تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ښوونه او روزنه په اسلام کې ليکوال: علامه شهيد استاد مرتضى مطهري ډالۍ: د ننګرهار ولایت د روادتو ولسوالۍ د حصارشاهي د کلي نوملوړو  ښوونکیو ؛ هر یو ارواښاد: معلم عظیم خان او معلم عبدالصمد خان سپېڅلو ارواحو ته چې د خپل وخت د ښوونې او روزنې د ډګر هڅاند نوميالي ښوونکي وو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ښوونه او روزنه په اسلام کې

ليکوال: علامه شهيد استاد مرتضى مطهري

ډالۍ:

د ننګرهار ولایت د روادتو ولسوالۍ د حصارشاهي د کلي نوملوړو  ښوونکیو ؛ هر یو ارواښاد:

معلم عظیم خان او معلم عبدالصمد خان

سپېڅلو ارواحو ته چې د خپل وخت د ښوونې او روزنې د ډګر هڅاند نوميالي ښوونکي وو او د برکتي ژوند پایله یې ټولنې ته د ګڼ شمېر ژمنو زدکړیالانو روزل او وړاندې کول وو.

____________________________________________________________

لړلیک

د عقل روزنه. 11

د عقل روزنه. 11

دوه ډوله علم 12

پخوانى ښوونيز غونډال او د عقل روزنه. 12

وړاندويونکى او پاچا 13

معيار خو له ډېرو ښووندانو زده کړه نه ده 13

د اجتهاد مفهوم 13

تعليم او تعلم ته د اسلام رابلنه. 14

کوم علم؟. 17

د انسان عقلاني روزنه. 20

عقل بايد چاڼوونکى وي.. 20

د ابن خلدون نيوکه. 21

د خبرې کره کتنه. 21

پای ويني. 23

د عقل او علم يوځاى والی. 23

له ټولنيزو دودونو د عقل آزادول. 24

امام صادق او دودیز سړى.. 24

په اکثريت پسې نه تلل. 25

د نورو له قضاوته مه اغېزمنېږئ.. 25

ملا او طالبان. 25

علمي اروا 26

د وړتیاوو روزنه. 27

زړه ته کتل. 28

د “راسل” تعبير. 28

وېره؛ له سرغړونې د مخنيوي لامل. 29

ماشوم بايد پوه شي، چې ولې ګواښېږي او ولې هڅېږي؟. 29

د روح د زرغونېدو پېر. 30

د اسلام له نظره د بدن روزنه. 30

د انسان روحي وړتیاوې.. 32

اسلام او هنر. 33

موسيقي. 33

خليفه او سندرغاړې وينزه 33

د روږد چار. 35

روزنه؛ د پخوانيو علماو له نظره 35

د مولانا بلخي مثال. 35

د لويديځ علماوو څرګندونې. 36

اخلاقي کړه 42

د روزنې او اخلاقو توپير. 42

د اخلاقي کړنو د کچو په هکله څرګندونې. 43

ايثار (سرښندنه) 43

د “کانت” د څرګندونې کره کتنه. 46

اخلاقي کړنې. 48

نوع دوستي. 48

ډاروينيزم 49

اخلاقي وجدان. 49

د “خود” او “ناخود” شخړه 50

د لرليد عقل څرګندونه. 51

عقلي ښکلا. 52

يوازې دين د اخلاقو پلي کوونکى ضامن دى.. 53

اخلاقي کړنه. 55

ښکلې اروا 55

د روح او عقل واکمني. 56

په بېلابېلو ښوونځيو کې روزنيز دود 58

ديني اخلاق. 58

دين د اخلاقو ملاتړ دى.. 59

د اخلاقي چار تعريف.. 59

د اخلاقو د نسبيت د څرګندونې شننه. 61

خوښه (پسند) 61

د زمانې روح. 62

د “سارتر” خبره 64

د انسان دوستۍ مفهوم 64

چلن (رفتار) نسبي دى.. 66

اوليه او ثانويه عناوين. 66

د عفاف او عفت مثال. 67

د رښتياو مثال. 68

د حضرت علي کرم الله وجهه روايت.. 69

او د اخلاقو د نسبيت څرګندونه. 69

په عمرة القضاء کې د رسول الله حکم 71

د صفيه بنت عبدالمطلب کيسه. 72

له ښځې سره انساني امانت دى.. 72

مړانه او له حقيقته دفاع. 74

له ټولنيزو حقوقو په دفاع کې مړانه. 75

د حضرت فاطمة الزهرا مړانه. 77

د حضرت زينب کبرى مړانه. 78

له روزنيزو کړلارو سره د عبادت تړاو. 79

د عبادت روح. 79

د عبادت بڼه او روزنيزې کړلارې.. 80

عبادت او ټولنيز حقوق. 80

په لمانځه کې مخ په قبله درېدل. 81

د نفس د انضباط تمرين. 82

د وخت پېژندنې تمرين. 82

سوله غوښتنه. 83

نيت.. 83

د نيت ارکان. 84

د نيت ارزښت.. 84

د روږد ځانګړنه. 85

د “نيچه” څرګندونه. 86

په اسلامي ټولنو کې درې ډوله اخلاق لرو: 88

د صوفيانه اخلاقو کمزوري ټکي. 90

په قرآن کریم او سنتو کې د نفس عزت.. 91

عزت نفس.. 91

نفاست نفس.. 93

غيرت.. 94

ایا تناقض دى؟. 95

د اخلاقي الهامانو جرړه 98

توکيز(مادي) او مانيز (معنوي) خوندونه. 100

د ارزښت جرړه 101

ځان پېژندنه د اخلاقي الهامونو جرړه ده 103

د وجدان عذاب او خوښي. 103

په لويديځ نړۍ کې د ارزښتونو لړزېدل. 104

د “خودي” پراختيا 105

انسان د مرتبو خاوند دى.. 105

واده؛ له وګړيز “انا” نه د وتو لومړى پړاو. 106

زاهد او د الله تعالی په لار کې جهاد 107

ټبريز”من”. 108

قومي “من”. 109

له انسان سره مينه. 109

ديني “خود”. 110

له کافر سره احسان. 111

عمومي وجدان. 112

د بدن او عقلاني استعداد روزنه. 114

انساني روزنيز ښوونځى. 114

د اسلام له نظره د بدن روزنه. 115

جسمي روزنه او بدن پالنه. 116

د عقلاني وړتیاوو روزنه. 116

تعقل په قرآن حکيم کې. 116

تعقل په احاديثو کې. 118

د علم زده کړې ته د مسلمانانو هڅونه. 118

د ابوعلي سينا بلخي خبره 119

د علم او عقل د يوځايوالي لزوم 119

د بيکن خبره 120

تقليد 120

په اکثريت پسې تلل. 121

د خلکو د خبرو پروا مه ساته. 121

د مسلمانانو له نظره د تعقل تاريخچه. 121

په ادبياتو او د خلکو په متلونو کې د عقل سپکاوى.. 122

دردمندي ستايل شوې که رټل شوې؟. 124

د عقل او علم سپکاوى او د معاش مسله. 125

تعقل د اشاعره او معتزله وو له نظره 126

عقلي حسن او قبح. 126

د تعقل او تعبد شخړه 127

د روزنې لاملونه. 127

د ارادې پياوړتيا – عبادت.. 127

پر نفس لاسبري.. 128

ايمان؛ د ارادې د واکمنۍ ضامن دى.. 128

دعا او لمانځنه. 129

ابوريحان البيروني او فقيه. 130

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) او عبادت.. 131

حضرت علي (کرم الله وجهه) او د دعا روح. 133

د اسلام انسان که جامع انسان؟. 135

د عبادت ټيټې درجې. 135

په روزنه کې د عبادت ونډه 136

منځلاري (اعتدال) 137

د پوښتنو ځوابونه. 139

د روزنې لاملونه: 141

مينه_د حقيقت پلټنې د حس پياوړتيا_مراقبه او محاسبه. 141

دوه ډوله مينه. 141

د ټولنې مصلحت د وګړي پر مصلحت لومړيت لري.. 143

د قصاص فلسفه. 143

انسان دوستي. 143

له کافر سره نېکي. 144

له کافر سره عادلانه چلن. 145

امام صادق او کافر سړى.. 146

د بدۍ پر وړاندې نېکي. 146

د مشرکانو د بديو پر وړاندې زغم 147

د مينې سم تفسير. 147

د حقيقت پلټنې د حس پياوړتيا 148

تعصب؛ د پوهې د لار خنډ دى.. 148

مراقبه او محاسبه. 149

مشارطه، معاتبه، معاقبه. 150

د روزنې لاملونه. 152

تفکر_د اولياوو مينه_واده_جهاد 152

درې ډوله عبادت.. 152

په پنځون کې اندنه. 153

په تاريخ کې تفکر. 153

د ځان په هکله د انسان اندنه. 154

ایا پر انسان د ټولنې جبر واکمن دى؟. 154

تفکر؛ د ځان او ټولنې پر برخليک د لاسبرۍ بنسټيز شرط. 155

د کار پاى ته پام 155

د تفکر روږد 156

له نېکانو سره ناسته پاسته. 156

د حضرت عيسى (علیه السلام) خبره 157

ارادت.. 158

د ملامتيانو کړنلار. 159

د انسان پت محترم دى.. 159

د واده روزنيره ونډه 160

جهاد؛ د روزنې او سمونې لامل. 160

پوښتنې او ځوابونه. 161

د روزنې لاملونه: کار. 163

کار د اسلام له نظره 163

کار او د اند د ځواک تمرکز. 164

کار له ګناه ژغورنکى لامل دى.. 165

ښځه او غيبت.. 165

د کار په ټاکنه کې وړتیا لټونه. 166

کار او ځان ازمېينه. 166

کار او منطقي فکر. 166

د انسان پر احساس د کار اغېز. 167

کار او وګړه 167

ابوعلي سيناى بلخي او چوړى سړى.. 168

د رسول الله سپارښتنه. 169

کار د ناصر خسرو له نظره 169

کار د مشرانو له نظره 171

د عقل روزنه

زموږ ویېنه په اسلام کې د ښوونې او روزنې په هکله ده. ښوونه او روزنه د وګړيو د جوړولو ویېنه ده. يو ښوونځى، چې ټاکلې موخې او هر اړخيز قوانين لري او په څرګندنه – اصطلاح حقوقي، سياسي او وټيز- اقتصادي غونډال لري، نشي کړاى د ښوونې او روزنې ځانګړى غونډال و نه لري؛ يعنې يو ښوونځى، چې غواړي په خلکو کې ځانګړي اخلاقي، سياسي او وټيزې کړلارې پلي کړي او بالاخره دا چارې انسانانو ته غواړي، که موخه “وګړى” وي، که “ټولنه”، چې دا په خپله يوه مسله ده، چې دلته ویېنه پرې کېږي.

که موخه ټولنه وي؛ نو بالاخره وګړي دي، چې بايد دا کړلارې پلي کړي. وګړيو ته بايد ښوونه وشي او داسې وروزل شي، چې په ټولنه کې همدا کړلارې پلي کړي او که موخه مو “وګړى” وي [څرګنده ده، چې د وګړيو ښوونه او روزنه اړین دي]؛ نو بيا هم په اسلام کې، د ټولنې او وګړي ساهوتوب (اصالت) خوندي دى؛ يعنې پخپله وګړى، له ساهوتوبه تش نه دى؛ نو بالاخره د وګړي د جوړولو لپاره کړلار شته چې وګړى د هغو طرحو لپاره جوړ شي، چې د ټولنې لپاره دي (چې دا کړلارې د ټولنې د جوړولو لپاره سريزه ده) يا له دې نظره، چې موخه وګړى دى؛ نو بايد وګړى جوړ کړو او يا بايد له يو ډلیيز نظره وګړى جوړ شي؛ هم له دې پلوه، چې د ټولنې د جوړولو لپاره اوزار او سريزه شي او هم له دې پلوه، چې په خپله موخه ده.

نوځکه بايد د اسلامي ښوونې او روزنې پر آرونو ځان پوه کړو. لومړى داچې ایا اسلام د تعليم چار ته د ښوونې په نامه ارزښت ورکړى که نه؟ او په بله وينا: ایا اسلام د انسان د عقل او اند د روزنې په تکل کې دى که نه؟ دا هماغه د علم مسله ده، چې له پخوا په علماوو کې اوڅار ده؛ هم د مطلب آر، چې اسلام هغه دين دى، چې علم ته يې رابللي يو او هم ځانګړنې يې چې اسلام کوم علم ته بلنه ورکوي، چې د “غزالي” او “فيض” په څېر پوهانو ویېنه پرې کړې او د ښوونې او روزنې له نظره هم، چې د اسلام اخلاقي قوانين، د انسانانو د روزنې ټول قوانين دي، چې هغه انسان، چې اسلام يې روزل غواړي او د اسلام بېلګه انسان دى، څرنګه انسان دى او “انساني ماډل” يې کوم ډول دى؛ البته دلته ځینې چارې هم شته چې د مطلب د پلي کولو د څرنګوالي په هکله دي؛ يعنې موخې ټاکل شوي؛ خو د انسان د روزنې لپاره له کومې کړنلارې ګټنه وشي؟ د بېلګې په توګه: د ماشوم د ښوونې او روزنې په هکله څه احکام راغلي او څومره د واقعيت له مخې او د انسان له اروا سره اړخ لګوي او زموږ تېرې ښـوونې او روزنې څومره د اسلامي ښوونې او روزنې له آرونو سره اړخ لګاوه او څومره يې نه لګاوه او نننۍ ښوونه او روزنه ورسره څومره اړخ لګوي؟

د عقل روزنه

لومړى بايد د عقل او اند پر روزنې ویېنه وکړو. دلته دوې مسلې دي: يوه د عقل روزنې او بله د علم مسله ده.

د “علم” مسله هماغه ښوونه ده. “تعليم” ښوونې ته وايي. د تعليم له نظره، زدکړیال يوازې زده کوونکى دى او ماغزه يې د هغه ګودام په څېر دي، چې معلومات پکې اچول کېږي؛ خو په آموزش (زده کړه) کې بسيا نه ده، موخه دا وي.

نن هم دا خبره نيمګړتيا ګڼل کېږي، چې د ښووند موخه دا وي، چې د زدکړیال ماغزو ته ځینې معلومات، اطلاعات او فارمولونه ورواچوي او هلته يې زېرمه کړي. ښووند بايد اوچته موخه ولري او هغه داچې د زدکړیال انديز – فکري ځواک وروزي او د ابتکار (نوښت) ځواک يې راژوندى کړي.

دوه ډوله علم

حضرت اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب وايي: العلم علمان (او د يو بل نقل له مخې: العقل عقلان): مطبوع علم و مسموع علم (يا: مطبوع عقل و مسموع عقل) و لا ينفع السمعوع اذا لم يکن المطبوع[1]؛ يعنې علمونه دوه دي: يو اورېدل شوى؛ يعنې له بهره زده شوى او بل مطبوع علم.

مطبوع علم هغه دى، چې د انسان له خټې او طبيعته سرچينه اخلي؛ هغه علم، چې انسان له بل څخه نه وي زده کړى؛ نو څرګنده ده، چې نوښت يې دى. بيا وايي: (( و علم مسموع))؛ که علم مطبوع نه وي؛ نو ګټه نه لري او واقعا هم داسې ده.

دا به درته تجربه شوې هم وي؛ داسې کسان شته چې هډو مطبوع علم نه لري، چې ددې چار سرچينه ناوړه علم او ناوړه روزنه وي؛ نه داچې وړتیا يې نه درلوده. ښوونه او روزنه يې داسې نه وه، چې مطبوع ځواک يې په حرکت راولي او و يې روزي.

پخوانى ښوونيز غونډال او د عقل روزنه

پخوانى ښوونيز غونډال هم داسې و. ليدل مو، څه چې په کتاب کې ول؛ هغه يې ټکى په ټکى په ماغزو کې ساتل او يوازې هغه يې يادول، چې له ښووند يې اورېدلي ول او بې له دې معلوماتو، چې هر څه ترې وپوښتې؛ په هېڅ نه پوهېږي او معلومات يې يوازې همدا مسموعات/ اورېدول شوي دي؛ نو ګورئ، چې عالم دى؛ خو ماغزه يې جاهل دي. عالم دى؛ خو ماغزه يې د جاهل دي.[2]

وړاندويونکى او پاچا

مشهوره خبره ده_البته افسانه ده_ يو وړاندويونکي د وړاندويينې پوهه خپل زوى ته هم ورزده کړې وه. دې سړي په خپله د پاچا په دربار کې ښه معاش درلود او دا علم يې ځکه خپل زوى ته ورښوولى و، چې روسته ترې په دربار کې زوى يې په دې منصب کېني. يوه ورځ يې خپل زوى پاچا ته بوت. پاچا غوښتل و يې ازمايي. هګۍ يې په لاس کې ونيوه، ورته يې وويل: زما په لاس کې څه دي؟ هغه چې خپل حسابونه وکړل؛ پوه نه شو، چې څه دي. لومړى يې وويل: منځ يې ژېړ او شاوخوا يې سپينه ده. تر فکر روسته يې وويل: دا د ژرندې تيږه ده، چې په منځ کې يې ورته ګاځرې اچولې دي. د پاچا ډېر بدې راغى او د هلک پلار ته يې وويل: دا څه علم دى، چې تا ورزده کړى دى؟ پلار يې وويل: ما علم ښه ورښوولى؛ خو دى عقل نه لري؛ لومړى خبره يې د علم له مخې وکړه او دويمه يې (چې مخکې سره تطبيقوله) د بې عقلۍ له مخې وکړه؛ شعور يې کار و نه کړ، چې د ژرندې تيږه د انسان په لاس کې ځايېږي که نه، چې دلته بايد انسان عقل وکاروي.

معيار خو له ډېرو ښووندانو زده کړه نه ده

په علماوو کې مې هغه هډو نه خوښېږي، چې وايي: دېرش کاله مې له پلاني زده کړه کړې او شل کاله مې له پلاني زده کړې کړې وې. يو عالم، چې دېرش يا څلوېښت کاله يې يوازې زده کړه کړې؛ نو هډو يې ځان ته د فکر کولو وخت نه دى پرېښى؛ ټول عمر يې يوازې له نورو په زده کړه تېر کړى او نور پکې دومره ځواک نه دى پاتې، چې فکر پرې وکړي.

د انسان ماغزه د انسان د معدې په څېر دي. د انسان معده بايد له بهره په خپله اندازه خواړه واخلي او په خپلو افرازاتو او انزايمانو يې جوړه کړي او بايد دومره تش ځاى ولري، چې په اسانۍ وکړاى شي خواړه لاندې باندې کړي، چې انزايمونه او تیزابي افرازات اغېز پرې وکړي او انرژې ترې توليد کړي؛ خو که يوې معدې ته تل خواړه ورواچول شي او هډو ځاى پکې پاتې نشي؛ نو د هضم بهیر به ستونزمن شي.

د انسان ماغزه هم هرومره همداسې دي. په ښوونه او روزنه کې بايد زدکړیال ته د فکر کولو وخت ورکړاى شي او فکر کولو ته وهڅول شي.

د اجتهاد مفهوم

د ارواښاد حجت وينا ده: واقعي اجتهاد هغه دى، چې کله انسان له داسې مسلې سره مخ شي، چې پخوا ورته نه وه ورپېښه شوې او په يو کتاب کې يې هم نه وي لوستې؛ نو سملاسي وکړاى شي آرونه پرې تطبيق او استنتاج کړي؛ خو که چا يوه خبره له بل زده کړې وي، چا وويل او ما زده کړل؛ نو دا اجتهاد نه دى.

اجتهاد نوښت دى او داچې انسان په خپله فرع پر اصل رد کړي. تل مجتهدين لوړکچي مقلدين وي. وينئ په څو پېړيو کې يو کس راپيدا کېږي، چې په آرونو کې بدلون راولي؛ پر ځاى يې نوي آرونه راوړي او نوي قواعد ابداع کوي، بيا نور مجتهدين ترې لاروي کوي. اصلي مجتهد هماغه يو دى او دا نور يې د مجتهد په بڼه مقلدين دي، چې کچه يې یو څه لوړه ده. رښتونی مجتهد په هر علم (ادبيات، فلسفه، منطق، فزيک، رياضي او. . . . ) کې همداسې دى.

وينئ، چې په فيزيک کې يو کس يو فيزيکي ښوونځى جوړوي او د فزيک ټول علما لاروي ترې کوي او تابع يې دي؛ خو واقعي مجتهد هغه دى، چې منلوړ نوى ښوونځى رامنځ ته کړي او افکار د ځان تابع کړي.

خو تفکر بې له ورښوونې او راښوونې ناشونى دى. د تفکر/ اندنې اریزه تومنه ښوونه او تعلم دى (البته زموږ مطلب عقلاني اندنه ده او اوس د وحې له مسلې سره کار نه لرو) او داچې اسلام وايي: ((تفکر عبادت دى)) بې له دې دى، چې راښوونه عبادت دى.

 دا دوې مسلې دي، چې يوه د ښوونې او راښوونې په هکله ده، چې ښوونه عبادت دى، راښوونه عبادت دى او يوه د تفکر په هکله ده، چې تفکر عبادت دى او څه چې د تفکر په هکله لرو، تر راښوونې ډېر دي. د بېلګې په توګه: افضل العباد التفکر. افضل العبادة ادمان التفکر فى الله و فى قدرته[3]؛ يعنې غوره عبادت د الله تعالی او د هغه د ځواک په هکله تفکر دى. يا: لا عبادة کالتفکر[4]؛ يعنې هېڅ عبادت د تفکر په څېر نه دى.((کان اکثر عبادة ابى ذر التفکر[5]))؛ يعنې د حضرت ابوذر (رض) ډېرى عبادت تفکر و او په دې هکله ډېر روايتونه او آيتونه شته چې بې د راښوونې له مسلې دى.

 په تفکر هم انسان له خپل فکره پایله اخلي او هم خپل فکر ته وده ورکوي او قرآن حکيم کې هم د تفکر او تعقل په اړه خورا سپارښتنې کړې دي.

تعليم او تعلم ته د اسلام رابلنه

بله مسله د علم او تعلم ده، چې انسان یې بايد له نورو څه زده کړي. بايد د اسلامي پوهې او ښوونو د بريدونو په اړه خبرې وکړو، چې اسلام غواړي، کوم علم غواړي او داچې د وحې په ړومبيو آيتونو کې وايي:

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ. الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ[6] = ولوله! د خپل پالونكي په نامه ، چې (هر څه يې) شته كړي دي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. ولوله، چې ستا پالونكى (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [پالونكى] چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده. ))

نو دا آيت تر ټولو ستر ګواه دى، چې اسلام علم ته څومره ارزښت ورکوي: الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. قلم د ليک لوست ښکارندوى دى.

((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ[7]=ایا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي، يو شان دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي. ))

((وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا[8]= او پوهانو وويل: (( پر تاسې افسوس، الهي ثواب هغوى ته غوره دى، چې ايمان يې راوړى او نېكې چارې يې کړي وي.))

همداراز رسول الله صلى الله عليه آله وسلم وايي:

(( بالتعليم ارسلت[9] =زه تعليم ته رالېږل شوى يم. ))

مشهوره کيسه ده، چې رسول الله جومات ته راننوت او يوې ډلې عبادت کاوه او بلې تعليم او تعلم؛ نو و يې ويل: (( کلا هما على خير و لکن بالتعليم ارسلت=دواړه ښـه چارې دي؛ خو زه تعليم ته رالېږل شوى يم)) او بيا په خپله د تعليم او تعلم په ډله کې کېناست.

((هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ ایاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ=(الله) هغه دى، چې په نالوستو كې يې استازى په خپله د هغوى يو تن (د استازي په توګه) راپاڅاوه، چې د الله تعالی آيتونه ورته ولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت ور وښيي او که څه تردې له مخه په هډو څرګنده بې لارۍ كې وو[10])).

يُزَكِّيهِمْ له روزنې سره اړخ لګوي او په روزنيزو چارو پورې اړوند دى ((وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ)) اوس چې له کتابه هر مطلب وي، مطلق کتاب دى [يا قرآن] بالاخره کتاب او حکمت سره يوځاى شوي دي.

حکمت د حقيقت لاس ته راوړل دي، چې پکې ویېنه نشته؛ خو ویېنه پردې ده، چې څه حکمت دي او څه نه دي، چې صغروي ویېنه ده. د هر حقيقت لاس ته راوړو ته حکمت وايي.

((يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ[11] = (د الله تعالی) چې چا ته خوښه شي ( او وړ يې وګڼې ) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړه شي؛ نو په حقيقت کې ستر خير يې وركړى او( له دې حقايقو) يوازې د پوهې خاوندان پند اخلي.))

روښانه ده، چې اسلام په ټوليزه توګه تعليم او تعلم ته رابللي يو او موخه يې يوزاې داده، چې اسلامي امت بايد عالم وي.

 نبوي حديث دى: ((طلب العلم فريضة على کل مسلم )) چې دلته ((مسلم)) خصوصيت نه لري او د ((مسلمه)) پر وړاندې نه دى.

[يادونه: په عربي کې د مذکر صيغه د سړي لپاره ځانګړې شوې نه ده او د مذکر صيغه هغه مهال سړي ته ځانګړې کېږي، چې د مونث پر وړاندې راشي؛ خو چې کله د مونث پر وړاندې رانشي؛ نو د ټولو لپاره ده؛ لکه په قرآن کريم کې، چې راغلي: ((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ[12])) ایا دلته له ((الَّذِينَ يَعْلَمُونَ)) نه مطلب دادى: سړي، چې پوهېږي که کوم کسان، چې پوهېږي؟څرګنده ده، چې مطلب يې کوم کسان دي، چې پوهېږي.

 د ص سورت په ٢٨ آيت کې راغلي: (( أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ =ایا هغوى چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي وي، د هغه چا غوندې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا متقیان د بدكارانو غوندې كړو؟!))

دلته ټولې صيغې مذکرې دي؛ خو په ژباړه کې تاسې څه واست؟ (ایا هغو سړيو، چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي وي، د هغه سړيو غوندې كړو، چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهېزګاران د بدكارانو غوندې كړو؟!)؛ يعنې داسې ښځې له دې ويينې بهر دي؟

(( أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ))؛ نو ایاددې لپاره، چې ((متقين)) مذکره صيغه ده؛ نو ښځې پکې نه راځي يا داچې مطلب ترې کسان دي. تر وسه هيچا دا احتمال نه دى ورکړى (چې ددې آيت مطلب به داوي) ايمانوال او نېکچارې سړي، تر مفسدو سړيو غوره دي.

چې وپوښتي: ایا ايمانوالې او نېکچارې ښځې له مفسدو غوره دي که نه؟ ووايي، چې قرآن ددې په هکله حکم نه لري.

ایا د (حجرات/١٣) آيت: (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ= په حقيقت كې د الله تعالی پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى) ژباړه داده، چې په تاسې کې ډېر عزتمن سړي پرهېزګاران سړي دي او د ښځمنو خبره پکې نشته او که له ((ستاسې)) نه مراد انسانان دي؟ او په اخلاقياتو کې هم داسې ده؛ يعنې په عربي کې داسې نه ده، چې نارينه وو او ښځمنو ته اعم يوه صيغه وضع شوې وي؛ يعنې د سړي لپاره ځانګړې صيغه او ښځمنو ته ځانګړې صيغه؛ بلکې هغه صيغه هم که اعم د سړي لپاره وي؛ همدا “صيغه مذکره” ده؛ نو که د (( و مسلمة کلمه هم نه وي؛ نو څوک نشي ويلاى، چې مفهوم عام نه دى او په ځينو روايتونو کې (( ومسلمة)) هم شته چې کمزوري روايتونه دي او عموم روايتونه هماغه ((طلب العلم فريضة على کل مسلم )) دي.

او ایا د (( المسلم من سلم المسلمون من لسانه و يده [13])) په حديث کې ((المسلم)) د سړي لپاره ځانګړى دى که ښځې او سړي دواړه لپاره دى؟ او ایا د حديث مانا داده: مسلمان سړى هغه دى، چې مسلمان سړي يې له ژبې او لاسه خوندي وي او نه يې دي ويلي، چې د مسلمانې ښځې له لاس او ژبې هم مسلمان سړي او ښځې خوندي وي؟!

مشهوره کيسه ده، چې يوې ښځې د پېغمبرۍ دعوا وکړه؛ نو هغه يې بندي کړه، دا دعوا دې د اسلام له آرونو مخالفه ده. و يې ويل: رسول الله وويل: ((لا نبى بعدى )) او نه يې دي ويلي: ((لا نبية بعدى)) او نه يې دي ويلي: (( لا نبى و لا نبية بعدى)) او (( نبى)) مذکر دى او پېغمبر نه دي ويلي، چې ښځمنه پېغمبره به تر ما روسته نه راځي.

که دا خبره سمه وي، چې مذکرې صيغې نارينه وو ته ځانګړې وي؛ نو د ښځې استدلال سم دى او که کومه ښځه د پېغمبرۍ ادعا وکړي؛ نو بايد ووايو، چې په اسلام کې ددې دليل د بطلان لپاره دليل او ان کوم آيت نشته او ان آيت شته، چې وايي: ((وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ[14])) نه داچې ((خاتم النبيين و النبيات))؛ نو د قرآن کریم آيت هم دليل نه دى؛ نو بايد ووايو: موږ په اسلام کې هېڅ دليل نه لرو، چې تر حضرت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) روسته به ښځمنه پېغمبره نه راځي؛ خو اړنګ نشته دلته ښځمنه او نارينه اوڅار نه دي.

کوم علم؟

د تعليم او تعلم په چار کې اریزه خبره داده، چې موږ وګورو، ددې مطلب بریدونه څه دي؟ ځينې علمونه “فرض عيني” دي؛ يعنې په خپله هغه علم د يوې ګروهې په نامه، هغومره چې د ايمان شرط يا سريزه ده، پر هر مسلمان لازم او فرض دى؛ لکه “معرفة الله، علم باالله و ملائکته و کتبه و رسله و اليوم الاخر”؛ ځکه په اسلام کې ايمان ((عن علم)) ته ورمات دى، نه ((عن تقليد)) ته. دا علم “فرض عيني” دى. دا خبره ټولو علماوو کړې ده؛ نو څرګنده ده، چې ((طلب العلم فريضة )) په هغو علمونو کې شامل دى، چې د ايمان له شرايطو دي. اوس بايد پوه شو، چې د [علم فريضه] څه ده؟

په علماوو کې يوه ویېنه ده، چې هغه کوم علم دى، چې فريضه ده؟ فقها وايي: مطلب يې د فقې علم دى، چې د عمل سريزه ده. د اخلاقو علماء وايي: د اخلاقو علم ترې غوره دى او د تفسير علما وايي: د تفسير او کتاب الله علم تر ټولو غوره دى.

د ويينې ځاى نه پاتېږي؛ ځکه علم يا په خپله موخه ده او يا د موخې لپاره سريزه ده. چېرې چې پخپله موخه وي؛ فرض دى؛ لکه د دين آرونه او په کوم ځاى کې چې هم په خپله موخه نه وي او کومه اسلامي موخه ورته ځنډ وي، د فرضو د سريزو له پلوه فرضېږي.

په خپله فقهاوو ويلي، چې د مسايلو زده کړه “سريز واجب “؛ خو “واجب تهيوي” دي او په څرګندنه- اصطلاح “واجب نفسي تهيوي” دي؛ يعنې څه چې پر موږ واجب دي، عمل کول دي. د بېلګې په توګه: موږ بايد لمونځ وکړو؛ خو دا که انسان وغواړي، سم صحيح لمونځ وکړي؛ نو بې د لمانځه پر مسايلو له پوهېدو ناشونې ده؛ نو ددې لپاره، چې انسان لمونځ کولو ته چمتو شي؛ يعنې سم صحيح لمونځ وکړي؛ نو واجب ده، چې ځان د لمانځه پر چارو پوه کړي.

دا خبره يوازې په لمانځه او روژې پورې ځانګړې نه ده؛ په اسلامي دندو کې که هره دنده علم ته اړتيا ولري؛ نو د “واجب نفسي تهيوي” په نامه هماغه علم پرې فرضېږي؛ يعنې هغه فرض، چې موږ بل فرض ته چمتو کوي؛ يعنې هغه فرض يو ډول “سريزي فرض” دى.

د اخلاقو علم هم طبعاً “واجب نفسي تهيوي” دى. اسلام له موږ ((يزکيهم)) غواړي؛ د نفس تزکيه غواړي، چې بې له علمه ناشونې ده؛ نو د اروايي او اخلاقي چارو پوهه د نفس د تزکيې د سريزې په توګه لازمه ده.

موږ بايد له قرآنه ځینې احکام زده کړو؛ نو څرګنده ده، چې د قرآن او تفسير زده کړه ورته فرض ده. چې موږ پر عيني فرضو سربېره کفايي فرض هم لرو؛ يعنې هغه فرضونه، چې د کار د وېش پر بنسټ تر سره شي؛ لکه د رنځورپوه (طبيب) شتون په کار دى؛ نو طبي زده کړې فرض کفايي دي او څوک هم بې علمه رنځورپوهېداى نشي؛ نو بايد علم يې زده کړي.

 اسلام وايي: رنځورپوه په کار دى؛ نو څرګنده ده، چې سريزه يې هم بايد چمتو شي؛ نو داده، چې طبي زده کړې فرض کفايي دي.

بریدونه يې څه دي؟ ټاکلى حد نه لري. په هر وخت کې څومره چې شونې وي؛ نو هماغومره په کار دى. په يو وخت کې خلکو ته په کار وو، چې د “ابو علي سينا بلخي” د “قانون” کتاب ولولي؛ خو نن ترې غوره راغلي، چې بايد وويل شي.

بله بېلګه يې سوداګري ده. ایا د اسلام په وټيز غونډال کې د داسې منځګړې ډلې شتون تایید او تثبيت شوى، چې توکي له توليده تر مصرفه ورسوي؟که تایید شوې وي؛ نو د سوداګرۍ د علم زده کړه هم فرض ده.

بله بېلګه: قرآن شريف وايي:

((وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ[15]= او څه مو چې له وسې پوره وي، د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه(چمتو كړئ)، چې د الله تعالی او خپل دښمنان پرې ووېروئ.))

ایا د ((تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ)) هومره ځواک چمتو کول فرض دي که نه؟ هو! فرض دي؛ خو دا کار په خپله نه کېږي او په بيلچه خو ځواک نه جوړېږي؛ ځواک جوړول لار لري او لار يې هم پوهه ده. تر کومه حده؟ هماغومره، چې په بېلابېلو وختونو کې ((تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ)) وکړي.

نو د ((طلب العلم فريضة على کل مسلم)) مسله روښانه ده؛ ځينې پوهې عيني فرض دي، چې پر هر وګړي فرض دي او ځينې پوهې فرض کفايي دي او په دې اعتبار، چې د يو فرض (کفايي) سريزه ده او فرضي سريزه ده؛ نو فرض ده؛ نو اړنګ نشته چې ځينې وايي: يوازې ديني علم فرض دى؛ يعنې هغه علم، چې موضوع يې ديني چارې وي؛ يعنې په خپله د دين زده کړه؛ نه داچې د دين زده کړه يو علم دى او هغه بل علم دى، چې انسان پرې خپله ديني دنده ترسره کوي او په دې پورې ځانګړې نه ده، چې خلک بايد يوازې دين زده کړي او هغه څه زده نه کړي، چې ددين پلي کول ورته ځنډ وي او په خپله دين، چې بايد زده کړي؛ يوه برخه يې ” خپلواک فرض ” او عيني دى ( لکه معرفة الله) او بله برخه يې “سريزي فرض ” ده (لکه د لمونځ د احکامو زده کړه. )

 چا ويلي، چې بايد دين زده کړو؟

اسلام نه دي ويلي، چې دين زده کړئ؛ ويلي يې دي: په دين عمل وکړئ؛ خو په دين عمل بې له زده کولو يې ناشونې ده؛ نو دين بايد زده کړو، چې عمل پرې وکړو او په هغه نورو چارو کې هم، چې دين زموږ پر اوږه ايښي [ د ټولنې د اړتيا رنځورپوه]؛ نو څرګنده ده، چې څو مو دندې نه وي زده کړې؛ عمل هم پرې نه شو کړاى؛ بايد دنده زده کړو، چې عمل پرې وکړو.

نو موږ تر دم ګړۍ دوې چارو ته اشاره وکړه: يو داچې په اسلامي ښوونه او روزنه کې فکري ودې او تعقل ته خورا ارزښت ورکړ شوى دى او بل داچې په خپله تعليم (ته هم خورا ارزښت ورکړ شوى دى) هم ټاکلي بريدونه نه لري، چې ووايو د کلام علم څنګه؟ د تفسير علم څنګه؟ د اخلاقو علم څنګه؟ رياضيات څنګه؟فزيک څنګه؟ اسلام نه دى راغلى، چې وټاکي کوم علم زده کړئ او کوم علم مه زده کوئ، اسلام ځینې احکام لري، چې بايد پلي شي، چې پلي کول يې د ځینې نورو څيزونو زده کولو ته ځنډ دي.

 

د انسان عقلاني روزنه

عقل بايد چاڼوونکى وي

روايت[16] دى چې مشهور متکلم “هشام بن حکم” له حضرت موسى بن جعفر نه نقل کړى، چې امام پکې د زمر د سورت په ١٧ او ١٨ آيتونو استناد کړى، چې يوه برخه يې درته وايم.

((فَبَشِّرْ عِبَادِ. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ = زما بندګانو ته زېرى وركړه؛ هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دا هغه خلك دي، چې الله تعالی ورته سمه لار ښوولې ده او يوازې همدوى عقلمن دي.[17]))

هېښنده آيت دى: زما بندګانو ته زېرى وركړه؛ هغو ته چې خبره اوري[18]. بيا څه کوي؟ چې څه يې اورېدلي، پرې باور کوي يا ټول له بېخه نه مني؟ ((فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ)) کره کتنه، شننه او ارزونه يې کوي او هغه ټاکي، چې غوره دى او بيا په غوره انتخاب شوي عمل کوي. بيا وايي: دا هغه خلك دي، چې الله تعالی ورته سمه لار ښوولې[19] وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ = او يوازې همدوى عقلمن دي. دا هېښنده بلنه ده.

امام، هشام ته وايي: هشامه! الله تعالی د عقل او پوهې خاوندانو ته زېرى کړى او ويلي يې دي: (( َبَشِّرْ عِبَادِ. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ.))

 له دې آيت او روايته په ګوته کېږي، چې د عقل يوه څرګنده ځانګړنه همدا توپيرول او بېلول دي؛ د دروغو او رښتياوو توپيرول، د کمزورې او پياوړې خبرې توپيرول، د سوليز-منطقي او ناسوليز-نامنطقي خبرې توپيرول او په لنډه توګه چاڼول دي.

 عقل هغه مهال انسان ته عقل دى، چې چاڼوونکى(غلبېل) ترې جوړ شي؛ يعنې څه چې ورته راننوځي؛ يو له بله يې بېل کړي او هغه يې په کار نه راځي، ګوزار يې کړي او هغه يې چې په کار راځي، و يې ساتي.

روايت دى: د انسان د جهالت لپاره همدا بس، چې څه اوري؛ نورو ته يې اوروي[20](خوش باوري).

 ځينې د ټيپ او ګرامافون ځانګړنه لري، څه چې له نورو اوري، پرې ډکېږي او همدا خبره کټ مټ په بل ځاى کې نورو ته اوروي، بې له دې، چې تشخيص يې کړي، چې اورېدلې خبره سمه ده، که غلطه. انسان ډېر څه اوري، چې ډېر لږ يې د منلو او اورولو وړ وي. ځينې عالمان دي (هغوى چې ډېر عالمان دي) تر عالموالي ډېر عقلمن دي. په دې مانا عالمان دي، چې پراخه معلومات لري او ځکه لږ عاقلان دي، چې هر څه په هر ځاى کې له هر چا اوري، راټولوي يې او هېڅ توپير هم ورته نه لري او ټول بېرته راوباسي، بې له دې، چې فکر وکړي خبره يې له واقعيت سره اړخ لګوي که نه؟ او هېښنده خو داده، چې په اسلامي روايتونو کې راغلي: راوي بايد نقاد وي او چې هر څه اوري، رانقل يې نه کړي.

د ابن خلدون نيوکه

“ابن خلدون” په خپله سريزه کې پر ځينو تاريخپوهانو نيوکه کوي، چې دوى د تاريخ په رانقلولو کې يوازې د سند په صحت پسې دي، چې تاريخ پلاني رانقل کړى او هغه هم معتبر سړى دى.

 بيا وايي: مخکې له دې، چې د مضمون په صحت پسې وګرځو، لومړى بايد دا فکر وکړو، چې دا مطلب له سول- منطق سره اړخ لګوي که نه؟

 بيا مثال ورکوي او وايي: دوى ليکلي ول، چې کله حضرت موسى (علیه السلام) له سينده تېرېده، دوه سوه او پنځوس زره فرعوني سرتېري ورپسې ول. دا بايد وشمېرل شي، چې د “اسرائيل” ځوځات ټول د حضرت يعقوب (علیه السلام) او د يو سړي ځوځات دى او پينځه که شپږ کهوله هم ډېر نه وو تېر شوي. فرض به کړو، چې څلور پېړۍ تېرې شوې وې. چې کله وايو دوه نيم لکه سرتېري ول؛ نو لږ تر لږه بايد ووايو، چې دوى يو ميليون نفره ول، چې دوه نيم لکه يې سرتېري ول، سره له دې، چې فرعون به د دوى زامن وژل:

((يُقَتِّلُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ[21]= ستاسې زامن يې وژل او ښځې [= لوڼې] يې (چوپړ ته) ژوندى پرېښوولې))

له دې دومره وژنو سره ایا داسې خبره شونې وه؟

ابن خلدون وايي: تاريخپوهانو دې ټکي ته هډو فکر نه کاوه، چې کومه پېښه را اخلي، له عقل سره اړخ لګوي که نه؟

د خبرې کره کتنه

 بله موضوع د خبرې د شننې ده، چې دې موضوع ته نږدې او له همدې آيت او ځينو احاديثو استنباطېږي؛ يعنې سم عناصر له ناسمو بېلول. داچې انسان په دوو خبرو کې سمه يې واخلي او ناسمه يې پرېږدي او د خبرې شننه او تجزيه سره توپير لري، چې انسان سمه يې واخلي او ناسم عناصر يې له منځه يوسي او د دومره تشخيص خاوند وي، چې ووايي: په دې خبره کې دا برخه سمه او دا ناسمه ده او دا هماغه مطلب دى، چې په روايتونو کې په کره کتنې او نيوکې تعبير شوى دى.

چې کله وايي: ((انتقد الدرهم يا: انتقد الکلام)) (چې په دواړو ځايونو کې کارېږي)؛ يعنې ((اظهر عيوبه و محاسنه)) [ د هغه درهم يا خبرې نيمګړتيا او ښېګڼه يې ښکاره کړه)؛ لکه چې سکه په محک وهي او د نږه توب کچه يې معلوموي، د خبرې نقدول؛ يعنې ښېګڼې يې له بديو بېلول.

په دې هکله ډېر او هېښنده احاديث لرو. له حضرت عيسى مسيح(علیه السلام) روايت شوى، چې وايي: ((خذ الحق من اهل الباطل و الا تاخذ الباطل من اهل الحق.)) ظاهراً خو دلته دې ته اشاره ده، چې د وينا ويوونکي ته پام مه کوئ؛ وينا پېژنداي وسئ، د خبرې پر ويونکي ډډه مه وهئ؛ کېداى شي حق له باطلوالو واورئ او کېداى شي باطل له حقوالو واورئ او ګواه مې دا روستۍ غونډله ده، چې وايي: (( کونوا نقاد الکلام[22])) د خبرې صراف وسئ.

امام موسى بن جعفر په دې هکله وايي:

الله تعالی خپل حجتونه په عقل پر خلکو اکمال (اتمام) کړي او له پېغمبرانو سره يې په وينا مرسته وکړه او په دلايلو يې خپل ربوبيت ورښوولى.

بيا امام دا آيتونه وويل:

((وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ[23]=او ستاسې الله تعالی، همدا ايکې يو الله تعالی دى، بې له هغه بل خدای نشته (چې هغه) بښونكى (او) لوروونکى دى ( د عام او خاص رحمت لرونكى دى ). ))

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لایاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ[24] =سکه د اسمانو او ځمكې په پنځون كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې، په هغو بېړيو كې چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې الله تعالی له پاسه را اوروي او مړه ځمكه پرې را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خواره كړي دي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې، چې د اسمانو او ځمكې ترمنځ د امر تابع دي (؛ نو دا) هغو خلکو ته (د يوه پاک ذات) بې شمېره نښې دي، چې عقل لري او له پوهې كار اخلي.

پای ويني

 د عقل يوه بله ځانګړنه، راتلونکې ته پام دى، چې بايد د وګړيو د روزنې بنسټ وي، چې په اسلامي روزنه کې پرې خورا ډډه هم وهل شوې، چې ځان په ((اوس)) کې مه بندوئ او راتلونکي ته پام وکړئ او د کار پايلې او عاقبت ته مو پام وسه.

يوه سړى رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ته ورغى، و يې ويل: د الله تعالی استازيه! نصيحت راته وکړه. آنحضرت وويل: که نصيحت درته وکړم، و به يې منې؟ و يې ويل: هو! آنحضرت بيا وويل: که نصيحت درته وکړم؛ نو منې به يې؟ و يې ويل: هو! آنحضرت بيا هماغه خبره وکړه. دا درې ځل تکرار ددې لپاره و، چې خبرې منلو ته يې چمتو کړي او همداچې درې ځل يې منښته ترې واخسته او چمتو يې کړ، ورته يې وويل: د هر کار هوډ، چې کوې، پاى او عاقبت ته يې پام کوه او همدا خبره په اسلامي ادبياتو کې د ((پای وینۍ))په نامه راغلې، چې د “مولانا جلال الدين بلخي” په “مثنوي” کې هم اشاره ورته شوې:

اين هوا پر حرص و حالى بين بود عقل را انديشه يوم الــــــدين بـــود

هرکه آخربين بود او مؤمــــن است  هر که آخوربين بود او بيدن است

د عقل او علم يوځاى والی

بله مسله داده، چې بايد عقل او علم يو له بل سره وي. که انسان تفکر وکړي؛ خو اطلاعات يې کمزوري وي؛ نو د هغه کارخانې په څېر به وي، چې يا يې خام/ اومه توکي لږ يا يې نه لري؛ نو قهرا نشي کړاى کار وکړي يا محصول/ یېبره يې لږه وي او محصول په دې پورې اړه لري، چې کارخانې ته اومه توکي ورسي او که کارخانه اومه توکي ډېر ولري او که کار و نه کړي؛ نو بيا هم ماته ګوډه ده او توليدات به نه لري.

امام صادق وايي: هشامه! عقل او علم بايد يو ځاى وي. و مو ويل: علم زده کړه او لاس ته راوړنه ده، د خامو توکيو د لاس ته راوړو په شان ده؛ عقل، تفکر استنتاج او شننه ده.

 بيا امام د عنکبوت سورت په ٤٣ آيت استنباط کوي: ((وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ = دا مثالونه دي، چې موږ يې خلكو ته وايو؛ خو يوازې پوهان پرې پوهېږي. ))

ګورئ، چې څرنګه عقل او علم سره يو ځاى شوي دي.

له ټولنيزو دودونو د عقل آزادول

بله مسله د چاپېريال، عرف او روږد له اغېزو او په نننۍ څرګندنه له دودونو او ټولنيزو روږدونو له ټولنيزو دودونو د عقل آزادول.

((وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللّهُ قَالُواْ بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ [25]= او چې كله وويل شي: ((څه چې الله تعالی نازل كړي، لاروي يې وكړئ. )) وايي: (( موږ د خپلو پلرونو پر لار ځو. )) (ښه نو ) كه پلرونه يې، پرڅه نه پوهېدل او سمه لار يي نه وه ميندلې؛ ( نو بيا به هم ورپسې ځئ. ) ))

قرآن کريم هغه کسان رټلي، چې له تېرو او پلار نيکونو په پټو سترګو لاروي کوي او تعقل او فکر نه کوي. له دې رټنې، د قرآن شريف موخه څه ده؟

 د قرآن موخه روزنه ده، چې خلک راويښ کړي، فکر وکړي او عقل وکاروي او په دې هکله هم په قرآن شريف کې خورا آيتونه راغلي، چې خلک يې په پټو سترګو د پلار نيکه له لاروۍ ژغورلي دي او د الله تعالی هر استازي به، چې خلکو ته دا بلنه ورکوله؛ نو د ټولو ځواب به دا و:

 ((بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِم مُّهْتَدُونَ=بلکې وايي: (( په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي دي او موږ يې پر پلونو روان يو. ))

سره له دې، چې پېغمبران په بېلابېلو ټولنو کې راغلي ول، چې د دودونو له پلوه يې سره توپير درلود او په هره ټولنه کې ځانګړې ستونزې وې؛ خو د پلار نيکه له دودونو لاروي پکې شريک رنځ و او ټولو به ويل: ته ولې، موږ د پلار نيکه له دودونو منع کوې؟؛ خو اپوټه پېغمبرانو به خلک فکر کولو او تعقل ته رابلل او ويل يې: پلار نيکونه مو چې هر څنګه ول، عقلونو يې کار نه کاوه او نه پوهېدل؛ نو بيا هم ورپسې ځئ: ((أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ))

امام صادق او دودیز سړى

مشهوره کيسه ده، چې امام صادق له يوه ملګري کره ولاړ، چې ډېر وړکى کور يې درلود او دى داسې سړى و، چې امام صادق پوهېده، چې د ښه کور د درلودو وس لري. امام وويل: ولې په دې کور کې ژوند کوې؟ (( د انسان یوه نېکمرغي، د پراخه کور درلودل دي[26])).

 سړي وويل: دا کور راته له پلار نيکه پاتې دى او زړه مې نه غواړي، ترې ووځم.

 امام وويل: که فرض کړو، چې پلار دې شعور نه درلود؛ نو ته دې هم د پلار د بېشعورۍ بنديوان يې؟ ځه ولاړ شه او پراخه کور واخله.

په اکثريت پسې نه تلل

))وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ إِن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ[27] = او كه ته د ځمكې پر مخ د ډېرى خلكو خبرې ومنې (؛ نو) د الله تعالی له لارې به دې بې لارې كړي (؛ ځكه) هغوى يوازې په (خپلو) ګومانو پسې ځي او يوازې اټکليان دي.))

انسان بايد داسې نه وي، چې په ډېرى خلکو پسې روان وي او وانګېري، چې همدا سمه لار ده، چې دا خو هماغه تقليد او لاروي ده؛ لکه څنګه چې انسان طبعاً په نورو پسې لاروۍ لپاره راښکودل کېږي؛ نو طبعا له اکثريته لاروۍ ته راښکودل کېږي او قرآن پر هغه څه نيوکه کړې، چې انسان ورته راکښل کېږي او وايي: او كه ته د ځمكې پرمخ د ډېرى خلكو خبرې ومنې (؛ نو) د الله تعالی له لارې به دې بې لارې كړي.

حضرت علي وايي: (( د ښیون پر لار له دې مه وېرېږه ، چې لږ خلک پرې تللي دي[28]. ))

يو وخت مخ ته دوې لارې وي: پر يوه لار ډېرى خلک روان دي او پر بله لږ خلک روان دي؛ نو انسان ورخطا کېږي او وايي: پر هماغه ځم، چې ډېر خلک پرې ځي او چې څه پر نورو راځي پر ما به هم راځي؛ خو دلته د ديني مشرانو لارښوونه ده، چې لارپېژاندي وسئ! اکثريت مانا نه لري.

د نورو له قضاوته مه اغېزمنېږئ:

دا سمه نه ده، چې انسان د ځان په هکله د نورو له قضاوته اغېزمن شي او انسان ته بايد د نورو قضاوتونه د تشخيص کچه و نه ګرځي.

ملا او طالبان

د “مولانا بلخي” په “مثنوي” کې مشهوره کيسه ده، چې د يوه ملا زدکړیالان له ملا ډېر تنګ شوي ول او غوښتل يې هر څنګه چې وي ځان ترې خلاص کړي؛ نخچه يې جوړه کړه او سبا ړومبى زدکړیال، چې راغى؛ ملا ته يې وويل: الله تعالی دې روغه سټه درکړي، رنځور يې. ملا: نه! رنځور نه يم، زه ولاړ شه کېنه. دويم راغى او و يې ويل: ملا صيب رنګ مو الوتى دى، رنځور خو نه يې. ملا: نه نارغه نه يم، ځه کېنه. درېیم راغى او همدا خبره يې وکړه، چې د ملا غړي سست شول او په شک کې شو، چې رنځور دى او هر زدکړیال، چې راغى همدا خبره يې وکړه، چې بالاخره ملا وويل: هو رنځور يم، وجود مې خوږېږي او پر ملا يې ومنله، چې رنځوره دى. زدکړیالانو وويل: اجازه راکړئ، چې پرهېزانه درته چمتو کړو او په کرار کرار يې ملا ته تلقين کړه، چې رنځور دى او په کټ کې يې کړ، چې زدکړیالانو هم همدا چار غوښته او زدکړیالانو ته يې وويل: زدکړیالانو زه نن رنځور يم، رخصت ياست او کورونو ته مو ولاړ شئ.

د خبرې مراد دادى، چې دې زدکړیالانو په تلقين ملا رنځور او د کټ يې کړ.

امام صادق هشام ته وايي: که تا غوزان درلودل او څوک دې مخې ته راته او درته يې ويل: هېښنده مرغلرې لرې، بيه يې څو ده؟ او ټول خلک درته ووايي، چې مرغلرې دي او ته پخپله پوهېږې، چې غوزان دي؛ نو د خلکو له خبرو مه اغېزمنېږه او که پرعکس که مرغلرې ولرې او ډېر خلک درته راشي، چې دا غوزان دې له کومه کړي؛ نو بيا هم بايد د خلکو له خبرو اغېزمن نشې؛ نو د خلکو پر ورمند- قضاوت ډډه مه وهه، ته لومړى تشخيص ورکړه، چې څه درسره دي، ايمان دې څه دى؟يقين دې څه دى؟ که و دې ليدل، چې هېڅ هم نه يې او خلک درباندې د ستر شخصيت ګروهه لري؛ نو مه تېروځه او د ځان د سمونې په فکر کې وسه او اپوټه که پر سمه لار روان يې او ډېرى خلک درته وايي، چې پر ناسمه يې؛ نو د چا په خبرو غوږ مه ګروه.

علمي اروا

داسې کسان شته چې علمي اروا لري؛ خو عالم نه وي او داسې کسان شته عالم وي؛ خو علمي اروا نه لري. رښتين عالم هغه دى، چې د علم ترڅنګ علمي اروا هم ولري.

 له علمي اروا مراد څه دى؟ مراد دادى: علم له حقيقت پلټنې سرچينه اخلي. الله تعالی انسان حقيقت پلټوونکى پنځولى دى؛ يعنې انسان غواړي په حقايقو هغسې پوه شي، چې دي او څيزونه هماغسې، چې دي، ويې پېژني او پوه پرې شي. که انسان ځان بې غرضه کړي او غواړي حقيقت هغسې رابرسېره کړي، چې دى؛ نه داچې حقيقت هغسې وي، چې دى يې غواړي (؛ نو په دې بڼه هغه د علمي اروا خاوند دى) يو وخت انسان له ځان سره يو مدعا فرض کړې ده، بيا غواړي حقيقت يې هغسې وي، چې دى يې غواړي، چې دا پخپله د بې لارۍ پیلامه ده. د “نجم” د سورت په آيتونو کې دا مطلب راغلى، چې د انسانانو د بې لارۍ يوه پیلامه داده، چې چارې په ځاني غوښتنو تشخیصوي.

الله تعالی د بې غرضو حقيقت پلټونکيو د ښیون ضمانت کړى دى:

((وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ[29]= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په ( لار كې) هلې ځلې وكړي؛ نو هرومرو به ورته خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله تعالی د نېكانو مل دى.))

علمي اروا؛ يعنې د حقيقت پلټنې، بې غرضۍ، بې تعصبۍ، بې جمودۍ او بې غرورۍ اروا. په ټولو روايتونو کې په دې خبره ډېر ټينګار شوى، چې عالم بايد تعصب و نه لري او داسې و نه وايي، چې څه ما وويل، هماغه سم دي. عالم بايد غرور و نه لري او فکر و نه کړي، چې ټول علم همدا دى، چې زه يې لرم؛ بلکې بايد ((وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً[30] = او تاسې ته يوازې د پوهې ډيره لږه برخه دركړ شوې ده) )) او دې خبرې ته يې پام وي، چې ډېر لږ حقيقت ورسره دى. پايله: هغوى چې علمي اروا لري، له “دليل” نه “مدعا” ته رسي.

 ديني طالبان وايي: موږ د دليل زامن يو، هر خوا چې دليل ځي، موږ هم ځو. دليل يې د مدعا پر لور کاږي؛ خو ددې مقابل ته هغه انسان دى، چې له مدعا نه دليل ته ځي؛ يعنې لومړى مدعا ټاکي او بيا په دليل پسې وځي.

ستر عالمان، چې علمي اروا لري، غرور يې ډېر لږ وي (يا يې نه لري) اسلامي روايت دى، چې: علم درې لوېشتې دى يا درې ټوټې دى يا درې پړاوه دى؛ په لومړي پړاو کې تکبر ته رسي او خيال کوي، چې د هستۍ له ټولو حقايقو خبر دى، په دويم پړاو کې پوهېږي، چې نه! داسې هم نه ده او ورو ورو کوشنى او لاندې کېږي او په درېیم پړاو کې پوهېږي، چې هومره نه پوهېږي، چې بايد پوه وي.

 نو په ښوونه او روزنه کې بايد متعلم ته علمي اروا ورکړه شي؛ يعنې يوازې بايد دې ته يې پام نه وي، چې پوه شي؛ بلکې بايد کوښښ وشي د حقيقت پلټنې روح پکې وروزل شي ( او له هغه رنځونو پاک شي، چې انسان له حقيقت پلټنې اړوي؛ يعنې تعصب، غرور، تکبر) او دا خويونه بايد له زدکړیال لرې کړاى شي، چې علمي اروا يې وده وکړي.

د وړتیاوو روزنه

په ټوليزه توګه روزنه له صنعت سره توپير لري او له همدې توپيره انسان کړاى شي د روزنې لوري وپېژني. صنعت “جوړولو” ته وايي. په دې مانا، چې په يو څيز کې څه څيزونه کموي او څه ترې کموي او د څيزونو ځواکونو ته اړيکه ورکوي او د انسان په مطلوب لوري کې پکې نښلوونې او پرېکونې کېږي؛ نو هله دا څيز د انسان له مصنوعاتو يو (جوړ کړاى شوى) مصنوع شي. فرض کړئ، چې له سرو زرو ګوتمه يا کوم بل زېور جوړوو؛ نو ورته بڼه ورکوو او ځانګړى حالت ورکوو، چې موږ ته مصنوع شي.

خو تربيت؛ روزنې ته وايي؛ يعنې د دننني “بالقوه” وړتیاوو “بالفعل” کول او روزل يې؛ نو روزنه يوازې د ژونديو ژويو؛ لکه انسان، څاروي او بوټي لپاره ده او که دا ټکى مو ناژونديو ته وکاراوه؛ نو مجازاً به مو کارولى وي؛ يعنې تيږه او اوسپنه، د بوټي، انسان او څاروي په څېر روزلاى نه شو. دا روزنه د ژونديو ژويو د دننني وړتیاوو زرغونولو ته وايي، چې يوازې د ژوندي ژويو په هکله صدق کوي او له همدې ځايه جوتېږي، چې روزنه بايد د فطرت تابع وي؛ يعنې د هماغه څيز د طبيعت او خټې تابع وي.

 که غواړو يو څيز زرغون کړو بايد هڅه وکړو، چې هماغه استعدادونه يې را برسېره شي، چې پکې دي؛ خو که په يو څيز کې يو استعداد نه وي؛ نو څرګنده ده، چې څه نه وي نو روزلاى يې هم نه شو.

 د مثال په توګه: په چرګ کې د ليک لوست استعداد نشته؛ نوځکه موږ چرګ داسې روزلاى نشو، چې د رياضي او هندسې سوالونه حل کړي او کوم استعداد، چې پکې نشته، څرنګه به يې رازرغون کړو او بيا له همدې ځايه څرګندېږي، چې وېره، ګواښ او وهل ټکول په انسان کې د روزنې لاملونه نه دي؛ لکه هماغسې، چې نه شوکړاى د ګل غوټۍ په زور ګل کړو، دلته زور کارجوړى نه دى او کومو څيزونو ته چې د ودې لپاره اړتيا لري؛ لکه خاوره، اوبه، رڼا او تودوخه يې ورته چمتو کړو، چې وده وکړي_يعنې له خپلې لارې_ هغه هم په نرمه او پسته_او که وغواړو په زور يو بوټى وروزو؛ نو پايله لاس ته راوړاى نه شو. (د روزنې) کلي په زور نه کېږي او د انساني روزنې له پلوه هم وېره او ګواښ د روزنې لاملونه نه دي.

زړه ته کتل

په نهج البلاغه کې په درېیو ځايو کې راغلي: زړه خوښه او لېوالتيا لري او هم مخکې او شاته تګ؛ نو کوښښ وکړئ زړه د خپلې خوښې او لېوالتيا له نظره وروزئ او زور پرې مه راوړئ او که زور پرې راشي؛ نو ړندېږي؛ يعنې ځان شا ته کوي.

په نهج البلاغه کې راغلي: (( لکه څنګه چې د انسان بدن ستړى کېږي او دمې ته اړتيا لري؛ د انسان زړه هم ستړى کېږي او دمې ته اړتيا لري (له زړه مراد روح دى)؛ نو په دې حالت کې درانده فکرونه پرې مه ورتپئ او خوشحالوونکي او په زړه پورې مطالب (لکه ادبيات) ور وړاندې کړئ، چې بېرته تازه دمى شي[31]. ))

په نهج البلاغه کې راغلي: (( چې و مو ليدل زړه مو تازه دى، لېوالتيا لري او ستړى نه دى؛ نو هله نفلونه هم پرې وکړئ او يوازې په فرض لمونځونو بسيا مه کوئ، ان عبادت هم په زړه مه ورتپئ او که تپلى وي؛ نو نه يوازې ښه اغېز نه لري؛ بلکې ناوړه اغېز هم لري[32]. ))

د “راسل” تعبير

راسل؛ فيلسوف، اديب او شاعر دى او په خپل کتاب (زناشويي و اخلاق ) کې يو تعبير لري او د ډار او ترهې له مخې روزنه يې د خرس له روزنې سره تعبير کړې او وايي:

((د ګناه حس، پښېماني او وېره بايد د ماشوم پر ژوند واکمنه نه وي. ماشومان بايد خوشحاله، په خندا او نېکمرغه وي او بايد د طبيعي چارو له پېژندو منع نه کړاى شي. ډېره روزنه یې په “سرکسونو” کې د خرس روزنه ګڼلې ده. پوهېږو، چې څنګه دې خرسونو ته ګډا ورزده کوي؛ هغوى پر يوه ګرمه اوسپنه دروي او بيا ورته شپیلۍ وهي، هغوى ګډېږي؛ ځکه که ودرېږي؛ نو پښې يې سوځي او همدا حالت له ماشومانو سره هم کېږي، چې مشران يې د جنسي چاروپه هکله رټي. دا رټنې د هغوى ماغزه ګډوډوي او په کوروالي کې يې بدمرغه کوي. ))

وېره؛ له سرغړونې د مخنيوي لامل

ایا وېره د انسان د روزنې او ودې لامل دى؟ ایا وېره د انسان روح ته وده ورکولاى شي؟ نه! وېره وده ورکوونکى لامل نه دى.

ایا له وېرې د ماشوم يا ټولنې په وده کې کار اخستاى شو؟ ایا وېره کړاى شي، د انسان روح ته وده ورکړي؟ نه وېره نشي کړاى وده ورکوونکى وي؟ ایا له وېرې د ماشوم او ټولنې د روزنې لپاره ګټه اخستاى شو؟ هو! خو نه د وړتیاوو د روزنې لپاره؛ بلکې د ماشوم او ټولنې له ځينو سرغړونو د مخنيوي لپاره ترې کار اخستاى شو؛ يعنې وېره کېنوونکې ده او د پرېوتو او پستو وړتیاوو له رازرغونېدو مخنيوى کوي.

ماشوم بايد پوه شي، چې ولې ګواښېږي او ولې هڅېږي؟

ماشوم بايد پوه شي، چې ولې ګواښېږي او ولې هڅېږي او که پوه نه شو؛ نو روح يې ګډوډېږي او نن په دې پوه شوي، چې د ماشوم بېځايه وېرول، ګواښول او وهل د ډېرى عقلي رنځوريو سرچينه ده.

دې مثال ته پام وکړئ: ماشوم په يوه غونډه کې د خپلې مور د ملګرې په غېږ کې ناست دى او ماشوم، چې نه پوهېږي، بايد متيازې و نه کړي او د ماشوم متيازې کول داسې دي؛ لکه اوبه څښل؛ نو توپير ورته نه کوي، چې د مور په غېږ کې متيازې کوي، که د مور د ملګرې په غېږ کې. ماشوم متيازې وکړې او مور يې ورته غوسه شوه او وهي يې؛ نو څرګنده ده، چې ماشوم نه پوهېږي دا وهل يې ځکه خوړلي، چې دلته دې ولې متيازې کړي؟ نو د ماشوم ماغزو ته ننوځي، چې بايد متيازې و نه کړي؛ نو پايله به يې دا وي، چې کله دا ماشوم متيازې کوي؛ نو ورخطا کېږي او د متيازو کولو پر مهال وېره پرې کېني او تردې روسته به تل له دې طبيعي کړنې وېرېږي او دا کېداى شي په دې ماشوم کې بدني او عقلي رنځورۍ را پېدا کړي او پيدا کوي يې هم.

 د ماشوم له نظره دا يو بې سوله – بې منطقه وېره ده؛ خو د مور له نظره يو سول – منطق لري.

په ډېرى روايتونو کې راغلي، چې کله به يې ماشوم د الله تعالی استازي ته په غوږ کې اذان يا دعا کولو ته راوست؛ نو د رسول الله په غېږ کې به يې چې متيازې کولې؛ نو موروپلار به يې ورته غوسه کېدل؛ خو رسول الله به ويل: مه غوسه کېږئ او ويل يې: ((لا تزرمو ))؛ يعنې د متيازې کولو مخه يې مه نيسئ او د خپلو ماشومانو په هکله يې ويل ((لا تزرمو على ابنى)) چې ماشوم په هر ځاى کې متيازې کوي؛ نو مخه يې مه نيسئ.

 هو!چې کله ماشوم بې له وهلو او ګواښولو پوه شو، چې پر قالينه يا توشک متيازې کول ښه کار نه دى او بيا يې له پوهې سره سره پر قالينه يا توشک متيازې وکړې؛ نو دا يې سرغړونه ده او له هغه څه سره ځېل دى، چې پخپله پرې پوهېږي؛ نو کېداى شي، په داسې حالاتو کې ورته ګواښنه ګټوره ده؛ خو که دې بريد ته نه وي رسېدلاى؛ ورته ګټوره نه ده.

په ټولنه کې هم که چېرې غټ سړى له قوانينو سرغړونه وکړي؛ نو تاوتريخوالى ورسره ګټور دى؛ نو سره له دې، چې ومو ويل: وېره او ګواښ د روزنې او د وړتیاوو د زرغونېدو لامل نه دى؛ خو د روزنې شرط دى او لازم لامل دى.

د روح د زرغونېدو پېر

په انسان کې د روزنې بنسټ بايد د روح زرغونول وي او د ژوند بېلابېل پېرونه له دې نظره توپير لري که نه؟

 هو! توپير لري. ځينې پېرونه د روح او وړتیاوو د زرغونېدو او ودې لپاره مناسب دي او دا پېر له اووه کلنۍ نه تر دېرش کلنۍ پورې ده، چې پردې دور په احاديثو کې هم ټينګار شوى، چې روح ته د وړتیاوو د زرغونېدو او ودې مناسب پېر ده.

د اسلام له نظره هغه څه دي، چې بايد وروزل شي؟

 انسان بدن او ځینې بدني ځواکونه او روح او ځینې روحاني ځواکونه لري (البته په کار نه ده، چې موږ روح او بدن دوه بېل جوهرونه و انګېرو) د ارواپوهنې د نومونو- اصطلاحاتو له نظره، هم بدني استعدادونه ځینې استعدادونه دي او هم روحاني استعدادونه ځینې نور استعدادونه دي.

د انسان روح بېلابېل استعدادونه لري، په واقع کې بېلابېلې څانګې لري، چې پر هر يو رڼا اچوو.

د اسلام له نظره د بدن روزنه

لومړى بايد پوه شو، چې په اسلام کې د بدن روزنې او غښتلتيا ته پام شوى که نه؟

 کېداى شي، څوک ووايي: نه! او پرخلاف خبره يې وکړي؛ ځکه موږ پوهېږو د جسم او بدن روزنه په اسلام کې رټل شوې ده؛ نو بدن بايد و نه روزل شي او په بله وينا: ځکه داسې انګېرل کېږي، چې د تربيت مفهوم روزنه ده؛ نو بدن بايد و نه روزل شي؛ ځکه په اسلام کې په ټوليزه توګه د جسم او بدن روزنه غندل شوې ده؛ خو دا يوه لفظي مغالطه ده. په اسلام کې په سم مفهوم سره د بدن روزنه، نه يوازې رټل شوې نه ده؛ بلکې ستايل شوې هم ده.

 د بېلګې په توګه: د اسلام له نظره ښه ده، چې انسان داسې کار وکړي، چې د سترګو نظر يې غښتلى شي که کمزورى؟

 اړنګ نشته، هغه کار ښه دى، چې د سترګو نظر ورسره غښتلى شي. په ډېرى احاديثو کې هم راغلي، چې پلانى کار مه کوئ؛ ځکه د سترګو نظر کموي، پلانى کار وکړئ، چې د سترګو نظر غښتلى کوي. د ديني مشرانو په دعاګانو کې هم راغلي: خدايه!څو ژوندي يو له سترګو، غوږونو او ځواکونو مې بې برخې نه کړې، په سترګو کې مې رڼا او په دين کې مې ليد واچوې.

د اسلام له نظره ایا ښه دى، چې انسان داسې کار وکړي، چې غاښونه يې غښتلي او روغ پاتې شي او که داسې کار وکړي، چې غاښونه يې ژر چينجن او وراسته شي، ددې لپاره چې د بدن روزنه یې ونشي؟

 څرګنده ده، چې لومړۍ خبره سمه ده. اسلام سپارښتنه کوي: مسواک ووهئ، چې غاښونه مو روغ پاتې شي او خلال وکړئ، چې غاښونه مو وراسته نشي او ويل شوي: که سبزي خورئ؛ نو پام وکړئ، چې په غاښو کې مو پاتې نشي، چې غاښونه خرابوي او د خوړو په هکله خورا سپارښتنې شوي، چې پلاني خواړه پښې غښتلې کوي، پلاني خواړه ملا غښتلې کوي او. . .

د بدن غښتلتيا د بدن د غښتلي کولو او روغ ساتلو په مانا دى، چې اسلام هم ورته رابللي يو. دا دومره سپارښتنې، چې شوي: ډېرخوري مه کوئ او د لږ خورۍ ګټې ويل شوي؛ د څه لپاره شوي؛ لکه (( معده د هر دردکور دى او لږ خوري د هرې درملنې سرچينه ده. ))

 په اسلام کې د ډېرو احکامو؛ لکه پاکوالى، غسل او صحي حکمونو فلسفه، بدني روزنه ده.

ځينې وخت د بدن روزنه د نفس روزنه وي. داچې وايو: اسلام له بدن روزنې سره مخالف دى؛ نو د نفس له روزنې سره مخالف دى او په بله وينا: موږ کله هم پر شهوتپالنه د بدنپالنې نوم ږدو، چې اسلام ورسره مخالف دى او ډېر نفس پالي دي، چې بدنونه يې کمزوري دي او د هغو بدنونه ډېر کمزوري وي، چې يوازې په نفس او شهوتپالنې پسې وي.

 د بدن روزنې ته ډېر زحمتونه په کار دي، چې په دې مانا د بدن روزنه له شهوتپالنې سره سمون نه خوري او اسلام له شهوت پالنې او نفس پالنې سره مبارزه کوي، چې موږ پرې د بدني روزنې نوم ايښى دى.

خو د يو چا ټول غم يوازې دا وي، چې بدن وروزي او غښتلى يې کړي؛ نو د کار نيمګړتيا يې په دې کې نه ده، چې بدن يې خرابېدو ته نه دى پرېښى؛ بلکې نيمګړتيا يې په دې کې ده، چې نورو اړخونو ته يې پام نه دى. په دې باب مثال ته غور وکړئ: يو ماشوم، چې تل لوبې کوي او د نورو چارو وخت هم په لوبو تېروي؛ نو ډېر به خپه شئ؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې مطلقاً د ماشوم له لوبو سره مخالف ياست؛ خو که همدا ماشوم يوه ورځ لوبې و نه کړي؛ نو رنځورپوه ته به يې وړئ؛ نو هغه انسان بد کوي، چې ټول وخت د بدن په روزنه ولګوي.

هندي لار نه يوازې داچې د بدن له روزنې، شهوت او نفس پالنې سره مخالفه ده؛ د بدن له غښتلتيا سره هم مخالفه ده او وايي: بدن او بدني ځواک بايد کمزورى وساتل شي؛ خو په اسلام کې داسې نشته او بدن روزل، اسلام ته موخه نه؛ بلکې مطلوب، وزله او شرط دى؛ يعنې که انسان غښتلى او روغ بدن و نه لري؛ نو غښتلى او روغ روح به هم و نه لري.

د انسان روحي وړتیاوې

له علمي پلوه بايد پوه شو، چې انساني وړتیاوې کومې دي؟ او انسان په خپل وجود کې کوم استعدادونه لري؟ بيا به وګورو، چې اسلام دې وړتیاوو ته پام کړى که نه؟ او ددې وړتیاوو په هکله څه سول-منطق لري؟

په دې هکله بېلابېل ښوونځي، بېلابېلې څرګندونې لري؛ خو ارواپوهان په دې هکله پراخ بنسټه معلومات لري او ما هم لاندې مطالب له يوې مجلې راخستي، چې په دې هکله يې کښلي ول:

روح څلور اړخ لري، چې مراد ترې څلور استعداده دي:

١_عقلي استعداد (علمي او د حقيقت پلټنې).

٢_اخلاقي استعداد ( اخلاقي وجدان) او دا په انسان کې يو اصيل چار ګڼي، چې د انسان فطرت داسې دى، چې اخلاقي پنځول شوى او داسې پنځول شوى، چې له نورو سره مينه، احسان او چوپړ يې وکړي او که بد کار وکړي، د مثال په توګه: ظلم وکړي؛ نو خپه کېږي. لنډه داچې هغه وجدان په ټولو کې شته چې انسان ځان له نورو او نور د ځان وګڼي.

 دا مسله له پخوا اوڅار وه، چې د نورو د چوپړ او پرې د زړه سوي جرړه په څه کې ده؟ ایا زموږ په فطرت کې جرړه لري که نه يوازې د ټولنې هڅونه او تلقين دى؟ او که زموږ په خټه کې ولري؛ نو د فطرت په کوم ځاى پورې اړوند ده؟ ایا زموږ په ځان غوښتنې په اړه لري؟؛ يعنې چې کله مو پر نورو زړه سوځي؛ په واقع کې په ځان مو زړه خوږېږي، چې هسې نه يوه ورځ زه هم داسې شم او که ناځانخبره يې چوپړ وکړو؛ نو مثال يې داسې دى، چې ځکه مو چوپړ کړى، چې که يوه ورځ زه هم د هغه په څېر شوم، چې هغه مې هم چوپړ وکړي؟ که نه! خبره بل شان ده او موږ بې له کوم غرض او مطلبه داسې پنځول شوي يو، چې له نورو سره احسان وکړو؟

٣_ ديني اړخ. په هغه مقاله کې يې ليکلي ول: په انسان کې ديني استعداد اصيل استعداد دى او د نمانځنې په حس يې تعبيروي او دا بې له حقيقت پلټنې او اخلاقي حسه يو بل حس دى؛ د نمانځنې حس يو مافوق او سپېڅلى حقيقت دى، چې انسان غواړي پر وړاندې يې خضوع او خشوغ وکړي، ورسره مناجات وکړي او و يې نمانځي.

٤_ هنري او شوقي يا د ښکلا اړخ. انسان له ښکلا سره د ښکلا له لامله مينه کوي.

البته پينځم استعداد هم ورزياتولاى شو او هغه د نوښت (خلاقيت) استعداد دى، چې انسان پنځګر، نوښتګر او پنځول شوى دى.

اوس بايد پوه شو، چې اسلام د حقيقت پلټنې د حس؛ يعنې د تفکر او تعقل په اړه څه حکمونه راکړي دي. مخکې مو هم وويل: اسلام د تفکر او تعقل په اړه خورا سپارښتنې لري. د ديني استعداد په اړه هم ډېرى حکمونه لري، عبادتونه، خلوتونه، استغفارونه او توبې ټولې په دې هکله دي.

اسلام او هنر

ایا اسلام د انسان د روح څلورم اړخ؛ يعنې هنري استعداد او ښکلا ته پام کړى که نه؟ځينې داسې انګېري، چې اسلام وچ کلک او شوق وژنى دين دى او دې اړخ ته يې هډو پام نه دى کړى؛ البته هغوى ځکه داسې انګېري، چې اسلام موسيقۍ او په محفلونو کې د ښځمنو نڅا ته تندى نه دى ورکړى؛ خو داسې ورمند- قضاوت سم نه دى او بايد وليدل شي، چې اسلام له کومو موارود سره مبارزه کړې او ایا ددې لپاره يې ورسره مبارزه کړې، چې ښکلا ده او که ددې لپاره ورسره مبارزه کوي، چې د انسان د وګړني او ټولنيز وړتیاوو له يو استعداد سره مخالف دى او پر ممنوعه چارو سربېره بايد وليدل شي، چې ایا اسلام له هنر سره مبارزه کړې که نه؟

موسيقي

د موسيقۍ او غنا مسله مهمه مسله ده، که څه د غنا پولې روښانه نه دي؛ خو په غنا کې يوه مسله روښانه ده او هغه داچې هغه غږونو ته وايي، چې د عقل د ويدېدو لامل شي؛ يعنې داسې شهوت راوپاروي، چې د لنډمهال لپاره د عقل واکمني راوپرځېږي او هماغه ځانګړنه لري، چې شراب يا جواري يې لري. په عمل کې هم جوته شوې، چې اسلام غواړي د انسان عقل وساتي او و يې ژغوري.

خليفه او سندرغاړې وينزه

“مسعودي” په “مروج الذهب” کې ليکي: اموي خليفه؛ عبدالملک پر مهال لهو او موسيقي ډېره دود شوه، خليفه ته خبر راوړل شو، چې پلانى سندرغاړى دى او ښکلې وينزه يې هم سندغاړې ده او که مخه يې و نه نيول شي؛ نو د مدينې ټول ځوانان به ککړ کړي.

 خليفه حکم وکړ، چې لاس تړلي يې راولئ، چې خليفه ته يې راوستل؛ نو سړي وويل: څرګنده نه ده، چې څه زما وينزه وايي، غنا ده که نه او له پاچا يې وغوښتل، چې پخپله يې موسيقي واوري.

 خليفه وينزې ته د سندرې حکم وکړ؛ وينزه هم په سندرو شوه، څو شېبې روسته ګوري، چې خليفه ورته سر خوځوي او لږ لږ کار دلته راورسېد، چې خليفه ورته په څلور پښو شو او ورته يې وويل: د زړه سره، راځه پر خپله سورلۍ دې سپور شه.

هو! په موسيقۍ که ستر ځواک دى، په تېره بيا د تقوا او عفت د پردو د شلولو لپاره.

اسلام له جمال او ښکلا سره مخالف نه دى او له دې حس سره يې نه يوازې داچې مبارزه نه ده کړې؛ بلکې په ځينو برخو کې يې تاييد کړى هم دى. په کافي کې د ((الزى و التجمل)) يو عنوان دى. “تجمل” ځان ښايسته کولو ته وايي.

اسلامي روايت دى: الله تعالی ښکلى دى او ښکلا يې ښه ايسي.[33]

 له دې ټولو اوچت د وينا ښکلا ده، چې اسلام ورته ډېر پورته کتلي، چې په خپله د اسلام يو اعجاز د قرآن شريف د وينا ښکلا ده.

د روږد چار

روزنه؛ د پخوانيو علماو له نظره

د روزنې پخوانيو علماوو شک نه درلود، چې د اخلاقياتو يوه برخه بايد په بشر کې شته کړو او د اخلاقو د علماوو په څرګندنه: بايد په انسان کې فضايل د خوى په بڼه رامنځ ته کړو.

 د پخوانيو علماوو له نظره، هغه انسان روزل شوى و، چې فضيلت په کې خوى شوى وي؛ نو تر هغه يو فضيلت ((حال)) دى، نه فضليت، چې په انسان کې د روږد په بڼه شوى نه وي يا د انسان په ثانوي طبيعت بدل شوى نه وي؛ ځکه له منځه تلونى چار به وي؛ بايد روږد شي، چې له منځه تلل يې سخت شي.

 پخوانيو علماوو به د عدالت په تعريف کې ويل: (( عدالت د تقوا او پرهېزګارۍ خوى دى)) او ان ويل يې: (( انسان هغه مهال د فاضله اخلاقو خاوندېږي، چې پر ضد يې په خوب کې هم و نه کړي. ))

 د بېلګې په توګه: دومره رښتين وي، چې په خوب کې هم دروغ و نه وايي؛ نوځکه ډېره هڅه کېږي، چې ماشوم په ماشومتوب کې وروزل شي.

 ويل کېږي، چې روزنه د روږد د جوړولو فن دى. په پيل کې د انسان روحيه سسته وي او د چونې مثال لري، چې په پيل کې اوبه پرې واچول شي؛ نو سسته وي او بيا کلکېږي او دې سستې چونې ته هره بڼه ورکولاى شو او په هر قالب کې يې چې واچو او تر سړښت روسته به يې د هماغه قالب بڼه اخستې وي او کلکېږي. په ماشومتوب کې د انسان روح هم د انعطاف وړ دى او د هماغې سستې چونې په څېر دى او څومره چې انسان غټېږي، د انعطاف وړتيا يې هم لږېږي او داچې وايي: ((العلم فى الصغر کالنخچ فى الحجر)) يوازې په علم پورې ځانګړى نه دى؛ بلکې بايد وويل شي: (( التربيه فى الصغر کالنخچ فى الحجر)) البته ننني علما هم په ماشومتوب کې روزنې ته ډېر ارزښت ورکوي.

 په پنځوس کلنۍ کې د انسان ماغزه تړل کېږي؛ البته ښنده- مبالغه په کار نه ده، انسان راستنېدونکى او توبه ګار موجود دى او کېداى شي، په سل کلنۍ کې هم په ځان کې بدلونونه راولي؛ خو اړنګ نشته چې روحي حالات روږدېږي او راګرځېدل ترې ستونزمنېږي.

د مولانا بلخي مثال

مولانا بلخي يو مثال راوړي، چې انسان څومره زړېږي ځانګړنې يې هم غښتلې کېږي. يو سړي د خلکو پر لار اغزنه ونه وکرله او خلک هم له دې اغزو پوزې ته رارسېدلي ول. سړي ژمنه وکړه، چې بل کال به اغزي نه کري؛ خو داسې يې و نه کړل او په کلونو کې خپل چار ته دوام ورکړ، چې څو کاله روسته ونه غټه شوه او سړى کمزورى شي؛ يعنې د ونې د غټېدو او د سړي د ځواک تر منځ معکوسه (اپوټه) رابطه وه او انسان هم د همدې سړي او ونې په څېر دى، چې ځانګړنې يې په وجود کې ريښې غځوي او د انسان اراده کمزورېږي. د نفس په سمونه کې د يو ځوان ځواک تر بوډا ډېر دى.

خار بُن در قوت و برخاستن خارکن در سستى و در کاستن

شيخ سعدي هم وايي:

هرکه در خردى اش ادب نکنـند در بزرگى فلاح از او برخاست

چوب تر را چنانکه خوهي پيچ نشود خشک جز به آتش راست

شيخ سعدي د لوند او وچ لرګي مثال راوړي؛ لوند لرګى هر خوا ته کږېداى شي او چې څومره وچېږي؛ کږېدل يې کمېږي او چې پوره وچ شي، ځان ته ثابت حال غوره کوي او بدلون نه مومي.

مولانا بلخي وايي: ((مهر اول کې زدل زايل شود)) او په لومړنۍ مينه ډېره ډډه وهي؛ يعنې هغه مينه، چې لومړى زړه ته ننوځي، تر پايه په زړه کې پاتېږي او هغه کينه هم له زړه نه راووځي، چې لومړى زړه ته ننووته.

 وايي: جناب معاويه بن ابوسفيان به ويل: (( زه داسې کار کوم، چې ماشوم له علي بن ابيطالب سره په کينه کې لوى شي. ))

نوځکه د اخلاقو پخوانيو علماوو ټينګار درلود، چې بايد ښه خويونه په انسان کې روږد واوړي او د يو څيز روږدېدل روزنه نه ده؛ بلکې روزنه د شته وړتیاوو ودې ته وايي. ((روږد)) دې ته وايي، چې موږ ورته د خپلې خوښې بڼه ورکوو او زده کوونکى د سستې او انعطاف وړ مادې په څېر دى او هره بڼه مني، چې موږ يې ورکوو.

 له دې نظره انسان د جوړېدو وړ موجود دى او ډېرى اخلاقيات جوړوونکې چارې دي او بايد روږد شي او داسې چارې نه دي، چې جرړه يې د انسان په فطرت کې وي. د مثال په توګه: مړانه: کېداى شي يو انسان داسې وروزو، چې مېړنى شي او يا يې داسې وروزو، چې مېړنى نشي. کېداى شي عفت د يو چا روږد شي او بل شهوتپال او ناپاکه شي.

نو سمه نه ده، چې ووايو: تربيت يوازې روزنه ده، نه د انسانانو جوړول. د روزنې ستره برخه د په زړه پورې انسانانو جوړول دي؛ نوځکه هر کلتور خپل ولس، چې څنګه يې خوښه وي، جوړوي يې او چارواکي ، چې څنګه وغواړي هماغسې خپل ملت جوړوي.

د لويديځ علماوو څرګندونې

د لويديځ علماء وايي: تربيه د روزنې په مانا ده او ددې لپاره، چې ویېنه يې پر اخلاقي روزنه و او د عقل او ارادې له مخې يې ویېنه کړى؛ نه د ديني او ښکلا له مخې؛ ويلي يې دي:

 (( تربيه يوازې او يوازې د عقل او اخلاقي ارادې روزنه ده او بس او د انسان په هېڅ څيز_که بد وي که ښه_روږدول نه دي په کار؛ ځکه روږد مطلق بد دى؛ همداچې يو څه روږد شول، پر انسان واکمنېږي او انسان ورسره مينه پيدا کوي او بيا يې پرېښوداى نشي؛ نو بيا چې هر څه (بد يا ښه)کوي؛ په تشخيص، عقل او اخلاقي اراده يې نه کوي او يوازې د روږد له مخې يې کوي او که و يې نه کړي؛ نو کړېږي. ))

 دا مطلب په دوو روايتونو کې راغلى دى:

رسول الله وايي:

لا تنظروا الى کثرة صلوتهم و صومهم و کثرة الحج و المعروف و طنطنتهم بالليل ولکن انظروا الى صدق الحديث و اداء امانة[34].

د پورتني روايت په تفسير کې امام صادق[35] وايي:

لا تنظروا الى طول رکوع الرجل و سجوده فان ذلک شى اعتاده فلو ترکه استوحش لذلک ولکن انظروا الى صدق حديثه و اداء امانة = [د سړي د رکوع او سجدو اوږدوالي ته مه ګورئ، دا هغه څه دي، چې هغه پرې]روږد شوى او که پرېږدي يې؛ نو کړېږي.

دا حديث جوتوي، چې روږد د کار اخلاقي ارزښت له منځه وړي او د انسانيت او ايمان کچه کېداى نشي.

 دوى هم وايي: ((چې هر څه _که څه تر ټولو غوره انساني فضايل وي_د روږد بڼه واخلي، خپل ارزښت له لاسه ورکوي؛ ځکه په دې بڼه روږد دى، چې پر انسان واکمني کوي. هغه روږد دى، چې د انسان دويمنى طبيعت دى او پر انسان واکمني کوي، که عقل يې ومني که و نه مني. ))

 “کانت” او “روسو” ددې ښوونځي مخکښان دي.

“روسو” د “اميل” په کتاب کې وايي: اميل بايد روږد کړم، چې په هېڅ څيز روږد نشي او دا د پخوانيو علماوو د ګروهې مخالفه خبره ده، چې روزنه يې د روږد جوړولو فن ګاڼه.

 نو بې د روح له روږدولو روزنه څه ده؟

 د روح او ارادې غښتلتيا، چې د عقل ځواک په هر کار کې وکړاى شي ازاد فکر وکړي او اخلاقي اراده په ازاده تصميم ونيواى شي او په تېره بيا له روږد سره مبارزه وکړي. داسې کسان کله د هغه څه سپارښتنه کوي، چې موږ يې بد ګڼو، په دې دليل، چې ((ښه)) يې روږد شوي او له روږده بايد سرغړونه وشي.

دلته دي، چې په روزنه کې د اخلاقي ازادۍ مسله راولاړېږي. په واقع کې دوى په اخلاقو کې د ازادۍ مدافع دي او ازادي د انسان د روح جوهر ګڼي او وايي: (( انسان بايد ازاد وي او ازادي يې له منځه ولاړه نشي؛ يعنې يوازې د عقل او اخلاقي ارادې پر بنسټ کار وکړي او هېڅ ځواک پرې واکمن نه وي ان د روږد ځواک. ))

 ويلاى شو، چې په “اميل” کتاب کې د “روسو” خبرې له روږد سره د مبارزې پر چورليد دي او د پخوانيو د روزنې په کره کتنه کې وايي: ((ماشوم بندي دنيا ته راځي او بندي له دنيا ځي. ))

 مراد يې دادى: څنګه چې ماشوم وزېږي؛ نو لاسونه يې په سوځني کې تړل کېږي او تر مرګ روسته په کفن کې او ماشوم له زوکړې نه تر مرګ پورې د روږد بنديوان ګڼي.

ددې څرګندونې کره کتنه:

ایا دا څرګندونه سمه ده؟ ان ښه کارونه هم بايد روږد نشي؟ زموږ په آند خو دا نظر سل په سلو کې سم نه دى. دوى وايي:

 (( روږد له انسانه ماشين جوړوي او په انسان کې د نوښت روح وژني او ازادي ترې اخلي. ))

“کانت” وايي: ((څومره چې د بشر روږدونه ډېر وي؛ واک او اراده ترې اخستل کېږي. ))

 البته مراد يې د عقل ازادي ده.

دوى ځکه روږد بد ګڼي، چې د انسان اراده کمزورې کوي او د روزنې د [((روزنه د روږد جوړولو فن دى))] تعريف پر وړاندې وايي: ((روزنه د روږد له منځه وړو فن دى. ))

په ټوليزه توګه د دوى دا خبره سمه ده، چې انسان بايد داسې کار و نه کړي، چې روږد يې شي او بيا پرېښوول يې ورته ستونزمن وي او خپل کارونه د عقل او ارادې په حکم؛ نه بلکې د روږد په حکم يې کوي؛ خو ددې لپاره دليل کېداى نشي، چې روږد مطلق بد دى؛ ځکه روږد دوه ډوله دى: فعلي روږد او انفعالي روږد.

فعلي روږد هغه دى، چې انسان له بهرني لامله نه اغېزمنېږي؛ بلکې يو کار د تکرار له لامله ښه ترسره کوي. هنرونه او فنون روږدونه دي. زموږ ليکنې روږد دي، نه علم. که خط مو نه وي کښلى؛ ليکلاى يې نه شو او په بله وينا موږ نه شو کړاى يو ځلي ليکل وکړو؛ بلکې په تدريج او تمرين په ليکلو روږدېږو، ان ډېرى نفساني خويونه فعلي روږدونه دي؛ لکه مړانه. مړانه د زړه غښتلتيا ده؛ البته کېداى شي يو څوک په طبيعي توګه څه مړانه ولري؛ خو داچې انسان فوق العاده مړانه ولري؛ نو دا کار له روږده پيدا کېږي او چې کله انسان له ډېرو خطرونو سره مخ شي؛ نو په تدريجي ډول دا حالت پکې پيدا کېږي. سخاوت، عفت او پاکلمني هم همداسې دي.

خو ولې پر داسې روږدونو د “کانت” نيوکه نه کېږي؟

ځکه ددې ډول روږدونو ځانګړنه داده، چې انسان ورسره خپل خوى نه ګډوي او مينه ورسره نه کوي؛ بلکې ځانګړنه يې يوازې داده، چې څو يې روږد نه وي کړى، اراده يې د محرکاتو پر وړاندې کمزورې ده؛ خو چې کله يې روږد وکړ؛ د مقاومت ځواک پيدا کوي؛ د هماغه څيز په شان، چې فقهاوو د عدالت او تقوا د روږد په هکله وايي. د عدالت او تقوا روږد تردې بريده دى؛ نه چې انسان يې بنديوان شي.

 د “کانت” او “روسو” له نظره، اخلاقي اراده هغه اراده ده، چې يوازې د عقل مني او ددې ځانګړنو پرېښوول يې کړوي؛ يوازې يو ځواک دى او بې له ځواکه بل څه نه دي.

دويم: د اخلاقو علماوو روږد ته خورا ارزښت ورکاوه او ويل يې: روږد انسان ته هغه کارونه اسانوي، چې د طبيعت له مخې ورته ستونزمن وي. کله انسان غواړي، داسې کار وکړي، چې د طبيعت پرخلاف يې وي؛ نو چې کله ((سخته)) انسان ته روږد شوه؛ نو له طبيعت سره د مبارزې ستونزه له منځه ځي؛ نه داچې د انسان انس او مل شي.

 فرض کړئ د يو انسان سهر وختي پاڅېدل روږد وي، دې انسان ته ددې کار تر عاتېدو مخکې سهار وختي له بسترې پاڅېدل ستونزمن ول؛ نو کوښښ کوي، چې دا کار ورته اسان شي او څه موده چې سهار وختي پاڅېد؛ وختي پاڅېدل يې روږدېږي.

 په بله وينا: مخکې د طبيعت بنديوان و؛ په دې روږد د طبيعت د ځواک پر وړاندې ځواک پيدا کوي او ددې دوو ځواکونو ترمنځ ازادېږي او بيا د عقل له مخې مصلحت سنجوي او هوډ کوي، چې ويښ وي که ويده؛ نو دې ته بد نه شو ويلاى. نه شو ويلاى، چې انسان تل د طبيعت تر فشار لاندې په اراده او د عقل په حکم سهار وختي پاڅي؛ چې کله يې روږد شو، چې روږد مات کړي، چې بيا طبيعت په خپل بهير کې واقع شي.

درېیم: داچې بايد اخلاقي اراده پر انسان واکمنه وي؛ نو له ديني پلوه يې وویېنه نه ده کړى او موږ، چې ددين له نظره ویینه کوو؛ نو بايد ووايو: د انسان اخلاقي اراده بايد د عقل او ايمان تابع وي؛ خو ایا دا د عقل او ايمان د واکمنۍ لار ده، چې نور ځواکونه که طبيعي وي او که روزنيز کمزوري کړو؛ يعنې روږد په ځان کې کمزوري کړو.

 په ځان کې د عقل او ايمان د غښتلتيا لپاره دوې لارې دي: يو داچې بدن او طبيعت کمزورى کړو، چې عقل مو غښتلى شي او داسې مثال لري، چې يو انسان غواړي ځان اتل کړي او د اتلولۍ لپاره ووايي: سيال مې کمزورى او ډنګر کړئ، چې زه پرې لاسبر شم.

 پر کمزوري لاسبرېدل؛ خو څه هنر نه دى. هنر دادى، چې غښتلى پر غښتلي لاسبر شي.

 په صدر اسلام کې ډېرى اصحاب رسول الله ته راتلل او اجازه يې غوښته چې ځان خسيان کړي؛ خو پېغبر اکرم ورته اجازه ور نه کړه. هنر دادى، چې جنسي ځواک درکې غښتلى وي او کمزورى نشي؛ خو د عقل او ايمان ځواک دومره غښتلى وي، چې جنسي ځواک دې تر واک لاندې کړي.

همدا مطلب د عقل او طبيعت د اړيکې ترمنځ هم دى. “کانت” او “روسو” څه وايي؟ ایا وايي، چې د عقل او ارادې د غښتلتيا لپاره طبيعت کمزورى وساتو، چې د عقل او ارادې واکمني مو پياوړې شي؟ نه!داسې يې نه دي ويلي. ناچاره دي، چې ووايي: اراده غښتلې کړئ، چې پر بدن او طبيعت لاسبرې شي.

 موږ وايو: دا مطلب د روږد په هکله دى؛ ځکه روږد دويمنى طبيعت دى. موږ بايد ووينو د روږد ځواک څه کړاى شي که نه؟

 ګورو، چې کړاى شي؛ ځکه چارې راته اسانوي؛ خو په عين حال کې بايد عقل او اراده _يا عقل او ايمان_دومره غښتلي وساتو؛ لکه څنګه چې د طبيعت بنديوان نه دي، د روږد بنديوان هم نشي.

 چې کله يو څه د انسان روږد شول او خوى يې ورسره ونيو؛ نو اتومات او د ماشين په څېر يې کوي او کله له بېخه له عقل او ايمان سره کار نه لري؛ يعنې هغه نه کوي، چې ايمان او عقل يې ورته د روږد پرخلاف وايي.

جوته شوه، چې تردې بريده د لويديځ علماوو نظر سم دى او هغه حديث چې وايي: (( د چا رکوع او سجدو ته مه ګورئ؛ ځکه روږد شوي يې دي او که و يې نه کړي؛ نو کړېږي)) دې مطلب ته اشاره کوي ، چې کله کارونه د روږد بڼه اخلي او د ښه کار ارزښت له منځه وړي.

انس په انفعالي روږدونو کې رامنځ ته کېږي

ومو ويل: انس په انفعالي روږدونو کې وي او انسان يې بنديوانېږي. انفعالي روږد هغه دى، چې انسان د بهرني لامل تر اغېزمنېدو روسته يو کار کوي. په بدني روږدو (فعلي) يا هنرونو کې انس نه رامنځ ته کېږي، د هماغه ليکلو يا د تګ په څېر، چې په خپله يو ډول هنر دى؛ خو داسې هنر، چې انسان له ماشومتوبه زده کړى او ډېر ورته د چا پام نه وي.

يو چا ته يې شعر او نثر تعريفول؛ نو لومړى يې ورته نظم تعريف کړ او بيا يې وويل: موږ چې څرنګه خبرې کوو، دا نثر دى. و يې ويل: هېښنده ده! موږ تر وسه نثر وايه او نه پوهېدو؟

فعلي روږدونه په بهرني لامل پورې اړه نه لري؛ خو په انفعالي روږدونو کې انسان له بهرني لامله اغېزمنېږي؛ لکه د سګرټ روږد؛ يعنې روږدى تل غواړي د سګرټ لوګى ورورسي.

 انفعالي روږدونه انس را منځ ته کوي او انسان بنديوانوي او بدن روزنه هم په هغه مانا، چې وويل شوه، غالبا انفعالي روږد دى.

 د مثال په توګه: يو انسان د بڼکو په بالښ روږدېږي او يا په يو خوړو روږدېږي او که څه له دې خوړو ورته خوندور خواړه هم راوړي؛ نو هماغه خوري، چې ورسره روږد دى.

 دا انفعالي روږدونه دي، چې په هر حال کې بد دي. البته شونې ده، چې په دې دليل بد وي؛ خو په دې دليل ورته بد نه شو ويلاى، چې روږد دى.

د اخلاقيتوب کچه څه ده؟ البته اصل پوښتنه داده، چې ایا ويلاى شو، چې پلانى کار ښه او پلانى بد دى؟ ایا ويلاى شو د انسان هر ارادي او اختياري کار اخلاقي دى؟؛ يعنې د اخلاقي کار کچه په ارادې پورې اړوند بولو او د طبيعي کار کچه په بې اراده توب پورې. د مثال په توګه: د زړه حرکت، چې يو طبيعي فعل دى يا تنفس، چې نيمه طبيعي فعل دى، اخلاقي نه دي او خوړل، خبرې کول او پر لار تګ، چې ارادي دي؛ نو اخلاقي دي. نه دا خبره سمه نه ده. يوازې اراديتوب د اخلاقيتوب کچه نه ده.

 کېداى شي څوک د اخلاقيتوب کچه دا وګڼي، چې په بل پورې اړه ولري؛ يعنې بل ته ښه او بد رسول او په بله وينا: د نورو پر وړاندې د ځینې منفي او مثبتو عواطفو درلودل، چې دا هم سمه نه ده.

 لومړى داچې د انسان ډېر کارونه اخلاقي دي، بې له دې، چې په بل پورې اړه ولري.

 دويم: کېداى شي يو کار په بل پورې اړه ولري؛ خو اخلاقي نه وي او جرړه يې په احساساتو کې وي؛ لکه د مور کار، چې د مورني احساساتو تر اغېز لاندې د خپل ماشوم چوپړ کوي. د مور کار اخلاقي ګڼلاى نه شو؛ ځکه له ماشوم سره د مور چوپړ طبيعي چار دى؛ مور د خپلو احساساتو بنديوانه ده او نشي کړاى د خپل ماشوم چوپړ و نه کړي؛ ځکه په نه کولو يې کړېږي؛ خو همدا مور خپل لېورزي ته په همدې احساساتو نه ګوري؛ نو دې ته اخلاق نه ويل کېږي. کله اخلاق داسې حکم کوي، چې په خپل ماشوم خيال کوه او د بل په ماشوم نه؛ نو په نورو پورې اړه درلودل هم کچه کېداى نشي.

اخلاقي چار د ټولو لپاره د منلو وړ کچې نه لري؛ يعنې يو ښوونځى د خپل نړۍليد پر بنسټ اخلاقي چار هغه ګڼي، چې کېداى شي بل يې و نه مني.

ځينې ګروهن دي، چې اخلاقي چار هغه دى، چې د انسان له وجدانه سرچينه اخلي او وجدان هم د هر چا په فطرت کې وي، چې دا خبره تريوه حده سمه هم ده.

 ((فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا[36]= نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)، ))

“کانت” ګروهن دى، چې اخلاقي وجدان په انسان کې شته. عملي فلسفه يې تر نظري فلسفې ډېر ارزښت لري. ويلي يې دي او پر قبر يې هم ورته ليکلي دي:

((دوه څيزه دي، چې انسان حيرانوي او پر وړاندې يې هېڅ وخت د انسان حيرانتيا نه کمېږي: يو له ستورو ډک اسمان، چې پر سرونو مو ولاړ دى او بل وجدان، چې راکې دى. ))

دا ښوونځى وايي: اخلاقي کار هغه دى، چې د انسان له وجدانه سرچينه اخلي؛ خو بايد وليدل شي: هغوى چې په داسې وجدان ګروهن نه دي؛ نو کوم ارزښتونه مني؟

هغوى چې توکيز-مادي فکر لري، اخلاقي ارزښتونه يې ډېر را ټيټ کړي دي او زموږ وخت ته د ارزښتونو د راغورځېدو وخت وايي؛ يعنې هغه وخت، چې اخلاقي ارزښتونه پکې مانا نه لري؛ ځکه هغه ارزښتونه له منځه تللي، چې د اخلاقو کچې وې.

 “نهيليسم” هغه ښوونځى دى، چې په اصل او ارزښت ګروهه نه لري. ټول مادي ښوونځي داسې دي. ټول د اخلاقو چغې وهي؛ خو نړۍ ليد يې اخلاقي ارزښتونه راغورځولي دي.

اخلاقي کړه

د اخلاقو په فلسفه کې دا خبره نوموتې- اوڅار ده، چې د اخلاقي کړنې کچه څه ده؟؛ يعنې موږ په کومو کچو ويلاى شو، چې دا چار اخلاقي دى که عادي فعل دى؟ په بله وينا: د عادي او اخلاقي چار توپير څه دى؟ اړنګ نشته، ځینې کارونه، چې کوو، عادي کارونه دي او څوک ورته اخلاقي نشي ويلاى؛ لکه دسترخوان ته کېناستل او خواړه خوړل؛ خو ځينې کارونه دي، چې غير طبيعي او اخلاقي کارونه ګڼل کېږي. د مثال په توګه: څوک “ايثار” کوي؛ يعنې په عين حال کې، چې په خپله څه نه لري او چې حس کړي نور هم همدې ته اړتيا لري، چې دى يې لري؛ نو هغه پر ځان لومړى کوي؛ نو دلته ويل کېږي، چې يو اخلاقي کار يې وکړ.

مخکې له دې، چې پر اخلاقو معيارونو خبرې وکړو؛ دوه لغتونه بايد د مفهوم له نظره توضيح شي.

د روزنې او اخلاقو توپير

روزنه له اخلاقو سره توپير لري. سره له دې، چې اخلاق هم يو ډول روزنه ده او د يو ډول خُلق او روږد تر لاسه کول دي.

 روزنه او اخلاق څه توپير لري؟ مخکې مو هم وويل: تربيه د روزنې او جوړونې مفهوم ورکوي او بس. د روزنې له نظره توپير نه کوي، چې د څه او کومې موخې لپاره وي؛ يعنې د روزنې په مفهوم کې سپېڅلتيا نشته چې ووايو: وګړى داسې وروزه، چې له څاروي هخوا ځانګړنې پکې پيدا شي او بدني روزنه هم روزنه ده او دا ټکى څارويو ته هم کارول کېږي. سپى هم روزلاى شو، چې کور يا رمه وساتي.

خو په اخلاقو کې سپېڅليتا ده او د اخلاق ټکى څاروي ته نه کارول کېږي. د مثال په توګه: چې کله اس روزل کېږي؛ نو نه ويل کېږي: اخلاق يې ورښوولي دي. اخلاق په انسان پورې ځانګړي دي او سپېڅلتيا پکې ده او په اصطلاح کې د اخلاقو او روزنې فن يو نه دى. د تربيې فن هله ويلاى شو، چې مراد يې په هره بڼه مطلق روزنه وي؛ نو دا په موږ پورې اړه لري، چې وګړى څرنګه او د کومې موخې لپاره وروزو؛ خو د اخلاقو پوهه او فن زموږ په موخې پورې اړه نه لري، چې ووايو اخلاق بالاخره اخلاق دي او چې څنګه زموږ خوښه وي، هماغسې به يې اخلاقي ورکړو. نه داسې نه ده! د اخلاقو په مفهوم کې سپېڅلتيا ده. (چې بايد د سپېڅلتيا کچې لاس ته راوړو)

 اخلاقي چار د طبيعي فعل په مقابل کې راولاړېږي؛ البته دا خبره بايد روښانه شي، چې وايو: ((د طبيعي فعل په مقابل کې)).

دوه ډوله يې تعبيرولاى شو: يو داچې ووايو: اخلاقي چار؛ يعنې ضد طبيعي فعل او هغه فعل ته اخلاقي ووايو، چې د طبيعي غوښتنو پرخلاف وي [بل داچې ووايو: اخلاقي چار؛ يعنې غير طبيعي فعل] مراد مو دا نه دى، چې هغه فعل اخلاقي دى، چې د طبيعت ضد وي.

 يو مرتاض ځان کړوي او د خپل طبيعت پرخلاف کار کوي؛ نو موږ نه شو ويلې: ددې سړي کار ځکه اخلاقي دى، چې د طبيعت پرخلاف دى. داچې وايو: ((د طبيعي فعل په مقابل کې)) مراد د طبيعت ضد نه دى؛ بلکې مراد ترې غير طبيعي افعال دي؛ يعنې له طبيعي افعالو مغاير افعال او يو ډول نور کارونه، چې د بشري طبيعت غوښتنه ده.

د اخلاقي کړنو د کچو په هکله څرګندونې

الف. له نورو سره مينه:

د اخلاقي کړنو کچه څه دي؟ ځينو ويلي: کچه يې داده، چې له نورو سره د مينې پر بنسټ وي؛ نه له ځان سره.

ځکه نشي کېداى، چې د انسان ارادي کارونه؛ لکه خبرې کول او پر لار تګ بې انګېزې وي؛ خو کله د انسان د ارادي چارو انګېزه دا وي، چې له ځانه ضرر لرې کړي يا ګټه ورسوي، چې دې کار ته اخلاقي نه ويل کېږي؛ ځکه موجود د خپل لومړني طبيعت په حکم، له ځانه د ضرر په لرې کولو او ګټې رسولو پسې دى؛ خو همداچې انسان له خپلې وګړنې حوزې ووت او له نورو سره مينې ته ورننووت او له نورو د ضرر لرې کولو او ورته د ګټې رسونې په تکل کې شو؛ نو کار يې اخلاقي کېږي؛ نو ددې څرګندونې له مخې، هغه کړنه غير اخلاقي ده، چې د ځان خوښونې په حوزه کې وي او هغه کړنه اخلاقي ده، چې له نورو سره د مينې په حوزه کې وي.

دا وينا بشپړه نه ده؛ ځکه شونې ده، چې له نورو سره مينه او ورته خير رسول هم په ځينې ځايو کې غريزي او طبيعي وي او د طبيعت په حکم يې کړي وي، چې دې ته هم اخلاقي کړنې نه وايي؛ لکه له ماشوم سره _د انسان او نا انسان_ د مور مينه. هر څاروى په غريزي بڼه له خپل ماشوم سره مينه کوي. ایا له ماشوم سره د مور مينې ته اخلاقي کړنه ويلاى شو، چې له طبيتعه د اغېزمنېدو په خاطر يې کوي؟ ایا دا کار اخلاقي دى که طبيعي؟

 مور له غريزې پلوه، له خپل ماشوم سره خورا مينه کوي او ددې طبيعي دوستۍ په حکم، خپل ماشوم ته ګټه رسوي او ان “ايثار” هم کوي؛ يعنې په خپله يې نه خوري؛ خو ماشوم ته يې ورکوي؛ نو مورنۍ مينه يوازې په انسان پورې ځانګړې نه ده او په څارويو کې هم شته.

ايثار (سرښندنه)

ځینې وايي: د اخلاقي کړنو کچه ايثار دى؛ خو دا بايد وليدل شي، چې ايثار په کومه انګېزه کېږي؛ ځينې وخت ځينې خلک د شهرت او يا د قومي او ژبني تعصباتو له لامله ايثار کوي.

 ډېرى داسې شوي، چې ځينو د نورو له احساساتو تر اغېزمنېدو، قومي او ځاني غوښتنو او يا داچې نوم يې په تاريخ کې پاتې شي، ان ځان يې ځار کړى دى، چې دا ډول کسان ستر ځانمني دي؛ نو يوازې ايثار د اخلاقي کړنو کچه کېداى نشي؛ ځکه کله ايثار له ځانمنۍ سره هم سمون خوري.

 بيا لومړي تعبير ته راځو، چې و مو ويل: (( هغه کړنې اخلاقي دي، چې انګېزه يې له نورو سره مينه وي؛ نه له ځان سره. )) تردې تعبيره ښه و؛ خو لکه څنګه چې مو وويل بسيا نه و.

ب. د افعالو ذاتي حسن او قبح

پخوانيو به ويل: اخلاقي کړنې هغه دي، چې ذاتي حسن لري او په مقابل کې ضد اخلاقي کارونه هغه دي، چې ذاتي قبح ولري او ګروهن ول، چې د انسان عقل د اخلاقي کړنو ذاتي حسن او د ضد اخلاقي چارو ذاتي قبح درک کولاى شي. د مثال په توګه ويل يې: رښتيا ذاتاً ښه، جليل او ښکلي دي او دروغ ذاتاً بد دي. (البته دا مطلب په عقل پورې اړوند دى. )

ګروهن ول، چې کېداى شي پر انسان حيواني ځواک_يو ډول شهوت_واکمن وي او کېداى شي عقل پرې واکمن وي. پر شهوتپالو شهوت واکمن وي. پر ځينو غوسه، کينه، چل ول او شيطاني کارونه واکمن وي او پر ځينو عقل واکمن وي.

 هغوى ګروهن ول، عقل د چارو ذاتي حسن او قبح درک کولاى شي او ويل يې چې اخلاقي کړنې هغه دي، چې د عقل په حکم شوې وي او اخلاقي انسانان هغه دي، چې عقل پرې واکمن وي؛ نه غضب، شهوت او وېره. (بلکې دوى د عقل ولس دى؛ يعنې حکم ترې اخلي) او شهوتونه يې د عقل له مخې وي؛ که عقل وويل: دلته دې دا ډول شهوت پلى شي؛ نو کوي يې، ګنې نه يې کوي او ويل يې: هغه انسان غير اخلاقي دى او د هغوى په تعبير، څاروى دى، چې شهوت، غضب او وېره پرې واکمنه وي.

 هغوى اخلاقي او طبيعي تعبير نه کاراوه؛ انساني او حيواني تعبير يې کاراوه.

ج_ د وجدان الهام

دا د”کانت” څرګندونه ده. هغه ګروهن و، چې اخلاقي کړنې هغه دي، چې مطلقې وي؛ يعنې انسان هغه د غرض لپاره نه کوي او يوازې پخپله يې د هماغه کار لپاره کوي، چې د دندې په نامه پرې ګروهن دى او له وجدانه يې سرچينه اخلي. وجدان انسان ته ځینې دندې ورتر غاړه کوي او هغه کړنې اخلاقي دي، چې انسان يې د غرض او موخې لپاره نه کوي؛ بلکې يوازې ددې لپاره يې کوي، چې خپله دنده يې تر سره کړې وي. ددې انسان حالت د هغه انسان په څېر دى، چې له بل چا يوازې د کار کولو حکم اخلي او کوي يې او دې ته نه ګوري، چې څه حکم يې کړى دى.

“کانت” ګروهن و: هغه کړنې اخلاقي دي، چې له وجدانه سرچينه اخلي او هغه کړنو ته اخلاقي کړنې نه شو ويلاى، چې بل څه_شرط، قيد او چې څه يې مشروط کړي_ پکې ورګډ شي.

د_ له نورو سره اکتسابي مينه

دا څرګندونه لومړۍ څرګندونې ته نږدې ده، چې د اخلاقي کړنې کچه يې له نورو سره مينه ده؛ خو په دې فرض، چې دوستي اکتسابي وي؛ نه طبيعي.

 له نورو سره دوه ډوله مينه لرو:

١_له نورو سره طبيعي مينه؛ لکه مورنۍ مينه او قومي او کورني تعصبونه.

٢_له نورو سره اکتسابي مينه؛ يعنې انسان يې د طبيعت د غوښتنې له مخې نه کوي؛ بلکې لاس ته يې راوړي او څوک هاغسي انساندوست شو، چې مور له خپل ماشوم سره مينه کوي، چې دا حالت اکتسابي او دويمنى کمال دى.

څ_ د الله تعالی رضا

دلته بل نظر دادى، چې اخلاق له بېخه ديني کړو او ووايو: دا ټول فلسفي او عملي دي؛ يعنې هغوى چې دا خبرې کړي، غوښتل يې اخلاقو ته بې له ديني ايمانه کچې پيدا کړي. اخلاقي کړنې هغه دي، چې موخه او انګېزه يې د الله تعالی رضا وي.

 البته په دې ښوونځي کې هم د ((خود)) مسله نفې کېږي؛ يعنې موخه ځان ته ګټه رسول او يا له ځانه ضرر لرې کول نه وي؛ خو نهايي او روستۍ موخه نورو ته ګټه رسول هم نه وي؛ بلکې د الله تعالی رضا ده او که نورو ته هم ګټه رسول وي؛ نو د الله تعالی د رضا لپاره وي:

 ((إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا[37] = (او وايي: ) موږ تاسې ته يوازې د الله تعالی لپاره خواړه دركوو (او) له تاسې هېڅ بدله او مننه نه غواړو. ))

ويلاى شو: په دې څرګندونو کې يو مطلب ته ټول يوه خوله دي: اخلاق له وګړنۍ حوزې وتلي دي او هغه کړنه اخلاقي نه ده، چې ځان ته د ګټې رسونې او له ځانه د ضرر لرې کولو په موخه وي او هغه کړنې هم اخلاقي نه دي، چې نورو ته د ګټې رسونې په موخه وي.

د “کانت” د څرګندونې کره کتنه

وويل شول: کانت ګروهن و، چې اخلاقي کړنې هغه دي، چې له هر ډول قيد، شرط او غرضه پاکې وي او بې د دندې له تر سره کولو بله موخه و نه لري.

پوښتنه: ایا شونې ده انسان له بېخه داسې کار وکړي، چې پکې هېڅ مطلب و نه لري؟

 ځينې وايي: داسې ناشونې ده او ناشونې ده، چې انسان په داسې کار پسې ولاړ شي، چې مطلب يې پکې نه وي او څه پکې لاس ته را نه وړي. له بېخه ناشونې ده، چې انسان په هغه کار پسې ولاړ شي، چې کمال يې پکې نه وي (که څه نسبي هم وي) ان هغه سړى، چې د خپل کمال پر ضد چلن کوي، بيا هم په چلن کې يې د يو کمال ځواک دى؛ نو دا څرګندونه ناسمه ده، چې وايي:

 اخلاقي کړنه هغه ده، چې انسان پکې غرض، موخه او ګټه و نه لري. دلته يوه مغالطه شوې، چې بايد لرې کړاى شي. يو وخت وايو: له کاره د انسان موخه يوازې هغه ګټه ده، چې ځان ته يې رسي او که داسې ووايو؛ نو ويلاى شو: نه! کېداى شي انسان يو کار وکړي، چې ګټه يې ځان ته نه؛ بلکې نورو ته ورسي.

کېداى شي ځواب ورکړاى شي: زه چې کوم کار کوم؛ نو خوند ترې اخلم او که هغه کار ونشي؛ نو يا کړېږم، يا نه کړېږم او که له کولو او نه کولو يې خوند وانخلم؛ نو ناشونې ده، چې و يې کړم. که حضرت علي (کرم الله وجهه) په خلوص د خلکو د ګټو لپاره کار کاوه؛ نو ایا د زړه له کومې او د وجدان له مخې يې له دې کاره خوند اخسته که نه او که خوند يې ترې نه اخسته او نه کولو يې هم نه کړاوه؛ نو ناشونې وه، چې داسې کار وکړي.

مغالطه يې په همدې کې ده. خوند او کړښت په دې پورې ځانګړى نه دى، چې انسان ته ګټه ورسي او يا ضرر ترې لرې شي. انسان داسې موجود دى، چې نورو ته له ګټې رسولو خوند اخلي او داسې مقام ته ورسي، چې ځان ته تر ګټې رسونې ډېر، نورو ته له ګټې رسونې او ضرر لرې کولو خوند واخلي؛ نو بايد دا دواړه بېل شي.

 ماديون وايي: انسان، چې هر کار کوي، خپلې ګټې ته يې کوي.

 نه! کېداى شي انسان داسې مقام ته ورسي، چې د نورو د ګټو لپاره کار وکړي؛ خو که ووايي: بالاخره انسان له هر کاره خوند اخلي. وايو: سمه ده؛ خو له يوه کاره د انسان خوند اخستل يوازې په دې پورې ځانګړى نه دى، چې ګټه وررسوي، چې دا کټ مټ کمال دى، چې نورو ته له ګټې رسولو خوشحال وي او خوند ترې اخلي.

“کانت” وايي: د انسان غير مشروط کارونه اخلاقي دي؛ نو که له غير مشروط يې مراد دا وي، چې ځان ته يې ګټه و نه رسي؛ نو د منلو وړ ده؛ خو که مراد يې دا وي، چې نورو ته يې ګټه و نه رسي او انسان بې له دې، چې يوازې په خوند خپله دنده تر سره کوي؛ نو دا چار ناشونى دى.

نو په واقع کې دا پر هغې څرګندونې څرګندونه وه، چې ويل يې: (( د اخلاقو کچه نورو ته ګټه رسول دي)) او بل ترې منکرېږي، چې دا چار ناشونى دى او بله څرګندونه وايي: ((د انسان کړنې بايد مطلقې وي. )) موږ وايو: کېداى شي په يوه مانا مطلق شي او په يوه مانا مطلقېداى نشي. په دې مانا کېداى شي، چې ځان ته له ګټه رسونې ازاد وي او په دې مانا نشي کېداى، چې نورو ته له ګټې رسونې ازاد وي او انسان ترې خوند وانخلي.

همدلته موږ د انساني وجدان مسله هم درک کولاى شو او په مانا يې پوهېداى شو. ځينې انسان ته په “فطري اخلاقي وجدان” قايل دي او ځينې داسې وجدان نه مني او وايي: انسان ددې لپاره پنځول شوى، چې خپلې ګټې خوندي کړي.

 

اخلاقي کړنې

دې خبرې ته ټول يوه خوله دي، چې انسان ځينې کارونه کوي او يا يې کړاى شي، چې تر طبيعي يا حيواني کړنو اوچت دي، چې هر حيوان يې د غريزي غوښتنې له مخې کوي. مراد دادى، چې دا کړنې په انساني کچه کېږي نه حيواني او په بله وينا: ددې کړنو کچه له څارويو لوړه ده. نن هم اورو، چې وايي: پلانى کار انساني دى او پلانى غير انساني دى او د “انساني” په ټکي خورا ډډه وهل کېږي. اوس بايد پوه شو، چې د انساني کړنو کچه څه ده، چې له طبيعي او حيواني کړنو سره توپير لري؟

دلته بايد دوه ويينې وشي: يو داچې کچه يې څه ده او بل داچې د انساني کړنو د پلي کولو ضامن څه دى؟

 د طبيعي کړنې کچه د انسان او څاروي ګډه غريزي غوښتنه ده او پلي کوونکى لامل يې هم پخپله طبيعت دى؛ خو د اخلاقي کړنې کچه او پلي کوونکى ضامن يې څه دى؟

و مو ويل: اخلاقي کړنې هغه دي، چې له نورو سره د مينې د احساساتو پر بنسټ وي. که داسې مو ويلي وي؛ نو اخلاقي کړنې هم تعريف شوي او تر يوه حده يې پلي کوونکى لامل هم پېژندل شوى دى او هغه کار اخلاقي نه دى، چې انسان يې د ځان لپاره کوي (؛ ځکه څرګنده ده، چې د انسان خپل ځان خوښېږي او هغه چار به کوي، چې په ګټه يې وي) او هغه کار اخلاقي دى، چې له وګړيزې کړۍ ووځي او نورو ته د ګټې رسونې لپاره وي.

 البته دا تعريف يې هم رد کړى دى. وايي: په دې بڼه کې بايد ځينې طبيعي کړنې هم اخلاقي وګڼو؛ لکه له ماشوم سره مورنۍ مينه، که د انسان وي او که د څاروي.

 اصولاً مور بې له ځانه له نورو سره د مينې احساس لري او هغه ((نور)) يې يوازې خپل ماشوم دى. مور له خپل ماشوم سره د مينې په حکم، ځینې کړنې کوي او کله هم ځان ترې ځاروي. البته دا لوړ او ستر عواطف دي؛ خو اخلاقي ورته نه شو ويلاى؛ ځکه يو ډول طبيعي دباو او لزوم يې د کولو حکم کوي او مور چې له خپل ماشوم سره کومه مينه لري، له بل ماشوم سره يې نه لري، په واقع کې کار ته يې له بل سره مينه نشو ويلاى؛ بلکې له خپل ماشوم سره مينه ده او اخلاقي هم ورته نه شو ويلاى؛ ځکه اخلاق بايد پراخه کړۍ ولري.

نوع دوستي

ويلي يې دي: هغه کړنې اخلاقي دي، چې له هم نوع سره د مينې د احساساتو پر بنسټ وي، چې نن پردې خبرې خورا ټينګار هم کېږي؛ خو زموږ ویېنه يې پر پلي کوونکي لامل ده.

 ایا په انسان کې له هم نوع سره د مينې احساسات شته که نه؟

 په پخوانيو کې “ارسطو”، انسان د طبيعت په حکم ټولنيز او مدني ګاڼه او په دوه ډوله غريزو ګروهن و: وګړنيز او نوعي. ويل يې: انسان د نوعي غرايزو له مخې، غواړي ځان له ټولنې سره تطبيق کړي او؛ لکه څنګه چې له ځان سره مينه لري، له ټولنې سره هم مينه لري.

په نويو علماوو کې “بېکن” مشهور دى، چې څرګندونې يې هماغه د”ارسطو” څرګندونې دي او وايي: په انسان کې داسې غرايز پيدا کېږي؛ خو دا مطلب علماوو ښه نه دى تعريف کړى، چې دا غريزې هم په انسان کې شته.

نو ددې څرګندونې له مخې، له نورو سره د مينې احساسات د اخلاقي کړنو کچه ده او انسان يې هم پلي کوونکى ضامن دى؛ خو له علمي پلوه دا څرګندونه جوته نه ده.

ډاروينيزم

وايي: هر موجود ځانمنى پنځول شوى او خپل پايښت ته هڅې کوي او په همدې دليل دا کوښښ په “تنازع بقا” يا د پايښت پر جګړې ختمېږي او هغه په طبيعي ټاکنه او د اصلح په ټاکنه پاى مومي او دا د تکامل بنسټ دى.

ددې څرګندونې له مخې، طبيعي او نوعي غرايزو ته ځاى نه پاتېږي او ډېرو د همدې آر له لامله، پر “ډاروين” وردانګلي هم دي؛ ځکه ددې فلسفې يوه اړتیا، د اخلاقو او مرستې د ستنو رانړول دي. د “ډاروين” د فلسفې له مخې، د مرستې او تعاون د حس په نامه اصيل حس نشته؛ بلکې تعاون د تنازع پايله ده؛ يعنې تنازع په انسان کې اصل دى او تعاون يې تابع دى. د مثال په توګه: چې کله انسان غواړي خپل دريځ غښتلى کړي؛ نو د “تنازع بقا” د اصل پر بنسټ له نورو سره ځواک جوړوي او د نورو پر وړاندې ليکې جوړوي او ددې اتحاد سرچينه تنازع بقا ده او د دوى تعاون ددې لپاره نه دى، چې له يو بل سره د مينې احساس لري؛ بلکې تعاون يې د نورو په مقابل کې دى او غواړي هغوى وخوري او يا لږ تر لږه په مقابل کې يې ليکه جوړه کړي؛ نو تعاون په بشر کې اصيل نه؛ بلکې او د تنازع بقا پايله ده.

په خپله “ډاروين” ډېر کوښښ وکړ، چې د اخلاقو لپاره يوه ستنه جوړه کړي او د فلسفې پلويانو يې هم ډېر کوښښ وکړ، چې له فلسفې يې دا نيمګړتيا لرې کړي؛ خو و يې نه شو کړاى، چې دفاع ترې وکړي.

اخلاقي وجدان

بل ښوونځى د دندې ښوونځى دى. وايي: که انسان کوم کار په احساساتو هم کوي_که له نورو سره د مينې احساسات هم وي_؛ نو کړنې يې طبيعي دي. طبيعي کړنې هغه ته وايي، چې انسان يو کار د غريزې (که وګړنۍ وي که جمعي) له مخې کوي او اخلاقي کړنې هغه دي، چې له دې ټولو غرضونو پاکې وي او د دندې د ترسره کولو د احساس پر بنسټ وي؛ يعنې انسان هغه کوي، چې د وجدان او دندې غوښتنه يې وي او بې د دندې له ترسره کولو بله موخه و نه لري.

 اوس که وپوښتو: دنده چېرې ده؟ وايي: د انسان په وجدان کې. وجدان په انسان کې يو سپېڅلى احساس دى، چې انسان ته حکمونه کوي او اخلاقي کړنې هم هغه دي، چې له وجدانه سرچينه اخلي. وجدان د “کانت” په ښوونځي کې تعريف شوى دى. هغه د انسان وجدان ته لوړ ارزښت قايل و او ګروهن و، چې انسان د اصيل اخلاقي وجدان خاوند دى. هغه له وجدانه د لاروۍ په هکله هماغه خبره کوي، چې ايمانوال يې الله تعالی ته د اخلاص په مسله کې کوي، چې مخلص بنده هغه دى، چې د الله تعالی حکم د نعمتونو او وېرې لپاره نه مني او ځکه يې مني، چې د الله تعالی حکم دى، که څه پوه شي، چې جنت نشته او که و يې نه کړي؛ نو دوزخ هم نشته. دا هم يوه څرګندونه ده.

موږ دا وجدان نه نفې کوو؛ خو وايو: له علمي پلوه دا وجدان سل په سلو کې نه دى تاييد شوى. البته په اسلام کې دا امر تعريف شوى، چې په انسان کې اخلاقي وجدان شته؛ خو نه دومره د څرګند آر په نامه، چې سورى پکې نه کېږي او نه په هغومره ځواک، چې کانت وايي، چې په څرګند ډول د هر چا په باطن او روح کې داسې ځواک شته.

دا څرګندونه ښه څرګندونه ده او همداچې په قرآن شريف کې ” لوامه نفس ” او نور مطالب؛ لکه ((فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا[38]= نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)، )) ياد شوي؛ ښيي چې د قرآن له نظره، په انسان کې د ښو او بدو چارو اصالت شته؛ ېعنې چې کله انسان بد کوي؛ نو له دننه ځان ملامتوي او معلومېږي، چې څه شته چې ښه وکړئ او بد پرېږدئ او چې کله انسان ښه کارونه کوي؛ نو راضي کېږي او په يو ډول يې ستايې.

د “خود” او “ناخود” شخړه

ارواپوهان ددې مطلب د تاييد لپاره وايي: انسان کله دداسې کار هوډ کوي، چې د طبيعت او ځان غوښتنو پرخلاف يې وي؛ خو تشخيصوي ، چې دا کار يې سم دى. د مثال په توګه: په خوړو او ويدېدو کې منځلاري. انسان، چې کله هوډ وکړي؛ نو د دوو لاملونو ترمنځ واقع کېږي: يو لامل وايي: لږه وخوره يا سهار وختي پاڅېږه او بل لامل يې طبيعت دى او غواړي پرخلاف يې عمل وکړي. کله انسان په هغې ارادې پسې ځي، چې هوډ يې نيولى او کله اپوټه او چې کله يې اخلاقي اراده برۍ شي؛ نو خوښي احساسوي و ان برى احساسوي او چې کله يې طبيعت لاسبر شي؛ نو ځان يې بدې ايسي او ماته احساسوي، حال دا، انسان له ځانه ماتې خوړلې، نه له نورو. د مثال په توګه: که انسان له خپل زوى سره غېږ ونيسي او ووايي: توپير نه کوي، چې هر يو بريالى شو؛ نو که طبيعت راباندې لاسبر شي اوکه زه مې پر طبيعت؛ نو په دواړو حالتو کې زه بريالى يم؛ خو چې کله د انسان اخلاقي اراده لاسبرې شي؛ نو ولې احساس کوي، چې ((خود=انا)) يې لاسبر شوى او ته به وا، چې پر پردي لاسبر شوى؛ خو که طبيعت يې لاسبر شي؛ نو احساسوي، چې ((خود)) يې ماتې خوړلې؟؛ نو معلومېږي، چې د انسان هغه ((خود)) تر هغه ((خوده)) ډېر خود دى ، چې ((ناخود)) دى.

 دلته په واقع کې د ((خود)) برى پر ((ناخود)) دى؛ يعنې هغه څه، چې د انسان په طبيعت پورې اړه لري، سره له دې، چې ((خود)) دى؛ خو اصيل نه دى.

په بري کې خوښي او په ماتې کې ملامتي څه ده؟

 معلومېږي، چې د انسان د وجدان په تل کې داسې څه شته چې کله انسان پر طبيعت لاسبر شي؛ نو خوشحالېږي او چې ماتې خوري؛ نو ملامتوي يې. نو په انسان کې ملامتوونکى ځواک شته چې دا هم د کانت څرګندونه ده.

د لرليد عقل څرګندونه

دا هغه څرګندونه ده، چې د ډېرى ماديونو څرګندونه هم ده، چې “راسل” هم ترې دفاع کوي او هغه هم “د وګړني عقل” يا “لرليد عقل” ده، چې “ويل دورانت” د ” د فلسفې خوندونو”په کتاب کې د ” هوښيارۍ په غريزه” تعبير کړې ده.

 د “راسل”په شان کسان وايي: اخلاقي وجدان، او له همنوع سره مينه او دې ته ورته خبرې په درد نه خوړل کېږي؛ اخلاق له لرليده راولاړېږي ، چې کله انسان لرليد ولري؛ نو حساب کوي، چې ګټه يې په دې کې ده، چې د همنوع خيال وساتي.

 “راسل” وايي: د مثال په توګه: زه د ګاونډي غوا نه غلا کوم؛ ځکه پوهېږم که غلا يې کړم؛ نو هغه يا بل ګاونډى به زما غوا غلا کړي يا زما ګټه په دې کې ده، چې دروغ و نه وايم؛ ځکه که دروغ ووايم؛ نو نور به هم دروغ ووايي؛ نو له خپلو دروغو به دومره ګټه نه رارسي، چې د نورو له دروغو تاوان رارسي؛ نو دروغ نه وايم او لنډه داچې هېڅ بد کار نه کوم؛ ځکه پوهېږم که بد وکړم؛ نو غبرګون يې څو ګرايه ماته راګرځي؛ نو له يو بل سره هوکړه کوو، چې يو بل ته به رښتيا وايو؛ ځکه که زه تاته او ته ماته دروغ ووايي؛ نو دواړه تاوان کوو، چې کله د خپلو ګټو لپاره شرکت جوړوو؛ نو قهراً داسې کار کوو، چې د ټولو ګټې پکې خوندي وي. د ګټو شريکباڼي د اخلاقو غوښتنه ده؛ نو اخلاق له هوښيارۍ راولاړېږي.

“راسل” وايي: انسان فکر کوي او ګوري، چې که له نورو سره بداخلاقي وکړي؛ نو هغه هم ورسره بداخلاقي کوي؛ نو ښه ورته دا ښکاري، چې بداخلاقي و نه کړي. په دې څرګندونې يې که اخلاق له هغه سپېڅلتيا غورځولي، چې انسان پلانى کار له نورو سره د مينې د احساساتو پر بنسټ نه؛ بلکې له ځان سره د مينې پر بنسټ يې کوي.

وايي: د اخلاقي کړنو بنسټ د ځانمنۍ احساسات دي، چې دا ددې څرګندونې ړومبۍ نيمګړتيا ده.

ددې څرګندونې کره کتنه

ددې څرګندونې بنسټيزه نيمګړتيا داده، چې د اخلاقو ستن يې له بېخه رانړولې؛ يعنې دا اخلاق په هغه ځاى کې واکمن دي، چې ځواکونه سره مساوي وي. چې کله انسانان په هغه ټولنه کې وي، چې ځواکونه پکې متساوي وي او زه له مقابل لوري هماغوره ووېرېږم، چې له ما وېرېږي او هغه له ما هماغومره امنيت احساسوي، چې زه يې احساسوم؛ نو څرګنده ده، چې د هوښيارۍ اخلاق پرې واکمني کړاى شي؛ خو هلته چې يو لور غښتلى او بل کمزورى وي او غښتلى سل په سلو کې ډاډمن دى، چې کمزورى يې څه نشي کړاى؛ نو هېڅ ځواک نشي کړاى، چې غښتلى لورى اخلاقو ته راوبلي.

چې کله د امريکا ولس مشر “نيکسون” د شوروي اتحاد د مشر “برژنف” پر وړاندې درېږي، چې دوه مساوي ځواکونه دي؛ نو يو اخلاقي وګړى ترې جوړېږي. له ځان سره حسابوي، چې ولې پرې اتوم بمب ورګوزار کړم؛ ځکه که زه يې پرې وګوزار کړم؛ نو هغه يې هم راګوزاروي؛ خو چې کله د “ويت کنگ” پر وړاندې درېږي، چې ترې کمزورى دى او ډاډمن دى، چې زما پر وړاندې يې له لاسه هېڅ هم نه کېږي؛ نو قهراً يو ځواک هم نشته چې “نيکسون” دې ته اړ کړي، چې دا کار مه کوه او که په کومه ورځ دا کار نه کوي؛ نو هغه ورځ به وي، چې “ويت کانگ” به ورته هم خپل زور ښوولى وي.

نو سره له دې، چې “راسل” د سولې او انسان دوستۍ شعارونه ورکول؛ خو فلسفه يې ضداخلاقي فلسفه ده. په فلسفه کې يې هېڅ دليل نشته چې ځواکمن پر کمزوري بريد و نه کړي؛ ځکه بنسټ يې هوښياري؛ يعنې وګړنى عقل دى او يوازې په هغه ځايونو کې يرغل نه کېږي، چې ځواکونه متساوي وي؛ خو په کوم ځاى کې، چې ځواکونه متساوي نه وي؛ نو وګړنى عقل هېڅکله داسې حکم نه کوي.

عقلي ښکلا

بله څرګندونه هم شته چې هماغه عقلاني څرګندونه ده؛ خو په بله بڼه ده؛ نه د وګړني عقل پر بنسټ او هغه داچې:

 په نړۍ کې ښکلا يوازې حسي ښکلا نه ده؛ معنوي ښکلا او جمال هم حقيقت لري او لکه څنګه چې حسي ښکلاوې د تناسب پايله ده؛ يعنې تناسب د حسي ښکلا په پنځون کې بنسټيز لامل دى، په مانيز (معنوي) او روحي چارو کې هم تناسب، د ښکلا او روحي ښکلا لامل دى او انسان فطرتاً په ښکلا مين دى.

 وايي: اخلاقي کار؛ يعنې ښکلى کار او عقلي ښکلا د تناسب پايله ده.

اخلاقيون وايي: عدالت د ټولو اخلاقونو جرړه ده او عدالت يې موزونوالى تفسير کړى او بيا فاضله اخلاق؛ يعنې انډول اخلاق، منځنې بريد ټاکي؛ لکه که د انسان يوه سترګه وړه او بله يې غټه وي؛ نو بدرنګ به ښکاري؛ خو که دواړه يې يو شان وي؛ نو ښکلى به ښکارى او په ټوليزه توګه د انسان د بدن په ښکلا کې، په هر غړي کې يو ځانګړى نسبت او فارمول دى، که څه د تعريفېدو وړ نه دى؛ خو دا څرګنده ده، چې دا نسبت پکې په کارول شوى دى او که د انسان په روحي او مانيزو ځانګړنو کې هم دا تناسب وکارېږي؛ نو يو ډول ښکلا به ترې رامنځ ته شي؟

 د مثال په توګه: ښه ده، چې انسان سخت مزاجه وي که نرم مزاجه؟

ددې دواړو تر منځ يو منځنې حد دى، چې نه دې دومره سخت مزاجه وي، چې نور وکړوي او نه دې دومره نرم مزاجه وي، چې ملنډې پرې ووهل شي.

 شيخ سعدي وايي:

درشتى و نرمى به هم در به است چو رگزن که جراح و هرهم نهٍ است

چې کله انسان دا حالت غوره کړ؛ د نورو به خوښېږي. زموږ هغه خلک خوښ دي او ورسره مينه کوو، چې ښه، عادل، اخلاقي او پر نس، غوسه او شهوت واکمن وي او خپل دا استعدادونه په خپل ځاى کې وکاروي.

 ددې ډلې په ګروهه، له داسې خلکو سره مينه له ښکلا سره يو ډول مينه ده. د دوى له نظره، ښکلا د ښه خوى يا اخلاقي کړنې جرړه ده او تناسب د ښکلا بنسټ دى؛ نو وايي: چې کله ځواکونه او غريزې په افراط او تفريط کې نه وي؛ نو لوړ اخلاق رامنځ ته کېږي.

د دوى له نظره، د اخلاقو کچه ښکلا ده او د ښکلا بنسټ تناسب دى او دا خبره ددې فلسفي او اروايي آر پر بنسټ ده، چې ښکلا يوازې حسي نه؛ بلکې مانيزه هم ده او دليل يې هم دادى، چې انسان د ښو اخلاقو (متناسبو اخلاقو) له خاوند سره مينه کوي.

ولې خلک له اولياء الله سره مينه کوي؟

 بې ښکلا دوستي ناشونې ده. هرومرو به پکې يوه ښکلا وي.

“ويل دورانت” “د فلسفې د خوندونو”په کتاب کې د “افلاطون”له خولې ليکي:

هوښياري، هوښيارې کړنې ته نه وايي؛ بلکې د وګړي د خُلقي لاملونو تر منځ تناسب دى. مطلق خير په تېز هوشۍ يا غير اخلاقي ځواکمنۍ کې نه دى؛ بلکې له کل سره د اجزاوو انډول دى که په وګړي کې وي او که په ټولنه کې.

دا هم د اخلاقي کړنو په هکله يوه څرګندونه وه، چې پلى کوونکى ضامن يې په انسان کې له ښکلا سره مينه ښوولې او دې خبرې ته اشاره کوي، چې ښکلا يوازې حسي او بدني نه ده.

يوازې دين د اخلاقو پلي کوونکى ضامن دى

ایا اخلاق بې له دينه کېداى شي که نه؟ که ورسره کېداى شي؛ دين يې تاييدونکى، ځواک او ډډه ده. ځينو ان پېرنګيانو هم ويلي، چې له دين پرته هېڅ بنسټ نه لري.

روسى ليکوال “داستايوفسکي” وايي: که الله تعالی نه وي؛ نو هر څه مباح دي.

 مطلب يې دادى: نور به داسې څه نه وي، چې د انسان د ضد اخلاقي چارو مخه ونيسي او په دې هکله د “کانت” او نور څرګندونې ردوي او له ((که الله تعالی نه وي)) مراد يې (( که دين نه وي)) دى.

تجربې ښوولې، هلته اخلاق ډېر روسته پاتې دي، چې له دينه بېل شوي دي. يو اخلاقي غير ديني ښوونځى هم په خپل کار کې پرمخ نه دى تللى او څه چې څرګند دي، اسلام د اخلاقو غښتلې ډډه ده. بشر په صنعت او تمدن کې خورا پرمختګ کړى؛ خو د اخلاقو له پلوه روسته پاتې دي. ولې؟؛ ځکه اخلاقي ښوونځي نه ول، پخوا يوازې ديني اخلاقي ښوونځي ول او د عمل په ډګر کې ليدل شوي، څومره چې دين او ايمان کمزوري شوي، د بشر اخلاق هم کمزوري شوي؛ نو دادى، چې ايمان ته داخلاقو د ډډې _ که و نه وايو، چې پلي کوونکى ضامن يې دى_ په سترګو ګورو.

اخلاق مطلق دي که نسبي؟؛ يعنې شونې ده، چې يو څه ځينو ته اخلاق او نورو ته نه وي او يا په يو وخت کې اخلاق او په بل وخت کې اخلاق نه وي؟

 که داسې مو وويل؛ نو له اخلاقو د نمښتې-انکار خبره به مو کړې وي؛ يعنې اخلاق به بدلېدونکي او ښويېدونکې چارې شي، چې په يو ځاى کې هم ثابت حکم نه لري.

 ځينې ګروهن دي، چې اخلاق نسبي دي او په تېره بيا وټيزو بدلونو تل اخلاق بدلول او بدلوي يې؛ د ښکار د پېر اخلاقو د بزګرۍ له پېر سره توپير درلود، چې دواړه د د ماشين له پېر سره توپير لري او په دې پورې نښتي، چې په ښځې، سړي، عفت او حيا پورې اړوند چارې د بزګرۍ د پېر ول او صنعتي پېر نور اخلاق غواړي او د حضرت علي په دې جملې هم استناد کوي: ((لا تودبو الادکم باخلاقکم لانهم خلقوا لزمان غير زمانکم. ))

که ددې جملې مانا دا وي، چې ((ماشومان مو په خپلو اخلاقو مه روزئ؛ ځکه هغوى بې ستاسې له وخته په يو بل وخت پورې اړوند دي)) او دا خبره په همدې کليت او ټوليزوالي ومنو؛ نو نوره تيږه په تيږه نه اويښوول کېږي.

 روزنه بله مسله ده، چې د اخلاقو په نسبيت پورې اړه؛ ځکه که اخلاق نسبي شي؛ نو د روزنې لپاره ثابت آرونه وړانديزولاى نه شو.

اخلاقي کړنه

ښکلې اروا

وايي: په ټوليزه توګه چېرې چې تناسب وي، ښکلا هم وي او وحدت هم رامنځ ته کېږي؛ يعنې “جز” له خپل “کُل” سره متناسبه اړيکه لري؛ په همدې توګه که د انسان د بدن غړي هم په يو ځانګړي حالت کې وي؛ نو غوښتنه به يې ترکيب، ترتيب او ښکلا وي او انسان به ځان ته راجذبوي او د بدن ښکلا د غړيو د تناسب پايله ده او که په انسان کې شته روحي استعدادونه تناسب ته ورسي؛ نو ښکلا ترې لاس ته راځي؛ نو وايي: په انسان کې هر ځواک او استعداد ټاکلى حد لري، چې ترې ډېر ته افراط او ترې لږ ته تفريط وايي؛ لکه څنګه چې د انسان سترګه ټاکلې اندازه لري، که ترې غټه شي؛ بدرنګېږي او که ترې وړه هم شي، بيا هم بدرنګېږي.

 د مثال په توګه: انسان ته د غوسې ځواک ورکړ شوى. دا ځواک يو ټاکلى حد لري او که ترې ډېر يا لږ شي؛ نو نامتناسبه او بدرنګېږي. دلته پوښتنه ماغزو ته راځي، چې موږ دا کچه له کومه لاس ته راوړو او څنګه منځنې حد وټاکو؟ د مثال په توګه: د انسان غوسه، چې څومره وي؛ نو منځنې حد به وي؟

دلته دوه ډوله ځواب ورکولاى شو: يو داچې ښکلا په مطلق بڼه د تعريف وړ نه ده.

 ایا حسي ښکلا، چې انسان يې حس کوي په تعريف يې حس کوي؟ څوک چې د يوې څېرې ښکلا درک کوي؛ ایا له پخوا ورته تعريف شوى، چې ښکلې څېره هغه ده، چې داسې سترګې، داسې غوږونه او.. . . ولري؟

 نه! دا داسې څيز دى، چې د انسان شوق يې بايد درک کړي او له تعريفېدو تر مخه لېوالتيا ورته پيدا کوي. دا چار ورته يو عقلي چار دى. په عقلي ښکلا کې هم داسې ده.

په اخلاقو کې د منځني حد د ټاکلو بنسټ د غائيت اصل دى

که غواړو پوه شو، چې يو ځواک په منځني حد کې دى که په افراط و تفريط کې؛ نو بايد دا اړخ يې رابرسېره کړو، چې دا ځواک د څه لپاره جوړ شوى دى؟

 د څه لپاره، چې پيدا شوى، منځنې حد يې دى او که له هغه څه ترې ډېر کار واخستل، چې ورته پيدا شوى؛ نو افراط ورته وايي او که ترې کم وکارېږي؛ نو تفريط دى. د مثال په توګه: غوسه په انسان کې بېځايه پيدا شوې نه ده او که دا ځواک په انسان کې نه و؛ نو له ځانه يې دفاع نه شوه کړاى؛ نو چې دفاع يې نه شوه کړاى؛ د طبيعت او ځنارو له لاسه له منځه ته.

 انسان دې ځواک ته اړ و او ان ادعا يې کړې، چې انسان په اوبو کې په شهواني ځواک او مثبتو لېوالتياوو غوپه وهي او د غوسې په ځواک بېرته راوځي. اوبو ته وردانګي، چې خوند ترې واخلي او له څو شېبو روسته ساه يې تنګېږي؛ نو د لته د دفاع وخت دى او د غوسې ځواک حکم کوي، چې بهر راوځه! او که دا ځواک نه و؛ نو اوبو راخستي له ځانه دفاع نه شوه کړاى؛ يعنې داسې انګېزه پکې نه وه، چې له ځانه دفاع وکړي.

 نورې دفاع ګانې هم داسې دي؛ د غوسې ځواک هم تر هغه پورې په منځني حد کې دى، چې له ځانه پرې دفاع وکړاى شي او که ترې کمه شي؛ تفريط دى او که ډېره شي؛ نو يرغلګر ترې جوړېږي، چې افراط دى. دا ځواک ددې لپاره نه دى، چې نور يې پر سر ووهي او نه ددې لپاره دی، چې له ځانه دفاع و نه کړي.

جنسي غريزه هم موخه لري او د څېړنو له مخې، موخه يې يوازې د کهول پايښت نه دى. په څارويو کې به داسې وي؛ د انسانانو په جوړه کې بايد مينه او محبت وي، چې کورنۍ وساتي او په کورنۍ کې ماشوم وروزل شي؛ نو اوس که جنسي غريزه ددې موخې لپاره وکارول شي؛ نو منځلاري ده او که له دې ډېره وکارول شي؛ نو افراط ورته وايي او له دې لږه هم تفريط دى او داسې نور ځواکونه هم دي.

دا څرګندونه وايي: که دا ځواکونه _چې حد يې د غائيت له کچې سره پېژندل کېږي_هاغومره و کارول شي، چې ورته پنځول شوي؛ نو د انسان اروا ښکلې کېږي او که بې له دې وي؛ نو د انسان اروا بدرنګېږي.

د روح او عقل واکمني

بله څرګندونه د بدن پر وړاندې د روح خپلواکي ده. دا څرګندونه د هماغه روح او بدن پر دوه ګوني توب ثنويت ولاړه ده، چې انسان له دوو جوهرونو جوړ حقيقت دى، چې يو يې روح او بل يې بدن دى؛ لکه چې دا دوه جوهره يو له بل سره اتحاد لري؛ خو دوه ګوني توب هم لري. د روح کمال په دې کې دى، چې له بدنه اغېزمن نشي او يا ترې لږ اغېزمن شي او ددې څرګندونې د پلويانو د وينا له مخې، روح خپل کمال له پورته لاس ته راوړي، نه له بدنه، چې لاندې دى او ګروهن دي، چې که په بدن کې د ځواکونو تعادل وي؛ نو روح به واکمن وي او د بدن پر وړاندې به يې خپلواکي خوندي وي؛ خو همداچې ځینې ځواکونه غښتلي شول؛ نو روح له ځانه اغېزمنوي؛ خو که د ځواکونو ترمنځ تعادل نه و او انسان شهوتپال، ځانمنى او نفس پال شو؛ نو روح خپله واکمني له لاسه ورکړې او د بدني شهوتونو تابع شوى دى.

دا څرګندونه هم د ځواکونو د تعادل او توازن پلوې ده؛ خو نه ددې لپاره، چې ښکلا په تعادل او توازن کې ده؛ بلکې ددې لپاره، چې پر بدن د روح واکمني په دې پورې اړه لري، چې دا ځواکونه په تعادل او توازن کې وي او متعادل اخلاق؛ يعنې هغه اخلاق، چې پر بدن د عقل له مطلقې واکمنۍ سرچينه اخلي.

پخوانيو د انسان د روح جوهر يوازې “عاقله قوه” ګڼله او بس او نور ځواکونه يې مادي او بدني ګڼل، ان د خيال قوه يې بدني ځواک ګاڼه او ګروهن ول، چې انسان ومري؛ نو يوازې د روح جوهر، چې عقل دى ترې پاتېږي او نور ځواکونه، چې د بدن تابع دي، له بدن سره له منځه ځي؛ خو ارواښاد “ملا صدرا” ګروهن و، چې داسې نه ده.

ددې څرګندونې له مخې، اخلاق نه له مينې دي او نه له ښکلا؛ بلکې په واقع کې سرچينه يې د عقل په ازادۍ او د عقل په خپلواک حکومت کې ده او د اخلاقو روح؛ ((پر بدن د عقل پر واکمنۍ)) او د بدني ځواکونو پر وړاندې ((د عقل پر ازادۍ)) ولاړ دى.

 

په بېلابېلو ښوونځيو کې روزنيز دود

د تېرو ښوونځيو په پامنيوي که وغواړو وګړي او ټولنه وروز؛ نو د ځينو ښوونځيو د وينا له مخې، بايد هڅه وکړو، چې له همنوع سره د مينې احساسات پکې غښتلي کړو. دا ښوونځي وايي، چې د اخلاقو جرړه له همنوع سره په مينه کې ده؛ نو احساسات بايد غښتلي کړو او د دښمنۍ او کينې لاملونه له منځه يوسو.

هغوى چې ګروهن ول، چې اخلاق له ښکلا دي. وايي: بايد په بشر کې د ښکلا حس غښتلى کړو، چې يو يې هم روحي تناسب دى.

هغوى چې ګروهن ول د اخلاقو جرړه په خپلواک وجدان کې ده او ګروهن دي، چې بايد په خپله وجدان ورزو او لار يې هم داده، چې کله کومه غريزه کوم کار ډېر وکړي؛ نو وده کوي؛ نو بايد د ښېګڼې کارونه وکړو، چې وجدان وروزل شي.

هغوى چې پر مجرد روح ګروهن دي، وايي: که غواړئ چاته سمه اخلاقي ډډه پيدا کړئ؛ ورته وواست: ته يو روح لرې او يو بدن او د روح کمال دې د بدن له کمال سره توپير لري، ته مرې او تر مرګ روسته روح دې پاتېږي؛ نو د روزنې بنسټ بايد له بدنه پر خپلواک روح کېښوول شي.

هغوى چې ګروهن دي اخلاق هماغه هوښياري ده، وايي: بايد خلکو ته تعليم ورکړ شي، چې ګټه يې په دې کې ده، چې د ټولنې ګټې په پام کې ونيسي.

نو د هر ښوونځي د روزنې لار بېله ده.

ديني اخلاق

ځينې ګروهن دي، چې اخلاقي کړنې له ديني کړنو سره مساوي او يو شان دي، چې دا هم يو ښوونځى دى. په دې بڼه کې دا ټولې خبرې غلطې دي؛ هره کړنه، چې ديني شوه؛ اخلاقي ده، ګنې نو ديني نه ده.

 لږ تر لږه هغه ديني کړنې په پام کې نيسو، چې د نورو ګټې پکې اوڅار وي؛ خو بالاخره د کړنې د اخلاقيتوب جرړه په دينيتوب کې ده؛ نو موږ نه شو کړاى علمي، فلسفي او عقلي اخلاق ولرو او يوازې ديني اخلاق درلوداى شو.

البته دا خبره دوه ډوله کړاى شو: يو هاغسې، چې نور_لکه ويل دورانت _ يې کوي، چې پخواني اخلاق ديني ول، په دې توګه، چې له بلې نړۍ د وېرې پر بنسټ ول. د مثال په توګه ويل يې: رښتيا واست او دروغ نه؛ ځکه که دروغ ووايئ؛ نو په بله نړۍ کې به دې وکړوي. امانت ساتى وسئ، چې په بله نړۍ کې انعام درکړي.

دا څرګندونه د ((د خود ضد))_چې د راسل په څېر د کسانو ده_ څرګندونې ته ورته ده. د “راسل” په څېر کسان په روح کې اخلاقو ته په جرړه قايل نه ول او ويل يې: انسان ګټه غواړى پنځول شوى او بې له ګټې غوښتنې بله لار ټاکلاى نشي او داچې هغه کار کوي، چې د نورو پکې ګټه ده؛ نو له هوښيارۍ ګټه اخلي، چې ګټه دې په دې کې ده، چې نورو ته ګټه ورسوې.

دا څرګندونه هم په حقيقت کې همدا وايي، چې انسان ګټه غواړى پنځول شوى؛ نو د اخلاقو لپاره يې هم بايد له همدې لار کار واخلو؛ لکه ايمان نه هوښياري او عقل.

 بايد وويل شي: انسانه! ته چې ګټه غواړى يې، بله نړۍ شته، که دا کار وکړې؛ نو زيان مومي او که بل کار وکړې؛ نو په بله نړۍ که به ستره ګټه وکړې؛ نو بيا هم بايد د هماغه ګټې غوښتنې له حسه کار واخستل شي او پلي کوونکى ضامن يې له بلې نړۍ وېره او ورته تمه ده.

بله وينا داچې ديني اخلاق نه غواړي د انسان له ګټې غواړي حسه ګټه واخلي؛ بلکې د الله تعالی نمانځنې له احساساتو ګټه اخلي، چې په فطري او طبيعي توګه په هر انسان کې شته.

دين د اخلاقو ملاتړ دى

حقيقت خو دادى، چې دا څرګندونې له يوه اړخ سمې او له بل اړخ ناسمې ګنلاى شو. هله سمې دي، چې شاته يې د ديني ګروهې حقيقت وي. الله تعالی د معنوياتو سرلړۍ او هم ثواب ورکوونکى دى.

 له همنوع سره د مينې احساسات، چې په خپله مانيز چار دى، هله په انسان کې راښکاره کېږي، چې انسان په نړۍ کې معنويت ته قايل وي؛ يعنې چې انسان پر الله تعالی ګروهن وي؛ نو له انسانانو سره مينه کړاى شي او له همنوع سره د مينې احساسات پکې راښکاره کېږي. ديني ګروهه د اخلاقي مبانيو ملاتړ دى.

 او تر هغه انسان ته اخلاقي وجدان (چې کانت وايي) مانا نه پيدا کوي، چې پر الله تعالی ګروهن نه وي.

دا ټول انسان ته وايي: حق دادى، حقيقت دادى. ښه او ښېګڼه که بې له مادې بل څه نه وي؛ نو حق او حقيقت له بېخه مانا نه لري.

همداراز که پر معاد ګروهه ولري؛ نو د هوښيارۍ نظريه ښه کار کوي. د وينا له مخې يې، انسان ګټه غواړى پنځول شوى او بې له خپلې ګټې بل څه نه غواړي؛ نو حساب کتاب کوي، چې بالاخره ګټه په څه کې ده. که په روستي عدل ګروهه وي؛ نو دا حس ښه پلى کوونکى ضامن دى او که دا ګروهه نه وي او چې څه دي، په همدې دنيا کې دي؛ نو انسان ګروهنېږي، چې ګټه يې په دې کې ده، چې د ځان د ګټو ترڅنګ د نورو ګټې هم په پام کې ونيسم؛ نو دا څرګندونه هم هله روستۍ پايله لري، چې په الله تعالی او الهي عدل ګروهه وي.

د اخلاقي چار تعريف

نو پردې بنسټ ددې ټولو څرګندونو پښې سستې دي؛ خو داچې بنسټ يې ديني او پر الله تعالی ګروهه وي.

که بنسټ يې پر الله تعالی ګروهه وي؛ نو منلاى يې شو او ټولو ته سمې ګروهې ويلاى شو او ضرورت هم نشته چې موږ اخلاقي کړنې په هغوى پورې محدودې کړو او ووايو: اخلاقي کړنې هغه دي، چې پکې مادي او وګړنۍ ګټې نه وي، که انسان يې له همنوع سره د مينې له لامله کوي، که د کړنې د ښکلا له لامله يې کوي، که د خپل روح د ښکلا لپاره يې کوي، که د خپل روح او عقل د خپلواکۍ لپاره يې کوي او که د هوښيارۍ لپاره يې کوي. همداچې ((خودي)) او خپلې ګټې ورسره ترڅنګ نه وې؛ نو اخلاقي کړنې دي.

نو په روزنيزو آرونو کې بايد پر الله تعالی د ګروهې جرړه خړوب شي او په الله تعالی د ګروهې تر سيوري لاندې هم بايد له همنوع سره د مينې احساسات غښتلي کړاى شي او هم د ښکلا حس وروزو، هم مجرد روح او عقل او له بدنه خپلواک عقل غښتلى کړو او هم ان د انسان د ګټې غواړۍ له حسه ګټه واخلو؛ لکه چې څنګه يې دا کار په اديانو کې کړى، چې د انسان د ګټې غوښتنې او له تاوانه د تېښتې له حسه يې د بشر د اخلاقو په ګټه کارولى دى.

 

د اخلاقو د نسبيت د څرګندونې شننه

د اخلاقو پر نسبيت ویېنه کوو، چې ایا اخلاق مطلق دي که نسبي؟؛ يعنې يو خوى، ځانګړنه او کړنه، چې اخلاقي ده؛ مطلق چار دى؟؛ يعنې يوه ځانګړنه، چې اخلاقي ده، هر وخت، د ټولو لپاره په هر ډول شرايطو کې اخلاقي ده؟يا يوه کړنه، چې اخلاقي ورته وايو، ټولو ته په ټولو شرايطو کې اخلاقي ده؛ لکه څنګه چې وايو ٤ د ٢ دوه ګرايه دى؟ يا داچې نسبي دى؟که ووايو، چې نسبي دى؛ يعنې يوې ځانګړنې، خوى او کړنې ته په مطلق بڼه اخلاقي نه شو ويلاى، چې په هر ځاى، وخت او شرايطو کې ټولو وګړيو ته صدق وکړي.

داچې موږ په اسلام پورې تړاو لرو؛ نو ددې مسلې اوڅار کول راته مهم دي؛ ځکه د اسلام د سپېڅلي دين احکام درې بنسټيزې برخې دي: يوه برخه يې “عقليات” يا “فکريات” دي، چې په د عقايدو په آرونو تعبيرېږي. دويمه برخه “نفسيات” دي، چې په “اخلاقو”تعبيرېږي او درېیمه برخه “بدنيات” يا فعليات دي، چې په “احکامو” تعبيرېږي.

 د اخلاقو برخه خورا مهمه ده. په قرآن کريم کې ځینې سپارښتنې، اخلاقي دي. بلخوا “خاتميت” او “تلپاتېتوب” د اسلام ځانګړنه ده او ایا د اسلام احکام په دې باب تلپاتې دي که نه؛ نو لازمه يې داده، چې موږ اخلاق مطلق وګڼو او ایا دا چار د اخلاقو له نسبيت سره سمون خوري که نه؟

لومړى بايد ځان پوه کړو، چې اخلاق مطلق دي که نسبي او بيا ځان پوه کړو، چې د اخلاقو په باب د اسلام احکام څرنګه دي. ایا مطلق دي که نسبي؟

د ځينو نظرياتو له مخې، اخلاق مطلق دي نه نسبي او ځينې وايي، چې نسبي دي.

 د اخلاقو په هکله دوې څرګندونې مو بايد ويلاى وې، چې رانه پاتې شوې وې؛ نو لومړى يې وايو او بيا پردې مسله رڼا اچوو.

خوښه (پسند)

ځينې له چورلټ ګروهن دي، چې له انسانه بهر د کړنو د اخلاقيتوب لپاره هېڅ کچه نشته؛ يعنې اخلاقو ته د انسان له خوښې او ټاکنې بهر کچه نشته.

د يونان د پېر علماوو به ويل، چې د هر څه کچه انسان دى او دا يې د علم، حقيقت او فلسفې په هکله هم ويل، چې د واقعيت او حقيقت کچه او تشخيص انسان دى؛ يعنې يو واقعي حق نشته؛ واقعي هماغه دى، چې انسان يې تشخيصوي. که تشيخص يې کړل، چې حق دى؛ نو حق به وي او که څه يې باطل تشخيص کړل؛ نو باطل به وي؛ هډو د هماغه نظر په شان، چې معتزله متکلمين يې د اجتهاد په هکله لري، چې که مجتهد د څه اجتهاد وکړي؛ حقيقت هماغه دى، چې اجتهاد يې کړى او اجتهاد تېروتى نه دى؛ حق هماغه دى، چې د مجتهد اجتهاد کړى دى؛ نو که لس مجتهدين لس ډوله اجتهاد وکړي؛ نو لس ډوله حق دى.

د دوى په مقابل کې “مخطئه” ول، چې ويل يې: حق يو دى؛ کېداى شي اجتهاد له حق سره سمون وخوري او کېداى شي و يې نه خوري.

يونانيانو هم د حق په هکله دا خبره وکړه او و يې ويل: د حق معيار انسان دى؛ نه داچې د انسان معيار به حقيقت وي.

 د يونانيانو ویېنه پر حقيقت، واقعيت او نظري علومو وه؛ يعنې د شته څيزونو په هکله؛ نو که موږ وويل، چې د مثال په توګه: الله تعالی شته؛ ويل يې: ځکه انسان وايي، چې الله تعالی شته؛ نو شته او که بل انسان ويل، چې نشته؛ نو نه به وي، چې دا نظري ویېنه ‏ده.

په نورو پېرونو کې د اخلاقو په هکله يوه نوې څرګندونه شوې، چې دا خبره د حقيقت په هکله نه کوي؛ بلکې د اخلاقو په هکله يې کوي. اخلاق او حقيقت سره توپير لري. حقيقت په هغه څه پورې اړوند دى، چې شته او اخلاق په هغه څه پورې اړوند دى، چې بايد وي.

 ويل يې: بې د انسان له خوښې د اخلاقي خير او اخلاقي شر لپاره هېڅ کچه نشته، زياتوي: له ښو اخلاقو زموږ مراد غوره (چې په عربي کې ورته حميده يا محموده وايي) اخلاق دي؛ يعنې معيار دادى، چې کوم اخلاق محمود دي او هماغه ښه خُلق و خوى دى، چې خوښ شو؛ خو خوښه متغييره ده او د وخت په تېرېدو پکې بدلون راځي؛ نو چې خوښه بدلېږي؛ نو طبعاً حميده اخلاق هم بدلېږي.

 پلانى خُلق په يو وخت کې محمود او د خلکو خوښ و، بيا په بل وخت کې هماغه خُلق نامحمود شي او بل خُلق، چې ضد يې و، پر ځاى يې محمودېږي او دا بدلونونه د تکامل پر بنسټ دي، چې يو خُلق په يو وخت کې خوښ و او په بل وخت کې خوښ نه دى، چې سرچينه يې د زمانې روح او په بله وينا: ټولنيز روح دى.

د زمانې روح

د زمانې د روح خبره د “هګل” خبره ده او ګروهن دى، چې تکامل د نړۍ ناموس دى. تل د زمانې روح، ټولنه پر مخ بوځي. دا روح، چې د ټولنيز روح په څېر دى او ددې لپاره، چې ټولنه پر مخ بوځي؛ نو پر فکرونو او خوښو اغېز کوي؛ يعنې د زمانې روح هغه خُلق خوښوي، چې له تکامل سره اړخ لګوي او د تېرو شرايطو خُلق و خوى له منځه وړي، چې منسوخ شوى او په واقع کې د زمانې روح ته هغه حالت قايل دى، چې نور الله تعالی ته قايل دي. الله تعالی ښه خوى انسان ته الهاموي. البته “هګل” الله تعالی مني؛ خو ګروهن دى، چې د زمانې روح ښه خوى انسان ته الهاموي او البته د “هګل” او د الهام د نورو پلويانو د څرګندونې ترمنځ دوه توپيرونه دي:

١. هګل د ټولنې او زمانې روح ملهم ګڼي او هغوى الله تعالی او له “طبيعت هخوا”.

٢. هغوى يو ثابت او مطلق چار ملهم ګڼي او هګل يې متغير، نسبي او د زماني شرايطو تابع ګڼي، چې ژر ژر بدلېږي، له نظره يې الهامونکى په خپله د زمانې له تغييراتو سره بدلېږي او پخواني الهامات نسخوي.

د هګل دې فکر هغه ثابت معيارونه ولړزل، چې په اروپا او په پايله کې پر دنيا يې اغېز کړى و.

يو ملګري مې وويل: (( يوه ورځ مې په يوه کنفرانس کې پېرنګيانو ته وويل: يو وخت پر “روح القدس ګروهن” وئ او الهام مو ترې اخسته او يوه ورځ هم د زمانې له روحه الهام اخلئ. بدمرغي مو هغه مهال پيل شوه، چې د زمانې پر روح ګروهن شوئ او هماغه ارزښت مو له لاسه ورکړ، چې “روح القدس” ته مو ورکاوه او په پايله کې ټول ثابت آرونه او معيارونه مو له لاسه ورکړل او يوازې د زمانې غوښتنو ته مو مخه کړه. ))

 د زمانې روح څه ته وايي؟ چا دا روح برسېره کړى، چې ټولنه به هرومرو مخ پر تکامل ځي او دا د زمانې روح دى، چې ټولنه پر مخ بوځي او د زمانې روح دى، چې بدلونونه راولي.

په هر حال دا يو نظر دى، چې په اروپائيانو کې شته او که دا خبره وکړو؛ نو څرګنده ده، چې اخلاق به هم نسبي ګڼو.

د زمانې روح څرنګه عمل کوي؟ د پېړۍ سر چې شو؛ نو فکرونه يودم بدلوي که تدريجي يې بدلوي؟ ایا ځينې مخکښان دي، چې لومړى همدوى الهام اخلي او نور يې له دوى؟ ایا په ټولنه کې تل يوه مخکښه او روڼ آندې طبقه شته چې د پېغمبرانو په څېر وي؛ خو دا پېغمبران له خدايه الهام نه اخلي؛ بلکې د زمانې له روحه الهام اخلي؟

لومړى دا طبقه الهام اخلي او بيا نور ورپسې ځي. دوى په واقع کې دې کسانو ته د پېغمبرۍ په رسالت قايل دي.

که دا خبره وکړو؛ نو نور به هېڅ ثابت اخلاقي آرونه و نه لرو؛ ځکه “خوښه” معيارېږي؛ البته موږ هم ومنله، چې معيار خوښه ده او خوښې بدلېږي؛ خو موږ ګروهن يو، چې د خوښې بدلونونه د مزاج د بدلونونو يو ډول دى.

 مزاج يو د تعادل حالت لري او بل انحرافي. ټولنه هم پرمختګ لري او هم ځوړتيا لري او د ټولنې ټول بدلونونه تکامل نه شمېرل کېږي.

قرآني ښوونې هم پر همدې بنسټ دي، چې يو قوم پرمختګ کوي او بيا فاسدېږي او دا فساد_چې قرآن په اخلاقي فساد تعبير کړى_د قوم د ورکېدو لاملېږي. تاريخ هم ښيي، چې ټولنې نوسانات پيدا کوي او نوسانات؛ لکه څنګه چې پرمختګونه لري، ځوړتيا هم لري چې د ورکېدو يې لاملېږي.

 هو! کېداى شي دا مطلب د منلو وړ وي، چې نړۍ تکامل پيدا کوي؛ خو دا له دې سره توپير لري، چې موږ هره ټولنه متکامله وګڼو. هره ټولنه خپلې خوښې لري. د مثال په توګه: که هر زر کاله وشمېرو؛ نو ويلاى شو، چې په ټول کې بشر له هر زرو کالو روسته پرمختګ کړى دى؛ خو دا مشکله ده، چې څوک دا پرمختګ هر اړخيز وګڼي.

د “سارتر” خبره

سارتر وايي: هره ټولنه د بوټي په څېر اتومات او خودکاره وده کوي او ددې لپاره، چې وده يې د عمل پړاو‏ ته ورسي؛ نو خوښې يې بدلېږي او خوښې تل له تکامل سره اړخ لګوي.

که څوک دا څرګندونه ومني؛ نو اخلاق سل په سلو کې نسبي دي. سره له دې، چې “سارتر” هر څه د شخصي انتخاب پر چورليد سنجوي، وايي: د اخلاقو لپاره له انسانه بهر بل کوم معيار نشته؛ خو وايي: هر څوک چې کوم کار ټاکي؛ نو د ټاکلو مانا يې داده، چې دا کار ښه دى، چې ما انتخاب کړى او څرګنده ده، چې څوک بد کار د بد کار په نامه نه ټاکي؛ بلکې هر کار د ښه کار په نامه ټاکي، زياتوي: انسان، چې هر کار انتخاب کړ؛ نو په واقع کې هغه کار ته يې ارزښت ورکړى؛ نو نورو ته يې هم همدا کار انتخاب کړى دى.

دا هماغه خبره ده، چې موږ يې هم کوو، چې انسان په خپل عمل کار دودوي؛ که ښه کار کوي؛ نو ښه کار يې دود کړى او که بد وکړي؛ نو بد کار يې دود کړى دى.

هغه کار، چې انسان ټاکي، په عين حال کې، چې جزيي دى، انسان ورته کليت ورکوي. د مثال په توګه: يو مسلک انتخابوئ. دا کار مو يو جز دى؛ يعنې يو شخصي او وګړنى کار دى، چې په دې وخت او ځاى پورې اړوند دى؛ خو په واقع کې دلته يو کليت هم شته، تاسې دې کار ته کليت ورکوئ. يو کار، چې انتخابوئ؛ مانا يې داده، چې دا کار په ټوليزه توګه ټولو ته ښه دى او د هغه د وينا له مخې، د يو چار د اخلاقيتوب معيار، د وګړي (فاعل) اخلاق دي؛ نو اخلاق نسبي چار کېږي؛ ځکه د وګړي له خوښې سرچينه اخلي (اوس له دې سره کار نه لرم، چې دا خبره له بېخه غلطه ده) په دې څرګندونه کې د اخلاقو معيار د وګړي انتخاب دى؛ نو څرګنده ده، چې زه به يو څيز انتخابوم او ته به بل څيز؛ نو زما له نظره زما دا کار اخلاقي دى، چې انتخاب کړى مې دى او ستا له نظره بل کار اخلاقي دى، چې تا انتخاب کړى دى.

خو که له دې څرګندونې تېر شو او هغو نورو څرګندونو ته مخ کړو، چې مخکې مو وويلې؛ نو ويلاى شو، چې اخلاق نسبي نه دي. اخلاق په هغه مانا مطلق دي، چې موږ تعريف کړل؛ خو پروا نه کوي که څوک ووايي، چې “اخلاقي چار” نسبي دى.

د انسان دوستۍ مفهوم

مخکې مو وويل: ځينو له نورو سره مينه د اخلاقو کچه ښوولې. دلته موږ دوه څيزه لرو: يو په خپله اخلاق دي؛ يعنې د انسان خُلق، خوى او روحي ځانګړنې، چې هماغه له انسانانو او له برخليک سره يې مينه ده، چې دا نسبي کېداى نشي او مطلق دي. ناشونې ده، چې دا چار يو کس ته نسبي او بل ته مطلق وي. له انسانانو او برخليک سره يې مينه، چې ورته د چوپړ کولو لاملېږي، په خپله مطلق چار دى او ټولو ته په هر ځاى او وخت کې صادق دى. کېداى شي ووايو: نه! دا هم کليت نه لري، کېداى شي يو انسان وژونکى او مفسد وي؛ نو له دې انسان سره مبارزه د هر ښوونځي سپارښتنه ده؛ نو دا هم کليت نه لري.

ځواب: نه! کليت لري. انسان دوستي له مفسدانسان سره له مبارزې سره ټکر نه لري او له مفسد انسان سره مبارزه نه کول، له انسانانو سره د مينې غوښتنه نه ده.

که څوک انسانانو او انساني ټولنې ته مضر وي؛ نو د انسانيت له ټولنې سره مينه حکم کوي، چې دا مفسد له منځه يووړل شي.

هغه، چې وايي له انسان سره مينه؛ نو له انسانه يې مراد د دوه پښو او غوږو څاروى نه دى. انسان؛ يعنې انسانيت؛ يعنې انساني فضايل؛ نه غوښه او پوټکى. که انسان يوازې غوښه او پوټکى وي؛ نو د انسان او څاروي تر منځ به توپير نه وي او انسان هم هغه څاروى دى، خوري ، څښي او توليد مثل کوي؛ نو ارزښت نشو.

چې کله وايو: انسان؛ نو د هغه انساني کمالاتو له لامله يې ورته وايو، چې پکې دي. که څوک د انسان ضد وي، په واقع کې “بالقوه انسان” او “بالفعل ضد انسان” دى او انسان نه ګڼل کېږي.

که موږ له انسانانو سره مينه د اخلاقو بنسټ وګڼو؛ اخلاق يو ثابت خوى او ځانګړنه ده. (اخلاقي چار به روسته ووايو )

همداراز که اخلاقو ته ځینې وجداني الهامات ووايو_چې “کانت” په خپله فلسفه کې راوړي او ځینې آرونه يې اوڅار کړي، چې دا هغه الهامونه دي، چې د هر انسان وجدان ورته الهام کوي_نو څرګند الهامونه يې ټوليز او تلپاتې الهامونه دي او په ټولو زمانو کې صادق دي؛ ځکه هغه مطلب د يو ټوليز چار په نامه په ټولو زمانو کې ثابت ګڼي.

و مو ويل: “راسل” او نورو اخلاق بل شان تعريف کړي او وايي: د اخلاقيتوب کچه د ټولنې او وګړي د ګټو اړخ لګول دي؛ ځکه انسان سل په سلو کې ګټه غواړى موجود دى او هغه په بله لار شخصي ګټې ته ورسيخولاى نه شو؛ خو داچې د يو اخلاقي کار تمه ترې ولرو، چې نورو ته يې ګټه ورسي؛ نو هوښياري يې ډېره کړئ او پوه کړاى شي، چې ګټه يې د ټولنې په ګټو کې ده.

 په دې څرګندونه کې اخلاق د يوې ځانګړنې په نامه اوڅار دي. د هوښيارۍ ځانګړنه، چې انسان په هر ځاى کې خپلې ګټې د ټولنې له ګټو سره همغږې کړي.

 ددې ښوونځي د څرګندونې له مخې، اخلاق ثابت چار دى نه نسبي، چې د يوې ځانګړنې په نامه يې اوڅار کړي دي.

و مو ويل: په اخلاقو کې د پخوانيو يو ښوونځى هم شته چې د اخلاقو په باب د څرګندونې بنسټ يې “عدل” او “مجرد روح” دى.

وايي: ښه خوى هغه دى، چې د بدن د ټولو ځواکونو تر منځ تعادل رامنځ ته کړي او د “عقلي ځواک” تر واکمنۍ لاندې د ولس په شان لاس په نامه وي.

ددې ښوونځي د څرګندونې له مخې هم اخلاق مطلق چار دى.

د “افلاطون” د ښوونځي بنسټ پر ښکلا و او ويل يې: د اخلاقو جرړه د روح ښکلا ده، چې دا هم يو ثابت چار دى او اخلاق ددې ښوونځي له نظره هم مطلق دي. البته افلاطون جرړه يې تعادل ګڼي.

چلن (رفتار) نسبي دى

د اخلاقو مطلقوالى د اخلاقي چار له مطلقوالي سره توپير لري؛ يعنې يو چار د تل لپاره اخلاقي نه وي؛ لکه څنګه چې نه شو ويلاى، چې دا چار د تل لپاره ضداخلاقي دى.

د پخوانيو د وينا له مخې، چارې د اعتباراتو له مخې توپير لري؛ يعنې شونې ده، چې يو چار د يو اعتبار له مخې اخلاقي وي او د بل اعتبار له مخې ضد اخلاقي وي. داچې چلن مطلق دى که نسبي، غير له دې دى، چې اخلاق مطلق دي که نسبي.

د مثال په توګه: پلار مړى (يتيم) په سپېړه وهل اخلاقي او ښه فعل دى که ضد اخلاقي او بد؟

 ځواب: د پلارمړي په سپېړه وهلو مطلق د ښه او بد حکم ورکړاى نه شو. يو وخت دى، چې پلارمړى په سپېړه وهو، چې څه ترې واخلو او بل وخت د ادبولو لپاره وهو؛ نو پلار مړى په سپېړه وهل مطلق حکم نه لري، چې مطلقاً بد دى که مطلقاً ښه دى؛ بلکې په هغه ځاى کې ښه دى، چې ادبوئ يې او په هغه ځاى کې بد دى، چې پر مال يې ګېډه اچوو. ((َأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ. وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ[39] = (اوس چې داسې ده)؛ نو پر يتيم غوسه مه كوه او سوالګر مه رټه، ))

د مثال په توګه: چا ته ټيټېدل څنګه دي؟ وايو: ځايونه يې توپير کوي. يو وخت وي، چې چا ته د درناوي لپاره ټيټېږو او ګورو، چې چا ته ټيټېږو. که انسان د درناوي وړ وي؛ نو اخلاقي چار دى او بل وخت هماغه سړي ته د ملنډو په موخه ټيټېږو؛ نو په دې بڼه کې دا چار بل نوم خپلوي؛ نو همدا نورو ته ټيټېدل، په بېلابېلو ځايو کې بېل حکمونه لري؛ يعنې کېداى شي په يو ځاى کې اخلاقي چار وي او په بل ځاى کې ضد اخلاقي چار وي.

موږ داسې کوم چار په اسلام کې نه لرو؛ خو داچې حکم يې په ثانويه نوم توپير وکړي.

اوليه او ثانويه عناوين

زموږ علماء يوه ښه څرګندنه – اصطلاح لري، چې وايي: اوليه عناوين او ثانويه عناوين. مراد يې دادى، چې هر څيز په خپله يو نوم او عنوان لري؛ يعنې يو صفت پرې صدق کوي[خو کله يو بل عنوان پرې عارضېږي] د مثال په توګه: “زيد” په خپله يو انسان دى؛ خو کله يو بل عنوان پرې عارضېږي؛ يعنې پر خپل اوليه صفت سربېره يو بل صفت پيدا کوي. د مثال په توګه: “زيد” انسان، عالم انسان دى يا ظالم انسان دى او دا بل عنوان، چې پرې راځي، يو ثانويه عنوان دى.

ثانوي؛ يعنې دويمه درجه، کېداى شي، ثالث، رابع، خامس او.. . . هم ولري؛ لکه د هغه انسان په څېر، چې څو دندې ولري: په لومړي اعتبار زيد د محمود زوى دى؛ خو د پوهنتون استاد هم دى او په هماغه حال کې د ولسي جرګې رئيس دى او ورسره د يو تجارتي شرکت رييس هم دى. بېلابېل عناوين لري. بيا وايي: هر څيز د عنوان په اعتبار بېل حکم پيدا کوي. د مثال په توګه: که وپوښتل شو: اورى حرام غوښى څاروى دى که حلال غوښى؟ وايو: حلال غوښى؛ خو همدا حلاله غوښه په ثانوي عنوان سره حرامېږي. فرض وکړئ، چې د بل چا مال وي؛ نو په دې اعتبار، چې د بل مال دى؛ نو خوړل يې حرام دي؛ ځکه د غلا مال دى؛ نو ددې اوري غوښه خوړل ددې لپاره حلال دي، چې حلال غوښى دى؛ خو داچې د غلا او د بل مال دى؛ نو حرام دى. د خوک غوښه، چې حرامه ده، په ځينو ځايو کې حلالېږي؛ لکه يو انسان چې په داسې ځاى کې ښکېل شي، چې ژوند يې د خوک د غوښې په خوړو پورې اړه ولري؛ نو نه يوازې داچې حلالېږي؛ بلکې واجبېږي؛ يعنې که غوښه يې و نه خوړه او مړ شو؛ نو حرام کار يې کړى دى.

کله پر يو چار شمېرو او کله پر يوه ځانګړنه. که غواړو پر ځانګړنه وشمېرو؛ نو د “هګل” او “سارتر” د وينا له مخې، اخلاق او خوى نسبي چارې کېږي؛ خو که له دې مسلکونو راتېر شو، اخلاق د خوى او خصلت په نامه ثابت چار دى؛ خو اخلاقي چار ثابت نه دى.

د عفاف او عفت مثال

هغوى چې ګروهن دي اخلاق نسبي دي، وايي: د مثال په توګه: په يوه وخت کې په يوه ټولنه کې عفاف ښه چار و_د هغې ټولنې د اړتيا او وضع له مخې_؛ ځکه بزګري ژوند و او د بزګري ژوند غوښتنه وه، چې د کورنۍ وضع خپلواکه او بېله وي او ښځه د سړي په ژوند کې دننه وي؛ نو ددې چارو مصلحت او ګټې غوښتنې وه، چې پر عفاف خوار ټينګار شوى واى؛ خو بيا ماشيني ژوند راغى او ښځه له کوره، ټولنې او کارخانو ته راکښل شوه. په يوه وخت کې عفاف ښه خوى و؛ خو نن ښه خوى نه دى.

خو دا خبره زموږ د خبرې له مخې غلطه ده. عفاف او پاکلمني؛ يعنې د عقل تر مطلقې واکمنۍ لاندې د شهواني ځواک کابو کېدل او له شره يې ځان ژغورل، چې له شهوته تر اغېزمنېدو روسته پر ځان واک نه لري؛ نو عفاف په هر وخت کې ښه دى.

 هو! پروا نه کوي، چې هغه اخلاقي چار توپير وکړي، چې موږ پرې د عفاف نوم ايښى؛ خو دومره، چې دوى يې وايي، هېڅکله دومره توپيرولاى نشي.

په فقهي مثالونو کې راغلي: يوه ښځمنه رنځوره شوه او ښځمنه رنځورپوهه هم نشته او رنځوري يې هم داسې ده، چې پر بدن يې بايد د ډاکتر لاس ولګي او کله ناکله خو داسې رنځورۍ وي، چې ډاکتر د ښځمنې شرمګاه وګوري او فرض پردې دى، چې رنځوري د ښځمنې ژوند ته ګواښ دى؛ نو په دې بڼه کې نارينه رنځورپوه ته تګ جايز دى. د نامحرمې بدن ته کتل او پرې لاس وهل، د عفت خلاف خبره ده؛ خو همدا چار په ځانګړيو شرايطو کې خپل غير اخلاقيتوب له لاسه ورکوي؛ خو دا خبره غير له دې ده، چې عفاف د يوه خوى او خصلت په نامه خپل ارزښت له لاسه ورکړي. ارزښت يې خوندي دى؛ دا چار دى، چې بدلېږي.

البته له دې ځايه پوهېداى شو، چې ډېرى هغه کارونه بدلېږي، چې په اقتصادي، فني او صنعتي شرايطو پورې اړه ولري؛ خو په هغه چارو کې ډېر بدلون نه راځي، چې په دې چارو پورې لږه اړه لري.

نو پردې بنسټ بايد اخلاقي چار او پخپله اخلاق سره توپير کړو. هغوى چې اخلاق تبليغوي؛ دوه کاره بايد وکړي: بايد خلق او خويونه مطلقې چارې معرفي کړي او په عين حال کې خلکو ته پوهه او يو ډول اجتهاد هم ورکړ شي، چې په عمل کې اخلاقي او غير اخلاقي چارې توپير کړي.

د رښتياو مثال

رښتيا ځکه ښه دي، چې رښتيا دي او بايد رښتيا وويل شي او دروغ ځکه بد دي، چې اړونه ده او بايد دروغ و نه ويل شي؛ خو ایا په هر ځاى کې رښتيا ويلى شو او دروغ په هر ځاى کې حرام دي؟

په ځينو ځايو کې دروغ ويل فرض دي. هېښنده خو داده، چې ځينې شيخ سعدي ته غوسه دي، چې ويلي يې دي: ((دروغ مصلحت آميز به از راست فتنه انگيز است. ))؛ يعنې د مصلحت له مخې دروغ له فتنه راپارونکي رښتياوو غوره دي، چې ډېره ښه خبره ده؛ خو ځينې وايي: څوک چې دروغ وايي؛ نو مصلحت يې په پام کې دى.

 نه! ګټه رسوونکي دروغ له مصلحتي دروغو سره توپير لري. انسان ولې رښتيا ويل غواړي؟ د ټولنې د مصلحت لپاره. ولې بايد دروغ و نه ويل شي؟؛ ځکه د ټولنې د مصلحت پرخلاف دي؛ خو که په يو ځاى کې هماغه دروغ د ټولنې او وګړي په ګټه وي؛ نو څرګنده ده، چې بايددروغ وويل شي.

ډېرو؛ لکه “موسيو جردن” د آمريکايي کالج رييس پر شيخ سعدي نيوکه کړې، چې ولې يې ويلي: ((دروغ مصلحت آميز به از راست فتنه انگيز است. )) همداراز “زرتشتيانو”هم ددې جملې له لامله پر شيخ سعدي نيوکه کړې ده.

زموږ په فقه کې داسې ځايونه شته چې دروغ ويل پکې جايز دي؛ لکه د دوو تر منځ سوله (دې ته مصلحت وايي) په دروغو د يو بېګناه ژغورل، چې د سعدي کيسه هم د همدې ځاى په هکله ده؛ نو ښه به وي، چې په داسې شرايطو کې دروغ ووايو.

ددې ټولو خبرو مراد دادى، چې اخلاق او اخلاقي چار سره توپير لري. دا خبره له اسلام سره هم اړخ لګوي، چې اخلاقي چار بدلېږي. د مثال په توګه: پوښتنه کېږي: غلا حرامه ده که حلاله؟ وايو: حرامه ده. پوښتي: ایا داسې ځاى شته چې غلا پکې حلاله وي؟ وايو: هو! داسې ځايونه شته چې غلا کول پکې فرضېږي.

د حضرت علي کرم الله وجهه روايت

او د اخلاقو د نسبيت څرګندونه

نيوکه

کېداى شي څوک ووايي: په اسلام کې د نارينه وو او ښځمنو د خويونو داسې احکام دي، چې ځینې خويونه يې نارينه وو ته غوره؛ خو ښځمنو ته يې ناوړه ښوولي دي؛ ایا د اسلام له نظره د ښځمنو او نارينه وو اخلاقي او انساني ماډل توپير لري؟؛ يعنې د انسانيت له نظره دوى دوه ډوله انسانان دي؟ او د اسلام له نظره د دوى روحونو ته دوه ډوله قالب وړانديز شوى؟ ایا د ((خُلق و خوى)) له نظره، نارينه او ښځمنې په بېل بېل قالب کې جوړ شوي دي؟ که داسې وي؛ نو معلومېږي، چې ددې خبرې بنسټ سست دى، چې خُلق و خوى مطلق او ثابت حقيقت دى او دا خبره هوډو بنسټ نه لري او لومړى دليل يې هم دادى، چې نارينه او ښځمنې يې سره بېل کړي دي.

امام علي کرم الله وجهه[40] وايي: ((خيار خصال النساء شرار خصال الرجال=د ښځو غوره خويونه د سړيو هماغه ډېر بد خويونه دي؛ يعنې کوم څيزونه، چې ښځې ته غوره خويونه دي؛ نو سړيو ته خورا بد خويونه دي، چې درې دي: الزهو(تکبر) والجبن (ډار) والبخل (کنجوسي ).

 پوهېږو، چې تکبر ډېر ناوړه خُلق دى او ان د ارواپوهنې له نظره يو ډول عقلي رنځوري ده. ډارېدل هم کمزورتيا ده او کنجوسي، چې له شتمنۍ سره مينه ده، چې نارينه وو ته خورا ناوړه خوى دى؛ خو نهج البلاغه وايي، چې ښځمنو ته غوره خويونه دي او ښځمنې بايد دا ځانګړنې ولري؛ نو دا څنګه خبره ده؟

 بيا حضرت علي (کرم الله وجهه) په خپله توضيح ورکړې او دا ستونزه يې هواره کړې ده: (( فاذا کانت المراة مزهوة لم تمکن من نفسها=چې ښځه کبرجنه شوه؛ نو پردى سړى ځان ته نه را پرېږدي_ و اذا کانت بخيلة حفظت ما لها و ما يعلها=که کنجوسه وي؛ نو خپل او د مېړه مال ساتي_و اذا کانت جبانة فرقت من کل شىء يعرض لها=که ډارنه وي؛ نو له هرې پېښې ځان ژغوري او احتياط کوي.))

ځواب:

کېداى شي ګومان وکړئ، ووايم دا روايت کمزورى دى؛ خو داسې نه ده. لومړى بايد پوه شو، چې ددې جملې واقعي مفهوم څه دى او امام څه ويل غواړي؟ بل داچې ایا دا غونډله د اسلام او د حضرت علي له نورو ويناوو سره اړخ لګوي که نه؟

مطلب روښانولو ته يوه سريزه وايم:

 د ادب او غير ادب علما يوه خبره کوي: په عربي کې په هغو الفاظو کې، چې د انسان په روحي حالت پورې اړوند وي، کله لفظ په کارېږي؛ خو نه په خپله د هغه روحي حالت په اعتبار؛ بلکې د هغه اغېز په اعتبار، چې ددې روحي حالت له لامله وي. د مثال په توګه: لورنه: په خپله لورنه يا رحم (په عربي ژبه کې) په انسان کې يو روحي او احساسي حالت دى؛ کله دا ويی- کلمه د يو روحي احساس په نامه ددې احساس لپاره کارول کېږي او کله په هغه ځاى کې کارول کېږي، چې ددې کار اغېز راښکاره شي، که په خپله وي او که نه وي. وايو: پلانى پر پلاني ولورېد؛ يعنې د لورنې له ډوله يې يو کار وکړ، که د لورنې حقيقت پکې وي که نه وي يا د مثال په توګه: د الله تعالی په هکله هم همدا انساني لغات کارېږي، حال دا، دا لغت په انساني مفهوم د الله تعالی په هکله صدق نه کوي؛ خو د اغېز په مفهوم يې صادق دى. د مثال په توګه: لکه چې وايي: (( الله يستهزى بهم[41])) الله تعالی پر هغوى ملنډې وهي يا وايي: الله تعالی له داسې څه حيا کوي. ((حيا)) هغه لغت دى، چې انسان ته وضع شوى او د انسان حالت بيانوي. حيا په انسان کې د شرم، خېجلتوب او اغېزمنېدو حالت دى، يو روحي حالت دى.

 اړنګ نشته، حيا په هغه مانا، چې انسان ته ده، د الله تعالی په هکله سمه نه ده؛ خو کله الله تعالی له انسان سره داسې څه کوي، چې له شرم او حيا شوى وي، وايي: الله تعالی حيا کوي. شيخ سعدي د ګلستان په سر کې وايي: که بنده په لومړي ځل دعا وکړي او و نه منل شي او په دويم او درېیم ځل هم؛ نو خطاب راځي: پرښتو! زما د بنده ځواب ورکړئ، چې[ فقد استحييت من عبدى =له بنده مې حيا وکړه او ترې وشرمېدم].

همداراز د انسان له نظره ملنډې وهل هم يو روحي حالت دى؛ خو کله الله تعالی هم له بشر سره داسې کار کوي، چې په عمل کې يې داسې کوي؛ لکه چا چې پرې ملنډې وهلې وي او وايي: ((الله يستهزى)) الله تعالی ملنډې وهي.

درې ټکي: تکبر، ډار او کنجوسي کارول شوي دي. څرګنده ده، چې په خپله تکبر يو روحي حالت دى(مخکې له دې، چې د روايت مانا درته ووايم، قراين درته وايم) موږ ته يې ويلي: التکبر مع المتکبر عبادة=له کبرجن سره تکبر کول عبادت دى. مراد يې دادى: که څوک کبرجن وي؛ نو تاسې ورسره داسې چلن مه کوئ، چې نور هم تکبر ته وهڅېږي؛ بلکې له کبرجن سره په تکبر وچلېږئ، چې پوزه يې په خاوره وموږل شي او چې ياد يې وي؛ نور تکبر و نه کړي. له کبرجن سره تکبر عبادت دى. نه داچې ووايي: تکبر د يو روحي حالت په نامه ستايل شوى دى؛ خو که له کبرجن سره مخ شوې؛ نو ته هم کبرجن شه او ځان ته لوړ ګوره؛ بلکې وايي: بايد تل متواضع اوسې، روح دې تل متواضع وي؛ خو له کبرجن سره چلن دې متکبرانه وي، چې پوزه يې په خاورو وموږل شي؛ نو دلته له کبرجن سره تکبر د ((خُلق)) په نامه توصيه شوى نه دى.

 

په عمرة القضاء کې د رسول الله حکم

دا هغه عمره ده، چې پېغمبراکر پر اووم هجري کال د حديبې تر تړون روسته وکړه. د حديبیې کيسه هم داسې وه، چې کفارو مکې ته د رسول الله د ننوتو مخه ونيوه او رسول الله د مکې له شاوخوا په دې شرط ستون شو، چې بيا به راځي. مکه تر وسه مسلمانه نه وه او دښمنان پکې ډېر ول.

 د تړون له مخې اجازه ورکړ شوه، چې مسلمانان مکې ته راننوځي؛ خو ددې لپاره، چې د نامسلمانانو سترګې پرې و نه لګي او اغېزمن ترې نشي؛ نو عمومي حکم وشو، چې ټول په مکه له خپلو کورونو راووځئ او د مکې غرونو ته ولاړ شئ، چې هډو مسلمانان و نه وينئ.

د تړون له مخې مسلمانان به درې ورځې په مکه کې پاتېږي او له درېو ورځو روسته به وځي.

مسلمانان چې مکې ته راننوتل؛ نو ټول قريش له ښاره بهر شاوخوا غرونو ته تللي ول؛ خو ډېر هاخوا تللي نه ول او رسول الله پوهېده، چې هغوى له لرې مسلمانان څاري؛ نو حکم يې ورکړ، چې د احرام ټوکر مو تر يو ولي لاندې راواچوئ او سړي دې د طواف پر مهال پتمنې نارې وهي او د رسول الله پر ژوندون دا يوازنى طواف و، چې د طواف پر مهال مسلمانان داسې ول؛ لکه چې د جګړې په ډګر کې وي او دا ځکه چې مسلمانان له دبدبې سره ښکاره شي، حال دا، هغه وخت د عبادت، تضرع او دعا وخت و؛ خو دلته رسول الله غوښتل مسلمانان ځان ته په لوړه سترګه وويني او پرتمين چلن وکړي؛ خو نه يې غوښتل، چې واقعاً کبرجن وي.

بل مثال: حکم وشو، چې د جګړې په ډګر کې متکبرانه چلن وکړئ؛ يعنې رشيد او بې اعتنا روان شئ، د يو کبرجن انسان په څېر. حضرت علي (کرم الله وجهه)، چې کله د خندق په جګړه کې “عمرو عبدو” وواژه؛ نو ډېر په دبدبه او کبرجن را روان و. رسول الله وويل: (( الله تعالی يوازې په جګړه کې پر لار د داسې تګ اجازه ورکړې او په نورو ځايو کې پرې لعنت وايي. ))

اسلام ان د جګړې په ډګر کې هم تکبر رټلى او په ټولو ځايو کې يې رټلى دى. په فقه الحديث کې چا هم نه دي ويلي، چې تکبر د خوى او روحي حالت په نامه استثنا منونکى وي، چې د جګړې په ډګر کې ښه دى او د جګړې له ډګره بهر ښه نه دى، په کوم ځاى کې ښه دى او په کوم ځاى کې بد.

دلته ((تکبر)) د متکبرانه چلن په مانا دى. دلته د ښځې په هکله_ ددې په قرينه، چې وايي: لم تمکن من نفسها_ نه وايي: ښه ده، چې ښځه کبرجنه وي ان له نورو ښځو سره. نه! ښځه بايد له نورو ښځو سره کبرجنه نه وي.

 له خپلو محارمو سره څنګه؟ څرګنده ده، چې له هغوى سره هم بايد کبرجنه نه وي.

انسان هم خو دوه ډوله خوى درلوداى نشي. انسان يا بايد کبرجن وي او يا نه وي. دا حديث وايي: ښځه بايد د نامحرمو پر وړاندې کبرجنه وي. البته ((زهو))، چې دلته راغلى، د ((تکبر)) له ټکي سره لږ توپير لري؛ يعنې چلن يې داسې وي، چې ځان ته په لوړه سترګه وويني؛ نو دا تکبر په چلن کې شو؛ نه په خلق و خوى کې.

په دې حديث کې د ((جبن )) مفهوم

دلته جبن (ډار) د ښځې عفاف دى؛ نه ډار او مړانه او لکه څنګه چې مړانه د يو روحي حالت په نامه سړي ته ستايل شوى خوى دى، ښځې ته هم ستايل شوى دى.

 هېڅکله اسلام نه دي ويلي: ښه ده، چې سړى مېړنى وي؛ خو ښځه ډارنه. ولې؟ځکه مړانه يوازې سړي ته ستايل شوې نه ده؛ بلکې د ښځې لپاره هم ده او دويم داچې تل د مسلمانو ښځو سيره داسې وه، چې مېړنۍ وې؛ يعنې په مسلمانانو کې مېړنۍ ښځې ستايل شوې دي؛ ځکه مړانه؛ يعنې وېره نه درلودل او له خطر سره په مقابله کې ځان نه بايلي او پر شا نه ځي؛ فدا کار وي او له ځانه دفاع ته چمتو وي او له خپل ځان او حيثيته تېر شي او له دښمن سره مقابله و کړي.

د صفيه بنت عبدالمطلب کيسه

د اسلام په تاريخ د “صفيه بنت عبدالمطلب” کيسه حماسي او ستايل شوې کيسه ده. د خندق په جګړه، چې مسلمانان کلابند ول؛ نو رسول الله ښځې په يو ځانګړي ځاى کې پرېښې وې، چې ځانګړى دېوال ترې راتاو و او “حسان بن ثابت”، چې شاعر و؛ د جګړې له ډګره راغى او په ښځو کې کېناست؛ نو يو دښمن چې خبر شو دلته ټولې ښځې دي؛ نو پر هماغه ځاى يې يرغل وکړ؛ نو ښځو حسان ته وويل: ((پاڅه! توره راواخله ، دښمن راغى))؛ خو دا کار يې و نه کړ او شا ته پټ شو؛ نو اوس هغه وخت نه دى، چې ښځه به خپل مېړنتوب نه ښيي؛ “صفيه بنت عبدالمطلب” په مړانه رامخکې شوه او دښمن يې وواژه. او همداسې د حضرت “فاطمة الزهرا” او حضرت “زينب کبرى” مړانه.

داچې ښځې ته يې ويلي: ((جبان)) (ډارنه) وسه؛ يعنې بايد عمل يې جبانه وي؛ نه په ځان، مال او شتمنۍ کې د وېرې لپاره، په عفاف کې يې وېره ويلې ده.

 مېړنى انسان نه وېرېږي. وايي: ځم او حداکثر داچې مړ به شم او که مړ شوم؛ نو راته وياړ دى او د مرګ په هکله ښځه بايد داسې وي؛ خو په هغه ځاى کې ورته مړانه نه ده په کار، چې حيا، عزت او عفاف ته يې ګواښ وي؛ ځکه مړانه؛ يعنې له ځانه تېرېدنه [او که دلته مړانه وښيي] او ووايي: ځم، چې عفاف مې له منځه ولاړ شي. نه! عفت خو څه شخصي چار نه دى، چې درته ووايي: ترې تېره شه او ته هم ترې تېره شې. عفت يو چار دى، چې ته يې امانت ساتې يې.

له ښځې سره انساني امانت دى

له ښځې سره د عفاف په نامه ستر انساني امانت دى، چې شخصي نه دى او که له لاسه يې ورکړ؛ نو خپل څيز به يې له لاسه ورکړى وي او له انساني امانت سره به يې خيانت کړى وي. ښځه او سړى دواړه بايد عفيف اوسي او پوهېږو که ټوله نړۍ په خوله د ښځې او سړي د حقوقو له تساوي ډکه کړي؛ خو څوک د سړي او ښځې د حقوقو تشابه جوړولاى نشي او اړنګ نشته چې ښځه او سړى دوه جنسه دي، چې په ځينو انساني چارو کې سره شريک دي او په ځينو کې د څرنګوالي له نظره اړپېچ لري.

سړى د ښځې پر عفت تېرى کوي او ښځه کله هم د سړي پر عفت تېرى نه کوي. ان په اروپا او امريکا کې مو هم نه دي اورېدلي، چې پلانۍ ښځې د پلاني سړي پر عفت تېرى وکړ.

 له بېخه د سړي او ښځې وضع توپير کوي او ښځې نشي کړاى د سړي پر عفت د تېري کوونکې په څېره کې راښکاره شي او دا سړى دى، چې د ښځې تېرى کړاى شي. ليدلي به مو وي، چې دوه يا درې هلکان راشي او د نجونو د ښوونځي په مخ کې درېږي او سل نجونې تنګوي او ایا کله مو ليدلي، چې څو نجونې د هلکانو د ښوونځي مخې ته ودرېږي او هلکان تنګ کړي؟

په عفاف کې مزاحمت تل د سړي له لوري وي او دا ښځې دي، چې په لومړۍ درجه بايد ددې انساني، ټولنيز او اخلاقي امانت، امانت ساتې وي.

په دې روايت کې هم، ښځې ته دا سپارښتنه نه ده شوې، چې د محارمو پر وړاندې دې ډارنه وي؛ بلکې وايي: ښځه بايد د پردي سړي او عفاف په ځانګړيو چارو کې ډارنه وي. ښځې ته دا مړانه نه ده، چې ووايي: يوازې د څو سړيو ډلې ته ورځم، مېړنۍ يم او نه وېرېږم.

مېړنى هغه دى، چې د فداکارۍ په ځاى کې و نه وېرېږي؛ يعنې که امانت يې ترې واخست؛ ووايي چې فداکاري مې وکړه؛ خو که عفت يې درنه واخست؛ فداکاري دې نه ده کړې او په امانت کې دې خيانت کړى دى.

د حضرت علي د روايت له مخې، ښځه بايده محتاطه وي، په دې مانا چې بايد چلن يې په هغه چارو کې ډارن وي، چې عفت ته يې خطر وي؛ نه په مطلقو مسايلو کې.

په دې روايت کې د ((کنجوسۍ)) مفهوم

قرآن کريم وايي: ((وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[42] = او څوك چې له کنجوسۍ او د خپل نفس له حرصه خوندي شو؛ نو همدوى بريالي دي. ))

قرآن کريم يو حالت ته ((شح نفس)) وايي؛ يعنې د روح نيونه، پيسه نمانځنه، داچې انسان داسې حالت ولري، چې که يوه روپۍ ترې واخلې؛ نو ته وا، چې روح دې ترې واخست.

اسلام د توحيد دين دى او زړه بايلنه له منځه وړي او نه غواړي انسانان (که ښځه وي که سړى)بې له خدايه په بل زړه و بايلي.

په دې روايت کې له کنجوسۍ مراد په وګړیز مال کې کنجوسي نه ده. ښځه د مېړه د مال امانت ساتې ده او ځانګړى تعبير لري: حفظت مالها و مال بعلها، چې زما په آند هغه مال يې په پام کې دى، چې د دواړو شريک وي او زموږ په خپله څرګندنه – اصطلاح کې ښځه بايد د کور په چارو کې لاس خلاصې نه وي، په کور کې د ښځې سخاوتمندي د بل له جېبه بښل دي، په تېره بيا په اسلامي غونډال کې، چې د پیسو ګټل د سړي پر غاړه دي او ښځه د کورنۍ مديره ده او ښکاره خبره ده، چې چا پخپله نه وي ګټلې؛ نو دومره د پیسو په ارزښت هم نه پوهېږي.

 ښځه په کور کې د شريک مال امانت ساتې ده او که يوه ټنګه هم بښي، له ځانه يې و نه بښي او دا کار ورته ستايل شوى دى.

نو دلته کنجوسي د روحي ځانګړنې (خلق) په مانا نه؛ بلکې مانا يې سختي ده؛ نه په خپل مال کې؛ بلکې د مېړه په مال کې او دا خبره په ښځې پورې ځانګړې نه ده.

 اميرالمؤمنين لومړى سخي او بيا سخت و او تاريخ ښوولې، چې په خپل مال کې سخي او بښونکى و او په هغه مال کې سخت و، چې امانت ساتى يې و او د بيت المال و ان چمتو نه و، چې خپل رور “عقيل” ته هم ترې يو ريال ورکړي.

 ایا حضرت علي (کرم الله وجهه) دوه متضادې ځانګړنې درلودې؟ خو د خوى له نظره متضادې نه وې. په جګړه کې غنيمت لاس ته راوړل، څاه ګانې ايستل او ان په مزودرۍ پیسې ګټل او بيا يې نورو ته بښل؛ دا بښنه او سخاوت دى او د مسلمانانو بيت المال ساتل او ان د شخصي چارو لپاره د بيت المال د شمعې مړه کول؛ امانت ساتل دي؛ نه کنجوسي. کيسه يې داسې ده: امام علي (کرم الله وجهه) د بيت المال حساب و کتاب کاوه او د بيت المال شمع ورته روښانه وه، چې څو کسان راننووتل او چې کله امام پوه شو خبره يې شخصي ده؛ نو د بيت المال شمع يې مړه کړه. وويل شول: ولې دې مړه کړه؟ و يې ويل: دا شمع د بيت المال ده او ستاسې کار شخصي دى.

 ایا وويل شي، چې څومره سخت يې او د بيت المال په لګښت کې سختي کوې.

داچې په روايت کې؛ کبر، وېره او کنجوسي ښځې ته درې څرګند خويونه دي؛ خو سړي ته نه دي؛ نو د اخلاقو له مطلق والي سره هېڅ ټکر نه لري.

مړانه او له حقيقته دفاع

په اسلام کې دوه دفاع ګانې دي: يوه د حقيقت په مانا له حقه دفاع او بله د ټولنيزو حقوقو په مانا له حقه دفاع. هلته چې ټولنيز حقوق لتاړل کېږي؛ نو “په نېکيو امر او له بديو د منع” خبره رامنځ ته کېږي.

 داچې مړانه يوازې په سړي پورې ځانګړې نه ده، يو دليل يې دادى، چې ایا له حقيقته د دفاع په مانا، له حقه دفاع او په بله وينا “پر نېکيو امر او له بديو منع” يوازې د نارينه وو ځانګړنه ده، که د ښځمنو او نارينه وو ګډه دنده ده؟

 مړانه د “پر نېکيو امر او له بديو د منع” يو شرط دى. ډارن انسان نشي کړاى دا ټولنيزه مبارزه وکړي. قرآن کریم په ډاګه کړې، چې “په نېکيو امر او له بديو د منع” يوازې په نارينه وو پورې ځانګړې نه ده: ((وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[43] = مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې د يو بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او لمونځونه كوي او زكات وركوي او د الله تعالی او د هغه د پېغمبر اطاعت كوي، ژر به پرې الله تعالی خپل رحمت ولوروي، په رښتيا، الله تعالی ناماتى حکيم دى. ))

مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې د يو بل دوستان دي_او په دقيقه مانا ((اولياء))_ او د يو بل ملاتړ دي ( خو ملاتړ يې د آرونو پر بنسټ دى؛ نه د شخصي لېوالتياوو له لامله) او د يو بل پالندويان دي؛ لکه څنګه چې په روايت (الجامع الصغير/٩٥) کې راغلي دي: ((کلکم راع و کلکم مسوول عن رعيته؛ يعنې ټول د يو بل شپاڼه دي. ډېر مې ويلي: ((ولي)) د دوست په مانا نه دى؛ د ملاتړ او پالندويۍ په مانا دى.

 کله ((ولي)) اسم فاعل وي؛ يعنې پالندوى او کله مفعول؛ يعنې پالندوى کړاى شوى. د ((فعيل)) پر وزن دى، چې په عربي کې هم د فاعل په مانا راځي او هم د مفعول په مانا.

 المؤمنون والمؤمنات بعضهم اولياء بعض؛ يعنې مؤمن نارينه او مومنې ښځې، ځينې ځينو ته [پالندوى دي] په قرآن، کې چې په هر ځاى کې ((بعض و بعض)) راځي؛ يعنې هېڅ توپير نه لري، دوه اړخيزه ده، چې د ښځې په او سړي په هکله داسې زيات دي؛ لکه: ((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ[44]= نارينه د ښځو پالندويان او پاسوالان دي؛ دا ځكه چې الله تعالی ( د ټولنيز غونډال له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده. ))

يعنې د هغوى غوراويو له لامله، چې ځينو ته مو پر ځينو ورکړي، د هغه غورايو له لامله، چې له ځينو اړخونو مو نارينه وو ته پر ښځو او له ځينو اړخونو مو ښځمنو ته پر نارينه وو ورکړي؛ نو د قوامت دنده د سړي ده، چې ډېره سمه خبره ده.

 د څه لپاره ځينې مؤمنان او مؤمنې د يو بل ملاتړ او پالندويان دي؟ ددې لپاره، چې”پر نېکيو امر او له بديو منع وکړي”.

نو له حقه په دفاع کې په ښځه او سړي کې هېڅ توپير نشته او د هرې دفاع لومړى شرط مړانه ده.

له ټولنيزو حقوقو په دفاع کې مړانه

له ټولنيزو حقوقو د دفاع په مانا، له حقوقو دفاع د نارينه وو او ښځمنو ګډه دنده ده او د فقهاوو د وينا له مخې، زموږ عموميات په ښځې او سړي پورې ځانګړي نه دي.

 ((َّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا[45]= الله تعالی دا نه خوښوي، چې څوك په ښكاره بد ويلو خوله پرانځي؛ خو که پر چا تېرى شوى وي او الله تعالی اورېدونكى (او) پوه دى. ))

يا بل آيت، چې د شعر او شاعر په هکله وايي:

 ((وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ. أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ. وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ. إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانتَصَرُوا مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ= ایا نه وينې چې هغوى (شاعران) په هر ناو كې لالهانده وي. او داچې هغوى هغه څه وايي چې نه يې كوي. خو هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي او الله تعالی ډېر يادوي او چې كله پرې تېرى وشي؛ نو دځان (او مؤمنانو) دفاع ته راپاڅي (او پدې لار كې له شعره هم كار اخلي)؛ او ظالمان به ژر پوه شي، چې كوم ځاى ته ورګرځي. )) (شعراء/٢٢٤_٢٢٧)

قرآن هغه شعر نه مني، چې بشر ته يوازې خيالبافي، تخدير او سرګرمي وي؛ خو رسول الله (الغدير٢/٩) وايي: (( ان من الشعر لحکمة)) اسلام له منظوم کلام سره مخالف نه دى؛ کېداى شي په يو شعر کې حکمت وي.

 قرآن هغه شاعران رټلي، چې په هماغه وخت کې ول او ډېرى وختونه شاعران د هماغه وخت په شان ول او په شاعرانو کې د علامه محمد اقبال لاهوري په څېر ډېر لږ پيدا کېږي، چې شعر يې د موخې په چوپړ کې وي؛ نه داچې د هنر په نامه يې په هر ځاى کې وکاروي.

 قرآن شريف وايي: (( الم تر انهم فى کل واد يهيمون)) په بېلابېلو واديانو کې حيران دي. يوه ورځ ددې ستاينه کوي او بله ورځ د بل، يوه ورځ يو څه ستايي او بله ورځ په شعرونو کې هماغه څيز رټي، چې دا هډو بې مسلکي ده. الا الذين آمنوا؛ خو ايمانوال او زموږ په څرګندنه – اصطلاح کې مسلکي او موخه لرونکي شاعران، چې شعر يې د ايمان په چوپړ کې وي، داسې نه دي.

 نن “اګزيستانسيالستان وايي: ژمن ادبيات او ژمن شعر. د قرآن خبره هم تقريبا همدا ده؛ له شعر سره مخالفت کوي؛ خو نه له ژمن شعر سره: الا الذين آمنوا.. . . . وانتصروا من بعد ما ظلموا؛ خو هغوى چې مظلوم واقع شوي او په شعر مرسته او ملاتړ غواړي؛ يعنې د مظلوم هغه شعر، چې ولس په ظالم پسې راپاڅوي.

دلته هم د قرآن حکيم تعبير مطلق او عمومى دى او په نارينه وو او ښځمنو پورې اړه نه لري.

 همداراز امام علي (کرم الله وجهه) وايي: (( لا يمنع الضيم الذليل ولا يدرک الحق الا بالجد[46]= ذليل او زبون انسان نشي کړاى ضيم (يعنې خواري، ذلت او ظلم) له ځانه لرې کړي او حق ته به و نه رسي؛ خو په جديت او هوډ. ))

اصوليين يوه ښکلې خبره لري، چې وايي: ډېرى عمومات (يعنې کليات) د استثناء وړ دي؛ يوه قاعده او يو قانون راوړو او بيا ورته استثناء راوړو؛ خو ځينې عموميات او کليات استثناء نه مني؛ يعنې ترنم او منطق يې داسې دى، چې وايي: زه استثناء نه منم او له بېخه استثناء ورته مانا نه لري، چې پورته خبرې له همدې مواردو ځنې دي.

د حضرت فاطمة الزهرا مړانه

دا عموميات چې دلته راغلي، استثناء نه منونکي عمومات دي او تر ټولو غوره دليل يې د حضرت فاطمة الزهرا او حضرت زينب کبرى تاريخي کيسه ده. تاسې په ټول کې ورته پام وکړئ. له يوه اړخه حضرت علي (کرم الله وجهه) او مېرمن يې حضرت فاطمة الزهرا هغه جوړه ده، چې و يې ښوول، چې په دنيا، مال، شتمنۍ او مادي اړخونو يې چرت خراب نه دى او وايي: و ما اصنع بفدک و غير فدک؟ والنفس مظانها فى غد جدث[47]=زما له فدک او غير فدک سره څه کار دى؟حال دا، سبا (تر مرګ روسته) د نفس ځاى ګور دى. ))

د اهلسنتو په مشهورو روايتونو کې راغلي، چې د رسول الله پر وفات حضرت فاطمة الزهرا ډېر ژړل، رسول الله له خپلې لور سره پسپسکې وکړې، چې د فاطمې ژړا ډېره شوه، لږ روسته يې بيا ورته څه وويل، چې فاطمة الزهرا موسکۍ شوه.

روسته ، چې فاطمة الزهرا وپوښتل شوه، چې رسول الله درته څه ويلي ول؛ نو و يې ويل: په لومړي پسپسک کې يې راته وويل: زه له دې رنځه مرم؛ نو و مې ژړل او په دويم ځل يې راته وويل: خو ته به هم ډېر ژر له راسره يو ځاى شې؛ نو خوشحاله شوم. ))

او پردې سربېره، چې حضرت فاطمة الزهرا رنځوره هم وه او تل په بستره کې وه او ورته څرګنده هم وه، چې د عمر کتاب يې په خلاصېدو دى؛ خو بيا هم د ((فدک)) لپاره مبارزه کوي.

 حضرت زهرا ته فدک د شتمنۍ په نامه ارزښت نه درلود؛ خو فدک يو حق و، چې خېټه پرې اچول شوې وه او حق بايد واخستل شي؛ نوځکه زهرا بي بي ته دومره ارزښت لري، چې په نبوي جومات کې يې د خليفه په شتون کې تونده او تېزه خطبه وايي او له خپله حقه دفاع کوي.

ولې و نه وېرېده؟ ایا د اسلامي روزنې پرخلاف نه ده؟ ایا ښځې ته دا کار سپک نه دى؟ ایا ښځې ته بده نه وه، چې د څو زره درهمو لپاره، د خلکو په مخ کې د دنيوي شتمنۍ غوښتنه وکړي او له خپل حقه دفاع وکړي؟

نه! هډو بده نه وه. له حقه دفاع وه او ددې لپاره، چې د حق ساتونکې وي او پرې نه ښوول شي، چې حق ولتاړل شي؛ نو په مړانه له خپل حقه دفاع کوي.

د حضرت زينب کبرى مړانه

که ښځې ته جبن (ډار) د خلق و خوى په مانا بد وي؛ نو حضرت زينب بايد تر ټولو ښځو ډارنه او بې شخصيته وي. چا د کوفي د وره په خوله کې حضرت زينب هغې توندې وينا ته اړ کړې وه؟ ایا چا د “ابن زياد” په مجلس کې حضرت زينب اړ کړې وه، چې هاغومره تونده وينا او ان کنځلې ورته وکړي، چې ددې کار له لامله يې د وژل کېدو احتمال هم و؟ او همداسې د “يزيد” په دربار کې يې هم خپله مړانه وښووله او يزيد ته يې وويل: ((تردې ډېر حقير او کوشنى يې چې خپل مخاطب دې کړم او ددې ارزښت نه لرې، چې د خبرو مخاطب مې شې. ))

ایا ډارنه ښځه دا کار کړاى شي؟ نه!

ښځې او سړي د اخلاقي شخصيت له پلوه، هېڅ توپير نه لري او پوهېږو ، چې که سړى هم په ځينو شرايطو کې د ټولنې امانت ساتى وي؛ نو په امانت ساتلو کې بخشش، مړانه او خاکساري نه ځاييږي؛ بلکې امانت ساتنه، احتياط او کبرجن چار غواړي.

له روزنيزو کړلارو سره د عبادت تړاو

د اسلام له نظره د سمې روزنې په لاملونو او د ښه خويونو په لاس ته راوړو لنډه ویېنه لرو؛ يعنې هغه لاملونه، چې اسلام ورته توجه کړې ده، چې تعقل، تفکر او تعلم له هغو ځنې دى، چې تعقل او تفکر د روښانولو لپاره دي؛ يعنې انسان ته څراغ دى او په تېرو مخونو کې مو ورته اشاره وکړه.

په اسلام کې دويم لامل تقوا او د نفس تزکيه ده، چې په قرآن شريف کې پرې ټينګار شوى په دواړو انساني اراده روزل کېږي او اراده کار کولو ته چمتو کوي؛ يعنې يوازې روښانول بسيا نه دي، بايد روښانه شو او کار کولو ته بايد اقتدار لاس ته راوړو.

 تقوا او د نفس تزکيه د انسان اخلاقي ارادې ته د پلي کولو ځواک ورکوي، چې تر يوه حده په غير ديني ښوونځيو کې هم شته؛ خو بڼه يې له ديني ښوونځيو سره توپير لري.

‏د روزنې او فاضله اخلاقو د لاس ته راوړو درېیم لامل عبادت دى؛ لکه څنګه چې تفکر او تعقل د انسان د فکر د روښانولو لپاره دى، تقوا او د نفس تزکيه د انسان د ارادي ځواک د غښتلتيا لپاره دى نو عبادت په انسان کې د عشق پياوړتيا، مانيزې او ايماني تودوخې د پيدا کېدو لامل دى؛ يعنې لکه څنګه چې ايمان په خپله د عبادت سرچينه ده، عبادت هم د ايمان پياوړى کوونکى دى او د ايمان او عمل پر يو بل د متقابل اغېز، په باب په اسلامي ښوونو کې خورا ټينګار شوى دى. ايمان په خپله د عمل سرچينه کېږي او هغه عمل ايمان غښتلى کوي، چې ترې سرچينه اخلي.

د عبادت روح

ډېر مې ويلي: د عبادت روح تذکر دى؛ يعنې د الله تعالی يادول او د الله تعالی له غفلته وتل.

((وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي= ا و زما د ياد لپاره لمونځ وكړه.[48]))

 او په بل آيت کې وايي: ((وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ[49]= او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى. ))

عبادت، چې د تذکر لپاره دى، په اسلام کې د فرض او نفلو په نامه ډېره سپارښتنه پرې شوې او اسلام له هغه څه سره مبارزه کوي، چې تذکر له منځه وړي او غفلت رامنځ ته کوي او په اسلام کې هغه څه مکروه يا حرام شوي، چې له خدايه د انسان د مخ اړونې او غفلت لاملېږي؛ لکه په خوب، خوړو، معاشرت او ويلو کې ډېروالى.

 البته کېداى شي ځينې سپارښتنې؛ لکه لږ خوړل، چې د روغتيا لپاره وي؛ خو مراد يې ترې يوازې روغتيا نه؛ بلکې ددې لپاره هم ده، چې د انسان روح سپکوي او په انسان کې د غفلت کچه راټيټه شي.

د عبادت بڼه او روزنيزې کړلارې

د عبادت روح د الله تعالی او بنده اړيکه او له غفلته لرې والى دى؛ خو په زړه پورې خو داده، چې اسلام عبادت ته بڼه ورکړې او بڼې ته يې هم خورا ارزښت ورکړى او پکې يې خورا روزنيزې کړلارې هم ورنغاړلي دي.

 د مثال په توګه: د بدن پاکوالى د انسان د زړه له پاکوالي سره څه اړيکه لري؟

(( ان الله ينظر الى قلوبکم و لا ينظر الى صورکم[50]))؛ يعنې الله تعالی مو زړنو ته ګوري؛ نه څېرو ته موږ خو څه له بدن سره الله تعالی ته نه ورځوو، که بدن مو پاک وي که نه، موږ له زړه سره الله تعالی ته ورځوو، زړه مو بايد پاک وي؛ خو اسلام چې کله عبادت تشريعوي او ددې لپاره چې عبادت هم روزنيز اغېز ومومي؛ نو هغه څه هم د عبادت په جامو کې رانغاړي، چې روزنير اغېز ولري. د مثال په توګه: غسل ، اودس، تل په اوداسه کې اوسېدل، تل په طهارت کې اوسېدل_چې اسلامي سنت دى_ او په بېلابېلو نومونو مستحبي غسلونه.

 په هر حال، اسلام وايي: لمونځ ته چې درېږئ؛ نو بايد بدن او جامې مو پاکې وي، چې دا په خپله د عبادت ترڅنګ د پاکوالي کړلار ده.

عبادت او ټولنيز حقوق

بيا هم د عبادت د روح له نظره توپير نه کوي، چې موږ پر غضبي فرش لمونځ کوو که پر مباح. دا ټولنيز تړونونه دي، چې دا فرش زما وي او هغه ستا، زه ستا په مال ګېډه وانچوم او ته زما پر مال.

 دا حکمونه ټولنيز ژوند ته ګټور دي او يو حقيقت او واقعيت نه لري، چې که مثلا زما مال وي؛ نو يو واقعي کيفيت لري او که ستا وي؛ نو بل واقعي کيفيت به لري. د عبادت مسله يوه واقعي چار دى؛ يعنې پر هغه اړيکه او روحي حالت هېڅ اغېز نه کوي، چې د الله تعالی او انسان ترمنځ رامنځ ته کېږي، دا چارې واقعا نشي کړاى پر عبادت اغېز ولري، ځينې څيزونه اغېز لري. د مثال په توګه: که انسان ځینې روحي او بدني عوارض ولري؛ نو عبادت هم ګډوډېږي او دا عوارض د انسان د زړه د حضور او الله تعالی ته د پام کېدو مخه نيسي؛ خو پورتنى چار دا اغېز نه لري.

 اسلام وايي: په هغه ځاى کې، چې لمونځ کوې، په هغه اوبو، چې اودس کوې، ان په هغه ځاى کې، چې د اودس اوبه دې تويېږي، په هغه جامو کې، چې لمونځ کوې او ټول هغه څيزونه، چې ستا له دې عمل سره اړيکه لري، بايد مباح وي؛ يعنې بايد حرام نه وي اوکه د لمونځ په جامه کې دې يو تار هم حرام وي؛ لمونځ دې نه قبلېږي.

دا هم د عبادت په جامه د روزنيرې کړلارې پلي کول دي.

په لمانځه کې مخ په قبله درېدل

اسلام وايي: د لمانځه پر مهال ټول مخ په قبله درېږئ. سره له دې، چې د اسلام ټينګار دى؛ خو د عبادت د واقعيت له نظره توپير نه کوي، چې هر لوري ته ودرېږئ:

 ((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ [51]= ختيځ او لويديځ ټول د الله تعالی دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ، الله تعالی هلته دى. بېشكه چې الله تعالی (بې نيازه) پراخي بښونکى (او) پوه دى. ))

 د قرآن د وينا له مخې او د عبادت د واقعيت له نظره، توپير نه کوي، چې مخ په شمال، جنوب، ختيځ او يا لويديځ ودرېږو؛ يعنې داسې نه ده، که مخ په قبله ودرېږو؛ نو الله تعالی ته به مو مخ وي او که بلخوا ودرېږو؛ نو الله تعالی ته به مو مخ نه وي؛ خو اسلام د ټولنيز روزنيز مصلحت له لامله داسې سپارښتنه کوي، چې د لمانځه پر مهال ددې پر ځاى، چې هر لوري ته ودرېږئ؛ نو ښه ده، چې يو ټاکلي لوري ته ودرېږئ، چې وګړي پوه شي، چې “يولوري” واوسي؛ يعنې دا د يووالي او يو لوري درلودو زده کړه ده؛ خو کوم لورى او ټکى يې ټاکلى دى؟

(سره له دې، چې وايي: ټولې خواوې د الله تعالی دي) ((إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ [52]= لومړنۍ كور چې خلكو ( او الله تعالی ته ددعا لپاره ) جوړ شو، هماغه دى، چې په مكه كې دى، چې ډېر بركتي او نړيوالو ته د لارښوونې مركز دى. ))

او ورسره ترڅنګ موږ له تاريخ سره يو ځاى کوي. د حضرت ابراهيم(علیه السلام) سنت او ترې د مخکېنيو سنت رایادوي؛ ځکه سمه ده، چې کعبه ابراهيم (علیه السلام) جوړه کړه؛ خو تر هغه مخکې هم وه او د روايتونو له مخې، حضرت ابراهيم (علیه السلام) يوازې د حضرت نوح (علیه السلام) د وخت جوړه کړاى شوې کعبه بيا ورغاوله او د حضرت ابراهيم(علیه السلام) تر بيارغاونې روسته همداسې راپاتې ده؛ يعنې تر هغه روسته کعبه بيا ويجاړه نه ده پاتې شوې او چې ورانه به شوه؛ نو ژر يې جوړوله.

په خپله دا ټاکنه هم د عبادت درناوى دى؛ يعنې عبادت دومره مهم دى، چې ورته د نړۍ هغه ټکى وټاکل شو، چې لومړى جومات او لومړى معبد و او نن هم بايد پر هماغې لور درېږو.

د “مامون الرشيد” د خلافت پر مهال، مسلمانانو پر “زردتشتيانو” نيوکه کوله، چې تاسې “اورلمانځي” يئ؛ هغوى به هم خپل کار ته مخونه ورکوله او ويل يې: که موږ “اور لمانځي” يو؛ نو تاسې “خاوره لمانځي” يئ او کله يې ويل: موږ “اور لمانځي” نه يو؛ لکه څنګه چې تاسې “خاوره لمانځي” نه يئ؛ موږ د اور پر لور درېږو؛ نه داچې اور لمانځو.

 دا خبره له بېخه غلطه ده. د اور پر وړاندې د زردتشتي احساس او کعبې ته د مسلمان احساس دا سره خورا توپير لري. مسلمان، چې د کعبې پر لور درېږي؛ نو کله هم نه انګېري، چې کعبې ته سپېڅلتيا ورکوي او لمانځي يې او ان د يو ماشوم په ذهن کې هم نه راځي، چې سجده او رکوع يې کعبې ته ده؛ خو هر اور لمانځى په هر ډول، چې وي، د اور عبادت کوي؛ که د الله تعالی مظهر يې ګڼي او که نور څه.

 نه وايي: اور خالق ګڼو. بوت لمانځي هم بوتان خالق (پنځګر) نه ګڼي؛ بلکې لمانځي يې او اور لمانځى هم اور لمانځي.

په هر حال دا، د لمونځ کولو پر مهال ټول بايد يو لوري ته ودرېږي؛ پخپله عبادت ته يو ډول بڼه ورکول دي.

 د عبادت روح مجرد دى او که انسان په يو ګوټ کې هم کېني؛ نو لاس ته يې راوړي؛ خو اسلام داسې عبادت نه مني او په خپله سجده او رکوع د الله تعالی پر وړاندې د خضوع او حضور استازي دي.

 اسلام غوښتي دا روح د ځینې نورو روزنو په جامه کې پلي کړي، چې انسان ته په ژوند کې په کار دي.

د نفس د انضباط تمرين

د نفس دانضباط کړاو-تمرين هغه ځانګړنه ده، چې اسلام عبادت ته ورکړې ده. لمونځ واقعا هېښنده او پراخ بنسټه عبادت دى. البته دا ځانګړنه په حج کې هم شته؛ خو په بله بڼه؛ يعنې په هغه ځاى کې، چې انسان مجرمېږي، ځان له ځينو چارو ساتي او د نفس د انضباط تمرين کوي. روژه هم همداسې ده؛ خو په بله بڼه.

په ټول لمانځه کې بايد خوراک ونشي ان که يوه ذره هم وي. لمونځ په ځان کې خورا اسلامي روزنيز آرونه رانغاړلي دي؛ خوراک څښاک پکې منع دى، خندا لمونځ خرابوي، غير له خدايه پکې ژړل يې خرابوي؛ ځکه په لمانځه کې بايد پر خپلو غوښتنو؛ لکه خوراک څښاک او پر خپلو احساساتو؛ لکه خندا او ژړا لاسبري شو. شاو خوا ته کتل لمونځ باطلوي. دا حالت يو ډول بدني او روحي انضباط دى او؛ لکه څنګه چې په لمانځه کې شاوخوا ته کتل په کار نه دي؛ له روحي نظره هم بايد د خپلو احساساتو بنديوان نشي.

په هغه حال کې که انساني کلام هم په خوله راشي؛ نو لمونځ باطلوي او اودس ماتوونکي هم لمونځ باطلوي.

د وخت پېژندنې تمرين

بله مسله، چې په لمانځه کې ورته توجه شوې، د وخت پېژندل او په دقيقه دقيقه او ثانيه ثانيه يې حساب دى. اړنګ نشته چې دا کار د عبادت په روح او له الله تعالی سره د انسان په اړيکه کې اغېزمن نه دى.

 د مثال په توګه: که موږ د غرمې تر زواله يوه دقيقه مخکې لمونځ پيل کړو؛ نو الله تعالی ته هغه تقرب او توجه قلب به مو لاس ته رانشي؛ خو که زوال شي؛ نو تقرب او توجه قلب به مو لاس ته راشي؛ خو اسلام دا شرط ځکه ايښى، چې په وخت کې ګډوډي رانشي او يو ډول د وخت او وخت پېژندنې درناوى دى.

 د مثال په توګه: لمونځ کوو؛ نيم لمونځ مو په وخت او نيم مو ناوخته کړى؛ نو دا لمونځ باطلوي؛ خو که په لوى لاس يې دا کار نه وي کړى؛ نو لمونځ يې سم دى.

سوله غوښتنه

بله مسله له خلکو سره سوله ده، چې په لمونځ کې هم ورته اشاره شوې. په “فاتحه” سورت کې، چې په لمانځه کې يې ويل فرض دي، د الله تعالی تر ستاينې روسته الله تعالی ته وايو:

 ((ایاكَ نَعْبُدُ وایاكَ نَسْتَعِينُ. اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ. صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ [53]=(پالونكيه!) يوازې تا لمانځوو او يوازې له تا مرسته غواړو. موږ ته سمه لار راوښيه؛ د هغو لار چې لورنه دې پرې کړې، نه د هغو لار، چې پرې غوسه شوى يې او نه د بې لارې شويو لار! ))

 پالونکيه! موږ يوازې تا لمانځو. پالونکيه!موږ يوازې له تا مرسته غواړو.

خبره ((زموږ)) ده نه ((زما)). سره له دې، چې د عبادت د روح له نظره، د انسان په ذهن کې، چې غيرالله رانشي؛ نو ډېره ښه ده؛ خو اسلام د يو مهم ټولنيز مصلحت له لامله او ددې لپاره، چې د مسلمان روح يې ټولنيز کړى وي؛ نو هغه يې خلکو ته له عبادت سره يو ځاى راوړاندې کړى، وايي:

 ((ایاكَ نَعْبُدُ وایاكَ نَسْتَعِينُ. اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ. )) موږ عموما يوازې ستا عبادت کوو او يوازې له تا مرسته غواړو، خدايه موږ ټول په نېغه لار سم کړې، چې دلته همکاري، همدلي او همګامي څرګنده ده.

او پورته د سولې او سولې غوښتنې مسله ده، چې د لمانځه په سلام کې اوڅار ده: السلام علينا و على عباد الله الصالحين.

 دا د سولې غوښتنې اعلان دى؛ خو نه د بشر له دښمن سره؛ بلکې له هغه سره د سولې اعلان دى، چې د الله تعالی نېک بنګان دي؛ يعنې خدايه! زه ستا له يو نېک بنده سره هم جګړه او شخړه نه لرم.

نيت

د اسلامي فقهې له مسلماتو دى، چې په ټوليزه توګه د عبادت روح نيت دى. رسول الله وايي: (( لا عمل الا بنية.[54])) يا وايي: (( لکل امرى ما نوى[55])) هر چا ته هماغه دي، چې نيت يې کړى وي او غوښتي يې وي.

کار، چې يو دمي او همداسې وي؛ نو ارزښت نه لري، هغه کار ارزښت لري، چې له نيت، پوهې، انتخاب او د موخې په پامنيوي کې تر سره شي.

انسان دوه ډوله کار کوي: يو وخت انسان د ماشين په څېر کار کوي او چې کار کوي؛ نو ته وا، چې ماشين لګيا دى، نه انسان ( لکه زموږ ډېر لمونځونه) او يو وخت يو کار په توجه او پوهه کوي، چې کله انسان يو کار په پوهه او توجه کوي؛ نو د موخې په پامنيوي خپل کار ته توجه ورکوي.

ديني عالم ښاغلى “بروجردي” نيت بسيا نه ګڼي، چې انسان يوازې په نفس کې داعي وي، چې د هغه دې خبرې موږ هم حيران کړي ول؛ ځکه د نيت په هکله ډېرى علما داعي بسيا ګڼي؛ يعنې همدومره بسيا ده، چې يو انسان د قربت قصد ولري او چې وپوښتل شي: څه کوې؛ نو درته ووايي: لمونځ کوم؛ خو که غفلت له دې اندازې ډېر وي؛ نو يو عالم يې هم بسيا نه ګڼي.

 د مثال په توګه: انسان لمونځ کوي او چې وپوښتل شي: څه کوې او په فکر او ځنډ ځواب درکړي؛ نو لمونځ يې باطل دى؛ خو ارواښاد بروجردي بله خبره کوله: د عمل په پيل کې، دومره بسيا نه ده، چې انسان په عمل د قربت نيت لري او بسيا نه ده، چې يوازې غفلت و نه لري؛ بلکې په زړه کې يې بايد وګرځي او په خپله له ځان سره خبرې وکړي: د ماسپښين د څلور رکعتو فرض نيت مې کړى، د قربة الى الله په نيت او بيا ووايي: الله اکبر.

 البته دا د انګېزې له پلوه اغېز نه لري، انګېزه په خپل ځاى؛ خو چې کله کار دې حد ته راورسي؛ نو د ناپوهۍ له کچې نه پوهې ته رسي؛ يعنې انسان خپل کار له پوهې سره کوي.

د نيت ارکان

اسلام يو بې نيته عمل هم نه مني. په اسلام کې نيت دوه رکنه لري: يو داچې عمل بايد د توجه له مخې وي؛ نه د روږد له مخې، داسې چې يو انسان په يو کار روږد وي، چې بدن يې کار کوي؛ خو خپله پرې خبر نه وي؛ لکه ډېر کارونه، چې د انسان ورته پام نه وي؛ خو کوي يې؛ لکه پر لار تګ؛ نو د نيت لومړى رکن دادى، چې بايد د انسان ذهن متمرکز وي.

د نيت دويم رکن اخلاص دى او داچې انسان په کومه انګېزه دا کار کوي. [نو د نيت دوه رکنه دادي]

١_څه کوم؟

٢_د څه لپاره يې کوم؟

((څه کوم)) د نيت اصل دى، چې هرومرو بايد الله تعالی ته د نږدې کېدو لپاره وي.

د نيت ارزښت

نيت دومره ارزښت لري، چې که عمل او نيت يې وتلل شي؛ نو د نيت تله به درنده وي، چې رسول الله هم وايي: (( نية المؤمن خير من عمله[56]=د مؤمن نيت یې تر عمله غوره دى. ))

يعنې څه؟ يعنې بې عمله نيت، له عمل سره تر نيته غوره دى؟ بې نيته عمل خو ارزښت نه لري او همداراز بې عمله نيت هم.

 نو مانا يې څه ده؟ ایا مراد يې دادى، چې د مؤمن نيت، له عمل سره تر نيته يې غوره دى؟ څرګنده ده، چې دا هم سمه نه ده. خالي نيت خو له عمل سره تر نيته غوره نه دى.

نو خبره څه ده؟ځواب يې روښانه دى. مراد يې دا دى: انسان له عمل سره په نيت يې دوه کاره کوي: يو.. . . . .[57]

 چې کله وايو روح تر بدنه غوره دى؛ نو کېداى شي څوک وپوښتي: ایا روح تر بې بدنه روحه غوره دى يا له روح سره تر بدنه غوره دى؟

يوازې روح؛ خو تر روحي بدنه غوره کېداى نشي؛ ځکه له روح سره بدن هماغه روح لري او يو بل څيز.

 په ځواب کې يې وايو: مراد يې دادى، چې له دې روح او بدنه مرکب موجود، هغه برخه پردې برخې غوراوى لري.

نيت ته د اسلام خورا ارزښت ورکول ښيي، چې عمل بايدله نيت سره وي، له پوهې سره وي او انسان پوه شي، چې څه کوي او له پوهې سره عمل وکړي.

د روږد ځانګړنه

د ارواپوهنې علما وايي: يو کار چې د انسان روږد شو؛ نو دوه متضادې ځانګړنې پکې پيدا کېږي. څومره يې چې روږد زيات شي او د انسان تمرين ډېر شي؛ کار يې اسان او ساده کېږي. يو ټايپست چې څومره له ټايپولو سره روږدېږي؛ کار يې اسانېږي؛ خو څومره چې روږد يې ډېرېږي، پام يې ورته کمېږي او عمل يې په غير ارادي کار اړوي، چې دا د روږد ځانګړنه ده او داچې په اسلام کې دومره نيت ته ارزښت ورکړ شوى، ددې لپاره دي، چې عبادت روږد نشي، چې روږد د يو کار طبيعيوالى په غيراراديتوب، غيرفکريتوب او په غيرهدفتوب او بې له پوهې بدلوي.

دا هغه څيزونه دي، چې موږ يې په لمانځه کې لرو او پوهېږو، چې ډېرې روزنيزې کړلارې ددې عبادت په بڼه پلې کېږي او پردې سربېره، دا عمل په انسان کې الهي مينه او معنويت روزي، چې د عبادت روح دى.

دوه مسلې دي، چې بايد وويل شي: يو داچې په اسلامي اخلاقو او روزنه کې کومو آرونو ته پام شوى دى؟

 سمه نه ده، چې په اخلاقو او روزنه کې ووايو: ښه اخلاق او ښـه روزنه. ښـه اخلاق او ښه روزنه بايد لاس ته راوړل شي. څوک نشي ويلاى، چې غير له دې ده؛ خو عمده خبره داده، چې هر ښوونځى کوم اخلاقي غونډال ښه ګڼي او کوم بد ګڼي.

 د نړۍ اخلاقي ښوونځي، چې خپل وړانديز کړي اخلاق د ښو اخلاقو په نامه وړانديزوي؛ نو په توپير د تضاد تر بريده رسي. يو ښوونځى يوه کړنه اخلاقي ګڼي او بل يې غير اخلاقي.

 اخلاق دستوري علم دى؛ يعنې د ((څنګه بايد ووسو)) علم دى او حکم راکوي، چې داسې وسه.

پوښتنه داده، چې څنګه بايد ووسو، چې ددې ښوونځي له نظره ښه ووسو؟نو يو ښوونځى يوازې په دې نه اخلاقي کېږي، چې يوازې اخلاقي سپارښتنې ولري. څو ځل مې ويلي: تر ټولو پوچه او بې عقله خبره همدا ده، چې په “زردتشت” پورې يې تړي چې وايي: ګفتار نېک=ښه وينا، پندار نېک=ښه فکر او کردار نېک=ښه کړه. آخر نېکي څه ده؟ مثال يې داسې دى، چې له يو انجينر نه د جومات جوړولو نخچه وغوښتل شي او وويل شي: ستاسې نخچه څه ده؟ ووايي: يو ښه تعمير. لومړى بايد وليدل شي، چې د هغه له نظره ((ښه)) او ((تعمير)) څه دي؟ يا يو ګنډونکي ته وويل شي: کوم ماډل جامې ګنډې؟ووايي: ښه ماډل؛ خو معلومه نه وي، چې د هغه ښه ماډل څنګه دى؟

دادي، چې وايو د اسلامي اخلاقو آرونه؛ مانا يې دا ده، چې پوه شو اسلام څه ته ښه اخلاق وايي او څه ته بد اخلاق وايي؛ نو په دې بڼه کې به د اسلام په اخلاقي او روزنيز کړنلار پوه شو.

د “نيچه” څرګندونه

د نړۍ ډېرى اخلاقي ښوونځي د اخلاقو کچه له “خودي”، “ځانمنۍ ” او “ځان نمانځنې” سره مبارزه ګڼي؛ يعنې هغه چار اخلاقي ګڼي، چې موخه ترې په خپله انسان نه وي او د ځان لپاره يې نه وي. اخلاق هغه دي، چې د ((خود)) دېوال ړنګ کړاى شي، چې ځانمنۍ د نورو او انسان تر منځ جوړ کړى دى.

يوازې دوه که درې ښوونځي دي، چې وايي: انسان بايد ((خود)) وروزي او ((ښه)) همدا دي، چې يو له دوى ځنې “نيچه ” دى، چې وايي:

 ((دا خبرې بېځايه دي، چې نېکمرغه انسان هغه دى، چې په ځواک پسې ولاړ شي او نفس وژنه مانا نه لري. نفس بايد وروزل شي، پر کمزوريو لورنه هېڅ مانا نه لري، کمزورى بايد له منځه ولاړ شي، که څوک څاه ته ور و لوېد؛ نو دپاسه پرې ډبره ورګوزاره کړئ؛ د هغه تر ټولو ستره ګناه داده، چې کمزورى دى او که داسې اخلاق مو دود کړل؛ نو بشريت مو غښتلى کړى دى؛ ځکه تر څه مودې روسته به کهول وټاکل شي او يوازې غښتلى کهول به پاتې شي او د غوره ټاکنې په پايله کې به بشريت مخکې ولاړ شي او له بشريت سره ستر خيانت هغوى کوي، چې له کمزوريو سره د مرستې سپارښتنه کوي. ))

دې څرګندونې په نړۍ کې غوغا راپورته کړې؛ ځکه حضرت مسيح (علیه السلام) يې پکې محکوم کړى او هغه ښوونې يې بشر ته تر ټولو زيانمې وښوولې؛ ځکه حضرت مسيح (علیه السلام) تل سپارښتنه کوله، چې له کمزوريو سره مرسته وکړئ.

بله خبره داده، چې موږه دوه ډوله ((خودي)) لرو. يو هغه ((خودي))، چې بايد ماته کړاى شي او ورته پام، نفس پالي، شهوت پالي ده؛ خو ورسره يو بل ((خودي)) هم شته چې بايد وروزل شي او ړنګولو ته پرې نه ښوول شي؛ ځکه په ړنګېدو يې په ټوليزه توګه د اسلام د اخلاقو جرړه رانړېږي.

 

په اسلامي ټولنو کې درې ډوله اخلاق لرو:

١_فليسوفانه اخلاق يا سقراطي اخلاق؛

دا، چې ډېر وچ او علمي ول؛ نو د فيلسوفانو او علماوو له کړۍ عوامو ته را و نه وتل؛ خو دوه ډوله نور اخلاق پر ولس اغېزمن ول.

٢_عارفانه اخلاق؛

يعنې هغه اخلاق، چې عارفان او صوفيان يې دودونکي ول، چې په پراخه کچه د کتاب او سنتو پر بنسټ ول.

٣_حديثي اخلاق؛

يعنې هغه اخلاق، چې محدثينو د حديثونو په راوړو سره په خلکو کې دود کړل.

دا دوه ډوله اخلاق ډېر ګډ ټکي لري او کېداى شي په ډېرو لږو ځايو کې اړپېچ ولري. د عارفانه اخلاقو چورليد له نفس سره مبارزه وه، چې له بېخه دا سمه ښوونه ده او له هغه اخلاقو سره هم اړخ لګوي، چې په کتاب و سنت کې راغلي؛ خو يو ډول (ډېروالى) افراط پکې شوى، چې په کتاب او سنتو کې له ځینې راغليو ښوونو سره يې اړخ نه لګاوه او يو څه يې اسلامي اخلاق له ژونده مړينې ته راکښلي ول.

 دوى له نفس، ځان غوښتنې او ځان لمانځنې سره د مبارزې په نامه د نفس کرامت او شرافت ناليدى وګاڼه، چې اسلام هم پرې خورا ټينګار کړى دى. اسلام له نفس لمانځنې د نسپالنې، مېرمن لمانځنې، مقام لمانځنې او شتمني لمانځنې په مانا او داچې معبود شي مبارزه کوي. انسان هم دې چارو ته لېواليتا لري؛ خو داسې څيزونه هم شته چې انسان ورته لېوالتيا نه لري او بايد په سپارښتنو يې غښتلي کړو؛ لکه عزت غوښتنه، شرافت غوښتنه او د نفس د کرامت غوښتل او ددې مانا داده، چې انسان ددې چارو خلاف؛ يعنې د خپل روح او نفس ته توجه لري او د خپل روح او نفس ګوهر د ځينو چارو او خويونو په پرتله غوره ګڼي.

دې “خود” ته پاملرنه او ژوند کونه يې او له هغه “خود” سره مبارزه دواړه پر يوې لوري وي او اپوټه ددې “خود” وژل د هغه “خود” د وژلو اغېز له منځه وړي.

حضرت علي وايي: ((څوک چې ځان عزتمن بولي نو شهوتپالي سپکه او خواره ګڼي[58]. ))

يعنې که دا حس په انسان کې راپيدا شي؛ نو شهوت پالنه به پرېږدي. انسان په ځان کې دنننه هغه ((خودي)) ته وراستوي، چې ((خود)) ته دې پام وکړه؛ ته تردې ستر مقام لرې، چې ځان په دې چارو ککړ کړې.

په روايت کې راغلي: (( له هغه انسانه ووېرېږه، چې د کرامت او شرافت احساس نه کوي او ځان ورته ارزښت و نه لري[59]. ))

په تحف العقول (٣٨٩ مخ) کې راغلي: ((څوک چې سړيتوب او غيرت نه لري؛ دين هم نه لري او هغه، چې عقل نه لري؛ غيرت هم نشي درلوداى او په نړۍ کې تر ټولو غوره او د لوړ مقام خاوندان هغه دى، چې دنيا ته د نفس هومره ارزښت قايل نه وي. )) (البته دا نفس لمانځنه نه ده)؛ يعنې که د دنيا نعمتونه يو خوا او نفس يې بلخوا شي؛ نو د ټولو نعمتونو په پار له خپل نفسه نه تېرېږي؛ يعنې چمتو نه دى، چې پر شرافت او کرامت يې رټه ولګي.

امام علي (کرم الله وجهه) (نهج البلاغه/٤٤ حکمت) وايي: د هر چا ستروالى او ارزښت د همت د لوړوالي هومره يې دى او د هر چا رښتينولي يې د سړيتوب هومره ده. هېښنده غونډله ده: په چا کې، چې سړيتوب او غيرت وي؛ نو دروغ هم نه وايي او په جنسي چارو کې يې پاکلمني د غيرت هومره ده؛ يعنې څوک چې په خپل ناموس غيرت کوي؛ د نورو په ناموس هم يرغل نه کوي او که د بل په ناموس يې يرغل وکړ؛ نو غيرت يې له لاسه ورکړى دى.

حضرت علي، امام حسن ته په وصيت کې ليکي: (( خپل نفس له هر پرېوتي او ناوړه کاره ساته او چې څومره دې نفس د شهوتونو پر لوري راکاږي؛ ته ترې ځان بچوه. ته چې هر څه له لاسه ورکړې، کړاى شې بدله يې لاس ته راوړې؛ خو هومره، چې له ځانه يې له لاسه ورکړې؛ او پر نفس دې داغ ولګېد؛ نو بدله نه لري او هډو د بل بنده کېږه مه؛ ځکه الله تعالی ازاد پيدا کړى يې. ))

امام صادق (تحف العقول/٣٠٤ مخ) وايي: (( له هغه ترخو خلکو مه وسه، چې خلک ورسره ناسته پاسته نه خوښوي؛ خو دومره هم مه سستېږه، چې ملنډې درباندې ووهل شي. ))

 يعنې اسلام خوښ نه دى څوک ددې لپاره ځان ټيټ کړي، چې ګنې له نفس سره يې مبارزه کړې وي، حال دا، قرآن د وينا له مخې:

 ((وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ[60]= او عزت خو يوازې د الله تعالی؛ د هغه د استازي او مؤمنانو لپاره دى))

 

د صوفيانه اخلاقو کمزوري ټکي

په عارفانه او صوفيانه اخلاقو کې ځینې کمزوري ټکي دي. سره له دې چې عارفانو اسلامي اخلاقو ته خورا چوپړ کړى؛ ځکه خپروونکي يې ول؛ خو انسان تېروځي.

 امام علي (کرم الله وجهه) وايي: (( و لا تکن عبد غيرک و قد جعلک الله حرا )) او امام صادق وايي: (( و لا تکن واهنا يحقرک من عرفک)) او دې خبرې ته وګورئ، چې ابن ابي الحديد د نهج البلاغې په شرح کې ددې خبرو په مقابل کې راوړې ده:

“ابراهيم ادهم” وويل: ددې درې وختونو هومره کله هم خوشحاله شوى نه يم: يو داچې يو وخت په بېړۍ کې سپور وم او يو سړى و، چې خلک يې خندول او زه يې د خلکو خندولو ته له وېښتو راونيوم، چې خوشحاله شوم؛ ځکه پوه شوم د هغه له نظره تر ما بل پرېوتى او ټيټ انسان نه و. په بل ځاى کې رنځور وم او په جومات کې ويده وم. سوالګر يې له جوماته ايستل او د جومات موذن راته وويل: پاڅه بهر ووځه! زه رنځور وم او پاڅېداى نه شوم؛ نو زه يې له پښې ونيوم او بهر يې ګوزار کړم (دا سړى له نفس او ځان لمانځنې سره د مبارزې په نامه سپکاوى زغمي او د اخلاقو په نامه يې خلکو ته وايي) يو وخت مې يو پوستين درلود، ورته مې وليدل؛ پوه نه شوم چې سپږې پکې ډېرې دي که وړى: فلم اميز بين شعره و القملة.

البته دا خبرې له اسلامي اخلاقو سره اړخ نه لګوي. اسلام وايي: د ملنډې وهوونکي خوله ورماته کړه او نظافت د ايمان برخه ګڼي.

همداراز ابن ابي الحديد د يو سړي په ستاينه کې راوړي: يو سړي صوفي ته مېلمستيا وکړه. هغه ولاړ او هغه سړي بښنه وغوښته او درېیم او څلورم ځل هم همداسې وشول او هغه پرې چرت هم خراب نه کړ او له دې سپکاوي خپه نه شو (صوفيان په سپکاوي نه خپه کېدل: الصوفيه لا يغضب و الا يضجر) هغه سړي يې بيا ډېره ستاينه وکړه، چې ته ډېر ستر انسان يې، ما درې ځل ستا سپکاوى وکړ او ته خپه نه شوې. صوفي وويل: نه دا فضيلت نه دى. ته ما د هغې خلق و خوى له لامله ستايې چې سپې يې هم لري، سپي ته هم که خواړه ور نه کړې؛ نو شاته کېږي.

دا درويش په سپکاوي نه خپه کېږي، حال دا، هغه بل سړي يې انساني کرامت لتاړلى و.

له “جنيد” نه يې هم راوړي، چې يوه غونډله- غونډله يې ښه نه ده؛ خو دوه يې ښه دي: عارف نه دى؛ خو داچې د ځمکې په څېر شي او خلک يې تر پښو لاندې کړي، د وريځ په څېر وي، چې پر خلکو سيورى وکړي او د باران په څېر وي، چې پر خلکو وورېږي.

د وسائل په کتاب کې د “کراهت ظلم” يو باب دى او داچې انسان د خپل مال واک لري، د خپلې دندې واک لري او ان کړاى شي خپلې ښځې ته طلاق ورکړي؛ خو د خپل پت واک نه لري او نشي ويلاى د پت واک مې خپل دى.

دا د اسلامي آرونو يو آر دى.

 

په قرآن کریم او سنتو کې د نفس عزت

د اسلامي اخلاقو بېخ بنا پر عزت نفس ولاړه ده، چې دا په حقيقت کې انسان خپل ذاتي شرافت او عزت ته متوجه کول دي او په دې ویېنه کې پر عزت نفس پورې اړوند تعبيرونه تشريح کوو:

 

عزت نفس

په ډېرى اسلامي تعبيراتو کې غرور او احساس او شرافت ته يې “عزت نفس”ويلى، چې په سر کې يې د قرآن دا تعبير دى، چې په مړانه وايي: ((وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ[61]= او عزت خو يوازې د الله تعالی؛ د هغه د استازي او مؤمنانو لپاره دى))

يعنې مؤمن بايد پوه شي، چې عزت په مؤمنانو پورې ځانګړى دى او هغه دى، چې بايد عزتمن او هغه د عزت وړ دى، چې دا نفس ته يو ډول توجه ورکول دي.

نبوي روايت دى، چې وايي: ((که اړتيا لرئ؛ نو په عزت نفس يې له خلکو وغواړئ.[62] ))

يعنې د اړتيا لپاره مو ځان نورو ته مه سپکوئ او د نفس د عزت په ساتلو له نورو خپله اړتيا وغواړئ.

مړينه داده، چې پاتې شئ؛ خو مغلوب او مقهور وسئ؛ خو ژوند دادى، چې مړه شئ؛ خو بريالي وسئ[63].

په دې وينا کې د نفس عزت ته دومره ارزښت ورکړ شوى، چې بې له هغه هډو ژوند مانا نه لري. که د نفس عزت وي؛ نو دومره مهمه نه ده، چې د بدن پر ځمکه وګرځي؛ خو که نه وي؛ نو پر ځمکه يې ګرځېدل ژوند نه دى.

د عاشورا پر ورځ حضرت امام حسين وايي: په عزت مرګ، له ذلت سره تر ژونده غوره دى[64].

يعنې يوازې عزت غواړم.

 په بل ځاى کې وايي: (( هيهات من الذلة[65]))

 او د عاشورا د تاريخ په سمندر کې يوازې دا خبره څپې وهي: (( انى لا ارى الموت الا سعادة و لا الحياة مع الظالمين الا برما.[66]))

امام حسين وايي: ((ا نسان ځکه بايد رښتين وي، چې رښتيا انسان ته عزت دى. )) (دلته رښتينولي د عزت نفس کچه ښوول شوې ده) او دروغ ويل بېوسي ده، بېوسه درواغ وايي او غښتلى دروغ نه وايي[67]. ))

په نهج البلاغه کې راغلي: ((هغه چې له نورو تمه لري؛ نو د نفس سپکاوى يې منلى دى. ))

 دلته تمه ددې لپاره رټل شوې، چې انسان خواروي او ددې ناوړه خوى جرړه د نفس په سپکاوي کې ده او شرعاً مکروه ده، چې انسان ستونزه ولري او هر چا ته يې ووايي؛ ځکه دا کار انسان سپکوي.

يو سړى امام صادق ته راغى او له خپل روزګاره يې شکايت وکړ، چې حالات مې خراب دي او ډېر پوروړى يم. امام صادق ورته څه نغدې ورکړې.

 سړي وويل: زما مطلب دا نه و، چې څه درنه واخلم؛ يوازې مې غوښتل زړه سپک کړم او دعا راته وکړئ.

امام: ما هم نه دي ويلي، چې مطلب دې دا و؛ خو دا نغدې واخله او و يې لګوه او يوه خبره مې هم واوره: هر ستونزه چې لرې، خلکو ته يې مه وايه؛ ځکه خلکو ته دې خواروي او دا کار په ژوند کې د ماتې په مانا دى.[68]

دا دوه غونډلې- جملې ډېرې له مانا ډکې دي، چې وايي: ((هغه چې خپلې ستونزې خلکو ته وايي؛ نو د نفس سپکاوى يې منلى دى )) او (( چا چې شهوت پر ځان واکمن کړ؛ نو خپل نفس يې ځان ته خوار کړى دى. ))

انسان ولې نورو ته لاس اوږد کړي؟ ګوزاره به وکړم؛ خو نورو ته به لاس اوږد نه کړم.

 “شيخ سعدي” په “بوستان” کې يوه کيسه راوړې، چې دا کيسه د حضرت علي (کرم الله وجهه) ده: حضرت علي د قصاب د هټۍ له مخې تېرېده، چې قصاب وويل: ښه غوښه لرم.

 امام وويل: پیسې نه لرم.

 قصاب وويل: صبر به درته وکړم.

 امام وويل: نس ته به ووايم ، چې صبر وکړه.

تحف العقول له امام صادق نه راوړي، چې: ((دومره مه ترخېږه، چې خلک درسره ناسته پاسته پرېږدي او دومره مه سستېږه، چې ملنډې درباندې ووهل شي او سپکاوې دې وکړي)) او دا د هغې خبرې پرخلاف ده، چې ابن ابي الحديد د مشهور صوفي ابراهيم ادهم په هکله راوړي ول.

داچې د انسان روح متواضع وي له دې سره توپير لري، چې ځان نورو ته خوار کړي او له امام صادق نه روايت[69] دى: (( په زړه کې دې دوه متضاده حسونه يو ځاى ولره: تل احساسوه، چې خلکو ته اړ يې؛ يعنې د اړ په څېر له خلکو سره چلېږه او تل احساسوه، چې له خلکو بې اړې يې او له خلکو سره د يو بې اړي او بې اعتنا په څېر چلېږه؛ دا چار په يو وخت کې د يو څيز په اړه نه کېږي؛ کېداى شي د دوو څيزونو په اړه وي. امام وايي: اما په هغه وخت کې، چې د اړ په څېر چلن وکړې، د خبرې نرموالى، د سيرت ښکلا او لومړى سلام اچول دي او هغه وخت، چې بايد مړه خوا يې او د تواضع ځاى نه دى او د پت او عزت ساتل دي؛ نو په هغه ځاى کې هډو نرمي مه ښيه، چې پوهېږې پت اوعزت دې له منځه ځي.

دا هغه تعبيرات دي، چې د عزت په نامه راغلي دي.

ځينې تعبيرات د((علو)) په نامه دي؛ لکه په قرآن شريف کې راغلي:

 ((وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ[70]= او كه (په رښتيا) مؤمنان ياست (؛ نو) مه سستېږئ او مه خپه كېږئ او همدا تاسې لاسبري ياست. ))

بل تعبير ځواک او غښتلتيا ده، چې نفس ته د ورګرځېدو يو ډول دى. حضرت امام حسين وايي: ((د دروغو جرړه په خوارۍ کې ده، غښتلى انسان کله هم دروغ نه وايي. ))

 دا دې خبرې ته متوجه کول دي، چې انسان بايد په ځان کې د غښتلتيا احساس وکړي او دروغ او غيبت هم يو ډول خواري او زبوني ده.

 ((غيبت کول د بېوسي انسان روستى کوښښ دى او غښتلى انسان ځان ته اجازه نه ورکوي، چې په خلکو پسې خبرې وکړي. [71]))

روايت: ((خپل نفس دې پورته وګڼه، چې په سستو او کمزوريو انسانانو کې رانشې[72]. ))

وايي: انسان بايد په خپله په خپلې روزۍ پسې وي، دلته په خپلې روزۍ پسې د تګ د لزوم بنسټ پر غښتلتيا ايښوول شوى او ورپسې نه تلل رټل شوى او کمزوري او بېوسي ګڼل شوې ده.

نفاست نفس

بله څرګندنه- اصطلاح د ((نفاست نفس)) ده؛ يعنې د انسان روح د نفيس څيز په څېر دى، چې ښه اخلاق ورسره مناسب څيزونه او رذيله اخلاق ورسره نامناسب ښوول شوي دي.

 په دې تعبير کې انسان د سترې شتمنۍ خاوند ګڼل شوى، چې هماغه ((خود)) يې دى او انسان ته وايي: پام کوه! دا ((خود)) دې له لاسه ور نه کړې او يا يې چټل نه کړې؛ ځکه دا ((خود)) ډېر ارزښتمن او نفيس دى.

اميرالمؤمنين علي (کرم الله وجهه) امام حسن ته په يو ليک کې ليکي: ((نفس دې له هرې پستۍ ستر او غوره وګڼه؛ له نفسه که دې څه وبايلل؛ نو بدله نه لري، نفس مه بايله، چې که هر څه دې پرې ملامله کړل، مغبون يې. ))

خبره د نفاست او ارزښت ده او داچې دا ارزښتمن څيز له هر څه (لاسبر) مافوق دى(؛ يعنې دومره ارزښتمن دى، چې څه هم ورسره برابرى نه کوي) او بايد له لاسه ور نه کړ شي.

حضرت علي وايي: ((هغه چې غيرت نه لري؛ دين نه لري او که څوک عقل او تشخيص و نه لري؛ نو سړيتوب هم نشي درلوداى او تر ټولو د لوړ مقام خاوند هغه دى، چې ټوله نړۍ ورته تر ځانه لږه بيه ولري. [73]))

دا ((خود)) څه دى، چې ټوله نړۍ له ځانه کمه ګڼي او که ټوله دنيا هم ورکړه شي؛ نو بيا هم ځان تر دنيا غوره او پورته ګڼي.

امام صادق يوه رباعي لري، چې په بحار ٤٥/٢٥ کې يې راخستې ده:

اثامن بالنفس النفيسه ربها و ليس لها فى الخلق کلهم ثمن

زه هغه پالونکي ته په دې ارزښتمن نفس، ثمن ږدم ، چې د الله تعالی په ټولو مخلوقاتو کې د نفس هومره ارزښتمن څېر نه پيدا کېږي.

غيرت

بل تعبير د “غيرت” په نامه دى؛ يعنې ځینې اخلاقي چارې داسې دي ، چې د انسان غيرت يې غواړي، چې داسې وي او داسې نه وي. د مثال په توګه: حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:

 ((د هر چا مقام او درجه يې په همت پورې اړه لري او مړانه يې هومره ده، چې په ځان کې د سړيتوب احساس کوي او د هر چا عفت يې د غيرت هومره دى. ))

يعنې انسان چې څومره خپل ناموس ته په ارزښت قايل دى، د نورو د ناموس درناوى هم کوي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: (( غيرتي انسان کله هم زنا نه کوي[74]. ))

 يعنې هغه انسان غيرت نه لري، چې زنا کوي او د نورو ناموس لتاړي.

په دې هکله بل تعبير د ((حريت)) ټکى دى. حريت، ازادي او آزادګي. حضرت علي (کرم الله وجهه) و ايي: ((د بل مه بنده کېږه؛ ځکه الله تعالی ازاد پنځولى يې. ))

د “نفس د کرامت” په هکله هم تعبيرونه شته؛ لکه: ((هغه چې خپل نفس ته په لوړه سترګه ګوري؛ نو شهوت پرې نشي لاسبرېداى. [75]))

په اسلامي روايت کې راغلي: (( له هغه ووېرېږه ، چې په خپله ځان ته خوار وي؛ يعنې په خپله د شرف احساس نه لري[76]. ))

ایا تناقض دى؟

دا ټول هغه تعبيرونه دي، چې په يو نه يو ډول ((خود=انا)) ته توجه ورکول دي. بلخوا په اسلامي ښوونو کې داسې ښوونې ليدل کېږي، چې د دوى پرخلاف ګڼل کېږي. د مثال په توګه: چې کله وايو: عزت نفس؛ نو تواضع څه شوه؟ تواضع او تذلل توپير لري که نه؟ که د نفس عزت ساتو؛ بايد متواضع و نه وسو! ایا عزت نفس د تواضع پر ضد دى که نه؟ همداسې ” د نفس لوړاوى” هم دى.

 قرآن حکيم وايي: ((وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ[77] = او كه (په رښتيا) مؤمنان ياست (؛ نو) مه سستېږئ او مه خپه كېږئ او همدا تاسې لاسبري ياست. ))

 قرآن کريم وايي: ((تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ [78]= (هو) دا د اخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د پرهېزګارانو ده. ))

يا د مثال په توګه: چې څه مو د غښتلتيا او کمزورۍ په باب اورېدلي، ټول د کمزورۍ په هکله دي. “شيخ سعدي” وايي:

من آن مورم که در پايم بمالند نه زنبورم که از نيشــــم بنالند

چگونه شـــــــکر اين نعمت گزارم که زور مـــردم آزارى ندارم

دا تر ټولو ستر نعمت دى، چې خلک ازارولاى نه شم!

يا د نفس د نفاست په هکله، نفس هماغه چټل څيز نه دى، چې له سپي او هر چټل موجود سره ورته شوى؟؛ نو څنګه دلته نفيس څيز ښوول شوى دى؟ او ایا داسې نه ده، چې په اسلام کې له نفس سره د مبارزې سپارښتنه شوې ده؟

 هغه نفس، چې جهاد ورسره کېږي او د دښمن په سترګه ورته ليدل کېږي او رسول الله وايي: ((نفس دې تر ټولو ستر دښمن دى. )) (محجة البيضاء ٥/٦)؛ نو څنګه دلته دومره عزتمن شمېرل شوى دى.

[ليکوال: په احاديثو کې د ((نفس وژل)) نه دي راغلي او دا يو عرفاني تعبير دى؛ خو له نفس سره مخالفت د قرآن حکيم (نازعات/٣٧_٤١) خبره ده؛ لکه چې وايي:

 ((فَأَمَّا مَن طَغَى. وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا. فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى. وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى. فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى = نو چا چې سرغړولى وي، او[پر آخرت يې] د دنيا ژوندغوره ګڼلى وي؛ نو په واقع كې استوګنځى يې همدا جهنم دى او هغه چې د خپل پالونكي له مخامخېدو ووېرېږي او ځان يې له ناوړه هيلو ژغورلى؛ نو په حقيقت كې استوګنځى يې هماغه جنت دى. ))

يا (يوسف/٥٣)وايي: وَمَا أُبَرِّىءُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ = او زه ځان نه پاكوم؛ (ځکه) چې(سركښ) نفس ډېر په بديو امركوي؛ خو پر چا چې زما پالونكى رحم وكړي؛ ځكه پالونكى مې ډېر بښونكى (او) لورين دى: ))

څومره چې د انسان ((خود=انا)) د نورو له ((خود=انا)) بېلېږي او شخصي او وګړيز اړخ پيدا کوي؛ نو دا يې په ((ناخود)) پورې اړه لري؛ يعنې په بدني چارو پورې يې اړوند دى؛ خو انسان د خپل ذات په باطن کې يو حقيقت لري، چې د ذات يې اصلي حقيقت دى او دا نور، چې يې د ((خود)) په نامه احساسوي، په واقع کې يې ((ناخود)) دى او قرآن حکيم په ((فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ[79] = نو چې كله مې جوړ کړ او له خپل ( ښكلي او ستر) روح نه مې په هغه كې پو كړ؛ نو تاسې ټول ورته سجده کوونکي پرېوځئ. ))تعبير کړى دى؛ يعنې يو حقيقت دى، چې نه ماده ده او نه طبيعت؛ بلکې له ملکوت، ځواک او بلې نړۍ دى؛ نو هغه ((خود)) ته توجه کول؛ يعنې د خپل انسانيت حقيقت لاس ته راوړل او چې انسان هغه ((خود)) ته توجه وکړي؛ نو محض حقيقت به يې ومومي؛ ځکه جوهر يې حقيقي جوهر دى او له باطلو، پوچيو، نېستيو او ضد حقيقتونو سره اړخ نه لګوي.

 هغه ولې له رښتيا سره اړخ لګوي؟؛ ځکه رښتيا حقيقت دى او له دروغو سره ځکه اړخ نه لګوي، چې پوچي، نيستي او بې حقيقتي دي. له بېخه يې خټه له دروغو سره نه ګډېږي. هغه له ملکوت او ځواکه دى او او له دروغو، کمزورۍ، بېوسۍ او زبونۍ سره اړخ نه لګوي، له ازادۍ او حريته دى؛ ځکه د انسان واقعي ((من)) ازاد دى او له ذلت، ضد ازادۍ او مرييتوب (که انسان د انسان مريى وي که د شهوت) سره ځکه اړخ نه لګوي، چې جوهر يې ازادي او حريت دى. سپېڅلى او له خاورې له هاخوا دى او له خاورينو چټليو او په طبيعت کې د انسان له بنديوانېدو سره اړخ نه لګوي.

((من)) ته د يو وګړي په نامه پام، چې ژوند کوم او د نورو پر وړاندې يم [چې ټولې جګړې د همدې لپاره دي] يا د عرفاوو د وينا له مخې، “من” د يو تن او څه، چې د يو تن له چارو دي؛ لکه خوړل، ويدېدل او جنسي شهوتونه، چې ددې تن ژوند دى؛ نو ((من)) ته په دې نامه توجه کول رټل شوي دي او هغه ((من)) بايد په واک کې کړاى شي او د دښمن په سترګه ورته وليدل شي، چې د نورو پر وړاندې واقع کېږي؛ خو په هغه نفس کې “زه” او “موږ” نشته چې د عزت نفس، قوت نفس، شرافت نفس او حريت نفس په نامه ياد شول او هغه هماغه الهي سپېڅلى جوهر او زړى دى، چې په هر انسان کې شته او په کار نه ده، چې څوک يې چا ته ورزده کړي. څوک چې خپل باطن ته ورشي؛ نو ځینې ځانګړنې له ځان سره متناسبې او ځینې ځان ته خوارې او سپکې ګڼي؛ لکه چې يو نفيس څيز پر ډېران ګوزار شي؛ نو وايي، چې دا يې ځاى نه دى او چې کله ځان چټل وويني؛ نو احساسوي، چې ددې چټلۍ انډول نه دى.

 هغه ((من)) مانا ده، چې د ماناو پر وړاندې راځي او دا ((من)) يو وګړى دى، چې د نورو پر وړاندې راځي. دا ((من)) خپل حساب له نورو بېلوي ورته وايي: دا کار مه کوه؛ هغه ((من)) دې له هغه ماناو بېلوي، چې په شان کې يې نه وي او ورته وايي: دا کار وکړه.

نو په دې تعبيرونو کې تضاد او ټکر نشته چې له يوه اړخه له نفس سره د جهاد او د نفس د تزکيې حکم راته کېږي او نفس ته تر ټولو ستر دښمن ويل کېږي او بلخوا وايي: نفس دې وپېژنه، درناوى يې وکړه، عزت، شرافت او درناوى يې وساته. دا شريف ګوهر او زړى د انسان د انسانيت يو حقيقت دى، چې هر چا ته الله تعالی ورکړى دى او په هکله يې ويلي دي: ((فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي))، چې دا ددې نړۍ له هاخوا نړۍ له جنسه دى؛ نوځکه ددې ددوو ترمنځ ټکر نشته.

 

د اخلاقي الهامانو جرړه

ددې ويينې پيلوو مخکې د تېر څپرکي تاييد ته څو حديثونه راوړم، چې معلوم شي د اسلام په اخلاقي احکامو کې کوم روح دى او په اسلام کې د عزت او کرامت مسلې ته څومره ارزښت ورکړ شوى دى.

امام سجاد وايي:

((نورو ته د اړتيا لاس وړاندې کول؛ ژوند ذليلوي او حيا او شرم له منځه وړي، دبدبه کموي او انسان سپکوي، چې دا په خپله نغده بېوزلي ده[80]))

يعنې بېوزلي يوازې د پیسو نه درلودو ته نه وايي، (فقر؛ يعنې اړتيا. د پیسو نه درلودل اړتيا او فقر دى) او ددې اړتياوو ښکاره کول هم عين بېوزلي ده. ))

څومره چې د انسان لاس نورو ته اوږد نه وي؛ نو نغده غنا يې موندلې ده.

ددې جملې روح دادى، چې بېوزلي او شتمني يوازې مالي بېوزلي او شتمني نه وي؛ بايد پام مو وي، چې نورې بېوزلۍ هم شته او انسان بايد تېر نه وځي، چې له مالي بېوزلۍ نه د خلاصون لپاره، ځان په نورو بېوزليو ککړ کړي او انسان بايد معنوي غنا د مادي غنا تر ارزښته لوړه وګڼي.

((مَا أَحْسَنَ تَوَاضُعَ الاْغْنِيَاءِ لِلْفُقَرَاءِ طَلَباً لِمَا عِنْدَ اللهِ! وأَحْسَنُ مِنْهُ تِيهُ الْفُقَرَاءِ عَلَى الاْغْنِيَاءِ اتِّكَالاً عَلَى الله[81] = الله تعالی لپاره د نشتمنو پر وړاندې د شتمنو عاجزي څومره ښه ده او تردې خو لا ډېره ښه داده، چې د الله تعالی د توکل لپاره د شتمنو پر وړاندې د نشتمنو بې اعتنايي تکبر او د شخصيت ساتنه ده، چې شتمنۍ ته يې سر ټيټ نه کړي.

دلته بيا غواړي د شرافت نفس، عزت نفس او کرامت نفس حس را ويخ کړي او په واقع کې غواړي حماسه رامنځ ته کړي:

((وَالْبُخْلُ عَارٌ، وَالْجُبْنُ مَنْقَصَةٌ، وَالفَقْرُ يُخْرِسُ الْفَطِنَ عَنْ حُجَّتِهِ، وَالْمُقِل ُ غَرِيبٌ فِي بَلْدَتِهِ،
الْعَجْزُ آفَةٌ، وَالصَّبْرُ شَجَاعَة والزهد ثروة وَالْوَرَعُ جُنَّةٌ[82] = کنجوسي ننګ او ډار زيان دى او تنګلاسي، ځيرک په خپلو دلايلو کې پڅوي او تنګلاسى په خپل ښار کې هم پردى وي. بېوسي افت دى. زغم، مړانه ده. زهد، شتمني ده. پرهيزګاري، د ژغورنې ډال دى او څومره ښه ملګرې ده.))

دلته کنجوسي، ډار، تنګلاسي او بېوسي نفې شوې او صبر، زغم او مړانه اثبات شوې او د نفې او اثبات د دليلونو چورليد يې د انسان شخصيت، کرامت او د عزت احساس دى. کنجوسي ننګ دى؛ يعنې څوک چې له ننګه ځان ساتي؛ نو نه ښايي بخيل وي.

ډار انسان ته نيمګړتيا ده او انسان بايد دا نيمګړتيا و نه زغمي.

تنګلاسي، ځيرک په خپلو دلايلو کې پڅوي؛ يعنې که د يو انسان وينا څومره هم غوسه وي؛ خو د مړه خوا انسان پر وړاندې خپله خبره په غوسه نشي کولاى؛ نو بېوزلي ځکه بده ده، چې انسان راټيټوي او تنګلاسى په خپل ښار کې هم پردى وي. بېوسي افت دى؛ نه کمال؛ خو ددې افت پر وړاندې درېدل د انسان مړانه ده.

زهد شتمني ده؛ يعنې يو ډول شتمني ده، زهد درلودل، چې انسان نورو ته اړ نه وي. انسان شتمني څه ته غواړي؟ چې مړه خوا وي؛ نو خپله زهل درلودل يو ډول مړه خوا کېدل دي.

امام سجاد وپوښتل شو؟څوک د ستر شخصيت خاوند دى؟ و يې ويل: هغه چې دنيا له خپل نفس سره نه برابروي.

په تحف العقول کې د امام سجاد د خولې وينا ده: چا ته چې خپل نفس ستر و؛ نو دنيا يې په سترګو کې کوشنۍ کېږي.

((رښتيا بشر ته شرف او کرامت دى او دروغ پستي ده. رښتين ستر دى او و به وژغورل شي او دروغجن به د خوارۍ کندې ته ګوزار شي.[83]))

قرآن کريم وايي: ((وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِينٍ. هَمَّازٍ مَّشَّاء بِنَمِيمٍ[84] = او د هر يوه سپك، ډېر قسم خور مه منه؛ هغه چې ډېرعيبونه لټوي او خبر لوڅي کوي. ))

د پستو قسم خوړونکيو ډېرو خبرو ته غوږ مه ږدئ، کېداى شي، چې ډېر قسم خوړل يې له پستۍ وي. انسان، چې عزت احساسوي؛ نو په خبرو کې پر قسم تکيه نه کوي؛ په دروغو قسم حرام او رښتيا قسم هم مکروه دى.

((وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً [85]= او په رښتيا، موږ بنيادم ته ډېر عزت وركړى دى او هغوى مو په وچه او لمده كې (پر سورليو) سواره كړي دي او هغو ته موږ له ډول ډول پاكو څيزونو روزي وركړې او هغوى مو پر خپلو ډېرو مخلوقاتو غوره كړي دي. ))

موږ بنيادم ته ډېر عزت وركړى. عزت ورکول دوه ډوله دي: يو وخت داسې وي؛ لکه يو انسان، چې د بل عزت کوي، چې دا يو اعتباري او قراردادي چار دى. د مثال په توګه: چې تاسې زما کور ته راشئ؛ نو زه دوه ډوله غبرګونه درلوداى شم: يو داچې په راتګ او تګ مو هډو غبرګون و نه ښيم. بل داچې دروند چلن درسره وکړم؛ خو چې کله الله تعالی وايي: ((وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ)) چې په پنځونې کې مو عزتمن کړ؛ يعنې کرامت، شرافت او ستروالى مو په خټه کې ورته کېښود؛ نو که انسان په هغه سترګه ځان ته وګوري، چې دى؛ نو ځان به ستر او د عزت او کرامت خاوند ومومي.

پورته خبرې مو د تېر څپرکي تاييد ته راوړې.

توکيز(مادي) او مانيز (معنوي) خوندونه

د “توکې” او “مانا” مسله له پخوا بشر ته اوڅار وه او چارې به يې په توکيزو او مانيزو چارو ويشلې. اوس له مانيزو چارو مراد مجردې او “له طبيعت هاخوا” چارې (الله تعالی، پرښتې او نور) نه دي.

 د انسان په دنيوي ژوند کې دوه لړ چارې دي:

 ١_توکيز. ٢ _مانيز. او د انسان او حيوان يو توپير هم په دې کې دى، چې د انسان په ژوند کې ځینې داسې چارې هم اوڅار دي، چې محسوس او ملموس نه دي؛ حجم او وزن نه لري؛ خو شته؛ لکه همدا څيزونه، چې وويل شول. تل بشر ته نوموتې-اوڅار وه، چې ازادګي څه ده.

قرار در کف آزادگان نگيرد مال نه صبر در دل عاشق، نه آب در غربال

بشر يوازې توکيز، بدني او محسوسو څيزونو ته ارزښت قايل نه دى. اوبه او خواړه انسان ته مهم دي؛ خو نور څيزونه؛ آزادګي، ټولنيزه ازادي او د عقيدې ازادې ورته هم ارزښت لري. انسان ته دعقيدې ازادي خورا ارزښت لري، چې ازاد ووسم، چې کومه ګروهه ولرم او بيا هم په خپله ګروهه کې ازاد ووسم؛ يعنې څوک مې د عقيدې له لامله و نه کړوي.

پخوانيو علماوو دا چارې په ((مانيزو چارو)) تعبيرولې. انسان توکيزو موخو ته له رسېدو خوند اخلي او مانيزو چارو ته له رسېدو هم خوند اخلي؛ نو انسان دوه ډوله خوندونه لري: توکيز خوندونه او مانيز خوندونه.

د انسان کړاوونه هم دوه ډوله دي، چې توکيزو او مانيزو چارو ته د نه رسېدو پايله ده او يا د هغوى ضد ته له رسېدو هم پرې راځي: توکيز کړاوونه او مانيز کړاوونه.

پورتنى ويش ارواپوهانو هم کړى او ترمنځ يې توپير راولي، د مثال په توګه: توکيز خوندونه په يو ځانګړي غړي پورې اړه لري او پردې سربېره له يو بهرني لامل سره تر تماس روسته لاس ته راځي؛ لکه د خوړو خوند، چې په يو غړي پورې اړه لري (؛ يعنې انسان يې خوند په ټاکلي غړي احساسوي) او پردې سربېره يو څيز بايد وي، چې پر ژبه ولګېږي، چې دا فعل و انفعال را منځ ته شي او خوند لاس ته راشي.

خو مانيز خوندونه په ځانګړي غړي پورې اړه نه لري، ځاى نه لري، يو ځانګړى ځاى ورته ښوولى نشې، چې دا ددې خوند ځاى دى او پردې سربېره په دې پورې هم اړه نه لري، چې بهرنى څيز له انسان سره تماس پيدا کړي. ډېرى وختونه يو فکر انسان ته خوند ورکوي؛ لکه د يوې سيالۍ د مډال د ګټلو خوند. فرض کړئ، يو سړى خبرېږي، چې په پلاني ځاى کې غوره ليکوال پېژندل شوى؛ نو دا خبره خوند ورکوي.

 نه شو ويلاى، چې دا هم بهرنى لامل (اورېدل) لري. دا اورېدل يې د خبرېدو وزله ده. خوند يې د غوږ خوند نه دى؛ لکه کوم خوند، چې له موسيقۍ اخلي.

 دا خوند چېرې دى؟ په سترګو، غوږونو که په ذايقه کې؟ نه! هغه په ټول وجود، په خپل وجود کې خوند احساسوي، بې له دې، چې وکړاى شي، يو ځانګړى ټکى درته وښيي او يا لږ تر لږه درته ووايي، چې دا هغه ټکى دى، چې د خوند احساس پکې لري.

په هر حال توکيزې او مانيزې چارې انسان ته اوڅار وې.

 فيلسوفان ګروهن دي، چې خوندونه درې ډوله دي:

 ١_بدني خوندونه. ٢_ عقلي خوندونه. ٣_منځني يا وهمي خوندونه.

 درېیمه ډله خوندونه د عقلي خوندونو پر وړاندې پرېوتي او حقير دي او انسان بايد په عقلي خوندونو پسې وي نه په وهمي خوندونو پسې؛ نوځکه د هغوى په اخلاقي احکامو کې بدني خوندونه تقريبا غندل شوى او هڅونه ورته نشته؛ خو څرګنده ده، چې وهمي خوندونه د بدني او حسي خوندونو برخه نه دي.

د ارزښت جرړه

دلته بله مسله راولاړېږي: بشر، چې دا چارې غواړي او ورسره مينه لري؛ نو ناچاره دى، چې ارزښت ورته قايل شي. ازرښت همدا دى، چې موږ په خپله اصطلاح کې ورته قيمت او بيه وايو.

ارزښت له کومه پيدا کېږي او ولې يو څيز ارزښت لري؟ که يو څيز ګټور وي، د انسان د کمال له درجو ځنې يوه درجه ده، د انسان له ځواکونو يو ځواک دى او بلخو وړيا هم نه وي؛ يعنې لاسرسى ورته اسان نه وي او د انحصار وړ هم وي؛ دلته ازرښت پيدا کېږي.

 هوا ارزښت نه لري، ولې؟؛ ځکه لومړى داچې وړيا ده؛ يعنې هاغومره شته چې ټول ترې ګټه واخلي او دويم داچې د مالکيت او انحصار وړ نه ده؛ خو ځمکه داسې نه ده؛ ځينې ځمکه ځان ته ځانګړې کوي او نور ترې بې برخې کوي او له دې ځايه ارزښت رامنځ ته کېږي.

مانيزې چارې هم په همدې دليل ارزښت پيدا کوي او فرض داسې دى، چې په هماغه دليل، چې انسان په فطري ډول توکيزو چارو ته لېوالتيا لري؛ مانيزو چارو ته هم لېوالتيا لري؛ نو دادى، چې موږ مانېزې چارې ارزښتنمې ګڼو؛ نو ارزښت يې مانيز دى.

 د ((انسانيت)) مسله په دې دليل راولاړېږي، چې مانيز ارزښتونه د انسان له ځانګړنو ځنې دي او توکيز ارزښتونه د انسان له ځانګړنو نه دي.

د انسان انسانيت په دې کې دى، چې مانيز ارزښتونه پکې غښتلي وي او څومره چې په مانيزو ارزښتونو پابند وي؛ نو موږ يې په انسانيت کې تر نور بشپړ ګڼو.

زموږ پخوانيو به دا پر ځینې بنسټونو اوڅارول، چې “په ټپه ولاړ حالت” ته به نه رسېدل؛ خو نن پېرنګيان دا مسله په بله بڼه اوڅاروي؛ نوځکه “ډپ” ته رسي او په خپله هم ډپ ته رسېدلي او هم يې بشريت ډپ ته رسولى دى؛ توکيزې او مانيزې چارې او ګټه او ارزښت يې سره بېل کړل. و يې ويل: يو څيز انسان ته ګټور دى او بل ورته ګټور نه دى؛ خو انسان ورته ارزښت ورکوي. لومړى ډله توکيزې چارې دي. دويمه ډله سره له دې، چې انسان ته ګټور نه دي؛ خو ارزښـت ورکوي.

 وايو: ولې؟ څنګه هغه څيز انسان ته ارزښـت لري، چې د انسان د وجود له واقعيت سره اړيکه نه لري او انسان ته کمال نه ورزياتوي او انسان يې له بېخه په لټه کې نه دى؟ د ازرښتونو جرړه څنګه ښيي؟زه په هغه پسې ځم، چې راته ګټه ولري، ولې يو څيز ته ارزښت قايل شم، چې له بېخه ماته خير، ګټه او نېکمرغي نه لري؟ او بيا هم ما ته انساني کمال وشمېرل شي او نور يې وستايي؟!

علت يې دادى، چې نه يې غوښتل ماده او مانا سره بېله کړي؛ يعنې نه يې غوښتل، د توکي پر وړاندې يوه مانا قايل شي او نه يې غوښتل، چې انسان ته پر يو معنويت قايل شي او وايي: انسان نس لري؛ له نس هاخوا هم لري؛ هغه ته ارزښت قايل دي، چې د انسان نس ورته اړتيا لري او هغه ته هم ارزښت قايل دي، چې “د نس هاخوا” ورته اړتيا لري. هغوى نه غوښتل، ددې “ځواک هاخوا” ته بل ځواک قايل شي. و يې ليدل، چې ظاهرا انسان ته له دې مادي اړخ بل څه نشته؛ نو په هغه څه يې وشمېرل، چې مادي اړخ ته يې ګټور ول؛ خو چې څه يې مادي اړخ ته ګټور نه دي؛ نو غوښتنه يې د سول- منطق ضد ده او بيا يې نومونه پرې کېښوول، چې انسان دې چارو ته په ارزښت قايل دى؛ خو ددې ارزښت جرړه په څه کې ده؟ جواب نه لري.

ځنې راغلل، و يې ويل، موږ خپل کار ته ارزښت ورکوو؛ موږ په خپله ارزښت پنځوو. ایا ارزښت پنځېدونکى او قراردادي دى؟ موږ يوازې تړونونه پنځولاى شو. ایا دا قراردادي خبره ده، چې موږ هسې يو څيز ته ارزښت وپنځوو؟!

ارزښت او ګټه دواړه يوه معقوله ده؛ يعنې له يوه اړخه يو شان دي او دواړه د انسان له واقعيت سره اړخ لګوي؛ يعنې انسان بې له دې بله چاره نه لري، چې په خپل خير او کمال پسې ولاړ شي؛ خو انسان يوازې مادي نه دى؛ مادي خير ورته يو ډول ارزښت لري او مانيز خير ورته بل ډول؛ موږ ددې پر ځاى، چې ووايو: ګټه او ارزښت، وايو: ماده او مانا يا مادي ارزښت او مانيز ارزښت او منطقي خبره هم همدا ده او داچې نننۍ نړۍ ته د ارزښتونو د ړنګېدو نړۍ وايي، ددې لپاره دي، چې غواړي ارزښتونه له بېخه راونړوي او هم غواړي بشر ته ارزښت ورکړي او دا تناقض دى او د ارزښتونو جرړه يې په هغه ډول انسانپوهنې ووهله، چې لري يې چې کله يوازې په توکيز ليد انسان ته ګوري؛ نو انسان يوازې همدا مادي سټه پېژني او اخلاق، مانيز ارزښتونه، د بشر اصالت او انسانيت هر څه بې مانا دي، چې کله انسان د نورو مادو په پرتله يوازې پېچلې ماده وي؛ نو شرافت څه مانا لري؟

 که موږ انسان د نړۍ هومره هم ستر ماشين وګڼو؛ نو بيا ارزښت نه لري؛ نو دا دي، چې د ازرښتونو جرړه يې په هغه څه ووهله، چې معنويات ورته وايي.

 موږ ماده او مانا نه بېلوو او نه وايو، چې څوک يو څيز بې منطقه غواړي؛ بلکې وايو دواړه غوښتل يو سول-منطق لري او ناشونې ده، چې انسان په يو څيز پسې بې منطقه ولاړ شي.

ځان پېژندنه د اخلاقي الهامونو جرړه ده

اوس چې پردې مطلب مو سر خلاص شو؛ نو په هغه څه به ښه پوه شو، چې اسلام پرې خورا ټينګارکوي. و مو ليدل، چې کله يې د انسان مخه ښو اخلاقو ته کوله؛ نو يو ډول دننه کتنې ته يې متوجه کاوه، چې ځان دې، له هغه عقلاني ((خود)) او وجودي حقيقت له دننه رابرسېره کړه؛ نو هله به پوه شې، چې خپل شرافت دې موندلى دى. [خپل شرافت او کرامت احساسوي]دا نو زده کړه نه غواړي او له همدې ځايه الهام اخلي؛ يعنې احساسوي، چې پستي، دروغ، نفاق او فحشا له دې جوهر سره اړخ نه لګوي؛ نو دا دى، چې خپل نفس ته په پام او په يو ډول “معرفة النفس” اخلاقي الهامات تر لاسه کوي او داسې هم نه ده، چې هغه ته به دا الهامات کېږي، چې چا ورته په غوږ کې څه ويلي وي؛ بلکې هماغه د ((خود)) درک کول ورته بسيا دي، چې انسان کوم کار وکړي او کوم کار و نه کړي او دا د ((وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا. فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا. قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا. وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا[86] = پر( انساني ) نفس او سموونكي يې قسم! نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)، چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛ نو په يقين چې بريالى شو. او چا چې خپل نفس په ګناه ككړكړ؛ نوپه يقين چې و يې بايلله!)).

د وجدان عذاب او خوښي

دلته د وجدان او وجداني الهامونه په مانا پوهېږو: د نفس تذکر، ((خود)) ته توجه او ((خود)) ته په توجه، ددې خبرې درک کول، چې څه له دې ګوهر او جوهر سره مناسب او څه ورسره متضاد دي او همدا حالت په ټولو خلکو کې څه ناڅه د وجدان د عذاب په نامه شته. په بشر کې د وجدان عذاب څه دى؟ د وجدان رضايت څه دى؟

 چې کله انسان ځينې ځانګړي کارونه کوي؛ نو د وجدان په تل کې خوشحاله وي او دا ځان ته بريا ګڼي، چې دا کار يې کړى دى او چې کله ځینې نور کارونه کوي؛ نو د وجدان په تل کې خپه او ناخوښ وي او يو ځواک يې دومره کړوي او رټي، چې له هر بهرني زندانه بتر دى.

 ډېر ول داسې وژونکي، چې په خپله محاکمې ته چمتو شول، چې ما ووژنئ، چې زه د وژل کېدو وړ يم. دا لا څنګه احساس دى، چې انسان ځان و نشي زغملاى؟!

 د “کربلا” په کيسه کې د امام حسين ډېرى وژونکي پښېمانه شول. يو له هغوى د کعبې پردې نيولې وې او ويل يې: خدايه ما وبښه! که څه پوهېږم، چې نه مې بښې؟دا يې د وجدان عذاب و، چې راټه يې.

اروپايي نړۍ له يو خوا انسان په ټوليزه توګه له ارزښته پرېوتې ګڼي او يوازې ماشين يې ګڼي او بلخوا د بشر د حقوقو او د انسان د ذاتي حيثيت خبرې کوي. دا ډېره د خندا خبره ده، چې د بشر د حقوقو په نړيواله اعلاميه کې راغلي، چې: ((هر انسان د ذاتي حيثيث خاوند دى چې له لامله يې يو ډوله شرافته برخمن دى.. . . ))

دا ذاتي حيثيت څه دى؟کوم انسان چې مو ښوولى، له موټر سره هېڅ توپير نه لري، چې زه پکې سپرېږم او يوازې يو پېچلى ماشين دى؛ نو ذاتي حيثيت مانا نه لري؛ نه په “ما” کې او نه په “تا” کې. زه يو ماشين يم او ته هم يو ماشين يې، له بېخه بشر له نابشر سره توپير نه لري؛ ټول ماشينونه دي. ګاندي په خپل کتاب کې((دا دى زما مذهب)) په دې باب په زړه پورې خبرې لري.

نو دا فلسفه ده، چې موږ ته راښيي، چې د اسلامي اخلاقو چورليد او ستن څه ده او يا لږ تر لږه د اسلامي اخلاقو يوه ستن څه ده او موږ ته راښيي، چې دا اخلاق پر هغه بنسټ ايښوول، چې شوي اخلاقي ارزښت ته مخونه ورکولاى شي. [په نننۍ فلسفه کې ددې اخلاقي ارزښتونو ستن نشته او ورته يې وهلې هم ده. ]

په لويديځ نړۍ کې د ارزښتونو لړزېدل

په يو کتاب کې يې ليکلي ول، چې لويديځې نړۍ داسې چارې وکړې، چې ټول اخلاقي ارزښتونه يې راولړزول او بې سټې يې کړل او اوس چې د خپلو چارو ناوړو پايلو ته رسيدلي؛ نو غواړي په يو بل ډول دا ارزښتونه را ژوندي کړي؛ خو ډېر ناوخته شوى دى.

 بيا د “سارتر” او په څېر يې د کسانو خبرې رااخلي او دوى ((د بشر اصالت)) کره کتنه کوي او وايي، چې “سارتر” او “هايدګر” موهومونه جوړ کړي او په واقع کې دا موهوم د دوى الله تعالی دى. فرض کړي يې دي، چې بشر بې له وګړيز وجوده په جمع کې يو وجود لري او بې له وګړيو د ((انسانيت)) په نامه بل همېشنى څيز هم شته او هغه څه چې الله تعالی پېژندنکيوالله تعالی ته ويلي، چې چارې دې د الله تعالی لپاره وشي؛ نو دوى وايي، چې کار بايد بشريت او انسانيت (موهوم الله تعالی) ته وشي او دې موهوم الله تعالی ته پر واقعي وجود قايل دي؛ خو خپل ځان ته په اعتباري او وګړى د هغه پر وړاندې هېڅ څه نه ګڼي.

او دا د هغو ډپونو پايله ده، چې دوى د مانيزو مسائلو او د انساني ارزښتونو په هکله رامنځ ته کړي دي: له هماغې پيله له دينه منکر شول او د دين پر بنسټ اخلاق او روزنه يې نفې کړه او دين ته هېڅ ارزښت قايل نه شول، حال دا، د دين ارزښت په دې کې دى، چې د ارزښتونو معيارونه او کچې را ژوندۍ کوي.

دين يوازې په دوزخ او جنت په زوره اخلاق نه تپي؛ بلکې د انسان په ګروهه کې انسانيت راژوندى کوي او په بله وينا: د انسان انسانيت په ځانګړې بڼه را ژوندى کوي، چې د راژوندي کېدو په رڼا کې يې ټول انساني ارزښتونه سوليز- منطقي او دقيقه مانا پيدا کوي.

د “خودي” پراختيا

انسان د مرتبو خاوند دى

انسان دوه ډوله “انا” لري: يو ملکوتي “انا”، چې په قرآن حکيم کې پر ((وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي[87])) تعبير شوى او په حيات او پايښت کې طبيعت ته اړ نه دى؛ خو انسان د مراتبو خاوند موجود دى. د انسان د وجود يوه مرتبه طبيعت دى. د انسان ځانګړنه داده، چې د مقاماتو او مراتبو خاوند دى. دا سمه ده، چې وايي: (( انسان يو حيواني، نباتي او جمادي ملک دى))؛ نه په دې مانا، چې هم ملک دى، هم حيوان او هم نبات؛ بلکې يو څيز دى؛ خو دا يو څيز د مراتبو درلودنکى وجود دى. د ورته والي له نظره څوپوړيزه ماڼۍ دى، چې يو پوړ يې يو حقيقت او بل پوړ يې بل حقيقت دى او.. . . انسان د داسې مراتبو درلودوونکى دى، چې په خپلو لوړو درجو کې پرښته ده؛ بلکې تر پرښتې هم لوړ دى، په بله درجه کې يو بوټى دى او په بله درجه کې يو جماد دى. انسان د هغو لوړو درجو له لامله په خپلو ((انا)) کې توپير نه ويني؛ لکه څنګه چې د پرښتو تر منځ د “زه” او “زما” شخړه نشته، انسان هم د خپل وجود په هغه پړاو کې له نورو وګړيو سره “زه” او “زما” ته نه ګوري، ټول د رڼا د وړانګو په څېر دي، چې له يو بل سره مزاحمت نه لري؛ خو چې کله خپل طبيعي ((خود)) ته رارسي؛ نو په طبيعت کې د مزاحمت له لامله؛ هر “انا” اتومات د ځان د پايښت لپاره کوښښ کوي او طبعا نور هم نفې کوي، چې د پايښت شخړه ترې رامنځ ته کېږي. د هر چا “من” د نورو د”انا” پر وړاندې وي؛ يعنې هغه انحصار غوښتونکى حالت، چې ځان ګوري او نور ورته نه ښکاري، چې دا د طبيعي “انا” لازمه ده؛ نو له دوى سره مبارزه کېږي او بايد وځپل شي، دا دېوال بايد مات شي، د طبيعي “من” او نورو ” انا”وو دېوالونه.

ښاغلى طباطبايي وايي: انسان استخدام ګر موجود دى؛ يعنې غواړي نور موجودات او ان انسان ځان ته استخدام کړي او په نننۍ څرګندنه- اصطلاح انسان زبېښونکى دى؛ يعنې هر موجود ته د وسيلې او اوزار په سترګه ګوري او هر څه ځان ته غواړي.

مولانا جلال الدين بلخي وايي:

جان گرگان وسگان از هم جداست متحد جانهاى شيران خداست

چې کله د انسان اروا سپيتوب او لېوه توب وي؛ يعنې انسان خپل واقعي “خود” له لاسه ورکړي او د وجود ډېرى برخه يې طبيعي برخه وي؛ نو بې له شخړې او جګړو به بل هېڅ هم نه وي او ټول سپي او لېوان کېږي، چې دا د جګړې ښکارندوى دي؛ خو چې اروا سپى او لېوه نه وي؛ اروا خدايي سړيتوب وي؛ نو دلته له بېخه شخړه او جګړه نه رامنځ کېږي.

واده؛ له وګړيز “انا” نه د وتو لومړى پړاو

د “خودي” په مسله کې انسان بايد له ځانمنۍ راووځي_چې مراد ترې طبيعي خود دى او ټول يې مني_ او له ځانمنۍ او وګړپالي راوتل پړاوونه لري. لومړى پړاو يې له نورو سره مينه ده او په واقع کې چې د انسان “انا” _د راسل د وينا له مخې_پراخي مومي. لوېديزوال “انا” يوازې طبيعي “انا” ګڼي؛ نوځکه له دې ځايه يې پيلوي. د مثال په توګه: يو ماشوم يوازې په هماغه “وګړيز من” کې دى او يوازې ځان ويني او هر څه يوازې “وګړيز من” ته غواړي ان خپل موروپلار ته هم د اوزار او وسيلې په سترګه ګوري. په ځوانۍ کې، چې مينه پيدا کوي او واده کوي؛ نو د لومړي ځل لپاره پکې دا احساس را پيدا کېږي، چې د ځان په شان له بل انسان سره مينه کوي (البته په ټولو کې داسې نه ده)؛ يعنې له ځانه راوځي، ځان او هغه يو کېږي او هر څه ددې “خود” لپاره ستر ګڼي. دواړه “خودونه” يو “خود” شول. البته دا په هغو شرايطو کې دي، چې انسان واقعا له مقابل لوري سره مينه او انس پيدا کړي او قرآن حکيم په دې هکله وايي:

((وَمِنْ ایاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَایاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ[88] = او د هغه له نښو داده، چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او مهرباني پيداكړه. هو، په دې (نعمت) كې هغې ډلې ته نښې دي، چې فكر كوي. ))

تر څو، چې د جوړې اړيکه له يو بل سره شهواني وي؛ هرومرو يو بل ته د اوزار په سترګه ګوري. جنسي اړيکه حيواني او طبيعي چار دى. د شهوت د غريزې د سړولو لپاره ښځه د سړي او سړى د ښځې لپاره يو اوزار دى؛ خو کورنى غونډال، کورنۍ فلسفه او کورنۍ اروا له جنسي غريزې پورته اروا ده، چې ددو تنو تر منځ رامنځ ته کېږي؛ يعنې د يو بل له شخصيت سره مينه کوي او تر زوړالي يې سره مينه او کورنى غونډال وي، چې په زوړوالي کې جنسي غريزه پکې له منځه ځي يا کمزورى کېږي او ورځ په ورځ پکې مينه زياتېږي او ان د نويو علماوو د وينا له مخې؛ لکه ويل “دورانت” ” د فلسفې د خوندونو” په کتاب کې: د جوړې ډېر معاشرت په يو بل دومره اغېز کوي، چې ان څېرې يې هم سره لږ لږ ورته کېږي؛ يعنې روحونه يې په کرار کرار دومره سره انطباق پيدا کوي، چې څېرې يې سره انطباق پيدا کوي. دا لومړى پړاو دى، چې انسان له ځانمنۍ راوځي او سره له دې، چې واده يو شهواني چار دى؛ خو په اسلام کې اخلاقي اړخ لري او دا يوازېنۍ چار دى، چې سره له دې، چې شهواني او طبيعي بنسټ لري، اخلاقي اړخ هم لري. د مثال په توګه: خوړل هېڅکله اخلاقي اړخ موندلاى نشي؛ خو واده په خپله اخلاقي اړخ لري. بې له جنسي غريزې د انسان په شهواني غريزو کې هره غريزه، چې سړه شي؛ نو د انسان په معنويت کې اغېزمنه نه وي. واده په اسلام کې مستحب او سنت تعبير شوى او بنسټيز علت يې هم دادى، چې څومره د جوړې ترمنځ مينه ډېره وي؛ يو ګام له “وګړيز خود” څخه راوتلى دى. “خود”، چې لږ ستر شو؛ نو رقيقېږي؛ لکه په ټينګه مايع کې، چې کله اوبه واچوي؛ نړۍ کېږي او پراختيا مومي.

تجربې ښوولې، چې په هغو خلکو هرومرو يوه نيمګړتيا وي، چې د مانيزو موخو لپاره يې واده نه وي کړى، چې ښځه او اولاد يې موخو ته د رسېدو خنډ نشي. لکه چې انسان يو روحي کمال لري، چې انسان يې يوازې د کورني غونډال په ښوونځي کې تر لاسه کولاى شي.

 ټول روحي کمالونه په ښوونځيو او پوهنتونو کې نه تر لاسه کېږي؛ لکه د دښمن پر وړاندې مړانه. ایا انسان په “ګوښه ناستۍ” او له ځاني غوښتنو سره په مبارزه کې مېړنې کېداى شي؟مړانه يوازې د عملي جهاد په ښوونځي کې ترلاسه کېږي.

رسول الله وايي:

((من لم يعز و لم يحدث نفسه بغزو مات على شعبة من النفاق[89]؛ يعنې هغه چې نه وي جنګېدلى او لږ تر لږه ( د جهاد هيله يې نه وي کړي)؛ نو د نفاق په يوه څانګه به مړ شوى وي.))

د نفاق دا څانګه يوازې له دښمن سره په مخېدو له منځه ځي او مثال يې د هغه لامبو وهونکي دى، چې د لامبو د زده کړې ټول کتابونه يې لوستي وي؛ خو يو ځل يې هم لامبو نه وي کړې او هله به لامبو زده کړي، چې اوبو ته ورودانګي، څو ځل ډوب او اوبه يې تېرې شي او مړانه هم تر هغه نه تر لاسه کېږي، چې له دښمن سره نه وي مخ شوى او چې ځان يې په خطر کې شوى نه وي.

زاهد او د الله تعالی په لار کې جهاد

مولانا جلال الدين بلخي کيسه کوي: يو زاهد سړى و، چې د خير کارونه يې کړي ول او ټولې فريضې يې هم پر ځاى کړې وې او يوازې جهاد ورته پاتې و. سرتېرو ته يې وويل: که له کفارو سره جګړه شوه؛ نو ما هم خبر کړئ. ورته خبر ورکړ شو، چې سبا تګ ته چمتو شه. هغوى چې جګړې ته چمتو ول؛ پر اسونو سواره شول، ولاړل او وجنګېدل او دې زاهد، چې څو توره پيدا کوله او ذکر يې کاوه؛ جګړه پاى ته ورسېده او څو چې خوځېده؛ سرتېري راستانه شول. و يې پوښتل: څه وشول؟ و يې ويل: ولاړو، پکې مو ووژل او راکې يې مړه کړل او راستانه شو. زاهد وويل: هېښنده ده! زما به څه کېږي؟ و يې ويل: څه هم نه! کار پاى ته ورسېد. آخر د چا پرې زړه وسوځېد. يو اسير يې نيولى و. و يې ويل: دا پېژنې؟دا هغه دښمن دى، چې زموږ ډېر سواره يې وژلي دي، اوس اسير شوى، چې ووژل شي؛ ته راشه او ورمېږ ترې غوڅ کړه. بنديوان ته يې لاسونه تړلي ول. زاهد بنديوان يووړ، چې ورمېږ ترې غوڅ کړي. څو شېبې تېرې شوې، رانغى، چې کله ورغلل؛ نو ګوري بنديوان په تړليو لاسونو زاهد راڅملولى او نږدې دي، چې شاهرګ ورته په غاښونو وچيچي؛ سرتېرو بنديوان وواژه او زاهد يې راوړ او په خېمه کې يې ورته پر مخ اوبه واچولې، چې په سد کې شو. وپو‌ښتل شو: څه خبره وه؟زاهد وويل: چې هلته ورسېدو؛ نو”بو” يې راباندې وکړ او زه نور پوه نه شوم.

مړانه د شپو په خلوت کې نه تر لاسه کېږي؛ لکه څنګه چې د شپو د خلوت اغېزې د جګړې په ډګر کې نه تر لاسه کېږي.

ځینې اخلاقي ځانګړنې دي، چې انسان يې يوازې د کورني غونډال په ښوونځي کې لاس ته راوړاى شي. کورنى غونډال جوړول؛ يعنې يو ډول د نورو له برخليک سره مينه پيدا کول. څو انسان واده نه وي کړى او ماشوم يې نه وي شوى او ماشوم د پلار عواطف را و نه هڅوي او د مثال په توګه هغه مهال، چې رنځور شي او پلار وارخطا نه کړي يا د مثال په توګه: د ماشوم موسکا يې عواطف را و نه پاروي؛ نو د نورو له برخليک سره مينه هم پکې نه پيدا کېږي او دا اغېز پکې د کتابونو په ويلو نه پيدا کېږي او تجربې ښوولي، چې په اخلاقيونو او رياضت کښو کې د عمر تر پايه يو ډول نيمګړتيا وي، چې دا پړاو يې نه وي تېر کړى؛ نوځکه په اسلام کې واده سپېڅلى چار ګڼل شوى، حال دا، په مسيحيت کې واده نه کول سپېڅلى چار دى او ښځه کول پکې چټلي ده؛ نو پاپ هم له مجردانو ټاکل کېږي، چې د هغوى له نظره په دې چټلۍ ککړ شوى نه وي؛ خو اسلام وايي: ((من اخلاق الانبياء حب النساء)) له ښځو سره مينه نبوي اخلاق دي[90].

تر واده روسته، له وګړيز او طبيعي “خود” نه وتل او د انسان د شخصيت پراختيا موندل لومړى پړاو دى.

تر واده روسته چې کوم کار کوو؛ نو يوازې ((من)) ته نه دي؛ هغه “من” په “موږ” بدلېږي. داسې، چې انسان دومره د کورنۍ له برخليک سره مينه پيدا کوي، چې په ځان سخته او کړاو تېروي؛ خو چې کورنۍ يې هوسا وي. دا د “خود”يوه درجه ده؛ خو ایا همدومره بسيا ده، چې د انسان خپل “خود” دومره پراخي ومومي؟

 اړنګ نشته چې نه! دا د وګړيز او طبيعي خود په پرتله يوه درجه ده؛ خو که همدلته محدوده شي.

ټبريز”من یا انا”

کېداى شي د يو انسان “خود” تردې پراخه شي. د مثال په توګه: د يوې کورنۍ غړى شي؛ يعنې وګړيز خود له کورني خوده پښه واړوي او ټبر ته ورواړي؛ لکه څنګه چې د جاهلي عرب په ټولنه کې هم ليدل کېده. جاهلي عرب به واقعا د ټبر ټولو غړيو ته په يوه سترګه کتل؛ يعنې کټ مټ داسې وه؛ لکه يوه اروا، چې پر ټول ټبر واکمنه وي. هغه ته “من یا انا” يو “ټبريز من یا انا” و. په ټبر کې هم انساني آرونه؛ لکه بښنه، احسان او ايثار واکمن ول؛ خو له ټبر هاخوا دا اروا واکمنه نه وه؛ نو بسيا نه ده، چې د انسان “من”دومره پراختيا ومومي.

قومي “من یا انا”

لږ پورته ځو. قومي “من”. د مثال په توګه: يو کس له خپلو هېوادوالو سره د زړه له کومې مينه وکړي؛ نو دومره هم بسيا نه ده؛ ځکه له هغه حده، چې تېر شو؛ نو هر څه جايز ګڼي. خپلو هېوادوالو ته دروغ نه وايي، خيانت ورسره نه کوي، چوپړ ورته کوي، احسان ورسره کوي؛ خو همداچې څوک يې هېوادوال نه و؛ نو حقوق يې لتاړي، استبداد پرې جايز ګڼي او دا هماغه “خود” دى، چې په اروپائيانو کې دى؛ يعنې “ملي خود”پکې وده کړې.

 پېرنګيان تر ډېره له خپلو هېوادوالو سره خيانت نه کوي، دروغ ورته نه وايي او استبداد پرې نه کوي؛ خو همداچې پښه يې له هېوادوالو واړېده؛ نو ظالم او يرغلګر شي. د خپل ملت د ګټو په خاطر ورته دروغ جايز ښکاري؛ يعنې په خپل هېواد کې دروغ نه وايي او خيانت نه کوي؛ خو پر نورو هېوادونو تر ټولو ستر ظلمونه او يرغلونه کوي؛ د خپل هېواد لپاره د نورو هېوادو شتمنۍ لوټ کوي او دا کار يو وياړ ګڼي، چې هېوادپال انسان دى.

اړنګ نشته چې داسې سړى، چې لږ تر لږه په خپل هېواد کې وګړيز خود نه رامخکې کوي؛ يعنې هلته د “موږ” په بڼه ژوند کوي؛ نه د “من” په بڼه؛ د هغه انسان په پرتله متکامل دى، چې يوازې ځان ورته ښکاري؛ هغه چې دنيا يوازې ځان ته غواړي؛ خو په دې اخلاقو نوم ايښوداى نه شو او سول- منطق دا خبره نه مني، چې زما له نورو ملتونو سره څه کار دى.

له انسان سره مينه

يو ګام به مخکې ولاړ شو. له انسان سره مينې او انسان پالنې ته رسو. که څوک په رښتيا بشردوست وي؛ نو ټولو انسانانو ته چوپړ کوي او له هېڅ انسان سره ددې لپاره خيانت نه کوي، چې انسان دى، د يو انسان حق هم نه لتاړي. له ځانمنۍ نه د راوتو روستى بريد دادى، مينه مو ټولو انسانانو ته پراختيا ومومي.

په دې څرګندونه هم نيوکه ده: موږ ولې بايد يوازې له انسانانو سره منيه وکړو او له حيوانانو سره يې و نه کړو؟ ایا منطقي ده، چې دا بريد تردې ځاى پورې محدود شي او “خود”، چې دلته راورسېد؛ نو دېوال ترې راچاپېر شي. يا له دې هم بايد مخکې ولاړ شو، چې نوم يې “حق نمانځنه” او “الله تعالی نمانځنه” ده او ددې لپاره، چې الله تعالی د نورو ژويو ترڅنګ بل موجود نه دى؛ نو د الله تعالی نمانځنې په لار کې په دنيا کې هر څه د مينې وړ او مينه ناک دي.

به جهان خرم از آنم که جهان خرم از اوست

عاشقم بر همه عالم که همه عالم از اوست

له انسانانو سره د مينې په هکله يوه بله پوښتنه هم اوڅار ده، چې له انسانه مراد څه دى؟ هر حيوان او هر جماد هماغه دى، چې دى. د مثال په توګه: که ووايو: له ګل سره مينه؛ نو ګل هماغه دى، چې دى، ګل خو څه آرونه نه لري او همداسې حيوان؛ خو انسان يوازېنى موجود دى، چې په دې دنيا کې “بالقوه” دى او بايد “بالفعل” شي؛ يعنې انسان يوازې غوږونه، پوزه او سترګې شمېرلاى نه شو او ووايو، چې له بشر سره مينه؛ يعنې په هر ځاى کې مو چې دنګ او د اوږدو نوکانو حيوان وليد؛ نو مينه ورسره په کار ده.

نه! انسان يو انسانيت هم لري. کېداى شي يو انسان د بل انسان ضد وي؛ خو د حيوان ضد حيوان نه وي، حيوان تل حيوان وي. د انسان انسانيت په ځینې ماناوو، لطايفو او حقايقو پور اړه لري، چې که وګړى يې ضد او يا پکې نه وي؛ نو انسان نه شمېرل کېږي. دلته دا پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې ایا له هغه انسان سره هم بايد د نورو په شان مينه وشي، چې د انسان او انسانيت ضدوي؟يا داچې داسې انسان بايد له منځه يووړل شي؟ او که له منځه مو يووړ؛ نو ایا دا کار له انسان دوستۍ سره اړخ لګوي که نه؟

ځواب: که له انسان دوستۍ نه مراد د دوو پښو له حيوان سره مينه وي؛ نو له دې نظره “واقعي انسان” د انسان له ضد انسان سره هېڅ توپير نه لري؛ خو که و مو ويل، چې انسانيت موږ ته يوه مانا لري او انسان مانادرلودوونکى موجود دى، چې کېداى شي انسانيت پکې وي او کېداى شي، چې پکې نه وي او د انسانيت د مانا پر ضد وي؛ نو هله له انسان سره مينه راته بله مانا پيدا کوي، چې له انسانانو سره بايد د انسانيت په مسير کې مينه وشي، نه د انسانيت د مسير پرخلاف؛ نو په همدې دليل که يو انسان د انسانيت پر ضد وي؛ نو بايد په کلکه ورسره مبارزه وشي او ورته د انسانيت په سترګه کې د اغزې په سترګه وکتل شي، چې دا کار په خپله له بشريت او انسانيت سره مينه ده؛ خو له مانادرلودوونکي بشريت سره؛ هغه بشريت، چې د بشريت مانا پکې وي.

ديني “خود”

ایا ديني “خود” هم يو خود دى؟ ایا کړاى شي دېوال شي؟

 موږ وايو مسلمان بايد له مسلمان سره مينه ولري او مسلمان له نامسلمان سره اړيکه نه ساتي ((أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ[91]= پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي))

 که پوله جوړول بد وي؛ نو دلته هم بد دي او د اخلاقو ضد کار دى.

ځواب: که دا مسله د تعصب په بڼه راښکاره شي؛ يعنې که څوک له هغه چا سره تعصب ولري، چې مسلمان دى او همداچې څوک د اسلام تر بېرغ لاندې نه وي؛ نو خير يې نه ورسي؛ نو دا ښه چار نه دى او اسلام يې هم نه غواړي. اسلام ويلي: موږ بايد د ټولو ان د کفارو خيرغوښتونکي ووسو. که له کافر سره د دښمنۍ سرچينه د کافر بد غوښتل وي؛ نو دا کار د اخلاقو ضد دى؛ موږ ان بايد بد هم و نه غواړو؛ بلکې بايد د رسول الله په څېر ووسو، چې ويل يې: (( پر دوى مې زړه سوځي، چې ولې هغه ته نه رسي، چې حق او خير يې دى. ))

خو چې کله دوى په خپله سمه لار نه مومي او د نورو د ښیون په لار کې هم خنډ وي؛ نو بايد بد يې وغوښتل شي. ان انسان بايد د “ابوجهل” بد غوښتونکى هم نه وي او د مثال په توګه ووايي: الله تعالی دې نه کړي ، چې “ابوجهل” مسلمان او شهيد شي. بايد داسې دعا و نه کړو، چې “ابوجهل” او ورته کسان حق ته راستانه نشي.

 “يزيد بن معاويه” امام “سجاد” وپوښت: که توبه وکړم؛ نو قبوله به شي که نه؟

 امام وويل: هو قبلېږي.

يعنې امام د يزيد هم بد نه غواړي، چې د پلار وژوونکى يې دى، چې الله تعالی دې د توبې توفيق ورنه کړي او دوزخ ته دې ولاړ شي؛ بلکې خير يې غواړي.

 څه، چې موږ پرې د بدۍ نوم ږدو، مانا يې دا ده: ځکه چې دوى د نېکمرغۍ په بهير کې نه دي او نورو ته هم مضر دي؛ نوځکه بايد ورسره دښمني وشي.

له کافر سره احسان

له کافر سره دښمني، له نورو سره د مينې لپاره ده؛ نه داچې د کافرو بد غواړو. څومره مو چې له لاسه کېږي، له کافر سره احسان وکړئ؛ خو په دې شرط، چې دا احسان له نورو او انسانيت سره بد کول نه وي او د بشريت د مصالحو پرخلاف نه وي.

((لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ. إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ[92]=الله تعالی تاسې له هغو كسانو سره د نېكۍ او د عدل او انصاف له چلنه نه منع كوي چې د دين په اړه يې درسره جګړه نه ده كړې او له خپلو كورونو يې شړلي نه ياست؛ (ځكه) چې الله تعالی انصاف كوونكي خوښوي. الله تعالی يوازې تاسې له هغو كسانو سره له دوستۍ (او اړيكو) منع كوي، چې د دين په اړه يې درسره جګړه كړې او له خپلو كورونو يې شړلي ياست يا يې ستاسې په شړلو كې د يو بل لاسنيوى كړى دى او څوك چې ورسره دوستي وكړي؛ نو هماغوى ظالمان دي. ))

يعنې الله تعالی نه يو منع کړي، چې له هغو کفارو سره احسان وکړو، چې د دين په اړه يې راسره جګړه نه ده كړې، بدي يې راسره نه ده کړې او له خپلو كورونو يې نه يو شړلي او له هغو سره له احسان کولو يې منع کړي يو، چې ددې آيتونو مصداق دي؛ ځکه ورسره احسان کول د مسلمانانو کمزوري کول دي. د مثال په توګه: که مسلمان له کافر سره په جګړه کې وي او څوک پر کافر وسله وپلوري؛ نو څرګنده ده، چې د مسلمانانو په ماتولو کې يې مرسته کړې ده.

هغه مرسته حرامه ده، چې د مسلمانانو د ټلوالې د کمزورېدو لامل شي. له کافر سره هغه احسان حرام دى، چې د اسلام او مسلمانانو د کمزورېدو لامل شي.

که اسلام حقيقت او د انسانيت نېکمرغي ده؛ نو دا کار هم بايد حرام وي؛ خو که له کافر سره احسان پورتنۍ ځانګړنه و نه لري؛ حرام نه دى او ښه هم دى.

دلته له بېخه دې مطلب ته رسو، چې د ځانمنۍ له کړۍ د انسان وتل ، هېڅ څيز ان انسان ته هم نه محدودېږي، ټوله هستي په ځان کې رانغاړي؛ خو د کمال، حقپالنې او حق غوښتنې په مسير کې هستي او څه، چې الله تعالی هستۍ ته غواړي؛ يعنې نېکمرغي، چې انسان هغه څه وغواړي، چې الله تعالی يې غواړي.

 په واقعي مانا له ځان لمانځنې د انسان وتل هغه مهال حقيقت مومي، چې پر يوه پوله هم تم نشي ان د انسانانو پوله. موږ په اسلام کې له انسانانو سره د ميني په نامه څه نه لرو، چې تم مو کړي؛ بلکې په اسلام کې حق او الله تعالی اوڅار دی؛ دايره يې له دې خورا پراخه ده او کله هم راتنګه شي؛ خو نه په دې مانا، چې د چا بد غوښتونکى شې؛ بلکې په عمل کې نشو کړاى له ټولو انسانانو سره يو ډول وچلېږو. هغوى چې د حق او حق غوښتونکيو پر وړاندې خنډ دي؛ بايد د دښمن په سترګه ورته وکتل شي؛ لکه د انسان روست غاښ، چې بايد وايستل شي؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې انسان د خپل غاښ بدغواړي وي؛ بلکې کار تردې رارسېدلى، چې که روست غاښ و نه ايستل شي؛ نو ټول بدن کړوي او د نورو غاښونو روغتيا هم له منځه وړي.

عمومي وجدان

عمومي وجدان يوازې له ټولو انسانانو سره مينه نه؛ بلکې له هر څه سره مينه ده او په عين حال کې په عمل کې د تکامل له لارې د خنډونو لرې کول دي، چې که انسان وي يا بل کوم څيز.

داچې اسلام د انسانيت آرونو ته توجه کوي؛ نه وګړي او شخص ته؛ په دې هکله قرآن شريف وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ [93]= مؤمنانو! تل د الله تعالی (د فرايضو) لپاره راپاڅئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړى، چې عدالت و نه کړئ؛ عدالت وكړئ، چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د الله تعالی له (عذابه) وساتئ، څه چې كوئ، الله تعالی پرې ښه خبر دى. ))

دا مسلمانانو ته خطاب دى او دښمن قوم هم هماغه د جاهليت کفار دي، چې بوت لمانځي ول، هغوى پردې سربېره، چې بوت لمانځي ول، د مسلمانانو خونړي دښمنان هم ول؛ خو قرآن حکيم مسلمانانو ته حکم کوي، چې بې عدالتي به ورسره نه کوئ؛ ځکه عدالت نه يوازې انساني؛ بلکې نړيوال اصل دى؛ يعنې حقپال انسان ظالمېداى نشي.

امام علي کرم الله وجهه وايي:

((وَلاَ تَكُونَنَّ عَلَيْهِمْ سَبُعاً ضَارِياً تَغْتَنِمُ أَكْلَهُمْ، فَإِنَّهُمْ صِنْفَانِ: إِمَّا أَخٌ لَكَ فِي الدِّينِ، وَإمّا نَظِيرٌ لَكَ فِي الْخَلْقِ[94]= هسې نه، داسې څيرونکى ځناور اوسې، چې د خلکو داړل غنيمت وګڼې؛ ځکه خلک په دوه ډوله دي: يو شمېر ستا ديني وړونه دي او نور په پيداېښت کې ستا په څېر دي.. . . ))

ځکه عدل يوازې انساني بنسټ نه؛ بلکې نړيوال بنسټ هم لري.

امام علي يو ړوند يهودى بوډا وليد، چې سوال کوي. امام وويل: دا ولې سوال کوي. وويل شول: يهودى دى. څو يې چې کار کړاى شو، کار يې کاوه، اوس يې نشي کړاى؛ نو سوال کوي. امام علي حکم ورکړ، چې له بيت الماله دې ورته معاش مقرر کړاى شي. په واقع کې دا يو ډول “تقاعد” دى.

خبره داده، چې له کافر سره مرسته او احسان تر هغه پروا نه لري، چې د مسلمانانو د کمزورۍ لامل نشي. په تاريخ کې راغلي، چې مسيحيان يا يهود، چې به مسلمانان شول او موروپلار به يې هماغسې په خپل دين پاتې ول؛ نو امام به يې پوښته چې څنګه چلن ورسره وکړو؟ امام ورته ويل، چې د پخوا په شان؛ بلکې ترې ښه هم.

 

د بدن او عقلاني استعداد روزنه

روزنه په اصل کې دوه ډوله کېداى شي: يو ډول يې د “جوړولو” يا “صنعت” په شان ده او دا هغه روزنه ده، چې انسان ته پکې د څيز په سترګه ليدل کېږي، چې د ځانګړي مطلب يا مطلبونو لپاره جوړېږي او څه، چې په دې جوړولو کې مراد نه دى، په خپله همدا ماده، چې څيزونه ترې جوړېږي، جوړوونکى يا صنعتګر يې د خپلو ځانګړو موخو لپاره جوړوي او هغه کارونه پرې کوي، چې د جوړوونکي له موخو سره اړخ لګوي او دا مهمه نه ده، چې دا کار دې مادې ته بد دى او نيمګړتيا ورته ګڼل کېږي. د مثال په توګه: انسان وري ته د يو څيز په سترګه ګوري، چې بايد ګټه ترې واخلي او دا ورى هم انسان ته ددې لپاره ارزښت لري، چې ګټه ترې اخلي. اوس نر ورى په پام کې ونيسئ، چې ګټه ترې اخلي؛ بايد څربه يې کړي، چې و يې پلوري يا يې په خپله له غوښې نه کار واخلي او که دا ورى په خپل طبيعي حالت پرېږدي؛ نو جنسي تحريکات يې هاخوا او دېخوا راکاږي او داسې به نه وي، چې سر يې لاندې نيولاى وي، چې واخه وخوري، چې څربه شي؛ نو راځي او ورى خسي کوي؛ چې خسي شو؛ نو جنسي تحريکات يې له منځه ځي او يوازې وښو ته يې مخه کېږي او چاغېږي. د انسان له نظره د وري خسي کول، پوره کول يې دي؛ خو ایا دا کار د وري له نظره هم پوره کول دي؟ ایا د وري له نظره يې پوره کړى دى که نميګړى کړى يې دى؟ څرګنده ده، چې د وري له نظره يې ښکاره نيمګړتيا پکې رامنځ ته کړې ده.

پخوا به يې مريان خسي کول. د مريي له نظره، مريي به نيمګړى کېده؛ خو د هغوى له نظره، چې له مريانو يې ګټه اخسته، په مريانو کې يې کمال رامنځ ته کړى و؛ يعنې تردې روسته يې په حرمسراګانو کې ترې ښه ګټه اخستاى شوه.

په ټوليزه توګه د انسانانو په روحي رزونه کې همدا مطلب دى. يو وخت يو ښوونځى يو مراد لري او غواړي انسانان هغسې وروزي، چې خپل مراد تر ګوتو کړي، که څه په انسانانو کې نيمګړتياوې رامنځ ته کوي، ځينې طبيعي احساسات له انسانه واخلي او روحي او بدني نيمګړتيا پکې رامنځ ته کوي؛ خو د خپل مراد لاس ته راوړو ته يې ښه جوړوي.

انساني روزنيز ښوونځى

خو يو وخت وي، چې ښوونځى د انسان په چوپړ کې وي؛ يعنې له انسان نه بهر بله موخه نه لري او موخه يې نېکمرغۍ ته د انسان رسول دي؛ نه داچې بل مراد ولري او انسان هغه مراد ته د رسېدو لپاره جوړ کړي او په څرګندنه- اصطلاح کې يو مکتبي انسان شي.

 انساني روزنيز ښوونځى هغه دى، چې له انسانه بهر بله موخه و نه لري؛ يعنې بنسټ يې کمال ته د انسان رسول وي. ددې ښوونځى بنسټ بايد د وړتیاوو او انساني ځواکونو پر روزنه او تنظيمولو وي؛ يعنې دا ښوونځى حداکثره دوې کاره کړاى شي: يو داچې د انساني وړتیاوو په پېژندنه او روزنه؛ نه په کمزوري کولو کې يې کوښښ وکړي او داچې د انساني وړتیاوو تر منځ يو غونډال رامنځ ته کړي؛ ځکه انسان په طبيعت کې له ځانګړې ازادۍ برخمن دى، چې په دې غونډال کې هېڅ ډول افراط و تفريط رامنځ ته نشي؛ يعنې هر ځواک خپله مخه ووهي او پر نورو يرغل و نه کړي.

انسان دوه ډوله استعدادونه لري: يو ډول هغه استعدادونه دي، چې له نورو ژونديو ژويو سره شريک دي او بل ځانګړي استعدادونه. بدني چارې هغه استعدادونه دي، چې له نورو ژونديو ژويو سره شريک دي.

 

د اسلام له نظره د بدن روزنه

لومړى مسله داده، چې ایا اسلام د بدني روزنې پلوى دى که د بدن د کمزوري کولو پلوى دى؟ ایا اسلام د بدني روزنې مخالف دى که د بدن پالنې؟

دلته دوه خبرې دي او دا تعبيرونه کله انسان تېر باسي. اسلام د بدن روزنې پلوى دى، سره له دې، چې د بدن پالنې مخالف دى. ایا د اسلام له نظره د اسلام کړنلار بايد داسې وي، چې بدن يې روغ وي، حداکثر وده ولري او رنځور نشي؟ يا پر خپل حال پرېښوول شي.

اړنګ نشته چې د اسلامي ښوونو سپارښتنه ده، چې بايد بدن روغ وساتو، و يې روزو او په ساتنه کې يې هڅه وکړو.

 د فقې له څرګندو آرونو ده، چې ډېرې چارې ځکه حرامې شوي، چې بدن ته تاوان لري او فقهاوو يو ټوليز اصل اوڅار کړى، چې که هر څه، محرز شي او بدن ته ضرر لري_که څه دليل ورته په قرآن او سنتو کې و نه لرو_؛ حرامېږي. البته دا يې هم ويلي، چې ځينې ضررونه “معتد به” او ځينې “غير معتد به” دي؛ يعنې ضرر يې دومره لږ دى، چې د پام وړ نه وي او داسې حکمونه په اسلام کې حرام نه وي؛ بلکې مکروه دي يا وايي: پرېښوول يې مستحب دي؛ خو که د يو څيز ضرر قطعي او څرګند شي؛ نو د اسلام له نظره قطعا حرام دى او که فقهاوو د څه په هکله فتوا نه وي ورکړي؛ نو ورته په ډاګه روښانه نه دي، چې ایا واقعا ضرر لري که نه؟

د مثال په توګه: د چرسو د څکلو په هکله فتوا؛ لکه څنګه چې ارواښاد آقا سيد ابوالحسن په “وسيلة النجاة” کې وايي: يو وخت وايو: يو لوږى چرس څنګه دي (نه داچې روږد پرې شې)؟؛ ځکه د ضرر په کچه دي او دا هغه “معتد به” مقدار نه دى؛ نو حرام نه دي؛ خو په چرسو روږدېدل او هره هغه سريزه حرامه ده، چې ددې روږد لامل شي، حال دا، د چرسو په هکله داسې کومه خبره نه په قرآن کې راغلې او نه په سنتو کې. په چرسو روږدېدل ځکه حرام دي، چې بدن ته ضرر لري.

ټوليزه خبره داده: هغه څه حرام دي، چې انسان ته ضرر لري.

 په احاديثو د ډېرو خوړو او مېوو سپارښتنه شوې او دليل يې هم ورته ويلى، د مثال په توګه: د بدن پلاني غړي ته ښه دى او د پلاني رنځ درمل دى او دا چارې په احاديثو کې ډېر دي، چې د يو څيز د حراموالي ، حلالوالي، مکروه والي او مستحب والي دليل يې بدن ته ضرر رسول او يا ګټه رسول ښوول شوي دي.

د علمي، روغتيايي او د بدني غښتلتيا د اصول په رڼا کې بدن روزنه انسان ته کمال دى او هغوى چې له جسمي پلوه غښتلي ول؛ نو د بدني غښتلتيا ورته کمال شمېرل کېده؛ لکه امام علي (کرم الله وجهه)، چې غښتلى و او بدني ځواک يې له کمالاتو ځنې شمېرل کېده.

 

جسمي روزنه او بدن پالنه

کېداى شي وواست: اسلام، چې د بدني روزنې پلوى دى؛ نو ولې دومره وايي، چې بدني پالنه بده ده؟

 هغه بدن پالنه بده ده، چې د روغتيايي آرونو مخالفه وي او هغه بدن پالنه په واقع کې نفس پالنه ده؛ يعنې انسان شهوتپال وي؛ يعنې په خپلو ځاني غوښتنو پسې وي او د بدن له ودې سره هېڅ تړاو نه لري. که انسان د نفس پالنې په مانا بدن پالنه وکړي؛ نو بدن ته يې ضرر رسي. نفسپال انسان يوازې د ګېډې په غم کې وي، چې د ګېډې خوندنه ډېر واخلي او اړنګ نشته چې که څوک غواړي روغ ووسي؛ نو بايد پر نسپالنه لاسبرى شي.

د عقلاني وړتیاوو روزنه

 عقلاني استعداد د انسان د ځانګړيو وړتیاوو په لړ کې لومړى درجه دى او دا هماغه څيز دى، چې که د اديانو خاوندان داسې نه وي؛ نو په لارويانو او روحانيانو کې دا خبره دود وه، چې دين يې د عقل په مقابل کې حقيقت ښووه او عقل يې ددين د پرمختګ په لار کې خنډ ګاڼه، چې بايد متدين انسان يې بايد شاته واچوي او که داسې يې و نه کړل؛ نو ددين خاوند به نشي، چې دا خبره په مسيحيت کې ډېره ليدل کېږي او په نورو اديانو کې هم؛ خو اسلام له دې انساني استعداد سره څنګه دى؟

او دا هغه ځاى دى، چې د اسلام واقعي ارزښـت پکې څرګندېږي. اسلام د عقل پلوى دى او ډېرى تکيه يې په عقل ده او نه يوازې له عقل سره يې مبارزه نه دى کړې؛ بلکې مرسته او تاييد يې ترې غوښتې دى او تل هم داسې وي، چې له عقله خپل تاييد غواړي. په دې هکله په قرآن کريم کې خورا آيتونه دي.

تعقل په قرآن حکيم کې

اسلام د تعقل سرسخت پلوى دى. قرآن حکيم وايي:

((فَبَشِّرْ عِبَادِ. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ[95] =نو زما بندګانو ته زېرى وركړه؛ هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دا هغه خلك دي، چې الله تعالی ورته سمه لار ښوولې ده او يوازې همدوى عقلمن دي. ))

زما بندګانو ته زېرى وركړه، چې: ((الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ= هغو ته چې خبره اوري. )) نه وايي: يسمعون. “سماع” او “استماع” سره توپير لري. “سماع”؛ يعنې اورېدل که څه د انسان خوښه نه وي. “استماع” غوږ ايښوول دي؛ لکه څنګه چې تاسې دلته ناست ياست او خبرې اورېدو ته چمتو ياست. د موسيقۍ په هکله وايي: سماع يې حرامه نه ده، استماع يې حرامه ده. قرآن حکيم وايي: ((الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ)) هغوى چې خبره استماع کوي؛ يعنې داسې نه ده، چې خبره يې لا درک کړې نه وي او ووايي: موږ يې اورېدل نه غواړو. لومړى غوږ ږدي، ځير پکې کوي او فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ، بيا يې چاڼوي، شننه يې کوي، ښه او بد يې سنجوي او غوره پکې ټاکي.

د آيت مانا د عقل او فکر خپلواکي ده، چې فکر بايد انسان ته چاڼوونکى وي او انسان، چې هر خبره اوري، په دې چاڼوونکي کې يې اچوي، ښه او بد سره بېلوي او غوره پکې ټاکي.

أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ. سره له دې، چې دا ښیون عقلي دى؛ خو الله تعالی يې الهي ګڼي.

وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ. يوازې همدوى د واقعي عقل خاوندان دي. “الالباب” د “لب” جمع ده. لب؛ يعنې ماغزه؛ لکه څنګه چې وايو: د بادام مغز، د غوز مغز. کېداى شي دا د قرآن ځانګړې اصطلاح وي (؛ ځکه په نورو ځايو کې مې و نه موندله) او که د قرآن ځانګړې اصطلاح هم نه وي؛ قرآن حکيم “عقل” ته د “لب” ټکى ډېر کارولى دى؛ لکه چې انسان يې له غوز يا بادام سره تشبېه کړى، چې په بادام او غوز کې پوټکى هم وي؛ خو اصل يې ماغزه دي.

 د انسان ټول بدن، چې په پام کې ونيسئ؛ نو ماغزه او اصل يې فکر دى. که په بادام کې ماغزه نه وي؛ نو څه به پرې وکړو؟وايو: تش منځی- پوچ دى او تش منځی بې ځنډه لرې اچول کېږي. انسان، چې عقل و نه لري؛ نو د انسانيت جوهر، کچه او ماغزه نه لري او پوچ دى؛ يعنې د انسان په بڼه دى؛ خو د انسان مانا پکې نشته او ددې تعبير له مخې، د انسان مانا هماغه عقل دى، عقل چې تردې حده وي. د عقل، عقلوالى يې په خپلواکۍ کې دى. الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ. له دې ورته نور غوره تعبير پيدا کېداى نشي، چې د انسان عقل بايد “خپلواک واکمن” وي، عقل يې خپلواک وي، د کره کتنې او شننې ځواک ولري او هغه انسان، چې له دې نعمته بې برخې وي؛ نو په هېڅ شمېر دى.

دا آيت مو بېلګې ته راوړاندې کړ او په قرآن کې عقل او تعقل ته رابلونکي آيتونه خورا زيات دي، چې د موضوع د لنډوالي لپاره ورته اشاره نه کوم.

تعقل په احاديثو کې

ډېرى اسلامي روايتونه د عقل او تعقل د ارزښت په هکله دي.

د مسلمانانو مشر وايي: الله تعالی دوه حجته لري (حجت پېغمبر او مشر ته ويل کېږي): د ظاهر حجت او د باطن حجت؛ انبياء د ظاهر حجت دي او عقل باطن حجت دى. ))

جهل د عقل مقابل ټکى دى او د اسلامي روايتونو له مخې، عقل د شننې او کره کتنې ځواک دى. که وينو، چې په ډېرو ځايو کې اسلام جاهل ټکولى او رټلى؛ نو د نالوستي او د عالم په مقابل کې نه دي؛ بلکې جاهل د عقل ضد دى. عاقل هغه دى، چې د شننې او کره کتنې ځواک ولري او جاهل هغه دى، چې دا ځواک و نه لري. موږ ډېر عالمان وينو، چې عالمان دي؛ خو جاهلان دي؛ په دې مانا عالمان دي، چې له بهره يې ډېر زده کړي؛ خو ذهن يې يوازې ګودام وي، په خپله اجتهاد، استنباط، شننه او کره کتنه نه لري. د اسلام له نظره داسې کسان جاهل دي؛ ځکه جاهل دي، چې عقل يې په ټپه ولاړ دى، کېداى شي علم يې ډېر وي؛ خو عقل يې په ټپه ولاړ وي.

په روايت کې راغلي: الحکمة ضالة المؤمن؛ حکمت د مؤمن ورک شوى څيز دى. حکمت؛ يعنې له حقيقته ډکه پوهه؛ هغه پوهه، چې استحکام او سټه ولري او خيالي نه وي.

او دا خبره دومره اسلام ته ارزښت لري، چې ايمان، حکمت خورا ستايلى او وايي: حکمت د مؤمن ورک څيز دى؛ يعنې د حکمت پر وړاندې د انسان حالت بايد داسې وي، چې ګرانبيه څيز يې ورک کړى وي او تل يې په لټه کې وي او په نورو روايتونو کې هم راغلي: حکمت زده کړئ که څه له منافق، کافر او مشرک څخه وي؛ يعنې که احساس مو کړل، چې څه وايي، علم او حکمت دى؛ نو دې ته مه ګوره، چې کافر دى، مشرک او نجس دى او مسلمان نه دى؛ ور منډه کړه او حکمت ترې زده کړه، چې حکمت خو اصلاً ستا دى، چې د هغو لاسونو ته ورغلى او همداراز په روايت کې راغلي: مؤمن، چې په هر ځاى کې حکمت پيدا کړي؛ نو ځان ورته تر نورو وړ ګڼي.

د علم زده کړې ته د مسلمانانو هڅونه

په دويمه هجري پېړۍ کې، چې اسلام دومره پرمختللى و؛ نو يو دم يې د بهرنيانو، ايرانيانو، روميانو، هنديانو، يونانيانو او په هر ځاى کې ، چې علم ته يې لاس رسى درلود؛ نو ټول يې وژباړل او اسلامي نړۍ ته يې راننه ايستل. ددې کار علت څه و او څنګه ورسره اسلامي نړۍ غبرګون و نه ښود؟

 علت يې دا و، چې دې ښوونو دې ته لاره چاره چمتو کړې وه، چې په هر هېواد ان که په “چين” کې يې هم که کوم کتاب مونده؛ نو ژباړه يې (اطلبوا العلم ولو بالصين[96]). د مثال په توګه: “عبدالله مقفع” د امام صادق په وخت کې “د ارسطو منطق” و ژباړه، چې دا کارونه له امام صادق نه مخکې ان د “بني اميه وو” پر مهال پيل شوي ول؛ خو د امام صادق په وخت کې يې زور واخست.

 د “هارون الرشيد” او “مامون الرشيد” پر مهال څومره ژباړې وشوې. “بيت الحکمه” داسې يوه مدرسه وه، چې په خپل وخت کې يې سارى نه درلود او ډېرو اسلامي مشرانو او ان دولس ګونو امامانو پر عباسي خلفاوو خورا نيوکې کړي؛ خو په يو ځاى کې يې هم دا کار بدعت نه دى ګڼلى، چې ولې يې د کافرو ملتونو علوم ژباړلي او اسلامي نړۍ ته يې راننه ايستي دي.

خبره مې داده: دا په اسلام کې يو آر دى، چې: (( خذوا الحکمة و لو من اهل النفاق)) ددې موضوع احاديث لوړ مضامين لري.

 له حضرت عيسى مسيح (علیه السلام) نه روايت دى، چې: (( څنګه چې صراف د سکې کره کتنه کوي او ښه او بده يې پېژني او ښه يې اخلي او بده يې نه اخلي؛ موږ هم فکر او عقل لرو، له ځانه نه وېرېږو او ډار نه لرو، په دې فکر کوو، ښه يې اخلو او بد يې پرېږدو.[97] ))

اوس پوهېږو، چې د ((خذوا الحکمة ولو من اهل الشرک “يا ولو من اهل النفاق” )) جرړه دا آيت دى: الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُوْلَئِكَ هُمْ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ))

د ابوعلي سينا بلخي خبره

وايي: ((څوک چې روږد شو او خبره بې دليله ومني؛ نو د انسانيت له جامو وتلى دى؛ يعنې انسان بې دليله خبره نه مني او څوک چې روږد لري، له خبرې بې دليله منکر شي؛ نو دا هم بده ده. که حيرانوونکي څه دې واورېدل او د شوني او ناشوني لپاره يې دليل نه لرې؛ نو مه يې منه، ووايه: “کېداى شي”. واقعي انسان هغه دى، چې د منلو او نه منلو کچه يې دليل وي او په هر ځاى کې، چې دليل نه وي؛ نو ووايي: ” نه پوهېږم”. ))

د علم او عقل د يوځايوالي لزوم

اوږد حديث دى، چې زه يې په لنډو راخلم:

بيا يې وويل: خو يوازې عقل هم يوازې بسيا نه دى، عقل بايد له علم سره يو ځاى کړو؛ ځکه عقل طبيعي او غريزې حالت لري، چې هر څوک يې لري؛ خو علم عقل روزي، عقل بايد په علم وروزل شي.

 په نهج البلاغه کې راغلي: علم دوه دي: يو اورېدل شوى؛ يعنې له بهره زده شوى او بل مطبوع علم.

مطبوع علم هغه دى، چې د انسان له خټې او طبيعته سرچينه اخلي؛ هغه علم، چې انسان له بله نه وي زده کړى؛ نو څرګنده ده، چې د ابتکار ځواک يې دى. بيا وايي: (( وعلم مسموع))؛ يعنې که علم مطبوع نه وي؛ نو ګټه نه لري او واقعا هم داسې ده.

د بيکن خبره

وايي: علما درې ډلې دي: ځينې د مېږيانو په څېر دي، تل له بهره دانه راوړي او زېرموي يې. د ذهن زېرمتون يې دى. په واقع کې د ټيپ په څېر دى، چې څه اوري ضبطوي يې او يوازې هغه بېرته راوباسي، چې اورېدلي يې دي. دويمه ډله د ورېښمو د چينجي په څېر دي، په منظمه بڼه خپلې توکاڼي اوبدي او له ځانه يې راوباسي. دا هم واقعي عالم نه دى؛ ځکه له بهره څه لاس ته نه راوړي او له ځان او خياله يې جوړوي، چې بالاخره د ورېښمو چينجى په ځاله کې مړ شي. درېیمه ډله واقعي علماء دي. دوى د شاتو د مچيو په څېر دي، بهر ګلان سټي او شات ترې جوړوي. ))

“مسموع علم” دې له “مطبوع علم” سره يو ځاى شي؛ يعنې څه چې له بهر اخلئ؛ نو په خپل دننني ځواک يې ښه وڅېرئ او څه ترې تر لاسه کړئ. عقل بايد له علم سره يو ځاى وي. قرآن کریم وايي: ((وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ[98] = دا مثالونه دي، چې موږ يې خلكو ته وايو؛ خو يواځې پوهان پرې پوهېږي. ))

يعنې لومړى بايد انسان عالم وي؛ خام توکي راتول کړي او بيا يې په عقل وشني؛ مثلاً که موږ د ابو علي سينا بلخي په څېر غښتلى عقل ولرو او قرآن هم ووايي، چې تاريخ خورا ښه عبرت دى؛ خو زه له تاريخه خبر نه يم؛ نو عقل به مې په څه پوه شي؟!

يا راته وايي، چې په ګردې هستۍ کې د الله تعالی نښې دي او زه هم د اوچت عقل خاوند يم؛ خو زه په دې ماڼۍ کې له کارېدلو توکيو ناخبره يم؛ په خپل عقل به په کومو څيزونو پوه شم؟څرنګه يې الهي نښـې راوسپړم؟ نو اړينه ده، چې په علم يې راوسپړم او په خپل عقل د هستۍ نښې درک کړم.

تقليد

((َإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللّهُ قَالُواْ بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ[99]= او چې كله وويل شي: ((څه چې الله تعالی نازل كړي، لاروي يې وكړئ. )) وايي: (( موږ د خپلو پلرونو پر لار ځو. )) (ښه نو ) كه پلرونه يې، پرڅه نۀ پوهېدل او سمه لار يي نۀ وه ميندلې؛ ( نو بيا به هم ورپسې ځئ )))

اسلام له سنتپالۍ سره سخته مبارزه کړې، په دې مانا، چې د تېرو په پټو سترګو هر څه و نه منل شي او دا مو دليل وي، چې هغه خو زموږ پلرونه ول، پېغمبران، چې له خپلو ولسونو سره لاس په ګرېوان ول؛ يوه يې همدا مسله وه، چې ستا خبرې نوې دي او زموږ د تېرو لار بېله وه.

تېرو ته غاړه ايښوول، د عقل پر ضد يو حالت دى؛ قرآن وايي: چې په عقل خپله لار غوره کړه؛ نوځکه له سنتپالۍ سره د اسلام مبارزه؛ يعنې له عقله ملاتړ کول دي.

په اکثريت پسې تلل

انسانان لکه څنګه چې په پټو سترګو په تېرو پسې ځي؛ دغسې که د جماعت او ټولي پر وړاندې واقع شي؛ نو غواړي ځان ورسره همرنګ کړي، وايي: ((که ځان نه رسوا کوې؛ نو له جماعت سره همرنګ شه)) که جماعت رسوا وي؛ نو ورسره همرنګېدل هم رسوا کېدل دي؛ خو په انسان کې له ټولي سره د همرنګېدو لېوالتيا ډېره ده.

ابوعلي سينا بلخي وايي: زه نوې خبره د ارسطو له خولې وايم؛ ځکه که په خپله يې ووايم؛ نو څوک يې نه مني.

قرآن کريم وايي، چې اکثريت کچه او معيار نه دى: ((وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ إِن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ[100]= او كه تۀ د ځمكې پرمخ د ډېرى خلكو خبرې ومنې (؛ نو) د الله تعالی له لارې به دې بې لارې كړي (؛ ځكه) هغوى يواځې په (خپلو) ګومانو پسې ځي او يواځې اټکليان دي. ))

چې دا دريځ په خپله عقل ته يو ډول خپلواکي ورکول دي او دې ته مو رابولي، چې بايد عقل کچه او معيار وي.

د خلکو د خبرو پروا مه ساته

د خلکو خبرو ته غوږ مه ږدئ، په تشخيص پسې يې مه ځئ؛ تشخيص مو بايد خپل وي؛ مثلاً که په لاس کې مو يو غوز وي او څوک درته ووايي، چې څنګه ښه مرغلره ده؛ خو ته پوهېږې، چې مرغلره نه ده؛ نو نه ښايي، چې و دې غولوي، اپوټه که په لاس کې دې مرغلره وي او درته ووايي، چې دا غوز دې له کومه کړى؛ نو ته پرې غوږ مه ګروه؛ ته بايد په خپل تشخيص، عقل او فکر پسې ولاړ شې او عقل دې لارښود وي.

د مسلمانانو له نظره د تعقل تاريخچه

د عقلاني او فکري استعداد پر روزنه مو ویېنه ده. اسلام داسې سول- منطق لري، چې تل له عقله مرسته غواړي؛ يعنې چې کله خلک رابولي؛ نه وايي: (( که غواړئ د ايمان خاوندان شئ؛ نو کله هم فکر مه کوئ ، تعقل مه کوئ، تعقل انسان کوم ځاى ته نه رسوي، ايمان يوه پړاو دى او تعقل او تفکر بل پړاو دى او انسان بايد تسليم شي، چې د ايمان حقيقت ورته څرګند شي))

 دا ډول خبرې په مسيحيت کې خورا ليدل کېږي.

خو موږ د مسلمانانو له خولې ددې خبرې مقابل خبره اورو. په قرآن حکيم کې عقل ستايل شوى او مرسته ترې غوښتل شوې؛ خو د مسلمانانو په سول- منطق کې د عقل او علم سپکاوى شوى دى.

په لومړۍ درجه کې زموږ په عرفاني او غير عرفاني ادبياتو کې د عقل سپکاوى شوى او پردې سربېره د اسلام په تاريخ کې ځینې بهيرونه ول ، چې د عقل خبره پکې اوڅار وه: يو “اشعري” او “معتزلي” کلامي بهير و او بل د امام ابوحنيفه (ره) فقهي قياس او له قياس سره مخالفت او درېیمه د عرفان او تصوف مسله ده، چې دا درې تقريبا اصلي بهيرونه ، چې بايد ویېنه پرې وشي. دلته موږ له درې ښوونځيو سره مخ يو، چې هر يو له عقل سره يو ډول مخالفت کوي؛ خو هر يو خپله ځانګړې لار لري او د خلکو په ويناوو او متلونو کې هم د عقل سپکاوى شوى.

په ادبياتو او د خلکو په متلونو کې د عقل سپکاوى

په ادبياتو او د خلکو په متلونو کې ددې لپاره د عقل سپکاوى شوى ، چې د انسان دښمن دى، په دې مانا، چې له انسان هوساېنه اخلي ، ولې؟؛ ځکه که انسان عقل و نه لري، نو څه حسولاى نشي او چې کله يې حس نه کړل؛ نو خپګانونه نه درک کوي او چې خپګانونه يې درک نه کړل؛ نو هغه دردونه او کړاوونه هم نه درک کوي، چې دا خپګانونه يې لامل دي. د شاعر وينا ده:

دشمن جان من است عقل من هوش من

کاش گشاده نبود چشم من و گوش من

کله کله موږ هم په خپلو خبرو کې وايو: پلانى څومره بختور دى، چې په ډېرو خبرو نه پوهېږي يا وايو: څومره هوسا يې چې نه پوهېږې او څومره بدمرغه يم، چې چارې حسوم او پوهېږم.

“فرخي يزدي” وايي:

چيزهايي که نبايست ببيند بس ديـــد

به خدا قاتل من ديده بيناى من است

داسې خبرې او شعرونه ډېر دي. ایا له بېخه دا سم سول- منطق دى؟

که په ډاګه وويل شي؛ نو سمه نه ده. هغوى چې دا خبرې کړي، غوښتل يې د مطلب لازمه راوپوهوي، نه په خپله مطلب؛ يعنې هغه کس، چې وايي:

دشمن جان من است عقل من هوش من

کاش گشاده نبود چشم من و گوش من

واقعا مراد يې دا نه دى، چې څومره به ښه ول، چې زه نه پوهېدم؛ بلکې غواړي ووايي: درد لرم؛ خو چې کله وايي: د خپګانو لاملونه شته او هغه لاملونه په دې تعبير بيانوي؛ يعنې دا واقعا په عقل نيوکه نه ده، يو ډول ادبي تعبير دى؛ لکه څنګه چې په خپله “فرخي” وايي:

چيزهايي که نبايست ببيند بس ديـــد

به خدا قاتل من ديده بيناى من است

ټولنيزو چارو ته يې پام دى، چې په ټولنه کې نيمګړتياوې وينم، همدا به زما وژونکي شي او وژونکې يې هم شوې او په آخر کې يې وواژه. که همدې “فرخي” ته وويل شي: خوښ يې چې داسې انسان يې چې هېڅ نه درک کوي؟ و به وايي: نه!

د عقل پر ضد يو عقلي استدلال کړاى شو او هغه داچې عقل د درد لامل دى. درد ښه دى که بد؟ درد خو بد دى؛ او هغه څه هم بد دي، چې د درد لامل وي.

ددې ځواب هم روښانه دى: کوم درد، چې موږ وايو بد دى. په خپله درد يوه فلسفه لري. درد خبرېدل دي. درد په دې مانا بد دى، چې لامل يې بايد نه وي او داچې وايو: ښه به وي، چې درد نه وي؛ يعنې ښه ده، چې د درد لامل نه وي او که د درد لامل وي؛ نو هغه رنځ دى. درد انسان ته پوهه ده. د غړيو درد هم همداسې دى. داچې په بدن کې درد احساسېږي، په دې مانا دى، چې رنځ شته. په دې درد طبيعت ورته اعلانوي، چې دلته رنځ دى.

 چې کله په موټر کې کوم عيب راپيدا شي يا ګرم شي؛ نو په سوچبورډ کې سره اشاره روښانېږي؛ نو چلوونکى خپه شي، چې ولې مې د موټر انجن ګرم شو؛ نو داسې نشو ويلاى، چې بايد و نه وايو، چې ولې سره اشاره روښانه شوه؛ ځکه دا اشاره وايي، چې د موټر په انجن کې خرابي ده.

که درد نه و؛ نو انسان به له خپله رنځه نه خبرېده او درملنه به يې هم نه کوله؛ نو په خپله درد بد نه دى. هغه څه، چې بد دي، هغه څه دي، چې دا درد يې اعلانوي. درد انسان په کوړه وهي، چې درملنه دې وکړه؛ نو تر ټولو بد رنځ هغه دى، چې درد و نه لري؛ يعنې اعلان نه کوي؛ لکه ځينې سرطانونه، چې څو انسان ترې خبرېږي؛ نو اوبه له ورخه تېرې وي؛ خو که په هماغه لومړيو وختو کې، چې سرطان (چنګاښ) را پيدا شوى و او اعلان (درد)يې کړى و؛ نو درملنه يې اسانه وه.

د انسان عقل، هوش او حس ددې لپاره محکوم نه دي، چې درد حسوي؛ ځکه دا حس خبرېدل دي او خبر راکوي، چې مخکې بې حسي ده؛ نوځکه موږ په خپلو ادبياتو کې يو لوړ مطالب وينو، چې درد ستايي: (( الهي سينه اى درد آشنا ده )) ولې يې درد په نورو ځايو کې ستايلى دى؟ د هغوى همدې ټکي ته پام و، چې درد درلودل؛ خبرېدل دي. درد د خوځښت او لارې چارې لټولو کوړه ده. درد نه درلودل سکون او بې حسي ده.

مولانا جلال الدين بلخي په دې هکله يو ښکلى شعر لري:

حسرت و زارى که در بيمارى است

وقت بيـــمارى همه بيــــــدارى است

د رنځ پر مهال کړخ او د رنځور احساس د رنځور ويښتيا ده. رنځور ته اعلان دى: خبر وسه، چې رنځور يې.

 بيا وايي:

پس بدان اين اصل را اى اصل جو

هر که را درد است او برده است بو

د دردونو خاوند د حقيقت له بويونو يو حقيقت بوى کړى دى او هغه، چې درد نه احساسوي؛ بې حسه جمادي موجود دى.

هر که او بيدارتر پر درد تر هر که او آگاهتر رخ زردتر

د انسان ټولنيز مسايلو ته پام وکړئ. يو کس بې توپيره وي او څه يې ، چې په شاوخوا کې تېرېږي، کار يې پکې نه وي او يوازې غواړي خپل خر له پله تېر کړي او چې خر يې له پله تېر شو؛ نو که پل خراب هم شي؛ نو پروا نه کوي او په مقابل کې بادرد په پام کې ونيسئ، چې يوازېني څيز ته يې چې پام نه دى، خپل خر دى.

دلته د اميرالمؤمنين تعبير هم هماغه د ((درد)) تعبير دى، چې “عثمان بن حنيف” ته يې په يوه ليک کې ليکلي:

دا درد انسان ته بسيا دى، چې په خپله مړه ګېډه ويده شي او په شاوخوا کې يې وږې ګېډې وي.

و حسبک داءً ان تبيت ببطنة و حولک اکباد تحن الى القد

يو انسان داسې وي، چې که په خپله موړ وي او نور وږي؛ نو درد احساسوي او د حضرت علي (کرم الله وجهه) په وينا:

(( ولعل بالحجاز او اليمامة من لا طمع له فى القرص[101]؛ يعنې که هغه په کوفه کې موړ وي او په حجاز کې يو وږى وي؛ نو د لوږې درد يې احساسوي.))

دردمندي ستايل شوې که رټل شوې؟

 دا دردمندي غوره ده که هغه بې دردي، چې که پر ګاونډي يې هر څه تېرېږي، احساس يې نه کړي؟

موږ هغه کامل انسان ګڼو، نه دا يو، له دې مخې، چې درد درلودل حساسيت دى، رنځ نه دی، نيمګړتيا نه ده؛ بلکې کمال دى؛ يعنې له نورو انسانانو سره يې تړاو دى او دا ښيي، چې د انساني ټولنې غړى دى او که بل غړى په درد شي؛ نو دې هم په دردېږي.

د رسول الله يو حديث دى، چې بيا “شيخ سعدي” د شعر په بڼه ويلى دى:

مثل المومنين فى تواددهم و تراحمهم و تعاطفهم مثل الجسد اذا اشتکى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالسهر و الحمى.[102]

مؤمنان د يو بدن د غړي په شان دي؛ همداچې يو غړى په درد شو؛ نور غړي هم هوسا نه ويدېږي. د مثال په توګه: که غاښ درد کوي او نور غړي ووايي: غاښ دې خپل کار کوي، غاښ دې وباسي، چې روغ شي. نه! يو غړى، چې په درد وي؛ نور هم ورسره کړېږي او ورسره همدردي کوي؟څنګه همدردي کوي؟په تبه او ويښتيا. په يو غړي کې به رنځ وي؛ خو ټول بدن ورسره يو ځاى تبه کوي او خوب نه ورځي. وايي: مؤمنين داسې دي. همدردي حساسيت دى؛ نيمګړتيا نه ده او کمال دى.

د عقل او علم سپکاوى او د معاش مسله

ځينې خلک علم او عقل د ژوند د مادياتو د ګټلو وزله او اوزار ګڼي، چې کله يو تن فکر کاوه، چې تر نورو پوه او هوښيار دى؛ نو ګوري، چې په ژوند کې تر ډېرو نالوستو او ناپوهانو روسته پاتې دى؛ نو عقل او علم ته کنځلې کوي او وايي: له دې دومره معلوماتو سره، چې يو هټۍ ته ولاړ شې او يو کيلو سبزي پرې در نه کړي؛ نو څه ګټه لري؟

 “عبيد زاکاني” شاعر هم همداسې و او بيا په عمل کې هم همداسې شو. وايي:

اى خواجه مکـــــن تا بتوانى طلب عــلم

کاندر طلب علــم راتب يکروزه بمــــاني

رو مسخرگى پــيشه کن و مطربى آمـــوز

تا داد خود از کهتر و مهتر بستـــــــــــاني

او ترڅنګ پر خپل وخت نيوکه کوي، چې زما په وخت پوهه ارزښت نه لري او د يو ډم ارزښت د لسو پوهانو هومره دى او يو ساعت ګټه يې د عالم د يوې مياشتې هومره ده.

 په عمل کې هم همدا شاعر همداسې شو او سره له دې، چې عالم و، ټوکو ټکالو او لطيفو ته يې مخ کړ.

 دا هم ناسمه خبره ده؛ يعنې انسان بايد پوهه او هوښياري په پیسو او شتمنۍ و نه سنجوي او ووايي: که پیسې پرې ګټل کېږي؛ ښه دي او که نه ګټل کېږي؛ نو ښه نه دي.

په عربي کې يو مشهور شعر دى، چې د “ابوالعلاء معري” که د “ابن الرواندي” دى، چې د اسلام په تاريخ کې په “زندقه مشهور” دي، چې وايي:

کم عاقل عاقل اعيت مـذاهبه و جاهل جاهل تلقاه مرزوقــا

هذا الذى ترک الاوهام حائرة و صير العالم النحرير زيديقا

څومره د هوښيارانو هوښيار ليدل کېږي، چې د ژوند په لار کې پاتې دي، نه پوهېږي، چې کوم خوا ولاړ شي، بېچاره دى او څومره د ناپوهانو ناپوه دى، چې پراخه روزي لري او دا هغه څه دي، چې يو نحرير عالم له دينه اړوي او زنديق کوي يې.

حال دا، هغه بايد دلته اپوټه پايله اخستى واى او ويلي يې ول ، چې رزق ددې هوښياريو تابع نه دى؛ نو زه هم بايد پوه شم، چې د رزق تدبير د بل چا په لاس کې دى.

دا سول- منطق موږ هم ډېر ګورو او څرګنده ده، چې غلطه خبره ده او انسان بايد علم او عقل په دې کچو و نه سنجوي.

[ژباړن: رحمان بابا وايي:

عقل مه غواړه طالع غواړه رحمانه

        ډېر عقلمن د طالعمنو نوکران دي]

تعقل د اشاعره او معتزله وو له نظره

د دوېمې هجري پېړۍ په منځ کې، په اسلامي نړۍ کې د اسلامي عقايد په آرونو کې د تفکر په اړه دوه بهيره راپيدا شول. ځينې ددې پلويان شول، چې عقل کړاى شي په خپله اسلامي عقايدو، آرونو او ټول مسايلو (توحيد، نبوت، معاد، پرښتو، احکامو او نورو.. . ) ته يو مقياس او کچه شي. بايد په لومړي پړاو کې يې خپل عقل ته وروړاندې کړو، چې عقل انسان ته سل په سلو پرېکنده مقياس دى او دا ډله د ځانګړيو علتونو له مله، چې تاريخي جرړه لري، “معتزله” ونومېده.

 د دوى پر وړاندې بله ډله وه، چې بيا هم د تاريخي علتونو له لامله “اشاعره” ونومېده. اشاعره الله تعالی ته د محض تسليم او تعبد پلوي شول، ويې ويل: عقل په اسلامي چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

عقلي حسن او قبح

اصلي خبره له ((عقلي حسن او قبح)) نه پيل شوه. معتزله ګروهن شول، چې چارې فى حد ذاته يا ذاتي حسن لري او يا ذاتي قبح او د انسان عقل حسن او قبح درک کولاى شي او له دې ځايه د اسلام حکم رابرسېروي؛ ځکه د اسلام حکم له عقله بېلېداى نشي.

د خبرو د سندرې سر يې عدل او ظلم و. و يې ويل: عقل د عدالت حسن درک کوي او د عدالت حسن ذاتي دى او قراردادي نه دى؛ لکه څنګه چې چا عدالت ته حسن نه دى ورکړى، د ٤ عدد ته يې هم د جفتوالي ځانګړنه نه ده ورکړې؛ يعنې داسې نه وه، چې يو ٤ و، چې کړاى يې شول جفتېداى هم شو او طاق هم او بيا راغلل جفتوالى يې ورسره يوځاى کړل؛ بلکې د ٤ عدد لازمه جفتوالى دى. يا ٤ په دنيا کې نشته او که وي؛ نو جفت به وي.

اشاعره وو وويل: څيزونه له بېخه حسن او قبح نه لري او داسې چارې عقل هم درک کولاى نشي، حسنونه او قبحونه شرعي دي؛ هر څه، چې الله تعالی يې امر کړى؛ نوځکه ښه دى، چې الله تعالی يې امر کړى؛ نه داچې ښه دى او چې له څه مو الله تعالی منع کړي يو، داچې الله تعالی منع کړي يو، بد دي؛ نه داچې بد ول؛ نوځکه الله تعالی ترې منع کړو.

 معتزله وو وويل: د هر څه، چې الله تعالی امر کړى؛ نو ددې لپاره، چې ښه و؛ نو امر يې کړى دى؛ نو ښېګڼه يې د الله تعالی پر امر لومړيت مومي او ښېګڼه يې د الله تعالی د امر علت دى.

 اشاعره وو ويل: نه! د هر څه، چې الله تعالی امر کړى؛ نو ددې لپاره چې الله تعالی يې امر کړى؛ نو ښه دي او د الله تعالی امر يې د ښېګڼې علت دى؛ چې کله موږ وايو: دا کار ښه دى؛ يعنې الله تعالی يې امر کړى دى او په نهې کې هم عين مطلب تکرارېږي.

د تعقل او تعبد شخړه

دلته ول، چې “تعقل” يو لوري او محض تعبد بل لوري ته شو. دا بهير په اسلامي نړۍ کې وبهېد. د امويانو په روستيو کې پیل او د عباسيانو په پیل کې پاى ته ورسېد. “مامون الرشيد” (او تر هغه روسته يې رور “معتصم” له خپله روره په لاروۍ)، چې عالم و او فکر يې سوليز-منطقي او فلسفي و، د معتزله وو پلوى شو او اشاعره يې وځپل.

 امام احمد بن حنبل (ره) هم له سرسريتوبه نه د پلوۍ سخته سپېړه وخوړه او د “تعقل” پلويان د “تعبد” پر پلويانو بريالي شول.

د “متوکل” وخت راورسېد. متوکل ډېر سطحي خليفه و. په خلکو کې هم يوه څرګندنه-اصطلاح ده، څوک چې د پخوانيو تابع وي؛ نو “سنتي” ورته وايي. متوکل سنتي شو او د تعقل او معتزله وو سخت مخالف شو او حکم يې ورکړ، چې و يې ځپئ او سم يې وځپل او “متوکل” امام احمد بن حنبل، چې په زندان کې و او د حکومت کوړې يې خوړلې وې؛ په حکومت کې يې ورته ستر مقام ورکړ او وايي، چې په جنازه کې يې اته سوه زرو کسانو برخه واخسته.

نورو خلفاوو د متوکل پر پل ګام کېښود او په اسلامي نړۍ کې د تل لپاره د مامون لار وځپل شوه.

د روزنې لاملونه

 د ارادې پياوړتيا – عبادت

و مو ويل: اراده يو استعداد دى، چې بايد هرومرو په انسان کې وروزل شي. اراده له لېوالتيا سره توپير لري او دا غلطه ده، چې څوک ووايي: اراده هماغه کلکه لېوالتيا ده. اراده په انسان کې بل ځواک دى ، چې په عقل پورې تړلې او لېوالتيا د انسان په طبيعت پورې تړلې ده. لېوالتيا راکښودل او جاذبه ده، چې د انسان د اړتيا څيزونه، انسان په ځان پسې راکاږي او څومره چې لېوالتيا ډېره وي؛ انسان خپل واک له لاسه ورکوي؛ يعنې انسان له ځانه د بهر ځواک په واک کې وي؛ خو اپوټه، اراده دنننى ځواک دى. انسان په اراده، ځان له بهرنيو ځواکونو خپلواکوي. څومره چې اراده پياوړې وي؛ د انسان واک ورسره ډېرېږي او انسان ډېر د ځان او برخليک خاوندېږي.

پر نفس لاسبري

د ارادې او په بل تعبير پر نفس لاسبري او د نفس د مالکيت په هکله په اسلام کې د تقوا او د نفس د تزکيې په نامه خورا احکام راغلي، چې ضرورت نه لري، په دې موضع ډېرې خبرې وکړو؛ خو يوې بېلګې ته اشاره کوو:

حضرت علي (کرم الله وجهه) د ګناه او تېروتنې په هکله وايي: ((أَلاَ وَإِنَّ الخَطَایا خَيْلٌ شُمُسٌحُمِلَ عَلَيْهَا أَهْلُها[103] = ګناهونه د چموش اسونو په څېر دي، چې له سپرېدونکي نه واک اخلي. ))

پوهېږو، چې ګناه هغه مهال رامنځ ته کېږي، چې انسان له شهوت او ځاني غوښتنو تر اغېزمنېدو روسته د عقل او ايمان پرخلاف کوم کار وکړي.

 امام وايي: د ګناه حالت هغه حالت ته ورته دى، چې انسان خپل واک له لاسه ورکړي. بيا د تقوا په هکله، چې د ګناه مقابل ټکى دى، وايي: ((وَإِنَّ التَّقْوَى مَطَایا ذُلُلٌ= خو تقوا د رامو سورليو په څېر ده، چې د سورلۍ واک د سواره په لاس کې دى؛ نه داچې د سواره واک د مرکب په لاس کې وي. ))؛ يعنې هغه حکم کوي او دا يې پلي کوي او هر لوري ته يې چې خوښه شي، واګې يې راکاږي، بې له دې، چې لغتې ووهي.

او هېڅ داسې روزنيز ښوونځى که مادي که الهي وي، نه دى پيدا شوى، چې ووايي: نه! د ارادې پياوړتيا پکې لا څه ده؟ انسان بايد سل په سلو کې خپلو لېوالتياوو ته تسليم وي او چې څنګه يې ځاني غوښتنو حکم وکړ، هماغه پلي کړي.

 هو! داسې خلک په نړۍ کې ډېر دي؛ خو يو روزنيز ښوونځى هم داسې سپارښتنه نه کوي.

 “ساتر” او په څېر يې نورو کسانو (اګزېستانسياليستانو) د ازادۍ په هکله څه خبرې کړې وې، چې د خبرو سوليز- منطقي پايله يې همدا وه_ چې له دې امله پرې نېوکې هم وشوې_ او لږ لږ کار تردې راورسېد، چې په خپله اروپا کې اګزېستانسياليسم له مزو چړچو، لوچکۍ، شهوتپالۍ او بې بندوبارۍ سره مساوي شو؛ خو بيا هغوى هم خپلو خبرو ته مخونې ورکولې، چې داسې نه ده، زموږ له ښوونځي يې ناوړه ګټه پورته کړه او زموږ ښوونځى داسې نه وايي.

 

ايمان؛ د ارادې د واکمنۍ ضامن دى

خبره مې داده، چې په نړۍ کې يو ښوونځى هم نه پيدا کېږي، چې وايي: اراده د انسان پر لېوالتياو واکمني نه کوي. ددې مطلب د پلي کېدو په ضمانت کې خبره ده، چې ددې مطلب لا څه دی؟څه څيز د انسان پر لېواليتاوو د عقل او ارادې د واکمنۍ د پلي کېدو ضامن دى؟

 مذهبيان وايي: اراده د عقل اجرايي ځواک ده؛ خو عقل څه دى او څه کړاى شي؟عقل يوازې رڼا ده، چې انسان روښانوي؛ خو ایا روښانول انسان ته جهت هم ورکوي؟انسان، چې کوم خوا ته خوښه وي، هماغه لوري ته ځي او خپل مطلوب ته د رسېدو لپاره د عقل له رڼا ګټه اخلي. ستونزه داده، چې انسان کوم مطلوب ولري؟ په دې کې ویېنه نشته ، چې انسان د لارې روښانتيا ته د عقل څراغ ته اړتيا لري. انسان که په تپه تياره کې روان وي؛ نو خپل مطلوب به ورک کړي.

عقل ته په اړتيا کې هم ویېنه نشته. خبره په دې کې ده، چې عقل او علم _چې په واقع کې د عقل بشپړوونکى او په بله وينا اکتسابي عقل دى_ رڼا ده، چاپېريال روښانوي، انسان پوهېږي، چې څه وکړي، پوهېږي، چې پلاني ځاى ته ځم؛ نو له کوم ځايه ولاړ شم؛ دا وزله، ددې مطلب لپاره او هغه وزله، دهغې مطلب لپاره ده؛ خو د انسان د ارادې او عقل د واکمنۍ لپاره يوازې پوهه بسيا ده؟ نه! ولې؟ځکه د انسان په خټه کې په خپلو ګټو پسې تلل اغږل شوي او اراده به يې تر هغه پر لېوالتياوو واکمني کوي، چې د ګټو يې غوښتنه وي.

نو که يو بل چار پيدا نشي، چې انسان ته له ګټو هاخوا غوښتنې ور نه کړي؛ نو عقل او اراده هم هېڅ نشي کړاى او دا هغه څه دي، چې موږ ورته ((ايمان)) وايو؛ هغه څيز، چې تر ډېره حده د انسان د منعفتپالنې مخه نيواى شي او هم انسان ته مطلوبونه او له وګړيزې او مادي ګټو هاخوا غوښتنې راوړاندې کوي او مطلوب پنځوي او هغه مهال عقل هم انسان د هماغه مطلوب پر لوري پر مخ بوځي؛ ځکه د انسان، چې د هر مطلوب پر لوري خوښه وي، عقل يې هماغه لوري ته بوځي. عقل څراغ دى، چې کله مو په تياره کې څراغ په لاس کې نيولى وي، څراغ درته نه وايي، چې دې خوا او يا هاخوا ولاړ شه. څراغ وايي: هر خوا چې ځې، زه درته لار رڼا کوم.

دعا او لمانځنه

د ځينې ارواپوهانو له نظره دعا او عبادت د انسان په ځانګړيو وړتیاوو کې شمېرل کېږي. لومړۍ خبره داده، چې ایا دعا او عبادت په انسان کې اصيل حس او غريزه ده او که نورو غرايزو زېږولي؟ ډېرى ارواپوهانو په انسان کې دعا او عبادت اصيل حس منلى دى.

په يوه ارواپوهيزه مقاله کې مې ولوستل: د انسان اروا له هغه اړخه، چې انسان، انسان دى، څو اړخه لري، چې په څارويو کې نشته. هغه دا غرايز په “بُعد=اړخ” تعبير کړل، چې د انسان وجود څو بُعده لري: د حقيقت پلټنې بُعد يا علم؛ يعنې پردې سربېره، چې پوهه د انسان ژوند ته ګټوره ده، د ژوند وزله هم ده او له هغه اړخه مطلوبه ده، چې انسان ته حقايق رابرسېروي. انسان حقيقت په خپله د حقيقت لپاره هم غواړي او ګومان نه کوم، چې په دې اړه څه اړنګ وي. د مثال په توګه: که موږ پوه شو، چې يوه ډله علماء يو داسې حقيقت ته رسېدلي، چې دا حقيقت اصلاً پر ځمکه د خلکو د ژوند په هکله او ان د لمريز غونډال په هکله هم نه دى او پرې پوهېدل او نه پوهېدل راباندې د ستنې د سر هومره اغېز هم نه لري، بيا هم که وپوښتل شو، چې ایا زړه دې غواړي پرې پوه شې که نه؟؛ نو څوک هم نه وايي، چې ورباندې پوهېدل او نه پوهېدل راته يو شان دي، بيا هم انسان غواړي پرې پوه شي.

 پوهه رڼا ده او ناپوهي تپه تياره. انسان بالضروره له ناپوهۍ او تيارې په تېښته کې دى او رڼا ته لېوالتيا لري.

ابوريحان البيروني او فقيه

د “تراجم” په کتاب کې ليکل شوي: مشهوره ده، چې يو فقيه وايي: ابوريحان په مرګ رنځور و، چې پوښتنې ته يې ولاړم او و مې ليدل، چې مرګ يې رانږدې دى؛ خو ماغزه يې پر ځاى ول؛ نو په هماغه حال يې سترګې پرانېستې او د ميراث په هکله يې رانه يوه فقهي پوښتنه وکړه. زه حيران شوم، چې په مرګونى حال ولې داسې پوښتي؟

راته يې وويل: که زه پوه ومرم؛ نو ښه ده او که ناپوه؟پوهېږم، چې مرم؛ خو فکر کوم ښه به وي، چې پوه شم او ومرم نه داچې ومرم او ناپوه يم.

 ما يې هم ځواب ورکړ. تر وسه لا خپل کور ته نه وم رسېدلى، چې له کوره يې چغې راپورته شوې، چې ابوريحان ومړ.

بل يې اخلاقي اړخ ښوولى. البته مراد ترې انساني عاطفه او له نورو انسانانو سره مينه ده، چې د اصيلې عاطفې په بڼه پرې ګروهن دى.

 بل د ښکلا اړخ دى، چې په خپله ښکلا انسان ته اصالت لري.

بل اړخ يې د دعا او عبادت اړخ ښوولى. ډېرى خلکو دا خبره کړې؛ خو “ويليام جيمز” پرې ډېر ټينګار کړى، چې د “دين او اروا” په نامه کتاب يې هم ژباړل شوى دى، چې د کتاب ليکوال د دېرش کالو لپاره د خلکو په ديني اروايي حالت ازمېښتونه کړي ول او ترې راورسېد، چې ديني حس ته په اصالت قايل شو.

دا يو انساني حس دى او که غواړو، چې روزنه مو بشپړه شي؛ نو دا بايد پياوړى شي.

د يوې نيوکې ځواب

سره له دې، چې اسلام زموږ دين دى او بايد د دعا او عبادت حس پکې پياوړى او روزل شوى وي؛ خو هېڅ پام ورته نشته. هغه عبادتونه هم، چې په اديانو کې راغلي، د عبادت له حس سره کار نه لري؛ له تمې سره کار لري، چې بايد مبارزه ورسره وشي او يا له وېرې سره، چې له هغې سره هم بايد مبارزه وشي. په اديانو کې عبادت يوازې يوه ملامله ده؛ ځکه اديان انسانان، چې جنت ته ولاړ شئ او له دوزخه به وژغورل شئ جنت؛ يعنې هغه ځاى، چې پکې ډول ډول خوندونه دي، حورې دي، بې مستۍ شرابونه دي، “جنات تجري من تحتها الانهار” دي او ډول ډول جنتي خواړه او مېوې دي؛ نو څوک چې د آخرت د خوندونو لپاره د دنيا له خوندونو سترګې پټوي؛ نو نه يوازې الله تعالی لمانځى نه دى او د خپلې دعا حس نه پياوړى کوي؛ بلکې هغه انسان دى، چې تر نړۍ لمانځو هم ډېر توکيز دى؛ ځکه يو نړۍ لمانځى انسان د همدې دنيا په محدودو خوندونو قانع کېږي؛ خو هغه يو حسابپال دى؛ حسابوي، چې که وغواړي د دنيا څلوېښت کاله عمر په خوندونو کې تېر کړي؛ نو ډېر خوندونه يې نه دي اخستي او بالاخره به پاى ته ورسي؛ نو له ځان سره وايي: په دې څلوېښت کالو کې به په ځان سخته تېره کړم؛ نو په هغه دنيا کې به تلپاتې خوندونو ته ورسم؛ نو دې کار ته هڅونکى يې تمه ده او هغه، چې د دوزخ له وېرې ګناه نه کوي، هم همداسې دي؛ نو په اديانو کې د انسان د دعا او عبادت حس ته پام نه دى شوى او دا نيوکه ډېره مسيحيان د اسلام په هکله کوي، چې په قرآن کې توکيزو نعمتونو ته ډېر پام شوى دى.

دا نيوکه بېځايه ده. لومړى داچې پوهېږو په اسلام کې عبادتونه خپلې درجې لري، چې يوه درجه يې د جنت لپاره عبادت دى او بله درجه يې له دوزخه د ژغورنې لپاره عبادت دى او له دې پورته هم درجې شته چې موخه يې جنت او دوزخ نه وي، چې دا مسله په قرآن او سنتو کې خورا ويل شوې ده.

حضرت علي وايي:

ان قوما عبدوا الله طعما فتلک عبادة التجار، وان قوما عبدوا الله خوفا فتلک عبادة العبيد، وان قوما عبدوا الله شکراً (حباً) فتلک عبادة الاحرار[104].

ځينې خلک د الله تعالی عبادت جنت د تمې لپاره کوي، چې دا تجارت ډولى عبادت دى؛ دلته کار کوي، چې هلته يې ګټه واخلي او ځينې د دوزخ له وېرې عبادت کوي، چې د دوى دا کار مريانو ته ورته دى، چې د کوړې او وهلو له وېرې عبادت کوي.

 بله ډله نه د جنت د تمې لپاره او نه د دوزخ له وېرې عبادت کوي؛ بلکې د شکر لمونځ کوي؛ يعنې خپل الله تعالی پېژني، الله تعالی يې چې وپېژانده؛ نو څه چې لري، د الله تعالی يې ګڼي او ددې لپاره، چې هر څه د الله تعالی ګڼي؛ نو د شکر ايستنې حس يې عبادت ته اړ کوي؛ يعنې که نه جنت وي او نه دوزخ؛ نو هماغه د الله تعالی پېژندنې او د شکر ايستنې حس يې عبادت ته هڅوي، چې دا د احرارو او ازادو خلکو عبادت دى.

هغه اولنى د خپلې تمې بنده دى، دويم د خپلې وېرې بنده او درېیم د وېرې او تمې له بنده خلاص او ازاد دى.

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) او عبادت

رسول الله به د شپې ډېر عبادت کاوه او د قرآن حکيم د وينا له مخې، کله به يې د شپې دوه پر درېیمه برخه عبادت کاوه، کله نيمه شپه او کله يې هم د شپې درېیمه برخه عبادت کاوه. حضرت عايشې بي بي به، چې ليدل رسول الله د شپې دومره عبادت کوي_يو وخت به رسول الله دومره عبادت ته درېده، چې پښې يې پړسېدې_يوه ورځ يې وويل: ولې دومره عبادت کوئ؟ ستا په هکله خو الله تعالی ويلي: ((لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا [105]= چې الله تعالی ستا له هغو تېرو او راتلونکېو ګناهونو تېر شي، چې په تا پورې يې تړل (او ستا حقانيت يې جوت كړى) او پر تا خپله پېرزوېنه بشپړه كړي او سمه لار دروښيي))

رسول الله وويل: افلا اکون عبدًا شکوراً؟ ایا ټول عبادتونه بايد د دوزخ له وېرې او جنت ته د تمې لپاره وي؟ ایا بايد شکر ايستونکى بنده نه وسم؟

رسول الله وايي:

افضل الناس من عشق العبادة و عانقها و باشره و بجسده و تفرع لها؛ يعنې تر ټولو غوره خلک هغه دي، چې له دعا او عبادت سره مينه وکړي.

رسول الله وايي: طوبى لمن عشق العبادة؛ يعنې بختور دى هغه، چې له لمونځ سره مينه لري. عبادت يې معشوقه شي و احبها بقلبه او د زړه له کومې يې عبادت خوښ وي و باشرها بجسده او په بدن يې ورپورې ونښلي. مراد يې دادى، چې لمونځ يوازې د زړه ذکر نه دى. په خپله عملي عبادت (رکوع، سجده او قيام) يو ډول عملي مينه ده. و تفرغ لها ځان عبادت ته فارغ کړي؛ يعنې هغه مهال، چې لمانځه ته درېږي؛ نو په زړه، خيال او فکر کې يې هېڅ هم رانشي؛ يوازې هغه وي او الله تعالی او زړه يې الله تعالی ته خالي وي او د عبادت روح هم همدا دى.

د عبادت روح ذکر دى او په ديني څرګندنه-اصطلاح کې د الله تعالی يادول، چې د عبادت پر مهال انسان ځان له “غيرالله” وشلوي او يوازې هغه وي او الله تعالی يې وي. ته وا، چې بې له خدايه او هغه بل څوک په عالم کې نشته. دا هماغه حالت دى، چې عرفاني علماوو په ((حضور)) تعبير کړى.

حافظ شيرازي وايي:

نه حافظ را حضور درس خلوت نه دانشمند را علم اليقيني

د “حافظ شيرازي” د حضور او خلوت (د زړه د خلوت په مانا) مسلې ته پام و. که ګوري، چې ځينې ظاهري خلوت ته ارزښت ورکوي؛ نو دا کار يې د زړه خلوت ته سريزه ده. بيا يې چې د زړه خلوت وموند، انسان بايد ټولنې ته راشي، چې ټولنيز کار وکړي؛ خو د زړه خلوت هم ولري. انسان بايد دا ولري، چې په عبادت کې وکړاى شي، له خپل الله تعالی سره خلوت وکړي. حافظ شيرازي په يو شعر کې وايي:

بر سر آنـــم کــه گــر ز دست برآيـــــــــــد

دست به کارى زنم که غصه سرآيــــــــد

خلوت دل نيست جاى صحبت اضداد

ديو چون بيرون رود فرشتـــه در آيـــــد

بيا رسول الله وايي: ((فهوا لا يبالى على ما اصبح من الدنيا، على عسر ام على يسر[106])) که څوک دې پړاو ته راورسېد؛ نو د دنيا سختي او سستي ورته يو شان کېږي؛ يعنې مراد يې دادى که څوک دې پړاو ته راورسېد؛ نو د دنيا سختي او کړاو ورته له بېخه مفهوم نه لري. که څوک يې وکړوي هم؛ نو اهميت ورته نه لري او د دنيا سختي او کړاو هغوى ته ستره مسله وي، چې د عبادت په خوند پوه شوي نه وي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) او د دعا روح

خبره مې داده، چې په اسلام کې د عبادت او دعا روح ته خورا ارزښت ورکول شوى او دا دوه درې حديثونه مې، چې بېلګې ته راوړل په څېر يې خورا روايتونه دي. امير المؤمنين علي بن ابيطالب وايي:

الهى! ما عبدتک خوفا من نارک و لا طعما فى جنتک بل وجدتک اهلا للعبادة فعبدتک.

خدايه! د دوزخ له وېرې او جنت ته د تمې لپاره دې عبادت نه کوم؛ بلکې ځکه دې لمانځم، چې ته مې د عبادت وړ وليدې[107].   

د “کميل” دعا سر تر پايه په لوړه مانا دعا ده. تاسې به په دې دعا کې نه د جنت تمه وګورئ او نه له دوزخه وېره.

 اسلامي دعاوې _البته ناشونې ده، چې ټولې دعاوې په يوه سطحه وي_لوړ مضامين لري. په روايتونو کې لاندې دعا د ((مناجات شعبانيه)) په نامه راغلې، چې حضرت علي (کرم الله وجهه) او امامانو به دا دعا ويله، د امامانو په سطح دعا؛ يعنې په ډېره لوړه سطح. انسان، چې کله دا دعا لولي؛ نو پوهېږي، چې په اسلام کې د دعا روح څه ته وايي.

الهى! هب لى کمال الانقطاع اليک و انز ابصار قلوبنا بضياء نظرها اليک حتى تحرق ابصار القلوب حجب النور فتصل الى معدن العظمة و تصير ارواحنا معلقة بعز قدسک.. . الهى والحقنى بنور عزک الابهج فاکون لک عارفا و عن سواک منحرفا.

ددې ماناوو انځورونه هم موږ ته ستونزمنه ده.

د ابوحمزه ثمالي دعا هم همداسې ده. د امام زين العابدين دعا، چې په مناجات ((خمسة عشر)) مشهوره ده، هم همداسې ده. مناجات خايفين، مناجات ذاکرين، مناجات طالبين.. . . دومره لطيفې او لوړې ماناوې لري ، چې انسان حيرانوي. په خپله نهج البلاغه هم له داسې مطالبو ډکه ده، چې يوه برخه يې راخلو:

امام علي (کرم الله وجهه) کميل ته وايي: خلک درې ډلې دي: رباني عالم، متعلمان او همج رعاع.

 بيا امام وايي: ډېرې خبرې راسره دي، چې وړ يې نه پيدا کېږي.

وګړي ويشي او وايي: ځينې ډېر هوښيار وي، پوهېږي؛ خو ډاډ پرې نه وي او همدوى د دنياپالنې وزله کوي. ځينې ښه خلک دي؛ نو ناپوه او ډرپل دي او درک نه لري او زه به چا ته ووايم او آخر به هم خپله پوهه له ځان سره قبر ته يوسم. وړ يې نه پيدا کېږي او بيا ددې لپاره، چې ټول نهيلي نه کړي، وايي:

اللهم بلى لا تخلوا الارض من قائم لله بحجة اما ظاهرا مشهورا و اما خائفا معمورا.. . . و يزرعوها فى قلوب اشباههم.

د مضمون لنډيز يې دادى، چې تل يوه ډله وي، چې الله تعالی په دوى د وړ خلکو په زړونو کې معنويات او حجتونه کري او بيا په هکله يې وايي: هجهم بهم العلم على حقيقة البصيرة؛ علم د بصيرت د حقيقت په مانا يرغل کړى (معلومه ده، چې افاضي علم دى نه اکتسابي). وباشروا روح اليقين؛ يعنې د يقين روح ته رسېدلي. و استلانوا ما استوعره المترفون؛ هغه څيزونه ورته ډېر اسان دي، چې د مزوچړچو خاوندانو ته درانده او کلک دي. و انسوا بما استوحش منه الجاهلون؛ له هغو څيزونو سره مل وي، چې ناپوهان ترې ډارېږي.

 

د اسلام انسان که جامع انسان؟

 د اسلام انسان جامع دى. انسان څو اړخيز موجود دى او يو اړخيز نه دى. د عرفاوو د ويناوو له مخې، نيمګړى انسان هغه دى، چې عرفان يې کمال ته نه وي رسېدلى، ځان له “غيرالله” وشلوي؛ خو چې کله هلته ورسېد او پوره شو؛ نو راستنېدونکى حالت لري او بيا خپل پازوالېونه او دندې تر سره کوي؛ خو که څوک ولاړ او راستون نه شو؛ نو تر وسه خام دى او کامل نه دى.

 او دا پر اسلام يوزاې يو تور دى، چې وايي په اسلام کې د عبادت او دعا روح ته پام نه دى شوى؛ خو موږ د مطلب د لنډيز لپاره نورې خبرې پرې نه کوو.

د عبادت ټيټې درجې

اوس به هغه عبادت ته راشو، چې د جنت او يا د دوزخ له وېرې وي. ایا واقعا دا عبادت ارزښت نه لري؟؛ لکه چې ويلي يې دي دا يوه ستره نسپالنه ده؟ يوه ستره تمه ده، تر دنياپالنې سل درجې بده ده؟

 نه! داسې غندنه يې نه ده په کار. اړنګ نشته چې جنت ته او د دوزخ له وېرې لمونځ د هغو عبادتونو هومره ارزښت نه لري، چې و مو ويل؛ خو داسې هم نه ده، چې هډو ارزښت نه لري او ځينو خلکو ته يوه لوړه درجه ده. دا دوه سره توپير لري، چې يو انسان يو کار نېغ په نېغه د يوې تمې لپاره وکړي او يا يې الله تعالی ته واسطه کړي. مثال يې داسې دى؛ لکه چې يو سړى نېغ په نېغه په پیسو پسې ځي؛ خو يو وخت پیسې غواړي؛ خو له خدايه يې غواړي او دا دواړه سره ډېر توپير لري ، چې يو څوک خپله اړيکه له الله تعالی سره پرې کوي او نېغ په نېغه په پیسو پسې ځي او بل خپله لار داسې ټاکي او وايي: زموږ الله تعالی ځینې احکام لري، چې زه يې پلي کوم او له خدايه پيسې غواړم، چې دا په خپله يو ډول عبادت دى، الله تعالی ته ورتګ، که څه د پیسو لپاره وي؛ خو الله تعالی ته له نه ورتګ سره توپير لري. الله تعالی ته د الله تعالی لپاره تګ الله تعالی ته خورا ارزښت لري. د څه د غوښتو لپاره الله تعالی ته ورتګ بيا هم ورتګ دى، بيا تر يوه حده د انسان زړه روښانوي، چې له “غيرالله” غفلت کوي او الله تعالی ته مخه کوي، چې په خپله يو ډول عبادت دى که څه د عبادت ټيټه درجه وي.

نو سل په سلو کې دا عبادتونه هم نه شو نفې کولاى او ددې لپاره، چې ټول خلک هم په لوړه درجه نه دي او که غواړو ډېرى خلک وروزو، چې هم يې د ژوند غونډال هم جوړ شي او هم الله تعالی ته نږدې شوي وي؛ نو بايد له همدې لارې ورننوځو او يا لږ تر لږه په پيل کې انسانان له دې لارې وردننه کړو، چې بيا پورته ولاړ شي او داچې په قرآن شريف کې مادي چارو ته پام شوى، علت يې همدا دى. البته په قرآن کې ((رضوان من الله اکبر)) هم شته چې کله وايي: ((جنات تجري من تحتها الانهار؛ يعنې جنتونه او بڼونه، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي. )) بيا وايي: ((رضوان من الله اکبر)) او د الله تعالی لږه خوښي تردې ټولو اوچته او ستره ده؛ خو طبعا ټول خلک ((رضوان من الله اکبر)) نه دي او ډېرى خلکو ته عملي لار همدا ده، چې د هغو جنتونو او بڼونو خبرې ورته وشي، چې تر ونو لاندې يې بڼونه دي.

البته قرآن شريف يوازې د خلکو د روزنې لپاره د جنتونو خبرې نه کوي. قرآن کريم په خپله وايي: هېڅکله زموږ په کلام کې ان د مصلحت لپاره هم دروغ نه دي راغلي_العياذ بالله_چې څوک خيال وکړي (او ځينو ويلي هم دي) چې قرآن خپلو موخو ته خلک نېکو چارو ته وهڅوي، چې د ښې موخې لپاره هره خبره کړاى شو. (( لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ[108] = چې باطل پرې نه مخامخ راتلاى شى او نه له شا؛ (ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (الله تعالی) له لوري رالېږل شوى دى. ))

ناشونې ده، چې د الله تعالی په کلام کې يو دروغ او باطله خبره وي، که څه د ټولنيز مصلحت لپاره وي. نه (د جنت د مادي خوندونو خبره) حقيقي ده. اصلاً ډېرى خلک له مادي خوندونو پورته نه درومي؛ نوځکه يې نشه همدا نشه ده او هغوى چې پورته درومي؛ نو له دې نشې پورته درومي.

په روزنه کې د عبادت ونډه

که څوک غواړي ځان او اولادونو ته اسلامي روزنه ورکړي؛ نو دعا او عبادت ته دې ارزښت ورکړي او پردې سربېره، چې عبادت کول د يو اصيل حس روزنه ده، د انسان پر نورو برخو هم خورا اغېزمن دى؛ نوځکه مشران تل سپارښتنه کوي: کار، چې دې څومره هم ډېر وي؛ خو په شواروز کې ځان ته يو ساعت پرېږده. کېداى شي وواست: زما يو ساعت هم زما لپاره نه دى؛ ټول وخت مې د خلکو په چوپړ کې دى. که د انسان ټول وخت د الله تعالی د بنګانو په چوپړ کې وي؛ نو بيا هم دې ته اړتيا لري، چې يو ساعت ځان ته ځانګړى کړي؛ يعنې په دې وخت کې ځان ته راستون شي، ځان له بهره وشلوي او خپل ځان او الله تعالی ته راستون شي او په هغه وخت کې يوازې هغه وي او الله تعالی يې او له خپل الله تعالی سره پکې عبادت او استغفار وکړي.

استغفار؛ يعنې محاسبة النفس؛ يعنې له ځان سره حساب کول، چې په دې شواروز کې مې څه وکړل؟ژر به ورته روښانه شي، چې پلانى کار مې ښه و؛ نو د الله تعالی شکر کوي، پلانى کار مې ښه نه و؛ نو هوډ کوي، چې نور يې و نه کړي او استغفار کوي او قرآن څومره د استغفار مسلې ته توجه کړې.

د رسول الله د اصحابو په هکله يو غونډله ده: رهبان اليل و اسد النهار؛ يعنې د شپې راهبان او د ورځې زمريان ول. قرآن حکيم وايي: ((الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالأَسْحَارِ[109] = هغوى چې (د ستونزو پروړاندې او د اطاعت په بهير او د ګناهونو په پرېښووو كې ) صبر او زغم كوي، رښتوني دي ( د الله تعالی پر وړاندې ) امر منونكي دي او (په لار كې يې) نفقه وركوي او سهار مهال له خدايه د بښنې دعاوې كوي. ))

ګورئ، چې قرآن څنګه ټول اړخونه بيانوي؛ نه د يو افراطي درويش په څېر يوازې او يوازې استغفار او دعا کوي. الصَّابِرِينَ. قرآن په هر ځاى کې، چې وايي ((الصَّابِرِينَ))؛ نو د جګړو په هکله يې وايي. په واقع کې ((الصَّابِرِينَ))؛ يعنې له جګړې ډډه کوونکي وَالصَّادِقِينَ. رښتين او رښتيا ويونکي، چې پوټى هم له رښتينولۍ نه اوړي. وَالْقَانِتِينَ. هغوى چې الله تعالی ته په خضوع قنوت وايي. خاضع دي او په زړه کې خضوع لري. وَالْمُنفِقِينَ. چې څه لري، نورو ته يې بښي. وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالأَسْحَارِ او سهار مهال له خدايه د بښنې دعاوې كوي. دا يې هم بايد تل ترڅنګ وي.

منځلاري (اعتدال)

موږ افراطي خلک يو؛ يعنې هرې خوا ته مو چې پام شو؛ نور هر څه هېروو. قرآن کريم وايي:

 ((مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاء بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا[110]= محمد د الله تعالی استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، پر كافرانو ډېر سخت (او) په خپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله تعالی فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي، دوى هغه كښت ته ورته دي، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راوباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا(د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي، چې بزګران ورته حيرانېږي. (همدغسې د محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) ياران له کمزورۍ ځواک ته رسي)، چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛ نو) الله تعالی ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده. ))

هېښنده آيت دى. وايي: حضرت محمد صلى الله عليه و آله وسلم د الله تعالی استازى دى او هغه، چې و رسره دي ( نه يوازې پېغمبر؛ بلکې پېغمبر او په لاس روزل شوي اصحاب يې. لومړۍ ځانګړنه يې چې وايي، د دښمن پر وړاندې يې ځواک دى) أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ پر كافرانو ډېر سخت دي. رُحَمَاء بَيْنَهُمْ په خپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي. دا دواړه برخې له دښمن او دوست سره د ټولنيزو اړيکو په مثبت او منفي اړخونو پورې اړوند دي؛. البته د دښمن او دوست کچه شخصي، مسلکي او انساني دښمني او دوستي نه ده. بيا ژر په عبادت پسې راځي. که يوازې همدا يې ويلي ول؛ نو بيا به اوسنيو ټولنيزو ښوونځيو په څېر ول؛ خو ورپسې وايي: ((وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالأَسْحَارِ)): تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا. همدا أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ، چې د جګړې په ډګر کې د کلکو زمريو په شان دي او د اخلاقو په ډګر کې دومره مهربان دي؛ په خلوت کې عبادت کوونکي، رکوع کوونکي، سجده کوونکي، دعا کوونکي دي او له خدايه فضل او لورنه غواړي. د دوى په څېرو کې به د سجدو اثار وګورې. د الله تعالی فضل، لورنه او خوښي غواړي؛ هماغه ((رضوان من الله اکبر)) غواړي، چې تر ټولو جنتونو يې مقام لوړ دى. بيا يې ټولنيزې ونډو ته راځي: په تورات کې يې مثال هغه و او په انجيل کې د يو کښت په شان دي، چې لومړى له ځمکې راټوکېږي؛ يوه نرۍ پاڼه ده؛ خو په تدريج وده کوي، په خپلو پښو درېږي او هغه ځاى ته رسي، چې ټول بزګران يې ودې ته حيرانېږي (چې دا په حقيقت کې) د اسلامي ټولنې وده بيانوي.

قرآن هر اړخيزه خبره کوي. يو وخت زموږ ټولنه په يو رنځ اخته شوې وه او اسلام يې يوازې عبادت ګاڼه؛ هغه هم کوم عبادتونه! ډېره دعا کول او جومات ته ډېر تګ يې د مسلمانۍ کچې وې، چې له دې يو رنځ جوړ شوى و؛ خو ورو ورو يو بل رنځ راکې پيدا شو او ځينې، چې د اسلام ټولنيز اړخونو ته متوجه شول؛ نو ورو ورو يې د اسلام مانيزو اړخونه ته شا کړه، چې دا هم يو رنځ دى؛ هغه ټولنه کږه تللې، چې يوازې يو اړخ ته يې پام وي.

رسول الله منځلارې ټولنه جوړه کړه. دوى په تاريخ کې سارى نه درلود؛ همدوى، چې له “ايران” او “روم” سره په جګړو کې برخه اخسته ، قائم الليل و صائم النهار او په عين حال کې ضارب بالسيف هم ول. د شپې يې د الله تعالی عبادت کاوه او د ورځې به يې روژه نيوه؛ خو سره له دې بېخوبۍ او لوږې تندې به د جګړې په ډګر کې داسې جنګېدل، چې څوک به ورته د ټينګې نه ول؛ خو که يوازې يې د شپې او ورځې عبادت کاوه او د جومات له ګوټه به نه راوته؛ نو مسلمان به نه و او که يوازې يې د جګړې په ډګر کې ښه تورې وهلې او بل څه ته يې نه ول؛ نو هغه به د نورو يرغلګرانو په څېر به په خپلې تمې پسې ته. ارزښت يې په جامعيت کې دى او موږ بايد د اسلام دا پراخ بنسټي هېره نه کړو؛ ځکه اسلام هم د نورو ترکيبونو په څېر دى، که تعادل له لاسه ورکړي؛ نو له منځه ځي.

 

د پوښتنو ځوابونه

لکه څنګه چې ښاغلي مطهري وويل: ځينې نيوکه کوي، چې عبادت يا جنت ته د تمې لپاره دى يا د دوزخ له وېرې. عبادت يوه لوړه مانا لري، لمونځ، روژه او نورې چارې همدې مانا ته د رسېدو لپاره دي. عبادت؛ يعنې له هغه تکاملي بهيره لاروي، چې الله تعالی هستۍ او ټولو ژويو ته ټاکلى دى، چې خپل کمال ته ورسي او ټول موجودات په ځان کې رانغاړي: ((يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ[111] = څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، تل هغه الله تعالی ته تسبيح وايي، چې مالك او واكمن دى او (له هر عيب او نيمګړتيا) بشپړ پاك، ناماتى حكيم دى. ))

((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ = او ما پېريان او انسانان يوازې ددې لپاره پيدا كړي، چې زما عبادت وكړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او رانژدې شي). )) (ذاريات/٥٦)

الله تعالی خو دې لمونځ او روژې ته اړتيا نه لري، الله تعالی موجودات ددې لپاره پنځولي، چې هر موجود خپله تکاملي لار ووهي او د پنځونې موخې ته ورسي.. . . .

استاد: دلته درې مطلبه دي: يو هماغه د تکويني عبادت مسله ده، چې په قرآن حکيم کې هم نوموته (اوڅار) شوې، چې قرآن هغه چار ته عبادت او تسبيح وايي، چې هر موجود يې (په هره درجه او په هر ځاى کې چې وي) دا ځکه چې ټول موجودات د کمال پر لور روان دي او الله تعالی مطلق کمال دى؛ يعنې هر څه د الله تعالی پر لوري په حرکت کې دي. دا يوه ویېنه ده، چې زموږ له بحثه بهر ده.

د انسان عبادت ته راځو؛ يعنې د انسان اختياري کارونه. د دوى خبره سمه ده او هغه داچې فقهاوو ويلي: هغه چار عبادت ګڼل کېږي، چې انسان يې د الله تعالی د رضا لپاره وکړي؛ خو هغه چار، چې په خپل ذات کې هم ښه عمل وي او مصلحت پکې وي؛ نو کېداى شي، د انسان ويدېدل هم عبادت شي.

 ويل کېږي: که څوک خپل ژوند داسې تنظيم کړي، چې هر کار يې په وخت او خپل ځاى کې وي او ځان هم داسې وروزي، چې هر عمل يې واقعا د الله تعالی لپاره وي؛ نو ټول شواروز يې په عبادت کې شمېرل کېږي: خوب، ويښتيا، خوراک، پر لار تګ او جامې اغوستل يې عبادت دى. ټول کارونه يې عبادت دي؛ ځکه فرض پردې دى، چې ټول کارونه يې د الله تعالی لپاره دي.

 دا سمه خبره ده او داچې انسان بايد تل په عبادت کې وي؛ مانا يې همدا ده. په دې مانا، چې يوه داسې شېبه هم بايد نه وي، چې انسان پکې عبادت نه کوي؛ خو مه تېروځئ، چې دا يو وخت دې لامل نشي، چې وانګېرو هر کار، چې مصلحت وي، که د الله تعالی لپاره يې وکړو؛ نو عبادت دى؛ نو زه چې په خپل (کتنځي) معاينه خانه کې يم، فرض پردې دى، چې کار د الله تعالی لپاره کوم او عبادت کوم؛ نو هغه عبادت ته اړ نه يم، چې روح يې د الله تعالی ذکر، له الله تعالی سره خلوت او د غير الله هېرول دي. نه! هغه عبادت په خپل ځاى کې په کار دى. که هغه نه وي؛ نو دا نه کېږي او هغه؛ يعنې هغه کار، چې محض د الله تعالی لپاره وي او بې له عبادته بل مصلحت و نه لري.

په اسلام کې دوه ډوله کارونه دي: يو کار ته په اصطلاح کې محض کار وايي؛ يعنې بې له عبادته بل مصلحت و نه لري؛ لکه لمونځ. بل هغه کارونه دي، چې د ژوند مصلحتونه دي، چې موږ کړاى شو د عبادت بڼه ورکړو او بايد يې هم ورکړو؛ نو ستاسې خبره سمه ده، چې هر کار، په هر ځاى کې، چې د الله تعالی لپاره وي، عبادت دى؛ خو دا په دې مانا نه دى، چې دا کارونه مو له هغو کارونه منع کړي، چې مانا يې محض عبادت، الله تعالی ته توجه او استغفار دى، چې رسول الله او امامانو هم ځان ترې بې اړې نه ګاڼه.

 

د روزنې لاملونه:

مينه_د حقيقت پلټنې د حس پياوړتيا_مراقبه او محاسبه

مينه او مقابل ټکى يې تاوتريخوالى هغې مسلې دي، چې په اسلامي روزنه کې اوڅار دي. البته د مينې مقابل ټکى معمولا بغض دى؛ خو د مينې اغېز احسان او نرمي ده او د بغض اغېز تاوتريخوالى او سختګيري ده.

 ځينو په اسلامي ښوونې او روزنې نيوکه کړې، چې په کافي اندازه يې مينې او اغېز ته يې(چې نرمي او احسان دى)پام نه دى کړى او که په اسلام کې له انسانانو سره مينه او د احسان او نرمۍ مسله نوموتې ده؛ نو په مقابل کې يې له دښمن سره تاوتريخوالى او په بله مانا ورسره بدي کول هم نوموتي دي. بيا ګورو، هغوى چې پر مينه او محبت خورا ټينګار کوي، مسيحيان او کشيشان يې دي. دوى ډېر د محبت خبرې کوي او وايي: حضرت عيسى مسيح (علیه السلام) يوازې محبت ته رابللي يو او په مينه کې يې په الله تعالی لمانځو او الله تعالی نا لمانځيو کې، د حضرت عيسى په لاروۍ او نه لاروۍ کې استثنا نه کوله؛ بلکې ويل يې: له ټولو سره مينه وکړئ.

د اديانو د تاريخ په کتابونو کې مې ولوستل، چې دا خبره: ((څه چې ځان ته خوښوې، نورو ته يې خوښ کړه او څه، چې ځان ته ښه نه ګڼې؛ نورو ته يې بد ګڼه. )) د ټولو اديانو ګډه خبره ده او په اسلام کې هم شته چې: ((احبب للناس ما تحب لنفسک و اکره لهم ما تکره لنفسک. ))

دا حکم، چې په اسلام کې هم شته، ټوليز او مطلق حکم دى. ایا اسلام په دې عمومي قاعده کې استثنا راوړې او نورو اديانو نه ده راوړې؟ په مسيحيت کې استثنا نشته او په اسلام کې شته؟، چې په واقع کې اسلام ووايي: چې څه دې د خلکو لپاره ښه ايسي، ځان ته يې هم خوښ کړه؛ خو په ځينو چارو کې؟ ایا په اسلام کې کومه استنثا شته؟ که نه؟ له مسيحيت سره د اسلام اړپېچ د محبت په تفسير کې دى؛ نه په ټوليز آر کې.

دوه ډوله مينه

ایا ځان ته د يو څيز خوښول تل سوليز-منطقي وي؟کېداى شي وواست: له بېخه موږ له دې خبرې سره ستونزه لرو؛ ځکه وايي: نورو ته هماغه خوښ کړه، چې ځان ته يې خوښوې، کېداى شي، انسان داسې څيز کړي، چې نورو ته يې بايد خوښ نه کړي؛ يعنې کېداى شي يو څيز د انسان محبوب او مطبوع وي؛ خو مصلحت ورته نه وي. که څوک د شکرې رنځ ولري او شات ورته ضرر لري؛ خو په خپله يې شات خوښ وي او وويل شي: داچې شات دې خوښ دي، سره له دې، چې ضرر درته لري؛ نو نورو ته يې هم خوښ کړه، که څه ضرر ورته لري. ایا مراد ترې داسې خبره ده؟ يا نه! دلته مينه، منطقي او عاقلانه مينه ده، چې له مصلحت سره يو شان ده او مراد دادى: لکه څنګه چې تل خپل خير او نېکمرغي غواړې؛ نورو ته هم خېر او نېکمرغي غواړه. خېر او نېکمرغي له دې ظاهري مينې سره توپير لري، چې مسيحيان يې وايي.

د مثال په توګه: مورو پلار له خپل اولاد سره مينه کوي او نېکمرغي يې غواړي. د اولاد دا خېر او نېکمرغي غوښتل کېداى شي په دووو بڼو راښکاره شي. ناپوهه موروپلار، چې اولاد پرې ګران دى او غواړي ورسره مينه ورکړي؛ نو د ميني کچه يې داده: ماشوم يې چې څه غواړي، هماغه ورکوي او هغه څه نه ورکوي، چې د ماشوم خوښ نه وي. پلاني خواړه مې د ماشوم خوښ دي؛ په ما هم اولاد ګران دى؛ نو نه شم کړاى هغه څه ور نه کړم، چې د اولاد مې خوښ دي؛ خو يوه پيچکارۍ يا درمل، چې له بېخه د ماشومانو خوښ نه وي؛ نو ماشوم مې راباندې ګران دى او د درمل په ورکولو يې خپه کولاى نه شم.

دا يو ډول مينه کول دي او بل ډول مينه سوليزه-منطقي مينه وي؛ يعنې هغه مينه، چې له مصلحت سره اړخ لګوي. هغه مينه، چې واقعا احسان او محبت دى. کېداى شي، د ماشوم خوښـه شي او کېداى شي خوښـه يې نه شي.

که غواړو دا حکم داسې تفسير کړو، چې په ټولو اديانو کې هم راغلى، چې له مينې نه د ټولو اديانو مراد دادى، چې له خلکو سره داسې چلن وکړئ، چې خوښ يې وي او په بله وينا له خلکو سره داسې چلن وکړئ، چې خلک پر خوښېږي؛ نو په دې بڼه کې بايد ووايو، چې العياذ بالله د اديانو دا حکم غلط دى.

 وګړيو او ټولنې ته د خپر رسولو کچه بايد دا نه وي، چې هغوى په څه خوشحالېږي. د خلکو په خوښه چلېدل، د مصلحت له مخې چلن سره توپير لري.

 

د ټولنې مصلحت د وګړي پر مصلحت لومړيت لري

په يو وخت کې د وګړي او د ټولنې د ګټو خبره رامنځ ته کېږي. د مثال په توګه: موروپلار څو هلکان او نجونې په کور کې لري او ټول هم پرې ګران دي. په دوى کې يو ماشوم شيطان او وران دى. پر موروپلار يوازې دا ماشوم ګران نه دى، چې په خوښه يې وچلېږي. که کچه “خوښه” وي؛ نو د نورو خوښه هم بايد په پام کې ونيول شي؛ يعنې که څوک غواړي د محبت د کمال له مخې له خپل اولاد سره وچلېږي؛ نو نه يوازې داچې “خوښه” بايد کچه نه وي؛ بلکې مصلحت بايد کچه وي او همداراز بايد د ټولنې مصلحت کچه وي نه د وګړي.

د قصاص فلسفه

ګورئ، چې د قصاص په هکله د قرآن دا تعبير څومره پراخ بنسټه دى. پوهېږو، چې قرآن د جزا په قانون کې د قصاص پلوى دى. په داسې ځاى کې اسلام د قصاص اجازه ورکوي، چې يو بېګناه محترم نفس بې له عذره ووژل شي.

دلته دا مسله ده، چې يو سړى؛ خو مړ شو؛ نو موږ ولې يو بل تن ورپسې ووژنو؟! که وژل بد چار دى؛ نو موږ په قصاص دا بد چار وکړو؟هغه يو بد کار کړى او يو تن يې وژلى؛ نو موږ هم هغه ووژنو، چې بيا يو بل تن ووژنو؟

 قرآن کريم وايي: ((وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[112]= عقلمنو! تاسې ته په قصاص كې ژوند دى ( په كار ده، چې له دې قانونه سر و نه غړوى) ښايي ( له نا حق وينو تويولو) ځان وساتئ . ))

داسې مړه کول، وژنه مه ګڼئ؛ دا ژوند او حيات وګڼئ؛ خو نه د وژونکي ژوند؛ بلکې د ټولنې ژوند؛ يعنې د يو تن په قصاص مو د ټولې ټولنې ژوند ژغورلى دى. که نن د وژونکي مخه و نه نيول، سبا بل وژني او بل سبا نور هم وژني؛ نو قصاص د ټولنې د وګړيو کمېدل مه ګڼئ؛ بلکې د ټولنې د وګړيو د ژوند خونديتوب وګڼئ؛ يعنې د قصاص مانا له انسانانو سره دښمني نه؛ بلکې ورسره دوستي ده.

انسان دوستي

د ((انسان دوستۍ)) خبره بايد روښانه شي او د ديني طالبانو د وينا له مخې، انسان په “انسان دوستۍ” که بما هو انسان دى؛ يعنې له انسان سره ځکه مينه وکړي، چې انسان دى او په نننۍ څرګندنه- اصطلاح کې: انسان له انساني ارزښتونو سره. يو وخت د انسان په تعريف کې وايو: يو څاروى، چې سر، پښې او تنه لري او خبرې کوي. که انسان دا وي؛ نو هغه کسان هم د عيسى (علیه السلام) هومره انسان دى، چې غوښتل يې حضرت عيسى (علیه السلام) غرغره کړي؛ د عيسى (علیه السلام) په څېر يې خبرې کولې او په دې چارو کې يې له حضرت عيسى سره توپير نه درلود.

يو وخت وايو((انسان))؛ يعنې دا ځانګړې تنه، چې ټول انسانان يې لري او ((له انسان سره مينه وکړو))؛ يعنې د آدم له ځوځات سره مينه وکړو او د مراد لنډيز داچې له انسانه مراد، بيولوژيک انسان دى. هغه، چې په بيولوژي کې ورته انسان ويل کېږي. ایا مراد يې دادى؟ که نه! د انسان مراد بما هو انسان دى؛ يعنې انسان د انساني ارزښتونو لپاره، انسانيت لپاره او انسان دوستي؛ يعنې انسانيت دوستي.

اوس که انسان د انسان او انسانيت ضد شو او د نورو انسانانو د تکامل په مخ کې خنډ شو؛ نو ایا بيا هم له دې انسان سره مينه وکړو، چې په واقع کې نوم يې انسان دى؛ خو په مانا کې نه دى او د حضرت علي کرم لله وجهه په تعبير، ظاهر يې د انسان؛ خو باطن يې څاروى دى؟ ایا د انسان دوستۍ په نامه له انسانيت سره خيانت او دښمني وکړو؟

مينه يوازې خوښو ته کتل نه دي؛ بلکې د مقابل لوري خېر، مصلحت او نېکمرغي په پام کې نيول دي. يوازې د وګړي مصلحت کچه کېداى نشي؛ بلکې بايد د ټولنې مصلحت په پام کې ونيول شي او انسان دوستي؛ يعنې انسانيت دوستي؛ خو که انسان د بيولوژيک انسان په مانا وي؛ نو د انسان او څاروي تر منځ هېڅ توپير نشته؛ نو ولې له پسونو، خرو او اسونو سره د انسان هومره مينه نه کوو؟ دواړه ژوندي موجودات دي.

نو خبره بايد له انسانيت سره مينې ته ورستنه شي؛ نو داچې د انسان دوستۍ مانا، له انسانيت سره مينه شوه او د انسانيت دوستۍ مانا هم د انساني مصالحو (نه خوښو) په پام کې نيول وي؛ نو معلومېږي، چې له مينې دا تفسير غلط دى، چې له انسانانو سره مينه دې ته وايي، چې د انسانانو په خوښه وچلېږې او منطقي مينه له تاوتريخوالي، جهادونو او مبارزو سره يو ځاى وي او هغه انسانان بايد له منځه ولاړ شي، چې د انسانيت د تکامل پر لار خنډ دي.

له کافر سره نېکي

ګورو، چې قرآن کريم له خلکو ان له کافر سره د نېکۍ او احسان سپارښتنه کړې ده؛ خو د اغېز تر بريده او په هغه ځاى کې نېکي، نېکي نه ده، چې نېکه اغېزه و نه لري؛ بلکې بدي ده.

قرآن حکيم وايي:

((لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ. إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ[113] = الله تعالی تاسې له هغو كسانو سره د نېكۍ او د عدل او انصاف له چلنه نه منع كوي، چې د دين په اړه يې درسره جګړه نه ده كړې او له خپلو كورونو يې شړلي نه ياست؛ (ځكه) چې الله تعالی انصاف كوونكى خوښوي. الله تعالی يوازې تاسې له هغو كسانو سره له دوستۍ (او اړيكو) منع كوي، چې د دين په اړه يې درسره جګړه كړې او له خپلو كورونو يې شړلي ياست يا يې ستاسې په شړلو كې د يو بل لاسنيوى كړى دى او څوك چې ورسره دوستي وكړي؛ نو هماغوى ظالمان دي. ))

يعنې الله تعالی تاسې نه منع کوي (لومړى وايي: نه منع کوي او بيا امر کوي)، چې له هغو کافرانو سره نېکي وکړئ، چې د دين په خاطر درسره په جګړه کې نه دي او له کورنو يې ايستلي نه واست_چې په هغه وخت کې يې مصداق قريش ول، چې له مسلمانانو سره د دين په خاطر جنګېدل او هم يې له کورونو وشړل_او که وايو، چې له کافرو سره نېکي مه کوئ؛ نو له داسې کفارو سره يې مه کوئ؛ ځکه ورسره نېکي مو له ځان سره بدي ده؛ ځکه د دښمن سټه مو غښتلې کېږي.

بيا وايي: ((إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ= الله تعالی انصاف كوونكي خوښوي))؛ يعنې دا کار وکړئ: ((إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ= الله تعالی يوازې تاسې له هغو كسانو سره له دوستۍ (او اړيكو) منع كوي، چې ددين په اړه يې درسره جګړه كړې او له خپلو كورونو يې شړلي ياست))

له کافر سره عادلانه چلن

له هغو سره له نېکۍ منع شو، چې د دين په چار کې راسره جګړه کوي او له کوره مو شړي؛ خو عدل څنګه؟که وغواړو حق يې ورکړو؛ ایا کړاى شو، چې ظلم پرې وکړو؟

قرآن کريم وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ[114]= مؤمنانو! تل د الله تعالی (د فرايضو) لپاره راپاڅئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي، چې عدالت ونه کړئ؛ عدالت وكړئ، چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د الله تعالی له (عذابه) وساتئ، څه چې كوئ، الله تعالی پرې ښه خبر دى. ))

له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي، چې عدالت ونه کړئ؛ يعنې هغه څه ورسره و نه کړئ، چې وړ يې نه دي؛ له هغوى سره هم په عدالت وچلېږئ، چې عدالت تقوا ته نږدې دى.

د قرآن (بقره/١٩٠) په نورو آيتونو کې هم شته چې له کافر سره جګړه کول هم خپل بريد لري؛ يعنې يو ځاى رارسي، چې که تر هغه مخکې ولاړل؛ نو د قرآن د وينا له مخې، يرغل دى.

((وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ = او د الله تعالی په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ، چې له تاسې سره جنګېږي او تېرى مه كوئ، چې الله تعالی تېري كوونكي نه خوښوي. ))

او د الله تعالی په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ، چې له تاسې سره جنګېږي او تېرى مه كوئ. د مثال په توګه: چې کله دښمن تسليم شو او وسله يې پر ځمکه کېښوده؛ نو مه يې وژنئ، يا پر ماشومانو، ښځو او بوډاګانو، کورنو، ونو او چينو يې يرغل مه کوئ (دا هغه حکمونه دي، چې رسول الله به تر هرې جګړې مخکې مسلمانانو ته ورکول. )

نو چې کله د عدالت او ظلم خبره رامنځ ته شي؛ نو وايي: ان پر کافرانو هم ظلم مه کوئ او په عدالت ورسره چلېږئ.

نو بايد په هر حال کې عدالت رعايت شي او په هغه ځاى کې دې له کافر سره احسان او نېکي وشي، چې له کافر سره نېکي او احسان نېکه اغېزه ولري؛ خو که بده اغېزه يې درلوده (خپل ځان يا نورو مسلمانانو ته)؛ نو اسلام ددې نېکۍ اجازه نه ورکوي. د مثال په توګه پر کافر دې وسله نه پلوري، چې البته دا خبره يوازې په وسلې پورې ځانګړې نه ده؛ يعنې هغه کار چار بايد و نه کړى شي ، چې د مسلمانانو په مقابل کې د کفارو د سټې د غښتلتيا لاملېږي؛ ځکه که د دښمن سټه مو پياوړې شوه؛ نو ستاسې سټه به له بېخه راوباسي.

امام صادق او کافر سړى

امام صادق په سفر کې د سرک تر غاړې يو سړى وليد، چې له ناستې يې څرګندېده، چې رنځور دى؛ نو خپل ملګري ته يې وويل: راځه، چې ورشو؛ ځکه ښايي ستونزه ولري، چې ورغلل؛ نو له جامو يې وپېژانده، چې مسلمان نه دى؛ څرګنده شوه، چې په دې دښته کې وږى تږى يوازې راښکېل شوى دى. امام حکم وکړ، چې خواړه او اوبه ورکړئ، لنډه داچې د هغه ژوند يې وژغوره. د امام ملګري وويل: دا سړى خو کافر و! ایا له کافر سره مينه کړاى شو؟! و يې ويل: هو! يوازې هغه مينه، چې خېر رسوي او ضرر هم نه لري؟ امام يې وپوښت: که له دې کافر سره مو مينه وکړه؛ نو له مسلمانانو سره به مو دښمني کړې وي؟ امام: نه! بايد په داسې ځايونو کې ورسره مينه وشي.

 

د بدۍ پر وړاندې نېکي

((وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ[115] = او نېكي او بدي يو شان نه دي، (بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛ نو ناڅاپه (به وګورې) څوک چې له تاسره دښمني لري، ستاسې د خواخوږي دوست غوندې به وي. ))

په دې آيت کې د هغو نېکيو سپارښتنه شوې، چې نېک اغېز لري او وايي: ((وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ)) نېکي او بدي _ قرينه يې ښيي، چې له خلکو سره نېکي کول او بدي کول_هېڅکله يو شان نه دي؛ يعنې د نېکۍ او بدۍ اغېز يو شان نه دى. ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ورسره ښه وکړو، چې درسره بدي کوي. فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ. چا چې درسره بدي کړې او ته يې په نېکۍ ځواب ورکړې او و يې بښې؛ نو دښمني به مو پر دوستۍ واوړي.

شيخ سعدي د همدې آيت په مضمون يو شعر لري، چې وايي:

ببخش اى پسر کآدميزاده صيد به احسان توان کرد وحشى به قيد

البته څرګنده ده، چې اخلاقي احکام کليت نه لري. ټاکل شوي ځايونه لري. په هغه ځاى کې درته وايي، نېکي وکړه، چې وکړاى شې د مقابل لوري زړه واړوي، چې ښو ته يې مخ کړي. دلته مخاطب، رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) دى. د رسول الله دښمن، ددين دښمن هم دى.

په اسلام کې د ((مولفة قلوبهم)) مسله څه ده؟ د زکات يو لګښت “مولفة قلوبهم” دى او “مولفة قلوبهم”؛ يعنې ضعيف الايمانه ظاهري مسلمانان، چې په مينه او ان په مالي احسان بايد وساتل شي.

د مشرکانو د بديو پر وړاندې زغم

قرآن حکيم وايي:

((لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيرًا وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ[116] = هرومرو(تاسې ټول ) په خپلو مالونو او ځانونو ازمېيل كېږئ او له کتابيانو [ =يهود ] چې له تاسې مخكې ورته اسماني كتاب وركړ شوى او(همداراز) له مشركانو به ځوروونكې خبرې واورئ؛ خوكه صبر وكړئ او (ځانونه) وساتئ؛ نو په حقيقت کې دا (په) چارو کې (ستاسې) له ټينګ هوډه راولاړ شوي دي. ))

دلته د صبر او تقوا خبره ده؛ نه د احسان او وايي: تاسې به مشرکان او کتابيان ځوروي؛ خو مسلمانانو! بېړه به نه کوئ؛ صبر او تقوا ولرئ او د مشرکانو او کتابيانو د بديو پر وړاندې په بيړه غبرګون مه ښيئ. دلته له بد غبرګونه مخنيوى دى او دا چار غيرمنطقي او غير محتاطانه ګڼل شوى دى. وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ؛ خوكه صبر وكړئ او (ځانونه) وساتئ؛ نو په حقيقت کې دا (په) چارو کې (ستاسې) له ټينګ هوډه راولاړ شوي دي.

د مينې سم تفسير

هلته چې ((ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ[117])) نه وي او که موږ نېکي وکړه او بدي يې په ښېګڼه بدله نشي او يا دښمني يې پر دوستۍ وا نه وړي؛ نو که دلته نېکي وکړو؛ نو له انسانيت سره مو بدي کړې ده او دلته اسلام د ډول ډول تاوتريخواليو؛ لکه جهاد او په ټولنيزو چارو کې د قصاص حکم ورکړى دى؛ خو بيا هم ددې ټولو سرچينه په مصلحت او نېکمرغۍ کې ده. دا د هغه اديانو په ټوليز قانون کې: (( احبب للناس ما تحب لنفسک و ابغض لهم ما تبغض لها)) استثنا نه ده؛ يو ډ ول تفسير دى. ځينې وايي: چې وينې دا سړى بوت لمانځى دى؛ نو ستا ورسره څه کار دى؟!ورسره مينه کوه. ګورې، چې که له دې کاره يې منع کړې؛ نو بد يې ايسي؛ دا کار مه کوه او مينه ورسره کوه او داسې څه مه وايه، چې بدې يې ايسي.

دا خو له دې انسان سره دښمني ده او مثال يې داسې دى، چې يوه ډله رنځوره شي؛ خو په خپله رنځوران و نه غواړي، چې درملنه يې وشي او درملنه يې بدې راځي، چې خلک ناپوهه وي؛ نو همداسې وي.

مينه د اسلامي روزنې ان ګردو اديانو يوه مسله ده؛ خو په دې توپير ، چې په تفسير او مخونه کې يې له ځيرنې کار واخلو، چې دا مينه له سرسري مينو سره ګډه نه کړو.

د حقيقت پلټنې د حس پياوړتيا

بله مسله د حقيقت پلټنې د حس پياوړتيا ده. وايي په هر انسان کې څه ناڅه حقيقت پلټونکې غريزه شته؛ نوځکه انسان په علم پسې ځي او دا له هغو احساسونو او غرايزو ده، چې بايد پياوړى شي.

ددې خبرې رڼاوۍ ته ضرورت نشته؛ ځکه هر څوک ښه پوهېږي، چې اسلام پر علم او زده کړه يې خورا سپارښته کړې ده او د اسلام تاريخ ګواه دى _او ټولو بې غرضو وګړيو هم تاييد کړې_، چې د اسلام تمدن، چې له هماغو ړومبيو پېړيو يې بنسټ کېښوول او پيل شو_؛ بلکې په خپله د رسول الله پر مهال ليک، لوست، زده کړه او د بېلابېلو ژبو زده کړه او ښوونه له ديني ښوونو پیل او طبيعي علومو، طب او فلسفې ته ورسېدل_جرړه يې په هغو سپارښتنو کې ده، چې اسلام د علم په هکله کړې وې.

تعصب؛ د پوهې د لار خنډ دى

تعصب د پوهې د لار خنډ دى او پوهېږو، چې اسلام څومره له تعصب سره مبارزه کړې ده. د نهج البلاغې د ((قاصعه)) خطبې اصلي چورليد تعصب او تکبر دى؛ ځکه عربو خورا تعصب درلود او اميرالمؤمنين په دې خطبه کې د تعصب بدۍ بيان کړي دي او په پاى کې وايي: که څوک غواړي تعصب ولري؛ نو فليکن تعصبکم لمکارم الخصال؛ نو په ښېګڼو او فضيلتونو دې تعصب وکړي؛ نه داچې د تعصب له مخې ووايي، چې زه ولې بايد له پلاني نه زده کړه وکړم؛ ځکه هغه د پلاني زوى دى او زه د پلاني زوى يم او د هغه پلار نيکه زما د پلار نيکه نوکران وو، چې د داسې تعصبونو جرړه په ناپوهۍ کې ده او په عربو کې هم خورا زيات و. مولانا جلال الدين بلخي وايي: تعصب سختګيري ده او سختګيري د خامۍ پايله ده.

ايـــن جهان همچون درخت است اى کرم

ما بــر او چــــون ميـــــــوه هاى نيم خــــــام

سختگيــــــــــــري و تعصــب خامى است

تا جنــــــيني کار خـــــون آشامـــــــــي است

مراقبه او محاسبه

په ديني ښوونه او روزنه کې مراقبه او محاسبه شته او د اخلاق علماوو او عرفاوو پرې خورا ټينګار کړى؛ خو په ناديني ښوونو او روزنو کې نشته او مفهوم پکې نه لري او هډو به يې پکې پيدا نه کړې؛ خو په ديني چارو کې، چې بنسټ يې توحيد او د حق لمانځل دي؛ نو قطعا دا چارې پکې اوڅار دي.

قرآن حکيم و ايي:

 ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ[118] = مؤمنانو! د الله تعالی له (مخالفته) ډډه وكړئ او هر څوك بايد وګوري، چې (خپل) سبا (قيامت) ته يې څه مخكې لېږلي دي او [خپل ځانونه] د الله تعالی له [عذابه] وساتئ، په حقيقت كې څه چې كوئ، الله تعالی پرې خبر دى _ او د هغو کسانو په څېر مه كېږئ، چې الله تعالی يې هېر كړى دى؛ نو الله تعالی (هم) ترې خپل ځانونه هېركړل، همدوى پوله ماتي دي. ))

ايمانوالو! الهي تقوا ولرئ. وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ (په محاسبه او مراقبه کې مې مراد دا ټکى دى) او ټينګه دې هر څوک ځير شي، چې له ځانه مخکې سبا ته څه لېږي.

په دې هکله په بل ځاى کې قرآن کريم وايي:

 ((وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَمَا تُقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ[119]= او لمونځ (له ټولو حقوقو سره) وكړئ او زكات وركړئ او هر خير كار، چې د ځان لپاره لېږئ د الله تعالی په نزد به يې ( په بله دنيا كې) ومومئ، الله تعالی ستاسې دكړنو کتونکى دى. ))

شيخ سعدي هم دا شعر له همدې اخستى:

برگ عيشى به گور خويش فرست کس نيارد ز پس، تو پيش فرست

((تر ځانه مخکې لېږل)) د قرآن کريم خپل تعبير دى. د انسان ټولې کړنې ((تر ځانه مخکې لېږل)) دي؛ يعنې هلته چې انسان په راتلونکې کې ورځي؛ مخکې تردې چې په خپله ولاړ شي، ځينې څېزونه تر ځانه مخکې لېږي او بيا په خپله هم ورځي.

 انسانانو! له ځانه په مخکې لېږلو کې خورا دقت او ځير وکړئ. بيا د وَاتَّقُوا اللَّهَ ټکى تکرار شوى او بيا وايي: إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ. لومړى وايي: تاسې په خپله ځير شئ، بيا وايي: الله تعالی له هغه څه خبر دى، چې تاسې يې کوئ. وايي که دقت و نه کړئ؛ نو يوه ځيرنه سترګه مو څاري.

إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ. نو له دې آيته په الهام د اخلاقو علماوو يوه مسله اوڅار کړه، چې د اخلاقو “ام المسائل” ده، د ټولو اخلاقو مسايلو مور ده او هغه ((مراقبه)) ده. مراقبه؛ يعنې له ځان سره د يو داسې شريکباڼي په څېر ملامله وکړه، چې ډاډ پرې نه لرې او تل يې بايد وڅارې.

“مراقبه” بايد تل له انسان سره وي؛ تل د مراقبې په حال کې وي.

په نهج البلاغه (خطبه/٨٩) کې راغلي: ((حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا و زنوها قبل ان توزنوا؛ يعنې مخکې تردې چې حساب درسره وشي_چې په قيامت کې به کېږي_همدلته له ځان سره حساب وکړئ او ځان وتلئ، مخکې تردې چې هلته مو وتلي.

د قرآن د وينا له مخې، په قيامت کې يوه داسې تله ده، چې يوازې د ښو چارو دروندوالى او سپکوالى سنجوي؛ که ښه کړنې پکې وي؛ نو درنده ده او که نه وې؛ نو سپکه ده.

((فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ. فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ. وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ. فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ[120] = نو (پر هغه ورځ) چې د چا (د كړنو) تلې درندې شي؛ نو په ښه ژوند كې به وي او د چا چې (د كړنو) تلې سپكې شي؛ نو هاويه [= دوزخ] يې پناه ځاى دى!))

په روايت کې راغلي:

ليس منا من لم يحاسب نفسه فى کل يوم؛ يعنې له موږ ځينې نه دى، چې په شواروز کې يو ځل له ځان سره حساب و نه کړي.[121]

مشارطه، معاتبه، معاقبه

که څوک غواړي د اسلام له نظره ځان وروزي؛ نو لومړى شرط يې مراقبه ده؛ خو تر مراقبې او محاسبې مخکې بل څيز هم شته؛ تر مراقبې مخکې ((مشارطه)) ده؛ يعنې لومړى بايد انسان له ځان سره تړون وکړي، چې ډېرى پر کاغذ کېږي؛ پر کاغذ له ځان سره تړون کوي، چې تردې روسته به داسې يم؛ ځکه که انسان له ځان سره تړون و نه کړي، ځايونه مشخص نه کړي او ځان ته کړلار و نه ټاکي؛ نو څنګه به مراقبه کوي.

د مثال په توګه: لومړى بايد له ځان سره تړون وکړي، خواړه به داسې وي، خوب به مې دومره وي، داسې خبرې به کوم، د ځان لپاره به داسې او د خلکو لپاره به هغسې کارونه کوم؛ نو دا ټول په خپلو ماغزو کې مشخصوي او يا يې پر کاغذ ليکي او لاسليکوي يې چې دا تړون به پلي کوم او بيا مراقبه کوي، چې پر تړون عمل وکړي.

همداراز په هر شواروز کې يو ځل له ځان سره حساب کوي، چې ایا کړنې يې د تړون له مخې وې که نه؟ که پر تړون يې عمل کړى وي؛ نو د الله تعالی د شکر لپاره سجده کوي او که کړنې يې د تړون له مخې نه وې؛ نو “معاتبه” (ځان ملامتول) رامخې ته کېږي او که له تړونه يې لږه سرغړونه کړې وي؛ نو “معاقبه” (ځان ته سزا ورکول) رامخې ته کېږي او که ډېره سرغړونه يې کړې وي؛ نو د روژې نيولو په څېر سختې چارې به زغمي.

دا د اسلامي اخلاقو او روزنې څرګند آرونه دي.

د روزنې لاملونه

تفکر_د اولياوو مينه_واده_جهاد

تفکر/ اندنه

تفکر په اسلامي ښوونو کې روزنير اړخ لري. په ډېرو ځايو کې راغلي، چې تفکر عبادت دى: تفکر ساعة خير من عبادة سنة، تفکر ساعة خير من عبادة ستين سنة، تفکر ساعة خير من عبادة سبعين سنة.

جملې لږ اړپېچ سره لري، چې البته دا اړپېچ نه دى، د تفکرونو توپير دى.

درې ډوله عبادت

په خپله تفکر عبادت دى؛ نو موږ به درې ډوله عبادت ولرو: بدني عبادت؛ لکه لمونځ کول او روژه نيول. مالي عبادت؛ لکه زکات او خمس ورکول او په ټوليزه توګه ټول انفاقات. فکري عبادت (يوازې روحي عبادت)، چې نوم يې تفکر دى او تفکر تر ټولو عبادتونو افضل او غوره دى. داچې وايي: تفکر ساعة خير من عبادة سنة، تفکر ساعة خير من عبادة ستين سنة، تفکر ساعة خير من عبادة سبعين سنة))؛ نو څرګندېږي، چې د تفکر ارزښت تر نورو عبادتونو ډېر دى. يو ساعت تفکر تر بدني بې فکره عبادته د شپېتو کالو هومره ثواب لري او بيا غلط نه شو، چې مراد يې د عبادتونو ځايناستي کول دي، چې هغه عبادت پرېږدئ او په دې پورې ونښلئ. مراد ترې د چارې د ضرورت بيان دى.

 هر يو په خپل ځاى کې په کار دى. په څه کې تفکر؟البته موږ تفکر نه محدودوو.

په اسلامي ښوونو کې د تفکرونو پر ځانګړونو رڼا اچول شوې ده.

په پنځون کې اندنه

د الله تعالی د پېژندو او معرفت په موخه، په پنځون کې اندنه د تفکر يو ډول دى.

قرآن حکيم وايي:

((الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ. رَبَّنَا إِنَّكَ مَن تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ [122]= په رښتيا، د اسمانو او ځمكې په پنځون او په يو بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي. هغوى چې الله تعالی په ناسته، ولاړه او ملاسته يادوي او د اسمانو او ځمكې په پنځون كې فكر كوي ( او وايي ) پالونكيه! دا دې عبث او (او بې موخې) نه دي پيدا كړي، ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛ نو موږ د اور له عذابه و ساته. ))

اړنګ نشته چې که انسان په پنځون کې ځيرنه او تفکر وکړي او موخه يې، الله تعالی پوهنه او پر حقيقت ځان پوهول وي؛ نو هم علم دى، هم عبادت او علمي تفکر، چې ستر عبادت دى.

په تاريخ کې تفکر

په قرآن کريم کې په تاريخ کې په تفکر سپارښتنه شوې، چې د تېرو خلکو په برخليک کې تفکر وکړئ.

قرآن شريف کيسو، حکايتونو او تاريخ ته لنډه اشاره کوي؛ خو هغه برخو ته يې ډېر پام وي، چې انسانانو ته پکې عبرت وي او وايي، چې موږ د سات تېرۍ لپاره کيسې نه کوو؛ بلکې: ((وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَـكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ذَّلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِایاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ = او كه موږ غوښتي واى؛ نو په دې آيتونو(او پوهې) مو د هغه (مقام) لوړاوه (؛ خو جبر زموږ د سنتو پرخلاف دى؛ نوځكه مو پرخپل حال پرېښود)؛ خو هغه ځمكې [=دنيا] ته سر ټيټ كړ او په خپل نفس پسې ولاړ، د هغه حالت د سپي غوندې دى، چې كه ته پرې حمله وكړې، هم ژبه راځوړندوي او كه پرې يې ږدې، هم ژبه راځوړندوي (؛ يعنې دومره د دنيا وږى دى، چې هډو نه مړېږي ) دا د هغې ډلې مثال دى، چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي؛ نو دا قيصې ورته وايه، ښايي چې غور وكړي ( او راويښ شي ). ))

((فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ=؛ نو دا قصې ورته وايه، ښايي غور وكړي. ))

چې دا هم د اسلام له نظره يو ډول عبادت دى.

د ځان په هکله د انسان اندنه

يو بل تفکر، چې عبادت دى_، چې له دې بحثه مو مراد ډېرى همدا برخه ده_ د ځان په هکله د انسان تفکر دى، چې دوه ډوله دى: يو وخت په خپله انسان يوه علمي موضوع او د تفکر موضوع وي او يو وخت انسان د خپلو چارو په اړه تفکر کوي، چې څنګه هوډ وکړي او څه وکړي او زموږ همدا دويمنى مراد دى.

ایا پر انسان د ټولنې جبر واکمن دى؟

يو وخت انسان د يو داسې خس او خشاک په څېر شي، چې په نېز کې غورځېدلى وي او هرې خوا ته چې نېز ځي؛ له ځان سره يې وړي. اړنګ نشته چې ټولنه د نېز په شان ده او وګړي له ځان سره هاخوا او دېخوا وړي؛ خو داسې هم نه ده، چې مطلق جبر به وي. چاپېريال، ټولنه او ټولنيزه وضع د مطلق جبر په بڼه پر انسان واکمنه نه ده؛ يعنې داسې هم نه ده، چې انسان په دې نېز کې يو هوډ هم نشي نيواى، و نشي کړاى، چې خپل ځاى بدل کړي او ان خپل لورى د خلاف پر لوري وټاکي؛ بلکې په دې روانو اوبو کې په خپله روان دى، د اوبو پرخلاف لورى وټاکي او کېداى شي، ددې نېز پر برخليک هم اغېزمن شي او بل لوري ته يې روانې کړي.

پوهېږو، چې د اسلامي ښوونو بنسټ همدا څرګندونه ده؛ ګنې نو پازوالې، دندې، “پر نېکيو امر او له بديو منع”، جهاد او.. . به له بېخه مانا نه درلوده؛ بلکې سزا او ثواب به مانا نه درلوده. که انسان مطلق مجبور وي او هر وګړى د ټولنې پر وړاندې مطلق مجبور وي او مطلق لاس تړلى وي؛ نو له بېخه نېکۍ او بدۍ او قهرا سزا او ثواب_په دنيا او اخرت دواړو کې_ به انسانانو ته مانا نه درلوده او اسلامي ښوونې د فکر پرخلاف دي.

تفکر؛ د ځان او ټولنې پر برخليک د لاسبرۍ بنسټيز شرط

ددې لپاره، چې انسان پر ځان او د ټولنې پر برخليک لاسبرى شي؛ نو بنسټيز شرط يې تفکر دى او دا تفکر، چې ویېنه پرې ده، “محاسبة النفس” ته ورته دى؛ يعنې انسان بايد په شواروز کې يو ساعت خپل ځان ته ځانګړى کړي او له ځان سره پکې حساب کتاب وکړي. د مثال په توګه: کتاب يې لوستى؛ نو له ځان سره دې فکر وکړي، چې له دې کتابه مې څه زده کړي او څه اغېز يې راباندې کړى دى؟ښه اغېز يې کړى که بد؟ او د بل کتاب په ټاکنه کې نوره ځيرنه هم وکړي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:

عمر لنډ او علمونه ډېر دي؛ نو د هر علم ښېګڼې زده کړئ او نور يې پرېږدئ[123].

نو پردې بنسټ ان انسان بايد کتاب په لوستو کې هم ټاکنه ولري. د ملګرو په هکله دې له ځان سره حساب وکړي، چې ملګرتيا يې راته څه ګټه لري؟د خپلو چارو په هکله دې له ځان سره حساب وکړي، چې څومره خپلو ملګرو ته اغېزمن و.

 انسان، چې د هر کار هوډ کوي؛ نو لومړى بايد فکر وکړي او بيا هوډ وکړي؛ يعنې فکر وکړي، چې ددې کار پايلې او اغېزې به څه وي؟څه غبرګونونه به لري؟ ما به چېرې راکاږي او د رسول الله په تعبير، عاقبت او پاى به يې څه وي؟

د کار پاى ته پام

يو سړى رسول الله ته ورغى، و يې ويل: نصيحت راته وکړه. ليکلي يې دي، چې رسول الله دا غونډله درې ځل تکرار کړه، و يې ويل: که نصيحت درته وکړم؛ نو منې يې؟ و يې ويل: هو! رسول الله وويل: اذا هممت بامر فتدبر عاقبة.[124]

چې کوم کار دې کاوه؛ نو لومړى يې د پاى په هکله تدبر وکړه.

((تدبر)) د ((دَبَر)) له کلمې دى، چې هماغه د عاقبت بينۍ مفهوم لري. “تدبر” او “ادبار” له يوې مادې دي. “اقبال” او “ادبار”، چې وايو؛ نو اقبال؛ يعنې مخه کول (رو آوردن) او ادبار؛ يعنې شا کول (پشت کردن) د تدبر مانا داده، چې انسان د کار نهايت، پاى، عاقبت او شاته يې وګوري، يوازې د کار څېرې ته و نه ګوري. هر کار يوه څېره لري او يوه شا. انسان ته ډېرى د کار څېره ښکاري او د کار شا ورته نه ښکاري؛ خو داچې هغه کار تېر شي او بيا ورته له شا ګوري او داسې کارونه شته چې څېره يې يو رنګ او شا يې بل رنګ ده.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: فتنه، چې رامنځ ته شي؛ نو په فضا کې د بوړبوړکيو په شان وي، يا د تپې تيارې په شان وي، چې په تياره کې انسان څه نه ګوري: دروغ راپيدا کېږي، اوازې خپرېږي، احساسات ډېرېږي او انسان پکې حيران شي، چې څنګه قضاوت وکړي؛ خو همداچې فتنه له منځه ولاړه؛ لکه تياره، چې له منځه تللې وي او بوړبوړکۍ کېني؛ نو هغه مهال، چې انسان سترګې پرانېزي؛ نو بل څه ويني او له هغه څه سره توپير لري، چې په تياره کې يې ليدل[125].

د تفکر روږد

تفکر بايد انسان ته روږد شي؛ يعنې انسان روږد ولري، چې د هر کار تر مخه، د هغه کار په هکله ښه فکر وکړي او دا د اخلاقو له نظره د “محاسبة النفس” په شان دى او پر تفکر سربېره انسان بايد په يو شواروز کې يو ساعت د خپلو چارو په هکله فکر وکړي.

د تفکر په هکله هم خورا روايتونه راغلي؛ لکه:

کان اکثر عبادة ابى ذر التفکر؛ يعنې د حضرت ابوذر (رض) ډېرى عبادت تفکر کول ول[126].

له نېکانو سره ناسته پاسته

له صالحانو او نېکانو سره ناسته پاسته د روزنې او سمونې يو لامل دى.

په اسلامي ښوونو کې د ((مجالست او د مجالست اغېز)) په نامه يو عنوان دى، چې له نېکانو سره ناسته پاسته ډېرى نېکې اغېزې لري او له بدانو سره ناسته پاسته ناوړه اغېزې لري. په دې هکله رسول الله وايي: المرء على دين خليه؛ يعنې هر څوک د خپل ملګري په دين دى[127].

امام علي کرم الله وجهه وايي: ((مجالسة اهل الهوى منساة للايمان[128]؛ يعنې له ځانپالو او له خدايه غافلو انسانانو سره ناسته پاسته، د ايمان هېر دى.))

که ((منساة)) ميمي مصدر وي؛ منساة للايمان کېږي، د ايمان هېر؛ خو که د ځاى نوم وي_چې ډېرى په دې هکله دى_؛ نو په زړه پورې تعبير ترې جوړېږي: “د ايمان هېرتون” يا د ايمان هېر ځاى.

قرآن حکيم وايي:

((فَلاَ يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لاَ يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَى[129] = نو هسې نه، څوك چې پر هغه ايمان نه لري او د خپلو هوسونو لاروي وي، تا پرې ( له ايمانه ) منع كړي، چې هلاك به شې!))

تر پېغمبرۍ روسته حضرت موسى (علیه السلام) ته خبردارى ورکوي، چې: بې ايمانه خلک دې د لارې خنډ نشي. دا منع کول د فرعون په څېر په زور له منع کولو سره توپير لري، چې کار ته يې پرې نه ږدي. وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَى. موسى! بې ايمانه وګړي دې، له لارې کوږ نه کړي او که ته هم په خپلو هوسونو پسې ولاړ شې؛ نو پوپنا به شې.

له دې آيته يې داسې استنباط کړي، چې حضرت موسى (علیه السلام) ته يې خبردارى ورکړى، چې د ناوړه وګړيو اغېز ته پام لره؛ البته مانا يې دا نه ده، چې له ناوړه وګړيو ډډه وکړه (که داسې وي؛ نو بلنه به چا ته ورکوي؟)؛ بلکې له ناوړه وګړيو سره د ناستې پاستې اغېز ته پام کول دي.

د حضرت عيسى (علیه السلام) خبره

په اسلامي روايتونو کې راغلي، چې يوې ډلې (کېداى شي حواريونو) حضرت عيسى وپوښت: يا روح الله من نجالس؟ له چاسره مجالست وکړو؟و يې ويل: من يذکرکم الله رويته و يزيد فى علمکم منطقة و يرغبکم فى الخير عملة.[130]

يعنې له هغه سره مجالست وکړئ، چې په ليدو يې الله تعالی درياد شي. ځينې داسې خلک دي، چې ليدل يې د الله تعالی د هېرېدو لامل دي؛ خو ځينې خلک داسې دي، چې انسان د الله تعالی له غفلته راوباسي. له هغوى سره ناسته پاسته وکړئ، چې خبره يې ستاسې علم درزيات کړي؛ يعنې ټولې خبرې يې نوي حقايق دي او چې ترې راپاڅېږې، احساس کړې ، چې څه مې ترې زده کړي او له هغه چا سره ناسته پاسته وکړئ، چې کړنې يې تاسې د خېر کار ته وهڅوي.

معاشرت دوه ډوله دى: په يو ډول معاشرت کې انسان د خپل روح ور تړي، ځان پټوي؛ نه ځان هغسې مقابل لوري ته ښيي، چې دى او نه يې چمتووالى لري، چې مقابل لورى ومني؛ ګورئ، چې کله انسان په لومړي ځل له چا سره مخېږي؛ نو دواړه لوري يو ځانګړى حالت پيدا کوي؛ يعنې خپل ټول ځان ورته نه ښيي، چې څنګه انسان يم؛ خو همداچې له يو بل سره صميمي شول؛ نو خپل ټول زړه يو بل ته راسپړي او صميمي معاشرتونه دي، چې لوړې اغېزې لري. په دې هکله مولانا جلال الدين بلخي وايي:

مى رود از سينه ها در سينه ها از ره پنهان صلاح و کينه ها

صحبت صالح تو را صالح کند صحبت طالح تو را طالح کند

ارادت

په معاشرت کې ارادت رامنځ ته کول لوړې اغېزې لري. يو ټاکلي انسان ته ارادت پيدا کول، د انسان په بدلون کې ستر لامل دى او که دا رادت پر ځاى و؛ نو ډېر ښه دى او که بېځايه و؛ نو يو اور دى، چې پر انسان لګېږي.

ارادت د مينې او محبت په ډله کې راځي. که انسان يو وګړى ارماني او کامل وګڼي او اخلاقو او روحياتو ته يې راکښل شي؛ نو ډېر يې تر اغېز لاندې راځي او ډېر بدلېږي؛ نوځکه عارفان او صوفيان له مرشد سره مينې او ارادت پيدا کولو ته خورا ارزښـت ورکوي.

په اسلام کې، چې له اولياوو سره د مينې سپارښتنه شوې، په واقع کې د انسان د سمونې او سمې روزنې يو لامل دى.

په اسلام کې د څه لپاره دومره د اولياءالله پر مينه سپارښتنه شوې؟ د مثال په توګه: وايو: له اميرالمؤمنين سره مينه داسې او هغسې ده. ایا دا شرک نه دى؟ که دا خبره پکې اوڅار نه وي، چې و مو ويله؛ نو شرک دى.

حضرت علي (کرم الله وجهه) يو عالي انسان دى؛ خو موږ دنده لرو، د الله تعالی عبادت وکړو او ټول پېغمبران وزله دي، چې انسان الله تعالی ته ورسوي. ډېر ښه. علي (کرم الله وجهه) يو عالي انسان دى؛ نو موږ ولې ورسره مينه وکړو؟؛ ځکه د اميرالمؤمنين او د هر کامل انسان مينه، انسان ته ستر روزنيز او د سمونې لامل دى. له اولياءالله سره د مينې فلسفه همدا ده.

“مفاتيح”د دعاوو يوه ټولګه ده، چې د يوې دعا په ترڅ کې يې راغلي: (( خدايه! غواړم، چې محب (مينوال) اوسم او هم محبوب او نور مې هم خوښ کړي؛ خو د چا مينوال اوسم؟”محبة لصفوة اوليائک”؛ يعنې ستا د غوره اولياوو مينوال اوسم))

د غوره اولياوو مينه لکه مقناطيس دى، چې انسان ځان ته راکاږي، چې دا چار بې له تفکره او محاسبة النفس څخه دى، چې دا دواړه فکري چارې دي او البته لازمې هم دي؛ خو د اولياوو مينه خورا اغېزمنه ده. ددې دواړو طريقو (تفکر او محاسبة النفس او د اولياوو مينه) توپير درته په يو مثال کې وړاندې کوم: د اوسپنې ذرې له خاورې سره ګډې شوې وي؛ نو په لاس يې له خاورو بېلولاى شو؛ خو که يو قوي مقناطيس پرې وګرځوو؛ نو ټولې به ژر راټولي کړي.

که انسان پر خپل تفکر، تذکر، محاسبة النفس، مراقبې او.. . خپل ناوړه خويونه د فکر او حساب په ګوتو وڅنډي او ځان سم کړي؛ نو دا هم يو عملي چار دى؛ لکه انسان چې له خاورو په خپلو ګوتو د اوسپنې ذرې راټولوي؛ خو که انسان دا توفيق پيدا کړ، چې پوره مرشد ومومي او پرې مين شي؛ نو ګوري، چې کوم چار يې چې په څو کلنو کې تر سره کاوه، دا يې په يوه ورځ کې کوي.

محبة لصفوة اوليائک؛ ستا د غوره اولياوو مينوال اوسم. محبوبة فى ارضک وسمائک؛ پخپله هم پر ځمکه او اسمان محبوب اوسم، چې د خکلو ښـه ايسم.

د ملامتيانو کړنلار

دا د تقوا لار نه ده، چې داسې اوسم، چې د خلکو بد ايسم.

د “صوفيانو” يوه ډله په “ملامتيه” يا “ملامتيانو” مشهوره ده. دوى په خپل نظر له خپل نفس سره د جهاد لپاره داسې لار ټاکلې وه، چې داسې کار وکړي، چې خلک ترې کرکه وکړي او بدګومانه پرې شي. د مثال په توګه: شراب يې نه څښل؛ خو د شرابخورو پېخې يې کولې او له ځان سره به يې د شرابو بوتل هاخوا او دېخوا ګرځول. شراب يې نه څښل؛ خو په کور کې به يې د شرابو بوتل و، چې خلک ووايي شرابخور دى، لمونځ به يې کاوه؛ خو خلک يې پر ځان نه پوهول، چې خلک ووايي لمونځ نه کوي.

ځينې کسان داسې وي، چې عبادت او ښې چارې کوي؛ خو ځان نه ښيي او په واقع کې کې د رياکارانو پرخلاف ګام ږدي؛ يعنې ريا کاران په ريا عبادت او ښې چارې کوي؛ خو اصلاً عبادت نه کوي، حال دا، د دواړه چلنه د اسلام له کچو سره سر نه خوري.

د انسان پت محترم دى

دا کارونه له اسلام سره اړخ نه لګوي. انسان ولې بايد داسې وي؟! په حديث کې راغلي، چې انسان د خپل هر څيز واک لري؛ خو د خپل پت واک نه لري؛ څوک حق نه لري، چې د خلکو په مخ کې ځان بې پته کړي او ووايي: خپل پت مې دى، زړه مې، چې څه ورسره کوم، ستاسې پکې کار نشته!

هر مسلمان د اسلام پانګه ده. که “زيد” واقعي مسلمان وي؛ نوپرېږده چې ټولنه يې وپېژني، چې واقعي مسلمان دى، چې البته دا کار بايد د الله تعالی لپاره وي؛ نه د ريا لپاره؛ يعنې د الله تعالی لپاره پر هغه څه عمل وکړي، چې پرې ګروهن دى، چې ټولنه پوه شي، چې داسې وګړى هم لري او دا مانا نه لري، چې په ټولنه کې مسلمان وګړي وي؛ خو ټولنه يې و نه پېژني، چې د مسلمان په نامه ورته ارادت ولري.

د سمونې او روزنې بل لامل جهاد او په ټوليزه توګه سختۍ او کړاوونه دي؛ هم هغه سختۍ، چې راتګ يې د انسان له واکه بهر وي_چې اختياري اړخ يې په هغه غبرګون پورې اړه لري، چې انسان يې ددې سختيو پر وړاندې ښيي_او تردې پورته هغه سختۍ، چې انسان يې په خپله ځان ته ټاکي.

انسان هېښنده موجود دى او غلطه ده، چې و انګېرو، په دنيا کې د انسان د سمونې لپاره يوازې يو لامل شته. انسان بېلابېلې برخې لري، چې هره برخه يې د سمونې خپل لامل لري. د مثال په توګه: له اولياء الله سره مينه هېښنده روزنير لامل دى؛ خو ایا دا لامل کړاى شي، د نورو ټولو لاملونو ځايناستى شي؟

د واده روزنيره ونډه

سره له دې، چې واده د شهوت لپاره دى؛ خو ولې په اسلام کې سپېڅلى چار ګڼل شوى؟ يو علت يې دادى، چې واده لومړى ګام دى، چې انسان له ځانمنۍ څخه نورو سره مينه ته راباسي. تر واده مخکې يوازې “زه” وم او هر څه “زه” ته ول. واده لومړى پړاو دى، چې پکې دا دېوال ماتېږي؛ يعنې يو بل موجود هم د “زه” ترڅنګ راځي او ورته مانا پيدا کوي (کار کوي، زحمت ګالي، چوپړ کوي؛ خو د “زه” لپاره؛ بلکې د ” خپلې مېرمن” لپاره)

چې ماشوم يې وزېږي؛ نو لږ لږ دا “زه” او مېرمن يې هېرېږي او ټول “موږ” شي.

څرګندو تجربو ښوولې، چې هغه کسان په ژوند کې روسته ډېر سخت پښېمانه شوي، چې د ځان د سمونې لپاره يې واده نه وي کړى او تل خلکو ته وايي: موږ خو داسې وکړل؛ خو چې تاسې يې و نه کړئ او داسې کسان سره له دې، چې فيلسوفان، روحانيان، فقيهان او مجتهدان وي؛ خو په اويا اتيا کلنۍ کې د ماشوم په څېر چلن لري او ځینې خامۍ پکې وي. د مثال په توګه: يو ډول سپکي پکې وي، چې په ځوانانو کې وي او دا ښيي، چې يو ډول پخېدل دي، چې يوازې په واده تر سره کېږي او په کتابونو، ښوونځيو، له نفس سره په جهاد او د شپې په لمونځونو کې نه پيدا کېږي او دا پختګي بايد په واده کولو تر لاسه کړې.

د کورنۍ جوړول په خپله يو اخلاقي لامل دى _او دا په اسلام کې د واده د سپېڅلتيا يوه علت دى _ چې بل لامل يې ځايناستى کېداى نشي.

جهاد؛ د روزنې او سمونې لامل

جهاد هم داسې يو لامل دى، چې بل لامل يې ځايناستى کېداى نشي او جهاد ته تللى مؤمن له هغه مؤمن سره له روحي اړخ خورا توپير لري، چې جهاد ته نه وي تللى. انسان، چې په داسې شرايطو کې واقع شي، چې دښمن ورپسې وسله راخستې وي او له منځه يې وړي؛ نو دلته مؤمن بايد تصميم ونيسي، چې په ايماني جذبه ځان له مرګه وساتي او دښمن له منځ يوسي، چې دې کار ته مړانه ويل کېږي او مړانه په بل يوه لامل هم لاس ته نه راځي.

رسول الله[131] وايي:

کوم مسلمان، چې غزا (غزا هماغه جهاد دى) ته نه وي تللى او يا لږ تر لږه يې په زړه کې د جهاد خبره نه وي؛ نو که ومري؛ نو د نفاق پر يوه څانګه مړ شوى دى؛ يعنې له يو ډول نفاق سره به مړ شوى وي؛ البته دا هغه غير مستشعر نفاق دى، چې په خپله انسان هم نه پوهېږي، چې منافق دى؛ خو واقعي منافق دى؟

 

پوښتنې او ځوابونه

ایا د ګناه فکر ګناه دى که نه؟ تر هغه، چې ما اورېدلي فکر يې تر هغه ګناه نه ده، چې د عمل جامه يې نه وي اغوستې.

ایا د ثواب فکر ثواب دى که نه؛ يعنې تر وسه دې د ثواب فکر ته دې عمل جامه نه وي ورکړي او په لار کې درته خنډونه پيدا شي. د مثال په توګه: فکر کوې، چې څومره به ښه شي، چې له پلاني بېوزله سره دومره مالي مرسته وکړم او بيا يې و نه کړاى شې؛ نو ایا تردې بريده فکر کول ثواب لري که نه؟

استاد: که د ګناه هوډ وکړئ او د ګناه کولو ټولې سريزې هم چمتو کړئ؛ خو په روستۍ شېبه کې پښېمانه شئ او يا بهرني لاملونه مو ګناه ته پرېنږدي؛ نو ګناه درپسې نه ليکل کېږي. دا خبره سمه ده؛ خو که يو سړى ګناه کول غواړي او تاسې ورسره د ګناه د فکر په پړاو کې مرسته وکړه؛ نو دا مرسته مو د ګناه کولو لپاره سريزه ده، چې دا په خپله يوه ګناه ده؛ يعنې له نورو سره مو په ګناه کولو کې مرسته کړې ده.

که انسان د ښه کار هوډ وکړي؛ خو بيا يې و نه کړاى شي؛ نو سره له دې، چې ښـه کار يې نه دى کړى؛ خو د ښه کار ثواب ورته ليکل کېږي، چې دې ته “الهي تفضل” وايي او که د بد کار هوډ وکړئ او کار مو و نه کړ؛ نو د بد کار ګناه درپسې نه ليکل کېږي، چې دا يو ډول “الهي بښنه” ده.

داچې و مو يل د ګناه فکر ګناه نه ده، مراد دا نه دى، چې د ګناه فکر په خپله هغه ګناه نه ده. د مثال په توګه: شرابخور په دې دنيا کې هم سزا لري او هم په آخرت کې. خبره په دې کې ده، چې که چا د شراب څښلو هوډ ونيو؛ خو بيا يې و نه شو کړاى، چې شراب وڅښي. د مثال په توګه: باد راغى او د شرابو بوتل يې ګوزار او مات کړ؛ نو ایا په دنيا کې موږ په دې سړي شرعي حد جاري کولاى شو که نه؟ کېداى شي څوک ورته ووايي: تا خو د شراب څښلو ټولې سريزې جوړې کړې وې، که باد نه و لګېدلى او بوتل يې مات کړى نه و؛ نو تا خو هرومرو شراب څښل؛ نو موږ دې بايد اتيا کوړې ووهو. د دنيا له نظره: نه!؛ ځکه شراب څښل واقع شوي نه دي او د آخرت له نظره په خپله د شراب څښل سزا لري؛ خو د خير کارونه داسې دي، چې که هوډ يې ونيو؛ خو و يې نه کړاى شو؛ نو په آخرت کې ورته ثواب ورکوي، چې دا الهي تفضل دى او په دې کې هېڅ ویېنه نشته چې په خپله ناوړه نيت بد دى او بد نيت دى، چې انسان بديو ته راکاږي؛ ځکه لومړى په انسان کې د يو کار فکر پيدا کېږي او بيا يې عملي کوي.

 په روايتونو کې راغلي، چې حضرت عيسى مسيح وويل: خلکو! تاسې ته ويل شوي، چې ګناه مه کوئ؛ خو زه وايم، چې ان د ګناه کولو فکر هم مه کوئ. په اسلام کې هم هغه خاطره بده ده، چې انسان د الله تعالی له ياده غافل کړي او د ګناه د فکر خاطره خو لا پرېږده.

نو دوې چارې دي: داچې د ګناه کولو فکر په خپله بد څيز دى که نه؟ يا داچې د ګناه فکر هم ګناه ده که شوې هم نه وي؟، چې و مو ويل: داسې نه ده!

په نهج البلاغه کې راغلي: حضرت علي (کرم الله وجهه)، چې د “جمل” له جګړې راستنېده؛ نو يو سړي وويل: اميرالمؤمنينه! څومره به ښه وو، که پلاني رور راسره په جګړه کې ګډون کړاى واى.

امام وويل: ایا زړه يې له موږ سره دى؟؛ يعنې واقعا غوښتل يې له موږ سره وي؛ خو توفيق يې و نه موند؟ که نه! که و هم؛ نو زړه يې نه غوښتل، چې له موږ سره وي؟

ورته يې وويل: ولې نه زړه يې غوښتل، چې له موږ سره وي؛ خو دلته نه و.

 امام وويل: که داسې وي؛ نو له موږ سره و او بيا يې وويل: نه يوازې دا سړى له موږ سره و؛ بلکې هغوى به هم له موږ سره وي، چې تردې روسته به زېږېږي او زړه يې له موږ سره و، چې که ول؛ نو په دې جګړه کې به يې برخه اخستې واى.

 

د روزنې لاملونه: کار

کار هغه روزنير لامل دى، چې لږه توجه ورته شوې او که تر نورو لاملونو جوړونکى نه وي؛ نو په رغاونه کې يې ونډه لږه نه ده. انسان فکر کوي، چې کار د انسان معلول او اثر دى؛ نو انسان پر کار لومړيت لري؛ يعنې د انسان څرنګوالى د کار پر څرنګوالي لومړيت لري او د کار څرنګوالى د انسان د څرنګوالي تابع دى؛ نو روزنه پر کار لومړيت لري؛ خو دا سمه خبره نه ده. هم کار پر روزنه لومړيت لري او روزنه پر کار لومړيت لري؛ يعنې دا دواړه هم د يو بل علت دي او هم معلول. هم انسان د خپل کار پنځوونکى دى او هم د کار ډول د انسان د روح او څرنګوالي جوړونکى دى.

کار د اسلام له نظره

بېکاري په اسلام کې رټل شوې او کرکجنه ده او کار ته په سپېڅلې سترګه ګوري.

روايتونه وايي:

د الله تعالی کسبګر انسانان خوښ دي.[132]

څوک چې ځان د عيال لپاره په کړخت کې کړي؛ نود جهاد هومره ثواب لري.[133]

څوک چې بېکاره وي او پر نورو پېټى وي؛ نو معلون دى او د الله تعالی لعنت پرې وي[134].

په روايتونو کې راغلي: د رسول الله په مخ کې به يې چې د يو انسان ستاېنه وکړه؛ نو پوښتل يې: کار يې څه دى؟ که ورته به وويل شول، چې کار نه لري؛ نو رسول الله به ويل: له سترګو مې ولوېد[135].

او دا ښيي، چې کار څومره په اسلام کې سپېڅلى دى او دا د هغه فکرونو پرخلاف خبره ده، چې ځينې ګومان کوي، کار يوازې په بېوزلۍ کې په کار دى؛ يعنې که څوک کار کوي؛ نو وايو، چې اړ او بېوزله دى، چې کار کوي او په دې کار بېکارۍ ته يو ډول سپېڅلتيا ورکوي او وايي: څومره بختور دى، چې کار ته اړتيا نه لري، حال دا، د نياز او بې نېازۍ خبره نه ده. لومړى داچې کار دنده ده؛ خو اوس موږ له دې نظره ویېنه نه کوو، چې کار ټولنيزه دنده ده او ټولنه پر انسان حق لري او انسان، چې څه لګوي، د نورو د کار پايله ده او که د مارکسيستانو نظر ومنو؛ نو د هر څه ارزښت په هغه کار پورې اړه لري ، چې په جوړولو کې يې شوى دى؛ يعنې کالي او کالىتوب په واقع کې کاري انځور دى، چې پرې شوى دى. که دا څرګندونه سل په سلو کې هم سمه نه وي[136]، بيا هم څه، چې انسان لګوي؛ نو لږ تر لږه ارزښت يې د هغه کار پر وړاندې دى، چې پرې شوى دى. بوټان، چې په پښو کوو، کالي، چې اغوندو او هر څه ته چې ګورو؛ نو د نورو د چارو په پايلو کې ډوب يو.

 دا کتاب مو چې مخې ته پروت دى، د نورو د کار محصول دى: هغه، چې ليکلى، چاپ کړى او پلورلى.

 انسان، چې په کومه ټولنه کې ژوند کوي، د نورو د چارو په پايلو کې ډوب دى او په هر پلمه غواړي، خپله اوږه له کاره تشه کړي او د رسول الله د وينا له مخې، د کار پېټى يې پر نورو دى، بې له دې، چې پوټى پېټى د نورو له اوږو کم کړي.

اړنګ نشته چې کار يوه دنده ده؛ خو پر کار د روزنې له نظره ویېنه کوو. ایا کار يوازې د ټولنيزې بېوزلۍ له مخې دنده ده؟ که نه! او که د ټولنيزې بېوزلۍ خبره هم نه وي، کار بيا هم “وګړي جوړونې” ته لازم چار دى. انسان څو اړخيز موجود دى. انسان بدن لري، د خيال ځواک لري، عقل لري، زړه لري او.. . کار د انسان بدن، خيال، عقل، زړه او احساس ته ضروري دى؛ خو بدن ته د کار پر اړتيا دومره رڼا نه اچوو؛ ځکه يو محسوس چار دى. د انسان بدن که کار و نه کړي؛ نو رنځورېږي؛ يعنې کار يو روغتياتى چار دى.

کار او د اند د ځواک تمرکز

د انسان ذهن وخيال تل کار کوي، چې کله يو انسان د ټوليزو چارو په هکله په منظمه بڼه فکر کوي، چې له يوې سريزې نه پايلې ته رسي؛ نو دې ته تفکر او تعقل وايي؛ خو چې کله د انسان ذهن نظم و نه لري او د خپل خيال واک په لاس کې وا نه خلي؛ نو فاسد به يې کړي؛ يعنې انسان د خيال د ځواک تمرکز ته اړتيا لري. که د خيال ځواک ازاد وي؛ نو د انسان د فساد لاملېږي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي:

که نفس دې بوخت نه کړې؛ نو بوخت به دې کړي.

ځينې څيزونه دي که انسان يې بوخت نه کړي؛ نو پروا نه لري او د يو جماد په شان دي؛ لکه زما دا ګوته که په ګوته يې کړم او که په تاخچه کې يې کېږدم، هېڅ هم پرې نه کېږي؛ خو د انسان نفس داسې نه دى او تل بايد بوخت وساتل شي؛ يعنې تل بايد يو کار ولري، چې متمرکز يې کړي او کار ته يې وهڅوي؛ ګنې که تاسې ورسره کار نه درلود؛ نو هغه کار ته به مو اړ کړي، چې خپله خوښه يې وي او دا هغه مهال دى، چې انسان ته د خيال دريمڅه پرانېستل شي؛ په بستره کې سوچونه کوي، په بازار کې سوچونه کوي او همداسې سوچونه کوي او همدا سوچونه انسان په زر ډوله ګناهګانو ککړوي؛ خو اپوټه، چې کله يو انسان يو کار او دنده لري؛ دنده يې ځان ته راکاږي او ورته د باطل فکر او خيال وخت نه ورکوي.

کار له ګناه ژغورنکى لامل دى

ګناه چاودنه ده. د يو ديګ بخار په څېر، چې اور ورلاندې وي؛ خو شپیلک يې نه وي؛ نو بالاخره به دا ديګ بخار چوي. ويل کېږي، چې ګناه چاودنه ده او انسان چوي. مراد يې دادى: انسان، چې يو ژوندى موجود دى؛ نو بايد له طبيعت سره په مبادله کې وي؛ يعنې له يوې خوا انرژي او ځواک اخلي او بلخوا يې لګوي او انسان بايد هغه انرژي (روحي وي که بدني) ولګوي، چې اخستې يې ده.

د انسان خيال هم داسې دى. د انسان بدن، چې ځواک اخلي؛ بايد ولګېږي: د انسان ژبه بايد خبره وکړي، سترګې يې بايد څه وويني، غوږونه يې بايد څه واوري، پښې او لاسونه يې بايد وخوځېږي؛ يعنې نه شي کړاى پرله پسې له طبيعته انرژي واخلي او په ځان کې يې وساتي او و يې نه لګوي او د انرژۍ دا نه لګول د هغه بې شپیلکه ديګ بخار په څېر دي، چې اور ورلاندې دى؛ خو بخار ترې نه وځي؛ يعنې د انسان وجود، چې دا انرژي و نه لګوي او همداسې پکې زېرمه شي او په خپله هم پوه نه دي، چې انرژي کوښښ کوي، چې په يوه نه خو په يوه لار راووځي؛ نو که سمه لار ورته و نه ټاکل شي؛ نو په غلطه لار راوځي.

ښځه او غيبت

پخوا ډېره مشهوره وه، چې ښځې ډېر غيبت کوي او غيبت کول د ښځې يوه ځانګړنه ګڼل شوې وه او غيبت کول يې د ښځمنې په خټه کې اغږل شوى چار ګاڼه، حال دا، داسې نه ده. ښځمنه او نارينه سره توپير نه لري. علت يې دا و، چې ښځې نه کار درلود او نه دنده، نه يې کتاب لوسته او نه د علم خاوندانې وې او ښځه به په خپلې انډولې پسې وه؛ نو څه به يې ورسره کول؟بې له غيبت کولو يې هېڅ چاره نه درلوده.

په يوه ورځپاڼه کې مې لوستلي ول، چې د “امريکا” د “فلادلفيا” په ایالت کې جواري دومره ډېره وه، چې ښځې هم پرې روږدې شوې او کار تردې راورسېد، چې ښځو به بې له جوارۍ بل کار نه کاوه او د ټولو شکايت يوازې دا و، چې ‌ښځې بل هېڅ کار ته لاس نه وړي او دا کار په يو رنځ بدل شوى و؛ نو له واعظانو يې وغوښتل، چې ددې رنځ درملنه وکړي؛ خو هر رنځ يو علت لري او چې د علت درملنه يې نه وې شوي؛ رنځ يې له منځه نه ځي. واعظانو خلکو ته په آخرت کې د جوارۍ تاوانونه بيانول او نصيحتونه يې کول، چې جواري مه کوئ؛ ځکه د دنيا او اخرت تاوان پکې دى؛ خو اغېز يې و نه کړ. په دې وخت کې د “فلادلفيا” ښاروال وويل، چې زه يې درملنه لرم.

 د ښار ښځې يې لاسي چارو؛ لکه خامک او دې ته ورته چارو ته وهڅولې او ښځو ته يې له ګران بيه انعامونو سره سيالۍ کېښووې؛ نو داچې ښځو ته يې کار پيدا کړى و؛ په ورو ورو ښځو له جوارۍ لاس واخست.

ښاروال ددې رنځ په تشخيص پوهېده، چې ښځو ځکه جوارۍ ته مخه کړې، چې بېکاره وې او سات تېرۍ ته يې اړتيا درلوده؛ نو چې ښځو ته يې کار پيدا کړ؛ په خپله يې له جوارۍ لاس واخست؛ يعنې په هغوى کې په واقع کې يوه روحي تشه وه، چې دا تشه د ګناه لامل شوې وه.

نو د کار يو ټوليز اغېز له ګناه ژغورنه ده؛ البته نه وايم، چې سل په سلو کې داسې ده؛ خو د ډېرى ګناهونو سرچينه بېکاري ده او پخوا مو هم وويل، چې د ګناه فکر هم يو ډول ګناه ده؛ البته فکر تر هغه ګناه نه ده، چې عملي شوى نه وي.

د کار په ټاکنه کې وړتیا لټونه

پردې سربېره ، چې کار له عملي چاودنې مخنيوى کوي، د شيطاني فکرونو او وسوسو مخنيوى هم کوي؛ نو د کار په هکله ويل کېږي، چې انسان دې هغه کار انتخاب کړي، چې استعداد يې لري او که د استعداد او خوښې له مخې يې نه وي او انسان يې يوازې پیسو ته وګوري؛ نو دا کار به روزنيز اړخ و نه لري او کېداى شي د روح فاسدونکى هم وي. هر څوک استعداد لري؛ خو په خپله نه پوهېږي، چې د څه استعداد لري؛ خو په انسان کې دا استعدادونه بايد وپېژندل شي او د استعداد له مخې کار انتخاب کړي او که داسې وشول؛ نو په خپل کار کې به د پرمختګ او نوښت خاوند وي.

کار او ځان ازمېينه

د کار يوه ځانګړنه ځان ازمېينه ده او د هر څه تر مخه انسان بايد خپل ځان و ازميېي؛ ځکه تر ځان ازميېلو مخکې نه پوهېږي، چې کوم استعدادونه لري او په ځان ازمېينه خپل استعدادونه رابرسېروي او چې انسان يو کار ته ګوتې ور وړې نه وي؛ نو نه پوهېږي، چې ددې کار استعداد لري که نه.

 انسان په کار ځان رابرسېروي او ځان رابرسېرول تر ټولو ستر رابرسېرول دي. که انسان يو کار پیل کړ او و يې ليدل، چې استعداد يې نه لري؛ نو بل کار ته لاس اچوي، څو د استعداد له مخې کار ته ورسي او چې کله يې د خپلې خوښې او استعداد له مخې د خپلې خوښې کار وموند؛ نو هېښنده مينه ورسره پيدا کوي او بيا يې درآمد ته ارزښت نه ورکوي او هغه مهال به شاهکار رامنځ ته شي او مينه ده، چې شاهکار جوړوي نه پیسې. پیسې کار جوړلاى شي؛ خو شاهکار جوړولاى نشي. انسان بايد له خپل کار سره مينه ولري.

کار او منطقي فکر

و مو ويل: منطقي- سوليز فکر هغه دى، چې په خلقت او طبيعت کې له سريزو نه پايلې ته ورسي؛ خو که انسان خپلې موخې او ارمانونه له هغو لارو وغواړي، چې په طبيعت کې ورته د رسېدو لار نه وي او که احياناً يو وخت وې؛ نو تصادفي به وې؛ يعنې هغه لارې، چې کليت نه لري؛ نو دا فکر منطقي نه دى. د مثال په توګه: کېداى شي يو انسان د پټو زېرمو په موندلو شتمن شوى وي. د مثال په توګه: په دښته کې روان و، يا يې ځمکه اخستې وه او د ودانۍ او کنلو پر مهال زېرمه پکې راوتې وه او يا د لاټري يا بخت حساب په ګټلو شتمن شوى وي. که انسان تل له دې لارو پیسې وغواړي؛ يعنې هغه لار چې منطقي او حساب شوې نه وي؛ نو فکر يې منطقي نه دى؛ خو که څوک په دياړۍ پیسو ګټل غواړي؛ نو سمه ده، چې ګټه يې ناڅيزه ده؛ خو لار يې منطقي ده.

انسان، چې کله عمل او کار ته ورننوځي؛ نو فکر يې منطقي شي؛ يعنې په عمل کې د “علي” او “معلولي” او “سببي” او “مسببي” اړيکه لمسوي او چې لمس يې کړ؛ نو فکر يې د عالم له قوانينو سره منطبقېږي او فکر يې نور شيطاني او خيالي نه دى؛ بلکې له هغه څه سره اړخ لګوي دى، چې شته او څه چې شتون لري؛ منطق او حساب دى.

نوځکه وايو، چې کار د انسان پر فکر او عقل اغېز لري.

انسان په تجربې کار کوي او علم لاس ته راوړي او کار د علم مور ده؛ يعنې بشر خپل علم په کار او تجربه لاس ته راوړى او پردې سربېره، چې کار د علم سرچينه ده، د انسان فکر او عقل سموي، روزي او پياوړى کوي.

د انسان پر احساس د کار اغېز

کار د انسان پر احساس اغېزمن دى، هغه چې په قرآن کې ورته ((زړه )) ويل کېږي او رقت، نرمي، خشوع، قساوت، سختي، رڼا او تياره ورپورې تړل کېږي. وايو: پلانى رقيق القلب دى. پلانى قسي القلبه دى. يا وايو: زړه مې تور شو. زړه مې روښانه شو؛ هغه مرکز، چې د انسان په وجود کې دى او موږ پرې د زړه نوم ايښى دى.

د کار له اغېزو يو دادى، چې د انسان زړه ته خضوع او خشوع ورکوي؛ يعنې د زړه د قساوت او سختۍ مخه نيسي. بېکاري زړه سختوي.

په عين حال کې، چې کار د انسان د فکر، روح، خيال، زړه او بدن معلول دى؛ د خيال، عقل، فکر او زړه جوړونکى هم دى او په ټوليزه توګه د انسان روزونکى دى.

کار او وګړه

 د وګړې، حيثيت او خپلواکۍ ساتنه د کار ګټې دي، چې بېلابېل تعبيرونه لري. د مثال په توګه: پت؛ چې د انسان شخصيت ټکنى شي، سپکاوى يې وشي او پت يې له منځه ولاړ شي؛ نو خپه کېږي. که انسان کار وکړي او په تېره بيا که کار يې له نوښت سره هم وي او په نورو پېټى نه وي؛ نو د نورو پر وړاندې د شخصيت او حيثيت احساس کوي؛ يعنې نور د سپکاوي احساس نه کوي.

لاندې رباعيات د حضرت علي (کرم الله وجهه) وجهه دي، چې وايي:

لنقل الصـــخر من قلل الجبال احب الى من مـنن الرجــــــال

يقول الناس لى فى الکسب عار فان العار فى ذل الســــوال

ما ته له غرونو د ډبرو راکوزول (يعنې دومره سخت کار) آسان او په زړه پورې دى تردې چې د نورو منت راباندې وي. ما ته وايي: په کار و کسب کې ننګ دى او زه وايم: ننګ دادى، چې انسان څه و نه لري او له نورو يې وغواړي.

په بله رباعي کې وايي:

کد کد العبد ان احببت ان تصبح حرا

که غواړې ازاد ژوند وکړې؛ نو د مريي په څېر زحمت ګاله

واقطع الامال من مال بنى آدم طرا

د ټولو بنيادمو له ماله دې هيله پرې کړه

لا تقل ذا مکسب يزرى فقصد الناس ازرى

مه وايه دا کار مې ټيټوي؛ ځکه له خلکو غوښتل تر هر څه ډېر ذلت راوړي.

انت ما استعنيت عن غيرک اعلى الناس قدرا

چې له خلکو بې اړې يې؛ هره دنده او کار، چې ولرې؛ نو تر ټولو دې مقام پورته دى.

ابوعلي سيناى بلخي او چوړى سړى

اورېدلي به مو وي، چې بوعلي سينا د عمر ډېرى برخه وزير و او دا هغه چار دى، چې ډېرى علما پرې نيوکه کوي، چې خپل ډېر عمر يې د وزارت په چارو تېر کړ، حال دا، په خپل استعداد يې کړاى شول، چې نور هم ګټور واقع شي.

يوه ورځ بوعلي سينا له خپلو مريانو او ساتندويانو سره له يوه ځايه تېرېده، چې يو چوړى يې مخې ته راغى، چې ټټۍ پاکوي. مشهوره ده، چې بوعلي سينا غښتلې سامعه درلوده. چوړي له ځان سره يو شعر وايه، چې بوعلي سينا واورېد:

گرامى داشتم اى نفس از آنت که آسان بگذرد بر دل جهانت

بوعلي په خندا شو، چې دا سړى چوړيټوب کوي او پر خپل نفس منت ږدي، چې ستا درناوى مې وکړ، چې ژوند دې اسان تېر شي. بوعلي سينا ودرېد، و يې ويل: ډېر دې د خپل نفس درناوى کړى، تردې بل غوره دنده نه وه!چوړي، چې وليدل؛ نو پوه شو، چې وزير دى. و يې ويل:

نان از شغل خسين خوردن به که بار منت رئيس بردن

ورته يې وويل: زما همدا کار ستا تر کاره خورا غوره دى. بوعلي له شرمه په خولو کې ډوب شو او ولاړ.

په دې کيسه کې په خپله يوه زده کړه ده: ازاد ژوند کول او پر ځان د چا منت نه ايښوول.

د رسول الله سپارښتنه

په اصول کافي کې راغلي: د رسول الله يو صحابي خورا بېوزله شوى و، ان تردې چې د شپې ډوډۍ يې هم نه درلوده. يوه ورځ مېرمنې يې وويل: رسول الله ته ورشه، کېداى شي مرسته درسره وکړي. صحابي وايي: زه د الله تعالی استازي ته ولاړم، په ګوټ کې کېناستم او په تمه وم، چې خلک ولاړ شي او خپله خبره به ورته وکړم؛ خو مخکې تردې چې خپله خبره وکړم، پاک نبي وويل:

من سالنا اعطيناه و من استغنى عنا اغناه الله.

څوک چې له موږ نه څه وغواړي؛ نو ورکوو يې؛ خو که له موږ ځان بې اړى وګڼي؛ نو الله تعالی به يې بې اړى کړي.

دا خبره يې چې واورېده؛ نو خپله خبره يې و نه کړه او کور ته راستون شو؛ خو بيا هم هماغسې بېوزله و. بله ورځ بيا يې ښځې وهڅاوه، چې د الله تعالی له رسوله څه وغواړي.

 رسول الله پر هغه ورځ بيا هم همدا خبره تکرا کړه. وايي: درې ځل مې دا کار وکړ او په درېیمه ورځ مې، چې دا غونډله واورېده؛ نو فکر مې وکړ، چې دا تصادف نه دى، چې رسول الله درې وار دا خبره کوي؛ نو د رسول الله له سپارښتنې څرګندېږي، چې د ا يې لار نه ده. په درېیم ځل يې په خپل زړه کې د غښتلتيا احساس وکړ او له ځان سره يې وويل، چې بايد له يوه ځايه کار پیل کړم؛ ګورم، چې څه کېږي؟ له ځان سره يې وويل: زه خو کار کولو ته هېڅ نه لرم؛ خو ایا له غره خس هم نه شم راوړاى؟ ولې نه!؛ خو خس راوړل هم ترخځ، پړى او خر غواړي، چې دا يې له ګاونډي پور کړل. يو پنډ خس يې راوړل او و يې پلورل او ګټلې پیسې يې په کور کې ولګولې. د لومړي ځل لپاره يې چې د کار خوند واخست؛ نو سبا بيا هم په کار پسې ووت او بيا يې خس راوړل او و يې پلورل او څه ګټلې پیسې يې ولګولې او نورې يې وساتلې؛ څو ورځې يې دا کار وکړ او ورو ورو يې خپله ترخځه، پړى او خر واخست او ورو ورو يې له دې لارې ژوند جوړ شو. يوه ورځ د الله تعالی استازي ته ورغى. رسول الله وويل: درته مې نه و ويلي: من سالنا اعطيناه و من استغنى عنا اغناه الله.

که تا له ما غوښتي ول؛ ما به درکړي ول؛ خو د عمر تر پايه به سوالګر وې؛ خو په الله تعالی دې توکل وکړ او په کار پسې ولاړې او الله تعالی هم بې اړې کړې.

کار د ناصر خسرو له نظره

شعر وايي:

چـــــو مرد باشد پرکار و بخت باشد يار

زخــــاک تيـــــره نمايد به خلـــق زر عيــار

فلک به چشم بزرگى کند نگاه در آنـک

بهانـــــه نيارد ز بـــــهر خـــــــردى کـــــــــــار

برزگ بــــاش و مشو تنگدل ز خردى کار

که ســـا تا سال آرد گلـــــى زمانه ز خــــار

بزرگ حصـنى دان دولت و درش محــکم

به عــون کوشـــــــــش بر ذرش مرد يابد بار

زهر که آيد کــــــــــارى در او پديــــــــــد بود

چنـــــــان کز آينه پيـــدا بود تو را ديــــــــدار

بېکارۍ رټنې ته وايي:

شراب و خواب و کباب و رباب تره و نان

هزار کـــــــاخ فروزان کرد باز مى همـــــوار

کار د مشرانو له نظره

مشهور عالم “پاستور” وايي:

د انسان اروايي روغتيا په لابراتوار او کتابتون کې ده.

مراد يې دادى، چې د انسان اروايي روغتيا په کار پورې اړه لري او بېکاره انسان رنځورېږي؛ خو زه وايم: يوازې په کتابتون او لابراتوار پورې اړه نه لري؛ بلکې په ټولو په هغو چارو پورې اړه لري، چې انسان ژور په فکر کړي.

“ولتر” وايي:

چې کله احساس کړم، رنځ مې له پښو غورځوي؛ نو کار ته پناه وړم. زما د دنننيو دردونو تر ټولو غوره درمل کار دى.

“ساموئل اسمايلز” وايي: تر ديانت روسته د انسان روزنې ته تر کاره غوره ښوونځى نشته.

“بنيامنين فرانکين” وايي: د ژوند ناوې ((کار)) نومېږي او که غواړئ ددې ناوې مېړه شئ؛ نو نېکمرغي به مو زامن وي.

“پاسکال” وايي: د ټولو فکري او اخلاقي مفاسدو مصدر بېکاري ده او هر هېواد، چې غواړي دا ستره ټولنيزه نيمګړتيا له منځه يوسي؛ نو ولس دې کار ته وهڅوي، چې هغه روحي ډاډېنه رامنځ ته شي، چې يوازې ځينې ترې برخمن دي.

“سقراط” وايي: کار د نېکمرغۍ پانګه ده.

و صلى الله على محمد و آله الطاهرين

پاى

[1] (نهج البلاغه: ٣٣١ حکمت)

[2] [ژباړن: له بده مرغه، چې زموږ په هېواد کې همدا اوس هم همدا غونډال واکمن دى؛ يعنې ان په پوهنتون کې هم استاد راشي او محصلينو ته”چپټرنوټ” ورکوي او استاد هم د خپل چپټر نوټ له مخې د ازمون لپاره سوالونه جوړوي او محصل هم يوازې هماغه چپټر وايي، چې د هېواد د استادانو دا کړنلار له هېواد او علم دواړو سره ظلم او جفا ده. ]

[3] کافي٢/55 مخ

[4] طوسي، امالي ١/١٤٥)

[5] (بحار٧١/٣٢٣)

[6] (علق/١-٥)

[7] (زمر: ٩ آيت)

[8] (قصص/٨٠ آيت)

[9] (بحار/١٢٠٦)

[10] (جمعه: دويم آيت)

[11] (بقره: ٢٦٩)

[12] (زمر/9)

[13] (کافي٢/٢٣٤)

[14] (احزاب: ٤٠)

[15] (انفال: ٦٠)

[16] (اصول کافي ١/١٤ په العقل و الجهل کتاب، بحار او تحف العقول/٣٥٤ مخ)

[17] (زمر/١٧ او ١٨ آيتونه).

[18] [ يادونه: د((سماع)) ټکى هم نه دى. نه وايي: ((سمع القول)) يا ((يسمعون القول))؛ وايي: ((يستمعون القول؛ يعنې خبرو ته غوږ ږدي او په خبرو کې دقت کوي؛ ځکه سماع له استماع سره توپير لري. سماع؛ يعنې اورېدل که څه هم انسان نه وي غوښتي، چې وا يې وري. استماع غوږ اېښوولو ته وايي. ]

[19] (؛ يعنې الهي هدايت او د عقل له ځواکه ګټنه داده)

[20] (جامع الصغير٢/٩٠)

[21] (اعراف: ١٤١)

[22] (بحار٢/٩٦).

[23] (بقره: ١٦٣)

[24] (بقره: ١٦٤)

[25] ( بقره: ١٧٠)

[26] ( فروغ کافي ٦/٥٢٥ او محاسن برقي/٦٠ مخ)

[27] ( انعام /١١٦)

[28] (نهج البلاغ / ٢٠١ خطبه )

[29] (عنکبوت/٦٩)

[30] (اسراء/٨٥)

[31] (حکمت/١٨٨)

[32] (حکمت/٣٠٤)

[33] (فروغ کافي٦/٤٣٨)

[34] (بحارالانوار ٧١/٩)

[35] (اصول کافي٢/ ١٠٥)

[36] (شمس/٨)

[37] (انسان/٩)

[38] (شمس/٨)

[39] (ضحى/٩ _١٠)

[40] (نهج البلاغه/حکمت: ٢٢٦)

[41] (بقره: ١٥)

[42] (حشر/9)

[43] (توبه/٧١)

[44] (نساء/٣٤)

[45] (نساء/١٤٨)

[46] (نهج البلاغه/٢٩خطبه)

[47] (نهج البلاغه/٤٥ ليک)

[48] (طه/١٤)

[49] (عنکبوت/٤٥)

[50] (الجامع الصغير١/٧٤)

[51] (بقره/١١٥)

[52] (آل عمران/٩٦)

[53] (فاتحه/٥-٧)

[54] (اصول کافي ١/٧٠)

[55] ( صحيح بخاري ١/٢)

[56] ( کافي٢/٨٤)

[57] [د ليکوال دا کتاب د وينا په بڼه و، چې دا ځاى په پيته کې ضبط شوى نه دى]

[58] (نهج البلاغه/ ٤٤١ حکمت)

[59] (تحف العقول: ٥١٢ مخ/١٤ حديث)

[60] (منافقون/٨)

[61] (منافقون/٨)

[62] (نهج الفصاحه: ٦٤ مخ/٣٢٥ حديث)

[63] (نهج البلاغه/٥١ خطبه)

[64] (بحارالانوار ٧٨/١٢٨)

[65] ( مقتل خوارزمي٢/٦)

[66] (لهوف/٦٩ مخ)

[67] ( يعقوبي تاريخ ٢/٢٤٦)

[68] (بحارالانوار ٤٧/٣٤)

[69] (وسائل ٢/٢٠٣)

[70] (آل عمران/١٣٩)

[71] (نهج البلاغه/٤٥٣ حکمت)

[72] (وسائل ١٢/٣٠)

[73] (تحف العقول/٤١٠ مخ)

[74] (نهج البلاغه/٤٤ حکمت)

[75] ( نهج البلاغه/٤٤١ حکمت)

[76] (تحف العقول/٥١٢ مخ)

[77] ( آل عمران/١٣٩)

[78] (قصص/٨٣ )

[79] (حجر/٢٩)

[80] (تحف العقول/٢٧٩ مخ)

[81] (نهج البلاغه/٤٠٦ حکمت)

[82] نهج البلاغه/٣ حکمت

[83] (نهج البلاغه/٨٥ خطبه)

[84] (قلم/١٠-١١)

[85] (اسراء/٧٠)

[86] (شمس/٧-١٠)

[87] (حجر/٢٩)

[88] (روم/٢١)

[89] (سنن ابي داود: د جهاد باب)

[90] (کافي ٥/٣٢٠)

[91] (فتح/29)

[92] (ممتحنه/٨-٩)

[93] (مائده/٨)

[94] (نهج البلاغه/53 ليک)

[95] (زمر/١٧-١٨)

[96] (جامع الصغير١/٤٤)

[97] (بحارالانوار٢/٩٦)

[98] (عنکبوت/٤٣)

[99] (بقره/١٧٠)

[100] (انعام/١١٦)

[101] (نهج البلاغه/٤٥ ليک)

[102] (جامع الصغير٢/٥٥)

[103] (نهج البلاغه/١٦خطبه)

[104] (نهج البلاغه/٢٢٩ حکمت)

[105] (فتح/٢)

[106] (کافي٢/٨٣)

[107] (بحارا لانوار٤١/١٠١)

[108] (فصلت/٤٢)

[109] (آل عمران/١٧)

[110] (فتح/٢٩)

[111] (جمعه/١)

[112] (بقره/١٧٩)

[113] (ممتحنه/٨_٩)

[114] (مائده/٨)

[115] (فصلت/٣٤)

[116] (آل عمران/١٨٦)

[117] (فصلت/٣٤)

[118] (حشر/١٨_١٩)

[119] (بقره/١١٠)

[120] (قارعه/٦_٩)

[121] (کافي ٢/٤٥٣)

[122] (آل عمران/١٩٠_١٩١)

[123] (بحار١/٢١٩)

[124] (بحار٧١/٣٣٩)

[125] (نهج البلاغه/٩٢ خطبه)

[126] (بحار ٧١/٣٢٣)

[127] وګ: ( کافى ٢/٣٧٥)

[128] (نهج البلاغه/٨٥ خطبه)

[129] (طه/١٦)

[130] (کافى١/٣٩)

[131] (سنن ابي داود)

[132] (وسايل١٢/١٣)

[133] (کافي٥/٨٨)

[134] (کافي٥/٧٢)

[135] (بحار)

[136] [شهيد مطهري په خپلو اقتصادي ليکنو کې دا نظريه رد کړې او کار يوازې د ارزښت يوه منشا ده]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست