بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نېغه لار اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿۶﴾ موږ ته سمه لار راوښيه ما را به راه راست هدايت فرما په قرآن مجید کې دوه ډوله هدایت (ښیون) اوڅار شوی دی: الف: تکویني هدایت؛ لکه د شاتو د مچۍ هدایت، چې څنګه له ګلونو شات وروي او څنګه کندو او ځاله […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
نېغه لار
اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿۶﴾
موږ ته سمه لار راوښيه
ما را به راه راست هدايت فرما
په قرآن مجید کې دوه ډوله هدایت (ښیون) اوڅار شوی دی:
الف: تکویني هدایت؛ لکه د شاتو د مچۍ هدایت، چې څنګه له ګلونو شات وروي او څنګه کندو او ځاله جوړه کړي او یا په ژمني او دوبني مهاجرتونو کې د الوتوونکیو او مارغانو هدایت او لارښوونه. د قرآن د طه پنځوسم آيت « رَبُّنَا اَلَّذِی أَعْطی كُلَّ شَیْ ءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدی = پالونکی مو هغه دی چې هر څیز یې وپنځاوه بیا یې هدایت ورته وکړ» ددې ډول هدایت ښودونکی دی.
ب: تشریعي هدایت، چې د بشر د لارښوونې او هدایت لپاره د الهي انبیاوو او آسماني کتابونو رالېږل دي.
د «صراط[1]» کلمه په قرآن کې تر څلوېښت ځلو ډېره راغلې ده. د لارې او سمې اندیزې (فکري) لیکې ټاکل، د انسان د وګړې او شخصیت نښه ده.
د انسان پر وړاندې ګڼې لارې پرتې دي، چې باید یوه وټاکي:
– د خپلو غوښتنو او تمو لار.
– د خلکو د تمو او غوښتنو لار.
– د شیطان د وسوسو لار.
– د طاغوتانو لار.
– د نیکونو او ړومبنیو لار.
– د الله لار او د الله د ولیانو لار.
مؤمن انسان، د الله او دده د ولیانو لار ټاکي چې پر نورو لارو امتیازات لري:
الف: الهي لار ثابته ده، د طاغوتانو، د خلکو د هوسونو او شخصي غوښتونو د لارو پر خلاف، چې هره ورځ تغییر مومي.
ب: یوازې یوه لار ده؛ خو نورې ګڼې او خپرې ورې لارې دي.
ج: ددې لارې په وهلو کې، انسان په ډاډ خپلې موخې ته رسي.
د: په وهلو کې یې ماتې او بایلل نشته.
*نېغه لار، د الله لار ده.« إِنَّ رَبِّی عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ [2]»
*نېغه لار، د انبیاوو لار ده.« إِنَّكَ لَمِنَ اَلْمُرْسَلِینَ `عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ [3]»
*نېغه لار، د الله د بندګۍ لار ده. « وَ أَنِ اُعْبُدُونِی هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ [4]»
*نېغه لار، پر الله بروسه او ډډه وهل دي.« مَنْ یَعْتَصِمْ بِاللّهِ فَقَدْ هُدِیَ إِلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ[5]»
*نېغه لار، د الله عبادت او یوازې له همده مرسته غوښتل دي[6].
*نېغه لار، د الله کتاب دی[7].
*نېغه لار، د سالم (او روغ رمټ) فطرت لار ده.[8]
انسان دې هم د نېغې لار په ټاکنې او هم یې په غځېدا کې، له الله مرسته وغواړي؛ لکه د برښنا څراغ چې هره شېبه له برښنایي مرکزه خپله رڼا اخلي (اِهْدِنَا اَلصِّراطَ اَلْمُسْتَقِیمَ). په لار کې ثابت پاتېدل یوازېنۍ غوښتنه ده، چې هر مسلمان یې په هر لمانځه کې له الله غواړي، ان رسول الله (ص) او سپېڅلي امامان، له الله (ج) په نېغه لار کې ثابت پاتېدل غواړي.
انسان باید تل، په خپل هر ډول کار کې، که د بوختیا، دوست، تحصیلي څانګې او مېرمنې ټاکل وي، له الله نېغه لار وغواړي؛ ځکه کېدای شي، په عقایدو کې سم فکر وکړي؛ خو په عمل کې یې پښه وښویېږي او یا اپوټه؛ نو پر هره شېبه له الله د نېغې لار غوښتل اړین دي.
