تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر نوح سورت تفسیر   بسم الله الرحمن الرحیم= د لوراند او لورین الله په نامه إِنّا أَرْسَلْنا نُوحاً إِلی قَوْمِهِ أَنْ أَنْذِرْ قَوْمَکَ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ«1» قالَ یا قَوْمِ إِنِّی لَکُمْ نَذِیرٌ مُبِینٌ«2» أَنِ اعْبُدُوا اللّهَ وَ اتَّقُوهُ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

نوح سورت تفسیر

 

بسم الله الرحمن الرحیم= د لوراند او لورین الله په نامه

إِنّا أَرْسَلْنا نُوحاً إِلی قَوْمِهِ أَنْ أَنْذِرْ قَوْمَکَ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ«1» قالَ یا قَوْمِ إِنِّی لَکُمْ نَذِیرٌ مُبِینٌ«2» أَنِ اعْبُدُوا اللّهَ وَ اتَّقُوهُ وَ أَطِیعُونِ«3»=په حقيقت كې موږ نوح خپل قوم ته ورولېږه، چې ((قوم دې د دردناك عذاب تر ورتلو مخكې وگواښه.)) (نوح) وويل : (( قومه! په حقيقت كې زه درته یو څرګند ګواښګرندی يم،چې الله ولمانځئ او له مخالفته یې ډډه وکړئ لاروي مې وکړئ.

 

ټکي:

*د نوح علیه السلام کیسه په تفصیل سره په اعراف، هود، مؤمنون، شعراء ،قمر او نوح سورتونو کې راغلې، چې تر ټولو مفصل یې د هود سورت له 25 تر 49 آیتونو کې راغلې ده.

* د نوح علیه السلام قوم، آنحضرت ورکلاری ګاڼه«إِنّا لَنَراکَ فِی ضَلالٍ مُبِینٍ[1]» تل یې پرې ملنډې وهلې. «کُلَّما مَرَّ عَلَیْهِ مَلَأٌ مِنْ قَوْمِهِ سَخِرُوا[2]» لېونی یې ګاڼه. «مَجْنُونٌ وَ ازْدُجِرَ[3]»؛ خو آنحضرت بیا هم ورته ښیون – هدایت کاوه.

*د انبیاوو تر ټولو لوړ رسالت، توحید، «أَنِ اعْبُدُوا اللّهَ» له آسماني مشره لاروۍ، «وَ أَطِیعُونِ» او تقوا درلودو ته رابلنه ده.«و اتقوا»

* تبلیغ دې گام په گام وي.حضرت نوح، لومړی خپل قوم ته ګواښګرندي وکړه «إِلی قَوْمِهِ»؛ خو سوکه سوکه یې خپل رسالت ټولو خلکو ته ابلاغ کړ او د هغوی تر سرسختۍ روسته یې ورته ښېراوې وکړې. «لا تَذَرْ عَلَی الْأَرْضِ مِنَ الْکافِرِینَ دَیّاراً[4]». 

 

 

په قرآن کې د حضرت نوح ځانګړنې

– د الله (ج) ځانګړی سلام پر هغه دی: «سَلامٌ عَلی نُوحٍ فِی الْعالَمِینَ[5])) الله (ج) حضرت ابراهیم، موسی، هارون، الیاس او خپل صالحو بندګانو ته سلام کړی؛ خو یوه ته یې هم د «فِی الْعالَمِینَ» کلیمه نه ده راغلې.

-یوازېنی پېغمبر دی، چې د رسالت موده یې په قرآن کې راغلې ده.(950 کلونه)

– یوازېنی پېغمبر دی، چې مېرمن، اولاد او قوم یې ورسره مخالفت وکړ.  

– یوازېنی پېغمبر دی، چې تر ټولو ډېر یې عمر کړی، د الله (ج) په حکم یې بېړۍ جوړه کړه، د څارویو بقا او پاینه د هغه په بېړۍ وه او د بشري نسل د ژغورنې لامل شوه او په دویم ابوالبشر ملقب شو.

– لومړی پېغمبر دی، چې د کتاب او نړیوال شریعت څښتن شو[6].

– هغه پېغمبر دی، چې په ښېرا یې الله (ج) ځمکه په اوبو کې ډوبه کړه.

 – هغه پېغمبر دی، چې تر 950 کلونو تبلیغ روسته یې د یارانو شمېر لسو تنو ته هم و نه رسېد.

 

پېغامونه:

1-د تېرو تاریخ په رانقل کې، یوازې په هغو ځایونو بسیاینه وکړئ، چې په روزنه کې ونډه لري، مکاني او زماني جزییات په روزنه کې ونډه نه لري. «أَرْسَلْنا نُوحاً»

2-غافلو وګړیو ته ګواښګرندي په کار ده، نه زېری. «أَنْ أَنْذِرْ قَوْمَکَ»

3-تر ویلو مخکې سزا ورکول جایز نه ده. «أَنْذِرْ قَوْمَکَ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ»

4-ديني ګواښګرندي دې رڼه او زړه سواندې وي. «إِنِّی لَکُمْ نَذِیرٌ مُبِینٌ»

5-له انبیاوو لاروي، پر الله (ج) او معاد د ایمان ثمره ده. لومړی توحید او تقوا او بیا له پېغمبره لاروي. «أَنِ اعْبُدُوا اللّهَ وَ اتَّقُوهُ وَ أَطِیعُونِ»

 

یَغْفِرْ لَکُمْ مِنْ ذُنُوبِکُمْ وَ یُؤَخِّرْکُمْ إِلی أَجَلٍ مُسَمًّی إِنَّ أَجَلَ اللّهِ إِذا جاءَ لا یُؤَخَّرُ لَوْ کُنْتُمْ تَعْلَمُونَ«4»= [كه داسې مو وكړل؛نو] ستاسې ګناهونه به دروبښي او تر یو ټاكلي وخته مو (مرګ) ځنډوي؛[ځكه] که پوه شئ الهي اجل، چې راورسي (؛نو) نه ځنډېږي .))

 

ټکي:

* انسان دوه اجله لري:

هغه اجل چې په عبادت او تقوا ځنډېږي او په ګناه او سرغړونه رامخکې کېږي.

نهايي اجل، چې نه بدلېږي او نامه یې «أَجَلٍ مُسَمًّی» دی.

 

* امام صادق (رح) وویل:«یعیش الناس باحسانهم اکثر مما یعیشون باعمارهم و یموتون بذنوبهم اکثر مما یموتون بآجالهم[7]= د ډېرو خلکو عمرونه د احسان او ډېر مرګونه د ګناهونو له لامله دي او ډېر لږ دي، چې عمر یا مرګ یې طبیعي وي.

 

پېغامونه:

1- تېر ګناهونه په ایمان راوړو بښل کېږي.(( أَنِ اعْبُدُوا اللّهَ … یَغْفِرْ لَکُمْ مِنْ ذُنُوبِکُمْ

2-یوازې د ګناهونو هغه برخه بښل کېږي، چې حق الله دي. «مِنْ ذُنُوبِکُمْ» (خو حق الناس باید خاوند وبښي.)

3- ایمان او صالح عمل، عمر اوږدوي او بلاوې لرې کوي. «یُؤَخِّرْکُمْ إِلی أَجَلٍ»

4- ژوند او بریا ته لېوالتیا، طبیعي غوښتنه ده، چې د ښېګڼو ثواب ټاکل شوی دی. «یُؤَخِّرْکُمْ إِلی أَجَلٍ»

5-عمر پای لري او د پای نېټه بدلېدونې نه ده. «إِنَّ أَجَلَ اللّهِ إِذا جاءَ لا یُؤَخَّرُ»

6-د مرګ له راتګه وډار شئ او ایمان راوړئ.(( أَنِ اعْبُدُوا اللّهَ … إِنَّ أَجَلَ اللّهِ إِذا جاءَ لا یُؤَخَّرُ))

7- انسان د ایمان، نېکچاریو او عمر اوږدېدو ترمنځ په اړیکه نه پوهېږي. «لَوْ کُنْتُمْ تَعْلَمُونَ»

 

قالَ رَبِّ إِنِّی دَعَوْتُ قَوْمِی لَیْلاً وَ نَهاراً«5» فَلَمْ یَزِدْهُمْ دُعائِی إِلاّ فِراراً«6» وَ إِنِّی کُلَّما دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصابِعَهُمْ فِی آذانِهِمْ وَ اسْتَغْشَوْا ثِیابَهُمْ وَ أَصَرُّوا وَ اسْتَکْبَرُوا اسْتِکْباراً«7» ثُمَّ إِنِّی دَعَوْتُهُمْ جِهاراً«8» ثُمَّ إِنِّی أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَ أَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْراراً«9»= (نوح) وويل: (( پالونكيه! په رښتینه كې ما خپل قوم شپه و ورځ (ستا لوري ته) راوباله؛  نو بلنې مې د دوى تېښته [له ايمان او اطاعته] ورزياته كړه او په حقيقت كې ما چې هر ځل دوى بللي، چې ويې بښې (؛ نو) خپلې ګوتې يې پخپلو غوږونو كې ايښي او خپل څادرونه يې پر سر راکښلي او (پرخپل مخالفت يې) ټينګار وکړ او زښته زياته لويي يې وكړه. بيا مې په رښتینه كې دوی (ستا د فرمان اطاعت ته) په لوړ غږ راوبلل،بيا مې په رښتيا په ښكاره او پټ په پټه (د توحيد او ايمان حقيقت) ته راوبلل.

 

 

 

ټکي:

* له نوح علیه السلام سره یې د قوم چلن داسې و، چې دوی به کله خپل زامن له لاسه نیول او آنحضرت ته یې وروستل او ویل یې: لکه څنګه چې پلرونو مو سپارښتنه راته کړې، موږ هم درته وايو، چې ددې سړي خبرو ته به غوږ نه نیسئ.

 * د نوح علیه السلام او حضرت محمد (ص) د پېر کفار یو لړ شریک ټکي لري؛ لکه:

1.له حق تېښته

د نوح (ع) د قوم تېښته: «فَلَمْ یَزِدْهُمْ دُعائِی إِلاّ فِراراً[8]» 

د حضرت محمد (ص) د قوم تېښته: «إِنْ یُرِیدُونَ إِلاّ فِراراً»

  1. مغفرت ته رابلنه

نوح (ع): «دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ»

د اسلام پېغمبر: «تَعالَوْا یَسْتَغْفِرْ لَکُمْ رَسُولُ اللّهِ لَوَّوْا رُؤُسَهُمْ[9]»

3.تکبر و استکبار

د نوح (ع) د پېر کفار: «وَ اسْتَکْبَرُوا اسْتِکْباراً»

د محمد علیه السلام د پېر کفار: «ثُمَّ أَدْبَرَ وَ اسْتَکْبَرَ[10]»

4.وحې ته غوږ نه ايښوول

د نوح (ع) د پېر کفارو په غوږونو کې ګوتې ايښوولې، چې وا یې نه وري. «جَعَلُوا أَصابِعَهُمْ فِی آذانِهِمْ»

د محمد علیه السلام کفارو هم ویل چې قرآن ته غوږ مه ږدئ، د تلاوت پر مهال شورزوږ جوړ کړئ، شونې ده بریالی نشي. «لا تَسْمَعُوا لِهذَا الْقُرْآنِ وَ الْغَوْا فِیهِ لَعَلَّکُمْ تَغْلِبُونَ[11]»

 

پېغامونه:

1-الله (ج) د بندګانو پر ټولو حالاتو خبر دی؛ خو بیا هم مناجات پکار دي. ((رَبِّ إِنِّی …))

2- د حق درشل ته زارۍ، د انبیاوو دود دی. «رَبِّ إِنِّی دَعَوْتُ قَوْمِی»

3- د خلکو ارشاد او تبلیغ باید با دوامه وي. «لَیْلاً وَ نَهاراً»

4-که منلو ته زمینه نه وي؛ نو د پېغمبر شپه و ورځ بلنه هم ګټه نه کوي. «لَیْلاً وَ نَهاراً فَلَمْ یَزِدْهُمْ دُعائِی إِلاّ فِراراً»

5-خلک ازاد دي او د انبیاوو د ټینګار پر وړاندې پر خپله سرغړونه ټینګار کولای شي. «فَلَمْ یَزِدْهُمْ دُعائِی إِلاّ فِراراً»

6-د نوح علیه السلام بلنه تل له منفي غبرګونه سره مخ وه.(( کُلَّما دَعَوْتُهُمْ … جَعَلُوا أَصابِعَهُمْ))

7- ځېل داسې پړاو ته رسي، چې ځيلي نه غوږ ږدي: «جَعَلُوا أَصابِعَهُمْ فِی آذانِهِمْ»، نه ګوري، «وَ اسْتَغْشَوْا ثِیابَهُمْ»، نه له خپل کاره لاس اخلي «وَ أَصَرُّوا» او نه یې درسره مني. «وَ اسْتَکْبَرُوا اسْتِکْباراً»

8-په تبلیغ کې دې د وخت او ځای شرایط او د وګړیو حالات په پام کې ونیول شي. کله دې پټ او ځانګړې وي، کله ښکاره او عمومي.(( لَیْلاً وَ نَهاراً … دَعَوْتُهُمْ جِهاراً …أَعْلَنْتُ لَهُمْ … أَسْرَرْتُ لَهُمْ))

9- انبیاوو په خپل رسالت کې ناغېړي نه ده کړې (( دَعَوْتُ قَوْمِی لَیْلاً وَ نَهاراً … دَعَوْتُهُمْ جِهاراً …أَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْراراً))

 

فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّکُمْ إِنَّهُ کانَ غَفّاراً«10» یُرْسِلِ السَّماءَ عَلَیْکُمْ مِدْراراً«11» وَ یُمْدِدْکُمْ بِأَمْوالٍ وَ بَنِینَ وَ یَجْعَلْ لَکُمْ جَنّاتٍ وَ یَجْعَلْ لَکُمْ أَنْهاراً«12»= نو ورته مې وويل: ((له خپل پالونكي بښنه وغواړئ [؛ ځكه] چې هغه ډېر بښونكى دى. چې له بره بركتي اورښتونه درباندې ووروي،په شتمنيو او زامنو به مو ملاتړ وكړي او باغونه به دركړي او ويالې به دروبهوي.

 

ټکي:

* «مدرار» له«در» اخستل شوی او د باران ډېر ورښت ته وايي.

*د قرآن په ډېری آیتونو کې له ګروهې او فاسد عمل سره د سوکړې او بېوزلۍ او همداراز له ګروهې او نېکچاریو سره د هوساینې او امنیت د اړیکې خبره اوڅار شوې ده.

لکه چې په یوه ځای کې وايي: «وَ لَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُری آمَنُوا وَ اتَّقَوْا لَفَتَحْنا عَلَیْهِمْ بَرَکاتٍ مِنَ السَّماءِ[12]» که خلک متقي او ایمانوال وي؛ نو د آسمان برکتونه به پرې ورنازل کړو او په بل ځای کې وايي: «ظَهَرَ الْفَسادُ فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ بِما کَسَبَتْ أَیْدِی النّاسِ[13]» په وچه او لمده کې ستونزې د خلکو د کړنو په پار دي.

*د انبیاوو موخه له الهي قهره د بشر ژغورنه ده. د آیت له پيله تردې ځایه، درې ځل د استغفار خبره وشوه. درېیم آیت: «یَغْفِرْ لَکُمْ» اووم آیت: «دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ» او دا آيت: «اسْتَغْفِرُوا رَبَّکُمْ»

 

 

پېغامونه:

1- د انسان استغفار او د الله (ج) بښنه. اِسْتَغْفِرُوا رَبَّکُمْ … إِنَّهُ کانَ غَفّاراً

2- بښنه الهي دود دی. «کانَ غَفّاراً»

3- خیر بلنې ته مانیزه او توکیزه هڅونه پکار ده.(( غَفّاراً … مِدْراراً))

4-د ګناهونو بښل، د نورو الهي پېرزوینو د لاس ته راوړو زمینه ده.((اِسْتَغْفِرُوا … یُرْسِلِ السَّماءَ عَلَیْکُمْ مِدْراراً))

5-باران یو مهم الهي نعمت دی. «یُرْسِلِ السَّماءَ عَلَیْکُمْ مِدْراراً»

6- د ایمان له آثارو ځنې یو د توکیز ژوند ښه کېدل دي.((یُرْسِلِ السَّماءَ … یُمْدِدْکُمْ بِأَمْوالٍ …))

7- کله د مال، اولاد، بڼونو او اوبو ډېروالی یو ارزښت او الهي ثواب دی. ((بِأَمْوالٍ وَ بَنِینَ وَ یَجْعَلْ لَکُمْ جَنّاتٍ وَ … أَنْهاراً))

 

ما لَکُمْ لا تَرْجُونَ لِلّهِ وَقاراً«13» وَ قَدْ خَلَقَکُمْ أَطْواراً«14» أَ لَمْ تَرَوْا کَیْفَ خَلَقَ اللّهُ سَبْعَ سَماواتٍ طِباقاً«15» وَ جَعَلَ الْقَمَرَ فِیهِنَّ نُوراً وَ جَعَلَ الشَّمْسَ سِراجاً«16» وَ اللّهُ أَنْبَتَکُمْ مِنَ الْأَرْضِ نَباتاً«17» ثُمَّ یُعِیدُکُمْ فِیها وَ یُخْرِجُکُمْ إِخْراجاً«18» وَ اللّهُ جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ بِساطاً«19» لِتَسْلُکُوا مِنْها سُبُلاً فِجاجاً«20»=تاسې ولې الله ته پر عظمت او پرتم قايل نه ياست؟!  او (حال دا چې) په يقين، تاسې یې پړاو په پړاو پيدا كړئ (چې له څاڅكي، بشپړ انسان ته ورسېدئ). ايا نه پوهېږئ، چې الله څرنګه يو بل له پاسه اوه اسمانونه پيدا كړي دي،او سپوږمۍ یې پکې یوه رڼا او لمر یې یو څراغ وګرځاوه؟! او الله تاسې له ځمكې (په یوه ځانګړي ډول) راوټوكولئ. بيا مو ورستنوي او (په قيامت كې) مو بېرته پوره ترې راباسي. او الله ځمكه درته فرش وغوړوله، چې پر پراخو لارو يې (هر چېرې) ولاړ شئ.))

 

ټکي:

* د «وقار» کلیمه د ثبوت په مانا ده او هغه څه دی، چې د عظمت او ستریا لامل شي. «اطوار» د «طور» جمع او د حالت، پړاو او ټولګي په مانا ده.

* «بساط» له «بسط» اخستل شوی او د پراخه په مانا او«فجاج» د «فج» جمع او د پراخه واټ په مانا دی.

* «رجاء» کليمه د نهیلۍ پر وړاندې ده او چې له نفې سره راشي، د وېرې په مانا ده؛ یعنې:

په تاسې څه شوي، چې د الله له ستریا، نه ډارېږئ؟ امام باقر (رح) وايي: د دې مانا داده:

«لا تخافون لله عظمه[14]»

ځینو له «رجاء» مردا ګروهه ګڼلې؛ ځکه څوک چې یو څه ته هیلمن وي؛ نو هرومرو ګروهه پرې لري او ددې آیت مانا داده: پر تاسې څه وشول، چې الله (ج) ته پر ستریا قایل نه وسئ[15].

* «طباق» یا د موافق او مطابق په مانا او یا یو پر بل پوړ پوړ ايښودو ته وايي.

* انسان له طبیعي عناصر او ځمکې په راپاڅېدو، په سوکه سوکه وده، زړېدو، وچېدو، په باثمرتوب او بې ثمرتوب، له ځمکې په خورونه، روزنپوه او بڼوال ته په همېشنۍ اړتیا کې، د نورو نباتاتو په څېر دی. «أَنْبَتَکُمْ مِنَ الْأَرْضِ نَباتاً»

 

پېغامونه:

1-د پوښتنې په بڼه ګواښګرندي، د روزنې یو دود دی.((ما لَکُمْ …))

2-د پنځون پړاوونو ته پاملرنه، انسان د الله (ج) له عظمت سره مخ کوي. «لا تَرْجُونَ لِلّهِ وَقاراً وَ قَدْ خَلَقَکُمْ أَطْواراً»

3- حضرت نوح (ع)، چې له حضرت عیسی (ع) او حضرت موسی(ع) په زرګونو کلونو مخکې و، خلک یې ژوند پوهنې – بیولوژي او ستورپوهنې – اسټرونومي ته رابلل.((خَلَقَکُمْ أَطْواراً … سَبْعَ سَماواتٍ طِباقاً))

4- د طبیعت پېژندل د الله (ج) پېژندو یوه لار ده(( أَ لَمْ تَرَوْا …

5-ټوله هستي د توحید ټولګی دی. «خَلَقَکُمْ ، خَلَقَ اللّهُ سَبْعَ سَماواتٍ ، جَعَلَ الْقَمَرَ، جَعَلَ الشَّمْسَ ، أَنْبَتَکُمْ ، یُعِیدُکُمْ ، یُخْرِجُکُمْ»

6- الهي چارې موخه لري. «جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ بِساطاً لِتَسْلُکُوا»

7- د بشر په ژوند کې د لمر و سپوږمۍ ونډې ته پاملرنه، د الله (ج) پېژندو یوه لار ده. ((جَعَلَ الْقَمَرَ … نُوراً وَ جَعَلَ الشَّمْسَ سِراجاً))

8-بشر، ګرځېدو، سفر او پراخه واټونو او لارو ته اړتیا لري. «لِتَسْلُکُوا مِنْها سُبُلاً فِجاجاً»

 

 

 

 

 

 

قالَ نُوحٌ رَبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِی وَ اتَّبَعُوا مَنْ لَمْ یَزِدْهُ مالُهُ وَ وَلَدُهُ إِلاّ خَساراً«21» وَ مَکَرُوا مَکْراً کُبّاراً«22» وَ قالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَکُمْ وَ لا تَذَرُنَّ وَدًّا وَ لا سُواعاً وَ لا یَغُوثَ وَ یَعُوقَ وَ نَسْراً«23»= نوح (د دوی د لارښوونې تر نهيلۍ روسته) وويل: ((پالونكيه! په حقيقت كې زما خبره یې و نه منله او په داسې چا (خپلو مشرانو) پسې ولاړل، چې شتمنيو او اولادونو یې بې له تاوانه نور څه ورزیات کړي نه دي. او (دې بېلارې مشرانو) په لويې دسيسې لاس پورې كړ. او ويې ويل: هېڅكله له خپلو معبودانو لاس وانخلئ (په تېره) د “ود”،”سواغ”،”يغوث”، “يعوق”او”نسر” بوتان خو پرېنږدئ.

 

ټکي:

* په قرآن کې «أَصْنامٍ» ،«اوثان»، «نَصَبٌ» او «تَماثِیلَ» کلیمې د بوت په مانا راغلي دي؛ خو د مشرکانو مشهور بوتان په ځانګړې بڼه راغلي. د پینځو بوتانو نامې په دې آیت کې او «لات»، «عُزّی»او«مناه» نامې په نجم سورت کې راغلې دي.

 

پېغامونه:

1-الهي نارینه، له نورو الله (ج) ته ګیله کوي. «رَبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِی»

2- د مظلومیتونو رانقلول، د نورو د پاینې لاملېږي. «عَصَوْنِی»

3-هغه چې په حق مشر پسې ولاړ نشي، په نااهلو پسې به ولاړ شي.(( عَصَوْنِی وَ اتَّبَعُوا مَنْ لَمْ یَزِدْهُ … إِلاّ خَساراً))

4-د نوح زارۍ او ژړاوې، د خلکو د تاوان له لامله دي، نه خپل غربت او یوازېتوب ته. «عَصَوْنِی وَ اتَّبَعُوا مَنْ لَمْ یَزِدْهُ مالُهُ وَ وَلَدُهُ إِلاّ خَساراً»

5-هر مال او اولاد نعمت نه دی. «لَمْ یَزِدْهُ مالُهُ وَ وَلَدُهُ إِلاّ خَساراً»

6- وټيز او ټولنیز ځواک، د خلکو د جذب او لاروۍ لامل دی او اغېز ډېروي. (( وَ اتَّبَعُوا مَنْ لَمْ یَزِدْهُ مالُهُ وَ وَلَدُهُ …))

7- پېغمبران له زر، زور او تزویر سره په مخالفه ټلواله کې دي.(( عَصَوْنِی وَ اتَّبَعُوا مَنْ لَمْ یَزِدْهُ مالُهُ وَ وَلَدُهُ … وَ مَکَرُوا مَکْراً کُبّاراً))

8- د نوح قوم یوه کانه هم پرېنښووله: د نوح نه منل او د نااهلانو منل، دسیسې، د بوتانو په ساتلو ټینګار.(( عَصَوْنِی … اِتَّبَعُوا … مَکَرُوا … قالُوا …))

9-د شرک دین، د زر او زرو د څښتنانو ګټه ساتونکی دی. «لا تَذَرُنَّ آلِهَتَکُمْ»

10- کله د نورو عبرت ته پکار دي، چې د ورک شویو مشرانو نامې راوړل شي. ((وَدًّا … سُواعاً …یَغُوثَ وَ یَعُوقَ وَ نَسْراً))

11-الهي مشران دې د فساد اړمونه وپېژني. «یَغُوثَ وَ یَعُوقَ وَ نَسْراً»

12-هغه چې له نېغې لار ووځي، ګڼې کږې لارې ورپرانستلېږي. «یَغُوثَ وَ یَعُوقَ وَ نَسْراً»

 

وَ قَدْ أَضَلُّوا کَثِیراً وَ لا تَزِدِ الظّالِمِینَ إِلاّ ضَلالاً«24» مِمّا خَطِیئاتِهِمْ أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا ناراً فَلَمْ یَجِدُوا لَهُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ أَنْصاراً«25»=او په يقين ډېر يې بېلارې كړل. [پالونكيه!] د (مشرکو) ظالمانو يوازې بېلارېتوب ورزيات کړه!)) (هو! په پاى كې ټول) د خپلو ګناهونو له لامله ډوب كړاى شول او (تر مرګ روسته) اور ته ورننايستل شول او د الله په مقابل کې يې ځان ته مرستندويان و نه موندل [چې له عذابه يې وژغوري].

 

ټکي:

* د «أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا ناراً» غونډلې – جملې ظاهر دادی، چې تر ډوبېدو روسته اور ته ورننووتل او البته دا اور د دوزخ له اور پرته یو بل اور دی؛ بلکې برزخي اور دی.

*په قرآن کې یو لړ وګړي او چارې د کږلارۍ وزلې ښوول شوي دي؛ لکه : چټي خبرې، د دروغو او ډنډورو خپرول، له مقدساتو ناوړګټنه، منافقت، شیطان، طاغوت، کږلاری هنرمند، دین ته ناژمن علماء، چې حقیت پټوي، هغوی چې دنیا ته پر آخرت غوراوی ورکوي او منافقان[16].

 

پېغامونه:

1- هر څه چې د حق پر ځای کېناستل، د کږلارۍ او ورکلارۍ لاملېږي. (لا تَذَرُنَّ آلِهَتَکُمْ … وَ قَدْ أَضَلُّوا)

2-ناوړه تبلیغات خپل اغېز لري.( قالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَکُمْ … وَ قَدْ أَضَلُّوا کَثِیراً)

3-ورکلاري او کږلاري درجې لري. «لا تَزِدِ الظّالِمِینَ إِلاّ ضَلالاً»

4-الهي پرغز – قهر او سزا زموږ د خپلو کړنو پایله ده. «مِمّا خَطِیئاتِهِمْ أُغْرِقُوا»

5-شرک د تېروتنو زمینه ده. (لا تَذَرُنَّ آلِهَتَکُمْ … مِمّا خَطِیئاتِهِمْ أُغْرِقُوا)

6-د نوح قوم ډوبېدل یې، د عذاب یوه برخه وه. «مِمّا خَطِیئاتِهِمْ»

7- برزخي عذاب، د اوبو په منځ کې هم دی. «أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا ناراً»

8- د الله (ج) استازي ته د ورشا کولو سزا، بې ملګري پاتېدل دي.( عَصَوْنِی … فَلَمْ یَجِدُوا لَهُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ أَنْصاراً)

9- هغوی چې الله (ج) لري، نه یو مل؛ بلکې ملګري لري. «فَلَمْ یَجِدُوا لَهُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ أَنْصاراً»

10- د الهي پرغز پر وړاندې شتمني، بوت، چل ول، اولاد او لاروی یو هم نه چلي. «فَلَمْ یَجِدُوا لَهُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ أَنْصاراً»

 

وَ قالَ نُوحٌ رَبِّ لا تَذَرْ عَلَی الْأَرْضِ مِنَ الْکافِرِینَ دَیّاراً«26» إِنَّکَ إِنْ تَذَرْهُمْ یُضِلُّوا عِبادَکَ وَ لا یَلِدُوا إِلاّ فاجِراً کَفّاراً«27»=او نوح وويل: ((پالونكيه! د ځمكې پر مخ يو كافر هستوګن هم مه پرېږده! [ځكه] كه پرې يې ږدې، بندګان دې بېلارې كوي او بې له بد چاري او ډېر ناشكره (ځوځاته) به (بل) څه ونه زېږوي.

 

ټکي:

* حضرت نوح ته وویل شول، په قوم کې به دې بې له همدوی چې ایمان یې راوړی، نور څوک ایمان را نه وړي: «أُوحِیَ إِلی نُوحٍ أَنَّهُ لَنْ یُؤْمِنَ مِنْ قَوْمِکَ إِلاّ مَنْ قَدْ آمَنَ[17]» پردې سربېره، خلکو پېژندو ته یې د تبلیغ 950 کلنه تجربه بسیا ده، چې پوه شي دا او راتلونکی ځوځات یې ښيونوړ نه دی؛ نوځکه یې ښېراوې ورته وکړې.

* «دیار» له «دار» اخستل شوی او د هغه چا په مانا دی، چې په کور کې مېشت دی.

*الهي وګړي د ځان په فکر کې نه؛ بلکې د نن او سباني ځوځات د ښیون – هدایت په فکر کې دي. سره له دې چې حضرت نوح سپکاوي واورېدل، کړاوونه یې ولیدل؛ خو د خپلو ښېرا کولو دلیل یې کږلاري درلودل او کږلارول وویل.

 

 پېغامونه:

1-په روستي پړاو کې له ښېرو ګټنه جایز ده. (( رَبِّ لا تَذَرْ … دَیّاراً))

2- د حضرت نوح رسالت نړیوال و. «عَلَی الْأَرْضِ»

3-له خلکو سره پخپله ژبه او ادبیاتو خبرې وکړئ او د «لا تَذَرُنَّ آلِهَتَکُمْ ، لا تَذَرُنَّ وَدًّا» پر وړاندې حضرت نوح وايي: (لا تَذَرْ عَلَی الْأَرْضِ …)

4-د ټولنې اندیزه روغتیا، د وګړي پر جسمي روغتیا لومړیت لري. هغوی چې خلک کږلاروي، که ورک شي؛ نو ښه به وي.(( لا تَذَرْ عَلَی الْأَرْضِ … یُضِلُّوا عِبادَکَ

5- باید له بېلارې کوونکیو وګړیو او عواملو سره پرېکنده چلن وشي. « إِنْ تَذَرْهُمْ یُضِلُّوا عِبادَکَ »

6- وراثت په روزنه کې مهمه ونډه لري. «وَ لا یَلِدُوا إِلاّ فاجِراً کَفّاراً»

7- انسان داسې ځای ته رسي، چې خپل ځان او ګروهې سمونې ته کومه لار نه پرېږدي. «فاجِراً» په عمل کې، «کَفّاراً» په ګروهه کې.

 

رَبِّ اغْفِرْ لِی وَ لِوالِدَیَّ وَ لِمَنْ دَخَلَ بَیْتِیَ مُؤْمِناً وَ لِلْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ وَ لا تَزِدِ الظّالِمِینَ إِلاّ تَباراً«28»= پالونكيه! ما، مور و پلار مې او هغه ايمانوال،چې زما كور ته راننووځي او ټول مؤمنان او مؤمنې وبښه او (مشرکو) ظالمانو ته بې له هلاکته څه مه ورزياتوه!))

 

ټکي:

*دعا، دې پراخ وي، هم تېر او هم راتلونکی،هم ځان، هم خپلوان، هم په تاریخ کې ټول مؤمنان راونغاړي.

 * امام رضا (رح) وویل:د کوفې جومات د نوح علیه السلام کور و او له «دَخَلَ بَیْتِیَ مُؤْمِناً» مراد هغه کسان دي،چې کوفې جومات ته ورننوځي.

* په کربلا کې، امام حسین، ځینې مخالفین نه وژل او ویل يې:«ان الذی لا اقتله اری فی صلبه من اهل الایمان[18]» هغه مخالف نه وژنم، چې په ځوځات کې یې مؤمن وینم.

 

پېغامونه:

1- په دعا او ښېرا کې د «ربّ» له سپېڅلې کلیمې ګټنه کوئ. (رَبِّ لا تَذَرْ … رَبِّ اغْفِرْ لِی)

2- انبیاء له هومره هڅو سره نه غره کېږي. هغه پېغمبر چې ویل یې «إِنِّی دَعَوْتُ قَوْمِی لَیْلاً وَ نَهاراً»، وايي: (رَبِّ اغْفِرْ لِی …)

3-له الله (ج) د بښنې غوښتو پرمهال، پر ځان نورو ته لومړیت ورکړئ. (اِغْفِرْ لِی وَ لِوالِدَیَّ …)

4- هغه سببي، نسبي او خپلوان هله په عنایت او لورنه کې شامل دي، چې اندیز تړاو هم درسره ولري. «وَ لِمَنْ دَخَلَ بَیْتِیَ مُؤْمِناً»

5-په دعا کې مؤمنانو ته لورنه او بښنه او ظالمانو ته ورکاوی وغواړئ.(( رَبِّ اغْفِرْ … لِلْمُؤْمِنِینَ … وَ لا تَزِدِ الظّالِمِینَ إِلاّ تَبارا))

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

[1] – .اعراف،60.

[2] – انبیاء،36.

[3] – .قمر،9.

[4] – نوح،26.

[5] – صافات،79.

[6] – کنز العمال،حدیث 32391.

[7] – بحارالانوار،ج5،ص140.

[8] – احزاب،13.

[9] – .منافقون،5.

[10] – مدثر،23.

[11] – فصّلت،26.

[12] – اعراف،96

[13] – روم،41.

[14] – نورالثقلین تفسیر.

[15] – راهنما تفسیر.

[16] -لقمان،6؛ انفال،144؛ نساء،44و60؛ منافقون،2؛ انفال،36؛ طه،79 و 85؛ احزاب،10؛ آل عمران،69؛ توبه،9؛ابراهیم،3.

[17] – .هود،36.

[18] – موسوعه کلمات الامام الحسین،ص 505.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!