تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ښو  ته ورمخه کول او له بدو چارو ډډه علي (ک)، خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې وايي : فَإِنَّهُ لَمْ يَأْمُرْكَ إِلَّا بِحَسَنٍ وَ لَمْ يَنْهَكَ إِلَّا عَنْ قَبِيحٍ = ځکه خداى يوازې پر نېکيو د امر او له بديو د منع حکم ورته کړى دى. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ښو  ته ورمخه کول او له بدو چارو ډډه

علي (ک)، خپل زوی امام حسن (رض) ته په یوه لیک کې وايي :

فَإِنَّهُ لَمْ يَأْمُرْكَ إِلَّا بِحَسَنٍ وَ لَمْ يَنْهَكَ إِلَّا عَنْ قَبِيحٍ = ځکه خداى يوازې پر نېکيو د امر او له بديو د منع حکم ورته کړى دى.

په ديني متونو کې د کړنو د حُسن و قبح ويينه د متکلمانو په  دود د تصريح او ټينګار وړ نه ده:

دلته ښو چارو ته د ور مخ کولو او له بدو چارو د ډډه کولو په اړه د حضرت علي (ک) خبره په ډاګه متکلم ډولی کړنګار لري او دا د کلام د تاريخ او همداراز د دې ليک په اصالت کې د څېړنې له پلوه د اهميت درلودونکی دی.

د متکلمانو ترمنځ د افعالو د «حُسن» او «قُبح» ويينه د سختو او بې پايه شخړو لامل شوې او په پای کې په پرېکنده او څرګنده پايله هم پای ته ونه رسېده.

که نن په موږ کې دا بحثونه تېره تودوخه او رونق نلري، دليل يې دا نه دی چې ځواب مو موندلی او تېر پرې نه پوهېدل؛ بلکې د «کلام علم» راکې کمزوری شوی او پوښتنو ته يو لړ ځوابونه، هډوکن او متحجر شوي او په ټوليز ډول عقلي هڅې چې په موږ کې د کلام، فلسفې، منطق  او د اصولو د علم په بڼو روانې وې ، لټې او سستې شوې دي او يو شمېر مهمې پوښتنې کله په صوفيانه دود او کله د ديندارۍ په نامې، يا په اذهانو کې نه راټوکېږي يا پرخولو نه راځي.

هو،  له آره په  قرآن کې، د انسان د اختياري کړنو په اړه د«حُسن» او «قُبح» تعبيرونه کارېدلي نه دي. د اسلامي اندنې په تاريخ کې د قرآن تر نزول روسته ورو ورو د مسلمان انديالانو او متکلمينو فکر دې پوښتنې ته ور واوړېد، ايا خدای چې هر کار کوي ښه (نېک) دی يا دا چې خدای هر نېک چار کوي؟ دا پوښتنه هم د مسلمانانو ابداع (او رامنځته کونه) نه وه؛ بلکې د تېرو اقوامو په فلسفي اندنه کې يې مخينه درلوده. هو، په اسلامي فرهنګ کې دوو سترو ښوونځيو؛ «اشعري» او «معتزلي» هر يو په يو ډول، دا پوښتنه ځواب کړې ده. شيعيان هم د خپلو مشرانو په لارښوونه او هم د تعقل په غوښتنه، اعتزالي ښوونځي ته ډېر ورنژدېوالی وموند.

د حسن و قُبح په هکله د اشاعره و او معتزله و نظريات:

اشاعره ګروهن ول که مدعي شوو خدای قبيح چار نشي کړای؛ نو بېوسې مو ګڼلی او دهغه قدرت مو محدود کړی دی. بلخوا معتزله ګروهن ول چې د قبيح چار کول (لکه ظلم، وعده ماتول، پر فحشاوو امر کول، د اصلح پرېښوول او تر وسط پورته مکلف ايښوول او …) له الهي عدل سره ټکر لري او پر کولو يې د خدای نه وسمنېدل لکه د شريک پر خلق نه وسمنېدل دي؛ نو ځکه يوې ډلې د دې لپاره چې د خدای مطلقه مالکيت او پاچاهي خوندي وبولي، په هر کار کې يې لاس پرانستی وګڼه او په مقابل کې، بلې ډلې د دې لپاره چې د باري تعالی عدالت ټکنی نکړي، سلطنت او مالکيت يې ورمحدود کړ. د دې دواړو روشونو راټول يو ډېر ستونزمن چار ښکارېده.

جلال الدين مولوي چې اشعري مزاجی و، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې خدای کفر او کافر تقدير کړی او ولې بايد په الهي قضا خوښ اوسو، د باري تعالی پر قدرت ډډه لګوي او وايي، دا د قدرت ښوولو لپاره دي؛ ځکه  که انځورګر په لوی لاس بدرنګ انځور جوړ کړي؛ نو دا ښيي چې نوموړی پر هر ډول انځور جوړونې لاسبری دی:

قوت نقاش باشد آنکه او

هم تواند زشت کردن هم نکو

زشتی خط، زشتی نقاش نیست

بلکه از وی زشت را بنمودنی است

په شيعي رواياتو کې راغلي چې يو قوم د خدای د عدالت ساتلو لپاره، دا له خپل سلطنته وايست او يو قوم يې د سلطنت ساتولو لپاره دا د عدالت له مسنده راکوز کړه. اميرالمؤمنين علي (ک) هم په نهج البلاغه کې ويلي، توحيد دا دی چې «ان لا تتّهمه» او عدل دا دی چې «ان لا تتهمه»[1].

که څوک خدای توهم پذير وبولي او د خيال قوه پرې ورچاپېره وګڼي، د باري تعالی له توحيد سره يې منافي او په ټکر کې انګېرنه کړې ده؛ ځکه خدای يې محدود کړی او شريک الباري فرض يې نا ممتنع کړی دی. د شريک الباري د وجود امتناع د خدای د ذات تناهي عدم (نشتون) په ښکېل کې ده. بلخوا،  د عدل بريد هم دا دی چې خدای تورن ونه ګڼل شي؛ يعنې پر خدای د ظلم حدوث ور ونه تپل شي. خو ظاهراً مخکېنيو ته د دې دوو چارو راټولېدنه شونې نه وه.

اشاعره د خپل نظر ټينګښت ته د خدای په مطلق مالکيت پورې نښتي دي:

البته د خدای مطلقه مالکيت او سلطنت له ظلم او بدرنګۍ څخه د باري تعالی د ساحت سينګارولو ته ښه متکا وه. يو شمېر متکلمانو (او له دې ځنې امام ابو حامد غزالي) نه ويل چې ظلم؛ يعنې، د نورو په ملک کې دښمنانه (عدواني) تصرف. او دا چې په نړۍ کې بې له الله بل مالک نشته او هر څه او هر ځای يې ملک دی؛ نو پالونکی چې هر څه له خپلو مملوکاتو سره کوي عين عدالت دی او ظلم نه دی. نور له دغسې مقامه او ځکه له دغسې حقه برخمن نه دي؛ ځکه بې له الله څوک د مطلق قدرت، سلطنت او مالکيت درلودونکی نه دی. په همدې دليل انسان د ظلم، تېري، حق لتاړولو او … په صفاتو يادېږي؛ خو خدای نه.

د خدای د «مطلق مالکيت» نظريه د زمانې له حکومتي وضعيته سرچينه نيوه:

د خدای پر «مطلق مالکيت» منګولې لګول، د بشري اخلاقو له کچو سرچينه اخلي؛ نو ځکه په اسانۍ په زړونو کې کېناسته. په تېره چې انسانانو د استبدادي او مطلقه سلطنتونو په پېر کې، د زمانې د سياسي اخلاقو په غوښتنه، په اسانۍ خدای او عمل يې د يو مستبد او مطلق انسان سلطان له مقام او کړنې سره تنظيماوه. هغه سلطان چې هر څه او ټول خلک يې د ځان ملک ګاڼه؛ نو ځکه په خپل ملک کې يې هر ډول تصرف روا باله او له اخلاقي پلوه يې هيڅوک د ځان پر ضد نيوکې ته مجاز نه ليده. مولوی هم کله په خپلو آثارو کې په همدې دود استدلال کاوه:

تا نسوزم کی خنگ گردد دلش

ای دل ما خاندان و منزلش

خانهٔ خود را همی‌سوزی بسوز

کیست آن کس کو بگوید لایجوز

خوش بسوز این خانه را ای شر مست

خانهٔ عاشق چنین اولیترست

څوک چې خپل کور سېځي؛ نو څوک ويلای شي دا کار جايز نه دی؟ يا تېری دی؟ د دې استدلال له مخې «لا نه يفعل فی ملکه لا فی ملک غيره» (خدای چې هر څه کوي، په خپل ملک کې يې کوي؛ نو ټولې چارې يې جايز دي)،

د باري تعالی فعل په هيڅ ضابطه او کچه کې نه رانغاړلېږي او که انسان هم له مطلق مالکيته برخمنېدی شوای، ټولې چارې يې ښه او نېکېدې په بله وينا، اخلاق د بېوسو او محدودو موجوداتو وړ دی.

د علي(ک) څرګندونې د معتزله و له نظر سره ورنژدې په نظر رسي:

دا وه په لنډو د ديني متکلمانو شخړه. علي (ک) په تېر عبارت کې په متکلمانه ژبه وايي چې خدای په ښو چارو امر درته کړی او له بدو چارو يې نهې کړی يې. له دې ډول وينا په دې اړه د علي (ک) کلامي ګروهه موندای شو. علي (ک) نه دي ويلي، خدای چې په هر کار امر کوي، دا به نيک وي او له هر کار چې نهې کوي، بد او قبيح دی (او د مولانا په وینا څه چې خسرو کوي، شیرين يې کوي)؛ بلکې اعتزاليانو ته په ورنژدې څرګندونې وايي خدای پر هغه کار امر کړی چې ښه دی او له هغه کاره يې نهې کړې چې بد دی. که څه د افعالو د ذاتي حُسن وقبح خبره يې ( لکه چې راروسته دود شوه) رامنځ ته کړې نه ده.

[1] – سئل عن التوحید والعدل فقال [علي] : التوحید ان لا تتوهمه و العدل ان لا تتهمه… (بحار الانوار: ۵ ټ، ۵۲ مخ له نهج البلاغې په روایت) او عين همدا روايت د امام صادق (رح) له خولې دی. (بحار الانوار: ۵ ټ، ۵۸ مخ، او بيا امام صادق وايي: اما التوحید فان لا تجوز علی ربک ما جاز علیک اما العدل فان لا تنسب الی خالقک مالام علیه …. (بحار الانوار: ۵ ټ، ۱۷ مخ.)

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!