نېغه لار مرتبې او پړاوونه لري. ان هغوی چې په حق لار کې دي؛ لکه اولیاء الله، لازم دي چې په لار کې د پاتېدو او د هدایت رڼا زیاتېدو ته دعا وکړي. (وَ اَلَّذِینَ اِهْتَدَوْا زادَهُمْ هُدیً[9])
نېغه لار، هماغه منځنۍ لار ده، چې حضرت علي (ک) ویلي: « الیمین و الشمال مضلّة و الطریق الوسطی هی الجادّة» = کیڼ او ښي خوا ته کږېدنه بېلاري او منځنۍ لار، د هدایت لار ده[10].
نېغه لار؛ یعنې منځلاري او اعتدال او له هر ډول افراط او تفریطه ډډه کول، هم په ګروهه (عقیده) کې او هم په عمل کې. یو په عقایدو کې له لارې وځي او بل په عمل او اخلاقو کې. یو ګردې چارې الله ته ورمنسوبوي، ته وا انسان په خپل برخلیک کې هېڅ ونډه نه لري او بل ځان هر کاره او فعال ما یشاء بولي او د الله لاس تړلی ګڼي. یو آسماني مشران د عادي خلکو په څېر او کله کوډګر او لېونی معرفی کوي او بل دا عزتمن د الله تر بریده رسوي. یو د اولیاء الله او شهیدانو زیارت بدعت بولي او بل ان ونې او دېوال ته په تقدس او سپېڅلتیا قایلېږي، غوټې او تارونه پکې ورځوړندوي. یو اقتصاد بېخبنا ګڼي او بل، دنیا او چارې یې نالیدلې ګڼي.
په عمل کې هم، یو بېځایه غیرت لري او بل خپله مېرمن بې ستره کوڅې او بازار ته لېږي. یو کنجوسي او بل بې حسابه سخاوت کوي. یو له ولس او خلکو بېلېږي او بل حق له خلکو بلهاروي.
دا ډول چلن او کړنې د هدایت له نېغې لار کږلېچ دی. الله خپل مضبوط او استوار دین، نېغه لار معرفي کوي[11]. په روایاتو کې راغلي چې سپېڅلیو امامانو ویل: موږ، نېغه لار یوو[12]. یعنې آسماني مشران، د نېغې لارې عملي بېلګې او په لار کې د ګام اخستو لپاره بېلګې دي. دوی د ژوند د ټولو چارو؛ لکه کار، تفریح، زده کړې، تحصیل، خورونې (تغذیه)، نفقې، ګوتنیونې، جګړې، سولې، له اولاد سره مینې او …. په اړه په خپلو دستوراتو کې نظر ورکړی او د منځلارۍ سپارښتنه یې راته کړې ده[13]. جالبه خو داده، چې ابلیس پر همدې صراط مستقیم (نېغې لار) په څار کې راته ناست دی[14].
*په قرآن او روایاتو کې، ډېرې بېلګې راغلي، چې پکې پر منځلارۍ ټینګار شوی او له افراط او تفریطه نهې شوې ده. لاندې مواردو ته پاملرنه وکړئ:
(( كُلُوا وَ اِشْرَبُوا وَ لا تُسْرِفُوا[15]))
((لا تَجْعَلْ یَدَكَ مَغْلُولَةً إِلی عُنُقِكَ وَ لا تَبْسُطْها كُلَّ اَلْبَسْطِ[16]))
((اَلَّذِینَ إِذا أَنْفَقُوا لَمْ یُسْرِفُوا وَ لَمْ یَقْتُرُوا وَ كانَ بَیْنَ ذلِكَ قَواماً[17]))
((لا تَجْهَرْ بِصَلاتِكَ وَ لا تُخافِتْ بِها وَ اِبْتَغِ بَیْنَ ذلِكَ سَبِیلاً[18]))
*له مور و پلار سره نېکي وکړه « وَ بِالْوالِدَیْنِ إِحْساناً [19]» خو که د الله له لارې یې منع کولې اطاعت یې لازم نه دی.« نْ جاهَداكَ عَلی أَنْ تُشْرِكَ بِی. . . فَلا تُطِعْهُما [20]»
*پېغمبر هم عمومي رسالت لري؛ « وَ كانَ رَسُولاً نَبِیًّا [21]» او هم خپله کورنۍ بلي.« وَ كانَ یَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلاةِ [22]»
*اسلام هم د لمانځه سپارښتنه کوي، چې له خالق (پنځګر) سره اړیکه ده؛ « أَقِیمُوا اَلصَّلاةَ » او هم د زکات توصیه کوي، چې له خلکو سره اړیکه ده؛« آتُوا اَلزَّكاةَ [23]»
*نه مو دوستي پر حق له ګواهۍ واړوي؛ « شُهَداءَ لِلّهِ وَ لَوْ عَلی أَنْفُسِكُمْ [24]» او نه مو دښمني له عدالته لرې کړي « وَ لا یَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ [25]».
*مؤمنان هم دافعه لري « أَشِدّاءُ عَلَی اَلْكُفّارِ» او هم جاذبه لري « رُحَماءُ بَیْنَهُمْ[26]»
*هم ایمان او زړګنی باور لازم دی؛ « آمَنُوا» او هم صالح عمل « عَمِلُوا اَلصّالِحاتِ [27]»
*لازم دي هم وژاړو، دعا وکړو او هم له الله بریا وغواړو؛ « رَبَّنا أَفْرِغْ عَلَیْنا صَبْراً[28]» او په سختیو کې زغم او صبر ولرو « عِشْرُونَ صابِرُونَ یَغْلِبُوا مِائَتَیْنِ [29]» د عاشوار پر شپه امام حسین (رض) هم دعا او مناجات کاوه او هم یې توره تېره کوله.
*د عرفې پر ورځ او د لوی اختر پر شپه، د بیت الله زائر هم دعا کوي او هم باید د اختر پر ورځ د قربانۍ له وینې سره آشنا شي.
*اسلام مالکیت مني « الناس مسلطون علی اموالهم [30]» ؛ خو نورو ته د زیان ورسولو اجازه نه ورکوي او محدودوي یې « لا ضَرر و لا ضِرار[31]» هو، اسلام یو اړخیز دین نه دی، چې یوازې یو اړخ ته پاملرنه ولري او نور اړخونه هېر کړي؛ بلکې په هر کار کې د منځلارۍ، اعتدال او نېغې لارې سپارښتنه کوي.
سرچینه : نور تفسیر ، مولف: شیخ محسن قرآئتی
پېغامونه:
۱-ګرده هستي، په هغه مسیر کې په حرکت کې ده، چې د الله خوښه وي.
یا الله! موږ هم پر هغې لارې وربوځه، چې ستا خوښه وي. (اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ).
۲-د مؤحدینو مهمترینه غوښتنه، پر نېغه لار د هدایت غوښتنه ده (إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ)
۳-نېغې لارې ته د لاسرسۍ لپاره باید دعا وکړو (اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ).
۴-ړومبی ستاېنه، بیا مرسته او دعا. (اَلْحَمْدُ لِلّهِ. . . اِهْدِنَا).
۵-له الله د مرستې غوښتنې غوره بېلګه، د نېغې لارې غوښتنه ده (إِیّاكَ نَسْتَعِینُ `اِهْدِنَا اَلصِّراطَ اَلْمُسْتَقِیمَ).
[1] صراط په قیامت کې پر دوزخ د یوه پله نوم دی، چې باید ټول خلک پرې تېر شي.
[2] هود/۵۶
[3] یس/۳-۴
[4] یس/۶۱
[5] آل عمران/۱۰۱
[6] نو ځکه په « اَلصِّراطَ » کې الف و لام ته اشاره، په تېر آیت کې د توحید لارې ته اشاره ده.
[7] مجمع البیان تفسیر: ۱ ټ، ۵۸ مخ
[8] صافي تفسیر: ۱ ټ، ۸۶ مخ
[9] څوک چې « اَلْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ اَلْعالَمِینَ اَلرَّحْمنِ اَلرَّحِیمِ…» وایي؛ نو د هدایت یو پړاو یې وهلی؛ نو ځکه غوښتنه یې، اوچت پړاو ته هدایت دی.
[10] بحار الانوار: ۸۷ ټ، ۳ مخ
[11] قُلْ إِنَّنِی هَدانِی رَبِّی إِلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ (انعام/۱۶۱)
[12] نور الثقلین تفسیر: ۱ ټ، ۲۰ مخ
[13] اصول کافي، باب الاقتصاد فی العبادات
[14] لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِراطَكَ اَلْمُسْتَقِیمَ (اعراف/۱۶)
[15] )اعراف/۳۱)
[16] (اسرا/۲۹)
[17] (فرقان/۶۷)
[18] (اسرا/۱۱۰)
[19] بقره/۸۳
[20] لقمان/۱۵
[21] مریم/۵۱
[22] مریم/۱۵
[23] بقره/۴۳
[24] نساء/۱۳۵
[25] مایده/۸
[26] فتح/۹
[27] بقره/۲۵
[28] بقره/۲۵۰
[29] انفال/۶۵
[30] بحار: ۲ ټ، ۲۷۲ مخ
[31] کافي: ۵ ټ، ۲۸ مخ
-
ټیګونه: