بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه ژړا د قرآن له ليد لوري د قرآن له ليدلوري ژړا جايزه ده چې لاندې آيتونه ورته اشاره لري: ١_ ژړا، د پالوونکي پر وړاندې د خشوع نښه ده. (يَقُولُونَ سُبْحَانَ رَبِّنَا إِن كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولاً. وَيَخِرُّونَ لِلأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا[1]= او وايي […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
ژړا د قرآن له ليد لوري
د قرآن له ليدلوري ژړا جايزه ده چې لاندې آيتونه ورته اشاره لري:
١_ ژړا، د پالوونکي پر وړاندې د خشوع نښه ده.
(يَقُولُونَ سُبْحَانَ رَبِّنَا إِن كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولاً. وَيَخِرُّونَ لِلأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا[1]= او وايي :((پالونكى مو پاك دى،چې ژمنې يې هرومرو ترسره كېدونې دي .)) او (بې واکه) پړمخې پرېوځي او ژاړي او (د دې آيتونو په لوستو) يې تواضع او عاجزي لاپسې زياتېږي.
٢_ ژړا، پر انسان د پالوونکي د آيتونو د اغېز نښه ده:
(( أُوْلَئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ مِن ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمَن خَرُّوا سُجَّدًا وَبُكِيًّا[2] = دوی له هغو پېغمبرانو دي چې الله پرې لورنه کړې، د آدم او دهغوی له ځوځاته چې له نوح سره مو (په بېړۍ كې) سپاره كړل او د ابراهيم او اسراييل [= يعقوب] له ځوځاته او له هغوى چې لارښوونه مو ورته وكړه او غوره مو كړل او چې كله د لوراند (الله) آيتونه ورلوستل كېدل؛ نو په ژړا به پر (ځمكه) په سجده پرېوتل .)) .
٣_ ژړا، د پالوونکي د ښه بندګانو نښه ده:
((وَإِذَا سَمِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُواْ مِنَ الْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ[3] = او (دوى) چې کله (د اسلام) پېغمبر ته ورنازل شوي آيتونه واوري (؛نو) وینې،چې د حق پېژندنې له لامله يې سترګې (د شوق) اوښکې تويوي (او) وايي :(( پالونكيه! ايمان مو راوړى؛ نو له شاهدانو سره مو وليكه. ))
ژړا د رواياتو له ليد لوري
د ژړا فرهنګ :
ژړا د خندا په څېر انسان ته يو ستر الهي نعمت دى.
ژړا، له دنني غليم سره په جګړه کې د انسان پانګه ده.
ژړا، د الهي بې پايه لورونو پر وړاندې سرټيټي او زاري ده.
ژړا، د مطلق موړ او غني خداى او د حق تعالى د پراخه لورنې پر وړاندې د نشتمنۍ ښکاره کول دي.
ژړا، د مطلق کمال لټوونکيو دود او د ژوند زړي بنيادم نښه ده.
هغه سترګه چې اوښکې نه لري، مينه او سوز هم نلري او څوک چې دغسې وي، مړ زړى دى . پېغمبر اکرم (ص) وايي:
((من علامة الشقاء جمود العين: د سترګو وچتوب د سخت زړۍ يوه نښه ده[4]))
ژړا، د زړه ويانده ده او د اوښکو بهېدل د ژړاند د ننګېرنو او دننني څوبتياوو ښووونکې ده.
ژړا، د انسان د سختو ننګېريزو حالاتو ښکارندوى ده.
په اسلامي رواياتو کې ژړا او اوښکې ارزښتمنې ښوول شوي دي، بېلګې يې دا دي:
١_ د خداى ښه ايسي:
پېغمبر اکرم (ص) ويلي: ((ان الله يحب کل قلب حزين: د خداى هر غمجن زړه ښه ايسي[5].))
٢_ د خداى لورنه:
رسول اکرم (ص) ويلي: ((انما هى رحمة يجعلها فى قلوب عباده: په رښتيا، اوښکې يوه لورنه ده چې خداى يې د خپلو بندګانو په زړونو کې ږدي[6].))
٣_ خداى ته تر هرڅه غوره:
پېغمبر اکرم (ص) ويلي: ((خداى ته دوه څاڅکي خورا ارزښتمن دي: هغه د وينو څاڅکې چې د خداى په لار کې توى شي او هغه اوښکې چې په تياره شپه کې د خداى له وېرې وبهېږي)) [7]
٤_ د خداى غوسه سړوي:
پېغمبر اکرم (ص) ويلي: (( هر نېکچار په ټاکلي اندازه ثواب لري؛ خو اوښکې په رښتيا د سترګو اوښکې الهي غوسه سړوي)) [8]
٥_ جنت:
پېغمبر اکرم (ص) ويلي: (( څوک چې د خداى له ډاره وژاړي، هر څاڅکي ته يې په جنت کې يوه ماڼۍ چمتو کېږي، داسې ماڼۍ چې په ملغرلو ښکلې شوې ، او په دې ماڼۍ کې داسې څيزونه دي چې هېڅ سترګې ليدلي نه دي، نه کوم غوږ اورېدلي او نه د کوم بشر په زړه کې تېر شوي دي))[9]
٦_ پر امت لورنې ورېږي:
حضرت علي (ک) ويلي: (( که په امت کې يو تن وژاړي، خداى يې په پار پر ټول امت لورېږي)).
٧_ دعا ته غوره فرصت:
علي (ک) ويلي: (( ژړا او د زړونو خشيت له الهي لورنې راولاړېږي؛ نو هر وخت مو چې دغسې حالت وموند، دعاته يې غنیمت وګڼۍ)).
٨_ د زړه نورانيت:
علي (ک) ويلي: (( د خداى له ډاره ژړا، زړه رڼا کوي او د ګناه کولو مخه نيسي)). [10]
٩_ کاري وسله:
علي په کميل دعا کې، ژړا د مؤمن وسله ښوولې ده او وايي: (( وسلاحه البکاء)) او خداى ټولو ته دا کاري وسله ورکړې ده؛ خو افسوس چې په قدر يې نه پوهېږو.
١٠_ له ګناهونو پاکېدل:
علي (ک) ويلي: (( د خداى له وېرې په ژړا، ګناهونه پاکېږي)). [11]
١١_ له دوزخه ژغورنه:
امام حسين (رض) ويلي: (( د خداى له ډاره ژړا، له دوزخه د ژغورنې لاملېږي)) [12]
١٢_ خداى يې په خپله مينه کې رانغاړي:
امام باقر (رح) ويلي: (( هغه څاڅکى خداى ته ډېر ګران دى چې په تياره شپه کې د خداى له ډاره راتوىې شي او بې له الله يې څوک مطلب نه وي))[13]
١٣_ الهي رضوان:
امام باقر (رح) ويلي: (( ابراهيم نبي (ع) خداى ته وويل: د هغه بنده اجر به څه وي چې خپل مخ ستا له ډاره لوند کړي؟ ويې ويل: د قيامت پر ورځ به يې وبښم)) [14]
١٤_ د خداى له عذابه خونديتوب:
امام صادق ويلي: (( په قيامت کې هره سترګه ژاړي؛ خو بې له درېيو سترګو: هغه سترګې چې د خداى له حرام کړاى شويو پټې شوې وي، هغه سترګې چې د خداى د اطاعت په لار کې ويښې پاتې شوې وي او هغه سترګې چې په پخه شپه کې يې د خداى له ډاره ژړلي وي)) [15]
[1] اسراء: ١٠٨-١٠٩ آيتونه
[2] مريم: ٥٨ آيت
[3] مائده: ٨٣ آيت
[4] بحار الانوار: ٧٢: ١٠٧ مخ.
[5] بحار الانوار: ٧٣/١٥٧ مخ.
[6]بحار الانوار: ٧٩/٩١ مخ، ٧٣ ګڼه حديث
[7] (شيخ مفيد، امالي: ١١ مخ، ٨ حديث)
[8] (محدث نوري، مستدرک الوسائل: ١١/٢٤٥ مخ، ٣٥ حديث)
[9](وسائل الشيعه: ١١/١٥٧ مخ.)
[10](نوري، مستدرک الوسائل: ١١/٢٤٥، ٣٦ حديث)
[11]د غرر الحکم شرح: ٢/١١١ مخ.
[12]نوري، مستدرک الوسائل: ١١/٢٤٥ مخ، ٣٥ ګڼه روايت.
[13]اصول کافي: ٢/٤٧٨ مخ.
[14] بحار الانوار: ٩٠/٣٣٤ مخ.
[15] اصول کافي: ٤/٢٣٤ مخ.