بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه عاشورا د اهلسنتو له نظره په کربلا پاڅون کې د امام حسين آريزه موخه پر نېکيو امر او له بديو منع وه امام حسين له مدينې په راوتو کې خپله يوه موخه په ډاګه (( پر نېکيو امر او له بديو منع)) وبلله. د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
عاشورا د اهلسنتو له نظره
په کربلا پاڅون کې د امام حسين آريزه موخه پر نېکيو امر او له بديو منع وه
امام حسين له مدينې په راوتو کې خپله يوه موخه په ډاګه (( پر نېکيو امر او له بديو منع)) وبلله. د خبرو يوه برخه يې را اخلو: (( … و انى لم احزج اشرا ولا بصرا ولا مفسدا ولا ظلما و انما حزجت لطلب الاصلاح فى امة جدى. اريد ان آمر بالمعروف و انهى عن المنکر. و اسير بسيرة جدى و ابى على بن ابى طالب…؛ يعنې: … زه شر جوړولو، مزو چوړچو، فساد او ظلم ته راپاڅېدلى نه يم؛ بلکې د خپل نيکه امت سمونې ته راپاڅېدلى يم، غواړم پر نيکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل نيکه رسول الله (ص) او پلار مې علي بن ابيطالب لار خپله او بيا ژواکې کړم[1]…))
دا خبرې د سني او شيعه په ګڼو سرچينو کې روايت شوي او په ډاګه، د امام حسين موخې څرګندوي او د عاشورا د پاڅون په شننه او تفسير کې يې ناليدي ګڼلاى نشو او تاريخ ښيي، چې دا خبرې له ډېر وخت راهيسې، د عاشورا د پاڅون د شناندو پاموړ وې.
عاشورا د (( قاضي عبدالجبار معتزلي)) له ليدلوري
قاضي ابو الحسن عبدالجبار(٣٢٤- ٤١٥س) چې پر قاضي القضاة هم يادېږي، مهم کتاب يې (( المغني)) دى، چې په شلو برخو کې خپور شوی او د امام حسين د پاڅون حکمت او فلسفه يې په (( پر نيکيو امر او له بديو منع)) کې ليدلې او په ((المغني)) کتاب کې په دې اړه وايي:
(( و على هذا يحمل ما کان من الحسين بن علي لما کان فى صبره على ما صبرا عزاز لدين الله عزوجل و لهذا نباهي به سائر الامم فنقول: لم يبقى من و لد الرسول (ص) الاسبط و احد فلم يترک الامر بالمعروف و النهى عن المنکر حتى قتل دون ذلک: د حسين بن علي پاڅون پر همدې مانا تفسيرېږي، چې زغم يې _څنګه يې چې وکړ_ د عزوجل الله تعالی دين ته عزت ورکړ او موږ مسلمان امت په دې پاڅون پر نورو امتونو وياړو او وايو: د رسول الله (ص) له زامنو يوازې همدا يو تن پاتې و، چې ده هم پر نېکيو امر او له بديو منع پرېنښوده، ان چې په دې لار کې ووژل شو[2].
د قاضي عبدالجبار له خبرې پوهېدل کېږي، چې په خپل پاڅون کې، د سيد الشهداء نيت او انګېزه پر نېکيو امر او له بديو منع او موخه يې د الله تعالی د دين عزتمنول و او د همدې سترې موخې لپاره يې ټول کړاوونه وزغمل، چې په پاى کې يې د الله تعالی دين عزتمن کړ او نړيوالو ته يې وپوهوله، چې اسلام دومره قدر او ارزښت لري، که ان د پېغمبر اکرم (ص) يوازې يو زوى خپله ټوله هستي ترې ورځار کړي، ورباندې ارزي.
قاضي په ((المغني)) کتاب د امام حسين او پاڅون په باب يې خپله ګروهه څرګندوي:
((خو زموږ په ګروهه، د حسين مشرتوب (امامت) جوت شوى دى، په دې دليل چې ددې کار پر سموالي يې صلاحيت درلود؛ نو د تېرو ويلو له مخې، سکه چې بيعت ورسره شوى و. په رښتيا چې په دې هکله مطلب ډاګيز دى، چې ټولو بيعت ورسره وکړ، عالمانو او امينانو هم بيعت ورسره وکړ او ثابته شوې، چې مسلم بن عقيل يې کوفيانو ته ور ولېږه او له ډېرو يې حسين ته بيعت واخست او په سمه روايت شوي، چې پر هغه وخت غوره خلک يې _لکه محمد بن علي او…_ پر امامت خوښ ول او که روايت شوى، چې دوى حسين له پاڅونه منع کاوه، په دې پار، چې زړه سوى يې ورباندې کاوه، ورته يې وويل، چې په خپل کور کې پاتې شي او له وژل کېدو خوندي وي، چې امامت او واکمنۍ ته ورسېداى شي؛ ځکه دوى معاويه ازمېيلى و او له دې د شاميانو اطاعت او په جګړه کې يې بې غوري ترې ليدلې وه.
داچې دوى له پاڅونه منع کاوه، دا نه راښيي، پر امامت يې نا خوښه وو؛ نو چاته نه ښايي، ووايي: امامت يې زباد شوى نه دى؛ ځکه دا راپاڅېدلى، چې بيعت ورسره وشي؛ خو چې کوفې ته په ورننووتو لاسبرى نشو، بيعت پلى نشو او په پايله کې بيعت هم عملي نشو. سکه، څه مو چې وړاندې وويل، دا انګېرنه پوچه زبادوي او دې ډول خبرو ته څه ځاى نه پاتېږي.
د قاضي په وينا کې په ډاګه څو مطالب څرګندېږي:
١_ د امام حسين پر امامت ګروهه، يوازې د اهلبيتو په ښوونځي کې زباد شوې نه؛ بلکې د خلفاوو ښوونځي، يوې سترې شمېرې لارويانو ته هم زباد شوې ده.
٢_ د پورته خبرې دليل يې دا دى، چې اسلامي نړۍ (ګرد مسلمانان) له امام سره بيعت کړى و، چې پوهان او امينوال پکې لږ نه ول: (( ان العالم بايعوه…)).
٣_ کوفيانو، د مسلم بن عقيل له لارې بيعت ورسره کړى و.
٤_ د محمد حنفيه او… په څېر وګړي يې پر مشرتوب راضي او خوښ ول.
٥_ دوى چې امام کوفې ته له ورتګه منع کاوه، دليل يې دا و، چې دده پر مشرتوب ګروهن وو او غوښتل يې ژوندى پاتې شي چې د دوى مشري وکړي.
٦_ هغوى چې په زړه سواندۍ کوفې ته د امام حسين له ورتګه منع کړې، دليل يې دا و چې شاميان يې ازمېيلي ول او پوهېدل، شاميان لاس په نامه د امويانو تيارسۍ لښکر دى او د مسلمانانو د وژنې څه پروا نه لري.
البته د تامل وړ ده، چې حسين بن علي ته به د شاميانو خوى ورڅرګند نه و يا يې دا احتمال چې و به وژل شي؛ په پام کې نه و او يا يې له پلار (علي) او رور (حسن) سره د کوفيانو بې وفايي هېره کړې وه.
عاشورا د (( جاحظ)) له ليدلوري
ابوعثمان عمرو بن بحر جاحظ ( ١٥٨-٢٥٥س) د امويانو او د اسلام په تاريخ کې يې د ناوړو او تخريبي اغېزو په باب يوه لنډه رساله کښلې، چې د يزيد په هکله کاږي:
((تر معاويه روسته، زوى يې او د يزيد يارانو او مامورينو داسې جنايات وکړل، چې له دې ځنې پر مکې يرغل، د کعبې ړنګول، د مدينې د حريم ماتول او د حسين وژنه وه. حسين يې د خپلې کورنۍ، له ډېرو کسانو سره _هغوى چې د تيارو ډيوې او د اسلام ټينګ او پايښتي مشران وو_ په داسې حال کې ووژل، چې ده په خپله، خپل ډېر ملګري او لارويان رخصت کړل او د خپل کور او ژوند ته د ورګرځېدو په لټه کې و، يا يې غوښتل، په دې پراخ هېواد کې، يوې لرې سيمې ته ورشي او يا پر هغه مقام شي، چې ورته مؤظف و؛ خو له دې سره سره، امويانو يوازې د امام په وژنې او يا يې د تسليمېدو لار نېولې وه.
په دې توګه، که خپله يې د وژنې لار نيوه يا يې ځان ورتسليماوه، په دواړو حالاتو کې وژل کېده او پايله يې يوه وه. دا مرګوني حالات هغه رامخې ته کړي ول، چې يوازې يې د حسين په وينو څښلو کينه سړېده[3])).
د جاحظ په خبرو کې پاموړ خبرې:
١_ امام حسين بيخي د جګړې هوډ نه درلود، ښورښ يا واک اخستو ته راپاڅېدلى نه و؛ ځکه که دا هوډ يې درلوداى؛ نو خپل ملګري يې نه رخصتول، حال دا، د تاريخ په ګواهۍ/ لېینه، امام حسين دا کار وکړ او په لار کې يې خپلو ملګرو ته وويل: (( … فمن احب منکم الانصراف فلينصرف، ليس عليه منا ذمام…: يعنې څوک چې ستنېږي، ستون دې شي، زما ورته اجازه ده[4])) .
او په دې خبرې پسې، ډلې ډلې خلک ترې جلا او يو لږ شمېر کسان ورسره پاتې شول، چې له مدينې ورسره راغلي ول[5].
٢_ يزيد او لارويانو يې د امام حسين پر وژنې ټينګار درلود، که نه امام خو په ټينګه له جګړې ډډه کوله او په پای کې هم، له ځان او خپلې کورنۍ په دفاع کې اړ او شهيد شو.
٣_ امويانو امام حسين د دوو مړينو (د ذلت مړينه او عزتمنه مړينه) ترمنځ را ايسار کړی و او امام، شهادت او پتيال مرګ، پر بيعت او ذليل مرګ غوره کړ، چې ووژل شو.
د جاحظ د خبرو لپاره، د امام حسين له خبرو هم ډېرى شواهد راوړاى شو، چې په ډېرو معتبرو سرچينو کې راغلي دي:
((دې حرموني او د حرموني زوى (( عبيدالله بن زياد)) پر دوه لارې _په توره وژلو يا ذليل پاتېدل_ درولى يم او هډو د ذلت لار به خپله نه کړم، ذلت او خوارۍ ته غاړه نه ږدم؛ ځکه الله تعالی او استازى يې، پر الله تعالی او رسول يې مؤمنان، د ميندو پاکې لمنې، پاکلمني انسانان، غيرتي سرونه او عزتمن وګړي، ټول او ټول له دې کاره سرغړونه کوي او د عزتمنو او سترو انسانانو وژنتون، پستو/ پرېوتو او لئيمو خلکو ته پر ورتسليمېدو غوراوى ورکوي[6].))
عاشورا د ابن جوزي له ليدلوري:
ابوالفرج جمال الدين عبدالرحمن بن علي حنبلي بغدادي(٥١١-٥٩٧س)، په ابن جوزي مشهور، واعظ، مفسر، حديثپوه، فقيه، تاريخپوه، او نامي ليکوال دى چې د ((المنتظم فى تاريخ الملوک والامم))، (( تلبيس ابليس)) او (( الودعلى المتعصب العنيد المانع من لعن يزيد)) په څېر پرېمانه کتابونه ترې پاتې دي او په (٦٨-٦٩) مخونه کې یې وايي:
(( څوک به و نه مومې چې د يزيد پر بيعت خوښ و، ان عوام هم ترې منکر ول؛ خو له ډاره يې څه ويلاى نشو… عالمان يوه خوله دي، چې د هیلو او لېوالتیاوو له اړخ، د چا پر مشروالي استناد نشو کړاى او هرومرو امام بايد څه ځانګړتياوې ولري او حسين د امام حانګړنې او د مشرتوب شرطونه درلودل، چې په خپلې زمانې کې يې چا سيالي ورسره نشوه کولاى)).
په دوام یې د فقهاوو پر ويناوو لګيا کېږي، چې پر ((فاضل)) د (( مفضول)) ولايت روانه ده او لازم دي، هغه واکمن وټاکل شي، چې (( افضل)) دى، زياتوي: (( دا چې ثابته شوه، د پېغمبر اکرم (ص) اصحابو امامت ته افضل وګړي غوښته او يزيد يې ددې کار لايق او وړ نه باله؛ نو ايا څوک شکمنېده، چې په رښتيا حسين خلافت ته تر يزيد وړ و؟ نه، هېڅکله! ځکه ان تر حسين راټيټ وګړي _لکه عبدالرحمن بن ابوبکر، عبدالله بن عمر، عبدالله بن زبير او عبدالله بن عباس (رضی الله عنهم)_ تر يزيده خلافت ته وړ ول)).
په ټينګار زياتوي: (( که خورا ناپوه وپوښتل شي، چې حسين اصلح دى که يزيد؟ بېشکه و به وايي: حسين. څه مې چې وويل، په ډاګه شوه، چې د يزيد ولايت، د زور له مخې و او خلک هم له ډاره چوپ کېناستل[7]))
ابن جوزي د څو مهمو ټکيو څرګندنه کړې چې پاموړ دي:
١_ خواص او مخور خو لرې، ان عوام هم له يزيد سره بيعت ته راضي نه ول؛ خو له ډاره يې څه ويلاى نشول.
٢_ پوهان يو خوله دي: بايد هغه امام وي، چې د مشرتوب شرايط او د مشر ځانګړنې ولري.
٣_ امام حسين يوازېنى کس و، چې دا شرايط يې درلودل، په خپلې زمانې کې يې سيال نه درلود.
٤_ داچې ثابته شوې، چې اصحابو کرامو، امامت ته داسې څوک غوښته، چې ((افضل)) وي او يزيد يې ددې وړ نه ګاڼه؛ نو چاته څه شک نه پاتېږي، چې امام حسين تر يزيد، خلافت ته وړ و.
٥_ نه يوازې امام حسين، ان تردې ور ټيټ هم تر يزيد، خلافت ته وړ وو؛ لکه: عبدالرحمن بن ابوبکر، عبدالله بن زبير او عبدالله بن عباس (رضى الله عنهم).
٦_ مطلب دومره ډاګيز دى، ان که له خورا ناپوه وپوښتل شي: امام حسين که يزيد کوم يو خلافت ته وړ دى؟ بېشکه و به وايي: امام حسين.
د ابن جوزي په خبرو کې، له غور او ځيرنې معلومېږي، چې هغه، عاشورا پردې بنسټ څېړي، چې امام حسين ځان تر يزيد، خلافت ته وړ باله او ګرد اسلامي امت له عوامو تر خواصو، په دې ګروهه کې ورسره هم اندي ول او يزيد يې هډو خلافت ته وړ نه ګاڼه. پردې سربېره، زرګونو مسلمانانو په ليک کښلو، له امام حسين سره بيعت کړى و او د مسلمانانو د چارواکۍ اخستو ته يې- چې يوازې يې همدا وړ باله- رابللى و او د مرستې ژمنه يې ورسره کړې وه؛ نو له همدې لامله، خورا پر ځاى او حق به وي، چې ووايم:
امام حسين د اسلامي امامت او خلافت بيا ژواکۍ او د اسلامي حکومت جوړېدو ته له مدينې ځنې مکې او له دې ځايه کوفې ته ولاړ.
لکه چې ابن جوزي هم د خبرو په دوام کې دې مطلب ته اشاره کړې، کاږي: ((چې کله عراقيانو امام حسين ته وکښل چې راشه، بيعت درسره وکړو او امام ګڼل، چې خلافت ته وړ دى او د دوى ملاتړ يې هم وليد؛ نو ورغى[8])) .
او په بل ځاى کې يې له پاڅونه موخې ته اشاره کوي او نيت يې (( د باطلو په ځپنه او د حق په دريدا)) کې رانغاړي:
(( غليم وايي: يوې ډلې انګېرلې، چې حسين خارجي و، ورته وايو: يوازې هغه وخت ويل کېږي، چې پلانى خارجي دى، چې د حقوال پر ضد راپاڅېدلى وي؛ خو بېشکه حسين، د باطلو منځه وړو او د حق راولاړېدو ته راپاڅېدلى و[9])) .
ابن جوزي، په دوام کې، د نواصبو له موخو پرده لرې کوي، چې امام حسين يې خارجي بللى او څرګندوي، چې دا يوه ناروا نومونه ده او له امامته يې ايستل په دې موخه ول، چې په دې دريځ، امويان له رسوايۍ بچ کړي او دا يعنې عقل و دين لتاړول:
(( خو امام خارجي نومول او له امامته ايستل، په دې موخه دي، چې امويان له افتضاح او رسوا کېدنې بچ شي او دا هغه څه دي، چې د عقلمن عقل او د دينوال دين به ورته غاړه کنېږدي [10])).
د يادونې وړ ده، چې د سبط ابن جوزي اند، د خپل نيکه ابن جوزي په څېر دى؛ خو د سبط ابن جوزي د (( تذکرة لخواص)) د کتاب له څېړنې معلومېږي، تر نيکه يې ليد لورى، د اهلبيتو د ښوونځي لارويانو ته خورا ورنژدې دى.
عاشورا د ابن ابى الحديد معتزلي شافعي له ليد لوري:
عزالدين ابو حامد عبدالحميد بن هبة الله مدايني(٥٨٦-٦٥٦س)، ډېری په دې پېژندل کېږي، چې پر (( نهج البلاغه)) يې شرح ليکلې او پر خپلې کنيي (( ابن ابي الحديد)) يادېږي. د (( نهج البلاغه)) په شرح کې يې په بېلابېلو ځايونو کې، د سيدالشهداء پاڅون يادوي او عاشورا په حماسي ډول اوڅاروي او د امام مړانه يادوي:
(( د هغو ښاغلى، چې ذلت ته يې غاړه کېنښوده، هغه چې خلکو ته يې غيرت او مړانه او هم د تورو په کړسهارو کې وژنه ور زده کړه او دغسې عزتمن مرګ يې پر پستۍ او ذلت غوره کړ؛ دا اباعبدالله؛ حسين بن علي بن ابيطالب و، ده او يارانو ته يې امان ورکړاى شو؛ خو دا ذلت يې و نه مانه او داچې ډارېده، که ابن زياد يې و نه وژني هم، په يو ډول يې ذليلوي؛ نو مرګ يې غوره کړ[11]))
زياتوي: (( حسين هغه څوک و، چې عزتمن مرګ يې ژوند او په ذلت کې ژوند يې مړينه وليده)).
عاشورا د ابن ابار اُندلسي له ليد لوري:
ابوعبدالله محمد بن عبدالله قضاعي(٥٩٥-٦٥٨س)؛ ليکوال، تاريخپوه، حديثپوه، اديب او سياستوال و، په ابن ابار بلنسي، ابن ابار اشبيلي او ډېر پر ابن ابار اندلسي يادېږي. دا د اهلسنتو يو ازاد اندى، او متصف انديال دى، چې په دوو کتابونو ((دُرر السمط فى خبر السبط)) او (( معادن اللجين فى مراثى الحسين)) کې يې د حسين په اړه خپلې پېرزوينې وړاندې کړي، دويم کتاب يې له منځه تللى يا داچې خپور شوى نه دى. په (( دررالسمط فی خبر السمط)) کتاب کې يې ليکلي:
١_ امويان يې انباء الطلقاء، په بل ځاى کې آل طليق او آل مروان يې آل طريد ښوولي او دوى، يومخې د خلافت وړ نه بولي.
٢_ د صدر اسلام تاريخ، د پېغمبر اکرم (ص) له زمانې تر عاشورا يوازې، د امويانو او بني هاشمو شخړه ګڼي، چې آل سفيان، د جاهلي دښمنۍ له مخې ورته لمن وهله او بني هاشم يې د اسلام او ځانه دفاع ته اړ ایستل.
٣_ علي (ک) يې له معاويه بن ابوسفيان سره پرتله کړى او په ترڅ کې يې کاږي: (( کان على آخر الخلفاء و معاويه اول الملوک، شتان بين اثنين: هذا موعد بتسلب الدنيا و هذا واعد. و ان جمقهم الجنان و نزع من صدورهم الغل والشنان، فبين المنزل لتين بون بان فى الکلمتين _غرى غيرى[12]_ و _نحن الزمان[13]_))
يعنې: (( علي روستى خليفه او معاويه ړومبى پاچا و، هډو دوى سره نه راټولېږي: دا يو (معاويه) ډاريده، چې دنيا يې له منګولو و نه وځي او بل (علي) ځان ته زېرى ورکاوه، چې په پاى کې به له دې نړۍ ولاړ شي. د فرض له مخې، که جنت يې يو بل ترڅنګ کېنوي او له زړونو يې کينه وباسي، بيا يې ترمنځ، ستر درز دى چې له دوو کلمو _عرى غيرى_ او _نحن الزمان_ څرګندېږي)).
((ابن ابار)) امام حسين او يزيد بن معاويه هم پرتله کوي او په زړه پورې او جالبه ليکنه، د امام حسين د عاشورا پېښه کاږي او په دې نړۍ کې د آل علي (ک) مظلوميت او محروميت يادوي او د علي (ک) د اولادې پر وړاندې، د نړۍ پر بې مينتوب ژاړي، په پاى کې ليکي:
((سره له دې چې د علي (ک) زامن، د کمال لوړپوړي ول او تر ټولو خلافت او واکمنۍ ته وړ ول، ولې او څرنګه وشول چې په نړۍ کې له دنيا بې برخې شول؟!!))
ابن ابار اندليسي يې پخپله ځوابوي:
(( سياسي سوداګرو او سوداګرو سياستوالو، چې تل دنيا ته پام و، د علي (ک) او آل يې هډو څه ورپام نه و. امويان در په در په دنيا پسې ګرځېدل او د څو ورځو واکمنۍ ته چمتو ول، چې ګرد اسلامي او انساني آرونه ولتاړي؛ خو على (ک) ، امام حسن او امام حسين دغسې نه ول، واکمنۍ ته يې د يوې وزلې په نامې ليدل چې يوازې او يوازې، کله د خلکو د دنيا او دين د چارو سمونې ته وکارېږي، چې پخپله خلک؛ يعنې ډېر خلک يې د واکمنۍ وړ کسانو ته ورکړي يا لږ تر لږه، په دې باب په عمل کې خپله خوشحالي وښيي)).
په دې باب په نهج البلاغه کې د علي (ک) ډېرې خبرې راټولې شوې او ويلاى شو چې د (( ابن ابار)) دا خبره ډېر پر ځاى ده او نه ښايي امام حسين په خپل پاڅون کې په واکمنۍ غوښتو تورن کړو، پاڅون يې ښورښ ونوماوو او د هغې ورځې د مسلمانانو د ټولنې خپاره واره کېدل يې وګڼو؛ ځکه په علوي او د حسنينو په سيرت کې؛ زهد خورا اوچت امتياز او ځانګړنه ده، چې ليدل کېږي، نه دنيا پالي.
((ابن ابار)) کاږي:
(( داچې د علي (ک) زامنو، په تېره حسين چې خورا ځانګړنې درلودې، ددې دنيا له واکمنۍ بې برخې شو، دليل يې دا دى، چې پلار يې علي (ک) دنيا درې طلاقه کړې وه او څرګنده ده، چې د پلار طلاقې مېرمن، زوى نکاح کولاى نشي)).
(( ابن ابار)) د علي (ک) له خبرې سره په تړښت کې، زياتوي:
هغوى چې حسين بن علي خارجي بولي او پاڅون يې دنيا ته او د قدرت تر لاسه کول ګڼي؛ نو ولې يې له ياده ايستلي، چې امام حسين خو د هغه علي زوى دى چې ابن عباس ته يې وويل:
(( پر الله تعالی قسم، دا شلېدلې څپلۍ، چې هېڅ ارزښت درته نه لري، پر تاسې تر واکمنۍ راته خورا ارزښتمنه ده[14]))
نو له دې سره سره، څنګه ويلاى شو: امام حسين دا خبرې له خپل پلاره اورېدلې نه وې او که يې ځان کوڼ کړى و؟
البته (( ابن ابار)) نه غواړي، امام حسين زاهد يا ګوښناستی وښيي، يا هيله وکړي چې کاشکې د پلار په څېر يې دنيا درې طلاقه کړې واى او له مدينې راوتى نه واى او يا د خپل رور حسن په څېر چلېده؛ ځکه زهد، د امام علي سيرت او د امام حسين ژوند دود خپلول، له ظالمانو سره له پاڅون او مبارزې سره څه ټکر نه لري. په زړه پورې دا ده چې (( ابن ابار)) په يوه ځاى کې امويان (( فراعنه)) بولي او په دې توګه امام حسين، له حضرت موسى (ع) سره ورته کوي او ليکي:
(( کانت بنو حرب فراعنة: فذهب ابن بنت الرسول ليخرجهم من العراق فانعکس المروم، و حورب ولا فارس والروم[15]))
په دې خبره څرګندوي، چې د امام حسين موخه دا وه، چې لږ تر لږه شيعه مېشتی عراق، د امويانو له ولکې وباسي او عراقيان چې له امويانو ډېر ځورېدلي ول، له اموي فراعنه واکمنۍ وژغوري؛ خو داچې خلکو اقدام و نه کړ؛ نو پايله يې اپوټه شوه.
(( ابن ابار)) دوه بيته شعر راولي، چې امامت د زهراى بتول د زوى سر لوړي او عزتمن امام حسين حق دى؛ نه د يزيد، د ځيګر خورې هندې د زوى چې د پستۍ پګړۍ يې پر سر ده.
ان الامامة لم تکن، للئيم ماتحت العامة
من سبط هندوا بنها، دون البتول ولاکوامة
٤_ (( ابن ابار)) د امام حسين په خبرو کې څو خبرو ته پام ور اړوي:
(الف): (( جاء عنه انه خطب فى ذلک الخطب الجليل، و زهد فى عيش کاالموعى الوبيل، و قال: لا اعطيکم بيدى اعطاء الذليل: يعنې په تاريخ کې راغلي چې هغه (امام حسين) په هغه مهم چار کې (د عاشورا پاڅون)، خبرې وکړې او حال دا، په ذلت او سختۍ کې يې له ژونده مخ اړو [خپلو دښمنانو ته یې] وويل: زه به په خپل لاس، د خوارو انسانانو په څېر، ځان در و نه سپارم)).
(ب): (( فانى لا ارى الموت الاسعادة؛ مرګ مازې نېکمرغي وينم[16]))
(ج): (( الا ترون الحق لا يعمل به، و الباطل لا يتناهى عنه و… ايا نه وينئ، چې پر حق عمل نه کېږي او له باطلو لاس نه اخلي؟[17]))
٥_ د امام حسين او يزيد شخصیت راپېژني: ((حسين ټوله شپه تر ګهيځه، الله تعالی ستايه او قرآن یې لوست او يزيد ټول عمر په شرارت او کينې کې تېر کړ؛ نو ستاسې دې پر الله تعالی قسم وي، چې دوى څنګه يوځاى کېداى شول[18]؟))
٦_ د امام حسين د وژوونکيو او هغوى چې د حسين لاسنيوى يې کړى نه دى او بې پرې دريځ یې نیولی، پر وړاندې یې خپل دریځ اعلانوي: ما الشک عندى فى حال قاتله _لکننى اشک فى الخاذل[19] .
٧_ نن چې د عاشورا څېړونکيو پر خولو د ابو العلاء معري شعر دى، راوړي:
[1] ابن اعثم کوفي، الفتوح: ٣/٢٣ مخ، پينځمه برخه. خوارزمي، مقتل الحسين: ١/١٨٨ – ١٨٩ مخونه. ابن شهر آشوب، مناقب آل ابى طالب: ٤/٨٩ مخ.
[2] قاضى عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه: ١٤٢ مخ.
[3] .رساله للجاحظ فی بني امیه، ۱۲۰ مخ.
[4]تاريخ الطبري: ٥/٣٣٩. بلا ذري، انساب الاشراف: ١٦٩ مخ. ابن اثير، الکامل: ٤/٤٣ او ٧٥ مخونه. ابن کثير، البداية والنهايه: ٨/١٦٩-١٧٦ مخونه. شيخ مفيد: ٢/٧٥ مخ. ابن سعد، الطبقات الکبرى )ترجمه الامام الحسين(: ٦٧-٦٨ مخونه. فتال نيشابوري: روضة الواعظين: ٢١٤ مخ او…
[5] تاريخ الطبري: ٥/٣٩٩. بلا ذري، انساب الاشراف: ١٦٩ مخ او…
[6] خوارزمي، مستقل الحسين: ٢/٧ مخ. ابن عساکر، تاريخ مدينه د مشق: ٢١٧ مخ. طبري، الاحتجاج: ٢/٩٩ مخ. سيد ابن طاووس، الملهوف: ١٥٦ مخ.
[7] الرد على المتعصب العنيد: ٧١ مخ.
[8] الرد علي المتعصب العنيد المانع من لعن يزيد: ٧١ مخ.
[9]تېره سرچينه: ٨٣ مخ.
[10] د پورته سرچينې ٨٦ مخ
[11] ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح: ٣/٢٤٩ مخ.
[12] . علي (ک) دنیا ته وايي: ورځه، دا دام، بل مارغه ته کېده(نهج البلاغه:۷۷ حکمت)
[13] . د معاویه ابن ابي سفیان خبره ده: دنیا مې مال دی؛ ځمکه او زمان یعنې موږ!
[14](د نهج البلاغه، ٣٣ مه خطبه، د صبحى صالح سمونه)
[15] در رالسمطفى خبر السيط: ٩٤ مخ.
[16]تېره سرچينه: ١٠٣ مخ
[17]تېره سرچينه: ١-٤ مخ
[18]تېره سرچينه: ١١٦ مخ
[19]تېره سرچينه: ١١٥ مخ
-
ټیګونه:
- په کربلا پاڅون کې د امام حسين آريزه موخه پر نېکيو امر او له بديو منع وه
- عاشورا د (( جاحظ)) له ليدلوري
- عاشورا د (( قاضي عبدالجبار معتزلي)) له ليدلوري
- عاشورا د ابن ابار اُندلسي له ليد لوري:
- عاشورا د ابن ابى الحديد معتزلي شافعي له ليد لوري:
- عاشورا د ابن جوزي له ليدلوري:
- عاشورا د اهلسنتو له نظره