بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه ژوند لیکوال: امیر حمزه خان شینواری « سمونه : ډاکتر محمد طارق اقبال» انتساب د پښتني راتلونکي هغه اندیال په نامه چې د صحيح انسانيت په رڼا کې ملت جوړونه کوي. حمزه شينواری ژوند څه شی دی؟ ژوند څه ته وايي او تعريف به […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
ژوند
لیکوال: امیر حمزه خان شینواری
« سمونه : ډاکتر محمد طارق اقبال»
انتساب
د پښتني راتلونکي هغه اندیال په نامه چې د صحيح انسانيت په رڼا کې ملت جوړونه کوي.
حمزه شينواری
ژوند څه شی دی؟
ژوند څه ته وايي او تعريف به یې څرنګه کوو؛ په دې هکله مې رايه دا ده: په لغوي يا اصطلاحي ډول چې د ژوند کوم تعريف وکړای شي، هغه به د ژوند د هراړخیز وجود داسې تعریف نه وي، چې ژوند راونغاړي او د ژوند ټول وګړي تر نوموړي تعريف لاندې، د انسان په تصور کې وبرېښي.
زه وايم: ژوند يوه داسې کليه ده، چې په وجود کې یې علم، فکر، اراده، حرکت او ځواک، ټول د وګړيو په حيثيت شامل دي.
په مجازي ډول، ژوند ته يو صفت ويلای شو؛ خو په حقیقت کې همدغه د ذات حيثيت لري او دا ذات په څو صفاتو پېژندل کېږي، چې په کومو کې ما يو څو وښودل. ژوند يو واحد حقیقت دی او هېڅکله تعدد او تجزيه نشي قبلولای، همدغه ژوند د کائنات په هر بڅري کې برېښي؛ بلکې دا ګڼل پکار دي، چې د کائنات هر بڅری هم، ددې ژوند يو ظاهري بڼه ده. ژوند يو وجود دی او کائنات یې نمود [او څرګندنه].
لائښتينز د انساني ژوند په هکله وايي: ” تاريخ د بشريت يوه قصه يا رومان دی”.
پکار ده، «ماضي» له «حال» و نه ګڼو؛ لکه چې حال ظاهر دی؛ ځکه همېشه همدغه حال تکرارېږي؛ خو په بېلابېلو درجو او زمانو کې. دا حاضر «حال»، په «ماضي» محمول دی او د «استقبال» حامل دی. په هېڅ ځای کې طبيعت بيا بيا تکرار نه کوي. « كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ» او په هېڅ ځای کې دوه څيزونه او دوه حالتونه، يو د بل په څېر نه دي؛ البته يو برسېرن نظر، دوه څيزونه په يوه حال ليدلای او ګڼلای شي؛ خو دا يو څېر والی او مشابهت یې ډېر جُزیي دی او په ډېری حالاتو کې هغه يو اختلاف وي.
ډېلټی وايي: «ژوند په عين حال کې يو فکري څيز دی، چې د تدقیق وړ نه دی. او يو صنعت کار شاعر مؤمن او تاريخ ليکونکي ته ښکاره دی.»
شيخ اکبر محی الدين ابن العربي (رح) وايي: «هم دې ژوند ته په جماداتو کې مصوره، په نباتاتو کې ناميه، په حيوان کې حسيه يا شعوريه او په انسان کې ناطقه يا عاقله وايي.»
د ساينس پوهانو رای دا ده، که د يوې ذرې تجزيه پېل کړو؛ نو په پای کې به يوازې انرژي پاتې شي او په يقين سره ويلای شو، انرژي هم د ژوند له وګړيو ځنې يو فرد دی او د ژوند د وجود هره پلوشه، ځان ته انفرادي وجود لري. همدغه ژوند دی، چې د اتصال او انفصال دواړه اعمال ترې څرګندېږي او سره له دې، د ژوند يو فرد هم خپله وجودي فنا نه مني؛ بلکې تر خپلو انفرادي صفاتو لاندې، مخ پر وړاندې روان وي.
ژوند چې تر هر څه وړاندې، خپل وجود ته ځير شو؛ نو هغه مهال هغه عين علم و او هغه مهال هغه بې له علمه نور څه کېدای هم نشو او چې کوم وخت یې په خپل وجود کې د کثرت ننداره وکړه؛ نو «فکر» شو او تردې روسته، د فکر په حيثيت، د خپل وجود په وګړيو ورخپور شو، په دې موقع یې د «عقل» [بڼه او] صورت اختيار کړ او بېخي «تعقل» شو؛ خو دا ياد لرل پکار دي، چې تردې مخکې د ژوند له وجوده د یوه بل صفت اظهار هم شوی و او هغه اراده وه. دلته د ژوند د وجود حيثيت، د تخم د هغې دانې شو، چې وده وکړي او رو رو مخ په بره روانه وي. ټول وګړي یې د تکامل په دور کې، يو مرکز ته راغونډ شول او په ګډه، د هستۍ د يوه بوټي په حيثيت راڅرګند شول؛ نوځکه چې په دې حالت کې، د ژوند په وګړیو کې اجتماعيت او مرکزيت وځلېد، انسان ورته وايو.
ژوند د انسان په صورت کې څرګند شو؛ خو کوم وخت چې د تکامل دا لويه او دنګه ونه کمال ته ورسېده؛ نو په پای کې هم، هغه تخم ترې راڅرګند شو، چې په ابتداء/ پیلامه کې و؛ خو اوس له يوې ونې ډېرې زياتې دانې جوړې دي.
ولې د تکامل دا ونه کمال ته ورسېده؟ ځکه د تکامل پیلامه يې د انسانيت يا کامل ژوند شوی و او د تکميل ثبوت یې همدغه دی، چې په پای کې همغه انسانيت يا بشپړ ژوند ترې راڅرګند شو؛ نو اوس به څه وايو او ژوند به څه شی ګڼو؟
بې له دې بله لار نشته، چې ووايو، د هستۍ بنسټ او پیلامه هم له انسانه ده او ختمېږي هم په انسانيت. تکامل چې د انسانيت په غوښتنه پیل شي؛ نو هغه به ارومرو تر عقل لاندې وي؛ ځکه عقل د انسانيت روح دی او چې تکامل، د انسانيت په رڼا کې پیل شي، هغه به هرومرو د کاميابۍ منزل ته رسي؛ ځکه په هغه کې به ټولو وګړيو ته خپله خپله غذا رسي. هېڅ فرد به نشي کولای، د بل فرد لار ووهي، یا تېری پرې وکړي؛ ځکه د ځواک لپاره به هغه مرکز موجود وي. ځواک به په ډېرو وړو وړو برخو تقسيم نه وي. د افراط و تفريط ترمنځ به د اعتدال برزخ موجود وي او په داسې حال کې به د وګړيو ترمنځ، هډو د ټکر موقع نه پيدا کېږي. که ژوند همدغه وي او په دې کې مو څه غلطي نه وي کړي؛ نو څوک به وښيي، چې نن سبا، په نړۍ کې ژوند چېرته دی؟
له ژونده مو مقصد ټولنیز او فطري ژوند دی، چې د عقل په رڼا کې کاوه شي.
هغه انسان چې عين ژوند دی. ولې اوس عين ژوند نه دی پاتې. هغه ولې خپلو وګړيو ته برابره غذا نه رسوي؟ هغه دی، چې يوه فرد ته دا موقع ورکوي، چې بل فرد، فنا او محو کړي، هغه وګړيو ته یو د بل د زبېښاک اجازه ولې ورکوي؟ د ژوند په وجود کې کوم فتور [او درز] پیدا شو چې اوس به انسان ورته ويلای شي او نه ژوند.
دا څو پوښتنې دي، چې روسته به څېړل کېږي.
ښه نو! ژوند انسان دی او انسان ژوند؛ نو بيا څه وجه ده، چې انسان ټولو وګړيو ته هغه شان غذا نه رسوي؛ لکه چې حقيقي ژوند ته يې رسوي. انسان ولې زبېښاک کوي، ولې یو د بل غوښې خوري او ولې په نړۍ کې د حقیقي ژوند استازیتوب نه کوي؟
ددې تشريح څه لږ غوندې تفصيل غواړي او په دې لړ کې، د انساني وجود په جوړښت خبرې کوو. بايد چې په راتلونکیو بابونو کې هم دا په خيال کې وساتلای شي او په هغو کې به هم ځای په ځای اشاره ورته وشي.
انساني وجود، د حقیقي ژوند، يو ښکلی اجمال دی. انساني وجود د تخم د هغې دانې حیثيت دی، چې پکې د يوې لويې او دنګې ونې وجود پټ پروت دی.
د انساني فرد په هکله، دا تعريف په فکر کې ساتل پکار دي او دا اجمالي وجود، د خپل باطني تفصيل د حاصلولو لپاره، د يوې پرله پسې روزنې او تربيت اړمن دی. چې لا ددې دانې روزنه ونشي، له وجوده یې د هغې لويې ونې د تفصيل وجود اظهار، بیخي نشي کېدای؛ خو سوال دا دی، چې روزنه به یې په کوم ډول کېږي. هغه کوم آرونه دي، چې له مخې یې د انساني ژوند دا وړه دانه داسې وده وکړای شي، چې ټول اجزاء یې خپلې فطري تکامل ته ورسي او د خپل خپل وړتیا له مخې، کمال حاصل کړي او بيا تر ټولو اړینه خبره دا ده، چې له دې ونې هماغه مقتضات حاصل شي، چې د حقیقي ژوند له وجوده حاصلېدی شي.
چې دا مقيد ژوند (انسان)، د هغه آزاد او کامل ژوند د آثارو هنداره او ورسره متفق نه وي، حقیقي ژوند ورته نشو ويلای او نه له دې ناقص ژونده، د نړۍ د امن و امان او د وګړيو د ترقۍ او پرمختګ هیله کېدای شي. د ژوند دا اجمالي وجود، له مادي وجود سره تړل شوی، يا په بله وینا، ژوند د مادي کالبوت په چوکاټ کې ايښودل شوی ؛ نوځکه ژوند، د مادي ماحول له اغېزو ځان نشي خلاصولی. دې حالت ته حيوانيت يا بهيميت وايو.
د انسان په شخصيت کې يو بل څيز هم شته او هغه د يو لوی او سپېڅلي ځواک تصور دی، چې دې تصور هم رو رو تکاملي مدارج طی کړي او ددې ځواک تصور، په هره زمانه کې، تکامل موندلې و. که څه ځینې خلک، دا د انسان واهمي پيداوار ګڼي؛ خو ارواپوهان په دې پوهه دي، چې واهمه، د يوه داسې څيز تصور يا احساس هم نشي کولای، چې څه نا څه بنسټ ونلري. واهمه د انساني حواسو له جزوي ادراکه، له جوړې شوې کليې نه معنوي صورت جوړوي او بيا يې د عقل قوت ته وړاندې کوي، چې قبلول يا ردول یې د عقل دنده ده. دې تصور ته د خدای تصور وايي او ټول مذهب منونکی پرې قايل دي. له تصور نه چې په انساني احساس کې کوم غبرګون غځونې کړي، دې ته موږ ملکيت يا روحانيت وايو.
اوس دويم یو بل څيز دی، چې هغه د انساني وجود خپل حقيقي او وجودي حالت دی، چې انسانيت ورته وايو. د ژوند ټوله خزانه د همدې انسانيت په ژورو کې ايښودل شوې ده. همدا د حقیقي تخم دانه ده، چې روزنه او تربيه غواړي؛ خو ددې ملکيت يا روحانیت دا مطلب نه دی، چې ګوندې د انسانيت روزنه ددې لپاره اړینه ده، چې په بنسټ کې یې څه خامي ده؛ دا خبره نه ده.
د انسانيت له روزنې مراد دا دی، چې هغه په حيوانيت او روحانيت کې داسې راګېر دی، که په دې دواړو کې هر يو یې پر انسانیت لاسبر شي؛ نو د فطرت هغه خزانه یې- چې ژوند ورته وايو- بېځايه مصرفوي او انساني نوع ته د ګټې پرځای، نقصان رسي.
که انسان تر ملکيت يا روحانيت لاندې راشي؛ نو د لوی څښتن د غايي تصور په وجه به مجذوب شي او له ماديته به هېڅ ګټنه نشي کړای ؛ نوځکه به یې شخصيت نيمګړی پاتې شي او که پر انسان، حيوانيت لاسبر شي؛ نو د ذاتي ګټې لپاره، د نورو انسانانو زبېښاک هېڅ عيب نه ګڼي. د خپل ژوند د ساتلو او د خوشحالۍ د ترلاسه کونې لپاره، که په زرګونو خلک ووژني؛ نو هم يې بد نه ګڼي او همدغه، په دې مادي دنيا کې، د انساني اخلاقو ړومبی او لاسبر حالت دی.
که له انسان سوا، پر نورو کايناتو نظر وغورځوو؛ نو پوهه به شو، چې دا ښکته پورته، ټول نظام تر يوه تناسب او ښکلا لاندې روان دی. د عالم ښکلا، توازن/ انډول او نظم دی او ددې انډول حقیقي روح، هغه اعتدال دی، چې د حقیقي ژوند ذاتي او جزوي عکس دی.
که په ژوند کې اعتدال نه وي؛ نو په عالم کې د ژوند اظهار ته هېڅ وجه او سبب موجود نشي ګڼل کېدای. نن راته ساينس پوهان وايي، چې که ځمکه يو اينچ له خپل چورلیځه، لمر ته ورنږدې شوه؛ نو د ځمکې ټول مخلوق به له ګرمۍ فنا شي او که يو اينچ رالرې شوه؛ نو يخني به دومره زياته شي، چې په دې کُره کې به د ژوند هېڅ امکان پاتې نه شي. دا ولې؟ او د ځمکې لپاره، په يوه داسې مقام چورلیځ پیدا کېدل، څه معنی لري؟ همغه د اعتدال وجود چې د ژوند ضامن دی؛ نو دا معلومه شوه، چې د عالم دا ټول نظام په اعتدال قايم/ ټینګ دی، د عالم دا تناسب، ښکلا او انډول، ټول د هغه لوی ژوند عکس دی او چې دا وړوکی ژوند (انسان)، له هغه لوی ژوند سره متفق نه وي؛ نو هېڅ پرمختګ نشي کولای او کوم پرمختګ ته چې هغه پرمختګ وايي يا يې ګڼي؛ نو هغه به د انسانيت نه؛ بلکې د بهيميت پرمختګ وي.
که انسان په خوی بوی کې د پرښتو په څېر شي؛ نو دا پرمختګ به هم د انسانيت نه؛ بلکې د روحانيت وي او په دواړو حالاتو کې به له هغه لوی ژوند سره مخالفت راځي او د نړۍ تکامل به يو اړخيز وي.
اوس وايو چې هغه لوی ژوند، له دې وړوکي ژوند (انسان) نه هم اعتدال، تناسب، انډول او ښکلا غواړي؛ ځکه ددې وړوکي ژوند وجود يې هم داسې جوړ کړی، چې د اعتدال، تناسب، انډول او د ښکلا له عناصرو يې ترکيب اخستی دی. کوم يووالی او انډول چې د حقیقي ژوند په مظاهرو کې لیدل کېږي، چې طبیعي ژوند ورته وايو او کوم ژوند چې په ځناورو، څارویو او نور حشرات الارض کې ښکاره دی، شعوري ژوند ورته وايو. دا دواړه انډول او ښکلا لري؛ خو همدغه دواړه اړخونه، په انسان کې هم فطرتاً بالقوه موجود دي؛ خو په هغه کې انډول او اعتدال نه پيدا کېږي؛ وجه یې څه ده؟ وجه یې دا ده، چې د انسان ژوند له طبيعي او شعوري سره سره، عقلي هم دی ؛ نوځکه چې عقلي (انسانيت)، د طبيعي او شعوري په منځ کې دی، ته وا د دغو دواړو ترمنځ يو برزخ دی، چې دا برزخ قوي نه وي، تر کومه وخته چې د اعتدال دا ټکی چې د ژوند چورلیځ دی، خپلواک او لاسبر نه وي؛ نو د طبيعي او شعوري ټکر لپاره هېڅ مانع نشي ثابتېدلی.
د افراط و تفريط ترمنځ چې د اعتدال دېوال نه وي؛ نو همېشه به په دې دواړو کې ډغره روانه وي او تشویش، پرېشاني، بد امني، بد انتظامي، شخړې او یو د بل زبېښاک به ددې ډغرې پایله وي. ددې شخړې په وجه به د ځواک لپاره يو مرکز نه وي. ځواک به په وړو وړو برخو ویشل شوی وي؛ ځکه د انسان خپل نفساني او بنسټیز مرکز (انسانيت) به کمزوری وي او هغه به ددې وړ نه وي، چې د خپل وجودي صفاتو د اظهار لپاره، احکام جاري کړای شي. د انسانيت ډيوه (عقل)، به د حیوانیت په قبضه کې وي او هغه به اړ وي، چې حيوانیت ته لار وښيي؛ خو که همدغه ډیوه، روحانیت ته په لاس ورغله؛ نو د ملکيت يا روحانيت لار به ورته ښيي.
د روحانیت لار، نېغه د الهي غايت ټکي ته رسېدلې او هلته له رسېدو سره، د انسان انساني او حيواني صفات له کاره وځي او دا خبره ظاهره ده، چې د خالق موخه دا نه ده، چې انسان، مَلَک يا پرښته شي؛ هغه لوی څښتن دا هم نه خوښوي، چې انسان دې محض حيوان پاتې شي. د خالق منشا دا ده، چې بني آدم، انسان شي او یوازې د يوه انسان په توګه، د لوی ژوند (خالق)، حقیقي استازیتوب او په نړۍ کې د لوی ژوند منشا، پوره کړای شي او بیا انسان د يوه انسان په توګه، د خپل مالک، د معرفت حقدارېدای او د انسان په حيث ورسره مخامخېدی شي؛ خو په يوه داسې حال کې چې هغه پرښته يا حيوان وي؛ نو د لوی ژوند له سرچينې، کامله غذا نشي حاصلولای؛ ځکه که روحانیت يا حيوانیت یې پر انسانيت لاسبر وي؛ نو نه، هغه کامل حيوان وي او نه، کامل مَلَک؛ ځکه د انسانيت د امتزاج په وجه یې يو وجودي صفت هم بشپړ او کامل نه پاتې کېږي؛ خو که انساني خاصه یې پر نورو دوو لاسبره او واکمنه وي؛ نو دا مقصد حاصلېدای شي؛ ځکه انسانيت (عقل)، په ملکيت (عشق) او حيوانيت (شعور)، کې له خپل وجود سره اتحاد او انډول پیدا کولای شي.
عشق او شعور دواړه محض احساسات دي او د احساساتو کارولو لپاره عقل ته اړتیا ده. چې عقلي حالت قوي او واکمن نه وي، په احساساتو کې اعتدال او انډول نشي پیدا کېدای؛ بلکې احساسات به هډو څه غړوندی نه لري او د بنيادم اعمال، حرکات او سکنات به انډول او باقاعدګي نه لري؛ خو سره له دې، يو بل داسې څيز هم شته، که د انسانيت مرسته ونکړي؛ نو کاميابي ګرانه څه چې، ناممکنه ده او هغه د انسان ارادي ځواک دی، چې په راتلونکیو پاڼو کې څه نا څه څېړنه پرې کېږي.
ښکاره خبره ده، چې اراده، د انساني نفس په وجه کار کوي او چې انساني نفس، په حقیقت کې انساني نفس نشي؛ نو اراده به د حيوانيت يا روحانيت په ښودنه کار کوي او انساني ټولنه به کله هم، له کړکېچن حالته وزګاره نه وي.
د انساني نفس حقیقت څه دی؟
دا بېله ویینه ده، چې په راتلونکیو مخونو کې به اشاره ورته وشي. په دې حقیقت د هر چا خپله نظريه وي؛ خو له دې سره به هېڅوک اختلاف ونکړي، چې انساني نفس هغه حالت ته وايو، چې په انساني وجود کې د واکمن او آمر حيثيت لري او په تحريک او ارادې یې کار کوي او بيا ټول انساني ځواکونه یې متابعت کوي.
ښکاره خبره ده، ددې آمر (نفس) چې څرنګه روزنه شوې وي يا په بله وینا، ددې آمر تخلیق چې څرنګه شوی وي؛ نو افعال او اعمال به ترې هم، د هغه خلقت يا جبلت له مخې صادرېږي او انساني حواس اړ دي، چې د هغه په موخه کار وکړي؛ خو په دې خبره تېروتل نه دي پکار چې ځينې به انساني عقل ته آمر ووايي؛ خو دا آمر نه؛ بلکې لارښود دی؛ البته په مجازي ډول، عقل ته هم آمر ويلای شو، عقل يوازې د شمع يا ډيوې حيثيت لري. محسوس کړي به مو وي، چې د یوه انسان کارونه، د عقل ضد وي او عقل نه غواړي، انسان یې وکړي؛ خو دغه آمر- چې نفس ورته وايو- پخپله خوښه کار کوي او د عقل ټولې هغه لارښوونې ردوي، چې د مقصد پرخلاف یې وي.
که څه نن سبا انسان د ماديت (حيوانيت) د غلبې په وجه، د انساني وجود تعبير هم په مادي ډول کوي او سربېره پردې، بل ((تعريف ما بعد الطبيعاتي)) ګڼي او نفس، څه ځان ته مستقل ذات نه ګڼي؛ بلکې د انساني احساساتو يو ټولیز وجدان ورته وايي، چې رو رو، د نړۍ له اشياوو سره آموخته شوی او د نړۍ له اشياوو سره د پرله پسې تړاو په وجه د اشياوو، اغېزو، رنګونو او د دوی وجودي هيئت یې په طبيعت کې يو داسې امتزاج پیدا کړی، چې کله يو پېژندلی څيز وويني؛ نو په غايت او حقیقت یې پوه شي.
هغوی پردې خبره قايل نه دي، چې د انسان په مادي جسم کې يو نامادي آمر نفس، موجود دی؛ بلکې د انسان له مادي جسمه هغه آمر تخليق موندلی، چې ځينې مذهبیان، روح يا نفس ورته وايي.
ښکاره خبره ده، چې ماديين په دې ترڅ کې څه تېروتي يا داچې ځانونه پخپله تېر باسي. که دوی پر انساني نفس او روح قايل شي؛ نو اړینه ده، د لوی څښتن پر وجود هم قاېل شي او اړ به شي، چې د وحې او الهام لړۍ هم ومني او په دې سره به یې خپلسره او آزاد حيوانيت ته زولنۍ ولګي.
حيوانيت، کله هم پابندي نه مني او ولې به يې مني، د مادې جوړښت داسې شوی، چې اجزاء یې هېڅ قيد نه مني، اجزاء یې بې له جبر او ځواکه، خپل ځان او خپل صفات نه متغيروي/ بدلوي.
د کايناتو هر مادي څيز ته وګورئ؛ هغه چې ځان ته وي؛ نو مشخص دی؛ خوچې له بل څيز سره په امتزاج اخستو اړ شي؛ نو په خپل تشخيص کې يې توپیر پيدا شي او له دې سره، د هغه څيز تشخيص هم متغير/ بدل شي، چې دا څيز ورسره ممزج/ ګډ شوی وي.
څرګنده ده، چې هغه طبعاً یا فطرتاً ګډون نه مني او نه خپل تشخص او انفرادیت، متغییرول غوره ګني.
چې پخپل حالت وي؛ نو د خپل جبلت او فطرت له مخې کار کوي. سنکیا چې ترڅو په خپل اصلي حالت وي؛ نو وژونکې به وي، ګبین به خوږ او روغتیا بښوونکی وي، مالګه به تروه وي او مړغونی به تریخ وي؛ خوچې کله له دغو شیانو سره کیمیاوي عمل وشي؛ نو خپلې اغېزې یې بدلې شي؛ ځکه په وجود کې یې خپل تجرد او سوچه والی پاتې نشي او همدغه د تجرد او سوچه والي نشتون، د مادي اشیاوو یو احتجاج ګڼل پکار دي، د هغه عامل پرخلاف چې دوی ته امتزاج ورکوي؛ خو هوښیاران په دې راز پوه دي، چې د یوه خالص اغېز د پیدا کولو لپاره، کیمیاوي تړښت څومره اړین دی او که انسان ته دا پوهه نه وه ورکړه شوې؛ نو دنیا او د دنیا شیان به لا تراوسه په هغه حال وای؛ لکه څرنګه چې په پېل کې وو.
بیا ددې شیانو په دې ترکیب/ تړښت او امتزاج کې، لوی ټکی دا دی، چې په هر یوه تړښت یا امتزاج کې، یو جز لاسبر وي؛ یعنې د نورو اجزاوو په پرتله یې اغېز زیات ښکاري او محسوس وي؛ خو د هغو نورو اجزاوو د ګډون په وجه یې لاسبر څیز، خپل اغېز هم پوره نه وي پاتې شوی.
په دې اړه د ډاکترۍ او یوناني مرکبو درملو ډېری مثالونه راوړلای شو چې مرکب یې له ډېرو اجزاوو جوړ شوی وي؛ خو د یوه لاسبر جز په وجه، د هغه درمل نامه، د هغه جز په مناسبت ایښودل شوی وي؛ لکه ملاریا مکسچر یا خمیره ابریشم.
او د اعتدال صحیح مفهوم هم دا دی، ترڅو یو جز لاسبر نه وي؛ نو یو مرکب هم نشي پیدا کېدلای او حقیقي اعتدال، هېڅ امکان نلري؛ لکه دوه اجزا چې کټ مټ په یوه اندازه وي؛ ځکه په دې سره انفرادیت او تشخص نه پیدا کېږي او چې تشخص پیدا نشي، هېڅ غایه او مقصد سر ته نشي رسېدلای. په دې اړه به په راتلونکیو مخونو کې څېړنه وشي.
اوس ښکاره خبره ده، که طبیب یا حکیم ، خاذق او وړ وي؛ نو هغه به د رنځ په مطابق درمل جوړوي، چې یو جز به پکې بنسټیز او نور اجزاء به ددې بنسټیز جز بدرګه محافظین یا مرستیالان وي؛ ځکه د رنځ په موړه کې، هغه یو جز ماتې ونخوري او په کارونې یې رنځ رغېږي. که له حکیم نه په دې دوران کې، په تشخیص کې لږه غوندې کمزوري هم ښکاره شوه ؛ نو د درملو اغېز به د منشاء پر ضد راڅرګند شي او د رنځ ماده به د قوي پاتې کېدو په وجه ماتې ته نه ورماتېږي؛ ځکه د رنځور مدافع ځواک ته به پوره پوره مرسته نه رسي ؛ نوځکه به رنځ نه رغېږي.
اوس به راشو دې ته چې لوی څښتن، انسان ته هم د پرمختګ لپاره دوه عناصر ورکړي او د هغو امتزاج او تړښت ته یې الهي طب (وحې) هم ورکړی، چې انسان پرې پوه شي او الهي طبیبانو (انبیاوو)، په خپل مختصر ژوند کې، په دې روحاني طب تجربې هم کړي او دنیا ته یې ښودلي او دا تجربې یې د انسانانو په مخ کې څو څو کرته صحیح ثابتې کړي، ته وا د نظریاتو له بریده یې عملي (ساینټفیک) ډګر ته را ایستلي او تر اوسه، د نړۍ تاریخونو، دا حقایق خوندي ساتلي دي.
هغه دوه عناصر، حیوانیت او روحانیت دي، چې انسان ته د حقیقي تکامل لپاره ورکړل شوي او لوی څښتن، د دغو درېواړو د صحیح امتزاج لپاره، هم عقل ورکړی او هم هدایت؛ خو آیا تر اوسه انساني عقل، د دغو عناصرو په صحیح امتزاج ورکولو کې بریالی شوی؟ د نوع په حیثیت، انسان دې امتزاج ته د خوښۍ په نظر کتلي؟
تر کومه چې د نړۍ تاریخونه مو مرسته کولای شي، ځواب یې منفي دی. انساني عقل ولې په دې کې بریالی نشو؟
ښکاره خبره ده، چې عقل آمر نه؛ بلکې یوازې یو لارښود دی او دا کار د صحیح او حقیقي آمر دی، چې دغو عناصرو ته د عقل په رڼا کې امتزاج ورکړي او دا آمر، انساني نفس یا روح دی.
انساني نفس ولې په دې امتزاج کې تر اوسه پاتې راغلی دی؟
دا لږه سپړنه غواړي.
انسانیت
له کله چې دا خبره حقیقت ته رسېدلې، چې په دې نړۍ کې ((انساني وجود)) د تکامل اخري او کامله کړۍ ده؛ نو معلومېږي، چې د نړۍ د جوړېدو علت همدغه انسان دی او د نړۍ غایه په همدې انسان ختمېږي.
راځئ د انسان په حقیقي وجود غور وکړو، چې انسان څه ته وايي او حقیقت یې څه دی؟
څرنګه چې په پیل کې مو ویلي، چې کله ژوند خپل وجود ته ځیر شو؛ نو تر علم کېدو روسته یې د “فکر” صورت اختیار کړ او په ځان کې یې یو لوی کثرت ولید، چې دا د ” علم” یا “ژوند” معلومات و. دې ته موږ ” اعیان” هم ویلی شو.
که “فکر” ته د هیګل په اصطلاح کې “عین” او د صوفیانو په اصطلاح کې، وجود محض ووایو؛ نو خبره به یوه وي. موږ د “عالم” (ذات) پرځای، د “علم” (صفت) لفظ، د افهام او تفهیم لپاره اخستی دی؛ ځکه صفت چې په ذات کې وي؛ نوځکه د اطلاق په درجه کې وي؛ نوځکه عین ذات وي؛ خوچې له ذات نه څه ظهور وشي؛ نو له اطلاق نه تعیین ته راشي.
د مطلق وجود، خپلو اعیانو ته ځیر کېدل، پخپله د “فکر” مفهوم پیدا کوي او د فکر په اصطلاح پوهېدای شو. دغه فکر د یوه داسې ذات تصور راکوي، چې فعال دی؛ یعنې د ذات او صفت یو تصور یا په بله وینا، داسې ذات چې صفات هم لري؛ خو هغه صفات، اظهارغواړي. دا اعیان یا معلومات، هر یو ځان ته انفرادیت لري، دا هر یو فرد، مجرد دی او د تجرد په وجه، له فکر سره متحد دی.
که په ذات کې تړښت یا ګډون ثابت شي؛ نو هغه فرد به بیا د فکر په وجود کې نه وي؛ ځکه د فکر وجود، د خپلو وګړيو، د تجرد غوښتونکی دی.
د تخم دانه، له خپلو ټولو اجزاوو سره موجوده ده؛ لکه څرنګه چې د ساینس د نظریې له مخې، رنګونه ټول په لمر کې موجود دي؛ خو اظهار یې جلا جلا، په خارج کې کېږي. د لمر په سپینه رڼا کې، ټول رنګونه ځان ځان ته نه ښکاري؛ دغسې په فکر کې هم، ټول وګړي یې موجود ول؛ خو د اظهار لپاره یې نمود غوښته.
همدغه “فکر” دی، چې انساني خاصه ورته وایو؛ همدا، د تخم هغه دانه ده، چې کاینات پکې پټ پروت دی؛ همدا هغه ټکی دی، چې پر خپل ځان باندې تر دایرې جوړولو روسته، د کاینات په صورت کې ښکاره کېدونی و او ددې تکامل یا تنزل په دوران کې، په خپله دایره کې ورکېدونې و، همدا د تخم دانه، تر زرغونېدو روسته، د یوې دنګې ونې په صورت کې، د ظاهرېدو په وخت کې فنا کېدونې وه او د ونې تر تکمیل روسته، په ډېر کثرت سره بیا پیدا کېدونې وه.
د فکر هغه ټکی، د کاینات تر تکمیل روسته، د انساني ذهن په صورت کې بیا ښکاره کېدونې وه او څرنګه چې په پیل کې مجرده و؛ نو په پای کې هم د خپل حقیقي تجرد بېلګه جوړېدونی و؛ ځکه خو ذهن تجزیه نه مني او خپل ټول معلومات پکې، په مجرد حیثیت موجود وي.
ذهن هغه څیز نه دی، چې نن سبا خلک مادي څیز ورته وايي؛ ځکه مادي څیز، په یوه وخت کې دومره نقشونه سالم نشي ساتلای؛ خو دا ذهن یا “فکر”، دلته د “د انای اصغر” یا ورکوټي فکر په حیثیت څرګند شو. هغه د ” د انای اکبر” یا لوی فکر یوه مجمله خاکه ده یا د ژوند د حقایقو هغه ډکه کیکوړۍ وي، چې د انساني ذهن په ستن، خپل حقایق د غږونو په حیثیت ښکاره کوي، بیا “فکر” چې د ذات او صفت دواړو په حیثیت ذکر شو؛ نو د خپل کثرت د اظهار لپاره یې، د عقل په صورت کې نزول وکړ [؛ یعنې خپل کثرت یې د عقل په بڼه څرګند کړ].
عقل هغه څیز دی، چې له جزیاتو نه کلیات جوړوي او د کلیاتو تجزیه هم کوي. ته وا، دا انساني خاصه، د یوه لوی انسان په صورت کې څرګنده شوه او تردې روسته، د تړښت پیلامه/ پیلامه وشوه.
د “فکر” هغه صفات چې د تجرد په حالت کې وو، یو له بل سره مخامخ شول، یو له بل سره یې اتحاد او ملګرتیا وشوه، له هر فرد سره، هغه وګړي یوځای شول، چې په وجودي لحاظ، د فرد مربوب او د هغه په وجه، د خپل ژوند د ټینګ ساتلو په هکله متعیین/ ټاکل شوي ول. او بیا د دوی له دې اتحاده، یو تشخص پیدا شو، چې څیز یا شی ورته وایو. د دغو انفرادیتونو، له یو بل سره د مخامخېدو په وجه، د خارجي جهان تصور پیدا شو.
د ساینس په اصطلاح کې، توانايي یا طاقت له کیف/ څرنګوالي، نه کم/ څومره والي ته مایل شو؛ یعنې طاقت رو رو محسوس او جامد صورت اختیار کړ.
د ذرې ذره چې په اصطلاح کې ورته ((انو)) وايي او بیا د ډېرو انو له اتحاده ((مانو)) پیدا شوه، چې ذره، بڅری یا اتوم ورته وایو. د دغو له مخصوص مقدار نه عناصر پیدا شول او بیا د عناصرو له پرله پسې اتحاده، اجرام او په اجرامو کې خپل خپل مخلوق څرګند شو.
د کایناتو د تخلیق په پېل کې چې ځواک یا انرژۍ، د اجرامو صورت منلو؛ نو ټوله لړۍ، په طبیعي ډول روانه وه او هېڅ ډول درز پکې نه پیدا کېده.
نن سبا چې ساینس پوهان، پر جاذبه قایل دی؛ نو هم د ذراتو ددې خپلمنځي یووالي (باهمي اتحاد) په وجه دي؛ خو دوی د کشش په هکله پوره پوره غور نه دی کړی.
په راروسته پاڼو کې به په دې رڼا غورځوو. دلته دومره پوهېدل پکار دي، چې جاذبه په مطلق وجود کې ده، نه د وجود په مظاهرو کې؛ یعنې اشیاوو کې.
که ننني مادیین دا ګڼي، چې په فضاء کې د اجرامو دا بې پای کارخانه، یو د بل په جاذبه ټینګه ده؛ نو په دې کې ځکه تېروتي، چې هغوی ددې کارخانې خالق نه مني؛ بلکې دا ټوله لړۍ، پخپله بې خالقه روانه شوې ګڼي. که دومره فکر یې هم وکړ، چې توانايي یا لطیفه ماده، چې کله له تجرد نه، تړښت ته مایلېده او ډول ډول ستوري، لمرونه او سپوږمۍ ترې پیدا کېدل؛ نو مادې ته حرکت چا ورکړو؟ او تر حرکت پیدا کېدو روسته چې کله مادې، تړښت اخستل پیل کړل؛ نو کوم اجرام جوړېدل؟؛ ځکه هغه خو په مقدار او جسامت کې یو شان نه وو؛ نو په فضاء کې یې انډول څرنګه ټینګ پاتې شو او ولې په خپلو کې ټکر نشول؟
که هغوی وايي، چې په پېل کې ټکر شوی؛ خو لویو اجرامو واړه اجرام په خپل وجود کې ځای کړل؛ یعنې ځان ته یې راښکودل؛ نو چې ټکر شوی، بیا خو یې هډو د انجذاب فلسفه غلطه ثابته شوه او که دا سم هم وګڼو؛ نو د وړو اجرامو تر محو کېدو روسته به ارومرو په لویو کې ټکر پیل شوی وي او چې په هغه کې هم نسبتاً واړه اجرام محوه شوي وي؛ نو بیا به په هغو کې پیل شوي وي چې پاتې وو؛ ځکه د مقدار او جسامت په لحاظ، انډول به پکې نه وي؛ نو دا ټکر هېڅکله نشي ایسارېدی؛ نو که موږ په دوو کې فکر ځغلوو، لاحاصله به وي، اخر به هم یو داسې ټکي ته رسو چې هلته د ټولو اجرامو لپاره مرکز او د انډول پیدا کولو لپاره چورلیځ جوتېږي. له دې نه په ډاګه معلومېږي، چې جاذبه په مرکز کې ده؛ نه په اجرامو کې.
په سیلۍ کې چې خلي، ډکي او واښه وینو چې الوځي؛ نو پوهېږو چې حرکت په سیلۍ کې دی، نه په هغو ډکو، خلو او وښو کې چې سیلۍ په مخه اخستي. د اوبو له پاسه بړبوکۍ هېڅ جاذبه نه لري؛ بلکې کومې خوا ته یې چې اوبه بیايي، هغې خوا ته ځي.
دغه اشیاء چې موږ یې د صفاتو له اتحاده عبارت ګڼو، په عام عرف کې په مادیاتو مشهور شول.
د مادې تعریف به ساینس پوهانو داسې کاوه، چې ماده هغه څیز ته وايي، چې نه یوه ذره څوک فنا کولی شي او نه پیدا کولی شي. ته وا ماده د دوی په خیال کې د پیدا او فنا تر پړاو اوچته وه. حکماوو به هم ورته لایتجزي ویل او چې چا به ورته وایه، چې ماده په اصل کې جامد څیز نه؛ بلکې د صفاتو د اتحاد نوم دی؛ نو ورته به یې جاهل او د دقیانوسي زمانې سړی وایه.
اوس چې په خپله دا حقیقت ورڅرګند شو، چې د مادې وجود، د توانایۍ او طاقت نه پرته نور هېڅ نشته؛ نو دومره خو یې ومنله، چې ماده یوازې ددې جامد او ټوس څیز نوم نه؛ بلکې اصل یې څه نور دی؛ خو بیا هم د مادې مفهوم، په همدغه زوړ رنګ کې اخلي؛ خو څرنګه چې د دوی هغه پخواني خیالات- چې د تجربې په رڼا کې یې صحیح ګڼلي وو- غلط ثابت شول؛ نو داسې به یې دا خیال هم غلط ثابت شي، چې دا توانایي، د هغوی مزعومه ماده نه؛ بلکې عقل دی او په دې حال کې، د نړۍ یو ساینسپوه یې هم تجزیه نشي کولی؛ ځکه دا څیز پخپله تجزیه کوونکی دی؛ دا روح اعظم دی.
بېشکه، انسان چې ددې لوی روح، یو مجمل صورت دی؛ نو د متحدو شویو صفاتو تجزیه، تر ډېره بریده کولای شي، د اشیاوو په صورت کې څرګند شوي؛ خو د ” اکبر انسان” تجزیه نشي کولی؛ ځکه دا خیال د دوی د خپلې هستۍ لپاره هم د فنا ګوزار دی.
تر جماداتو او اوبو روسته نباتات او بیا حیوانات پیدا شول او کوم وخت چې د نړۍ تکامل، انساني صورت ته راورسېد؛ نو “عقل” پکې څرګند شو، له که چې د تکامل لړۍ پیل شوې وه.
د حیواناتو په بېشمېره ډولونو کې، یو ډول د انسان هم و، چې ډاروین ورته بیزو ویلې. بیا عجیبه خبره دا ده، چې د بیزوګانو په ټولو ډولونو کې یوازې یو انسان خو له شعوره، عقل ته تکامل وموند او نور بیزوګان او شادوګان هماغسې پاتې شول او د لکونو کلونو تر تېرېدو روسته، هماغه شان بیزوګان دي. پکار خو دا وو چې تر اوسه انسان بیخي د یوه داسې جسم او کړو وړو څښتن وای، چې له پخواني انسانه بیخي جلا ښکار شوی وای؛ ځکه د ډاروین نظریه وايي: هر یو څیز مخ پر وړاندې روان دی او څرنګه چې ړومبی و، بیا هغسې نه وي.
خو ډاروین د انسان له حقیقته پوره پوره خبر نه و، هغه خو د نورو مادیینو په څېر، انسان هم کټ مټ یو ځناور ګڼه. که د خپل حیوانیت تر جغه خلاص وای؛ نو په آزاد ذهن به یې انساني حقیقت معلوم کړی و او پوهېدلی به و، چې انسان په اول کې د نړۍ خالق دی او په پای کې منتظم.
دغه و انسان او انسانیت، چې له تخم نه ونه او تر تکمیل روسته، په ونه کې د تخم په څېر راڅرګند شو. په ړومبي حیثیت ورته عقل وایو او په پای کې، ذهن او مجازاً عقل هم ورته ویلی شو.
ملکیت یا روحانیت
په تېره وینا کې مو دا روښانه کړل، چې((د مطلق وجود، خپلو اعیانو ته ځير کېدل، پخپله د ” فکر” مفهوم پیدا کوي او موږ د “فکر” په اصطلاح پوهېدای شو. دغه “فکر” د یوه داسې ذات تصور راکوي، چې “فعال” دی؛ یعنې د ذات او صفاتو یو تصور، یا په بله وینا، یو داسې ذات چې صفات هم لري؛ خو دا صفات اظهار غواړي. دا اعیان یا معلومات هر یو یې ځان ته انفرادیت لري. دا هر یو فرد مجرد دی او د تجربو په وجه، له فکر سره متحد دی. که ګډون یا تړښت پکې ثابت شي؛ نو هم به د “فکر” په وجود کې نه وي؛ ځکه د “فکر” وجود، د خپلو وګړيو د تجربو غوښتونی دی.))
تردې روسته چې “فکر” د عقل په بڼه څرګند شو؛ نو دا ټول اعیان یا معلومات، عقلي دنیا ته راغلل، چې د کایناتو په صورت کې څرګندونکی وو. دې ته د علم الکلام ماهرین، عالم عقل او صوفیه او نور علما، عالم امر هم وايي؛ ځکه له دې ځایه پیلامه کېږي؛ خو په “فکر” کې څه اعیان داسې هم پاتې کېږي، چې هغه نه، له خپله عقل سره یوځای وي او نه، له مطلق فکر سره؛ بلکې ددې دواړو حالتونو ترمنځ د برزخ حیثیت لري. او دا حقیقت دی، چې د دوو عالمونو ترمنځ به ارومرو، برزخ [واټن] وي؛ ځکه تر هغه چې د دوو عالمونو ترمنځ پرده یا مانع نه وي؛ نو یو د بل حالات سوچه او په خپل حال نشي پاتې کېدی؛ ځکه په هغو دواړو عالمونو کې به ارومرو، د ټکر د دفع یا جذب عمل روان وي.
دا برزخي اعیان که د عالم عقل او فکر ترمنځ وي؛ نو د فکر عالم به د هغو او د وجودِ مطلق یا عین علم ترمنځ برزخ وي. دا اعیان له فکر سره د تعلق ساتلو په وجه، خپل تجرد ټینګ ساتي او د همدې تجرد په وجه، هغوی د فکر د برزخ نه د مطلق وجود له اغېزو نه هم بې برخې نه وي. او کوم وخت چې عقل، د روح اعظم په حیثیت خپل وګړي، د تړښت په عالم کې ظاهر کړي او انفرادیتونه یو له بل سره تعلق/ تړاو پیدا کړي- چې په تېره وینا کې مو خارجي عالم ورته ویلی و- نو هر یو فرد ته هم د هغو اعیانو له وجوده، د تجرد او ځان ته د انفرادي هستۍ احساس او وجدان حاصلېږي، چې د عالم عقل ترمنځ د برزخ حیثیت لري.
دغو اعیانو یا مجرداتو ته ملایکه مقربین او د ځینو علماوو په قول، بېلابېل طاقتونه وايي. صوفیه ورته عالم جبروت وايي، چې دا طاقتونه یا اعیان ورسره تړاو لري. همدغه طاقتونه دي، چې د عقلي عالم په ذریعه مثالي او د مثالي په ذریعه، د مادې عالم، له تدبیر سره تړاو لري.
همدغه طاقتونه، د نړۍ په هر فرد کې د خپل انفرادیت احساس ويښوي او هم د دغو اعیانو د تحریک په سبب، په انسان کې د طلب او لټون نه فنا کېدونې جذبه وي. د انسان د فطرت او جبلت په ژورو کې چې د لټون کومه جذبه ده او انسان چې د خپل سکون او اطمینان لپاره شپه ورځ زیار کاږي؛ نو دا د همدې رڼا اغېز دی، چې موږ ورته ملکیت یا روحانیت وايو.
روحانیت ورته ځکه وایو، چې دا جبروتي طاقت، د روح مرستیال دی او له انساني روح سره، د زیات تړاو ساتنې او نزدیکت په وجه، د روح ځلا ټینګه ساتي. د همدې ملکیت اغېز دی، چې انسان، د علم په حصول نه مړیږي، هر وخت نوې ننداره لیدل غواړي؛ ځکه تر ډېر علمي حصول روسته، بیا هم علمي تنده محسوسوي؛ ځکه هغه د علم سرچینې ته نه وي رسېدلی؛ خو په روح کې یې د خپلې سرچینې مزاج موجود وي او روح یې پوهېږي، چې هغه لا له خپل اصله لرې دی.
خو انساني مادي حواس په دې نه پوهېږي، چې ولې د علومو په تحصیل نه مړېږي. وجه یې دا ده، چې هغه په یوه داسې مرکب کالبوت کې وي، چې په شاوخوا کې یې بې له خواهشاتو او رنګینیو، بل هېڅ نه وي. هغه طبعاً دا غواړي، چې له دغو اضافاتو ځان خلاص کړي او خپل مجرد حالت ته ورسي؛ خو د مادیاتو د پرله پسې تړاو په وجه یې د ملکیت دا رڼا هم ساعت په ساعت تتېږي او چې ددې میدان څوک ځوانمرد استاد پرې ورپېښ نشي؛ نو هغه تر ژونده، د کالبوت تر اغېز لاندې وي. تر مرګ روسته حالت جلا ویینه غواړي؛ خو افلاطون ویلي:
“علم په ژوند کې نه؛ بلکې تر مرګ روسته، د صحیح علم د حصول موقع پیدا کېږي. “
حیوانیت
د مطلق وجود هغه اعیان یا معلومات چې په مطلق کې عین ذات وو؛ یعنې د اطلاق په درجه کې وو، چې کله “فکر” ته راولېږدول شول؛ نو د معلوماتو او اعیانو په حیثیت یې خپل خپل انفرادیت څرګند شو؛ خو په “فکر” کې هم، دا ټول اعیان، په مجرد حیثیت وو؛ یعنې د دوی لپاره “فکر” هم یو داسې مطلق وجود و، چې هغوی، یو بل ته مخامخ نه ول، چې په فکر کې هم، د خارجي جهان تصور پیدا شوی وای؛ البته دومره وه، چې دوی په مطلق وجود کې، د خپل ځان په هکله مطلق احساس درلود؛ لکه څاڅکی چې په سمندر کې د خپل مطلقیت احساس لري؛ خو په “فکر” کې یې د مطلقیت احساس ختم شو، دوی اوس خپل ځان مطلق نه؛ بلکې متعین ګڼه او د تعیین په دې درجه کې، هغوی د مجردو انفرادیتونو په حیثیت موجود وو او بیا چې له “فکر” نه د “عقل” دنیا ته راغلل؛ نو د هر یوه په وجود کې، د جوهریت آثار پیدا شول؛ انساني اعیان د “عقل” په عالم کې د روح اعظم په حیثیت دغه معلومات څرګندول پیل کړل.
روح اعظم، د یوه طاقت په حیثیت، د کیف نه کم ته میلان پیل کړ. هر یو علمي صورت، چې یو انفرادیت ورته وایو، رو رو یو بل ته څرګند شول او څنګه چې موږ روسته ویلي، له هر انفرادیت سره یې مربوب انفرادیتونه متعلق شول او د “څیز” معنوي وجود، له عقلي وجود نه ظاهر شو. دې معنوي عالم ته عالم مثال یا صور افلاطوني هم وايي او صوفیه ورته، عالم ملکوت وايي. بیا دا معنوي وجودونه، د پرله پسې تنزل په وجه، تر تکمیل موندلو او تړښت اخستو نه روسته، په مادي حیثیت څرګند شول. ته وا، طاقت رو رو د هغو وړو ذراتو صورت اختیار کړ، چې موږ انو او پرمانو ورته ویلی دی او بیا ددوی د متحد کېدو شیان، په جامد صورت کې څرګند شول. دې ته عالم مادیت، عالم شهادت او صوفیه ورته، عالم ناسوت وايي.
ددې نه وړاندې موږ په دې بحث کې پرېوتل غوره نه ګڼو، چې له مادې نه عناصر څرنګه پیدا شول. په تېرو پاڼو کې موږ دې ته اشاره کړې وه او هم مو د اجرامو پر تخلیق مختصره غوندې رڼا غورځولې ده؛ خو د فکر وړ سوال دا دی، چې له صرف یو جنس نه داسې رنګارنګ څیزونه څنګه پیدا شول، چې اکثر پکې یو د بل لپاره ضد دي؟ که دا ټول څیزونه د مادې په اصل کې له اول نه په عقلي او معنوي حیثیت موجود نه ول؛ نو د تړښت نه روسته، څرنګه ترې پیدا شول؟
د طبعیاتو علماء پرې لګیا دي، کار کوي او دا کار د همدوی دی. تر اوسه یې په دې کې ډېر کار کړی او لا یې کوي؛ خو موږ یې دا کار په سېر کې پوڼۍ هم نه ګڼو او کار یې ځکه رو رو روان دی او حقیقت ته ژر نه رسي، چې دوی د عالم، خالق نه مني او هر څیز ته په مادي سترګو ګوري ؛ نوځکه یې بصیرت پراخ نه دی؛ بلکې علمي وړتیا یې د یوه اړخیز تاثر اظهار کوي؛ ځکه یې مزل ډېر لوی دی، دا د دوی کار دی او زموږ چې له دې وینا کوم مقصد دی، هغه د انساني ژوند په ترڅ کې څېړنه ده. په دې کې به تر څه حده، دا خبره پخپله څرګنده شي، چې د یوه جنس نه دا رنګانګ څیزونه څرنګه څرګند شول؟
څه نا څه مو په تېره وینا کې هم د انفرادیتونو په لړۍ کې لږ وضاحت کړی؛ ځکه دلته زموږ مقصد، د کایناتو د اشیاوو وجودي څېړنه نه ده، ددې لپاره نور خلک دي. موږ رو رو له پاسه، ښکته راځو او ځان انساني بدن ته را رسوو.
د عناصرو تر پیدا کېدو روسته، د اجرامو تړښت پیل شو. دا کار، د روح اعظم یا عقل په اراده روان و. په لاحده فضا کې د بېشمېره اجرامو پیدا کېدل پیل شول او لا روان دي پېدا کېږي او صرف پیدا کېږي نه؛ بلکې فنا کېږي هم؛ ځکه باید چې د اجرامو، د تعمیر او تخریب دواړو کار روان وي. زموږ د ځمکې تر کاملېدو روسته چې کله د خاورو او اوبو له امتزاج نه نباتات او بیا حیوانات ظاهر شول؛ نو تردې ځایه بېشمېره اعیانو یا صفاتو، یو له بل سره امتزاج موندلی و او یو د بل د امتزاج په وجه، یو یو څیز مشخص شوی و.
ددې مثال به داسې وي؛ لکه چې یو څوک وپوښتو: مڼه څه ته وايي؟ جواب راکوي: په کوم څیز کې چې دا قسم بوی، وزن، سختي، ګردوالی او خوند وي؛ نو ورته مڼه وايي. اوس ښکاره خبره ده، چې رنګ، بوی، وزن، سختي، ګردوالی او خوند، ګرسره صفات دي او که دا صفات یو له بل سره متحد شوي نه وای؛ نو د مڼې دا موجوده شکل او تشخص هېڅکله پیدا نه و. د دغو ټولو صفاتو تر اجتماع او اتحاد روسته چې کوم څیز مشخص شو، هغه ته مڼه وايو. دا مڼه د نورو مېوو په څېر، په خوند او رنګ کې بېخي له نورو جلا ده؛ ځکه مڼه ځان ته خپل انفرادیت هم لري او دا نور صفات یې اضافات دي، چې له تجرد څخه یې تجسم ورکړی او په محسوس رنګ کې یې ښکاره کړې؛ خو د مڼې خپل انفرادیت، د اضافاتو په موړ کې قوي دی؛ ځکه هغه د هغو اضافاتو مربي دی. ته وا د مڼې حقیقي ذات، اوس هم زموږ تر پوهې اوچت دی. دغه شان د مڼې هغه نور اضافات یا مرستیال صفات هم چې ځان، ځان ته او په مجرد حیثیت وي، د پېژندنې جوګه به نه وي او که په دغو اضافاتو کې کوم یو، د مڼې مربوب نه وای؛ نو ځان ته تشخص به یې درلود او د هغه لپاره به یې نور مربوب و مرستیال صفات، د تشخص د څرګندولو لپاره راتلی.
نو په دې ډول، د نړۍ د ټولو اشیاوو حیثیت ګڼل پکار دي، چې په دغو اشياوو کې یو شی هم په مجرد حیثیت نشته او هر شی، په هر شي کې دی او په دې هکله به په راتلونکو پاڼو کې څېړنه کېږي.
هر شی د څو صفاتو ټولګه ده او په هره ټولګه کې، د هغه څیز خپل حقیقي وجود لاسبر او څرګند وي؛ خو دا یاد لرل پکار دي، چې دا لاسبر او څرګند څیز به په نورو شیانو کې د اضافي او مرستیال یا صفت په حیثیت وي او ددې څېړنه به روسته کېږي.
دا شیان یا انفرادیتونه چې څرګند شول؛ نو د تجربو په عالم کې خپل انفرادیت نه پرېږدي. دغسې د تړښت په عالم کې هم خپل ځان ته انفرادیت ټینګ ساتي او هغه تړښت، په عالم کې داسې محسوسوي؛ لکه په خوړو کې مالګه.
د نړۍ په دغو بې پای شیانو کې، یو شی انسان هم دی، چې ددې نوع هر فرد، ځان ته یو انفرادیت لري او هغه هم د څو صفاتو ټولګه ګڼل پکار دي، چې په دې اجتماع یا غونډه کې، د هر انسان خپل انفرادیت څرګند او معلوم وي.
څرنګه چې موږ د مڼې په مثال کې وویل، له هر انسان سره هم څه اضافات وي او په دغو ټولو اضافاتو کې، د هر انسان خپل انفرادیت څرګند وي. دلته انسان له خپل حقیقت نه ډېر لرې وتلی وي او چې د کوم عالم نه بل عالم ته لېږدول شوی وي، د هغه په حواسو، د جلا جلا عالم حواسو خورون کړی وي او په دې مادي جسم کې، هغه اوس د درې ډوله حواسو لرونکی وي: عقلي، مثالي او مادي. هغه په مادي کالبوت کې کټ مټ یو مادي ذات وي، د هغه مادي حواس په نورو حواسو داسې ورخوره وي، چې هغه نور دوه ډوله حواس یې د احساس او وجدان لپاره همدغو مادي حواسو ته اړمن وي. د انساني ذهن چشمې [سترګې] مادیت وي، محیط یې بیخي مادي وي، ټولې اړتیاوې یې په مخکې وي او هغه د مادیت په لاس کې یو ګوډاګی غوندې وي؛ خو ددې مطلب دا هېڅکله نه دی، چې د هغه عقلي او مثالي حواس بېخي معطل شوي وي، هغه هم پر خپل کار بوخت وي او وخت په وخت، غلبه هم پیدا کوي او اغېزې یې مادي حواسو ته رارسي.
د انسان دې مادي غوره والي (رجحان) ته بهیمیت یا حیوانیت وایو؛ ځکه دا حالت په ټولو حیواناتو کې موجود دی. دا کالبوت، د تکامل هغه اخري څیز دی، چې د ” فکر” ، “عقل” یا د روح اعظم د پلوشې صحیح محل وي.
دلته “فکر” د ذهن په حیثیت موجود دی. پر انساني جسم نه سربېره، په نړۍ کې، بل، یو څیز د همدې وړ نه و، چې د “فکر” لپاره صحیح محل ثابت شوی وي او چې فکر وکړو؛ نو معلومه به شي، کوم څیز ته چې زموږ د زمانې مادیین، تکامل وايي، په حقیقت کې تنزل دی.
د انساني وجود تر تکمیل روسته، صحیح تکامل پیل کېږي؛ ځکه د تکامل ابتدا باید له نقض او خامۍ نه وشي. تکامل د کامل او مکمل ذات لپاره هېڅ معنی نلري او له هر انفرادیت سره، د اضافاتو وجود، ددې خبرې ثبوت دی، چې ترڅو له دغو اضافاتو نه مجرد نشي، هغه خپل حقیقت ته نشي رسېدلی او نه د کایناتو په خواله پوهېدای شي.
که غور وکړو؛ نو پوه به شو چې انسان له خپلو اضافاتو نه د خپل علم تنده سړوي ؛ نوځکه، له خپلو اضافاتو نه اغېزمن وي او چې اغېزمن وي؛ نو ورته اړمن هم وي او ددې اړتیا پایله دا شي، چې د خپلو اضافاتو محکوم شي، ټول عمر یې د خواهشاتو په څپو کې تېر شي، زرګونه خواهشات یې پوره هم شي؛ خو آخر چې فکر وکړي؛ نو هماغه شان ناډاډمن او پرېشان وي. ددې وجه دا وي، چې هغه په مادي کالبوت کې، په خپل حقیقي او وجودي حیثیت، په نورو اضافاتو کې راګېر وي او که په هغو اضافاتو کې ډېر داسې وي، چې د هغه له انفرادیت سره سمون نه خوري؛ نو دی ترې همېشه پریشان وي، چې د اضافاتو له غلبې نه وزګار نشي او پر خپلو ټولو اضافاتو لاسبر نشي؛ نو هغه د ذهني تکامل په مزل کې بریا نشي ترلاسه کولای.
الکل فی الکل
دلته به ښه وي، پر اضافاتو لږه ډېره رڼا واچول شي او هغه داچې، د مطلق وجود بېشمېره اسماء او صفات دي او هر یو اسم او صفت، یو عین او هر عین، یو مظهر/ ښکارندوي غواړي. دا اعیان، اسماء او صفات په مطلق وجود کې عین وجود وي؛ خو په تعین کې، د نزول او آثارو په وجه متعین او مشخص وي؛ نو کوم وخت چې د اعیانو مظاهر، د ذاتي مرتبې نه، د تعیین مرتبې ته راشي؛ نو دلته ټول، یو بل ته مخامخ شي؛ نوځکه هر یو عین، د خپل انفرادیت احساس وکړي او یو بل ته د مخامخ کېدو په وجه، د خارجي عالم احساس پیدا شي. بیا نو هر یو په بل صورت کې منعکس شي او یو د بل نه اغېزمن شي. ددې وجه دا ده، چې هر صفت په ذات ټینګ وي او هېڅ څیز، له ذات نه بغیر نشي موثر کېدلی او نه ظهور کولای شي.
چېرته چې د صفت اظهار وشي، هلته به ذات ارومرو موجود وي؛ نو ذات خو د ټولو صفاتو سرچینه ده او چې سرچینه ده؛ نو له هر صفت سره به نور ټول صفات هم د پلوشې په ډول شامل وي؛ ځکه چې د یوه ذات په حیثیت، هغه د ټولو صفاتو حامل وي؛ نو په داسې حال کې، په هر صفت کې، یا د هر صفت په مظهر کې، د ټولو صفاتو مظاهر جمع شي؛ خو د هر صفت مظهر، ځان ته خپل جلا انفرادیت هم لري او چې ورسره جمع شوی وي، اضافات ورته وایو؛ ځکه د هغه صفت، پر وجود باندې اضافه وي.
دغه شان، د هر مظهر یا کالبوت لپاره اضافات وي او هغه مظهر، پخپله هم، د نورو مظاهرو لپاره اضافه وي، ځکه، هر څیز په هر مظهر کې موجود دی. باید دا نظریه په خیال کې وساتلای شي؛ ځکه د انساني روزنې په باب کې يې ذکر راځي.
دویم باب
د نړۍ درې ډوله مخلوق
ګروهن یم، د نړۍ پر مخ دا ټول علوم او فنون د انساني ذهن پیداوار دی او کومو خلکو چې له خپل ذهن څخه کوم تخلیقي کار نه دی اخستی؛ نو اړ دي، چې له همدغو علومو او فنونو استفاده وکړي او په رڼا کې یې د خپل ژوند مزل وټاکي. دا عوام دي او په دې هم بحث پکار نه دی، چې عوام د خپل انفرادیت په رڼا کې، خپله تخلیقي لار، د ځان لپاره ولې نه جوړوي؟ ایا فکرونه یا خیالات ورته موقع نه ورکوي؟ که په دې هکله د دوی په جبلت يې هډو ځان ته د لارې د ټاکلو وړتیا نه وي؟
پردې آخرنۍ خبره قایل نه یم او ګروهن یم، په هر انسان کې یو داسې بنسټیز وصف وي، چې هغه له خپل موصوف ځنې ځان ته د لارې او اصولو غوښتنه کوي. تاسو به وینئ، چې په انسانانو کې د یوه انسان کړه وړه هم د بل په څېر نه وي. د هر انسان غږ له بل نه بېلابېل وي او د هر انسان په لاسبر او بنسټیز غوره والي کې هم توپیر وي. ددې لپاره اړین ده، چې د هر انسان خپل ذاتي اصول، فکرونه یا خیالات هم وي، چې د خپلو کړو وړو په څېر تر نورو انسانانو ممتاز وي ؛ نوځکه زه هم یو انفرادیت لرم او دا نه خوښوم، چې د ژوند لار، په تقلیدي اساس جوړه کړم.
کېدای شي، چې زما ځينې اصول او نظریات، له ځینې کسانو سره یو شان یا ځینې کسانو ته ورته وي. دا هم کېدای شي، چې د ډېرو کسانو مخالف وي؛ خو دا څه د تعجب خبره نه ده. په بنسټیز ډول، انسان بېخي په یوه فطرت جوړ دی او په هر انسان کې هغه ټول صفات موجود دي، چې په بل انسان کې وي. څرنګه چې موږ د ” الکل فی الکل” په وضاحت کې لیکلي ، دا هم ممکنه ده، چې د یو څو انسانانو مرکزي او بنسټیز صفات هم یو شان وي؛ خو دا ناشونې خبره ده، چې په ټولو خیالاتو کې به یې وحدت او اتفاق وي.
په هر حال، هېڅ امکان نه لري، چې یو انسان به د اصولو، خیالاتو او اوصافو له کبله، کټ مټ، د بل انسان په څېر وي. که داسې ممکن وای؛ نو نه به په نړۍ کې دا رنګارنګي وه او نه به بېلابېل علوم او فنون پیدا کېدل؛ ځکه د تکامل بنسټیز مقصد چې فوت شي؛ نو د تکامل خو بیا څه سوال نه پیدا کېده؛ ځکه مې دا هڅه کړې، چې د کایناتو او د انسان د ژوند په هکله دې یوازې د داسې خیالاتو اظهار وشي، چې د انفرادیت له ژورو مې راوتلی وي؛ البته په ځینو ځایونو کې به د نورو پوهانو افکار هم وړاندې کوم؛ ځکه ددې زمانې زلمي، له لویدیځو فلاسفوو ډېر اغېزمن دي. که په دغو خیالاتو کې ځینې ځینې، د بل چا له خیالاتو سره سم یا مخالف وو؛ نو په دې کې به څه حرج نه وي؛ ځکه د ژوند حقایق، د ټولو انسانانو مشترکه اثاثه ده. په اثاثه کې به د چا یو څیز خوښ وي او د چا بل.
د تخیل په هکله چې کوم خلک راته له ځان نه کم ښکاري؛ نو هغوی ته به هم ډېر خلک له ځان نه کم ښکاري. د ژوند په ډګر کې هر یو انفرادیت مجبور دی، په خپله هغه لار روان شي، چې فطرت ورټاکلې ده. هغه ددې هېڅ پروا نه کوي، چې له لارې سره یې د چا اختلاف دی. همدغه اختلاف، د نړۍ د ژوند ضامن دی، د انفرادیتونو همدغه بېلابېلې پُرزې، ددې ماشین د ژوند زمه وار وي. په دغو کې، د یوې پُرزې کمی یا نقصان هم د ماشین په ټولټال اغېز کې توپیر راوستی شي. په دغو پرزو کې هره پرزه خپل کار کوي او په خپل انفرادیت کې هېڅ لاسوهنه نه زغمي.
له دې بیانه دا هم معلومه شوه، د ادنی او اعلی کوم طبقاتي وېش چې مو کړی ، دا صحیح نه دی؛ البته د ځینې فرد ذهني کدرونه، د ځینې فرد په موړه کې کم ښکاري؛ نو موږ ځکه د اعلی، اوسط او ادني تعین کوو. موږ په لوښیو کې پر وړوکي او لويی قایل یو؛ خو سوال د لوښي د استعمال دی، چې کار پوره کوي که نه؟ که خپل کار پوره کوي؛ نو د هغه د جوړونکي مقصد حاصل دی او هغه لوښي ته په ادنی درجه کې ځای نشو ورکولای او که خپل کار په ښه ډول نشي پوره کولی؛ نو بېکاره او ادنی ورته ویلای شو.
د اوبو یو جام چې له اوبو ډک وي، ځان ورته ډک ښکاري او یو غټ منګی چې له اوبو ډک وي؛ نو ده ته هم ځان ډک ښکاري، مقصد هماغه دی، چې لوښی دې ډک وي، چې ډک وي؛ نو څه منګی ډک او څه جام ډک. په منګي کې د اوبو ډېر مقدار وي؛ نو د هغه کار هم جلا دی. چې کله له منګي ځنې د جام کار او له جام ځنې د منګي کار نه اخستل کېږي؛ نو د اعلی او ادنی هډو سوال نه پېدا کېږي. که انساني جسم ته ځير شو؛ نو رامعلومه به شي، چې ددې جسم هر غړی، په ټول جسم اغېز غورځوي او کوم غړی یې چې په تکلیف راشي؛ نو د تکلیف په وخت کې ورته تر ټولو زیات سکه هماغه خوږ غړی وي. که په سترګه یې درد راشي نو وايي: د سترګې نه به بل سخت درد نه وي، که په غوږ، لاس یا پښه کې یې تکلیف پیدا شي؛ نو هم هغسې. وجه یې دا ده، چې د هر غړي له تکلیفه، ټول جسم اغېزمنېږي او د تکلیف اغېز، د جزوي پرځای، کلي ښکاري.
نو اوس که هر څو په دغو انساني غړیونو کې د ځینو ځینو پر اهمیت قایل هم شو؛ خو د هغو نورو له اړتیا او اهمیته خو هم انکار نشو کولای؛ ځکه که د چا یو نوک هم مات شي؛ نو د جسم په ټوله کارخانه کې یوه څپڅپاندي پیدا شي.
اوس به د نړۍ ددې لوی کارخانې په مخلوق نظر واچوو، چې په دې کارخانه کې، د هر یوه کار څه دی؟ ایا په دې کارخانه کې کوم څیز بېکاره هم شته ؟ هېڅکله نه.
د نړۍ درې ډوله مخلوق، په بنسټز ډول، له یوې سرچینې ظاهر شوي او په دغو کې هر یو، د نړۍ د کالبوت یو جز دی. دا درې ډوله مخلوق دا دي: اجرام، حیوانات او انسان.
د اجرامو په لړ کې هر هغه څیز حسابول پکار دي، چې د جماد په شمېر کې راتلای شي او په حیواناتو کې له څارویو، داړونکیو، مارغانو او چینجیو سره سره، نباتات هم شمېرل پکار دي؛ ځکه نباتات هم حیواني ژوند لري.
انسان که څه د حیواناتو له لړ ځنې دباندې نه دی؛ خو د خپل جامعیت په وجه یې په حیواناتو کې نشو حسابولای او تردې روسته به راته ددې درې قسمه مخلوق په هکله، د هغو د ژوند په اړخ کې، د څېړنې موقع په ګوتو راشي.
د اجرامو په اړه چې څه لیکو؛ نو څېړنه به مو د طبیعي ژوند په هکله وي او څه چې په حیواناتو لیکو؛ نو د طبیعي او شعوري ژوند په سترګو به ورګورو او چې کوم وخت د انساني ژوند په بېلابېلو اړخونو رڼا غورځو؛ نو ددې کتاب مدعا مو هم، د انساني ژوند، د لویو لویو اړخونو ښکاره کول دي.
په طبیعي، شعوري او عقلي ډول، د انساني ژوند څېړنه
نو انساني ژوند، د طبیعي، شعوري او پرې دپاسه په عقلي حیثیت څېړو؛ ځکه کوم ډول ژوند چې په اجرامو او حیواناتو کې، ځان ځان ته موجود دی؛ نو هغه په انسان کې ځان ته ټول موجود دی او پردې سوا پکې یو بل زیات څیز هم موجود دی، چې عقل ورته وايو. هم دې عقل ته موږ مجازاً فکر او ذهن هم ویلی شو، هم دې ته روح ویل هم جایز دي؛ ځکه همدغه څیز له جزیاتو نه کلیات جوړوي او چې دا څیز (عقل)، له خپلو خارجي متعلقاتو نه اوچت تصور شي؛ نو عین روح او عین “فکر” دی. همدغه څیز د غم، وېرې او ترهې احساس کوي، د نړۍ په هر څیز حکومت کوي او د هر څیز د وجود او د هغه د حواسو علم حاصلوي.
همدغه عقل یا ذهن، د هغه لوي “فکر” یا “ژوند” مجمل انځور دی، چې د اظهار لپاره یې دومره پرلپسې صفاتي نزول اوشو. د “فکر” د عالم حواس (ملکیت) ورکړل شول، عقلي (انسانیت) یې خپل وو، مادي (حیوانیت) یې هم ورکړ، چې هغه د ارتقا په لار کې بیخي له هر ډول اړتیا تش وي، چې هغه تردې لوی تنزل روسته بیا تکامل پیل کړي او رو په رو تر هر څه ړومبی، پر خپل وجودي عالم قابض شي او بیا په نړۍ ورخور شي او تر تسلط لاندې یې راولي او تردې تسلط روسته به ددې وړ شي، چې فطري انتظام یې وکړای شي او چې کاینات یې تر تسلط لاندې راشي؛ نو هغه به د کایناتو د اشیاوو له اغېزو پاک شي او بیا به ددې وړ شي، چې خپل تجرد ته عروج پیل کړي. هم دې حال ته جرمني فلاسفر؛ نیتشی، فوق البشر ویلی دی، د ده په ګروهه کې، د نړۍ هېڅ خالق نشته، همدغه انسان به په پرله پسې ارتقا، خدای یا فوق البشر شي.
د ارواښاد علامه اقبال په قول، دې مجذوب فیرنګي ته یو قدم پاتې و، که یو الهي حکیم ورسره یوځای شوی وای؛ نو ددې مزل نه به یې تېر کړی و، ارواښاد فرمايي:
کاش بودی در زمان احمدی
تا او را بنمودی راز سرمدی
او ارواښاد علامه د خپل ځان په هکله وايي:
اگر ہوتا وہ مجذوبِ فرنگی اس زمانے میں
تو اقبال اسکو سمجھاتا مقامِ کبریا کیا ہے
خو په دې موقع، د انساني ذهن له ژورو، یوه بل نیوکه هم سر راپورته کوي او وايي: کوم وخت چې انسان د فکر له دنیا، په پرلپسې تنزل، د تړښت عالم ته راغی او د تړښت له عالمه، به بیا د فکر عالم ته ارتفاع وکړي؛ نو دې دومره کړاو اړتیا څه وه؟ پخوا هم د فکر په عالم کې و او بیا به همغلته رسي؛ نو دا څه دي؟
او دا حقیقت دی، چې په روښانه ذهن کې، دا ډول او دې ته ورته نورې پوښتنې راپیدا کېږي او دغه وجه ده، چې په نړۍ کې د داسې ګروهې پوهان هم شته، چې د کایناتو دا ارتقاء، د لوی څښتن د ذات یوه تجربه ګڼي او وايي، چې لوی څښتن، پخپله لګیا دی، لا د ارتقا په مزل کې دی او هغه لا تراوسه داسې کاینات نه دي جوړ کړي، چې د هغه د ذات د منشاء مطابق وي.
د تناسخ حقیقت
زه هم تر یوې مودې، په دې اند وم او فکر مې کاوه، که لوی څښتن له هرې ډډې، کامل او خالق دی؛ نو ولې شیان پیدا کوي او بیا یې فنا کوي. معلومېږي، داچې یو څیز جوړ کړي؛ نو څه موده روسته ورته پکې نقض ښکاره شي، هغه بیا محو کاندي او بیا یې په بل ډول جوړ کړي؛ خو لږه موده ددې اند کمزوري راجوته شوه او هغه داچې، انساني روحیات، د حقیقت د لټون پر مهال، په یوه موقع، داسې تنګ شي، چې هغوی د خپل تکمیل لپاره، د مدارجو تصور، یوه توره بلا وګڼي او دا هیله یې پیدا شي، چې ژر تر ژره یې دا پړاو سر ته ورسي؛ ځکه پوهېږي، چې خدای پر هر څه قادر دی؛ نو بیا درجه په درجه او پوړۍ په پوړۍ، څه معنی لري؟
تردې روسته مې اند، تناسخ ته هپه/ هڅه وکړه او څه موده مې په دې کې تېره شوه. کله کله به داسې وخت راغی، چې یوه ځای ته به مې وکتل؛ نو پوه به شوم، چې دا ځای مې پخوا هم لیدلی، ځکه مې په ذهن کې تناسخ پوره ځای پیدا کړ؛ خو څرنګه چې روانې اوبه، په یوه ځای نه درېږي او خپل اصل ته ځان رسوي؛ نو دغسې، ځینې ذهنونه هم د دغو مقاماتو په ننداره کې نه محو کېږي.
آخر په دې پوه شوم چې د تناسخ حقیقت څه دی؟ او حیران شوم، چې د نړۍ څومره لوی لوی پوهان او شخصیتونه په دې اشتباه کې راګېر وو. دا وخت د تناسخ د څېړنې نه دی؛ خو په لنډو به دومره ووایم، چې ناطقه نفس، د خوب پر مهال ځینې داسې ځایونه ویني، چې ورته نوی وي؛ خو څه اهمیت نه ورکوي او بیا یې هېر شي؛ خو یو مشاهده شوی څیز هم نه فنا کېږي، هغه په انساني تحت الشعور کې خوندي وي، یا داچې په ويښه یو ځای وویني او هغه بیا ترې هېروي. که یو داسې ځای وویني، چې پخواني لیدل شوي ځای ته ورته یا یې کټ مټ په څېر وي؛ نو په تحت العشور کې هغه پخوانی نقش غځونې وکړي او دا سړی محسوس کړي، چې دا ځای ما پخوا هم لیدلی دی. سره له دې چې هغه د تحت العشوري نقش له غځونې ځنې هېڅ خبر نه وي؛ ځکه هغه یې بېخې له حافظې وتلی وي؛ خو د ناطقه نفس په احساس کې یې موجود وي.
دغه شان یوه ورځ په ړومبي ځل کوهاټ ته ولاړم او د کوهاټ بازار ته مې وکتل؛ نو په وجدان کې مې د تناسخ د ګروهې له ورځو سره سم، کیفیت راپیدا شو او و مې ننګېرله چې دلته پخوا هم راغلی یم. اوس چې ددې نظریې په کمزورۍ پوه وم؛ نو فکر مې پیل کړ، چې د کوهاټ دا بازار راته ولې اشنا ښکاري. آخر د تحت العشور له ژورو مې د اطمینان برښنا راپورته شوه او رامعلومه شوه، چې په ۱۹۱۶ کې چې هلک وم، پېښور ته راغلی وم؛ نو د ډبګرۍ بازار، کټ مټ ددې بازار په شان و.
