تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه ګټور علم او زیانمن علم هغه علم چې ګټور نه وي، ښه نه دی. په روایاتو کې راغلي چې دوه ډوله علم لرو: نافع (ګټور) علم او ضار (زیانمن) علم. داسې نه ده چې مطلق د علم زده کړه یا مطلق عالمېدل، مطلوب او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

ګټور علم او زیانمن علم

هغه علم چې ګټور نه وي، ښه نه دی. په روایاتو کې راغلي چې دوه ډوله علم لرو: نافع (ګټور) علم او ضار (زیانمن) علم. داسې نه ده چې مطلق د علم زده کړه یا مطلق عالمېدل، مطلوب او ښه دي. د ګټور علم زده کړه ښه ده او د بې ګټې علم زده کړه بده ده. د بې ګټې علم یو له مهمو مصادیقو ځنې هغه علم دی چې انسان عمل پرې ونکړي، ان که ظاهر یې شریف او محترم علم وي؛ ځکه د اسلام له لیدلوري په خپله عالم مهم دی، نه خپله علم.

علم؛ یعنې هغه کلمات چې په کتابونو کې لیکل شوي یا په اذهانو کې دي. کوم عالم چې پر خپل علم عامل نه دی، څه ښه موجود نه دی، شر دی او کوم علم چې ورسره دی، د همدې شر په صفت، یادېږي. بلخوا څوک چې لږ علم لري؛ خو عمل ورباندې کوي؛ نو ښه موجود دی او ورسره علم هم مبارک دی. ځکه علم چې له عمل سره نه وي، د ویاړنې، جدال، ځان ساتنې او ……… په کار به شي. پر کوم علم چې عمل ونشي، تر هر څه ډېر د (خودخواهۍ او) ځان وینۍ انګېرنه څربوي، او د مولوي په تعبیر د دې پر ځای چې انسان سپک کړي، درنوي یې او د دې پر ځای چې الوت ته یې چمتو کړي، ښه یې پر ځمکه ورټومبي:

علمهای اهل دل حمالشان

علمهای اهل تن احمالشان

علم چون بر دل زند یاری شود

علم چون بر تن زند باری شود

گفت ایزد یحمل اسفاره

بار باشد علم کان نبود ز هو

علم کان نبود ز هو بی واسطه

آن نپاید همچو رنگ ماشطه

لیک چون این بار را نیکو کشی

بار بر گیرند و بخشندت خوشی

ښه عالم، ښه قانع وي

علم باید د انسان سپرلی وي، نه دا چې د انسان پر اوږو او زړه یو پېټی شي او د دې پر ځای چې ښه چوپړ ته یې چمتو کړي غوښتونکی کوي یې. زموږ د روزګار یوه ستونزه همدا ده چې معمولا زده کړه وال (تحصیلکرده) مو انتظار لري چې ښه سوکاله وي. دا د ناګټور او درنوونکي علم یوه بېلګه ده. عالم انسان د عالم والي په دلیل، له دنیا یې خپله برخه او روزي تر لاسه کړې ده؛ نو ځکه باید ښه اسانګیره، مینناک او تېرېدونکی وي او په نورو برخو کې کمښت او بې برخېتوب په خورا اسانۍ وزغمي. کوم انسان چې د عالموالي په پار، تمه کاروي؛ نو څرګنده ده چې علم یې ګټه وررسولې نه ده. له علي (ک) په همدې مانا یو ښه روایت نقل شوی دی؛ وپوښتل شو، ولې هغه وګړي چې له عقله، پرېمانه برخمن دي؛ خو تر نورو یې ژوند له سوکاله امکاناتو، برخه او روزي لږه ده؟ ورته یې وویل: ځکه عقل یې هم د دوی د روزۍ برخه ده.

منظور دا نه دی چې نباید عالم او زده کړه وال د لږ تر لږه ژوند د امکاناتو او اړتیاوو برخمن وي. منظور دا دی چې انسان نباید د عالم والي په پار، غوښتونکی وي؛ بلکې اپوټه تل باید ځان پوروړوی وبولي؛ ځکه هغه چې ډېره شتمني لري، باید ډېر زکات هم ورکړي:

«ده زکات روی خوب ای خوبرو» . نباید دغسې یو څوک هسې په هسې د یو موټی پرېوتو دنیا پالو د مزو چړچو حسرت وخوري او ژوند پر ځان تریخ کړي او د دې سترې مانیزې (معنوي) پانګې قدر ونه پېژني.

علم کله انسان ښه درنوي او پر ځمکه یې ورټومبي (په قرآني تعبیر: اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ). دغسې علم زیانمن دی او نشتون یې تر شتونه ښه دی:

ده بود آن، نه دل که اندر وی

ګاو و خر باشد وضیاع و عقار […]

علم تو کز تو تو را بنستاند

جهل از آن علم به بود صدبار

ناپوهي پر غرور راولاړوونکي علم غوراوی لري

هغه علم چې انسان تمه کار، غوښتونکی، ځانمنی او درنوي او ډېر یې کبرجنوي؛ نو البته جهل او ناپوهي، پر دغسې یو علمی شرف او فضلیت لري. د علم ګټه او تاوان له عالم سره په تړاو تعریف او پېژندل کېږي. نو ځکه نشو ویلای فزیک په مطلق ډول یو زیانمن علم دی یا فلسفه یا فقه په مطلق ډول ګټور علم دی. شونې ده یو څوک له دې علومو ګټه یوسي او بل زیان وکړی. د هیڅ علم پر مخ لیکل شوي نه دي چې ښه دی یا بد، ګټور(نافع) دی یا زیانمن (ضارّ)؛ بلکې عالمان دي چې ښه یا بد دي. د عالمانو ښه والی او بدوالی په دې پورې تړاو لري چې په علم یې د وجود د کثیر الضلاع کومه ضلع پیاوړې شوې ده.

هغه علم چې انسان خورا متواضع، عاجز  او چوپړیال کوي؛ نو ګټور علم دی او هغه علم چې انسان خورا ځانوینی او تمه کاروي؛ نو یو زیانمن علم دی. علم له دې اړخ خوړو ته ورته دی. په ځینو مواردو کې خطرناکترین درمل او سموم ګټور دي او یو درد درملوي او په ځينو ځایونو کې غوره او خوندور خواړه مهلک زهر دي. په مطلق ډول یوه ډله خوړو ته بد او بلې ته ښه ویلای نشو.

مفسرانو د دې آیت [فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ إِلَى طَعَامِهِ (عبس/۲۴) = نو انسان دې خپلو خوړو (او د خوړو پنځون) ته وګوري.] په تفسیر کې ویلي چې له طعام او خوړو مراد، باطني خواړه (یعنې علم) دی. انسان باید وویني چې څه زده کوي او د چا سبق او لوست ته کېني او په غوږ څه خوري. د مولانا په وینا:

آدمی فربه شود از راه ګوش

جانور فربه شود از حلق و نوش

بې ګټې او بې زیانه علم نشته

پېغمبر (ص) خدای ته په خپلو دعاګانو کې، په ټینګه له بې ګټې علمه پناه وروړه: «اعوذ بک من علم لا ینفع» . امام غزالي په دې اړه وایي، که علم ګټور نه و؛ بېخي به زیانمن وي او بې پرې کېدای نشي. یعنې درې ډوله علم نلرو: ګټور علم، زیانمن علم او بې پرې علم، چې نه ګټور وي او نه زیانمن. علم که ګټور نه وي، زیانمن به وي او انسان به دوزخ ته ورکاږي: «اما ان یحییه حیات الا بد و اما ان یهلکه هلاک الابد» یا ژوندون وربښي یا هلاکت؛ نو ځکه باید په زده کړه کې نهایت احتیاط وشي.

حضرت علي (ک) وايي :

وَ لَا يُنْتَفَعُ بِعِلْمٍ لَا يَحِقُّ تَعَلُّمُهُ

«د کوم علم چې زده کړه روا نه وي، څه ګټه هم پکې نه وي.» دلته علي (ک) د یو فقهي حکم حکمت ته هم اشاره کوي: د کوډو په څېر علومو د تحریم او حراموالی دلیل، ناګټور توب یې دی.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست