تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ فَلَا تُزَكُّوا أَنفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى (النجم/۳۲) = هغوى چې له سترو ګناهونو او ناوړو (كارونو) ډډه كوي؛خو بې له كوچنيو ګناهونو (چې کله پرې ككړېږي)؛نو […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ فَلَا تُزَكُّوا أَنفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى (النجم/۳۲) = هغوى چې له سترو ګناهونو او ناوړو (كارونو) ډډه كوي؛خو بې له كوچنيو ګناهونو (چې کله پرې ككړېږي)؛نو شك نشته،چې ستا د پالونكي بښنه پراخ ده،هغه تاسې له هغه وخته ښه پېژني،چې له ځمكې يې راپيدا كړئ او چې لا د خپلو مېندو په ګېډو كې ((پټ)) وئ؛ نو خپل ځانونه پاك مه ګڼئ (او ځانونه مه ستايئ) او خداى ښه پوهېږي،چې رښتينى پاک څوک دى .

 ((لمم)) ګناه ته د ورنژدې كېدو پر مانا ده او كوچنيو ګناهونو ته هم ويل كېږي. په آيت كې شته قراين شاهدي وركوي، چې لمم د هغو ګناهونو پر مانا ده، چې كله يې انسان كوي، بيا يې پام كېږي او پرېږدي يې. ددې آيت په تفسير كې له امام صادق (رح) نه په يو روآيت كې لولو: ((مطلب هغه ګناه ده، چې انسان يې كوي، بيا څه موده ترې ډډه كوي؛ خو بيا يې كوي (او همېشنى چار يې نه وي).)) په بل روايت كې ترې لولو: ((لمم هغه دى، چې انسان يوه ګناه وكړي، بيا ترې له خدايه بښنه غواړي)) هو، شونې ده، چې نېكچاري څه ښوييدنه ولري؛ خو ګناه يې د طبيعت پر خلاف ده. تل يې روح او زړه پاك دی او ګناهونه جانبي عوارض لري؛ نو، چې په مازې ګناه وكړي پښېمانېږي او له خدايه بښنه غواړي[1].

 ځان ستاينه مه كوئ

ددې نا غوره كړنې آريزه سرچينه، د ځان نه پېژندل دي؛ ځكه كه انسان ځان ښه وپېژني او وپوهېږي، چې د خداى د ستریا پر وړاندې خورا كوچنى او كړنې يې د درونو مسووليتو پر وړاندې ناڅيزه او خداى بې شمېره نعمتونه هم وركړي؛ نو كله هم د ځان ستاينې لار نه خپلوي. ښاڅمني- غرور، پېسمني- كبر، غفلت، ځان غوراوی او جاهلي اندونه هم ددې ناوړه چار سرچينې دي. دا، چې ځان ستاينه د انسان پر خپل كمال وګروهې څرګندوونكې ده، نو د وروسته پاتېوالى لامل یې دى؛ ځكه په كمزوريو او نيمګړتياوو منښته، د تكامل رمز دى؛ نو ځكه همېش د خداى دوستان او وليان د الهي دندو پر وړاندې پر خپلو نيمګړتياوو منښتي ول او خلك يې د ځان ستاينې او د خپلو كړنو له ستر ګڼلو منع كول. له امام باقر(رح) په يو روايت كې لولو: ((نه ښايي يو مو هم د خپل لمونځ، روژې، زكات، حج او عمرې په زيادښت ووياړي؛ ځكه خداى ځان ساتي ښه پېژني[2])) علي ) د ځان ساتيو د غوره ځانګړنو په اړه وايي: ((له خپلو لږو كړنو ناخوښي دي او ډېر عبادت يې په پام كې لږ ښكاري. تل ځان تورن بولي او له خپلو كړنو ډارن دي او، چې څوك یې په پاكۍ وستايي؛ نو له دې ستاينې ډارېږي او وايي: زه خپل ځان ښه پېژنم او تر ما مې پالوونكى ښه پېژنې. پالونكيه! په هغه څه مې مه نيسه، چې زما په اړه یې وايي؛ تر هغه مې غوره وګرځوه، چې انګېري یې او هغه ګناهونه مې وبښه، چې ترې ناخبره دي[3])).

 

[1] نمونه تفسیر، 22: 537 مخ

[2] نهج البلاغه، 184 خطبه.

[3] نمونه تفسیر، 22: 542 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!