تردې پړاو وړاندې مې دا اند راپیدا شو، چې هر څه، هر څه په خالق کې دننه دي او هېڅ څیز یې له هستۍ ځنې په خارج کې نشته؛ خو یاد دې وي، چې تر دغو ټولو نظریاتو مخکې، په ما د الحاد اغېز و او پینځه کاله پرلپسې، د خالق د هستۍ قایل نه وم. هر څه په هغه کې (همه در او) د اسپینوزا هم اعتقاد و او له دې څخه، د وحدت الوجود د نظریې ابتدا کېده او بیا له (همه در او) ځنې خبره (همه اوست) او بیا یوازې (اوست) ته ورسېده؛ خو په حقیقت کې، دا د ذهني مزل پړاو و او علم او یقین هله پيدا کېږي، چې د لوی څښتن په هکله پر تنزیه او تشبیه دواړو قایل شې. سره له دې چې د هغه له وجود نه سوا، بل هېڅ وجود نشته؛ خو له همدې وجود نه بېلابېل مراتب ظاهر شوي او چې څوک یې لحاظ و نه ساتي، ژوند یې نیمګړی پاتې شي او کوم وخت چې انسان، د تشبیه په ډګر کې وي، دا خیال ورځي، چې اول هم انسان د هغه لوی څښتن په وجود کې و او بیا به همغلته رسي؛ نو دې دومره کړاو ته څه اړتیا وه. دا ډول اعتراض په درې حالاتو کې پیدا کېږي:
ړومبی د حیوانیت په غلبه کې او د همدې صفت په غلبه کې، انساني ذهن تر مادیت اوچت هډو تصور کولای نشي. عقل یې بیخي د حیوانیت په قبضه کې وي ؛ نوځکه ورته عقل، د الحاد او مادیت په ترڅ کې ښودنه کوي.
دې ډول خلکو ته په ځواب کې، یوازې دومره ویل کافي دي، چې دوی د مادې پر وجود خو قایل وي او په دې هم پوهېږي، چې ماده په اصل کې لطیف وجود دی، چې رو رو په تړښت اخستو سره کثافت ته مایله شوه. دې پرله پسې تړښت، تعمیر او تخریب ته ارتقاء وايي او چې کوم وخت ارتقاء، انساني وجود ته راورسېده؛ نو مادې خپل یو بهترین مخلوق څرګند کړ.
دا افکار د هغو علماوو دي، چې په ډېر دیانت دارۍ، په مادي پلټنې بوخت دي، که د مادې پر خالق او منتظم قایل نه دي؛ نو وجه یې دا ده، چې د خالق د وجود په هکله ورته کوم مثبت دلیل په ګوتو نه دی ورغلی، دوی به هرومرو د خپلې مشاهدې پر بنسټ عقاید جوړوي؛ البته که د مشاهدې په لړ کې ورته د کایناتو د خالق څه احساس وشو؛ نو یقیناً به یې ومني؛ ځکه معقول پسنده دي؛ نوځکه د خالق له وجوده انکار کوي، چې هغوی په دې هکله هېڅ علم الیقین نه لري. هغوی خو دا ګوري، چې د انساني اړتیاوو چورلیځ، همدغه ماده ده، له همدې بارانونه اوري، همدغه ماده بوټي زرغونوي، برښنا پیدا کوي او دغسې نور. بیا د داسې خلکو په پیدایښت کې هم، د لوی څښتن منشا دا وي، چې په نړۍ کې مادي ارتقا وشي؛ نو ددې ډول خلکو فطرت یې داسې جوړ کړی، چې هغوی الهیاتو ته هډو مخه نشي کولی.
په دغه کسانو کې ځینې ځینې مادیین داسې هم وي، چې هغوی د خالق پر جود قایل شي، په هر رنګ کې چې وي، په دې پوهه شي، چې د کایناتو خالق شته؛ لکه هیګل، چې خدای پاک ته “فکر” یا “عین” وايي؛ لکه نیتشې چې ګروهن دی، خدای خو نشته؛ خو همدغه انسان، به په پرله پسې ارتقا، خدای شي؛ یعنې فوق البشر.
ته وا هغه هم، په یوه هکله، د نړۍ د خالق اړتیا محسوسوي او د علامه اقبال په وینا، دا مجذوب فېرنګی، د مغزو له کبله خو کافر و؛ خو زړه یې مومن و، د حق او هغه ترمنځ، یوازې یو قدم پاتې و او د هغه د یوه قدم دا مزل، د یوه کامل استاد، د نشتون په وجه، له هغه پوره نشو.
ماده هېڅکله طبعاً، له لطافت څخه کثافت ته نه مایله کېږي
خو په دې خپله نظریه کې، د نیتشې ذهن دا روزل شوی و، چې کله به وپوښتل شو: ” دا انسان ولې پرله پسې پیدا کېږي او فنا کېږي؟” نو جواب یې ورکړ: ” انسان د فوق البشر جوړېدو په تکل، پرلپسې پیدا کېږي او بیا فنا کېږي.”
ته وا دلته د نیتشی فکر ایله د تناسخ اعتقاد ته رسېدلی و او دا اعتقاد، د الحاد تر نظريې لږ غوندې اوچت دی. له دې نظریې سره د خالق تصور لازم دی؛ ځکه د انسان پرله پسې پيدا کېدل او فنا کېدل، د انسان د وس کار نه دی او نه انسان په خپله د ځان د پیدا او فنا عمل جاري ساتلی شي. غریب نیتشې !! دلته که یې یوازې دومره فکر کړی وای، چې د انساني نوع، یو فرد هم په خپله خوښه، د پیدا او فنا عمل جاري نشي ساتلی او نه په انساني نوع کې، د نوع په حیثیت، دا ځواک شته چې د پیدا او فنا عمل په خپله خوښه وچلوي؛ بلکې بل ذات دی، چې هغه یې چلوي.
په ماده کې چې کوم پرلپسې تغییر لیدل کېږي؛ نو دا یې هم خپل نه دی؛ ځکه که تعمیر او تخریب دواړه اوصاف، د مادې خپل ذاتي وي؛ نو هډو تخلیق به نه وي شوی؛ ځکه چې ماده هېڅکله طبعاً له لطافت څخه کثافت ته نه مایله کېږي او چې مرکبو اجسامو ته ځیر شو؛ نو پوهېږو چې د مادې لطافت، د جبر په قانون، کثافت ته مایل کړای شوی. ګنې په دې خو د یوه ادنی پوهې خاوند هم پوهېدلی شي، چې که په ماده کې کوم وصف وي؛ نو هغه به په ټول جسم حاوي وي؛ ځکه ماده خو بسیط شی دی او چې کوم عمل ترې څرګندېږي، هغه به د مادې له ټول جنسه ظاهرېږي او هم اختیاري نه؛ بلکې اضطراراً؛ نو کوم وخت چې ماده په تخلیق کولو بوخته وي؛ نو هم مهاله، د تخریب عمل نشي کولای او چې د تخریب عمل پیل کړي؛ نو تعمیر نشي کولای؛ ځکه د یوه بسیط جنس لپاره، دا خبره امکان نلري، چې هغه په یوه وخت کې پخپله هم فعال وي او هم منفعل.
اوس دې نو هغه معترضان فکر وکړي، چې وايي انسان پخوا هم په وجود مطلق کې و او بیا به همغلته رسي؛ نو ددې کړاو مطلب مقصد څه شو.
ماده په جبر، کثافت ته مایله شوې او هر وخت، لطافت ته د رسېدو په تکل کې ده.
هغوی دې فکر وکړي، چې ماده طبعاً کثافت ته مېلان نه کوي او هر څو که هغه په جبر کثافت ته مایله شوې؛ خو هغه هر وخت لطافت ته د رسېدو په تکل کې ده او په دې سلسله کې یې قدرت هم، درجه په درجه، لطافت ته بیايي. د مادي شیانو دا پرله پسې متغییر، دا خبره ثابتوي، چې ماده بیا خپل لطافت ته روانه ده او چې هر کله لطافت ته ورسي؛ نو وګړي به یې په عقلي حیثیت، خپل اصل ته عروج وکړي؛ په اول کې چې د اعیانو، له خپل څښتن سره کوم وصال و، هغه صرف وجودي و، اوس به حسي او عقلي شي.
دویم ډول خلک چې دا نیوکه کوي؛ دوی په حیوانیت کې راګېر، هغه خلک دي، چې د لوی څښتن پر وجود خو قایل دي؛ خو د حیوانیت یا مادیت غلبه یې دومره زیاته وي، چې د دوی د ذهن پر هنداره پوره پوره علمي ځلا نه پیدا کېږي؛ په هنداره کې یې مدام، مادیت د دوړې په څېر پنډ وي. دا شکونه یې د مجاهدې په دوران کې پخپله ختم شي او چې کله له اضافاتو نه خپل علم واخلي، په هغو لاسبر او بیا خپل تجرد ته ورسي؛ نو پوه شي، چې نه اوس هغسې مجرد صفت نه یم؛ لکه څرنګه چې تر نزول پخوا وم، د خپلې هستۍ یو ټولیز ادراک مې درلود؛ خو دومره عالم نه وم؛ لکه چې اوس یم او نه مې له خپل موصوف سره دومره نږدې تړاو و؛ لکه چې اوس دی. اول مې ورسره تړاو، یوازې وجودي او حسي و او اوس؛ وجودي، حسي او عقلي؛ درې واړه دي او پردې سربېره، عشقي او حُبي هم دی.
انسان پرلپسې پیدا کېږي او فنا کېږي او دا د انساني نوع، د فوق البشرېدو تکل دی
پاتې شول، د نېتشې په شان فلاسفه؛ نو که دا خیال یې کړی وي، چې انسان پرلپسې پیدا کېږي او فنا کېږي او دا د انساني نوع، د فوق البشر جوړېدو تکل دی؛ نو چې لکونه جسمونه بدل کړي؛ نو د تناسخ د اعتقاد په لامل به نجات ومومي او هغوی به لطافت ته ورسي او له یوه لطیف جسم سره به متعلق شي، چې په هغه کې به خوشحال وي او بیا به د جسم اختیارولو له چکره خلاص شي او له خپل خالق سره تړاو ساتلی شي؛ ځکه چې اوس به هغوی هم، د یوه خالص مجرد روح په حیثیت، پاتې شوی وي؛ خو د تناسخ په دې نظریه کې، د علم د حصول څه غایه نشته؛ بلکې یوازې د پیدا کېدو او فنا کېدو له چکره تېښته ده، قنوطیت دی او ځان له تکلیف ځنې راحت ته رسول دي.
او که انسان د نوع البشر په حېث شي؛ نو اقتدار به یې پر چا وي؟
که ووايي، چې په خپل نوع؛ نو معلومه شوه، چې انسان د نوع په حیث، فوق البشر نه دی، ډېر خلک؛ بلکې کثرت لا پکې له ارتقا پاتې دي او که ووایي، چې کوم انسان فوق البشر شي؛ نو هغه به پر فلکي اجرامو اقتدار پيل کړي. ځواب یې دا دی، چې په فلکي اجرامو کې چې کوم مخلوق دی؛ نو هغه به له انسان څخه څه کم مترقي وي؟ هغه به کله انسان ته، پر خپل چاپېریال، د اقتدار موقع ورکړي.
اوس د هغه اعتراض په دغو دوو ځوابونو لږ غور پکار دی. یو خو هغه فلاسفه او حکماء دي؛ لکه نېتشې او نور مادیین ، په هغو کې دا اند ضرور موجود دی، چې انسان د پرلپسې مادي ارتقاء د پایلې پیکر دی او د ارتقا عمل هغوی غیر مختتم ګڼي. چې غیر مختتم شو؛ نو دا خبره پخپله ثابته شوه، چې انسان به ارومرو لطافت ته عروج کوي؛ خو تر عروج روسته به یې حیثیت هغه نه وي، چې تر عروج پخوا، د ارتقاء په ړومبیو مدارجو کې و. د بېلګې په توګه، د ډاروین د نظریې له مخې، نن چې د انساني وجود کوم حیثیت دی؛ نو دا حیثیت یې یقیناً هغه وخت نه و، کوم وخت چې د ارتقاء په دوران کې، د بیزو په بڼه و. دغسې یقیناً د ارتقاء دا پرلپسې عمل غوښتنه کوي، چې څه ډېره زمانه روسته به انسان، د لطافت هغو مدارجو ته ارتقا کړې وي، چې نن سبا یې موږ تصور هم نشو کولی.
نو اوس هغه اعتراض نشي کېدای، چې انسان خو اول هم د یوه صفت په ډول، د خپل موصوف په ذات کې موجود و؛ نو دې کړاو ته یې څه اړتیا وه، چې بیا هم خپل ذات ته رسېدونی دی. ددې غایت مو بیان کې واضح کړی دی.
د مطلق ذات د لټون مجاهده
به راشو هغه وګړيو ته چې د مطلق ذات په لټون کې مجاهده کوي او دا ډول شک ورشي. هغوی ددې شک په دوران کې تر بد ضرور وي؛ خو د فطرت له ژورو یې پرله پسې یو داسې غږ ضرور راخيژي، چې دا پوښتنه داسې نه ده، چې یو وخت به حل نشي. چې کله دوی له اضافاتو ځنې مجرد شي او بنسټیز حواس او صفات یې له خپلې ټولې ځلا سره آزاد شي؛ نو دا محسوس کړي، چې په حقیقت کې نه چا نزول کړی او نه ارتفاع؛ بلکې هغه مطلق وجود، چې څرنګه موجود و، هم هغسې موجود دی او همېشه به وي.
موږ چې څه محسوس کړل، یا یې محسوسوو؛ نوځکه دي، چې موږ د همدغه مطلق وجود اعیان یا معلومات یو، چې د هغه لوی ژوند، په اراده کې وجود لرو او څرنګه چې هر صفت، د خپل موصوف، د آثارو یو اضطراري وجود وي؛ لکه یو عکس چې په هنداره کې د خپل اصل یو اضطراري وجود وي؛ نو موږ هم د خپل ځان د هستۍ احساس ځکه کوو، چې مطلق وجود، د خپلې هستۍ احساس کوي او د مطلق وجود، دغه د خپلې هستۍ احساس یې په صفاتو او اعیانو پرېوځي او دغه وجه ده، چې موږ د خپل “انا” احساس کوو.
دا پرله پسې متغییر او رنګارنګي په خارج کې هېڅ وجود نلري او نه د خارج څه وجود شته؛ ځکه د مطلق وجود لپاره، چې خارج فرض او فکر وکړو؛ نو د هغه له وجود څخه دباندې به هم څه فضا یا خلا/ تشه وي او په دې سره به، هغه محدود ثابت شي او که داخل یې په تصور کې راولو؛ نو ظرفیت به ورته ثابت شي او هغه هم محال دی؛ نو معلومه شوه، چې هم مطلق وجود، موجود دی او دا هر څه چې دي، د مطلق وجود، اعیان یا معلومات دي.
لکه په تېر بیان کې چې مو وویل، دا اعیان یا وګړي چې یو بل ته مخامخ شي؛ نو د خارجي جهان تصور پیدا شي؛ نو حقیقت دا دی، چې د هر “عین” یا صفت پر وجود چې د خپل موصوف؛ یعنې د مطلق وجود د ارادې پلوشه پرېوځي؛ نو هغه انفرادیت یا صفت له نوي نوي متغییر سره آشنا کېږي او هر وخت دا محسوسوي، چې ګوندې له یوه حاله بل حال ته تبدیلي مومي. هم دې مقام ته قرآن کریم ” كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ” ویلی؛ خوچې کله د یوه صفت په هکله، د مطلق وجود لخوا، د هغه پرله پسې متغییر ورکونی عمل ختم شي؛ نو هغه عین صفت یا “عین” خپل پخواني تجرد ته ورسي او په هغه حالت کې محسوس کړي، چې په حقیقت کې هغه نه چېرته تلی او نه راغلی، چېرته چې و، همغلته دی؛ ځکه چې د مطلق وجود، له ارادې نه چې پرې کومه پلوشه پرېوته او په هره پلوشه به یې حالت بدلېدو؛ نو دا هر حالت، یوه مرتبه وه. بیا یې چې په خپل محیط کې نور وګړي هم لیدل، چې له ده سره یې تړاو و؛ نو هغه په دې غلط فهمۍ کې و، چې ګوندې هغه یو بل خارجي جهان ته راوستی شوی ؛ خوچې کله د لوی څښتن هغه اراده ترې اوچته شوه، چې ده ته به یې متغییر ورکاوه؛ نو پوه شو چې هغه چې چرته و، همغلته دی، نه تنزل شوی او نه ارتقا. شاید چې په هم دې تصور، ایمرسن ځان ته د خدای د وجود یوه برخه ویله.
تردې روسته به د نړۍ پر درې قسمه مخلوق رڼا وغورځوو.
اجرام
آیا ماده له لطافت څخه کثافت ته مایله شوې؟
مادیینو به لا په دې ویینه کړي او لا نه، چې ماده له لطافت نه کثافت ته ولې مایله شوه. زما له نظره نه دی تېر؛ البته دومره وايي، چې په پېل کې د اور د یوې ګولۍ په ډول وه او په چکر کې وه، چکر چا ورکړی و؟ ددې د معلومولو اړتیا نه ګڼي؛ ځکه هغوی د یوه خالق او محرک تصور نه لري.
خو ګورو چې د کاینات هر څیز یو انفرادیت لري او هغه د خپل فطري وجود او جبلي خواصو تبدیلي نه زغمي، څو ورسره جبر نه وي شوی. ډول ډول ونو ته چې ګورو او بیا د هرې ونې مېوې ته چې ځير شو؛ نو په خوند، رنګ او مقدار کې، له بلې مېوې بېخي جلا وي او دا مېوې، تل تر تله خپل انفرادیت ساتي او هېڅکله دا نه وي شوې، چې په نارنج کې انار او په انګور مڼه پیدا شي؛ خو که له ونو سره د قلمي کولو عمل وکړو؛ نو د یوې ونې په بنسټیز فطرت او طبعیت کې څه نا څه تبدیلي راوستی شو. یو د شفتالو ادنی بوټی، د اعلي شفتالو د بوټې په قلم اعلی کولای شو. د جستو او تانبې په ګډون، پتل جوړولای شو، چې رنګ یې نه د تانبې پاتې شي او نه د جستو. تانبه سره او جست سپین غټن وي، اوبه د اور په ذریعه له کمیت نه کیفیت ته رسولای شو او دغسې نور کارونه واخله.
دې ته د جبر قانون وایو، چې د جبر یو بنسټیز قانون تسلیم نه کړو؛ نو هغه د ترکیبي عالم تصور هم نشو کولای او بیا چې د همدې فطري قانون په رڼا کې، دې ښکته پورته عالم ته فکر وکړو؛ نو پوه به شو، چې کوم څیز ته چې ماده وایو، دا په حقیقت کې بېخي یو لطیف څیز و او د ننني ساینس له پلټنې سره سم، دا لطافت یوازې انرژي یا یو طاقت و؛ ځکه تر اتومي پلټنې مخکې، د مادې تعریف داسې کېده: ” هغه یو ذی امتد او غیرمخلوق جنس دی، چې نه یې څوک یوه ذره پیدا کولای شي او نه فنا کولای شي.”
خو څرنګه چې زمانې، د حکماوو ډېری پخوانۍ نظریې غلطې ثابتې کړې وې؛ نو د مادې په هکله یې هم پخوانۍ نظریه غلطه ثابته کړه او موجوده ساینس، دا خبره ومنله، چې ماده، پر طاقت او توانايي سربېره، نور هېڅ حیثیت نه لري او چې پخوا به ورته الهي حکماوو ویل، چې ماده په حقیقت کې هغه وجود نه دی؛ لکه څرنګه یې چې تاسې ګڼئ؛ نو دوی پرې ملنډې وهلې او د دقیانوسي زمانې خلک یې ورته ویل.
الهي حکماوو به ویل چې د مادې هر یو مرکب، د یو څو صفاتو د اتحاد نوم دی او که دا صفات، د اتصال دا عمل پرېږدي او یو د بل نه منفصل شي؛ نو نه به شی پاتې شي او نه د شي تشخص.
اوس چې مادیین پوه شول، چې د مادې اصل، یوازې توانايي و او نور هېڅ نه دي؛ نو اوس دې فکر وکړي، چې طاقت یو محل غواړي او بغیر له موصوفه، د صفت قیام او اظهار، بیخي ناشونې خبره ده؛ نو معلومه شوه، چې طاقت پخپل وجود کې هېڅ فعالیت نلري، څو موصوف ترې کار وانخلي؛ ځکه صفت ځان ته مستقل وجود نه لري؛ نو پخپله هېڅکله ظهور نشي کولای، څو یې موصوف ظاهر نه کړي؛ ځکه صفات یوازې د هغو اوصافو او کمالاتو نوم دی، چې موصوف ته منسوبېږي؛ لکه د لمر رڼا او تودوخه چې بې له لمره خپل وجود نشي څرګندولای.
نو چې کله لطیفې مادې، چې هغه د یو طاقت یا صفت په حېث و، تړښت اخستو ته مېلان وکړ؛ نو تر کوم قانون لاندې یې وکړ؟ ځکه هېڅ څیز هم د خپل بنسټیز فطرت پرخلاف تبدیلي نه خوښوي، څو ورسره د جبر قانون کار ونکړي؛ نو معلومه شوه، چې ماده هم یو موصوف، یو خالق، یو ظاهروونکي او یو تړښت ته مایل کوونکی لري.
مطلق وجود د خپل یو صفت اظهار کوي، چې موږ ورته طاقت یا لطیفه ماده وایو او بیا رو رو، دا کیفیت، کمیت ته مایل کوي. د مطلق وجود نور صفات، د طاقت بدرګه جوتېږي او دا متعدد صفات یا طاقتونه چې سره متحد شي؛ نو د انجماد رنګ پیدا کړي. رو رو په فضا کې د اجرامو تخلیق یا تړښت په داسې انډول کېږي، چې هېڅ یو، له بل سره ټکر نه کوي.
جاذبه
په دې هکله مو په تېرو پاڼو کې هم څه وضاحت کړی او دلته دا مسله بیا بیا څېړنه غواړي؛ ځکه له دې موضوع سره بنسټیزه اړیکه لري.
د جاذبې په اړه بېلابېل نظریات
چې کله حکماوو او پوهانو د کایناتو دې لوی کارخانې ته وکتل او په فضا کې یې د اجرامو شمعې روښانه ولیدې؛ نو هک پک شول، چې څرنګه په فضاء کې، بې له څه وسیلې ټینګې دي. د دغو حکماوو په ډله کې، الهي حکماوو وویل، چې دا د یوه واحد ذات د یوه مطلق وجود په اراده ټینګ دي.
هغو حکماوو، چې د کایناتو د خالق هستي نه منله او د عقل ډیوه یې په مادي فانوس کې پټه وه؛ نو و یې ویل: په دې لامتناهي فضاء کې، دا بې شمېره څراغونه، یوازې یو د بل په جاذبه ټینګ دي او بس.
بیا چې په دې نږدې ماضي کې، نیوټن د انجذاب فلسفه نړې ته وړاندې کړه؛ نو له چا سره هم دومره علمي توفیق نه و، چې دا نظریه یې تر نیوکې لاندې راوستې وای؛ ځکه تر نیوټن پخوانو حکماوو هم، د کایناتو د اجرامو انډول، په جاذبه منلو. یوازې دومره توپیر و، چې هغوی، د ټول کاینات چورلیځ، ځمکه ګڼله. نیوټن خو څه نوی څیز نه و پیدا کړی، هر چا د نیوټن په نظریه آمنا وکړه؛ ځکه په هغه وخت او هغه ټاټوبي کې د حکماوو غږ او بیا د الهي حکماوو غږ په نقارخانه کې د طوطي غږ و. د مادیت فلسفه داسې پر ذهنونو ورخوره شوې وه او حیوانیت دومره په انسانیت غلبه موندلې وه، چې انساني عقل، بې له مادیته، نور تصور هم نشو کولای.
پوښتنه داده: آیا نن هم مادیین پر هغه نظریه ایمان راوړی شي، چې نیوټن وړاندې کړې وه؟
نن خو ورمعلومه شوه چې ماده یوازې د انرژۍ (توانایۍ) نوم دی او انرژي یو بې حرکته او غیرفعال څیز دی؛ نو دا انرژي خو هم په یوه محل کې ده او بې موصوفه، هېڅ کار نشي کولای او چې کله دې انرژۍ، تړښت اخستل پيل کړل؛ نو آیا دا یې خپل کار و، که نه، یو موصوف بوخت و او کار یې ترې اخسته؟ نو په داسې حالت کې، د اجرامو په خپلو کې، یو د بل راکښنه، څه معقوله خبره نه ښکاري او څرګندېږي، چې جاذبه، د مادې په اجسامو کې نه؛ بلکې د مادې په خالق کې موجوده ده؛ ځکه ځواک اړ دی، د خپل موصوف په اراده کار وکړي، که دا کار یوازې د مادې وي؛ نو بیا خو په نړۍ کې هډو څه تخلیق نه و شوی؛ ځکه په خپله د نړۍ وجود به هم نه و؛ ځکه ماده له خپل حقیقي مزاجي لطافت ځنې کثافت ته کله مایله کېده؟
بیا که اجرام، د تړښت اخستو په عمل بوخت وای؛ نو په هغو کې به انډول نه و او همېشه به یو له بل سره د ټکر لړۍ جاري وه؛ ځکه اجرام، د خپل جسامت او مقدار په وجه، یو له بل سره بېلابېل دي او بیا دا اجرام دومره بېشمېره دي، چې پکې خپل انډول پېدا کېدل، بېخي د عقل خلاف دي.
جاذبه په صفت کې نه؛ بلکې په ذات کې وي
نن سبا چې کوم مادیین، تراوسه هم پر جاذبې قایل دي؛ نو وجه یې دا ده، چې دوی په کایناتو کې، د انجذابي قانون مطالعه کوي، په دې ګرم هم نه دي؛ خو دومره فکر نه کوي، چې په حقیقت کې جاذبه، د اجرامو په اصل کې ده، نه په اجرامو کې. جاذبه په صفت کې نه؛ بلکې په ذات کې وي؛ نوځکه د جاذبې سرچینه، مطلق وجود دی، نه د مطلق وجود مظاهر.
د کایناتو دا ګوډۍ، چې ټالۍ وهي، لا نور ډول ډول حرکات کوي؛ نو دا یې خپل اختیاري حرکات نه دي؛ بلکې تارونه یې، د بل په لاس کې دي او هغه یې ګډوي راګډوي. په هوا کې چې دا خلي ډکي الوځي؛ نو دا یې خپل حرکات نه دي؛ بلکې هوا یې الوځوي را الوځوي.
مادیین خو په یوه محل کې ډېر منګي ویني، چې روان دي؛ خو ترې لاندې هغه اوبه نه ویني، چې منګي پرې پراته دي.
کله کله مو ذهن ته دا پوښتنه راشي، چې آخر دا مادیین، جاذبه څرنګه څیز ګڼي؟
که د جاذبې معنی دا اخلي، چې “الجنس یمیل الی جنسه”؛ یعنې هر جنس خپل جنس ته مېلان لري؛ لکه انسان چې له انسان سره اوسېدانه غوره ګڼي، نه له ځنګلي ځناورو سره؛ نو له دې فطري جاذبې څوک انکار کولای شي؟ ځکه هم دې څيز، انسان له خپل نوع سره په یو ځای اوسېدو اړ کړی او که د جاذبې دویمه بڼه دا ګڼي؛ لکه چې مقناطیس، اوسپنه ځان ته راکاږي؛ نو ددې ډول جاذبې په مفهوم کې انرژي یا ځواک غځونې کوي. په دې کې به ارومرو، د ډېر او کم ځواک سوال پېدا کېږي.
د نیوټن له نظریې هم، د جاذبې کیفیت، له دې دویمې نظریې سره سمون خوري. څرنګه یې چې ولیدل، یوه مڼه له ونې راولوېده؛ نو معلومه شوه، چې ځمکې ځان ته راښکوده؛ نو حیران یم، ددې نظریې منوونکي، څرنګه دا خبره منلای شي، چې د روس یو وړوکی راکټ، له ځمکې څخه سپوږمۍ ته ورسېد او څرنګه، د ځمکې د جاذبې له ټولیز ځواکه ووت او بیا له سپوږمۍ تېر، د لمر کُرې ته ورسېد او اوس لګیا دی، له لمره ګرچاپېره چورلي؛ یو داسې وړوکی راکټ، چې په ځمکه او سپوږمۍ دواړو لاسبر شو، د دواړو ځواک ته یې ماته ورکړه؛ خو اوس هم پکې دومره ځواک شته، چې د لمر عظیمه کره یې هم ځان ته نشي راکښودی، چې د دغو مادیینو په وینا، تر ځمکې څو لکه ګرایه لویه ده. که د جاذبې دا نظریه، لږه هم حقیقت ته نږدې وي؛ نو دا روسی راکټ به هډو د ځمکې له کُرې بهر نه وتلی، لمر ته خو د رسېدو هډو سوال نه پېدا کېږي.
دا د هغه ړانده تقلید پایله ده، چې د اروپا، امریکا او اوس یې د روس له خلکو کوو. تقلید چې ترڅو عرفي وي؛ نو افادیت یې څرګند دی. یو ماشوم که د موروپلار تقلید ونکړي؛ نو ګونګ به پاتې شي؛ خو یو بالغ عاقل انسان چې په تقلید اموخته شي؛ نو خپل صلاحیتونه یې بېکاره پاتې شي، د وړتیا پانګه به یې پټ په پټه، د فطرت په ژورو کې خښه پاتې شي.
له خالق د غفلت پایله
اوس هغه وخت رانږدې دی، چې مسلمان زلمي، په تېره پښتانه شاه زلمي، یو آزاد او روښانه ذهن وپنځوي. ډېره لرې نه ده، چې د اروپا اوسني پوهان هم د جاذبې له نظريې انکار وکړي او پایله به یې دا وي، چې د نړۍ د خالق په هکله به یې بصیرت ډېر شي او پخپله غلطۍ به پوه شي.
له خالق نه د غفلت پایله دا ده، چې د دوی پرمختګ بیخي نیمګړی او یواړخیز دی، چې څومره مادي پرمختګ کوي، هومره په اخلاقي حیثیت، ښکته پرېوځي؛ نوځکه ورځ په ورځ، له دنیا د جګړې ډګر جوړېږي. انسان تراوسه ځکه انسانیت ته نه دی وررسېدلی، چې هغه د خپل حقیقت له سرچینې مخ ګرځولی، په خپلو اضافاتو کې راګېر او ترې د ځان خلاصونې په جګړه کې دې برید ته ورسېد، چې په خپله اضافات یې هم پر شخصیت لاسبر شول او اوس یې بیخي تر اغېز لاندې دی. ترڅو انسانیت یې په حیوانیت او روحانیت دواړه لاسبر نشي، نه خو صحیح علم حاصلولای شي او نه د ځواک لپاره صحیح محل پېدا کېدای شي.
د خارج له تسلطه، اول پر خپل ځان تسلط اړین دی[1]. انسان تراوسه په خپل وجود کې انډول او اعتدال نه دی پیدا کړی؛ نو دا کله کېدای شي، چې په اجرامو تسلط ومومي او حال دا لوی څښتن، انسان فطرتاً متعادل او معتدل پېدا کړی؛ خو هغه د خپل حرص له لامله، په اعتدال/ منځلارۍ کې خوښ نه دی؛ نوځکه متعادل هم نه دی.
شک نشته چې انسان پر اجرامو د تسلط ترلاسه کونې عمل په کامیابۍ جاري ساتلای شي؛ خو دا اړینه نه ده، چې هغه دې د کایناتو په مخلوق کې تر ټولو مرتقي وي. کېدای شي، چې په بره اجرامو کې داسې مخلوق وي، چې تر انسان ډېر پرمختللی وي. کېدای شي انسان پر هغو ټولو لاسبر شي؛ خو سوال دا دی، چې انسان دی، چېرته؟
تراوسه دې زړې دنیا ډېر کم انسانان لیدلي، چې لږې مودې ته یې فردوسي انګازې پيدا کړي او پر انسان یې د خپل میراث زېری کړی؛ خو د حیوانیت غلبې بیا په هغه میراث د بداخلاقۍ او ګناه تیارې ورخورې کړي او انسان تراوسه هماغه شان حیوان پاتې شوی دی.
د اجرامو په اړه مو خبرې خبرې کولې؛
دا بې شمېره اجرام، د مادې یا انرژۍ هغه مظاهر دي، چې د مطلق وجود په اراده کې ظاهر شوي، ظاهرېږي او ظاهرېږي به. په دې اجرامو کې هر یو خپل انفرادیت او ځان ته مخلوق او ماحول لري، چې سملاسي هېڅ علم راته نشته، یوازې قیاسات دي او قیاسات یقیني نه وي. موضوع مو همدغه خپله ځمکه ده، چې دا هم په اجرامو کې شامله ده. ځان ته خوا و شا او ځان ته مخلوق لري. زموږ د ځمکې حرکت یا سکون فی الحال زموږ د ویینې موضوع نه ده. تراوسه مو په جاذبې خبرې کولې او دا مو ثابتوله چې جاذبه د اشیاوو په اصل یعنې مطلق وجود کې ده. دا ټول اجرام په وجود مطلق کې پراته دي، که څوک ساکن دی، که ګرځنده، د همغه یو وجود په اراده، دا نظام روان دی. که د هغه ډول جاذبې څه وجود وي، چې نیوټن ښودلی؛ نو نه به کوم یو راکټ له ځمکې بهر وتلی وای او نه به د سپوږمۍ له جاذبې تېر، د لمر چورلیځ ته رسېدلی وای او بیا هغه لمر چې له نهو کروړو میلونو فاصلو په راښکته سره یې ځمکه په حرکته بوخته کړې؛ نو دومره طاقت هم نلري، چې یو ورکوټی راکټ ځان ته راکاږي او په خپله کُره کې یې محوه کړي.
نو معلومه شوه چې دا ټول کار د انرژۍ او د انرژۍ د خاوند دی او انسان چې د انرژۍ او د انرژۍ د مطلق وجود استازی دی، کولای شي د ځمکې او سپوږمۍ؛ بلکې د لمر له ځواکه هم د خپل ځواک مظهر زیات ثابت کړي.
د نړۍ پر درې ډوله مخلوق مو څېړنه کوله، په هغو کې ړومبی مو اجرام راخستي، چې یوه یې ځمکه ده، چې ژوند پکې تېروو. ځمکه هم د لطیفې مادې یا انرژۍ هغه مظهر دی، چې بېشمېره انفرادیتونه یې پټ وو او اوس رو رو ترې راڅرګندېږي. زموږ د ځمکې چې کومې ځانګړنې دي،کټ مټ طبیعي دي او هېڅ تبدیلي پکې نشي راتلی. ځمکه چې کومه دنده ترسره کوي، ترې بیخي خبره نه ده، د هغې چې کومې ځانګړنې دي، دا یې په طبیعت کې دي او خپل طبیعت يې د خپلې دندې ترسره کونې ته اړ کوي. په په همدې ځمکه کې، د اوبو عنصر هم ډېر دی او هم د هوا. دا څیزونه چې سره یوځای شول؛ نو د خاورو په مرسته یې سبزي او شنه بوټي راپيدا کړل او له دې ځایه، د حیواني ژوند ابتدا وشوه، ته وا، دا دویم ډول مخلوق و، چې پیدا شو. تر شنو بوټو روسته د چینجیو په بڼه په زرګونه ډول ځناور راوخوټېدل چې پکې پر طبیعت سربېره، شعور هم شته. دا شعور یې د ژوند د ساتلو لپاره اړین و. دا حیوانات، غم او خوشحالي احساسولای شي او ژوند یې نږدې نږدې اضطراري او اجرامو ته ورته دی؛ یعنې طبیعي خاصه یې ډېره ده. د بېلګې په توګه، د حیواناتو جوړې تر وخت مخکې یا تر وخت روسته، جوختېدنه یا جفت نه کوي او دغسې نور؛ ځکه د اجرامو په څېر، د حیواناتو په نړۍ کې هم هېڅ ډوله درز نه پېدا کېږي، نه یې څوک له رنځه خبرېږي او نه د زړبوډۍ نه، تر مرګه غټ پټ او طاقتور وي؛ خوچې د انسان تر جغ لاندې راشي؛ نو د انسان په څېر رنځورېږي او هم زړېږي؛ ځکه طبیعي ژوند یې د شعور پرځای، تر عقل لاندې راشي، چې له فطرت سره یې سم نه دی. حیوانات د خپل شعور په وجه، بیا هم د انساني تمدن په پرمختګ کې ډېره لویه برخه لري او څومره چې د یوه حیوان شعور ډېر وي؛ نو په انساني ټولنه کې ډېر کارېږي؛ لکه آس یا سپی.
د تکامل مسله
موږ که د تکامل په ترڅ کې د ډاروین نظریه تر څه تنقید او ترمیم روسته ومنو او ځینې اړخونه یې د حقیقت پر بنسټ وګڼو؛ نو بده به نه وي؛ خو ډاروین، د انساني وجود، د تبدیلۍ په هکله یقیناً تېروتی او په دې کې یې څه خاص قصور هم نشته. د نننۍ زمانې ستر ساینسپوهان هم تېروتي او بیا چې پخپله تېروتنه پوه شوي؛ نو ورباندې یې منښته هم کړې ده. د مثال په ډول، تراوسه د ټولو سایسن پوهانو دا نظریه وه، چې اوبه د دوو ګازونو مرکب دی؛ یعنې اکسیجن او هایډروجن؛ خو دوی په دې نظریه شکمن شوي او په تجربه ورته معلومه شوې، چې د اوبو په وجود کې پردې دوو ګازونو سربېره، درېیم ګاز هم شته. غالباً پر کال ۱۹۵۶ کې یو اروپايي ساینس پوه دا دعوی کړې وه، چې په لمر کې بېخي حرارت نشته او ددې دعوې د ثابتولو ژمنه یې هم کړې وه؛ خو بیا یې څه درک معلوم نشو.
د تکامل مسله له طبیعاتو سره تړاو لري او ډاروین په همدې کې ډېر زیار کړی؛ خو دا یوه یقیني خبره ده، چې د تکامل په هکله ډاروین څه بنسټیزه نظریه نه ده پیدا کړې او نه یې څه داسې نوی څیز معلوم کړی، چې تر ده وړاندې به چا نه وي معلوم کړی. تر ډاروین څو پېړۍ مخکې جلال الدین بلخي (رح) د تکامل په هکله یوه بنسټیزه وینا کړې. که مثنوي ولولو؛ نو رامعلومه به شي، چې مولانا بلخي (رح) خپله تکامل له جماداتو پیلوي او وايي، چې د جماد په حیثیت مړ شوم؛ نو نبات شوم او چې د نبات په درجه کې مړ شوم؛ نو حیوان شوم ( دلته یې له حیوانه مراد ټول ژوندي حيوانات دي) او چې د حیوان په حیثیت مړ شوم؛ نو انسان شوم، تردې مخکې مخکې وايي، چې:
جمله دیگر بمیرم از بشر
تا بر آرم از ملایک بال و پر
یعنې دویم ځل چې د انسان یا بشر په حیثیت مړ شم؛ نو له پرښتو به وزر راوشلوم. مطلب داچې ملک یا پرښته به شم او تردې پورته چې ولاړ شم؛ نو داسې به شم، چې په وهم کې هم نه راځي او بیا به وایم چې ((إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ))
دلته هماغه پوښتنه پېدا کېږي، چې اول هم په ((فکر)) یا وجود مطلق کې وو او چې بیا همغلته رسېدل دي؛ نو دومره کړاو ته څه اړتیا وه؟ خو تاسې ولیدل چې مولا رومی هم پردې قایل دی.
حقیقت دا دی، چې کله د نړۍ یو څیز ته وګورو؛ نو وجود یې یوه غایه لري او په خپل مقصد پسې روان دی. دغه د مقصد تعاقب، د هر څیز په وجود کې ځلېږي او چې تعاقب ثابت شو؛ نو پخپله، د منزل د یوه ټکي تعین پېدا کېږي. د شیانو دا مقاصد، که څه په مادیاتو پورې تړلی وي او که سرته هم ورسي؛ خو بیا همغلته ډاډ او قرار نه وي او د منزل دا تشویش هله په سکون بدل شي، چې شیان خپلې سرچینې ته ورسي. که څوک یې مني او کنه؛ خو حقیقت همدغه دی او بس.
اوس نو همدغه څیز چې بنسټیز آرونه یې جلال الدین رومي پخوا بیان کړي، ډاروین د خپل پرمختللي پېر په چاپېریال کې، د نورو علومو په جامه کې نړۍ ته راوړاندې کړل؛ نو کومه داسې لویه کارنامه یې وکړه؟ افسوس خو دا دی، چې لیک لوستي زلمي دومره فکر هم نه کوي، چې دا ډېری علوم زموږ له کوره اخستل شوي او اوس یې دوی پخپل ملي فرهنګي رنګ کې موږ ته راوړاندې کوي او زموږ پر زړونو د خپلې برترۍ د احساس مهرونه وهي.
په دې کې هېڅ شک نشته چې ددې نړۍ هر څیز تکامل موندلی؛ خو ډاروین د بیزو پر کړنو دومره تېروته، چې و یې ګڼله، انسان به هم په یوه زمانه کې بېزو وه، حال دا، د نړۍ هر څیز ځان ته انفرادیت لري، د نورو شیانو په څېر، انساني وجود هم د تکامل له ډېرو پوړیو تېر شوی؛ خو هغه په ړومبۍ پوړۍ کې هم انسان و او اوس هم انسان دی. ترڅو یې د خپل انفرادیت ټول اړخونه نه ول مکمل کړي؛ نو جسماني تکامل یې کاوه؛ خو کله یې چې په مادي نړۍ کې خپل انفرادیت بشپړ کړ، جسماني تکامل یې ختم شو او اوس له لکونو کلونو راهیسې، انسان په همدې ډول دی او ځانګړی توپیر پکې نه دی راغلی.
دغسې انسانان له زرګونو کلونو راهیسې بیزوګان ویني؛ خو تر اوسه هماغه شان بېزوګان دي. کېدای شي څوک ووايي، تکامل دومره رو رو کېږي، چې په زرګونو کلونو کې یې هم، څوک د پرمختګ او ترقۍ ننداره نشي کولای؛ خو دا څه دلیل نه دی؛ ځکه ساینس پوهان وايي، چې د نړۍ غرونه، ورځ تر بلې غټېږي او لوړېږي؛ خو ایله به په یو لک کلونو کې یو انچ هومره غټ او لوړ شي؛ نو ځواب یوازې له نیوکې ځنې تېښته ده او بس. له زرګونو کلونو راهیسې، د نړۍ په کتابونو کې چې د بېزوګانو کوم ذکر راځي؛ نو مطلب ترې هماغه بيزوګان دي، چې نن سبا موجود دي. که داسې نه وای؛ نو زرګونه کاله مخکې به ورته بيزو نه؛ بلکې یو بل څیز ویل کېده او نه څوک داسې ځنګل په ګوته کولای شي، چې هلته یو دم ټولو بیزوګانو، د انسان وجود ته ارتقا موندلې وي؛ځکه ساینس پوهان وايي: هر څیز چې له یوه حالتهؤ بل حالت ته اوړي؛ نو یو ټوپ وهي او له یوه حاله بل ته اوړي. د مثال په ډول، انګلز وايي: چې کله، له اوبو ځنې واوره جوړو، تر هغه اوبه بیخي اوبه ښکاري؛ خوچې د انجماد ټکی راشي؛ نو سملاسي، د سترګو په رپ کې اوبه په واوره بدلې شي. ته وا د اوبو د واورې جوړېدو ټول پړاو، په سترګو نه محسوسېږي؛ خوچې له یوه حالته، بل ته د بدلېدو وخت راشي؛ نو یو دم یې حالت بدل شي. د اوبو بل مثال داسې ورکوي، چې اوبه په اور پرتې وي؛ نو په پای کې یو ټوپ ووهي او په بخار واوړي؛ یعنې کمیت په کیفیت بدل شي.
د ډاروین د تیورۍ کمزورتیا
دا او ورته نور دلایل یې د اشتراکیت د آرونو په رڼا او تایید کې وضع کړي، چې په نړۍ کې هېڅ ټولنه، بې له ځواکه نشي جوړېدلای؛ خو له دې سره، مو هېڅ مطلب نشته، مدعا مو د ډاروین د تیورۍ هغه کمزوري ځایونه ښودل دي. وایو چې کامل او سلیم عقل وايي، چې له مادې کوم کوم شیان څرګند شوي او بیا هر شی یو انفرادیت او یو خاص صورت لري او بیا هر شی، یوه خاصه غایه او مقصد لري؛ نو د هر شي دا انفرادیت، صورت غایه او مقصد، که د مادې په اصل کې موجود نه و؛ نو په اجزاوو کې یې له کومه راغی؛ ځکه کوم څيز چې په اصل کې نه وي؛ نو په فرع کې هم نشي راتلی. موږ په ژوند کې کله هم داسې و نه لیدل، چې له شړومبو نه کوچ ووځي او له کوچو نه پنیر جوړ شي او لکه څرنګه چې افلاطون ویلي: د نېکۍ، بدۍ او ټولو معنویاتو لپاره، وجود لازمي دی؛ نو دغسې د نړۍ د هر شي لپاره، علمي وجود لازمي و او هم له هغه علمي یا معنوي وجود سره سم، په مادي عالم کې هغه څیز مکمل شي.
که د مادې په اصل کې، د انفرادیتونو بیل بیل وجودونه نه وي عارض کړی شوی؛ نو د تکامل هډو سوال نه پیدا کېده. یو څیز به زر کاله ګډ یا پسه وه، په دویم زر کې به ترې غوایی جوړ شوی وای او بیا په درېیم او څلورم زر کې به ترې بله بلا جوړه وه. کوچني مېږي به تراوسه تر فېلانو زیات غټ شوي ول او له فیله به اوس یو کوچنۍ غونډۍ جوړه وه؛ ځکه مادې به د یوه خالق له محرک پرته، پخپله اضطراراً شیان پيدا کولای، هغه هم له علم څخه پرته؛ ځکه په ماده کې علم نشته؛ نو ددې خبرې څه ضمانت دی، چې شیان به داسې مقصدي/ موخن پېدا کېدل؛ لکه اوس یې چې وینو، چې هر څیز، یو مقصد لري.
ددې تېروتنې بنسټ دا دی، چې مادیین، د نړي خالق نه مني، همدغه ماده خلاقه ګني؛ نوځکه یې په پلټنه کې د حقیقت ځلا نه پېدا کېږي. که په اوسني وخت کې، د نړۍ د ټولو څیزونو پر انفرادیت قایل یو او په دې مو یقین وي، چې هر څیز ځان ته انفرادیت لري؛ نو ولې د تکامل په ړومبي وخت کې ددې خبرې اقرار نه کوو، چې هلته هم دا ډول انفرادیتونه، د مطلق وجود اعیان یا معلومات وو او د خپل علم په مطابق یې ظاهر کړل. که نن پر حکمت قایل یو او ورسره، د هر څیز لپاره د یوه وصف اقرار هم کوو او د هر څیز یوه طبیعي دنده هم منو؛ نو ولې دومره فکر نه کوو، چې د مادې په اصل کې خو نه علم شته او نه شعور؛ نو بیا څنګه دا حکمتونه او مقصدونه ترې ظاهر شول؟
یقیناً په دغو ټولو انفرادیتونو کې خپل ټول خواص او اوصاف، هغه مهال هم بالقوه موجود وو، چې د مطلق وجود اعیان یا معلومات وو او هماغه بالقوه انفرادیتونه په مادي عالم کې بالفعل موجود شول.
د تکامل په لړۍ کۍ له مادیینو سره اختلاف
څرنګه چې مو ورسته ویلي، د تکامل د تمامښت(اختتام) او نه تمامښت ( غیراختتام) په لړۍ کې هم له مادیینو سره اختلاف کوو. دوی پر اختتام قایل نه دي او موږ په یو رنګ پر اختتام قایل یو؛ ځکه موږ پر انفرادیتونو قایل یو او د دوی په آرونو کې، د کایناتو هېڅ غایه نشته. دا متغییر، حرکت او د څیزونو بدلېدل رابدلېدل به همدغسې جاري وي؛ هېڅ پیل او پای نلري.
ددې نظریې بنسټ هم، د خالق له وجوده انکار دی؛ خو که د تکامل یو مقصد و نه ګڼو؛ نو د تکامل وجود هم نه جوتېږي او ګورو چې تکامل هډو شوی نه دی. که د شیانو رنګارنګي او انفرادیت له منځه وباسو؛ نو معلومه به شي، نن چې انسان په کوم حیثیت دی، په راتلونکي کې به په بېشمېره ډول بدل رابدل شي او پرله پسې به بدلېږي؛ نو بیا انسان نشو ورته ویلای او نه د نننۍ زمانې موصوف انسان پاتې کېدای شي.
دغسې یو څیز ته هم څه غایه نشو منسوبولای. نن چې انسان د اوسپنې کومه غایه ګڼي، په بله پرمختللې زمانه کې به ددې غایه دا نه وي او دغه شان، د ټولو شیانو په غایت او مقصد کې اختلاف پېدا کېږي؛ نو معلومه شوه چې تردې زمانې چې څومره علوم او فنون پیدا شوي، دا ټول غلط دي او مخکې چې څه پیدا کېږي، هغه به هم غلط وي او د هېڅ څیز به هېڅ حقیقت نه وي او که نه مادیین ددې شیانو پر انفرادیت او مقصدیت قایل وي، سره له دې چې د تکامل په غیرمختتم دور کې هم، له هر څیز سره خپل انفرادیت او مقصدیت موجود ګڼي؛ نو بیا موږ هم د داسې تکامل د سلسلې پر ختمېدو قایل نه یو؛ ځکه چې د انفرادیتونو خالق لامحدود دی او انفرادیتونه یې په وجود کې خپل منزل نشی ختمولی.
خو تر کومه حده، چې د انفرادیت د کاملېدو پوښتنه ده، موږ په دې هکله د تکامل پر اختتام قایل یو او وایو: په دې مادي عالم کې چې د هر څیز خپل انفرادیت کامل شي؛ نو ددې پر وړاندې علمي، ذهني او روحاني تکامل دی، چې هېڅ اختتام نلري.
مادي تکامل؛ په تېره، د انساني وجود مادي تکامل، دلته پای ته رسېدلی او لوی ثبوت یې دا دی، چې انساني وجود ته عقل عارض شوی دی، چې جسم یې د عقل لپاره صحیح محل نه و، د هغه جسماني تکامل جاري و؛ خو کوم وخت چې ددې وړ شوؤ چې د عقل مرکز شي؛ نو عقل ورته عارض شو او جسماني تکامل یې پای ته ورسېد. بېلګه یې د تخم هغه دانه ده، چې ترڅو ونه کامله شوې نه وي، د تخم دانه پکې نه څرګندېږي. د ډاروین له تکامل سره سم خو پکار دی، چې تردې وړاندې، د انساني عقل نه هم څه بل څیز جوړ شي.
نو که د تکامل نظریه، د ډاروین او د هغه د ملګرو له فکر سره سمه ومنو؛ نو زموږ دا ټول بدیهیات او مسلمات په خپل حیثیت نشي پاتې کېدای. ښکاره خبره ده، چې دا ډول افکار له یوه سرکښ او حیواني ذهن درلودونکي انسان ځنې راڅرګندېږي. کامل او حقیقي انسان ته دا افکار د حیوان اغېزې ښکاري او وجه یې دا ده، چې انسان د حیوانیت تر اغېز لاندې دی او انسانیت یې اړ دی، چې د حیوانیت پلوي وکړي.
په حیواناتو کې ځکه شعور لیدل کېږي، چې “فکر” د خپل نزول په دوران کې، یوې داسې مرتبې ته رسېدلی وي، چې د همدې مرتبې یا درجې له آخري حده، د انساني وجود د پیدا کېدو پیلامه کېږي، چې د “فکر” صحیح محل دی؛ نو ددې نزدیکت په وجه هم ؛ نوځکه هم چې “فکر” له حیواني قالب نه انساني قالب ته تېر شوی، په حیواني قالب کې د شعور په حیثیت پاتې شي؛ ځکه حیواني قالب، د “فکر” لپاره صحیح محل نه دی او د حیواني قالب اجزاء، پوره پوره، د “فکر” د ظاهرولو وړ نه دی.
او چې کوم وخت، انساني قالب، د خپل تکمیل له ټولو پړاوونو تېر شي او جسم یې له خپل انفرادیت سره سم مکمل شي؛ نو هغه د “فکر” محل شي. انسان چې د فکر په حیثیت، په پېل کې کوم نزول پیل کړی وي او په دې دوران کې هغه “فکر”، په اجرامو کې طبعیت او په حیواناتو کې د شعور په حیثیت ظاهر شوی وي؛ نو په انسان کې د طبعیت شعور او عقل یا فکر په درې واړه حیثیتونو څرګند شي.
په انسان کې د عالم فکر یا عالم عقل، عالم مثال او عالم شهادت، درې واړه حواس مکمل شي. هغه اوس ددې وړ شي، چې د فکر په حیثیت، د کایناتو واکمن شي؛ خو دا یاد لرل پکار دي، چې په دې حال کې، د انسان حیثیت، د “اصغر فکر” وي او هغه د “اکبر فکر” یو مجمل انځور وي؛ یو څاڅکی وي؛ خو د سمندر مزاج لري او پکار دی، په کاینات کې د “اکبر فکر” د نیابت حق ادا کړي او څرنګه چې اکبر فکر، د خپلو ټولو اعیانو، چې تر نزول روسته د کایناتو په صورت کې ظاهر شوی، منتظم دی، چې انسان هم د اصغر فکر په حیثیت، د خپلې دنیا منتظم شي او د خپلې دنیا د ټولو انفرادیتونو لپاره داسې ماحول پيدا کړي، چې دا ټول انفرادیتونه له خپل خپل فطري وړتیا سره، د تکامل پر لار روان شي، چې د یوه څیز د ترقۍ په لار کې، بل څیز حایل نشي او څرنګه چې دا ټول بېلابېل څیزونه، په “فکر” کې له تضاد او له خپلمنځي ټکره خلاص وو؛ نو د انسان په فکر کې هم، د ضبط او نظام په یوه داسې لړۍ کې وتړل شي، چې تضاد یې د ټکر لامل نشي. بیا چې څرنګه هغه لوی فکر یا مطلق وجود، همدغه اضداد، په داسې اعتدال او انډول، یو له بل سره یوځای کړي، چې د ډغرې وهلو پرځای، یو د بل معاون او مرستیال دي او د یوه وجود کمی، له بله پوره کېږي، چې انسان هم په نړۍ کې ددغو اضدادو نظام، داسې ټینګ کړی، چې پکې یو له بل سره ډغره او اختلاف پیدا نشي.
ځینې مادیین وايي: فطرت آزاد پرېښوول پکار دي، چې پخپله پرمختګ وکړي؛ خو که انسان په دې نظریه عمل کړی وای؛ نو تر اوسه به د حیوان په څېر بربنډ ګرځېده او چې خپل فطرت یې آزاد پرېنښود؛ نو دا ددې خبرې ثبوت دی، چې داسې کول یې له فطري وړتیا او عقلي ځلا نه خلاف وو. که ځان یې په حیواني فطرت آزاد پرېښي وای؛ نو نه به دومره علوم او فنون پيدا شوي وای او نه دا ډول ډول ایجادونه ممکن وو؛ ځکه انسان به د خوراک څښاک او حيواني غوښتونو نه هډو وزګارېده نه.
انسان د مطلق وجود مظهر دی
پوښتنه دا ده: ولې انسان، د فطري تکامل قانون په رفتار کې ښکېل شو؟ ځواب: انسان د مطلق وجود مظهر دی او د نړۍ تر ټولو څیزونو زیات جامعیت لري. څرنګه چې مطلق وجود، د فطرت پیدا کوونکی او بیا د تکامل په لار کې یې فطرت روانوونکی هم دی؛ نو دغسې انسان هم د “انا صغیر” په توګه د “انا کبیر” استازی دی او خپل ژوند په هغه اوډون روانوي، چې د “انا اکبر” خاصه ده؛ یعنې واکمن او منتظم دی او واکمن او منتظم هغه ته وايي، چې په خپله ولکه کې متغییر او تبدیلي راولي او همدغه د عقل منصب دی.
شلینک وايي: (( روح یوازې په انسان کې تجلي کوي؛ ځکه انسان مرکز دی، په انسان کې هغه روح تجلی کوي، چې بې له ده، د طبیعت نړۍ، بې لمره پاتې کېده، دې ټولې هستۍ، یوازې په انسان کې ظهور کړی دی.))
د تکامل موخه
د تکامل د قانون په تشریح کې اکثر حکماء پردې قایل دي، چې هر سړی د مور په ګېډه کې د جماد، نبات او حیوان پړاوونه تېروي او بیا انسانیت ته رسي. دا د قدرت اشاره ده، چې هغه ته یې داسې جسم ورکړی، چې د کاینات خلاصه وي او ددې جسم تر تکمیل روسته، نه یوازې پر کاینات او په تېره، پر خپله نړۍ واکمن شي؛ بلکې خپل ذهني تکامل هم، کمال ته ورسوي.
نو د تکامل موخه دا ده، چې ټول انفرادیتونه، له خپل طبیعت او وړتیا سره سم پرمختګ وکړي. داچې موږ په روستي بیان کې ښودلي، چې تر اوسه انسان په دې نه دی قادر شوی او دا یو حقیقت دی، چې انسان د نوع په حېث، تر اوسه په دې نه دی قادر شوی، چې هغو ټولو انفرادیتونو ته، له خپلې وړتیا سره سم، د پرمختګ موقع ورکړي. سره له دې، هغه طبعاً او فطرتاً پردې آرونو قایل دی، چې هر انسان، هر کاڼی، بوټی او هر حیوان دا حق لري، چې له خپلې وړتیا سره سم، پرمختګ وکړي.
انساني وجدان؛ له همېشه راهیسې، خپل ځان؛ یعنې انسان، د ملامت په غشیو ویشتلی؛ خو انسان تراوسه، د هغو غشیو د درد خوند نه دی محسوس کړی او که یو وخت یې محسوس کړی هم دی؛ نو ډېره لږه موده روسته، د حیوانیت په پاهه (پټۍ)، پر هغه زخمونو سترګې پټې کړي او درد ته یې خوب ورغلی دی.
په شلمه پېړۍ کې چې د انسان د انسانیت دعوا، ښه په عروج کې ده او تش په نامه متمدن انسان، د انسانیت په نعرو نه ستړی کېږي؛ نو د انسانانو دا حال دی، چېرته چې یو ملت زور او ځواک پیدا کړي؛ نو پر نورو بېوزلو انسانانو، د خپل اقتدار جغ ږدي او د حیواناتو په څېر ترې کار اخلي. د نړۍ ټول انفرادیتونه یې د خپلې منشاء پوره کولو لپاره، د دوی د مزاج پر ضد، بدلوي او د جبر تر هغه فطري قانون لاندې، چې له مطلق وجود څخه د انسان وجود ته د یوې وړانګې په توګه لېږدول شوی، له هغه ځنې ناوړګټنه کوي.
ځکه که لوی څښتن، د جبر تر قانون لاندې، اضداد یو له بل سره یوځای کوي؛ نو هغه په داسې اعتدال وي، چې ترې ژوند پيدا کېږي؛ خو انسان، د حرص په نشه کې، چېرته د اعتدال او انډول خيال ساتلی شي. انسان خو به پر وګړيو باندې داسې جبر وکړي، چې خپل اقتدار ورباندې ټینګ کړي؛ خو وګړي یې پرېشان وي او هر وخت یې د سرغړونه خطر وي او اخر هم دا تر خوږلن لاندې بڅری، لمبه جن کېږي او د اقتدار ماڼۍ ته اور ورته کوي.
ددې بدنظامۍ وجه دا ده، چې په مادي عالم کې له انسانیت سره سره، دوه نور عناصر هم ملګري دي، چې څو څو ځل یې موږ یادونه کړې؛ یعنې حیوانیت او ملکیت یا روحانیت.
حیوانیت د انسان هغه لاسبر عنصر دی، چې په دې نړۍ کې پر ملکیت او انسانیت دواړو لاسبر دی او داچې انسان “اصغر فکر” دی، ددې وړ نه دی، چې د “اکبر فکر ” منشاء پوره کړای شي او چې ځان له “اکبر فکر ” سره مشابه او د هغه په څېر لاسبره نه کړي، دلته چې د “اصغر فکر” په خپل وجود کې اعتدال او انډول نه وي؛ نو په نورو کې به یې څنګه پیدا کړای شي او دا یو داسې حقیقت دی، چې انسان پخپله هم پرې پوه دی؛ خو اړ دی، چې د یوه کمزوري ګډ په څېر، چې د حیوانیت دا مزری یې په خوله کې دی، فریاد کوي؛ خو ځان نشي خلاصولی.
هغه د ځان د خلاصولو په تدبیر هم پوه دی؛ خو دا مزری په خوله کې له تکلیف سره سره یو خوند هم محسوسوي او نه غواړي ځان آزاد کړي. هغه په یوه داسې خوږ تذبذب کې پروت دی، چې یوې ډډې ته کېدای نشي. د حیواني عالم خواږه یې څه داسې پر وجدان ورخواره شوي وي، چې په علمي او عقلي توګه یې انسان، د انسانیت لپاره زهر ګڼي او پوهېږي، چې اکثر افعال یې د انسانیت منافي دي؛ خو د خپل شخصیت ګرېوان ترې نشي خلاصولای. د وجدان غږ یې د همدغه ملکي (یا روحاني) عنصر غږ وي، چې ورسره د عمر ملګری دی.
د عقل شمع یې مړه نه ده او د انسانیت دا رڼا، هغه ته همېشه سیده او فطري لار ورښيي؛ خو یاغي حیوانیت، دا شمع پخپل لاس کې واخلي او له خپلې مدعا سره سمه یې په لار روانه کړي. هر څو که انسان د کایناتو د مصدري ټکي د اطلاقي حالت په دې نړۍ کې یو متعین صورت دی ؛ نوځکه یې له وجودي متعین حالته پر اطلاقي حیثیت رڼا ورغورځولای شو؛ ځکه دا څاڅکی، د هغه سمندر مزاج لري؛ خو دا حقیقت دی، چې کله وحدت، د کثرت اظهار وکړي؛ نو ه په وګړیو کې یې هغه بنسټیز ځواک پاتې نشي؛ لکه د سمندر نه چې ویالې جلا شي؛ نو په هغو کې، پخپله، د سمندري قوت فقدان راشي او دغه وجه ده، چې په دې نړۍ کې چې انسان سترګې پرانځي؛ نو له خپل چاپېرچله اغېزمن شي او مادي وجود یې خپل ماحول ته هپه وکړي او تر ډېره حده، له خپل حقیقته غافل شي.
کاینات یا خارجي عالم
څرنګه چې مو په تېرو مخونو کې لیکلي: د مطلق وجود لپاره، د خارج او داخل تصور نشي پیدا کېدی. که خارج یې ومنو؛ نو محدود به شي؛ ځکه که خارج یې موجود وي؛ نو خارج به هم څه وجود لري؛ نو هغه به د حق وجود، متقابلو یا ضد وي؛ نوځکه به د حق وجود محدود شي. که داخل یې متصور کړو؛ نو د ظرفیت اشاره به ورته وشي او هسې هم چې د کوم څیز محدود ثابت شي؛ د ظرفیت نسبت ورته کېدای شي[2]؛ نو څرنګه به د کایناتو تصور کوو؟
چې خپلې نړۍ ته وګورو او د سر له پاسه لمر، سپوږمۍ او ستوري وینو؛ نو محسوس کړو، چې دا یوه ویړه نړۍ ده. هر شی پکې ځان ته جلا وجود لري، هر شی بېل اوصاف لري او هېڅ شی د بل په څېر نه دی. څرنګه چې مو په تېر بیان کې ویلي، دا ټول محسوس کاینات او د کایناتو شیان، تردې موجوده صورت مخکې، داسې نه وو او نه ددې وړ وو، چې په حواسو یې ادراک وشي؛ یعنې دا ټول څیزونه اعیان وو، معلومات وو، په مطلق وجود کې ذات او په تعین کې صفات.
د تجرد عالم
دا بېشمېره اعیان چې کوم وخت، مطلق وجود، د اطلاق له مرتبې، د تعیین مرتبې ته راوستل؛ نو د خپل خپل انفرادیت احساس یې وکړ؛ یعنې ذاتي احساس یې په صفاتي احساس بدل شو. په ړومبۍ مرتبه کې، دا ټول شیان مجرد وو او همدلته د تجرد عالم ښکاره شو، چې د عقل عالم ورته ویلای شو. دلته دغو ټولو شیانو په مجرد حیثیت کې، خپل ځان ته د هستۍ احساس او ادراک وکړ او له دې ادراک سره، له خپل ذاتي او مطلق وجود نه، محجوب شول. دلته هر یوه دا احساس وکړ، چې یو ځان ته وجود دی او هر یو څیز، د خپل وجود ژورو ته ځیر شو؛ نو دا هر انفرادیت، د یوه کامل اجتماعیت هنداره ښکارېده.
د تخم په دانو کې، د یوې دنګې ونې وجود پټ و. په دې احساس سره، په دغو ټولو شیانو کې طبعاً او عقلاً، له خپل حقیقت سره، د واصل کېدو یا هغه ته د وررسېدو جذبه په غځېدا شوه؛ ځکه په طبیعت کې یې د خپل اطلاق وجود احساس و او دا خو ښکاره ده، چې هر انفرادیت ته طبعاً خپل وجود نیمګړي ښکاري او هغه فطرتاً، د اجتماعیت په لور مېلان لري؛ ځکه دا جذبه یې کټ مټ یوه فطري جذبه ده. او بیا دا هم چې له خپل حقیقت سره وصال، د اعیانو یا انفرادیتونو لپاره، د سوچه والي ضمانت هم و. هغوی طبعاً خپله نیمګړتیا محسوسوله ؛ نوځکه یې لټون پیل کړ. په دې لټون کې، ټولو اعیانو ته، تر هر څه مخکې، خپل چاپېریال مخامخ و او دا خو ښکار خبره ده، چې لټون یا مزل، ړومبی له خپل چاپېرچله پیلېږي؛ نو د دغو اعیانو چاپېرچل او ماحول هماغه ړومبي اعیان وو، چې د عقل یا فکر عالم ورته وایو او همدغه خارجي جهان و.
خو دا خارجي جهان زموږ له مثالي او مادي جهانه ډېر لرې او لطیف دی، چې د یونان حکماء ورته روح کامل یا عقل کل وايي او عالم مثال ته نفس کل یا زموږ مادي او محسوس کاینات ته طبع کل.
موږ د هغه لطیف جهان هډو تصور نشو کولای؛ خوداچې زموږ د انساني عقل اصل هماغه دی؛ نوځکه یې انساني عقل احساسوي او بس؛ البته د مطلق وجود په موړه کې، دا یو محسوس جهان دی او د تجرد په دې دنیا کې، اعیانو یو له بل سره د تړاو او ملګرتیا پیل کړه. دا تړاو او ملګرتیا، د خپل ذات د لټون پیل و او هر انفرادیت به په بل انفرادیت کې، د خپلې پرېشانۍ د لرې کولو لپاره، د سکون او ډاډ پانګه لټوله. او د همدې تړاو په وجه، د هر یوه انفرادیت یا “عین”، له خپلو فطري عاداتو سره، د نورو اعیانو عادات او افعال هم ورګډ شول؛ ځکه په دغو اعیانو کې ډېر داسې وو، چې په فطري ډول، یو بل ته نږدې یا یو پر بل زورور او قوي وو او هسې هم، د تجرد په عالم کې، هر څیز په هر څیز کې موجود وي؛لکه زموږ انځورونه او غږونه چې ټول په فضا کې موجود دي، هر یو ځان ته انفرادیت لري؛ خو هغه ټول معنوي وجودونه دي او په دې لحاظ، ټول یو وجود دی؛ ځکه کوم غږ چې له خولې ووځي، په کاینات کې، هر ځای ته موجود شي، دغسې بېشمېره نور غږونه هم په کایناتو کې خپرېږي؛ خو په هغو کې هم، هر غږ په ټول کاینات ورخوروي او بیا هر غږ، ځان ته انفرادیت هم لري؛ خو سره له دې، هغه ټول غږونه، په معنوي عالم کې، صرف یو وجود لري.
په دغو اعیانو کې چې کوم طاقتور و، نو طبعا، کمزورو اعیانو ورته د اطاعت سر ټیټ کړ؛ ځکه په همدې متابعت کې یې ژوند او سکون و او دغسې د ټولو اعیانو په هکله تصور پکار دی.
هیله ده، د تجرد د عالم په هکله به لوستونکي زما په مدعا پوه شوي وي. له یو بل سره، د اعیانو شمول مو مخکې، د ” الکل فی الکل” برخه کې بیان کړی، چې لوستی به مو وي. په دې سره، د هر یوه عین، په خپل بنسټیز او انفرادي وجود کې، د نورو اعیانو د پلوشې له لامله، د هغو اعیانو عادات او اوصاف هم شامل شول، چې د وخت په تېرېدو سره پاخه او د هغه عین، ذاتي غوندې عادات او افعال ورګرځېدل.
ډېری به داسې هم شوي وي، چې یو عین به د بل عین ضد و؛ خو پر هغه به لاسبر وه؛ نو له هغه به یې، له خپلې منشاء سره سم کار اخسته او چې کوم وخت به یې ترې خپل کار واخست او بیا به خپل حقیقي وجود ته متوجه او راستون شو؛ نو د هغه مفتوح او مغلوب “عین” خپل ذاتي عادات به بیا وځلېدل او کوم فعل به یې چې د هغه لاسبر عین په لمسونه کړی و؛ نو د هغه په صدور به یې، د انفعالي جذبې اظهار وکړ؛ ځکه هغه فعل به یې خپل ذاتي او فطري نه و.
دې جذبې ته اوس د وجدان غږ وايو او په حقیقت کې وجدان هماغه اغېز ته وايي، چې د انسان له بنسټیز او فطري وصفه پیدا کېږي؛ یعنې له چاچې د خپل بنسټیز او فطري وصف پرخلاف، کوم کار وشي او له کبله یې چې کوم غبرګون راپیدا شي.
که یو سړی په جوارۍ روږدی شي او د کوم صحبت په وجه پکې دا علت پیدا شي؛ نو د جوارۍ د جذبې تر سړښت روسته، هغه انفعالي جذبه په مخه واخلي. له دې انفعالي جذبې جوتېږي، چې په خپل فطرت کې یې دا عادت نشته، یوازې د اضافاتو په وجه پکې راغلی دی.
له دې مثاله دا ګڼل پکار دي، چې هر یو “عین”، د اطلاق له مرتبې څخه، د تعین مرتبې ته راغېیاو په خپل شاوخوا کې یې نور بېشمېره اعیان ولیدل او ورسره په تړاو ساتنې اړ شو؛ نو په وجود کې یې پر خپلو ذاتي صفاتو سربېره، د هغو نورو اعیانو عادات او صفات هم ورشامل شول؛ خو دا یاد لرل پکار دي، چې هر عین، هېڅکله خپل ذاتي اوصاف نه فنا کوي؛ البته د لاسبرو صفاتو د جبر په وجه، له خپل فطرته خلاف کولو ته هم اړ وي؛ خوچې کله، د مخالف او لاسبر صفت، د جبر چپه تېره شي؛ نو مغلوب عین یې خپل ذاتي اوصاف بیاځلا پیدا کړي؛ لکه څرنګه چې مو د جوارګر مثال وړاندې کړ.
د عقل په عالم کې، یو له بل سره، د ټولو انفرادیتونو د تړاو په وجه، په ړومبي ځل یې په ذاتي تجرد یا عینیت، شخړه پیدا شوه؛ لکه څرنګه چې مو د ” الکل فی الکل” په بحث کې لږ وضاحت کړی دی. د هغو د فطرت په هنداره کې څه انځورونه راښکاره شول.
د اشیاوو د معرفت لړۍ پیل شوه، د خپل ذات د فطري لټون هیله، د خپلې شاوخوا له اعیانو، د لټون لړۍ پیل کړه او څومره چې، دا لټون زیاتېده، د اعیانو په هنداره کې نقشونه زیاتېدل او ددې په پایله کې له خپل حقیقي وجوده غفلت زیاتېده، ان تردې چې هغه اعیان، د عقل او فکر په عالم کې، خپل تکمیل ته ورسېدل؛ یعنې د عقلي حواسو لپاره چې څومره بنسټیز معرفت اړین و، لاس ته یې راووړ او اوس د نور معرفت او ترقۍ لپاره، مثالي جهان ته راوستی شول.
دا یاد لرل پکار دي، چې د معرفت اشاره، انساني اعیانو ته ده، کوم اعیان چې له عقلي معرفته وزګارېدل؛ نو هغوی به مثالي عالم ته راتلل. دا مثالي عالم به د اعیانو لپاره بېخې یوه نوې نړۍ وه او هغوی به دلته ځان د یوه طفل په حیثیت محسوساوه؛ ځکه انساني خاصه یا روح چې له کوم عالمه بل، لېږدول شوی؛ نو تر لېږد مخکې، په یوه برزخ کې پاتې شوی دی. له عقلي عالمه د لېږد پر مهال هم، په یوه برزخ کې پاتې شوی؛ ځکه چې له عقلي عالمه هغه څه حاصل کړي، چې علم یې پوخ شي او رو رو، د مثالي عالم له اغېزو سره هم بلد شي، ان تردې چې په برزخ کې، د مثالي عالم ټول آثار پکې طاري شي او چې کله په مثالي عالم کې پیدا کېږي؛ نو وړ وي، چې د مثالي حواسو په ذریعه، د مثالي نړۍ علم حاصل کړی شي.
په برزخ کې ورته، د مثالي عالم ټول حواس حاصل شوي وي؛ نو اوس یې په عقلي حواسو، د مثالي حواسو غلبه وي؛ ځکه که دلته هم عقلي حواس لاسبر وي؛ نو له مثالي عالمه یې هېڅ ګټنه نشوه کولای او مثالي عالم ته ځکه اړتیا وه چې د اعیانو له عقلي او مجرد معرفت سره؛ یعنې له معقولاتو سره امثال اړین و، چې د معقولاتو صورتونه، د پېژندنې په لړۍ کې، نور هم اسان شي، چې دا نه وای؛ نو هغه مجرد معقولات چې اعیانو حاصل کړي وو، پکې نه ترقي کېدای شوه او نه د کایناتو دا ډول ډول اشیاء پیدا کېدای شول؛ ځکه د کایناتو ټول شیان، د معقولاتو په حیث و او چې ترڅو یو له بل سره متحد شوی او یو له بل سره مرستیال یا مخالف نه وای؛ نو کاینات نشو ظاهرېدای.
په راتلونکیو مخونو کې به په مثالي عالم څه نوره څېړنه هم وشي.
په مثالي عالم کې، د اعیانو علم نور هم زیات شو. دلته یې عقلي حواس تت شول، ته وا عقل کل، د نفس کل په بڼه څرګند شو، روح اعظم د نفس اعظم لباس واغوست، د عقلي حواسو معلومات اوس د اعیانو په عادت کې شامل شوي وو او له هغو څخه د اعیانو شخصیت جوړ شوی و.
په دې هکله زما په یوه کتاب؛ ((د خوشحال خان خټک یو شعر)) کې هم څه نا څه وضاحت شته.
په مثالي عالم کې د مجردو حقایقو د وضاحت او ځلا لپاره مثالي صورتونه پیدا شول او دلته، د مجردو حقایقو تفصیل پیل شو. په دې عالم کې ځینې اعیان داسې هم یو له بل سره آشنا شول، چې په فطري ډول یو بل ته ورته وو. دلته هم په هغو کې اتحاد او یو له بله ګټنه پیل شوه، سره له دې چې هغوی، یو بل په کامل ډول نه پېژندل؛ خو یو له بل سره یې د بې واکه محبت او اختلاط ددې خبرې یو وجداني دلیل و، چې هغوی د عقل په عالم کې هم یو د بل دوستان وو.
دغه شان په دې عالم کې هغه اعیان هم وو، چې یو له بل سره مخالف وو او په فطري او بنسټیزو صفاتو کې یې اختلاف او تضاد و او د اضدادو یو له بل سره مخامخېدل، هرومرو ټکر پیدا کوي.
په دې عالم کې انسان دومره پرمختګ وکړ، چې پکې د مجازي ډول د تخلیق صفت پیدا شو، له جزیاتو یې د کلیاتو جوړول پیل کړل؛ خو په تخلیق ډاډمن نه و؛ ځکه شیان یا انفرادیتونه خپل وجودي تکمیل ته لا نه وو رسېدلي، خپله اعیانو هم په ځان کې کمي محسوسوله. د انساني ذهن د ښیښې شابندي لا پاتې وه، چې انځور پوره پوره څرګند کړای شي ؛ نوځکه اعیانو ته خپل هر تړښت او ترتیب نیمګړی ښکارېده.
دغسې یوه زمانه په اعیانو تېره شوه او بیا یې د مادي عالم یا عالم شهادت برزخ ته راوستل، چې د مور ګېډه ده او په دې کې یې نهه میاشتې ددې لپاره وساتل چې د مور له لارې، د مادي عالم حواس ترلاسه کړي او چې کله وزېږېږي؛ نو د مادي عالم اغېزې یې تر بد نه کړي او بیا هغوی په مادي عالم کې پیدا شول.
زموږ پر ځمکې سربېره، له هرې مادي دنیا څخه یې مخلوق په همدې ډول پیدا کېدنه پیل شول، چې د تجرد په عالم کې یې په ځان کې محسوسول. هغو انفرادیتونو چې د تجرد په عالم کې، د خپل وجود په ژورو کې بالقوه یو لوی اجتماعیت محسوسوه، هغو دلته بالفعل ظاهرېدل پیل کړل، ته وا هغه درې قسمه مخلوق چې په اړه یې موږ دا باب تړلی، په دې نړۍ کې راڅرګند شول.
دلته اعیانو ته مادي حواس هم حاصل شول، ته وا نفس کل، په طبع کل کې څرګند شو او ددې مادي حواسو اغېز دومره لاسبر و، چې عقلي حواس یې تر پخوا هم زیات تت شول او مثالي حواس یې هم په خپل حقیقي حالت سوچه پاتې نشول؛ خو د مثالي حواسو اړتیا، په مادي عالم کې هم ډېره زیاته وه؛ نوځکه مثالي حواس، د عقلي حواسو په نسبت، څه نا څه ځلانده پاتې شول او د اشیاوو په هکله، د انساني علم سلسله دې برید ته ورسېده، چې د علمي حصول لپاره یې بنسټیز حواس مکمل شول او دلته، د اشیاوو د علم سلسله نوره هم وړاندې تېره شوه او ددې په پایله کې، انسان له مطلق وجوده، نزدې نزدې غافل شو او د اشیاوو په معرفت کې داسې ډوب شو چې له خپل ذاته هم غایب شو.
همدغه خو وجه ده، چې موږ د خپل مخ تصور هم بې له هندارې په اسانه نشو کولای؛ خو د بل هر څیز تصور د سترګو په رپ کې کوو. که موږ د خپل غږ یو ریکارډ ډک کړو او بیا بې پخپله واورو؛ نو خپل غږ به بیخي نا اشنا راښکاره شي او که دا علم راته نه وي، چې دا ریکارډ زما د غږ دی؛ نو ډېره ممکنه ده، چې خپل غږ و نه پېژنو. دا ددې خبرې دلیل دی، چې موږ له خپل ذاته لرې وتلي یو او په نورو اشیاوو کې محوه یو، زموږ انفرادیت په داسې بېشمېره اعیانو کې راګېر دی، چې اوس په دې کثرت کې خپل ځان لټوو.
د اشیاوو د معرفت تکل، خپل ځان ته له رسېدو پرته نور هېڅ شی نه دی او چې کله یې د خپلو اعیانو معرفت حاصل کړو؛ نو همدغه معرفت مو پر اضافاتو غلبه ثابتوي. چې کله دا غلبه حاصله شوه؛ نو موږ به خپل انفرادیت ته ورسو.
د پاکستان او هندوستان د خلکو د آزادۍ هغه غورځنګ چې اوس اوس پای ته رسېدلی، په لوستونکیو کې به زیاتره خلکو لیدلي وي، چې دې خلکو د پېرنګیانو پرخلاف کوم غورځنګ روان کړی و؛ نو دا د خپل انفرادیت د ترلاسه کونې هڅه نه وه، ددې غورځنګ په زمانه کې هغوی خپل انفرادیت محسوساوه؟ هېڅکله نه! خوچې پېرنګیان ولاړل؛ نو د مسلمان انفرادیت ځان ته فکر شو او د هندو انفرادیت ځان ته. یا چې کله د پېرنګي د انخلا یقین وشو؛ نو هغه مهال هر یو انفرادیت، د خپل موجودیت احساس وکړ.
په دې مادي عالم کې هم ځینې ځینې اعیان، یو د بل دوستان او دښمنان شول. ددوی د بنسټیزو اوصافو اتحاد یا اختلاف، دلته تر پخوا هم سخت شو؛ خو هغوی په دې نه پوهېدل، چې ددې اختلاف یا اتحاد سبب څه دی؟ له دغو درېیو عالمو سره، د انساني اعیانو تړاو او د درې قسمه حواسو حصول هم ورته د شعور درې درجې ورکړې. د عقلي حواسو درجه، د لاشعور، د مثالي حواسو، د تحت الشعور او د مادي حواسو درجه، د فوق الشعور یا شعور شوه.
دغه شان له دې درې زمانې هم پیدا شوې او د اعیانو کلک تړاو ورسره پیدا شو: تېر، اوسمهال او راتلونکی او دغسې د هر انسان د “عین” په صورت کې یې د موروپلار پر مشابهت سربېره، یو خپل انفرادي شکل هم وي، چې د هغه عین، پر ذاتي او فطري صفت بنا وي، چې هېڅکله فنا نه مني. د هغه د موروپلار صورت او پر هغو سربېره، د نورو اعیانو د تړاو عادات یې فطري نه وي؛ خو په پرله پسې عمل سره یې د فطرت رنګ اختیار کړی؛ خو هغه خپل فطري صورت، د هغه حقیقي صورت وي او په همدغه یې د شخصیت تعمیر کېږي.
د انسان “عین“ درې حالته
دلته به اوس د انسانی “عین” درې حالته ګڼو: ملکیت، انسانیت، حیوانیت. په دغو درې حالتونو کې، انسانیت، د انسان خپل وجودي حالت دی او دوه نور یې بدرګه ګڼل کېږي. دا نور دوه حالتونه فطري او جودي ورته نه؛ بلکې عارضي دي؛ خو د زمانو زمانو د ملګرتیا په وجه یې د فطرت رنګ اختیار کړی، چې په دغو دورو کې ملکیت، د انسانیت مرستیال دی او په دې اړه مو په تېرو ویینو کې ویینه کړې ده.
ملکیت د هغو اعیانو پلوشه ده، چې د مطلق وجود او د اعیانو د مجرد عالم؛ یعنې د فکر یا د عقل د عالم ترمنځ دی او اغېز یې همېشه پر اعیانو پرېوځي؛ نو دا اغېز څه وي؟ اعیانو ته ددوی د حقیقي هستۍ شعور او تاثر ورکوي، د هغو ملکي اعیانو پلوشه چې په دې مادي نړۍ کې پر اعیانو پرېوځي؛ نو اعیان په مثالي او مادي عالم کې هم د مطلق وجود احساس وکړي، سره له دې چې په حیواني؛ یعنې مادي عالم کې انساني عین، له خپل حقیقي وجوده ډېر لرې وتلی وي او د اشیاوو په لټون کې داسې ډوب وي، چې له خپل حقیقي وجوده غافل وي؛ خو په هغه حالت کې هم، کله کله د مطلق وجود احساس کوي.
هغه ملحدان چې د لوی څښتن له وجوده بیخي منکر وي، کله نا کله د ملکیت د پلوشې په وجه، د مطلق وجود په تصور کې بوخت شي. ددې وجه دا وي، چې د حیوانیت توپان، له سکون سره اشنا شي؛ نو د انساني “عین” خپله ذاتي هنداره ځلا پیدا کړي؛ نو د ملکیت پلوشه خو هر وخت پر هغه پرېوځي؛ خو د حیوانیت په غلبه کې یې رڼا نشي محسوسولای، چې په دې وخت کې یې محسوسه کړي.
پخپله پر راقم الحروف (لیکوال)، داسې پينځه کاله تېر شوي او د الحاد د چپو کیفیتونه یې محسوس کړي دي.
ځینې مادیین یې تعبیر داسې کوي، چې دا زموږ په لاشعور کې د پلرونو نیکونو هغه عادات راغلي، چې د هستۍ خالق یې منلو؛ نوځکه کله کله، په لاشعوري توګه، موږ ته هماغه تصور راشي.
د دوی دا ځواب په بنسټیز ډول صحیح نه دی؛ البته په اولادونو کې یې د پلرونو نیکونو د عاداتو لېږد، سمه خبره ده، چې روسته به وڅېړل شي؛ خو حقیقت دا دی، چې دا د ملکیت پلوشې وي، چې هر انسان ته یې د حقیقي وجود احساس ورکوي.
پاتې شو د مادیینو ځواب؛ نو هغوی دې فکر وکړي، که په لاشعور کې یې د خالق تصور، له پلرونو نیکونو راغلی وي؛ نو د دوی پلرونو نیکونو ته له چا ورغلي ول؟
نو په دې ډول، که دا لړۍ ابتدا ته ورسوو؛ نو پوه به شو چې هرومرو ددې تصور صدور، له یوه ځایه شوی او هغه ملکیت دی. ګنې دا مادیین دې فکر وکړي، چې د نړۍ په هر انسان کې دا تصور شته که نه؟ هېڅ داسې ملحد یا غیرې ملحد انسان نشې ښودلای، چې هغه ته کله کله د خدای تصور نه ورځي؛ نو ایا له دې په ځغرده نه جوتېږي، چې خالق محسوس دی او هماغه د انساني اعیانو حقیقت او د دغو ټولو اعیانو سرچینه هماغه دی، دا ټول څاڅکي د همدغه سمندر دي، د هستي دا ټوله ونه او د ونې اجزاء د همدغه تخم د دانې مظاهر دي. ایا د ونې هر یو جز، سره له دې چې یو له بل سره اختلاف هم لري؛ بیا هم د ونې طبیعت نه لري؟ که د کوچو خوند و رنګ له شيدو جلا وي، که ماسته، پنیر او شړومبې، د خپلې ذایقې، په ژبه ځان ته جلا هستي اعلانوي؛ نو د دوی حقیقي وجود یا طبیعت له دې انکار نشي کولای، چې هغه د شيدو بچي دي، یقیناً نه.
نو راځئ وګورو، انسان چې په دې نړۍ کې خپل انفرادیت حاصل کړ، د هغه دپاسه د خپل مطلق وجود لخوا کومې زمه وارۍ راغلي ؟ او هغه تر کومه حده، له دې زمه واریو ځان خلاص کړای شو.
درېیم باب
د انساني ژوند پیلامه
د پنځپوهنې پوهانو به په دې کې ډېرې ژورې او مفصلې څېړنې کړې وي. د پنځپوهنې زدکړیال نه یم او نه مې تر اوسه ورسره څه لېوالتیا پیدا شوې؛ خو دومره ویلای شم، چې نن انساني عقل د پخواني انساني ژوند په هکله ډېر څه فکر کولای شي، کوي یې او کوي به یې او بیا د خپل عقل، فکر او شعور په وجه، انسانانو په هره زمانه کې د “تېرو” انسانانو د ټاټوبو د جوړښت او د دوی د معیشت د وزلو او اړتیاوو د پلټنې له کبله، ډېرې سپړنې کړي او لا به یې کوي.
عقل پردې قایل دی، چې د نړۍ ړومبی انسان به ارومرو د عقل له پلوه ماشوم و؛ ځکه د هغه خو به پیلامه وه؛ خو ددې دا مطلب هېڅکله نه دی، چې انسان بالقوه هم عاقل نه وه. عقل خو د هستۍ جوهر دی، چې کله هم کمېږي او زیاتېږي نه او د عقل څومره پلوشه چې د یوه انسان وجود ته راغلې وي؛ نو هومره د نړۍ پر مخ ترې کار هم اخستلای شي.
په هغه زمانه کې به د انسان شعور تر حیواناتو لږ غوندې اوچت و او انسان به هم ارومرو بربنډ و او څمڅو کې یې ژوند کاوه، د ژبې له پلوه هم انسان په اشارو او ډول ډول احساساتي غږونو خپل مفهوم ادا کاوه او بیا رو رو، څومره چې وخت تېرېده او انسان د تکامل په ډګر کې مخ پر وړاندې تله؛ نو د غږونو له حروفو یې ټکي پېدا کېدل، چې د احساساتو ترجمان یې وو.
دا یو حقیقت ګڼل پکار دي، هغه مهال د انسانانو ژوند بیخي انفرادي و؛ خو انسان فطرتاً ځان ته اوسېدل غوره نه ګڼي، هغه د نړۍ منتظم دی او په فطرت کې یې د تمدن او مدنیت جوړولو وړتیا ده. که انسان یو له بل سره په ګډه ژوند نه وي اختیار کړی؛ نو له ځنګلي ځناورو او د نورو هېوادونو له انسانانو به یې ځان څرنګه ساتلای وای او چې دوی د خوراک څښاک د وزلو او د جونګړو او غارونو د جوړلو لپاره یو له بل سره لاس نه کولای؛ نو ژوند یې چېرې خوندي پاتې کېدای شو؟
په دې هکله موسیو اسټالین هم کښلي: د انسانانو ړومبۍ ټولنه، بېخي د اشتراکیت یا ټولنوالې بېلګه وه؛ ځکه دوی اړ ول، چې له ځنګلي ځناورو د ځان ساتنې او د نړۍ د نورو طبقو د انسانانو له یرغلونو د خوندیتوب په پار، په ګډه ژوند وکړي او د ځان لپاره د معیشت وزلې چمتو کړي، چې تفصیل به یې د حکومت په نظریه کې راشي.
دا د هغه فطري وړتیا اغېز و، چې د فطرت صانع پکې ایښی و او هغه و چې د هرې برخې انسانانو، پخپلو کې ګډون وکړ او په شریکه یې د ژوند بېړۍ مخ پر وړاندې روانه کړه.
دا هغه زمانه وه، چې د انسان په فطرت کې سادګي او سپېڅلتیا وه، دوی یو له بل سره متحد وو او په ګډه یې ژوند کاوه او دا ددې خبرې یو فطري او وجداني دلیل دی، که اوس هم د نړۍ انسانان هڅه وکړي؛ نو په یووالي او اتفاق اوسېدای شي؛ ځکه فطرتاً په بشري ډول کې هېڅ اختلاف نشته؛ خو دا خبره اوس ځکه ډېره ګرانه ده، چې د انسانانو اړتیاوې، فکرونه،روحیات او ان ګروهې یې هم بېخي سره جلا دي.
چې داسې یو خوځښت نه وي، چې بیخي یې د فطرت له مخې وچلولای شي؛ نو په انسانانو کې یووالی هېڅ امکان نه لري. سره له دې چې نن د نړۍ له ګوټ څخه، د انسانیت! انسانیت! چغې اورېدل کېږي؛ خو عمل یې دا دی، چې یو انسان د بل دښمن او وینو ته یې تږی ناست دی؛ ځکه انسان په خپل فطرت کې له ځان سره یو صفت راوړی او هغه داچې، انسان ارومرو د ځان لپاره څه انفرادي ملکیت غواړي او هر انسان فطرتاً پر بل انسان خپل ځواک غواړي.
د اضدادو قانون
په نړۍ کې چې چېرته هم، د دوو انسانانو اړیکه پیدا شوې؛ نو پکې په شعوري یا غیرشعوري ډول، پر یو بل د ځواک ټینګولو جګړه پیدا شوې چې په پایله کې ضرور، یو انسان اغېزکوونکی او بل اغېزمن شوی دی. ددې وجه دا ده، چې په نړۍ کې د اضدادو قانون روان دی او بې له دې دا کارخانه نشوه چلېدلای. په حقیقت کې ټول اضداد، یو له بل سره د وصال په تکل کي دي یا په بله وینا، عاشق او معشوقه دي، چې یو له بل سره د یوځای کېدو لپاره، یو د بل تعاقب کوي او هر کله چې یې دا تکل او تعاقب په فطري ډول وي؛ نو په هغو کې اعتدال راپیدا شي او ددې اعتدال په وجه، یو له بل سره واصل شي او له هم دې وصلته، ژوند پیدا شي.
د تضاد دغه قانون راښيي، چې په نړۍ کې ټول قوتونه او عناصر، د ځان لپاره یو ضد لري او د هرو دوو عناصرو ترمنځ د دافعې او جاذبې جګړه روانه وي. د همدې دافعې او جاذبې له جګړې ځنې حرکت او قوت پیدا کېږي او له هم دې حرکت او قوت ځنې ژوند راظاهرېږي.
په بله وینا، هغه اضداد چې یو د بل مخالف ښکاري؛ نو د قدرت په معتدل نظام کې، داسې یو له بل سره ګډ او یو د بل مرستیال شي، چې د کایناتو په ټوله کارخانه کې تناسب او انډول پیدا شي؛ یعنې دا ټول کثرت، له اختلاف سره سره، په یوه داسې وحدت کې تشکیل ومومي، چې بیا پکې هېڅ غیریت او جګړه نه ښکاري.
د ځواک او انفرادي ملکیت د لاس ته راوړنې دا جذبه، په انسان کې د حرص په بڼه راښکاره شوه او داچې په پېل کې بیخي تر حیوانیت لاندې وه؛ نوځکه په پرله پسې حرص کولو، دومره پخه شوه، چې د عقل له رای یې هم سرغړونه وکړ او په هر ډول یې چې د ځان لپاره د انفرادي ملکیت او ځواک پیدا کولای شو؛ نو صرفه یې پرې نه کوله او نن هم دا حال دی، چې هېڅ صرفه نه کوي.
نوځکه د پنځپوهنې عالم، ډاروین هم خپله نظریه داسې څرګنده کړه چې اطلاق یې بیخي په حیوان کېږي؛ ځکه هغه هم د حیوانیت په څپه کې بهېدو او هغه دا وه، چې زورور، کمزوری محوه او فنا کوي، لوی کبان، واړه کبان خوري. ډاروین، انسان ته خبر ورکړ، چې د خپل ژوند لپاره دې کمزوری ژوند ختم کړي.
څوک ویلای شي، چې دا نظریه د حیوانیت او بهیمیت ترجماني نه کوي او څوک به ووايي، چې د ډاروین نظر، د انسان حقیقي حیثیت ته رسېدلی و.
معلومه ده، چې په دې کې د ډاروین پوهې تیندک وهلی، بله خبره دا هم ده، چې هغه د کایناتو د خالق پر وجود قایل نه و او کاینات یې یو داسې اتفاقي پیدا شوی څیز ګاڼه، چې هېڅ مقصد یې نه وي او انسان یې هم د نورو حیواناتو په څېر، یو خبرلوڅ حیوان ګاڼه او دا یې ګروهه وه، چې د نورو حیواناتو په څېر به انسان هم، د ژوند زمانه تېره کړي او تر مرګ روسته یې هېڅ راتلونکی نشته؛ نو ولې داسې ونکړي، چې خپل دا لږ ژوند، په خوند او اقتدار تېر کړي.
هغه خو د انسان حیواني اړخ ولید؛ خو انساني او ملکي اړخ یې ترې پټ پاتې شو؛ نوځکه یې وویل، چې دا ازلي او طبیعي قانون دی، چې قوي به ارومرو کمزوری کېږي، له دې جهته دا خبره غلطه ده، چې ځینې حیوانات او انسانان، د وړو ماشومانو لپاره ځانونه قربانوي.
خو ډاروین د انسان د انسانیت د عنصر پوره پوره اندازه نه وه کړې. هغه دې ته فکر نه وه کړی، چې په نړۍ کې څومره قوي لښکرو، د کمزور لښکرو مرسته کړې او نن سبا هم د کمزورو او نشتمنو لپاره، شتمن انسانان انجمنونه جوړوي او ډاروین چې کوم طبیعي قانون ته اشاره کړې؛ نو هغه د حیوانیت قانون دی او چې پر انسان، حیوانیت واکمن وي، همېشه به زورور په کمزوري تیری کوي؛ خوچې چېرته د انسانیت او عقل تصرف وي، هلته هر څیز په خپل انفرادي پرمختګ کې آزاد وي او په داسې حال کې، انسان د خپل خالق سم استازیتوب کولای شي.
که انسان د ډاروین او د هغه د ملګرو او هم اندو په دې قانون روان شي او له دې ځنې یو اصول جوړ کړي او د نړۍ په هره برخه کې، په دې عمل پیل شي؛ نو فکر پکار دی، چې څه حالت به پیدا شي؟
که دا قانون د انسان په هکله سم وي؛ نو نن به هم انسان، ځنګلي او له فرهنګ او تمدنه دومره لرې و؛ لکه چې پخوا و. داسې معلومېږي، چې ډاروین په انساني ارواپوهنې بیخي نه و پوه؛ ځکه هر انسان فطرتاً، د خپل انفرادیت ساتنه کوي او په خپله لار کې هېڅ خنډ و خار نه زغمي او چې څوک یې لار بنده کړي؛ نو ورسره جنګ کوي. یوازې انسان نه؛ بلکې د نړۍ هر څیز ته خالق د ځان ساتنې لپاره څه نا څه وسله ورکړې او چې تر اوسه په نړۍ کې، پر انسان حیوانیت لاسبر دی؛ نو له امن څخه ډک او د وګړيو له مدعا سره سم یو نظام هم نه دی پیدا شوی؛ خو دا هم نه ده، چې ګوندې انسانیت بیخي له منځه وتلی وي. په هره زمانه کې خدای داسې داسې انسانان پیدا کوي، چې انساني نوع ته د انسانیت پېغام ورکوي او د دوی د قربانیو او هڅو په وجه، په نړۍ کې کله کله، د انسانیت او امن رڼا راښکاره کېږي. دې انسانانو ته نبي، رشي، او مصلح ویل کېږي او هم، کله نا کله، د دغو سپېڅليو او پاکو خلکو له برکته، انسان د حیوانیت د غوښتونو له پوره کولو ځنې انکار وکړي.
د انسانې ټولنې رامنځته کېدنه
دغسې انسانانو پرمختګ کاوه او کوم انسانان چې د وینې د ګډون او د یوې ژبې درلودو په وجه سره یوځای شوي وو او د ژوند کولو ډول یې سره یو شان و؛ نو هغه یو قام ونومول شول او دغسې د نړۍ د انسانانو ډېر قامونه جوړ شول او بې له دې، پرمختګ نه شو کېدلای؛ ځکه له ډېرو ژبو، ډېر فرهنګونه او تمدنونه پيدا کېږي او د ډېرو فرهنګونو او تمدنونو پایله، ډېر علوم او فنون وي.
همدې څيز ته قرآن حکیم په دې الفاظو اشاره کړې:
[يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ (حجرات/۱۳) ]
” ای انسانانو تاسو ما له یوه سړي او له یوې ښځې پیدا کړئ، بیا مو تاسو قامونه قامونه او تپې تپې کړئ، چې معرفت مو پیدا شي، اوس په تاسو کې ډېر د عزت خاوند هغه دی، چې متقي وي.”
له دې معلومېږي، چې د خالق منشاء هم دا وه چې یو انساني نوع دې په بېلابېلو قامونو وویشل شي؛ ځکه په دې آیت کې چې کوم لفظ ” لِتَعَارَفُوا ” راغلی؛ یعنې ستاسو معرفت پیدا شي؛ نو له دې ځنې مراد، یوازې یو له بل سره د اشخاصو پېژندګلوي نه؛ بلکې د معرفت کامل او عظیم مفهوم ته اشاره ده، چې له یوه قام ځنې هېڅکله نشو حاصلېدلای او که په انساناتو کې بېلابېل غوره والي او لېوالتیاوې نه وي؛ نو دا دومره علوم او فنون نشو پيدا کېدی او چې څوک هڅه وکړي، د نړۍ ټول قامونه سره یو کړي او هېڅ امتیاز پکې پرېنږدي، له دوی ځنې د ژبې، فرهنګ، تمدن او فرهنګ دا موجوده اختلاف لرې کړي؛ نو هېڅکله به بریالی نشي؛ بلکې اپوټه، اغېز به یې دا وي، چې په نړۍ کې به شدیده شخړه راپیدا شي او ټول قامونه به د خپل انفرادیت د ساتنې لپاره، جګړې ته ملا وتړي او دا حقیقت دی، چې د فطري قانون مخالفت، شخړه پیدا کوي.
د نړۍ په ړومبي ژوند کې چې د انسانانو د بېلابېلو قامونو وجود پیدا شو او بیا د هر یو قوم، ځان ته انفرادیت پیدا شو؛ نو په هر قام کې د وګړيو د پرمختګ او ساتنې لپاره داسې یو نظام ته اړتیا شوه، چې پکې ځواک ته یو ځای او چورلیځ موجود وي او ټول واړه ځواکونه ورته راجع وي؛ ځکه که ځواک په وړو وړو برخو کې ویشل شوی وي؛ نو د انسانانو ترمنځ به همېشه، ډغرې وي او چې ځواک ته یو مرکز پیدا شي؛ نو دا ډغرې به ختمه شي. ددې نظام اړتیا یوازې د وګړيو د ساتنې لپاره پیدا شوه؛ ځکه په ټولنیز ژوند کې، د انفرادي ژوند خوشحالۍ او ښېګڼې غايي غځونې کولې.
څرنګه چې مو مخکې وویل، دا د انسان فطرت دی، چې پر نورو انسانانو خپل ځواک ټینګول غواړي- او هغه دی نامورۍ او پر نورو تفوق- انسان له یو پرلپسې تجسس او لټونه ډک دی او د اشیاوو په ظاهر نه قانع کېږي؛ ځکه د هر څیز غایت ته ځان رسول غواړي.
په ړومبي ژوند کې انسان په خپلو فطري غوښتنو کې انډول نشي پیدا کولای؛ ځکه حیوانیت یې ورلاسبر وي او د انډول د ټینګولو کار، د انسانیت او عقل دی، نه د محض حیوانیت او شعور؛ نو له دې لاسبر حیوانیته، د ځواک ترلاسه کونې په دوران کې، د حرص او زبېښاک جذبه پیدا شي؛ نوځکه یو داسې فرد ته اړتیا شي، چې هغه د ځواک محل وګرځي او د ټولنې ټول ځواک ورته راجع وي. په دې سره به انسانان وکړای شي، تر خپلو بنسټیزو فطرتونو لاندې، په امن و امان پرمختګ وکړي.
په داسې حال کې، که یو انسان پر بل خپل ځواک ټینګوي؛ نو هم په قانوني ډول، په جبر او ظلم به هېڅ اقتدار نشي ټینګېدای. د اضدادو ترمنځ به د اعتدال برزخ پیدا شي ؛ نوځکه به ټول انفرادیتونه خپلې فطري وړتیاوې خارج ته راوستی شي او همدغه، د بېلابېلو وړتیاوو اظهار، د نړۍ د تکامل او د انساني ذهن د روښانتیا لوی او فطري ضمانت دی.
په کومه ټولنه کې چې ذهن، د یو څو ځانګړیو انساني اصولو په کړۍ کې راګېر شي او انسانانو ته د خپل فطري وړتیا له مخې د فکر کولو اجازه نه وي؛ نو هلته به هرومرو دوه حالته پیدا کېږي؛ لا خو به د هغه قام یا انسانانو د ټولنې انساني فطري وړتیا بیخي شنډه شي او دا ټولنه به رو رو د بل قام په غلامۍ مجبوره شي او لا به پکې سخته سرغړونه او شخړه راپورته شي. عوام به راپاڅي او د ځواک له خاوندانو به ځواک په زوره واخلي او د حکومت له کرسۍ به یې راوغورځوي؛ ځکه ټولنه د وګړيو د ساتنې او روزني لپاره جوړېږي او چې کله وګړي محسوس کړي، چې روزنه او ساتنه یې لکه څرنګه چې پکار ده، نه کېږي؛ نو سرغړونې ته اړ شي.
دلته له دې ځنې دا هم جوتېږي، چې په تمدن کې اهمیت، د فرد/وګړي دی، نه د ټولنې. په دې خبره فلاسفه و هم ویینې کړي، چې فرد د ټولنې لپاره دی، که ټولنه د فرد لپاره؛ نوځکه حکماوو او پوهانو، د ماشومانو د روزنې په لړ کې هم اختلاف سره کړی، چې د دوی روزنه دې موروپلار وکړي که ټولنه. بیا په موروپلار کې هم د ماشوم د روزنې زیاتره حق، چا ته رسي. ځینې پوهان موروپلار زیات ګڼي او ځینې یوازې پلار او ځینې دا حق ټولنې ته ورکوي.
نن سبا پوهان په دې اند دي، چې دا حق پلار ته رسي او کوم پوهان چې دا حق ټولنې ته ورکوي، دلیل یې دا دی، چې ټولنه حقیقي پلار دی؛ ځکه په سوسیالیستي روس کې هم، نن په دې عمل کېږي، په سپارټا هېواد کې هم ډېره موده، د ماشومانو روزنه، د حکومت پر غاړه وه او ډېری یوناني فلاسفه د همدې نظريې ملګري ول، ان چې سقراط د همدې نظريې کلک مرستیال و.
خو په دې روستۍ نظریه کې، د انسان د انفرادیت هېڅ خیال نه دی ساتل شوی، حکومت به ارومرو د خپل مقصد له مخې، د ماشومانو روزنه کوي او په دې سره به د ماشوم خپل فطري وړتیا هېڅکله نشي څرګندېدای. داسې معلومېږي، چې ددې نظریې ملګري، هغه پوهان دي، چې انساني فطرت یوه صفا ښیښه ګڼي، چې ورباندې هېڅ نقش نه وي او کوم نقش چې پرې جوړوې، جوړېدای شي؛ یعنې د ماشومانو په خپل فطرت کې هېڅ څیز موجود نه وي ، څه چې ور وښولای شي، هماغه زده کوي، کوم نقش یې چې پر ذهن جوړ شي، هماغه شان یې شخصیت هم جوړېږي؛ خو ډېر حکماء ددې اند مخالف دي، چې موږ به یې د روزنې په برخه کې یادونه وکړو.
که حقیقت ته ځیر شو؛ نو پوه به شو چې د فرد وجود، د ټولنې تر وجوده ړومبی دی؛ ځکه ټولنه او حکومت خو له وګړيو جوړېږي؛ نو په داسې حال کې، ړومبی د وګړيو د انفرادیت تکمیل اړین دی او بیا ورپسې ټولنه؛ ځکه باغوان تر هر څه مخکې، د بېل بېل بوټي روزنه کوي او چې کله یو بوټی له خپل انفرادي امتیاز سره مکمل شي؛ نو باغ ورته وايي؛ خو چېرته چې باغوان نه وي، هره ونه ځان ته خپله روزنه پخپله کوي او ددې ثبوت دا دی، چې د ځنګلي ونو جرړې، د باغ د ونو تر جرړو زیاتې اوږدې او پیاوړې وي؛ ځکه ځنګلي ونې، د اوبو په لټون کې خپلې جرړې اوږدوي او د باغ ونو ته دا اړتیا نه ورپېښېږي او جړرې یې د ځنګلي ونو هومره نه اوږدېږي.
دلته یوه پوښتنه پيدا کېږي، چې د ماشومانو روزنه به موروپلار کوي که ټولنه؛ نو اړینه ده، موروپلار یا ټولنه به یې روزنه د خپلو اصولو له مخې کوي او دا هم نشي کولای، چې ماشومان په حیواني فطرت آزاد پرېږدي؛ لکه څرنګه چې ځنګلي ځناور یې پخپله لوېدو ته آزاد پرېږدي او ددې پایله به دا وي، چې یقیناً به یې حیوانیت لاسبر وي او ټول به یو د بل پر زبېښاک بوخت وي او که روزنه یې وشي؛ نو ډېره لاسبره ده، چې د موروپلار یا ټولنې هغه اصول، چې له مخې یې د ماشومانو روزنه کوي، د اکثرو ماشومانو د فطري وړتیا مخالفه وي؛ نو په داسې حال کې به همدغو ماشومانو په راتلونکي کې، داسې ټولنه نشي جوړېدای، چې تر ډېره بریده پورې ټینګه پاتې شي؛ نو په دې صورت کې هم، د ړومبي صورت په څېر نیمګړتیا، تر سترګو کېږي؛ نو ددې چاره به څه وي؟
په دې اړه به په راتلونکي پاڼو کې ځان ته یادونه وشي، سملاسي به دومره ووایم، چې مکمله او سپېڅلې ټولنه به له هغو انسانانو جوړېږي، چې روزنه یې داسې شوې وي، چې انسانیت یې پر حیوانیت او ملکیت دواړو لاسبر وي، چې د فطرت د ګاډۍ کوچوان یې سړي توب کوي؛ ځکه له انسانیته عقل پیدا کېږي او عقل د فطرت مربي دی. انسانیت هېڅکله فطرت، د حیوانیت په قبضه کې نه پرېږدي، په حیواني فطرت تنقید کوي او دا اجازه نه ورکوي، چې کټ مټ، د خپل اصل په حیثیت، د عمل لپاره آزاد پاتې شي؛ ځکه د انسانیت مزاج هم دا دی، چې پر هر څیز نیوکه کوي او تر نیوکې روسته یې مني او بیا ترې کار اخلي؛ که دا نیوکه او ترمیم، د انساني نوع خاصه نه وي؛ نو تراوسه به انسانان بیخي د ځناورو په څېر وو.
د نننۍ زمانې پرمختللی انسان دې غور وکړي، چې هغه ولې بربنډ اوسېدل غوره نه ګڼي، ولې خپل نوکان اوږدېدو ته نه پرېږدي؟ او هم دې خپل وېښته قیاس کړي. ولې ځینې انسانان خپل ځینې فطري خواهشات نه پوره کوي؟ سره له دې چې د پوره کولو وس یې هم لري.
تاسو ته خو دا معلومه ده، که ځینې انسان ته بد رد وویل شي؛ خو د غچ اخستنې له توان سره سره، بیا هم صبر کوي، دا ولې؟ ایا ده ته غصه نه ورځي؟ یقیناً ورځي او که هغه تر خپل حیواني فطرت او طبیعت لاندې مغلوب وي؛ نو ارومرو به یې د بدو ردو په ځواب کې بد رد ویلي وو او لا به یې جګړه کوله. دا د انسانیت او عقل د غلبې پایله ده او همدغه څیز، حقیقي آمر او منتظم دی، همدغه انسانیت او آمریت یا استحلاف یې د خالق منشاء ده او خالق له انسانه په نړۍ کې همدغه څیز غواړي.
هره ټولنه او وګړي یې چې روزنه یې په فطري اصولو شوې وي او د انسانیت په رڼا کې یې د عقل په ښودنه، د انسانیت معیار کامل کړی وي؛ نو دا یوه بریالۍ ټولنه ده.
په دې کې هېڅ شک نشته، چې ځینې انسانان به په ټولنه کې داسې هم وي، چې فطرتاً بد وي او دا خبره هېڅ امکان نه لري، چې د روزنې په وجه به د ټولنې ټول انسانان نېکان او د ښو اخلاقو خاوندان شي؛ نوځکه د ټولنې د جوړېدو اړتیا پېدا شوې او په هره ټولنه کې، د یوه داسې قانون او د قانون ساتونکیو د شتون اړتیا پېښه شوې، چې بدانو ته موقع په لاس ورنشي، چې د چا د پرمختګ لار ډپ کړي او پر بل چا تېری وکړي. په دې اړه به مفصله ویینه وړاندې شي.
د انسان ټبریز ژوند
موږ دا ویل چې کله انسان ټبریز ژوند ته راورسېد؛ نو د وګړيو د ساتنې لپاره، یوه داسې وګړي یا وګړيو ته اړتیا شوه، چې د ځواک محل وي او د ټولنې نور ځواکونه ورته راجع وي. نن هم د نړۍ په ځینې هېوادونو کې ټبریز ژوند شته او دا هغه خلک دي، چې لا تراوسه مدني ژوند ته نه وي رسېدلي؛ خو د پرمختللې زمانې له اغېزه دومره اغېزمن دي، چې لګیا دي مدني ژوند ته هپه/ هڅه کوي.
په پښتون قام کې هم، لا ډېر قامونه، ټبریز ژوند تېروي او پکې جرګې هم شته. دا جرګې داسې نه دي، چې ټول ځواکونه ورته راجع وي، کله کله داسې هم کېږي، چې په قبایلي سیمه کې، یوازې یوه کورنۍ، د قام د ټولې جرګې مخالف شي، خپل برج یا اټارۍ ته وخېژي او په جرګه ډزې وکړي؛ دا جرګه اکثراً د قام له ملایانو، سیدانو او نورو آستانه دارو جوړه شوې وي، چې کله منل کېږي او کله نه. په قبایلي سیمو کې وګړی خپله ساتنه پخپله کوي ؛ نوځکه د ډېرې زمه وارۍ احساس له ده ځنې یو جفاکش، مېړنی او ننګیالی سرتېری جوړ کړی وي. په آزاده فضا کې، د اوسېدو په وجه یې ذهن بیخي روښانه وي او د خپل معیشت سلسله، ډېره په اسانه چلوي. مثال یې د ځنګل د هغې ونې په څېر دی، چې جرړې یې د اوبو په لټون کې تر لرې لرې خورېږي، په دې سره نه یوازې، ونه خپل خواړه ترلاسه کوي؛ بلکې د جرړو د اوږدېدو په وجه یې خپل وجود هم قوي پاتې شي.
اخر انسان له څمڅیز ژونده، ټبریز ته او له ټبریزه، مدني ژوند ته ورسېد. په څمڅیز ژوند کې یقیناً د ټولنې تصور نه و او هلته وګړيو خپله ساتنه په خپله کوله. په ټبریز ژوند کې، د ټولنې اړتیا محسوسه شوه او لومړنۍ اړتیا یې د جرګو په بڼه را پیدا شوه؛ خو حیوانیت لا لاسبر و او د انسانیت غږ یې پوره پوره نه محسوساوه. په مدني ژوند کې، د ټولنې اړتیا نوره هم محسوس شوه او ټولنه جوړه شوه؛ خو د هرې ټولنې بنسټونه به په حیوانیت ایښوول شوي ول او دغسې رو رو، بېلابېل طرزونه جوړېدل او فنا کېدل.
ارسطو وايي: ” چې حرص او طمع پر انسانانو لاسبره وي؛ نوځکه انسانان ځینې ښه څیزونه هم ترک کړي او هېڅ حرمت یې نه کوي؛ بلکې ښه هغه ګڼي، چې له خپل مقصد سره یې سم وي؛ خو دا حرص سړېږي نه او په بدۍ او بد اخلاقۍ اخته کېږي. “
د تمدنونو او نظامونو د زړېدنې او فنا کېدنې علت
ددې وجه هم دا وي، که څه انساني روزنه شوې وي؛ خو هغه تر حیوانیت لاندې ترسره شوې وي او دا روزنه نیمګړې وي او پایېدونکې ځکه نه وي، چې د انسانیت تر غوښتونو لاندې نه وي ترسره شوې او دغه وجه ده، چې له ړومبي اشتراکي نظام نه واخله تر غلامانه (مریینپیر)، جاګیردارنه (فیوډالیزم/ ځمکواکي)، سرمایه دارانه (پانګوالۍ) او بیا د اوسني اشتراکي نظام پورې، په هر نظام کې، حیوانیت لاسبر راغلی دی او د دغو نظامونو په دوران کې، اکثر داسې مصلحان راپیدا شوي، چې د نړۍ انسانانو ته یې د انسانیت پر لار د تګ لارښونه کړې او تر څه وخته، انسانانو یې ځای پر ځای، پر لارښونه عمل هم کړی؛ خو بیا یې حیوانیت غلبه کړې او د انسانیت استازی نظام یې له منځه ویستی دی.
ددې وجه دا وه چې انساني وجود، د حیوانیت د ځواک په وجه ددې جوګه نه و، چې د عمر لپاره یو فطري انساني نظام جاري وساتلای شي. په دې اړه لویدیځو فلاسفه وو هم لیکلي، داچې انساني وجود، د پرله پسې بدلون له کبله زړېږي؛ نو دغسې هر تمدن او نظام هم زړېږي.
خو په دې آرونو کې یوه بنسټیزه تېروتنه ده او هغه داچې انسان د انسانیت ټکي ته نه وي رسېدلی او ورباندې کلک درېدلې نه وي؛ نو یقیني خبره ده، چې د جسم په څېر به یې جوړ کړای شوی نظام هم زړېږي؛ خو کوم تمدن یا نظام چې په فطري او طبعي انساني طرز جوړ شي؛ نو په هغې کې به په بنسټیز ډول هېڅکله تبدیلي رانشي، انسانان به زړېږي او فنا کېږي؛ خو نظام به یې نه فنا کېږي.
په فضا کې بېشمېره اجرام وګورئ، چې په نظام کې یې هېڅ درز نه راځي، لمر ته وګورئ، په خپل شاوخوا کې یې څنګه فطري نظام پیدا کړی، ترې ګرچاپېره چورلېدونکي ستوري یې څنګه متابعت کوي او د لمر له مرکزه، تابع ستوریو ته څرنګه ژوند رسي؟
انسان چې د طبیعت د شعور او عقل له خوا یو جامع مخلوق دی، ولې تراوسه په دې نه دې توانېدلی، چې یوه داسې ټولنه جوړه کړي، چې د نظام په حیث، طبعي او شعوري وي او د طبیعت په حیث، عقلی او انساني؟ سره له دې چې په دې پوه دی، چې حقیقي منصب یې انسانیت دی او په دې پوهېږي، چې یو انسان دې بل ته دا نه وايي، ته له دې ځایه پاڅه چې زه کېنم. فطرتاً هغه د هر انسان، د آزاد ژوند پر حق قایل دی او د انسان د هرې ټولنې په آرونو کې د انسان دوستۍ او د انسان د خپلواکمنۍ حق منل شوی؛ خو یوه ټولنه په همدې عمل نه کوي؛ بلکې پر ضد یې روانه ښکاري او د خپل استثماري/ زبېښاکیز او استعماري/ ښکېلاکیز عمل لپاره، ډول ډول دلایل هم جوړوي، دا ولې؟
ښکاره خبره ده، چې هغه له حرص او طمع نه مجبور او د حیوانیت په قبضه کې دی؛ نو هغه ظاهروي، چې د انسانیت غوښتنه وي؛ خو هغه کوي، چې څه یې خپل حیوانیت غواړي او بیا نعرې وهي، چې انسانیت ډېر پرمختګ وکړ، اسمان ته ورسېد، له مذهب څخه انکار په داسې ډول کوي، چې وايي، حقیقي مذهب انسانیت دی؛ نور مذاهب هسې د ټګۍ جالونه دي. په ځمکه یې سود ونشو، چې نن سبا سپوږمۍ ته خېژي، چې هلته هم حکومت جوړ کړي؛ ځکه دلته خو یې له خپل نوع سره دا ښېګڼه وکړه، چې تباه کولو ته یې اتوم بمب او هایدروجن بمب جوړ کړ او سپوږمۍ ته د ختو په پلمه یې داسې توغندي جوړ کړل، چې د لرې نه لرې ملک ته هم خپل تباه کوونکي بمونه وررسولای شي.
د کمزورو وینې یې وڅښلې او عجیبه داچې دا ټولې چارې یې د انسانیت په نامه وکړې؛ اوس لا سپوږمۍ ته هم روان دي، چې د هغه ځای مخلوق هم استثمار کړي؛ خو دا حقیقت دی، چې د هغه توغندي به د همدې نړۍ یو حقیقي انسان ته په لاس ورشي او دا ظالم انسان به د حیوانیت له بامه ښکته راوغورځوي. د هغې ډيوې په څېر یې، پای ډېره نږدې ده، چې د ګل کېدو په وخت په زوره زوره لمبه کوي؛ ځکه اوس انساني ذهن، د کمال ټکي ته رسېدونی دی او حقیقي انسانیت، له خپلو ټولو رنګینیو سره غځېدونی دی او د نن حيواني انسان، دا راتلونکې حادثه محسوس کړې؛ ځکه یې خپل عمل ته هم زور ورکړی؛ خو د ګل کېدو وخت یې ډېر نزدې دی. سحر د نزدې راتلونکي، د غره هغه اړخ ته په مسکا مسکا را روان دی او غشي یې د حیوانیت ددې تېرې بلا د وینې هر څاڅکي ته تږي راروان دي او دا حقیقت دی، چې په پای کې، شپه تېرېږي او سحر راځي.
که له احساساتو لږ ځان خلاص کړو او فکر وکړو، چې په ړومبي او موجوده انسان کې، د عملي ژوند په اړه څه توپیر دی؛ نو پوه به شو، چې هېڅ توپیر نشته. هلته چې هغوی د حیوانیت نه په کومو طریقو کار اخسته، اوس یې هغه طریقې بدلې کړي، عمل یې تر پخوا ظالمانه دی. اوس د فرهنګ په رنګ کې استعمار کوي او په شربت کې زهر درکوي. اوس چې زورور په کمزورو تسلط کوي؛ نو دلیل یې دا دی، چې دا کمزروي نامتمدنه دي او ورته د تمدن ورزده کولو اړتیا ده. لا وايي، چې ددې قوم وجود، زما په ترقۍ کې، اړیکی (بندښت) دی او کېدای شي زما د دښمن مرسته وکړي.
نن چې فرانسې، د الجزایر پر مسلمانانو کوم قیامت جوړ کړی، له چا پټ نه دی. د دنیا ډېر قامونه، د فرانسې غندنه کوي؛ خو تش په خوله. د ملګرو ملتونو یو استازی، چې وپوښتې؛ نو د فرانسې له چلنه بېزاري اعلان کړي؛ خوچې په دې لړ کې، ورته له الجزایري انسانانو سره د مرستې په اړه ووایې؛ نو ځواب به درکړي، چې دا د فرانسې کورنۍ مسله ده.
د الجزایر دا یو مثال لوستونکیو ته کافي دی. که لوستونکی فکر وکړي؛ نو ډېر داسې قامونه به یې په ذهن کې راوځلېږي، چې په غیرفطري ډول، محکوم کړای شوي. د اقتدار خاوندانو، د تسمه پا په څېر، د هغوی له څټه، پښې راتاوې کړي او مرۍ یې ورټپې کړي او داسې یې ورټپې کړي، چې احتجاج او فریاد هم نشي کولای.
په دې سلسله کې د پښتون ملت وجود، زموږ په مخکې دی، چې پېرنګیانو ورسره کوم عمل کړی، په څومره وړو وړو برخو یې ویشلی او یو موټی ځواک یې داسې ورمات کړی، چې که په پېړیو پېړیو کې، بېرته ځای ته راشي؛ نو شکر دې کوي.
د انسانانو ددې حیواني حرص دا پایله شوه، چې په نړۍ کې بین الانساني اړیکې خوشګوار صورت نه پيدا کوي. که د نړۍ قامونه، پخپلو جغرافیايي حدود قانع وي او د حرص او هوس په څپو کې نه بهېدی؛ نو ټول قامونه به خوشحال او په امن کې ول.
لوی څښتن د هر قام او ملت لپاره، د هغه په خپلو جغرافیايي حدودو کې دننه د ژوند وزلې پیدا کړي او په داسې حکمت یې قامونه ځای په ځای مېشت کړي، که یو قام، د خپلو اړتیاو په لړ کې، د یو څيز لپاره، بل قام ته اړمن وي؛ نو هغه بل قام یې هم د یو اړین څیز لپاره، دې قام ته اړمن کړی وي، چې د تمدن د تلې دواړه ډنډۍ متعادلې وي او د حرص په جذبه کې ناجایز زبېښاک ونکړي.
که د ځینو فلاسفوو دا آرونه سم وي، چې د ژوند د ټولو هڅو موخه یوازې خوند او هوساینه ده او انسان چې څه کوي، خپلې هوساینې ته یې کوي؛ نو اوس دې پوهان لږ غور وکړي، داچې انسان د خپلې هوساینې او خوند لپاره، د بل انسان هوساینه او خوند تالا کړی، په دې خو لا له خوند او هوساینې لرې وتلی دی.
ننني انسان چې څومره مادي پرمختګ کړی؛ نو هومره یې ځان ته غمونه ډېر کړي؛ ځکه دا پرمختګ یې د انسانیت د ښېګڼې لپاره نه؛ بلکې د خپل یوه ځانګړي ملت یا قام لپاره کړی او ددې په موړه کې، نورو قامونو هم د ځان ساتنې لپاره، دا ډول چمتووالی نیولی او اوس یوازې تیلي لګولو ته خبره پاتې ده. نړۍ د یوه بم په بڼه شلېدو ته چمتو ده، ګورو به چې څه کېږي.
څلورم باب
انساني روزنه
تردې وړاندې چې د روښانه او ځلانده انساني روزنې په اړه تصور وړاندې کړو؛ نو پکار ده، د انساني وجود په اړه لنډه څېړنه وکړو. سره له دې چې، په دې هکله، په ړومبي او دویم باب کې څه نا څه لیکل شوي؛ خو د انساني وجود، د ارواییز فطري او عقلي اړخونو په لړ کې مو پوره څرګندونه نه ده کړې.
پردې قایل نه یم، چې انسان د نورو حیواناتو په څېر، یو مادي وجود دی او بس. دا مې مشاهده ده، چې انسان تر مادیت ډېر اوچت دی ( مادیت دې په عام عرف کې واخستل شي) او په وجود کې یې درې عناصر کار کوي، چې دا دي: عقلي، مثالي او مادي، ملکیت، انسانیت او حیوانیت، عقل کل، نفس کل، طبع کل.
د انساني وجود ارواییز، فطري او عقلي اړخونه
د انساني وجود خالق چې انسان ته د لوړو صفاتو لویه پانګه ورکړې؛ نو یوازې ددې لپاره چې هغه د نور مخلوق روزنه او ساتنه وکړي او د هر څيز لپاره یې داسې موقع او محل پیدا کړی، چې هغه تر خپل انفرادي صفاتو لاندې تکامل وکړي او د یوه بریالي او ځلاند ژوند په لاس ته راوړنه کې ورته اساني پیدا شي؛ ځکه که د انفرادیت ساتنه ونشي؛ نو اجتماعیت په سمه مانا کې نشي پېدا کېدی؛ ځکه همدغه انفرادیت دی، چې اجتماعیت ته د رسېدو ذریعه ده؛ خو انسان به هله د قدرت دا منشاء پوره کړي، چې تر هر څه وړاندې، د قدرت په منشاء پوه شي او فکر وکړي، چې د څه لپاره پیدا شوی او دا حقیقت دی، چې انسان په دې ډېره ښه پوه دی، چې د پیدايښت منشاء یې څه ده؛ خو تر اوسه پردې پوره نه دی قادر شوی، چې د قدرت منشاء پوره کړي؛ ځکه له خپل حیوانیته مغلوب دی.
تراوسه هغه د نوع په حیثیت، د حیوانیت له جغه خپل څټ نه دی خلاص کړی، حال دا، که انسان د حیوانیت تر جغ لاندې، پر کار کولو اړ وي؛ نو ظاهره ده، چې د هغه د پيدایښت غایه نشي پوره کېدی. حیوانیت خو په هر حال کې خپلې غوښتنې پوره کول او خپل ژوند ټینګ ساتل غواړي او ددې هېڅ پروا نه کوي، چې د ژوند ټینګولو وزلې یې په جایزه طریقه پيدا کېږي، که په ناجایزه؛ ځکه په حیواني شعور کې، د جایز او ناجایز هډو سوال نه پیدا کېږي او بیخي ددې خبرې خیال نه ساتي، چې د خپل ژوند پایښت ته یې څومره وجودونه فنا کړل.
حیوانیت هم یو انفرادیت دی او د نورو وګړيو په څېر، خپل انفرادیت ټینګ ساتي او څوک یې چې د فنا کولو یا تابع کولو تکل وکړي؛ نو ورسره موړه کوي او ددې موړې لپاره یې قدرت وسله هم ورکړې ده.
اوس ښکاره خبره ده، که انسان یوازې د حیوانیت په اشاره روان وي؛ نو په یقیني ډول به، د نړۍ نظام، تر حیواني صفاتو لاندې چلېږي او په پایله کې به یو انسان هم په امن و امان کې خپل وجودي تکامل جاري نشي ساتلای؛ ځکه تل به ورسره د خپل ژوند ساتنې فکر وي او تل به له جنګ جګړې سره مخامخ وي او چې نړۍ، د جګړې ډګر وي؛ نو د پرمختګ سوال چېرته پيدا کېدای شي؟ کمزوری به پریشان، او زورور به زبېښاک کوي؛ د حیواناتو په څېر به یې هېڅ اصول نه وي؛ زورور ملت به کمزوری ملت محوه کوي او دا حال تراوسه په نړۍ کې موجود دی.
البته کله نا کله د یوه نبي یا مصلح په وجه، څه لږه زمانه داسې هم راشي، چې د نړۍ په یوه برخه کې، د صحیح انساني نظام یو څرک راښکاره شي، انسانیت د بېدارۍ غځونې وکړي؛ خو حیوانیت، کله خپله ماته مني او کله، مغلوبېدو ته غاړه ږدي؟ څه موده مرعوب او مغلوب وي؛ خو رو رو بیا غلبه پيدا کړي او په ((کُلُّ جدیدٍ لذیذٍ)) مین انسان، بیا تر خپل جغ لاندې راولي او بیا د نړۍ په نظام کې خلل پیدا شي.
د نننۍ زمانې، د انسان د انسانیت یوه معمولي بېلګه دا ده، چې کله روس په خپل یوه توغندي کې یوه سپۍ والوزوله؛ نو ټولې متمدنې نړۍ، له دې سپۍ سره خواخوږي پیل کړه او د روس ددې بې رحمۍ پرخلاف یې احتجاج وکړ؛ خو همدغه متمدن خلک لګیا دي، غونډ غونډ قامونه، په معنوي او حقیقي ډول فنا او محوه کوي او بیا دا خپل جابرانه او ظالمانه فعل بیخي جایز هم ثابتوي.
عقل د انسانیت یو څراغ دی، دا که د حیوان په لاس کې وي؛ نو هم لار ورښيي او که د انسان په لاس کې وي هم.
د انساني وجود دویم ملګری عنصر، ملکیت یا روحانیت دی، چې د حیوانیت په څېر، د انسانیت په حقیقي وجود، یوه اضافه یا د انساني وجود بدرګه ده او هغه داچې انسان ته، د خپل تجرد، حالت وریادوي او د خپل خالق د وجود احساس ورکوي. دا حالت اکثر انسانان په مجاهده او تجرید ترلاسه کوي او بیا یې حال نږدې نږدې، د پرښتو شي. دوی د ټولو مادي خواهشاتو له اغېزه پاک او ازاد شي او هېڅ مادي لمسه یې په دې ملکي یا روحاني حالت فنا نشي راوستی؛ خوچې ملکیت، تر یوې ضابطې او اعتدال لاندې نه وي او د عقل او انسانیت په قبضه کې نه وي؛ نو انسان، د عشق په جذبه کې مجذوب کړي، له حرکاتو او سکناتو ځنې یې عامه ترتیب او باقاعدګي ورکه شي؛ نو عام خلک ورته لېونی وايي او کله نا کله خو داسې هم وي، چې له خپل خوراک څښاک او لباسه هم بې پروا وي. د هندو تصوف دا ډول، ډېری مجاهده کوونکيو، خپل غړي هم بېکاره کړي؛ ځکه له مادیته هېڅ ګټنه نشي کړای.
که د انسان حالت داسې شي؛ نو ښکاره خبره ده، چې د نړۍ دا ټوله کارخانه به بېکاره او بنده شي او هغه موخه به پوره، چې انسان ورته پيدا شوی؛ یقیناً دا هېڅکله، د کایناتو د خالق منشاء نشي کېدای، چې د نړۍ انسانان دې له مادي ګټنې بې برخې پاتې شي او د مادي دنیا له ژونده دې خپل بنسټیز ژوند تکمیل ته و نه رسوي. دغه شان ملکیت یا روحانیت هم یو انفرادیت دی او خپله فنا نه زغمي.
اوس به راشو انسانیت ته؛
دا د ملکیت او حیوانیت په منځ کې دی او که تکمیل ته ورسي؛ نو له یوې ډډې به د حیوانیت له لارې، له مادي نړۍ ګټنه کوي او له بلې ډډې به د ملکیت له لارې، له خپل خالق سره هم اړیکه ساتلی شي او ددې وړ به وي وي، چې د اعتدال د یوه پوخ ټکي په څېر، افراط و تفریط؛ یعنې ملکیت او حیوانیت پخپلو کې ټکر ته پرېنږدي.
په دې حال کې به، د انسانیت حیثیت، د یو واکمن مدبر او منتظم وي او دا نور دواړه عناصر به یې د نړۍ په ضبط او نظم کې خادمان وي او په خپل حقیقي حالت؛ یعنې د بدرګې په حیثیت به پاتې شي او همدلته به په انسان کې، حقیقي اجتماعیت راپیدا شي او د خپل چاپېریال لپاره به د چورلیځ حیثیت پیدا کړي، د بريالي ژوند او ځلاند تمدن موخه به ترلاسه کړي او په دې وخت کې به یې خپل هېڅ خواهش پاتې نشي، هر خواهش به یې د خپل ذات لپاره نه؛ بلکې د خپل قام، ملت او ټولو انسانانو لپاره وي.
خو ددې (انسانیت) د تکمیل لپاره، یوه پرله پسې مجاهده پکار ده، بې مجاهدې دا چورلیز مقام نشي ترلاسه کېدای.
د انساني روزنې غوره لار
د انساني وجود په اړه، تر لنډې څېړنې روسته وینو، چې د روزنې لپاره کومه لار غوره ده؛ ځکه که، د وګړي په توګه، د انسان روزنه، بشپړه نشي؛ نو ښه ټولنه جوړېدای ترې نشي او که موږ د ځینو فلاسفه وو په وینا، انسان په خپل حیواني فطرت آزاد پرېږدو؛ نو د نړۍ دا لږې د امن و امن غوښتنې به هم ختمې شي او له نړۍ به د اور یو ګوله جوړه شي؛ نوځکه پکار دي، د انسان روزنه وشي او په دې اړه، د نړۍ په پوهانو کې اختلاف دی ؛ نوځکه په اخلاقو کې هم د ټولو یوه رای نه ده.
دلته د څو پوهانو نظریات وړاندې کوو:
افلاطون وايي: “د انساني جسم او روح کمال او جمال ته رسول د روزنې منشاء ده.”
ته وا د انسان هغه فطري جمال او کمال، چې د ده د فطرت په ژورو کې بالقوه موجود دی، بالفعل کول غواړي؛ یعنې روزنه غواړي او همدغه د روزنې منشاء ده.
پستالوتزی وايي: ” روزنه د انساني طبیعت تکمیل ته وايي او په دې کې د بشر د پوهې راز پټ دی. “
خو نه پوهېږو، دا ښاغلی، د انساني طبیعته څه مراد اخلي؟ که انسان کټ مټ یو مادي حیوان ګڼي او طبیعت یې کمال ته ورسي؛ نو دا خو د حیوانیت کمال ته رسول دي؛ نو دا به وګڼو، چې مراد یې حیواني او روحاني انسان دی.
کانټ وايي: ” د روزنې موخه د راتلونکې لپاره د ماشومانو چمتو کول دي. “
په بنسټیز ډول، دا نظریه ښه ده؛ ځکه په روزنه کې تل راتلونکی په پام کې نیول کېږي؛ خو د راتلونکې ټولنې لپاره چې کوم ماشومان روزل کېږي؛ نو روزونکي به یې کوم ډول خلک وي، د هغوی خپله روزنه به په کوم ډول شوي وي؛ ځکه ټولنه، ماشومان د خپل چاپېریال له مخې روزي، چې په دې، د ماشومانو د خپل انفرادیت ډېر خیال نه ساتل کېږي.
روکرټ وايي: ” د ماشومانو روزنه، د وطن د راتلونکي لپاره، د بهترینې وسیلې پيدا کول دي. ” س
روسو وايي: ” روزنه هغه علم دی، چې انسان د خپلې وړتیا په کړۍ کې، چې هغه مورزېږې وړتیا ده، پالنه مومي. “
دا نظریه د روکرټ تر نظريې ښه ده، چې په دې کې، د انساني انفرادیت خيال ساتل شوی دی.
اکریک وايي: ” ماشومانو ته داسې روزنه ورکول، چې د ټولنیزو دندو د پوره کونې وړ شي. “
ولیم جیمس وايي: ” روزنه یو فن دی، چې انسان دې ته چمتو کوي، چې د خپلو افکارو په ذریعه، خارجي څیزونه، د خپلې اړتیا او اړینې موخې لپاره ترلاسه او بدلون ورکړي. “
هایزک شمید وايي: ” په خپل هېواد کې د یوه ښه تمدن لپاره، انسانان چمتو کول، د روزنې منشاء ده. “
وولف وايي: ” روزنه د باطني او پټ جوهر کشف او تکمیل ته وايي. “
اوس که دغو نظریاتو ته فکر وکړو؛ نو پوه به شو، چې دغو پوهانو پخپلو کې ولې اختلاف کړی دی؟
حقیقت داچې، په دغو نظریاتو کې بنسټیز اختلاف خو نشته؛ خو لکه څرنګه چې مو پورته وویل، په دغو کې ډېری، د خپل چاپېریال له مخې، د روزنې فلسفه بیان کړې؛ خو د انساني نوع، د رزونې لپاره، یوه بین الانساني او آفاقي نظریه پکار ده، چې د هر هېواد او هر چاپېریال انسانان یې عملي کړای شي؛ ځکه انسان، فطرتاً یوشان جوړ شوی او د انسان بنسټیز او فطري صفات او هیلې، نږدې نږدې یو شان دي؛ نوځکه، په دغو ټولو کې، د افلاطون نظریه، آفاقي او د عمل وړ ده.
دا خو د بشري ډول په هکله یوه آفاقي نظریه شوه. زما فکر دا دی، چې د هېڅ چاپېریال انسان به له دې سره اختلاف و نه کړي؛ خو د هر چاپېریال او ماحول څه امتیازي او جلا غوښتنې هم وي. د بېلې ژبې او چاپېریال په تمدن کې هم بېلابېل حالات پیدا کېږي؛ نوځکه انسانان اړ دي، چې هغوی له دې مرکزي اصول, سره، چې افلاطون ښوولي، ځان ته هم جلا، د روزنې اصول ولري، چې هغه به کټ مټ فطري او د بین الانساني روزنې له طریقو سره په ټکر نه وي.
روسو وايي: “هر روح، یوه خاصه بڼه لري او اړینه ده، په هماغه دایره کې یې روزنه وشي او بشپړه روزنه په دې پورې ځانګړې ده، چې د وګړي روزنه یې په مور زېږې بڼه وشي؛ نه په پردۍ بڼه.”
کانټ وایي: ” د هر فرد د هستۍ ځان ته یو قالب وي او هماغه یې د ژوند په خوند پوهوي او په هماغه یې بشپړتیا کېږي. “
ګویته وايي: ” په هر لوی واړه کې طبیعت کار کوي، دا دوه د هغه ازلي نور پلوشې دي، چې له موږ ځنې پاس دي، چې پخپله ښکاري نه؛ خو ټول عالم یې روښانه کړی، هغه هر یو فرد، د ژوند په یوه ځانګړې بڼه پيدا کوي، چې له نورو وګړيو جلا وي. “
دا په تېرو مخونو کې زما ویل شوی بیان تاییدوي، چې هر انسان د یو ځانګړي اسم مظهر دی او ترې همغه اعمال څرګندېدای شي، چې له دې چورلیز او بنسټیز فطري صفت یا اسم سره متحد وي. قرآن هم په داسې الفاظو اشاره ورته کوي:
[قُلْ كُلٌّ يَعْمَلُ عَلَى شَاكِلَتِهِ] [كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ]
په هر حال کې، د روزنې اهمیت، هر انسان محسوسوي او کوم فلاسفه چې پردې قایل دي، چې انسان دې پر آزاد فطرت پرېښوول شي؛ نو دا هم په حقیقت کې د روزنې یو طریقه ده؛ خو اکثریت د هغو پوهانو دی، چې د انسان په حیواني فطرت کې یې پر ترمیم او انضباط قایل دي؛ نو موږ له دې ډلې سره یوه خوله یو.
د انسان اخلاق
اوس د انسان په اخلاقو خبره کول غواړو، چې تر روزنې روسته راپيدا کېږي او تر یوه خاص اعتدال او حد لاندې وي؛ خو په دې کې اختلاف دی، چې اخلاق تر روزنې روسته پیدا کېږي، که په فطرت کې موجود وي. ځینې خو وايي، چې اخلاق له انسان سره پیدا کېږي.
څرنګه چې موږ په تېر شوي بیان کې د لویديځ پوهانو نظریات څرګند کړل، چې ځینې یې وايي: اخلاق د خپل چاپېریال او ماحول پیداوار دی، پخپله انساني نفس یا ذهن، بېخي د یوې رڼې شیشې په څېر دی.
ورسره یوه خوله نه یو، په لږ غور سره هم انسان پوهېدای شي، چې که دا نظریه سمه وي؛ نو انسان به هېڅ ډول اخلاق هم نه ول زده کړي؛ ځکه ټول انسانان به د نوع په حیثیت، له هر ډول اخلاقو تش وو؛ لکه صفا او پاکه ښيښه، چې له هر ډول نقشه پاکه وي؛ نو په داسې حال کې به کله، یو له بله، د ښو او بدو اخلاقو اکتساب او لېږد ممکن و؟
که د کایناتو بېلابېلو څیزونو ته وګورو او فکر وکړو، چې یو څیز هم د کم او کیف له اړخ یو شان نه دی؛ بلکې ځان ته جلا انفرادیت لري؛ نو د هر څیز خپل انفرادیت یې په وجود کې د داسې صفت یا وصف شتون دلیل دی، چې له نورو څیزونو څخه یې ممتازوي او هماغه انفرادیت یې د اوصافو، اخلاقو او جبلي غوښتنو ثبوت دی.
باید چې په هر څیز کې، څه وصف وي او په همدې، د انسان قیاس هم پکار دی او پکې هېڅ شک نشته، چې انسان د نوع په حیثیت، په صفتي لحاظ، یو له بل سره یو شان دي؛ خو بیا هم، په هر انسان کې، یو انفرادي صفت یا د روسو په وینا، مورزېږی صفت داسې هم وي، چې هغه یې پر نورو ټولو اوصافو لاسبر وي او هماغه یې انساني انفرادیت او د شخصیت چورلیځ وي. ټول صفات یې د یوه لاسبر صفت تابع وي او څرنګه چې دا یې لاسبر صفت وي؛ نو د همغې قبیلې اخلاق ترې پېدا کېږي، هغه چې په کومه ټولنه کې وزېږېږي او له صحبت او روزنې سره مخ شي؛ نو یوازې هماغه اخلاق به مني، چې له لاسبر فطري صفت سره یې متحد وي.
که د انسان په فطرت کې، د یو او بل پر وړاندې یو لاسبر او امتیازي صفت نه وي؛ نو انسان نه عقلي او ذهني پرمختګ کولای شي او نه په کایناتو کې د بېلابېلو انفرادیتونو سوال پيدا کېده؛ بلکې دا هم یقیني ده، چې لا خو به د انسان د هېڅ کړو وړو بڼه نه وه او که وای؛ نو د ټولو انسانانو بڼې به بیخي یو شان وای.
په دې خبره څه تعجب پکار نه دی، ارواپوهان په دې پوه دي، چې د هر انسان کړه وړه یې د دننني صفاتو او بیا یې د لاسبر او چورلیز صفت ظاهري بڼه وي.
که څه، یو جنس یا نوع، په خپل وجود کې، له بل جنس یا نوع څخه بېلابېل وي؛ خو بیا هم، په یو نوع او یو جنس کې، وګړي یو له یو بل سره څه نا څه انفرادي امتیاز او اختلاف لري.
د انساني ژوند او بیا د بریالي ژوند په جوړونه کې، درې زمانې اهم رول لوبوي، چې “تېر”، “راتلونکی” او “حال” یې بولو. د بریالي ژوند محل له “حال” سره تړاو لري؛ ځکه کوم بېشمېره “تېر” یا ماضي، چې تېر شوی، هغه هم په حقیقت کې “حال” او کوم “راتلونکی” چې انتظار به یې کېده، هغه هم په یوه وخت کې “حال” شي؛ نو په حقیقت کې، د انساني شخصیت جوړونې بنسټیز ټکی، همدغه “حال” دی او “حال” د ” تېر” شویو او “راتلونکي” پېښو ځنې بشپړېږي.
د “تېر” پېښې یې د “حال” لپاره بېلګه او د “راتلونکي” غوښتنې، په “حال” کې د ځان لپاره ځای او شعور غواړي؛ ځکه د “حال” جوړونې ته، د “راتلونکي” شعور پکار دی. “تېر” او “راتلونکی” دواړه، د “حال” خادمان دي او همدغه “حال”، د انسان هغه انفرادیت دی، چې د ده د بریالي ژوند د لاس ته راوړنې لپاره، اجتماعیت ته د رسېدو ذریعه ده او دا حقیقت، د هر انساني مولود په کړو وړو کې وینو.
په ماشوم کې، څه هم د موروپلار کړه وړه او د دوی د غړیونو ورته والی موجود وي؛ خو یو شکل، د هغه ماشوم، بيخي خپل ذاتي وي او له موروپلار ځنې جلا وي، چې دا یې انفرادیت ته اشاره کوي. که موږ یې د موروپلار هغه نشانې چې په ده کې ظاهرې وي، “تېر” او “راتلونکی” فرض کړو؛ نو د ماشوم خپل انفرادي صورت به د “حال” استازی وګڼو او اړتیا ددې خبرې ده، چې د ماشوم داسې روزنه وشي، چې له انفرادیت سره یې اړخ ولګوي؛ ځکه همدغه انفرادي صورت، د ماشوم د هغه لاسبر او فطري صفت شکل وي، په کوم یې چې تخلیق شوی وي.
دا هم ویلای شو، چې د موروپلار له دواړو ګډ شخصیت ځنې، ددې ماشوم وجود جوړ شوی؛ لکه دوه بېلابېل څیزونه چې سره یوځای شي او له امتزاجه یې بل داسې صورت جوړ شي، چې له هغو دواړو بېلابېل وي؛ خو سره له دې، که څه د موروپلار نښې ولري؛ خو بیا هم نه کټ مټ مور ته ورته وي او نه پلار ته او دا د همدې خبرې تایید دی، چې ددې ماشوم، موروپلار هم پخپلو کې، نه یو د بل په څېر وو او نه دواړو یو ګډ صفت درلود او نه په بنسټیزو فطري صفاتو کې، یو له بل سره برابر وو. د ماشوم وجود، د موروپلار له دواړو وجودونو، د هستۍ برخه اخستې وي؛ خو اخستونکی، ځان ته خپل وجود او انفرادیت هم لري، ته وا موروپلار یې د پېدا کېدو او څرګندېدو ذریعې وي؛ نه علت او د همدې ټکي د نه پوهېدو په وجه، په ځینو کې د دهریت او مادیت عقاید راپيدا شول.
په هر حال کې، ماشوم یو انفرادیت لري او باید چې تر هر څه مخکې یې فطري لاسبر غوره والي ته فکر وکړای شي او کوم وخت چې دا معلوم شي؛ نو په همدغه ډول یې باید روزنه پیل شي او که ددې پر ضد، موروپلار او ښوونکی یې، په خپله خوښه او هیله روزنه پیل کړي؛ نو ماشوم به غلطه روزنه ومومي او ماشوم به د خپلې ټولنې یو بریالی او اغېزمن وګړی نشي.
باید چې انسان د حیواناتو مثال مخې ته کېږدي او وګوري، چې دوی له آس، ټټو، قچر، سپي، غوا، غوايي او نورو څارویو څخه په کومه توګه کار اخلي. انسان دې ته فکر نه کوي، چې هغه پخپله د آس کار له خر څخه نه اخلي او د غوايي کار له قچرې څخه نه اخلي، هغه د هر څیز نه کار د هغه د صورت او بڼې په لحاظ اخلي. کوم صفت چې خر یې له قچر او غويي یې له سنډا بېل کړی؛ نو دغسې هر انسان هم، د یو چورلیز صفت په وجه، له بل انسانه جلا انفرادیت لري او چې دې ته پاملرنه ونشي؛ نو د روزنې خو هډو سوال نه پاتې کېږي.
روزنه او انساني شعور
د انسان ارواپوهانو او کارپوهانو چې تر ننه د اروايیزو معلوماتو کوم ریکارډ جوړ کړی؛ نو په خروار کې یې د پوڼۍ هومره ګڼم. پوهېږم چې د انساني ارواپوهنې زېرمه ايله اوس رابېرته شوې، په عامه وینا، “ايله اوس لاس شوې ده” او خدای زده، چې تردې مخکې به پکې څومره تیتول کېږي او د ارواپوهنې څومره حقایق به راڅرګندېږي.
د انسان ارواييزه کچه، د انسان له شعوره کېږي او په دې ترڅ کې ځینو ارواپوهانو، د شعور دوه درجې منلې، چې یوه ته یې شعور او بلې ته لاشعور وايي. په دې دوو درجو قایل نه یم؛ بلکې د شعور درې درجې منم؛ ځکه د انساني وجود په اړه چې پر درې عناصرو ټینګ یم؛ نو ارومرو به د شعور هم درې درجې وي او دا مې مشاهده هم ده.
داچې د “تېر” او “راتلونکي” د احساس له شعور ځنې، د “حال” تعمیر کېږي؛ نو دغسې د شعور له دې درېیو درجو، د انسان ژوند او شخصیت بشپړېږي. د انسان ړومبی او بنسټیز حیثیت، د لاشعور، دویم د تحت الشعور او درېیم د فوق الشعور دی.
د لاشعور په هکله مې خپله څېړنه دا ده، چې بنسټ یې پر هغو هیلو، حسیاتو او عاداتو ولاړ دی، چې د پلرونو نیکونو په وینه کې راغلي او انسان نشي جوتولای، چې دغه ځانګړې هیله یا عادت ولې لري، دا د انسان د شخصیت بنسټیزه ګټه وي او ثبوت یې دا دی، چې د موروپلار زیاتره ناروغۍ هم د اولاد وینې ته ورځي؛ نوځکه اړینه ده، د موروپلار زیاتره اخلاق هم پکې راشي.
د تحت الشعور درجه دا ده، چې انسان په نږدې یا لرې “تېر” کې، له کومو تخیلاتو او اعمالو سره اشنا شوی وي او هغه یې نږدې نږدې هېر شوي وي؛ خو بیا هم کله نا کله، داسې وخت راشي، چې وریاد شي، یا د یوې ځانګړې پېښې په وجه، د کلونو تېره پېښه وریاده شي. دا تحت الشعوري خیالات هم رو رو، له لاشعور سره یوځای شي او د عادت، خصلت او د شخصیت اجزا شي او بیا په پاخه عمر کې، هغه خیالات نه وریادېږي؛ خو کوم عادات او خصایل چې لري، ټول یې د خیالاتو او کړنو تعمیري بڼه وي.
انساني لاشعور ته تحت الشعور ډېر نږدې دی او لاشعور که موږ “تېر” وګڼو؛ نو تحت الشعور به یې پر وړاندې “حال” وي او فوق الشعور “راتلونکی” او دا حقیقت دی، چې تحت الشعور، د لاشعور او فوق الشعور ترمنځ هغه برزخ یا د اعتدال ټکی دی، چې د یو ځلاند ژوند جوړونې ته د چورلیځ حیثیت لري.
تحت شعور یو خوا له لاشعور (تېر) او بلخوا له فوق الشعور (راتلونکي) سره تړاو لري؛ خو د فوق الشعور تصورات هېڅ اعتبار نه لري، چې تحت الشعور یې تصدیق نه کړي.
ناطقه نفس د خپل ژوند د لارو په ټاکلو او بیا پرې د روانېدو لپاره ټول اعتبار، په تحت الشعور کې ساتي، د فوق الشعور لپاره، د یو خبرلوڅ یا مخبر حیثیت لري او چې کله تحت الشعور پرې ښه نیوکه وکړي او ترې یو ژوندی صورت جوړ کړي؛ نو بیا یې رو رو لا شعور ته ولېږدوي او بیا نو د انسان له شخصیت سره ورګډ شي.
ښکاره خبره ده، چې فوق الشعور، هر نوی څیز، ناطقه نفس ته وړاندې کوي؛ نو ناطقه نفس یې منلو یا رد ته، په تحت الشعور کې لټون کوي او تر رد یا منلو مخکې یې د پېژندو تکل کوي؛ خوچې په تحت العشور کې یې هېڅ معرفت پیدا نشي؛ نو بیا دا پرېکړه، لاشعور ته پرېږدي؛ خو دا یاد لرل پکار دي، چې د نفس دغه نیوکه، د عقل له لارې وي او تر عقلي څېړنې مخکې، نفس ته د خپل لاشعور د پلټنې لمسون کله هم نه کېږي. تردې روسته دا پرېکړه لاشعور ته پرېږدي او د لاشعور معرفت دا وي، چې هغه څیز یا خوښ کړي یا نا خوښ.
دا یو ارواییز ټولیز معرفت وي، چې تردې روسته، څومره چې فوق الشعور، د هغه نوي څیز ځانګړتیاوې معلوموي او تحت الشعور ته یې ورکوي؛ نو تحت الشعور، هماغه ته په خپله نړۍ کې دومره ځای ورکوي، څومره چې لاشعور ورته اجازه ورکړې او بیاچې د هغه څيز پېژندګلوي بشپړه او پخه شي؛ نو هغه هم د لاشعور په ژورو کې ورک شي او د انساني نفس په معلوماتو کې د یوه څيز اضافه وشي او هغه د انسان له هیلې او عادت سره یوځای شي.
په روزنه کې د لاشعور له خوا ستونزې
څرنګه چې وویل شول، په دې خبره کې د نړۍ پوهان سره اختلاف لري، چې اخلاق فطري دي، که له چاپېریال او ماحوله پيدا کېږي؟
زما رای به مو لوستي وي، چې اخلاق فطري دي او له انسان سره پیدا کېږي. چې کله یو انسان له یوې ټولنې سره اړوند شي او په یوه چاپېریال کې ژوند کوي؛ نو فطري بالقوه اخلاق یې بالفعل شي. په ټولیز ډول، په هر یوه انسان کې، هغه ټول صفات موجود وي، چې په بل انسان کې موجودېدای شي؛ خو یو صفت یې داسې هم وي، چې هغه یې پر نورو صفاتو لاسبر وي او د شخصیت لپاره یې چورلیز حیثیت لري.
هغه له ماشومتوبه تر بوډاتوب پورې هماغه ډول اخلاق ښه مني، چې له لاسبر چورلیز صفت سره یې سم او متحد وي او پرخلاف یې هېڅ اخلاق نه مني؛ بېلګه یې دا ده، چې یو انځورګر ، انځور جوړونې ته کوم ډول خاکه جوړه کړې وي؛ نو د همدې خاکې د کړو وړو له مخې، رنګونه ورکوي او انځور جوړوي، که له دې خاکې خلاف رنګونه ورکړي؛ نو انځور به د خاکې په لامل نه جوړېږي؛ بلکې یو داسې غبرګون پیدا کېږي، چې د یوه خاص صورت د ورانولو او ورباندې د بل صورت له جوړولو ځنې پیدا کېږي او د انساني نفس د روزنې په لړ کې به ددې غبرګون دا وي، چې کله انساني نفس محسوس کړي، چې د وجودي غوښتنو او فطري ځانګړتیاوو خلاف یې رزونه پیل شوې؛ نو سیالي ورسره کوي، که په دې سیالۍ کې روزاند لاسبر شو؛ نو له روزنې داسې انسان جوړ شي، چې خپلې ټولنې ته تر وژونکیو زهرو کم نه وي؛ ځکه د فطرت خلاف یې روزنه شوې ، ګنې په زیاترو حالاتو کې روزاند پاتې راځي او د ماشوم فطري غوره توب لاسبر شي.
هېڅ څیز د خپل انفرادیت فنا کېدنه نه زغمي.
وینو چې د دنیا هر څیز ځان ته انفرادیت لري او یو انفرادي صفت به یې ارومرو داسې هم وي، چې د بل څیز نه وي، بېلګې ته به یې د توت ونه واخلو، چې د ونې په توګه د پیپل، بړ، شوې او نورو ونو په څېر یوه ونه وي. په وده، مېوه، پاڼې او خرانګې څانګې پیدا کونه کې، د هغو په څېر وي، د نورو ونو په شان، له ځمکې خپل خواړه ترلاسه کوي؛ خو د توت د ونې په توګه یې انفرادیت، په بله یوه ونه کې هم نه وي او نه یې د مېوې خوند، د بلې مېوې په څېر وي. دا انفرادیت یې له ځان سره راوړی وي او هېڅوک هم نشي ویلای، چې د کومې بلې ونې یا د نژدېوالي یا ګډون په وجه پکې دا انفرادیت رامنځته شوی دی.
اوس کتل پکار دي، چې که د ماشوم فطري غوراوی معلوم کړو؛ نو په اړه به یې څه پرېکړه کوو؟ ایا دا غوره توب به یې چورلیز او بنسټیز انفرادیت ګڼو؟ لکه چې د توت له بېلګې جوته شوه او که دا به یې له پلار نیکونو ځنې په وینه کې راغلی، د عادت اغېز وګڼو، چې په لاشعور کې یې دی؛ ځکه که د ادنی درجې توت ته د یوه اعلی درجې توت پیوند کړای شي؛ نو هغه ادنی هم اعلی شي؛ دغه شان که اعلی ته، د ادنی پیوند ورکړای شي؛ نو اغېز به یې وي او په دواړو حالاتو کې به دا اغېز بنسټیز او طبعي ښکاري او هېڅ نااشنا ته نه معلومېږي، چې ددې ادنی یا اعلی توت، دا انفرادیت خپل دی که پردی. په ظاهر کې به یې دا انفرادیت خپل ښکاري او اوس خو به یې بیخي، د فطرت رنګ اخستی وي؛ ځکه دا حقیقت دی، چې د پرلپسې زیږون په وجه، د نسل له یوه مورث څخه یې په اولاد کې ځینې اخلاق او عادتونه راځي، چې د تواتر له کبله، د فطرت رنګ اخلي او دا هم حقیقت دی، چې هر مولود، ځانته انفرادیت لري، چې په لاشعور کې یې له پلار نیکونو راغلی عادت نه؛ بلکې خپل فطري او بنسټیز څیز وي، چې په هغه سره ځان ته جلا امتیاز لري.
کېدای شي، چې د مولود هغه غوره والی، د پلار نیکه ځنې ورلېږدول شوی وي او دومره پوخ هم وي، چې د مولود پر خپل انفرادي صفت پوره پوره ورغوړېدلی وي؛ ځکه د جبر د قانون له مخې، یو لاسبر ځواک، پر کمزوري، خپل ځواک ټینګولای او هغه په خپل منشاء، په عمل کولو مجبورولای شي. سره له دې چې فطري او بنسټیز صفت یې نشي محوه کولای؛ لکه یو فطري سپین څیز، چې په پرله پسې توګه په تور رنګ لړل کېږي.
د دغو دواړو امتیاز ته پوخ نظر او مجاهد شخصیت پکار دی، د انسان صحیح انفرادیت معلومول بې له محک (زرکاڼي) څخه، هېڅ امکان نه لري، لیدلي به مو وي، چې کله زرګران سرو زرو ته پوره پوره ځلا او رنګ ورکړي؛ نو له سوچه او د پاسه سرو زرو سره یې هېڅ توپیر نشی کېدلای؛ خو کوم وخت یې چې په محک ووهي؛ نو پوه شي، چې په دې کې له سرو زرو سره، تر کوم مقداره، بل څیز ورګډ شوی دی. زیاتره له زرګرانو سره داسې خوردبینونه هم وي، چې په مټ یې د زرو ازموینه کوي او په زرو کې ټول ورګډ شوي څیزونه ویني، چې پر زرو سربېره، د نورو څیزونو له اصله وي.
انسان هم په فطري خوی کې بیخي د سرو زرو په څېر نازک او لطیف پیدا شوی. سره زر ان که یوه توله هم وي؛ نو رتۍ مس او فِضه نشي زغملای له ورګډېدو سره یې خپل رنګ بدل شي او سوچه پاتې نشي. انسان په همدې قیاسول پکار دي، که له انفرادي او بنسټیز وصف سره یې بل وصف یا عادت شامل شي؛ نو هغه یې په انفرادیت کې څرګند وي. بیا د ماشوم روزنې په لړ کې خو ډېر زیات اغېز کوي؛ ځکه د ماشوم خپل اوصاف لا بشپړ شوي نه وي؛ نو بیا د خپل فطرت پرخلاف هېڅ روزنه نه زغمي او د ماشومتوب غلطه روزنه یې د خپل فطري او امتیازي وصف پر ضد جوړ کړي؛ لکه څرنګه چې مو مخکې د انځور د خاکې جوړولو په اړه وویل.
له فطرته خلاف روزنه یې ځکه د انسان په فطري صفاتو کې څرګنده ښکاري، چې انفرادیت یې له خارجه راغلی عادت یا روزنه خپله برخه نه ګڼي؛ نوځکه یې په خپل وجود کې د فطري وصف په څېر نه مني، دا جلا خبره ده، چې په جبر او قوت یې ورسره یوځای شوی وي؛ نو په دې سره یې فطري وصف، یوه غوښتنه لري او هغه جبري وصف یې بلخوا متوجه کوي. په دې سره، د انسان په اخلاقو کې انډول نه وي او دا له خارجه راغلی عادت یا وصف داسې ګڼل پکار دي؛ لکه په سرو زرو کې ګډ شوی یو بل جسد او د همدې معلومولو لپاره پوه او هوښیار صراف ته اړتیا وي.
په دې اړه زما رایه دا ده، چې د انساني انفرادیت، د معلومولو لپاره چې کوم محک (زرکاڼی) دی؛ نو هغه یوازې مجاهده ده، د انساني فطري صفاتو تیتول او چاڼول دي؛ خو دا مجاهده یا رنګروټی، د یوه داسې ښوونکي تر څارنې لاندې پکار ده، چې پخپله ښه روزل شوی او د منزل پای ته رسېدلی وي او بیا دا خو څرګنده ده، چې په دې لار کې به ښه کړاو زغمي، په تېره، د ماشومانو د روزنې په لړ کې.
کېدای شي دلته څوک نیوکه وکړي، چې کله انسان اخلاق، له ځان سره په فطرت کې ګډ راوړي او د روزنې په زمانه کې یوازې هماغه اخلاق مني، چې له فطري وصف سره یې سم وي او پر ضد یې هېڅ اخلاق نه مني؛ نو بیا د روزنې موخه څه شوه؟
په دې لړ کې اړینه ده، لوستونکی هغه حقیقت ته ورځير شي، چې په تېرو مخونو کې مې بیان کړی؛ یعنې الکل فی الکل، هر څیز په هر څیز کې. او مطلب یې دا دی، چې له هر فرد سره یا د هر فرد له شخصیت سره د نړۍ د ټولو اشیاوو وجود ګډ راغلی، چې هغه شیان د ده لپاره اضافات وي او دا پرله پسې، له پلار نیکه ورته ګډ راغلي وي او څه یې د خپل ژوند په زمانه کې هم وي، چې موږ یې په فوق الشعور کې یادونه کړې؛ نو خبرده دا ده، چې اضافات، د هر څیز په فطري صفاتو کې بدلون راولي؛ نوځکه د یوه فرد ټول اعمال خپل نه وي؛ بلکې د هغو اضافاتو په وجه ترې صادرېږي او په خپلو اعمالو کې یې انډول نه وي او نه ددې وړ وي، چې په خپل حقیقي او فطري وړتیا عمل وکړای شي.
هم د دغې اضافاتو غلبې ته حیوانیت هم ویلای شي، د کوم فرد په چاپېریال کې چې ښه او نېک وګړي ډېر موجود وي؛ نو ورته دا موقع حاصله وي، چې خپله فطري دنده په ښه شان وکړي، په دې شرط چې بنسټیز وصف یې نېک وي؛ خو سره له دې، د هر فرد په چاپېریال کې، داسې وګړي هم وي، چې هغه د مضل، د صفت مظاهر وي؛ نو د هغو اغېز هم پر فرد پرېوځي ؛ نوځکه پر ده سربېره، پر نورو وګړيو هم د بدۍ پرتو پرېوځي. بیا چې کوم فرد، د مضل مظهر وي؛ نو د هغه په چاپېریال کې به هم د هادي، رحیم یا د بل ښه صفت مظاهر هم موجود وي؛ نو هغه وجه وي، چې کله کله بد اخلاقه انسان هم نېکۍ ته ورمات شي او نېکي وکړي؛ خو وجه یې ښکاره ده، چې د نېکانو پلوشې پرې ډېرې پرېوځي، چې د ده پر فطري بد صفت لاسبر شي او چې د نېکو پلوشو عمل تت او ختم شي؛ نو د ده خپل بد صفت بیا ځلا پیدا کړي.
نو په دې لحاظ، یو فرد هم خپل فطري صفت نه بدلوي ؛ خو د روزنې او نېک صحبت اغېز دا وي، چې کله پر یوه بد فطرته انسان، د ښه او نېک فطرته انسانانو پلوشې زیاتې شي؛ نو نېکۍ کولو ته اړ شي؛ ځکه فطرتاً خو نېک کېدای نشي؛ خو په نړۍ کې، ډېری خلک یې له شره خوندي وي. د انبیاوو د تبلیغ او د یوې داسې ټولنې همدغه موخه ده، چې پکې د ښو خلکو د کثرت له لامله، بدان هم نېکۍ ته اړ شي.
د یوه قانون له پلي کولو همدغه مدعا ده، چې کله نافذ شي؛ نو بدان تر ډېره بریده، ځانونه له بدۍ ژغوري.
بده به نه وي، چې دلته د نېکۍ او بدۍ په وجود هم څه لږه غوندې رڼا واچول شي؛ ځکه د انسان د روزنې په لړ کې ډېر اهمیت لري. لومړی به ووینو، چې د نړۍ پوهان په دې اړه څه نظر لري، دا هم باید وړاندې کړو.
د زرتشت عقیده دا وه، چې په ازل کې دوه جوهره پیدا شول، چې یوه ته یې سپنتمن یا سپنتامینو او دویم ته یې اهرمن وايي. په اند یې دا دواړه غبرګوني پيدا شول، سپنتمن یا سپنتامینو، د نېکۍ او اهرمن، د بدۍ استازی شو.
ته وا د زرتشت هم دا تحقیق و، چې نېکي او بدي په ازل کې پيدا شوي او په انسانانو کې هم دا دواړه له ازله موجود راغلي؛ لکه څرنګه چې موږ مخکې وویل، نېکي او بدي دواړه د انسان په فطرت کې ګډ راغلي دي.
اسپینوزا وايي: « نېکي هغه ده، چې و یې پېژنو او د بشري طبیعت کمال ته مو ورسوي.»
نو ددې پر ضد به بدي هغه ته ووایو، چې د بشري طبیعت له کماله مو پاتې کړي.
ګویته وايي: « هر شی چې راسره موافق او زما له اندازې سره سم وي ؛ نو هغه نېکي ده. »
په اند مو، دا د نېکۍ افاقي تعریف نه دی؛ بلکې له یوه ځانګړي چاپېریال او ټاټوبي سره اړه لري؛ ځکه که یو کار په یو هېواد او ټولنه کې ښه ګڼل کېږي؛ نو اړینه نه ده، په بل هېواد او ټولنه کې هم ښه وګڼل شي.
نیټشی وايي: « هر څیز چې زما اراده اوچتوي او ځواک حاصلوي؛ نو هغه نېکي ده.»
دلته نیټشې یوازې ځواک ته نېکي ویلې؛ خو موږ ورسره په دې کې پوره پوره اتفاق نه شو کړای؛ ځکه محض ځواک، نه نېکي ده او نه بدي؛ بلکې د ځواک له وجوده ښېګڼه او بدګړه، په هغه ښه نیت یا ارادې ولاړه ده، چې له مخې یې د ځواک ترلاسه کونې هیله کېږي.
د وسلې د ښو او بدو سوال هله پیدا کېدای شي، چې د وسلې د کارونې سوال پیدا شي او بیا یې د کارونې ډول وټاکل شي او همدغه بنسټیزه او اړینه پوښتنه وه، چې د کانټ فکر ته ورغله او و یې ویل: ” چې په عالم کې او له عالمه په خارج کې هېڅ داسې څیز نشي متصورېدای، چې بې له څه حد یا شرطه ورته نېک وویلای شو؛ خو یو څیز شته، چې ورته نېک ویلای شو او هغه نېک نیت او نېکه اراده ده”.
که څه د کانټ په دې نظریه کې، د نیټشې له نظریې سره څه بنسټیز غوندې یووالی ښکاري؛ یعنې د نېکۍ او بدۍ حیثیت نېکه او بده اراده ګڼي او په وینا یې، د نېکۍ او بدۍ ځان ته هېڅ وجودي حیثیت نشته؛ خو په کوم حال کې چې کانټ نېکې ارادې یا نېک نیت ته قایل دی؛ نو معلومېږي، چې هغه د نېکۍ او بدۍ په ازلیت هم قایل دی. دلته له نېکه نېته د هغه منشاء دا ښکاري، چې که له چا په ناپوهۍ کې یو بدکار هم وشي؛ خو په دې شرط چې، د نېکۍ په نیت یې کړی وي؛ نو هغه په نېکۍ حساب دی او اسلام تر کانټ مخکې، دا اصول ښودلي ول، چې کړنې په نیت پورې منحصرې دي.
فېخته وايي: ” په ټولو نېکیو کې لویه نېکې دا ده، چې د عقل خاوند، له خپل نفس سره بشپړ موافقت ولري. “
دا نظریه دومره خو ډېره ښه ده، چې یو عقلمن انسان، د خپل نفس غوښتنه، د عقل په رڼا کې پوره کړي او نفس او د نفس هيجان، د عقل په زور اعتدال ته راولي او هم دا عقل، د انسانیت حقیقي ترجمان دی؛ خوچې داسې روزنه یې نه وې شوې، چې انسانیت یې پر حيوانیت لاسبر وي؛ نو عقل به یې د حیوانیت په قبضه کې وي. عقل یو څراغ دی، لار ښيي؛ خو څوک پر لار بوتلای نشي.
شوپنهاور وايي: ” څه چې مې د ارادې له غوښتنې سره موافق شي، هغه نېک دی. “
دلته که اراده تر انسانیت او عقل لاندې په کار اچول شوي وي؛ نو دا نظریه بده نه ده؛ خو یوازې اراده یا د ارادې غوښتنه، د نېکۍ او بدۍ ضمانت نشي کېدای. د نړۍ پوهانو، د ارادې په اړه هم ډېر څه ویلي او د روزنې په لړ کې اراده، ډېر لوی اهمیت لري او چې ارادا پخه نه وي؛ نو انسان نه د نېکۍ معیار بشپړولای شي او نه بشپړه بدي کولای شي.
د روزنې په لړ کې، دا د هر روزنپوه فرض دی، چې هغه به تر هر څه مخکې، د خپل مربوب یا شاګرد د ارادې قوت ته پختګي او ټینګار ورکوي. چې دا ونکړي؛ نو د روزنې هېڅ اغېز نشي مرتب کېدلای؛ ځکه د حیوانیت مغلوبول او بیا په حیوانیت او انسانیت او روحانیت کې اعتدال او انډول پیدا کول، بې له کلکې ارادې ناشونې دي؛ ځکه ملکیت یا روحانیت او حیوانیت بیخي، د افراط و تفریط ټکي دي، چې د دوی ترمنځ د اعتدال ټکی؛ یعنې انسانیت نه وي؛ نو د صالح شخصیت پیدا کېدل ناشوني دي او ددې لپاره کلکې او پخې ارادې ته اړتیا ده.
که د اسلامي عباداتو یا د نورو مذاهبو عباداتو او مجاهداتو ته په ژوره وګورو؛ نو پوه به شو، چې ټول، د انساني ارادې په ټینګار او روزنه کې بنسټیز رول لري.
ټارمس وايي: ” دا مه ګڼه، چې دا څيز ما ساتلی دی؛ نوځکه ښه دی؛ بلکې ځکه ښه دی، چې ما خوښ کړی او ساتلی دی. “
په دې نظریه کې هماغه بنسټیزه نیمګړتیا ده، چې بیان مو کړه. یو څیز خوښ کړم، بیا یې وساتم، دا سمه خبره ده؛ خو هغه څیز ولې خوښوم، لمسونه یې له کوم ځایه ده ، تر کومې بنسټیزې نظریې لاندې یې خوښوم؟ پوښتنه یوازې همدا ده او ددې یې هېڅ وضاحت نه دی کړی.
روند وايي: ” نېکي هغه ده، چې د وګړي اراده، د ټولنې له ارادې سره یوه وي. “
هېڅ شک نشته، چې دا نظریه ښه ده؛ خو په دې کې پوښتنه دا ده، چې د وګړي روزنه په ښه ډول ونشي؛ نو هغه به څنګه، له ټولنې سره یوه خوله یا متفق شي؟
د ښې او نېکې ټولنې وجود، د ښو او نېکو وګړیو له کثرته پېدا کېږي. د ټولنې وجود، د وګړیو د یووالي نوم دی او بس؛ خو بیا هم په هر حال کې، د وګړي او د ټولنې د ارادې وحدت ښه زېری دی؛ خو یوه بله پوښتنه پیدا کېږي، چې له ټولنې ځنې، د روند منشاء یا مدعا څه ده؟
که اشاره یې یوه ځانګړي هېواد یا قوم ته وي ؛ نو موږ یې دا نظریه آفاقي نشو ګڼلای او که له ټولنې یې مراد، د بشري ډول ټولنه وي؛ نو هرکلی یې کوو؛ ځکه په بین الانساني آفاقي اخلاقي کدرونو، د هر قوم د وګړیو روزنه اړینه ده. که څه د یوې ټولنې وګړي، د خپل چاپېریال او ټولنې لپاره نېکه اراده ولري؛ نو هېڅ ګټه یې نشته، تر هغه چې له بشري ډول سره نېکه اراده و نه لري.
برټرانډ راسل وايي: “یوازې علمي او عقلي پرمختګ، نیکې ده. “
ډکارټ وايي: ” بهترینه نېکي دا ده، چې د اخلاقي فضیلت او برقرار وجدان له سببه، په نېک کار کې کلکه اراد ولرلای شي، چې د اخلاقي فضلیت ملګری دی. “
دا نظریه هم ښه ده او د ډیکارټ نېکي او بدي، دواړه فطري څیزونه دي او همدغه د نېکۍ او بدۍ تصور، حکماوو د خیر او شر په مانا هم یاد کړي او په دې لړ کې یې ډېر څه ویلي، باید چې هغه هم څه نا څه وڅېړل شي.
پخوانیو او لرغوني مصریانو به د شر او بدۍ دیو ته “سث” او لرغوني یونانیانو به ورته “تيفون” وایه. دا “تیفون” به یوه ښځه دیوې وه، چې سل سرونه یې درلودل او د هغې ټاټوبی یې تاترین ښوده، چې په اور شیندي غرونو کې یې پر ځمکه اور لګاوه.
افلاطون وايي: ” شر له مادې پیدا کېږي، چې د لطیف جوهر؛ یعنې روح موړ دی او روح محض خیر دی او هغه مادي جوهر محض شر. “
مخکې چې مو د الکل فی الکل په وضاحت کې کوم څیز ته حیوانیت ویلی و، د افلاطون نظریه، بېخي ورسره سمه ده؛ ځکه کوم اضافات چې له بنسټیز وصف سره یوځای شي؛ نو هغه هم یو کالبوت جوړ کړي، چې همدغه ماده ده. بیا افلاطون د خپل استاد؛ سقراط له خولې وايي: ” شر کله هم نه دفع کېږي؛ ځکه د خیر پر وړاندې، تل یو څیز اړین دی او هغه شر دی؛ خو شر د خدای یا ارواحو په طبیعت کې ځای نشي جوړولای ، یوازې د طبیعت په نړۍ کې موجود و؛ نو انسان ته پکار دي، د طبعیت له دنیا ووځي او د ارواحو له عالم سره یوځای شي او دا به هله کېږي، چې د خدای په خوی شي او دا بریا، بې له کامل استاده ناشونې ده. “
و مو لیدل چې د افلاطون په وینا کې، کټ مټ زموږ د هغې وینا تایید دی، چې انسان دې د حیوانیت له جغه آزاد شي او دا بې له مجاهدې او کامل استاده ناشونې ده.
اپیکور د شر په وجود کې حیران دی او وايي:
۱- یا خو داچې د لوی څښتن دا رضا ده، چې بدي له دنیا ورکه شي؛ خو زور یې پرې نه رسي.
۲- یا داچې زور یې پرې رسي؛ خو فنا کوي یې نه.
۳- یا داچې فنا کول یې هم نه خوښوي او فنا کولای یې هم نشي.
۴- او یا داچې فنا کول یې خوښ دي او فنا کولای یې هم شي.
موږ د اپیکور په دې تذبذب کې يې دویمه وینا سمه ګڼو او وایو چې خدای شر فنا کولای شي؛ خو نه یې فنا کوي؛ ځکه د تکامل قانون، د اضدادو د وجود غوښتونی دی، ژوند د اضدادو له وجوده ظاهرېږي. ترڅو منفي او مثبت دواړه عناصر وجود ونلري؛ نو د نړۍ کارخانه چلېدای نشي؛ خو له دې، دا اندازه لګول پکار دي، چې خدای خو محض خیر دی، د هغه په وجود کې شر څرنګه راتلای شي؛ نو په دې هکله پوهېدل پکار دي، چې د خدای په وجود کې، د خیر او شر یا د اضدادو وجود هېڅ معنی نلري، هلته د اطلاق په درجه کې هر څه عین وجود دي.
ساینس پوهان وايي: اوه رنګونه، ټول یو له بله بېلابېل دي او دا ټول، د لمر په وجود کې دي، هلته یې پخپلو کې اختلاف نشته. دغه شان د عالم هر څیز چې د خدای په علم کې و، عین علم او عین وجود دی؛ خوچې ظاهر شو؛ نو له اطلاق څخه تعین ته راغی او د اضدادو سوال په اطلاق کې نه؛ بلکې په تعین کې پیدا کېدای شي.
په دې هکله فلاسفه رواقیون هم وايي، چې د شر وجود اړین دی او وايي: ” کوم څیز چې څرنګه دی، باید هماغه رنګ وي؛ ځکه له قضا و قدر نه داسې مقرر دی؛ نوځکه هر څیز، په خپل حیثیت او مقام کامل دی او بدي هم یو فرعي تظاهر دی، چې خلاصی ترې نشته.”
تاییدوو یې او وايو چې که هر څیز داسې نه وي؛ لکه چې دی؛ نو په دې نړۍ کې به د یوه څیز هم، ځانګړې دنده او موخه نه وه او نه به دا نظام داسې معتدل او موزون وه.
یو میسحي مشر ګستیونس وايي: ” شر یو داسې حقیقت دی، چې انکار ترې نشي کېدای، شر د انسان د نفس لپاره محک او د تجربې او ازمون تله ده. “
کانټ هم شر یو لازمي څیز ګڼي او وايي: “بې له یوه زبردست اخلاقي انقلابه، شر نشي مغلوبېدای.”
پروفیسر روډولف لیکي: ” که د ټولو اشیاوو سرچینه، الله تعالی وي؛ نو هېڅ شر او بدي به نه ول، پیدا شوي؛ نو دا څیز چې له عقله خلاف، په عالم کې پیدا دی؛ یعنې شر؛ نو پکار ده، یوه خپلواکه منشاء ولري. “
دا یقیني خبره ده، چې کوم څیز، منشاء یا مقصد لري؛ نو وجود یې اړین وي او د مقصد او اړتیا احساس، یا علم یې د ذات لپاره لازم دی، چې علیم او حکیم وي.
د خدای په وجود کې، د خیر او شر په تصور، موږ په تېر بیان کې وکښل چې په دې، اکثر پوهان تېروتي او لا یې د ادب تر جذبې لاندې شر، خدای پاک ته نه دی منسوب کړی. د هر څه سرچینه، خدای پاک دی؛ خو د خدای لپاره نه، د خیر او نه د شر سوال پیدا کېدای شي؛ خیر محض ورته ځکه ویلای شو، چې د انسانانو او نور مخلوق لپاره پکې غایه همدغه خبره ده او دا خو ظاهره ده، د کوم څیز چې وجود اړین وي ، په هغه کې فایده وي؛ نو په دې لحاظ هم شر اړین څیز دی؛ ځکه بې له ده، د خیر تکمیل نشي کېدای او د توړ قانون نیمګړی پاتې کېږي.
که د الکل فی الکل تر نظریې لاندې، اضافاتو ته فکر وکړو؛ نو هر یو په خپل وجود کې خیر دی؛ خو د جلا انفرادیت درلودو په وجه، د بل انفرادیت لپاره ضد شي، بیا همدغه اضداد چې د یوه فطري قانون په ضابطه کې راشي؛ نو یو د بل مرستیال شي او له اتحاده یې ژوند پیدا شي؛ لکه د برق له دوو بېلابېلو تارونو چې د برښنا رڼا پيدا کېږي.
افلاطون وايي: ” د سعادت حصول، په ښو اخلاقو پورې اړه لري، باید چې له ضد سره یې جنګ وشي. “
سعادت له نېکۍ پېدا کېږي، د نېکۍ ضد بدي ده او د افلاطون له بدۍ سره د جنګ کولو تلقین کوي او همدغه د یوه بریالي ژوند، د ګټلو لویه وسله ده، چې له حیوانیت سره، جګړه تر هغې جاري وساتلای شي، ترڅو ټول خویونه یې د انسانیت په ژورو کې نه وي محوه شوي.
روسو وايي: ” هغه ټول څیزونه چې ژوند مو پرې قوي دی، له هغه ځایه یې د عمل صورت پیدا کړی، کومو پاکو او د اقتدار خاوندانو چې د ژوند خواږه پر ځان بند کړي، چې څه یو، دا د هغو تېرو کسانو د سرښندنې او قربانۍ په وجه دي، چې دې برید ته رسېدلي یو. “
روسو بیا وايي: ” که له سړي د ارادې آزادي واخستل شي؛ نو له ټولو اعمالو به یې اخلاق غایب شي. “
شیلر وايي: ” سړی په خپله اراده هم اوچتېږي او هم ټېټېږي، د سړي اراده، د سړي سعادت دی. “
لیسنک وايي: ” د سړي ښېګڼه نه؛ بلکې اراده یې د بزرګۍ نښه ده. “
دلته نوموړي، اراده زیاتره له ښه نیته عبارت ګڼلې ده.
لیسنک بیا وايي: ” کوم کامل انسانان، چې تاریخ یې موږ ته راښيي، د دوی ځانګړې ګروهې، د دوی له کلکو ارادو ځنې زېږېدلې وې؛ ځکه اراده د عالم روح دی. “
ډانتی وايي: ” د ارادې آزادي، د اکثرو خلکو د ژبې پر سر وي او د لږو خلکو په زړه کې وي. “
فیخته وايي: ” انسان چې څه غواړي، کولای یې شي؛ که چا وویل چې نه یې شي کولای؛ نو دا پخپله ددې خبرې دلیل دی، چې هغه کامله اراده نه لري. “
ددې ټولو پوهانو له رایو، دا خبره ظاهره شوه، چې انسان هله د انسانیت په ټکي درېدای شي، چې د بدو اخلاقو او نېکۍ معیار کامل کړي او دا هله کاملېدای شي، چې د بدۍ او شر پرخلاف، جګړه جاري وساتلای شي؛ خو دا به هله وکړای شي، چې اراده یې کلکه او پخه وي او د پېښو د سیند څپو ته لکه د غره، پرځای ولاړ وي؛ خو کلکه اراده هم، هله پیدا کېدای شي، چې هغه له یوه داسې ښوونکي یا مربي روزنه ومومي، چې ددې منزل مسافر پاتې شوی وي او په بریالۍ توګه، بېرته خپل کور ته راستون شوی وي.
بیا ددې ټول نصاب پوره کول او سر ته یې رسول، په یوه څیز پورې اړه لري او هغه اعتدال دی او باید چې هر رهنما او لاروی، ددې لحاظ وساتي؛ لکه څرنګه چې ورسته مو کښلي: اعتدال دې ته نه وايي، چې دوه اجزاء په مساوي مقدار سره یوځای شي، له دې څخه د منشاء، له مخې هېڅ مرکب نشي پېدا کېدای؛ بلکې باید یو جز یې تر دویم قوي وي.
فیثاغورث وايي: ” نفس پر اعتدال قوت مومي او د نفس ضبط یې نوراني کوي. “
هردر وايي: ” په حسي لړۍ کې اعتدال، د انسانیت په فلسفه کې، هغه یوه لار ده، چې تر زرګونو افکارو زیاته اغېزمنه ده. “
شلوتر وايي: ” اعتدال دې ته وايي، چې دې خبرې ته پاملرنه وشي، چې ټول قوي، ضعیف، ځږه او لطیف صفات، په خپله خپله موقع استعمال کړای شي. “
ګویټه وايي: “له منځلارۍ ځنې یوه پاکه نېکبختي پیدا کېږي. “
روکرټ وايي: ” وګوره چې منځلاري مو ارواحو ته څنګه بښنه کوي، په خوب کې هوساینه او تسکین او په مرګ او ژوند کې راحت او تسکین.”
فون وسنبرګ وايي: ” وجود او نظم او د عالم وحدت او کامیابي او د رونق او کمال ټول آثار، د طبعیت په انډول او تعادل کې وي. “
فویختر لبن وايي: ” انسان ته پکار دي، د انډول او تعادل پر لار روان شي، چې د ارادې قوت یې کامل شي. “
ای ای انګل وايي: ” اعتدال هغه طبیب دی، چې طبیعت یې په خپله درناوی کوي، هغه تر ټولو طبیبانو کم تېروځي. “
روسو وايي: ” اعتدال او کوښښ، د انسان دوه حقیقي طبیبان دي، چې د کار کولو تحریک ورکوي او اعتدال یې افراط ته نه پرېږدي. “
بورک وايي: ” تندرستي، اخلاقي درجه، ټولنیزه نېکمرغي او سیاسي خوشحالي، ټول د حسیاتو او د هوس له ضبط سره تړلي دي او دا هغه صفت دی، چې پخوانیو حکماوو، د فضلیت بنسټ ګڼلی او هغه اعتدال دی. “
افلاطون د اعتدال د ګټو په پایله کې وايي: ” نېکبختي، د اخلاقو په فضیلت کې ده او که اخلاقي فضلیت، د روح د انتظام او اعتدال سبب شي؛ نو دا ښه اخلاق، د چا له ویرې نه ؛ بلکې د خپل روح د تهذیب او ښایست لپاره پکار دي. د دنیا ټول سره او سپین زر، د یوه ښه خلک قیمت نشي کېداي. “
جان لاک وايي: ” د ټولو نېکیو او فضیلتونو اصل دا دی، چې انسان د خپلو هیلو پر پرېښودنې وسمن شي او د هیلو پر ضد روان شي او یوازې په هغه څیز پسې لټه وکړي، چې عقل یې غوښتنه کوي. “
حضرت محمد (ص) د منځلارۍ او ښو اخلاقو تعریف، داسې کوي: ” په هر کار کې منځلاري ښه ده ؛ نوځکه رالېږل شوی یم، چې د اخلاقو معیار بشپړ کړم. “
خو ددې پر وړاندې داسې فلاسفه هم تېر شوي او اوس هم شته، چې دوی اخلاقو ته په بنسټیزو کدرونو کې ځای نه ورکوي.
سوفسطايي کالي کلیز وايي: ” اخلاق په تنور کې وسيځئ، دا څیز کمزورو خلکو، د ځواکمنو د ځواک رفع کولو ته جوړ کړی دی. “
لینین چې کله د اوسني اشتراکي حکومت بنسټ کېښود، اعلان یې وکړ: ” نن مو ټول پخواني اخلاق منسوخ کړل. “
ځکه د کارل مارکس او د ده د ملګرو په ګروهه کې هم، اخلاق بنسټیز حیثیت نه لري او د اقتصادي او معیشتي حالاتو له بدلېدو سره بدلېږي.
دا ډول پوهان ګرم هم نه دي؛ ځکه په عالم کې چې څرنګه د اضدادو په وجه ژوند ښکاره دی او لکه د برښنا د منفي او مثبتو تارونو شتون، چې رڼا پیدا کوي؛ نو دغسې په انسانانو کې هم، متفکرین او حکماء ډول ډول دي، چې یو یې کټ مټ مادیین دي او دویم یې روحانین.
د دغو دواړو ترمنځ داسې ډله هم شته چې پر روحاني او مادي دواړو کدرونو قایل دي. په دوی کې چې کوم بیخي مادیین دي؛ نو د خپلې وړتیا له وجې اړ دي، د خدای له شتونه نټه وکړي، د دوی پر ذهن و وجدان، د مادې سیوری دومره زیات دی، چې دوی ته د خدای د هستۍ هېڅ رڼا نشي ورتلای او که ورشي؛ نو دا د خپلو پلرونو نیکونو په وینه کې ګډ راغلی عادت وګڼي او دا تصور له ذهنه نه اوباسي.
هر کله چې په دې نړۍ کې، ددې ډول خلکو غلبه پیدا شوې؛ نو امن رخصت شوی او دنیا د جګړې ډګر شوی.
دلته باید چې د لوی څښتن د هستۍ په هکله لږه غوندې څېړنه وشي؛ ځکه دا په روزنه کې بنسټیز حیثیت لري.
د خدای تصور
که یو خوا د عقل په کمزورۍ او نقص یقین ولرو؛ نو له بلې ډډې، اړ یو عقل یو کامل او ناطق پرېکړه کوونکی هم وګڼو؛ ځکه له انساني ذهن سره بله هېڅ داسې ذریعه نشته، چې له جزئیاتو، به کلیات جوړ کړای شي. د عقل نیمګړتیا او خامې له دې هم ښه ظاهره ده، چې په یوه زمانه کې، د یوه څیز په هکله یوه نظریه ټینګه کړي؛ خو په بله زمانه کې یې پخپله تردید وکړي، دې ډول عقولو ته جزوي عقل وايو.
کېدای شي ادراک یې سم وي یا ناسم وي؛ خو کوم عقل ته چې حکماء، عقل کل یا عقل قدسي وايي؛ یعنې د عقل اصلیت او حقیقت؛ نو د هغه په ادراک کې هېڅکله غلطي نشې راتلای.
د اشیاوو ماهیت معلومول او د هغو حقیقت ته رسېدل هم، د هغه عقل قدسي کار دی، چې صوفیه ورته عقل فعال او روح انساني هم وايي او د هر انسان روح، په حقیقت کې، د همدغه روح اعظم یا عقل فعال یوه پلوشه ده، چې له جسم سره د تړاو په وجه، نفس ناطقه ونومول شي.
ته وا د روح او جسم له تړاو ځنې چې کوم امتزاج پیدا کېږي، ورته نفس وايي. اوس ظاهره خبره ده، چې په هر انسان کې د روح، نفس او جسم، له امتزاجه یو شخصیت پیدا کېږي او څومره چې د دغو درېیو تړاو فطري او کامل وي؛ نو هومره به یې له تړاوه شخصیت هم اوچت او کامل پيدا کېږي؛ ځکه که په دې درېیو واړو کې، فطري انډول او اعتدال نه وي؛ نو جسم به د حیوانیت په غلبه کې یوه مطالبه کوي، نفس څه بله او د روح غوښتنه به څه نوره وي او چې دا درې واړه انډول او متعادل وي؛ نو شخصیت به هم کامل او روڼ وي؛ نو په داسې شخصیت به یقیناً، د عقل پوره پلوشه پرېوځي او عقلي ادراک به یې ارومرو کامل وي. داسې شخصیت به نه یوازې د انساني ارواپوهنې پوره ماهر وي؛ بلکې د روحاني او حیواني صفاتو علم به هم پوره پوره لري. په داسې خلکو کې انبياء او الهي حکماء شامل دي.
اوس به راشو دې ته چې د یوه کامل عقل غوښتنه ده، د کوم څیز چې هډو څه وجود نه وي؛ نو د شتو یا نشتون خیال یې هم په ذهن کې نه پيدا کېږي او دا یو داسې ارواییز حقیقت دی، چې هېڅ عاقل انسان به ترې انکار ونکړي. یو څیز خو به لا په ذهن کې وجود لري او لا په خارج کې. په هر حال، هغه چې وجود لري؛ نو په اړه یې په ذهن کې خیال هم پیدا کېږي او چې نه په ذهن کې وجود ولري او نه په خارج کې؛ نو په اړه یې په ذهن کې هېڅ خیال، په هېڅ حالت کې نه پيدا کېده.
په دې اړه ځینې مادیین دوستان نیوکه کوي، چې په دې نړۍ کې، د څلورو سترګو، دوو ښکرونو او شپږو پښو سړی، هیچرته هم نشته؛ خو دا دی زما په ذهن کې یې وجود پیدا شو.
د داسې دوستانو نیوکه، د ماشومانو نیوکه ده. که د دوی په ذهن کې، له پیله د سترګو، ښکرونو او پښو تصور موجود نه وي؛ نو په اظهار کې به څرنګه راتله او دا خو څه دومره لویه خبره نه ده، چې انسان د دوو پرځای څلور سترګې فرض کړي او د دوو پرځای شپږ پښې فرض کړي، دا خو په حقیقت کې زموږ دلیل تاییدوي؛ نو له دې صفا صفا معلومه شوه، چې که د لوی څښتن وجود، یقیني نه وای؛ نو په انساني ذهن کې به یې په اړه، د انکار او اقرار وجود هم نه و پیدا شوی.
بېشکه د کومو پوهانو چې په وجودي عناصرو کې انډول او تعادل نه وي، د خدای د هستۍ له ادراک ځنې قاصر وي او د خدای د هستۍ تصور، یوه وهمي نظریه ګني او وايي: دا، لومړني انسان، د وېرې او ډار په وجه پیدا کړې؛ ځکه انسان به ډول ډول ځواکونه لیدل؛ لکه تندر، توپان، لمر، سپوږمۍ او داسې نور؛ نو له دې یې قیاس وکړ، چې ګوندې، د عالم یو خالق به هم وي، چې تردې ټولو ځواکونو به لوی ځواک وي.
خو په حقیقت کې دا نظریه وهمي نه؛ بلکې علمي او عقلي ده. انساني نوع همدغسې، درجه په درجه، د کوچنیو ځواکونو د تصور په وجه، د لوی او تر ټولو د لوی ځواک تعقل او وجدان حاصل کړی او دغسې یې د ذهني پرمختګ مزل کړی؛ خو په همدې مادیینو کې داسې حکماء تېر شوي، چې د لوی څښتن د هستۍ اقرار یې کړی او د خپل بصیرت په وجه یې، د هغه په دربار کې، د نیاز سرونه ټیټ کړي دي.
والټیر تر خپل مرګ لږ وړاندې وویل: ” په داسې حال کې مرم، چې خدای مې په زړه کې موجود دی، د دوستانو په مینه سرښاند یم او له دښمنانو مې نه شکایت شته او نه هم نفرت؛ البته له توهم پرستۍ خورا کرکجن یم. “
مادیین یوازې پر مادې قایل دي او هر څه هر څه، له مادې ځنې عبارت ګڼي. دوی پردې قایل دي، چې د تخریب او تعمیر دواړه صفات، په ماده کې موجود دي؛ خو پوه خلک ورباندې نیوکه کوي، چې ماده یو بسیط څیز دی او یو جنس دی او د کومو صفاتو اظهار چې ترې کېږي، هغه اختیاري نه؛ بلکې په اضطراري ډول کېږي؛ یعنې ماده که وغواړي، تخریب یا تعمیر ونکړي؛ نو هم یې نشي بندولای؛ لکه له لمر چې په اضطراري ډول رڼا او حرارت صادرېږي او خپله رڼا و تودوخه نشي بندولای؛ نو د مادې حالت هم داسې دی.
دا خبره هېڅ امکان نلري، چې د تعمیر کولو پر مهال، له مادې څخه تخریب او د تخریب پر مهال ترې، د تعمیر صفت څرګند شي؛ ځکه له مادې چې کوم صفت ظاهرېږي، هغه به اضطراري وي او پر ټول جنس به حاوي وي.
یوه ونه پرله پسې پنځوس شپېته کاله شنه کېږي او مېوه نیسي، بیا شنډه و وچه شي، له وجوده یې هغه ژوند چېرې ځي. که ژوند د مادې خپل صفت وي؛ نو دا کوم خوا ته ولاړ، حال دا، د ونې وجود، په خپل ځای موجود دی، آیا دا خبره، ظاهره نه ده، چې ژوند مادې ته عارض دی.
د لوی څښتن له وجوده، د انکار پایله دا وي، چې مادیین، په دې قایل شي، چې هر څه هر څه، له مادې ظاهرېږي او په خپله ظاهرېږي؛ یعنې چلوونکی نشته او موټر چلي او داسې سم پر لار روان دی، چې له هر خټ څخه هم په ډډه تېرېږي او له ګړنګه هم ځان ساتي.
حیراني ده او بیا وايي: د کایناتو هېڅ مقصد نشته او نه کاینات څه غایه لري او نه د کایناتو اشیاء، د څه مقصد تعاقب کوي؛ بلکې اتفاقي کار دی او هېڅ محرک نه لري.
خو دې ته نه ګوري، چې د هر شعور په خاوند کې، د خپل ژوند ساتنې احساس دی؛ نوځکه د ژوند لپاره جنګ کوي. له دې معلومېږي، چې هر څیز، طبعاً څه مقصد لري. په هره انساني ټولنه کې، د ټولنې څه مقصد وي؛ خو د ټولنې د وګړیو، ځان ځان ته خپل مقاصد هم وي.
که کاینات په اتفاقي ډول جوړ وای؛ نو د یوې مادې په اجزا کې جلا جلا مقصد ولی راغی. که ووايي: هر څیز جلا جلا صورت لري؛ ځکه یې مقصد هم جلا وي؛ نو ځواب ورکوو، چې ولې د یوې مادې د اشیاوو جلا جلا صورتونه جوړ شول؟ پکار ده د ټولو کایناتو د اجزاوو یو رنګ او یو مقصد وي.
دا د مادیت د غلبې وجه ده، چې نن سبا په اروپا کې د ښوونې له نصابه اکثر اخلاق ایستل شوي او کوم یې چې نه دي ویستلي؛ نو دا ځکه چې د سیاسي مقاصدو لپاره یې اړین دي.
شیللر وايي: ” په ژوند کې دوې لارې مخې ته پرتې دي، یوه دې اخلاقي فضیلت ته رسوي او بله دې مرګ ته. “
جان لاک وايي: ” د روزنې سم بېدارول د اخلاقو فضیلت دی. “
کانټ وايي: ” هر کوښښ چې د ښو اخلاقو خاوند یې په دې نړۍ کې د بدۍ پرخلاف کوي، ګټه یې دا ده، چې د بدۍ له تسلطه به ووځي. “
دا هم د کانټ رایه ده، چې له ګناه خلاصېدل، د ښه ژوند لپاره بهترین څیز دی، چې سړی فضیلت ته رسوي، د سړي آزادي، همېشه د بدۍ له حملې په خطره کې وي او باید چې انسان یې د دفاع لپاره تل وسله وال واوسي.
لایستیز وايي: ” د اخلاقي ژوند تدریجي پرمختګ، د نفس په تکمیل کې دی، حقیقي سعادت، له معرفت او فضیلته پیدا کېږي. “
ارنسټ بیون وايي: ” هغه بریالی امت دی، چې په اخلاقي حیثیت کامل وي. “
ګویټه وايي: ” اخلاق تردې خورا اوچت دي، چې د ځینو ګټو لپاره راڅرګند شي؛ ځکه اخلاق یو مافوق الحسي حیثیت لري. پر نفس اعتماد، تسلیم او رضا یې حقیقي بنسټ دی او یوې لوی ارادې ته تابع کېدل دي، چې د پېښو تنظیمونه کوي، هغه اراده، چې موږ یې نشو درک کولای؛ ځکه له عقل او ادراکه مو اوچته ده. ” یعنې لوی څښتن.
شوپنهاور وايي: ” حقیقي اخلاق پخپله یو مذهب دی؛ ځکه هر مذهب یې ملاتړ او تصدیق کوي. “
ارسطو د لوی څښتن د وجود په اثبات کې وايي: ” حرکت څرنګه پیل شو، چې کاینات یې له بې پای اشکالو ځنې ډک کړ، دې حرکت ته یوه سرچینه پکار ده او که موږ یې و نه ټاکو، چې د قهقري رجعت په مدامي چکر کې ونښلو؛ نو ارومرو به دا منو، چې یو محرک شته چې هېڅوک ورته حرکت نشي ورکولای. هغه له جسمه پاک دی، تقسیمېدای نشي، لا مکان دی، هېڅ جنس یې نشته، له جذبې تش دی، له متغییر پاک دی، کامل او ابدي دی.
بیا لیکي: ” خدای د فطرت لپاره غايي علت دی، د اشیاوو مقصد او مدعا او د دنیا صورت، د ژوند اصل دی، د ټولو اهمو اعمالو او قوتونو ټولګه ده. “
نو د ارسطو له وینا سره سم، چې کاینات یو محرک غواړي، د نننۍ زمانې طبیعي علومو هم دا خبره ثابته کړې، چې ماده پخپله هېڅ حرکت نشي کولای؛ بلکې همېشه یو محرک قوت ته اړمن وي، که له وجوده یې بهر وي که دننه؛ ځکه متحرک څیز بالذات، په طبیعت کې هېڅ وجود نلري.
افلاطون وايي: ” څوک چې خپل عقل، د اشیاوو د صورتونو په معرفت کې پکار واچوي؛ نو اخر به هغه مثال اعلی ته ورسي، چې مطلق خیر دی؛ یعنې د خدای له ذات سره به واصل شي. “
پاسکال وايي: ” لوی علم او پوهه دا ده، چې انسان د خدای په مشیت پوه شي، چې خدای په څه رضا دی. “
امام الهند مولانا ابولکلام آزاد وايي: ” د خدای تصور، د انسان د دنننیو غوښتنو ځواب دی. “
زما رایه دا ده: ” چې کله مې ظاهر او باطن دواړه سره متحد شي او د دواړو له ګډون او اتحاده داسې غوښتنې او حسیات پیدا شي، چې یو د بل معارض نه وي؛ نو په دې وخت کې زما په زړه کې یو سکون پیدا شي. دې سکون راته یوه موقع پیدا کړې، چې په ډاډ فکر وکړم، چې څه یم؟ نو په دې وخت کې رامعلومه شي، چې کُل یم، محیط یم او کاینات او اشیاء یې ټول په ما کې دننه دي او دا ټول زما له ارادې او فکر ځنې پیدا کېږي، کوم څیز چې فکر ته راولم ، هغه ښکاره شي او چې فکر ته نه راولم هغه فنا وي، د هر څیز حقیقت زما په باطن کې دی. “
ښايي ، جان لاک دا حقیقت محسوس کړی وي ؛ ځکه هغه وايي: ” په ادراک کې هېڅ څیز نشي راتلی، ترڅو له اوله په حواسو کې موجود نه وي. “
اسپینوزا وايي: ” خدای د اشیاوو ظاهري نه؛ بلکې داخلي علت دی. “
زه وایم چې خدای په هر څه محیط دی، هر څیز د خدای د ذات په دایره کې دننه حرکت کوي او ژوندي اوسي.
او دا حقیقت دی، چې د هر څیز اصل، د انسان په باطن کې وجود لري؛ ځکه کوم سړی چې یو څیز خوښ کړي؛ نو وجه یې دا وي، چې د هغه څیز د غوره کولو اړتیا یې بالقوه دننه موجوده وي، ته وا هغه باطني بالقوه څیز عملي کېدل او ظاهرېدل غواړي، ددې څیز لیدل یې یوازې محرک شي؛ لکه چې یو سړی وږی وي او بیا موړ شي او که تر مړېدو روسته ورته هر ډول خواړه وروړاندې کړې، زړه یې نه ورته کېږي، دا د دې خبرې ثبوت دی، چې په داخل کې یې د خوراک لپاره رغبت نه وي پاتې.
شیلر وايي: ” پر نفساني قواوو لاسبرۍ ته د عقل آزادي وايي او دې لاسبرۍ او غلبې ته په دې ظاهري عالم کې ځلا ورکولو ته انساني شرافت وايي”.
زه وایم چې پر نفساني قواوو تسلط څه مانا لري؟ همدغه چې عقل، د خپل ادراک په کار کې آزاد شي او په ادراک او فعل کې یې خارجي اختلال رانشي او د مجاهدې همدا موخه وي. چې کله عقل له نفساني او حیواني تسلطه آزاد شي؛ نو د حقایقو بشپړ ادارک کولای شي ؛ نوځکه تر هر څه لومړی، د لوی څښتن د وجود ادراک کوي؛ ځکه د حق وجود تر هر څیز زیات محسوس دی او چاته چې محسوس نه ښکاري؛ نو وجه دا وي، چې د نفساني عوارضو او د حیوانیت د غلبې په وجه، د عقل ادراک کامل نه وي او انسانیت په سکون او ډاډ فکر کولو ته وزګار نه وي؛ ځکه د حیوانیت کار، له شعور سره تړاو لري، چې بې له خوارک و څښاکه، بل کار نلري او د همدې له اغېزه، انسانیت پرېشان وي او عقل چې د انسانیت جوهر دی ، د انسانیت نه؛ بلکې د حیوانیت په قبضه کې وي؛ نوځکه اړ وي، چې هماغه څه ښکاره کړي، چې حیوانیت یې ترې غوښتنه کوي؛ خوچې کله، د عقل ډیوه په خپل فطري ډیوټ انسانیت کې پرته وي ؛ نو هغه وخت، لوی څښتن بیخي محسوس ښکاري؛ ځکه د معرفت دنده، یوازې د عقل ده.
پاتې شو مخلوق؛ نو مخلوق د کامل عقل په نزد محسوس نه ؛ بلکې معقول وي او دلیل یې دا دی، چې تاسې فکر وکړئ، چې د اکسیجن او هایډروجن له امتزاجه اوبه پیدا کېږي اوس نو په اکسیجن، هایډروجن او اوبو کې معقول او علمي څیز کوم دی او محسوس او مشهود کوم څیز دی؟
ظاهره ده، چې اوبه یو نمایشي او امتزاجي څیز دی او اکسیجن او هایډورجن حقیقي او خارجي شیان دي؛ نوځکه اوبه معقول او د هغې بنسټیز عناصر محسوس وي.
دغه شان چې کوم انسان پر خپل حیوانیت تسلط ومومي؛ نو په وجود کې یې انډول پیدا شي، عقل یې وځلېږي او چې فکر وکړي؛ نو پوه به شي، چې محسوس یوازې زه یم ، چې عین ذات یم او دا اشیاء ټول زما د ارادې بېلابېل صورتونه دي، یا په بله وینا: وجود یوازې یو دی او هغه “انا” یا “زه” دی او دا “زه” هم د “انا اکبر” یوه وړه پلوشه یا “انا اصغر” یم.
انسان چې څومره تر حیوانیت لاندې وي؛ نو حیثیت یې د یوه طفل وي او طفل چې عالم او د عالم اشیاوو ته ګوري؛ نو یو کیفیت یې وي؛ خوچې هوښیار شي او بیا ځان په هنداره کې وویني؛ نو په دې به پوه شي، چې دا “زه” یم. که په دې وخت کې، یو څوک له شا ډډې راشي او ددې راتلونکي انځور هم په هنداره کې راڅرګند شي؛ نو پوهېږي، چې دا انځور په هنداره کې له بهره راغی. دا دلیل نه یوازې پردې خبره رڼا غورځوي، چې د خپل ځان پېژندنه، د عقل د تکمیل ضمانت دی؛ بلکې دا هم جوتوي: د چاچې عقل کامل شي او ځان له اضافاتو مجرد کړي او ورباندې تسلط ومومي؛ نو په کایناتو کې به د هر څیز مشاهده ورته ممکنه وي او دا له مکاشفې سره هم تړاو لري، چې په دې اړه ما په خپل کتاب ” د خوشحال خان خټک یو شعر” کې وضاحت کړی دی.
هنداره له هر ډول غیر او زنګه پاکول یې د ځلا ضمانت دی، دغه میل او زنګ، حیواني او مادي پلوشې دي، چې کله لرې شي؛ نو انځور پوره پوره راڅرګند شي.
یو حکیم وايي: ” طبیعت چې کوم مظاهر ښکاره کوي، د هر یو حکم جلا دی؛ خو په هغو او طبیعت کې هېڅ غیریت نشته، ښه نو آیا دا جزئیات چې له کوم طبیعته څرګندېږي، د دغو ټولو جمع کوونکی طبیعت دی؟ نه؛ بلکې جزئیات، عین طبیعت دی، د طبیعت یا ممکناتو عالم څه شی دی؟ په یوه هنداره کې ښکاره کېدوني بېلابېل صورتونه دي؟ نه؛ بلکې صرف یو صورت، د بېلابېلو اعیانو په صورت کې ظاهر دی، دلته حیراني ده؛ ځکه هر یو جلا جلا لیدل کېږي. “
اوس چي اتمي څېړنې، ثابته کړې چې ماده بې له انرژۍ بل هېڅ څیز نه دی او انرژي؛ یعنې ځواک چې یو صفت دی او صفت بې له مخصوصه هډو ټینګ پاتې کېدای نه شي؛ نو څه به وايي، چې هغه موصوف څوک دی؟ او په دې کې به څه وايي، چې انرژي څه ته وايي، ایا انرژي یا ځواک، بالذات متحرک یا فعال کېدای شي؟ ایا برښنا، بې د وریځو او هوا له ټکره پیدا کېدای شي؟ هېڅکله هم نه؛ ځکه صفت، د موصوف له ارادې نه بغیر نشي ظاهرېدای. که جاذبه یو ځواک وي؛ نو دا ځواک په چا کې دی؟ په اشیاوو کې دی؟ که د اشیاوو په خالق کې؟ ځکه اشیاء پخپله د ځواک یا انرژۍ مظاهر دي؛ نو څرنګه، په صفت کې د صفت اثبات کېدای شي؟
کوم فلاسفه چې پردې قایل دي، چې د اشیاوو حرکات بیخي مکانېکي او اضطراري دی؛ نوځکه یې د کایناتو خالق نه دی منلی او د کایناتو وجود، اتفاقي ګڼي؛ نو دوی حقیقت ته ډېر ورنژدې شوي او که یو قدم وړاندې تېر وائ؛ نو پوه شوي به ول، چې اشیاء ټول، د ځواک مظاهر دي او ځواک پخپله یو صفت دی، چې هېڅ حرکت او عمل نشي کولای چې خپله موصوف یې په حرکت او عمل مجبور نه کړي.
او بیا چې همدغه ځواک ته، د مظاهرو او اشیاوو په صورت کې تړښت ورکړل شو؛ نو بېشمېره اشیاء ترې راڅرګند شول، چې هر یو ځان ته صورت او انفرادیت درلود او په هر څیز باندې، جلا جلا احکام لګېدل پیل شول او له هر څیزه، یو ځانګړی مقصد متصور شو او بیا له دغو ټولو اختلاف او کثرته، یو داسې وحدت پیدا شو او یو داسې تناسب څرګند شو چې د کایناتو طبیعې نظام ورته وایو.
اوس چې مو د اټومي نظریې له مخې، د اشیاوو شننه پیل کړه؛ نو عقلاً به پردې خبره قایل شو، چې د اشیاوو انفرادیت به ختم شي، اشیاء له کمیت څخه کیفیت ته ورسي، ماده به په انرژۍ کې بدله شي، خالص صفت به پاتې شي، بې حرکته د موصوف په اراده او وجود ټینګه؛ نو اوس چې فکر وکړو، هغه د اشیاوو بېلابېل صورتونه څه شی وو؛ نو پوه به شو چې هغه د لوی څښتن علمي صورتونه ول، د هغه اعیان وو، چې له ارادې یې د انرژۍ په مظاهرو کې منعکس شوي وو او بس.
پخوانیو فلاسفه وو، ماده ځان ته خپلواکه او غیر مخلوق څیز ګاڼه، په دې اند وو چې ماده نه یوه ذره څوک پیدا کولای شي او نه یې فنا کولای شي او په همدې وجه یې هر څه هر څه، همدغه ماده ګڼله. چې چا به وپوښتل: ماده خو ایکی یو جنس دی او باید چې د هغې مظاهر هم ټول یو شان وي؛ نو څرنګه له مادې دا بېشمېره بېلابېل څیزونه ظاهر شول؟ نو بې له دې ورسره هېڅ ځواب نه و، چې دا هر څه هرڅه د مادې په وجود کې موجود دي او عقلي دلیل یې دا و، چې له لوښي هماغه څیز راوتلای شي، چې پکې موجود دی؛ خو اوس د اتومي دور، ددې څېړنې په اړه به د دوی څه ځواب وي؟ ځکه ځواک پخپله یو کیفیت یا صفت دی او په یو کیفیت یا صفت کې د دومره بېشمېره اشیاوو وجود چې هر یو له بل څخه، په صورت، مقدار او تاثیر کې جلا دي، نشي راتلی؛ ځکه دا به د صفت، صفت شي او د صفت صفت عقلاً ناممکن دی، بیا صفت پخپله د موصوف لخوا تحریک غواړي او چې موصوف حرکت ورنکړي، د صفت عدم او وجود برابر دی؛ ځکه ټول پوهان پردې خبره قایل دي، چې صفت غیرمستقلې معنی ته وايي او ذات، د صفت مرجع ته وايي او په اشیاء کې چې کوم تاثیر ښکاري، دا له هغو علمي اعیانو یا صورتونو له انفرادیت ځنې عبارت دی، چې په اشیاوو کې منعکس وي؛ ځکه له صفته چې کوم تاثیر څرګندېږي، هغه د ذات له ارادې سره تړاو لري، صفت یې یوازې، د تاثیر یا فعلیت د اظهار آله وي.
که د نړۍ مادیین علماء، د خدای پر وجود قایل وای؛ نو نن به په نړۍ کې د جبر، استبداد او زبېښاک دا توپان په څپو نه و؛ ځکه د حکومت واګې هم، نن سبا زیاتره د هغو په لاس کې دي، چې له خدایه منکر دي او یا داچې له دې منکرینو اغېزمن دي. پایله داچې، دوی د خپلو اعمالو او افعالو لپاره، د هیچا په مخ کې پر ځان د ځواب ورکونې زمه واري نه ګڼي.[3]
پاتې شو د انسانانو قانون ، هغه هم داسې جوړوي، چې ټول مفاد، د دوی د ذات لپاره متصور وي؛ ځکه د دوی ټول دستورالعمل، تر حیوانیت لاندې جوړ وي. په انساني، حیواني او روحاني عناصرو کې یې انډول نه وي. انسانیت او د انسانیت ټولې قوا، د حیوانیت په قبضه کې وي، له وجوده یې اعتدال خارج وي، چېرته افراط وي او چېرته تفریط، خپل ملت ته مشفق او نورو ملتونو ته لېوان وي؛ ځکه دوی د انسانیت په مقام نه وي ولاړ، ګنې د نړۍ هر انسان به یې خپل رور ګڼلی او چې څه یې پر ځان پیرزو کولای؛ نو هغه به یې پر بل انسان هم پېرزو کول.
دې خبرې ته اړتیا ده، چې په نړۍ کې یوه داسې پرمختللې او منوره طبقه پیدا شي، چې په خپله یې هم رڼه روزنه ترلاسه کړې وي او د حکومت واګې په لاس کې واخلي او د راتلونکي کهول لپاره، د خپلو اندونو او تجربو په رڼا کې، د یوې داسې روزنې نصاب جوړ کړي، چې په رښتینې مانا، د انسانیت ترجمان وي او د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره ترحم، شفقت او پېرزو ولري.
د داسې وګړیو د روزنې نصاب به پردې بنسټونو وي:
۱- د لوی څښتن معرفت او د هغه له ذات سره نیاز
۲- د نفس روزنه
۳- د نفس کابو کونې لپاره قواعد
۴- داسې مثبت علوم، چې د انسانانو عقلونو ته ځلا ورکړي او دوی تر تکمیل روسته، په حیواني او انساني غوښتنو کې توپیر وکړای شي.
۵- د ښځو ښوونه او روزنه ( چې بیان به یې ځان ته په یوه جلا باب کې راشي)
۶- د تمدن لپاره د یوه داسې مادي نظام تصور، چې تنستی یې له روحانیت او فاضله اخلاقو سره غوټه وي.
پینځم باب
ملي تمدن
په درېیم باب کې مو د انسان د ړومبي ژوند په اړه یو څه څېړنه کړې وه او په مختصر ډول مو دا ښودلي، چې څرنګه له ځنګلي او ځان ځاني ژونده، تمدني او ټولنیز ژوند ته راورسېد؛ خوچې زموږ فکر کار کوي؛ نو رامعلومېږي، چې تراوسه انسان په داسې روڼ او فطري تمدن کې دومره وخت نه دی تېر کړی، چې دا روڼ تمدن، څو پېړئ، پرله پسې چلېدلی وي او آثار یې د انسان په کهول کې پرله پسې راغلي وي او دې آثارو، د عادت او بیا د فطرت رنګ پیدا کړی وي.
چې داسې یو تمدن پیدا نشي، چې واګې یې د څو داسې پرمختللیو انسانانو په لاس کې وي، چې په سمو ماناوو کې انسانان وي او د حیوانیت له جغه بېخي خلاص شوي وي؛ نو تر هغې به، د انسانانو لپاره د فطري تکامل لار جوړه نشي.
دا پرمختللي انسانان به د خپل کهول لپاره، یو داسې دستورالعمل جوړ کړي، چې د روزنې په باب کې مو تر څه حده ښودلي او د ماشومانو روزنه به په داسې فطري ډول وکړي، چې د انسان درې واڼه عناصر حیوانیت، انسانیت او روحانیت به پر خپل خپل ځای، د کار کولو لپاره چمتو شي او په خپلو کې به د انډول پیدا کولو په وجه، د لوی څښتن استازیتوب وکړای شي.
تمدن
اوس غواړو د تمدن په هکله څېړنه وکړو او هغه داچې انسان فطرتاً مدني الطبع دی او یوازې اوسېدل غوره نه ګڼي » لکه څرنګه مو چې په درېیم باب کې ښکاره کړه، د همدې فطري غوښتنې له کبله، له ځنګلي ژونده مدني او ښاري ژوند ته راورسېد.
کانټ وايي: ” د طبیعت آخري مقصد تمدن دی. “
د اروپا پوهان د یوه ملت د تمدن لپاره دوه څیزونه اساسي ګڼي: سیولیزشن civilization او کلچر Culture. دا کلمه له لاتینۍ د سویس نه اخستل شوې، چې معنی یې شهریت، مدنیت یا هېوادوالي ده. دا کلمه هغه ملت ته استعمالېږي، چې د ځانځانۍ، له ژونده ښاري؛ یعني ټولنیز ژوند ته رسېدلی وي؛ نو مدنیت د مدینې؛ یعنې ښار په مناسبت سره سیولیزشن شو. له دې څخه د یوه ملت سیاسي او ټولنیز تشکیلات سر ته رسي او ملت د تمدن په خوږو پوهوي او د کلچر لفظ هم د لاتینۍ له کلتوره مشتق شوی، چې د کرنې، روزنې، آبادونې، تنظمیونې یا سینګارونې پر مانا دی.
د اګریکلچر کلمه له همدې مشتق شوې چې د کرنې یا د ځمکې د آبادونې پر مانا دی. په معنوي ډول، د انسان د بدني او عقلي قواوو روزنې او لطیف کونې او د خپل چاپېرچل اصلاح کونې ته کلچر وايي او په بل عبارت، د علومو، فنونو او صنایعو دودول او خپرول.
د حاضرې زمانې د دین په فرهنګ کې لیکلي: ” د تمدن په کلمه کې خپل ټول مقاصد محسوسوو؛ هغه مقاصد چې انساني اعمال په نظم او ضبط سره خارج ته راباسي، په تمدن کې سیاسي، اقتصادي، صنعتي او مذهبي ټولې اړتیاوې جمع کېږي، د تمدن تاریخ د عالم تاریخ دی. “
موږ چې د انسان په تمدني ژوند رڼا غورځو؛ نوځکه یې پیلامه له ملي تمدنه کوو، چې د هر ملت څه ځانګړې غوره والی وي.
د چاپېریال، ژبې او فرهنګ د اختلاف په وجه پکې ضرور څه داسې حالات وي، چې په بل ملت کې نه وي؛ خو د هر ملت تمدن باید داسې وي، چې د بشري ډول، د ټولنیزو غوښتنو پر ضد نه وي؛ ځکه د ملتونو له ځان ځان ته تمدن څخه، په پای کې د یوه نړیوال تمدن پيدا کېدل، د انسانیت غایه ده او دا یو حقیقت دی، چې اخر به هم د نړۍ انسان دې فطري فضلیت ته رسي؛ نو باید د هر ملت تمدن داسې وي، چې له نورو ملتونو سره، د یوه نړیوال یا بین الانساني تمدن په چوکاټ کې ځای شي. تمدن دې هېڅکله هم داسې جامد نه وي، چې د خپلو اړتیاوو په لړ کې د بل ملت له تمدنه ګټنه ونشی کړای؛ یعنې هغه د خپل ملي تمدن کالبوت، په بنسټیز ډول، هېڅکله بدلېدو ته نه پرېږدي؛ ځکه په دې کې یې د مرګ و ژوند سوال دی او د خپل ملي تمدن په بنسټونو کې توپیر راوستل، له فطري قانونه هم بیخي خلاف دي؛ خو خپل تمدن دې ضرور داسې وساتي، چې د خپلې اړتیا او کمۍ د پوره کولو لپاره، له بل ملي تمدنه، د خپل تمدن پر بنسټ ګټنه وکړای شي.
ختیځ او لویدیځ تمدنونه
په دې زمانه کې چې د اروپا یا لويدیځ او آسیا تمدنونو ته په غور وګورو؛ نو پوهېږو چې دا دواړه تمدنونه، تر افراط و تفریط لاندې روان دي او هېڅکله د همدې وړ نه دي، چې یو له بل سره د متحد کېدو په وجه پر یو نړیوال تمدن بدل شي؛ ځکه د لویدیځ تمدن بیخي مادي دی او د آسیا که روحاني هم دی؛ خو زیاتره، له توهماتو ډک دی، چې ددې افراط و تفریط ترمنځ، یو معتدل تمدن رانشي او په دې دواړو کې د برزخ رول ادا نه کړي؛ تر هغه به د نړۍ په انسانانو او په تېره، په لویدیځ او ختیځ کې ټکر او شخړه روانه وي.
چې ختیځ تمدن ته وګورو؛ نو چرته چرته خو به داسې راښکاره شي؛ لکه یو خوسا ډنډ، چې په مودو مودو تازه اوبه نه وي ورغلي ؛ نوځکه یې نه په خوند کې مزه پاتې وي او نه په رنګ کې او چرته چرته به داسې ښکاري؛ لکه د عامو په وینا، یو نرښځی مړز، چې د لویدیځ تمدن د پېښې کولو په وجه یې، نه وګړي د لویدیځ ذهنیت، پوره خاوندان شوي او نه هم د ختیځ او دا حال تر هغه ړومبي ځنې، چې خوسا ډنډ مو ورته ووایه؛ خورا خطرناک او بد دی؛ ځکه د داسې تمدن وګړي، نه د خپل ملت په کار راتلای شي او نه هم د پردي ملت.
د لویدیځ د مادي تمدن ځانګړنې
پاتې شو د لویدیځ تمدن؛ نو هغه هم داسې ډنډ ګڼل پکار دي، چې اوبه یې خټولې؛ خوسا او له چینجو او زهرو ډکې وي، چې د بوټیو د ښیرازۍ لپاره ښه نه وي؛ د لویدیځ په فرهنګ او تمدن کې، د اخلاقو ځای نشته، هغه بیخي مادی دی او مادي تمدن تل تر حیوانیت لاندې چلېږي، په داسې تمدن کې خو د خپل ملت لپاره هر څه وي؛ خو د بل ملت لپاره پکې د پېرزوېنې پرځای زبېښاک او شوکه وي او چې څومره هم مادي پرمختګ کوي؛ نو هومره، د نړیوالو اخلاقو له معیارونو پرېوځې او چې څومره یې په ذهن کې، د علومو او فنونو رڼا پیدا کېږي؛ نو هومره یې اخلاقي کدرونه، د ګناه په تیارو کې ډوبېږي.
یو خوا یوازې مادي پرمختګ، چې په انسانانو کې یو له بله کرکه او پر نورو د برترۍ احساس او غرور پیدا کوي؛ نو بلخوا، د انسانانو د فطرت په ژورو کې، د بې مروتۍ او خودغرضۍ کرونده هم کوي، حس یې بیخي د انساني پېرزوینې په هکله شډل او اغزن شي، ددې ډول پرمختګ په پایله کې، د سړي پر اعصابو ښځه لاسبرې شي. په ښځه او سړي کې چې کوم فطري تړاوونه دي او له دې فطري تړاوونو چې کوم انساني فرایض او زمه وارۍ راپيدا کېږي؛ نو هغه مصنوعي رنګ اختیار کړياو فطري انډول او اتحاد پکې پاتې نشي ؛ نوځکه نړۍ، د یوه رنګین؛ خو په پایله کې له یوه بوږنوونکي او نړوونکي کړکېچ سره مخ شي؛ وجه یې دا ده، چې د تمدن په زیاتره څانګو کې، ښځه لاسبره شي او سړی یې د ګوډاګیو په څېر په اشارو کار کوي، وګړي د خپلو فطري زمه واریو د پوره کولو وړ پاتې نشي.
په یوه جلا باب کې به په دې اړه ویینه وکړو، چې په انساني تمدن کې د ښځې صحیح مقام کوم دی؛ خو ددې مطلب هیچری هم دا نه دی، چې ګوندې په ښځه کې عقل نشته یا له سړي په ټولو صفاتو کې کمه ده. یوازې دومره خبره ده، چې په ښځه کې دومره مجاهدانه ځواک او کلکه اراده نشته چې خپلې عقلي او فکري قواوې، له خپلو احساساتو آزادې وساتلای شي. د ښځې احساسات یې اکثر، پر عقلي او فکري قواوو غلبه مومي او د احساساتي هیجان او توپان پر مهال، له عقل ځنې ډېر کم کار اخستلای شي ؛ نوځکه کله د نړۍ په نظام او تمدن کې د ښځو واک او دخل پيدا شي؛ نو د نړۍ په نظام کې کړکېچ راپیدا شي او د ځواک لپاره چې سم او پیاوړی ځای پاتې نشي؛ نو ځواک لړزنده شي او په داسې حال کې، د انساني ملتونو ترمنځ ټکر او یو له بله زبېښاک پیل شي او په خواشینۍ سره، چې نن له دې ډول حالاتو سره مخامخ یو. د نننۍ نړۍ اقتصادي نظامونه هم د ننني تمدن حاصلات دي.
وګړي هله د داسې تمدن د توپاني څپو سیالي کولای شي او و به یې کړای شي، چې د روان وخت ګرېوان ته لاس ورواچوي، را ایسار یې کړي او یوه داسې ټولنه ترې رابهر کړي، چې دا توپاني مادي تمدن اعتدال ته راشي او د ښځو او سړیو له فطري اتحاده، یو داسې تمدن پیدا کړي، چې ژوند په صحیحو ماناوو کې وځلېږي او بشري ډول د اطمینان ساه واخلي.
دا ډول توپانونه پخوا هم راغلي او انسانان یې د خپلو اعمالو شامت ته رسولي؛ ځکه وختونه د غچ جذبه پټه ساتي. دې کړشپې دنیا چې په حقیقت کې یې لا د اوه کلنۍ غاښ هم نه دی غورځولی، بېشمېره تمدنونه لیدلي، د فرعونانو دورې یې هم لیدلي، چې هغه مهال شاید، د شمسي نظام د اندازه کولو لپاره داسې لوړې لوړې منارې جوړې شوې وې، چې اوس هم خلک، ورته ګوته په خوله دي. د فرعون د خدایي دعوی، له دې حقیقته پرده اوچتوي، چې په هغه دور کې هم مادي تکامل، ډېر پرمختللی و او په پایله کې، د غلامانه نظام لعنت، پر نړۍ نازل شوی و او دا حقیقت دی ،کوم نظام چې محض مادي وي او د روحانیت له امتزاجه تش وي او د انسانیت په رڼا کې نه وي جوړ شوی؛ نو همدغه غلامي ترې پيدا کېږي، که هغه د فرعون د زمانې غلامي وي، که د شلمې پېړې غلامي.
قبطي قام چې بني اسرائیلو ته په کوم نظر کتل او کوم سلوک یې ورسره کاوه، هغه څه پټه خبره نه ده. تاریخونه د روم پر مادي پرمختګ هم له رڼا غورځونې قاصر نه دی. په هغه تمدني پېر کې هم ښځو د سړیو پر څټ، د خپل اقتدار جغ ایښی و او کوم کارونه، چې د سړیو لپاره ځانګړي شوي وو، هغه به ښځو کول او د ښځو کارونه، سړیو ته ورسپارل شوي وو؛ نو حالات چې داسې غیرې فطري رنګ اختیار کړي او پای ته ورسي، له هغه ځایه ارومرو، د څه نورو حالاتو ابتدا کېږي. سړي راپورته شول او د ښځو پرضد یې منظم سرغړونه وکړ او په زرګونو ښځې یې ووژلې، علماوو یې فتوا ورکړه، چې په ښځو کې بیخي انساني روح نشته او محض یو حیوان دی. نن هم حالات د روم د هغه پېر د تمدن تمهید بیانوي او کېدای شي، تاریخ بیا د هغې پېښې ګردان وکړي.
هېڅ شک نشته چې ځینې وروڼه به مې ددې اندونو مخالفت وکړي او دوی داسې کولو ته اړ هم دي؛ ځکه د مادي تمدن په دې توپاني څپو کې، ټول د څېرمې بهېږي، څوک یې چې مخالف وي، هغه هم ورسره په بهېدو مجبور دي او بیا دا هم وه، چې ننني مادیین، دا خپله زمانه تر پخوانیو زمانو ډېره وړاندې او پرمختللې ګڼي؛ خو تر کومه حده، چې په مادي پرمختګ پورې اړه لري؛ نو ددې پېر انسانانو، د پخوانیو انسانانو په پرتله، ډېر پرمختګ نه دی کړی. په هغه زمانه کې چې څومره مادي پرمختګ ممکن و او له حالاتو سره یې مطابقه وه او مادي اسبابو او کشفیاتو ته چې تر کومه حده، د پرمختګ اجازه ورکولای شوه؛ نو هومره یې پرمختګ کړی. د هندي ویدونو له مطالعې معلومېږي، چې په هغه زمانه کې هم الوتکې موجودې وې، چې “بوان” یې ورته وایه. د مصري فرعون مړی، لا تراوسه روغ رمټ دی، چې حنوط کړای شوی و.
په دې پېر کې داسې کوم ساینس پوه شته، چې د هغه مثال پیدا کړي؟ که د تکامل غایه، د انساني نوع سوکالي او خوشحالي وي؛ نو ددې لپاره ځانګړیو اسبابو ته اړتیا نشته او دا شان پرمختګونه، په پخوانیو زمانو کې هم شوي ول، چې د انساني نوع د آرامۍ او خوشحالۍ پوره پوره ضمانت یې کړای شو؛ خو هغو یوازې په دې نه قانع کېدل او نه یې دې آرونو ته څه اهمیت ورکاوه، چې ” ته هم ژوندی وسه او بل هم په آرام ژوند ته پرېږده”. له اعتدال سره یې روغه نه ساتله، د افراط و تفریط پر لار روان وو، د ځواک بېواکه جذبې، د حرص او زبېښاک څپو په مخه اخستي وو او همدغه د حیوانیت غوښتنه ده. د خپلو ګاونډي ملتونو زبېښاک ته یې خپل ځواکونه زیاتول او په دې لړ کې یې ډول ډول وسلې او د وژنې نوي نوي آلات جوړول.
همدا حال د نورو ګاونډي هېوادونو هم و او که څه، په ځینو ملتونو کې د بلوسګرۍ احساسات نه وو؛ خو بیا هم اړ وو، چې خپلې ساتنې او دفاع ته لاس و پښه وخوځوي او په پایله کې به خونړۍ جګړې ونښتې او د حیوانیت څپو به د انسان د تمدن او یو له بل سره د پېرزوېنې هغه فطري احساس داسې په مخ یووړل، چې تر پېړیو به یې څه درک نه لګېده.
دا خو به چې کله کله د لوی څښتن رحم په څپو شو؛ نو کوم نبي یا مصلح به ورغی او د ده د کړاو او تبلیغ په پایله کې به د انسانیت کدرونه بیا څه نا څه وځلېدل او یو له بل سره به مینې او انساني پېرزوېنې ځان راښکاره کړ.
د انبیاوو بعثت ددې خبرې دلیل دی، چې د ځواک منشاء، د افراط و تفریط ترمنځ د اعتدال برزخ ټینګول دي، چې انساني غوښتنې، د اعتدال په سانچه کې واچول شي، او حیوانیت ته یې دا موقع پیدا نشي، چې له انسان سره، د انسان د فطري پېرزوینې او یو روڼ تمدن په لار کې خټ شي او په دې سره به، د انسان فطري تکامل، په سمه لار یون ته وزګار شي.
د تمدن مفهوم
لکه څرنګه چې مو ددې باب په پیل کې وویل، د تمدن لفظ؛ مدینه، دا شعور راکوي، چې شهریت یا وطنولي دې څرنګه جوړه شي؟ د civilization او culture ځنې مراد څه دی؟ د یوه ملت یا وطن د وګړيو تمدن دې په کومو اصولو جوړ شي؟
داچې انسان، د تمدني ژوند رجحان په وینه کې راوړی دی؛ نوځکه فطرتاً متمدن دی او ارومرو یو تمدن جوړوي؛ خو باید پوه شي، چې خپل تمدن، د انساني صفاتو په رڼا کې جوړ کړي.
چې کله انساني نوع، د ډېروالي او کثرت په وجه په نړۍ کې یو خوا او بلخوا خپور شو؛ نو طبعاً او فطرتا،ً په یوه چاپېریال کې، هماغه انسانان یو له بل سره په ژوند کولو خوښ شول، چې د څو فطري اسبابو او وجوهاتو له کبله، یو بل ته نږدې او یو بل ته له پېرزوېنې او خلوصه ډک وو. څه د وینې او نسل یووالي، انسانان یو بل ته نږدې کړل، په دوی کې د خیال او فکر یووالی و. په دوی کې بیا نور داسې انسانان هم شامل شول، چې د دوی له کهول او نسله بېل وو؛ خو په پېړو پېړو، په دې چاپېریال کې، د ژوند کولو په وجه، د همدې ملت جز وګڼل شول؛ رسمونه، رواجونه، عادتونه او ژبه ټول یې، له دې ملت سره یو شول او هېڅ غیریت پکې پاتې نشو.
د تمدن بنسټونه
اوس موږ د یوه ملت تمدن، پر درېیو اصولو بنا ګڼو او باید چې یو سالم او ځلاند تمدن دا درې توکه ولري، چې دا دي: دین ، قومیت او ژبه. کوم تعریف چې لویدیځ پوهان کوي او په پېل کې مو یې یادونه هم وکړه؛ نو دا تعریف ورسره سمون خوري؛ یوازې دومره توپیر دی، چې د لویدیځ پوهانو، په تعریف کې، په ښکاره د دین یادونه نه ده شوې، ګنې هسې خو یې تر تعریف لاندې دین هم راتلای شي.
چې دا درې توکي مکمل نه وي؛ نو یو روڼ او پوخ تمدن نشي پیدا کېدی؛ ځکه اصولي اختلاف، د تمدن بنیادونه پخېدو او ټینګېدو ته نه پرېږدي او په کوم چاپېریال کې چې د فکر او نظر اختلاف وي؛ نو هلته هېڅکله کامل او سالم تمدن نشي پيدا کېدی.
ځینې داسې لویديځ پوهان هم شته چې دین، علم او صنعت د تمدن بنیادونه ګڼي او وايي، چې په همدغو بنیادونو دې د انسان روزنه هم د داسې تمدن د بقا لپاره داسې وکړای شي، چې عقلي، نفسي او روحي وي.
حقیقت هم دا دی، چې انسان د ژوند درې بنسټیزې اړتیاوې لري، چې مادي حسي یا قلبي او عقلي یا روحاني دي.
مادي څیزونه یې د هوش له طبیعي قوت او شعور سره تړاو لري او د هغه پیداوار دي او مصنوعات یې د محبت د احساس په پایله کې دي، چې له خپل نوع سره یې لري او له همدې لطیفه فنون پیدا کېږي.
چې د نړۍ ملتونو ته فکر وکړو؛ نو په دغو درېیو بنسټیز کدرونو کې، چا یو او چا دوه اخستي ، داسي ملت نه ښکاري، چې دا درې واڼه یې خپل کړي وي ؛ نوځکه یو داسې تمدن پیدا نشو، چې پکې د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره زېری، ښه بېلګه او پېرزو وي.
افلاطون وايي: ” د هېواد نوعیت یې د اوسېدونکیو طبیعت او فطرت دی، داچې انسانان ښه نه وي، هېواد یې هم ښه نه وي، ترڅو دا ډول انقلاب ونشي، په معمولي متغییراتو، هېڅ پوره نیمګړی نشته.”
نیتشه وايي: ” حقیقي تمدن، د اسلوب وحدت دی، چې هغه دې د یوه ملت د ژوند په ټولو اړتیاوو کې موجود وي. “
او همدغه زموږ منشاء ده، ترڅو د تمدن په بنیادونو کې، د قام د روایاتو، اړتیاوو او د ژوند له غوښتنو سره یووالی نه وي؛ نو هغه تمدن نه پرمختګ کولای شي او نه ژوندی پاتې کېدای شي.
دین
د تمدن په اجزاوو کې، بنسټيز یې څیز دین دی او باید چې په دې هکله د لویدیځو پوهانو رای هم څرګندې شي.
شلایه ماخر وايي: ” د دین مطلب دا دی، چې انسان په دې پوه شي، چې زما ټوله هستي او ژوند په خدای کې او له خدای ځنې دی. “
هیګل وايي: ” دین عبارت دی، د روح مطلق، له ادراک کولو څخه او لا په محدود انساني عقل، د خدايي روح علم ته ځان رسول. “
ګیزو وايي: ” هر یو دین غواړي، د خدای په امر، طبیعت په قبضه کې راوړي او نظم پکې پیدا شي؛ خو دین هله خپل کار اجرا کولای شي، چې انسان پخپله خوښه، د دین امر ته سر ټیټ کړي او سره له دې د خپلې آزادۍ خیال هم وساتي. “
کانټ وايي: ” دین بیخي یو دی، صرف اعتقادات ډول ډول دي. “
ای ووسکن وايي: ” دین هغه دی، چې په وسیله یې انسان خپل سر، یو لوی څښتن ته ښکته کړي او اخلاقي احکام پلي کړي. “
لایښتیز وايي: ” څوک چې د دین اهمیت کم ګڼي، هغه د روشندلۍ په خرافاتو اخته دی او چې هر کله، له خدایه وېره ورکه شي، د نفس هوا او هوس له قیزې اووځي. “
جارج واشنګټن وايي: ” دین او اخلاق اړینې پُشتۍ دي، چې اخلاقي او معنوي تکامل ترې کېږي او د یوه هېواد سیاسي رفاه او آسایش ته پرمختګ ورکوي. “
ټالسټايي وايي: ” دین یوه اړیکه ده، د بشري شخصیت، له ویړ عالم سره او د هغه په اصلي مبداء کې چې انسان یې د ځان لپاره تشخیصوي او اخلاق عبارت دي د هغه ژوند له دستور څخه چې له دې اړیکې پیدا کېږي. “
لېسنک وايي: ” د طبیعي دین کامل مفهوم چې هر انسان ورسره تړلی، دا دی، چې انسان یو خدای وپېژني او په ډېرو ښکلو صفاتو یې له ځان سره آشنا کړي او په ټولو افکارو او اعمالو کې د هغو صفاتو لاروي وکړي. “
هردر وايي: ” د انسان اوله او آخره لار دین دی، له وحشي نه وحشي ملتونه هم دا څیز لري؛ ځکه داسې هېڅ ملت په نړۍ کې نه دی پیدا شوی چې څه نا څه دین ونلري. “
مېکس مولر وايي: ” دین فلسفه نه ده؛ خو داسې دین به نه وي، چې بنا یې پر فلسفه نه وي، هغه لوی مقصد چې فلسفه یې هم په نور روانه ده ، همېشه د خدای له جوده مفهوم شوی او بیا به همدغسې وي. “
شوپنهاور څومره ادبي خبره کړې او وايي: ” ادیان د اور اورکو په څېر دي، چې د خپلو رڼا ښکاره کولو ته تېرو ته اړمن دي. “
زما رای هم له کانټ سره یوه ده او وایم چې دین بیخي یو دی ، یوازې اعتقادات او مشارب جلا جلا دي. دین له حضرت آدم تر حضرت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) ایکي یو شی پاتې شوی. مذهبونه او مشربونه ډېر دي، له فرهنګ، تمدن، ریاضت او عبادت له رنګارنګۍ انکار نشته؛ خو دین همېشه یو دی او یو به وي. دین یوازې د لوی څښتن تر پېژندلو روسته، د نېکۍ او بدۍ په اهمیت پوهېدل دي او د اعمالو په پایله یقین لرل دي.
دین له پیلامه انساني نوع ته یو له بل سره د ښېګڼې او نېکۍ هدایت کوي، ټول انسانان برابر ګڼي، ظلم او زبېښاک غندي او هر انسان ته حق ورکوي، چې په دې دنیا کې خپل سعادت ته د اعمالو یوه داسې کرونده وکري، چې حاصل یې ورسره په بله دنیا کې هم ملګری وي، چې له اعمالو یې پیدا شوې خوشحالۍ ورته یوه نه فنا کېدونی کالبوت شي؛ ځکه د انسان پرله پسې عمل، یو بل معنوي انسان ته تخلیق ورکوي؛ نو څرنګه یې چې عمل وي، همغه شان به معنوي انسان هم تخلیق مومي او چې کله دا مادي انسان، په دې مادي عالم کې، ژوند ختم کړي؛ نو په مثالي عالم کې ترې یو معنوي انسان مکمل شي.
مادیین هم، پردې مادي عالم قایل دي او بې له دې بل هېڅ عالم نه مني؛ خو د نړۍ اکثر پوهان درې عالمه مني: عقلي، مثالي او مادي.
شیللر وايي: ” که غواړې، پخپلو وزرو پورتني عالم ته والوځې؛ نو خاکي وحشت؛ یعنې حیوانیت له ځانه لرې کړه او له دې تنګ تور ژونده معنوي عالم ته پرواز وکړه. “
ډولف وايي: “علم او دین، دنیا او عقبی ، د صورت دنیا او د معنی دنیا، دا هم یو او بل ته پخپلو کې تکمیل ورکوي. “
موږ په تېرو مخونو کې ویلي، چې مثالي عالم عقلاً لازم دی؛ ځکه د معقولاتو او محسوساتو ترمنځ، چې یوه معنوي ذریعه نه وي؛ نو هېڅکله ترتیب نشي موندلای. باید چې د معقولاتو او محسوساتو یا مادیاتو ترمنځ یو مثالي عالم وي، چې د خپل تجرد په وجه، له عالم عقل سره هم تړاو ساتلی شي؛ خو د صورت درلودو په وجه، له مادي عالم سره هم تړاو او اړیکه ساتلای شي او هغه یو داسې برزخ وي، چې په عقلي او مادي عالم کې د تړاو پیدا کېدو او یو له بله د داسې استفادې لپاره وي.
او چې موږ د تکامل قانون ته وګورو؛ نو رامعلومه به شي، چې تخلیق پر تثلیث مبنی دی؛ یعنې د دوو څیزونو له تړاو یا له مرکب کېدو چې پکې کومه اړیکه پیدا شي او یو مرکب ترې جوړ شي؛ نو حدوث به د مرکب صفت وي، نه د اجزاوو. د بېلګې په توګه: د اوسط په توسط، د اصغر او اکبر تر مرتب کېدو د نتیجې علم پيدا کېږي؛ لکه چې وايي: عالم متغییر دی او هر متغییر حادث دی؛ نو معلومه شوه، چې عالم حادث دی، نتیجه ده ” څه چې د اصغر او اکبر له ارتباطه پیدا کېږي.”
دغسې انساني روح، نفس او جسم دي او په دغو کې روح، له عالم عقل، نفس، له عالم مثال او جسم، له مادي عالم سره تړاو لري؛ بیا هر شی چې ګوری، تړښت یې تثلیث او دری والی لري: فاعل، فعل مفعول او بیا په دغو کې هر یو څیز، له ځانه یو څیز مخکې او یو روسته لري؛ لکه په پوړۍ چې درې کسه خېژي، یو مخکې وي، بل په منځ کې او درېیم روسته. هغه مخکې رهنما وي، منځنی د روستي رهنما وي، دغسې له تېر، حال او راتلونکي، د صحیح زمانې او حوادثو پوره پوره تعین کېږي.
له شعور ، تحت الشعور او لاشعوره د انساني شعور بشپړتیا او ادراک پيدا کېږي. که اعدادو ته وګورو؛ نو له یوه عدده به به لوی او له بل به کم وي.
دغه شان هر علت، یو معلول لري او هغه معلول، پخپله هم د بل څیز علت وي. بیا چې کوم څیز ته وګورې؛ نو د خپل حرکت لپاره یو علت لري او پخپله هم د حرکت علت کېدای شي؛ نور، حرارت او غږ درې واڼه، له یوې قوې سره تړاو لري. د صوت یا غږ څپه په حرارت کې او حرارت په نور کې تبدیلي مومي. که بوټو ته پام وکړو؛ نو پوه به شو، چې اول شنه شي بیا کامل شي او روسته وچه شي. هر حیوان ته پيدایښت، ژوندون او مرګ ښکاره خبره ده. د تکامل په قانون کې هم درې څیزونه کار کوي، چې نشونما ، هضم او جذب دی. د نفس تکامل هم له درېیو پوړونو تېرېږي، چې جماد ، نبات او حیوان دی. اجسام هم ټول یا مایع دي یا جماد، د دغو ترمنځ بخار کامله درجه ده. د حرارت په مرتبو کې هم درې درجې ښکاري، چې تود، تړم او یخ ورته وايو. په دغو کې هم تړم برزخ او د اعتدال درجه ده؛ ځکه یخ او ګرم د ژوند مخالف او تړم ورسره موافق دی.
دغه شان، که فکر وکړو؛ نو په مادي، معنوي او عقلي عالم کې، هر چېرته د تثلیث یا درې والي اظهار دی؛ حس، اراده او عقل؛ صفت، فعل او معرفت.
افلاطون د انساني نفس اساس پر درېیو څیزونو ګڼي، چې ذات، صفات او افعال دي. دغه شان محسوسات، مفکورات او مجردات، د انساني نفس ادراکات دي. په دغو کې د مجرداتو هېڅ صورت نشته؛ خو نفس یې پېژني او حس او اراده او تفکر هم نفس کوي؛ نو دغسې له مادې ځنې جسم، له قواوو ځنې نفس او له ادراک ځنې د روح اثبات کېږي. بیا د نفس د ارادې قوه هم درې وي؛ جبر، اختیار او تفویض.
دغه شان انساني تقلید ، اعتقاد او تعقل، په ماشوم کې لومړی عرفي تقلید بیا اعتقاد او روسته تعقل پیدا کېږي. د معرفت لپاره ظن، علم او یقین.
د ارسطو له وینا سره سم، علم هم درې درجې لري: اسفل، اوسط او اعلی. اعلی علم هغه ته وايي، چې نه په داخل کې او نه په خارج کې، مادې ته اړمن وي؛ لکه د الهیاتو علم. اوسط علم دې ته وايي، چې په ذهن کې له مادې بې نیازه وي؛ خو په خارج کې نه؛ لکه ریاضیات. اسفل دې ته وايي، چې په ذهن او خارج دواړو کې مادې ته اړمن وي؛ لکه طبعیات؛ نو دغسې که موږ د تثلیث دا مضمون په مخه بوځو؛ نو رامعلومه به شي، چې د تخلیق حقیقي علت تثلیث دی او که سره له دې هم، مادیین پر روح او نفس قایل نه وي؛ نو دوی معذور دي.
جان لاک وايي: ” کوم وخت چې موږ خپل محدود نفس نشو پېژندلای؛ نو څه تعجب دی، چې هغه ازلي روح و نه پېژنو چې دا ټول عالم ټینګ ساتي. “
ارسطو وايي: ” زموږ په نفس کې یوه برخه، د عقل ده؛ باید چې دا واکمنه وي او یوه برخه د شهوت ده او باید چې مطیعه وي. “
پلو ټارک وايي: ” افلاطون او فیثاغورث، انساني نفس په دوو ډوله منلو: عقلاني او غیرې عقلاني. عقلاني به یې باقي ګڼه او غیرې عقلاني به یې فاني ګڼه. “
او د دغو دواړو د تړاو لپاره اوسط، عقلاً اړین او لازمي دی؛ ځکه د اوسط کار دا دی، چې یو څیز له یوې ډډې بلې ته لېږدولوي؛ نوځکه هغه د فعلیت او انفعال دواړو لرونکی وي؛ یعنې هم لازم وي او هم متعدي. د اوسط لپاره اړین ده، چې د طرفینو په څېر صفات ولري؛ یعنې له دواړو سره جنسیت ولري، ګنې بیا یو صفت دویم ته نشي لېږدولولای.
مادیین چې د هر څیز سرچینه ماده ګڼي او هر څه هر څه یې مظاهر ګڼي؛ نو باید دا فکر وکړي، چې تر تکامل روسته، له همدې مادې یو کامل انسان پیدا شو او اوس یې له نفسه عجیبه عجیبه صفات ظاهرېږي؛ نو باید چې دا ټول صفات پکې له اوله موجود وي؛ یعنې په بنسټیز عنصر کې موجود وي؛ ځکه کوم څیز چې په اصل کې موجود نه وي، څرنګه په فرع کې راتلای شي؟ نو معلومه شوه، چې نفس پخوا موجود و او دا هر څه هر څه، بالقوه پکې موجود و.
د روح او نفس په وجود یو دلیل دا هم دی، چې انساني حافظه مادي نه ده؛ ځکه که د حافظې مقام، انساني دماغ وي؛ نو انساني دماغ یو جسم دی، اوږده او ساره لري، وزن لري او د جسم لپاره هېڅ امکان نشته، چې یو نقش پرې جوړ شي او بیا پرلپسې پرې نقوش جوړېږي، چې هغه ټول نقوش سالم او هر یو ځان ځان ته سلامت پاتې شي؛ ځکه دا نقوش به داسې یو له بل سره ګډوډ شي، چې یو نقش به هم د پېژندګلو جوګه پاتې نشي؛ ځکه د بېلابېلو احساساتو د پلوشو په حیثیت به وي او چې له تړښته یې یو معنوي وجود او کلیه جوړه نشي، په پوهه کې نشي راتلای.
د مادې نقوشو د ادراک لپاره مادي آله پکار ده؛ خو د معنوي څیز د ادراک لپاره، آله بیخي بېکاره ده. د معنوي ادراک او معقولاتو لپاره معنوي او عقلي وجود ته اړتیا ده، چې هغه نفس او روح دی او که داسې نه وي او د حافظې تړاو، له ناطقه نفس سره نه وي، چې هغه بیخي معنوي وجود دی؛ نو چې کوم لیدلی صورت مو رایادولای او د تذکر په قوت مو زور اچولای؛ نو د هغه صورت د رایادولو لپاره به بیا کسب ته اړتیا پېښېده او که انساني جسم کټ مټ مادي وای او له ناطقه نفسه تش وای؛ نو د هغه به بیخي د تذکر قوت نه و.
په دې ځای کې دا اعتراض هېڅ وزن نه لري، چې د تذکر قوت په څارویو کې هم شته – صحیح خبره ده – خو موږ دا کله ویلي، چې ډنګر د ژوند له پلوشې تش دی. موږ وایو چې د کایناتو په هر څیز کې ژوند منعکس دی او له ژوند سره اراده، نفس او عقل، هر څه هر څه لازم دي، چې موجود وي؛ خو د ژوند عکس، پر هر څیز، د هغه څیز د ظرف او انفرادیت له مخې پرېوځي. څرنګه چې د یو څیز جوړښت وي ، هغسې ورسره د ژوند نفس او روح تړاو وي.
محی الدین ابن العربي لیکي: ” هر شی ژوند دی؛ خو د هر شي د ژوند علم په دې دنیا کې د چا شته او د چا نشته. “
موږ په ملي تمدن کې د دین ذکر کاوه او پکې له کوم ځایه کوم ځای ته ورسېدو؛ خو دا څه چې مو ولیکل، له دین سره په هر حال کې تړاو لري، بیا د ښو اخلاقو حقیقي پلار هم دین دی او دین همېشه د ښو اخلاقو تبلیغ کړی او دا حقیقت دی، چې کله انسان د لوی څښتن پر هستۍ قایل شي او ورسره د خپلو اعمالو د پایلو ګروهه هم ولري؛ نو نسبتاً به اخلاقو ته مایل کېږي، د خدای له مخلوق سره به محبت کوي او هېڅکله به په چا تېری غوره و نه ګڼي.
په کامل تمدن کې به کامل اخلاق موجود وي، ګنې کوم اخلاق چې د ګېډې له غوښتنو راپیدا کېږي، هغه د محض حیوان اخلاق کېدای شي؛ خو د انسان هیچري نشي کېدای.
په تمدن کې چې لویدیځ پوهانو کومې رایې، د اخلاقي فضیلت په هکله څرګندې کړي، بېځایه به نه وي، چې څه نا څه یې رانقل شي؛ خو په اخلاقو کې اعلی اوسط او ادنی وي، باید چې دا خبره په فکر کې وساتل شي.
فرانسس بیکن وايي: ” معمولي اخلاقي فضیلت هغه دی، چې عوامو ته ښکاري او چې فضیلت متوسط وي، عوام ورته حیرانېږي او اعلی اخلاق د عوامو تر پوهې بیخي اوچت وي. “
نوځکه په اخلاقو کې، د تمدن په هکله دا اړینه ده او داسې اخلاقو ته اړتیا ده، چې اوسط او متعدل وي، د ملت درې واڼه پوړ یې ولري او فایده ترې واخلي.
لایستیز وايي: ” دانايي له ښه علمه عبارت ده؛ یعنې د ټول عمري سعادت او خوشحالۍ حصول او دا هله کېږي، چې پوره پوره اخلاقي کمال ترلاسه شي. “
فريډرک فروبل وايي: ” ځان ته او خلکو ته په آزادۍ سره روزنه ورکول او په خپل ځان اعتماد زده کول، لویه نېکي ده. “
دوزه ګر وايي: ” حکمت او هوښیارتیا، له شعور او فهم ځنې نه؛ بلکې له زړه پېدا کېږي. “
او زیاتوي: ” حقیقي علم او حقیقي دین دوه غبرګوني وروڼه دي، چې یو له بله یې جلا کوې؛ نو مړه کېږي. “
شلایه ماخر وايي: ” مذهبي احساسات د یوې پاکې سندرې په شان، د انسان له ټولو اعمالو سره شامل وي، انسان ته پکار دي، هر کار د خپل دننني مذهبي احساس په اشاره وکړي. “
لایښتیز وايي: ” محبت چې د دین اصلي ریښه ده، باید چې د خدای د معرفت پر بنسټ وي، چې حقیقي او نوراني شي. “
شلنک وايي: ” د دین علم او صفت، په دایره کې ښه کارونه یا اهم کارونه هېڅکله بغیر د طبیعت له یوه داسې طاقته، چې پر نورو طاقتونو لاسبر وي نه دی پیدا شوی، د روح عظیمې تجلی بغیر له یو لوی هیجان او قوي احساساتو د دنیا لپاره بې اغېزه دي او د مړه په څېر دي.
شلایه ماخر وايي: ” هغه ټول کسان چې خدای پاک د لویو لویو کارونو او د دیني علومو د مسایلو لپاره پیدا کړي، دا هغه خلک ول، چې د زړه له اخلاصه یې له هېواد او ملت سره مینه وه او د اخلاقو د پرمختګ او پیاوړتیا هیلمن وو. “
افلاطون وايي: ” ملت یو وګړی دی او فرض یې دا دی، چې د وګړیو روزنه، د اخلاقو په دایره کې وکړي. “
افلاطون بیا وايي: ” چې د مکارم اخلاق اخري مقصد دا دی، چې په یوه کامل حکومت کې کامل انسانان پیدا شي. “
بیا وايي: ” فاضل سړي ته پکار دي، چې خپل نظر په لوی څښتن ولري او پخپلو اعمالو کې یې استازیتوب وکړي. “
ځکه ارواښاد مولانا آزاد هم لیکلي وو: ” د انسان فطرت دلته دی، په چوکاټ کې یې د خدای د هستۍ تعین سم راتلای شي او چې انکار پکې راشي؛ نو په چوکاټ کې نه ځایېږي؛ نوځکه انسان له سکون ځنې بې برخې وي. “
جان لاک وايي: “د انسان دنده دا ده، چې خاص علم او ښه اخلاق پیدا کړي. “
زه وایم چې د اخلاقو پر اهمیت هر انسان فطرتا پوه دی؛ خو هغه تر خپل حیوانیت لاندې نشي کولای، پخپله د ښو اخلاقو بېلګه شي او په خپل تمدن کې هم اخلاقو ته ځای ورکړي. ددې ثبوت دا دی، چې په بنسټیز ډول، د هر هېواد د انسانانو اکثره قوانین، یو شان او د نېکۍ استازیتوب کوي؛ خو په هغه قوانینو کې زیاتره داسې وي، چې انسانان یې د حیواني غوښتنو د پوره کولو لپاره، د هغو د ګرفت نه آزاد پاتې کېدای شي. دلته د حیوانیت؛ یعنې جسم او روحانیت یا ملکیت؛ یعنې روح یو ثبوت دا هم دی؛ لکه څرنګه چې حیوانیت له انسانیته څه غوښتنه کوي؛ نو دغسې انسانیت هم له حیوانیته څه غوښتنې کوي. انسانیت د حیوانیت هره هغه غوښتنه په ډېره خوشحالۍ پوره کوي، چې پخپله انسانیت ته زیانمنه نه وي؛ خو حیوانیت، د انسانیت غوښتنې بې له جبر او ځواکه کله هم نه پوره کوي.
افلاطون وايي: ” له ساده ژونده سکون، راحت او ښه تمدن پیدا کېږي؛ خو انسان د حرص او تعیش په وجه پاتې راځي. “
لکه څرنګه چې په تېرو مخونو کې وویل شول، افلاطون وايي، چې د مملکت نوعیت یې د اوسېدونکیو طبعیت او فطرت وي؛ نوځکه چې انسانان ښه نه وي، مملکت هم ښه نه وي، چې داسې یو انقلاب ونشي؛ نو په معمولي متغییراتو هېڅ پوره نیمګړی نشته. بیا وايي ، د خدای په ذات چې اعتقاد نه وي؛ نو یو ملت هم مظبوط نشي پاتې کېدای، یوازې تکویني قوت یا علت اولی یا د ژوند ګرمي، چې له شخصیته تش وي، په انسانانو کې د عقیدت او قربانۍ روح نشي پیدا کولای.
انسان د کایناتو حقیقت دی ؛ نوځکه د مطلق وجود پلوشه ده؛ ځکه چې د حق استازیتوب وکړای شي- دا نه چې هغه د خپل جسم ښایست د جسم په تکمیل وبريښوي – بلکې پکار دي، د خپل روح په تکمیل، خپل روح هم ښکلی کړي، چې د دغو دواړو له امتزاجه چې کوم نفس ظاهر شي؛ نو هغه هم ښکلی وي، په دې سره به هغه وتوانېږي، د مطلق وجود استازیتوب وکړای شي.
ګونډ بلاک وايي: ” احساس د روح په ټولو قواوو لاسبری دی. “
د انساني روح د لطافت او ښکلا دلیل دا هم دی، چې د کمرې تر انځوره د انسان په لاس جوړ شوی انځور ډېر ښکلی ښکاري؛ ځکه د انسان په لاس په جوړ شوي انځور کې د انسان احساسات غځونې کوي او د کمرې انځور له دې تش وي.
دغسې ځان ته سازونه چې کومې نغمې پیدا کوي، هغه یوازې روح ته ګټه رسوي؛ خوچې شعر هم ورسره وي؛ نو زړه، ماغزو او روح درې واڼو ته ګټه رسوي. په هندي راګونو کې چې اوه پردې دي؛ نو ړومبي ته یې “سا” یا “سُر” وايي، اوس که د بجې ځنې “سُر” وباسو؛ یعنې سُر وغږو او له “سُر” سره یو انسان خپل غږ هم شامل کړي؛ نو د بجې او انسان په “سُر” کې به ښکاره توپیر او امتیاز محسوس کړو او یو له بله یې پېژندای شو. که ځان ته د بجې “سُر” روان وي؛ نو پوهېږو، چې په دې کې د انسان غږ شامل نه دی؛ خوچې کله انسان هم ورسره “سُر” پیل کړي، سملاسي پوهېږو چې انساني “سُر” هم ورسره شامل شو. فکر پکار دی، چې وجه یې څه ده؟ ولې په دواړو “سُرونو” کې، په توپیر پوهېدای شو؟ ځکه د “سُر” آهنګ خو بیخي یو حیثیت لري، که د باجې او که د انساني غږ. ښکاره خبره ده، چې د بجې “سُر”، د الفاظو او حروفو له هیولۍ تش وي او د انسان په “سُر” کې یې د روح له اړخه، معنویات او افکار په هیولاني ډول موجود وي.
دا معنوي ادراک، مادي ماغزه نه؛ بلکې معنوي وجود، چې نفس او روح دی کوي او په لږ غور سره، انسان د نفس او روح وجود محسوسولای شي؛ خو د مادیینو پر ذهن، د مادې پلوشه دومره لاسبرې وي، چې د روح یا نفس ځان ته جلا وجود، بیخي نشي محسوسولای، ځینې ځینې دا هم وايي، چې د مذهب منوونکي، چې د روح کوم تعریف کوي؛ یعنې داچې روح بسیط دی او بسیط څیز فصل نه مني او چې فصل نه مني؛ نو حد هم نه لري؛ نو داسې یو څیز، له داسې یو جسم سره څرنګه تړاو ساتلای شي، چې هغه اوږده ساره او وزن لري، فصل مني؛ نوځکه محدود هم وي.
ورته وایو چې هر عالي او لوی موجود به هرومرو تنزل کوي، چې په دې سره تر خپل ځانه له کمې درجې خاوند سره متعلق شي او روزنه یې وکړي، بې له دې رونه ناشونې وي. که یو څورالسم پاس ښووند، د لومړي ټولګي ښووند ته الف بې پې و نه ښايي؛ یعنې د خپلې پوهې له اوچتې درجې ځنې ادنی درجې ته راکوز نشي؛ نو څرنګه به د زدکړیال روزنه وکړي؟ بې له دې خو روزنه بیخي ناشونې وي؛ ځکه خو انرژي هم د صفت او ځواک له درجې ځنې د کثافت او جسم درجې ته تنزل کړی او دا خو ښکاره خبره ده، چې ځواک یو بسیط څـیز دی او هېڅ فصل نه مني؛ نو که انرژۍ تنزل نه وای کړی؛ نو په کایناتو کې به نه دا ډول ډول شیان څرګند شوي وو او نه به دا ډول ډول ایجادونه شوي وو؛ بلکې له سره به کاینات هم نه وو.
مادیین خو یوازې دې ته ګوري، چې ټول کارونه په همدې جسم کوي او که د نفس یا روح څه حیثیت وي؛ نو د همدې جسم د بېلابېلو صفاتو د ګډون او پخپلو کې له امتزاجه به پیدا کېږي.
په تېرو مخونو کې مو هم وویل، چې دوی پکې تېروځي. نفس ناطق، له جسم؛ یعنې حیوانیت او روح څخه پیدا شوی امتزاج دی، چې د حیوانیت ټولې غوښتنې پکې منعکس کېږي.
نفس د روح یوه پلوشه ده، چې جسم ته یې نزول کړی او اوس د جسماني غوښتونو لپاره یوه پوړۍ ده او چې د جسم غوښتنې ورمنعکس شي؛ نو نفس یې د ارادې له لارې پوره کوي.
که د پوهې بنسټ، یوازې پر مادیاتو آړه وګڼو او له معنویاتو سترګې پټې کړو؛ نو پوهه به مو هېڅکله بشپړه نشي. مادیین خو دا دعوی کوي، څه چې مادي حواس نشي محسوسولای؛ نو هېڅ وجود یې نشته؛ خو که څوک یې پوښتي: نیوټن چې کومه مڼه له اونې پر راپريوتو ولیده؛ نو ولې یې ترې د انجذاب فلسفه پیده کړه؟ ایا هغه جاذبه په سترګو ولیده؟ که نه یوازې د لوی څښتن یا د روح اثبات ته د مادي حواسو ادراک اړین دی؛ ځکه خو پاسکال وویل: ” دیني حقیقت، خپل بنسټ پر یوه زړګني منطق دروي او دا یو دنننی حالت دی، چې د خدای په وجود ګواهي ورکوي.” پاسکال زیاتوي: ” انسان د عدم په منځ کې یو وجود دی – او بیا نامحددود – او پخپله د عالم جز دی ؛ نوځکه ناشونې ده، چې د اشیاوو په تړاو غلط پوه شي. “
بیا زیاتوي: ” د لامحدود څيز پر وړاندې، د محدود څيز پېژندنې ته معرفت وايي. “
نوځکه کامل عقلونه، د جسم پر وړاندې، نفس او روح پېژني او د نفس او روح پر وړاندې، لوی څښتن.
کله نا کله خو د روح اثبات داسې وشي، چې عقل ورته هک اریان پاتې شي. ښاغلی حسین کاظم زاده په خپل کتاب اصول روانشناسی کې لیکي:
“یو کس په روغتون کې د مغزو د رنځ له کبله بستر شو، تر مرګ څو ورځې مخکې په هوښ کې راغی او په خبرو یې پیل وکړ او خپل وارثان یې راوبلل. چې دوی ورغلل؛ نو سمې دمې خبرې یې ورسره وکړې، وارثان یې هم هک پک شول او هم خوشحاله چې ګواګې اوس به روغ جوړ شي؛ خو ډاکتر ورته وویل، چې د رغېدو نه دی او ډېر ژر به مړ شي. چې کله مړ شو؛ نو رور یې د مغزو د معاینې غوښتنه وکړه او چې کله یې ترې کوپړۍ لرې کړه؛ نو ډاکترانو په حیرانۍ وکتل، چې په کوپړۍ کې یې بیخي ماغزه نه وو پاتې، ټول ختم شوي ول. “
په دې کې به مادیین اوس څه وايي، چې ناروغ د مغزو د نشتوالي له کبله څرنګه خبرې کولې؟ او په کوم ځواک یې له ټکیو جملې جوړولې؟
تردې ځایه د کتاب تر ۱۵۳ مخ پورې ټايپ شوی دی.
زما يو خپلوان؛ ارواښاد ميرآغاجان خبره کوله: «د امير عبدالرحمن، د کابل د والي يو جلاد خیبر ته راوتښتېد او په لواړګي کې زما مېلمه شو. له سترګو یې خلک وېرېدل، و مې پوښت چې څومره خلک به ستا په لاس وژل شوي وي؟ و یې ويل چې شمېر يې راته معلوم نه دی. و مې پوښت: په چا دې هم رحم راغلی که نه؟ و یې ویل: که پر چا مې رحم راتلای؛ نو په هغه فقير سید به راغلی و، چې سر مې ترې پرې کړ. و مې پوښت: قصه یې څرنګه ده؟ جلاد وويل: يو سپين ږيري فقير چې له اصله سيد و، په يوه لويه څمڅه کې دېره و، ما ته امير صاحب حکم وکړ، چې ورشم او سر يې غوڅ کړم، یوه وړه فولادي چاړه مې په لستوڼي کې پټه کړه او چې ورغلم؛ نو په اراده مې پوه شو، هسې به هم چې زه کوم ځای ته ورغلم؛ نو خلک به پوه شول، چې د چا په وژنې پسې به راغلی وي. سيد وويل: څوک چې د څه مطلب لپاره راغلی وي، بايد دومره مهلت راکړې چې دوه رکعته لمونځ وکړم او دوه پيالې قهوه وڅښم. جلاد وايي: ورته مې وويل: « باچا صاحب، زه دې سلام ته راغلی يم، څه دې چې په زړه وي، هغه وکړه او بيا چې کوم وخت، له لمانځه او قهوې نه وزګار شو؛ نو ويې ويل: اوس چې د چا څه مطلب وي، دې یې وکړي. جلاد وويل: ما له لستوڼي، هغه چاړه را و ویسته، له ږیرې مې راونیو او په مرۍ مې چاړه ورته راښکوده، شړک شو، چې سر یې له تنې لرې پريوت او د سوره ملک تلاوت يې پیل کړ او چې سوره ملک يې پوره درې کرته ختم کړ؛ نو بيا غلی شو، بیا مې دا سر له اوږدو اوږدو سپينو وېښتو ونيو او له ځان سره مې يووړ.»
دا ډول ډېرې پېښې شوي، چې د ماديينو له عقله بېخي خلاف دي؛ خوچې کله دا ډول پېښه وشي او دا خلک یې له واقعيته په هېڅ ډول انکار نشي کولای؛ نو بيا دا تاويل کوي، چې شونې ده، دی ته فې الحال زموږ عقل او فکر نه وي رسېدلی؛ خو آخر به ددې په سبب هم پوه شو؛ ځکه هېڅ پېښه، د عقل پرخلاف نشي پېښېدی.
په دې نظريه کې ورسره ملګري يو چې هېڅ پېښه، له عقل خلاف ممکنه نه ده؛ خو له کوم عقله؟ له عقل کل نه، له عقل قدسي نه، که انسانانو ته د هر څيز غايه او علت معلومېدلای؛ نو بیا خو د تکامل هډو سوال نه پيدا کېده؛ خو د پورته ویل شوې پېښې غايه او حقيقت معلومول، د ډاکټرۍ او طب له وسه بهر دي.
په روغتون کې چې د مغزو ناروغ کومې خبرې کړې، په هکله یې ډاکټران ويلای شي، که څه ماغزه یې رنځورۍ ختم کړي ول؛ خوچې سر يې له تنې سره نښتی و؛ نو ممکنه ده، د ادراک او نطق قوه لا پکې پاتې وه؛ خو د روستۍ پېښې به څه تاويل کوي؟
اصل خبره دا ده، چې ماديين د معقولاتو او معنویاتو پر خپلواک وجود قايل نه دي او دومره په ماديت کې ډوب دي، چې خپل معقولات او معنويات هم مادي او د مادې پيداوار ګڼي؛ نوځکه هغوی معذور دي؛ خو دوی بايد د افلاطون دا وينا د فهم چراغ کړي، چې «نه یوازې سړی؛ بلکې اور او اوبه هم باطني صورت لري؛ بلکې نېکۍ؛ خوبي او عدالت همدغه شان معنوي صورت لري، ذهني صورت، د ټولو شیانو لپاره سرمشق او قالب دی.»
په اوستا کې راغلي: « د مادي عالم تر جوړېدو مخکې، ټول شيان چې په مادي عالم کې جوړېدونکي وو، په صوري معنوي او روحي حالت موجود وو.»
او اوس خو ساينس هم، دا حقيقت معلوم کړ، چې د هرې نغمې صورت شته او که هغوی دا وايي، چې د نغمې تر غږېدو هغه صورت پیدا کېږي؛ نو پوښتوو يې: د نغمې هغه بېلابېل آهنګونه، چې د نغمې اجزاء وي، څرنګه په يوه معنوي کل کې تشکيل مومي او څوک تشکيل ورکوي؟ ځکه اجزاء پخپله ددې وړ نه دي، چې پخپله کل، مرتب کړي.
حقيقت دا دی، چې د هرې نغمې هيولی له اوله موجود وي او هغه د انسان له معنوي وجود؛ يعنې نفس ناطقه سره د عالِم او معلوم تړاو لري. چې کله انسان هغه معنوي وجود، په عالم ماديت کې څرګندول وغواړي، د هغې نغمې د اجزاء د اظهار لپاره يو څو آهنګونه ظاهروي.
دا اجزاء يا آهنګونه چې د نغمې له صحيح او کاملې هيولي سره شامل شي؛ نو د نغمې معنوي وجود ظاهر شي او سملاسي، په انساني وجدان خپل اغېز څرګند کړي او هر کله چې د نغمې اجزاء، له خپل اصلي يا د نغمې د هيولي په مطابق و نه وېستلای شي، د نغمې حقيقي او معنوي وجود نه څرګندېږي؛ نوځکه پکې هېڅ لطف او د زړه راښکون نه وي. او که فکر وکړو؛ نو له دې بيانه، د عالم مثال د وجویو د بل ثبوت هم پيدا کېږي؛ ځکه ماده پخپله هېڅ صورت نلري؛ نو معلومه شوه، چې دلته کوم صورتونه ښکاري، هغه د مادې خپل نه؛ بلکې مادې ته عارض دي. که مادې خپل شکل او صورت درلودای؛ نو هغه چې له کميت څخه کيفيت ته رسېدلی وي؛ نو بايد چې ټول اشکال یې درلودای؛ خو دا ښکاره خبره ده، چې په کيفيت کې هېڅ اشکال نلري؛ نو معلومه شوه، چې له مادي عالم پورته او د عقل تر عالم راښکته، په منځ کې، يو بل داسې عالم هم شته، چې له مادې، د تجرد په وجه، د عقل له عالم سره او د صورت درلودو په وجه، له مادي عالم سره تړاو درلودای شي.
اکثر حکماء؛ لکه زرتشت، افلاطون او لایښيتز پردې قايل دي، داسې جواهر قوتونه يا عقلاني وګړي موجود دي، چې د ظاهري مادي اشياوو بنسټیزو قالبونه، شکلونه يا صورتونه دي. زرتشت به دغو جواهرو ته فروهر، افلاطون مثال او لايښيتز مونادويل ويل. د اشراق په حکمت کې یې ورته مثل يا صور افلاطوني ويل، په فلسفه تؤسوني کې ورته علمي صورتونه وايي او سقراط ځکه پردې قايل و، چې: په اصل معنو کې، د حقايو ادراک، پس له مرګه کېږي، نه په ژوند کې» او دا يې ځکه ويلي، چې پس له مرګه، انساني روح، د جسم له خيري پاک او د روح د ادراک آئينه ځلا پيدا کړي.
لاېښتیز وايي: « جسم د جواهرو ټولګه ده او روح فرد جوهر دی، چې دغه ټولګه جوړوي. روح او جسم دواړه سره شامل او یو شان وي؛ بلکې يو له بل سره د جوهر او عرض حيثيت لري.»
په ملي تمدن کې مو د دين ذکر کاوه، له دې ټول بیانه څرګندېږي، چې دين د يوه ملت د وګړیو لپاره څومره اهميت لري او د وګړيو اتحاد او اتفاق او د يوه روښانه تمدن په بنسټ کې څومره لوی لاس لري؛ نو بايد په يوه ملت کې يوازې يو دين وي، چې هېڅ دښمن یې د اند او ګروهې له اختلافه ناجايزه ګټنه ونکړای شي.
په مخ کې مو د پېرنګي حکومت مثال موجود دی، د هند د بېلابېلو اديانو وجود یې دلته قدم خښ ساتلی و او چې د هند پر خاوره قابض و؛ نو د هند اوسېدونکي يې يو له بل سره په جنګ اچول، چې د بېلابېلو اديانو د درلودنې په وجه، په اند او ګروهه کې، یو د بل مخالف وو. په دې دوران کې پېرنګي ته د ډېر ځواک کارونې اړتیا هم نه وه، که ځواک به یې هم کاروه؛ نو د بېلابېلو قومونو د جنګېدو پر مهال یې د دوی ترمنځ د امن پيدا کولو په پلمه و. تر يوې پېړۍ يې له هنده داسې اقتصادي او نورې ګټې، خپل پېرنګي قام ته ورسولې، چې تر اوسه يې پرې اننګي سره دي او هند یې د يوه شپېللي په شان تش تور پرېښود او هغه هم په خوښه نه؛ بلکې په زور او ځواک.
قوميت
د ملي تمدن په اجزاوو کې مو دویم څيز قوميت اخستی او چې د کوم قام يا ملت د وګړيو يو دين وي؛ نو يقيناً به ترې يو ځانګړې فرهنګ راپيدا کېږي، چې د قوميت اجزاء به هم ورسره ګډ شوي وي؛ ځکه يو دين هم قوميت نه نفې کوي؛ بلکې په خپل ټولنیز نظام کې، د قامونو روزنه کوي او غواړي قامونه په اجتماعيت کې ورسره متفق وي. دين د قوميت په انفرادي دودونو کې هېڅ دخل نه کوي، چې کوم دين داسې وي، چې د قامونو دودونه محو کوي، هغه غير فطري وي او هېچري قايم نشي پاتې کېدی؛ ځکه قوميت په وينه کې ګډ راغلی وي. وګړي ډېری په دين کې تبديلي راولي؛ خو په قوميت کې هېڅ تبديلي نشي راوستی، بيا له دين او قومیته چې کوم فرهنګ زېږېدلی وي، يو ځانګړی فرهنګ ترې پيدا کېږي، چې ځان ته به امتیازي رنګ لري؛ ځکه د هر ملت څه امتيازي غوښتنې داسې وي، چې له نورو ملتونه ځان ته جلا رنګ لري.
د يو قوميت اهميت دا راښايي، چې باید په یوه چاپېریال کې اوسېدونکي انسانان، د يو قام يا ملت وګړي وي او که پکې د بل قام يا ملت وګړي مېشت وي؛ نو مخکې مو هم یادونه کړې، چې لا خو به په هغه چاپېریال کې له پېړیو راهیسې، د ژوندو کولو په وجه یې په دين، ژبه او هر څه، د هغه چاپېریال آثار لاسبر شوې وي او هغوی به د همدې ملت اجزاء شوې وي او که داسې نه وي؛ نو هغوی به دومره کم وي، چې د هغه ملت د اکثريت تابع به وي او د دوی د ملي او ديني فرهنګ اغېز او اختلاف به د هغه ملت پر تمدن هېڅ نه پرېوځي؛ ځکه هغوی به د خپل قام ژوند د ټینګ ساتلو لپاره، ارومرو د هغه ملت له ټولنیز ژوند سره متفق وي؛ ځکه دې کامياب تمدن ته، دا بنسټیز آرونه ګڼل شوي دي.
خو چېرته چې په يوه تمدن کې، ډېر قامونه مېشت وي، هلته د يوه کامياب او ځانګړي تمدن هډو سوال نشي پیدا کېدای او څرنګه چې مو وويل، د يو قام خپل تمدن، د غیر قام د وګړيو د ګډون په وجه هله په خپل حال پاتې کېدای شي، چې له خارجه راغلي وګړي هم، کټ مټ هغه تمدن قبول کړي؛ خو دا ياد لرل پکار دي، چې که د هغه ملت د تمدن په مزاج کې بلوسګري شامل شو؛ نو هغه به همېشه په بحران کې وي؛ ځکه د انساني نوع يو قام او ملت هم له بله، خپل ځان کم نه ګڼي او که څوک يې حقير وګڼي او پرې وبلوسي؛ نو په مدافعت کې یې ډېر کلک درېږي. دا له انساني روحیاتو خلاف دي، چې یو انسان بل انسان ته په کم نظر وګوري، هېڅ انسان دا نشي زغملای.
زموږ په فکر کې، د بلوسګرۍ جذبه، د کمترۍ له احساسه پيدا کېږي؛ ځکه بلوسګري، د حرص پیداوار دی. څرنګه چې مو په تېرو مخونو کې، د افلاطون رای وړاندې کړه او حرص له حیوانيته پیدا کېږي؛ نو ښکاره خبره ده، چې حيوانيت د انسانيت پر وړاندې حقير او ناڅيزه دی او د همدې شعور غبرګون پکې د کمترۍ احساس او په پایله کې د بلوسګرۍ جذبه پیدا کوي.
ګنې غور وکړئ او د نړۍ په قامونو يا د ځینې وګړيو په اخلاقو نظر واچوئ، په کوم قام کې چې د کمترۍ احساس نه وي، يا کوم فرد چې له دې رنځه خوندي وي، هغه د نړۍ د هر انسان لپاره د پېرزوينې جذبه لري؛ ځکه چې د وجودي صفاتو د تکميل په وجه یې حرص بېخي ورک وي او د شخصيت ټولیز تاثر یې شرافت، رافت او نېکي وي.
هو، که له يوه قام سره تېری شوی وي، ناجايز زبېښاک یې شوی وي، ملي غړي یې پرې کړای شوي وي؛ نو حق لري، ددې ازاله وکړي او هېڅ انصاف پسند انسان به یې هم دې جذبې ته بلوسګري و نه وايي، مدافعه او د خپل انفراديت ساتنه، د هر انسان او هر ملت حق دی.
د قوميت له اهميته به عاقل او دانا انسان هېڅکله انکار ونکړي، د نړۍ د هر ملت د يو جزء او فرد حیثيت لري او بیا دا ټول وګړي، د يوه بين الانساني فرهنګ او تمدن هغه اجزاء دي، چې یو کُل ترې بايد پیدا شي. چې يو انسان له خپل قام لپاره مينه او پېرزوينه ونلري؛ نو پوهېدل پکار دي، چې هغه به د بشري ډول سره هم هېڅ مينه او پېرزوينه ونلري. که هغه یې څومره هم دعوی کوي، غلطه ده؛ ځکه که د خپل قام له وګړيو سره مينه نلري؛ نو له نورو انسانانو سره مينه، له عقله لرې ده؛ ځکه د هر شخصيت د بوټي جرړې، له خپل چاپېریاله، ژوند او قيام مومي. کېدای شي شاخونه یې ټوله نړۍ پخپله کړۍ او غېږ کې راځای کړي؛ خو د شخصيت هره مظاهره به یې د قام او ملت د فرهنګ او تمدن آئينه داره وي.
افلاطون وايي: « د خدای شکر ګذار يم، چې له نسله يونانی يم، آزاد يم، مریی نه يم، سړی يم، ښځه نه يم؛ خو تر ټولو لوی شکر دا دی، چې د سقراط په زمانه کې پيدا شوی يم.»
و مو ليدل؟ د فکر مقام دی، چې افلاطون په څېر انسان، که د بشري ډول لپاره مينه او پېرزوينه ونلري؛ نو بل به هغه مهال داسې څوک وي، چې موږ یې په دعوی يقین وکړای شو؛ خو تر هر څه مخکې هغه په خپل يوناني نسل فخر کوي او په دې د خدای شکر کوي؛ ځکه دا يوه فطري غوښتنه ده او په دې کې هېڅ بلوسګري نشته. که بلوسګري پکې وای؛ نو کله یې چې دا ويل، چې د خدای منندوی يم، چې له نسله يونانی يم؛ نو ددې پر وړاندې به يې دا هم ويلي ول، چې له پلاني ځنې نه يم؛ خو دا يې و نه ويل؛ بلکې دا يې وويل، چې سړی يم، ښځه نه يم. په دې قامي ویاړ کې د بلوسګرۍ هېڅ جذبه نشته؛ خو په دې شرط چې دا قامي ویاړ، څوک د بل قام پر زبېښاک بوخت نه کړي.
رسول کريم (صلی الله علیه و آله وسلم) په خپل نسل فخر کړی او دا يې هېڅ تکبر نه دی ګڼلی. د قريشو د فضيلت له اعتراف سره سره يې دا هم ويلي، چې هېڅ سپين انسان، پر تور انسان فضيلت نلري؛ بلکې د فضيلت معيار ښه اخلاق او نېکي ده. یوازې دومره خبره ده، چې د خپل قام خدمت او د هغه انفراديت ساتل هم يوه لويه نېکي ده؛ ځکه خو لوی څښتن، رسول کريم (صلی الله علیه و آله وسلم) ته وايي:
قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (شوری/۲۳)
«خپل امت ته ووايه: له تاسو ددې تبليغ هېڅ اجر نه غواړم؛ خو یوازې دومره چې د خپلوانو پالنه مې وکړئ.»
څرنګه چې مو وويل، دين بیخي د قوميت نفې نه ده کړې او اسلام چې د فطرت دین دی؛ نو څرنګه د يوې فطري غوښتنې نفې کولای شي؛ بلکې قوميت ته لويه تقوا وايي، وايي:
((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ (حجرات / ۱۳) = خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) خبر دى.))
په دې کې چې چېرته د قامي ویاړ او بلوسګرۍ نفې شوې، هلته پکې د قوميت پر اهميت او خوندي ساتنې یې هم ټینګار شوی.
له دې د خدای موخه صفا معلومېږي، چې په دې راضي دی او دا يې مشيت دی، چې انسان دې په ډول ډول ملتونو او قامونو کې وویشل شي؛ نو اوس که څوک هڅه وکړي، له بشري ډوله، د قومیت بنسټ لرې کړي؛ نو کله به هم بریالی نشي؛ ځکه د فطري قانون موړه، د خپلې هستۍ فنا کول دي.
منو څومره چې يو قوم د خپل قوميت حفاظت، ساتنه او پالنه کوي؛ نو هومره به د خدای له فطري قانون سره سم وي. که کوم قام د حرص او زبېښاک جذبه په قبضه کې وساتي؛ نو له دې قامي شعوره به بیخي د بلوسګرۍ جذبه پیدا نشي او څوک چې د قوميت مخالف وي؛ نو د هغه به دوه حېثيته وي، لا خو به د څه ځانګړي غرض لپاره ددې فطري حقيقت مخالفت کوي او مقصد به يې د يو قام تباه کول او د بل بلوسګر قام تر ولکې لاندې راوستل وي او لا به هغه بېخي له انساني فطرت او صفاتو تش وي.
حقیقت دا دی، څرنګه چې د کائناتو هر څيز يو انفراديت او امتيازي حيثيت لري او تر خپلو فطري امتیازي صفاتو لاندې حقيقي تکامل کولای شي او کوي يې او په هېڅ ډول، د خپل انفراديت محو کول نه زغمي، دغسې او بېخي دغسې هر يو قام، هم انفراديت لري او د نړۍ په قامونو کې چې د بين الانساني فرهنګ او تمدن اجزاء وي؛ نو يو فرد يا جزء ورته ويلای شو او کوم قام چې له پېړیو پېړیو راهيسې، د يو ځای اوسېدو، د وينې د ګډون او د يوه فرهنګ او معاشرت درلودنې په وجه يو انفراديت ته رسېدلی وي، هغه هم د نورو شيانو په څېر بېخي خپله فنا نشي زغملای او څوک يې چې د محو کولو يا بدلولو تکل وکړي؛ نو پر وړاندې یې کلک درېږي او خپله مدافعه کوي.
په کوم تمدن کې چې داسې بېلابېل قامونه ژوند تېروي، چې ددې قام له انفراديته بېخي جلا انفراديت لري، په هغه کې به تل تر تله شخړه روانه وي او داسې قام، مدام له استعماري قامونو په خطره کې وي؛ ځکه په هغه چاپېریال کې اوسېدونکي غير قامونه یې هر وخت، پر ضد د غير استعماري، قامونو ګوډاګی کېدلای شي او دا يو داسې تاريخي حقیقت دی، چې هېڅوک ترې انکار نشي کولای؛ نو بايد چې یو قام په خپل ټاټوبي کې خپل قامي امتيازات وجود ولري او د خپل انفراديت ساتنه وکړي؛ ځکه په همدې کې د لوی څښتن رضا ده او د همدې نه د يوه نړیوال یا بين الانساني تمدن او فرهنګ بنسټونه جوړېدای شي.
له همدې قامي او ملي انفراديته، بېلابېلې ژبې او بېلابېل ادبونه تخليق مومي او دغه شان، د بشري ډول هغه ټول پټ صلاحيتونه بهر ته راوتلای شي، چې لوی څښتن یې د فطرت په ژورو کې ايښي وي.
که د نړۍ دا انسانان، د کړو وړو؛ خوی، خصلت، فرهنګ او معاشرت له پلوه کټ مټ يو شان وي؛ نو انسانان ويل به ورته کله هم شوني نه وو او نه به یې له حيواناتو څه زيات پرمختګ کړی وی.
علامه اقبال چې چېرته د قوميت مخالفت کړی؛ نو د بلوسګرۍ قوميت یې ترې اخستی او چې چېرته يې د قوميت مرسته کړې؛ نو فطري قومیت ته یې اشاره کړې، چې بېخي بلوسګري نلري. د ارواښاد علامه د آثارو ټوله مطالعه، لوستونکي ته دا شعور ورکوي، چې هغه د پاک او سپيڅلي دين اسلام په ټولنیز ژوند کې قامونو ته د اتحاد سبق ورکړی. دا یې نظریه ده، چې بايد قامونه په ټولنیز نظام کې له اسلام سره ټکر نشي او اسلام بیخي د قامونو انفراديت نه فنا کوي، که داسې ممکنه وای؛ نو هېڅ قام به اسلام نه و قبول کړی. بيا ارواښاد علامه تر عربو ډېر له پښتنو هیلمن و، چې پښتون ملت به د اسلام د نشر و اشاعت لپاره، په راتلونکي کې يو روڼ کردار ادا کړي او وړاندوینه يې کړې وه، چې پښتون منظم، آزاد؛ خوشحال او قوي نه وي؛ نو ټوله اسیا هم منظمه، آزاده؛ خوشحاله او پیاوړې نشي پاتې کېدای؛ ځکه ارواښاد علامه ، پښتون ملت د اسيا زړه ګڼه او ويل يې چې زړه سالم نه وي، کالبوت هم سالم او ژوندی نشي پاتې کېدی.
ارواښاد علامه وايي:
اسيا يک پيکر آب و ګل است
ملت افغان در آن قالب دل است
او دا خو حقیقت دی، چې د هر څيز يو روڼ اړخ وي او یو تیاره. د قومیت تیاره اړخ ښکاره کول او روڼ تر پلو لاندې ساتل، د یوه منصف مزاج او محقق انسان کار نه دی، بايد چې دواړه اړخونه څرګند شي.
ژبه
درېيم څيز، د يوه ملت ژبه ده، چې د يوه ملت د فرهنګ او معاشرت لپاره بنسټیز حيثيت لري او د ملت له ژبې چې کوم ادب پيدا کېږي، هغه قام ته د ژوند ټول ګرزندی ورښيي. باید هر قام تر هر څه مخکې، د خپلې ژبې ساتنه او روزنه وکړي؛ ځکه د ملت د فرهنګ، تمدن او هر څه لپاره چورلیز حيثيت لري. ښکاره ګټه یې دا ده، چې خپل قامي دودونه یې د همېشه لپاره ژوندي پاتې شي. د فرهنګ او ملي کدرونو ساتنه، همدغه ژبه ده. د يوه قام د محو کولو لپاره تردې لوی او اهم بل هېڅ اقدام نشي کېدای، چې خپله ژبه ترې واخستل شي او تر هر څه مخکې یې د تباه کولو پروګرام، د هغه د ژبې د پرکُټ کولو پیل کړي او چې کله د يوه قام د وګړيو پر ذهن پردۍ ژبه لاسبره شي؛ نو د هغه قام د ذهن هنداره تته شي، قامي روحیات کړکېچنې څپې په مخه واخلي، له قامي دودونو مسلسلې سلګۍ جوړې شي، لاشعور يو څه غواړي او فوق الشعور ورته نور نور څه وړاندې کوي. د فوق الشعور لارۍ، د اجنبي ژبې د قافلو له ګرده ډکه وي او په داسې حال کې هېڅ پرېکړه نشي کولای او ددې کړکېچن حالت په پایله کې د کمترۍ احساس ښکار شي، مغلوب الغضب شي، زړه یې کمزوری شي او د ژوند له غوښتنو په تورو پښو تېښته اختيار کړي.[4]
پرمختللي او سوبمن قومونه په همدې طریقه د نورو کمزوریو قامونو زبېښاک کوي او که غور وکړو؛ نو پېرنګيانو هم راسره کټ مټ دغه پاليسي اختيار کړې وه او نن چې زموږ کوم حال دی، هغه پټ نه دی.
پر ۱۹۵۷ کال د خپلواکۍ جشن پر مهال کابل ته تللی وم او يوه ورځ د کابل د اديبانو له خوا کابل هوټل ته راوبلل شوم، يو سپین ږيری راغی او نږدې راسره کېناست او ويې ويل:
« زما نوم نظام الدين دی، زه د امير حبیب الله خان شهید په وخت کې د سراج الاخبار د ادارې يو غړی وم، اخبار په پارسي کې خپرېده؛ خو يوه ورځ مو پکې د پښتو يوه چاربيته چاپ کړه، لږې ورځې تېرې نه وې، چې د پيرنګي حکومت لخوا، امير صاحب مرحوم ته ګواښ راغی، له چاربيتۍ يې يوه سره ليکه چاپېره کړې وه او له امير صاحب يې ځواب غوښتی و، چې د پښتو چاربيته ولې چاپ شوې ده؟ امير صاحب خپل حضور ته راوغښت او تپوس يې رانه وکړ، ما عرض وکړ چې اعليحضرته، دا خو زموږ مورنۍ ژبه ده بايد چې دې ته پرمختګ ورکړو، امير صاحب په اثبات کې سر وخوزاوه او ويې ويل چې تردې روسته په اخبار کې باقاعده پښتو ته ځای ورکړئ، پېرنګيانو ته زه ځواب ورکوم او بیا نظام الدين وويل چې زموږ د ملت دغو زلمو ته لږ نصيحت وکړه چې دا د اروپا پېښې پرېږدي او خپل دين او ملت ته توجه وکړي، په دغو پېښو خو د دوی نه اروپایان نشي جوړېدای او خپل اسلامي او پښتني دودونه به هم ترې پاتې شي.»
او حقیقت هم دا دی، چې نن موږ خپل چاپېریال ته ځير شو؛ نو پوه به شو چې زموږ خپل اسلامي او پښتني فرهنګ په ختمېدو دی او که په دې کړکېچن حالت کې د حواسو لپاره يو کامل مرکز پيدا نکړو؛ نو دا رنځ به مو قامی ژوند بېخي ختم کړي.
په يوه داسې حال کې چې مادي او لاديني تمدن کوم د بلوسګرۍ قوميت پيدا کړی او د ډاروین د فلسفې په رڼا کې زورور قامونه، کمزوري قامونه لتاړي او د مېکياولي د فلسفې د اغېز په وجه، په حکومتونو کې منافقت او الحاد زور اخستی؛ نو د هېڅ قام لپاره تردې بله لار نشته، چې د خپل دين، خپلو قامي دودونو او خپلې ژبې پر بنسټ، خپل تمدن جوړ او ټينګ کړي؛ ځکه د لویدیځ فرهنګ اختيارول، راته بېخي يو مصنوعي او هلا کوونکی قدم دی؛ ځکه ملي لاشعور مو یې له منلو انکاري دی. په ظاهر کې خو يو ښکلی رنګين باغ ښکاري او زموږ فوق الشعور او حيوانیت هغه ته د «کل جديد لذيذ» د نظريې په مصداق هرکلی وايي او د ړندو په څېر مو خپله امسا ورکړې ؛ خو پایله به یې زموږ ملي مرګ وي او چې کله مو په تحت الشعور کې د لویدیځ فرهنګ او تمدن انځور مکمل شي او بيا يې تحت الشعور زموږ لاشعور (ملي بنياد) ته ورمخامخ کړي؛ نو يو داسې ستر کړکېچ به راپيدا شي، چې دا لږ پاتې قامي شعور به مو هم وشیندل شي.
ددې اجمال تفصيل دا دی، چې د انسان هره وينا او هر عمل یې له شعور سره یو ځای کېږي، چې څه وينو يا اورو، په فوق الشعور کې راټولېږي او له فوق الشعور نه تحت الشعور ته کوزېږي؛ تحت الشعور چې د انساني ذهن يوه کامله نقادخانه ده، په هر څيز نیوکه کوي، له جزئياتو نه کليات جوړوي او چې کومه کليه جوړه کړي، د تصديق لپاره یې ناطقه نفس ته وړاندې کوي. د ناطقه نفس دا کار وي، چې په خپل لاشعور کې د هغې کليې يا نقش لپاره ځای لټوي، چې تحت الشعور وروړاندې کړی وي. ناطقه نفس یې په خپل طبيعت کې د منلو يا رد کولو ځای ګوري. د ناطقه نفس دې طبيعت ته لاشعور وايو.
د لاشعور په هکله مو په تېرو مخونو کې څېړنه کړې، لاشعور د خپلو فطري او بنسټیزو صفاتو او پرله پسې د پلر و نېکونه په وينه کې ګډ، د راغليو عاداتو او صفاتو هنداره وي، چې د خپل صورت او جبلت پر ضد بل هېڅ نه مني؛ نو کوم فرد چې په پښتون ملت کې زيږېدلی وي او لاشعور یې چورلټ پښتنی وي، چې کله تحت الشعور يو غير پښتنی څيز وروړاندې کړي؛ نو دا حقیقت دی، چې پښتنی لا شعور به ترې انکار کوي.
له دې ډډې نه به په تحت الشعور کې جوړ شوی نقش، يو ژوندی نقش وي، هغه به هم، په هېڅ قيمت خپله فنا نه زغمي، په دغو دواړو کې به ډغره پیل شي او پایله به يې دا وي، چې پښتون فرد يا ملت به داسې په بلو بلو سر شي، چې نه به پښتون پاتې شي او نه اروپایي لا د بل کوم يو قام فرد، د چا تهذيب چې هغه قبول کړی وي. او همدغه حال نن پرون د هند او پاکستان د خلکو دی، چې د پېرنګيانو تر تګ روسته هم په دغو هېوادونو کې کړکېچن حالت نه دی ختم شوی، دا د هغه فرهنګ او تمدن د منلو پایله ده، چې دغو خلکو ته چورلټ مصنوعي دی. دا هغه تمدن دی، چې پر انساني بنسټونو نه دی جوړ شوی؛ بلکې دې تمدن، د ډاروین او مېکياولي په څېر فلاسفه وو، تر نظريو لاندې خاړپوسې کړي او بیا په خپلو پښو درېدلی دی. آرونه یې د بل فرد پورته کول او پرځای یې قبضه کول دي؛ یو لوی نهنګ دی، چې واړه کبان يې خوراک دي او کمزور ته د ژوند حق نه ورکوي.
د انساني پېرزوينې غوښتنې دا ده، چې د بېوزله او کمزوري انسان روزنه وکړي؛ خو ددې فرهنګ پالل شوی انسان يې وينه څښل روا ګڼي، د هغه دين دا دی، چې د خپل مقصد ترلاسه کونې لپاره، د نورو زبېښاک عين دين او د ژوند ضمانت دی، هغه د بین الانساني اخلاقو له اړتیا منکر دی.
دا هر څه چې په موږ کې راغلي؛ نو د لویدیځو ژبو له نصابه راغلي، پخپله مورنۍ ژبو نه؛ بلکې استثماريانو د خپلو ژبو له لارې ښوونه راکړې، د خپل فرهنګ، تمدن او کلتور پر لور يې راکښلي يو او نن يوازې زموږ د پښتنو نه؛ بلکې د نړۍ د ټولو هغو قامونو حالت د کتو وړ دی، چې تر پېرنګي حکومت لاندې پاتې شوي دي.
زموږ هغه پښتانه چې د ښوونې ذریعه يې انګريزي وه، د دين شديد مخالف او پښتو ژبه د وحشیانو ژبه ګڼي، بيا د پښتو ژبې پر ضد خو پېرنګيانو پوره پوره کار کړی، په خپله خو به د پېرنګ مستشرقينو زموږ د پښتنو شاعرانو آثار راټولول او ګټنه یې ترې کوله؛ خو دا موقع یې نه راکوله چې د ښوونې ذريعه مو خپله ژبه شي. دوی د ډنډورو لپاره داسې وګړي ځانګړي کړي وو، چې د خپل قام غړي مو وو او ويل يې چې « پښتو د دوزخيانو ژبه ده» او دا خو ښکاره خبره ده، چې هر سوبمن قام ته په مفتوح قام کې څه داسې وګړي په ګوتو ورتلای شي، چې د ګوډاګو په څېر یې د خپل قام پر ضد وکاروي.
د ښوونځیو لپاره چې د پېرنګي په حکومت کې کوم تاريخونه کښل شوي، په هغو کې خو د پښتنو بادشاهانو ذکر و؛ خو په يوه کې یې هم د خوشحال خان خټک نوم نه و. که څوک فکر وکړي؛ نو په دې ټکي به پوه شي او هغه داچې د تېرو پښتنو بادشاهانو تذکره، د پښتون قام په زلمو زدکړیالانو کې داسې ولوله نشي پيدا کولای، چې له پېرنګي اقتدار سره سملاسي لاس و ګرېوان شي؛ ځکه د هغو پښتنو بادشاهانو تذکره يې هم، په داسې ډول کړې چې په لوستو یې د پښتنو زدکړیالانو قامي روحیات نه لمسېدل؛ خو د خوشال خان او پير روښان تذکره داسې نه وه، دغو دواړو د مغلي حکومت پر ضد توره اوچته کړې وه، دا دواړه د مغلو مخالف وو او دا يې نشول زغملای، چې پر پښتنۍ خاوره د مغلو اقتدار وي؛ نو که د دغو دواړو قامي ننګيالیو تذکره، پېرنګيانو د خپل حکومت په زمانه کې، په تاريخ کې پرېښې وای؛ نو کېدای شول، د پښتنو زلمو ذهن، د پېرنګي استعماري خوی ته هم ورګرځېدلی وای. ګنې څه وجه ده، چې د خوشال خان او د پير روښان د هغو جنګونو ذکر زموږ په ړومبي تاريخ کې نه و، چې مغلو ته یې څو څو کرته بوږنوونکي ماتې ورکړې، يو د لنډې خانې او تاترۍ په جګړه کې څلوېښت زره مغلي پوځ، تار په تار شوی و، د خوشال خان په ديوان کې دې وکتل شي.
نو چې کله له يوه قامه خپله ژبه واخستل شي او د ښوونې ذريعه یې پردۍ ژبه شي؛ نو د پردۍ ژبې د پرله پسې اغېز او نفوذ له کبله، له خپلې ژبې نفرت او له خپلو قامي دودونو کرکه پيدا شي او په فرهنګ او معاشرت کې د سوبمن قام اخلاق اختیارول پیل کړي. دلته یې د سړيتوب کامله خاتمه وشي او د څارویو په څېر، د سوبمن قام د باربردارۍ پکار راشي او دا د قدرت غچ وي، چې د داسې قام له وګړيو يې اخلي، چې د خپل فطرت او چاپېریال د غوښتنېو پر ضد، د پردي قام فرهنګ او تمدن خپل کړی.
يو حکيم ويلي: « په رسمونو او رواجونو کې بدلون، اکثر له واکمنانو راځي؛ ((الناس علی دين ملوکهم)) او چې داسې کسان وي، چې د واکمنانو له خويه اغېزمن شي، هغه سړی نه؛ بلکې څاروی وي، هغوی په فطري قانون نه وي روان؛ ځکه بدلېږي، فطرت خپل اصول نه بدلوي او پکار ده، هره ټولنه خپل فطري رنګ ولري او واکمن او محکوم دواړه تر يو اغېز لاندې وي.»
او دا هله کېدای شي، چې راعی او رعايا، يوه ژبه او يو قوميت ولري؛ نوځکه همدغه ژبه ده، چې يو قام په اصلي معنو کې د ژوند په قدر پوهوي، خپله ژبه صالح او پرمختلونی ذهن پيدا کوي، خپله ژبه ذهن ددې وړ ګرځوي، چې د نړۍ نورې ژبې او د نورو ژبو له ادبه هم پخپلو بنيادونو ګټنه وکړای شي.
دا وو هغه درې بنسټیز څيزونه، چې د يوه ملت د تمدن لپاره اړین دي او بې له دې، د تمدن دېوالونه نشي درېدلای او چې کله دا درې څيزونه ترلاسه او مکمل وي؛ نو يو ملت ددې وړ شي، چې هغه په متحده صورت، د ژوند په نورو کشالو کې په آزادۍ فکر وکړای شي او د ملت قافله، د تکامل د مزل پر لور روان کړي، د صنعت او حرفت لپاره خپلې قوې په کار اچولای شي، پر دوستانه او ښه بنسټ، له بهرنیو هېوادونو سره اړيکې ساتلای شي او د اقتصادياتو په لړ کې، د نړیوالو حاصلاتو په رڼا کې، د خپل ملت د اړتیاوو پوره پوره کفالت کولای شي او د يوه ځلاند او بریالي تمدن په رامنځته کولو، د خپل راتلونکي کهول لپاره روښانه بېلګه جوړېدای شي.
شپږم باب
په تمدن کې د ښځې برخه
ښځه يو داسې ذات دی، چې کله یې د شخصيت پر شاوخوا نظر واچول شي؛ نو په انساني وجدان کې یې دوه لوی حيثیتونه وبریښي، چې دا دي:
۱ـ ښځه د مور په حيثيت
۲ـ ښځه د محبوبې او ټول عمري ملګري په حيثيت
پردې سربېره، د خور، ترور ؛ خواښې او نږور په توګه، د ښځې نور حيثيتونه هم څه کم اهميت نلري؛ خو پورته بيان شوي دوه حيثیته يې بنسټیز او چورلیز دي. بايد چې په دغو دوو حيثيتونو د ښځې په ذمه وارۍ رڼا واچول شي، چې په ملي انساني تمدن کې یې کومه برخه ده، پر تمدن یې څرنګه د وجود اغېز پرېوځي او تمدن ته کومې روښانه بښنې کولای شي؛ خو تردې مخکې اړینه ده، د ښځې د وجود په فطري وړتیا رڼا وغورځوو، چې د مقصد په وضاحت کې آسانتيا پيدا شي او د فطرت په هنداره کې یې د ذمه واريو او مسؤليت انځور وګورو.
ښځه او سړی د انساني نوع دوه وګړي دي، د انساني کالبوت دوه لاسونه او دوې سترګې دي. ځينې پوهان ورته د انساني ژوند ګاډۍ، دوې پايې هم وايي او دا ګاډۍ بېخي په يوه پايه نشي چلېدای. څرنګه چې دواړه لاسونه د جلا جلا کارونو لپاره دي؛ خو د دواړو له یووالي، يو کار او يوه پایله پیدا کېږي. دغسې د انسان سترګې هم دوې دي؛ خو څيز يو ويني او د دغو دواړو صحیح او فطري یووالی، د نړۍ په نظام کې، د عمل وحدت او سپېڅلی ژوند پیدا کوي.
د تکامل قانون راښيي، چې په دنيا کې د هر څيز لپاره ضد يا توړ شته، چې يو بل وصل، جذب يا دفع کوي او له دې عمل او حرکته، ژوند پيدا کېږي؛ خو دا حقیقت دی، چې څومره، جذب يا دفع، د اعتدال پر فطري قانون روان وي؛ لکه د نړۍ لويه کارخانه چې روانه ده او هېڅ درز پکې نه پيدا کېږي، دغسې به د ښځې او سړي له فطري او معتدل تړاوه، د انساني تمدن په کالبوت کې ژوند پيدا کېږي او بشري ډول په امن و امان او خوشحالۍ پرمختګ کولای شي.
خو تر هر څه مخکې د اعتدال په مفهوم کې څېړنه پکار ده. سره له دې چې په تېرو مخونو کې مو ددې په هکله، د ډېرو پوهانو رايې بيان کړي، اعتدال هغه عدل ته وايي، چې د تلې دواړه طرفه، یو له بل سره برابروي؛ خو برابري او مساوات د کم/ څومره والي په حيث نه؛ بلکې د کيف/ څرنګوالي په حيثيت ګڼل پکار دي؛ ځکه که د کم په لحاظ، دا ډول اعتدال صحيح وګڼو؛ نو نه به چېرته حقيقي مرکب پیدا شي او نه به د انسان څه چې، د ټول کائنات په کالبوت کې د ژوند آثار پيدا شي.
حقیقي اعتدال څرنګه چې د لفظ له مفهومه ښکاره ده، بیخي نشي پیدا کېدای؛ بلکې د اعتدال صحيح مطلب دا دی، چې مرکب، په فطري ډول، د انسان له مقصد سره سم جوړ شي، په دوو وګړيو کې بايد چې يو لاسبر او دويم مغلوب او تابع وي. که داسې ونشي، د ژوند کارخانه به وځنډېږي.
په هرو دوو انسانانو کې، یو له بل سره د تړاو پر مهال غبرګون راپیدا کېږي او دواړه هڅه کوي، موړ اغېزمن او د ځان تابع کړي. تر کومه چې په دغو دواړوه کې ددې غبرګون جګړه روانه وي، دواړه به په کړکېچن حالت کې وي او چې کړکېچن حالت ختم شوی نه وي، يو وګړی هم له خپل مقصد سره سم، د ژوند لار نشي جوړولای.
په دغو دواړو کې به حقيقي دوستي او ملګرتیا، کله هم نه پیدا کېږي؛ ځکه له کړکېچن حالته تعمير نه؛ بلکې تخريب پیدا کېږي؛ خوچې کله په دغو دواړو کې يو لاسبر و، دويم مغلوب شي؛ نو په تړاو کې یې د اعتدال پيدا کېدو په وجه، کړکېچن حالت ختم شي. دا غلبه که په ځواک ترلاسه شوی وي که په مینه؛ په هر حال کې به کړکېچن حالت ختمېږي او د ژوند په ګډو کشالو کې به د لاسبر عنصر اقتدار قیام مومي او هغه مغلوب يا تابع عنصر به يې پشتی بدرګه يا مرستيال وي.
په داسې حال کې، که لاسبر عنصر، په خپله، په فطري ډول، د اعتدال په صفت موصوف وي؛ نو د خپل تابع عنصر، د ژوند به پوره پوره خيال ساتي؛ ځکه پوهېږي، چې د همدې تابع عنصر په ملګرتيا یې د اقتدار ماڼۍ ولاړه ده او د هغه په تعاون او مرسته لګيا دی، د ژوند له خوږو ګټنه کوي او ملت ته هم دا خواږه رسوي.
دغسې په ډاکټرۍ او يوناني درملو کې هم دوه ډوله درمل وي، چې يو ډول يې مفرد او دويم یې مرکب وي. په مرکبو درملو کې، د رنځ د دفع کولو لپاره، يوه برخه لاسبره وي او نورې برخې يې معاون، مرستیال او بدرګه وي ؛ نوځکه د درمل نوم یې د لاسبر جزء د نوم په مناسب ايښودل کېږي؛ لکه ملېريا مکسچر يا خميرهٔ ابرېشم او همدغه قانون، د کائناتو په هر مخلوق کې روان دی.
له لمره ستوري او سپوږمۍ رڼا او ژوند مومي، په حيواناتو کې هم يو اغېزمن او بل مؤثر وي، د تخم له دانې هم هله ونه پيدا کېدای شي، چې د دانې خپل منفي ځواک، د ځمکي د منفي ځواک په ملګرتيا، د دانې وجود روست کړي؛ خو د دانې خپل مثبت ځواک، غځونې وکړي او سر رابهر کړي. غور پکار دی، چې د تخم په دانه کې ارومرو مثبت ځواک تر منفي زيات وي او که دواړه ځواکونه مساوي وي؛ نو کله به هم زرغون نشي؛ ځکه په دواړو ځواکونو کې به د غبرګون لړۍ هډو پیل کېدی نه.
په دې ډول د برښنا دوه تارونه ګڼل پکار دي، چې د دواړو له معتدل تړاوه رڼا پیدا کېږي، اوبو ته وګورئ، چې د اوبو وجود، ساينس پوهان د دوو اجزاوو مرکب ګڼه، چې یو عنصر پکې اکسیجن او دويم د هايدروجن دی. په دې مرکب کې هم، د اکسيجن مقدار، د هايدروجن تر مقداره زيات او پکې لاسبر دی او که دا دواړه اجزاء، يو له بل سره مساوي او برابر وای؛ نو داسې زهر به ترې پيدا شوي وای، چې د هر ژوندي څيز ژوند يې ختماوه؛ ځکه په دغو دواړو عناصرو کې يو پر بل د غلبې د ترلاسه کوونې جګړه يا خو پېلېده او چې پیل شوې وای؛ نو د غبرګون لړۍ به تل جاري وای او ددې کړکېچن حالت په وجه به اعتدال نه پیدا کېده؛ نوځکه د هغو دواړو له ګډون او تړاوه به ژوند نه؛ بلکې هلاکت پیدا کېده؛ ځکه ژوند خو له اعتداله پيدا کېږي او د اعتدال حقیقي مطلب دا نه دی، چې د يوه مرکب دوه عنصر دې دواړه، یو له بل سره په قوت او تاثير کې برابر وي، قدرت چې په اوبو کې د اکسیجن زیاته او د هایدروجن کمه برخه شامله کړې؛ نو له همدې روغتیا پیدا کوونکې اوبه پیدا شوې او هم دې ته اعتدال وايي.
له دې روستي مثاله به تاسې انداز کړې وي، چې له اعتداله مراد څه دی، دغه روغتیا بښوونکې اوبه چې زموږ او د ټولو حيواناتو، د ژوند سبب دی، د اعتدال حقیقي مظهر/ ښکارندوی دی، ټول کائنات هم تردې آرونو لاندې جوړ دي او په همدې کې، د ژوند حقیقت پټ دی.
ددې ټولې وینا لنډیز داچې، هر مرکب به ارومرو يو لاسبر جزء غواړي، په دوو متقابلوو اجزاوو کې به ارومرو يو اغېزمن او دويم مؤثر وي، يا په بله وینا: یو جزء به فعال او دويم منفعل وي او هر کله چې په دواړو اجزاوو کې، د کيف/ څرنګوالي او کم/ څومره والي په لحاظ برابري وي، هلته به مرکب صحیح او له مقصد سره سم نه پیدا کېږي او د دواړو ترمنځ به ټول عمري جګړه روانه وي او په پایله کې به د ژوند پرځای هلاکت پیدا کېږي.
دا فطري قانون چې څومره د استدلال په رڼا کې روښانه او ځلاند دی، تردې زيات ارواییز او د هر انسان د پوهې جوګه هم نه دی؛ نوځکه له دې واقعيته انکار هم په ژبه نشي راتللی.
په ښځه او سړي کې فعال او منفعل عناصر
اوس به راشو ښځو ته او و به ګورو چې په ښځه او سړي کې کوم عنصر فعال او کوم منفعل دی؟ کوم اغېزمن او کوم مؤثر دي؟ کوم لاسبر او کوم مغلوب دی؟
دا حقیقت د لمر په څېر څرګند دی، چې ښځه تر سړي په هر لحاظ کمزورې او کمه ده؛ د نړۍ پوهان، ډاکتران او حکماء ټول په دې کې سره يوه خوله دي، چې د ښځې جسم، د ښځې زړه، د ښځې ماغزه او هر څه، تر سړي کمزوري دي. تاريخونه پردې خبره ګواه دي، چې هر کله ښځه د سړي پر اعصابو قابضه شوې، په تمدن کې زلزله راپيدا شوې؛ ځکه ښځه هم د انسان په حیثيت، پر سړیو د خپل اقتدار قايمولو په تکل کې وي او همېشه په دې کوښښ کې وي، چې سړی یې په مخکې د نياز سرونه ټیټ کړي او دا یې د فطرت غوښتنه هم ده؛ ځکه مخکې مو وويل، چې په دوو اجزاوو کې، يو تر بله ارومرو د اقتدار جګړه پیدا کېږي او دا جګره هله په خيريت خاتمه مومي، چې يو جزء لاسبر شي؛ نو په هره زمانه کې چې ښځه له سړي سره، د خپلو حقوقو په جګړه کې مساوي شوې، د تمدن ځنکدن پیل شوی او چې بيا تر مساوات وړاندې تېره شوې؛ یعنې پر سړي لاسبره شوې؛ نو تمدن د هلاکت کندې ته پرېوتی دی؛ ځکه د فطري قانون د مخالفت په وجه، د افعالو او د اعمالو پایلې، د اعتدال له مخې نه دي وتلي؛ نوځکه تمدن سقوط موندلی او دا کړکېچن حالت ځکه پيدا شوی چې ښځې له سړي سره سيالي راخستې وي او د سړیو پېښې یې پیل کړې وي ؛ نوځکه ښځه ددې وړ نه وي پاتې، چې خپله فطري دنده ترسره کړای شي.
که خپل جوړښت ته یې کتلای او فکر يې کولای، چې لوی څښتن داسې وجود ورکړی، چې د ماشومانو د روزنې او د کور د انتظام سره تړاو لري؛ نو نه يوازې به یې ژوند له فطري قانون سره د اتحاد کولو په وجه خوشحال وای؛ بلکې دا هڅه او زیار به هم ورته اړین نه و، چې خاوند یې تابع شي او هر کار یې په اشاره وکړي؛ ځکه د دواړو په تړاو کې به د اعتدال په وجه، ژوند موجود وای او خاوند به طبعاً له ښځې خوشحال او په دلدارۍ او محبت کې به یې بوخت و.
اوس به وګورو چې د نړۍ حکماء د ښځې په هکله څه نظر لري.
محی الدين ابن العربي وايي: « حضرت عيسی ځکه د دومره نرم زړه خاوند و چې پلار یې نه و ( بې پلار پیدا و) او خپلو مریدانو ته یې ويلي وو، چې په ذلت سره ماليه ادا کوئ او څوک چې په يوه ډډه، په مخ څپېړه درکړي؛ نو بله ډډه هم ورته نيسئ. دا اغېزې يې ډېری له موره موندلې وې؛ ځکه د سړي په موړه کې ښځه لاندې ده، هم شرعاً او هم حساً. »
ابن العربي صاحب يو بل ټکی ښيي: «منفعل عنصر په شا ځي او فاعل عنصر ورپسې ځي، دا صفت په حيوان او انسان دواړو کې موجود دی، ان تردې چې په ونو بوټيو کې هم؛ نو په ښځه کې د حيا ماده زياته او څومره چې ددې حيا ساتنه کوي، د فطري قانون غوښتنه پوره کوي او تمدن هله روڼ او ځلاند وي، چې ښځه په فطري قانون روانه شي.»
او دا حقیقت په هره ښځه او د نورو حيواناتو په ماده کې وينو؛ لکه چرګه چې له چرګ تښتي. د ښځې نازک بدن ددې وړ نه دی، چې تر خپل فطري توان او ځواکه زيات، بار اوچت کړي؛ خو د د اقتدار ترلاسه کونې جذبه یې عقلي قواوو ته دا موقع نه ورکوي، چې دې حقیقت ته په سړه سينه فکر وکړي. هغه د کور د چاپېریال کار سخت ګڼي؛ ځکه ترې اړخ کوي؛ ته وا د سړي د زمې نيم کار هم ښځه واخلي او راپاڅي او د سړيو کار په لاس کې واخلي او خپل نيم هم ورته پاتې شي؛ نو پایله يې دا شي، چې هغه خپل يې نيمګړی پاتې شي او د سړي د زمې هم نيمګړی پاتې شي.
افلاطون وايي: « د خدای منندوی يم، چې له نسله يونانی يم، وحشي نه يم، آزاد يم، مریی نه يم، سړی يم، ښځه نه يم او تر ټولو لوی شکر دا دی، چې د سقراط په زمانه کې پيدا شوی يم.»
دا خو مو وويل چې په ښځه او سړي کې چې د فعل او انفعال کومه لړۍ جاري ده، هغه د ژوند لامل ده، چې منفعل څيز، له فاعل څيزه، د ژوند په ټولو اړخونو کې اغېزمن نشي او متابعت یې ونکړي، نه خو ژوند پيدا کېدای شي او نه په ژوند کې نظم او انډول او له همدې لامله، روڼ تمدن هم نشي جوړېدای.
د یوې شنډې ښځې حالت ته کتل په کار دي، چې ولې یې اولاد نه پيدا کېږي؛ ځکه ددې وړ ه نه وي، د سړي نطفه ومني؛ نو په پایله کې یې اولاد نه پيدا کېږي. دغسې چې په انساني تمدن کې، ښځه د سړي ترلاس لاندې نه وي، تمدن چلېدای نشي او چې دواړه برابر شي، پکې همېشنۍ ډغره روانه وي او چې ښځه لاسبره شي؛ نو د تمدن په شرطونو کې کمی راشي؛ يعنې دين، قوميت او ژبه او چې دا درې شرطه قايم وي؛ نو تمدن به انډول او وګړي به خوشحال وي؛ خو که ماديت غلبه وکړه؛ نو پایله به یې پر سړيو د ښځې لاسبری وي او ددې سره به په تمدن کې انډول او اعتدال پاتې نشي او تمدن به په غیر فطري لار روان شي.
روډولف اوېکن وايي: « د تکامل قانون، د انډول په شکل ظاهرېږي او دا د واړه تضادونه يا دواړه قطبونه يو بل بشپړوي؛ لکه باران او لمر او شپه او ورځ چې مېوه پخوي.»
ارسطو وايي: «سړی بادار او ښځه وينځه ده، د ښځې اراده کمزورې او د کردار په هکله قوي نه ده، د کور سمبالولو کار ورته بهتر دی او پکار دي، په بهرنیو معاملو کې، ښځه د سړي تابع وي او د کور په معاملو کې سړی د ښځې تابع وي، ښځو ته پکار دي، د سړو پېښې دې نه کوي.» او همدغه یې د افلاطون په جمهوريت کې هم لیکلي دي.
ځينې هغه ورونه چې تر حده زيات، د ښځو مرستيال دي او وايي، چې په ښځه او سړي کې هېڅ توپیر نشته، دواړه په وجودي او صفتي لحاظ برابر دي. دوی چې د دلایلو په زغل کې پاتې راشي؛ نو په پای کې ووايي، چې اوس د افلاطون او ارسطو تر زمانې ذهن، ډېر وړاندې تللی او اوس د زړې زمانې ټول دلايل ختم شوي او لا وايي، چې دا سړی خو هم له ښځو پیدا شوی؛ نو بيا سړی تر ښځو په څه لويه مرتبه لري.
دغو روڼو ته وايو: دا خبره رښتيا ده، چې سړی له ښځې پیدا کېږي؛ خو دا هم حقیقت دی، چې ښځې هم له سړيو پیدا کېږي، موږ چې سړی تر ښځو اوچت ګڼو؛ نو دا په دې پار نه چې ګوندې له ښځو خپه يو او مرتبه یې په بده اراده ارومرو کمول غواړو؛ بلکې په دې لړ کې، د فطري قانون ښودنه کوو او په همدې کې د ښځو بهتري او ښېګڼه ګڼو، ګنې دا روڼه دې غور وکړي، چې لعل هم له ګټې پيدا کېږي او لعل پخپله هم يوه ګټه وي؛ خو قيمت يې تر هغې ګټې ډېر وي، چې ترې پيدا شوې، دا لا څه مرغلرې ته وګورئ، چې له سيپۍ پيدا کېږي؛ خو څوک ويلای شي، چې مرغلره تر سيپۍ کم قيمت لري او دا خو ښکاره خبره ده، چې د مورو پلار په هکله د اولاد اهميت زيات وي؛ ځکه په اولاد کې یې د مورو پلار او نيکونو د شخصيت ميراثه هم راغلې وي او خپل ځاني شخصيت او انفراديت هم لري.
که ووایو چې د ځينې وروڼو له ښځو سره دا مرسته، د ماديت د غلبې اغېز دی؛ نو غلطه به نه وي، په تېره په دې موجوده وخت کې خو مادي برترۍ، ښځه بېخي د فطري دندو له پوره کولو پاتې کړې. دا خلک چې د ښځو څومره درناوی کوي، چورلټ مصنوعي دی او د جنسي خواهشاتو د پوره کولو د جذبې اغېز دی.
ښځه د ځانخوښۍ په جذبه کې دومره ډوبه وي، چې له عقله کار نشي اخستی او دې ته فکر نه کوي، چې د نننۍ ماديت د زمانې سړيو ترې بېخي د لوبو یو څيز جوړ کړی، ان تردې چې د ښځې خپل ذاتي نوم يې هم ورک او فنا کړی، د هرې ښځې نوم مس Mrs فلان يا Miss پلان ليکل کېږي، چې په دې کې هم د سړيو برتري، ښکاره غځونې کوي او د ښځې ددې مصنوعي درناوي په پایله کې، ښځه دومره آزاده شوه، چې خپل فطري نسواني اخلاق يې پرېښودل او له دې سره یې هغه فطري حيا هم ختمه شوه، چې د فطرت او شخصيت رڼا یې وه. د حيا د ختمېدو پایله دا شوه چې د فطري دندې په پوره کولو کې نقصان پيدا شو او له دې سره په تمدن کې هم کړکېچ راښکاره شو، يوازې دا نه؛ بلکې ښځې د ضبط تولید او نورو غير فطري اعمالو په وجه، د تمدن په بنسټونو زلزله راوسته؛ خو په دې کې ډېر قصور د سړيو دی؛ ځکه یو خوا خو سړي د ښځو تابع شول او دا د هغه لاسبر مادي برترۍ اغېز و، چې نن سبا په دوی کې پيدا شوی او بلخوا، دوی ښځه د فطرت له ماڼۍ راوغورځوله او د مادي برترۍ پایله وه، چې خپل هر څه یې په يوه جنسي جذبه قربان کړل.
پکار خو دا ول، چې د فطري قانون په رڼا کې یې د ښځې روزنه کړې وای، اپوټه ښځه یې ښوونکې شوه او اوس يې ورته هېڅ علاج نه ورځي.
زما يو دوست چې د ښځو ډېر خواخوږی او مرستيال دی، همېشه په دې هکله راسره ویینه کوي او کله کله د ویینې په دوران کې د معقوليت له کړۍ هم وځي. فکر مې وکړ، ښه به دا وي، د نر او ښځې د فطري تړاو يو بديهي او مشاهده کېدونکی دلیل ورکړم، چې تسلي يې وشي او بيا مې يوه ورځ د سېل په بهانه ژوبڼ ته بوت. یوازې به هم، کله کله، هلته تلم او هلته مې د ځناورو د ژوند تېرولو پوره پوره معاينه کړې وه، ړومبی مې یو داسې ځای ته بوت، چې هلته يو لنګور او ماده یې ساتل کېده. زه به چې ورغلم؛ نو اکثر به داسې وو، چې لنګور به ورته پورته و او ماده به لګيا وه، په وېښتو کې يې ګوتې وروهلې راوهلې او له وېښتو يې حشرات ترې لرې کول. داسې پېښه وشوه، چې ورغلو؛ نو لنګور ورته پروت و، د ماديانې په غېږ کې يې سر ايښی و او هغې ورله په وېښتو کې ګوتې وهلې، لنګور څه داسې په وقار او تمکنت پروت و، چې صفا داسې ښکارېده، هغه دا خپله ماديانه بېخي خپله وينځه ګڼي، ما هغه دوست ته وويل: وګوره او فکر وکړه، هغه ځواب راکړ، دا هېڅ خبره نه ده، کېدای شي، کله کله لنګور هم د خپلې مادیانې، همدغه شان خصمانه او خدمت کوي. ما ورته وويل: ډېره ښه ده، مخکې به ولاړ شو؛ خو تر تګ مخکې دې هغه ورانپوهاوی دريادوم او لرې کول یې هم غواړم، چې اکثر په دې ټينګ يې چې ښځه تر نره ډېره ښکلې وي؛ نو هم ځکه که هغه، تر نر زياته نه وي؛ نو کمه هم نه ده، ښه فکر وکړه او وګوره چې دا لنګور ښکلی دی، که ماده یې؟ خو بیا یې هم دا دلیل و نه منه. وړاندې ورغلو، ډول ډول د چرګانو جوړې ګرځېدې، په يوه چرګ پسې څو څو چرګې ګرځېدې، ما ورته وويل: اشنا واخله دا دې بل مثال او انصاف وکړه، چې نر لاسبر دی، که ماده او دې ته هم ښه ځير شه، چې چرګې ښکلې دي که چرګ؟
په دې خبره هم یې ویینه پیل کړه؛ خو د ویینې په کړو وړو کې يې هغه ګرمي نه وه او چې لږ نور وړاندې ولاړو؛ نو د طاوس جوړه مو وليده، طاوس خپل وزرونه پرانستي ول، له لکۍ يې ببوزی جوړ کړی وه او ماده غلې ورته ولاړه وه. ملګري ته مې وويل: دی جوړې ته وګوره او فکر وکړه چې په دې کې لاسبر کوم دی او مغلوب کوم؟ کوم یې ډېر ښکلی او کوم یې ناښکلی دی؟ که د انصاف په ټکي ګوته نه ږدې؛ نو د طاوس پر وړاندې به یې دا خړه پړه ماده، کله هم ښکلې و نه ګڼي.
ملګری مې خېجله غوندې شو؛ خو ويې ویل: «دا د احساس او فطري غوښتنې چل ول دی، دې ماديانۍ ته به ارومرو، دا طاوس ښکلی ښکاري او دې طاوس ته به له ځانه دا ماده ښکلې ښکاري»
په دې خبره مې وخندل او و مې ويل: اکثر مې درته ويل: څومره چې ښځه ښکلې راښکاري، تردې زيات موږ ښځو ته ښکلي ښکارو او دا د جنسي ولولې غوښتنه ده؛ خو دوسته! د جنسي ولولې غوښتنه، کله هم د حقیقت ترجمانه نشي کېدای. حقیقت جلا څيز دی او په ګوته کول یې د عقل کار دی. که له جنسي ولولې، په آزاد حقیقت فکر وکړو او له عقله کار واخلو؛ نو هله به حقیقت ته ورسو؛ ځکه جنسي ولوله خو یو سملاسي څيز دی، چې څپه یې راشي؛ نو عقل او فکر بېخي وځنډېږي او چې د جنسي ولولې له اغېزه آزاد شو او فکر وکړو؛ نو پوه به شو، چې په حقیقت کې، زياته ښکلا د نر برخه ده که د ښځې.
او دا خو ښکاره خبره ده، چې جنسي ولوله مو د دغو مارغانو او ځناورو د ښکلا او غلبې په هکله، بېخي له پرې جذبې آزاده ده؛ نو اوس فکر وکړه چې سلیم عقل څه رايې درکوي.
خو هغه په خپل ضد ولاړ و، سره له دې چې په خبرو کې یې د استدلال قوت نه وه پاتې. وړاندې تېر شو، د مزرې پنجرې ته ورغلو، هلته هم د نر او ماده هماغه حال وه او زما دوست په خپل ضد ولاړ و، خبرې مو کولې او یو خوا، بلخوا ګرځېدو او چې راستنه شو؛ نو تر کوره زما ملګری پړې ته غاړه کېنښوده.
دلته پوښتنه پيدا کېږي، چې په څارویو او نورو حیواناتو کې ښځه د نر تابع وي او دا يو بديهي حقیقت دی؛ نو انسان هم يو حيوان دی، سره له دې چې خلک ناطق يا متمدن يا سوشل حيوان ورته وايي؛ خو بيا څه وجه ده، چې دا حیوان، کله کله د ښځې داسې تابع شي، چې بېخي د سړیو له قطاره وځي.
ځواب یې دا دی، چېرته چې طبيعي فطري نظام روان وي، هلته د فطري قانون پلې کېدنه بې خلله روانه وي او چې اجرامو ته ګورو، له همېشه راهیسې یې نظام يو ډول روان ښکاري او هېڅ تبديلي پکې نه ده راغلې. د حيواناتو نظام همدغسې دی، چې دا هم ډېری طبيعي دی او شعور یې هم ورته تر فطري غوښتنو سوا بل هېڅ نشي ښودلای؛ یعنې شعور يې تر طبيعت لاندې کار کوي؛ نوځکه د حيواناتو نظام هم، چورلټ له درز او خلله پاک دی.
پاتې شو انسان؛ نو د انسان په نظام کې ځکه اکثر درز او بې نظمي وي، چې وجود یې يوازې طبيعي نه؛ بلکې طبيعي شعوري او عقلي درې واړه دی، د وجود هر عنصر یې ځانته جلا غوښتنې لري او د هغه وجود له دې درېو عناصرو له غوښتنو سره يو شان او برابر نه دی او چې په دې درېيو عناصرو کې یې اعتدال او انډول نه وي؛ نو وجودي نظام یې هم متعادل او معتدل نه وي، همد غه وجه ده، چې انسان تر نور مخلوقه، د وجودي جامعيت د درلودنې په وجه، د خوند او خوشحالۍ له ولولې، ډېر زيات اغېزمن وي او بیا یې د وجود درې واړه عناصر هم، هر يو ځان ته خپل خوند او خوشحالي غواړي؛ خو ددې درې واړو عناصرو د خوند او خوشحالۍ کيفيت، بېخي يو د بل په څېر نه دی ؛ نوځکه پکې اعتدال او انډول نه پيدا کېږي.
د انسان حيواني ولوله په جلا ډول، د خپل خوند او خوشحالۍ تصور کوي او انساني ولوله یې جلا او بيا ددې دواړو د مسرت او خوند له تصوره، د انسان روحاني ولوله، په جلا ډول، د خپل خوند او مسرت تصور لري، حال دا، هر عنصر چې لاسبر شي، د خوند او مسرت چورلیځ به يې هماغه لاسبر عنصر وي او دا حقیقت دی، چې په پېل کې، د انسان حيوانيت یې پر انسانيت او روحانيت دواړو لاسبر وي؛ نو ښکاره خبره ده، چې د انساني خوند او مسرت چورلیځ به یې هماغه حيوانيت وي او په حيواني خوند او مسرت کې، تر جنسي خوند او مسرت زيات بل هېڅ خوند او مسرت نشته؛ نو ثابته شوه، چې کله انسان د حيوانيت تر غلبې لاندې وي، هغه به د خپل خوند او مسرت د پوره کولو لپاره، د ښځو متابعت او نازبرداري کوي او همدغه نیمګړتیا یې د تمدن لپاره د زلزلې حيثيت لري.
د خوند او مسرت په حقيقت به هم څه خبرې وکړو، چې د مقصد په وضاحت کې مو اسانتيا پيدا شي.
ارسطو د ژوند او اخلاقو مقصد مسرت او خوند ګڼي او وايي: «خير په خپله هېڅ څيز نه دی؛ بلکې د مسرت د ترلاسه کونې پایله ده، چې مسرت غواړو؛ ځکه له لارې یې مسرت ترلاسه شي.»
بيا یې ارسطو د ترلاسه کونې په ترڅ کې ویینه کوي او وايي: « دا ترلاسه کونه په دې پورې ځانګړې ده، چې په انسان او نورو حيواناتو کې څه توپیر دی؟ »
هغه دا فرضوي: انساني مسرت دا دی، چې د انسانيت هغه لازمي غوښتنې پوره کړای شي، چې موږ انسانان، له نورو ژونده سرو/ موجوداتو ځنې ممتازوي او هغه ځانګړی فضيلت، په انسان کې د فکر قوت دی.
بیا وايي: «معلومه شوه چې د انسان لپاره مسرت، په عقلي ژوند کې دی؛ ځکه همدغه صفت ورته پر نورو حيواناتو اقتدار ورکوي؛ خو ددې لارې رهنما يو څيز دی او هغه اعتدال دی. اعتدال د سيرت د ځانګړنو درې لارې ښيي، چې افراط و تفريط يې آخري صفت دی او منځنی صفت يې نېکي ده، چې هغه اعتدال دی؛ لکه د بزدلۍ او تهور ترمنځ شجاعت، د بخل او اسراف په منځ کې سخاوت او په عجز او غرور کې انکسار.»
نو معلومه شوه، چې په اخلاقي او ښه لار کې، اصلي څيز هغه دی، چې ښې او موزونې پایلې ترې راوځي او هغه د ښځې او نر معتدل او متعادل تړاو دی. تر اوسه چې انسان په دې هکله، د يوه روڼ تمدن د جوړولو په لار کې پاتې راغلی، سبب یې دا دی، چې انسان نه هم د خپل فطرت بدلولو په فکر کې دی او نه هڅه کوي، د نظام او تمدن تر جوړولو مخکې، خپل فطرت، د تمدن او تهذيب لپاره موزون کړي. ده په بېلابېلو ادارو کې بدلون پیل کړی؛ نو پایله یې دا شي، چې د انسان تغير نه منوونکی فطرت، بيا هغه مردود تمدن قايم کړي، چې پخوا يې هم انسانان د معقوليت له ګړنګه غورځولي وو. فطرت تل د عقل کروړې ته اړتیا لري او بې له دې، د انسان له مقصديت سره سم نه ځي.
داسې نور ډېر فلاسفه دي، چې بې له مادې، پر بل هېڅه قايل نه دي او تر مرګ روسته، د انساني اعمالو هېڅ پایله نه مني. دوی هم د ژوند مقصد خوند، مسرت او سکون ګڼي؛ خو په خواشینۍ ددې نظريې په وجه په نړۍ کې پر هېڅ اخلاقو قایل نه دي؛ نوځکه د خپل خوند او مسرت لپاره، د انسانانو زبېښاک هېڅ بد نه ګڼي. په دغو خلکو کې ډېری، د مېکياولي پر فلسفې هم قاېل دي او بنسټ یې چې د حکومت او اقتدار خاوندان دي، د خلکو تېر ایستنې ته په ظاهره له اخلاقو ملاتړ کوي؛ خو په باطن کې دې خپل مقصد او اقتدار تر نظر لاندې ساتي او خلک همېشه، په ورانپوهاوۍ کې ساتي او په اند یې تر ټولو لویه نېکي، ډپلوماسي ده.
د ښځو د درناوي مثال يې دا دی، چې ښځه د حکومت پانګه ګڼي، عصمت او عفت ته یې پر هېڅ ارزښت قایل نه دي او سړيو ته يې آزاده پرېږدي او سړی هم ورته آزاد وي. په ظاهره خو، دا مادييين د ښځې داسې درناوی کوي، چې چېرته ښځه راشي، په ادب ورولاړ شي، چوکۍ ورپرېږدي او په خپله درېږي، په ګاډي/ موټر کې چې سپرېږي، لومړی ځای ښځې ته ورکوي او دا يې اصول ګرځولي وي، (Ladies First)؛ يعنې «لومړۍ ښځې» او بيا سړي.
د ځانخوښۍ ولوله، ښځې له خپل حقیقي حیثيته غافلې کړي او دې ته نه ګوري، چې د ماديينو دې درناوي نه يوازې د خور، مور او لور د منصب د فرائضو له پوره کونې بې برخې؛ بلکې د دوی خپل انفراديت يې هم ختم کړ او يو منقوله شتمني یې ترې جوړ کړه.
پر وړاندې یې اسلام چې ښځې ته کوم حقوق ورکړي؛ نو تر اوسه یو دین او ټولنې هم ترې بهتر فطري او حقیقي حقوق نه دي ورکړي.
څرنګه يې چې د سړيو حق پر ښځو مقرر کړی، دغسې يې د ښځو حقوق هم پر سړيو مقرر کړي، ښځې ته يې د خاوند او پلار دواړو په شتمنۍ کې برخه ټاکلې، د ښځې د فطري حيا او عفت ساتنه يې کړې او ښځه يې یو سپیڅلي او پاکيزه څيز ګڼلی او د سعادت او فضيلت ترلاسه کونې ته يې ځلاند قوانين ټاکلي دي.
نو د ښځې روزنه دې همغسې وشي؛ څرنګه چې مو د روزنې په باب کې کښلي وه، ترڅو ښځه د همدې وړ وي، چې د حيوانيت له جغه آزاده وي او د ژوند مقصد، روحاني او انساني مسرت او خوند وګڼي.
څرنګه چې مو وويل: د هر څيز خوند او مسرت یې د وجودي صفاتو له چورلیځه ګرچاپېره چورلي او د انسان حقیقي او بنسټز شخصيت، انسانيت او عقل دی؛ نو باید چې د خوند او مسرت چورلیځ یې هم انسانيت او عقل وي.
د حيواناتو او حشراتو بنسټیز صفت، حيوانیت او شعور دی؛ نو يقيناً به یې خوند او مسرت هم حيواني او شعوري وي. دغه شان. د روح خوند او مسرت به روحاني وي او په انسان کې دا درې واړه حيثيته موجود دي؛ نو که پر انسان، حيوانيت لاسبر وي، د حيواني خوند او مسرت په څپو کې به بهېږي، هېڅ اصول به یې نه وي او نه به د خپل خوند او مسرت د تر لاسه کونې په لار کې خنډ خار زغملای شي. پایله به یې دا وي، چې کمزوری به د زورورو ښکار وي او انسانان به د فطري تکامل په لار کې د خپل انفرادي برترۍ له مخې، له تګه پاتې وي.
او که پر انسان روحانيت لاسبر وي؛ نو دومره به په روحاني خوند او مسرت کې ډوب وي، چې له ماديته به بېخي ګټنه نشي کړای او په دې سره به د نړۍ دا ستر کارخانه ځنډنۍ شي او د انسان پوهه او علم به د خامۍ او نيمګړتيا ښکار شي؛ ځکه روحانيت هم د انسان چورلیز نه؛ بلکې مرستيال قوت دی، چې د انسانيت خادم دی او حيوانيت همدغسې ګڼل پکار دي؛ نو بايد چې د انسان خوند او مسرت عقلي وي، چې دا د انسان له بنسټیز صفت، انسانيت سره مطابق دی او انسانيت له يوې ډډې د حيوانيت او له بلې له روحانيته هم خوند او مسرت ترلاسه کوي او دا دواړه خوندونه او مسرتونه په خپل انساني قالب کې اچوي.
ته وا د انسانيت يا عقل د برزخ او اوسط کېدو په وجه، روح ته هم خپل خوند او مسرت رسي او جسم ته هم او دغسې په انساني وجود کې اعتدال او انډول وي او انساني خوند او مسرت، په حقیقي رنګ کې ظاهر شي، په روحانيت او حيوانيت کې ټکر نه پيدا کېږي او دغو دواړو عناصرو ته د انسانيت له مرکزه خپل خوند او مسرت رسي او چې کله انسان د خپل بنسټیز شخصيت (انسانيت) مرکزيت ترلاسه کړي؛ نو په خوند او مسرت کې یې د ټولو انساني وګړیو برخه پیدا شي، هر انسان ته خپل فطري حق ورسي او چې کله انسانانو ته خپل فطري حق ورسي، اعتدال او انډول غځونې وکړي، په نړۍ کې سکون او امن پيدا شي او کله کله راشي، خو لږه زمانه پس، بيا حيوانيت سرغړونه وکړي او دا ځواک او اعتدال ختم کړي.
په دې موجوده زمانه کې، حيوانيت له خپلو ټولو ځواکونو سره، پر انساني ټولنې يرغل کړی او پرې ورخپور شوی؛ نوځکه ځينې ماديين دوستان راته وايي، چې د پرمختګ راز پټ دی؛ خو دې ته فکر نه کوي، دا خو حقیقت دی، چې پر نورو عناصرو، د هر عنصر غلبه، د واکمنۍ د ترلاسه کونې په وجه حکومت کوي او څومره چې د لاسبر عنصر ځواک زيات وي، هومره یې غلبه او واکمني هم زياته وي؛ نوځکه به په مغلوب عنصر کې، د لاسبر عنصر د وجودي صفاتو نفوذ او اظهار هم ښکاره وي؛ نو حال دا، هرې ډډې ته یې د لاسبر عنصر، آثار ظاهر وي، ارومرو به ورته پرمختګ او د هغه عنصر بریا ويل کېږي؛ خو تر هغه چې نور مغلوب عناصر فنا شوې نه وي، یوازې مغلوب وي؛ نو په هر وخت کې یې د مدافعت او د ځان ژغورنې د تکل او اقدام امکان موجود وي او چې کله حالات اجازه ورکړي، د لاسبر عنصر پرخلاف، د سرغړونې بېرغ راپورته او د لاسبر عنصر واکمني له منځه وباسي.
په دې وخت کې هم حيوانيت لاسبر دی؛ نوځکه د نړۍ انسانان بېخي ماديت ته مغلوب او په مادي خوند او مسرت کې ډوب دي؛ ځکه د پرمختګ راز هم ورته په ماديت کې ښکاري؛ خو ورمعلومه دې وي، چې د انسان دوه نور عناصر او روحانيت او انسانيت بیخي فنا نه مني او نه د عمر لپاره د حيوانيت غلبه زغملای شي او چې کله دا ماديت او غلبه یې پای ته ورسي او د روحانيت او انسانيت د فنا کېدو خطره پيدا شي؛ نو يو داسې شديد کړکېچن حالت راڅرګند شي، چې ټوله نړۍ ړچ وخوري؛ ځکه مادي انسان، د صحيح فطرت له لارې کوږ شوی دی او فطرت له چا ځنې خپل مخالفت، د ټول عمر لپاره نه زغمي. بيا به فطرت، چې تراوسه د حيوانيت مرستیال و، د روحانيت او انسانيت مرستيال شي او د حيوانيت پر ضد به ودرېږي.
اندازه به مو کړی وي، چې فطرت، د خوراک څښاک او نورو فطري صفاتو د پوره کولو په لار کې، د انسان مرستيال وي؛ خو که انسان، په دغو کې د انډول او اعتدال خيال و نه ساتي؛ نو همدغه خپل فطرت سزا ورکول پیل کړي او د انسان په وجود کې، ډول ډول ناروغۍ او نیمګړتیاوې راپیدا کړي او د ناروغیو په څرګندېدو، انساني صفات ټول د عقل او انسانيت مرکز ته راغونډ شي؛ ځکه کله د مرګ ژوند سوال پيدا شي؛ نو هر څيز، له خپل مرکزه، مرسته غواړي او په داسې وخت کې، په عام طور سره، د رنځ د لرې کولو درملنه پیلول او د درمل دارو د اړتیا او اهميت احساسول او کارول یې دا خبر ثابتوي.
پردې مهال، د اړتیا له کبله، ټولو انساني عناصرو او صفاتو، د انسانيت او عقل اقتدار او مرکزيت منلی وي، هغه مهال حيوانيت بېخي له کاره وتلی او د يوه ړوند په څېر وي.
نو چې کله، د خپل ژوند ساتنې ته انسانيت او عقل ته رجوع کوو، بايد چې د روغتیا پر مهال هم رجوع ورته وکړو، چې د ژوند حقیقتي خوند او مسرت محسوس کړای شو؛ خو په خواشینۍ چې کله رنځ او نیمګړتیا ختمه شي؛ نو د عقل او انسانيت له مرکزه باغيان/ سرغړاندي شو او بيا د خپل حيوانيت په څپو کې وبهېږو. د عقل شمع مو حيوانيت ترلاسه کړي او د خپلو تورو کارنامو د پوره کولو په لار کې يې کاروي. بيا له همدې عقله د خپل خوند او مسرت په ترڅ کې، نوې نوې طريقې زده کوي او عملي کوي یې چې پکې یوه طریقه یې، د ښځو له ځانخوښۍ او سادګۍ ګټنه کول دي.
د ښځو بېځايه درناوی پیل کړي او د خپل خوند او مسرت د ترلاسه کونې لپاره، له خپل حقیقي منصبه راښکته شي او د ښځو تابع شي. په دې کې هم د سړيو عقلي برتري ظاهره ده، هر څو که سړی له خپلې حيواني ولولې مغلوب وي؛ خو عقلي قوت ته یې ښځې مغلوبې وي او دا پر ښځو باندې د سړيو د افضلیت يو فطري او بديهي دليل دی.
دوی ډېری ښځې په دې تېر باسي، چې د ښځو له درناوي سره سره یې د دوی د حقوقو په لړ کې هم هڅې پیل کړي او دعوی کوي، چې ښځه او سړی دواړه برابر او يو شان دي او هېڅ توپیر پکې نشته، سړي ظالمان دي او همېشه يې په ښځو تېری کړی؛ خوچې د دلايلو په رڼا کې ترې څوک ددې دعوی دلیل وغواړي؛ نو اوتې بوتې پیل کړي.
که په بنسټیز ډول، ښځه او سړی يو شاون وي او يو له بل سره برابر وي؛ نو کله به یې هم فطري تړاو نه و پيدا شوی او نه به تراوسه، د جذب او دفع او قبول اغېزې مرتب شوی وو.
که په دواړو کې يوې او بلې ډډې ته فعل او انفعال وجود نه وای؛ نو نه به دا نړۍ، نړۍ وه او نه د نړۍ نظام؛ بلکې د انسان به هډو وجود نه و، د کورنۍ ژوند سوال خو ثانوي حيثيت لري.
که د انسان په توګه سړی او ښځه يو شان وګڼل شي؛ نو یو معقول پسند انسان به هم انکار ترې ونکړي؛ خو د منصبي او فطري فرايضو په لړ کې، په دغو دواړو کې توپیر نه کول، د يوې ناپوهۍ يا د حيوانيت د سرغړاند احساس له اغېز پرته، نور هېڅ هم په فکر کې نشي راتلی.
د ښځې او سړي په جسماني، ذهني، دماغي، اعصابي او په هر څيز کې توپیر دی؛ نوځکه په دواړو کې د همدې جسماني جوړښت د اختلاف په وجه، د فطري دندو او ذمه واريو هم جلا جلا حیثیت دی؛ دا خو لا څه کوې چې د ښځې جراثیم هم د سړي له جراثيمو جلا او بېخي جلا صورت لري.
ددې پېر ساينس پوهانو چې په دې شرح کې کومه څېړنه کړې او د ښځې او سړي په وينه کې یې چې کوم جراثیم لیدلي؛ نو ترې جوتېږي، چې د دغو دواړو په جراثيمو کې ښکاره توپیر موجود دی، د ښځې جراثيم، د سړي له جراثيمو بېخي جلا دي. د ښځې جراثيم يې په X نامزد کړي دي او د سړي په Y. [دلته د جراثیمو پر ځای باید، کروموزومنه ولیکل شي]
نو ددې مادي تمدن نمیګړنې چې رو رو کومې اغېزې ترتیبوي؛ نو دا اغېزې به په پایله کې، له نړۍ د قيامت او حشر مېدان جوړ کړي. يو معمولي ثبوت یې دا دی، چې په دې مادي تمدن کې روزل شوې ښځه د خپل حُسن د باقي ساتلو لپاره ډېری له مورولۍ ځان ژغوري او که اولاد يې پيدا شي؛ نو دايۍ ته يې وسپاري او کوچنی د دايې او ډاکټرانو په لاس کې لوی شي. روزنه یې هم د مورو پلار له سیوري بهر وشي او بيا چې لوی شي؛ نو نه يوازې، روزنه یې د فطرت د غوښتنو پر ضد شوې وي؛ ځکه د اولاد له فطري صفاتو سره چې تر کومه حده یې د موروپلار فطري صفات متحد او يو شان وي؛ نو هومره، د غیرو وګړيو چرته کېدای شي؛ بلکې له مورو پلار سره یې هم روحاني تړون نه وي پاتې او موروپلار یوازې خپل دوستان ګڼي او هېڅ مینناک نه وي؛ ځکه نه یې د مور شيدې رودلی وي او نه يې د مور په مینناکه غېږ کې وخت تېر کړی وي او نه ترې د پلار د مينې هغه ډک مړوند راچاپېره شوی وي.
هغه که کوي؛ نو له مورو پلار سره به څه مينه وکړي او مورو پلار به څرنګه ورسره هغه فطري مينه وکړای شي، کومه چې په اولاد او والدينو کې اړینه وي؛ ځکه له زېږېدنې سره، د مور له فطري روزنې بې برخې شوی وي او د کومو فطري قوانينو د عملي کېدو په وجه چې په اولاد او مورو پلار کې دايمي محبت پيدا کېدای شي، هغه پرځای پاتې شوی وي. تر زېږېدنې مخکې، قدرت یې روزنې ته، د مور په سينه کې شيدې پیدا کړې وې او د یوه ماشوم لپاره چې د مور په شيدو کې څومره مناسبت او اهميت وي؛ نو هومره په نورو ښځو او خوړو کې چېرته وي.
پایله دا شي، چې د میني مرکز یې نه مور شي او نه دایۍ او هم پر دغو بنسټونو یې د راتلونکي دېوالونه جوړ شي؛ نو داسې انسان چې په هره ټولنه کې وي؛ نو هلته به زبېښاک وي، انساني مینه او پېرزوینه به ختمه او د خپل حوانیت له مسرت او خوند پرته به یې هېڅ آرونه نه وي.
ښځه د مينې په حيثيت
یو بل ته د ښځې او نر څوبتیا، يوه فطري خبره ده او دغه شان، د کايناتو په ټولو اشياوو کې جوړه موجوده ده او په همدې کې د ژوند اهم رازونه پټ دي؛ خو د هر جنس د جوړې لپاره، ځان ته قانون دی؛ ځکه د هر جنس احکام، جلا دي او فطرت په هر جنس کې، د دغه جنس د وجودي کیفيت/ څرنګوالي له مخې کار کوي.
فطرت که په شنو بوټو کې د ودې، لویيدو او غوړېدو عمل جاري کوي؛ نو په جماداتو کې هم، د يوه نه محسوسېدوني بدلون له کبله، د ژوند لړۍ جاري ساتي. دغسې په هر جنس کې د توالد او تناسل لړۍ جاري ده. د هر جنس په وګړیو کې، یو د بل لپاره طبيعي راکښنه وي او د هر جنس په نر او ښځه کې یو د بل لپاره، د محبت ولوله په څپو وي. څومره یې چې له فطري غوښتنو سره سمه وي؛ نو دا ولوله، د هغه جنس د وجود له ژورو پیدا کېږي او چې کله د فطري غوښتنو پر ضد روانه شي؛ نو په ژوند کې یې زلزله پیدا شي. که شنه واښه د پړانګ او زمري خوراک شي او د هوسۍ غوښه په ګډ او وزې وخوړل شي؛ نو هر څوک پوهېږي، چې پایله به څنګه وي، دغسې له يوه جنس سره، د بل جنس جوړه کېدل هم د غيرې فطري عمل له کبله بې پایلې وي.
په کائناتو کې انسان هم، داسې وجود دی، چې هوښيارانو د کايناتو ټولګه ورته ويلې او څه چې په کايناتو کې ځان ته موجود دي، هغه په انسان کې یوازې بالقوه موجود دي. که داسې نه وای؛ نو انسان د کايناتو د نظام په لړ کې پاتې راتلای شو او په دې ترڅ کې یې د لوی څښتن استازیتوب نشو کړای؛ بلکې دا هم ويلای شو، چې دا ټول کاينات په حقیقت کې د انساني حقیقت اظهار دی؛ یعنې انساني خاصه، د کايناتو په صورت کې څرګنده شوې.
بېلګه یې د تخم له يوې دانې ښودلای شو. په دانه کې بالقوه د يوې لويې او دنګې ونې ټول اجزاء موجود وي او چې دا دانه په ځمکه کې ورسته او بيا فنا شي او د بوټي په صورت کې راڅرګنده شي؛ نو دا ټول ظهور، د تخم د هغې يوې دانې وي. چې ونه کمال ته ورسي؛ نو په پای کې هم يوه دانه، د زرګونو دانو په صورت کې بيا راڅرګنده شي او ساينس پوهان هم دې حقیقت ته رسېدلي، چې انساني وجود، د تکامل تر ټولو آخري او کامله کړۍ ده.
چې کله د انساني وجود د جامعيت دې حال ته وګورو؛ نو پوهېږو چې فطرت له انساني وجوده څه داسې غوښتنې کوي، چې له نور ټول مخلوقه بېخي جلا او ډېرې اهمې دي ؛ نوځکه انسان ته عقلي قوت ورکړی شوی، چې د فطرت د غوښتنو د پوره کولو پر مهال، د نورو حيواناتو په څېر، د حيواني احساساتو په څپو کې و نه بهېږي او له همدې لامله به یې د نر او ښځې تړاو هم، تر نورو حيواناتو بېخي ممتاز وي.
د حيواناتو چې بچی پيدا شي، په جسماني روزنه کې یې ښه کړوي او چې پخپله د ژوند کولو جوګه شي، مورو پلار يې وشړي. چرګوړی چې پخپله د دانو په راټولولو پوه شي؛ نو مور يې په وزرو ووهي او له ځانه يې شړي، دلته یې د مور فطري دنده پای ته ورسي؛ خو د انساني موروپلار دنده دلته نه ختمېږي، چې د اولاد جسماني روزنه وکړي او بيا يې ژوند کولو ته آزاد پرېږدي. دوی بچو ته له دې سره سره، د خبرو چل هم ورښيي، د ښو بدو ښوونه هم ورکوي او عامه عقلي روحاني او اخلاقي ژوند ته یې رسوي. د خپلې ټولنې ښه او ګټور غړی ترې جوړوي؛ ځکه په راتلونکي کې همدا بچي، د خپلې ټولنې ذمه وار وګړي وي او د ملت په مشين کې، د نورو پرزو په حيثيت شاملېدونی وي.
اوس ښکاره خبره ده، که د يوه بچي د مور روزنه، په حيواني چاپېریال کې شوې وي؛ نو تر هر څه مخکې یې له خپل خاوند سره اړیکه راځي او دا اړیکه به هم حيواني نوعيت لري؛ لکه چې په عامو حيواناتو کې د جنسي غوښتنې لړۍ روانه ده؛ نو د خاوند او ښځې د محبت احساس به بېخي حيواني وي، چې مصنوعي مينه ورته ويلای شو.
په ازباد کې یې نن د اروپايي پرمختللیو خلکو د طلاقونو ډېروالی وړاندې کولای شو. چېرته چې حقیقي مينه وي، هلته د طلاق هډو سوال نشي پيدا کېدای او چې په يوه ټولنه کې اخلاقي کدرونه هم د حيوانيت تر اغېز لاندې جوړ شي او د روحاني کدرونو هلته هډو وجود نه وي؛ نو ښکاره خبره ده، چې په هغه ټولنه کې به د تمدن هر اړخ، د حيوانيت هنداره وي او حيوانيت د خپل خوند او مسرت په لار کې پر هېڅ روحاني او اخلاقي آرونو قايل نه دی او که کوم آرونه جوړوي؛ نو له خپلې موخې او مدعا سره به يې سم جوړوي او که اخلاق ظاهروي، چورلیځ به یې هم حيوانيت وي؛ نو ددې ډول، د ښځو اولاد به څرنګه د حيواني غوښتنو پر وړاندې له عقله کار واخستلای شي؟ بيا پر موروپلار سربېره چې ټول چاپېرچل یې مادي او حيواني وي؛ نو که هر څو یې د فطرت له لوري، له ځان سره روڼ استعدا راوړی وي؛ خو بيا به هم اړ وي، له خپلې ټولنې سره متحد او متفق ووسي؛ ځکه وړتیا به یې بالقوه ښه وي؛ خو په داسې یوه ټولنه کې چېرته بالفعل کېدای شي؛ نو معلومه شوه، چې د داسې ټولنې په ښځه خاوند کې بیخي حقیقي مينه نشي پيدا کېدای.
بيا په داسې حالاتو کې چې د ټولنې حکومت یې ښځې او سړي دواړو ته يو شان او بېخي برابر حقوق ورکړې وي او په دې لړ کې يې د فطري قوانينو هېڅ لحاظ نه وي ساتلای؛ ځکه ښځه که هر څو انسان دی؛ خو د خپل فطري وړتیا او فطري غوښتنو په لړ کې، کله هم کټ مټ د نر په څېر نه ده او چې حقوق مساوي وي؛ نو هغه به په هره معامله کې له سړي سره ځان برابر ګڼي او په پایله کې به ټکر راپيدا کېږي او اعتدال او انډول به له منځه وځي.
له مساوي حقوقو مو مطلب دا نه دی، چې ګنې د انسان په توګه، ښځه تر سړي کمه ده او د انساني حقوقو په لړ کې، له سړي سره برابره نه ده؛ بلکې مدعا مو دا ده، چې ښځه په هر حيثيت، تر سړي کمزورې او د لطافت او نزاکت ټولګه ده. قدرت یې جسم داسې جوړ کړی، چې د معاشرت په سختو او ګرانو پړاوونو کې برخه نشي اخستلای او که وا يې خلي؛ نو سر ته يې نشي رسولی؛ نوځکه فطري دنده یې یوازې د کور چاپېریال او د ماشومانو روزنه ده او چې ددې فطري دندې په پوره کولو کې پاتې راشي؛ نو په انساني تمدن کې نقصان پيدا شي.
د ښځو ددې غیرې فطري آزادۍ پر ضد د اروپا اکثرو پوهانو غږ پورته کړی؛ خو پر اکثريت يې هېڅ اغېز نه دی کړی. که نن سبا د اروپا د ښځو او سړیو د تړاو اندازه وکړای شي؛ نو معلومه به شي، چې په داسې معمولي معمولي خبرو طلاقونه پېښېږي، چې دلته يې څوک تصور هم نشي کولای. د مثال په ډول: يوه ښځه محکمې ته ولاړه شي او شکايت وکړي، چې زه دې له خپل خاونده بېله کړای شم؛ ځکه په جوش او مینه مې نه ښکلوي، يا داچې د خاوند پوزه مې ښکلې نه ده او ددې په شان نور.
چې د نر او ښځې د اړیکو دا حال وي؛ نو ښکاره خبره ده، چې اړیکه به یې تر کومه حده فطري وي، بیخي به فطري نه وي او چې فطري نه وي؛ نو د اولاد ذهن به یې هم ارومرو له خپل مورو پلار يا د دايې او اتاليق څخه اغېزمنېږي، چې دوی د همغې ټولنې وګړي وي او تمدن يې بېخي پر حيواني بنسټونو جوړ وي؛ لکه حيوانات چې يو په بل کار نلري او له هر حيوان سره، د خپل ژوند د ساتنې شعور دی؛ خو په خواشینۍ، انسان بیا هم کټ مټ حيواني نظام نشي جوړولای؛ ځکه روحاني او انساني عناصر یې هم فنا نه مني او وخت په وخت احتجاج کوي؛ نوځکه په انساني نظام کې انډول او سکون نه پیدا کېږي.
لږه موده وړاندې، د امريکې مشهور فلمي لوبغاړی، چارلي چپلین، خپله ښځه په دې وهلې وه، چې هغه به کله هم کور ته راته؛ نو ښځه به یې له دوستانو سره په لوبو و شتو مشغوله وه او ماشومان به يې په ژړا ژړا په خاورو کښې لوغړېدل. څو څو کرته یې ښځې ته په ښه طريقه ګواښ کړی و؛ خو په ځواب کې یې ښځې ورته ویلي وو: ولې زما په حقوقو تېری کوي؟ زه ستا د زامنو لوڼو ذمه واره نه يم په خپله يې سمبال کړه او بیا چې اړ شو او ښځه يې ووهله؛ نو ښځې محکمې ته شکايت وکړ. محکمې نه يوازې له چارلي چپلنه یې طلاق واخست؛ بلکې د ښځې د ګذارې لپاره يې پرې څو لکه روپۍ تاوان هم کېښود.
په دې کې هم شک نشته، چې په اروپا او امريکا کې داسې ښځې او سړي هم شته چې رښتينې مينه به پکې وي او چې هر ډول اختلاف او جګړه پکې راشي، په کور کې يې په مصلحت او محبت صفا کوي؛ خو د داسې کسانو شمېر په ګوتو کېدای شي. پر تمدن او معاشرت باندې ډېری اغېز د اکثریت کېږي او مثال مو یې پخپله لیدلای دی.
په لواړګي کې يو پېرنګی جګړن و، چې د ډېر سخت خوی خاوند و، هغه خپلې ښځې ته هدایت کړی و، چې بې اجازې یې له بل هېڅ سړي سره چېرته ولاړه نشي او په نشتون کې به یې د کور له چاپېریاله هم بهر نه وځي. يوه ورځ یې تورن کور ته ورغلی و، دروازه يې ټکولې وه او چې ښځې یې دروازه وربېرته کړه؛ نو تورن ورته سلام وکړه، هغې ورته وويل چې ترڅو مې خاوند موجود نه وي، دلته څوک نشي راتلی. دوی په دې خبرو کې وو، چې دپاسه جګړن پرې ورغی، تورن خو لاړو او جګړن خپله ښځه دومره بده بده ووهله، چې په نزدې نزدې کورونو کې يې چغې واورېدل شوې؛ خوچې کله د جګړن بهيره، ګوهي ورکړه چې تورن دننه نه دی تلی؛ نو جګړن له خپلې ښځې بښنه وغوښته او هغې هم په مينه محبت وبښه؛ نورو پېرنګیانو به یې د خاوند پر ضد لمسوله؛ خو له خاوند سره یې داسې محبت و، چې پر ضد یې یوه خبره هم نه منله او هغه جګړن هم داسې پرې مين و، چې اندازه يې نه وه؛ نو که د هغو دواړو اړیکه، د نن سبا د لویدیځو ښځو سړيو تړاو وي، ارومرو به په طلاق ختم شوی و.
ښځه د مور په حيثيت
ښځه چې لومړی د مينې يا د کور د مېرمنې يا د ټول عمري ملګري په حيثيت وي، له اولاد پيدا کېدو سره یې په ذمه واريو کې د يوې بلې اهمې او بنسټیزې ذمه وارۍ زیاتوالی راشي، هغه مور شي.
ددې ټکي په یادونې سره د يوه انسان فکر د همدردۍ، محبت او سرښندنې نړۍ ته مخامخ شي. په ذهن کې یې د ټولو پېښو لړۍ روانه شي، چې له وړوکوالي تر ځوانۍ د مور د محبت او سرښندنې په ترڅ کې تېر شوی وي. هغه د يوه عاقل او پوه انسان په توګه فکر وکړي، چې د روزنې او تربيت په لړۍ کې يې څومره اوږدې شپې په سترګې کې روڼې کړي او په دې هم پوهه شي، چې په دې ترڅ کې یې د ده د ښه روزنې په تکميل کې بریالۍ شوې ده که نه؟
ځکه دا يو حقیقت دی، چې د ماشوم د لومړنۍ روزنې ښوونځی یې د مور غېږ وي؛ نو که ښه روزنه یې شوې وي او په فطري انساني قانون یې ژوند تېر کړی وي؛ نو هغې به کوښښ کړی وي، چې اولاد یې هم پر هغه لار روان شي او که پخپله یې روزنه ښه نه وي شوې؛ نو اغېز به یې ارومرو پر اولاد هم پرېوځي.
په پښتنو کې ډېری داسې زلمي شته چې ملا وتړي او وسله راواخلي؛ نو په يوه ځان، له سلو کسانو سره له مخامخېدنې نه وېرېږي. که څوک ورته ووايي، چې په لار کې درته سل کسان د وژلو لپاره ناست دي؛ نو لار پرېښودل يا لار بدلول ورته بېغیرتي ښکاري او دا د پښتونولۍ بېعزتي ګڼي، هر څه چې ورپېښېدوني وي، پرې ورځي؛ خو په کوم ځای کې چې د بلا، شيشکې يا پيري وېره راشي، پلې یې سستې شي، هره پښه ورته من من ښکاري، غونی يې ځيږ شي او رپندۍ پرې ولګي، هر څو که زړه ته ډاډ ورکوي؛ خو قدم پر وړاندې نه پورته کېږي. ښکاره خبره ده، چې په ماشومتوب کې د يوې وهمي مور له روزنې سره مخامخ شوی، په ماشومتوب کې له «بو» پېري، بلا او شيشکې دومره وېرولی، چې په تحت الشعور کې یې د دغو څيزونو يو کامل نقش جوړ شوی وي. دا هلک که لیک لوستی هم شي او د علم او عقل په رڼا کې د «بو» بلا، پېري او شيشکې له وجوده منکر هم وي؛ خو له دغو وهمي شيانو وېره نشي لرې کولی؛ ځکه دا وېره یې د روزنې په بنسټونو کې شامله شوې وي. پردې سربېره که د پلار او نېکونو لخوا یې په لاشعور کې هم دا ډول وېره په وينه کې ګډه راغلې وي؛ نو بيا خو یې د فطرت رنګ اختيار کړی وي او اوس هغې وېرې د يو کاملې سټې بڼه اختيار کړې وي او دا خو ښکاره ده، چې د بنسټیز څيز لرې کول، د ټول عمارت نړول غواړي.
بيا که څو يو ماشوم د مور لخوا پر توهماتو هم و نه روزل شي؛ خوچې له ګاونډ همزولو هلکانو او جينکیو سره په لوبو کې شاملېږي، ترې د توهم اغېز واخلي؛ خو کومه مور چې پرمختللې او او وړ وي؛ هره ورځ د خپل ماشوم خبرې په غور اوري، حرکاتو او سکناتو ته یې ګوري او چې کله هلک بې سره روږدی شي؛ نو بیا یې بد بد وهي، چې په پایله کې تر بدو بدتر شي.
او چې کوم وخت پوهه شي، چې پر ذهن یې څه توهم اغېز کړی، سملاسي د هغه په ازاله چې کوم اغېز يې اخستی وي. د هغه اظهار طبعاً کوي ؛ نوځکه د هغه مور د هغه د طبيعت د رجحان تبديلي، په هر ساعت کې محسوسولی شي؛ خو که مور يې ددې ډول د فضيلت او وړتیا نه بې برخې وي؛ نو د خپل ماشوم په خبره، حرکاتو او سکناتو هډو پوهېدی نه شي او چې کوم وخت هلک بې سره روږدی شي؛ نو بيا يې بد بد وهي، چې په نتيجه کې، له بدو نه بدتر شي، د کمترۍ احساس پکې پيدا شي، مغلوب الغضب او بزدل شي او بيا له مورو پلار سره هم ښه سلوک نه کوي. تر نوې ځوانۍ په پرلپسې هڅو یې اصلاح شونې ده؛ خوچې ځواني يې پخه شي، بيا د اصلاح کروړه بېخي نه زغمي او که مورو پلار يې د اصلاح تکل وکړي، ورسره موړه کوي. دغه وجه ده، چې ددې پېر پوهانو، د ماشوم روزنې ته پلار غوره کړی دی، چې هغه له اولاد سره دومره ړنده مينه نه کوي، څومره چې يې مور کوي.
ماشوم چې اوه کلن شي؛ نو بايد چې زجر او توبيخ شي؛ ځکه هغه په دې عمر کې ارومرو دومره پوهه لري، چې د پلار لخوا د ورکړ شوي زجر په علت پوهېږي او دا يې علم وي، چې هغه ته ولې دا سزا ورکړه شوه؛ خو مور بیا هم د ډېر محبت په وجه، ماشوم ته سزا ورکول او ژړا خفګان یې نشي زغملای؛ نوځکه د ماشوم اخلاق خراب شي.
تر په کم عمر کې د ماشومانو زجر او توبیخ نقصاني دی؛ ځکه هغه ددې په مقصد او غايه نه پوهېږي او ذهن يې له وهلو ډېر اغېزمېږي او په پایله کې هغه بزدل او وېرېندوکی مغلوب الغضب او د کمترۍ په احساس ککړ شي. هغه که ښوونې ته کېنولای شي؛ نو مناسبه ښوونه هم نشي کړای، توجه یې بېخي لوبو و شتو ته وي، بيا د ښوونځي ښوونکي هم ډېری نه وي روزل شوي او د ماشومانو فطري رجحان ته هم فکر نه کوي او په بېځايه سختۍ کولو د ماشومانو ذهن برباد کړي.
زما د وړوکوالي يوه واقعه ده، کله یې چې د لواړګي ښوونځي ته واستولم؛ نو هغه مهال مې عمر زیات نه زیات اوه کاله وه. ښوونکي مې راته پر تختۍ د پټۍ لیکلو حکم راکړ او هدايت يې راکړ، چې سبا ته يې له ځان سره ليکلی راوړم او زه چې ولاړم، په کور کې مې پر تختۍ د انسانانو خاکې جوړې کړې او په زړه زړه کې، په خپل کار وياړېدم، چې سبا ښوونځي ته ورشم او استاد ته خپله لويه کارنامه وښيم؛ څومره به رانه خوشحال شي او په شا به مې وټپوي، د همزولو په مخکې به مې تعریف وکړي او دا ښکاره خبره ده، چې ماشومان څومره په تعریف او شاباسي خوشحالېږي؛ خوچې سهار ښوونځي ته ولاړم او ښوونکي ته مې تختۍ وښودله؛ نو خپل بېټ يې راواخست او داسې بد بد يې ووهلم، چې زما يو عزيز چې ګل زی نومېده او هغه وخت يې په څلورم ټولګي کې سبق وايه، په ځای ټينګ نشو، راپاڅېدو او د ښوونکي لاس يې ونيوو، دا ننګيالی او توريالی د زمري غوندې دلاور و، د توپې نه یې هم باڼه نه رپېدل، د کشمير په تېر جهاد کې شهيد شو.
دې وهلو راباندې دا اغېز وکړ، چې بیا به د ښوونځي له سیوري هم بوږنېدم، له سبقه به تښتېدم او په دې هکله به مې همېشه وهل خوړل، ان تردې چې د پېښور اسلاميه کالجيټ ښوونځي ته واستول شوم؛ خو هلته مې هم دا حال و او همدغه وجه وه، چې د موجوده وخت ښوونه مې نيمګړې پاتې شوه.
که د لومړني ښوونځي هغه ښوونکي مې لایق او پرمختللی وای؛ نو زما د تختۍ له خاکو به يې زما د فطري برترۍ اندازه کړې وای.
مور مې وړوکوالي کې وفات شوې وه، هغه مهال به د دوه نيمو کالو وم او روزنه مې مېرنۍ مور ته پاتې وه؛ نو نشم ويلای چې روزنه به مې خپلې مور څرنګه کوله؛ خو مېرنۍ مور مې هم پالنه داسې وکړه چې دا مې محسوسولای نشول، چې ګواګې دا مې سکه مور نه ده. سره له دې، څه نا څه د هغې زمانې توهمات مې ذهن ته راولېږدول شول او هېڅ امکان نه لري، چې يو انسان له هر ډول توهماتو پاک وي.
د ماشومانو د بداخلاقۍ يو لوی سبب یې د مور ناپوهي وي. کومه ښځه چې پر خاوند لاسبره وي، خاوند ته اجازه نه ورکوي، پر زوی يا لور یې سختي او شدت وکړي، هغه د خپل اولاد هر ناشونکی معمولي ګڼي او چې خاوند يې دې طرف پام شي؛ نو د اولاد په ننګه کې قيامت جوړ کړي، پایله دا شي، چې اولاد د پلار له روزنې هم بې برخې شي.
دا منو چې له اولاد سره د مور تر حده زیاته وي، خپل ځان اور ته غورځوي؛ خو اولاد ژغوري. ښکاره خبره ده، چې داسې ړنده مينه یې نه يوازې د اولاد راتلونکی؛ بلکې خپله دې او خاوند ته یې هم يو عذاب شي او دا ټوله د هغه تمدن پایله وي، چې پر فطري انساني بنسټونو نه وي جوړ شوی.
د آسیا فرهنګ او تمدن کې، که څه ښځه په ټولیز ډول پر سړي لاسبره نه ده؛ خو په دې فرهنګ کې توهمات دومره ډېر دي، چې د يوه روڼ فطري انساني تمدن امکان نشته.
په لویدیځ فرهنګ کې نه يوازې د ښځې او سړي مساوي حقوق منل شوي؛ بلکې ښځه پر سړي لاسبره شوې هم ده؛ ځکه د ښځې مساوي حقوق منل، په خپله دا خبره ثابتوي، چې د داسې تمدن سړي، د ښځو تابع وي او په يوه تمدن کې چې ښځه دا حق لري، چې پروفېسره شي، په هوايي بېړۍ کې کارمنده کېدای شي، په دفتر کې د کارمنده او پر نورو اساميو ګومارل کېدای شي، په سياست کې برخه اخستلای شي، غرض داچې په ټولو کړکېچونو کې شاملېدای شي، کومې چې فطرتاً د سړیو په ذمه واريو کې شاملې دي؛ نو څرنګه د کورني ژوند او بيا د بریالۍ کورنۍ ژوند تصور پیدا کېدای شي او په داسې کورنيو تړاوونو کې، تر کومه حده، فطري رنګ پيدا کېدای شي.
بيا کومې ښځې چې په پوځ کې کار کوي، يا په نورو سياسي کړکېچونو کې برخه اخلي؛ نو دوی ته کله دومره وخت په ګوتو ورتلای شي، چې د مور مکلفیت وکړي، د کور ټول انتظام هم په لاس کې واخلي او بيا د خپلو ماشومانو (که چېرته يې لري) جسماني او اخلاقی روزنه هم وکړای شي. دوی به اړ وي، چې لا خو د کورنیو معاملاتو لپاره ښځه يا ښځې او لا نوکران وګوماري او که مالي کمزورتیا یې اجازه نه ورکوي؛ نو خاوند به اړ وي، چې دا ټول انتظام په خپل سر واخلي او په دې سره به د دواړو کورني تړاوونه چورلټ غير فطري او مصنوعي شي.
اوس يې خاوند ته دوه صورته وي، لا خو به هغه ددې جوګه وي، چې له خپلو منصبي فرائضو سره سره، کور هم سمبال کړای شي او که دا ممکنه نه وي؛ نو هغه به ټول بهرني کارونه پرېږدي او ټوله پاملرنه به د کور انتظام ته ورکوي. په د اسې حال کې ښکاره خبره ده، چې د ښځې خاوند تړاو به غير فطري او ستونزمن وي. بیا چې د کومې ښځې خاوند له مالي اړخه کمزوري وي؛ نو ستونزې به یې تردې هم ډېرې وي. که ښځه د بهر کار، ټول سړي ته پرېږدي او پخپله د کور د انتظام کار په لاس کې واخلي؛ نو نه يوازې د دواړو به خوشحال ژوند سره تر غاړه شي؛ بلکې د اولاد روزنه به هم په ډېره ښه طريقه وکړای شي.
د ښځو لپاره ښوونیز نصاب هم داسې جوړول پکار دي، چې له خپلې فطري دندې او فرايضو خبرې شي او څرنګه چې قدرت پنځولي، په همغه ډول يې روزنه وشي. ښځه چې ډاکټري زده کړي؛ نو تردې به ښه وي، چې پروفيسره شي، د ډاکټرۍ فن د ښځې له فطري زړه سواندۍ او خواخوږۍ له احساس سره سم کار دی او که ښځه په پوځ کې شامله شي؛ نو په لږه موده کې به یې له مخه نسواني رڼا او حيا ورکه شي او چې کله د خپل فطرت پرخلاف د سړيو فرايض په لاس کې واخلي؛ نو يو داسې څيز ترې جوړ شي، چې نه ښځه پاتې شي او نه ترې سړی جوړېدلای شي.
په کومه ټولنه کې چې ښځې له سړيو سره د برابرۍ سیالي نه کوي، هلته د ښځو ژوند ډېر متعادل او خوشحال وي؛ نوځکه سړی هم ورسره ډېره مينه کوي او چې کله ښځه د خاوند حقیقي مينه وويني؛ نو طبعاً ټوله پاملرنه یې کور سنبالنې ته ورګرځي؛ ځکه غواړي خاوند یې نور هم خوشحاله ترې شي او سړی به هم هڅه کوي، ښځې ته یې د ده له وجوده زيات نه زيات آرام او راحت ورسي.
کومه مينه چې حقيقي وي او له تصنعه پاکه وي، هغه د انساني وجود د ټولو بېلابېلو احساساتو لپاره مرکز وګرځي او په انساني صفاتو او احساساتو کې بې نظمي او ځانځاني نه پیدا کېږي؛ ځکه مينه د حقیقي روحانيت ترجمانه او د انساني پېرزوينې پابنده وي.
د روحانیاتو ډېری تړاو، له جمالياتو سره وي او ښکلا له تناسبه عبارت ده او ښکاره خبره ده، چې د حسن تناسب خوښول، د انسانيت خاصه ده؛ ځکه د انسان فطرت او عقل دواړه دا غوښتنه کوي، چې له هر انسان سره دې مينه او ښېګڼه وشي؛ خو چېرته چې حيوانيت پر انسانيت غلبه پیدا کړي؛ نو هلته له انسان سره، د انسان مینه نفساني او حیواني رنګ اختيار کړي او خپلمنځي اړیکې چورلټ مصنوعي شي. بيا د مصنوعي اخلاقو په اظهار او خپرونه کې چې څومره وړتیا ښځه لري، سړی یې هومره نلري او په دې ډګر کې، سړی تل له ښځو ماتې خوري؛ ځکه لوی څښتن چې ښځه تر سړي کمزورې پيدا کړې؛ نو هغې ته يې د خپلې ساتنې لپاره د تدبير وسلې هم زیاتې ورکړې، چې په عامو الفاظو کې ورته مکر وايي.
په دغو وسلو کې درې وسلې ډېرې زورورې او پخې دي: نزاکت، پلمه او تصنع. د نزاکت په هکله دومره پوهېدل پکار دي، چې لوی څښتن د ښځې جوړښت داسې کړی، چې په حرکاتو سکناتو او بېلابېلو اندازونو کې د سړي د ولولو لپاره راکښنه وي او کوم سړی چې پر ولولو کابو نه لري، هغه ښځو ته دومره آسان وي؛ لکه په لاس کې ګوډاګی يا زيات نه زيات د رباب غوږی. او چې نفس يې په قبضه کې او احساسات يې په ضابطه کې وي او سره له دې چې هغه ارومرو طبعاً او فطرتاً د ښځو له ناز او اندازه اغېزمنېږي؛ خو ددې ډول هنر اغېز نه عملي کوي. هغه تر هر کار مخکې، له عقله رايې اخلي او بيا د عقل د هدايت په رڼا کې د حيوانيت پر احساس برغولی ږدي او همدغه په ښځه او سړي کې يو لوی توپیر دی.
ښځه د احساساتو په څپه کې له عقله ډېر کم کار اخستلای شي؛ خو سړی په داسې څپو کې له عقله ډېر زيات کار اخلي. د ښځې د بېلابېلو تدابيرو يا په بله وینا، د مکرونو، اندازونو، مکېزونو او نازونو موړه یوازي یو کامل انسان کولای شي او له خپل عقله پوره پوره کار اخستلای شي.
هغه جابر بادشاهان چې له طنطنې او دبدبې یې د خلکو تريخي، له وېرې چاودېدل، د کمزوریو ښځو په مخکې به د ګډوريو په څېر ولاړ وو او کله کله به يې په خپل مخ، د ښځو د نازکو لاسونو تتوړې هم خوړلې، دا د ښځو د نزاکت او اندازونو او هغو بادشاهانو د حيواني جذبې د غلبې اغېز و.
د ښځې ماغزه چې د ناڅاپي حالاتو او ناڅاپي پېښو پر مهال د خپل مدافعت لپاره څومره چمتو وي؛ نو هغو خلکو ته به یې ښه ډېره اندازه وي، چاچې له ډېرو ښځو سره اړیکې درلودلې وي.
چې د حواسو د بد تر کېدو او د وارخطايۍ وخت وي؛ نو ښځه په همدې موقع داسې پلمه جوړولای شي، چې هغه بېخي قدرتي، صحیح او پرځای ښکاري. ښځه به يو کار وکړي؛ خو سړی به يې کله هم پرې ثابت نه کړای شي. دا ډېر کم پېښېږي، چې سړی يوه ښځه پر يوې خبره تورنه کړي او ښځه خپله صفايي په داسې ډول ونکړای شي، چې سړی لا جوابه نشي، ته وا ، ځواب يې د ژبې پر سر نيولی او پوښتنه لا د سړي په زړه کې وي، چې ښځه پرې پوه شوې وي او ځواب یې ورته چمتو کړی وي.
پاتې شو تصنع؛ تصنع د ښځو په فطرت کې دومره ډېر دی، چې بېخي يې د ښځو په وجود کې د سادګۍ به څېر فطري رنګ پيدا کړی او دا حقیقت دی، چې هر نازک او لطيف څيز، د خپل نزاکت او لطافت پر ساتنې ډېر پام کوي؛ ځکه همدغه څيز یې د ځانګړي تشخيص او انفراديت لپاره بنسټیز حيثيت لري او په دې لړ کې، پر قدرتي او فطري اسبابو سربېره، له مصنوعي اسبابو او ذريعو هم کار اخلي.
ښځه که هر څو ښکلې وي؛ خو په خپل فطري ښايست نه قانع کېږي او د همدې لپاره، له هر سینګار سره مينه لري؛ ځکه خپل ښايست نور هم زياتول غواړي.
هغه په دې لړ کې، نورو ښځو ته هم ګوري او د سینګار او ډول په ترڅ کې، هر نوی څيز، په خوشحالۍ مني او هڅه کوي، په دې سره یې ښايست نور هم زيات او زړه راښکوونې شي.
ښځه د خپلو مطالباتو د پوره کولو لپاره، د خاوند پر وړاندې له ډېرو وسلو کار اخلي؛ له ناز او اندازه، له تدبیر او عملي حکمته، له مرورېدو او جګړه کولو نه؛ خوچې دا ټولې وسلې بېکاره ثابتې شي؛ نو سملاسي له سترګو رڼې رڼې اوښکې راتويول پیل کړي. په هره اړینه موقع اوښکې بيول او ورباندې د سړيو کلک زړونه رانرمول ورته دومره آسان وي؛ لکه يو عام فطري او طبيعي کار. کله يې چې خوښه شي، ښځه ژړلای شي او بيا په ژړا ژړا کې داسې په کټ کټ خندلای هم شي، چې په مخ کې یې د خپګان هډو څه اغېز نه ښکاري.
کله کله داسې هم وشي، چې په زړه کې یې د جذباتو، غم، غوسې او نورو احساساتو يو توپان په ځپو وي؛ خوچې مخ ته يې وګوري، بېخي به په فطري ډول ساده او معصومه ښکاري؛ بلکې د فطري وړتیا څپه یې وي، چې په داسې حال کې طبعاً راپيدا کېږي.
ورته حالات پر سړيو هم راځي او د ژړا موقع هم وي؛ خو سړی نه ژاړي؛ ځکه فطري وړتیا یې اجاز نه ورکوي، په سړيو کې هم د صنع صفت شته؛ خو دوی ورته باقاعده تمرین کوي او د ښځو په څېر، بې تکله، له صنعه کار نشي اخستلای.
په فلمي او نورو لوبغاړو کې هم زیاتره، ښه لوبغاړي، ښځې کولای شی او دغه وجه ده، چې د ماشومانو په لومړنۍ روزنه کې ښځې لوی لاس لري. هغه ماشوم ته ډول ډول خبرې ور زده کوي، په ډول ډول خبرو د ماشوم پام غلطوي او د کومې ښځې روزنه چې ښه شوې وي، هغه راتلونکې ټولنې ته داسې لایق وګړي روزلای شي، چې ملت پرې وویاړي.
د کومې ښځې توجه چې ډېری، خپل کورني ژوند ته وي، په اولاد کې یې د اخلاقو نظم او ضبط او د خپلواکۍ اوصاف راپيدا شي؛ خو کومې ښځې چې د ماديت په څپو کې لاهو وي، ډېری توجه یې بهرنیو معاملو ته وي او له دې لامله، خپل اولاد ته پوره پوره توجه نشي کولای او که هیله یې ولري؛ نو وخت په ګوتو نشي ورتلای.
په پښتونخوا کې مو عموماً او په ځانګړي ډول، په آزادو قبايلي سیمو کې، د ښځې او نر اړیکې بېخي طبیعي او معتدلې دي. دې دواړو خپل منصبي فرايض سره ویشلي، په ځينو کارونو کې ښځې، له سړو سره مرسته هم کوي؛ لکه په لَو، لور، درمن او غوبل کې او دا په دې شرط چې د ښځې دومره لوی زامن او لوڼه نه وي، چې په دغو کارونو کې له پلار سره لاس وکړي. په قامي او قبايلي جګړو کې ښځې خپل زلمي زامن، په ډېر ویاړ د جګړي ډګر ته لېږي، په تېره، د بهرني هېواد د بریدګرو پر وړاندې او ورته وايي، چې:
په وينو سور لړلی راشې
د بې ننګۍ غږ دې رامه شه مئينه
او چې په جګړه کې مړ شي او جنازه يې راوړل شي؛ نو مور د مړه زوی له مخه څادر پورته کړي او په ډکو سترګو ورته ووايي: « بچيه اوس مې د خپلې سينې پۍ دربښلي، د قام په ننګ کې تللی بچيه، شهادت دې مبارک شه، ميندې خو زلمي هم دې ته لويوي.»
دلته فکر پکار دی، په کوم قام کې چې داسې ښځې وي او د هغه قام علمي روزنه هم په ښه ډول وشي، څومره ښکلې ځلاندې پایلې به ترې راپيدا شي او که ددې قام وګړي، د لویدیځ ماديت په سيلاب کې وبهېدل؛ نو ښکاره خبره ده، چې نه به د پښتونخوا ښځې په خپل صحيح او پښتني فطرت پاتې شي او نه سړي؛ ځکه د لویدیځ فرهنګ خو دوی ته اصلي دی؛ خو د پښتونخوا خلکو ته بېخي مصنوعي دی او چې تر خپلو قامي دودونو او غوښتنو لاندې روزنه ونشي، هغه مقصد نشي ثابتېدی؛ بلکې اپوټه د ملت بنسټونو ته نقصان رسوي.
د حجاب مسله
د حجاب په هکله هم په مذهبي خلکو او ماديينو کې افراط و تفريط دی. ماديينو ښځو ته دومره د آزادۍ حق ورکوي، چې ښځې له فطري قانونه بېخي خلاف روانې شي. دوی نه يوازې، په آزادۍ، له پردو سړيو سره اختلاط او ګډون پیل کړي؛ بلکې په ډول ډول، د خپل حسن نمايش هم کوي او داسې لباس اغوستل غوره ګڼي، چې پکې یې له وجوده د حسن رڼا ، زيات نه زيات کتونکیو ته د نندارې بلنه ورکړي.
هېڅ شک نشته چې د ښځو دا د ځان ښودنې احساس او د حسن نمایش هم، فطري غوښتنه ده؛ خو د انسانيت غوښتنه هم دا نه ده، چې هره فطري غوښتنه دې بې مهاره پرېښودای شي او د عامو انساني فطري اوصافو مخالفت وکړي.
نن چې ۱۹۶۰ ام کال د جولای د میاشتې دېرشمه نېټه (۸/۴/۱۳۳۹) ده، په خبرونو کې یو خبر دی، چې په ډنمارک کې د لغړخوښيو يوه ناسته وشوه، چې په دې کې درې سوه لغړ او بربنډ سړي او ښځې شامل شول. د لغړو دا غورځنګ، له ډېرې مودې راهیسې پیل شوی. د ۱۹۳۹ م تر لوی جګړې مخکې، په برلین کې د همدې خلکو يوه غونډه موجوده وه او د زياتې مادي برترۍ غوښتنه هم دا ده، چې کله د خپل پرمختګ پای ته ورسي؛ نو انسان بيا له حيواني ځنګلي ژوند سره مخامخ کوي او دا د عام انساني اخلاقو بېخي ضد دی.
وايو فطري غوښتنې ټولې پوره کول پکار دي؛ خو په انساني اخلاقي او معتدل صورت کې. چېرته چې پکې افراط و تفریط راشي، پایله يې له پرېشانۍ ډکه وي، بیا د نن سبا دا بې حجابي، چې په ښځو کې زیاته شوې، په دې سره د ښځو حیا بېخي ختمه شوې او همدغه جوهر و چې د ښځې د ښايست په فطري آئينه کې يې ځلا پيدا کړې وه.
له کوم څيز سره چې د تل لپاره آزادانه تړاو پيدا شي، د هغه څيز د زړه راښکون ځواک ختم شي. هر کار چې معمول شي اهميت یې ولاړ شي. داچې له همېشه راهیسې، لمر و سپوږمۍ وينو؛ ځکه خو ډېر نه ورګورو. په کومه شپه چې په بازار کې برښنا نه وي؛ نو اهميت یې څرګند شي. انسان چې څومره له يو څيزه منع وي؛ نو هومره د هغه څيز د ترلاسه کونې حرص پیدا کوي.
حُسن هغه جوهر دی، که له خپل لطافت سره سالم پاتې شي، تل له اغېز او راکښنې ډک وي؛ خوچې کله یې لطافت زاېل شي؛ نو حسن پاتې نشي. مينه او حُسن دواړه باید يو له بل سره روږدي نشي، ګنې د دواړو وجود به ختم شی. دا دواړه څيزونه هله پخپل حال قايم پاتې کېدای شي، چې دواړه یو له بله جلا وساتل شي. د دغو دواړو یو ځای کېدل، کله کله ګټور وي، چې ژوند يې متعادل پاتې شي.
ښځه چې د محبوبې په حيثيت پاتې کېدای شي؛ نوځکه باید چې له خپل محبوبه جلا وساتل شي. د مينې تکميل، د بېلتون په وجود کې دی او هر کله چې ښځه، د محبوبې او معشوقې له وجوده، د کور د مېرمنې او کورودانې حيثیت ترلاسه کړي؛ نو په لږه موده کې یې محبوبيت او زړه راښکون ختم شي؛ خو که د دواړو د محبوبيت تړاو پوخ او د حقیقي مينې په بنسټونو جوړ شوی وي؛ نو يو له بل سره یې عشق په همدردۍ کې بدل شي او د دوی ټول عمري تړاو، ښه کامياب وي. په حقیقت کې د پاک او سپېڅلي محبت پړاو، د يوه کامياب کورني ژوند، فطري تمهيد وي او څومره چې يو تمهيد کامل او حقیقي وي، هومره د مدعا په ښودنه کې ښه رول ادا کوي.
اوس ښکاره خبره ده، که د سړي او ښځې تړاو، د حيوانيت تر حده آزاد وي او که پيدا شي؛ نو په لومړني پړاو کې به ختم شي؛ ځکه د داسې ټولنې وګړي، ډېری د انسانيت په آرونو قايم نه وي او په لږه موده کې یې د واده ډيوه په سلګو شي. په اروپا کې د طلاقونو ډېروالی ددې شاهد دی، چې هغه خلک د حقیقي محبت له ولولې تش دي او دا خو يو روښانه حقیقت دی، چې د حيوانيت په غلبه کې، محبت هډو ظاهرېدای نشي؛ ځکه حقيقي محبت، د انسانيت له ژونده پيدا کېږي.
هغوی چې جنسي احساس او محبت يو څيز ګڼي، حقیقت ته نه وي رسېدلی، چې کله د جنسي لوږې هیله پوره شي، محبت له منځه وځي. هغوی چې د محبت د پاکۍ او سپېڅلي احساس خواږه محسوس کړي وي، په دې حقیقت پوه دي؛ ځکه محبت له جنسي جذبې دومره لرې دی؛ لکه ځمکه چې له لمر ده. محبت هله په دوو وګړیو کې پیدا کېدای شي، چې د دواړو ترمنځ، د بنسټیز فطري صفاتو يووالی وي او دواړه په صفتي لحاظ، یو له بل سره سم یا یو بل ته ورته او نږدې وي؛ خو په جنسي جذبه کې، ددې هېڅ لحاظ نشته. جنسي لوږه تنده، ان بې له نوعې یووالی هم سړېدای او مړېدی شي او دا حقیقت هر چاته ښکاره دی.
البته د مينې د احساس په ډډ کې، جنسي احساس يا هوس هم خپل ځای پيدا کوي او هغه په برسېرن فکر، بیخي په پوهه کې نه راځي. ډېری خلک د هوس احساس ته محبت وايي؛ خو محبت د هوس بېخي ضد دی، په دغو دواړو کې د ځمکې آسمان توپیر دی او نن چې په اروپا کې د انساني اخلاقي ارزښتونو سوکړه ده؛ نوځکه حقیقي محبت له منځه وتلی، کېدای شي بلکې يقيني ده، چې هلته اوس هم داسې انسانان شته چې له حقیقي محبت سره تر غاړه وي، څرنګه چې مو په تېر بيان کې د يوه پېرنګي او د هغه د ښځې د محبت یادونه وکړه؛ خو داسې وګړي به ډېر کم وي؛ ځکه د لویدیځ د خلکو ټولنیز غوره والی ددې منافې دی.
بيا د خلکو غوره والی د فرايډ نظريې نور هم قوي کړ او د لویدیځ خلکو ته يې وويل چې محبت بې له جنسي احساسه نور هېڅ حيثيت نلري، ان تردې چې څوک خپل ماشوم زوی، په مينه محبت ښکلوي؛ نو هغه هم د جنسي هیلې او احساست تر اغېز لاندې دی.
بيا دويم څيز د ډاروین فلسفه ده، چې خپل چاپېریال ته یې بېخي، د يوه حيواني تمدن تصور ورکړی. د ډاروين او مېکياولي، فرائيډ او د دغسې نورو پوهانو په نظرياتو کې، د انساني ارزښتونو او يو له بل سره د پېرزوينې هېڅ ځای نشته. دا خلک د خپل مقصد د پوره کولو لپاره د کمزوريو زبېښاک جايز ګڼي او لکه چې په حيواناتو کې کمزوری، د زورورو خوراک وي؛ همدغه قانون، د انسان لپاره هم جايز او ښه ګڼي. ظاهره ده، چې په داسې تمدن او قانون کې به د ښځې سړي، د تړاوونو څه حال وي او په داسې ټولنه کې به د انساني ارزښتونو د اجرا موقع ترکومه حده ممکنه وي.
پر وړاندې یې د آسیا خلک، د اروپا د خلکو په پرتله بریالی کورنی ژوند لري؛ ځکه د ښځې سړي د اختلاط رواج دلته کم دی، دلته په ښځه سړي کې د جلا جلا اوسېدو او د حجاب یا پړدې د رواج په وجه، ډېری حقیقي مينه پيدا کېږي؛ خو د آسیا ډېری خلک، په حجاب کې افراط و تفريط کوي.
په برقع کې د ښځې ساتل، له فطري قانونه څه کم نه مخالفت نه و، چې لا ښځه د کور په ښېرازۍ کې هم ګېره کړي او د طبیعت له هغې پيدا کړې رڼا او هوا يې بې برخې کړي، چې د انساني ژوند او روغتیا لپاره ډېرې اړینې دي.
په دې سره د ښځې هغه فطري کمزوری زړه او ماغزه نور هم کمزورې شي، ښځه د توهماتو ښکار شي؛ ځکه دا يو حقیقت دی، چې زړه او ماغزه هم کمزوري پيدا کوي، وسواس زياتوي او اغېز یې د ښځو پر اولاد پرېوځي.
چې څومره مو فکر دی، برقع د يوه ناڅاپي اړتیا ايجاد ښکاري. اکثر مفتوح قامونه ددې څيز اړتیا محسوسوي او د کور په شېرازۍ کې د ښځو بند ساتل، د سړيو د غيرت د احساس يو غيرې معتدل تعبير دی. بيا د ښځې هغه فطري حيا چې د عفت، عصمت او حُسن د ساتنې ذریعه ده، ورته یې د کور شيرازۍ د برقع کارونه هم بده ښکاره نه کړه او ډېر ژر ورسره آشنا شوه.
تر کومه چې د پښتنو ښځو د حجاب سوال دی؛ نو په دعوی ويلای شو چې د حجاب فطري او حقیقي اجرا، په پښتونخوا کې کېږي. پښتنۍ ښځې برقعې نه کاروي او نه د کور په شېرازۍ کې د قيد عمر تېروي. له خپلو خاوندانو سره په کرکيله کې مرسته کوي، له ورشو واښه او لرګي راوړي، د کور کار هم کوي؛ خو سره له دې، بیا هم د حجاب پوره پوره حق ادا کوي او هغه داچې له سړیو سره مخلوط ژوند نه کوي.
د فطري قانون په رڼا کې، خپلې زمه وارۍ پوره کوي، له کوره بهر په آزادۍ سره د خپلو کارونو لپاره وځي؛ خوچې اجنبي او پردی سړی په مخه ورشي، له لارې، يوې ډډې ته شي او مخ ته پلو ونيسي. په دې کې چې کومې ښځې نيم زالی يا زړې وي، مخ ته پلو نيول اړین نه ګڼي او نه د لارې پرېښودل او په ډډه کېدل لازم ګڼي؛ ځکه د حجاب چې کومه غايه وه، وخت یې تېر شوی وي او هغه فطري حيا چې د ځوانۍ پر مهال د سړيو په ليدو سره په اننګو کې ډيوې بلوي، اوس تته شوې وي او يوازې دومره پاتې وي، څومره چې د سړيو فطري حيا وي، يا په بله وینا: د نيم زالو او زړو ښځو له حُسن سره سره یې هغه بېواکه حيا هم اعتدال ته راغلې وي، اوس یې د چا په کتو، په اننګو کې سرخي نه پيدا کېږي؛ خوچې کومې ځوانې او پېغلې وي، په هغوی کې د حيا جوهر ښه په زور کې وي او د هغه غوښتنې دا ده، چې له سړيو ډډه وکړي.
هوښيار خلک په دې ډېر ښه پوهه دي، چې ددې ډډه کولو ارواییز تعبير څه دی؟ همدغه خو د انفعالي عنصر اغېز دی، چې هغه ډډه کوي او فعلي عنصر یې تعاقب کوي او څومره چې دا څيز فطري او تر انساني اخلاقو لاندې وي او پوره پوره ساتنه یې وکړای شي؛ نو هومره به د ښځې سړي، کورنی ژوند متعادل او له خوشحالۍ او سکون ډک وي.
په پښتونخوا کې طلاق يو شديد پېغور دی او د طلاقي ټکی کنځا ده. شک نشته چې د شلمې پېړۍ هغه خلک چې ځان ته روښانه طبقه وايي، د پښتنو ښځو ژوند ښه نه ګڼي؛ خو دا یې ناسمه اندازه ده، دوی د پښتنو ښځو ژوند ته په خپلو سترګو ګوري. دوی ته دې معلومه وي، چې په پښتونخوا کې اول خو طلاق واقع کېږي نه او که خال خال واقع هم شي؛ نو دومره منفعل وي، چې د سيالانو په مخکې په هسکو سترګو خبرې هم نشی کولای؛ ځکه په پښتني ټولنه کې، طلاقي سړی له انسانيته بې برخې او نامرد ګڼل کېږي. دا د پښتنو ښځو او سړيو د بریالي کورني ژوند ثبوت دی، چې په نړۍ کې به يې ډېر کم مثال پيدا شي.
خو په خواشینۍ، ځینې پښتانه، د فرهنګ او چاپېریال د بدلېدو په وجه، له دې فطري او خوشحال ژونده، بې برخې شوي. د مثال په ډول به هغه پښتنانه واخلو، چې په ښارونو کې هستوګن دي او په ښارونو کې ډېری د برقع رواج دی؛ نو پښتنې ښځې هم اړ دي، برقعې وکاروي او یا د کور په شيرازۍ کې د قيد عمر تېر کړي او لا په داسې چاپېريال کې و اوسي، چې هلته بېخي ښځې آزادې وي او د ښځو او سړيو مخلوط تړاوونه وي. په داسې چاپېریال کې، د پښتنو ښځو بد حال وي او په تېره چې خاوند يې لویدیځ ځپلی وي؛ نو خبره ډېر لرې برید ته ورسي.
د پښتون پوځي افسر په هکله يوه رښتينې پېښه رارسېدلې او هغه داچې دې پښتون پوځي افسر به همېشه خپلې ښځې ته د حجاب لرې کولو هدايت کاوه، آخر په ډېره هڅه بریالی شو او ښځې يې برقعه لرې کړه. بيا يې دا هڅه پیل کړه، چې ښځه یې ورسره کلب ته هم ولاړه شي، په دې خبره، د ښځې خاوند اختلاف لاپسې زور واخست؛ خو آ خر ښځې په دې کې هم د خاوند له ارادې ماتې وکړه او يوه شپه ورسره کلب ته ولاړه؛ خو هغې چې کوم لباس اغوستی و، بېخي پښتنی و او د زينت مقامونه يې ټول پټ کړي ول. په کلب کې چې کله له سړیو سره د ښځو شريکه نڅا پیل شوه؛ نو دې پښتون پوځي افسر هم له يو ښځې سره سينه په سينه نڅا پیل کړه، يو بل زلمی، د همدې پښتون افسر ښځې ته ورغی او را و يې بلله چې ورسره نڅا وکړي. په دې خبره هغه پښتنه ښځه د اور لمبه شوه او له کلب نېغه کور ته روانه شوه او په تلو تلو کې يې وويل: «که مسلمانه نه يم؛ پښتنه خو يم، د خپلو پلرنو نېکو پوزه نشم پرې کولی.»
منم چې کوم خلک له دې فرهنګ سره په پېړیو پېړیو آموخته دي، يا یې د چاپېرچل غوښتنه هم داسې وي؛ نو دا څيز به ورته فطري وي؛ خو د پښتونخوا د ښځو او سړیو فطرت ته، دا يوه لویه ننګونه ده او هېڅ د صحيح فطرت پښتون، به دې ته غاړه کېنږدي.
مدعا مې د قام له اجتماعيته ده، په انفرادي ډول، په هر قام کې داسې ښځې او سړي پیدا کېږي، چې د انسانيت له کړۍ وتلي وي؛ خو تر کومه چې د پښتون قام د ټولنیزو دودونو سوال دی، له دې فرهنګه ډېر لرې او بېزاره دی، د غيرت جذبه یې بیخي نشي زغملای، چې ښځه یې له پردي سړي سره سينه په سينه او خوله په خوله ګډه شي؛ البته چې په پښتني فطرت کې د اجنبي فرهنګ او قوميت ګډون راشي؛ نو کېدای شي، د لږ وخت لپاره د غيرت فطري جذبه ولتاړي او د خپل وجدان په غږ، د احساس او غير غوږونه کاڼه کړي.
غورچاڼ
له دې ټول بابه دا سنجولای شو چې:
۱ـ په سړي کې د فعل او په ښځه کې د انفعال ځواک زيات دی.
۲ـ نوځکه طبیعت، د ښځې پر ذمه، همداسې ذمه وارۍ اچولي، چې له فطري جوړښت سره یې سمون لري.
۳ـ چې ښځه د سړي تابع نه وي، په تمدن کې انډول او اعتدال نشي پيدا کېدای.
۴ـ د ښځې ښوونه او روزنه یې له فطري جوړښت سره سمه پکار ده.
۵ـ ښځو ته غير فطري آزادي ورکول، د راتلونکي کهول تاوان دی.
۶ـ ښځه چې د کور د مېرمنې په توګه، فطري ژوند اختيار کړي؛ نو په تمدن کې ځلا پيدا شي.
۷ـ ښځه چې د مور په توګه د خپلو فطري ذمه واريو احساس وکړي؛ نو د ملت راتلونکی روڼ او ځلاند شي.
اووم باب
د نظام نظريه
که د فطري قانون دا غوښتنه وي، چې يو تمدن دې له ځوانۍ او نيمزالۍ روسته زوړ او بيا مړ شي، چې پرځای یې نوی تمدن راشي او هغه تمدن دې داسې وي، چې چورلټ، د پخواني تمدن ضد وي؛ نو فطري قانون ته به يو بې موخې او فضول قانون ووايو؛ ځکه فطرت، په خپلو بنسټیزو قوانينو کې، بېخي بدلون تبديلي نه راوړي.
د اجرامو طبيعي قانون، بېخي په يو ډول روان دی؛ ځکه پکې هېڅ درز نه پيدا کېږي. د انسان په تمدن کې ځکه انډول نه وي، چې د هر کار پیل، د عقل په رڼا کې کوي او چې عقل يې له حيوانیته اغېزمن وي؛ نو نظام او تمدن یې د فطرت پرخلاف جوړ شي؛ خو انسانيت یې دا غوښتنه کوي، چې نظام دې د انسانیت او له انساني غوښتنو سره سم جوړ شي؛ نوځکه نظام او تمدن یې نه پوره پوره طبیعي وي، نه شعوري او نه عقلي. او ددې وجه ظاهره ده، چې په خپل وجود کې یې انډول او اعتدال نه وي او چې چېرته اعتدال او انډول نه وي، هلته حقيقي ژوند هم نه وي. د اعتدال په اړه مو په تېرو مخونو کې ډېر څه کښلي او د ډېرو حکماوو ويناوې مو وړاندې کړي.
راشئ کائنات ته په غور وګورو او بیا فکر وکړو، چې څرنګه دا لويه کارخانه چلېږي. کامل او سليم عقل به ارومرو دا پرېکړه وکړي، چې ددې کارخانې روح اعتدال دی.
په دې کې شک نشته چې افراط و تفریط هم له خپلو انفرادي اوصافو سره موجود دی او دوی د همدې لويې کارخانې په ژوند او قيام کې اهمې پرزې دي؛ خو د دغو دواړو صحيح وجود او امتيازي ځانګړنې، یوازې په اعتدال ټینګ وي؛ یعنې که افراط و تفريط، دواړه يو له بل سره ټکر شي؛ نو نه د افراط صحيح وجود پاتې کېدای شي او نه د تفريط. چې اعتدال يې ترمنځ نه وي؛ نو دا دواړه يو له بل سره ډغره خوري.
که د نړۍ په طبيعي نظام کې اعتدال موجود نه وای؛ نو هډو نظام به نه و او نه به په عالم کې د ژوند د نظم څه نښه موجوده وه، چې انسان د فرهنګ او تمدن په هکله، په فطري قانون روان نشي او د اعتدال پر ټکي کلک و نه درېږي؛ تر هغه به یې نظام، د نوع لپاره ښه زېری ونلري او نه به د يوې داسې واکمنۍ په جوړولو کې بریالی شي، چې د نوع لپاره یې د صحیح انساني تکامل ضمانت وکړای شي؛ ځکه واکمني به د تمدن او فرهنګ په پایله کې جوړوي او چې فرهنګ او تمدن یې هم د حيوانيت پيداوار وي؛ نو واکمني یا حکومت به يې هم حيواني او بلوسګرانه رنګ لري؛ نوځکه چې د فطرت طبيعي قانون ته وګورو، پوهېږو چې په اعتدال ټینګ دی.
انسانان چې د يوه تمدن په هکله نه قانع کېږي او په هره زمانه کې، د نوي فرهنګ او تمدن بنسټ قايموي او د پخواني تمدن تعميرونه نړوي او ماديين دوستان مو ورته تکامل وايي؛ خو حقیقت دا دی، چې د انسانانو دا بې قراري او بې اطميناني، د تکامل د احساس پيداوار نه وي؛ بلکې د حیوانیت پر ضد، د تکامل د احساس ګوتنیونه وي؛ ځکه انسانان د حيوانيت په غوښتنه، خپل تمدن بنا کوي او چې کله یې کامل کړي؛ نو لږه موده روسته يې ترې زړه موړ شي، د تمدن دېوالونه په خپل لاس ونړوي او بيا د نوي تمدن دېوالونه پیل کړي.
وجه یې دا وي، د انسان هغه عنصر چې انسانیت ورته وايو، د حيوانيت پر جوړ شوي تمدن، يو شعوري ګوتنیوی پیل کړی. سره له دې چې هغه مهال انسانيت تر حيوانيت لاندې وي؛ خو د انسانيت مزاج، حيواني تمدن نه مني او چې نه يې مني؛ نو د انسان په بنسټیزو عناصرو کې شخړه پیدا شي. ددې شخړې پایله دا شي، چې لاسبر او واکمن حيوانيت، جوړ شوی تمدن ختم کړي او بيا د یوه بل، نوي تمدن بنسټ کېږدي؛ خوچې کله دا دويم تمدن هم کامل شي او اغېزې پر بهر پريوځي؛ نو بیا ورباندې، د انسانيت په تحت الشعور او لاشعور کې ګوتنیوی پیل شي او چې انسانيت ورته هر کلی و نه وايي، بيا کړکېچن حالت پیل شي او څه موده روسته، حيوانيت بيا نوی نظام جوړ کړي.
د تمدن په دغه ادلون بدلون کې، د حيوانيت د حرص جذبه هم ضرور شامله وي او هغه د خپل خوند، مسرت او سکون لپاره، نوي نوي څيزونه لټوي؛ خو سره له دې هم، حقیقت، خوند، مسرت او سکون ترلاسه نکړي. بې له دې یې حقیقي وجه هېڅ نشي کېدای، چې انسانيت یې پردې قانع نه وي او چې انسانيت قانع نه وي؛ نو حيوانيت، حقیقت، مسرت او خوند نشي ترلاسه کولای؛ نوځکه همېشه پرېشان وي؛ ځکه په انساني وجود کې یې انډول او اعتدال نه وي پاتې.
چې کله دا خبره تحقیقي شوه، چې د کايناتو نظام پر اعتدال ټینګ دی؛ نو بايد چې په انساني وجود کې هم اعتدال پیدا کړو؛ نو هله به ددې وړ شي، چې يو داسې حکومت جوړ کړي، چې د فطرت له موخې سره یې سم وي؛ نو هغه مهال به د لوی څښتن پوره پوره استازیتوب وکړای شي.
د فطرت قانون دا دی، چې نه ګرمي يو دم پای ته رسي او نه يخني، څومره چې يخني کمېږي، هومره سوکه سوکه، ګرمي زياتېږي. که داسې نه وای؛ نو د ژوند امکان به چېرې و؟
ساینس پوهان وايي: که ځمکه له خپل چورلیځه، لږه لمر ته ورنژدې شوه؛ نو د تودوخې د شدت په وجه به پکې ژوند ناشونی شي او که لږه له لمره لرې شوه؛ نو د يخنۍ له سختۍ به ژوند ختم شي.
له دې هر عاقل اندازه کولای شي: لوی څښتن چې په ځمکه کې ژوند غوره ګڼه؛ نو ځمکه يې په يوه داسې چورلیځ قايمه کړه، چې وګړي یې له ګرمۍ او يخنۍ سره ګوزاره وکړای شي او همدې ته اعتدال وايي.
بيا يې ددې يخنۍ او ګرمۍ په منځ کې، د پسرلي وجود، يو داسې د اعتدال برزخ يا اوسط پيدا کړ، چې يوې ډډې ته له يخنۍ او بلې ته له ګرمۍ سره تړاو لري او همدغه موسم دی، چې په دې کې ونې او بوټي ښېرازه کېږي او ژوند له خپلو ټولو رنګينيو سره بهر ته راووځي.
چې د ژرندې دوو پلونو ته ځير شو؛ نو پوه به شو که ترمنځ یې تيرک نه وای؛ نو ژرنده به بېخي ځنډنۍ وه. د همدې تيرک په وجه، ژرنده چورلي او خپل کار کوي، بیا دې تيرک ته چې کومه دانه ورنږدې، له ميده کېدو بچ شي؛ ځکه اعتدال يا اوسط د ژوند قطب دی.
تر شپې روسته، ورځ او تر ورځې روسته شپه، نه تل ورځ او نه تل تر تله شپه او بيا د دغو دواړو ترمنځ ړومبی سهار؛ هغه خندنی سهار چې لا يې رڼا په تیاره لړلې وي، هغه له کيفيته ډک وخت، هغه ډاډمن ساعت چې سړی له خوبه راپاڅي، څومره دمه ګير، ډاډمن او خوشحال وي؛ د ټولې ورځې کار ته چمتو او وړ وي او که د اعتدال په هکله هم داسې لیکل غوره وګڼو؛ نو ددې لپاره ځان ته کتاب پکار دی.
نو د دولت په هکله بايد چې لومړی د فطرت قانون ته ځیر شو او وپوهېږو چې ددې کايناتو ټول بېلابېل عناصر او شیان، يو له بله، په امتيازي تشخصاتو کې جلا دي او هر يو تر خپلو فطري او جبلي صفاتو لاندې، پرمختګ او خپل تکميل ته رسېدل غواړي. که په دې لار کې يو څيز د بل معارض شي؛ نو د خپل پایښت لپاره جګړه کوي. دا د انفراديت ساتنې هغه جذبه ده، چې په ټول فطري قانون کې، ځلانده ښکاري. له ابتدا څخه تراوسه روانه ده او همېشه به روان وي؛ خو سره له دې، دا هم د فطري قانون غوښتنه ده، چې په اشياوو کې د نظام روح غځونې کوي او ټول واړه واړه ځواکونه، د خپل پایښت او تکامل لپاره طبعاً، شعوراً او عقلاً، له يوه لوی ځواک سره يو ځای کېدل اړین ګڼي؛ خو په دې شرط چې په دې یووالي کې یې انفراديت، ژوندی او قايم پاتې کېدای شي.
ځکه په اشياوو کې، يو له بله اغېزمنېدل هم د تکمیل لپاره يوه فطري غوښتنه او د اعتدال د قاېمېدو يو اهم شرط دی؛ خو ددې دا مطلب نه دی، چې واړه ځواکونه، په لویو ځواکونو کې د خپل انفرادي صفاتو د فنا کولو لپاره، د هغو تابع کېدل اړین وګڼي؛ بلکې د هر وړوکي ځواک ژوند په دې کې وي، چې له لوی ځواکه تر اغېزمنېد روسته، ورسره متحد او تابع یې شي او وړوکی ځواک، په متابعت فنا نه؛ بلکې عين ژوند وي او همدغه د اعتدال مطلب دی، چې مرکب له موخې سره سم جوړ شي. په تېرو مخونو کې مو، د تثليت قانون ته اشاره کړې چې لوستونکیو ته به ياده وي.
له دې معلومېږي، چې د ټولنیز ژوند غايه يوازې، د انفرادي ژوند ساتنه او ورته موقع ورکول دي، چې له خپلو فطري صلاحيتونو او صفاتو سره پرمختګ وکړي او د خپل تکامل مدعا ترلاسه کړي. دغه شان چې کايناتو ته وګورو؛ نو دا خبره محسوسو، چې تر یوه بنسټیز او لوی ځواک لاندې، یو ځانګړی نظام روان دی او که دا ځواک نه وای او ماده په خپل فطرت او طبيعت پاتې وای، يا داچې دا ځواک شته؛ خو ماده یې همغه شان، په خپل فطرت پرېښې وای؛ نو په عالم کې به نه ترکيب و، نه تناسب، نه نظام او نه تکامل؛ ځکه هډو کاينات به نه و.
خو دا هم ياد لرل پکار دي، چې دلته له ځواکه صفت نه؛ بلکې موصوف اخلو؛ لکه څرنګه چې مو ددې کتاب په پیل کې، له حيات عين حی او له علم عين عالم مراد اخستی او داچې په تېرو مخونو کې مو ويلي، چې صفت، بې د موصوف له ارادې هېڅ فعاليت نلري او که دا لوی ځواک نه وای؛ نو د وړو وړو ځواکونو د افعالو به هېڅ تناسب، انډول او اندازه نه وه.
پر سر مو ځلېدونکی لمر د خپل چاپېریال لپاره ژوند او د خپل چاپېریال د متعلقه وګړيو مربي دی او ټول هغه واړه ستوري، چې د اغېز په ولکه کې یې دي، طبعاً یې د ځان لپاره چورلیځ ګڼي؛ ځکه وړوکی ځواک، لوی ځواک ته اړمن وي او بې جبره او اکراه، خپل ژوند ساتنې ته، د لوی ځواک متابعت کوي.
دا قانون يوازې په اجرامو کې؛ نه بلکې د ځمکې په حيواناتو کې هم جاري دی او ګورو چې د هر يو جنس يو مشر شته، چې ټول جنس یې تابع او په متابعت کې یې خپل ژوند په يوه ځانګړي ډول او تناسب تېروي او د اجتماعيت په سيوري کې، د خپل انفراديت ساتنه کوي کوي.
په مېږو کې دا انتظام جاري دی او د موجوده زمانې پوهانو دا خبره ښکاره کړې، چې د مېږو هم يو واکمن شته، چې هغه بې له ناڅاپي حالاتو بهر نه راووځي او تر انتظام لاندې یې د مېږو يو کامل نظام ټینګ وي.
د شاتو په مچيو کې هم يو بادشاه موجود وي او د ا خبره پوره پوره تصديق ته رسېدلې، چې که څوک د دغو مچيو بادشاه ونيسي او روان شي؛ نو ټولې مچۍ ورپسې روانې شي.
له دې ثابته شوه چې طبعاً، فطرتاً او عقلاً، د ځواک لپاره يو محل پکار دی او څرنګه چې مو د ړومبي انسان د ژوند په بيان کې ليکلي، چې کله انسان، د ځانځانۍ له ژونده، مدني ژوند ته ورسېد؛ نو د ځواک لپاره د یوه محل اړتیا پيدا شوه.
هر نظام يو مرکزي ځواک غواړي، چې واړه واړه ځواکونه، په انډول کې وساتلای شي؛ ځکه که د بېلابېلو ځواکونو لپاره يو مرکز او چورلیځ نه وي؛ نو په ځواکونو کې به ځانځاني او افراط تفريط وي او په داسې حال کې به ځواک، کله هم په اعتدال سره نشي کارول کېدای.
اوس د ځواک دغه چورلیځ، درې ډوله ګڼو: طبیعي، شعوري او عقلي. په مظاهرو کې به طبيعي وي، په حيوان کې طبيعي او شعوري او په انسان کې له طبيعي او شعوري سره سره، عقلي او همدغه عقلي خاصه، پر هر څه خپل اقتدار قايمول غواړي؛ نوځکه د اقتدار تر لاسه کونې جذبه، د انسان په فطرت کې ده او هېڅ امکان نشته، چې انساني وجود، له دې جذبې تش شي.
دا صفت په مظاهرو او حيواناتو کې هم موجود دی؛ نو انسان چې د کايناتو خلاصه ده، په هغه کې خو به تر هر څه زيات وي. انسان چې د لوی څښتن استازیتوب ته پيدا شوی او داچې چې لوی څښتن، خپلواکی او د ټولو ځواکونو سرچینه ده، دغسې انسان هم په مخلوق کې خپلواکي غوره ګڼي او تر ټولو شيانو زيات، د ځواک سرچينه دی؛ نو ارومرو به د اقتدار ترلاسه کونې جذبه هم، له انساني فطريت سره، د عمر ملګرې وي او دا جذبه، د بشري ډول، په هر وګړي کې موجوده ده.
دا جذبه په یوه هڅه هم، له انساني فطرته نشي خارجېدای او په نړۍ کې چې ډول ډول واکمنۍ جوړې شوې او ډول ډول نظامونه پکې جاري شول او بیا فنا شول، لويه وجه یې همدغه وه، چې د شخصي اقتدار ترلاسه کونې صفت، په هر انسان کې موجود دی او ددې صفت لرونکی، د اعتدال او انډول د نشتون په وجه، له همېشه راهسې، يو له بل سره جنګېږي؛ خو سره له دې جګړې او ټکره، شخصي اقتدار بيا هم په څه نه څه رنګ کې موجود پاتې کيږي او انسان اړ وي، متابعت یې وکړي.
له دې معلومېږي، چې په نړۍ کې ټولنیز ژوند هم فطري او اړین دی. داچې په مظاهرو کې ښکاري؛ ځکه له درزه پاک دی، چې طبيعي دی او چې په حيواناتو کې سم روان دی؛ ځکه شعوري او ډېری طبيعي دی.
پاتې شو انسان؛ نو په انسان کې هم، ټولنیز ژوند، په څه نه څه ډول موجود وي؛ خو حالت یې تر مظاهرو او حيوناتو جلا وي.
په انسان کې د اقتدار ترلاسه کونې احساس، يوازې تر طبیعت يا شعور لاندې نه؛ بلکې تر عقل لاندې دی او ترلاسه کونې ته یې خپله عقلي قوه کاروي او چې کله پر انسان، انسانيت لاسبر وي او دا احساس، تر حيوانيت لاندې وي؛ نو د واکمنۍ ټول قوانين یې له انفرادي ګټې ګرچاپېر چورلي. په دې واکمنۍ کې، ښېګڼه یوازې د څو وګړیو يا زیات نه زيات، د يوه ملت لپاره وي او عام انسان ته پکې ښېګڼه نه؛ بلکې د زبېښاک او جبر تحريک وي.
لکه د لویدیځ ځینې ځواکونه چې په خپل ټاټوبي کې خو جمهوري او آزاد وي؛ خو د آسیا له خلکو یې مریان او غلامان جوړوي، زبېښي یې او د ژوند په هر اړخ کې، آسیايي انسانان، نامکمله او اړمن ساتي. دوی چې آسیايي خلکو ته په کوم نظر ګوري؛ نوه یوه بېلګه یې دا ده:
زموږ په لواړګي سیمه کې چې کله پېرنګی پوځ اوسېدو؛ نو پېرنګيانو او سپین پوستو به ډېری، په بربنډه غسل کاوه؛ په تېره، سپین پوستو سرتېرو به بېخي بربنډ لمبل. يوه ورځ د لواړګي په کمپ کې، څو کسانو، د کلنۍ ترمیم په ټېکه کې، د يوه سرکاري پارک دېوال لېووه، چې يو سپین پوستي خوردضابط یې په مخکې بربنډ لمبل پیل کړل. په دغو مزدورانو کې یو، ورته وويل: دا خو ډېره د شرم خبره ده، چې زموږ په مخکې بربنډ لامبې! خوردضابط یو خدمتګار وپوښت چې دا خلک څه وايي، خدمتګار ورته وويل: په دې بربنډه لمبا دې اعتراض کوي. خدمتګار ته یې په انګلیسي کې وویل: دا خلک پوه کړه، چې تاسو د کور د څارویو په مخکې غسل نه کوئ؟ او چې کوئ يې؛ نو له هغو څارویو او څاروو شرمېږئ؟ او چې مزدورانو د خوردضابط دا خبره واورېده؛ نو يو بل ته يې وکتل؛ خو په دوی کې یو خدمتګار، سملاسي ورته وویل: «زما لخوا ورته ووايه، د هر هېواد انسانان پټ غسل کوي؛ البته څاروی او حيوانات چې د هر هېواد وي، بربنډ لامبي.»
موږ دلته پر ځانګړي نظام يا د واکمنۍ پر ځانګړي نظريه ویینه کول نه غواړو او نه مو دا موخه ده، چې د یوه ځانګړي دیني نظام په مرسته، کاغذ تور کړو؛ ځکه ډېری به ورسره مخالف وي او هغه به پر داسې کولو مجبور هم وي؛ ځکه د چاچې کوم ډول نظام خوښ وي او پر افاديت يې ګروهه وي؛ نو پرخلاف به یې کله هم، بله نظريه و نه مني.
يوازې دا ښکاره کول غواړو، تراوسه چې انسانانو کوم رياستونه او نظامونه جوړ کړي، ډېری یې فطري او طبيعي نه وو او همدغه وجه وه، چې د پرېښودنې اړتیا یې راپېښه شوه.
څرنګه چې مو روسته ويلي، د انساني وجود ټول عناصر به ورسره متفق نه وو ؛ نوځکه به انسانان، پخپله په خپلو نظامونو ډاډمن وو او په ازباد کې اړینه ده، چې د موسېو سټالين لخوا څه اقتباسات وړاندې کړو. سټالين ليکي:
«د نړۍ په پیل کې پنچايتي نظام ټنیګ و، هغه مهال د پيداوار ذريعې مشترکې وې، د يوه ځانګړي فرد ملکيت نه و، په ګډه يې د ژوند اړتیاوې پوره کولې او په خپلو کې يې ویشلې؛ خو رو رو د ګټو وسلې او لوښي او بيا د غشو لیندیو، د پيدا کېدو په وجه، په بنيادمو کې، د انفرادي فطري صفاتو د اظهار موقع پيدا شوه، چې له ځنګلي ځناورو سره موړه وکړي، ځنګلي مېوې راټول، کبان نيول، څه نا څه د هستوګنې ځايونه جوړول او د داسې نورو کارونو لپاره، انسان اړ و، په ګډه کار وکړي، چې له لوږې مړ نشي او د ځنګلي ځناورو او ګاونډ قامونو ښکار نشي.
ګډ زیار، د پيداوار ذريعې او ورسره د پیداوار ګډ ملکيت قايم شو. تردې وخته د پيداوار د ذريعو انفرادي تصور موجود نه و؛ د پیداوار له هغو آلو يا اوزارونو پرته چې له ځنګلي ځناورو، د بچ کېدو ذريعه هم وو، دلته نه معاشي تالان و او نه طبقات»
يعنې د موسېو سټالين په اند، په دنيا کې د دولت ړومبی تصور، له اشتراکيته پیدا شوی او ګواکې، د تکامل او مدنیت پر لور، د انسان ړومبی قدم دی.
ته وا په دې زمانه کې، که د شخصي اقتدار ترلاسه کونې، څه جذبه ښکاري؛ نو هغه یوازې د کاڼي د وسلې غشي، ليندۍ او نورو آلات دي، چې هر سړي، پخپله ځان ته جوړول؛ يعنې د دغو څيزونو جوړولو ته د حکومت يا پنجايتي نظام لخوا څه ځانګړی انتظام نه و؛خوچې کله تکامل پرمختګ وکړ؛ نو د سټالین په وینا، د پنچايتي نظام له ګېډې، د مرېیتوب نظام وزیږېد، په دې هکله سټالين وايي:
«د مرېیتوب په نظام کې، د پیداوار د تړاوونو بنسټ دا دی، چې د مریانو بادار، د پيداوار د ذريعو مالک هم وي، چې د دولت په پيداوار کې بوخت وي، مالک يا بادار، دغه مریان پېرلای او پلورلای شي، مالک يې وژلای شي، ګواکې هغه (مریی) يو ځناور دی. دغسې په ټولیزه توګه د پیداوار تړاوونه، ددې زمانې د پیدا کوونکیو ځواکونو (مریانو) له حالت سره سمون خوري، اوس له انسانانو سره د کاڼي د وسلو پرځای، د اوسپنې او تانبې وغيره آلات دي.»
له پنچايتي نظامه معلومېږي، چې هغه مهال، انسانان تر ډېره بریده، په صحيح فطرت روان وو او هغه مهال چې عقلي تجربې یې تر یوه ماشومه زياتې نه وې، په هر حال کې له فطري قوانينو سره سمې وې او نظام یې بېخي طبيعي او شعوري رنګ درلود او په همدې وجه پکې انډول او اعتدال فطرتاً موجود و او همدغه وجه وه، چې په نظام کې زبېښاک او يو پر بل جبر او ظلم نه و.
خو رو رو انسان له مادي عالم سره بلدېده او د ذهن د ماديت غلبه زياتېده. له همدې سره، د انسان په نوع کې څه داسې وګړي هم وو، چې د عقلي قواوو په لحاظ پر نورو انسانانو لاسبر وو او چې د ماديت غلبه څومره زياتېده؛ نو د دوی د حرص، زبېښاک او اقتدار ترلاسه کونې جذبه هم زياتېده او دغسې حيوانيت، پر انسانيت غلبه پیدا کړه. پنچايتي نظام يې شاته وغورځاوه او يوې ډلې، پر نورو انسانانو د خپل اقتدار جغ کېښود او مریان یې کړل او دغسې د مرېېتوب نظام قايم شو او د ځواک لپاره يو بل محل پیدا شو او يو کس يا يوې ډلې، پر ډېرو انسانانو حکومت کول پیل کړل او عامه انسانانو یې په خوښه یا په جبر حکم ته غاړه کېښوده او تر ډېرې زمانې په نړۍ کې دا نظام روان وه.
مګر مریان هم انسانان وو او د خپلو بادارانو په څېر یې په فطرت کې، د اقتدار او حکومت ترلاسه کونې صفت موجود و. عقل یې چې له تکامل سره رو رو ځوانېده، ورسره يې د شخصيت او انسانيت صفات هم ولمسول، د دوی د سړيتوب او خوددارۍ ولولې ته يې هوا ورکوله، تر خوږلن لاندې مړغېژنو سپرغيو غځونې وکړې او رو رو يې د لمبو بڼه ومونده او د مرییتوب نظام ماڼۍ ته يې اور ورته کړ.
خو په دې موده کې د بادارانو يا واکمنې پوړ ذهني تکامل هم پر مختګ کړی و او په هر حال کې یې ذهني برتري، د غلامانو پر ذهن ظاهره وه؛ نو څرنګه چې د مرییتوب په نظام کې، باداره طبقه په ذهني لحاظ پر مریانو وه، پکار وه چې په دې نوي انقلاب کې هم لاسبره شوې وای او اقتدار یې په لاس کې پاتې شوی وای او د ترلاسه کونې لپاره یې په بل، نوي رنګ کې ډګر ته راغلی وای؛ ځکه اوس په هغو وسلو کار نه کېده، چې د مرییتوب په نظام کې یې کارولې؛ نو په دې موقع یې د ځمکواکۍ نظام پيدا کړ، په اړه یې سټالين ليکي:
«د ځمکواکۍ په نظام کې د پیداوار د تړاوونو بنسټ دا دی، چې ځمکواک، د پيداوار د ذريعو مالک وي؛ خو د هغه مریي، پوره څښتن نه وي، چې د پيداوار پر کار بوخت وي؛ خو پېر او پلورلای یې شي. د ځمکواکۍ له ملکيت سره سره، د بزګر او کاريګر خپل پيدا کړي آلات او انفرادي څيزونه هم وي، چې بنسټ یې خپل ذاتي زیار وي او دغه د پیداوار تړاوونه، په اصل کې د دغې زمانې د پیدا کوونکیو ځواکونو له حالت سره مطابق وي، د اوسپنې په کار کې پرمختګ د اوسپنې، يوې کرنه، بڼوالي او په شېدو پيدا کولو کې پرمختګ.»
له دې معلومه شوه، چې د ځمکواکۍ په نظام کې، د شخصيت او د اقتدار فطري خواهش، په يوه نوي لباس کې بيا راڅرګند شو او د ځواک يو نوی محل پیدا شو؛ خوچې زمانه تېرېده، د بنیادمو د اقتدار ترلاسه کونې احساس د خوددارۍ له جذبې سره د ملاتړ په حيثيت شاملېده. تکامل نور هم پرمختګ کړی و؛ نو متقضياتو ورته د بل نوي نظام د جوړولو نغوته وکړه؛ ځکه انساني فطرت په هېڅ هغه نظام نه قانع کېږي، چې خپل بنسټیز انساني عناصر او صفات یې ډاډمن او متعادل نه وي. د ځمکواکۍ پر نظام يې توپان راوست او په دې وخت کې، پرمختللې ډلې، د پانګوالۍ نظام نظام رامنځته کړ.
سټالين وايي: « د ځمکواکۍ په زمانه کې، د انفرادي ملکيت ساتلو نظريې نور هم پرمختګ وکړ؛ خو معاشي تالان نږدې همغومره وي؛ لکه د مرییتوب په نظام کې چې و، لږه کمي پکې راغلې وي، د تالان کوونکیو او تالا شويو ترمنځ، طبقاتي لاس و ګرېوانېدل، د ځمکواکۍ د نظام لوی ځانګړنې دي.»
تردې روسته موسېو سټالین، د پانګوالۍ د نظام په هکله ليکي:
«د پانګوالۍ په نظام کې د پیداوار د تړاوونو بنسټ دا دی، چې پانګوال د پيداوار د ذريعو مالک وي؛ خو پانګوال د هغو اجرتي مزدورانو مالک نه وي، چې پر کار بوخت وي، نه يې اوس پانګوال وژلای شي او نه يې په بيه پېرلای او پلورلای شي. دلته مزدوران په ذاتي طور سره آزاد وي؛ خو د پیداوار له ذريعو بې برخې وي، له لوږې د بچ کېدو لپاره اړ وي، په دې وخت کې خپل زیار او وړتیا پر پانګوال وپیري. د پیداوار په ذريعو کې د پانګوالۍ له ملکيت سره سره، موږ ړومبی ځل په دې موقع په لويه پیمانه، د هغو زميندارنو يا بزګرو او کاريګرو انفرادي ملکيت وينو، چې اوس مرییان نه دي او د ذاتي ملکيت بنسټ یې د دوی خپل زیار وي.»
ته وا ځمکواکۍ، د پانګوالۍ لباس واغوست او شخصيت، په نوې جامه کې بيا، پر انسانانو مسلط شو او پرمختللی ذهن، نسبتاً پر کم پرمختللي ذهن واکمن شو؛ خو د انسان خوددارۍ او د شخصیت احساس، بيا لاس پښې وهل پیل کړل؛ یعنې تاریخ بيا خپل ګردان وکړ او له کوم ټکي یې چې د دولت پیلامه شوې وه، همغې ته بيا انسانان راورسېدل.
د سټالين او د ملګرو په اند یې، د پانګوالۍ نظام ختمېدونکی دی؛ ځکه د پيداوار او پيداکوونکیو ځواکونو ترمنځ پکې یووالی نشته او په دې کې څه رای څرګندول غوره نه ګڼو، هېڅ لېوالتیا مو ورسره نشته چې د پانګوالۍ نظام به ختم شي که نه، یوازې دومره ښودل غواړو، چې په هر انسان کې د اقتدار ترلاسه کونې صفت فطري دی، همېشه به وي او کله هم نه فنا کېږي.
دويمه داچې په هر انسان کې د انفرادي ملکيت پيدا کولو جذبه هم فطري ده او همېشه به وي، دا څومره ډول ډول واکمنۍ چې جوړې او بیا فنا شوې، دا ټول د همدې شخصي جذبې پيداوار وو او د همدې جذبې له خوا فنا شول. دا ولې؟
راځئ، په دې فکر وکړو، انسان ولې هر نظام تر څه مودې روسته فنا کوي او بل نوی نظام جوړوي او له دې صفا معلومېږي، چې بشري ډول، د حقيقت په لټون کې دی او په دې لټون کې تراوسه نه دی بریالی شوی. که د يو ښه نظام موخه دا وي او يقيناً همدغه ده، چې انسانان یې په سيوري کې په امن او امان، خپل فطري تکامل جاري وساتي او په دې سره، د خوشحالۍ آرام او مسرت ورترغاړه شي؛ نو بايد چې انسان تر هر څه مخکې، په فطري ډول، خپله روزنه وکړي او خپل وجودي فطري عناصر، په اعتدال او انډول کې راولي.
په دې سره به انساني عنصر لاسبر او واکمن شي او حيوانيت او روحانیت به یې خادمان شي. په داسې حال کې به بیخي د شخصي اقتدار فطري احساس، د حيوانيت په نغوته سرغړونه ته نه تيارېږي؛ ځکه د انسانيت له مرکزه به هرې فطري غوښتنې ته خپل خپل خواړه رسي؛ لکه چې د لمر له مرکزه ستورو ته رسي او په دې سره به په انساني نظام کې بېخي طبيعي رنګ پيدا شي، هېڅ درز به پکې نه پیدا کېږي.
که موږ فکر وکړو؛ نو يو انسان فطرتاً د بل انسان لپاره پېرزوېنه لري او کله هم ورسره زياتی کول نه خوښوي؛ خوچې کله یې حيواني عنصر پر نورو عناصرو لاسبر وي؛ نو له وجوده یې انساني پېرزوېنه ولاړه شي او څه چې د حيوانيت غوښتنې وي، همغه ترې صادرېږي او بیا یې حال دا وي، چې د نورې نړۍ انسانان خو پرېږده، چې د خپل قام د وګړيو په زبېښاک هم اړ نه وي او په هر حال کې خپله خوشحالي او ارام په پام کې ساتي.
اوس به د موسېو سټالين له څرګندې شوې نظريې دا شعور واخلو، چې هغه نظامونه ځکه فنا شول، چې تر حيواني جذبې لاندې جوړېدل، پکې افراط و تفريط و او اعتدال يې له منځه وتلی و او چې چېرته اعتدال نه وي، هلته د ټکر په وجه کامل نظام نه پیدا کېږي. د سټالين په خبره کې به مو دا هم محسوس کړی وي، چې د شخصي اقتدار جذبه په هر نظام کې واکمنه او د چورلیځ په حيثيت موجوده وه؛ نو چې کله د تکامل بنسټ او روح دغه شخصي جذبه او د اقتدار ترلاسه کونې صفت دی؛ نو څرنګه به ددې خبرې منلو ته چمتو شو، چې په اشتراکي نظام کې به د شخصي اقتدار جذبه بېخي نه وي، لا چې تر روسته کوم نظام راشي، هغه به ترې تش وي او د ځواک لپاره به پکې يو محل او چورلیځ نه وي او د حکومت طبقه به تر عوامو زياته پرمختللې او زيات سياسي شعور نلري.
ددې هېڅ امکان نشته، د موسېو سټالين تر مړینې روسته نړۍ پردې حقيقت خبره شوه، چې هغه تر ټولو لوی آمر و او چا یې په ژوند کې پر سياسي پروګرام ګوتنیوی نشو کولای، ان تردې چې تر مړینې روسته یې قامي مجرم وګاڼه او په محکمه کې یې ورباندې عریضه وکړه.
دا جذبه بېخي فنا نه مني، د انساني فطرت نه بدلېدونکي صفات ددې شاهد دی، د تکامل تاريخ ددې ګواهي ورکوي او څومره چې د انساني شخصيت جذبه يو له بل سره ټکر پيدا کوي؛ نو هومره به شخصيت له نویو وسلو سره په نوي لباس کې ميدان ته راوځي او دنيا به تل تر تله د جګړې ډګر وي. يو خوا به عامه طبقه د مساوات او روادارۍ غوښتنه کوي، بلخوا، د خواصو او پرمختللیو خلکو د شخصيت جذبه به په خپل لاس کې اقتدار ساتل غواړي او دغه شان به هر نظام، د افراط و تفريط په څپو کې لاهوو وي.
په اروپا کې د تېرو شویو دیکتاتورانو حال مو پخپله وليد، دوی هم د ښودانې لپاره جمهوري غوندې حکومتونه جوړ کړي وو؛ خو دنيا ته معلومه شوه، چې حيثيت یې له شديد شخصي حکومتونو سيوا نور هېڅ نه و. د جمهورو ټول استازي به د دیکتاتور په اشاره چلېدل او د نظام د ژرندې تيرک به دیکتاتور و.
په امریکا کې د روزوېلټ اقتدار څومره اوږده ساه راکښلې وه او څرنګه په روس کې د موسېو سټالين آمريت ، د خلکو پر وجدان د احتساب پېريان کېنولي وو، چې په ژوند کې یې چا پوزه نشوه راښکی؛ خو تر مړینې روسته یې په محکمه کې ورباندې عریضه وکړه.
د شخصي اقتدار احساس، فطري احساس دی او د همدې احساس د غبرګون په وجه، مقتدره طبقه اړ وي، په نوي رنګ کې ځان راښکاره کړي او راډګر ته راشي.
په دې زمانه کې د انسان د خوددارۍ او حريت احساس تردې بریده رسېدلی، چې قام له وطنه او تپه له قامه، کلی له تپې، کور له کلي او فرد له خپل کوره ځان آزاد غواړي. ښکاره خبره ده، چې دا احساس فطري خو دی، مګر بېخي تر حيوانيت لاندې دی او د حيوانيت د لمسون په وجه يې دومره افراط اختيار کړی، چې هډو اندازه کول يې ګران دي او نظام او دولت خو ټولنیز ژوند غواړي او اعتدال ورته اړین دی؛ نو په داسې حالاتو کې به څرنګه د يوه فطري او حقیقي انساني دولت بنسټ ايښودنه شونې وي؛ ځکه ځواک ته يو محل پکار وي او په داسې ځانځانۍ کې ځواک ته محل پیدا کول، هېڅ امکان نه لري. بيا که په کوم يوه دولت کې ځینې وګړي، له کُل سره شامل هم شي او که د حيوانيت عنصر يې لاسبر وي او که دولت یې د منشا پر ضد کوم قدم پورته کړي؛ نو دوی له دولته جلا شي او بیا نظام ختم شي.
نو معلومه شوه، چې دا ډول هر نظام، له انقلاب سره مخ کېږي او په تېره هغه انسان بوږنوړي انقلاب ته هر وخت ملا تړلې ولاړ وي، چې د کارل مارکس په اشتراکي نظام ګروهه لري او د کارل مارکس دا خبره هم له نظره تېروي:
«د کارګرو نادره طبقه، له پانګوالو سره د مبارزې پر مهال د حالاتو له غوښتنې مجبوره ده، چې د یوې پوړ په توګه، ځانونه منظم کړي او د انقلاب له لارې، له خپل ځانه واکمنه طبقه جوړه کړې او دغه شان په جبر او ځواک، د پيداوار پخوانیو اړیکو ته د پای ټکی کېږدي» (کمونستي اعلامیه)
کارل مارکس بل ځای لیکي: « کارګره طبقه به خپله سياسي برتري ددې غرض لپاره کاروي، چې په تدريج، له پانګوالو ټوله پانګه قبضه کړي او د دولت د پيدا کولو ټول آلات، خپل نظام؛ يعنې کارګرې پوړ ته راوړي کومه چې اوس تر قوي کېدو روسته واکمنه ده.» (کمونستي اعلامیه)
بیا ليکي: « یوازې د ځواک په مټ، د پخوانۍ ټولنې له نسله، نوې ټولنه رامنځته کېږي.» (کارل مارکس، پانګه).
څرګنده ده، چې کمونزم، نشتمني نه ختموي، یوازې له کارګرې پوړ، واکمنه طبقه جوړوي او هغې واکمنې پوړ ته څه موده د کارګرې پوړ د زیارکښۍ مزه ورڅکي، دا خو کله هم نشي کړای، چې فطري قانون بدل کړي، په نړۍ کې به ارومرو هم واکمنه طبقه وي او هم محکومه.
په ځواب کې به یې د پانګوالۍ ځواکونه هم د خښتې ځواب په غونډاري ورکوي او دا لړۍ همدغسې روانه ده.
نو اوس انصاف پسند خلک پوهېدی شي، چې په دنيا کې د امن و امان ضمانت کوم ډول نظام کولای شي. په ښکاره دا محسوسوو، د افراط و تفريط روانه ډغره، په نږدې راتلونکې کې، توپانی کېدونې ده او په پایله کې به یې ارومرو د يوې نظريې درلودونکی بریا مومي؛ که اشتراکي وي که پانګوال.
خو څوک ويلای شي، چې تردې روسته به هم داسې رياست يا نظام جوړ شي، چې پر اعتدال به قايم وي او پکې به د نړۍ د ټولو قامونو لپاره د امن و خوشحالۍ زېری وي؟
زه خو دا وايم: ددې ډغرې په پایله کې به بيا د مرییتوب نظام قايم شي او بریالۍ ډله به د ماتې ډلې پر څټ، د خپل اقتدار او بادارۍ جغ ږدي؛ ځکه دا ټول نظامونه، د حيواني احساس پيداوار دي او چې داسې نظام نه وي راغلی، چې پر فطري انساني بنسټونو جوړ وي؛ نو نړۍ به کله هم له کړکېچن حالته خلاصه نشي.
د حقيقي نظام بنسټ
دې ته به راشو چې حقيقي نظام به پر کومو بنسټونو جوړېږي؛ نو لوستونکیو ته به ووایو، چې زموږ د خوی په رڼا کې فکر وکړي، چې له انساني فطرته، د شخصي اقتدار احساس بېخي نه وځي او چې څومره یې د فنا کولو هڅه کېږي؛ هومره زياتېږي؛ ځکه فطرتاً او طبعا، ځواک یو محل غواړي او چې واړه ځواکونه، تر يوه لوی ځواک لاندې رانشي، کړکېچن حالت نشي دفع کېدی؛ نو د نظام اهم او لوی بنسټ دا دی، چې پکې د شخصيت پوره لحاظ وساتل شي او چې ټول واړه ځواکونه ورتسليم نشي او د ټولیز ځواک سرچينه و نه ګرځوي؛ نو د اجتماعيت او مرکزيت هډو سوال نشي پيدا کېدی.
د هېواد له مشر يا رئيس سره تردې زیات اختيارات وي، هغه به ارومرو له خپلو لاسلاندو سره سلا مشوره کوي؛ خو اړینه نه ده، په هره معامله کې، د لاسلاندو په سلامشوره په عمل کولو اړ وي؛ ځکه که داسې اختيارات ورسره نه وي؛ ښايي د تخريبي عناصرو تر اغېز لاندې راشي او نظام په ټپرېدو شي؛ خو ددې لپاره اړینه او اهمه خبره دا ده، چې د رئيس يا مشر په ټاکنه کې ډېر غور او فکر وکړي او دې منصب ته کله هم داسې فرد و نه ټاکي، چې حيوانيت یې پر انسانيت لاسبر وي.
بايد چې مشر له داسې وګړیو وټاکل شي؛ لکه څرنګه چې مو د روزنې په باب کې ښودنه کړې. ترڅو یې داسې روزنه نه وې شوي؛ نو هغه به ارومرو د هېواد اساسي قانون، له خپلې مدعا سره سم جوړوي او د جمهورو د احساساتو او غوښتنو او آزادۍ هېڅ خيال نه ساتي.
په يوه هېواد کې چې د کوم قام يا ملت حکومت وي، اساسي قانون دې داسې وي، چې د ټول ملت وګړي ورسره یوه خوله وي او دا په هغه صورت کې کېدای شي، چې دين او قوميت يې سره يو وي يا که په هغه ملت کې د دين هېڅ تصور نه وي؛ نو بايد چې د ژبې او قوميت پر بنسټ د دولت د جوړولو انتظام وشي.
ډېری داسې هېوادونه شته چې پکې د دين مسله، د دولت له آرونو بهر وي او دين پکې يو انفرادي او ځان ته جلا حيثيت لري؛ یعنې دين له سياسته چورلټ جلا وي؛ خو په کوم ځای کې چې د يوه قام د وګړیو د انفرادي آزادۍ او پرمختګ تړاو دی، بايد چې قايم وساتلای شي، د خوی او بیان آزادي دومره بې بریده اړینه ده، چې د دولت د اساسي قانون له بنسټیزو آرونو سره ټکر پیدا نه کړي او چې کله په يوه داسې قام کې، د دولت جوړونې اړتیا راپيدا شي، چې روزنه یې په فطري ډول شوی وي او هېوادمشر او د کابینې غړي، په بشپړ ډول روزل شوي وي؛ نو ددې ملت وګړي به له انفرادي آزادۍ او پرمختګه پاتې نشي او نه به د حکومت يا اقتدار خاوندان داسې ،اساسي قانون جوړول غوره وګڼي، چې پکې ښېګڼه، يوازې د څو وګړیو لپاره وي؛ خو په يوه داسې هېواد کې چې ډېری وګړي یې مسلمانان وي؛ نو هلته دې دولت، چورلټ د دين تر اصولو لاندې جوړ کړای شي؛ ځکه په اسلام کې د دين او سياست جلا جلا تصور، بیخي نشي چلېدای او که يوه مسلمان دولت دا کوښښ وکړ، چې دين له سياسته جلا وساتي او د دولت په رامنځته کولو کې، دين ته هېڅ ځای ورنکړي؛ نو ددې دولت بنسټونه به تل لړزاند وي او په ملت کې به د کړکېچن حالت له وجې، د ځواک لپاره صحيح محل نه پیدا کېږي.
د جمهوريت هغه طرز چې پېرنګي حکومت، د پاکستان او هندوستان خلکو ته قايم کړی، ناکاره ثابت شوی او که څوک انساني فطرت ته ځير شي؛ نو دا ډول جمهوريت چورلټ له انساني فطرته خلاف دی.
که د جمهوريت غايه دا وي، چې په يوه هېواد کې داسې حکومت او رياست جوړ شي، چې پکې عوام خوشحاله وي او عوام يې د خپل فطرت له مخې پرمختګ وکولای شي؛ نو په داسې حال کې هېواد مشر ته زیات اختيارات ورسپارل، بده خبره نه ده، بیا چې هېواد مشر او د هغه د حکومت مرستيال ملګری، د خپل ملت لپاره پېرزوينه هم لري او روزنه یې هم ډېره ښه شوې وي؛ نو په داسې حال کې یې اختيارات راکمول هېڅ مناسب نه ښکاري.
تر کومه چې د ولس د پرمختګ او خوشحالۍ موخه پوره کېدای شي، د شخصيت يا آمريت هډو سوال نه پيدا کېږي؛ لکه څرنګه چې مو په تېرو مخونو کې وويل، آمريت او شخصيت بیخي فنا نه مومي او هغوی بيا بيا په نوي نوي لباس کې ځان څرګندوي او د اقتدار په کرسۍ قبضه کوي؛ نو د يوه پوه او فعال ملت انسانان، ولې له پیله ددې خبرې خيال و نه ساتي، چې د اقتدار کرسۍ هغو ته حواله کړي، چې د زړه له اخلاصه، د ملت خادمان وي او خپله خوشحالي، د ملت په خوشحالۍ کې ګڼي.
نن سبا چې حکومتونه جوړېږي او بيا ورانېږي، يو هېواد مشر مقرر کړي او بيا یې پر ضد فضا پیدا کړي او د اقتدار له کرسۍ يې راوغورځوي او ورباندې بل کېنوي. دا د هغه بې واکه حيوانيت او حيواني فرديت پایله ده، چې په ولس کې همېشه او په تېره نن سبا، موجوده ده او کوم خلک چې له ولسه، په چل ول رایه اخلي، چې کله د اقتدار کرسۍ ترلاسه کړي؛ نو د ولس نه؛ بلکې د خپلو هیلو او د اقتدار د جذبې استازیتوب او پالنه کوي.
له دې صفا معلومېږي، چې جمهوري طرزونه ځکه پاتې راغلل، چې پکې دې ته پاملرنه نه کېږي، چې د حکومت وګړي دې له غوره او باضميره انسانانو ځنې وګومارل شي او بيا چې هر جاهل عامي هم د رای ورکولو حق لري؛ نو ظاهره ده، چې بیخي به صالح وګړي و نه ټاکل شي؛ بلکې ډېری به هغه وګړي ټاکل کېږي، چې د بډو په توګه ډېرې روپۍ ورکولای شي، يا ولس ته، د راتلونکي شنه شنه باغونه ښودلای شي او په چل ول يې د ځان په تاييد کې، رای ورکولو ته مایل کولای شي.
حقیقت دا دی، چې کلکه د یوه هېواد د اکثريت پر ذهن، حیوانیت قابض وي، هلته هر يو وګړی، د ځاني خپلواکۍ او اقتدار هیله لري او ددې لپاره، له هرې وسلې کار اخستل جايز ګڼي؛ دوی په خپله يو وګړی، د هېواد صدر اعظم یا هېواد مشر په توګه وګوماري؛ خو لږه موده روسته يې نفس نشي زغملای، چې هغه دې صدر اعظم يا هېواد مشر وي او دا یې تر لاس لاندې وي.
د حيوانيت فطري غوښتنه همدغه ده، چې په هېڅ قالب کې راتلل غوره نه ګڼي، که څه هېواد مشر یا صدر اعظم ښه کار هم کوي؛ خو تر حيوانيت لاندې راګېر، لاس لاندې تل په دې هڅه کې وي، چې پرځای یې د اقتدار پر کرسۍ قبضه وکړي؛ خو د کوم قام يا ملت په وګړیو کې چې انسانيت لاسبر وي؛ نو د هېواد نظام د عقل او انساني پېرزوينې لاندې چلېږي، د انسانيت له مرکزه ټولو وګړیو ته خپل خپل خواړه رسي؛ نوځکه وګړي که د يوه نظام په قيد کې هم وي، د کرکې او پرېشانۍ پرځای به، خوشحالۍ او اطمينان محسوسوي، دا مهال به، د حيوانيت په قالب کې هم آرام محسوسوي او هېڅ شخړه نه پيدا کېږي.
بيا د يوه هېواد په وګړیو کې داسې خلک هم موجود وي، چې د اعلی پوړ خلک ورته وايو؛ لکه امراء؛ نوابان، خانان، د ځمکو خاوندان او داسې نور. د دغو خلکو ګټه په دې کې وي، چې د حکومت د ډلې خوشامندې/ غوړه مالي وکړي او د حکومت هر اقدام وستايي؛ ځکه په دې سره یې آمريت، ځمکې او شخصي اقتدار، په خپله ولکه کې قايم پاتې کېدای شي.
که دا ډول وګړي، د حکومت مخالفت وکړي؛ نو حکومت ورته سملاسي ولس راپاروي او ولس خو له داسې کسانو سره تل له زړه نه مخالفت لري او ددې اعلی پوړ پر ضد راپورته شي.
پاتې شول د منځنۍ پوړ وګړي؛ نو دا خلک ډېری په آرام او اطمينان ژوند کوي، په دغو کې ډېری سوداګر، هټيوال، ټېکه داران ا و داسې د نور روزګار خاوندان شامل دي؛ خو دوی هم د اعلی پوړ پامته دار وي او د اعلی پوړ مخالفت نشي کړای.
د دا ډول هېواد اساسي قانون به هم بېخي د حکومت له ډلې او د اعلی پوړ له ګټې ګرچاپېره چورلي او ولس به ددې وړ نه وي، چې پرمختګ وکړای شي او د خپل ژوند څوبتیا اوچته کړي.
دا څومره خامۍ چې مو بيان کړې، ټولې له دې پیدا کېږي، چې د انساني تمدن لپاره، د وګړيو روزنې ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او چې دا آرونه منل شوي نه وي؛ نو حکومتونه، کله هم، له کړکېچن حالته نشی خلاصېدای. که د يوې ټولنې تر جوړولو مخکې، د وګړيو روزنه وشي؛ نو د هېواد هر وګړي ته به د خپل فطري غوره والي او وړتیا له مخې، د پرمختګ موقع حاصله وي او یو وګړی هم بېکاره نشي پاتې کېدی؛ ځکه د حکومت په ماشین کې به انډول او اعتدال وي او لکه څرنګه چې د برښنا له ماشینه، هر څراغ او هر هغه څیز ته برښنا رسي، چې ورسره یې اړیکه وي، دغسې به هر وګړي ته د خپلې وړتیا له مخې، روزګار هم رسي.
په کوم هېواد کې چې معاشي او اقتصادی انډول نه وي، په حقیقت کې د حکومت په بنسټونو کې خامۍ وي، ګنې هېڅ داسې هېواد نشته، چې لوی څښتن پکې د وګړيو لپاره، د ژوند ټول اړین توکي نه وي پيدا کړي. په کوم هېواد کې چې د یوه څيز کمی وي؛ نو له بل هېواده، په دې شرط پوره کېدای شي، چې دا هېواد په بدل کې ورته يو داسې څیز ورکړي، چې د هغه هېواد ورته اړتیا وي او انساني تمدن همدغه څيز دی، چې بشري ډول، ټول يوه کورنۍ وګڼل شی او یو بل ته لاس ورکړي.
نن چې په نړۍ کې د شخصي اقتدار پر ضد څومره غږونه راپورته کېږي، دا ټول مصنوعي او د حيوانیت د غورځنګ تر اغېز لاندې دي؛ لکه څرنګه چې مو مخکې وویل، دا هر يو مخالف غږ، د خپل ځان د اقتدار او شخصيت غوښتونکی دی؛ ځکه د خپل اقتدار، د قايمولو لپاره د بل وګړي د شخصي اقتدار مخالفت کوي او په ظاهره، د مساوات او انساني اخوت په حق کې تبليغ کوي؛ خوچې کله د اقتدار کرسۍ ته ورسي؛ نو بيا ولس هېروي او تل په دې هڅه کې وي، چې خپل اقتدار ټینګ وساتي او له دې اقتداره چې څومره ډېره ګټنه کېدای شي، و یې کړي.
خو په کومه ټولنه کې چې د وګړيو انسانيت، حيوانيت ته مغلوب نه وي، دوی د خپل شخصي اقتدار جذبه، تر عقل او انساني پيرزوینې لاندې ساتي، پکې اعتدال او انډول وي، کله هم بې له اساسي قانونه، د قتدار د ترلاسه کونې هڅه نه کوي. تر کومه چې د حکومت يا اقتدار خاوندان، په ښه ډول حکومت چلوي، دا نېک انسانان يې مرستيال او خواخوږي وي، د داسې ملت هر وګړی به د ملت خوشحالي، خپله خوشحالي ګڼي، تل دې ته چمتو وي، چې خپلې ذاتي ګټې، د ملت له ګټو قربان کړي او له ټولنیز ژوند سره یې خپل انفرادي ژوند داسې یو کړی وي، چې د ملت هر وګړی، ځان ته ملت ښکاري.
خو دا ياد لرل پکار دي، چې هر ملت هم د نړۍ د نورو ملتونو په غونډه کې یو وګړي وي او بايد د نړیوالو قوانينو خلاف نه وي. تمدن یې باید کله هم داسې جامد/ وچ کلک نه وي، چې دا ملت، د نړۍ له نورو قامونو سره اړیکه پیدا نکړای شي، يا خپلې نیمګړتیاوې، له بهره نشي پوره کولای.
انسان يو نوع دی او که د حيوانيت جغ یې وغورځاوه؛ نو محسوس به کړي، چې د هر انسان تکلیف یې خپل تکلیف دی. نن هم په نړۍ کې داسې وګړي موجود دي، چې په اند یې ټول انسانان برابر دي، سپين انسان پر تور، غوره نه ګڼي او د دين او مذهب جلا والی یې، یو بل ته په زړه کې کرکه او مخالفت پیدا کولای نشي؛ خو دا ډول انسانان، ډېر کم دي او د نړۍ حيوانيت ځپلي انسانان یې خبرو ته هېڅ اهميت نه ورکوي.
نن چې د نړۍ سپین پوستي انسانان، پر تور پوستيو کوم ظلمونه کوي، هغه څه پټه خبره نه ده. و به ومنو چې يو قام دا حق لري، چې خپل نسل له اختلاطه پاک وساتي، د هېواد ټوله ګټه وټه یې یوازې د خپل قام لپاره وي؛ خو کله هم دا حق نلري، چې بل قام ته په کم نظر وګوري او بل قام ته پر همدغه حقوقو قایل نه وي او اپوټه، د بل قام زبېښاک جايز وګڼي او د غلامۍ او مرييتوب په زولنو کې یې راګېر کړي.
که په دغو قامونو کې صحيح انسانيت وای؛ نو دوی به د پاتې شویو او کمزوریو قامونو زبېښاک نه؛ بلکې روزنه کوله؛ خو و مو لیدل چې خپلې غلامۍ او مرییتوب ته یې روزنه کوي، داسې روزنه نه ورکوي، چې دا کمزوري او مفتوح قامونه هم، د نورو پرمختللیو قامونو په څېر، د نړۍ پر مخ، د سيالۍ ژوند وکړای شي.
د ګډ او انفرادي ملکيت سوال
په تېر بيان کې مو د موسېو سټالين له بیانه دا خبره ثابته کړې چې انفرادي ملکيت ساتل، د انساني فطرت يوه بنسټیزه غوښتنه ده او دا صفت کله هم نشي فنا کېدای؛ نوځکه دا د هر دولت فرض دی، چې د انفرادي ملکيت په ترڅ کې، داسې قانون نه جوړوي، چې د انفرادي ملکيت پر نفې بنا وي؛ ځکه له فطرت سره مبارزه، د حکومت د بنسټونو ړنګول دي.
البته داسې کېدای شي، چې په ځانګړیو یا ناڅاپي حالاتو کې، د انفرادي ملکيت سوال، د څه وخت لپاره له منځه وويستلای شي، يا یې ځانګړې ټاکنه وکړای شي؛ ځکه دولت، له داسې حالاتو سره مخامخېدای شي، چې هغه مهال، د انفرادي ملکيت سوال له منځه وباسي، يا یې محدودوي؛ خو دا څيز دې د يوه جامد اصول په صورت کې نه وي؛ ځکه فطرت د ټول عمر لپاره، دا اصول، عملي کېدو ته نه پرېږدي او نه معاشي او اقتصادي حالات په يوه ډول پاتې کېدای شي او لکه څرنګه چې وګړي، په هېڅ ډول، خپل انفراديت نه پريږدي، دغسې د انفرادي ملکيت جذبه هم نه فنا کېږي او هر انسان چې څه کوي؛ نو موخه یې پکې ذاتي ګټه وي، که دا ګټه د ملت له ټولنیز ژوند سره مخالفه وي که موافقه؛ خو دا جلا خبره ده، چې يو روزل شوی انسان به تل، د ذاتي ګټې په پرتله، د ټولنیز ژوند ګټه غوره ګڼي.
په اقتصادي چارو کې يو حکومت هم غيرې متبادله نظريه او قانون نشي جوړولای؛ ځکه اقتصاديات هم د زمانې له حالاتو سره بدلېږي رابدلېږي او هم د داسې حالاتو د راپيدا کېدو په وجه، دولت د مشترک يا انفرادي ملکيت نظريه هم د څه وخت لپاره عملي کولای شي، چې هغه به يقیناً د يوه پرمختللي حکومت د ولس د ګټو پر ضد نه وي. په دې لړ کې د جمهوريت اشتراکيت يا مطلق العنان شهنشاهيت په طرزونو او په ښېګڼه او بدکړه یې ویینه کول، هېڅ ګټه نه لري؛ ځکه حکومتونه او طرزونه یې د انساني ذهن پيداوار دی او ذهن چې څرنګه روزل شوی وي، همغه شان به حکومت هم جوړوي.
يوازې دې ځلانده آرونو ته زور ورکوو، چې تر حکومت مخکې بايد د حکومت غړي روزل شوي وي او په نږه او سوچه انساني اخلاقو یې د انسانيت عمارت جوړ شوی وي.
ملګري یې چې هر ډول رياست جوړ کړي، د ملت وګړيو ته به زېری لري، ښايي هېواد مشر او ملګري یې په ځينو خبرو کې تېروځي، د انسان تېروتنه يو روښانه حقیقت دی؛ خو د دوی نيت به نېک او نږه وي او چې څوک یې تېروتنه ور په ګوتو کړي، سملاسي به یې اصلاح کولو ته چمتو کېږي او تاريخونه ددې خبرې شاهد دي، چې د دنيا هر يو نېک او سپېڅلي شخصيت ته چې کله یې غلطي ورښودل شوې، منلې یې ده، اصلاح کړې یې ده او د ورښودونکي يې مننه کړې ده.
څرنګه چې مو څو څو کرته ويلي، د دنيا له پېل تردې دمه، چې د حکومت او رياست څومره طرزونه جوړ شوي او انسان پرې نه دی قانع شوی، وجه یې د انسان هغه حيوانيت دی، چې حرص ترې پيدا کېږي، چې د حيوانيت په لاس کې وي، له اعتداله افراط ته رسي او بيا په هېڅ څيز نه ډاډمنېږي او ټوله ښېګڼه، خپل ذات ته ځانګړې کوي.
که داسې انسانان، د اقتدار خاوندان شي، چې د حيوانيت او حرص ښکار کېدای نشي؛ نو کله به هم په يوه ټولنه کې د ولس لپاره د شکايت او خپګان موقع پیدا نشي.
د پرمختللي حکومت چلوونکي، د حکومت په کارونو ، په اساسي قانون او ټولو چارو کې بدلون راوستلای شي؛ خو دا بدلون به بې انقلاب او شوروشره، په امن و امان کې کېږي او هېڅ کړکېچن حالت به نه پيدا کېږي.
چې انسان کټ مټ، د ماديت ښکار وي؛ نو هغه خو نه کومه سپېڅلې ټولنه جوړولای شي او نه يو داسې حکومت قايمولای شي، چې پکې انسانان، د خپل فطرت له مخې، پرمختګ وکړي او سعادت ته ورسي.
دا ښکاره خبره ده، چې په ننني وخت کې خلک جمهوري طرز ته غوره والی ورکوي؛ خو په ننني جمهوري طرز کې، عامو انساني قامونو ته ښېګڼه نه ښکاري او چې چېرته جمهوريت وي، شخصي اقتدار به پکې په ډاګه معلومېږي؛ ځکه خو لوی فلسفي اسپېنوزا دې خبرې ته اشاره کړې او ويلي يې دي:
«انسانان طبعاً يو له بل سره برابر نه دي او کوم سړی، چې په انسانانو کې مساوات لټوي، هغه د يوه بيهوده څيز غوښتونکی دی. جمهوريت ته لا ددې مسئلې حل پيدا کول پاتې دي، چې څرنګه، له ښه نه ښه سړی ټاکل کېدای شي او څرنګه هر چاته دا اختيار ورکړای شي، چې له وړ او روزل شویو ځنې خپل واکمنان چاڼ کړي.»
په نړۍ کې چې نن سبا کوم جمهوري حکومتونه کامیاب ښکاري، په حقیقت کې کامياب نه؛ بلکې اړ دي؛ ځکه په هغو هېوادونو کې چې کله جمهوري طرزونه خوښ کړای شول او بيا د پېړیو پېړیو راهیسې یې له عادت ځنې فطرت ته ولېږدول، اوس ترې ځان نشي خلاصولای، ګنې هغه خلک هم ډاډمن نه دي، چې په جمهوريت کې یې د عامو انساني قامونو لپاره، هېڅ پېرزوېنه نشته؛ نورې نړۍ ته او د عام بشري ډول لپاره هغه شديد جابرانه شهنشاهيتونه دي.
که دا ډول جمهوريتونه په آسیا کې هم دود شي؛ نو د آسیا خلک به هم خپله فطري پېرزوینه ختمه کړي او د دوی په څېر به د جبر او زبېښاک حيواني آرونه خپل کړي، په تېره، تر کومه بریده، چې د پښتون ملت سوال دی، پکې د لویدیځ طرز جمهوريت نافذول، له فطرت سره ډغره وهل دي.
نشو ويلای، په څو پېړیو کې تر پرله پسې چلېدو روسته به مغربي جمهوري طرز، د آسیايي خلکو او په تېره، د پښتنو له فطرت سره روغه وکړای شي؛ ځکه د آسيا خلک، د خپلو مشرانو هر حکم يو قانون ګڼي، دا خلک د مشر ادب او حکم منل يو لوی عبادت ګڼي او سره له دې، هم خپلو مشرانو ته یې غلطۍ ورپه ګوته کوي؛ خو که مشر په خپله خبره کلک ودرېږي؛ نو بیا ټول کشران یې متابعت کوي. دا احساس که څه د عقل او فکر په محک پوره نه ښکاري؛ خو په دې کې د یووالي، مرکزيت او ځواک لوی راز پټ دی.
پښتانه لومړی حکم ترسره کوي او بیا یې د علت تپوس کوي؛ خو پر وړاندې یې د اروپا د خلکو دا حال دی، مشر خو لا څه، د خپل پلار حکم هم تر هغې نه مني، چې خپله ډاډمن نه وي او عقل او فکر یې يا په بله وینا چې پلار خپل زوی ته د خپل ورتګ خبر ورنکړي او ورشي؛ نو زوی يې له ځان سره په ډوډۍ کې نه شریکوي.
په لویدیځو هېوادونو کې، که يو شخصيت د خپل اقتدار په زمانه کې، د قام او ملت لپاره ډېره قرباني هم کړې وي او ملت ته يې ډېره ګټه رسولې وي؛ خو د اقتدار تر ختمېدو روسته يې حکومت تپوس هم نه کوي. دا بېله خبره ده، چې د ځينو شخصیتونو يادګارونه، د ځينې صحيح قام پرستو په وينا او ډېر ټینګار قايم کړای شي او هغه هم تر ډېرې ویینې او رای شمېرۍ روسته. پر عکس په اسيايي سیمو کې داسې شخصيت خو څه چې د اولاد درناوی یې هم کېږي او خلک په درنه سترګه ورګوري.
ددې ښکاره او ارواییزه وجه دا ده، چې د لویدیځو حکومتونو بنسټ چورلټ پر ماديت ولاړ وي او د آسیايي قامونو پر روحانيت او ښه خُلق. په ماديت کې د حيواني غوښتنو له پوره کولو سېوا، نور هېڅ نه وي او نه هم اخلاق پکې موجود وي؛ نو هغه ډېری د مادي ارزښتونو له مخې جوړ او دود شوي وي او کوم خلک یې چې د مادي حکومت او نظام مرستيال وي، همدوی ته شهرت ورکوي او په دې ترڅ کې، د انساني ټولنیزو ارزښتونو هېڅ خيال نه ساتي.
خو پرعکس، په آسیایي هېوادونو او په تېره پښتون ملت کې، حالات داسې نه دي، پښتانه د خپلو مشرانو په تېره، د پلار نېکه او تره چې څومره درناوی کوي، دا څه پټه خبره نه ده. پښتون د خپلو مشرانو په خوله، خپله وينه بيولو ته هر وخت چمتو وي، پښتانه د لارويو او عامو مېلمنو لپاره جلا حجرې جوړوي او شپه ورځ، په دې فکر کې وي، چې څه څوک لاروی راشي او په حجره کې یې شپه تېره کړي، چې دوی يې خدمت وکړي او د ښې نه ښه ډوډۍ او له اعلی نه اعلی کټ بستره ورکړي.
د پښتنو دا ځانګړنه به د يوه لویدیز انسان په ټولنه کې، د نادانۍ او بې عقلۍ کارنامه ګڼل کېږي؛ خو هغه اروپایان چې په پښتونخوا کې اوسېدلي، له دې ښه خبر دی، چې پښتانه په سيالۍ، د مېلمنو پالنه کوي، کمزوریو ته پناه ورکوي؛ خو بېخي بې غرضه او بې مطلبه، د خپلو ګاونډیانو تکليف خپل تکليف ګڼي او که څوک یې ګاونډی آزار کړی، جنګ ورسره کوي.
کېدای شي، څوک په دغو پښتني ارزښتونو نیوکه وکړي او ښه يې و نه ګڼي؛ خو کټ مټ د همدې په څېر، د نیوکه کوونکیو پر ملي او قامي ارزښتونو هم نیوکه کېدای شي.
پوښتنه دا نه ده، چې د کوم قام اخلاق او قامي ارزښتونه ښه او د کوم بد دي؛ بلکې پوښتنه دا ده، چې هر شان وي؛ خو د يوه قام اخلاق دي او د پېړیو پېړیو راهیسې، د عملي کېدو په وجه یې د قام له فطرت سره ګډ شوي، بايد چې حکومتونه یې هم پر هغو بنسټونو قايم شي او په نورو اسبابو کې، دغه د يوه حکومت د بریا يو مهم سبب دی.
که مشران مو پرله پسې دا هڅه پیل کړي، چې زموږ فرهنګ، ملي اقتدار، کلتور ، تمدن او هر څه د لویدیځو هېوادونو په چوکاټ کې راشي؛ نو ښکاره خبره ده، چې ددې لپاره څو پېړۍ پکار دي. بيا دا هم ښکاره خبره ده، چې کله د پښتون يا بل آسیایي ملت د بدلولو او د لویدیځ فرهنګ او تمدن په قالب کې یې د راوستو کار پیل شي؛ نو پر وړاندې به یې ارومرو يو سخت او شديد غبرګون پيلېږي. ښايي ولس د حکومت يا رياست پر مقتدرو انسانانو لاسبر شي او داسې سخت انقلاب وشي، چې ملت ته د ګټې پرځای، زیان ورسي، بيا چې دومره کړاو او کړکېچن حالت ته ځان نيول غوره ګڼي، چې بریا یې هم یقيني نه وي؛ نو غوره ده، د خپل ملت ښېګڼې ته، د خپل چاپېریال او د ملت د بنسټیزې برترۍ په رڼا کې، یو داسې حکومت جوړ کړي، چې د روزنې په باب کې مو اشاره ورته کړې او د ملي تمدن په باب کې مو یې ښودنه کړې ده. خپلې اړتیاوې دې له بهره پوره کړي، د فرهنګ او تمدن په لړ کې دې خپل آرونه جامد نه ساتي؛ خوچې کوم بهرنی څيز مني، د خپل ملت د فرهنګ، تمدن او رواياتو په چوکاټ کې دې یې اچوي، که په دې چوکاټ کې نشي راتلای، رد دې کړي.
د اولاد روزنه
دا حقیقت دی، چې د راتلونکې بریالۍ ټولنې لپاره، روزل شوی او فعال انسان پکار دی او که انسانان په دې ترڅ کې، د ماشومانو د روزنې اهم و نه ګڼي؛ نو د راتلونکې غوښتنې به یې کله هم و نه بښي. د ماشومانو روزنې ته تر اوو کالو، د يوې مهذبې او پوهې مور غېږ اړینه ده او تردې عمر روسته یې د روزنې ذمه، د پلار او ښوونکي په ذمه وي؛ ځکه تر اوه کلنې مخکې، ماشوم ته ډېره جمالي، ښکلې او مينناکه غېږ اړینه ده او هغه يوازې د مور ده.
تر اوه کلنۍ مخکې، ماشوم ته د پلار لخوا روزنه فطري او اړینه نه ده؛ ځکه سړی جلالي زيات او جمالي کم وي، په روزنه کې له مینې سره سره څپېړه هم وي، چې دا دويم څيز، د ماشوم د بنسټیزې روزنې لپاره تر وژونکي زهرو کم نه دی.
چې عمر یې تر اوه کلنۍ کم وي ، بايد تردې مودې له هېڅ ډول دبکې يا څپېړې سره مخ نشي، ګنې د روزنې لومړنۍ ردې به یې خامې وي او پخه اخلاقي ودانۍ ورباندې نشي جوړېدلای؛ خو تر اوه کلنۍ روسته، ماشوم ته د مور لخوا روزنه، له وېرې تشه نه ده؛ ځکه په دې عمر کې ماشوم، په ښو بدو پوهېږي او که بدو چارو ته یې مخه شي؛ نو د مور مینه يې کله هم ترې نشي راګرځولای.
په دې وخت کې، د پلار يا د ښوونکي، دبکه او ګوشمالي ښه کار کولای شي؛ خو ددې دا مطلب نه دی، چې ګوندې ښځې په ښه بد پوه نه دي، ضرور پوه وي؛ خو له اولاد سره به یې د مینې احساس دومره ډېر وي، چې اولاد ته څپېړه نشي ورکولای ؛ نوځکه د اولاد ذهن ګډو وډ شي. بيا دا هم ده، چې پر یوه سربېره، د ښځې نور اولادونه هم وي؛ نو په دې لړ کې، هغه د ټولو د روزنې بار نشي اوچتولای، دا کار د ماشومانو پلار او ښوونکی ښه کولای شي.
اجرائیه او عدليه
د کوم حکومت اجرائیه چې د عدليې په کار کې ښکېله شي؛ نو د عدليې اهميت ختم شي. د عدليې آزادي، يو داسې اصول دی، چې د هېواد د ټولو برخو پر کمزوريو اغېز اچولای شي او خرابۍ او کمزورۍ لرې کولای شي.
په هغه هېواد کې چې د صحيح عدل وجود قايم وي، هلته بد امني او د انفراديتونو په پرمختګ کې هېڅ زیان نشي راتلای؛ خوچې کله عدليه، د اجرائیې تر اغېز لاندې راغله او د اجرائیه په لاس کې یې د ګوډاګي حيثيت اختيار کړ؛ نو د حکومت پرمختګ او د ولس د خوشحالۍ خاتمه ګڼل پکار دي.
ذاتي رايه مې دا ده: له هېواد مشر سره دې دا اختيار هم نه وي، چې د عدليې پرېکړه ماته کړي او چې د هېواد مشر لخوا، د قانون د درناوي د احساس اظهار ونشي، د ولس د درناوي هېڅ اهميت نشته.
کوم قانون چې د يوه چاپېریال او اوسېدونکیو د غوښتنو او ملي رواياتو په رڼا کې جوړ شوی وي، بايد چې د هېواد مشر لپاره پکې دا اختيار موجود نه وي، چې د سترې محکمې پرېکړه ماته کړي.
په ارواییز ډول دا خبره يو حقیقت دی، چې د يوه هېواد ولس هم پردې خوښ نه دی، چې د صحيح عدل او انصاف د نفوذ په لار کې دې هېواد مشر لاسوهنه وکړي؛ دا ډول اختيار، که څه د مقننې غړيو، مشر ته ورکړی وي؛ خو هغه د پېرزوينې له کبله نه؛ بلکې په دې کې د مشر د چاپلوسۍ او خوشامندو غايه اړخونه بدلوي؛ نوځکه يو مهذب او پرمختللي مشر ته پکار دي پخپله د داسې اختيار له منلو نټه وکړي.
د ښځو او سړیو فرايض
ښځو ته دې کله هم د دوی له فطرته خلاف ښوونه ورنکړای شي او دا موقع دې ورنکړای شي، چې له سړیو سره دې خلط ملط شي. ښځې ته د کور سنبالنې او د ماشومانو تر روزنې بل لوی کار هډو نشته، جسم یې لوی څښتن داسې پیدا کړی، چې يوازې د کورني فرايضو ترسره کونې ته ټاکل شوې ده. د ښوونې یوه داسې نصاب ورته جوړول پکار دي، چې په اولاد روزنې او کور سنبالنې پورې اړوند وي. په پوځ کې ګومارنه او پروفيسري ورته بېخي زیانمن کار دی؛ البته که ښځه ډاکټره يا د لومړنیو ښوونځیو ښوونکي شي؛ نو بده به نه وي؛ خو دومره چې د کورونیو چارو له زمه وارۍ، ځان په ښه طريقه خلاصولای شي، په دې هکله به يو مستقل باب لوستی وي. «په تمدن کې د ښځو برخه».
پردې سربېره، سړی په ټولو ستونزمنو او سختو پړاوونو کې برخه اخستلای شي او لوی څښتن یې جسم همداسې جوړ کړی، چې له ټولو ستونزو سره ډغره وهلای شي. د کور خلکو ته معاش پیدا کولای شي او په دې لړ کې یې مېرمن، د کور او ماشومانو سنبالنې او روزنې ته ښه وخت موندای شي او چې کله، د بشري ډول، دې دواړو لاسونو (نر و ښځه) خپل خپل فطري فرايض په ښه شان پوره کول پیل کړل؛ نو په تمدن کې به اعتدال او انډول پیدا شي او حقیقت هم دا دی، چې د هر حکومت د ناکامۍ وجه، له فطرته په سرغړونه کې وي، ګنې هېڅ وجه نشته، چې يو حکومت پرمختګ ونکړي او وګړي يې خوشحال نشي.
د داسې نظام د قيام امکان؟
دلته دا پوښتنه پيدا کېدای شي، چې د داسې نظام قيام هم ممکن دی، که نه، چې یادونه مو یې وکړه؛ ځکه د داسې نظام لپاره چې کومو روزل شویو وګړيو ته اړتیا وي، روزنه به یې څوک کوي او بيا چې کوم خلک د داسې خلکو د روزنې سبب کېدای شي؛ نو ولې پخپله داسې نظام نه جوړوي او که دا لړۍ همداسې مخ پر وړاندې روانه وساتو؛ نو له دې دور او تسلسله به هېڅ بنسټیز آرونه لاس ته رانشي او په دې ترڅ کې به هېڅ پرېکړه ونکړای شي.
خو تاريخ د داسې پېښو له بيانولو عاجز دی، چې په تېرو زمانو کې داسې وګړي هم پیدا شوي، چې روزنه یې شوې او داسې حکومتونه یې قايم کړي، چې پکې نه يوازې د عدل او انصاف دروازې هر چا ته بېرته وي؛ بلکې ولس يې خوشحاله او په امن و امان کې، د تکامل پر لار روان وو او تر څه مودې، دا ډول نظام او رياست په بریالیتوب چلېدلی دی.
د داسې نظام کالبوت او کړه وړه، جمهوري، شخصي يا اشتراکي نه وو، هر څه چې وو؛ په اقتدار او سیوري کې یې ولس ډاډمن او خوشحال وو.
د اسلام د خلفای راشدينو مثال ددې د عوې لپاره یو روڼ دليل دی او مخامخ به پر خليفه کلکه نیوکه کېده ه او ترڅو به چې خليفه، معترض ډاډمن کړی نه و، اعتراض به پر خپل ځای موجود و. خليفه به له يوه غريب انسان سره په برابر ډول محکمې ته حاضرېده او د تورن په څېر به يې د دعوې جواب ورکاوه. خلیفه به خپل زوی په کوړو واهه او د عدالت د آزادۍ به يې کلک درناوی کاوه.
ظاهره ده، چې ددې خلفاوو او ملګرو روزنه یې يوازې يو کامل انسان کړې وه، او که له دې خلفاوو روسته ځایناستي یې هم وړ او تر حيوانيت لاندې نه وای؛ نو هغه نظام به له ړومبي پړاوونو وړاندې تېر شوی و او تراوسه به یې د وختونو قېزه، په لاس کې وه.
خو تر کومه چې مو اند دی، اسلام د انسانيت د تکميل په وخت کې راغلی و؛ لکه څرنګه تر بالغېدو روسته یې انسان ته خپل ميراث ورحواله کېږي؛ خو دا اړینه ده، چې بالغ، عاقل ضرور وي؛ خو تجربه کار نه وي، په هر قدم تيندک وهلای شي او رو رو، د خپل ميراث په حقيقي او جايز استعمال پوهېدی شي.
اسلام چې انساني تکامل ته کوم اصول وښودل، عملي کېدو ته یې لا ډېر وخت پروت و؛ ځکه بشري ډول، که څه د عقل او ذهن له پلوه ځوان و؛ خو دا آرونه یې له فطرت سره بالعفعل نه وو ملګري؛ بلکې بالقوه وو.
دې آرونو، د انساني نفس تر تکامله، د بالفعلېدو انتظار کاوه؛ خو دا هم اړینه وه، هغه آرونه چې اسلام، د بشري ډول د سعادت لپاره اړین او بنسټیز ګڼلي او بيان کړي یې دي، ورباندې باید عمل وشي او په اړه یې دنيا ته یوه بېلګه وړاندې کړای شي، چې څوک دا و نه وايي، ددې آرونو عمل کول ناشوني دي؛ ځکه لوی څښتن یې عملي کولو ته داسې وګړي هم پيدا کړل او د يوه کامل انسان په صحبت کې یې د روزنې موقع ورکړه، چې هغه ټول آرونه یې د عمل ډګر ته را و ويستل او جوته يې کړه، چې کله انسانيت پر حيوانيت لاسبر وي، دا آرونه ټول عملي کېدای شي او د دغو اصولو په رڼا کې چې کوم نظام جوړېږي، پکې به د يوه ځانګړي قام يا ملت لپاره نه؛ بلکې د ټول بشري ډول لپاره، د پرمختګ او خوشحالۍ زېری وي.
خو څرنګه چې مو مخکې ویلي، حيوانيت خپله فنا نه زغمي. رو رو یې د هغه وخت د انسانانو پر کمزوریو اړخونو ګوزارونه وکړل او د انسانيت په مرکز يې بيا قبضه وکړه، دا قبضه ناشونې نه وه؛ ځکه د هغو آرونو عملي کېدو ته، د انساني نفس تکامل اړین و او هغه لا نه وه شوې او لا تراوسه تکميل نه دی رسېدلی.
خو تردې وخته، د دنيا ډېرو هغو قامونو چې پر اسلام قايل نه دي، د اسلام ډېری آرونه یې خپل کړي او انسان لګيا دی، خپلوي یې، بيا دا اوسنۍ زمانه خو ددې آرونو عملي کولو ته ډېره وړ ښکاري او که په یوه هېواد کې داسې انسانان پیدا شول، چې روزنه یې په کامل ډول شوې وي او د يوه لوی انقلاب راوستو ته یې قدم پورته کړ او انقلاب يې راوست؛ نو د یوه ملت د وګړيو روزنه به په فطري انساني ډول وکړای شي او بيا له داسې روزل شویو وګړيو، يو داسې نظام جوړېږي، څرنګه چې زموږ موخه ده.
دا څه نوې خبره نه ده، چې ګوندې تردې وړاندې به دا ډول نظامونه نه وي رامنځته شوي؛ خو دا ځل چې پر فطري انساني بنسټونو کوم نظام جوړ شي، ډېر زيات به پرمختللی او پوخ وي او دا مو ګروهه ده، چې بشري ډول به يو ځل ارومرو دا سعادت ترلاسه کوي.
کوم خلک چې پردې نظريې قايل دي، چې په نړۍ کې به د انسان همېشه همدغه حال وي، چې يو نظام به فنا کېږي او بل به راځي، کله به نېکان لاسبر وي او کله بدان، په ټولیز ډول به، د بشري ډول يو بين الانساني نظام او ورورولي قايمه نشي، له دې نظريې سره یوه خوله نه یو، که دا نظريه سمه وي؛ نو انسان به کله هم د نبات او حيوان له درجې، انساني وجود ته تکامل نه و موندلی او د ټول مخلوق، د نظام شعور به نه و ورکړی شوی.
انسانيت د انسان حقیقي ځانګړنه ده، کله هم زوال او فنا نشي موندلای، روحانيت او حيوانيت یې بدرګي دي، چې د انسان وجودي ځانګړنې نه دي او دا ظاهره ده، چې بدرګې که ښې وي، که بدې؛ خو آخر پاتې کېږي او حقیقت او انفرادي ځانګړنه، تل موجوده وی. دې حالت ته نېتشی فوق البشر او علامه اقبال مرد مؤمن او نورو حکماوو نور نور څه ويلي او هر پوه انسان دا حقیقت په يو رنګ کې منلی او هغه زمانه ډېره لرې نه ده، چې داسې يو کامل انسانان راپورته شي او په نړۍ کې د انسانيت او انساني نظام رامنځته کونې ته یو لوی انقلاب راولي[5].
پای
[1] بیا ترتیبوونکی : حضرت علي (ک) د متقیانو د ځانګړنې په اړه وايي: «مكظوما غيظه. الخير منه مامول و الشر منه مامون = خپله غوسه یې سړه کړې ده، خیر ته یې هیلمني شته او له شره یې خوندیینه» د راروسته ځانګړنې په هکله له رسول اکرم (ص) یو روایت منقول دی چې یې ویلي: « شر الناس يوم القيمه الذين يكرمون اتقاء شرهم ([1] اصوال کافۍ، ۲ ټوک، باب من یتقی شره حدیث، ۴.)= « دقیامت پر ورځ هغه بدترین انسان دی چې [په دنیا کې] نور یې د زیان وررسونې له ډاره درناوی کوي» یعنی دومره شري، بد چاری دی چې خلک یې ځکه درناوی کوي هسې نه چې شر يې راورسي او د خپل پت ساتنې لپاره پر وړاندې يې چوپېږي. متقي کټ مټ د دغسې تن په مقابل لوري کې دی. یعنې ټول ترې آسوده خاطر او بې غمه دي او نه یوازې دا چې ترې ډاډمن وي چې له اړخ یې څه ازار نه وررسي او له شره او ځورونې یې خوندي دی؛ بلکې ښو ته یې هم هیلمن دی او تردې ورهاخوا ورته سترګې پرلار دی، چې تېروتنې یې پټې او لورنه هم پرې وکړي. انسان ددې لپاره چې نور يې له شره خوندي وي، دوه لارې ټاکلای شي: لومړی ځان داسې وروزي، چې لاس و پښې ، ژبه و فکر او سترګې و غوږونه یې ورته اېل شي او بې اجازې یې ونه خوځي او دویم که د تهذیب او ادبونې دې درجې ته رسیدلی نه وي لږ تر لږه ځان دې قدرت او پراخو امکاناتو ته نه وروړاندې کوي او د مست نشه يي په څېر دې توره په لاس کې نه اخلي، او د نفس ښاماران دې د بېلتون په واورو کې وساتي چې له ډېرې یخنی او مړاویتوبه ونه خوځي.
مولانا رومی وايي:
نفست اژدرهاست او كى مرده است
از غم بى آلتى افسرده است
اژدها را دار در برف فراق
هين مكش او را به خورشيد عراق
(مثنوي درېیم دفتر)
له دوو حالاتو وتلی نه دی: یا د نفس ښاماران د انسان د عقل تر واک لاندې راغلي، چې په دې حال کې انسان حق لري د ځواک پر ښامارانو لاس ووهي او یا دا چې تر اوسه انسان د نفس په کابو کونې کې بریالی شوی نه دی؛ باید دغسې وګړی د ځان بچونې یا پرهیز تقوا خپله کړي.
دست را بر اژدرها آن كس زند
كه عصا را دستش اژدرها كند
(مثنوي درېیم دفتر)
در تو نمرودى است آتش در مرو
رفت خواهى اول ابراهيم شو
(مثنوي لومړی دفتر)
غالبا ځواک او پراخه شتمني فساد راولاړوي، په تېره هغه ته چې ځان یې پاک کړی نه وي. یا دا چې د رسول اکرم (ص) په څېر يې شیطان په خپل لاس مسلمان کړی وي[1] او په دې حال کې « یزیدي» «بایزید» کېږي او بې برخې روستی بریا ته رسي.
اسلم الشيطان آنجا شد پديد
كه يزيدى شد ز فضلش بايزيد
(مثنوي شپږم دفتر)
نو ځکه انسان باید له دننه خپل لاسونه و پښې زولانه کړي وي او یا لږ تر لږه ځان د ځواک آفت ته وروړاندې نه کړي او په داسې ځای کې کېننی چې د خبرې اغېز او د هر حرکت انعکاس یې څو څو ځله ستر شي. او یوه لږه اشاره او کوچنی فرمان یې په یوه ستره سیلۍ واړوي. داسې وي چې د سعدي په وینا، د خلکو د ځورونې زور ونلري:
من آن مورم كه در پايم بمالند
نه زنبورم كه از دستم بنالند
كجا خود شكر اين نعمت گزارم
كه زور مردم آزارى ندارم؟
(ګلستان سعدي)
او د زیان رسونې او آفت راولاړنې کړۍ یې ډېره تنګه وي. دغسې یو وګړی چې خپل حد او پوله پېژني تقوا ته ډېر ورنژدې دی او تردې ورنژدې هغه دی چې هڅه کوي ځان خطرناکو او خطر راولاړونکیو ډګرونو ته ورچمتو کوي.
[2] بیا ترتیبوونکی: دلته د توحید په اړه د حضرت علي (ک) او امام رضا (رح) ویناوې را اخلو. یادونې وړ ده چې دا وېناوې له «تحف العقول» چې د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین بن شعبه الحراني یوه روایتي ټولګه اخستل شوي، چې د هېواد نامتو لیکوال او څېړونکي اجرالدین اقبال پښتو ته ژباړلي دي:
د توحید په اړه د حضرت علی (ک) خطبه:
په حقیقت کې د الله لمانځنې پیل، د الله پېژندنه ده او د الله پېژنې بنسټ توحید او ایکي یو ګڼل یې دي او د توحید دود او غونډال (نظام)، له الله یې د صفاتو څنډل او سلبول دي (چې الله ته داسې صفات ونه انګېرل شي لکه پر ذات د ممکناتو زائد صفتونه) ځکه عقلونه پردې مطلب ګواه دي چې هر صفت او موصوف (او هر ذات او صفت) مخلوق (او پیدا) دي او هر مخلوق ګواه دی چې خالق او پنځګر لري، چې نه صفت دی او نه موصوف (او که نه کار به محال تسلسل او لړ ته ورښکودل شي) او هر صفت او موصوف پر ترکیب ګواه دي او ترکیب پخپله په حدوث (او په نېستۍ مخېنه نه درلودو) ګواه دی او حدوث پر ناازلیت ګواه دی، چې ازلیت او حدوث یو له بل سره ناسازګاري دي (او اړخ نه لګوي)؛ نو څوک چې د الله د ذات پېژندنې دعوا وکړي، الله یې پېژندلی نه دی (ځکه اصلي پېژندنه یې توحید دی، نه یې د ذات پېژندنه)؛ او څوک چې نهایت ورته وانګېري؛ نو الله یې ایکي یو ګڼلی نه دی او چا چې سیال ورته فرض کړی، ایمان یې پرې راوړی نه دی؛ او څوک یې چې له مخلوق سره ورته (او شبیه) کړي، د هغه حقیقت یې پېژندلی نه دی؛ او څوک چې انګېري الله په وهم کې ځاییږي، پام یې ورته کړی نه دی، او څوک یې چې د ذات حقیقت لټوي د هغه ایکي یو توب یې تصدیق کړی نه دی؛ او چا چې پای او انتها ورته ایښې، ګروهه ورباندې نه لري؛ او څوک چې اشاره ورته وکړي، الله یې په نظر کې راوړی نه دی؛ او چا چې حد ورته انګېرلی؛ نو پام یې وراړولی نه دی؛ او څوک چې پر کوم غړي او جز ورته قایل دی؛ نو د هغه د بندګۍ حق یې ورپوره کړی نه دی؛ او څه چې په خپل ذات وپېژندل شي، پېژندل شوی دی او څوک چې پر ځان ولاړ نه وي؛ بل به جوړ کړی وي [د تحف العقول په ځینو نسخو او نهج البلاغه کې د «کل قائم بنفسه» پر ځای «کل معروف بنفسه» راغلی چې په نظر سم رسي او له مخې یې مو ژباړلی دی] الله د خپلو مخلوقاتو له مخې، پر شتون یې استدلال کړای شو او په عقلونو یې پېژندای شو او په فکر یې، حجت ثابتېږي. خپلې نښې یې خپل مخلوق ته حجت کړي دي.
الله مخلوقات وپنځول او د ځان او د دوی تر منځ یې یوه پرده واچوله؛ نو له دوی یې بېلتون په دې دی چې له ذاته یې بېل دي او په وزلیو او آلاتو د مخلوقاتو سنبالول ددې ښودونکې دي، چې پخپله الله [د چارو سرته رسولو لپاره] وزلې او آلات نه لري؛ ځکه وزلې د وزلوالو پر اړینتوب ګواه دي [ خو په سپېڅلي ذات کې یې اړتیا نشته] او د مخلوقاتو د پنځولو پیلول ګواه دي چې پخپله پیل نه لري؛ ځکه څه چې پېل لري (مخلوق) د نورو له رادبره کولو به بېوسې وي.
نامې یې تعبیر (او د ده وصف نه کېدونکي ذات یوه څرګندونه) ده، کړنې یې [نورو ته] د خپل شتون د ورپوهولو لپاره دي. ذات یې مازې حقیقت دی ( او نه د مخلوقاتو په څېر، حقیقت نما یا حقیقت ته ورته) او (د شتون) حقیقت یې دده او مخلوقاتو ترمنځ توپیر دی. څوک چې الله توصیف کړي [په واقع کې] الله یې پېژندلی نه دی او چا چې الله ته ساری انګېرلی ترې تېر شوی، او څوک یې چې د ذات کنه (او حقیقت) لټوي (؛نو) نه یې لټوي، څوک چې ووايي: چېری دی؟ نو پر یوه ځای ورته قایل شوی دی او څوک چې ووايي: په څه کې دی؟ نو یو لوښی یې ورته انګېرلی او په یو څه کې یې ځای کړی، څوک چې ووايي: الله د څه لپاره دی (او ولې شته)؟ یو علت او لامل یې ورتوږلی، څوک چې ووايي: څرنګه دی؟ نو الله یې له مخلوق سره (چې څرنګوالی لري) ورته کړی.
څوک چې ووايي: له څه وخته دی؟ په وخت پورې یې محدود کړی دی، څوک چې ووايي، ترڅه وخته دی؟ پای یې ورته انګېرلې ده؛ نو چا چې الله ته پای انګېرلې وي، نو مرکب یې ګڼلی، څوک یې چې مرکب وبولي، توصیفېدونکی یې ګڼلی،او چا چې توصیفدونکی ګڼلی؛ نو د کفر او الحاد لار یې وهلې او څوک چې اجزاوې ورته وانګېري؛ نو مخ یې ترې اړولی دی.
الله د مخلوقاتو په ادلون بدلون نه بدلېږي؛ لکه چې د هر موجود په محدودولو، حد نه مني. ایکي یو دی؛ خو نه د شمېر په حساب، په مطلق ډول مړه خوا دی، دننه دی، نه دا چې په یو څه کې ورننوتی وي، ښکاره دی نه دا چې له څه راوتی وي، جلوه ګر دی، نه دا چې د لیدو وړ وي، لطیف دی؛ خو نه دا چې خوځېږي، اندازه ګیر دی؛ خو نه د خیالونو په ټال، مدبر دی خو نه [د ذهن او بدن] په حرکت، اورېدونکی او لیدونکی دی؛ خو نه په وزلو، نژدې دی؛ خو نه د اجسامو په څېر، لرې دی؛ خو نه په مکان کې، موجود دی؛ خو نه تر عدم (او نشتون) وروسته [تل تر تله دی]، زمانې او مکانونه یې رانغاړلای نشي، خوب یې نه وړي، صفات یې محدودولای نشي، وزلې یې رانغاړلای نشي، هستي یې پر زمانې ور ړومبی شوې، شتون یې پر نشتون (عدم) ورمخکې شوی او ازلیت یې پر پیل ور ړومبی شوی دی.
[ په انسان کې] یې د ادراک قوې په ورایښوو، څرګنده شوه، چې خالق د ادراک وزله (او مرکز) نه لري. د جواهرو او منځپانګو په رادبره کولو یې، پوه شول، چې الله جوهر او ماهیت نه لري، د کایناتو پیدایښت دلیل دی چې هغه پنځګر نه لري، د تضادونو پیدا کېدل ښيي، چې الله ضد نه لري، د متشابهاتو رادبره کېدل دلیل دی چې الله شبیه (ورته او څېر) نه لري، رڼا یې د تیارې ضد کړه، تودوخه یې د سړښت ضد کړه، ناسازګاري یې همغږي کړل، لرې یې نژدې کړل ( ډول ډول حقایق یې نژدې کړل) د پیدایښت په نظام کې لرې یې رانژدې کړل، چې لرېوالی د لرې اچوونکي دلیل وي او نژدېوالی د ورنژدې کوونکي دلیل وي.
سبحان الله دا پر خپل ربوبیت دلایل کړل او پر خپل غیب یې ګواهان راوړل او پر خپل حکمت یې څرګند شواهد کړل؛ ځکه رادبره کېدل یې حدوث ښیي او شتون یې د نشتون نښه ده او له یوه ځایه بل ځای ته یې لېږد مخ پر زوالېدل ښيي او په خپلو کېوتو او پټېدو اعلانوي چې پنځګر یې کېوتل او پټېدل نه لري.
او دادی په قرآن کې د جل ثناؤ خدای د فرمان مراد چې وايي: «او له هر څیز مو یوه جوړه (نر – ښځه) پیدا کړې ده، ښايي پند واخلئ.» [ذاریات/۴۹].
نو د ددې دوو ډولونو ترمنځ یې مخکې او روسته رادبره کړل، چې څرګند کړي پخپله مخکې روسته نه لري. ډول ډول غرېزې او طبایع یې پیدا کړل، چې وښيي پخپله طبیعت نه لري، خپلمنځی توپیر یې ښیي، چې پکې توپير ورايښوونکي ته توپیر نشته. وخت درلودل یې ددې ښودونکې ده، چې وخت ورکوونکي ته یې وخت نشته، ځینې یې له ځینو پټ کړي، چې معلوم شي د الله او مخلوقاتو ترمنځ پرده نشته، هغه مهال چې نه کوم پالونکی و او نه کوم نمانځل شوی؛ نو الله هم پالونکی و او هم معبود؛ هغه وخت چې هیڅ پوهېدلی نه و، الله عالم و، الله قادر و؛ خو سره له دې چې چا تراوسه د وس موندو وړتیا نه درلوده. نه د پیدایښت له پیله د خالق د نامې وړ شو او نه د ښکارنده په رادبره کېدو د رادبره کېدونکي د نامې وړ شو، له هیڅه یې یو له بله بېل کړل او نه یې په کوم څیز سره ګډ وډ کړل، بې هڅې یې ټول کچ کړل، وهم یې د ذات حقیقت ته لاسرسی نه لري او نه یې پر حقیقت پوهېدای شي.
کله او څه وخت، پکې لار نه لري. د قد ټکی [ زماني نژدېوالی] یې نژدې کولای نشي.
شک، تردید، مګر او ښايي یې حجاب او پرده کېدای نشي، د «مع» [ورسره] ټکی ورسره نه کارېږي [همکار نه لري]، د «هو» [هغه] ضمیر یې چورلټ نه رانغاړي. په حقیقت کې وزلې ځان محدودوي او هره وزله د ځان په څېر ته اشاره لري، د هر څیز فعالیت یې په خپله محدوده کې دی له وزلو ګټنه د اړتیا دلیل دی. د دوو څېزونو تر منځ تضاد، د ضد شتون راښیي.
شبیه دی، چې شباهت راښيي (شبیه خپل څېر ته ورګرځي) ښکارندې له زمانو سره مل دي. په نامو، صفتونه یو له بله جلا کېږي او په قرینو یې صفتونه یو له بله ځانګړي کېږي او سیال ترې بېلېږي او ښکارندې یې ورګرځي.
د «مذ» [ له کله رامنځ ته شوی، یا د شتون پیل راښيي] تعبیر هره ښکارنده له همېشتوب او قدمته منع کوي. د «قد» [په وخت کې د نژدېوالي نښه] ویل یې د ازلیت مخه نیسي، د «لولا» [که داسې نه وای] د لفظ کارول له دوی حتمیت او وجوب نفې کوي.
ښکارندې یو له بلې بېلې دی او راښيي چې دوی بېلوونکی لري، پنځګر په ښکارندو پر عقلونو ورڅرک شو او هم په ښکارندو له سترګو پټېږي. له همدې لامله انګېرنې قضاوت کوي (او تېروتنې لرې کوي)، عبرت پکې ایښوول شوی، دلیل او برهان ورپورې اړوند دی (چې په سترګو، غوږونو او…. درک کړي او عبرت واخلي او استدلال وکړي) الله په عقل تصدیقېږي او ایمان په اقرار دی.
دین او دیانت په معرفت (او پېژندګلوی) دی او معرفت یوازې په (زړګني) تصدیق او تصدیق یوازې په سوچه توحید( له ناحقه انکار) او سوچه توحید په اخلاص منل کېږي، اخلاص یوازې د تشبیه په نفې پلی کېږي (یعنې الله به له مخلوق سره نه تشبیه کوئ) او (د نورو خدایانو) نفې (پر ذات د زایدو) صفاتو په اثبات نه عملي کېږي او سوچه توحید هله تحقق مومي چې پر ذات ټول زاید صفات نفې شي، له یوه پلوه تشبیه، له هر پلو سره د تشبیه لاملېږي، بشپړ توحید د ګردو تشبهاتو په نفې تحقق مومي، نه تش د ځینو تشبیهاتو.
اقرار د انکار نفې ده او که له یوه نظره کوم انکار شتون ولري؛ نو په توحید کې اخلاص نه رښتیا کېږي، څه چې په مخلوق کې دي، په خالق کې نه دي او څه چې په مخلوق کې ممکن (او شونې) دي، په خالق کې ممتنع دي. خوځښت پکې لار نه لري، په ذات کې یې تجزیه (ویشنه) او ترکیب (جوړښت) ناشونی دی (په ذات کې یې بېلتون او نښلون نشته) او څنګه به دغسې وي چې پخپله د حرکت او وېشنې رادبره کوونکی دی؟ او څنګه هغه څه وروګرځي چې پخپله یې رامنځ ته کړي؟ یا څه یې چې پخپله پنځولي پخپله پکې رامنځ ته شي؟ که داسې وي ذات یې ادلون بدلون مومي او حقیقت یې ویشل کېږي؛ بیا ویلای نشو چې ازلي او تل تر تله دی او ازلیت خپله مانا له لاسه ورکوي او یوازې د حدوث مفهوم پاتېږي او خالق یوازې د مخلوق مانا پیدا کوي، که شا لري؛ نو باید هرومرو مخه هم ولري نو په دې حال کې به نیمګړی وي او ناقص او نیمګړی باید د کمال په لټه کې وي، هغه څنګه د ازلي نامې وړ دی، چې له حدوثه امتناع لري؟ هغه څنګه د ابدیت وړ دی، چې حالات او د زمانې تېرېدل یې اړوي؟ هغه چې په خپل وجود کې د شیانو د اغېزې مخه نیوای نشي، څنګه د شیانو د رادبره کېدو وس لري؟ چې په دې حال کې د مخلوق والي نښې پکې ښکارېږي او چې د نورو موجوداتو په څېر شي چې د الله پر شتون دلیل دی او حال دا چې موجودات یې د وجود دلیل دی او چې صفات یې د موجوداتو [یعنې ممکناتو] په څېر شي؛ نو دې محالو چارو [ د خالق او مخلوق د صفاتو ګډولې] ته په التزام، ویناوو او استدلال ته څه محال نه پاتېږي او نه دې پوښتنې ته څه ځواب لاسه کېږي. (ځکه چې یوه غلطه فرضیه او باطله انګېرنه ده).
په توحید کې د امام رضا (رح) له ویناوو څخه:
مامون الرشید د غیر اسلامي هېوادونو ټول پوهان راټول کړي ول او یوه ستره غونډه یې جوړه کړې وه، چې له امام رضا سره ویینه وکړي چې یو یې ((عمران صابي)) و، چې امام یې وپوښت په دې باب اوږد روایت راغلی او موږ د کتاب د غوښتنې هومره راخستې دی:
عمران صابي وویل: وواست چې د خدای ایکي یو توب په حقیقت پېژنو یا یې په صفت (او ځانګړنو)؟ [په بله وینا: د خدای ایکي یو توب په ذات پورې یې اړوند دی که ورته یو صفت دی؟]
امام وویل: سکه هغه ابدي رڼا، ایکي یو، ړومبي موجود او ایکي یو دی، شریک نه لري (او په دې مقام کې) څه ورسره نشته، ایکي یوازې ځان ته دی او دویم نلري [ یا داسې ایکي یو دی چې دویم نه رانغاړي] نه معلوم (څرګند) دی نه مجهول ( ناڅرګند)، نه محکم دی نه متشابه، نه په یادو کې وي او نه له یادو وتلی او ((څه)) نه دی چې د یو بل څیز نامه پرې کېښوول شي؛ نو ځکه ړومبی هستي، پر خپل ځان ولاړ یو موجود دی، یوه رڼا ده، چې نورو ته یې اړتیا نشته، نه پیل لري نه پای، نه پر څه ولاړ دی [ او په بله وینا نه زمان لري او نه مکان] نه د یوه څیز شاته پټ شوی، نه په یوه څه کې پټ شوی، چې یا یې په ذهن کې راتېر شي؛ نو بنیادم داسې کلیمه نه مومي چې تعبیر ته یې وروکاروي (څه چې کاروي؛) یو رڼا ده ، یوه بېلګه ده، یو شبح یا یو سیوری دی او دا ټول تر پیدایښت وړاندې و، حال داچې په هغه مهال کې بې له الله څه نه و او دادی په خپله هم په همدې مرتبه کې دی (یعنې د رڼا او بېلګې او…) نو په حقیقت کې دا رامنځ ته شوي صفتونه دي او انګېرونکي ته یوه څرګندونه ده چې پوه شي.
عمرانه پوه شوې؟ هو.
امام زیاته کړه: پوه شه چې د ((توهم)) [ ظاهرا مراد علم دی او په پاتې ژباړه کې یې علم یادوو] ، غوښتنې او ارادې مانا یوه ده او یو چار درې نامې لري او د خدای ړومبی علم، اراده او غوښتنه، ټکي وو چې د ټولو موجوداتو آر او د هرې ستونزې هواروونکي دي، د علم په لومړي پړاو کې یې، دې ټکیو ته بې له همدوی هیڅ مشخصه مانا نه وه او بې له همدوی د هیڅ عینی واقعیت ښوونکي نه ول، وجود (او شتون) یې علم و، البته د خدای هستي پر همدی علم هم ور وړاندې وه، ځکه تر خدای مخکې هیڅ نه و او نه څه ورسره و، د خپله علم د پلي کېدو پړاو هم د دې ټکیو د پلي کېدو تر پړاو وړاندې و؛ یعنې ټکي د علم په رڼا کې پلي شوي،علم په یوه داسې مرتبه کې و، چې تراوسه د هیڅ معلوم څرک نه و، دا خو لا څه چې د خدای علم بې له ذاته یې دی (یعنې د اسما او صفاتو علم یا فعلي علم؛ یعنې هغه علم چې: په باندینۍ نړۍ کې د معلوم عیني پلي کول) لکه څنګه چې د هر څیز کار بې له ده دی؛ نو د هر څیز حد یو چار دی بې له خپله محدوده، او د هر څیز صفت، یو امر دی بې له خپله موصوفه؛ ځکه ټکي چې یو له بله بېل وي؛ نو همغه ټکي دي او بس او بې له ځانه پر بل څه دلالت نه لري؛ خو چې يوځای یې کړې او څو ټکي یې سره ونښلوې؛ نو هله به بې له دوی د نامې یا صفت په بڼه یو بل څیز راوښیي.
پوه شه شونې نه ده چې بې موصوفه یو صفت وي یا بې مسمی یوه نامه وي یا بې محدوده یو حد وي؛ خو د خدای ګردې نامې او صفات، کمال او شتون یې راښيي، نه دا چې پوره یې رانغاړي لکه یوه مربع یا دایره یا مثلث چې پوره یوه سطح رانغاړي خدای تر یو برید په نامو او صفاتو پېژندای شو؛ خو په کومې نامې یا صفت کې یې راایسارولای نشو، د خدای په اړه دغسې وضع څه لار نه لري؛ نو ځکه د خدای مخلوقات لکه څنګه چې د ځان په هکله ښانده (معرفت) لري د خدای په اړه ښندنه (معرفت) درلودای نشي او په دې حال کې که (نامې او صفات یې بیخي بې مانا او تشې وي او نه) یې صفاتو دلالت پرې درلود او نه یې نامو نومولای شو؛ نو مخلوقات به په حقیقت کې نامه پالي او صفت پالي و، نه خدای پالي او په دې حال کې هغه ایکي یو معبود به بې له الله یو څه و، ځکه د خدای صفت بې له ده ځنې دی.
عمران وویل: د خپله علم (او د عیون د کتاب له مخې: د ابداع او رادبره کېدو) په باب راته ووایه چې مخلوق دی یا غیر مخلوق؟
امام وویل: البته: مخلوق دی، خو ساکن مخلوق؛ نو دا چې ساکن دی د درک وړ نه دی. ولې مخلوق دی؟ ځکه حادث او پیدا شوی او خدای دی چې رادبره کړی یې دی؛ خو همدا چې د څیز نامه ورکړای شوې؛ نو څرګنده ده چې مخلوق دی؛ ځکه په هستۍ کې یوازې خدای دی او مخلوقات یې او درېیم پکې نشته.
البته مخلوق کله ساکن وي، کله خوځنده، کله په تلو راتلو کې وي او کله یو د بل تر څنګ او ډېر ځل معلوم او متشابهه؛ خو پر څه چې د ((څیر)) نامه کېښوول شي پخپله مخلوق دی.
[3] بیا ترتیبوونکی: یو نامتو اندیال په دې اړه په زړه پورې تشریحات ورکړي، چې لږه برخه یې دلته را اخلو:
په نوې نړۍ کې شرک؛ د «الله تعالی» یو شمېر ځانګړې ځانګړنې په «غیرالله» پورې ورځانګړې شوې دي:
سمه ده چې لویدیځ له څه وخته راروسته له خدایه په جدي ډول نمښتی – منکر شو، د خدای اوڅارول او ښکاره نمانځنه یې په زړه پورې نشوه او له هغه موجود نټه وشوه چې غیر مادی، پر هستۍ راچاپېر،پنځګر او د خلکو رازق دی؛ خو په ډېر ظریف ډول او په پټه د خدای صفات ځینو نورو موجوداتو ته ورکړای شول. داسې چې ډېرو لږو ومونده سره له دې چې «خدای ته د بې اعتنایۍ» ادعا کېږي، معبود پالنه یا بوتپالنه یا په دیني تعبیر «شرک» ژوندی او نوې بڼه یې موندلې ده. لازمه نه ده چې انسان تل یو بوت وتوږي او د خدای ټول اوصاف یو موهوم یا مصنوع موجود ته ورکړي او رسماً د خدای نامه پرې کېداي او سجده ورته وکړي، بلکې څه چې ډېر پېښېږي او خورا پټ او ناپېژنداي هم دي، دا دي چې د خدای اوصاف یو له بله بېل کړي او څو ځانګړي صفات یې یو بل موجود ته ورکړي، او په دې توګه یو خدای نه، چې ګڼ خدایان جوړ کړي؛ داسې خدایان چې د خلکو پر عقلونو او ژوند حکم وچلوي او خلک په عین شرک کولو کې، پوه نشي چې ګڼ خدایان او خپاره واره اربابان نمانځي. دا چار، زموږ په روزګار کې پېښ شوی دی. ټوله خبره مې داده، چې تل په زړه کې د خدای یادولو یوه مهمترینه ثمره داده چې انسان ددې ډول شرکونو پر وړاندې حساس او خوندي کوي. باید انسانان دا خپاره واره خدایان وپېژني او د الوهیت له مقامه یې راکوز کري.
د نوې نړۍ خدایان
زموږ په پېر کې څو خدایان د الوهیت پرمسند او مقام ناست دي او الوهیت یې ښه تبلېغېږي؛ داسې چې له ډېرې مودې را هېسې یې د خلکو عقلونه او اذهان ایل کړي دي.
(۱) دولت: بې مکلفیته د حق خاوند دی
ړومبی یې، د «دولت» خدای دی. په لوېدیځ کې ډېرو اندیالانو دې مانا ته لمن وهلې چې دولت له اخلاقو اوچت (فوق) یو موجود دی. دا د «هګل» په څېر فیلسوفانو تعبیر دی. دا نظریه پر «خدای – دولتۍ» قایله ده؛ یعنې «دولت» ته د خدای پر مقام قایل دي؛ خو لکه څنګه چې پوهېږو د الله تعالی یو له ځانګړو اوصافو دادی چې:
لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ(انبیاء/۲۳) = “الله” د خپلو چارو په اړه نه پوښتلېږي؛ خو دوى (= انسانان) پوښتلېږي.
البته دلته د اشاعره وو افراطي نظریه – چې خدای یې له حسن و قبح او اخلاقو اوچت باله – تر پام لاندې نه
ده؛ خو چورلټ له اخلاقو سره د خدای تړاو له اخلاقو سره د انسانانو تر تړاوه توپېر لري. انسانان ځینې مسوولیتونه پر غاړه لري، او ترمنځ یې حق او مکلفیتونه روان دي، چې یو یې هم د خدای په باب نه دی. څوک پر خدای څه حق نه لري، یوازی خدای دی چې حق لري؛ خو مکلفیت نه لري. خو زموږ په پېر کې ( له یوې نیمې پېړې راهیسې) یو شمېر فیلسوفانو دا نظریه دود کړې، چې په نړۍ کې د «حکومت» یا «دولت» په نامه یو بل موجود شته چې همدا خدایي صفت لري. یعنې دا موجود د خدای په څېر «حق» لري؛ خو «تکلیف» نه لري. دا نظریه ډېرو کسانو منلې ده.
* د علي(ک) پر سیاسي فلسفه کې دوه مهم آرونه:
(الف) بې له الله هیڅوک له حق سره یو اړخیز تړاو نلري.
(ب) په سالم امت کې، کمزوري له زورورو، بې تړتړۍ خپل حق اخلي.
علي(ک) د «دولت» او د اسلام د سیاسي فلسفې په اړه یو ډېر مهم ټکی یاد کړی، چې غالباً هېر شوی دی. دا جمله یې مشهوره ده:
فالحق اوسع الاشياء فى التواصف و اضيقها فى التناصف( نهج البلاغه:۲۱۶مه خطبه)
د حق په اړه ډېرې خبرې کړای شو، اندیالو، فیلسوفانو او ادیبانو یې په اړه خبرې کړې دي؛ خو «په حق صفتي کېدل (اتصاف) او عمل کول پرې ډېر ستونزمن چار دی» له صراط پله د تېرېدو په څېر دي. په رښتیا هم تاریخ د علي(ک) په دې کلام ګواهي ورکوي، بیا وایي:
لا يجرى لاحد الا جرى عليه
«حق یو څېز دی، چې که د چا پرګټه وچورلي؛ نو پر ضد یې هم ورچولېدای شي».
یعنې هیڅوک له حق سره یو اړخیزه اړیکه نلري. داسې نه ده چې څوک یوازې حق لري؛ خو مکلفیت نلري، ټول یې پوروړي وي؛ خو دا د چا پوروړی نه وي ټول ورته لاس په نامه وي خو دا د هیچا پر وړاندې مسوولیت نلري. حق یو دوه اړخیز بهیر دی. حقیقتاً که په نهج البلاغه کې د اسلام د سیاسي فلسفې په اړه دوه مهم آرونه راغلي وي؛ یو یې همدا دی چې وویل شو.
دویم آر (اصل) مالک اشتر ته د علي(ک) په لیک کې راغلی چې دلته په څرک اشاره ورته کوو: علي(ک) وایي:
تر یوه ځل ډېر مې له پېغمبراکرم(ص) اورېدلي چې ویې ویل:« یو امت هم د پاکیزګۍ مخ نه ویني؛ خو دا چې په دې امت کمزوري له زورورو خپل حق بې تړتړی واخلي.» د دویم آر جرړه باید د ړومبي آر په په جرړه کې ولټوو: زورور په کمزوریو یو اړخیز حق نلري. زورورو یعنې هغه کسان چې په ظاهره تر نورو په اوچتو ټولنیزو مرتبو کې ناست وي او د چارو واګې یې په لاس کې وي. د علي(ک) خبره داده، چې دا موقعیت دوی ته یو اړخیز حق نه ورکوي، یعنې دوی اجازه نلري څه چې غواړي، وکړي، او نور باید د دوی په اجازه خبرې وکړي، او هومره خبرې وکړي چې زورورو اجازه ورکړې وي. داسې نه ده. زورور او چارواکي هم څه چې لري په بدل کې باید ورکړي. دوی هم پوروړي دي. نور نباید خپل حق په التماس او زاریو ترې وغواړي؛ بلکې په زړورتوب او سر لوړۍ خپل حق ترې واخلي؛ بې له دې چې ولړزېږي، وهم یې ونیسي تړتړی او وډار شي.
هو، ویینه مو د ړومبي آر په اړه وه:
« د حق د توصیف کړۍ ډېره پراخ ده؛ خو ورباندې د عمل کولو کړۍ یې تنګه ده». او:
« حق یو څیز دی که د چا پر ګټه وچورلي؛ نو پر ضد یې هم ورچورلېدای شي.»
یوازې خدای دی چې حق لري؛ خو مکلفیت نلري. نور له دې اړخ مساوي وضع لري.
هیڅوک د ټولو اختیاراتو د درلودو ادعا نشي کړای؛ خو نور یې په اړه څه اختیار نلري. ؟
نو ځکه څوک چې په هر ځای کې په هرې نامې، یو موجود را اوچت کړي چې یوازې همدا د حق خاوند دی او نور حق ورباندې نلري؛ نو د خدایي لاپې یې کړي؛ که دا موجود د نېچه «زبر وګړ – سوپرمین» وي، که د هګل «دولت» وي، که د هیدګر «اتل» وي. دا «په الوهیت کې د تمې لاس وهل» دي او له شرکه یې څه کم نه دي. «په الوهیت کې د تمې لاس وهل» مانا یوازې دا نده، چې انسان رسماً د خدایي ادعا وکړي او د فرعون په څېر له نورو وغواړو چې و یې نمانځي. کافي ده، چې یو څوک ځان ته د خدای له ځانګړو صفاتو په یوه صفت قایل شي. په قرآن کې د خدای د کتابیانو په اړه وایي، چې خپل پوهان او شیخان یې نمانځل:
اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ(توبه/۳۱)
امام صادق (رح) ددې آیت په تفسیر کې ویلي:
« پر خدای قسم احبارو او رهبانو خلک خپلې نمانځنې ته راونه بلل او که رابللي یې وای، نو چا ورسره نه منله؛ خو یو حلال یې ورباندې حرام او یو حرام یې ورباندې حلال کړ».
فعبدوهم من حيث لا يشعرون (بحار الانوار:۲ټ:۹۸مخ)
«؛ نو بې له دې چې پوه شي ویې نمانځل»
دا کلام د ډېر سوچ او تأمل وړ دی او په حقیقت کې وایي «تشریع» د خدای ځانګړی حق دی او څوک یې ځان ته ځانګړی کولای نشي یا دا چې له خدای سره پکې ورشریک شي.
د خدای یادول، او په یاد یې د زړه ابادول؛ یعنې دا چې تل دا ساده خو ډېر مهم ټکی ځان ته تلقین او له خپلو غوږونو یې تېر کړو، چې موږ انسانان خدای نه یو.
دا همغه مانا ده چې:
خفيفه على اللسان، ثقيله على الميزان
ویل یې اسان دي؛ خو وزن یې دروند دی؛ نو ځکه ډېر لږ یې د وړو وس لري یا ان ډېر لږ کسان یې د تشخیص قدرت لري.
په مارکسیستي او فاشیستي نظامونو کې دولت تر اخلاقو اوچت دی.
د لويدیځ په حکومتي غونډالونو کې، دوه نظامونه راښکاره شول چې هر یو په یو ډول د الوهیت زنګ وکړانګاوه: یو نظام یې په اصطلاح لیبرالېزم بنسټ وګرځاوه، او بل یې له هګلي اندنو تعذیه کوله او په پای کې د مارکسېزم او فاشېزم په بڼه راښکاره شو. په حقیقت کې مارکسیستي او فاشسیتي نظامونو دولت له اخلاقو اوچت ګاڼه، له نظره یې دولت، «غیر اخلاقي» (= amoral) دی.
نه ضد اخلاقي؛ یعنې کوم حسن و قبح چې د نورو لپاره دی، دولت ته نه دی که د نورو کړه وړه په حسن و قبح کې رانغاړلېږي؛ خو د دولت چلن، هوډ، کړنې داسې دي، چې د بشري اخلاقو په قضاوت او ورمندون کې نه رانغاړلېږي؛ نو ځکه له اخلاقو، حق او مکلفیت ورهاخوا او اوچتې دي؛ یعنې نور د دولت په تړاو مکلفیت لري؛ خو دولت د چا په تړاو مکلف نه دی. او دا چار، په واقع کې د الوهیت دعوا او په خدايي کې د تمې لاس وهل دي.
لیبرالېزم: قانون جوړونه (تقنین) یو مخې د انسانانو ده
بلخوا لیبرال دولتونو له بلې لارې د شرک په ګړنګ کې ورولوېدل. البته په لیبرالېزم کې د انسان انسان والی او کمزوري یې پوره تصدیق او منل شوې ده؛ خو په دې ښوونځي کې تقنین یا تشریع د انسان له اوصافو ګڼل شوې ده. په بله وینا په لیبرالېزم کې ټول ملت د خدای ځایناستی شو.
خدای وایي:
أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ(اعراف/۵۴)
تکوین او تشریع، پنځول او حکم کول یوازې د الله دي.
هیڅوک د خدای پر وړاندې خالق او پنځګر نه دی، که څوک وي؛ نو په طول یې دی. همداراز هیڅوک د خدای پر وړاندې آمر او ناهي ندي که څوک وي، په خدای پسې او په حکم به یې وي؛ نو ځکه هم «پیدا کونه» په الله پورې ځانګړې ده او هم «امر». زه دلته ددې آیت له څرګندې مانا لاروي کوم یوې ډلې ددې آیت په تاویل کې ویلي، چې «خلق» د اتصالیه مقادېرو عالم او مادي عالم دی، او «امر» د مجرداتو عالم دی. خو مفسرینو چې ددې آیت څرګنده مانا کړې همدا ده چې «تکوین» او «تشریع» دواړه د الله تعالی دي. هماغه موجود چې موږ انسانان یې پنځولي یو، قانون هم راته ږدي. هو، لیبرالیزم لزوماً د خدای منکر نه دی. هم له بې خدایۍ سره یو ځای کېدای شي او هم پر خدای باندې د ګروهې له درلودو سره؛ خو له یو څیز سره د یو ځای کېدو وړنه دی او هغه دا چې، تقنین خدای ته وروسپاري. په لیبرالېزم کې قانون جوړونه د ملت او د ملت د ټاکونکیو ده او په دې تقنین کې په هیڅ توګه د الهي امر و نهې ملاحظه نه کېږي؛ بلکې دا تقانین یو لړ عقلي موخو ته د ورسېدو لپاره صرفاً بشري ملاحظات دي؛ نو ځکه «خدای – ملتي» هم په واقع کې یو ډول شرک کول دي او په الوهیت کې د تمې لاس وهنه ده؛ یعنې که ګرده سره او بشپړ د تشریع او تقنین چار خلکو ته وروسپارل شي؛ نو البته خدایي ونډه ور پرېښوول شوې او دا په لویدیځ کې « الحادي اومانیزم= الحادي انسانپالي» ده.
خبره دا نه ده چې په لویدیځ کې خدای پالي نشته؛ بلکې خبره دا ده چې هلته لږ تر لږه یو ډول «خفي شرک = پټ شرک» رادبره شوی؛ یعنې د خدای ځانګړي اوصاف ویشل شوي او هره برخه یې واقعي یا موهوم موجود ته ورسپارل شوې او به همدې دلیل، له واقعي خدایه (الله تعالی) یو ډول استغنا یا غفلت تر لاسه شوی دی.
تاریخ: له اخلاقو اوچت او یو امتیازي موجود
په مارکسېزم کې – چې په لویدیځ کې بل اندیز بهیر دی – «تاریخ» ته خدایي ونډه ورکړای شوې ده. حقیقتاً موږ په ټولو اوصافو چې خدای ته قایل یو په دې ښوونځي کې تاریخ ته قایل دي. د بېلګې په توګه په دې ښوونځي کې، لومړی تاریخ تر اخلاقو اوچت دی؛ دویم اختیار ورکوونکی او امتیاز ورکوونکی دی. یعنې د دوی په ګومان د تاریخ حرکت ښه یا بد ګڼلای نشو؛ بلکې ښه او بد باید د تاریخ له حرکته واخلو. دا مطلب د هګلي – مارکسي اندنو له جرړو دی. البته دا ګروهه نامارکسیسته فیلسوفانو له علمي او عملي پلوه په ټینګه نقد کړې ده؛ خو دا فکر به په اسانۍ له اذهانو ونه وځي، په تېره هغوی چې په متافیزیکي لحاظ پر خدای دومره ټینګ ګروهه نلري، کله په دغسې موهومو خدایانو د توسل منګولې لګوي. هو په مارکسیستي ادبیاتو کې د ارتجاع او ترقي مفهوم د تاریخ له مورینې زېږېږي. څه چې مخ پر ګانده – راتلونکي وي، د غوړېدو په حال کې دي، «ترقي» دي؛ نو ځکه ښه دی او څه چې مخ په تېرو وي او له تېرو ځنې وي، «ارتجاعي» ځنکندن او مرګي حال یې دی؛ نو ځکه بد دی. دا بد او ښه یوازې د تاریخ له بهیره اخستل کېږي؛ خو خپله تاریخ نه ښه دی او نه بد، بلکې تر ښو او بدو اوچت دی. په دې ښوونځي کې د تاریخ دویمه ځانګړنه «امتیاز ورکونه» ده، چې دا چار په ادیانو کې یوازې د الله تعالی دی. په مارکسېزم کې د پلانۍ پاړکۍ – طبقې د حکومت حق بې له تاریخه له بل هیڅ ځای ترلاسه شوی نه دی. دا حق، یو تاریخي حق انګېرل کېږي؛ یعنې څنګه چې د کلیسا اربابانو د خپل حکومت حق، یو الهي امتیاز ګڼه، دوی هم د کارګرې طبقې د حکومت حق هغه حق پېژانده، چې د تاریخ له اړخ ورکړای شو دی.
د مارکسیستانو په ګومان د تاریخ حرکت پر هغه ځای پای ته رسي چې کارګران واکمن شي؛ نو ځکه د واکمنۍ مقام د دوی حق دی او نور باید له مخې وایستل شي. البته د دې حق لاس ته راوړو ته یې مبارزه کوله او د دغسې حق او امتیاز تر منلو روسته یې مبارزه تنظیموله. دا ډول خبرې عملي راپارولو ته بدې نه وې، ډېری یې تودول او د مبارزې او عمل ډګر ته یې را ایستل؛ خو ددې ګروهو بنسټ پر اوبو ولاړ و. او دا بنسټ هماغه مصنوع او بلکې موهوم خدای و، چې د حقوقو او امتیازاتو او هم د حسن و قبح ملاتړ یې باله. په دې منځومال کې فاشیزم تر ټولو بې پروا و، په ډاګه او رسماً یې ویل، چې په حکومتي مقام کې یې پر خدایي چوکۍ ډډه وهلې او ګرد حقوق او امتیازات ورسره دي، او خلک تش مریان دي، چې باید د دوی درناوی وکړي، دوی ځان ته پر مافوق الهي رسالت قایل وو.
هو په ټولیز ډول په دنیا کې چې هر موجود ځان د الله تعالی د ځانګړو ځانګړنو انځور وبولي، په یو ډول یې په الوهیت کې د تمې لاس وهلې دی. او که نور هم پر دوی باور وکړي، په شرک کې به یې برخوال وي.
دا ډول شرکونه په وګړیز چارو کې هم شته
دا شرک یوازې د حکومت او واکمنۍ په ډګر کې نه لیدل کېږي، زموږ هیلې، قضاوتونه او اخلاق هم دغسې کېدای شي، چې د الوهیت او شرک د بلنې بوی ترې راوخېژي. له قضا یوه خدایي ضد او شرکي هیله، د داسې حکومتونو جوړول دي، چې هر څه یې په لاس کې وي او ټول حقوق یوازې د ځان بولي. بله بېلګه یې داده، چې یو شمېر خلکو ته په سرباندې – فوق العاده ځانګړنو قایل شي او تر بشر پورته یوه رتبه ورکړي. دا مانا د انساني وګړي او د ده په هیلو او قضاوتونو کې هم روانه ده.
[4]. ارواښاد امیرحمزه خان شینواري، پورته مطالب، د شعر په ژبه داسې ویلي دي:
په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا بې لیلا بله سودا خو مجنون نه کا
څو د خپل ادب باران باندې ونشی بل باران به د قام فصل زرغون نه کا
غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذیب کې بې پښتو به دې اوس هیڅوک راستون نه کا
خپلې ژبې خپل تهذیب وته چې شا کا ملګرتیا له هغه قامه ژوندون نه کا
اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې بې بنیاده عمارت خو سمون نه کا
فرنګیان د پښتو ژبې خوشه چین دی خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا
بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې بل میراث به ستا نسلونه ممنون نه کا
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پیدا کړه یو ملت هم ترقی په افسون نه کا
[5] . بیا ترتیبوونکی : دا کس، د اسلامي معتبرو سرچینو له مخې، چې ګرسره مسلمانان پرې ګروهن دي، په اسلامي سرچینو کې، د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم له ځوځاته او د آنحضرت همنومی، امام مهدي ښودل شوی، چې راتګ او راښکاره کېدو ته یې ګرسره مسلمانان سترګې پر لار دي، چې آخرالزمان کې به راځي او د نړیوال عدل حکومت به د حمزه بابا، د وینا له مخې، د انساني فطرت له مخې جوړوي او دنیا به لکه څنګه چې له ظلم او تېري ډکه شوې وي، له عدالت ډکه کړي. پر اړوند موضوع د لا پوهېدنې لپاره وګورئ: ((مهدي ته سترګې په لار)) د اجرالدین اقبال ژباړه، چې مینوال یې په
www.andyal.com و بېپاڼه کې هم لوستی شي.