو ويلي دي: بې له سر خرييلو د فديي او ښكار د كفارې او هغه چې مسكينانو ته يې نذر كړي؛ نورى د ټولو قرباني خوړل روا دي؛ خو د هغه قرباني چې منى ته تر رسېدو دمخه مړه شوې وي، روا نه ده.[99]
اماميه وو ويلي دي: د قربانۍ درېیمه مؤمن فقير ته وركوله كېږي، او بل ثلث يې نورو مؤمنانو ته وركول كېږي، كه څه، ورته اړتيا و نه لري، او پاتې درېیمه په خپله خوړاى شي.[100]
بدل:
سره يوه خوله دي چې كه حاجي نه قرباني ومونده، او نه يې پيسې لرلې، بايد پرځاى يې لس ورځې روژه ونيسي، چې درې ورځې يې د حج په روستيو ورځو كې، او پاتې اووه ورځې چې كله وطن ته راستون شي په خپل كور كې ونيسي، خداى تعالى وايي: “فمن لم يجد فصيام ثلاثه ايام فى الحج و سبعه اذا رجعتم تلك عشر كامله”[101]. “د بقرې سورت 196 آیت”: يعنې “كه هر چا قرباني و نه موندله، درې ورځې د حج په ورځو كې او اووه ورځې دې له بېرته راتلو روسته روژه ونيسي. چې لس ورځې پوره شي”.
د قربانۍ د لاسبرۍ مقصد د هغه ځاى د اعتبار وړ دى، كه يې په هغه ځاى كې قرباني نلرله په روژه نيولو سره بدلېږي، كه څه، په خپل ښار كې ورباندې لاسبرى وى؛ ځكه د قربانۍ واجب والى موقت دى، او هر څومره چې موقته وي، د قدرت اعتبار يې له خپل وخت سره وي؛ لکه د تطهېر پرمهال.
په ذبح كې وكيل نيول:
غوره دا ده چې ذبح په خپله حاجي پر غاړه واخلي، او هم روا ده بل څوك وكيل ونيسي؛ ځكه ذبح له هغو كارو ده، چې د وكيل نيولو قابليت لري، پر همدې دليل وكيل د ذبح كولو پرمهال د موكل له خوا بايد نيت وكړي، او غوره دا ده چې دواړه يوځاى نيت وكړي، اماميانو ويلي دي: مستحبه ده چې حاجي خپل لاس د وكيل يا ذبح كوونكي پر لاس دپاسه وركېږدي، او يا د ذبحې پرمهال حاضر وي، له اماميانو د شيخ عبدالله ممتاني په”مناهج اليقين” كې راغلي دي: كه وكيل د موكل نوم په سهوه هېر كړ، يا پكې غلط شو، څه فرق نكوي؛ ځكه سهم نيت دى، او دا ښه خبره ده، له امام نقل شوې ده چې كه وكيل د صيغې د نكاح تړلو پرمهال د ښځې په نوم كې سهوه وكړه، او بل نوم يې په ژبه واخست او و يې ويل څه پروا نه كوي.
قانع او معتر:
په قران كريم كې د حج د سورت په 36 ايت كې راغلي: “فكلوا منها واطعموا القانع المعتر” يعنې له قربانۍ يې وخورئ او قانع او معتر ته خواړه وركړئ. امام صادق ويلي دي: قانع هغه څوك دى، چې ورته څه وركړل شي، چې پرې خوښ شي، او لانجه و نه كړي، او پر ټنډه يې د غوصې نښې نښانې ښكاره نشي، او معتر هغه چاته وايي چې پر لاره تېرېږي، خپل ځان ښكاره كوي، چې هغه ته څه بايد وركړي.
د اوښ پرځاى:
كه پر هر چا د كفارې يا نذر له لامله د اوښ قرباني واجبه شوې وه او هغه يې پيدا نكړ، بايد پرلپسې اووه پسونه ذبح كړي، او كه پردې هم لاسبرى نشو؛ نو اتلس ورځې دې روژه ونيسي[102].
تقليد او اشعار:
تقليد د قربانۍ د اوښ پر غاړه د څپلكې يا هغې ته ورته شي ځړولو ته وايي ؛ اشعار د قربانۍ د اوښ يا غوايه د بوكام ښى اړخ دومره څېر ول دي، چې وينې ترې را و نه بهېږي، د ټولو مذهبونو فقهاوو اشعار او تقليد مستحب بللي، بې له احنافو، چې ويلي يې دي: د پسه او اوښ تقليد سنت دى، او اشعار په هېڅ وخت كې را نه دي؛ ځكه څاروى ته عذاب او شكنجه وركول دي[103]. موږ ټول د څارويو پر نسبت ډېر خواخوږي يو، او خپل ځان مسلمان ګڼو، اسلام د څارويو ذبح او قرباني روا ګڼلې؛ بلكې د ابوحنيفه په فتوا، اقرار او عمل سره يې هغه په قربانۍ كې واجب ګڼلي؛ نو اشعار په لومړۍ درجه روا دى.
پر نامسلمان صدقه:
ښاغلي خويي د حج په مناسك نومي كتاب كې ويلي دي: كه حاجي صدقه وركړه، يا يې ذبح شوې قرباني چاته وروبښله، روا ده، دغه ذبح شوى چې هر چاته وغواړي، وركولى يې شي، ان تر دى چې كافر او مسلمان ته يې هم وركولاى شي، په عام ډول اماميه وو، تر واجبې صدقې پرته نورې صدقې پر كافر او غير مؤمن مباح كړې دي. په وسیلة النجاه نومي كتاب كې سيد ابوالحسن اصفهاني ويلي دي: مستحبه صدقه هر چاته وركول كېداى شي، نشتمني، كفر او ان اسلام هم په دې پورې لدى تړلى، او وركول يې پر ماړه، غير امامي، او ذمي ته كه څه، پردى وي، روا دي؛ يعنې كه څه، له هغه قومونو او ټبرونو نه وي؛ بلكي سيد ظاضلم د عروه الوثقى په ملحقاتو كې ويلي دي: ان هغه كافر ته چې په جګړه كې وي، هم صدقه وركول روا دي.
سوځېدل او د قربانۍ ښخول:
هره ورځ دا معموله ده چې حاجيان يو چاته پيسې وركوي، چې قرباني يې ومني[104] او هغه سړى قرباني تر ذبح كولو روسته تر خاورو لاندې كوي، او يا يې بوې خوا ته اچوي؛ ځكه په هغه وخت كې د قربانۍ غوښه ډېره ده او مصرف كوونكي نلري، هغه څه چې مې لوستې يو سړى مې و نه موند، چې د هغه پر روا والي او يا نه روا كېدو يې نيوكه كړې وي، د دغه عمل د حكم پر پوهېدو، او پر دليل يې په (1949) كال كې يې مصري حاجيان دې ته اړ ويستل، چې په دغه برخه كې د الازهر پوهنتون استفتا وكړي، او اجازه تر لاسه كړي، چې د قربانۍ بيه اړو كسانو ته وركړي؛ نو جليل عالم شيخ محمود شلتوت “د رساله الاسلام” دلومړي ټوك په څلورمه ګڼه كې چې د قاهرې دارالتقريب هغه نشروله، وليكل او واجبه يې وګڼله چې ذبح دې شي، كه څه، و يې سوځوي او يا يې ښخه كړي، په 1950 كال كې كله چې په بيروت كې دارالعلم للملابين وغوښتل چې د الاسلام مع الحياه كتاب دويم ځل ته خپور كړى، ما په دې سرليك چې “ايا اسلام موږ ته په قربانۍ كولو سره امر كړي، حال دا، فساد ته پرېښوول كېږي” په دوو ګڼو كې مې د څټه اوږدې مقالې ورپسې درج كړې، او دې نتيجې ته مې ورسولې، چې قرباني په هغه ځاى كې واجبه ده، چې خوړونكي ولري، او يا يې ساتل او وچول امكان ولري، او يا داسې چې خوړل يې روا وي؛ خو څه وخت چې لنډ په لنډه له منځه ولاړ شي؛ لکه داچې وسوځي او خاورې شي، روا كوونكي يې دي هر څوك چې پر هغه لازياته څېړنه او ورباندې د پوهېدو دليل غواړي؛ هغوى دې د اسلام مع الحياه دويم چاپ ته مراجعه وكړي.
نو په دې حالت كې د وسائل الشيعه په كتاب كې له هغه حديث خبر شوم، چې د “باب تاكد استحباب الاضحيه” په برخه كې دغه روايت د حضرت صادق علیه السلام له پلرونو او هغوى د خداى (ج) له رسول صلی الله علیه وآله وسلم روايت شوي چې ويلي يې دي: دغه قرباني مو د مسكينانو مړولو ته وګڼله، چې ج له غوښې ج يې وخوري.
دغه حديث كه څه، د مستحبې قربانۍ په برخه كې پر ځانګړى ډول راغلى؛ خو ددې ترڅنګ د واجبې قربانۍ مسله هم روښانوي.
د مكې او منى ترمنځ:
ومو ويل چې د جمرې عقبه ويشتل د ذبحې پر لسمه ورځ په منى كې لومړنى عمل دى چې كېږي، دويم عمل قرباني ده، او درېیم عمل د سر خرييولو يا د وېښتان لنډول دى چې د “سعى او تقصير” تر سرليك لاندې موږ وويل، همداسې “په منى” كې تر سرليك لاندې پر قربانۍ د سرخرييلو يا وېښتانو لنډولو د حكم وړاندې والي ته موږ اشاره كړې او هر څوك چې يې مفصل معلومات غواړي، كولاى شي هغو دوو فصلونو ته مراجعه وكړي.
چې كله حاجې په منى كې د اختر ورځ د ويشتو، قربانۍ او تقصير عملونه وكړل، بيا مكې ته ورځي او د مكې طواف پرځاى كوي، همغلته تر طواف خلاصولو روسته دوه ركعته د طواف لمونځ ادا كوي او بيا د صفا او مروه تر بشپړولو ووځي.
د څلورګونو مذاهبو په نزد حاجي تر دغه طواف روسته بيا منى ته ورځي، او ټول حرام شيان ان خپلو ښځو ته د ورنږدېدو عمل هم ورته روا كېږي، اماميه يو بل طواف د نسا د طواف په نوم او دوه ركعته د هغه طواف لمونځ ادا كوي، چې په نزد يې پر دغه طواف سره له ښځو سره د نږدې والي ستونزه له منځه ځي او ورته روا كېږي، د مخه مو په اړه يې په بشپړه توګه خبرې كړي دي.
په منى كې تر سبا پورې شپه تېرول:
چې كله طواف خلاص شو، د تشريق په شپو كې چې يوولسمه، دولمسه او ديارلسمه شپه منى ته د ورتلو پرمهال واجب دي؛ خو كه پكار كې بېړه وي؛ نو بيا دا شرط نشته، چې له منى په دولسمه ورځ تر لمر لوېدو دمخه صورت ومومي، په دې وخت كې په درېیمه ورځ پر هغه څه نه واجبېږي؛ ځكه خداى تعالى ويلي دي: “فمن تعجل فى يومين فلا اثم عليه”؛ يعنې څوك چې په دې ورځ مسافرۍ ته بيړه وكړي، ورباندې ګناه نشته.
ابوحنيفه ويلي دي: په منى كې د شپې تېرول سنت دي خو واجب نه دي.
څوك چې په منى كې د شپې تېرولو پر واجبوالي قائل دي، سره متفق دي چې دغه تمېدل عبادت دى، نه ركن، او كه څوك دغه واجب پرېږدي، په كفاره كې يې سره مخالفت لري.
ابن حنبل ويلي دي: ورباندې څه نشته.
شافعي ويلي دي: يو مد خواړه كفاره لري.[105]
مالكيه وو ويلي دي: د هغه پر ذمه قرباني ده.[106]
اماميه وو ويلي دي: كه يې له منى پرته په بل ځاىكې شپه تېره كړه، حال دا، په مكه كې تر سهاره پورې پر عبادت لګيا وي، کفاره نه لري؛ خو كه بې عبادته يې شپه تېره كړه، او يا يې بې له مكې پر بل ځاى كې شپه تېره كړه، كه څه، پر عبادت لګيا وي، بايد د هرې شپې په بدل كې يو پسه كفاره وركړي، كه څه، په ناپوهۍ كې وي، او يا يې هېر كړي وي[107].
د منى په شپو كې خاص عملونه نشته؛ خو شپه په ويښه تېرول او عبادت كول مستحب دي.
د تشريق د ورځو ويشتل:
كه حج د تمتع يا قران او يا مفرده په نيت وي، په هره ورځ بې له درې ګونو جمرو ويشتو بل عمل تر سره كول پكې نشته؛ خو د شګو او نورو چارو شمېره همغه ده، چې بيان يې د اختر په ورځ د جمرې عقبه د ويشتو په مراسمو كې تېر شو، اماميه وو ويلي دي: د ويشتو وخت په هرو درېو ورځو كې له لمر ختو تر لمر لوېدو پورې دى. څلورګونو مذهبونو هم دغه وخت ټاكلى دى. كه يې تر زوال دمخه ويشتل وكړل، بايد له سره اعاده شي، اماميه وو زياته كړې او ويلي يې دي: د زوال وخت غوره دى.
ابوحنيفه د جمرو ويشتل يوازې پر ديارلسمه ورځ تر زوال دمخه روا بللي؛ خو معذورو كسانو ته يې ان تر لمر لوېدو روسته روا كړي دي.
د خداى (ج) شكر ادا كوو چې ټول مذهبونه د كاڼو د دغه شمېرې او ويشتو پر څرنګوالى په دې درېو ورځو كې په يوه نظر دي، او موږ لاندې د ويشتو د څرنګوالى په اړه لكه څنګه چې د تذكرې او مغنې په كتابونو كې راغلي دي، يادونه كوو، د خداى پاك د كور زيارت كوونكى هره ورځ په دغه درېو ورځو كې (21) كاڼي په درېو مرحلو كې (هره مرحله 7 كاڼي) له لومړۍ جمرې (څلي) چې له مكې تر ټولو جمرو لرې پرته ده او د “خيف” مسجد ته ورلنډه ده، پيلوي او مستحبه ده، اووه كاڼي د حذف[108] په څېر د جمرې په كيڼه خوا چې د مسيل يا خوړ په منځ كې ده، وولي، او هر كاڼى چې ورولي، تكبير او دعا دې ووايي، بيا دې د دويمې جمرې پر لور، چې وسطى، جمره نومېږي، ورشي، او د لاري د كيڼې خوا دې مخامخ قبلې ته ودرېږي، او د خداى پاك ستاينه او پر پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دې درود ووايي بيا دې لږ پرڅنګ ولاړ شي او دعا دې ووايي، او همغه ډول چې په لومړۍ جمره كې يې كاڼي پر څلي ورغورځولې وې، همغسې دې پر منځنۍ ياوسطى جمره هم كاڼى ور وار كړي، بيا دې ودرېږي، او دعا دې ووايي، بيا دې د دريمي جمرې پر خوا چې عقبه نومېږي، ولاړ شي، او د تېرو دوو جمروو په څېر دې پر عقبه جمره هم كاڼي وروولي، او بيا دې ودرېږي او دعا دې ووايي، او په هغې سره ويشتل يا رمى پاى ته رسي[109]. كه يې په منى كې بيتو ته (شپه) تېره كړه، د هغه كاڼو شمېره چې په منى كې يې پر دغه درېو ورځو كې ولي، 63 كاڼى دي، هره ورځ 21 كاڼى پر هغو 7 كاڼو سربېره، چې د اختر په ورځ يې ويشتلې دي، چې له دغه 7 كاڼو سره ټول 70 كاڼي كېږي، روسته له هغه چې د تذكره مولف هغه څه چې وويل شول، راوړل، وايي،: موږ پكې هېڅ مخالفت نه وينو د مغني مولف وايي: په هغو ټولو كې چې مو وويل، مخالف نه وينو، بې له مالك چې د لاس پورته كولو مخالف دى.
هغه څه چې د مغني مولف ياد كړي كټ مټ يا د تذكرې د مولف يادونو ته ورته څيزونه دي.
ډاګينه شوه چې له دغو درې ګونو جمرو هره يوه يې په منى كې بيل ځاى او محل لري، چې ورنه تېرى روا نه دى، مذهبونو د جمرو ترمنځ د ترتيب واجب والى (بې له ابوحنيفه) په يوه اتفاق ښودلى، چې كه كوم سړي، يو پر بل وړاندې وګاڼه د هغه اعاده چې پرې واجبه ده، بايد بېرته له سره په ترتيب سره وشي، ابوحنيفه ويلي دي: ترتيب واجب نه دى.[110]
د جمرو ويشتل په سواره يا پلي دواړو شكلونو روا دي؛ خو پلي ويشتل غوره دي، څوك چې معذور وي، بل سړى ته د هغه پرځاى رمې يا ويشتل په سواره يا پلي دواړو شكلونو روا دي؛ خو پلي ويشتل غوره دې، بل سړى پرځاى يې رمې يا ويشتل كولاى شي، كه يې تر دويم ځل ويشتو روسته، تكبير يا دعا يا درېدل پرېښوول ورباندې څه نشته، كه په لوی لاس يا په هېره يا ناپوهۍ سره د ويشتو مسله يوه ورځ وځنډېږي، يا ټول ويشتل د تشريق تر پايه پورې شاته ولوېږي، او ټولى په يوه ورځ وويشتل شي، د مالكيه او شافعيه وو په نزد كومه ستونزه نه ده، ابوحنيفه ويلي دي: كه د يوې يا دوو يا درېو كاڼو غورځول سبا ته وځنډېدل، بايد هر كاڼى ته يوه مسكين ته ډوډۍ وركړل شي، او كه تر سبا پورې د څلورو كاڼو غورځول وځنډېدل، يوه قرباني ورباندې واجبه ده، څلورګوني مذهبونه سره يوه خوله دي، چې كه چا د تشريق دورځو تر پايه پورې د جمرو ويشتل و نه کړل، بله رمې يا ويشتل پرې واجب نه دى، څلورګوني مذهبونه يې په كفاره كې سره مخالف دي، مالكيه وو ويلي دي: كه چا يوه يا ټولې جمرې پرېښوولې بايد قرباني وكړي، احنافو ويلي دي: د ټولو جمروو پر پرېښوولو سره قرباني واجبه ده؛ خو كه يوه يا له يوې ډېرې جمرې پرېښوول شي، بايد هرې جمرې ته يوه مسكين ته خواړه وركړل شي، شافعيه وو ويلي دي: هر كاڼي ته بايد يو “مد” خواړه وركړل شي، او د دوو شګو پرځاى “درې” مده خواړه وركړي.[111]
اماميه وو ويلي دي: كه د يوې يا څو جمرو ويشتل هېر شول، په بله ورځ يې چې د تشريق ورځې پاى ته نه وي رسېدلې، بايد اعاده يې كړي، او كه ټولې جمرې ان مكې ته تر رسېدلو پورې هېرې شوې؛ نو د تشريق د ورځو تر پاى ته رسېدو دمخه بايد منى ته ورشي او د جمرو ويشتل ورباندې واجب دي. له دې پرته بل كال بايد يا پخپله او يا د وكيل له لارې جمرې وولي؛ خو کفاره نه لري.[112]
او دا د حكيم او خويي له فتوا سره برابره ده، بې له دې چې ښاغلي حكيم ويلي دي: د قضا واجب والى تر ټولو قوي دى، او ښاغلي خويي ويلي دي: احتياطا د قضا راوړل واجب دي، او دواړه سره يوه خوله دي چې كه يو سړي په لوی لاس ويشتل پرېږدي، حج يې باطل نه دى.
مخكې موږ دې ټكي ته اشاره وكړه، چې د مذهبونو په اتفاق حاجي كولاى شي د تشريق له ورځو دوې ورځې ځانته وخت وركړي، ويشتل تمام كړي او د دولسمې ورځې تر پاى ته رسېدو دمخه له منى ووځي، كه د دولسمې ورځې تر لمر پرېوتو له منى و نه وت، پرې واجبه ده، چې شپه په منى كې تېره كړي، او پر ديارلسمه ورځ جمرى ولى؛ خو اماميانو ويلي دي: دغه وتل او بيړه هغه ته دي، چې له ښكار او ښځو ته د لاس وړو يې ډډه كړې وي، كه داسې نه وي؛ نو ورباندې واجبه ده چې ديارلسمه شپه په منى كې پاتې شي، مستحبه ده چې په منى كې د خيف په جومات او د هغه غره په لمنه كې چې د خيف د غره په نامه يادېږي لمونځ وكړي.
په منى كې د مناسكو تر پاى ته رسېدو روسته مكې ته د تللو پرمهال د اماميه وو او مالكيه وو په نزد د وداع طواف واجب دى.
احنافو او حنبليانو ويلي دي: د وداع طواف پر غير مكي او هغوى چې په مكه كې له منى تر راتلو روسته د پاتېدو تمه نلري، واجب دى.
كه كومه ښځه د وداع له طوافه دمخه حائضه شوه (لمونځ يې خراب شو) كولاى شي بې له طواف وداع له مكې ووځي، او د قائلينو په نزد پر غير حائضه د طواف د واجب والي له لامله كفاره نشته؛ خو مستحبه ده چې ښځه له همغه دروازې ووځي چې ورته نږدې ده او جومات ته دې نه ننوځي.
دلته حج پاى ته ورسېد، او په راتلونكي فصل كې د حج انځور د مذهبونو له ګډې راييې سره جوخت راوړو.
د حج بڼه
د لوستونكي رڼا اچونې او اسانتيا ته پر حج پورې تړلي ټول عملونه د شريعت د اصولو له مخې په ترتيب سره يادوو:
څوك چې له مكې لرې دي، چې كله له ميقاته (له محاذه تېر شي) بايد احرام وتړي او لبيك دې پيل كړي[113]؛ دلته د مفرده عمرې، يا تمتع يا مفرده، يا قران ترمنځ څه فرق نشته؛ خو مكيان له خپل هستوګنځي احرام تړي، او چې كله يې د خدای (ج) پر كور سترګې ولګېدلې، د تكبير او تهليل ويل پرې مستحب دي، او همداسې كه مكې ته ورداخل شو، غسل پرې مستحب دي، او بيا دې روسته مسجدالحرام ته ورننوځي، او پر حجرالاسود دې لاس راكاږي او كه وسه يې وشوه ښكل دې يې كړي، كه نه په لاس دې ورته اشاره وكړي، او د ورو د يا قدوم طواف دې كه هغه مفرد و يا قران په مستحبه توګه ادا كړي، او بيا دې دوه ركعته تر طواف روسته د طواف لمونځ وكړي، او كه پر وس يې پوره شوه؛ نو پر حجر الاسود دې لاس راكاږي او له مسجد الحرام دې دباندې راووځي، او په مكه كې دې پخپل احرام كې پاتې شي، څرنګه چې د ذيحجې اتمه ورځ شوه د تمايل په صورت كې دې د عرفات پر خوا يوه ورځ دمخه ولاړ شي، كه يې د مفرده عمرې يا تمتع حج نيت كړى و؛ نو واجب طواف دې وكړي، او د طواف دوه ركعته لمونځ دې وكړي، بيا دې د صفا او مروه ترمنځ سعې وكړي، او روسته له هغه دې سر وخرييي يا يې دې كم كړي[114]؛ دلته له احرامه وځي، او ټول حلال څيزونه (چې په احرام كې ورباندې حرام شوي وو)ورته روا كېږي، ان له ښځو سره نږدې والى هم.
هغه څوك چې د تمتع حج كوي، بايد داسې له مكې په احرام كې ووځي، چې وكولاى شي د ذيحجې پر نهمه عرفات ته درېدو ته د زوال وخت وپېژني او غوره ده چې د ذيحجي پر اتمه تر ناودان لاندې احرام وتړي د احنافو، شافعيانو او مالكيانو له نظره، حاجي هغه وخت له منى د عرفات پر لور مخه كوي، چې په تمتع، يا قران يا مفرده حج كې د عرفات درېدل د نهمې ورځې له زوال بيلوى د لسمې ورځې تر سپېده چاوده پورې د حنبليانو په نزد د نهمې له سپېده چاوده د لسمې تر سپېده چاوده پورې[115]. حاجي په عرفات كې پر دعا ډېر اسرار كوي؛ ځكه مستحبه ده روسته له هغې مزدلفې ته ځي، او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په مزدلفه شريفه كې يوځاى ادا كوي، د احنافو، شافعيانو او حنبليانو په نزد په مزدلفه كې د دې شپې تېرول واجب دي، د اماميه وو او مالكيانو په نزد واجب نه ده؛ بلكې غوره ده.
د اماميه وو او احنافو په نزد په مشعر الحرام كې پاتېدل تر سپېده چاود روسته واجب او د نورو په نزد مستحب دي، حاجي په مزدلفه كې 70 كاڼي چې مستحبې دي ټولوي چې په منى كې د شيطان څلي ورباندې وولي، بيا د كاڼو تر ټولولو روسته د اختر په ورځ تر لمرختو دمخه منى ته روانېږي، او هلته د جمرې عقبه ويشتل كوي، كه هغه د تمتع حج وي يا د قران يا مفرد، او د ويشتو وخت له لمر ختو تر لمر لوېدو پورې دى، د ويشتو پرمهال تكبير او تسبح ويل مستحب دي، په يوه خوله كه په تمتع حج كې غير مكي و، ذبح كوي او په يوه خوله پر مفرده حج ذبح واجبه نه ده؛ خو مستحبه ده مګر په قران كې د څلورګونو مذاهبو په نزد ذبح واجبه ده، او د اماميه وو په نزد واجبه نه ده، څو په احرام كې له ځانه سره قرباني و نه لري، د اماميه وو په نزد مكيانو ته په تمتع حج كې ذبح واجبه ده، او د نورو مذهبونو په نزد واجبه نه ده، بيا سرخرييي يا وېښتان لنډوي، كه هغه د تمتع حج وي يا قران يا مفرده، او د حنبليانو، شافعيانو او احنافو په نزد ټول هغه شيان چې د احرام په وخت كې پرې حرام وو، د سر خرييلو او تقصير په وجه بې له ښځو سره ورته روا دي؛ خو اماميه او مالكيه د ښځو ترڅنګ عطر هم حرام ګڼي.
بيا په همغه ورځ مكې ته بېرته ورګرځي (؛ يعنې د اختر ورځ) او د كعبې شريفې طواف كوي بيا د طواف دوه ركعته لمونځ ادا كوي، كه هغه د تمتع حج وي يا مفرده يا قران، د څلورګونو مذاهبو په نزد هر څه حتى له ښځو سره د يوځاى كېدو اجازه هم روا كېږي.
كه حج تمتع وي په اتفاق سره د صفا او مروه ترمنځ سعى كوي، او كه مفرده يا قران و، د اماميه وو په نزد د كعبې تر طواف روسته سعى واجبه ده، او غير اماميه وايي چې كه ترورو دې طواف روسته سعى وى، هغه واجبې نه ګڼى او كه داسې نه وي؛ نو واجبې دي، د اماميه وو په نزد تر سعى روسته يو بل طواف واجب دى، كه تمتع وي يا قران يا مفرده، او دا همغه د نسا طواف دې، چې بې له دغه طواف هلته ورته ښځې نه حلالېږي.
حاجي روسته په لسمه ورځ بېرته منى ته ورګرځي، او د يوولسم شپه هماغلته ويده كېږي، او په اتفاق سره پر يوولسمه ورځ له زواله تر لمر لوېدو پورې درې واړه جمرې ولي، او اماميه تر لمر ختو روسته او تر زوال دمخه د جمرو ويشتل روا ګڼي.
بيا پر دولسمه ورځ، همغسې چې يوه ورځ يې دمخه وكړي، همغه بيا كوي او كولاى شي تر لمر لوېدو دمخه منى پرېږدي، كه لمر ولوېد، او حاجي په منى كې و، ورباندې واجبه ده چې ديارلسمه شپه په منى كې پاتې شي او پر دريالسمه ورځ درې واړه جمرې وولي، تر ويشتو روسته، تر زوال دمخه يا تر زوال روسته چې په هر يوه كې يې وغوښتل، مكې ته بېرته راستنېږي، څرنګه چې مكې ته داخل شو، د اماميه او مالكيه وو له نظره د وداع طواف ورباندې مستحب دى، او د نورو مذاهبو له نظره له مكيانو پرته پر نورو ټولو واجب دى.
او دلته د حج اعمالو ته د پاى ټكى ږدو. و صلى الله على محمد و اله الطاهرين.
د لوى اختر يا ذيحجې مياشت
په ډېرو كلونو كې داسې پېښېږي، چې بې له اماميه وو د ذيحجې د مياشتې په لومړۍ شپه د ثبوت حكم وركوي، او د مكې او مدينې حكومت پر عملي كېدو كې يې ځان ذمه وار ګڼي، بې له دې چې د اماميه وو مجتهد ته ډاګينه شوې وي، د همدې اصل له مخې په عرفات كې د اماميه وو حاجي د تمېدو او ډېرو نورو داسې عملونو په اړه چې بايد پام ورته وشي څه وكړي؟ هغه عملونه چې د عرفات د درېدو پرمهال يې ټول خلك په ټاكلي وخت كې كوي، كه مرسته ورسره ونشي، كولاى شي نوموړى حاجي پر خپل مذهب عمل وكړي، ايا حج يې باطل دى؟ ښاغلي حكيم د “مناهج الحج” كتاب په 91 مخ كې چې په 1381 ه. ش كال چاپ شوى ويلي دي: كه كوم سني حاكم د مياشتې پر ثبوت حكم وكړي او درېدل يې په عرفات كې د ذيحجې پر اتمه ورځ وي او په مشعر كې پر نهمه ورځ؛ خو د اماميه عقيدې حاجي له سنيانو سره د وېرې او ضرر له كبله له هغوى سره سم د دوى پر ګروهه او عمل ځان برابر ښكاره كړي او ځينې سني عملونه وكړي، دغه درېدل يې سم او پرځاى دي، غاړه يې خلاصېږي؛ خو كه د بل چا وكيل وي چې د حج كول پر غاړه يې دي يا د ذمه وار وكالت يې كړي وي، يا خپل ځان ته مستحب حج ادا كوي، يا بل چاته مستحب حج كوي، كه پر روا والي يې پوهېږي يا نه خو چې له حكم سره ټكر ولري د اماميه حاجي او نورو ترمنځ څه توپير نشته.
د 1381 ه. ل كال چاپ د “مناسك” نومي كتاب په 80 مخ كې ښاغلي خويي وايي: كه مياشت د سني قاضي پر وړاندې ثابته شي او ورباندې حكم وكړي، حال دا، د شيعه پر وړاندې لا نه وي ثابته شوې؛ خو كه له واقع سره جوخت هغه حكم د شيعه او سني ترمنځ برابر و؛ نو بيا د دوى دواړو متابعت واجب دى؛او پرعرفات بايد دواړه يوځاى ودرېږي او دا حج روا دى، د شكه وتلې څرګندونې له مخې كه څوك د ضرر له وېرې د بل پر ګروهه اوعمل ځان ښكاره كړي او پردې ګومان چې ګواكې ورسره يې په مخالفت كې له احتياطه كار اخستى دى، يو حرام (ناروا) كار يې کړی دی او حج يې باطل دى.
شك نشته چې خداى خپلو بندګانو ته اسانتيا غواړي، او ستونځې نه ورته غواړي، او د دويم حج كول سختي ده، ان تردې چې څوك تر يوه د ډېرو حجونو كولو وس لري، كه بل كال هم د تېر كال په څېر سره مخالف وي، دغه حاجي بېچاره څه وكړي ايا دويم ځل حج ورباندې واجب دى، څو له مذهب سره يې برابر شي دوه ځلې، درې ځلې، څلور ځلې حجونه وكړي، امير المؤمنين حضرت علي کرم الله وجهه وايي: خداى پاك ستونزه اسانه كړی او كړاو يې ندى سخت كړى او پر لږ عمل يې ډېر اجر وركړي دى؛ نور نو تر هغه ځايه پورې چې وپوهېږو د اهل بيتو امامانو په زمانه كې همدغه راز پېښې شوې او معلومه نده چې شيعه ګانو ته دې د حج د اعادې امر شوى وي؛ ځكه ښاغلي حكيم د الناسك پر دليل سره ويلي دي: د اثر موندلو په صورت كې د غير امامي قاضي حكم روا دى، او دا د ائمه وو د ژوند او د پيروۍ په دريځ كې يې د سوچه سيرت غوښتنه ده، بې له دې چې پر څه د تېري په حال كې وي؟ د ښاغلي شارودي د مناسكو په كتاب كې راغلي چې روا ده د دغې مسئلې په اړه ځانګړي يوه داسې مجتهد ته ورشي، چې پر روا والي قايل وي، دا راسره ومنۍ چې له مجتهده د داسې خبرو اورېدل زما عقل نه مني، سره له دې چې له يوه زياتو مجتهدينو مې چې عوام يې پيروي كوي، لوستي او اورېدلي دي؛ ځكه كه مجتهد مطلق وي بايد د كولو يا نه كولو فتوى يې وركړي، او كه مجتهد مطلق نه وي، حق نه لري، د تېرو پر پله د پل ايښودو دعوا وكړي.
او كه كوم يو ويونكى ووايي: د مطلق مجتهد شرط دا نه دى، چې تم دې نشي، او په څه شي كې دې پام و نه كړي؛ بلكې بايد د پام د درېدو وړ كسان وي؛ ځكه پام كول د خلاصون لاره ده.
په ځواب كې وايو دا ښكاره غولونه ده؛ ځكه چې د پام واجبېدل په هغه مسله كې دى، چې فتوى ورباندې صادره شوې ده؛ لکه څنګه چې د تقليد په مراجعو كې يې په ډول ډول چارو كې كړې ده.
د رسول اكرم صلی الله علیه وآله وسلم زيارت:
د رسول اكرم صلی الله علیه وآله وسلم زيارت ټينګ مستحب دى او پر باوري روايت سره ثابته شوې ده چې ويلي يې دي: څوك چې زما تر وفات روسته زما د قبر زيارت وكړي، د هغه سړي په څېر دي چې پر ژوند يې له ما سره هجرت كړي وي، او همدا رنګه ويلي يې دي: زما په جومات كې لمونځ داسې دى لكه په نورو جوماتونو كې چې يو زر لمونځونه وكړي، پرته له مسجدالحرام چې هلته يو لمونځ زما د جومات له يو زرو لمونځونو سره برابر دى، د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په جومات كې د لمانځه پر استحباب ډېر ټينګار شوی دى، چې دا لمونځ د انحضرت صلی الله علیه وآله وسلم د منبر او قبر ترمنځ ځاى كې چې هغلته د جنت د باغونو د ګلونو ځاى دى ادا كړل شي، چې دغه ټكى په حديث شريف كې هم په ډاګه شوی دى، د مدينې ټولو جوماتونو ته ورتلل مستحب دي لكه د قبا جومات، مشربه ام ابراهيم، د احنافو جومات او نور، همدغه ډول د ټولو شهيدانو د قبرونو زيارت، په خاص ډول د سيد شهدا حضرت حمزه (رض) قبر ته په احد كې ورتګ مستحب دى، او په بقيع كې دايمه وو زيارت يعنې حضرت امام حسين او امام حسين (رض) امام زين العابدين، امام محمد باقر او امام صادق عليهم السلام هم مستحب دى؛ خو د حسن او حسين د مور زيارت داسې دى لكه د پلار زيارت يې چې كړي وي؛ ځكه هغه د خداى (ج) د پېغمبر د وجود يوه ټوټه وه او د قبر د ځاى په هكله يې ډول ډول خبرې دي، چې حقيقت ته ورنږدې يې په خپل كور كې د خپل پلار له څنګه ښخه شوې ده، چې كله بني اميه وو جومات لوى كړ، قبر يې د جومات يوه برخه شوه، او دغه قول د ابن بابويه دى همغسې چې ومو ويل دغه قول صواب ته ورنږدې دى؛ ځكه له هغه روايته چې وايي قبر يې په جومات كې د منبر او قبر ترمنځ دى لرې ندى والله وحده العالم.
د حرمينو د جوړېدو تاريخ:
كعبه تر ټولو لومړنۍ له بركت او هدايته ډكه كوټه ده چې خداى تعالى د خپلو بندګانو ګټې ته پر خپل ځاى وټاكله او په منځنۍ اسيا كې د سپېڅلي عبادت تر ټولو پخوانى ځاى دى او بنسټ يې د نبيانو نيكه حضرت ابراهيم او زوى يې حضرت اسماعيل كېښود: لكه څنګه چې د بقرى سورت په 127 آیت كې راغلي دي: “و اذ يرفع ابراهيم القواعد من البيت و اسماعيل ربنا تقبل منا انك انت السميع العليم”؛ يعنې هغه وخت چې ابراهيم علیه السلام او اسماعيل علیه السلام دواړو د كعبې تاداوونه پورته كول و يې ويل زموږ خدايه ! ته زموږ دغه كار پخپل دربار كې ومنه بېشكه چې ته اورېدونكى او پوه يې، اسماعيل علیه السلام ډبرې راوړلې او ابراهيم علیه السلام هغه پر خپلو ځايونو ايښوولې، څو تاداو د سړي د قد په كچه رالوړ شو، همغه وخت يې حجرالاسود پر خپل ځاى كې كېښووله، يو شمېر روايتونه خبر راكوي: چې كله پخوانۍ كوټه (كعبه) ابراهيم علیه السلام جوړه كړه جګوالې يې د همغې وخت د اوږدوالي له واحده سره برابر (9) ذراعه (زراع د انسان له څنګلې نه تر ګوتو پورې كچې) ته وايي او مساحت يې شل په دېرش ذراعه و او دوه ورونه يې لرل او پر سرباندې يې بام نه درلود؛ خو ويلي يې دي: حجرالاسود له اسمانه حضرت جبرييل علیه السلام راوړ او هم ويل شوې دي چې كله ادم علیه السلام له جنته دځمكې پر لور رانازل شو، حجر الاسود ټوله بشپړه سپينه وه، او له ځانه سره يې راوړه؛ خو د خلكو د ګناهونو له لامله رنګ يې تك تور واوښت، ځينې نور شيان هم ويل شوې دي، موږ ته څه زيان نه رسوي، چې پر دغو خبرو او دې ته ورته ايمان رانه وړو، موږ د رښتيا او درواغو د سرچينې پر پېژندو او د لاملونو پر بحث يې اړ نه يو؛ خو موږ ته يوازې دا بس ده چې هغه سپېڅلي وبولو؛ ځكه پېغمبر اكرم صلی الله علیه وآله وسلم هغه ته د تقديس په سترګه كتل او احترام يې ورته لاره، او چې كله د سر په اړه يې وپوښتل شو، وايو خداى او رسول يې تر هر چا ښه پوه دي، ځينې له روايتونو دا دليل لري، چې د خداى خونه (كعبه) د همغه ابراهيم پر لاس جوړه شوې كعبه وه او د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د پینځم؛ نيكه يعنې تر قصى بن كلاب پورې همغه كعبه وه؛ خو چې كله د قصى بن كلاب زمانه راورسېده د كعبې خونه يې له سره نوې كړه، او هغه خونه د خداى پاك د رسول صلی الله علیه وآله وسلم تر 35 كلنۍ پورې پرځاى وه، څو يو لوى سيلاب راغی او دېوالونه يې ونړول او له ځانه سره يې يووړل. بيا له سره قريشو د خونې رغونه يې وكړه، او څنګه چې د سړي له قد سره برابره شوه او د حجرالاسود د ايښوولو وخت راورسېد، د قريشو قبيلې سره مخالفې شوې چې هرې يوې غوښتل د دغې مباركې ډبرې د ايښوولو وياړ وګڼي او كه د محمد صلی الله علیه وآله وسلم پر پرېكړه سلا شوي نه واى نږدې و چې كار جګړې ته رسېدلى واى؛ نو انحضرت صلی الله علیه وآله وسلم خپل څادر وغوړاوه او پر خپلو مباركو لاسونو يې حجرالاسود پكې كېښووله او و يې ويل: د هرې قبيلې يو يو مشر دې د څادر يوه يوه پيڅكه ونيسي او هغوى ټولو د اېښودو تر ځايه يووړه بيا پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم هغه په خپل لاس واخسته او پر خپل ځاى كې يې كېښووله ” صلى الله عليك يا رسول الرحمه”
هو پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم هغه پر خپلو مباركو لاسونو پورته كړه او پرځاى يې كيښووله او خداى پاك او خلك يې ټول خوشحاله كړل، او دا يو غوڅ دليل دى چې ته (اې محمده صلی الله علیه وآله وسلم) پر ټولو مخلوقاتو بر يې او تر رسالت وړاندې او روسته رحمه اللعلمين يې ښكاره اشاره ده چې ته د الهې رسالت وړتيا لرې رښتيا چې ستا رسالت چا درواغ بللي، د كينې او انكار په وجه يې له حق او انسانيته سترګې پټې كړي دي، كعبه كټ مټ پر همغه پخواني حال پرځاى وه، څو يزيد بن معاويه ته د خلافت موقع په لاس ورغله او ابن زبير د حجاز د ملك پر سر ورسره جګړه وكړه، يزيد د مكې د غرونو پر سر منجنيكونه ودرول او يو زر ډبرې يې پر مكې وروغورځولې او هغې ته يې اور واچولو او كعبه تر ړنګېدو پورې ورسېده، بيا ابن زبير هغه بېرته لكه څنګه چې وه بې له څه كمى او زياتې همغسې كټه مټه روغه كړه، او خوا او شا يې د ساج لرګې وكارول چې چنار ته ورته وو، څرنګه چې عبدالملك بن مروان ته خلافت ورسېد حجاج ابن زبير يې محاصره كړ، او بيا يې چې د كعبې يوه برخه ونړوله هغه يې وواژه، حجاج هغه څه چې خراب يا سوړې شوې وو، له سره يې پر جوړولو پيل وكړ او د كعبې شريفې دېوالونو ته يې تغيير وركړ او له هغو دوو ورونو يې يو بند كړ (غربي ور) او كعبه تر (1040) هجري كال پورې همغسې لكه څنګه چې حجاج جوړه كړې وه، پرځاى پاتې شوه، څويو ډېر زور ور باران وورېد او دېوالونه يې ړنګ كړل، مسلمانانو تر خپل پېوستون او يووالى روسته د شاوخوا اسلامي هېوادونو د خداى رضا حاصلولو ته چندې واچولې مالونه يې سره راټول كړل او هغه مباركه كوټه يې داسې ورباندې جوړه كړه لكه څنګه چې نن يې وينو، اوس له هغه وخته چې 1383 كا ل و. 343 كاله تېر شوې دي.
د رسول صلی الله علیه وآله وسلم جومات:
څه وخت چې د خداى رسول صلی الله علیه وآله وسلم له مكې هجرت وكړ، مدينې هېڅ هم نلرل؛ نوځكه دغه جومات لومړنۍ ابادي وه، چې جوړ يې كړ، روسته ترڅنګ يې انحضرت صلی الله علیه وآله وسلم ته كور جوړ شو، په لومړۍ وخت كې 35 × 30 مترو كې و چې روسته بيا انحضرت 50 × 75 مترو كې پراخه كړ د جوړېدو په لومړيو وختو كې په جومات كې منبر نه و، حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په د خطابو پر موقعه د جومات پر يوې ستنې چې د خرما له لرګې جوړه شوېوه تكيه كوله ترهغو چې اصحابو له يوه لرګي چې دوې پټې يې لرلې يو منبر جوړ كړ، چې كله عمر بن خطاب د امورو متولي شو پينځه متره يې د سويل له خوا او پينځه متره يې د لوېديځ له لورې او پينځلس متره يې د شمال له طرفه جومات ته پراختيا وركړه، او د ختيځ له لورې يې ځكه جومات ته لاس ورنه وړ چې هلته د خداى د رسول د سپېڅليو مېرمنو كورونه وو .
څرنګه چې عثمان بن عفان ته د امورو واګې وروسپارل شوې، جومات يې خراب كړ او همغومره يې پراخه كړ؛ لكه څومره چې عمر بن خطاب وركړي و او همداراز يې د رسول الله د سپېڅليو مېرمنو كورو ته لاس نه كړ، او د عثمان دغه ابادى همغسې پر خپل حال پاتې وه، چې وليد بن عبدالملك هغه ړنګه كړه او له هرې خوا يې ورباندې ورزياته كړه او د خداى درسول د مېرمنو كورونه همدارنګه د عايشې كور چې له جومات سره يې تړلى جوړ كړى و، پر همدې ډول د خداى د رسول صلی الله علیه وآله وسلم قبر شريف چې د عايشې په كور كې و په جومات كې راغلل، د وليد دغه جوړونه د هجري كال تر 266 پورې وه او مهدي عباسي خوا و شا يې پراخه كړه، چې په همغه شكل تر 654 هجري كال پورې پرځاى پاتې شو، څو په جومات كې اور ولګېد او منبر اود نبوي جومات ورونه او نور شيان يې وسوځول او د جومات بام راپرېوت، تر شپږو كالو روسته ظاهر بيرس[116] واكمن شو اود جومات، د جوړولو امر يې وكړ، او تر اور سوځېدو روسته يې لكه څنګه چې دمخه و همغسې جوړ كړ، چې تر سوځېدو دمخه هم داسې نه و جوړ شوى، په لسمه پېړۍ كې عثماني سلطان سليم هغه د تعمير په ډول جوړ كړ او د نبوي منبر په لوېديځه خوا كې یې داسې ټينګ محراب جوړ كړ، چې تر ننه پورې شته، په ديارلسمه پېړۍ كې سلطان محمود عثماني پر هغه ځاى شنه ګنبده جوړه كړه او د ديارلمسې پېړۍ په اخر كې د جومات تعمير ته اړتيا وليده شوه.
عثماني سلطان د جوړولو امر يې وكړ او مهندسينو درجه په درجه د جومات يوه يوه برخه نړوله او هغه به يې جوړوله تر پايه يې همداسې كار وكړ…. پر 1277 هجري كال كې تر څو د جومات تعمير بشپړ شو.
و صلى الله على محمد و اهله الطاهرين و اصحابه اجمعين و عرف بيننا و بينهم و ارزقنا شفاعتهم يوم نلقاك يا مبدل السيات يا ضعافها من الحسنات انك ذوالفضل العظيم.
[1] اماميه وو، مالكيه وو او شافعيه وو، حج ته د عوض نيولو اجازه وركړې ده، او احنافو او حنبليانو هغه منع كړى او ويلي يې دي: هغه څه چې له ماله يې عوض ته وركوي، خرڅ او خوراك ته لاره شته.
[2] المغنى والتذكره.
[3] المغني والتذكره “و يفق هذا من فتوى السيدالخوئى فى منسكه”
[4] الفقه على المذاهب الاربعه.
[5] التذكره والفقه على المذاهب الاربعه.
[6] الفقه السنه، 5ج، والفقه على المذاهب الاربعه والجواهراو هم په مغني كتاب كې راغلي، چې امام احمد بن حنبل په ډاګه كړى پردې چې د مكې پر اوسېدونكيو عمره نشته؛ ځكه د عمرې تر ټولو غوره عملونه طواف دى، او هغوى يې پرځاى كوى؛ نو همغه ورته كفايت كوي.
[7] د الدين والحج على المذاهپ الاربعه په كتاب كې چې مولف د هغه “كرار” دى، راغلي، هغه توپير چې عمره يې له حج سره لري دا دى، چې مكې خلكو ته د عمرې احرم، د “محل” كېدو له له ځايه دى، نه د حج له ميقاتو؛ خو د اماميه وو له نظره د احرام په اړه د عمرې او حج پر ميقاتونو كې توپير نشته.
[8] خو حضرت عمر بن خطاب د تمتع حج منع او قران او افراد يې وراج كړل او و يې ويل: دوې متعې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په زمانه كې وې او زه هغه حراموم كه هر چا د حج او ښځو متعې وغوښتې زه به هغه ته سزا وركړم د اهل سنتو يو شمېر علماوو هغه معذور كړې ده، چې نه يې غوښتل د حج پر مياشتو سربېره له بيت الله الحرامه زيارت كوونكي منع او د خدا ى كور خوشې تش وي.
[9] الفقه على المذاهب الاربعه و المغني و ميزان الشعرانى و فقه السنه 5ج.
[10] آیت الله حكيم (48) ميله ټاكلې خو آیت الله خو يي ويلي: (16) فرسخه او ځينو له هغوى څخه ويلي: (16) ميله.
[11] (بقره/196)
[12] التذكره و فقه السنه.
[13] التذكره، و الفقه على المذاهب الاربعه.
[14] التذكره و فقه السنه.
[15] الفقه على المذاهب الاربعه.
[16] الفقه على المذاهب الاربعه.
[17] الفقه على المذاهب الاربعه.
[18] الجواهر.
[19] فتح القدير.
[20] الجواهر و فقه السنه.
[21] عروة الوثقى.
[22] د عبادتونو او اعمالو هر يوه څخه مراد دحج ډولونه دي . (پښتو ژباړن )
[23] الجواهر والمغني.
[24] احنافو د ذبحې وړل د لبيك ويلو پرځاى ښوولي، ابن العابدين او فتح القدير.
[25] اسكار يا د اوښ د بوكام چپه خواځيرې كول، او تقليد يا د غاړې پټاره، او يوه زړه پڼه دقربانۍ پېژندو ته پر غاړه ورځړول.
[26] التذكره.
[27] التذكره و فقه السنه.
[28] هغه چې له څرمنې ګنډل كېږي او پر پښو كېږي. (فارسي ژباړن)
[29] داسې څپلكې چې د پښې څټ نه پټوي، څنګونه يې لوڅ وي. (فارسي ژباړن)
[30] التذكره والبدايه والنهايه لابن رشد.
[31] الفقه على المذ اهب الاربعه و فقه السنه و الجواهر.
[32] له لومړي تحليل مراد د جمرو تر ويشتو روسته دى، چې ورته ګنډلي كالي او داسې نور روا كېږي؛ خوښځه او عطر وهل ورته نه روا كېږي، په دويم تحليل كې تر روستي طواف روسته هر شى هغه ته حلالېږي.
[33] الحلائق و فقه السنه.
[34] التذكره.
[35] الجواهر.
[36] يوه پسته شوې تېږه ده، چې په سترګو يې موږي او كيميا پوهان ورته انتيموني وايي (فارسي ژباړونكى)
[37] اماميه وو ويلي دي: كه مو په يوه غوته ډه كې د دواړو لاسونو او پښو نوكان واخستل، يو پسه درباندې دى؛ خو كه په څو مجلسو كې وي، دوه پسونه، او د هر نوك په پرې كولو سره يو مد خواړه (مد تقريبا داته سوه ګرامو سره) برابر دى.
[38] فقه السنه و لمعه د اماميه وو له پاره.
[39] فقه السنه.
[40] لمعه.
[41] د “تذكره” كتاب مولف نقل كړې ده: ابوحنيفه د تېرېدو پرمهال تر سيورى لاندې تګ ناروا بولي، او د “رحمه الامه” د كتاب مولف له هغو نقل كړي دي: روا دي.
[42] التذكره، و الفقه على المذاهب الاربعه.
[43] (مايده/96)
[44] زغن يو ډول الوتونكى كارغه ته ورته پېژندل شوى، تېز او وينې خوړونكى دى، چې دوه ښاخه لكۍ لري، او هغه ته عليواج هم وايي. (فارسي ژباړن)
[45] التذكره و فقه السنه.
[46] مايده/95
[47] الجواهر وفقه السنه.
[48] المغني په كتاب كې راغلې چې دمدينې پوهان “ثور او “عير” نه پېژني، لرې نده، چې د زمانې په تېرېدو به نومونه بدل شي.
[49] المغني والفقه على المذاهب الاربعه و فقه السنه.
[50] د حدائق مولف ويلي دي: كه په لوی لاس پرېښوول شي، حج نه كېږي، او كه په سهوه پرېښوول شي قضا يې واجبه ده.
[51] تكبير؛ يعنې ((الله اكبر)) ويل.
[52] تهليل؛ يعنې ((لا اله الا الله)) ويل.
[53] كورګياه بادام ته ورته يوه ونه ده، ژيړ ګلان لري، د هغه مېوه باقليو ته ورته په اوږده پوښ كې ځاى لري، مزه يې خوږه، بوى يې لږ څه له طبعې سره برابر، له اوبو يې رب جوړوي، بل ډول يو لوړ بوټى دى او اعزي لري، تيت ښاخونه لري، او ژيړ ګلونه، چې هغه ته خرنوب د (خ او نون پر ضم سره) اذخر وايي. (فارسي ژباړن)
[54] الجواهر الحدائق.
[55] الجواهر الحدائق.
[56].”رمل” پر لاره تلل، له هغه سړي تېز دى، چې قدمونه يو پر بل پسې نږدې اخلي، بې له الوتو يا په چټكۍ سره تللو، پر اماميه پورې اړوند لمعه نومي كتاب كې راغلي دي “رمل” په درېو شوطونو كې مستحب دى، لومړى په قدوم يا ورو د طواف كې، چې ټول همغه ډول دي، چې خلك يې كوي.
[57] . الجواهر و فقه السنه.
[58] حجر اسماعيل د هغه كور و او پكې يې د مور (هاجرې قبر دى) او په جواهر كې راغلي، چې د اسماعيل د حجر په اړه له امام پوښتنه وشوه و يې ويل: هغه ځاى دي، چې تاسې هغه ته حطيم شريف وايئ او همغلته د اسماعيل علیه السلام پسونه وو، او مور يې هاجره په همغه ځاى كې خاورو ته سپارل شوې ده، او د كعبې يوې خوا ته ده.
[59] التذكره و الجواهر و الحدئق.
[60] فقه السنه.
[61] دغه مسئله د ښاغلي حكيم او ښاغلي خويي له فتوا سره موافقه ده.
[62] ښاغلي حكيم ويلي دي: د سعى خوا ته بيړه تر طواف او د طواف لمانځه څخه واجبه نه ده؛ خو بلې ورځې ته ځنډول يې هم د اختيار په صورت كې را نه دي او ښاغلي خويي ويلي دي: پرهغو ده چې بې له ضرورته تر طواف او دوه ركعته لمانځه روسته سعې ډېره و نه ځنډوي، او په واك كې د سعې سپا ته پرېښوول را نه دي، مولف وايي: هغه څه چې هغه دوو لويو ساداتو ويلي دي: حق او له صحيح اخبار سره سم دي، او د آیت الله حكيم په مناسكو كې راغلي دي، چې موالات (پرلپسې) د سعى په شرطونو كې معتبر ندي، او روا ده، ترمنځ يې فاصله وي او قطع يې كړي، بيا يې روسته پيل كړي، پر هغه سربېره چې دمخه يې كړې، كه څه، تر يوه شوط روسته وي.
[63] هروله: د منډو او عادي تګ ترمنځ تلل (فارسي ژباړن)
[64] التذكره و فقه السنه.
[65] آیت الله حكيم په مناسك كې ويلي: موالات د سعى په شوطونو كې شرط نه دي، او روا دي چې ترمنځ يې فاصله واچوي او پرې يې كړي، روسته بيا شوطونه پوره كړي، كه څه، تر يوه شوط روسته وي.
[66] الجواهر.
[67] كفاية الاخبار.
[68] ميزان الشعراني.
[69] دا د ښاغلي حكيم له فتواى سره موافقه ده؛ خو ښاغلي حكيم د هېرې او نه پوهېدو ترمنځ د مسئلې توپير ايښى دى، هغه هېريدونكى معذور ګڼلى، او بې عقل يې معذور ندى ګڼلى او هغه یې لكه متعمد داسې بللې رښتيا همداسې هم ده، چې جاهل قصد كړى؛ خو هېريدونكي قصد نه دی کړی.
[70] المغني.
[71] الحدائق و فقه السنه.
[72] فقه السنه.
[73] شيخ عبدالمتعال صعيدي ويلي دي: د همداسې عمرې په كولو كې واجبه ده؛ خو د حج په عملونو كې د طواف او سرخرييلو ترمنځ دا ډول ترتيب نشته، او د سعې او عرفې ترمنځ هم دا ترتيب نشته، الفقه المصور على مذهب شافعي.
[74] المغني.
[75] التذكره.
[76] فقه السنه و التذكره.
[77] الفقه على المذاهب الاربعه و منارالسبيل.
[78] البدايه لابن رشد.
[79] اماميه د جمعې پر روا والي د دوو لمونځونو په هر ځاې كې استدلال کړی دی، څرنګه چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وويل: زما په څېر لمونځ وكړئ او دواړه يوځل او يا په خاص ځاى كې، او په هر حال كې روا والى ګټور دى؛ خو كه كومه خاصه نفې چې په آیت كې نه وي راغلې؛ نو بيا روا نه ده حال دا، داسې آیت له سره راغلى نه دى؛ نو روا ده، يوځاى وشي او حتمي روا دي.
[80] المغني.
[81] الجواهر.
[82] التذكره.
[83] الجواهر.
[84] د تشريق په ورځو كې اړپېچ دی، چې ايا دوې ورځې دي يا درې، او څنګه هغه ته تشويق وايي، په دې توګه چې د قربانۍ غوښې له لمر يوې خواته ږدي چې وچې شي.
[85] بدايه ابن رشد.
[86] التذكره و بدايه ابن رشد.
[87] ابن رشد البدايه.
[88] د آیت الله حكيم او آیت الله خويي له فتوى سره سم.
[89] المغني.
[90] المغني.
[91] پښتو ژباړن: د خپلو سترګو ليدلې او كړې كچه همدا وه او ځينو به د ډېر ازدحام له وېرې له دې نه لرې فاصلې ويشتل كول چې د ورنږدېدو چاره به يې نه وه.
[92] التذكره.
[93] الفقه على المذاهب الاربعه.
[94] التذكره.
[95] دمخه مو وويل چې د اماميه وو په قول د مكې پر اوسېدونكيو د افراد يا قران حج واجب دى؛ خو نور مذاهب وايي، د دري ګونو حجونو ترمنځ د يوه په ادا كولو سره خوښمن دي.
[96] الفقه على المذاهب الاربعه.
[97] له مكې د يوه فرسخ په فاصله كې دى.
[98] التذكره.
[99] المغني و الفقه على المذاهب الاربعه و فقه السنه.
[100] الجواهر و مناسك آیت الله حكيم او آیت الله خويي.
[101] په هغه ځاى كې يې وګورئ، چې هلته د قران ښكاره نص وى، د ټولو اسلامي مذهبونو ګډ توافق دى، د سني او شيعه ترمنځ توپير نشته، او ترمنځ يې اختلاف د نص نه موجوديت يا د هغه ګونګ حالت، يا د غربت او يا عروضي كېدو، يا بې له دې په تغير او تطبيق كې دى، او دا غوڅ دليل دى، چې ټولو له يوې منبع سرچینه نيولى او ورڅخه صادر شوې دي.
[102] التذكره.
[103] المغني.
[104] ښاغلي حكيم ويلي دي: كه د قربانۍ كولو له صدقې معذور و، غاړه یې خلاصه ده، او كه فقير تر مال پرته صدقه و نه منله، واجبه نه ده.
[105] التذكره و المغني و فقه السنه.
[106] شرح الزرقانى على موطا مالك.
[107] مناهج الناسكين آیت الله حكيم.
[108] حذف يعنې كاڼي د غټې ګوتې پر سر ايښوﻻل كېږي او د شهادت يا دويمې ګوتې په څټ هغه وارېږي. ښاغلي حكيم ويلي دي: سمه خو دا ده چې په درېیمه ويشتنه كې قبلې ته څټ وي، په المغني كې راغلي، چې قبلې ته مخامخ ويشتل وكړي.
[109] التذكره و المغني.
[110] بدايه ابن رشد و المغني.
[111] التذكره.
[112] التذكره.
[113] د مالكيه، اماميه او حنيفه وو په نزد لبيك ويل واجب دي، او د حنبليانو په نزد مستحب؛ خو وخت یې د احرام له پيله دى.
[114] اماميه وو ويلي دي: څوك چې مفرده عمره ادا كوي د سر خرييلو او تقصير ترمنځ اختيار لري؛ خو كه تمتع و بايد تقصير وكړي همداسې تر سر خريلو او يا تقصير روسته بايد د نسا طواف وكړي، چې بې له دغه طوافه ښځې ورته را نه دي څلورګونو مذهبونو ويلي دي: د سر خرييلو او تقصير ترمنځ خپله خوښه يې ده، او د نسا طواف پر هغه چاچې عمره يا حج ادا كوي، واجب نه دى، همداسې لكه مالك چې په مفرده عمره كې د سرخرييل يا تقصير واجب نه بولي.
[115] د اماميه وو په نزد د عرفات په ټول مخصوص وخت كې پاتېدل واجب دي، او د غير اماميه وو په نزد كه يوه شيبه هم وي كفايت كوي، ټول مذهبونه اجماع لري، چې د دوو لمونځونو يوځاى ادا كول مستحب دي؛ ځكه پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په عرفه كې دواړه لمونځونه يوځاى ادا كړي دي؛ يعنې لومړى د ماښام او بيا د ماسخوتن پرلپسې.
[116] چركس يو ملت و چې له پخوا راهيسې په شمال لوېديځ قفقاز او د تورې بحيرې په ځينو غاړو كې مېشت وو او ډېر يې تركيې، سوريې او اردن ته مهاجر شول.
بحريون: د تركانو او چركس غلامان دي چې سلطان صالح ايوبي له بحريونو واخستل او د نيل رودخانې ته نږدې يې د روضې په جزيره كې مېشت كړل، ظاهر، د غلامانو د اتو تنو پاچايانو لقب دى چې د هغوى تر ټولو مشهور يې بيبرس دى. 676-659ه. (م)
-
ټیګونه: