بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (مومنون/۲) ژباړه : هغوى چې په خپل نمانځه كې عاجزي كوي؛ خاشعون، د خشوع له مادې ځنې دى او مانا يې په انسان كې د يو ستر شخصيت يا مهم حقيقت پر وړاندې د تواضع او عاجزۍ حالات او جسمي او روحي ادب پيدا كېدنه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (مومنون/۲)
ژباړه : هغوى چې په خپل نمانځه كې عاجزي كوي؛
خاشعون، د خشوع له مادې ځنې دى او مانا يې په انسان كې د يو ستر شخصيت يا مهم حقيقت پر وړاندې د تواضع او عاجزۍ حالات او جسمي او روحي ادب پيدا كېدنه ده، چې اغېزې يې په بدن كې را برسېرېږي. دلته قرآن د نمونځ كول د مؤمن نښه نه بولي؛ بلكې په نمانځه كې يې خشوع د مؤمن له ځانګړنو ځنې ښوولې ده؛ دې ته اشاره، چې نمونځ يې تش الفاظ او بې ورح حركات نه دي؛ بلكې د نمانځه پر وخت پالوونكي ته د ورپام كېدو حالت پكې پيدا كېږي، چې له ((غير الله)) جلا او له ((الله)) سره يوځاى كېږي. دومره له پالوونكي سره په راز و نياز كې ډوبېږي، چې دا حالت يې د بدن پر ټولو ژوندينكو اغېز پرېباسي. ځان د يوې بې پايه شتو پر وړاندې يو بڅرى ويني او د پراخ سمندر پر وړاندې يو څاڅكى. په يو حديث كې لولو، چې نبي كريم (ص) يو تن وليد، چې په نمانځه كې له خپلې ږيرې سره لوبې كوي. ويې ويل: (( كه زړه يې عاجز واى؛ نو د بدن غړي يې هم عاجزېدل))؛ دې ته اشاره ده، چې خشوع او عاجزي، يو دنننى حالت دى، چې پر دباندې هم اغيز شيندي[1]. له همدې امله له حضرت رسول اكرم )ص( روايت شوى دى: ((خداى ته له منافقانه عاجزۍ ځنې پناه يوسئ)) ورته وويل شو: منافقانه عاجزي څه ده؟ ويې ويل: (( دا، چې د چا بدن عاجز ووينې؛ خو زړه يې خاشع نه وي))[2]. په نمانځه او نورو عباداتو كې د زړه د حضور او د تواضع د حالت پيدا كولو لپاره دا سپارښتنې په پام كې ونيسئ: 1_ د داسې پوهاويو تر لاسه كول، چې دنيا د انسان په نظر كې كوچنۍ او ((الله)) ستر وښيي، چې له معبود سره د رازو نياز پر مهال يې، يو دنیوي چار هم له ((الله)) پام وانه ړوي. 2_ معمولاً خپاره واره كارونه د حواسو د ځېرنې او راټولېدو مخه نيسي او انسان، چې څومره توفيق ومومي، چې خپلې مشوشې او خپرې ورې بوختياوې كمې كړي؛ نو په خپل عبادت كې به يې د زړه له حضور سره مرسته كړې وي ….. د نمانځه د ځاى ټاكنه هم په دې چار كې اغېز لري؛ نو ځكه په داسې ځایونو کې نمونځ كول مكروه دي، چې د انسان ذهن ځان ته وراړوي؛ نو ځكه غوره ده، چې د مسلمينو عبادتځايونه ساده او بې پړق و پروقه وي؛ چې دا وضعيت د زړه له حضور سره مرسته كوي. 4_ له ګناه ډډه كول هم يو اغېزمن لامل دى؛ ځكه ګناه، زړه، له خدايه لرې كوي. 5_ بل اغېزمن لامل؛ د نمانځه پر مانا، كړنو او د اذكارو پر فلسفې يې پوهېدل دي. 6_ دغسې د نمانځه په سريزو او پخپله نمانځه كې د نمانځه مستحبات او ځانګړي اداب مراعاتول. 7_ څارنه، تمرين او تلتیا – استمرار. ډېر ځل كېږي، چې په پيل كې، انسان په ټول نمونځ كې يوه لنډه شېبه اندیزه ځیرنه ومومي؛ خو كه همدې حالت ته دوام وركړي؛ نو داسې نفسي او ځاني قدرت پيدا كوي، چې د نمانځه پر مهال به د ((غير الله)) پر وړاندې د خپل زړه ټولې دريمڅې وتړي [3].
رسول الله (ص) فرمايي :
د يقين دوه رکعته سپک لمونځ،تر يوې شپې عبادت غوره دى[4] .
لمونځ د روانو اوبو په شان دى. انسان،چې لمونځ کوي؛نو د دوو لمونځونو په وخت کې يې کړي ګناهونه له منځه وړي[5] .
ðڅوک چې په لمانځه کې لټي وکړي او ورته سپک ګوري؛نو خداى به يې پر پينځلسو ګناهونو اخته کړي،چې دا دي : د عمرلنډوالى. د روزۍ کمېدل. له څېرې يې د صالحانو د رڼا لرې کېدل. د کړنو لپاره يې د اجر نشتوالى. د دعا نه قبلېدل يې. د صالحانو له دعا ګټه نشي اخستاى. په ذلت به مري. په تنده او لوږه کې به مري. د خداى له لوري به ورته پرښته وټاکل شي،چې په کېڅ – قبر کې يې په عذاب کړي. کېڅ به يې تنګ وي. په کېڅ کې به يې تپه تياره وي. د خداى له لوري به ورته پرښته وټاکل شي،چې د خلکو په مخ کې يې له مخه راکاږي. په قيامت کې به ورسره سخت حساب وشي. خداى به ورته پام نه کوي او پر سخت عذاب به ککړ شي[6] .
[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
[1] نمونه تفسیر، 14/ 194
[2] الميزان تفسیر، 15/ 12
[3] نمونه تفسیر، 14/ 204
[4] (الجعفريات : ٣٥مخ )
[5] (وسايل ٣\٧)
[6] ( سفينة البحار٢\ ٤٤ )
-
ټیګونه:
- www.andyal.com