تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ژوند دود د ځوانانو لپاره د ژوند  ۱۵۰ زده کړې پوهه، تدبر، اندنه – تفکر  خبر شئ! هغه پوهه، ګټوره نه ده، پر سمې پوهې مو سمبال نه کړي.  خبر شئ! د قرآن کریم هغه تلاوت ګټور نه دی، چې تدبر پکې ونشي.  خبر شئ! هغه عبادت بې اغېزې دی، چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ژوند دود

د ځوانانو لپاره د ژوند

 ۱۵۰ زده کړې

پوهه، تدبر، اندنه – تفکر

 خبر شئ! هغه پوهه، ګټوره نه ده، پر سمې پوهې مو سمبال نه کړي.

 خبر شئ! د قرآن کریم هغه تلاوت ګټور نه دی، چې تدبر پکې ونشي.

 خبر شئ! هغه عبادت بې اغېزې دی، چې اندنه پکې نه وي.[1]

 

 لنډه شرح:

په علمي فارمولونو، سوليز- منطقي قانونو او له فلسفي آرونو د ماغزو ډکول او هر ډول پوهه، چې له سم اند، نړۍ ليد او د انساني ژوند د آرونو له پېژندګلوۍ سره سمون و نه خوري، اغېز به يې خورا لږ وي؛ لکه چې که د قرآن کریم آيتونه بې له تدبر او مانا‏ پوهېدو لولو، اغېز به يې‏ خورا لږ وي او پر هغه عبادت، چې د اندنې ‏او تعقل د لمر وړانګې و نه لګي، د يو بې اروا جسم په شان دی، چې له هر ډول لوړو روزنيزو اغېزو به تش وي.

      

د تدبير کچه

امام صادق (رح) وويل: د ژوند د حالاتو او ټولنې ‏سمونې ته له درېیو دوه برخې هوښياري او ځيرکي او له درېيو يوه برخه بي اعتنايې پکار ده. [2]

 

لنډه شرح:

 هېڅ کار بې له څېړنې، هوښيارۍ او کړلار نه ‏کېږي او همداراز يو کار له بې اعتنايۍ تر منزله نه رسي.

 په بله وينا: که مو بې څېړنې او ځيرنې يو کار پيل کړ، له ماتې سره به مخ شو؛ خو که وغواړو د ټولو ممکنو احتمالاتو او اټکل شويو پېښو ته چارې وځنډوو؛ نو د داسې چارې پيلول هم خورا ستونزمن دي، چې هر يوه کوشني کار ته په کلونو کلونو څېړنې ته اړتيا ده او همداسې ملګړي، برخوال او د ژوند شريکباڼې (مېرمن يامېړه) لپاره؛ نوځکه په پورتني حديث کې د چارو د تدبير کچه راښوول شوې ده.

 

د جسم او روح دواړو اړخونو ته پام کول

 امام حسين وويل: هغوى ته حيران يم، چې د خپل جسم د خوړو فکر ورسره وي؛ خو د اروا د خوړو په اړه لږ فکر هم نه کوي؛ ناوړه خواړه خپل نس ته نه اچوي؛ خو خپل زړه پر زيانمنو او ناوړو مطالبو ډکوي.[3]

 

لنډه شرح:

 د رسول الله (ص) د ګران لمسي خبره څومره ژوره او سمه ده، چې خلک د جسم د خوړو په اړه سختدريځه دي، که رڼا نه وي يا څراغ نه وي لګېدلى؛ نو دسترخوان ته لاس نه ورنږدې کوي، په پټو سترګو خواړه نه خوري او له اړنګمنو- مشکوکو خوړو ځان ساتي او د جسم د خوړو په هکله ډول ډول روغتيايي قوانينو ته پاملرنه کوي؛ خو ‏په پټو سترګو، په تپو تيارو کې او په ناخبرۍ کې هر ډول اړنګمن- مشکوک خواړه خپل ذهن او زړه ته اچوي، د نامناسبو انډيوالانو خبرې، زهرجن تبليغات او هر ډول د دروغو خبرې او ډنډورې مني، چې دا ډېره د هېښنې- حيرانتيا او خواشينۍ خبره ده.

 

د قلم ونډه

امام صادق (رح)وويل: بل داسې ژړېدونکى مې و نه ليد، چې د قلم په څېر موسکى وي.[4]

 

لنډه شرح:

 قلم د انسان د عواطفو وياند او د انسان د عقل ژباړن دى. قلم د تمدنونو بنسټګر او د ټولنې د څرخونو چورلوونکى دى. قلم په خپله ژړا کې د انسان د ملاماتو دردونو په اړه خبرې کوي او د شونډو په موسکا کې يې د عشق، نشاط، د ژوند ښکلي خوالې – رازونه او د ډېرى زړونو د ښکلا‏ خوالې -راز نغښتې دي؛ خو د خواشينۍ خبره ده‏؛ همدا قلم چې کله د بې ﻻريو ګوتو ته ورشي؛ نو د ژړا اوښکې يې د وينو سيلابونه وي او موسکا يې پر لوړو انساني ارزښتونو ملنډې دي او لېشې پکې وهي.

 

دوه سترې دندې

امام صادق (رح)وويل: مؤمن تل دوو څيزونو هک پک ‏کړى: تېرو ګناهونو، چې نه پوهېږي الله تعالی به څه ورسره کوي او د پاتې عمر په اړه، چې نه پوهېږي، څه به پکې کوي؟ [5]

 

لنډه شرح:

 د ايمان څرګنده نښه، د تېرو کړنو او ورته د ورسپارل شويو دندو په اړه د پازوالې ننګېرنه ده. هغوى چې احساس لري؛ تل په دې اند کې وي، چې خپل تېر وخت سکېنده-جبران کړي او تل د داسې لارې چارې په لټه کې وي، چې له پاتې وخت او فرصتونو ښه ګټنه وکړي او په همدې کې د يو انسان او يا د يو ملت د بري خواله ‏نغښتې ده، هغوى چې نه د تېر وخت په باب فکر کوي او نه د راتلونکې د جوړولو په فکر کې وي؛ نو يو ړوند او بدمرغه ملت دى.

 

د ټولنۍ د بربادۍ لاملونه

 حضرت رسول الله (ص) وويل: څلور څيزونه دي، چې که يو يې هم کوم کور ته ورننووت، ړنګ به شي او د الله تعالی برکت به يې اباد نه کړي: خيانت،غلا، شراب څښل او زنا.[6]

 

لنډه شرح:

 پورتنى قانون نه يوازې د يوې کورنۍ لپاره؛ بلکې ټولنه هم رانغاړي.

‏يوې ټولنې ته چې خيانت راننووت، پايله به يې خامباوري وي. په يوې ټولنې کې، چې په بېلابېلو بڼو غلا دود شوه (په تېره، په بيت المال کې) نو د ويسا – اعتماد ‏ ټغر ‏ټولېږي.

 شرابخوري، چې دود شوه، پايله يې کمزوي اندونه، معلول اولاد او بې اغېزې ځوانان دي.

 په ټولنه يا کورنۍ کې، چې بې حيايي او زنا دود ‏ شوه، د کورنۍ بنسټ به سست شي او راتلونکى کهول ‏به يې روست ‏وي.

 

 

     

ناغېړي ‏او بيوزلي

حضرت علي(کرم الله وجهه) وويل: هغه ورځ چې ټولو څيزونو واده وکړ؛ نو”ناغېړۍ” او “بېوسۍ” هم کوروالى وکړ، چې دوه زامن ترې وزيږېدل: “نشتمني” او ” تنګ لاسي”.[7]

 

لنډه شرح:

 ناغېړي ‏او له ستونزو تېښته هغه چارې دي، چې د ايمان د اروا اوبه په يوه وياله کې ورسره نه ځي، چې ددې چارو پايله يوازې نشتمني ده، هغه هم هراړخیزه نشتمني، چې له وټيزې نشتمنۍ نيولې تر اخلاقي او مانيزې پورې ټول رانغاړي؛ خو هغوى چې ايمان لري، بايد له هره اړخه په خپلو پښو ولاړ وي، مړه خوا وي او پخپله يې وګټي او وسټي.

 

   

پر زړونو د پوهې ورښت

 لقمان حکيم وويل: زويه! الله تعالی د انسانانو زړونه د پوهې په څراغ رڼا کړل؛ لکه څنګه يې چې په بارانونو شاړې ځمکې برکتي کړې.[8]

 

لنډه شرح:

 د انسان زړه د بڼ په څېر دى، چې د ډول ډول نيالګيو او ګلانو تخم پکې شيندل شوی، چې که پخپل وخت خړوب شي؛ نو زرغون برکتي بڼ به ترې جوړ شي، چې د دې بڼ د خړوبولو لار يوازې د پوهې ‏څاڅکى دى؛ نوځکه بې پوهې ‏ زړونه مړه، بې يېبرور – بې حاصله او شاړ وي؛ نو تل او په هر حال، کې خپل زړه د پوهې ‏پر رڼا‏ ژوندى او تاند وساتئ.

 

 

د پېسمنۍ- لويۍ سرچينه

 امام صادق (رح)وويل: څوک هم ځان تر نورو ‏غوره نه ګڼي؛ خو داچې ځان سپک ننګېري.[9]

 

لنډه شرح:

د امام صادق (رح)دا خبره نن ارواپوهانو هم جوته کړې، چې د پېسمنۍ ‏او ځان تر نورو غوره ګڼلو سرچينه يوازې دا ده، چې انسان په خپله سپک وي او هغوى چې په دې رنځۍ اخته وي، د خپل زړه د سپکولو او د خپلو کمښتونو د سکېندۍ – جبران لپاره، پردې ناسمه لار ګام ږدي؛ يعنې په لاسي- مصنوعي توګه ځان په ټولنه کې ستروي، چې له دې لارې ځان نور هم په ټولنې کې ځان سپکوي.‏ داچې مؤمنان غښتلي او دنننۍ وګړه – شخصيت لري؛ نو د هر چا پر وړاندې ‏متواضع دي.

 

درې ارزښناک څيزونه

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: درې څيزونه دي، چې انسان الله تعالی ته رسوي.

د ليكلو پرمهال ‏د پوهانو د قلم غږ. د جهاد په ډګر کې د مجاهد د پښې غږ. (د هېواد د پولو خوندي کولو او نظام جوړونې په جهاد کې د مجاهد اردو د پښو غږ ). د پاک لمنې ښځې د څرخې غږ.[10]

 

لنډه شرح:

 ‏ څومره له مانا ډکه هېښنده خبره ده! درې غږونه دي، چې له هستۍ تېرېږي او غږ يې تر ابديته رسي او ځان الله تعالی ته رسوي: د پوهې او قلم غږ؛ که څه، ټيټ دى. د الله تعالی په لار کې د جهاد غږ او د هر کار غږ او همدا درې څيزونه دي، چې د ټولنې د سر لوړۍ لامل ګرځى: پوهه، جهاد/ هڅه او کار.

 

د امام حسين شهادت

رسول الله (ص) وويل: د امام حسين شهادت د مؤمنانو په زړه کې داسې اور بلوي، چې کله هم نه مړ کېږي.[11]

 

لنډه شرح:

 په نړۍ کې ډېرې خونړۍ جګړې راپېښې شوې، چې تر مياشتو او کلونو روسته هېرې شوې، د وخت تېرېدو د هېر خاورې پرې واچولې؛ خو هغوى چې د الله تعالی په لار کې د انسان د آزادۍ، پتيالۍ او فضيلت په لار کې، له خپل هر څه تېر شول، کله به هم هېر نشي، چې امام حسين او پتمن ‏ياران يې ددې زنځير‏ لومړۍ کړۍ دي.

 

د واقعي مسلمان دوه نښې

 رسول الله (ص) وويل: يوازې د ځينو ډېر لمونځ کولو، روژه نيوو، حج کولو او له نورو سره نېکيو ته مه ګورئ (که څه، دا په خپل ځاى کې مهم دي) ؛ بلکې رښتنولۍ او امانت ګورئ.[12]

لنډه شرح:

 که انسان لږ زيار وباسي او اسلامي سرچينې ولولي؛ نو ورجوته به شي، چې د واقعي مسلمان څرګندې نښې “رښتنولي ” او “امانت ساتي” ده؛ که څه، لمونځ، روژه او حج د اسلام تر ټولو لوړې روزنيزې کړلارې دي؛ خو دا يوازې د اسلام نښې نه دي؛ بلکې مسلمان بايد خپل نيمګړى ايمان، په رښتنولۍ او امانت ساتۍ بشپړ کړي.

 

د غوسې اور

امام باقر (رح)  وويل: شيطان د انسان په زړه کې، د غوسې د اور سوځونکې لمبه بلوي.

 

لنډه شرح:

 ډېر لږ پېښېږي، چې انسان په غوسه کې يو کار وکړي او يا يو هوډ يې کړی وي او بيا پرې پښېمانه نشي؛ ځکه د غوسې په لمبو کې، عقل خپل کار پرېږدي او اعصاب او ورپسې د انسان غړي پر داسې لوري روانېږى، چې ترې د راولاړو شويو پايلو سکېندول- جبرانول، يو عمر وخت غواړي؛ نو ګرانو ښه به وي، د لګېدو پرمهال دغه شيطاني لمبه مړه کړو؛ ځکه کېداى شي د خپل يا د نورو د ژوند درمن ته اور واچوو.

 

د شتمنۍ سرچينې

رسول الله (ص)  وويل: روزي تر ځمکې لاندې ولټوئ.[13]

 

لنډه شرح:

 هغه مهال چې خلکو ته لا د کانونو او په ځمکو کې د پټو زېرمو ارزښت نه و معلوم، چې دا لارښوونه رسول الله وکړه، چې مسلمانان تر ځمکې لاندې په لټه کې شي او څه چې ترې راباسي، خپل ژوند دې پرې ښکلى کړي. د رسول الله (ص)  دا لارښوونه، د اسلامي ښوونو ژورتيا راښيي او هم مسلمانان دې ته هڅوي، چې پتمن ژوند وکړي.

 

ناوړه ورهڼه/ کسب

رسول الله (ص) وويل: خورا ناوړه ورهڼه هغه ده، چې له ربا/ سود سره يو ځاى شوې وي، تر ټولو ناوړه ورهڼه سود خوړل دي، پر سود اخته کسب، تر ټولو کسبونو ناوړه کسب دی.‏[14]

امام صادق (رح)وويل: الله تعالی چې وغواړي، يو ملت هلاک كړي، سود خوري پکې دودوي.

 

لنډه شرح:

 سره له دې چې نن د سود خورو بازار ګرم دى او د نړۍ اقتصاد په بېلابېلو بڼو کې په سود خورو پورې تړلى دى؛ خو اړنګ – شک نشته، چې سود خوړل، د هر وټیز غونډال، ملا ماتوي او لاملېږي، شتمني په وحشتناکه توګه يوازې د څو تنو او موسسو په واک کې وي، چې د شتمنيو دا غېرعادلانه ويش، پخپله د ډول ډول ټولنيزو بدمرغيو او اخلاقي فسادونو جرړه ده.

 

بادار او بنديوان

 حضرت علي(کرم الله وجهه) وويل: که غواړې د چا بادار شئ؛ نېکي ورسره وکړئ! ځان له هر چا مړه خوا کړه، چې د هماغې په څېر شې ا که غواړې، د چا بنديوان شې؛ نو اړين يې شه.

 

لنډه شرح:

دا قانون د خلکو او ملتونو په ټولنيزو اړيکو کې، په ټول ځواک ‏ واکمن دى، چې حکومت مرستندوى لاس دى او مرسته اخستونکى که وغواړي که نه، تر لاس لاندې يې وي. اړين وګړي او ملتونه په واقع کې هغه مريان دي، چې خپل مرييتوب يې نورو ته د اړمنۍ ‏ د لاس په غځولو تثبيت کړى دى.

واقعي مسلمان هغه دى، چې هڅه وکړي ‏خلکو او ملتونو سره اړيکې او مرسته، د متقابلو مرستو پر بنسټ ټينګې کړي، نه يوه اړخيزه. بلاعوضه مرستې اخستل، يوازې د معلولو او له کاره لوېدلیو وګړيو چار دى.

 

ريا او ځان ښوونه

 امام صادق (رح)وويل: خپل نېک کارونه هغو خلکو ته د ځان د ښوولو لپاره مه کوئ، چې ستاسې ژوند او مرګ يې په لاس کې نه دى؛ نه ځواک ‏لري ‏او نه مو ‏کومه ستونزه هوارولاى شي.[15]

 

لنډه شرح:

هغوى چې په ځان ښوونه او ريا روږد وي، د ژوند ټولې چارې يې تشمنځې- پوچې وي، د تمدن پرځاى يوازې پر يوه بې روحه ظواهرو او د ژوند پرځای پر خيالاتو، کږنو انګېرنو- اوهامو او د نېکمرغۍ پرځاى، يوازې په نوم او د دين پرځای يوازې پر څو ظاهري تشريفاتو يې ځان قانع کړی وي؛ نو ښکاره خبره ده، چې ددې خلکو برخه هم له ټولو څيزونو يوازې “ظواهر” دي؛ نوځکه اسلام دا ناوړه عمل په کلکه رټلى، وايي: ستا برخليک ددې خلکو په لاس کې نه دى؛ نو ولې دومره ځان ښيې؟

 

کينه

 امام صادق (رح)وويل:کينه کښ مخکې تردې، بل ته تاوان ورسوي، ځان يې زيانمن کړى دى.[16]

 

لنډه شرح:

 کينه دې ته وايي، چې انسان ونشي کړاى،‏ نور خلک په نعمت کې وويني او په دې هڅه کې وي، چې څنګه کېږي، هغه له دې نعمته بې برخې کړي يا زيان ور ورسوي.

 کينه تل د روسته پاتېدو لامل دى، نه پرمختګ. کينه ‏ستره اخلاقي رنځوري ده، چې کينه کښ له اروايي پلوه، پخپله د نورو په پرتله زيات سوځي، روسته پاتېږي او سپکېږي؛ نو غوره به وي، چې انسان ددې پرځای، چې خپل وخت او انرژي د نورو خلکو په خرابولو کې تويې ‏ کړي، پخپله مټې ‏بډ وهي، ملا وتړي او پخپله يې وګټي او‏ وسټي.

 

د الله تعالی له لورنې بې برخې

حضرت علي(کرم الله وجهه) وويل: د چاچې اوبه او ځمکه په واک کې وي او نشتمن ‏او اړين پاتې شي؛ نو د الله تعالی له رحمته بې برخې دى.[17]

 

لنډه شرح:

 له اسلامي حديثونو دا حقيقت په ډاګه کېږي، چې د نړۍ مسلمانان بايد له ټولو سرچينو؛ لکه مالداري، کرنې، تر ځمکې لاندې کانونو، ورهڼې، سوداګرۍ ‏او صنعته کار واخلي، چې نشتمني ‏له منځه يوسي؛ ان که يو هېواد يوازې اوبه يا ځمکه ولري، ‏خپله وټیزه ستونزه دې پرې هواره‏ کړي. ‏حال دا،‏ لیدل کېږي، چې ‏ډېری ‏مسلمانان له ډېرو ‏نعمتونو ‏برخمن دي؛ خو ناغېړي ‏دي، زحمت نه ګالي او که داسې يې و نه کړل؛ نو په دې ملت لعنت ويل شوى او د الله تعالی له رحمته بې برخې دي او له اسلامه خورا ‏لرې دي. په اسلام کې نورو ته اړتيا او لاس اوږدول غندل او رټل شوي دي.

 

 

ناوړه انډيوالان

حضرت علي(کرم الله وجهه) وويل: ستا تر ټولو ناوړه انډيوالان هغوى دي، چې ښه او په غوړه ژبه چلن درسره کوي او پر نيمګړتياوو دې پردې اچوي.[18]

 

لنډه شرح:

 له واقعیتونو‏ تېښته او پر حقيقتونو پرده اچول، نه کومه غوټه پرانځي ‏او نه چا ته چوپړ ګڼل کېږي؛ نو هغه انډيوالان، چې هڅې کوي، ‏د رغنده نيوکو، پرځای حقايق پټ کړي او د انډيوال د خوشحالۍ لپاره يې پر نيمګړتياوو پرده واچوي او مصنوعي باتور ترې جوړ کړي؛ نو دا کار نه يوازې انډيوالي نه ده؛ بلکې ستر خيانت هم دى.

 

د چارو بشپړول

رسول الله (ص) وويل: تر پيلولو يې د نېک کار بشپړول غوره او مهم دي. [19]

 

لنډه شرح:

 په خپل ټولنيز ژوند کې به هرومرو له داسې چارو سره مخ شئ، چې نيمګړى پاتې وي، چې د هغو کارکونکيو د احساساتو تر اغېزې لاندې د ‏ښه کار کولو ته سملاسي ملاتړلې ده؛ خو ډېر ژر يې د احاساساتو ‏بېړۍ ډوبه شوې وه او کار يې نيمګړى پرېښى او پخپله لار‏ تللى دى.

 د اسلام هغه مؤمنان او خواري کښ انسانان خوښ دي، چې يو ګټور کار پيل کړي او تر پايه يې ورسوي.

 

 

تلپاتې چارې

امام صادق (رح)وويل: الله تعالی خپلو ټولو پېغمبرانو ته حکم وکړ، چې نړيوال، رښتينولۍ او امانتوالۍ ته راوبلي.[20]

 

لنډه شرح:

 يوه روغه ټولنه پر ډول ډول شتمنيو ولاړه وي، چې تر ټولو‏ غوره يې د ډاډ او عمومي ويسا – اعتماد شتمني ده، چې پکې پر وينا او پر کړنو ويسا هم راځي‏ او ‏ددې با ارزښته شتمنۍ تر ټولو ستر دښمن، دروغ او خيانت دى.

 په هغه ټولنه کې، چې دروغ او خيانت دود شي، ټول يو له بله وېرېږي، ټول يوازېتوب ننګېري، ټول بايد د ژوند پېټى ځان ته پخپله يوسي، چې دا هماغه د “يوازيو”ټولنه ده؛ نوځکه وويل شول، چې رښتينولي او امانتوالي د ټولو پېغمبرانو دنده وه.

 

 

 درنه سزا

رسول الله (ص)  وويل: څوک چې په څه پوهېږې او عمل پرې نه کوي او له خپلې پوهې ‏ګټنه نه کوي؛ نو د قيامت پر ورځ به يې سزا تر ټولو‏ درنه وي.[21]

 

لنډه شرح:

 د اسلام سول – منطق وايي: پوهه ‏تل د وګړيز او ټولنيز ژوند ښه کولو ته ده او بې له دې پوهه ‏ارزښت نه لري.

 هغوى چې په ناپوهۍ کې يو کار کوي، مسوليت يې دومره دروند نه دى؛ خو د قيامت پر ورځ، د هغوى پرحال ژړل په کار دي، چې خلک نېکیو ته رابلي؛ خو پخپله په ناوړو چارو لاس پورې کوي او د پوهې ‏پرخلاف عمل کوي.

 

 

د پور بلا

رسول الله (ص)  وايي: څومره مو چې له لاسه کېږي، پور مه اخلئ؛ ځکه د شپې غم او د ورځې ذلت راوړي.[22]

 

لنډه شرح:

 زموږ په وخت کې بې ځايه دودونه او په ژوند کې سینګار پالۍ ‏ته پام، خلک د پور ‏تر پېټي لاندې ډوب کړي دي. ‏داچې پوروړى‏ ازاد انسان نه شمېرل کېږي؛ نو ‏خپل مشر حکم راکړی، چې ‏له لاسه مو کېږې، له چا پور مه اخلئ. که د هېوادونو ترمنځ د پور چار ته په ځير وکتل شي؛ خطرناکه او وېرونکې ده او د يو ملت خپلواکۍ ‏او آزادۍ ته ګواښ دى.

 

 

روغ ټولنيز ژوند

امام صادق (رح)وايي: که خلک يو د بل حق ورکړي او د اړينو خلکو اړتياوې لرې کړي؛ نو ژوند به ډېر خوږ او په زړه پورې شي.[23]

 

لنډه شرح:

 پورتنۍ وینا چې د زکات او د بېوزليو د لاسنيوي په اړه ‏ويل شوې، ټولو ته خبردارى ورکوي، چې د نورو حق‏ ورکول، يوازې ‏اخلاقي او انساني چار نه؛ بلکې يو مهم ټولنيز بنسټ دى، چې د روغ ټولنيز ژوند او ډاډ لامل ګرځي.

 داچې ځينو ځينې زبېښلي؛ نو د ټولنې هوساينه یې له منځه وړې، ددې خبرې ستر ږوی- ګواه همدا اسلامي فرمان دى، چې نړيوال “حق ” له ” زور” سره مساوي ګڼي او زورور هغه حقونو ته چې پر غاړه يې دي، غاړه کېږدي؛ نو هم پخپله په خطر کې دى او هم انساني ټولنه د خطر کندې ته راکاږي.

 

د بدمرغيو کونجي

 امام حسن عسکري (رح) وويل: لوى الله تعالی بدمرغيو او شرونو ته قلف اچولى، چې کونجي يې شراب دي او دروغ تر شرابو ‏هم بد دي.[24]

 

لنډه شرح:

 د بدو او ناوړه چارو په لار کې لوى خڼد عقل ‏دى، يو کلک قلف دى، چې بدو چارو ته اچول شوى او چې کله دا قفل (عقل) د شرابو په کونجي پرانستل شي؛ نو ټول بد او ناوړه کارونه له دې بنده راخلاصې شي او په مستۍ کې ډوب انسان، ځان پر ډول ډول ګناهونو ککړوي؛ خو که شرابخور په مستۍ او لېونتوب کې پر ګناه ککړ وي، دروغجن په پوره هوښيارتوب، د ټولنيز ژوند بنسټونه له منځه وړي، د ويسا روح له منځه وړي او د ډول ډول ګناهونو سرچينه ګرځي؛ نو دورغ او دروغجن تر شرابو او شرابخور ‏هم ناوړه وي.

 

 

د جنتيانو نښې

امام صادق (رح)وويل: جنتيان څلور نښې لري: ورين تندى، پسته او خوږه ژبه، مينناک زړه او ورکونکى لاس.[25]

 

لنډه شرح:

 تر ټولو اصيل او غوره انساني ښوونځى هغه دى، چې انسان یې په ټولنه کې وويني او ټولنه د ارزښتمنو انسانو روزنتون وبولي؛ ځکه ‏ټولنه د ټولو توکیزو او مانیزو برکتونو سرچينه ده.

 په پورتنۍ وينا کې، هم د نېکمرغيو او هم د ځينو خلکو په اړه ‏څلور خبرې راوړي، چې دا څلور واڼه د ټولنې اړيکې ټينګوي او د ټولنې په پټي کې د انسانيت تخم شيندي.

 ورين تندى، پسته خوله، خوږه ژبه، هغه زړونه، چې د انسانانو په مينه اباد وي او هغه لاسونه، چې په مرسته ورکولو نه ستړى کېږي.

هو! ګرانو دا د جنتي انسانانو نښې دي.

 

د منافقينو نښې

امام صادق (رح)وايي: لقمان حکيم خپل زوى ته وويل: منافق وګړي درې ځانګړنې لري: “ژبه يې له زړه سره سمون نه خوري، زړه يې له کړنو سره او ظاهر يى له باطن سره”.[26]

 

 لنډه شرح:

 نفاق او دوه مخي ستر درد دى، چې سرچينه يې د شخصيت نشتوالی ‏او د ارادې کمزوري ده. هغوى چې هڅه کوي، ځان‏ ‏له خپل واقعي حالت بل شان، نورو ته وښيي، چې د دوى ژبه او زړه، ظاهر او باطن او وينا او کړه يې يو شان نه دي؛ دا کمزوري ‏وګړي دي، چې دومره سړيتوب او مړانه پکې نه وي، چې خپله اصلي وګړه ‏خلکو ته ښکاره کړي او نه د خپل ځان سمونې زړورتیا ‏او هوډ لري؛ نو په ډول ډول څېرو کې راښکاره کېږي او په عمل کې له ټولو، ان له ځان سره خيانت کوي او تر دوى خو ټولنې ته هغه خطرناک ‏دي، چې ظاهر يې ښکلى او له دننه ‏روست وي.

 

عبرت

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: له مخکنيو عبرت واخلئ، مخکې تردې، چې راتلونکي درنه عبرت واخلي.[27]

 

لنډه شرح:

 تاريخ د عبرت له زده کړو، د ظالمانو له پايلو، اړپېچونو، ماتو، فکري تحجر، د مکاني او زماني حال له بې خبريو ډک دى، چې دا ټول د تاريخ په هنداره کې ښکاري.

حضرت علي (کرم الله وجهه)‏ خبردارى راکوي، له پخوانيو عبرت واخلئ، مخکې تردې چې راتلونکي له تاسو عبرت واخلي او هغه نېکمرغه ملت ‏دى، چې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي، له پخوانيو عبرت واخلي او له دې لارى خپل روښانه راتلونکى انځور کړي.

 

چوپتيا او وينا

 حضرت علي وويل: نه د عالم چوپتيا ګټه لري او نه د ناپوه وينا.[28]

 

لنډه شرح:

 الله تعالی له پوهانو ‏ژمنه اخستې، چې د کږو لارو،کږو تلنو، ظلمونو، له حق وژنې او د دښمن زهرجنو ډنډورو پر وړاندې چوپ پاتې نشي او په خپل سول- منطق او ګرمو مستدللو ويناوو، د خلکو په زړونو کې د لارښوونې، حق او د نیاو-عدالت تخم وشيندي او همداسې هغوى چې پر چارو نه پوهېږي، نبايد په خپلو ناروا لاسوهنو، خلک بې لارې کړي، چې نه پوهېږې؛ نو غلى کېنه! او هغه “چوپتيا” او دا “وينا ” دواړه د بدمرغيو سرچينې دي.

 

د بښنې خوند

رسول الله (ص)  وويل: چې کله پر دښمن لاسبر شوې؛ نو بښنه ‏ددې بري زکات کړه.[29]

 

لنډه شرح:

 د اسلام له نظره (بې له استثناء) هر نعمت زکات لري او د ځواک ‏زکات بښنه ده. ظاهري برياوې به هله جرړه ومومي، چې د دښمن زړه له کينې ووينځل شي او د مخالف اریزه جړره راونړول شي، چې ددې خبرې حل، يوازې د ځواک ‏د زکات په ورکولو؛ يعنې بښنه کې دى؛ نو هله به دې دښمن د زړه له کومي ‏دوست شي، چې پرونى دښمن ‏دې نننى دوست شي او برى به له ظاهري او باطني دواړو اړخ بشپړ شي؛ خو هغوى چې د ځواک ‏پرمهال پر غچ اخلي، نه يوازې يې ځان له ستر انساني فضيلته بې برخې کړى؛ بلکې خپل برى يې خطر ته ورنږدې کړى دى.

 

د زهد واقعي مانا

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: په دنيا کې واقعي زاهد هغه دى، چې حرام مال يې د ځان ژغورنې او مقاومت ځواک له منځه يو نه سي او حلال يې د الله تعالی له ياده او شکر ايستنې غافل او ناخبره نه کړي.[30]

 

لنډه شرح:

 ځينو بې خبرو او ناپوهو د زهد کږه مانا ‏کړې او داسې منفي بڼه یې ورکړې، چې بايد له الهي نعمتونو ‏لرې شئ او ټولو اقتصادي امکاناتو او مادياتو ته شا‏ کړئ او د نشتمنو ‏په څېر ژوند وکړئ. ‏حال دا، دا خبره بې بنسټه ده او سمه نه ده، د زهد واقعي مانا ‏هماغه ده، چې حضرت علي راوښووله؛ يعنې (( د حرامو پر وړاندې مقاومت او سترګې ترې پټول)) او د حلالو پرمهال د پازوالیو او دندو نه هېرول؛ نو که زهد هماغسې ‏ ‏تعريف شي؛ لکه حضرت علي، چې وکړ، د ټولنې ‏رغوونکى او پر مخ وړونکى لامل به وي، نه منفي او د ټولنې په پرمختګ کې خنډ.

 

د شهيدانو هم پوړى

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: څوک چې د الله تعالی په لار کې جهاد کوي او د شهادت جام وڅښي او څوک چې د يوې ګناه کولو وس ولري؛ خو ګناه نه کوي، دا دواړه د مرتبې او مقام له مخې په يوه مقام دي.[31]

 

 لنډه شرح:

 د اسلام سول وايي: ستر جهاد له سرغړاندو ځاني ‏غوښتنو سره جهاد دى، په تېره، په هغو چاپېريالونو کې، چې ګناه کول پکې د اوبو څښلو په څېر اسان وي؛ ان هغه جهاد ثمره ورکوي، چې په اخلاص، يووالي، پاک نيت او بې له ځانمنۍ او وګړیزو غوښتنو ‏وي او دا ټولې چارې هله کېداى شي، چې بسیا اخلاقي روزنه ولرو او له خپل نفس سره مبارزه وکړو.

  

غوره وګړي

حضرت علي (کرم الله وجهه): غوره وګړي هغوى دي، چې ورمندون- قضاوت يې د حق پربنسټ وي.[32]

 

 لنډه شرح:

 په حقوقي، ټولنیزو ‏او اخلاقي چارو ‏کې به ‏عادلانه ورمندون-‏قضاوت هله شونی ‏و‏ي، چې موږ خپل او د نورو ګټو ته په يوه سترګه ووينو او وګړیزې اړيکې او دښمني پکې ښکېل نه وي او دا کار يوازې د هغوى ‏دى، چې د ايمان رڼا، انساني فضايلو او د خلکو مينې يې وجود او ذهن داسې روښانه کړى وي، چې د ځانمنۍ او شتمنۍ توپانونه يې په اسانۍ، د ذهن او زړه د عدالت ډيوه مړه نه کړاى شي او همدا خلک دي، چې د غوره خلکو د مقام او نوم وړ دي.  

 امام صادق (رح)‏وويل: عبادت کوونکي درې ډلې دي:

1_ هغوى چې د دوزخ د اور له وېرې الله تعالی لمانځي، چې دا د مريانو ‏عبادت دى. 2_ هغوى چې د ثواب لپاره د الله تعالی لمانځنه کوي، چې دا د اجيرانو عبادت دى. 3_ هغوى چې عشق او مينې ته څښتن لمانځي، چې دا د آزادو وګړيو عبادت دى.[33] ))

 

لنډه شرح:

 که څه د الله تعالی د سزا او ثواب ژمنه ‏حق ده، ثواب يې خورا ارزښت لري او سزا يې ډېره دردونکې ده؛ خو هغه آزاد وګړي، چې بې له الله تعالی،‏ بل څه نه ويني او بې له هغه له بل چا څه نه غواړي او د زړه کاسه يې يوازې د الله تعالی په مينه او عشق ډکه وي، هغوى يوازې په الله تعالی مين دي او د هغه د خبرې او حکم پلي کولو ته ‏دا کار کوي؛ ځکه مينه يې له پېژندګلو او معرفت سره اغږل شوې ده؛ نو دا خلک نه د عذاب په کيسه کې دي او نه د ثواب؛ بلکې يوازې د الله تعالی حکم ورته مهم دى، نه جنت او نه دوزخ.

 

ملاماتوونکي

 امام باقر (رح)‏ وويل: درې څيزونه ملاماتوي: هغه چې خپلې ښې کړنې لويوي، هغه چې خپله کړې ګناه هېروي او هغه چې استبدادي نظر ولري.[34]

 

لنډه شرح:

 هغوى چې خپل نېک کړه شر ګڼي؛ نو په هماغه قانع کېږي او همدا اند یې د تکامل او پرمختګ مخه نيسي. هغوى چې خپل کړي ګناهونه ‏هېروي؛ نو ددې پرځاى چې سکېنده – جبران يې کړي، ورځ په ورځ په ګناهونه ککړېږي او يو دم به ترې ورخ اوبه يوسي او هغوى چې يوازې پر خپل اند اډانه کوي؛ نو د عمومي اندونو، عقلونو او د نورو خلکو له ډېرو عملونو ‏بې برخې پاتېږي، چې پرلپسې تېروتنې ‏ يې پر اوږو سپرېږي او ملا به يې ورماته کړي.

 

پاک وسئ

رسول الله (ص) وويل: الله تعالی ته مو د رسېدو يوه لار خوله ده او هغه خوله په الله تعالی ګرانه ده، چې تر ټولو ‏ښکلى بوى ولري؛ نو څومره، ‏چې مو له لاسه کېږي خوله مو پاکه او خوشبويه وساتئ.[35]

 

لنډه شرح:

 دا حديث چې د مسواک وهلو په اړه ‏راغلى، يوه ظاهري بڼه لري او يوه باطني: ظاهره يې دا ده، چې انسان په خپله خوله د الله تعالی ذکر کوي، د قرآن کریم آيتونه پرې لولي، د الله تعالی درشل ته پرې عذر او زارۍ کوي؛ نو بايد پاکه او خوشبويه وساتل شي.

 باطن يې دا دى، چې خوله له الله تعالی سره د اړیکې ‏يوه لار ده؛ نو څومره چې په ښو، پاکو او مينناکو خبرو سمبال، پاکه او خوشبويه او له چټياتو، کنځلو، دروغو او ناوړو خبرو لرې وساتل شي؛ نوهومره به پرالله تعالی ګرانه وي.

 

د ناپوهۍ پايله

امام جواد ( ح) وويل: هغه چې له علم او پوهې ‏پرته عمل کوي؛ نو تر سمونې ‏يې ورانى ډېر وي.[36]

 

لنډه شرح:

 د ناپوهۍ تاوان يوازې په دې برخې پورې نه راايسارېږي، چې انسان د ژوند ارزښتونو ته نه رسي؛ بلکې يو ستر خطر دى، چې هغوى ګواښوي او کله همدا ناپوه انسان غواړي، له خپل اولاد سره نېکي وکړي؛ نو هغه بدمرغوي، غواړي اسلام ته چوپړ وکړي؛ خو د اسلام له حيثيت سره لوبې کوي، غواړي په خلکو کې سوله راوړي؛ خو پرځای يې د اړپېچ اور نور هم تازه کوي. لڼده داچې هر کار ته ‏چې لاس وروړي، تر خیر يې شر ډېر وي.

 

د لارښوونې ارکان

امام جواد (رح) وويل: مؤمن درېيو څيزونو ته اړتيا لري: د الله تعالی تعالى توفيق، د زړه له کومي ناصح او پر نصیحت عمل. [37]

 

لنډه شرح:

کومه لار، چې انسان ته په ژوند کې وهل پکار دي، ډېره کړکېچنه ده او داچې ځان له هغو خطرونو وژغوري، چې ‏نېکمرغۍ ته یې ګواښ دی او ټولنې ته ګټور ثابت شي؛ نو په لومړي پړاو کې، له خپل څښتن تعالى سره يوې پياوړې اړیکې ته ‏اړين دی، چې د الله تعالی له سپېڅلي ذاته مرسته وغواړي. په دويم پړاو کې يو ويښ وجدان ته اړتيا ده، چې لارښوونه ورته وکړي او په درېیم پړاو کې اورېدونکي غوږونه ولري، چې د نورو له اندونو، لارښوونو او سلامشورو ګټنه وکړي.

 

د جاهليت د وخت نارې سورې

امام باقر (رح) وويل: د پېغمبر اکرم (ص) يوه لنډه خبره دا ده، چې ‏مخکې ترې چا نه وه کړې: نارې سورې د جاهليت د وخت کارونه ول( ستونزو ته ژړل نه دي پکار؛ بلکې ‏ هواروي ته یې ملا تړل پکار دي.)[38]

 

لنډه شرح:

 دا حديث يوه ظاهري او يوه باطني مانا لري.

ظاهر يې د جاهليت د وخت هغه ناوړه چارو ته اشاره ده، چې څوک به مړه شول؛ نو نارې سورې وهونکي به يې ورته راوړل، چې پخپلو ځانګړو شعرونو، مصنوعي وير وکړي؛ خو باطني مانا‏ داده: شونې ده د امام باقر (رح) هم همدا مطلب وي، چې بايد ناوړه پېښو او کړکېچنو ستونزو ته مو غړي سست نشي؛ بلکې بايد له عقل، تدبير، زغم او استقامت سره یې د حل لپاره لار را وباسو.

      

له ځان سره ورځنۍ محاسبه وکړئ

امام کاظم (رح) وويل: له موږ ځنې نه دى، چې هره ورځ له خپل ځان سره حساب و نه کړي![39]

 

لنډه شرح:

 له تاوانه مخنيوى او ډېرې ګټې ته هڅه په هر کار کې ورځني حساب ته اړتيا لري، د دنيا خلک د خپلو شتمنيو او د پلورنځوريو حساب ورځ په ورځ خلاصوي؛ خو په ټول عمر کې ان يو ځل هم سر په ګرېوان کې نه ښکته کوي او د يو ځل لپاره هم له خپل ځان سره انساني، اخلاقي او مانیز حساب کتاب نه کوي، چې دا ‏وېرونکى غفلت دى؛ خو د امام کاظم (رح) په وينا: ويښ او پازوال مسلمان هغه دى، چې تل هره ورځ له ځان سره حساب کوي؛ که ‏کوم نېک کار یې کړى وي، هڅه وکړي، دا نېک کار نور هم وکړي او که ګناه يى کړې وي، چې توبه وباسي.

 

   

د ايمان کلکوالى

امام صادق (رح)‏وايي: مؤمن تر اوسپنې ‏هم کلک دى؛ ځکه اوسپنې ته چې تودوخه ورکړه شي؛ نو اوړي؛ خو که يو مؤمن ووژل شي او بيا ژوندى او بيا مړ شي؛ نو پوټى اوښتون به يې په روحيه کې رانشي.[40]

 

 

لنډه شرح:

 ژوند له ستونزو او پېچلتیاوو ‏ډک دى، چې بې خبره وګړي ډېر ژړ دې ستونزو ‏ ته پر ګونډو کېږي او له ميدانه پښې باسي؛ خو هغوى چې ايمان، زغم او استقامت لري، کله هم ستونزو ته نه تسليمېږي؛ پوهېږي چې د څښتن(ج) د حکم د لاروۍ په لار کې ډېرې ستونزې‏ دي او دې وياړنو ته رسېدل، ځان ژغورنې، سرښندنې، زغم او د سرغړاندو ځاني غوښتې تر واک لاندې راوړو ته اړتيا لري؛ نو مؤمن له هڅې ‏لاس نه اخلي او له پېښو ‏نه وېرېږي.

    

د توحيد او الهي عدل حقيقت

حضرت علي (کرم الله وجهه) ‏وويل: د الله تعالى د توحيد حقيقت دادى، چې په خپل وهم او تصور کې يې را ايسار نه کړې او پر عدالت يې ايمان دادى، چې په هېڅ کار کې يې تورن نه کړې‏.[41]

 

لنډه شرح:

 هومره، چې د الله تعالی وجود راته ښکاره او روښانه دى او ددې نړۍ هره زره یې د علمي ستریا ‏او ځواک ‏ښوونکى دى؛ په هماغه اندازه د الله تعالی د ذات حقيقت رانه پوښلى دى؛ ځکه هغه نامحدود ذات دى؛ داسې ذات چې مو‏ږ يې نشو درک کولاى؛ نو بايد ‏ذات یې تر ټولو هغو څيزونو لوړ وبولو، چې وينو يې، چې دې ته توحيد ويل کېږي.

بلخوا په دې نړۍ کې، چې څه ‏راپېښېږي، چې کله يې خواله څرګنده نه وي، د الله تعالی د عدالت په پامنيوي ‏راته ويل شوي، چې دا هر څه د حساب او قانون له مخې دي او په دې باب هر ډول اړنګ له ايمان، عدالت او حکمت سره اړخ نه لګوي.

  

د ايمان نښې

امام صادق (رح)‏وويل: مؤمن انسان دا ځانګړنې لري: مرسته يې ارزښتمنه وي، لګښت يى لږ وي، په ژوند کې تدبير لري او له يوه سوري ‏دوه ځل نه چيچل کېږي. (يوه غلطي دوه ځل نه تکراروي) [42]

 

لنډه شرح:

په پورتنۍ وينا کې د ايمان پر ځينو اړخونو رڼا اچول شوې: مؤمن ‏له انسانانو سره ارزښتمنه مرسته کوي؛ ځکه مرسته يې له زړه سوي، اخلاص او پوهې سره وي، داسې لوکس ژوند نه لري، چې د وزلیو پوره کولو ته يې پر حرام کار لاس پورې کړي، هغوى د ژوند په چارو ‏کې په تېره، په وټیزو چارو ‏کې له تدبير او هوښيارۍ کار اخلي او له هرې پېښې ‏ډېر ژر عبرت اخلي؛ نوځکه يوه تېروتنه ‏دويم ځل ته نه کوي.

 

   

دنيا موخه نه؛ بلکې وزله ده

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: دنيا ‏بلې موخې ته پيدا شوې، نه د خپل ځان لپاره[43].

 

لنډه شرح:

ډېر وخت انسان ته د هغو حديثونو او آيتونو تفسير ګران دى، چې د دنيا په ستاېنه کې راغلي ‏او هغه آيتونه او حديثونه، چې پکې توکيز ژوند او دنيا رټل شوې؛ خو پورتنۍ وينا دا ټول تفسير کړي، چې که دنيا او مادي چارې، چې څښتن(ج) راکړي، يوه وزله شي، چې انسان پرې ځان تکامل ته ورسوي او د عدالت خورولو ته ګټنه ترې وکړي او د انسان د نېکمرغيو په واک کې وي؛ نو ډېر ارزښت لري او ستاېل کېږي؛ خو که موخه يوازې همدا دنيا وي؛ نو پېسمني- غرور او سرغړونه ترې راولاړېږي، چې دا یو رټل شوى او کرکجن چار دى.

   

د انسان ارزښت

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: تلپاتې نېکمرغي او منت ستاسې د نن بيه ده (خبر وسئ) چې بې له دې يې و نه پلورئ.[44]

 

لنډه شرح:

 ‏که څوک وپوښتي، چې د نن پانګه او ژوند دې په څومره بيه پلورئ؛ نو انسان به ونشي کړاى د خپل وجود ارزښت حساب کړي، حال دا، دا ستره شتمني په ناڅيزه بيه پلوري او کله د خپل عمر په پاى کې ويني، چې دا ستره شتمني يې له يوې خونې، سپرلۍ او يا يوې هټۍ سره بدله کړې، چې ډېر ژر به ترې جلا شي. حضرت علي وايي: ددې دنيا يوه مادي شتمني هم ستاسې له عمر سره برابري نشي کړاى او يوازې د الله تعالی خوښي، تکامل، تلپاتې انساني نېکمرغۍ او مانیز ‏پرمختګ دى، چې که ‏څومره هم هلې ځلې ورته وشي، ارزښت لري او پرځای عمل به وي.

 

حق او باطل

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل:

 حق دروند او ستونزمن وي؛ خو په زړه پورې دى؛ خو باطل اسان او سپک دى؛ خو دردورکونکى او خطرناک دى.[45]

 

لنډه شرح:

 حضرت علي په خپله وينا کې ډېر په لنډه او ګټوره توګه حق او باطل په ذهن کې را انځور کړى ‏او څومره ښه يې وويل، چې معموﻻ حق ‏تريخ خوند لري؛ خو په زړه پورې دى، چې ډېر ژر به په ټولنې پورې ونښلي او ټولنه به پرې ځواکمنه شي؛ خو باطل ډېر اسان او کله ډېر خوږ وي؛ خو راتلونکې يې ډېره ژړونکې وي؛ لکه زهرجن خواږه خواړه، چې تر اوسه ﻻ د انسان معدې او کولمو ته نه وي رسېدلي، چې خپل تخريب يې پيل کړى وي. باطل هم د زهرجن کپ په څېر د ټولنې د بېلابېلو جوړښتونو او بنسټونو د ړنګېدو ﻻمل ګرځي.

 

د عربو ارزښتمنه خبره

پېغبمراکرم (ص) وويل: تر ټولو سمه او پرځای خبره، چې عربو کړې، د شاعر “لبيد” خبره ده، چې وايي: ((خبر وسئ! چې له الله تعالی پرته نور هر څه باطل دي او هر نعمت په پای ‏کې له منځه ځي. )) [46]

 

 لنډه شرح:

 د شتمنيو، مقامونو او نعمتونو له منځه تلل بشپړ خبردارى راکوي، چې هم يې په لاس ته راوړو کې، حق او عدالت و نه لتاړو او هم يې په تلو کې منځلاري و نه لتاړو.

 تلپاتې او له منځه نه تلونى يوازې د هغه ذات دى؛ د ژوند په هر ډګر کې مو بايد دې خبرې ته پام وي او پېسمن نشو.

 

 

له موږ ځنې نه دى

امام رضا (رح) وويل: هغه له موږ ځنې نه دى، چې ټګي برګي کوى يا مسلمان ته تاوان رسوي او يا تېراستل کوي. [47]

 

 لنډه شرح:

 چې خپله نېکمرغي د نورو په بدمرغيو کې او خپله ګټه د نورو په تاوان کې ويني، نه واقعي انسان دى او نه حقيقي مسلمان. پر نورو ساکښو د انسان امتياز او غوراوى يې په ټولنيزې وګړې کې دى او هغه چې خپله ګټه، د نورو په تاوان کې ويني، پوه دې شي، چې ټولنيز شخصيت نه لري.

 نورو ته‏ تاوان رسول، که نېغ په نېغه، که په پټه، ټګي کولو، تېراستو او په هره بڼه چې‏ وي، په اسلام کې منع او رټل شوي. امام رضا (رح) وايي: چې له داسې خلکو ‏ډېر کرکجن يم .

 

 

 

د بېوسه هلې ځلې

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل:غيبت کول د بېوسې انسان روستۍ هڅه ده.[48]

 

لنډه شرح:

 په کبيره ګناهونو کې به ډېره کمه داسې ګناه وموندل شي، چې د غیبت په څېر به د پستۍ، کمزورۍ، خوارۍ او د نه سړيتوب نښه وي.

هغوى چې پشي شا په خلکو پسې خبرې کوي او د خلکو په منځ کې د نيمګړتياوو په بيانولو یې پت او حيثيت ړنګوي او د خپلې کينې اور په خلکو پسې په خبرو مړ کوي؛ نو کمزوري او بې شخصيته خلک دي، چې د مبارزې مړانه پکې نه وي او ټولې هلې ځلې يې دا وي، چې له شا دې پر چاقو ووهي.

 په يو اسلامي روايت کې راغلي: هغه چې د خلکو غيبت وکړ او توبه يې وايسته؛ نو لومړى تن به وي، چې جنت ته به ننوځي او که توبه يې و نه کړه؛ نو لومړى تن به وي، چې دوزخ ته به ننوځي.

 

د ظالم نښې

حضرت علي(کرم الله وجهه) وويل: ظالم درې ځانګړنې لري: هغوى چې ترې پورته دي، په مخالفت او سرغړونه ظلم ورسره کوي او پر هغوى چې لاسبر دى او تر لاس لاندې يې کار کوي، په غوسه غورار او غړمبار، ظلم پرې کوي او يا داچې پخپله له نورو ظالمانو سره يو لاس وي. [49]

 

لنډه شرح:

 د هغه چا پر ذهن، چې د ظلم روح واکمن شي؛ نو لاندې ځانګړنې به ولري: له هغوى څخه، چې حکم اخلي، سرغړونه ترې کوي. هغوى چې حکم ورته ورکوي او تر لاس لاندې يې دي، ورته غورېږي او تل يې اور ته نيولى وي او دوستان او همکاران يې هم ظالمان وي؛ خو هغه په دې درېیو واڼو بڼو کې ظالم دى؛ خو د ظلم ځاى يې بدل وي.

 

بې درمله درد نشته

رسول الله (ص) وويل: الله تعالی داسې درد پيدا نه کړ، چې درمل یې ورسره نه وي پيدا کړي.[50]

 

لنډه شرح:

 په کومه نړۍ کې، چې ژوند کوو؛ د کړنو او غبرګونونو يوه ټولګه ده، چې د هر منفي ځواک ترڅنګ پکې يو مثبت ځواک دى؛ بايد پیدا شي او ګټنه ترې وشي، چې د ژوند دوام مو هم په همدې ځواکونو پورې تړلى دى او نه يوازې هېڅ داسې رنځوري او درد نشته، چې درمل يې نه وي؛ بلکې هېڅ ډول داسې ټولنيزه ستونزه هم نشته ، چې هوارولو ته يې چاره نه وي. غر که څومره هم لوړ وي، پر سر يې لار شته. هغوى چې ستونزې نه هوارېدونکې او دردونه بې درمله ګڼي، له دې لامله بې خبره دي، چې په حقيقت کې بې درمله درد ‏نشته؛ نو په کار ده، په حوصلې مټې بډ وهل شي او د ژوند د سختیو ډګر ته ورودانګو او د ستونزو د لرې کولو چاره پيدا کړو.

 

ولې له انسانه نعمتونه اخستل کېږي ؟

امام باقر (رح) وويل: الله تعالی تعالى غوڅ حکم کړى، چې انسانانو ته ورکړ شوي نعمتونه به ترې وانخلي؛ خو داچې هغوى پر ګناه ککړ شي او ترې واخستل شي.[51]

 

لنډه شرح:

 د الله تعالی نعمتونه نه خلاصېږي او نه خلاصېدوني دي؛ خو بې حسابه نه دي، بې حسابه يې چا ته نه ورکوي او بې حسابه يې هم له چا نه اخلي. چې کله انسانان د څښتن تعالى نعمتونه د غرور، فساد، بربادۍ او ظلم وزله کوي؛ نو هماغه نعمتونه يې د بدمرغۍ لامل ګرځي؛ نوځکه ترې واخستل شي او د نعمتونو پرځای پرې بلاګانې راشي او صنايع او ټکنالوژي يې د ړنګېدو وزلې ګرځي او ټولنه يې د نفاق ځاله او د ژوند پراختيا يې د خپګان لامل وي؛ ان تردې چې د پرمختګ وزله يې د روسته پاتېدو لامل شي؛ ځکه له نعمتونو ‏ يې ناوړګټنه ‏کړې ده.

 

شهادت او پاکي

حضرت محمد(ص) وويل: څوک چې له دنيا پاک ولاړ شي؛ نو د شهيدانو په صف کې به وي.[52]

 

لنډه شرح:

 پورتنۍ خبره به تل پېغمبر (ص) خپل صحابي ( حضرت انس) ته کوله، ويل یې: که وس دې کېږي، چې شپه او ورځ په اودس کې وسې؛ نو دا کار وکړه؛ ځکه که په دې حال کې له دنيا لاړې؛ نو شهيد به يې.

 که څه، د حديث ظاهري مانا هماغه اودس دى؛ خو په څنګ کې يو بل حقيقت ته هم اشاره کوي او هغه پاک اوسېدل او پاک تلل دي؛ هغوى چې لمنې يې پاکې، زړونه يې پاک، پاک ژوند او فکر ولري او همداسې له دې دنيا ‏کډن شي؛ نو سمه ده، چې د شهيدانو په ليکه کې به وي؛ ځکه ‏شهيدېدل يوازې د جګړې په ډګر کې نه وي.

 

مين سرتېرى

امام باقر (رح) وويل: زما د ګران نيکه امام حسين سرښندونکيو يارانو د دښمن تر غشيو او نېزو لاندې درد نه احساساوه.[53]

 

لنډه شرح:

 چې له موخې سره د انسان مينه د عشق پړاو ته ورسي، هغه هم سوځونکي عشق ته؛ نو ټول احساس يې پر هماغه موخه راټول وي، ‏هر غم او خپګان ورته د زغملو وړ وي او نه يوازې زغملای يې شي؛ بلکې چرت يې هم خراب پرې نه وي.

 اورېدلي به مو وي، د مصر ښځو، چې ‏يوسف علیه السلام وليد؛ نو د ‏لنډ او ژرتېرېدوني عشق له لامله یې د مېوو پرځای خپلې ګوتې پرې کړې او له درده خبرې نه شوې؛ نو په دې کې د حيرانتيا څه پاتېږى، چې د الله تعالی د دين ناقراره عاشقان، د حق او فضيلت د لارې مين سرتېري به د دښمن له تورو او نېزو درد نه احساسوي.

 لومړى بايد انسان مين شي، پايله به يې هرومرو زغم او سرښندنه وي.

 

عقلمن او بې عقله

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: هوښيار پر خپلو هڅو او کړنو ډاډه وي او بې عقله پر خپلو هيلو.[54]

 

لنډه شرح:

 عقلمن مثبت او حقيقت پلټونکى وي او تل خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي او همت يې پر عقل ولاړ وي، ‏حال دا، بې عقله د وهمونو، خوبونو او ارمانونو په نړۍ کې په خپلو موخو پسې ګرځي؛ ځکه خيال پلو وهي؛ خو کوښښ او زحمت نه غواړي، منفي لېوالتياوې يې پر ټول ژوند واکمنې وي، تل د سبا خيالي بريو په تمه زړه خوشحالوي؛ داسې سبا چې لا تر اوسه نه ده راغلې او په ژوند کې له هيلو او خيالونو ‏پرته بله اډانه نه لري.

 

رښتين دينوال لږ دي

امام حسين وويل: ډېر خلک د دنيا بندګان دي او دين يې يوازې په خوله وي، تر هغه چې نس يې پر دين موړ وي، د دين ملاتړ کوي؛ خو که د روزګار پر سختیو وازمېيل شي؛ نو دينوال به ډېر لږ وي. [55]

 

لنډه شرح:

 دين؛ هغه هم د اسلام په څېر دين، د ټولنې د حقوقو ساتونکى او د خلکو د واقعي ګټو عادلانه ملاتړى دى؛ خو چې کله دين د ځينو د وګړیزو ګټو په لار کې خنډ شي؛ نو دلته ‏واقعي دينوال او د خولې دينوال‏ پېژندل کېږي. ډېر داسې خلک دي، چې ‏هر څه ته د خپلو وګړیزو ګټو له سوړې ‏ويني؛ نو تر هغه له دين سره وي، چې په ګټه يې وي؛ خو که داسې يوه ورځ راغله، چې دين یې له ګټو ‏جلا شو؛ نو دوى به هم ډېر په اسانه له دينه بېل شي؛ خو هغوی واقعي دينوال ‏دي، چې په هرحال کې پتمن وي او دين او ايمان یې د ژوند لاروښوونکي دي؛ نه وګړیزې ګټې.

 

په اولادونو کې عدالت

پېغمبر اکرم (ص) وويل: د خپلو اولادونو ترمنځ عدالت وکړئ، لکه چې تاسې خوښ ياست، هغوى مو ترمنځ عدالت وکړي.[56]

 

لنډه شرح:

 په اولاد کې تبعيض ‏ستره تېروتنه ده. پر ځينو مشر او پر ځينو کشر اولاد تر ټولو ګران وي او کله په دې چار کې دومره مخکې ولاړ شي، چې خپله ټوله مينه يوه ته کړي او نور ترې بې برخې کړي، چې دا چار د هغه د نورو اولادونو په زړونو کې د کينې اور لګوي، چې په راتلونکې کې به يو له بله، موروپلار‏ او ان له ټولنې ‏غچ اخستو ته مټې بډ وهي.

 

تل تر څارنې لاندې يې

امام جواد (رح) وويل: پوه شه! هېڅ څه دې د الله تعالی له سترګو پټ نه دي؛ نو اوس پخپله فکر وکړه، چې څنګه به يې؟[57]

 

لنډه شرح:

پر الله تعالی د ايمان لومړۍ نښه ځان تر همېشنۍ څارنې لاندې ننګېرل دي، نه يوازې د هغه له علمه يو ټکى بهر او پټ نه دى؛ بلکې ‏څارونکيو یې ‏له څلورو اړخونو ‏را ايسار کړي يو.

څومره چې ايمان پياوړى وي، ددې څارنې ننګېرنه زياته او ډېرېږي، تردې چې انسان تل ځان د الله تعالی په حضور کې ننګېري، چې همدا ننګېرنه ‏د ټولنې سمونې ته تر ټولو ستره وزله ده. نن ددې ننګېرنې ‏را ژوندي کول زموږ د ټولنې سمونې ته تر ټولو مهم او ستر ګام دى.

 

نه غوړه مالي او نه کينه

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: د يو چا تر بخره وړۍ- استحقاق او وړتيا ډېره ستاېنه غوړه مالي ده او تر بخره وړۍ لږه یې بېوسي یا کينه ده.[58]

 

لنډه شرح:

 ښکاره خبره ده، چې وګړى بايد د وړتيا، ځاګړنو او نېکو کړنو له لامله وستايل شي او کومه لار یې، چې نيولې وهڅول شي؛ خو دا چار بايد په اندازه او د استحقاق له مخې وي او که داسې مو و نه کړل، ډېرې منفي پايلې به ولري. که د چا تر وړتيا زياته ستاېنه وشي، غوړه مالي ورته ويل کېږي، چې د ستايونکي شخصيت هم تر پوښتنې لاندې راځي او مقابل لورى دې هم هسې پړسولى او که د چا ستاېنه يې تر وړتيا لږه وشي؛ نو په دې چار مو هم نېک خلک ښو چارو ته نه دي هڅولي او د ستايونکي د کمزورۍ او کينې نښه ده.

 

له خلکو سره مرسته

امام صادق (رح)وويل: څوک چې د نورو مسلمانانو ستونزهوارۍ ته هلې ځلې کوي، الله تعالی به يې ستونزې هوارې ‏کړي.[59]

 

لنډه شرح:

 ډېری په دې اند دي‏، چې که د نورو ستونزهوارۍ ته ‏هلې ځلې وکړو، په خپله به له پرمختګه پاتې شو، حال دا، د اسلام سول هماغه دى، چې په پورتني حديث کې وويل شول: ته د خلکو ستونزې هوارې ‏کړه، الله تعالی به په خپل ځواک ستاسې ستونزې هوارې کړي‏، چې ‏څوک يې ځواک ته نشي‏رسېدای.

 دا خبره مې په سترګو ليدلې او هغوى چې د نورو د ستونزهواري ‏په فکر کې وي، په هېښنده توګه يې خپلې ستونزې هم هوارې ‏شوي، چې دا يوه الهي پېرزوينه ده.

 

په ژوند کې تېروتنه

حضرت علي(کرم الله وجهه)وويل: زړه دې په تېرو شويو پسې په غمونو مه اخته کوه؛ ځکه راتلونکې ته دې له چمتوتيا ژغوري.[60]

 

لنډه شرح:

 ډېر لږ پيداکېږي، چې څوک په ژوند کې نه وي تېروتى او فرصتونه يې له لاسه نه وي ورکړي، چې دلته خلک پر دوو ډلو ويشل کېږي: هغوى چې خپل وخت د تېرو شويو له لامله په خواشينۍ کې تېروي او خپله ټوله انرژي په دې لار کې لګوي؛ خو بله ډله، تېر شوي کارونه تېر شوي ګڼي او له تېرو په راتلونکي کې، د پرمختګ لپاره عبرت اخلي، په خپل ټول ځواک، د راتلونکې جوړونې لپاره پام کوي؛ نو سمه خبره دا ده، چې برى د هغوى دى، چې په پورتني حديث کې مو د حضرت علي (کرم الله وجهه) له خولې ‏واورېدل.

 

اسلام به نړيوال شي

رسول الله (ص) وويل: پر ځمکه به هر کور ته اسلام ننوځي؛ که خټين وي، که د کوشنۍ کېږدۍ .[61]

 

لنډه شرح:

 ورځ تر بلې دا حقيقت روښانېږي، چې د نړۍ خلک په دوو لارو کې دي، چې يا اسلام ومني يا به هېڅ دين و نه مني؛ نو داچې بې ديني، د انسان په خټه کې نه ده اغږ‏ل شوې، فطرت يې مخ اسلام ته ور اړوي، چې نن د نړۍ په ډېری ‏ځايونو کې، خلکو د نېز د څپو په څېر، اسلام ته مخه کړې، چې ددې موضوع تکامل، به د امام مهدي په راتلو سره وي؛ پر هغه ورځ به شرک او بوتپالي‏، له دنيا کډنه شي او د اسلام حکومت به پر ټوله نړۍ واکمن شي. په پورتني حديث کې زموږ محبوب لارښود هم همدې خبرې ته اشاره کړې ده.

 

هېڅ ګناه وړه مه ګڼه

امام حسن عسکري (رح) وايي: هغه ګناه، چې نه بښل کېږي، داده، چې انسان وايي: (( کاشکې ګناه مې همدا وي. ))[62]

 

لنډه شرح:

واړه ګناهونه د څو څيزونو له لامله غټېږي، چې يو يې هم ګناهونو ته ټيټ کتل او بې ارزښته يې شمېرل دي، چې دا چار د شيطان ستره وسوسه ده.

هغه ګناهونه، چې انسان وېره ترې لري، ‏ ککړ پرې نشي‏، دومره خطرناکې نه وي؛ ځکه تل يې ورته پام وي، چې ککړ پرې نشي؛ خو که يوه ګناه وړه وشمېرل شي او وېره يې ترې لرې شوه؛ نو په اسانۍ او په ډاډه زړه هغې ګناه ته ورنږدېږي او تل دا ګناه تکراروي. ‏ د صغيره ګناه تکرارول، هم کبيره ګناه شمېرل کېږي. لنډه داچې ګناه که وړه وي که ستره، د الله تعالی د حريم ماتول دي.

 

پوهه غوره ده

امام موسى بن جعفرړ (رح) وويل: “عالم” پر “عابد”دومره غوره دى؛ لکه “لمر” چې پر “ستوريو” دى.[63]

 

لنډه شرح:

 د اسمان ستوري يوازې ځان ته روښانه وي؛ خو موږ ته دومره رڼا نشي رارسولى او نه لار رڼا راکولاى شي؛ خو لمر پخپلې رڼا ژوند بښاندی وي. هو! د عالم او عابد توپير هم همداسې دى. عابد يوازې خپله شړۍ له اوبو راکاږى؛ خو عالم هڅه ‏کوي، ټولنه وساتي او په دې ټول پوه دي، چې ستوري له لمره رڼا اخلي؛ يعنې که د لمر رڼا نه وه، ستوريو به هم رڼا نه درلوده. لنډه داچې که “عالم” نه واى؛ نو “عابد” به هم نه و.

 

 

يو د بل پر وړاندې حقوق ( متقابل حقوق)

 پېغمبر اکرم (ص) وويل: که اولاد د خپل موروپلار حقوق ولتاړي او ګناهګارېږي؛ نو که موروپلار هم د خپل اولاد حقوق پرېږدي، غاړه به يې بنده وي.[64]

 

لنډه شرح:

 په دنيا کې به داسې حق پيدا نه کړئ، چې دنده يې ترڅنګ نه وي؛ يعنې د هر حق ترڅنګ يوه دنده هم وي او څومره چې حق ستر وي، هومره يې دنده او مسوليت هم ستر وي؛ نوځکه مور و پلار پر خپل اولاد ستر حق لري؛ هغه حق چې په قرآن شريف کې د الله تعالی د حق ترڅنګ راغلى، چې ددې حق په اړه موروپلار ته هم يوه درنه دنده ورکړه شوې او هغه داچې د اولاد ‏په روزنه کې هڅه وکړي او تر هغه چې شونې وي، د خپل اولاد په اروایيز، اندیز ‏او جسمي پياوړتيا کې هڅاند وسي.

 

 

د خداى په لار کې يې ولګوه، چې د ګناه په لاره کې درنه و نه لګي!

 امام کاظم (رح) وويل: د الله تعالی د عبادت په لار کې له مال ‏لګولو ‏مه وېرېږه؛ ګنې ناچار به شې، ‏دوه ګرایه یې د ګناه په لار کې ولګوې.[65]

 

لنډه شرح:

 ډېری داسې پيدا کېږي، چې د خپلې روغتيا په لار کې ترې يوه روپۍ هم نه راوځي، چې پايله يې داسې رنځوري شي، چې په زورنو هم نه رغېږي. دا يو عمومي قانون دى، چې که يو چا د اړين څيزونو لپاره په لګښت کې سوګتتوب وکړ‏، د هغه کار د سکېندۍ- جبرانولو لپاره به یې ډېر مال له ګوتو ووځي.

 

 

د سوداګرۍ ستر بازار

امام هادي (رح) وويل: دنيا يو بازار دى، چې ځينې پکې ګټه کوي او ځينې تاوان.[66]

 

لنډه شرح:

 دا دنيا نه د انسان اصلي وطن دى او نه همېشنی هستوګنځی؛ بلکې يو بازار دى، چې انسان ورته له يوې سترې شتمنۍ؛ لکه عمر، انساني اند او عقلي ځواک ‏سره رالېږل شوى، چې د خپل تلپاتې ژوند او تلپاتې نېکمرغۍ ته پکې ګټه وکړي؛ نو هغوى چې کارنده- فعال، هوښيار او پوه دي، ددې سوداګرۍ له چلونو سره هم اشنايي لري؛ يوه شېبه هم غلي او ارام نه کېني او په دې بازار کې له خپلو شتمنيو داسې ګټنه کوي، چې راتلونکې يې روښانه وي او هم په خپله ټولنه کې سر لوړى وي؛ نه داچې خپله ټوله شتمني هسې بې ځايه پر چرګه بار کړي او په هغه تلپاتې ژوند کې د نشتمن په څېر ژوند وکړي.

 

لوړپوړي

پېغمبر اکرم(ص) وايي: د قيامت پر ورځ هغوی د لوړې رتبې خاواندان دي، چې تر ټولو زيات يې د خلکو د خېر ښېګڼې لپاره ګامونه اخستي وي.[67]

 

لنډه شرح:

 د خلکو چوپړ ستر عبادت دى او د الله تعالی د بندګانو د چوپړ يوه لار داده، چې انسان د نورو ګټې او مصالح د خپلو ګټو او مصالحو په څېر وويني او څنګه چې په خپلو ګټو او مصالحو پسې په زړه سوي ګامونه اخلي، د نورو د ګټو او خير ښېګڼې لپاره هم له زړه سوي کار واخلي.

   

 

درې مهم ټولنيز آرونه ‏

امام صادق (رح)وويل: خلک (په ټولنيزو حقوقو کې) د ږومنځې د غاښونو په څېر برابر دي؛ يو سړى د (ديني) روڼو په درلودو سره ډېرېږي، له هغه چا سره ناسته پکار نه ده؛ څه چې ځان ته غواړي، تا ته يې و نه غواړي.[68]

 

لنډه شرح:

 په پورتنۍ وينا کې درې مهم ټولنيز آرونه ويل شوي دي:

لومړى: د هرې ژبې او توکم انسانان، ‏په ټولنيزو حقوقو کې مساوي دي. دويم: له ټولنې سره د وګړي او له وګړي سره د ټولنې له پیوستونه ټولنه جوړېږي. درېیم: د انډيوالۍ او دوستۍ يو بنسټيز آر دادى، چې د نورو ګټو او مصالحو ته د خپلو ګټو او مصالحو هومره په درنه سترګه وګوري او پر يوه ټولنه، چې دا درې آرونه واکمن نه وي، دا ټولنه نه اسلامي ده او نه انساني.

 

بيړه او تاوتريخوالى

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: بيړه او تاوتريخوالى لېونتوب دى؛ ځکه ددې ځانګړنوخاوند به ډېر ژر پر خپلو کړنو پښېمانه شي او که پښېمانه نشو؛ نو پوه شه چې هماغسې لېونى دى او په (خپل) لېونتوب کې ټينګ دى.[69]

 

لنډه شرح:

 عقل وايي، سره له دې چې انسان ‏بايد له وخته مناسبه ګټنه وکړي، ترڅنګ یې بايد ځان له بيړې وژغوري؛ ځکه په بيړه کې انسان د يو چار په باب سم ورمندون نشي کړاى او ټول اړخونه يې په پا م کې نشي نيولاى او ډېر ژر به له هغو هوډونو پښېمانه شي، چې په بيړه يې نيولي ول او همداراز‏ کله يو انسان، په يوه ترخه خبره، له خپلو پخوانيو انډيوالونو ‏بيلېږي او پر زړه يې د پښېمانۍ ټاپه لګي؛ خو که همدا خلک، روسته له دې، چې د خپلو چارو پايله وويني او پښېمانه نشي؛ نو پوه شئ، چې پر څلورو لېونى دى.

 

وا قعي زاهدان

پېغمبر اکرم (ص) وويل: په دې دنيا کې زهد په درېیو څيزونو پورې تړاو لري: اوږدې هيلې نه درلودل، د نعمتونو شکر پرځای کول او له حرامو ځان ساتل.[70]

 

 لنډه شرح:

 ډېری ‏د اسلامي زهد په باب تېروتي دي او په دې اند دي، چې اسلامي زهد له توکیز- مادي او ټولنیز ‏ژونده ګوښه کېدل دي او واقعي زاهدان هغوى ته وايي، چې له ټولنې لرې دي او ټول توکیز ‏امکانات یې په لغته وهلي؛ نوځکه فکر کوي؛ خو دا استعماري/ ښکېلاکیز پروګرام دى. حال دا، واقعي زهد رغنده ټولنيز مفهوم لري، چې په پورته حديث کې هم دا خبره جوته ده. د ناروا پر مال له ګېډې اچولو او له نامشروعو او حرامو ځان ژغورل او توکیز ‏امکانات پر سولیز-منطقي او انساني بڼه لګول، چې د نعمتونو حقيقي شکر همدا دى.

 

 

د شخصيت ازمېښت

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: ‏درې څيزونه د‌ي، چې د انسان عقل او شخصيت پرې ازمېيل کېږي: شتمني، مقام او خپګان.[71]

 

لنډه شرح:

د الله تعالی ازمېښتونه د پرمختګ او نېکمرغۍ لاملونه دي او ځانګړي ‏توکي نه لري؛ بلکې په هره وزله، ازمېښت اخستل کېږي. دا درې څيزونه تر ټولو مهم دي، چې کله د انسان ګوتو ته شتمني راځي، ايا ځان او عقل ترې ورکېږي که نه؟ چې کله يو مقام ته ورسي؛ نو ايا دومره ظرفيت لري، چې هر څه هېر کړي که نه؟ او چې کله يوه ناوړه پېښه ورپېښه شي، ايا په دې وخت کې له زغم کار اخلي که خوله پر ناپړيتو او ناشکرۍ راپرانځي؛ نو پام مو وي، چې په پورتني ازمېښتونو ‏کې پاتې رانشئ.

 

دنيا او آخرت ته سمه کړلار

امام علي بن موسى الرضا (رح) وايي: د دنيا لپاره داسې کار وکړه؛ لکه تر ابده پورې، چې ژوندى يې او آخرت ته داسې کار وکړه، چې ګواکې سبا مرې. [72]

 

 

لنډه شرح:

 په پورته وينا کې د مادي ژوند په باب د اسلام دريځ ښوول شوى دى. ښه او دنده پېژاندى مسلمان بايد په خپل ژوند کې له دومره انضباطه کار واخلي، چې ګواکې تل په دې دنيا کې پاتېدونى دى او په دې وينا کې، د خلکو پر دروغجن زهد د بطلان ټاپه لګول شوې او بايد خپل مانیز ‏او اخروي ژوند ته يې دومره تيارى نيولى وي، چې که همدا سبا له دنيا‏ سترګې پټې کړي، چې څه يې نيمګړي نه وي پرېښي. د توبې په رڼو اوبو يې ځان وينځلى وي، د خلکو ټول حقوق يې ادا کړي وي او په ژوند کې يې هېڅ تت او تياره ټکى نه وي پاتې.

 

د ګناه اغېز

امام صادق (رح)وايي: هغوى چې د ګناه له لامله مري، د هغوى په پرتله ډېر زيات دي، چې په طبيعي مرګ مري او هغوى چې د نېکچارۍ له لامله ژوند کوي، د هغوى په پرتله يې عمر زيات دى، چې طبيعي ژوند لري.[73]

 

لنډه شرح:

 نن دا خبره جوته شوې، چې د جسمي رنځوريو يو ستر لامل، اروایيز‏ او مانیز ‏لاملونه دي او د اروایيز‏ خپګان يو اصلي لامل هغه دباو دى، چې د وجدان له اړخه، د يوې ګناه تر کولو ‏روسته پر انسان راځي. ګناهکار انسان د وجدان په محکمه کې محاکمه کېږي او له دردونکيو مانیزو ‏سزاوو سره مخېږي، چې غبرګون يې په روح او جسم کې راښکاره کېږي؛ خو نېکان د وجدان له اړخه هڅول کېږي او همدا مانیزه ‏هڅونه ورته نوى ژوند ورکوي او عمر يې زياتوي. پايله داچې ګناه عمر لنډوي او نېکي يې اوږدوي.

 

عمل

امام باقر (رح) وويل: زموږ لارويانو ته ووایئ: هر چا ته په خپل عمل، د الله تعالی لورنه پر برخه کېږي. [74]

 

لنډه شرح:

 د امام باقر (رح) دا وينا هغوى ته ځواب دى، چې فکر کوي، يوازې د اسلام د نوم پر منلو، د الله تعالی په نزد ‏ستر مقام ورکولاى شي. حال دا، پوهېږو، د اسلام بنسټ پر عمل ایښوول شوى او حقيقي مسلمان هغه دى، چې عمل يې د اسلام له اصولو او د پېغمبر(ص) له کړنو سره سمون وخوري.  

 

له چا سره مشوره وکړو؟

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: له کنجوسانو سره مشوره مه کوه، چې د خلکو له چوپړه دې منع کوي او له بېوزلۍ به دې وېروي. له ډارنو سره مشوره مه کوئ؛ ځکه د مهمو چارو په کولو کې مو اراده کمزوروي. له حريصانو سره هم مشوره مه کوئ؛ ځکه ظلم درته ښکلى انځوروي. ‏[75]

 

 لنډه شرح:

 اسلام مو‏ په چارو کې مشورې ته رابولي؛ خو څومره، چې له ښو خلکو سره مشوره د پرمختګ او نېکمرغۍ لامل ګرځي، له ناوړه او کمزوريو وګړيو سره مشوره هم اپوټه پايلې لري؛ نوځکه حضرت علي وويل، چې له دې درېیو ‏سره مشوره مه کوئ: کنجوسان، ډارن او حريصان. کنجوس دې له بښنې منع کوي‏، چې د الله تعالی يوه لورنه ده، ‏هغه بل دې اراده سستوي او هغه بل د زياتې غوښتنې له لامل،ه د خلکو پر مال ګېډه اچونې ته هڅوي.

 

تر ټولو غوره

حضرت علي وويل: تر ټولو ستر نعمت روغتيا ده او تر ټولو غوره څيز، چې د انسان زړه پرې ډاډمنېږي، پر الله تعالی ايمان دى. ‏[76]

 

لنډه شرح:

په دې وينا کې حضرت علي پر خورا ستر نعمت ګوته ايښې ده. روغتيا نه يوازې تر ټولو ستر نعمت دى؛ بلکې د ټولو فعاليتونو، هڅو او برکتونو سرچينه ده او په مانیزو ‏نعمتونو کې به پر الله تعالی له ايمان پرته بله داسې رڼا پيدا نه کړئ، چې د ژوند لار درته رڼا کړي. پر الله تعالی ايمان د ناپوهۍ، خوارۍ، سپکاوۍاو چټليو درمل او د زړه ټکور دى.

 

له سترګو پټ مشر

امام صادق (رح)وپوښتل شو: څنګه خلک د غايب امام له وجوده ګټه اخلي؟ ورته یې وويل: ‏ هماغسې، چې لمر د وريځو له شا خلکو ته ګټه رسوي [77].

 

لنډه شرح:

پر ځمکه د لمر رڼا د ټولو ژويو د خوځېدا سرچينه ده او هېڅ ژوى بې له هغې ‏ ژوند نشي کړاى.

هو! امام او مشر هم د انسان په ژوند کې د لمر د رڼا په څېر ونډه لري. د وريځو شا ته لمر هم د يو څراغ په څېر دى، چې د يوې ښيښې شاته وي، خپله رڼا له ښيښې ‏هاخوا ته لېږدولاى شي، د شپې تيارې رڼا کوي او پر بوټو او نورو ژونديو موجوداتو اغېز کوي، همداسې د امام روحاني او مانیز برکات، ان د غيبت له پردې شاته، د انسانيت پر نړۍ لګېږي؛ خو څومره، چې د يوې کوټې کړکۍ ستره او د لمر پر لور وي، ډېره رڼا به ولري؛ يعنې دا په خپله په انسان پورې اړه لري، چې څومره د ولايت او امامت له برکتونو ‏ګټه اخلي.

 

هر څه مه اوره

امام جواد (رح) وويل: چاچې د چا خبرې ته غوږ ونيو، په حقيقت کې د هغه عبادت يې کړى دى؛ نو که د الله تعالی خبره يې وکړه؛ نو د الله تعالی عبادت يې کړى او که د شيطان خبرې يې وکړې؛ نو د ابليس عبادت يې کړى دى. [78]

 

لنډه شرح:

 خبره خپل اغېز لري، چې هر څه او د هر چا چې وي او د ده او هغه خبرو ته غوږ نيول، معمولا د انسان پر زړه اغېز کوي او داچې د هر ويونکي موخه توپير لري؛ نو ځينې ويونکي پر حق او ځينې پر باطل دي او د دې هر يو پر وړاندې خضوع، يو ډول عبادت دى؛ ځکه د عبادت روح تسليمېدل دي؛ نو هغوى چې د حق خبرې ته غوږ ږدي، د حق عبادت کوونکي دي او هغوى چې باطل ته غوږ ږدي، د باطل عبادت کوونکي دي؛ نو بايد د باطل ويونکيو له ناستو ځان وژغورو او اجازه ور نه کړو، تکې تورې خبرې یې زموږ د غوږونو له لارې زموږ زړه ته ورسي.

 

شيطان صفته وګړي

رسول الله (ص) وويل: څوک چې څه وايي او يا يې په اړه څه ويل کېږي؛ خو دى پرې بې پروا وي؛ نو پوه شه چې يا يې لمنه ککړه او يا شيطان دى. (٨٠)

 

لنډه شرح:

په ډول ډول ګناهونو کې ډوبېدل، ددې ﻻملېږي چې که پر انسان هر ډول تور ولګول شي، پر وړاندې ‏یې بې توپيره شي. څه چې د خلکو په باب ويل کېږي او څه چې يې په باب ويل کېږي، پروا يې پرې نه وي؛ پر هر چا هر ډول تور لګوي او هر ډول تور، چې پرې ولګي، نه خپه کېږي؛ نو دا ډول کسان بې شخصيته، بې ارزښته او شيطان صفته دي.

 

واقعي اختر

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: د هغو کسانو اختر دى، چې روژې او عبادتونه يې د الله تعالی په درشل کې منل شوې وي او هره هغه ورځ اختر دی، چې ګناه پکې ونشي. ( ٨١)

 

لنډه شرح:

 تر يوې مياشتې روژې نيوو روسته جشن؛ په حقيقت کې پر نفس د لاسبرۍ جشن او له الله تعالی څخه د اطاعت جشن دى؛ نو داسې ورځ يوازې د هغوى لپاره اختر وي، چې پردې سپارل شوې الهي دندې يې عمل کړى وي؛ خو هغوى چې ددې مياشتې له سترو ښوونیزو کړلارو روسته پاتې وي؛ نه يوازې د اختر ورځ ورته نه ده؛ بلکې د وير او شرم ورځ ده.

 

ارزښت

پېغمبر اکرم (ص) وويل: الله تعالی څېرو او شتمنيو ته نه ګوري؛ بلکې زړونو او کړنو ته ګوري.‏ (٨٢)

 

 

لنډه شرح:

حال دا، ځينې خلک پر توکیزو، ټولنيزو او جسماني تلو تلل کوي؛ خو اسلام په څرګنده ‏وايي، چې په دې تللو کې د خلکو شخصيت مه تلئ؛ څه چې الله تعالی ورته ګوري او د حقيقت په تله کې وزن لري، فکر او عمل دى.

پاک فکر، د پاک عمل سرچينه ده او يوازې دا دوه دي، چې الله تعالی ته ارزښت لري.

 

د ورکاوي ﻻملونه

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: دوو څيزونو خلک پوپنا کړي دي: له نشتمنۍ‏ او بېوزلۍ څخه وېره او پر موهومو وياړنو هيلمنېدل. ( ٨٣)

 

لنډه شرح:

 که د ډېری خلکو د تېريو، غلاوو، بډو اخستو او ډنډۍ وهلو ته ځير شو؛ نو و به ګورو، چې پورتني دوه څيزونه ( له نشتمنۍ وېره او موهومو وياړنو ته هيلمنېدل) د پورته کږﻻريو اریزه سرچينه ده.

 

ښه کار لږ نه دى

امام سجاد (رح) وويل: يو کار چې څومره هم کم او وړکى وي؛ خو که له اخلاص سره اغږل ‏شوى وي، کم نه دى، څنګه څوک داسې ويلای شي، چې يو عمل به د الله تعالی په درشل کې منل شوی وي او ورته لږ او وړکى وويل شي؟! (٨٤)

 

لنډه شرح:

 په قرآن مجيد کې راغلي: ((الله تعالی يوازې هغه عملونه قبلوي، چې له تقوا او پاک نيت سره يوځاى وي))؛ نو تر هر څه ‏زيات بايد د نيت پاکوالي، اخلاص او تقوا ته پام وکړو؛ نه د کار ډېروالي يا کموالي ته؛ ځکه داسې عمل که څومره هم کم وي، ارزښت يې ډېر وي. ولې ؟؛ ځکه د الله تعالی په درشل کې منل کېږي؛ نو تاسې په خپله ووايئ، آيا هغه کړنه لږه ده، چې د الله تعالی په درشل کې قبلېږي؟ لنډه دا: بې اخلاصه ډېر کار بې ارزښته وي؛ خو ‏لږ اخلاصمن ښه کار‏ ارزښتمن دى.

 

خطا مه کوه او بښنه هم مه غواړه

 امام حسين وويل: بد کار مه کوه، چې بښنې غوښتنې ته اړ نشې؛ ځکه مؤمن نه بدي کوي او نه بښنه غواړي؛ خو منافق هره ورځ بدي کوي او ورپسې بښنه غواړي. ( ٨٥)

 

لنډه شرح:

هرڅوک تېروځي؛ خو دلته منافق او ايمانوال يو توپير لري. مؤمن هڅه کوي، لږه تېروتنه وکړي، چې بښنې غوښتو ته اړين نشي؛ ځکه پوهېږي، په پای کې ‏بښنه غوښتل څوک نه سپينوي؛ خو د منافقانو پر بدو چارو چرت هم نه وي خراب؛ ځکه ورپسې ډېر په اسانه بښنه غواړي، چې دا په خپله د منافق يوه ځانګړنه ده، ‏په ظاهره ځان په خپلو کړنو پښېماني ښيي؛ خو بيا هم هغه کار تکراروي.

 

په ژوند کې تر ټولو ناوړه وګړي

امام علي بن موسى الرضا (رح)وويل: د اقتصادي ژوند له پلوه هغوی تر ټولو ناوړه‏ دي، چې په ژوند کې له خپل معاشه نورو ته څه ور نه کړي او د نورو په ژوند کې ژوند و نه کړي. ( ٨٦)

لنډه شرح:

 روغ اقتصاد هغه دى، چې ټولنيزې اړیکې ټينګې کړي او ټولنه تر خپل سيوري ﻻندې کړي؛ خو چېرې، اقتصاد د څو ځانګړيو وګړيو په ﻻس کې شي؛ نو سرطان ترې جوړ شي؛ نوځکه امام رضا (رح) ورته تر ټولو بد معاش او اقتصادي ژوند ووايه.

 

ژمنې مو د پورونو په څېر دي

امام علي بن موسى الرضا (رح) وويل: موږ داسې کورنۍ يو، چې خپلې ژمنې؛ لکه د خپل پور په څېر ګڼو؛ ځکه رسول اکرم همدغسې و. ( ٨٧)

 

 لنډه شرح:

 پور يوازې دا نه دى، چې انسان له بل چا څه واخلي او پوروړى یې شي. څوک چې له نورو سره ژمنه وکړي، په حقيقت کې د يو کار ذمه واري، پر خپلو اوږو اخلي او يوه پازوالې مني او په حقيقت کې يو تثبيت شوى اخلاقي پور پر ځان مني.

 پر ژمنه وفا کول، د انسان د وګړې، ايمان، ستريا او رښتينولۍ ښوونکې ده او په ټولنه کې د عمومي ډاډينې او ټولنيزو مرستو د روحيې د را ژوندي کولو ﻻمل دى؛ نوځکه په اسلام کې پر ژمنې وفا کول، مهم ښوول شوي دي.

 

حرام مال

امام باقر (رح) وويل: که انسان کوم مال له نامشروع ﻻرې ګوتو ته راوړ؛ نو نه يې پرې حج قبلېږي، نه عمره او نه خیرات. (٨٨)

 

لنډه شرح:

 يوازې د موخې سپېڅلتيا د اسلام په منطق کې بسیا ‏نه ده؛ بلکې موخې ته د رسېدو وزله هم بايد سپېڅلې وي، څوک چې يوازې په ښو چارو زړه خوشحالوي؛ خو په هغه وزلې، چې نېک کار پرې کوي، پام یې ورته نه وي؛ نو له دې ‏بې خبره دى، چې که وزله هم پاکه او سپېڅلې نه وي، ‏هېڅ عمل به یې د الله تعالی په درشل کې و نه منل شي؛ ځکه الله تعالی يوازې د متقیانو کړنې مني. (انَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ)

 

چې له وسې مو کېږي، له چا څه مه غواړئ

امام سجاد (رح) وويل: له نورو غوښتل، په ژوند کې خواري او د حيا او وګړې سپکاوى دى او هغه شتمني ده، چې انسان يې په خپله ځان ته چمتو کوي. (٨٩)

 

لنډه شرح:

 ډېری د نشتمنۍ له وېرې، ځان نشتمنۍ ‏ته ورسپاري او له ده او هغه خپلې نااړینې غوښتنې کوي، ځان ورپورې تړي او خپله انساني وګړه لتاړي. اسلام خپلو ﻻرويانو ته امر کوي، چې پر خپلو پښو ودرېږئ.

 

پر هغه دې افسوس وي چې…

امام سجاد (رح) وويل: پر هغه دې افسوس وي، چې آحاد يې پر عشراتو ړومبي شي ( ٩٠)

 

لنډه شرح:

قرآن مجيد وايي: ((مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ امْثَالِهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلا يُجْزَى الا مِثْلَهَا وَهُمْ لا يُظْلَمُونَ[79]= [چا چې ښه كار راووړ، لس ګرايه يې ثواب وركول كېږي او چاچې بد كار راووړ، د همدې بدیو هومره سزا به وركړه شي او تېرى به پرې و نشي.))

ددې آيت په پامنیوي، د پورته حديث تفسير ښه څرګندېږي؛ نو هغه به بېچاره وي، چې د الله تعالی د حکم په منلو کې، چې ورته دومره ثوابونه وي، هغه پرېږدي او ګناه ته غاړه کېږدي!

     

په ګناه کولو خپله ستونزه مه هواروه

امام حسين وويل: څوک چې خپلې ستونزې په ګناه کولو هواروي؛ نو ‏څه ته چې هيلمن وي، ډېر ژر به يې له ګوتو ووځي او له هغه چې وېرېږي، ډېر ژر به پرې راپېښ شي. (٩١)

 

 

 لڼده شرح:

 ځينې انګېري، که له نامشروع لارو خپلو موخو د لاس ته راوړو لپاره کار واخلي؛ نو ډېر ژر به خپلې موخې ته ورسي. حال دا پورتنى حديث وايي، داسې خلک به ډېر ژر خپل مراد له لاسه ورکړي او له څه چې وېريږي، ډېر ژر به پکې وغورځېږي.

 

له ځانه خوښ

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: څوک چې له ځانه خوښ ‏ وي، ډېر خلک به ترې ناخوښ ‏وي. (٩٢)

 

لنډه شرح:

 ځان خوښي د ژوند لپاره پکار ده! که څوک افراط پکې وکړي؛ نو پر ځانمنۍ به واوړي. هغوى چې له ځانه خوښ ‏وي، خپله نيمګړتيا نه ويني، ځان وظيفه پېژاندى، پاک، بې عيبه او کارنده-فعال بولي؛ نوځکه له هر چا ‏تمه ‏لري، چې درناوى يې وکړي او ‏ همدا کارونه یې د خلکو د غوسو د نېز د جاري کېدو لاملونه دي.

 

خپلوان

 امام حسن مجتبى وويل: هغوی نږدې خپلوان دي، چې ډېره مينه درسره لري. که څه، لرې خپلوان وي او هغوی لرې خپلوان دي، چې لږه مينه درسره لري، که څه نږدې خپلوان دې وي. (٩٣)

 

لنډه شرح:

 په اسلام کې خپلوي مهم ټولنيز آر دى او په ستره انساني ټولنه کې نورې غښتلي اړيکې منځ ته راوړي، چې ‏يو له بل سره به د ستونزو په هوارولو کې مرستې کوي؛ خو د پورتني حديث په رڼا کې، خپلوي په مينه تلل کېږي، نه يوازې د نسبي نژدې اړيکو په رڼا کې!

 

 

د روږد پرېښول

امام حسن عسکري (رح) وويل: د ناسمو چارو روږد پرېښوول هم د معجزې په څېر وي. ( ٩٤)

 

لنډه شرح:

 روږد ستر الهي نعمت دى؛ ځکه ډېرې ستونزمنې چارې اسانوي، چې انسان ته ستونزمن او اړین وي؛ خو که انسان پر بدو چارو روږدی شي؛ نو خطرناک شي، چې پرېښوول او هېرول يې ډېر ستونزمن وي؛ نوځکه امام عسکري د بد کار روږد هېرول، د معجزې په څېر ګڼلى؛ خو هڅه وکړئ، مخکې له دې ‏، چې بدچاري مو روږد شي، پرېږ يې دئ.

 

د کربلا تلپاتې حماسه

امام حسين وويل: پر الله تعالی قسم! کله به هم د ذليلو په څېر ﻻس ورسره يو نه کړم او د مريانو په څېر به و نه تښتم. ‏مرګ راته ‏نېکمرغي ده او له ظالمانو سره ژوند را ته بې غېرتي او بدمرغي ده. ( ٩٥)

 

لنډه شرح:

 کربلا د بشر د تاريخ ستره او تلپاتې حماسه ده. کربلا د انسان جوړونې د پوهنتون ستر مرکز دى. د عاشورا ورځ هغو قومونو او ملتونو ته نه هېرېدونکې ورځ ده، چې سر لوړى ژوند غواړي‏ او سر لوړي له دې دنيا وﻻړ شي او پورتنۍ دوه غونډلې، چې د امام حسين له دوو ويناوو راخستل شوي، د حقيقت روښانه بېلګه ده.

 

عاقل څوک دى؟

 حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: عاقل هغه دى ، چې هر څه په خپل ځاى کې ږدي. ( ٩٦)

 

لنډه شرح:

 د عقل د مانا او مفهوم په باب ډېرو ډېر څه ويلي؛ خو د حضرت علي دا خبره تر ټولو بشپړ تعبير دى، چې تر اوسه د عقل په باب شوې ده. عقل هغه دى، چې هر څه په خپل ځاى کې کېږدئ. که هر انسان په ټولنه کې هر څه په خپل ځاى کې وکړي او غم، ښادي، دوستي، دښمنۍ، نرمي، تريخوالى، مینه، عبادت، ورهڼه او تفريح که په خپل وخت کې وکړي؛ نو عاقل دى.

د دښمنۍ لامل

 حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: خلک د هغه څه دښمنان دي، چې نه پرې پوهېږي. ( ٩٧)

 

لنډه شرح:

 ډېر داسې خلک به مو ليدلي وي، چې له حقيقته سترګې پټوي او ورپسې راپاڅي، چې ددې کار اریز لامل ناپوهي او بې خبري ده. د حضرت علي ‏دا حکيمانه خبره د ديني چارو په باب هم صدق کوي، ځينې وخت وينو، سره له دې، چې ځينې د ځينو زدکړیالان دي؛ بيا هم له خپل استاد سره مخالفت کوي او که ددې خلکو کارونو ته ځير شو؛ نو و به ګورو، چې دا خلک تر اوسه د دين پر روح او فلسفه نه دي پوه شوي.

 

 

پتمن

رسول الله (ص)  وويل: د الله تعالی خپل غيرتي ‌بندګان ډېر خوښ دي. ( ٩٨)  

 

لنډه شرح:

 دين، ناموس، هېواد او د الهي نعمتونو ته په ساتنه کې پتمنۍ ته غېرت ويل کېږى. غيرت د الهي انسانانو او پېغمبرانو غوره ځانګړنه ده. لنډه داچې غيرت د پرديو د يرغلونو پر وړاندې ستر او نه ماتېدونکى ډال دى.

 

 

ګټور

پېغمبر اکرم (ص) وويل: مؤمن د کعبورې د ونې په څېر وي، هر څه چې ترې واخلې ګټور دي. ( ٩٩)

 

 لنډه شرح:

 د کعبورې ‏برکتي ونه ده؛ مېوه يې خوړل کېږي او ګټور خواړه دي، زڼي يې سوځول کېږي، له پاڼو يې پوزى او خولۍ بڼل کېږي، لرګي يې په کورونو جوړولو کې کارېږي، له غونچې ‏يې يو ډول عطر جوړېږي، لنډه داچې هرڅه يې ګټور دي؛ مؤمن هم داسې دى، فکر يې ګټور دی، خبرې يې ګټورې دي، ناسته ورسره ګټوره ده، دوستي ورسره وفا ده او پر خبره ولاړ دی. لنډه داچې هر څه يې ګټور وي.                 

 

 

غوره لاس

پېغمبر اکرم (ص) وويل: لاسونه درې ډوله دي: اخستونکي لاسونه، ساتونکي لاسونه او ورکوونکي لاسونه! (١٠٠)

 

لنډه شرح:

 اسلام هڅه کوي، خپل لارويان لوړهمتي، خواري کښ او له انساني عاطفې سره وروزي؛ نوځکه ورته وايي: له چا ‏څه مه غواړئ او د غوښتنې لاس مو چا ته مه اوږدوئ او نه يوازې چا ته لاس مه ور اوږدوئ؛ بلکې هغه څه چې درسره هم وي، نورو ته يې ورکړئ؛ نو د پورتني حديث پېغام هم دادى، چې ورکوونکي لاسونه غوره لاسونه دي.

 

تر مرګه بدتر

 امام حسن عسکرى  (رح)وويل: تر ژونده هغه څه غوره دي، چې که لاسه يې ورکړې، له ژونده به بېزاره شې او تر مرګه غوره هغه څه دي، چې که درباندى راپېښ شي؛ نو مرګ ته غاړه کېږدې.(١٠١)

 

لنډه شرح:

 ځينې داسې انګېري، چې د ژوند تر ټولو لوړ ارزښت توکیز- مادي ارزښتونه دي. حال دا، نور ارزښتونه هم ډېر په ژوند شته که راپيښ شي، انسان پکې د مرګ هيلمن شي اوپه پوره خوښۍ خپل خوږځان ترې بلهار کړي.

د الله تعالی په لار کې شهيدان او د فضيلت او حقپالۍ شهيدان هغوى ول، چې د امام عسکري ددې خبرې پر حقيقت پوه شوي ول؛ نو چې ژوند يې تريخ وليد او مرګ يې د الله تعالی د رضا لپاره وليد؛ نو له ژوند سره يې مخه ښه وکړه او مرګ ته پر ورين تندي ورغاړې وتل.

 

د مؤمن او منافق توپير

 پېغمبر اکرم (ص) وويل: چې مؤمن مو چوپ وليد؛ نو ځان ورنږدې او خبرې ترې وباسئ؛ ځکه خبرې به يې له کلمو ډکې وي؛ مؤمن لږې خبرې؛ خو منافقان ډېرې خبرې کوي او عمل يې لږ وي. ( ١٠٢)

 

 

لنډه شرح:

 د انسان انرژي محدوده او خلاصېدونې ده؛ خو که يو انسان په يوه لار کې خپله ټوله انرژي خلاصه کړي؛ نو په بل ځاى کې به انرژي و نه لري؛ نو هېښنېده نه ده، هغوى چې په خبرو خپله انرژي خلاصوي، عمل ته پکې دمه نه پاتېږي؛ نوځکه د اسلام مشر وويل، چې د منافق خبرې ډېرې؛ خو عمل يې کم وي.

 

غوره ميراث

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: ادب تر ټولو غوره ميراث دى، چې مور و پلار يې خپل اولاد ته پرېښولاى شي. ( ١٠٣)

 

 لنډه شرح:

 ادب هماغه ښکلى او له درناوي سره اغږل شوى چلن دی او ادب کله د الله تعالی د بندګانو په اړه او کله د الله تعالی په اړه وي. هر څه چې وي، پام مو وي، ادب له انساني شتمنيو ځنې ستره شتمني ده، چې په ټولو چارو کې د بري خواله ده.

ادب د مینې، پاکۍ، دوستۍ، يووالي او د خبرې اغېز او د ټولنيزو کړلارو د پرمختګ تر ټولو ستر لامل او سرچينه ده؛ نوځکه حضرت علي وويل: چې اولاد ته د مور و پلار غوره ميراث، ادب دى.

 

د فکر آزادۍ ته درناوۍ

 رسول الله (ص) وويل: هغوى ډېر ناوړه وګړي دي، چې يو مؤمن پکې په تقيه اوسي او له وېرې خپل اند ‏او نظر څرګند نه کړاى شي. (١٠٤)

 

لنډه شرح:

 د افکارو او نظرياتو د نه څرګندولو (تفسير) سرچينه په دې کې ده، چې يو ځانمنى اکثريت، په ټولنه کې ددې لامل شي، چې نېک لږکۍ – اقليت ونشي کړاى، ‏خپلې ګروهې ‏او اندونه ‏ټولنې ته څرګند کړي. سپينه خبره ده، ‏دا‏ نېکمرغه ټولنه نه ده، په ‏انساني او اسلامي ټولنه کې بايد يو نېک ‏انسان حق ولري، خپلې ګروهې او افکار خلکو ته څرګند کړي او عام خلک نه يوازې خلکو ته په لار کې نبايد خڼد شي؛ بلکې ددې ښه او نېک ‏فکر د لا پياوړتيا امکانات هم ورته چمتو کړي.

 

د مؤمنانو شپږ ځانګړنې

امام صادق (رح)وويل: شپږ څيزونه دي، چې په مؤمنانوکې نه وي: سختدريځي، بدخوى، کينه ،ځېل ، دروغ او ظلم. ( ١٠٥)

 

 لنډه شرح:

 هغوى خيالي مؤمنان دي، نه رښتوني، چې يوازې د ايمان په نوم یې زړه خوشحاله کړى. د امام د وينا له مخې، په يو مؤمن کې لږ تر لږه دا شپږ ځانګړنې نشته، چې په حديث کې مو ولوستې.

 پاموړ خو دا ده، چې د پورته ځانګړنو درلودل، ددې لاملېږي، چې انساني او ټولنيز بېخونه نور هم غښتلي شي. واقعي مؤمنان هغوى دي، چې ګوزاره کوونکي، خوش خلقه، خیرښېګڼه کوونکي‏، حق ته تسليم او عادل وي. راشئ، ځان و ازمېيو، چې خيالي مؤمنان يو که رښتوني!

 

ټولې لارې مه پرې کوه

امام صادق (رح)وويل: له څښتنه وېرېږه! که څه دا وېره لږه وي او د ځان او هغه ترمنځ دې يو ستر وي،که څه په نرۍ پرده کې وي. ( ١٠٦)

 

 لنډه شرح:

داسې خلک شته، چې کله ګناه ته مټې بډ وهي؛ نو دومره پکې مخې ته ولاړ شي، چې د خپل ځان او الله تعالی ترمنځ ټولې اړیکې وشلوي، خپل شا ته ټول پولونه په ځان پسې ړنګوي او د بېرته تګ ټول ورونه په ځان پسې تړي. د امام صادق (رح)حکيمانه ده: لږ تر لږه د بېرته تګ لار پر ځان مه بندوه، ټولې پردې مه څیرې کوه، څه هغه ورځې ته پرېږده، چې که پښېمانه شوې، چې د بېرته ستنېدو لار ولرې.

 

واقعي عبادت

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: کميله! مهمه دا نه ده، چې لمونځ وکړې، روژه ونيسې او د الله تعالی په ﻻر کې خیرات ورکړې؛ (بلکې) مهمه ترې دا ده، چې لمونځ او نور کړه وړه دې په پاک زړه او خشوع او د الله تعالی لپاره وي. (١٠٧)

 

لنډه شرح:

 د کړنو رښتوني اړخونه، ‏څرنګوالی-کيفيت یې دى، چې د کړنو رښتونی ارزښت ټاکي، نه د کړنو ظاهر او څومره والى.

 و مو ليدل، چې حضرت علي کميل ته سپارښتنه وکړه، چې د عمل څومره والى په پام کې مه نيسه؛ بلکې د کړنو روح ته دې پام وسه؛ ځکه د اسلام له دې چارو روستۍ موخه، “خیر روزنه” او د انسان تکامل دى، چې ددې ټولو سرچينه پاکي ده، نه د عمل ډېروالى.

 

خپله نيمګړتيا مه هېروئ

امام صادق (رح)وويل: چې مو وليدل، يو انسان د نورو په ګناهونو او نيمګړتياوو پسې دى؛ خو خپل ګناهونه او نيمګړتياوې يې هېرې کړې وي؛ نو پوه شه، پر الهي عذاب ککړ شوى دى. ( ١٠٨)

 

 

لنډه شرح:

 ډېر خلک داسې دي، چې پر نورو نيوکې کوي او په دې کار کې ډېر ماهر هم دي. حال دا، چورلټ له خپل ځانه بې خبره دي؛ يعنې د نورو په پښه کې اغزي ته يې پام وي؛ خو نه ويني چې په خپله سترګه کې يې لخته ننووتې ده. ددې خلکو پر سترګو د ګناه او ځانمنۍ له لامله، د پېسمنۍ او بې خبرۍ پردې خپرې شوې دي.

نېکمرغه هغه دى، کومه نيوکه، چې پر خلکو کوي، لومړى يې په خپل ځان کې سمه ‏ کړي.

 

ځان ځورونه

امام صادق (رح)وويل: بد اخلاقه انسان، ځان ځوروي. (١٠٩)

 

لنډه شرح:

 اورېدلي به مو وي، ‏هغوى چې بد اخلاقه وي او له هر چا سره پر تريو تندي چلن کوي؛ د خپل شاوخوا د خپلوانو او دوستانو د ازار ﻻمل ګرځي. حال دا، تر ټولو ‏زيات خپل ځان ځوروي، چې د خپل ژوند شات يې په خپله ترخه ژبه تریخ کړي او د ژوند رڼې اوبه يې په خپله خړې کړې دي.

د بد اخلاقو خلکو عمر لنډ، اروا يې خپه، جسم يې په عذاب او تر هر چا ‏زيات په خپله د خپلو اخلاقو د تريخوالي په اور کې سوځي. اسلام خپل ﻻرويان تل ښو اخلاقو ته رابللي او جنت ته د ننووتو له سترو ﻻملونو ځنې ‏یو یې ښه اخلاق ښوولي دي.

    

قرآن کریم

امام علي بن موسى الرضا (رح) وويل: الله تعالی قرآن شريف ‏ځانګړي وخت او ‏ډلې لپاره ته نه دى رالېږلى؛ نوځکه په هر وخت کې او هرې ډلې ته تر قيامته پورې نوى دى. (١١٠)

 

لنډه شرح:

 پورتنۍ وينا هغه کس ته د امام ځواب ‏و، چې و يې پوښتل: ‏ولې قرآن په لوستو او تکرار نه زړېږي ؟

 امام هم په پورتني ځواب، دې حقيقت ته اشاره وکړه، چې قرآن کریم د مادياتو د نړۍ او د بشر د ژر تېرېدوني او بدلېدونکيو افکارو مخلوق نه دى، چې د وخت تېرېدل به پرې د زوړوالي دوړه وشيندي؛ بلکې سرچینه یې د ‏ستر الله تعالی پوهه ده، چې وجود يې ازلي او ابدي دى؛ نو څومره يې چې لوستونکي ولولي، ورته به تازه او په زړه پورې وي او هېر مو نشي، چې د قرآن کریم د ستراوي ‏غوره نښه همدا ده.

 

له ځان پالنې ‏ووېرېږئ

امام صادق (رح)وايي: له خپلو ځاني ‏غوښتنو او هوسونو ووېرېږئ؛ لکه څنګه چې له خپلو کلکو دښمنانو وېرېږئ؛ ځکه د نفس منل او بې له ژبې ‏د انسان بل ستر دښمن نشته! (١١١ )

 

 

لنډه شرح:

 پر دې خو ټول خبر دي، چې دنننى دښمن تر بهرني دښمنه ډېر زيات خطرناک وي او سرغړاندې ځاني ‏غوښتنې هم، چې د انسان له نفسه سرچينه ‏ اخلي او انسان تر اغېز لاندې راولي، تر هر دښمنه ‏انسان ته خطرناکې دي.

ځانپالي د انسان سترګې ړندوي او غوږونه کڼوي، عقل خپل کار ته نه پرېږدي، د حقايقو څېره اپوټه ورښيي او په پای کې ‏يې د فساد کندې ته ور ګوزاروي.

 

د څښتن د حکم منل اصل دى

امام باقر (رح) وويل: ( ١١٢ )

زما سلام زما پر لارويانو ووايه او ورته ووايه، چې موږ د الله تعالی خپلوان نه يو؛ نو که څوک غواړي الله تعالی ته ځان ورنږدې کړي؛ نو د الله تعالی پر احکامو دې عمل وکړي.

 

لنډه شرح:

 داسې خلک شته، چې فکر کوي، يوازې د مسلمانۍ ادعا او له نبوي کورنۍ سره مينه خلاصون او نېکمرغۍ ته بسیا ‏ده او فکر کوي، چې پردې ادعا د امامانو خپلوان شوي دي، چې امامان هم د الله تعالی خپلوان دي او په واسطه به یې ځان يو ځاى ته ورسوي. حال دا، د امام د وينا له مخې، ‏يوازېنۍ اړیکه، چې د انسان او الله تعالی ترمنځ تړل شوې، د اطاعت او د دندې د سر ته رسولو اړیکه ده.

 چاچې د الله تعالی پر خبره عمل وکړ؛ نو تر ټولو به الله تعالی ته نږدې وي او چاچې ګڼاه وکړه؛ نو ‏تر ټولو به له څښتنه ‏لرې وي.

 

د شتمنۍ د لګښت انډول

 حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: څوک چې شتمني په حرامه ﻻس ته راوړي؛ نو پر هغه ﻻر به ترې ولګي، چې الهي ثواب نه لري. ( ١١٣)

 

لنډه شرح:

 په خلکو کې دا خبره مشهوره ده، چې هر مال د خېر په ﻻر کې د لګولو وړتيا نه لري، چې پورتنۍ وينا هم د خلکو پردې ګروهه يو لاسوند دى.

 ډېر داسې خلک ليدل شوي، چې غوښتلي يې دي، پر خپلو مالونو ښه کارونه وکړي؛ خو په نيمه کې ترې پاتې شي او يا که کار يې تر پايه ورساوه؛ نو پايله به يې اپوټه وي؛ خو ډېر دي داسې پرهيزګار او ايمانداره وګړي، چې په لږو شتمنيو يې ټولنو ته ستر چوپړونه کړي دي.

 

رښتين او فاروق

رسول الله (ص)  وويل: هر امت يو صديق او فاروق لري او زما د امت فاروق او صديق علي بن ابىطالب دى. ( ١١٤ )

 

ساده ژوند او د کور په سمبالولو کې مرسته

امام صادق (رح)وويل: هو! علي به(د خپل کور لپاره) له بېدیا خس راوړل، اوبه يې راوړې، کور يې پاکاوه او فاطمې بي بي به مېچنه کوله، اوړه يې اغږل ‏او ډوډۍ يې پخوله. ( ١١٥ )

 

 

 

 

لنډه شرح:

 دا لنډه وينا د حضرت علي او ‏فاطمې بي بي د روح پر ستروالي لووی – شاهد دى. ژوند يې ساده؛ خو له صفا، خواخوږۍ او مرستې ‏ډک و،کار عيب نه دى.ګډ‏ کار او تفاهم بنسټیز آر دى.

 

يو ساعت عدالت

پېغمبراکرم(ص) وويل: يو ساعت عدالت کول، تر يوه کال عبادته غوره دى. (١١٦ )

 

لنډه شرح:

 عبادت د پنځګر او مخلوق ترمنځ اړیکه ‏ده. عبادتونه د روزنې مهمې زده کړې دي، چې د انسان د روح او فکر په جوړولو کې ستره ونډه لري؛ خو سره له دې ټولو خبرو، په پورتني حديث کې مو ولوستل، چې يو ساعت عدالت کول، تر يوه کال عبادته غوره دى.

 په بل ځاى کې لولو، چې يو ساعت فکر کول، تر يوه کال عبادته غوره دى، چې دا تعبيرات، د “عدالت” او “اندنې- تفکر” پر ارزښت لووي- ګواهان دي؛ ځکه دا دوه په يو ځاى کې جرړه لري؛ يعنې چېرې چې عدالت نه وي؛ نو اند- فکر او انده- انديشه به هم نه وي.

 

حقيقي طبيب

پېغمبر اکرم (ص) وايي: واقعي طبيب الله دى. کېداى شي ځينې څيزونه ښه وي؛ خو نور زيان ترې ويني. ١١٧

 

لنډه شرح:

د انسان په ژوند کې، چې پېښې راپېښېږي؛ نو کله د هماغه انسان د ناوړه تدبير، انتصاب او د بد نيت له لامله وي، چې ډېرې دردونکې پېښې داسې وي؛ خو کله په ظاهره څه راپېښ شي او هغه یې لامل نه دى، چې پورته مو وویل؛ بلکې د يوه داسې درمل حکم لري، چې د انسان واقعي طبيب؛ يعنې الله (ج) خپلو بندګانو ته ورکړي دي او دا درملونه که څه، ترخه وي؛ خو ډېر زيات درملونکي اغېزې لري.

 

 

د پېغمبر اکرم (ص) ځايناستي

رسول الله (ص) وويل: (١١٨ )

دا دين به تل سر لوړى وي او له دښمنانو به په امان کې وي، څو ١٢ تنه يې مشران وي ، چې ټول له قريشو دي.

 

لنډه شرح:

 د رسول الله (ص)  د ١٢ ګونو ځايناستو په اړه ‏په مشهورو کتابونو؛ لکه صحيح بخاري، صحيح مسلم، صحيح ترمذي، ابوداود او مسند احمد کې ډېر زيات رواياتونه راغلي، چې ددې حديثونو شمېر د اهل سنتو او اهل تشیع په کتابونه کې ٢٧١ حديثونو ته رسي او پاموړ خو دا ده، تر آنحضرت(ص) روسته چې څومره ‏ خلفاء هم راغلل، له دې حديث سره یې سمون نه درلود.

 

د ګناه غونډه

 امام صادق (رح)وويل: مؤمن ته په کار نه دي، ‏په داسې ناسته ‏کې کېني، چې ګناه پکې کېږي او د ګناه د مخنيوي وس پکې نه وي. ( ١١٩ )

 

لنډه شرح:

 د ګناه په غونډه کې ناسته، پر هغه غونډه د تاييد ټاپه ده؛ خو داچې د مؤمن انسان موخه ددې غونډې بدلون وي يا داچې نيت يې پر نېکیو امر او له بدیو منع وي.

 

ګټورې کړنې وکړئ

امام صادق (رح)وويل: (١٢٠ )

کښت وکړئ، ونې وکرئ، پرالله تعالی قسم، چې چا تر اوسه تردې کارونو حلال او پاک کار نه دى کړى.

 

لنډه شرح:

 د انسان د ژوند بنسټ، پر توليدي چارو ولاړ دى، چې يو يې هم کښت او ډول ډول سوداګرۍ دي، ان ډېرى صنايع هم بې له هغوى ‏مفهوم نه لري؛ ځکه ‏خام مواد يې بزګران توليدوي.

پردې سربېره، په نورو چارو کې ټګي وي؛ خو په بزګرۍ کې دا کار ناشونې دی؛ ځکه بنسټ او لاملونه يې طبيعي څيزونه دي او د انسان د رښتينې زحمت ګالنې پايله ده؛ نوځکه په دې حديث کې ورته پاک او حلال کار وويل شو.

  

د عمر اوږدوالى او لنډوالى

امام علي وويل: هغوى چې د ګناه له لارې ژر مري، تر هغوى ډېر دي، چې په طبيعي مرګ مري او هغوى چې ښه کارونه کوي، عمر يې ډېر وي او طبعيي عمر کوي. (١٢١ )

 

لنډه شرح:

 د کاڼي کرخه ده، چې ډېری ګناهونه‏ او ناوړه خويونه، د عمر له لنډوالي سره نېغه اړیکه ‏لري (؛ لکه شراب څښل، جواري کول او کنجوسي) او ډېر هم په غېر مستقيمه توګه، په خپلو چارو د ټولنې په ګډوډۍ او بې امنيتۍ کې ونډه لري، داچې نېک کارونه، پر روح او وجدان ارامونکى اغېز لري؛ نو د عمر د اوږدوالي لامل ګرځي.

 

 

 

د شيطان مرسته

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: شيطان ته کنځلې کوې؛ خو په باطن کې يې ښه انډیوال ياست! (١٢٢ )

 

لنډه شرح:

 خلک يوازې له الفاظو په تېښته کې وي او وېره ترې لري؛ لکه د فقر، نفاق او د شيطان الفاظ. حال دا، په دې څيزونو کې ډوب دي.

ډېر شتمن پېژنم، چې د فقر له وېرې د نشتمنو ‏په څېر ژوند کوي او ډېر داسې منافقان مې وليدل، چې منافقانو ته کنځل کوي؛ خو په خپله د نفاق اریزه جرړه ده.

 ډېر دي داسې شيطان صفتي، چې وايي، له رټل شوي شيطانه له څښتنه پناه غواړم؛ خو د شيطان پاخه ملګري دي او خپلو شيطاني غورځو پورځو ‏ته ‏ارزښت ‏ورکوي. داسې خلک د ټکي دښمنان وي؛ نه د واقعیت!

 

مشوره وکړه، چې لار دروښوول شي

امام حسن وويل: داسې ټولى مې و نه ليد، چې مشوره يې کړې وي او ښېګڼه او سمونه يې پکې نه وه. (١٢٣ )

 

لنډه شرح:

 له سلامشورې سره کار د خير، برکت او پرمختګ سرچينه ده، په تېره، په اندیزو‏ چارو او د کړلار په جوړونه ‏کې او د ستونزو ‏په هواري ‏کې مشوره‏ هېښنده‏ اغېز لري.

 هغوى چې اندیز ‏استبداد لري، په ژوند کې يې ډېرې ‏تېروتنې ‏کړي او تاوانونه يې ليدلي دي.

 ممکن څوک په يو څه پوه نشي، چې نور څوک ترې ښه پرې پوهېږي؛ نو راځئ، همدا اوس هوډ وکړو، تردې روسته په چارو کې مشوره کوو.

 

السلام عليکم

 امام حسن وويل: سلام اچول اویا ثوابه لري، چې ٦٩ يې د سلام اچونکي او يو يې د ځواب ورکوونکي پر برخه دي. (١٢٤ )

 

لنډه شرح:

 په خواشينۍ وايم، چې هر مسلمان انګېري، سلام نه اچول د ستروالي نښه ده. حال دا، دا سنت ته شا کول او له دې ستر فضيلته ځان بې برخې کول دي.

     

د ګروهې او کړنې بېلتون

امام سجاد (رح) وويل: هغه خلک د الله تعالی ډېر بد ايسي، چې د يو چا امانت يې منلى وي؛ خو له کړنو يې لاروي نه کوي. (١٢٥)

 

 لنډه شرح:

 انسان ته ‏ستره نيمګړتيا، د ګروهې ‏او کړنې بېلتون دى، پر يو څه د ګروهې ‏چغې وهي؛ خو په کړنو کې ګروهن پرې نه دی. پر الله (ج) ايمان لري؛ خو په خپل عمل کې له دې ‏منکر دى، چې څښتن يې تل ګوري، د قيامت د ورځې پر حساب و کتاب ګروهه لري؛ خو هېڅ ډول اخلاقي چمتوالی نه‏ورته نيسي. ګروهه لري، چې د اسلام پېغمبر تر ټولو ستر پېغمبر دى؛ خو عمل يې د رسول الله له يو عمل سره هم سمون نه خوري؛ لنډه داچې ګروهه ‏يې پر يوه او عمل يې پر بله دى!

د الله تعالی عذابونه [څه چې کرې هغه به رېبې ]

امام باقر (رح) (رح) وويل: الله تعالی (د ګناهونو او احکامو د سرغړونې لپاره) اصلي او بدني سزاوې ټاکلي: د ژوند تنګسه، په عبادت کې ناغېړي؛ خو الله تعالی هېڅ بنده ته بې له سخت زړۍ سزا نه ده ټاکلې. (١٢٦)

 

لنډه شرح:

 الهي سزا په حقيقت کې زموږ د کړنو غبرګون او د انسان د ګناه پايله ده، چې دا پايله او يا غبرګون د ژوند د تنګسې په بڼه او کله له مادياتو ‏او کله له خوشحالۍ او عبادته د بې برخې کېدو په بڼه راښکاره کېږي؛ خو تر ټولو خطرناکه هغه وي، چې د انسان د ګناهونو غبرګون، د سخت زړۍ په بڼه راښکاره شي او د انسان زړه، له هر راز انساندوستۍ، عاطفې او همدردۍ ‏تش ‏شي، چې ددې ټولو چارو جرړه، په ګناه کې ده.

 

هېر شوى حقيقت

امام صادق (رح)وويل: الله تعالی د مرګ په څېر، هېڅ بل داسې حقيقت نه دى پيدا کړى، چې هېڅ اړنګ پکې نه وي؛ خو ته وا داسې شک دى، چې بيخي ډاډ پکې نه وي. (١٢٧ )

 

لنډه شرح:

‏امام له مرګه د انسان د بې خبرۍ په اړه، څومره ښه او هېښنده تعبير راوړى. ان هغوى چې هېڅ ډول مذهب او دين نه لري، ‏که په هر څه کې اړنګ کوي؛ خو په دې کې یې بيخي ‏نه کوي، چې يوه ورځ به يې ژوند ته د پاى ټکى کېښودل شي؛ خو انسان ددې موضوع په اړه ځان دومره نانګاره کړى، ته وا ‏تل ‏ژوندى دى او مرګ نشته؛ نوځکه په ايمان، صالح عمل، پاکۍ او تقوا چمتووالی ورته نه نيسي او څومره عمر، چې لرو؛ نو باید دومره پاک او سوتره پکې وسو، چې د ځلکدن پرمهال خيجله نشو.

 

د پوهې او حکمت مقام

امام کاظم (رح) وويل: نرمه ځمکه د کښت وړ وي؛ نه کاڼي! او همداراز، پوهه او حکمت يوازې په هغو زړونو کې وي، چې کمینه- متواضع وي، نه ښاڅمن- متکبر! (١٢٨ )

 

 لنډه شرح:

 د پوهې زده کړې ته لومړى ګام خاکساري ده. د حق ښووند او د هر هغه چا پر وړاندې خاکساري ‏پکار ده، چې تر تا ‏ډېر پوهېږي، چې يو څه ترې زده کړې؛ نوځکه ناپوهي او لويي‏ په يو پوړ کې دي. ښاڅمن ‏‏کله هم پرخپلې ناپوهۍ ‏منښته- اعتراف نه کوي، ان تردې چې که يو واقعیت يې د لویۍ له روح سره سمون و نه خوړ؛ نو نه يوازې نه يې مني؛ بلکې ورپسې راپاڅي او هم له خپل ځانه، د ټيټو خلکو د حق خبرې منلو ته چمتو نه وي او ډېر وخت خو داسې وي، چې ولسي خلک تل په خپلې ناپوهۍ‏ کې ډوب پاتې دي.

 

د امام درنې دندې

امام رضا  (رح) وويل: امام پر ځمکه او په بندګانو کې د الله تعالی امين دى، پر بندګانو د څښتن محبت او په ښارونو کې د څښتن ځايناستى دی، د څښتن لوري ته رابلونکى او د الهي پولو مدافع دى. (١٢٩ )

 

لنډه شرح:

 دا وينا د امام پېژندنې په اړه يوه اوږده وينا ده، چې د امام دندو ته يې اشاره کړې ده:

١– امام د وحې امين، زېرموال او د دين د ټولو احکامو او پوهو ساتندوی دى.

٢ – امام د څښتن د دين ژوندى او روښانه دليل دى.

٣ – د څښتن له اړخه، پر خلکو واکمن استازى دى.

٤ – نېکیو ته امر کوونکى او له بديو منع کونکى او د دين ستر مبلغ دى.

٥ – د دښمنانو پر وړاندې، د څښتن د دين له پولو دفاع کوونکى دى.

داسې څوک بايد الهي پوهه او عصمت ولري او بې له څښتنه يې بل څوک نشي ټاکلى.

    

بند شوي ورونه پرانستل کېږي

 امام جواد (رح) وويل: که پر چا د ځمکې او اسمانونو ورونه وتړل شي او بيا تقوا ته ملا وتړي؛ نو څښتن به يې د ستونزو ورونه پرانځي. (١٣٠)

 

لنډه شرح:

 کله داسې ليدل کېږي، چې په ژوند کې پر انسان ټول ورونه وتړل شي او هرې خوا ته چې ځي، له ستونزو سره مخېږي، چې دا ډول پېښې، د انسان د راويښېدو او د څښتن لوري ته د ورستنېدو مناسب فرصت دى او که په همدې وخت کې، څوک د زړه له کومي، الله تعالی ته مخه کړي او له هغه سپېڅلي ذاته مرسته وغواړي؛ نو د الهي لورنو به پرې باران شي او له داسې لارې به د لورنې ورونه ورپرانستل شي، چې کله يې هم تصور نشو کړاى.

 

له بې شخصيتو ووېرېږه

امام هادي (رح) وويل: له هغه چا ووېرېږه، چې ځان ته د شخصيت په سترګه نه ګوري. (١٣١)

 

لنډه شرح:

 شخصيت يا لږ تر لږه د شخصیت احساس، په حقیقت کې له هغو لاملونو ځنې دي، چې د فساد او بدچارۍ مخنيوى کوي. هغوى چې ځان ته ته پر شخصيت قايل وي، که څه، د نورو په سترګو کې وګړه نه لري؛ خو د خپل موقعیت د ساتلو لپاره هم که وي، له ډېرو ناوړو چارو ځان ساتي؛ خو همداچې چا وننګېرله، نه پت لري او نه وګړه؛ نو پر هېڅ څه به چرت خراب نه کړي؛ نوځکه امام وايي، چې له داسې خلکو ‏ځان وساتئ او د همدې لپاره دي، چې د اولاد د روزنې يو مهم آر ‏دادی، چې بايد وګړه ‏ورکړه شي، چې دا وننګېري، ځانګړې وګړه لري او که اولاد ورټل شي او وګړه ‏يې ټکنۍ شي؛ نو د هغه ماشوم روزنه به ډېره ستونزمنه شي.

 

ستر جهاد

امام حسن عسکري (رح) وويل: هغه تر ټولو ستر مجاهد دى، چې ځان له ګناه وساتي. ( ١٣٢ )

 

لنډه شرح:

اسلام، له سرغړاند نفس او ګناه سره مبارزې ته ستر جهاد ويلى، چې له دښمن سره تر جنګېدو هم مهم دى؛ ځکه له نفس سره جهاد د ځان جوړونې لامل ګرځي او ځان جوړونه چې نه وي؛ نو برى ناشونى دى.

 په مدينه کې د پېغمبر(ص ) د بريو نېغ لامل په مکه کې د ځان جوړونې پايله ده.

 

د امام مهدى د غیبت په پېر کى د چا خبرې ته غوږ شو؟

امام مهدى وويل: د غیبت کبرى په پېر کې، چې ډول ډول پېښې راپېښېږې، روايتونو ته مو مراجعه وکړئ. (١٣٣)

 

 

لنډه شرح:

 انساني ټولنې، بې مشره، مخکې نشي تللاى؛ نوځکه الله تعالی کله هم خپل بندګان، پرخپل حال نه پرېږدي او تل الهي مشران پکې تګ راتګ کوي؛ نو د امام مهدي د غيبت په پېر کې، لومړى د هغه ځانګړي نايبان او تر هغوى روسته، عام نايبان، د امام مهدي له لوري، د خلکو لارښوونې ته ټاکل کېږي او هغوى ته دا کار ورسپارل کېږي، چې ايمانوال او پر الهي احکامو او د رسول الله (ص)  پر سنتو او له اهل بيتو ‏سره پوره اشنايي ولري.

 

د بديو سرچينه

پېغمبر اکرم (ص) وويل: له شرابو ځان وساته، چې د ټولو بديو کونجي ده. (١٣٤ )

 

لنډه شرح:

په دې اړه ډېرى مقالې کښل شوي او پر ماغزو، زړه ، د هضمي غونډال، ځيګر، پښتورګيو او نورو يې وژونکي اغېزې هم برسېره شوي؛ خو د شرابو په اړه، چا هم لا د پېغمبر اکرم (ص) په څېر بشپړه خبره نه ده کړې، چې شراب د ټولو بدمرغيو او بديو کونجي ده.

 

د دندې سر ته رسول، تر ټولو ستر عبادت دى

امام سجاد (رح) وويل: هغه تر ټولو عابد انسان دى، چې خپلې ورسپارل شوې دندې ترسره کړي. (١٣٥ )

 

لنډه شرح:

 عبادت يوازې د خلکو چوپړ، لمونځ يا روژه نه ده؛ بلکې تر ټولو ستر عبادت هغه دى، چې هر چا ته ورسپارل شوى يا ورپر غاړه، دنده، په ښه توګه، سر ته ورسوي.

کوم عبادت به تردې ښه وي، چې ټولنې ته خير ښېګڼه او نېکمرغي راوړي او پر ګلبڼ يې بدله کړي؛ نو اسلام له هغو خلکو ‏ډېر لرې دى، چې دندو ته شا کوي او په شعباتو پورې نښلي.

 

 

 

ستور مېشتي

حضرت علي وويل: دا ستوري، چې په اسمان کې دي د ځمکې په څېر ښارونه او ابادۍ دي، چې هر ښار يې له بل ښار سره د رڼا پر يوې ستنې نښليدلى دى. (١٣٦ )

 

لنډه شرح:

 دا به ډېره ځانمني وي، چې وانګېرو، په لمريز نظام کې يوازې په ځمکه کې مخلوقات مېشت دي.

 نن چې عالمانو او پوهانو پلټنې پيل کړي، پوه شوي، چې په نورو اسماني منظومو کې هم مخلوقات اوسي، چې تر موږ هم پرمختللي تمدنونه لري؛ ځکه د هغوى د ژوند پيل، پرځمکه د ژوند تر پيلېدو خورا مخکې و.

 د حضرت علي پورتنۍ وينا، علمي خبره ده، چې ١٤ پېړۍ مخکې يې کړې وه.

 

په قرآن کريم کې د ځمکې د جاذبې قانون

امام رضا (رح) خپل يو دوست ته وويل: ايا الله تعالی نه وايي، چې اسمان پر داسې ستنو ولاړ دى، چې نه ليدل کېږي؟

ورته مې وويل: هو! و يې ويل: نو يوه ستنه شته، چې نه ليدل؛ خوتاسې يې نه وينئ. (١٣٧ )

 

لنډه شرح:

 نن جوته شوې، چې اسماني کرات پخپلو کړیو کې د جاذبې او دافعې له برکته په خپل ځاى کې ولاړ دي.

جاذبه يې راکاږي او هغه يې له ځانه لرې کوي، چې ددې دواړو ځواکونو له لامله، تعادل منځ ته راغلى او له مليونونو کلونه راهيسې، ځمکه او نور کُرويات، په خپل مدار کې دي؛ نو په هغه وخت کې، چې لا له دې حقيقتونو پرده نه وه اوچته شوې، امام داسې خبره کړې ده.

 

د غرونو خواله

حضرت علي وويل:

 څښتن تعالى په غرونو د ځمکې د لړزېدو او خوځېدو مخنيوى کړى دى. (١٣٨ )

 

 

لنډه شرح:

 د سپوږمۍ د جاذبې قوه د سمندرونو په جزر و مد کې اغېزمنه ده او اوبه يې په ځینو ځایونو کې د يو متر يا څه زيات او په ځينې سيمو کې تر پنځلسو مترو پورې پورته او ښکته کېږي، چې دا قوه د ځمکې پر جامد پوټکي هم اغېزمنه ده او تر(٣٠ ) سانتي مترو پورې يې خيژوي او بيا يې بېرته راښکته کوي؛ خو غرونه يې د ډېر لوړوالي او ښکته والي مخه نيسي؛ ځکه د ټولو غرونو بيخونه يو له بل سره نښتي دي.

 په رښتيا که غرونه نه واى او د ځمکې پوټکى نرم واى او شپه او ورځ په جزر او مد کې واى؛ نو ايا مونږ به ارام وو؟

اسلامي مشرانو ، دا حقيقت (١٤ ) پېړۍ مخکې ويلى دى.

 

ميکروسکوپي موجودات

امام رضا (رح) وايي: الله ته ځکه لطيف ويل کېږي، چې ډېر کوشني او ظريف موجودات يې پنځولي. داسې ژوي، چې له ډېر وړکتوبه يې نشو کتلاى او نه يې زموږ لاس لمسولاى شي. (١٣٩ )

 

لنډه شرح:

چې څه وويل شول، د يوې اوږدې وينا کوشنۍ برخه ده، چې “فتح بن يزيد صبرجاني” له امام رضا (رح) رانقل کړې او په ترڅ کې يې څرګنده شوې، چې )) دا ساکښ دومره کوشني دي ، چې په هېڅ توګه نه احساسېږي، چې دا د سمندرونو په څپو کې، د ونو په ډډونو، په بېدیاوو او مېرو کې خواره واره دي. )) دا وينا نژدې زر کاله مخکې په يوه کتاب کې کښل شوې، چې له امام رضا (رح) څخه په يادګار پاتې شوې ده. حال دا “پاستور” له هغه څخه په سل ګونو کلونو روسته، ميکروسکوپي ساکښ برسېره کړل؛ نو دا راښيي، چې اسلامي پوهان، د څرګندو معجزو خاوندان دي.

    

تش په نوم اسلام

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: داسې زمانه به هم راشي، چې قرآن کریم او اسلام به تش په نوم پکې وي، د مسلمانانو جوماتونه به د ابادۍ له پلوه ښه اباد وي؛ خو د لارښوونې له اړخه به ویجاړ وي. (١٤٠ )

 

 

لنډه شرح:

 نشم ويلاى، دې هېښنده وړاندوينې نن مصداق پيدا کړى يا په بله وينا عملي بڼه يى موندلې يا کېداى شي، د راتلونکې په هکله وي؛ خو دومره جوته ده، چې نښې‏ يې لرې او نږدې ‏وينو.

 هېښنده خو داده، چې دا شان مسلمانان له روسته والي ‏سرټکوي او داسې ګومان کوي، چې يوازې د اسلام نوم او د قرآن کریم خط ورته بسیا ‏دى، دوى قرآن کریم د انسان جوړونې او روزنې کتاب نه ګڼي او اسلام هم د مذهب په توګه؛ يعنې د يوې عملي او فکرې لارې په ټوګه نه ګڼي .

د مسلمانانو کومه داسې واقعي ټولنه شته، چې روسته پاتې وي او نړۍ يې پر وړاندې نه وي ټيته شوى!

   

    

د عقل او ناپوهۍ د تللو کچه

 حضرت علي(کرم الله وجهه) وايي: ژبه د ناپوهۍ او د سرغړونې د سنجونې کچه او د عقل تله ده (١٤١ )

 

 

لنډه شرح:

 د هر انسان د روح کړکۍ، د شخصيت کونجي او د هر انسان د عقل د معلومېدو غوره لار يې ژبه ده.

 ژبه کړاى شي په ډېره اسانه، ټولې پردې څیرې او د انسان د روح بېلابېل اړخونه رابرسېره کړي؛ نوځکه د اسلام ډېر احکام، د ژبې پر‏ سمونې ټينګار کوي او د اسلام لارښوونکيو، په دې اړه خورا ګواښونه هم کړي ‏او دا خو څرګنده ده، چې روح ‏سم نشي؛ نو ژبه هم په بشپړه توګه نه سمېږي.

 په چوپتيا او سړې سينې کړاى شو، د نړۍ له خطرناکو عواقبو مخنيوى وکړو.

 

له نعمته نعمت

امام هادي (رح) وايي: څوک چې د نعمت شکر وکاږي؛ نو د شکر له لامله يې د نېکمرغۍ نعمت تر نېکمرغۍ ډېر وي؛ ځکه نعمتونه د دنيوي ژوند وزلې وي او شکر د آخرت پانګه ده. (١٤٢ )

 

 

 

 لنډه شرح:

 شکر يوازې په ژبه او ستاېنه نه؛ بلکې عملي ستاېنه ده او پر نعمت شکر ايستل، ‏برکتونه او نېکمرغې راوړي، چې خپله نعمت د دې هر څه پر وړاندې هېڅ هم نه دى.

 د خداى د خوښۍ او د هغه د بندګانو د خوشحالۍ په لار کې، د نعمتونو کارول به ددې نړۍ وياړ او د هغه نړۍ د تلپاتې نېکمرغۍ لامل شي. که يوازې نعمت ته وګورو؛ نو ‏مادي بڼه به ولري؛ نو پر نعمت شکر ايستل، پخپله تر نعمته پورته ‏دی.

      

د نبوي کورنۍ د ښوونځي بیا ژواکي- احيا

امام رضا (رح) وايي: څوک چې په داسې غونډه کې کېني، چې زموږ ښوونځى پکې ژوندى کېږي؛ نو پر هغه ورځ، چې به زړونه مړه وي؛ نو د هغه زړه به ژوندى وي. (١٤٣)

 

 لنډه شرح:

 له پورتنۍ غونډلې دا ښه جوتېږي، چې د اهل بيتو لارويان بايد په خپلو غونډو کې خپل ښوونځى وپېژني. د نبوي کورنۍ د خبرو په روح ځان پوه کړي، له لارښوونو سره يې ځان اشنا کړي او بايد دا غونډې، د چمتووالي او ژوند جوړونې ناستې وي او يوازې د سا‏تېرۍ، اړتیا غوښتنې او د وګړیزو ګټو په هکله فکر او انساني، ټولنيز او عقيدتي چارو ته د شا کولو بڼه و نه لري. دا شان غونډې د زړنو د ژوندي کېدو او د فکرونو د راويښېدو لامل دي.

       

د خوالو په ساتلو کې امانت

 رسول الله (ص)  وايي: څوک چې خبره کوي او روسته خپل شاوخوا ته ګوري؛ نو هغه خبره پټه او امانت ده. (١٤٤ )

 

 لنډه شرح:

 په اسلام کې امانتونه ډول ډول دي: يو ډول يى د خلکو د خوالې ساتلو امانت دى. په دې اړه په اسلام کې ډېر ټينګار شوى او د خلکو د خوالو بربنډول، له کبيره ګناهونوځنې شمېرل کېږي.

 

 

د ايمان نښه

پېغمبر اکرم (ص) وايي: چې کله دې نېک کار وکړ او خوشحاله يې کړې او بدکار دې وکړ او خپه يې کړې؛ نو مؤمن يې. ‏ (١٤٥ )

 

 لنډه شرح:

 اسلام وايي: ټول فطرتي پاک زيږېږي، ټول ايماني فطرت لري او له نېکيو سره مينه لري، تېروتنې سوکه سوکه، د انسان ځان او روح تر اغيزې لاندې راولي. داچې انسان نېکي خوښوي او له بدیو يې زړه تور وي؛ نو څرګنده ده، چې د ايمان روح لومړنی دی او پاک فطرت پکې لا تر اوسه پورې شته دى.

 

په هر کار کې لومړى شرط

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: د هر کار کولو لپاره، پوهې ته اړتيا ده. (١٤٦ )

 

 

 

لنډه شرح:

 اسلام يوازې يو لړ عبادتونه نه دي او بې له علمي کړلارو تش په نوم، ګروهه نه؛ بلکې وګړیز او ټولنيز ژوند او د ټولو انساني زيارونو لپاره کړلار لري او ددې هر څه لومړنى شرط، پوهه او د واقعياتو پېژندل دي. بې له بسيا پوهې او سمې لارې، ټول حرکتونه او زيارونه بي اغېزې دي.

 

د ميلمنو ارزښت

پېغمبر اکرم (ص) وايي: خداى چې د چا خير ښېګڼه او نېکمرغي وغواړي؛ نو يو څه ورډالۍ کوي. وويل شول: کومه ډالۍ ؟ويې ويل: مېلمه.[80]

 

 لنډه شرح:

 هو! مېلمه د الله (ج) ډالۍ ده؛ خو په مادي نړۍ کې چې ټول عواطف له منځه تللي؛ مېلمه هډو مفهوم نه لري او د يو مزاحم او پردي په سترګه ورته ليدل کېږي؛ نو په دا شان چاپېريال کې نه څوک له چا کره ځي او نه چا ته بلنه ورکوي او يوازې د مادي سوداګرو او سياسي اړيکو له مخې يو له بل کره ځي.

 په اسلامي هېوادونو کې دا دود لا تر اوسه پورې ژوندی دی. مېلمه که څه، پردى وي؛ خو درناوى يې کېږي او د الله تعالی ډالۍ یې ګڼي!

 

درناوى او مينه

امام صادق (رح)وايي: څوک چې د غټانو درناوى و نه کړي او له کوشنيو سره مينه و نه کړي؛ نو له موږ ځنې نه دی. (١٤٨ )

 

 لنډه شرح:

 انساني ټولنه د يو کاروان مثال لري، تل په حرکت کې ده، له موره ماشومان زيږي، ماشومان لوېږي، غټان زړېږي، زاړه له دنيا ځي او څوک هم له دې کاروانه مستثنى نه دى.

 دلته غټان ډېره تجربه او ژور فکر لري او د عمر په اوږدو کې که دنده پېژاندي وو؛ نو ستر چوپړونه به يې کړي وي، ښايي ځوانان او زلمي يې درناوى وکړي. کوشنيان لا سم نه وي رسېدلي او بايد د ژوند په پيل کې مينه ورسره وشي او په پوره زړه سوي يې بايد د غټانو په لاس د نېکمرغۍ ستنۍ کېښودل شي.

زېرمه

 حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: څه چې له ځان مخکې لېږې، درته زېرمه کېږي او په څه کې چې زېرمه وکړې، ګټه يې يوازې نوروته ده. (١٤٩ )

 

لنډه شرح:

په نننۍ نړى کې، تر هر څه ډېر، د پيسې راټولول ليدل کېږي، بې له دې، چې له ځان سره حساب وکړي، چې شتمني اریزه فلسفه او موخه نه ده او هغه چې د لېونو په څېر، په مال راټولو بوخت وي او د حلال، حرام، ظلم او عدالت لږه پروا هم نه کوي او کله هم دا فکر نه کوي، چې دا ټوله شتمني، له ځان سره نشي وړلاى!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لیکوال : ناصر مکارم شیرازی د تفسیر نمونه مولف

————————————————-

[1] کافي ١/ ٣٦ او تحف العقول.

[2] تحف االحقول/ ٢٦٧.

[3] سفينة البحار/ ماده طعم .

[4] لطايف وظرايف .

 

[5] اصول کافي٢/ ٧ ٠

 

[6] نهج الفصاحه.

[7] بحارالانوار٧٨ /٥٩ او تحف العقول ص ١٥٨

[8] بحارالانوار،لومړى ټوک

[9] بحارالانوار ٧٣ / ٢٢٥ .

[10] –الشهاب فى الحکم والاداب ٢٢ مخ .

[11] مستدرک الوسائل ٢ / ٢١٧ .

[12] سفينة البحار

[13] نهج الفصاحه

[14] وسائل ١٢/ ٤٢٦ و٤٢٧

[15] بحارالانوار ٦٢ /٣٠٠

[16] بحارالانوار ٧٣/ ٢٥٥ .

[17] بحارالانوار ١٠٣ / ٦٥

[18] غررالحکم .

 

[19] نهج الفصاحه .

[20] سفينة البحار

[21] بحارالانوار ٢ / ٣٨ .

[22] بحارالانوار ١٠٣ / ١٤١

[23] وسائل ٦ / ٢

[24] وسايل الشيعه ٢/ ٢٢٣

[25] ارشادالقلوب

[26] بحارالانوار/ ۱۵

[27] نهج البلاغه، خطبه ٣١ .

[28] نهج البلاغه ،کلمات قصار.

 

[29] سخنان محمد(ص ) .

[30] تحف العقول، د حضرت علي د ویناوو برخه.

[31] نهج البلاغه ،کلمات قصار

[32] اسلام در قلب اجتماع

[33] وسائل

[34] وسائل ١ / ٧٣

[35] وسائل ١ / ٣٥٨

[36] منتهى الامال

[37] منتهى الامال

[38] وسائل الشیعه ١/ ٩١٥

[39] اقوال الائمه ١/ ٢١٤

[40] سفينة البحار١/ ٣٧

[41] نهج البلاغه ،کلمات قصار.

[42] سفينة البحار

[43] سفينة البحار لومړى ټوک

[44] نهج البلاغه ،کلمات قصار،( کلمه ٤٥٦ ) .

 

[45] بحارالانوار ٧٠ / ١٠٧

مصباح الشريعه ٤٥ مخ [46]

[47] سفينة البحار، ماده غش

[48] نهج البلاغه ،کلمات قصار

[49] نهج البلاغه ،کلمات قصار

[50] نهج الفصاحه

[51] اصول کافي دويم ټوک

[52] سفينة البحار١/ ٧٢٠

[53] بحارالانوار ٤٥ / ٨٠

[54] غررالحکم

[55] بحاالانوار ١٠ / ١٩٨

[56] بحارالانوار ٢٣ ټوک

[57] تحف العقول

[58] نهج البلاغه، کلمات قصار

[59] بحارالانوار ٧٤ /٢٨٦

[60] غررالحکم ٢٨٩ مخ

[61] مجمع البيان – تفسيرسوره توبه

[62] تحف العقول ٣٦٦ مخ .

[63] تحف العقول ٣٠٧ مخ

[64] اقوال الائمه

[65] تحف العقول ٣٠٥ مخ

[66] تحف العقول ٣٦١ مخ

[67] کافي ٢/ ١٦٦

[68] تحف العقول ٢٧٤ مخ

[69] نهج البلاغه –کلمات قصار

[70] تحف العقول

[71] غررالحکم

[72] وسائل الشيعه ،(طبق اقوال الايمه ٢ / ٢٧٧ )

 

[73] سفينة البحار

[74] اصول کافي ٢ / ٣٠٠ .

[75] نهج البلاغه، ۵۳ لیک.

[76] تحف العقول

[77] بحارالانوار٥٢ / ٩٢

[78] تحف العقول ٣٣٩ مخ .

[79] (انعام/۱۶۰)

[80] (بحارالانوار۱۵/٢٤١)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست