تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دعا څېړنه: اجرالدین اقبال دعا 7 د دعا روحانيت.. 8 له زړه نه الله تعالی ته لار. 10 اضطراري پرېکون او اختياري پرېکون. 14 د دعا شرايط. 14 د دعا پر قبلېدو ايمان او ګروهه 16 د تکوين او تشريع له سننو سره مخالف نه وي. 17 د دعا کوونکي د نورو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دعا

څېړنه: اجرالدین اقبال

دعا 7

د دعا روحانيت.. 8

له زړه نه الله تعالی ته لار. 10

اضطراري پرېکون او اختياري پرېکون. 14

د دعا شرايط. 14

د دعا پر قبلېدو ايمان او ګروهه 16

د تکوين او تشريع له سننو سره مخالف نه وي. 17

د دعا کوونکي د نورو چارو همغږي. 17

په دعا کې غوښتل شوی چار دې د ګناه پايله نه وي. 18

دعا بايد د فعاليت ځايناستې نشي. 21

دعا او د قضا و قدر. 23

دعا او حکمت بالغه 24

دعا او د خوښۍ مقام 24

د قدر شپې. 25

د دعا خوند او له خلکو پرېکون. 27

دعا او لمانځنه 30

ابوريحان البيروني او فقيه 31

حضرت علي (کرم الله وجهه) او د دعا روح. 35

دعا ته د الله تعالی اجازه اعتباري نه ده 38

دعا مازې د انبياوو ښوونه ده 39

دعا په مينې پورې اړه لري. 39

هغوی چې د دعا ذوق نه مومي د الله تعالی له درشله شړل شوي. 42

دعا د بندګۍ ښودل دي نه د ژوند وزله 43

له ټولو ځنې د دعا اوچته مرتبه غوښتل شوې نه ده 44

د دعا مرتبې د انسانانو له روحي مراتبو سره اړه لري. 47

دعا د معرفت مېوه ده 47

د څښتن تعالی له لورنې او کرم څخه نهيلي ستره ګناه ده 48

الله تعالی له خپلو بندګانو سره تر عدل څخه ډېر په جود وکرم معلامله کوي. 53

الله تعالی د چا پوروړی نه دی. 56

د هستۍ نظام د حسناتو پالنه کوي او سيئات خواروي. 59

پاکۍ، بدۍ هم له منځه وړي. 60

هيله په نړۍ کې د انسان يوازېنۍ پانګه ده 63

د اعمالو او سزا د اړیکې په اړه د فیلسوفانه انګېرنې ستونزه 68

دعا د هر دين لاينفک برخه ده 76

په دعا کې آر، له الله تعالی سره مينه ده 78

دعا ته د الله تعالی د ځوابونو ډولونه 82

د دعا نه قبلېدو دلايل. 83

د دعا په اړه د «ګالتن» څېړنېزه شمېرنه 84

د انبياوو او امامانو هم ټولې دعاوې قبولې شوي نه دي. 87

د دعا په قبلېدو کې ځنډ، نبايد انسان د دعا له آره واړوي. 88

الله تعالی د بشري هوسونو د پوره کولو وزله نه ده 91

مازې پر دعا توفيق، د دعا بدله او ځواب دی. 91

غوره ده، انسان په دعا کې له الله تعالی پاتېدونې چارې وغواړي. 92

پېغمبران او ديني مشران د سمې دعا کولو د طريقې غوره ښووونکي دي. 93

د پالونکي په درشل کې تذلل. 95

پر ګناهونو ژړا او زارۍ. 97

هغوی چې دعا یې نه قبلېږي. 105

 

دعا

((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ[1]= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي، (نوووايه: )چې زه نژدې يم او بلونكى، چې ما وبلي؛ نو دعا يې قبلوم؛ نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي، چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسي )

د دعا روحانيت

دعا اجر او ثواب لري او د دعا د منل کېدو ژمنه شوې؛ خو که دعا له ژبې تېره شي او ژبه له زړه سره همغږي پيدا کړي او د انسان روح ولړزوي؛ نو ستر روحانيت لري؛ داسې به وي؛ لکه چې انسان ځان په رڼا کې ډوب ويني او هله به د انسان د شرافت ګوهر احساس کړي. هغه مهال به پوه شي، چې په نورو وختو کې، چې نورو وړو څيزونو پر ځان بوخت کړى و او کړاوه يې، څومره پرېوتي ول.

انسان چې کله بې له خدايه څه غواړي؛ نو د بې پتۍ احساس کوي؛ خو چې له خدايه څه غواړي؛ نو د پت احساس کوي؛ نو دعا هم طلب (غوښتنه) ده او هم مطلوب. هم وزله ده او هم موخه. هم سريزه ده او هم پايله. الهي اولياوو د دعا هومره بل هېڅ څيز هم ښه نه ايسېدل، د زړه ټول حال يې خپل واقعي محبوب ته وايه او تر مطلوبونو يې ډېر خپلو طلبونو، دعاګانو او راز و نياز ته ارزښت ورکاوه، په دعاګانو نه ستړي کېدل؛ لکه څنګه چې حضرت علي (کرم الله وجهه) “کميل نخغي” ته وايي:

((ناڅاپه د بصيرت د حقيقت په کمال کې آګاهي يې پر زړونو راکېووته او د يقين خوند يې درک کړ او د هغه له حقيقت سره يې اړيکه ونيوه او له څه نه، چې دنيا لمانځي په وېره کې دي او ناوړه او ستونزمن يې ګڼي؛ دوى ته نرم، په زړه پورې او خوښ دي او له هغه څه سره مل شوي، چې ناپوهان ترې په تېښته کې دي او له دنياوالو سره يې په هغو بدنونو معاشره کړې، چې د بدنونو روح يې په ربوبي عالم پورې اړوند دى. ))

پرعکس يې هغه تور، قلف شوي او زنګ وهلي زړونه دي، چې د الله تعالی له درشله شړل شوي دي.

له زړه نه الله تعالی ته لار

هر څوک له زړه نه الله تعالی ته لار لري. له ټولو زړونو د الله تعالی پر لوري ور شته. ان تر ټولو ستر ګناهګاران، چې په سختيو کې راښکېل شي او ټول ورونه پرې وتړل شي؛ نو الله تعالی ته زارۍ کوي، چې دا د انسان په وجود کې يو فطري او طبيعي لېوالتيا ده؛ خو کله پرې د ګناه او سرغړونې دوړې غورځېږي. په سختيو کې، چې دا دوړې والوځي؛ نو په خپله دا لېوالتيا تحريک او په خوځښت شي.

يو سړي امام صادق وپوښت: د الله تعالی پر وجود څه دليل دى؟ امام: تر اوسه په بېړۍ کې سور شوى يې؟ و يې ويل: هو ! امام: تر اوسه پېښ شوي، چې په سمندر کې توپان شي او بېړۍ د ډوبېدو په حال کې وي او له هر ځايه دې هيله پرې شي؟ و يې ويل: هو داسې راپېښ شوي ول. امام وويل: هغه مهال دې زړه يو ځاى ته متوجه و او پناه يې غوښته او له يو ټکي يې غوښتل، چې و يې ژغوري؟و يې ويل: هو! امام: هغه هماغه الله تعالی دى، چې په هغو سختو حالاتو کې دې ترې پناه غوښته.

امام صادق سړي ته د زړه له لارې يې الله تعالی وروپېژانده.

((وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ[2]= او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟!))

دا لېوالتيا، چې د بشر په فطرت کې ده، هغه مهال راښکاره کېږي، چې له نورو اسبابو يې تمه پرې شي، چې په خپله دا لېوالتيا دداسې ځواک پر شتون دليل دى او که نه و؛ نو د انسان وجود به داسې لېوالتيا نه درلوده.

البته دا سره توپير لري، چې يوه لېوالتيا د انسان په وجود کې وي او داچې انسان هغه لېوالتيا پوره وپېژني او په موخه يې پوه شي. د شيدو خوړو لېوالتيا له پيله په ماشوم کې وي، چې کله وږى شي او دا اړتيا يې په وجود کې پيدا شي؛ نو دا لېوالتيا هڅېږي، چې د ناليدي، ناپيژاندي او ناروږد تي پر لور يې ښیونوي. دا لېوالتيا په خپله يو لارښود دى، چې خوله يې پرانځي او د تي په لټه کې شي او که و يې نه موند؛ نو په ژړا کېږي او په خپله ژړا کول له موره د مرستې غوښتنه ده؛ هماغه مور، چې تر اوسه يې نه پېژني او له وجوده يې خبر نه دى؛ خو په خپله ماشوم نه پوهېږي، چې ددې لېوالتيا موخه څه ده، ددې ژړا موخه څه ده، ولې يې دا لېوالتيا په وجود کې ايښوول شوې ده؛ نه پوهېږي، چې هاضمي سيستم لري او دا سيستم يې خواړه غواړي او نه پوهېږي، چې د څه لپاره شيده غواړي.

موږ د انسانيت عالي لېوالتياوو، الله تعالی غوښتنې، الله تعالی پلټنې او دعا ته د هماغه ماشوم حالت لرو، چې نه يې تى ليدلى او نه مور او نه مور پېژني.

((إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ[3]= موږ د الله يو او لوري ته يې ورستنېدونکي يو!))

((أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الأمُورُ[4]= خبر اوسئ چې (ټولې) چارې يوازې د الله تعالی لوري ته ورګرځي!))

البته که تى او شيده د ماشوم له معدې سره مناسب نه ول؛ غريزې به هم هغې لوري ته نه راکاږه. ددې خوړو او هغې لېوالتيا ترمنځ اړيکه او پيوستون دى او همداسې دي د انسان د وجود نورې لېوالتياوې. يوه لېوالتيا هم د انسان په وجود کې بېځايه نه ده پنځول شوې او ټولې د انسان د اړتيا له مخې او د اړتيا پوره کولو لپاره پنځول شوي دي.

اضطراري پرېکون او اختياري پرېکون

شونې ده، انسان په دوو حالتو کې الله تعالی ياد کړي: يو هغه مهال، چې علل او اسباب ترې پرې شي او په سختۍ کې راښکېل شي او يو وخت هغه مهال، چې روح يې پورته والوځي او په خپله ځان له اسبابو او عللونو راوشلوي. د اضطرار او د اسبابو د پرې کېدو پرمهال انسان په خپله د الله تعالی پر لوري ځي او بلنې ته اړتيا نه لري، چې دا انسان ته کمال نه دى او د انسان د نفس کمال په دې کې دى، چې په خپله ځان له اسبابو او عللو راوشلوي او روح يې والوځي.

د دعا شرايط

دعا خپل شرايط لري او لومړى شرط يې دادى، چې واقعاً غوښتنه د انسان په وجود کې راپيدا شي او د بدن ټولې ذرې يې دا غوښتنه څرګنده کړي، چې واقعاً څه چې غواړي د اړتيا، غوښتنې او دعا په بڼه شي؛ لکه څنګه چې د بدن په يوه برخه کې يې چې څه ته اړتيا پيدا شي؛ د بدن ټول غړي يې په فعاليت پيل وکړي او ان يو غړى خپل کار رالږ وي، چې د بل غړي اړتيا پوره شي. د بېلګې په توګه: که انسان تږى شي او د تندې اغېز يې په ټول بدن کې راښکاره شي؛ د بدن ټول غړي يې په يو ځاى وايي: ((اوبه !))

ټولې نړۍ ته د انسان اروايي او مانيزه اړتيا_چې د هستۍ يوه برخه ده_ همداسې ده. د انسان اروا د هستۍ يوه برخه ده؛ که واقعاً يې په وجود کې اړتيا راپيدا شي؛ نو د هستۍ ستره غونډاله-دستګاه يې بې برخې نه پرېږدي.

((أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ[5]=يا هغه چې د اړمن دعا قبلوي، كړاو لرې كوي او تاسې د ځمكې ځايناستي كوي، ايا له الله سره بل معبود شته؟ تاسې ډېر لږ نصيحت منئ. ))

د دعا پر قبلېدو ايمان او ګروهه

د دعا بل شرط د الله تعالی پر ناپايه رحمت ايمان دى، چې هغه هېڅکله خپل لورنه او فيض له خپلو بندګانو نه سپموي، ايمان ولري، چې د الله تعالی د لورنې ور هېڅکله پر بندګانو نه تړل کېږي او ټولې نيمګړتياوې د بنده له لوري دي. امام علي بن الحسين زين العابدين د “ابوحمزه” په مشهوره دعا کې _چې هيلې او ډاډ پکې څپې وهي او امام به د رمضان په مياشت کې ويله_ خپل الله تعالی ته وايي:

(( الله تعالیه ! له تا يې غواړم او تاته هيله من يم، ستا له فضل او لورنې غوښتنه سمه ګڼم او ستا د درشل ورونه تل هغوى ته پرانېستي دي، چې له تا يې غواړي او په ډاډ پوه يم، چې ته د دعا کوونکيو د دعا قبلېدو او پناه غوښتونکيو ته پناه ورکولو ته چمتو يې او همداراز ډاډمن يم، چې ستا په بښنه او رضا. . . .

د تکوين او تشريع له سننو سره مخالف نه وي

د دعا بل شرط دادى، چې د تکوين او تشريع له سننو سره مخالف نه وي. دعا هغو موخو ته د رسېدو لپاره مرسته غوښتل دي، چې د تکوين او تشريع قانون ورته ټاکلي وي او که دعا داسې وي؛ نو د يو طبيعي غوښتنې بڼه به ولري او داچې په غونډال کې توازن او تعادل دى؛ نو په هر ځاى کې، چې اړتيا وي، فيض او مرسته به وررسي؛ خو د هغو څيزونو غوښتنه، چې د تکوين او تشريع د قانون پرخلاف وي؛ لکه په دنيا کې تلپاتې ژوند؛ نو دا ډول دعاوې واقعي دعاوې نه دي.

د دعا کوونکي د نورو چارو همغږي

د دعا بل شرط دادى، چې د دعا کوونکي د ژوند نورې چارې له ژوند سره همغږي ولري؛ يعنې هغوى د تکوين او تشريع له موخو سره همغږي ولري؛ پاک سوتره زړه ولري؛ ګټه او کسب يې حلال وي او پر خلکو يې تېرى نه وي کړى.

 په دې هکله امام صادق وايي:

(( که غواړئ دعا مو ومنل شي؛ نو خپله ګټه او کسب-ورهڼه حلال ساتئ، د خلکو حق پر غاړه مه پرېږدئ؛ ځکه د هغه بنده دعا پورته نه وړل کېږي، چې د چا حق يې پر غاړه وي[6]. ))

په دعا کې غوښتل شوی چار دې د ګناه پايله نه وي

د دعا بل شرط، چې بالفعل کوم حالت لري او هيله من وي، چې حالت يې بدلون او غوراوى ومومي، په دنده کې يې د ناغېړۍ پايله نه وي. په بله وينا: د کوم حالت د بدلېدو دعا، چې کوي، د ګناهونو منطقي عقوبت او پايله يې نه وي، چې په دې بڼه کې څو يې توبه نه وي کړي او ددې حالت موجبات يې له منځه نه وي وړي؛ نو حالت به يې بدل نشي. د بېلګې په توګه: پر نېکيو امر او له بديو منع فرض ده. د ټولنې سمونه او ورانونه د همدې آر په پلي کولو او نه پلي کولو پورې اړه لري. ” پر نېکيو امر او له بديو د منع” د پرېښوو منطقي پايله داده، چې د ټولنې ډګر به اشرارو ته تش وي او پر خلکو به واکمن شي. که خلک په دې دنده کې ناغېړي وکړي او ددې ګناه پر منطقي پايله او عقوبت اخته شي او بيا وغواړي په دعا له دې بلا ځان وژغوري؛ نو دا ناشونى چار دى. يوازېنۍ لار يې داده، چې توبه وکړي او بيا د خپلې وسې هومره ” پر نېکيو امر او له بديو منع” وکړي؛ البته په دې توګه به سوکه سوکه خپلې موخې او مطلوب ته ورسي.

((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ[7]= په حقيقت كې الله تعالی د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى))

الهي سنت داسې دى، چې څو په خپله خلکو هغه چارې نه وي بدلې کړي، چې په ځان پورې يې اړه لري؛ نو الله تعالی يې هم نه بدلوي.

په معتبرو احاديثو کې راغلي: ((پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ؛ ګنې ناوړه وګړي به درباندې واکمن شي او که بيا مو نېکچاري دعا هم کوي؛ نو نه به منل کېږي. ))

په حقيقت کې دا ډول دعاوې هم د تکوين او تشريع د قانون پرخلاف دي.

همداراز که څوک عمل نه کوي او يوازې دعا کوي؛ نو دا کار يې د تکوين او تشريع د قانون پرخلاف دى.

په دې هکله امام علي کرم الله وجهه وايي: (( هغه چې عمل نه کوي او دعا کوي؛ نو د هغه کس په څېر به وي، چې په بې ربړه-تسمې ليندۍ غشى ايشتل غواړي.[8] ))؛ يعنې عمل او دعا یو د بل بشپړوونکي دي او دعا بې له عمله اغېز نه لري.

دعا بايد د فعاليت ځايناستې نشي

د دعا بل شرط دادى، چې واقعاً د اړتيا ښکارندوى وي او هغه مهال وي، چې انسان مطلوب ته لاسرسى نه لري او بېوسه وي؛ خو که د يوې اړتيا د پوره کېدو کونجي د انسان په لاس کې وي او هغه کفران نعمت کوي او د کونجې له کارولو ډډه کوي او له خدايه غواړي هغه ور ورته پرانځي، چې کونجي يې د دعا کوونکي په لاس کې ده او په کونجي د ور د پرانستلو وس ترې واخله؛ نو داسې دعا د منل کېدو وړ نه ده.

دا ډول دعاوې هم بايد د تکوين او تشريع د قانون پرخلاف وګڼل شي. دعا د وس لاس ته راوړو لپاره وي.

په روايت[9] کې راغلي دي: پينځه دعاوې نه منل کېږي: يو د هغه کس دعا، چې مېرمن لري او خپله مېرمن کړوي او له لاسه يې پوزې ته راغلى وي او غواړي بې له مهر ورکولو يې طلاقه کړي؛ خو طلاق نه ورکوي او تل وايي: خدايه ما ددې ښځې له شره خلاص کړې. بل د هغه دعا، چې مريى لري او تل ترې تښتي او بيا يې هم له ځان سره ساتلى وي، ووايي: خدايه ما ددې مريي له شره خلاص کړې، حال دا، کړاى شي دا مريى وپلوري. بل د هغه کس دعا نه منل کېږي، چې د يو کوږ دېوال تر غاړې روان دى او پوهېږي، چې راغورځېږي؛ خو ترې نه لرې کېږي، ووايي: خدايه و مې ساتې. بل د هغه دعا، چې بل کس ته يې پور ورکړى وي؛ خو ناغېړي يې کړې وي، شاهد و نه لري او سند يې نه وي ليکلى او پورړوى يې پور نه ورکوي او پورورکوونکى تل دعا وکړي: خدايه ! پور مې له پوروړي واخله، حال دا، په خپل لاس کې يې ول، چې شاهد ونيسي او يا سند وليکي. بل د هغه دعا نه منل کېږي، چې په کور کې ناست وي، ورهڼه-کار و کسب يې پرېښى وي او تل ووايي: ((اللهم ارزقنى-خدايه روزي راکړې. ))

روښانه ده، چې يوازې همدا پنيځه ځايونه نه دي. دا يې بېلګې ته راوړي دي.

په هستۍ کې دعا ددې لپاره نه ده، چې د عمل ځايناستې شي. دعا د عمل بشپړونکې ده؛ نه ځايناستې.

دعا او د قضا و قدر

د دعا په هکله پخو او نن خورا پوښتنې شوي دي؛ لکه: دعا د قضا و قدر له ګروهې سره اړخ نه لګوي او که ومنو، چې هر څه الهي قضا وقدر ټاکلي دي؛ نو دلته د دعا اغېز څه دى؟

دعا او حکمت بالغه

يا داچې دعا له دې ګروهې سره اړخ نه لګوي، چې الله تعالی حکيم دى او ټول چارې يې د حکمت او مصلحت له مخې دي او څه چې دي او موږ يې په دعا بدلول غواړو، له مصلحت او حکمت سره اړخ لګوي که نه. که له حکمت سره اړخ لګوي؛ نو نه ښايي موږ له خدايه هغه څه وغواړو، چې له حکمت سره اړخ نه لګوي او نه ښايي الله تعالی داسې دعا ومني او که له حکمت سره يې اړخ لګوي؛ نو څنګه منلاى شو، چې د هستۍ په چارو کې د حکمت او مصلحت پرخلاف چار وي، حال دا، هستي د الله تعالی د حکميانه مشيت له مخې پنځول شوې ده؟

دعا او د خوښۍ مقام

يا داچې دعا د انسان د رضا او خوښۍ له مقام سره اړخ نه لګوي؛ يعنې پر هغه څه خوښ نه وي، چې الله تعالی ورکړى دى.

دا ويينې او پوښتنې ډېره مخينه لري ان زموږ د ادبياتو يوه برخه ده؛ خو پردې خبرو د ويينو وخت نشته او ددې ټولو نيوکو سرچينه داده، چې انګېرلي يې دي، چې دعا د قضاوقدر او الهي حکمت له حوزې وتلى چار دى، حال دا، په خپله دعا هم د الهي قضاوقدر يوه برخه ده او احياناً د ځينو قضاو قدرونو مخه نيسي؛ نوځکه نه پر قضا له خوښۍ سره ټکر لري او نه له الهي حکمت سره.

د قدر شپې

((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ[10]= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي، (نو ووايه: )چې زه نژدې يم او بلونكى، چې ما وبلي؛ نو دعا يې قبلوم؛ نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي، چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسي ). ))

دا آيت د رمضان د مياشتې د آيتونو په منځ کې دى او کېداى شي دا آيت يې ځکه د رمضان د مياشتې په آيتونو کې راوړى وي، چې دا مياشت دعا او استفغار ته ځانګړې ده او ديني مشرانو په دې شپه ويښ ول او عبادتونه او دعاوې يې کولې.

د رمضان روستۍ لس شپې به چې شوې؛ نو د الله تعالی رسول به ويل: “بستره مې د روژې تر پايه مه اچوئ” او په دې شپو کې به تل په عبادت او دعاګانو بوخت و.

علي بن الحسين به د رمضان په شپو کې نه ويدېده، د شپې به يې يا لمونځونه کول، يا دعا او يا د بېوزليو لاسنيوى او په پشمني کې به يې ځانګړې دعا ويله، چې په “ابوحمزه ثمالي”مشهوره ده.

د دعا خوند او له خلکو پرېکون

هغوى چې د دعا په خوند پوه شوي او له خلکو يې الله تعالی ته مخه کړې وي؛ نو په دې خوند يو خوند ته هم لومړيت نه ورکوي؛ دعا هغه مهال لوړې، ستريا او خوند ته رسي، چې دعا کوونکى ځان په نېکمرغۍ کې ډوب او د الله تعالی د ځانګړې پېرزو او د دعا د منل کېدو نښې وويني. ((خدايه !په هغه څه کې راته حسن نظر راوښيه، چې درنه مې غوښتي دي او د دعا د منل کېدو خوږلنى راباندې وڅکه.[11]))

 پوهان وايي: “علم اليقين”، “عين اليقين” او “حق اليقين” سره توپير لري، وايي: فرض کړئ پر يو ځاى اور لګېدلى دى. يو وخت تاسې ددې اور اغېز مثلاً لوګى وينئ او له لوګي پوهېږئ، چې هلته اور دى. دا “علم اليقين” دى. يو وخت په خپله اور له نږدې وينئ. دا “عين اليقين” دى، چې تر پوهې اوچت دى او مشهود دى. يو وخت اور ته دومره ورنږدې کېږئ، چې د اور تودوخه مو بدن ته رارسي او ګرموي مو. دا “حق اليقين” دى.

شونې ده، چې انسان الله تعالی ښه وپېژني او پر سپېڅلي ذات يې ايمان ولري؛ خو په ژوند کې يې هغه پېرزو او عنايت و نه ويني، چې الله تعالی يې خپلو بندګانو ته ورکوي. دا د “علم اليقين” درجه ده؛ خو کله داسې وي، چې عملاً د توحيد اغېز ويني، دعا کوي او خپله دعا منل شوې ګڼي، په چارو کې پر الله تعالی ډاډ او توکل کوي او له “غيرالله” يې ډاډ پرې کېږي او ددې توکل، ډاډ او دعا اغېز په خپل ژوند کې ويني او دا د “عين اليقين” درجه ده. د الله تعالی هغه بندګان خوند اخلي، چې پر الله تعالی ډاډ لري او د خپل توکل، ډاډ او دعا اغېز په خپل ژوند کې ويني او له هغو نېکمرغيو برخمنېږي، چې موږ يې لږ تصور کړاى شو؛ البته تردې اوچته درجه هغه ده، چې دعا کوونکى ځان نېغ په نېغه د حق له ذات سره په اړيکه کې وويني او ځان ورته نه ښکاري؛ فعل د هغه فعل، صفت د هغه صفت او په هر څه کې هغه ويني.

انسان، چې کله کوم هنر، علم او فن زده کړي، ډاکټر يا انجينر شي؛ نو تر کلونو کلونو زحمتونو روسته چې د خپل کار او زحمت اغېز او پايله ويني، د بېلګې په توګه، چې کله ناروغ ورته راشي او درملنه يې وکړي او ناروغ روغ شي او انجينر د خپلې نخچې جوړ شوى کور وويني؛ نو په خوشحالۍ کې ډوبېږي او په خپل ځان کې عزت احساسوي. تر ټولو غوره خوند هغه دى، چې انسان د خپل هنر اغېز وويني.

نو څومره به انسان خوشحاله وي، چې پر الله تعالی د ايمان د هنر اغېز؛ يعنې پر ځان د الله تعالی پېرزو وويني. کوم عزت، خوشحالي او برى، چې لري؛ تر هرې درجې لوړ دى او خوند يې تر ټولو خوندونو خوږ دى.

الله تعالی دې موږ ددې وړ کړي، چې د دعا کولو توفيق ومومو او ددې سپېڅلي روحاني حالت له نعمتونو برخمن شو.

دعا او لمانځنه

د ځينې ارواپوهانو له نظره دعا او عبادت د انسان په ځانګړيو وړتیاوو کې شمېرل کېږي. لومړۍ خبره داده، چې ایا دعا او عبادت په انسان کې اصيل حس او غريزه ده او که نورو غرايزو زېږولي؟ ډېرى ارواپوهانو په انسان کې دعا او عبادت اصيل حس منلى دى.

په يوه ارواپوهيزه مقاله کې مې ولوستل: د انسان اروا له هغه اړخه، چې انسان، انسان دى، څو اړخه لري، چې په څارويو کې نشته. هغه دا غرايز په “بُعد=اړخ” تعبير کړل، چې د انسان وجود څو بُعده لري: د حقيقت پلټنې بُعد يا علم؛ يعنې پردې سربېره، چې پوهه د انسان ژوند ته ګټوره ده، د ژوند وزله هم ده او له هغه اړخه مطلوبه ده، چې انسان ته حقايق رابرسېروي. انسان حقيقت په خپله د حقيقت لپاره هم غواړي او ګومان نه کوم، چې په دې اړه څه اړنګ وي. د مثال په توګه: که موږ پوه شو، چې يوه ډله علماء يو داسې حقيقت ته رسېدلي، چې دا حقيقت اصلاً پر ځمکه د خلکو د ژوند په هکله او ان د لمريز غونډال په هکله هم نه دى او پرې پوهېدل او نه پوهېدل راباندې د ستنې د سر هومره اغېز هم نه لري، بيا هم که وپوښتل شو، چې ایا زړه دې غواړي پرې پوه شې که نه؟؛ نو څوک هم نه وايي، چې ورباندې پوهېدل او نه پوهېدل راته يو شان دي، بيا هم انسان غواړي پرې پوه شي.

 پوهه رڼا ده او ناپوهي تپه تياره. انسان بالضروره له ناپوهۍ او تيارې په تېښته کې دى او رڼا ته لېوالتيا لري.

ابوريحان البيروني او فقيه

د “تراجم” په کتاب کې ليکل شوي: مشهوره ده، چې يو فقيه وايي: ابوريحان په مرګ رنځور و، چې پوښتنې ته يې ولاړم او و مې ليدل، چې مرګ يې رانږدې دى؛ خو ماغزه يې پر ځاى ول؛ نو په هماغه حال يې سترګې پرانېستې او د ميراث په هکله يې رانه يوه فقهي پوښتنه وکړه. زه حيران شوم، چې په مرګونى حال ولې داسې پوښتي؟

راته يې وويل: که زه پوه ومرم؛ نو ښه ده او که ناپوه؟پوهېږم، چې مرم؛ خو فکر کوم ښه به وي، چې پوه شم او ومرم نه داچې ومرم او ناپوه يم.

 ما يې هم ځواب ورکړ. تر وسه لا خپل کور ته نه وم رسېدلى، چې له کوره يې چغې راپورته شوې، چې ابوريحان ومړ.

بل يې اخلاقي اړخ ښوولى. البته مراد ترې انساني عاطفه او له نورو انسانانو سره مينه ده، چې د اصيلې عاطفې په بڼه پرې ګروهن دى.

 بل د ښکلا اړخ دى، چې په خپله ښکلا انسان ته اصالت لري.

بل اړخ يې د دعا او عبادت اړخ ښوولى. ډېرى خلکو دا خبره کړې؛ خو “ويليام جيمز” پرې ډېر ټينګار کړى، چې د “دين او اروا” په نامه کتاب يې هم ژباړل شوى دى، چې د کتاب ليکوال د دېرش کالو لپاره د خلکو په ديني اروايي حالت ازمېښتونه کړي ول او ترې راورسېد، چې ديني حس ته په اصالت قايل شو.

دا يو انساني حس دى او که غواړو، چې روزنه مو بشپړه شي؛ نو دا بايد پياوړى شي.

د يوې نيوکې ځواب

سره له دې، چې اسلام زموږ دين دى او بايد د دعا او عبادت حس پکې پياوړى او روزل شوى وي؛ خو هېڅ پام ورته نشته. هغه عبادتونه هم، چې په اديانو کې راغلي، د عبادت له حس سره کار نه لري؛ له تمې سره کار لري، چې بايد مبارزه ورسره وشي او يا له وېرې سره، چې له هغې سره هم بايد مبارزه وشي. په اديانو کې عبادت يوازې يوه ملامله ده؛ ځکه اديان انسانان، چې جنت ته ولاړ شئ او له دوزخه به وژغورل شئ جنت؛ يعنې هغه ځاى، چې پکې ډول ډول خوندونه دي، حورې دي، بې مستۍ شرابونه دي، “جنات تجري من تحتها الانهار” دي او ډول ډول جنتي خواړه او مېوې دي؛ نو څوک چې د آخرت د خوندونو لپاره د دنيا له خوندونو سترګې پټوي؛ نو نه يوازې الله تعالی لمانځى نه دى او د خپلې دعا حس نه پياوړى کوي؛ بلکې هغه انسان دى، چې تر نړۍ لمانځو هم ډېر توکيز دى؛ ځکه يو نړۍ لمانځى انسان د همدې دنيا په محدودو خوندونو قانع کېږي؛ خو هغه يو حسابپال دى؛ حسابوي، چې که وغواړي د دنيا څلوېښت کاله عمر په خوندونو کې تېر کړي؛ نو ډېر خوندونه يې نه دي اخستي او بالاخره به پاى ته ورسي؛ نو له ځان سره وايي: په دې څلوېښت کالو کې به په ځان سخته تېره کړم؛ نو په هغه دنيا کې به تلپاتې خوندونو ته ورسم؛ نو دې کار ته هڅونکى يې تمه ده او هغه، چې د دوزخ له وېرې ګناه نه کوي، هم همداسې دي؛ نو په اديانو کې د انسان د دعا او عبادت حس ته پام نه دى شوى او دا نيوکه ډېره مسيحيان د اسلام په هکله کوي، چې په قرآن کې توکيزو نعمتونو ته ډېر پام شوى دى.

دا نيوکه بېځايه ده. لومړى داچې پوهېږو په اسلام کې عبادتونه خپلې درجې لري، چې يوه درجه يې د جنت لپاره عبادت دى او بله درجه يې له دوزخه د ژغورنې لپاره عبادت دى او له دې پورته هم درجې شته چې موخه يې جنت او دوزخ نه وي، چې دا مسله په قرآن او سنتو کې خورا ويل شوې ده.

حضرت علي وايي:

ان قوما عبدوا الله طعما فتلک عبادة التجار، وان قوما عبدوا الله خوفا فتلک عبادة العبيد، وان قوما عبدوا الله شکراً (حباً) فتلک عبادة الاحرار[12].

ځينې خلک د الله تعالی عبادت جنت د تمې لپاره کوي، چې دا تجارت ډولى عبادت دى؛ دلته کار کوي، چې هلته يې ګټه واخلي او ځينې د دوزخ له وېرې عبادت کوي، چې د دوى دا کار مريانو ته ورته دى، چې د کوړې او وهلو له وېرې عبادت کوي.

 بله ډله نه د جنت د تمې لپاره او نه د دوزخ له وېرې عبادت کوي؛ بلکې د شکر لمونځ کوي؛ يعنې خپل الله تعالی پېژني، الله تعالی يې چې وپېژانده؛ نو څه چې لري، د الله تعالی يې ګڼي او ددې لپاره، چې هر څه د الله تعالی ګڼي؛ نو د شکر ايستنې حس يې عبادت ته اړ کوي؛ يعنې که نه جنت وي او نه دوزخ؛ نو هماغه د الله تعالی پېژندنې او د شکر ايستنې حس يې عبادت ته هڅوي، چې دا د احرارو او ازادو خلکو عبادت دى.

هغه اولنى د خپلې تمې بنده دى، دويم د خپلې وېرې بنده او درېیم د وېرې او تمې له بنده خلاص او ازاد دى.

حضرت علي (کرم الله وجهه) او د دعا روح

خبره  داده، چې په اسلام کې د عبادت او دعا روح ته خورا ارزښت ورکول شوى او دا دوه درې حديثونه مې، چې بېلګې ته راوړل په څېر يې خورا روايتونه دي. امير المؤمنين علي بن ابيطالب وايي:

الهى! ما عبدتک خوفا من نارک و لا طعما فى جنتک بل وجدتک اهلا للعبادة فعبدتک.

خدايه! د دوزخ له وېرې او جنت ته د تمې لپاره دې عبادت نه کوم؛ بلکې ځکه دې لمانځم، چې ته مې د عبادت وړ وليدې[13].   

د “کميل” دعا سر تر پايه په لوړه مانا دعا ده. تاسې به په دې دعا کې نه د جنت تمه وګورئ او نه له دوزخه وېره.

 اسلامي دعاوې _البته ناشونې ده، چې ټولې دعاوې په يوه سطحه وي_لوړ مضامين لري. په روايتونو کې لاندې دعا د ((مناجات شعبانيه)) په نامه راغلې، چې حضرت علي (کرم الله وجهه) او امامانو به دا دعا ويله، د امامانو په سطح دعا؛ يعنې په ډېره لوړه سطح. انسان، چې کله دا دعا لولي؛ نو پوهېږي، چې په اسلام کې د دعا روح څه ته وايي.

الهى! هب لى کمال الانقطاع اليک و انز ابصار قلوبنا بضياء نظرها اليک حتى تحرق ابصار القلوب حجب النور فتصل الى معدن العظمة و تصير ارواحنا معلقة بعز قدسک.. . الهى والحقنى بنور عزک الابهج فاکون لک عارفا و عن سواک منحرفا.

ددې ماناوو انځورونه هم موږ ته ستونزمنه ده.

د ابوحمزه ثمالي دعا هم همداسې ده. د امام زين العابدين دعا، چې په مناجات ((خمسة عشر)) مشهوره ده، هم همداسې ده. مناجات خايفين، مناجات ذاکرين، مناجات طالبين.. . . دومره لطيفې او لوړې ماناوې لري ، چې انسان حيرانوي. په خپله نهج البلاغه هم له داسې مطالبو ډکه ده، چې يوه برخه يې راخلو:

امام علي (کرم الله وجهه) کميل ته وايي: خلک درې ډلې دي: رباني عالم، متعلمان او همج رعاع.

 بيا امام وايي: ډېرې خبرې راسره دي، چې وړ يې نه پيدا کېږي.

وګړي ويشي او وايي: ځينې ډېر هوښيار وي، پوهېږي؛ خو ډاډ پرې نه وي او همدوى د دنياپالنې وزله کوي. ځينې ښه خلک دي؛ نو ناپوه او ډرپل دي او درک نه لري او زه به چا ته ووايم او آخر به هم خپله پوهه له ځان سره قبر ته يوسم. وړ يې نه پيدا کېږي او بيا ددې لپاره، چې ټول نهيلي نه کړي، وايي:

اللهم بلى لا تخلوا الارض من قائم لله بحجة اما ظاهرا مشهورا و اما خائفا معمورا.. . . و يزرعوها فى قلوب اشباههم.

د مضمون لنډيز يې دادى، چې تل يوه ډله وي، چې الله تعالی په دوى د وړ خلکو په زړونو کې معنويات او حجتونه کري او بيا په هکله يې وايي: هجهم بهم العلم على حقيقة البصيرة؛ علم د بصيرت د حقيقت په مانا يرغل کړى (معلومه ده، چې افاضي علم دى نه اکتسابي). وباشروا روح اليقين؛ يعنې د يقين روح ته رسېدلي. و استلانوا ما استوعره المترفون؛ هغه څيزونه ورته ډېر اسان دي، چې د مزوچړچو خاوندانو ته درانده او کلک دي. و انسوا بما استوحش منه الجاهلون؛ له هغو څيزونو سره مل وي، چې ناپوهان ترې ډارېږي.

دعا ته د الله تعالی اجازه اعتباري نه ده

د دعا په چار کې د څښتن تعالی اجازه اعتباري نه ده؛ يعنې د هغو اجازو په څېر نه ده چې مديران يې خپلو مامورينو ته ورکوي؛ بلکې له آره د الله تعالی او مخلوق ترمنځ تړاو، د خالق «اذن» او اجازه د مخلوق جوړښت ته ورګرځي. يعنې کله چې ويل کېږي، الله تعالی اجازه راکړې چې ويې بلو، په دې مانا ده چې داسې يې پنځولي يو چې کړای شو او بلکې څوبمن او لېوال يو، چې ويې بلو. يعنې الله تعالی انسانان داسې پيدا کړي چې هم يې بلنې ته اړمن دي او هم ورته لېوال دي:

این طلب در ما هم از ایجاد تُست

رستن از بیداد یا رب داد توست

این دعا از تو، اجابت هم ز تو

ایمنی از تو، مهلت هم ز تو

دعا مازې د انبياوو ښوونه ده

انسانانو «دعا» ابداع او رامنځته کړې نه ده؛ بلکې دا چار د الله تعالی له ښوونو او ابداعاتو ځنې دی، که پېغمبرانو خلکو ته ورزده کړي نه وای، چې الله تعالی بللی شو، انسانانو دا طريقه موندای نشوه. «دعا هم ستا ډالۍ، ورکړه او ښوونه ده.[14]»

 نوځکه الله تعالی نه یوازې انسانانو ته اجازه ورکړې چې ويې بلي؛ بلکې دې چار ته يې هڅولي هم دي. کله چې عارفان او له دې ځنې مولوي وايي چې دعا او اجابت يې دواړه د الله تعالی له لوري دي، په دې مانا دي چې هم اجازه او د دعا فرمان د الله تعالی له لوري دی او هم انسانان چې له الله تعالی سره د خبرو کولو کوم شوق لري، دواړه د الله تعالی ابداعات او غوښتنه ده او البته اجابت او قبلول هم د الله تعالی په رئوفو لاسونو کې دي.

دعا په مينې پورې اړه لري

له چا سره ناسته پاسته او خبرې کول او ترې خوند اخستل، په دې پورې اړه لري چې زړه يې درنه تښتولی وي. لومړی بايد زړه وتښتول شي چې ورپسې په انسان کې د خبرو اترو شوق پيدا شي. په همدې وخت کې انسان د محبت له بلونکي او سائق سره د خبرو کولو ډېره څوبتيا مومي:

همه جمال تو بینم چو چشم باز کنم

همه شراب تو نوشم چو لب فراز کنم

حرام دارم با دیګران سخن ګفتن

و چون حدیث تو آید سخن دراز کنم

هزار ګونه بلنګم به هر رهم که برند

رهی که آن به سوی تواست ترکتاز کنم[15]

د انسان له ځينو کسانو سره خبرې کول ښه نه ايسي او له ځينو سره يې يوازې خبرې کول ښه ايسي. د خبرو کولو شوق د روحي موانست او مجانست په پار دی:

بلبل از فیض ګل آموخت سخن ورنه نبود

این همه قول و غزل تعبیه در منقارش

ټول عشقونه او هنرونه چې له الله تعالی ځار شوي، د ړومبۍ زړه تښتونې زوکړه ده او که زړه تښتونه او دلربايي نه وه او که الله تعالی د پنځون له پيله انسانانو ته د جمال څنډه ښوولې نه وای؛ نو په نړۍ کې دا ګردې ويناوې، غزليات او زړه راولاړوونکې خبرې نه رامنځ ته کېدې:

ګر عشق نبودی و غم عشق نبودی

چندین سخن نغز که ګفتی که شنودی؟

ور باد نبودی که سه زلف ربودی

رخساره معشوق به عاشق که نمودی؟[16]

الله تعالی چې خلکو ته د دعا اجازه ورکړې، دا اجازه په دې مانا ده چې له یوې لوري يې انسانانو ته خپله څېره پرانستې او بلخو انسانانو ته يې د هندارې په څېر زړه ورکړی چې د جمال قصې يې وکړای شي. د الله تعالی حکم د مشتاقانو او څوبنو پر زړونو خوږ او خوندور دی؛ نوځکه يې دروند مکلفيت نه ننګېري؛ بلکې يو ډول ترغيب او هڅونه يې مومي.

خو داسې کسان هم ډير دي چې له دې درګاه دفع کېږي، جاهلان، ناپوهان او بدنامي د يا رب ويلو د ستور نه مومي، نه يې اجازه لري او او نه ورته څوبتيا:

جان جاهل زین دعا جز دور نیست

ز آنکه یا رب ګفتنش دستور نیست

هغوی چې د دعا ذوق نه مومي د الله تعالی له درشله شړل شوي

دا ډول وګړي ان که الله تعالی په تکلف هم وبولي، په ځان کې د مناجاتو او دعا ذوق نه مومي او دا يې د شړولو او دفع غوره نښه ده. که څوک وغواړي او راوبلي، نښه يې دا ده چې لار ورنژدې کوي او ګام اخستل يې ور اسانوي او کله چې څوک شړي، ورونه يې پر مخ ورتړي او له حق سره په خبرو کولو کې لږ کوټی ذوق هم ورته نه پرېږدي.

 په دې حالاتو کې انسان بايد خپل روح ته رجوع وکړي او د خپل دننني احوال پوښتنه ګروېګنه وکړي. دا ذوقونه يا ناذوقونه، دا خوندونه يا بې خوندۍ، دا روښنايي يا تيارې بې سببه نه دي. بايد خپل حالات لار پېژاندو ته ور وړاندې کړي او البته نبايد استدراج او د څښتن تعالی مکر له يادوه وباسو.

دعا د بندګۍ ښودل دي نه د ژوند وزله

د اصولو له مخې، دعا کول د بندګۍ ښودل دي نه د ژوند وزله. نه يې دې ويلي چې دعا وکړئ چې له لامله يې خپل ژوند خوندي او تامين کړئ دا شته؛ خو تردې خورا ډېر هم شته.

هر که کارد قصد ګندم باشدش

کاه خود اندر تبع مي آیدش

قصد در معراج دید دوست بود

در تبع عرش و ملایک هم نمود

په معراج کې اصلي موخه له الله تعالی سره ديدار و، که څه په ترڅ کې يې پرښتو هم ځانونه پېغمبر  صلی الله علیه و آله وسلم ته وروښودې.

دعا د اصولو له مخې له الله تعالی سره د انسان مؤانست، ورسره له ملګرتوبه خوند اخستل او په دې ناسته پاسته کې د ځان موندل دي. دعا له الله تعالی سره د رښتوني او عابدانه مينې يو ډول تجربه ده؛ خو البته په دې مينې کونې، ناستې پاستې او مجالستونو کې، يو لړ اغېزې او نور ثمرات هم رادبره کېږي. ظاهر ويني يې يوازې جنبي ګټو ته ورماتېږي؛ خو واقع ويني له دې مجالستونو او مؤانستونو اوچت خوند او نعمت نه مومي:

خلاف طریقت بود کاولیا

تمنا کنند از خدا جز خدا

ګر از دوست چشمت بر احسان اوست

تو دربند خویشی نه در بند دوست

له ټولو ځنې د دعا اوچته مرتبه غوښتل شوې نه ده

البته له ټولو يې غوښتي نه دي چې د الله تعالی په تړاو دومره استغراق او مجذوبيت ولري تردې چې له احسانه يې غافل شي؛ خو انسانانو ته يې ور زده کړي چې ټول انسانان په يوه مرتبه کې نه دي؛ بلکې ځينې د الله تعالی ځانګړي بندګان له ړومبيو مراتبو اوچتېږي او پورته مرتبې يې پر برخه کېږي.

د دعا اوچته مرتبه

عارفانو له يوې مرتبې خبر کړي يو چې تر دعا اوچته مرتبه ده او يوازې د يو شمېر نوادرو بندګانو پر برخه کېږي. په دې مرتبه کې اجازه، اذن او فرمان پر خپل ځای دی؛ خو د انسان احوال دا دی چې خپله په دعا خوله نه پرانځي،

يعنې په دې مقام کې وګړی له هستۍ وتلی يا د هستۍ پر وړاندې نه دی؛ بلکې د هستۍ د غونډال (نظام) يوه برخه ده. لږ تر لږه وګړی په يو نادر حالت کې، ځان د هستۍ يوه برخه بولي؛ نوځکه پکې د يو چار د بدلون شوق او غوښتنه نه رامنځته کېږي. په دې مرتبه کې څه چې په هستۍ يا پر ده تېرېږي، داسې په عين اړتيا او مصلحت (او په حقيقت کې، د الله تعالی له سترګو) ويني چې ته وا هر څه پر خپل ځای دي؛ نوځکه د يوه بې ځايه چار د لاس ته راوړو لپاره پکې د دعا حالت نه رادبره کېږي. دعاوې د تغيير او بدلون لپاره دي. که څوک د هستۍ ضروري نظام څنګه چې دی وويني، نو تغيير يا د تغيير غوښتل به ورته مانا ونلري. دا هم يو حالت دی، که څه تجربه يې موږ ناقصانو او نيمګړو ته ستونزمنه ده؛ خو کاملانو رازده کړي چې د عملي کېدو وړ ده او حقيقت لري.

ز اولیا اهل دعا خود دیگرند

که همی‌دوزند و گاهی می‌درند

قوم دیگر می‌شناسم ز اولیا

که دهانشان بسته باشد از دعا

از رضا که هست رام آن کرام

جستن دفع قضاشان شد حرام

در قضا ذوقی همی‌بینند خاص

کفرشان آید طلب کردن خلاص

حسن ظنی بر دل ایشان گشود

که نپوشند از عمی جامهٔ کبود

يو وګړي ته دعا کول هله مانا لري چې له هستۍ سره يو ګونی توب نه ننګېري او ځان يې پر وړاندې او پکې متصرف مومي، که دا تقابل محوه او لرې شي او وګړي ته له ګرد نظام سره يو ډول يوګوني توب ترلاسه شي، نو دعا کول يې بېله مانا مومي، که څه په ظاهره يې دعا کول د نورو دعاوو په څېر وي. په دې حالت کې نو موړی بې خوده دعا کوي چې په حقيقت کې د الله تعالی دعا ده نه د ده:

آن دعا بیخودان خود دیګر است

آن دعا زو نیست ګفت داور است

آن دعا حق می کند چون او فناست

آن دعا و آن اجابت از خداست

چون خدا با خود دعا و کد کند

پس دعای خویش را چون ردّ کند؟

د دعا مرتبې د انسانانو له روحي مراتبو سره اړه لري

دا ټکی مو ووايه چې معلوم شي د دعا بېلابېلې مرتبې د انسانانو د روحونو او زړونو له بېلابېلو مرتبو سره تړاو لري، ټول زړونه او اروا يي يو رنګ او په يوه مرتبه کې نه دي؛ نوځکه دعاوې يې هم په يوې مرتبې او يو ډول نه دي. د وګړيو دعاوې د کړنو په څېر يې د خپل ضمير له منځپانګې سره پوره تړاو لري.

دعا د معرفت مېوه ده

تردې مهمتر، له الله تعالی سره د انسانانو خبرې کول، له الله تعالی سره يې د پېژندنې يېبره (محصول) ده؛ يعنې انسان چې له خپل مخاطبه کومه انګېرنه لري، له مخې به يې د خبرو کولو ډول او ادب توپير وکړي.

پيغمبرانو ټول دعا کولو ته رابللي دي. هېڅوک له دعا او د الله تعالی د لورنې او بښنې له غوښتو مستغني نه دی، ټول نيغ په نيغ له الله تعالی سره خبرې کړای او خپلې اړتياوې ترې غوښتای شي. هېڅوک له دې چاره بې برخې نه دي. الله تعالی ته دعا کول، شفيع ته اړتيا نلري، ټولو ته د دعا ور پرانستی دی. شفيعان دا ور نه پرانځي، دا ور تل پرانستی دی؛ خو شفيعان په دې علت چې له اختياراتو او توفيقاتو برخمن دي، الله تعالی ته د ځينو نېکمرغو انسانانو لار ښه ورنژدې کولای شي. د شفاعت او سپارښتنې نظام په دې دنيا او هغې دنيا کې چلېږي او يو داسې چار نه دی چې په بلې نړۍ پورې ځانګړی وي.

د څښتن تعالی له لورنې او کرم څخه نهيلي ستره ګناه ده

الله تعالی انسانانو ته پلمه نه لټوي چې دوزخيان يې کړي او يا ورسره لاس و ګرېوان شي او پر ځمکه يې راګوزار کړي، جنت په پلمه ورکوي نه په بيه. انسانان ټول د الله تعالی بندګان او مخلوقات دي. الله تعالی تعالی ته ورګران دي او د الله تعالی تعالی دوستي، د ده د جواد او کرم تجلي ده[17]. په همدې دليل يې پخپله انسانانو ته ورزده کړي چې بیخي د الله تعالی له رحمت او لورنې دې نهيلي نه وي او کله دې هم نه ګڼي چې کار يې نه ماتېدوني ډپ او لا درمله رنځورۍ ته وررسېدلی دی.

خلک له کريم الله تعالی سره مخامخ دي؛ نوځکه بايد خپله درملنه اسانه وويني الله تعالی سختګيري نه کوي او د خپلو بندګانو تر دباو او فشار لاندې نيوو لپاره دليل نه راولي. تل مهلت ورکوي چې د بندګانو لپاره ستنېدا ته مجال چمتو وي. هغه مهال چې کوم بنده ګناه وکړي، ستاري کوي او پر عيبو يې پرده اچوي، او په دې کار انسانانو ته هم ورزده کوي چې ستار اوسي او د نورو عيب رابرسېره او پرده يې څېري نه کړي. کله چې بنده ورستون شي، ور نه تړي او سخت شرايط ورته نږدي، په خورا مينه يې مني او اصلاً پخپله شرايط ورته چمتو کوي. د مولانا په وينا:

چون خدا خواهد که پرده کس درد

میلش اندر طعنه پاکان برد

ور خدا خواهد که پوشد عیب کس

کم زند در عیب معیوبان نفس

چون خدا خواهد که مان یاری کند

میل ما را جانب زاری کند

داسې ګناه او عيب نشته چې انسان تل د الله تعالی له نظره وغورځوي. البته انسانان بايد د خوف و رجا (ډار او هيلې) ترمنځ ژوند وکړي او هوښيار وي، هسې نه يو کار وکړي چې ناخبری ځان د الله تعالی له سترګو وغورځوي. دا، د هر هوښيار سالک همېشنی ډار دی چې هسې نه وجود يې دومره رنځور او ککړ شي چې درملنې ته يې هيله نه وي. خو په عين حال کې بنده کله هم حق نلري چې د الله تعالی پر وړاندې خپل کار سرته رسېدلی وبولي او فکر وکړي چې ان د الله تعالی لورين لاسونه يې هم پاکولای نشي، د الله تعالی له لورنې نهيلي له سترو ګناهونو ځنې ده. دابو حمزه ثمالي په دعا کې مو ولوستل چې:

وایّ جهلٍ یا ربّ لا یسفه جودک و ایّ زمانٍ اطول من اناتک. . . . :

«الله تعالی! ايا داسې خطا شته چې ستا له وجوده لويه وي او ايا داسې وخت شته چې ستا له اوږده زغمه لا اوږد وي. »

يا د علي کرم الله وجهه په تعبير الله تعالی يوه ګناه هماغه يوه ګناه شمېري؛ خو يوه حسنه (نېکي) لس حسنې بولي او لس ګرايه يې بدله ورکوي (وحسب سيئتک واحدة وصسب حسنتک عشراً) دا تعبير له قرآن حکیم څخه اخستل شوی دی. الله تعالی په قرآن حکیم کې وايي:

مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا[18]= چاچې ښه كار راووړ؛ نو لس ګرايه يې ثواب وركول كېږي او چاچې بد كار راووړ؛ نو د همدې بدو هومره به سزا وركړه شي.

ولې نېکۍ د لسو په ضريب کې ضربېږي؛ خو بديانې نه ډېرېږي؛ په ساده تعبير ولې نېکي برکت مومي، ډېرېږي او څربېږي؛ خو بدي څومره چې وې پاتېږي؟ ولې بدۍ د نېکۍ په پرتله د زوال په درشل کې دي:

إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ[19]= ځكه نېكي، بدي (او اغېزې يې) له منځه وړي.

         

او ان کله بدي پر نېکۍ اوړي:

فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ (فرقان/۷۰) = نو الله يې بدي پر نېكيو اړوي.

يعنې ته وا ګټه خو هغوی وکړه چې ډېره بدي يې کړې وي؛ ځکه د تبدېلۍ له وجهې، ډېره نېکې يې پر برخه کېږي! دا د توبې کيميا ده چې بدي پر نېکۍ اړوي او که چا د توبې توفيق و موند؛ يعنې په مړانه د ځان پر ضد پاڅي، د خاورو غونډۍ د سرو زرو پر غونډۍ اړولای شي او له رذايلو څخه فضايل جوړ کړي:

کاملی ګر خاک ګیرد زر شود

ناقصی ار زر برد خاکستر شود

هو، د دې مطلب يوه مانا او مدلول دا دی چې د الله تعالی وجود، لطف او لورنه پلمه پيدا کوي چې انسانان جنتي کړي او له جهنمه يې وژغوري:

بانګ می آمد که ای طالب بیا

جود محتاج ګدایان چون ګدا

لکه څنګه چې ګدايان جود ته اړمن دي، جود هم ګدايانو ته اړمن دی او هر ځای په اړمن پسې ګرځي، چې څه ورکړي. د الله تعالی تعالی د جواد والي او کريم والي لازمه همدا ده. د الله تعالی جود، هم اړمن پنځوي او هم د اړمن اړتيا ورپوره کوي؛ يعنې دوه غوښتنې لري:

ان یکی جودش ګدا آرد پدید

و ان دګر بخشد ګدایان را مزید

او همدا په افتتاح دعا کې د دې پرمانا جملې مانا ده چې:

یا من لا یزیده کثرة العطاء الا جوداً و کرماً

«ای لوروونکيه، چې څومره ډېره لورنه کوې، لورنه دې ډېرېږي. »

دا له دې لامله ده چې څومره اړمن ډېرېږي د اړتيا لرې کونه به هم ډېره شي.

الله تعالی له خپلو بندګانو سره تر عدل څخه ډېر په جود وکرم معلامله کوي

د الله تعالی جود وکرم د څښتن تعالی تر عدل او د موجوداتو تر استحقاق څخه جلا دی. الله تعالی عادل دی؛ يعنې مستحقانو ته يې د استحقاق هومره ورکوي، تبعيض او ظلم نه کوي. دا چار د الله تعالی د عدل غوښتنه ده؛ خو د الله تعالی جود و کرم تردې وراوچت دی. الله تعالی د مستحقانو تر استحقاق ډېر، ان بې استحقاقه ورکړه کوي او بلکې خپله پنځون، کريمانه دی نه عادلانه؛ ځکه د مولانا په وينا:

«د الله تعالی داد ته وړتیا شرط نه ده » او که الله تعالی غوښتل چې د استحقاق له مخې شيانو ته شتون او وجود وروبښي، هېڅ څيز نه موجودېده؛ ځکه په عدم کې استحقاق نشته:

قابلی ګر شرط فعل حق بُدی

هیچ معدومی به هستی نامدی

در عدم ما مستحقان کی بدیم

که بر این جان و بر این آتش زدیم

ما نبودیم و تقاضامان نبود

لطف تو ناګفته ما می شنود

همدا جواديت او کريميت دی چې ګناهونه او بدي نه ډېروي. د الله تعالی د کار بهير دا نه دی که چا يوه ګناه وکړه او يو ګام لرې شو؛ نو لس ګامه يې شاته وغورځوي؛ بلکې اپوټه، که چا د الله تعالی پر لور نيم ګار پورته کړ او لږ ښه کار يې وکړ؛ نو دا نیک کار په لوړو ضرايبو کې ضربوي او دې کار ته یې تر استحقاق ډېر اجر ورکوي او په دې توګه د بنده سست حرکت په ګړندي حرکت اړوي او ژر يې مطلب ته رسوي. بيا د ابوحمزه په دعا کې راغلي چې:

و انّ الراحل الیک قریب المسافة و انّک لا تحتجب عن خلقک الا ان یججهم الا عمال دونک

«پوهېږم، څوک چې ستا پر لور سفر کوي، لار لنډه ده او ته له خپلو مخلوقاتو نه پټېږي؛ خو داچې د بندګانو کړنې، دوی درنه لرې کړي. »

دا په دې شرط مشروط دي چې انسان سفر پيل کړي؛ بيا به وګوري چې لار څومره لنډه او نژدې ده.

وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ[20]= او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله د نېكانو مل دى.

«جنت په پلمه ورکوي نه په بيه. » د انسانانو چارې تردې خورا ډېرې لږې دي چې د الله تعالی ستر نعمتونه يې په برخه شي:

این همه ګفتیم لیک اندر بسیچ

بی عنایات خدا هیچیم هیچ

بی عنایات حق و خاصان حق

ګر مَلَک باشد سیاه استش ورق

په «صحيفه سجاديه» دعاوو کې هم راغلي چې امام سجاد الله تعالی ته وايي:

يا إِلهي لَوْ بَكَيْتُ إِلَيْكَ حَتّى تَسْقُطَ أَشْفارُ عَيْنَىَّ، وَانْتَحَبْتُ حَتّى يَنْقَطِعَ صَوْتي[21]

که د يوې ګناه په پار خپل ټول عمر په ژړا او چغو تېر کړم، که ايرې او خړې اوبه وڅښم، که دومره رکوع وکړم چې د ملا تير مې مات شي، په دې يوې کړنې به هم د یوې ګناه د عفوې مستحق نشم، دا ځکه د الله تعالی د فرمان ماتول او د الله تعالی حضور او څارنه ناليدلي ګڼل دومره ستر او هولناک دي چې يو عمل يې هم مينځلای او څنډلای نشي؛ يوازې ستا جود دی چې ګناهونه مينځلی او له منځه وړای شي.

الله تعالی د چا پوروړی نه دی

هر څوک يو کار کوي او ښه چار ترسره کوي، الله تعالی يې پوروړی نه دی او پر الله تعالی څه حق ورباندې نلري؛ ځکه څه چې انسان کوي د الله تعالی ورکړه او عطيه ده. د بشر اختيارات، واک، قوت، شونتياوې او توفيق ټول د الله تعالی دي. پېغمبران ول چې خلکو ته يې ښه او بد ورزده کړل او خلک يې نېکيو ته راوهڅول. الله تعالی پخپله اجازه کړې چې ويې بلئ او خپله يې د يوې نېکۍ پر وړاندې دوه ګرايه بدله ټاکلې ده او بيا هم ځان د خپلو بندګانو پوروړی بولي؛ نوځکه په ټول کې څه چې په هستۍ کې تېرېږي په يو غږ ګواهي ورکوي چې د الله تعالی د کرم ورونه پرانستي دي او بې برخې هغه دی چې دننه ورنشي او ښه برخمني ترلاسه نه کړي. کله دا بې برخېتوب، ابدي دی او پر ابدي محرومانو دې افسوس وي. د الله تعالی د رحمت پېغام په «بسم الله الرحمن الرحيم» آيت کې اورېدای شو. کله چې موږ انسانان خپل الله تعالی د لوراند او لورين په نامو بولو، یوه نړۍ اشارتونه، عنايت او لورنې پکې رانغاړلې مو مو. د الله تعالی رحمت غواړي چې انسانان يې درشل ته استرحام وکړي او پر لور يې وروځغلي:

بانګ آبم من به ګوش تشنګان

همچو باران می رسم از اسمان

بَرجَه ای عاشق بر آور اضطراب

بانګ آب و تشنه و انګاه خواب

اورښت چې ورېږي او چټلو ته وايي چې خپلې چټلۍ ووینځئ؛ نو د عقل شرط دا نه دی چې له دې نعمته ګټه پورته نه کړي، د مولانا په وينا:

آب ګفت آلوده را در من شتاب

ګفت آلوده که دارم شر شرم از آب

ګفت آب این شرم بی من که رود

بی من این آلوده زایل کی شود؟

تو مرا ګویی که از بهر ثواب

غسل ناکرده مرو در حوض آب

از برون حوض غیر خاک نیست

هر که او در حوض ناید پاک نیست

ګر نباشد آبها را این کرم

کو پذیرد مر خبث را دم به دم

وای بر مشتاق و بر امید او

حسر تا بر حسرت جاوید او

آب دارد صد کرم صد احتشام

که پلیدان زا پذیرد والسلام

د هستۍ نظام د حسناتو پالنه کوي او سيئات خواروي

د حسناتو لس ګرايه کېدنه، يو بل مدلول هم لري او هغه داچې هستي داسې جوړه شوې چې بدي او چټلي خواروي او وزرې نه ورکوي. د دنيا بهير له بديو سره پر سازګارۍ ولاړ نه دی.

هستي او خاوند يې بدي نه خوښوي، شړي يې او د ودې او ډېروالي يې خنډېږي. په بديو کې برکت ايښوول شوی نه دي. نه يوازې خپله بدي او نېکي، چې د بد بدله او د نېکيو بدله هم دغسې دي.

د نېکيو او بديو بدله او سزا هسې په هسې نه ده

نېکيو او بديو ته د الله تعالی بدله او سزا هسې په هسې، خوشې، چټي او اعتباري نه ده. دا بدله او سزا په هستې کې يوه عيني او حقيقي مانا لري؛ يعنې د هستۍ پنځون داسې دی چې د بديو تخمونه نه راټوکوي او د تلپاتې ودې اجازه نه ورکوي؛ خو په عوض کې، د هستۍ ټول جوړښت د نېکۍ د تخم له راټوکېدو او ودې سره موافقت او مساعدت لري. ايا شونې ده چې د الله تعالی يو څيز ښه ايسي او د الله تعالی د مينناک نظر په برکت برکتي نشي او برکت ونه مومي.  الله تعالی نېک دی او نېکي خوښوي او بدۍ او چټلۍ يۍ خورا بدې ايسي؛ نوځکه هستي هم د خپل ښکلي او ښکلا خوښوونکي خاوند د صفت او ځانګړنې په لاروۍ، نېکه او نېکي خوښوونکې ده.

يعنې نړۍ هم نېکي برکتي کوي او زياتوي؛ نوځکه يوه نېکي لس ګرايه کېږي؛ خو يوه بدي په خپل چټلځي کې پاتېږي چې روسته له منځه ولاړه شي.

پاکۍ، بدۍ هم له منځه وړي

له بديو روسته تر نېکيو کولو غوره توبه نشته، څوک چې يوه ګناه وکړي، توبه يې پر بدۍ له پښېمانۍ او بدۍ ته پر نه ورستنېدا سربېره، نېکيو ته اقدام هم دی. نېکۍ، بدي له منځه وړي او دا د هستۍ د نظام غوښتنه ده. قرآن حکیم د نېکو چارو او پاکو ګروهو په اړه همدا مانا را زده کوي:

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ ؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا. . . . وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ[22]= چې څرنگه الله “پاکه کلمه” (او سپېڅلې وينا) د (داسې) پاکې (او ښه ذاتي) ونې په څېر بېلگه راوړه، چې بېخ يې (په ځمكه كې) ښخ او څانګې يې په اسمان كې دي؛ چې پر هر (ټاكلي) وخت د خپل پالونکي په حكم خپله مېوه وركوي، (همداراز) “خبيثه كلمه “(شرک او ناولې خبره) د بذ ذاتې ونې په څېر ده، چې [بېخ يې] د ځمكې له سره را ايستل شوى (او) ټينګه نه وي، الله مؤمنانو ته په دنيوي ژوند او آخرت كې هم په ثابتو ويناوو او ګروهو ټيکاو ور پر برخه كوي.

 داچې الله تعالی مؤمنانو ته په دنيا و اخرت کې ټیکاو ورکوي، دليل يې دا دی چې يو نېک چار او يوه پاکه ګروهه، په ځان پسې ډېرې نېکۍ راوړي او انسان په خپل بهير کې ټينګوي او ټیکاو ورکوي او اپوټه، ناپاکه چارې او ناسمې ګروهې له پيله په زرګونو تکلفونو رامنځ ته کېږي او کله هم نه ټينګېږي او تل يې جرړې راوتلې دي.

د هستۍ د نېک پالنې د قضاوت لپاره بايد نړۍ او تاريخ يې يو ځای په پام کې ونيسو:

نوځکه هستۍ او نړۍ داسې ده چې نېکيو ته وزرونه ورکوي او بديو ته د ودې مجال نه ورکوي. دلته له هستۍ مراد، ټوله نړۍ او تاريخ دی، نه يې کوشنۍ ټوټې او مقاطع. «للباطل جولة وللحق دولة». باطل کله راښکاره کېږي او ځان خپل ښيي، سترګې مړوي، عقلونه مرعوب او ډاروي او زړونه اېلوي؛ خو تلپاتې دولت يوازې د حق دی.

قرآن حکیم راته ويلي:

فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ[23]= خو ځګ دباندې غورځي (او) له منځه ځي؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي.

کله چې نړۍ نېکۍ ته وزرې ورکوي، بدله يې هم زياتېږي او برکت مومي او کله چې بدي په خپل ګور کې ښخه شيي؛ نو بې حرکته او بې برکتېږي او البته سزا يې هم نه زياتېږي، دا هم د الله تعالی د لورنې غوښتنه ده. د څښتن تعالی رحمت يوازې په بدله او سزا کې تجلی نه کوي، بدله او سزا د هستۍ له برخو څخه دي. ړومبی، هستي او انسان دی، کړه وړه دي، نېکۍ او بدۍ دي او ورپسې يې بدله او سزا راځي. د هستۍ آريز جوړښت د رحمت او لورنې پر بنسټ دی او يو له غوښتنو او ثمراتو ځنې یې دا دی چې بدي يوه سزا وويني او نېکي لس ګرايه بدله و مومي. دا خبره موږ انسانانو ته خورا هيلمنوونکې ده او دا هيله نېکانو ته ډېره غټه پانګه ده.

نیست دستوری بدینجا قرع باب

جز امید الله اعلم بالصواب

هيله په نړۍ کې د انسان يوازېنۍ پانګه ده

رازده کړي يې دي چې دا ور په هيله وټکوو، هم د وره ټکولو فرمان راغلی او هم د هيلمنۍ او همدا په نړۍ کې د انسانانو پانګه ده. څوک چې نهيلی دی او د نهيلۍ له لامله يو ور هم نه ټکوي، نو له ژونديو ځنې نه دی. ژوند د وره ټکول او هيلمنېدل دي:

حمد الله کین رسن آویختند

فضل و رحمت را به هم آمیختند

په هستۍ کې هيله يوه بهترينه او مبارکترينه ځوړنده رسۍ ده چې انسانان بايد ورپورې ورځوړند شي او ځانونه پورته کړي چې د اسمان ورونو ته ورسی او ور وټکوي. الله تعالی هيله راکړې او ولې انسانان له دې پېرزوينې، ښه ګټنه ونکړي او خپلې چارې سمې نه کړي؟ دا هيله د نړۍ په جوړښت کې پلې شوې ده. په هستۍ کې د بدلې او سزا نظام (يعنې يوې بدۍ ته يوه سزا او يوې نېکۍ ته لس ګرايه بدله) رازده کوي چې ګاندې (راتلونکي) ته هيلمن اوسو او ډاډمن اوسو چې ښه چار مو نه يوازې له منځه نه ځي چې زياتېږي هم او بد چاري هم و مومي چې هستي په کرکه ورته نه ويني او بدې چاري يې نه برکتي کوي. نېکان بايد پوه شي چې له هستۍ او خاوند سره يې پر يوې لوري ګام اخلي او که نن يې کار په زړه پورې پايله نه ورکوي، هرومرو به يې پايله راښکاره شي، دا تخم به بیخي د تاريخ په خاوره کې روست نشي او په پای کې خپل اثر او اغېز به راښکاره کړي.

د امام زمان د راښکاره کېدو مانا او په نړۍ کې د عدالت او نېکمرغۍ خپرېدل او د دې مانا چې نېکان به يوه ورځ له خپلو تېرو ښادمن شي او يوه همیشنۍ خوشحالي به ترلاسه کړي او د دې مانا چې بدچاری به د ناکامۍ ګوته پر خوله کړي او پر خپلو تېرو به افسوس کوي او د قيامت کبرا مانا بې له دې بل څه نه ده.

په نړۍ کې يو ډله د مارغانو په ښکار بوخت دي او بله ډله د مارغانو د سيوري په ښکار. هغوی چې د مارغه د ښکار پر کار بوخت دي، په نهايت کې به دا ښکار په لومه کې راګېر کړي او دا ورځ به يې د ښادمنۍ ورځ وي او هغوی چې د مارغه د سيوري په ښکاره پسې دي يو دمي به وويني چې روزګار يې ضايع شوی او څه برخه ورپاتې نه ده.  

مرغ بر بالا و زیر آن و سایه اش

می دود بر خاک پرّان مرغ وش

ابلهی صیّاد ان سایه شود

می دود چندان که بې مایه شود

ځيرک او د ليدانې خاوند ښکارچيان چې د هستۍ نظام پېژني او د ښکار په لټه کې دي، پوه دې شي که ان خپله يې مطلوب ښکاره ترلاسه نکړ، په پای کې به يې همدا ښکار په لومه کې راګېر شي او هڅې به يې خوشې اوعبث ولاړې نشي. نېکان دې ډاډمن اوسي چې نېکي به يې نه يوازې له منځه ولاړه نشي چې ډېره ميوه ان تر انتظار وراخوا اغېزې او ثمرات به راوټوکوي؛ نو بدۍ دې دوی کله هم و نه ډاروي او نه دې وانګېري چې بدانو دومره پر نړۍ لاسبری موندلی چې جزيي نېکې چارې به څه اغېز ونلري.

نېکي يوازې په آخرت کې مېوه نه ورکوي؛ بلکې دلته يې هم ورکوي:

د هستۍ نظام او خاوند يې رازده کوي چې نېکۍ به ټولې سره جمع او سترۍ شي يو د بل تر څنګ به ډېرۍ جوړه کړي او بدي به يو بل خنثی کړي. د هستۍ خاوره نېکيو ته حاصلخېزه او مساعده ده، د څښتن تعالی د رحمت باران هم ورېږي؛ نوځکه د نېکۍ د ونې جرړې چې په ځمکه کې دي د سيوري ښاخونه به يې اسمان ته ور ورسي، يوازې په آخرت کې نه دي چې نېکۍ ډېرې بدلې وړي؛ بلکې دا نړۍ به هم د نېکيو په رڼا کې ګلبڼ (ګلستان) شي.

فيلسوفان د ښو او بدو کړنو او د بدلې او سزا ترمنځ اړيکه يې د علت او معلول اړيکه بولي:

خو له دې ښوونې چې «د بديو سزا يوه ده او د نېکيو بدله لس ګرايه ده»

يو کلامي مطلب هم زده کولای شو. د مبدأ او معاد د مسايلو په اړه د کلامي او فلسفي انددود ترمنځ اختلاف شته چې دلته هم خپل ځان ښيي.

فيلسوفان، هستي يو ضروري او اړين نظام ويني، څه چې را روسته راځي، سل په سلو کې د هغو څیزونو معلول او زېږنده ده چې له مخکې يې شتون درلود. معلولونه دقيقاً هومره ښکاره کېږي چې علتونه يې غواړي.

که بې له دې وي؛ نو د عليت نظام به ټکنی وي. فيلسوفان ګروهن دي چې د بدلې او سزا نظام پوره د عليت په آر پسې ورځي. چاچې بد کار کړی، يوازې د دې بد کار په غوښتنه او څومره چې دا بد کار غوښتنه یا اقتضا کوي؛ نو سزا به وويني او چاچې ښه کار کړی، د دې نېکۍ د غوښتنې له مخې بدله ويني، نه ډېره او نه لږه. که له یو فعل (کړ) څخه راولاړې اغېزې د دې فعل له څرنګوالي او څومره والي سره تړاو ونلري،  د عليت آر نفې او نقض شوی دی. حکيمانو په آخرت کې د انسانانو د بدلې او سزا او په نړۍ کې يې د ښو او بدو چارو ترمنځ تړاو له همدې جنسه ګڼلی دی. ته وا انسان په نړۍ کې ځان په يوه لرګي وهي؛ خو درد يې قيامت کې احساسوي:

ای دریده پوستین یوسفان

ګرګ برخیزی از این خواب ګران

ز آنکه فی بافی همه ساله بپوش

ز آنکه می کاری همه ساله بنوش

وعده فردا و پس فردای تو

انتظار حشرت آمد وای تو

هغه انسان چې په دنيا کې د مظلو مو يوسفانوجامې څيروي، په هغې دنيا کې به ليوه راپاڅي؛ يعنې ليوه توب يې په نړۍ کې د جامو څيرولو زيږنده او معلول دی. څوک چې په دې دنيا کې ځان او نورو ته د نن وسبا وعدې ورکوي او تسويف کوي، په هغې دنيا کې به يې عذاب د انتظار د ايستو په بڼه راښکاره شي:

وعده فردا و پس فردای تو

انتظار حشرت آمد وای تو

د اعمالو او سزا د اړیکې په اړه د فیلسوفانه انګېرنې ستونزه

د سزا او بدلې او د ښه او بد چار ترمنځ د علت او معلول د اړيکې انګېرنه يوه مطبوع، خوندور او عقل منلې انګېرنه ده؛ خو دا انګېرنه يوه ستره ستونزه لري او هغه داچې د ښو برکتي توب او د بدو بې برکتي توب به بې مانا شي،  ځکه هر کار څومره چې اقتضا او غوښتنه کوي، اغېزې را ولاړوي.

که دا اغېز کړمن وي، عذاب نو مېږي او که خوندور وي، نعيم او جنت ورته ويل کېږي. د دې انګېرنې له مخې نور نشو ويلای چې څوک په دنيا کې ښه کار کوي؛ نو په هغې دنيا کې يې لس ګرايه بدله اخلي؛ بلکې بايد ووايو چې بدله يې هومره ده چې نېک کار يې تقاضا کوي. هېڅ مانا نلري چې ووايو معلول د خپل علت لس ګرايه دی. [24] کټ مټ د دې په څېر دی چې څوک ووايي په لاس مې ګوزار وکړ؛ خو لس ګرايه درد مې راغلی؛ نوځکه مانا نلري چې ووايو په آخرت کې سزا ګانې د بدو چارو هومره دي؛ خو بدلې د ښو چارو لس ګرايه دي. که د علت او معلول اړيکه ومنو، د دې مطلب توضيح به اسانه نه وي.

د يادو ستونزو حل لارې:

ړومبۍ حل لار:

دې ستونزاواري ته دوه لارې شته.

ړومبی لار دا ده چې له عليتي اړيکې نټه (انکار) وکړو او د متکلمانو په څېر په اعتباري اړيکو قايل شو؛ لکه په نړۍ کې د انسانانو ترمنځ د اعتباري اړيکو په څېر. په دنيا کې تړون او قراداد کړای شو او ویلی شو چې که چا ښه کار کړی وي، لس ګرايه بدله به اخلي او که چا بد کار کړی وي، سزا به يې لږه وي. په نړۍ کې ګرد مجازات او مکافات اعتباري دي. «اعتباري» پردې مانا چې خپله عمل په بدله او سزا پای نه مومي؛ نوځکه شونې ده څوک چې انسان ووژني او په دنيا کې له سزا وتښتي. «اعتباري سزا» يعنې داچې بل څوک رامنځته شي او د سزا وړ کس يعنې قاتل (د نيولو او د تور ثابتولو په شرط) لږ يا ډېر مجازات کړي. همدغسې د يو نېک چار بدله هم ده؛ نوځکه «اعتباري والي» يعنې عمل، په ځان پسې بدله او سزا نه راولي او بايد بل څوک د تړاو له مخې لږه يا ډېره بدله او سزا عملي کړي.

 ډېری متکلمانو، د آخرت نظام کټ مټ د دې دنيا له نظام سره ورته ګڼلی دی. د مبدأ او معاد له مسايلو دا ډول پوهېدنه او درک (يعنې د الله تعالی سزا او احسان د دې دنيا د عقوبت او احسان له ډوله ګڼل) ستونزې هواروي او ډېری ستونزې به هم راولاړې کړي.

دويمه حل لار:

ارواښاد ملا هادي سبزواري د اسفار په لمنليک او په اسرار الحکم کتاب کې د آخرت په هکله ښکلې جمله لري.

وايي چې «فی الجمله په دې پوه شه، څه چې په آخرت کې نه پاتېږي دنياويت دی. »[25] او البته نو موړی مسالې ته تفصيل نه ورکوي، همدومره وايي،

آخرت هر څه چې دی، د دې دنيا احکام نلري او په همدې يې آخرت والی دی.

حق دا دی چې د حقوقو، قضا او د انسانانو د ټولنيز ژوند اعتباري نظامات د نړۍ له مهمو ارکانو ځنې دي او که دنياويت پاتې نشي، بېخي دوی هم نبايد پاتې شي.

اوس که ونه غواړو دا متکلمانه تفسير ومنو، چې آخرت د دې دنيا په قياس نيسي، بايد د دې مطلب فلسفي او عقل منلي تفسير ته ووايو چې يوه حسنه (نېکي) داسې ده چې په نړۍ کې د نورو عواملو په مساعدت څو ګرايه کېږي؛ نوځکه څو ګرايه بدله هم اخلي او داچې سيئه (بدي) څو ګرايه کېږي نه، د خپل ذات په غوښتنې ډېره سزا هم نه غواړري. [26]

خپل زوی ته  علي کرم الله وجهه په یوه ليک کې کاږي:

وَ فَتَحَ لَكَ بَابَ الْمَتَابِ وَ بَابَ الِاسْتِعْتَابِ فَإِذَا نَادَيْتَهُ سَمِعَ نِدَاكَ وَ إِذَا نَاجَيْتَهُ عَلِمَ نَجْوَاكَ فَأَفْضَيْتَ إِلَيْهِ بِحَاجَتِكَ وَ أَبْثَثْتَهُ ذَاتَ نَفْسِكَ وَ شَكَوْتَ إِلَيْهِ هُمُومَكَ وَ اسْتَكْشَفْتَهُ كُرُوبَكَ وَ اسْتَعَنْتَهُ عَلَى أُمُورِكَ وَ سَأَلْتَهُ مِنْ خَزَائِنِ رَحْمَتِهِ مَا لَا يَقْدِرُ عَلَى إِعْطَائِهِ غَيْرُهُ مِنْ زِيَادَةِ الْأَعْمَارِ وَ صِحَّةِ الْأَبْدَانِ وَ سَعَةِ الْأَرْزَاقِ ثُمَّ جَعَلَ فِي يَدَيْكَ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِهِ بِمَا أَذِنَ لَكَ فِيهِ مِنْ مَسْأَلَتِهِ فَمَتَى شِئْتَ اسْتَفْتَحْتَ بِالدُّعَاءِ أَبْوَابَ نِعْمَتِهِ وَ اسْتَمْطَرْتَ شَآبِيبَ رَحْمَتِهِ فَلَا يُقَنِّطَنَّكَ إِبْطَاءُ إِجَابَتِهِ فَإِنَّ الْعَطِيَّةَ عَلَى قَدْرِ النِّيَّةِ وَ رُبَّمَا أُخِّرَتْ عَنْكَ الْإِجَابَةُ لِيَكُونَ ذَلِكَ أَعْظَمَ لِأَجْرِ السَّائِلِ وَ أَجْزَلَ لِعَطَاءِ الْآمِلِ وَ رُبَّمَا سَأَلْتَ الشَّيْ‏ءَ فَلَا تُؤْتَاهُ وَ أُوتِيتَ خَيْراً مِنْهُ عَاجِلًا أَوْ آجِلًا أَوْ صُرِفَ عَنْكَ لِمَا هُوَ خَيْرٌ لَكَ فَلَرُبَّ أَمْرٍ قَدْ طَلَبْتَهُ فِيهِ هَلَاكُ دِينِكَ لَوْ أُوتِيتَهُ فَلْتَكُنْ مَسْأَلَتُكَ فِيمَا يَبْقَى لَكَ جَمَالُهُ وَ يُنْفَى عَنْكَ وَبَالُهُ فَالْمَالُ لَا يَبْقَى لَكَ وَ لَا تَبْقَى لَهُ.

او پر مخ دې د توبې لار پرانستې ده، چې کله يې وبولې، غږ دې اوري او چې د زړه راز دې ورته ووايې؛ نو پرې پوهېږي؛ نو خپله اړتيا دې ورته ووايه او څه چې دې پر زړه وي، ورته یې ووايه. خپګان دې ورسره اوڅاروه، چې درنه يې لرې کړي او په ستونزو کې دې مرستندوی شي. او د خداى د رحمت له زېرمو داسې څیزونه غواړه، چې يوازې هغه يې درکولاى شي؛ لکه ډېر عمر، د بدن روغتيا او د روزۍ پراخي. بيا نو خداى د خپلو زېرمو کونجيانې او د دعا کولو اجازه درکړې، په دعا د خداى د نعمت ورونه پرانستاى شې، چې د الهي رحمت باران درباندې را وورېږي؛ کله هم د دعا د قبلېدو له ځنډه مه نهيلېږه؛ ځکه الهي ورکړه په نيت ده. کله د دعا قبلېدل ځنډېږي، چې د غوښتونکي بدله ډېره او د هيلمن ورکړه ډېره شي. کله څه غواړې؛ خو نه درکول کېږي؛ خو په دې يا هغې دنيا کې به ترې غوره درکړي او په دې کې دې خير وه، چې څه يې در نه کړل؛ ځکه ډېرى داسې غوښتنې دي، چې که ومنل شي؛ نو د دين د پوپناه کېدو لامل به يې شي؛ نو غوښتنې دې داسې وي، چې ښکلا او نیکي يې درته پاتې شي او رنځ او سختي درځنې لرې کړي؛ نو نه د دنيا شتمني درته پايښت مومي او نه به ته د دنيا شتمنۍ ته پاتې شې.

د تېرو مطالبو لنډيز:

تېره ويينه د دعا او توبې په اړه وه او توضيح مو کړه چې الله تعالی څرنګه خپلو بندګانو ته د سوال او دعا ور پرانستی دی او انسانانو ته د دعا کولو اجازه ورکړې ده او څرګنده مو کړه چې له الله تعالی سره ناسته پاسته او مينه د انسان له روح سره څه کوي او ولې د حسناتو بدله لس برابره او د سيئاتو يو برابر ده نه ډېره؛ او هم څرګنده مو کړه چې د الله تعالی جود پلمه پيدا کوي چې انسانان جنتي کړي، نه داچې لاسوند ولټوي او دوزخ ته يې ور واستوي او داچې د هستۍ جوړښت نېکۍ روزي او څربوي يې؛ خو بدې دفع کوي او د ودې او وزرو نيوو اجازه نه ورکوي او هم د دې راز چې د نېکۍ او بدۍ سزا يو رنګ نه ده، همدا ده.

په روستي عبارت کې علي کرم الله وجهه خپل زوی ته د دعا د قبلېدو او نه قبلېدو په اړه ځينې ټکي ور زده کړي، چې موږ ته هم د زده کړې وړ دي.

دعا د هر دين لاينفک برخه ده

دعا د هر دين له اساسي ارکانو ځنې ده. که کوم دين دعا او عبادت ونلري او د معبود بللو ته طريقه او دود ونه ښيي، دين نه دی. په ټولو اديانو کې چې انسانانوله ډېرو پخوانيو وختونو راهېسې سروکار ورسره درلود (که اوړېدلي او شرکي اديان ول)، عبادت او د معبود بلل د يو رکن په بڼه وجود درلود. قرباني کول، فدیه ورکول، د معبود درشل ته حاجت وروړل، تر ځان اوچت ګڼل يې، خبرې ورسره کول او خپل ارزښتناک څیزونه ترې ځارول، د ګردو اديانو د آدابو برخه وه؛ نوځکه د دعا اصل، مفروغ عنه دی. دين انسان د ډېر لويی موجود په محضر کې حضور ته رابلي او له انسانانو غواړي چې د ځان په حقارت او ناڅيزتوب منښته (اعتراف) وکړي او خپله اړتيا له دې ستر موجود سره مطرح کړي.

خو دعا کول لوازم، آداب او ځينې اصول دي چې بايد ياد مو وي او پرې پابند اوسو.

و مو ويل چې له آره دعا د بندګۍ ښکاره کول دي نه د ژوند وزله. اديان د دې له پاره نه دي راغلي چې انسانانو ته دعا ور زده کړي، چې ژوند يې ښه کړي او يا د مادي معيشت يوه وزله ورکړي او ټولنيز او وګړيز ژوند يې اسان کړي. البته شونې ده له دعا دغسې ګټې راولاړې شي؛ خو څه چې د دعا په بيخ او باطن کې نغښتي، دا نه دي. د دعا او عبادت اصلي حقيقت او موخه د بندګۍ ښکاره کول دي او هر څيز چې انسان له دې موخې غافل کړي؛ نو د دعا له حقيقته يې لرې کړی دی.

در کوی عشق شوکت شاهی نمی خرند

اقرار بندګی کن و اظهار چاکری

او بلکې د دعا حقيقت د حق پر لور اګاهانه ورتګ نه، چې مجذوبانه ورتلل دي؛ عين د هغه ښکار کېدل او په لاس کې يې راګېرېدل دي، نه داچې لمن يې ونيسو، بلکې هغه مو له چنغړکه ونيسي.

د مولانا په وينا:

بیخود شده‌ام لیکن بیخودتر از این خواهم

با چشم تو می گویم من مست چنین خواهم

من تاج نمی‌خواهم من تخت نمی‌خواهم

در خدمتت افتاده بر روی زمین خواهم

آن یار نکوی من بگرفت گلوی من

گفتا که چه می خواهی گفتم که همین خواهم

په دعا کې آر، له الله تعالی سره مينه ده

په دعا کې له الله تعالی سره مينه، انس او ناسته پاسته ان تر اړتيا غوښتو ور ړومبۍ ده؛ يعنې د علي کرم الله وجهه په تعبير په دعا کې بايد له الله تعالی سره رازونه، د زړه خپګان او د روح خړپړتياوې مطرح کړې، بايد خواله ورسره وکړې او ځان د هغه د کتو په سمندر کې ومينځې. هېڅوک نشته چې په ژوند کې به په تنګسه کې راګېر شوی نه وي او کله به يې زړه خپګان نيولی نه وي. د غمونو او خپګانونو د لرې کولو يوه اغېزمنه لار، له دوست سره يې مطرحول او د ده خپګان مينځونکيو سترګو ته ورکتل دي.

له بل سره خبرې کول روحي خپګان له منځه وړي:

د دوستانه، انساني او ښو آدابو د تنظيم لپاره د مولوي يوه سپارښتنه دا ده چې انسان د نورو د دردونو اورېدو لپاره اورېدونې غوږونه ولري. مولوی مثال ورکوي چې کله کوټه له لوګي ډکېږي، داچې دا لوګي له کوټې ووځي او د کوټې فضا بېرته روښانه شي؛ نو بايد د کوټې دريڅه پرانستل شي. مولوی وايي د نورو د خپګان خبرو ته غوږ نيول د درېڅې پرانستل دي:

خانه پر دود دارد پُر فَنی

مر ورا بګشا ز اِصغا روزنی

د علي کرم الله وجهه په باب يې هم راوړي او مولوی هم اشاره ورته کړې چې له ډېره غمه يا د اسرارو د غلبې له لامله يې کله سر څاه ته ښکته کاوه او خپل خپګان يې ورسره اوڅاراوه:

چون بخواهم کز سرت آهی کنم

چون علی سر را فرو چاهی کنم

چونک اخوان را دل کینه‌ورست

یوسفم را قعر چه اولیترست

مست گشتم خویش بر غوغا زنم

چه چه باشد خیمه بر صحرا زنم

خو په حقيقت کې د پوښتنې ځای دی چې ايا علي کرم الله وجهه دغسې کول؟ څوک چې د الله تعالی په څېر ملګری او انيس لري او په محضر کې يې سترې خوشحالۍ او پراختياوې مومي، ولې سر څاه ته ورښکته کوي؟ هو، علي کرم الله وجهه په زړه کې رازونه درلودل چې له نورو سره يې اوڅارولای نشو. پخپله يې له دې مانا خبر کړي يو؛ خو هېڅ وخت يې ويلي نه دي چې له ناچارۍ يې دا رازونه د څاه او دېوال په څېر کڼو او ړندو ته ويلي دي.

إِنَّ هُنَا لَعِلْماً جَمّاً لَوْ أَصَبْتُ لَهُ حَمَلَةً

« په سينه کې مې علمونه پراته دي، کاشکې حاملان مې ورته موندلي وای. »

بَلی أَصَبْتُ لَقِناً غَیْرَ مَأْمُونٍ عَلَیْهِ، مُسْتَعْمِلاً آلَهَ الّدِینِ لِلدُّنْیَا

« البته دين پلوري انسانان پېژنم، که دا رازونه ورسره مطرح کړم؛ نو په پلور به يې مادي ګټې ترلاسه کړي؛ نوځکه دا ډول وګړي مې نه پکارېږي. »

ولې روسته يې وويل:

اللَّهُمَّ بَلَى لَا تَخْلُو الْأَرْضُ مِنْ قَائِمٍ لِلَّهِ بِحُجَّةٍ إِمَّا ظَاهِراً مَشْهُوراً وَ إِمَّا خَائِفاً مَغْمُوراً لِئَلَّا تَبْطُلَ حُجَجُ اللَّهِ وَ بَيِّنَاتُهُ

«نه! پر ځمکه الهي حجتونه شته چې د دې رازونو رښتوني حاملان دي.[27]»

دا رازونه او دا حاملان بله قصه لري. دلته مو بحث د هغو غمونو، خپګانونو او تنګسيو په اړه دی چې د انسان په ضمير کې رادبره کېږي او انسان يې د ځان خلاصونې لپاره يوه دريڅه لټوي. دې خلاصون ته غوره لار اورېدونکي غوږونه او حاضر دوست دی او الله تعالی تعالی حاضرترين حاضر دی او د مولانا په وينا: «احضرهم بالکفاية للمتوکلين عليک. . . ».

علي کرم الله وجهه خپل زوی ته دا ښوو نه کړې چې خبره دې له الله تعالی سره اوڅار (مطرح) کړه او د خپګان لرې کونه دې ترې وغواړه.

په دې ليک کې علي کرم الله وجهه د دعا نه قبلېدو ته اشاره کړې لکه چې وويل شو، ښايي د دعا منل د دعا کوونکي خورا ټيټه تمه وي. څومره پيکه او بې خونده ده چې الله تعالی څوک وشړي او نامهرباني ورسره وکړي او د خبرو کولو اجازه ورنکړي. او اوس چې الله تعالی انسان ته د سوال، خبرو کولو او خواله کولو اجازه ورکړې؛ نو اُنس، ملتيا او مينه ورسره څومره زړه راښکونې ده.  دا مينه، د هغو کسانو بدله ده چې له الله تعالی سره مينه کوي؛ خو ورته د الله تعالی ځواب:

دعا ته د الله تعالی د ځوابونو ډولونه

د الله تعالی ځواب بېلابېل ډولونه لري؛ د دعا په ترڅ کې د وګړي تودېدل او په دې کار کې مينوالېدل او له ډېرې مينې خوټېدل عين ځواب اورېدل دي؛ خو هغو کسانو ته چې له دې ذوقه بې خبره دي، ښه ملموس ځوابونه ورته لازم دي. په همدې دليل علي کرم الله وجهه په دې عباراتو کې زوی ته د دعاوو د قبلېدو او نه قبلېدو راز څرګند کړی دی:

فَلَا يُقَنِّطَنَّكَ إِبْطَاءُ إِجَابَتِهِ فَإِنَّ الْعَطِيَّةَ عَلَى قَدْرِ النِّيَّةِ وَ رُبَّمَا أُخِّرَتْ عَنْكَ الْإِجَابَةُ لِيَكُونَ ذَلِكَ أَعْظَمَ لِأَجْرِ السَّائِلِ وَ أَجْزَلَ لِعَطَاءِ الْآمِلِ وَ رُبَّمَا سَأَلْتَ الشَّيْ‏ءَ فَلَا تُؤْتَاهُ وَ أُوتِيتَ خَيْراً مِنْهُ عَاجِلًا أَوْ آجِلًا أَوْ صُرِفَ عَنْكَ لِمَا هُوَ خَيْرٌ لَكَ فَلَرُبَّ أَمْرٍ قَدْ طَلَبْتَهُ فِيهِ هَلَاكُ دِينِكَ لَوْ أُوتِيتَهُ

فلا. . . . او تيته.

د دعا نه قبلېدو دلايل

۱. په دعا کې اصل د دعا پر کثرت او د اجابت پر قلت دی.

هسې نه د اجابت له ځنډه نهيلی شې او له دعا لاس واخلې؛ ځکه د دعا نه قبلېدنه څو دليله لري؛

لومړی، بهير داسې ندی چې ټولې دعاوې قبولې شيږ اساساً په دعا کې، اصل د دعا پر کثرت او د اجابت پر قلت دی، يعنې په ډېرو دعاوو کې لږې قبلېږی. دا اصل يوازې په دعا کې ندی، تقريباً په هر ځای کې د طبيعت او نړۍ دود همدغسې دی. لکه بايد ډېر تخم شيندئ، چې له منځه يې يو لږ شمېر راوټوکېږي او حاصل ورکړي. بايد ډېر نصيحت وکړئ، چې له منځه يې يو اغېزمن شي. پهر ظاهره د نړۍ اداره ک ولو دود دغسې دی چې بايد پرېمانه هڅې وکړو، چې له منځه يط يوه اغېزمنه، ګټوره او کار ګره شي.

په نړۍ کې د دعا تر قبلېدو، نه قبلېدل يې ډېر دي:

 په نړۍ کې علي الاصول د دعا تر قبلېدو، نه قبلېدل يې ډېر دي. په ګومان مې یو ساده شمېرنه هم راښيي چې ډېری دعاوې نه قبلېږي.

د دعا په اړه د «ګالتن» څېړنېزه شمېرنه

«فرانسيس ګالتن» د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د انګلستان يو فيزيو آنتروپولژيست و چې د دعا په اړه يې راښکونې څېړنې کړي او هڅه يې وکړه چې د دعا قبلېدنه هم په تجربي ډول وڅېړي. په ړومبي ګام کې يې مشاهده کړه چې خلک د يکشنبې پر ورځو په کليسا کې د سلطنتي کورنۍ د روغتيا او اوږد عمر لپاره دعا کوي؛ نو څېړنه يې وکړه چې وويني ايا د سلطنتي کورنۍ عمر د نورو خلکو په پرتله يو مانا دار اختلاف لري يا نه. د څېړنې پايله منفي وه. روسته يې وويل: ښايي خلک په ناغېړۍ دا دعاوې کوي؛ نوځکه نه قبلېږي؛ خو کشيشان او مسيحي ملايان او روحانيون د زړه له کو مې ځان ته دعا کوي؛ نوځکه بايد له آره يې عمر تر نورو اوږد وي؛ خو د دې څېړنې پايله هم منفي وه. ګالتن بيا ځلې ځان وپوښت، ايا د بيمې شرکتونه چې د بېمې د پیسو اخستو په باب حساس دي؛ نو د هغو کسانو ترمنځ چې ځان ته ډېری دعاوې کوي او هغوی چې لږې دعاوې کوي، څه توپیر کوي؟ د دې پوښتنې ځواب هم منفي و او همدغسې يې درواخله.

«ګالتن» له دين او ديانت سره کينه نه درلوده او په داسې پېر کې اوسېده چې شمېرنې ډېرې دود وې او څېړونکيو غوښتل چې هر څه څيړنيز وشمېري. په هر حال، د څېړنو پايله يې دا و چې د ډېری خلکو دعا نه قبلېږي. له دې څېړنې يو ډول پايله دا ده چې ووايو، دعا د انسان په ژوند کې څه ځای نلري او د خلکو زړه تړنه پرې هسې په هسې ده او د دعا کولو او نه کولو ترمنځ توپير نشته.

او بله پايله هماغه ده چې علي کرم الله وجهه په تېر عبارت کې وويله:

له آره دې دعا کوونکي له دعا خپله انګېرنه سمه کړي او پوه شي چې د اصولو له مخې داسې ده چې ډېرې دعاوې قبولې نشي. که ډېری دعاوې قبلېدې؛ نو اړتيا نه وه چې علي کرم الله وجهه خپل زوی ته د دعا نه قبلېدو راز ورڅرګند کړي. که انسان بياځلي يو درمل وخوري او په غالب مواردو کې مطلوبه پايله ترې واخلي، د دې درملو له خوړو لاس نه اخلي، او بلکې په نادرو مواردو کې يې نه اغېزمنېدو ته هم يو ډول مخونه ورکوي؛ نو علي کرم الله وجهه زوی ته په دې دليل د دعا نه قبلېدو راز ورڅرګندوي چې ورزده کړي، چې د دعا په نه قبلېدو کې يو حُسن او ښه شته چې ښايي درنه پټ وي؛ نوځکه له دعا لاس مه اخله.

همداراز، نو له همدې لامله ده چې کله نا کله د دعا قبلېدل ځنډنی شي ترڅو خلک تل الله تعالی ته دعاوې وکړي. د انسان طبع لټۍ ته ورماته ده او د دې لپاره چې تل په کار او لټه کې وي، يوې انګېزې، چلوونکي او سايق ته اړتيا لري او په پای کې دا ځنډونې به د انسان پر ګټه وي. انسان بايد دعا په خپل ژوند کې خواړه وبولي، نه درمل چې کله کله دا درمل خوري او چټکې پايلې ته يې سترګې پر لار وي. غالباً خلک له دې چاره غافل دي. لکه فی المثل که الله تعالی لمونځ فرض کړی نه وای؛ نو څو تنو به د ورځې لمونځونه کول؟ د دعا په قبلېدو کې ځنډ د دعا د استمرار يوه له انګېزو ځنې ده چې دا پخپله يو برکت دی چې په دعا کې نغښتی دی.

۲. کله د انسان اړتيا نه ورپوره کوي چې روسته تردې غوره ورکړي. علي کرم الله وجهه ويلي، کله انسان يو څه غواړي او نه يې ورکوي؛ خو تردې غوره ورکوي. دعا کول د دعا کولو لپاره دي، نه قبلېدو ته. اصل دا دی چې انسان د الله تعالی بللو اجازه لري او کله خپله اړتيا هم ورسره مطرحوي. لازم نه ده چې ټولې دعاوې مو قبولې شي. ډېر ځل زموږ د مطلوبې اړتيا پر ځای، تردې غوره راکوي.

د انبياوو او امامانو هم ټولې دعاوې قبولې شوي نه دي

حقيقتاً داسې نه و چې د پېغمبر  صلی الله علیه و آله وسلم يا علي کرم الله وجهه يا نورو امامانو ټولې دعاوې قبولې شوې وي. له دې اړخ معصوم او نامعصوم يو رنګ دي. لکه د ابوحمزه ثمالي په دعا کې چې د رمضان مياشتې د پشمني يوه اوچته دعا ده، امام سجاد له الله تعالی غواړي:

وا جْعَلنی مِمّن اَطَلْتَ عُمْرَهُ وحَسَّنْتَ عَمَلَهُ وَ اَتْمَمْتَ عَلَیْهِ نِعْمَتَکَ. . . .

«الله تعالی! د هغو کسانو په کتار کې مې کړه، چې اوږد عمر دې ورکړی او. . . »

که د امام سجاد ژوند ليک ته مراجعه کړو، وبه وينو چې عمر يې تر اووپنځوسو ډېر نه و، حال دا، په ټينګه يې له الله تعالی اوږد عمر غوښته.

د دعا په قبلېدو کې ځنډ، نبايد انسان د دعا له آره واړوي

نوځکه کله هم د پاکانو دعا قبوله شوې نه ده؛ نوځکه د علي کرم الله وجهه د وينا له مخې که دعا قبوله نشوه يا په ځنډ قبوله شوه؛ نبايد د دعا ماڼۍ نړېدلی وبولو او اصل يې بې ګټې وګڼو. نبايد د دعا په قبلېدو کې ځنډ، انسان له دعا کولو منع کړي او يا يې په اړه بې اعتماده شي. ځکه د علي کرم الله وجهه د وينا له مخې کله انسان ته يو څيز نه ورکوي؛ خو روسته غوره ترې ورکوي، که په دې دنيا کې وي يا بلې کې. په نژدې يا لرې فرصتونو کې حقيقت دا دی که څوک ځان ته په تلپاتې اوچت ژوند قايل وي؛ نو په دنيا کې که څه له لاسه ورکړي؛ نو دومره تاسف به و نه کړي. که انسان الله تعالی په هر اړخيز حضور يې پېژني او په وينا يې ډاډمن وي او پوهېږي چې دعا کول خوشې او عبث نه دي او الله تعالی دعا هسې او بې ځوابه نه پرېږدي، نو په دې حال کې که پردې دنيا يې څه ترلاسه نه کړل؛ نو ډاډمن دی چې دا غوښتنه يا ترې غوره به په بل ځای کې ورکړي. هغوی چې د دې دنيا په غځېدا قايل نه دي خپله ګټه او تاوان په همدې دنيا پورې را ايساره بولي او څه يې چې دلته ترلاسه کړل، ګټه شمېري او څه يې چې ترلاسه نکړل بيخي يې زيان ګڼي؛ خو مؤمنانو ته دا ډول شمېرانه او محاسبه سمه نه ده.

په نړۍ کې خلک دوه ډوله دي:

۱-هغوی چې همدې دنيا ته دي او ۲- هغوی چې دنيا دوی ته ده.

دعا د دې لپاره نه ده چې په دنيا کې ټولې نېکۍ يو ځای يو تن ته ورکړي. دنيا د يوه تن پر غوښتنې نه چورلي او د مولانا په وينا خلک دوه ډوله دي: هغوی چې د دنيا لپاره دي او هغوی چې دنيا د دوی لپاره ده. ډېری خلک له لومړي ډوله دي؛ نوځکه بايد خپل بريد وپېژني او ځان ته ګرده دنيا ونه غواړي.

۳. کله د انسان خير د دعا په نه قبلېدو کې وي

کله کله هم دعا نه قبلېږي؛ ځکه د انسان زيان پکې وي. که څه موږ انسانانو ته د دعا اجازه راکړل شوې؛ خو موږ پخپله هغه بهترين څوک نه يو، چې خپل خير وپېژنو. انسان کله کله د خپل مصلحت په تشخيص کې تېروځي. هو د انسان ښه ايسي چې له الله تعالی هر څه وغواړي؛ خو غوښتنې يې تل پر ګټه نه وي؛ نوځکه په هر ځای کې يې دا غوښتنې نه ور پوره کېږي.

فَلَرُبَّ اَمْرٍ قَدْ طَلَبْتَهُ فِيهِ هَلاَكُ دِينِكَ لَوْ أُوتِيتَهُ

«کله کله دې د دين هلاکت د دعا په قبلېدو کې دی»

د دې چار يوه بېلګه مخکې علي کرم الله وجهه خپل زوی ته وويله چې ته له الله تعالی اوږد عمر، روغتيا او د رزق پراخي غوښتلای شې؛ خو په پای کې بيا زوی ته باخبري ورکوي چې:

فَلْتَكُنْ مَسْأَلَتُكَ فِيمَا يَبْقَى لَكَ جَمَالُهُ وَ يُنْفَى عَنْكَ وَبَالُهُ

«سمه ده دا ډول چارې له الله تعالی وغواړې؛ خو داسې څه ترې وغواړه چې جمال او ښکلا يې درپاتېکېږي او وبال يې ستا تر غاړې کېږي نه. »

نوځکه شونې ده انسان د هغه مارګير په څېر، يو ښامار ښکار کړي او وګڼي چې د ګټې وټې یوه سرچینه یې ترلاسه کړې؛ خو په رښتینه کې ښايي د مړينې لامل يې شي. په همدې دليل کله د دعا نه قبلېدل، تر قبلېدو يې غوره ده:

بس دعاها کان زیان است و هلاک

وز کرم می نشنود یزدان پاک

له انسان سره د الله تعالی د دوستۍ دا غوښتنه ده چې الله تعالی هلاکت زيږي دعاوې وانه وري:

فَالْمَالُ لَا يَبْقَى لَكَ وَ لَا تَبْقَى لَهُ

 «نه مال درته پاتېږي او نه ته مال ته ورپاتېږې. »

يعنې که خپل خير دې د مال په درلودو کې وګڼه او له الله تعالی دې وغوښت؛ نو مه غافلېږه، شونې ده چې دا مال يو ښامار چې ساه دې واخلي.

الله تعالی د بشري هوسونو د پوره کولو وزله نه ده

په ډېری دعاوو کې چې نه قبلېږي، انسان پکې له الله تعالی سره خپلې هيلې اوڅاروي او هڅه کوي چې الله تعالی د خپلو اړتياوو پوره کولو ته يوه وزله کړي. دين کله هم انسانانو ته ژمنه ورکړې نه ده چې هر څه غوښتای شئ، چې موږ يې په الله تعالی او يا ورسره په مطرحولو درپوره کړو. دا ډول ناسمې انګېرنې، يو ډول لټي، روحي ناډاډمنتيا او بې ځايه تمې رادبره کوي.

مازې پر دعا توفيق، د دعا بدله او ځواب دی

لنډه دا، بايد ديني ټولنه له دعا سره روږدې وي. د الله تعالی بلل فرض دي. ورسره خبرې کول، د ديني ژوند ذوق او د مانيز (معنوي) ژوند خوږوکه او خوند دی. بايد دا شريف چار تعقيب شی، که څه ځواب ونه مومي. د انسان بدله همدا ده چې اجازه يې ورکړې الله تعالی وبلي. دا بلنه د انسان په روح کې داسې خوشحالي راولي چې په بله لار نه تر لاسه کېږي. که دې بلنو مادي او ملموسه پايله هم درلوده؛ نو ډېره ښه، که نه، پر خپله دعا خو بیخي څه ټکه او نيوکه نشته. په ديني ټولنه کې مازې دعا کول ښه کار دی او بايد دا روحيه را روستو نسلونو ته ورولېږدو او د علامه محمد اقبال په وينا، دعا کول د انسان په وګړه او شخصيت کې بدلون راولي چې دا وګړه عين مطلوبه ده، د دعا قبلېدل يو ثانوي او تبعي چار دی.

نوځکه دلته مساله دا نه ده چې انسان د خپلو مادي کړلارو په څېر کېني او وڅېړي چې دباندې يې د دعا اغېز څومره ده. البته کله دباندې د دعا اغېز هم ښکاره کېږي؛ خو اصل، اغېز نه دی او د دعا په قبلېدو کې خپله دعا هم منتفي کېدلای نشي.

غوره ده، انسان په دعا کې له الله تعالی پاتېدونې چارې وغواړي

علي کرم الله وجهه په ليک کې زياتوي:

وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّكَ إِنَّمَا خُلِقْتَ لِلْآخِرَةِ لَا لِلدُّنْيَا وَ لِلْفَنَاءِ لَا لِلْبَقَاءِ وَ لِلْمَوْتِ لَا لِلْحَيَاةِ وَ أَنَّكَ فِي قُلْعَةٍ وَ دَارِ بُلْغَةٍ وَ طَرِيقٍ إِلَى الْآخِرَةِ:

« زويه! پوه شه آخرت ته پنځول شوى يې، نه دنيا ته، له دنيا تلونکى او پکې پاتېدونکى نه يې، مرګ ته پنځول شوى يې نه په دنيا کې تلپاتې ژوند ته او شونې ده، چې هره شېبه له دنيا ولاړ شې او آخرت ته ورننوځې »

علي کرم الله وجهه د دعا په اړه دا برخه په خپلو سپارښتنو پسې راوړې ده او ته وا خپل زوی ته وريادوي چې هو، الله تعالی انسانانو ته د دعا اجازه او د قبلېدو اجازه يې ورکړې ده؛ خو څوک چې دا شريفه وزله ضايع کوي او لکه څنګه چې ښايي ګټنه ترې نه کوي؛ نو پوه دې شي چې خپله مقصر دی.

زموږ په ډېری دعاوو کې يوازې لږې قبلېږي؛ نو ولې دا لږې دنيوي او ناپاتېدونو هيلو ته ولګو؟ عاقبت وينی انسان هغه دی چې اخروي ژوند ته يې ورپام وي او تر تلونکيو چارو ډېر پاتېدونو چارو ته سوچ وکړي؛ نوځکه انسان بايد له متقيانو د دعا کولو لار زده کړي.

پېغمبران او ديني مشران د سمې دعا کولو د طريقې غوره ښووونکي دي

له پېغمبرانو او ديني مشرانو مو يوه تمه دا ده چې د دعا کولو سمه طريقه را زده کړي، هسې نه چې دا ستر نعمت ضايع شي. د دې نعمت شکردا دی چې، سمه ګټنه ترې وشي. له ديني مشرانو ډېرې دعاوې رارسېدلې او که څوک غواړي سم الله تعالی وبولي، غوره ده چې همدا دعاوې ولولي، انسانان لږ پوهېږي چې له الله تعالی څه وغواړي او که د دې مشرانو لاسنيوی نه وي؛ نو شونې ده انسان تل خپلې سترګې په ناڅیزو او بدرنګو مناظرو بوختې کړي او خپل عمر تباه کړي او د زړه تاندو او زړه راکښوونکیو نظر کولو فرصت له لاسه ورکړي. په پای کې د علي کرم الله وجهه دا دعا لولو:

اللَّهُمَّ إِنَّكَ آنَسُ الْآنِسِينَ لِأَوْلِيَائِكَ وَ أَحْضَرُهُمْ بِالْكِفَايَةِ لِلْمُتَوَكِّلِينَ عَلَيْكَ تُشَاهِدُهُمْ فِي سَرَائِرِهِمْ وَ تَطَّلِعُ عَلَيْهِمْ فِي ضَمَائِرِهِمْ وَ تَعْلَمُ مَبْلَغَ بَصَائِرِهِمْ فَأَسْرَارُهُمْ لَكَ مَكْشُوفَةٌ وَ قُلُوبُهُمْ إِلَيْكَ مَلْهُوفَةٌ إِنْ أَوْحَشَتْهُمُ الْغُرْبَةُ آنَسَهُمْ ذِكْرُكَ وَ إِنْ صُبَّتْ عَلَيْهِمُ الْمَصَائِبُ لَجَئُوا إِلَى الِاسْتِجَارَةِ

څښتنه! ته تر ټولو دوستانو زیات د خپلو دوستانو دوست یې او د توکل کوونکیو د اړتیاوو لرې کوونکی یې، له پټو خوالو یې خبر یې او چې څه یې په زړه کې دي، پرې پوهېږې او ته یې له لیدلوریو باخبره یې او خواله یې درته بربنډه ده او زړونه یې ستا پر لور په ځیر دي. که یوازېتوب او غربت یې په بوږند کړي؛ نو ستا یاد به یې ملګری شي. که کړاوونه پرې راکېوځي؛ نو پناه دروړي او درشل ته دې درمخه کوي.

الله تعالی! په عفوه دې راسره وچلېږه نه په عدالت او د خپل رحمت ورونه دې را پرانيزه.

د پالونکي په درشل کې تذلل[28]

خدایه! ګناهونو مې چوپ کړی یم او خبرې یې راپرې کړې او له ځانه د ننګې لپاره کوم دلیل نه لرم، د ځان بندیوان او د خپلو کړنو ګرو یم، د خپلو تېروتنو په جبرانولو، له سمې لارې په وتو سرګردان او په خپله لار کې پاتې راغلی یم.

پالونکیه! خپل نفس ته مې د ګناهګارانو او ذلیلانو په ځای کې ځای ورکړ، د هغو بدمرغو انسانانو په ځای کې، چې سپین سترګي یې درسره کړې او ستا ژمنو ته یې په سپکه کتلي.

خدایه سپېڅلی یې ته! په کومه مړانه مې سپین سترګي درسره وکړه او په کوم کبر او غرور پر خپل ځان غره شوم؟!

باداره! په پرمخ غورځېدو او د لاسونو په لړزار مې راولورېږه، په صبر دې زما پر ناپوهۍ او په احسان دې زما پر بې ادبۍ راولورېږه؛ ځکه پر خپلو ګناهونو معترف یم او تېروتنې مې منم او اوس مې ستا درشل ته زولۍ درغوړولې، درشل ته دې په زاریو یم او کسات ته مې ځان درتسلیم کړی.

خدایه! پر بوډاتوب، د عمر په پای ته رسېدو، د مرګ په رانږدېدو، په کمزورۍ، په ستومانۍ او بې چارګۍ مې ولورېږه.

باداره! هغه مهال راولورېږه، چې زما او د دنیا ترمنځ بېلتون راشي او یاد مې دې له مخلوقاتو لرې کړه، چې له هغو هېر شویو ځنې شم، چې څوک یې هم نه یادوي.

باداره! هغه مهال راولورېږه، چې په قبر کې مې څېره او بدن بدلون مومي او د بدن غړي مې یو له بله بېلېږي او بندونه مې شلېږي. له هغه څه د غفلت په باب دې زما په حال خواشیني وي، چې په اړه مې اراده شوي دي.

باداره! د قیامت پر ورځ د حشر و نشر پرمهال راولورېږه او پر دې ورځ مې دې له خپلو اولیاوو سره ملګری او د خپلو دوستانو په ځګي کې کړه او د خپلې لورنې ګاونډی مې کړه، ای نړۍ پاله!

 

پر ګناهونو ژړا او زارۍ[29]

خدایه! ای هغه چې ګناهګاران دې له لورنې مرسته غواړي او ای هغه چې بې پناهان دې احسان ته پناه دروړي او ای هغه چې تېروتونکي دې له ډاره لړزېږي، ای د هر غریب ډارېدلي مونسه او ای د هر غمجن زړه خوشحالونکیه او ای د هر یوازې خوار شوي د غږ اورېدونکیه او ای د هر شړل شوي اړمن مټه، ته یې چې پوهه او لورنه دې پر هر څه راچاپېره ده او ته یې چې خپل هر یوه مخلوق ته دې له خپلو نعمتونو ځنې یوه برخه په پام کې نیولې ده او ته یې چې بښنه دې تر عذابه غوره ده او ته یې چې لورنه یې پر غوسه ورمخکې ده او د نعمت ورکړه دې د نعمت له منعې ډېره ده او ته یې چې ټول مخلوقات دې په واک دي او ته یې چې د خپلو ورکړیو نعمتونو پر وړاندې د اجر تمه نه لرې او ته یې چې ګناهګارانو ته په سزا ورکولو کې افراط نه کوې.

ای زما خدایه! ستا هغه بنده یم، چې د دعا کولو حکم دې ورکړی او و دې ویل : ستا بلنه مې ومنله! او زه اوس ای پالونکیه! په واک کې دې یم او زه یم، هغه چې تېروتنو یې ملا ورماته کړې او زه یم هغه چې عمر یې ګناهونو له منځه وړی او زه یم هغه چې د ناپوهیو له لامله یې له تا سرغړونه کړې، حال دا،  ته د سرغړاندۍ وړ نه وې؛ نو ای خدایه! څوک چې دې بلي، پرې لورېږې، چې په دعا کې دې هڅه وکړي ؟ او څوک چې دې په درشل کې اوښکې تویې کړي، بښې یې؟ او آیا له هغه تېرېږې، چې په خاکسارۍ یې مخ په خاوره درته ایښی؟ او آیا هغه مړه خوا کوې، چې په بېوزلۍ او نشتمنۍ، توکل درباندې کوي. زما خدایه! هغه مه نهیلوه، چې بې له تا بل بښونکی نه لري او هغه مه خواره، چې ستا له وجود پرته نه مړه خوا کېږي.

زما خدایه! پر حضرت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) او آل یې درود ووایه، مخ راځنې مه اړوه، حال دا،  درمخه کړې مې ده، له خپلې لورنې مې دې مه بې برخوه، حال دا،  درلېواله یم او اوس، چې دې درشل ته ولاړ یم؛نو له خپل درشله مې مه شړه .

ته یې چې خپل ذات دې په لورنه او بښنه ستایلی؛ نو پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه، راولورېږه او ته یې چې ځان دې بښونکی نومولی؛ نو و مې وبښه.

خدایه! ګورې چې ستا له وېرې مې اوښکې راتویېږي، زړه مې درزېږي او غړي مې ستا له ستریا او جلاله لړزېږي او دا ټول مې د خپلو کړنو د ناوړتیاوو له لامله دي؛ نو ځکه غږ مې ستا درشل ته د ژړا او زارۍ پرمهال ټپ او ژبه مې له دعا کولو بېوسې ده.

خدایه! ستاینه تا ته ده، چې زما ډېرې ګناوې دې پټې کړې دي، بې پته دې نه کړم او زما پر ډېرو تېروتنو دې پرده واچوله او په نورو کې دې ډنډوره نه کړم او پر ډېرو ګناهونو مې ځان ککړ کړ؛ خو تا مې حرمت مات نه کړ او د هغو ګناهونو د ناوړتیا پېټی دې را پراوږو نه کړ او د هغو ګناهونو ناوړتیاوې دې زما له ګاونډیانو، چې د نیمګړتیاوو په لټه کې مې دي او د کینه کښو له سترګو، چې زما په نعمتونو یې کینه کوله، پټې کړې.

خو له دې ټولو لورونو سره سره، چې راباندې دې وکړې، له ناوړه کړنو لاس پر سر نه شوم! ! ای خدایه! تر ما به بل څوک د خپلې ودې او پرمختګ پر لار ناپوهه وي؟ او تر ما بل څوک به دې له معنویاتو په ګټنه کې غافل وي؟ او بل څوک به تر ما په خپله سمونه کې روسته پاتې وي، حال دا،  کومه روزي، چې دې راټاکلې او له ګناه کولو دې ژغورلی یم، بشپړه سرغړونه مې وکړه او بل څوک به تر ما په ناوړه او باطلو چارو کې ورډوب وي. خدایه! چې ستا او د شیطان د بلنې د منلو پر دوه لارۍ شم؛ نو د شیطان بلنه منم؛ البته نه په پټو سترګو یا د هېر له لامله.

البته پوره ډاډمن یم، چې د بلنې د منلو پایله دې جنت دی او د شیطان د بلنې د منلو پایله دوزخ دی. خدایه! ته پاک یې. خدایه!  څومره هېښنده ده، چې پر خپلو کړنو اقرار کوم او خپلې پټې چارې بربنډوم او تر دې خو لا هېښنده دې صبر او ما ته په عذاب راکولو کې ځنډ دی او دا ستا په نزد زما د درنښت له لامله نه؛ بلکې ستا له لوري صبر، زغم او فضل دی، چې پر ما دې کړی دی، چې شونې ده، یوه وزله شي، چې له سرغړونو دې لاس واخلم؛ ځکه بښنه دې تر عذابه راته ډېره ګرانه ده.

خدایه! دا زه یم، چې خورا ګناهونه مې کړي او ناوړه چارې یې له ځانه پرېښي او تر ټولو ډېر په باطلو کې ورډوب یم او په عبادت کې مې دې ناغېړي کړې او ستا له عذابه مې وېره او پوهه تردې خورا لږه ده، چې بدۍ مې دروشمېرم او یا مې د ګناهونو پر یادولو وسمن وسم.

او که ځان په دې خبرو رټم، د هغې تمې په پار دي، چې ستا لورنې ته یې لرم او د ګناهګارانو د حالت سمونه ورپورې اړه لري او د هغه لورنې په پار ده، چې د تېروتونکیو ژغورنه ورپورې اړه لري.

خدایه! ورمېږ مې ګناهونو رامات کړی؛ نو پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او ته په خپله مې غاړه خلاصه کړه، د ګناهونو پېټی مې راباندې دروندوالی کوي؛ پر حضرت محمد(ص) او آل یې درود ووایه؛ نو په خپل او لطف او کرم دې پېټی مې سپک کړه.

خدایه! که دومره وژاړم، چې سترغلي مې وپړسېږي او دومره چغې ووهم، چې غږ مې ټپ شي او دومره درته ودرېږم، چې پښې مې وپړسېږي، دومره رکوع ګانې درته وکړم، چې د ملا هډوکي مې مات شي او دومره سجدې درته وکړم، چې سترګې مې کړوپې شي او ټول عمر د ځمکې خاورې وخورم او چټلې اوبه وڅښم او په دې حالتونو کې دې دومره عبادت او ذکر وکړم، چې ژبه مې له کاره وغورځېږي او له خېجلتیا سر راپورته نه کړای شم او اسمان ته ونشم لیدای؛ نو له دې ټولو حالاتو سره سره بیا هم وړ نه یم، چې له خپلو ګناهونو ځنې، یوه ګناه مې له منځه یوسم.

پالونکیه! که و مې بښې، هغه مهال، چې د بښنې وړتیا دې پیدا کړم؛ نو دا به ددې لپاره نه وي، چې د داسې یو لورنې وړ یم؛ بلکې پر هماغه لومړي ځل مې چې، سرغړونه درنه وکړه، سزا مې د دوزخ اور و او که عذاب مې کړې؛ نو ظلم به دې راباندې کړی نه وي.

خدایه!  ته وې، چې زما پر سرغړونو دې پردې واچولې او رسوا دې نه کړم او په خپلو بښنو دې نېک چلن راسره وکړ او په عذاب راکولو کې دې بیړه و نه کړه. صبر دې راته وکړ او په نعمتونو کې دې بدلون را نه ووړ او خپل احسانونه دې راته په غم او خپګان و نه لړل؛ نو د خواریو په ډېروالي او د بېچارګیو په شدت او د ځګي پر بدوالي مې ولورېږه.

خدایه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او له ګناهونو مې وساته، په بندګۍ کې مې بریالی کړه او له ګناه څخه بېرته ستنېدل مې په نصیب کړه.

خدایه په توبه مې پاک کړه او له ګناه څخه په ځانساتۍ کې مې مرسته وکړه او په خپل عافیت مې اصلاح کړه او د بښنې خوږلنی دې راوڅکه او له هغوی مې کړه، چې په بښنه او لورنه دې ازاد شوي او راته ولیکه، چې له غوسې دې په امان کې یم او په همدې دنیا او نه په هغې نړۍ کې، زېری راباندې وکړه؛ هغه زېری، چې نښې یې په سترګو ووینم او نورو ته یې ووایم او دا چار درته ستا د لورنې د پراختیا له لامله ستونزمن نه دی او د وسمنۍ له مخې دې نه په زحمتوي او د هغو خورا ډېرو لطفونو له مخې، چې قرآن پرې دلالت کوي، درون چار درته نه دی؛ ځکه! ته چې څه وغواړې، کوې یې او د څه اراده، چې وکړې، حکم یې ورکوې او ته پر هر څه وسمن یې.

وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّكَ إِنَّمَا خُلِقْتَ لِلْآخِرَةِ لَا لِلدُّنْيَا وَ لِلْفَنَاءِ لَا لِلْبَقَاءِ وَ لِلْمَوْتِ لَا لِلْحَيَاةِ وَ أَنَّكَ فِي قُلْعَةٍ وَ دَارِ بُلْغَةٍ وَ طَرِيقٍ إِلَى الْآخِرَةِ

زويه! پوه شه آخرت ته پنځول شوى يې، نه دنيا ته، له دنيا تلونکى او پکې پاتېدونکى نه يې، مرګ ته پنځول شوى يې نه په دنيا کې تلپاتې ژوند ته او شونې ده، چې هره شېبه له دنيا ولاړ شې او آخرت ته ورننوځې

وَ أَنَّكَ طَرِيدُ الْمَوْتِ الَّذِي لَا يَنْجُو مِنْهُ هَارِبُهُ وَ لَا يَفُوتُهُ طَالِبُهُ وَ لَا بُدَّ أَنَّهُ مُدْرِكُهُ فَكُنْ مِنْهُ عَلَى حَذَرِ أَنْ يُدْرِكَكَ وَ أَنْتَ عَلَى حَالٍ سَيِّئَةٍ قَدْ كُنْتَ تُحَدِّثُ نَفْسَكَ مِنْهَا بِالتَّوْبَةِ فَيَحُولَ بَيْنَكَ وَ بَيْنَ ذَلِكَ فَإِذَا أَنْتَ قَدْ أَهْلَكْتَ نَفْسَكَ

د مرګ ښکار يې، چې څوک ترې تښتېداى نشي او چې څوک هم ولټوي؛ نو په لاس ورځي او نيسي يې؛ نو له مرګه وډار شه! هسې نه داسې مهال درته راشي، چې د ګناه پر حال يې او يا توبې ته سترګې پر لار يې او مرګ مهلت در نه کړي او ستا او د توبې ترمنځ دې خنډ شي، چې په دې توګه ځان به دې پوپنا کړى وي.

يَا بُنَيَّ أَكْثِرْ مِنْ ذِكْرِ الْمَوْتِ وَ ذِكْرِ مَا تَهْجُمُ عَلَيْهِ وَ تُفْضِي بَعْدَ الْمَوْتِ إِلَيْهِ حَتَّى يَأْتِيَكَ وَ قَدْ أَخَذْتَ مِنْهُ حِذْرَكَ وَ شَدَدْتَ لَهُ أَزْرَكَ وَ لَا يَأْتِيَكَ بَغْتَةً فَيَبْهَرَكَ

زويه! مرګ او هغه خورا يادوه، چې پر لور يې وردرو مې او تر مړينې روسته پکې مېشتېږې له مرګ سره د مخامخېدو تر مهاله، له هره پلوه ورته چمتو وسه، ځواکمن شه او د همت ملا دې ټینګه وتړه، چې ناڅاپه رانشي او په ګونډو دې نه کړي.

 

هغوی چې دعا یې نه قبلېږي

په روایاتو کې لرو چې الله تعالی د څو کسانو دعا نه قبلوي: یو هغه چې په کور کې ناست دی، کار نه کوي او له الله تعالی رزق غواړي، د دې وګړي دعا نه قبلېږي؛ ځکه د دې کار لار معلومه ده او دا هم مؤظف دی چې حلال رزق ترلاسه کړي. بل هغه دی چې په کور کې ناسازګاره مېرمن لري او ترې جلا کېدای شي؛ خو دعا کوي چې الله تعالی دې دا شر رانه لرې کړي، دا دعا هم نه قبلېږي. اوس له علي کرم الله وجهه اورو، یوه بله ډله هم شته چې دعا یې نه قبلېږي او دوی هغه کسان دي چې پر نېکیو امر کول یې له لاسه ورکړی او بدان ورباندې واکمن شوي او واګې یې ترې اخستي او په دې وخت کې الله تعالی ته دعا کوي چې د دې واکمنو سپېره سیوری رانه لرې کړي. په بله وینا د دې سپېره سیوري د لرې کولو لار بیا هم پر نېکیو امر او له بدیو منع ده او کوم کسان چې په دې لار ولاړ نشي، مطلوبې موخې ته به ونه رسي.

دنیوي او اخروي دعاوې

۱-  خدایه!  د هېواد د رغاونې په بهیر کې ، پر خدای باندې د ګروهې له مخې د (( ملي تقوا)) احساس را، چې خپل ولس ته د چوپړ په لار کې ونه ښو یېږم، چې ((ځاني غوښتنې)) مې د (( ولسي غوښتنو)) ځای ونیسي.

او له هغې روحیي مې وساته، چې هر څه ته بدوینه وسم،  پر هر څه ټکې کوم او په خپله مې هم څه چار له لاسه  ونشي او په پایله کې کینه کښ له نړۍ ولاړشم .

۲-   خدایه!  هغه آرامي او خوشبختي مه راکوي، چې ابتذال او چټیتوب ته مې را کاږي، بلکې روحیې ته مې ملي سترې  اندیښنې او غمونه را ډالۍ کړه، چې ګرانو هېوادوالو ته د چوپړ په لار کې، له ربړ ګاللو خوند واخلم او په ملي تاریخ  کې نېکنامی او د آخرت تو ښه مې شي.

۳- خدایه!  د فکر او احساس کچه مې تر دې بریده اوچته کړې، چې ځان یو (( ملي افغان)) وبولم.  د ټولو شخصي، دولتي، غیر دولتي او سوداګرېزو چارو د هځو چورلیځ مې د افغانستان سر لوړاي وي  او راتلونکي نسل ته خدمت کول وي. او له هغو شیطاني او غیر ملي ننګېرنو مې بچ کړې، چې هر څه له (( ځاني غوښتن)) ځار کړم، چې په پایله کې د ولس راباندې لعنت، د تاریخ را باندې ناوړه قضاوت او اخروي پایله مې (( اورمېشتي)) وي.

۴- خدایه!  د (( طبیعت)) (( تاریخ)) و (( ټولنې)) او (( ځان)) له څلورګونو بندونو مې خوشې کړه، لکه څنګه چې دې پنځولی یم، ځان جوړ کړم، جګړه ځپلې ټولنه جوړه کړم، هېواد بېرته تېر برم ته ورستون کړم او د هېواد پراخه طبیعي سر چینې د ښېراز افغانستان جوړولو ته و کاروم.

۵- خدایه!  د (( ملي شک)) سپېڅلی اور  را کې بل کړه، چې ټول هغه (( دروغجن یقینونه)) راکې وسوځي، چې راکې د کاڼي کرښه شوي، چې بیا د ایرو تر دې  ډېرۍ پسې د ملي یوالي او سر لوړي  افغانستان د موسکا ځلاند لمر راو خېژي.

۶- خدایه!  هېواد او ولس ته مو له ورتپل شویو نادودو سره د ملي، دیني او قانوني مبارزې له لارې وس او زغم ورکړې، چې هېوادوال له اوسني کړکېچه په خیر د ثبات تړاو ته  ور داخل شي.

۷-انتظامي ځواکونو ته دعا

: خدایه!پر محمد او آل یې درود ولېږه.

۸- خدایه: په ایمان کې (( مطلق اطاعت))، چې په نړۍ کې د ظلم پر ضد(( مطلق سر غړاند)) او سم .

۹- خدایه: له خدای، هېواد او وظېفې سره پوره مینه را، چې د ګران هېواد افغانستان، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي نظام د ټینګښت په لار کې ثابت قدمه اوسم.

۱۰- خدایه: د(( مبارزې تقوا)) را چې د مسوولیتونو په پلي کې ونه ښویېږم او د(( ګوښې کېناستو له تقوا)) مې وساته، چې د انزوا او ګوښې کېناستو ژوند مې روست نه کړي.

۱۱-  خدایه!  د هېواد پولي په خپل زور وساته او په ساتنه کې یې سرحدي ځواک ته وس کړه او له خپلو شتو دې  ډېرې لورنې پرې ولوروه، شمېر  یې ور زیات کړه، وسلې یې کاري او دښمن ځپلې کړه، شاو خوا یې وساته، سنګرونه یې ور ټینګ کړه ، خپلمنځي پوځي او امنیتي اړیکې یې مظبوطې کړه ، چارې یې تنطیم کړه،  خوراک څښاک  ور ورسوه او لوژستیکي چارې یې ور سمې کړه، او سختۍ یې یوازې تاسو هوارې کړئ،  لاسنیوی یې وکړه، په زغم او صبر یې مل شه،  د دښمن د ټګۍ برګیو پر وړاندې ځیرنه او دقت ورکړه، ړانده ماینونه پرې ور ړانده کړې،  د دښمن له څاره یې په امن کې ولرې، خدایه : د هېواد د امنیتي ځواکونو تر منځ هر اړخیزې اړیکې را دبره کړې، چې ولس دې په ډاډ و لمانځې او احکام دې پلې شي. اسلامي نظام پلي او هر چار پکې د عبادت بڼه ومومي.

د خواجه عبدالله انصاري مناجات

۱- الهي، له خپلو بدیو ډارېږم؛ نو په خپلو ښو، دې ما وبښه .

۲- الهي، که څه هومره اطاعت نه لرم؛ خو په دواړو نړیو کې بې له تا بل څوک نه لرم.

۳- الهي، بې له تا جنت، د خوشحالۍ ځای نه دی او بې ستاله دوستۍ، د آزادی مخ نشته .

۴- الهي، هر څوک غواړي چې ته ور وګورې؛ خو زه غواړم، چې ته را و ګورې .

۵- الهي، پر یوه د پېرزوېنې لاس را کاږې اوله بل سره حساب و کتاب کوې .

۶- الهي، د جنت ګل د عارفانو د پښې اغزی دی، د مولی د لټوونکي له جنت سره څه کار دی؟ .

۷- الهي، پوهېږې چې بېوسی یم؛ نو له دې بلاګانو مې خلاص کړه .

۸- الهي، که سولۍ مې کړې، رواده؛ خو شړه مې مه، او که  دوزخ ته مې ولېږې خو ښه مې ده؛ خو له ځانه مې مه لرې کوه .

۹- الهي، زه څوک یم چې تا غواړم؛ ځکه پر خپل قیمت پوهېږم .

۱۰- ونازېږه چې د نازېدو ځای دی، د دوست د مخ لیدل د عاشقانو اختر دی .

۱۱- الهي، پر خدایتوب دې ګواهي، له بېلتونه مې وساته .

۱۲- الهي، د توحید بنسټ مو را ویجاړ نه کړې او د هيلو بڼ مو، بې اوبو مه کړه .

۱۳- الهي، راته  دې وویل، په دنیا کې چې پانګوالوته په کومو سترګو وینئ، دروېشانو او مسکېنانو ته مه وینئ؛ نو خدایه ! ته کریم او بښونکی یې، په آخرت کې په هغو سترګو سرغړاندته و ګوره، چې مطیعانو ته ګورې .

۱۴- الهي، پر چا چې د خپلې مینې او محبت داغ  کېښود، د هغه د هستۍ درمند دې نیست  و نابود کړ .

۱۵- الهي، داسې پوهه را، چې لار  وموم او داسې لیدانه را، چې په څاه کې ونه لویږم .

۱۶- الهي، لاس مې ونیسه، چې لاسوند نه لرم، او عذر مې ومنه چې د تېښتې ځای نه لرم .

۱۷- الهي، مه وایه، چې څه دې راوړي، چې درویشان یوو، او مه  پوښته  چې څه  مو کړي، چې رسوایان یوو .

۱۸- الهي، داسې یوه پلټنه را، چې له دنیا بېزار  او داسې توفیق را، چې په دین کې ټینګ شو .

۱۹- الهي، نه خوشحال یم نه زغمناک، نه رنځوریم نه  مهجور.

۲۰- الهي، چې څنګه دې و غوښتل هماغسې دې و انځور کړم .

۲۱- خدایه چار مې را جوړ کړه او کړ چار مې مه ګوره.

۲۲- الهي، هغه زړه را،  چې عبادت او اطاعت ډېر کړي او د هغه طاعت توفیق را، چې جنت ته مې ښیون کړي .

۲۳- الهي، پېژندل  دې راته امان او لورنه دې راته ښکاره ده .

۲۴- الهي، د کمزوریو پناه ځای یې، د قاصدانو د لارې پر سر یې او پر مؤمنانو ګواه یې؛ نو څه کېږي چې لا یې زیات کړې او کم یې نه کړې؟.

۲۵- الهي، پر هغه ورځ چې در سره بوخت شوم؛ نو لاس مې له هر څه ووینځه او بېزار شوم .

۲۶- الهي، له  وسې مې پوره نه ده چې تقدیر دې واړوم او دا مې هم له وسې پوره نه ده چې عذر درته ونه کړم .

۲۷- الهي، ستا له  وژل شوي،  د وینې بوی نه راځي او له سېځل شوي دې لوګی  نه را پورته کېږي؛ ځکه سیځل شوی دې په سېځلو او وژل شوی دې په وژنه خوشحال دی .

۲۸- الهي، په دنیا کې مو ګناه کوله، دوست دې  محمد(ص) خپه کېده او دښمن دې، ابلیس خوشحالېده؛ نو الهي، که د قیامت پر ورځ سزا را کړې؛ نو بیا هم دوست دې محمد(ص) خپه کېږي او ابلیس دښمن دې خوشحالېږي؛ نو خدایه! دښمن  مې دوه ځل مه خوشحالوه او پر دوست دې دوه خپګانه مه را وله .

۲۹- الهي، که یو ځل راته ووایې: زما بنده! نو له عرشه به مې خندا تېره شي .

۳۰- الهي، که کاسني ترخه ده؛ نو له بڼه ده او که عبدالله مجرم دی،  له دوستانو ځنې دی .

۳۱- الهي، چې درته ووینم؛ نو تاج پر سر پاچایم، او چې ځان ته ووینم؛ نو خاوره یم آن ترې ور ټیټ .

۳۲- الهي، نېکان خو به بښې؛ نو له نانېکو سره به څه کړې؟

۳۳- الهي، که څه هم چې ګناهکاران یوو؛ خو ته بښونکی او غفار یې، که څه هم چې بد چاري یوو؛ خو ته پرده اچوونکی او ستار یې، د ور کړې زېرمه در سره ده، بې ساری او بې  سیال یې، درسره وړ ده، چې له ګناهونو مو را تېر شې! .

۳۴- الهي، عبدالله له درېیو آفتونو وساته: د شیطان له وسوسو، له ځاني ټګۍ برګۍ او د ناپوهۍ له غروره .

۳۵- الهي، دا چې حاضر یې؛ نو څه و لټوم لاو دا چې څارن یې؛ نو څه ووایم؟

۳۶- الهي، دا چې څه غواړې؛ نو هماغه کوې؛ نو له دې مفلس بنده څه غواړې؟

۳۷- الهي، که له دوستانو یم؛ نو پرده هااخوا کړه او که  له مېلمنویم؛ نو میلمه پال مې شه .

۳۸- الهي، له لارې پردې ور ها اخوا کړه او ځانته مو مه پرېږده .

۳۹- الهي، که عبدالله ته نه وینې؛ نو ځان ته ووینه او د دښمن په مخ کې مې بې پته کوه .

۴۰- الهي، وړیا دې پیدا کړو او وړیا دې روزي راکړه؛ نو وړیا مو وبښه، چې ته خو خدای یې،  نه سوداګر! .

۴۱- الهي، و دې ویل چې کریم او بښونکی یم؛ نو پوره هیله مو درته ده؛ نو چې کرم وي؛ نهیلي حرامه ده .

۴۲- خدایه،  ټول د خپلو ځانونو له بنده خوشې کړه، ټولو ته وس ور کړه چې ځانونه وپېژني، ټول د شیطان له چلونو وساته، ټول له ځاني غوښتنو خبر کړه .

۴۳- الهي، هغه چې دې پخپله بللی، راز یې مه را بر سېره کوه او ګناه یې پټه کړه .

۴۴- الهي، همدا چې د مینې اغېز دې را ورسېد؛ نو ټولې مینې پای ته ورسېدې .

۴۵- الهي، ټول درنه ډارېږي؛ خو عبدالله له ځانه ډارېږي؛ ځکه له تا ګرد سره نېکۍ را ولاړېږي او له عبدالله بدۍ .

۴۶ – الهي، ابو جهل له کعبې راځي او ابراهیم له بوتخانې، چار په لورنې دی، پاتې ټولې پلمې دي .

۴۷- الهي، که څه ګناه مې ډېره ده؛ خو عفوه دې له بریده او ختې ده، الهي! که ګناهکاریم، مسلمان یم او بد مې کړي؛ نو پښېمانه یم .

۴۸- الهي، د پانګوالو چار له سرو سپینو سره دی؛ خو د دروېشانو (( نحن قسمنا))

۴۹-  یو دوستۍ ته رابلي او بل شړي، او څوک یې دمنلو او نه منلو په راز نه پوهېږي .

۵۰- الهي، په خپله دې ویش وکړ او قیمتونه دې کېښوول، پخپله ویشونکی او پخپله قاضي يې، نه پوهېږم چې را باندې غوسه یې یا را نه راضي یې، په هر حال ستا شکر .

۵۱- زړه ولاړ او دوست هم ولاړ؛ نو پوهېږم چې په دوست پسې ولاړ شم که په زړه پسې ؟

۵۲- الهي، پر خپلې بېوسۍ ګواه یم او ستا له لطف او لورنې خبر یم. غوښتنه خو ستا غوښتنه ده، زه څه و غواړم .

۵۳- الهي، هغه ته چې دې خوښه شي، او به یې په لښتي کې روانې وي، او چې دې خوښه نشي؛ نو څه رغید ورته  دی ؟

۵۴- الهي، بې ستا له یاده ټول یادونه کبر دی او ستا په یاد ګرد سره غمونه خوشحالي ده .

۵۵- الهي پوهېږې چې بېوسی یم؛ نو له کړاوه مې وژغوره .

۵۶- الهي، دا چې د بېلتون اور دې درلود؛ نو د دوزخ له اور سره دې څه کار درلود ؟

۵۷- الهي، چې در سره اشنا شوم، له مخلوقاتو جلا شوم،  په نړۍ کې شیدا شوم، پټ وم را ښکاره شوم .

۵۸- الهي، چې کله په غیبو کې وې؛ نو زه په عیبو کې وم، او چې کله له غیبته را پیدا شوې؛ نو زه له عیبو جلا شوم.

۵۹- الهي، تا غوښتي ما خونه دي غوښتي، چې له خو به راویښ شوم د لطف نظر مې وموند .

۶۰- الهي، ته د غریبانو نازوونکی یې او زه غریب یم، درد مې درمل کړه، چې ته مې طبیب یې، ای د هر ورک دلیله!

۶۱- الهي، که چار په وینا وي؛ نو د هر چا د سر تاج یم او که په کردار وي؛ نو یو مېږي ته هم اړین یم .

۶۲- الهي، ازار مې مه غواړه،  چې پر لښتي به د کرم اوبه بندې شي .

۶۳- الهي، ته مې په خپله ګناه مه نیسه، او زه تا،  په خپل کرم دې نیسم، ځکه کرم دې د لمر په څېر ځلاند دی او زه په خپله ګناه نا څیزه ذره یم .

۶۴- الهي، ټول  دارېږي چې سبا به څه وشي؛ خو عبدالله ډارېږي، چې پرون څه ولاړل .

۶۵- الهي، په خپل فضل مې  ونازوه او خپل حساب و کتاب ته مې مه ورپرېږده .

۶۶- الهي، په توبې پښېمان یم؛ پوه شه چې نوی مسلمان یم .

۶۷- الهي، عبدالله عمر  وخوړ؛ خو عذر یې ونه غوښت .

۶۸- الهي، عذرونه مو ومنه او په نیمګړنو مو مه نیسه .

۶۹- خدایه! غنم مه را کوه، ډوډۍ را، د انګور بڼ مه راکوه، انګور  را، ورکړه عزت دی او بېرته اخستنه  شرم دی .

۷۰- الهي، که دوستي مې کړې نه ده؛ نو دښمني مې هم کړې نه ده، او که پر ګناه مې ټینګار درلود؛ نو پر توحید دې منښتی یم .

۷۱- که توبه  بې ګناه توب وي؛ نو توبه ګار څوک دی او که پښېماني وي؛ نو سر غړاند څوک دی ؟

۷۲- الهي، تر دې به کوم یو درد خوراستر وي، چې معشوق پانګوال او عاشق در ویش وي .

۷۳- چار، نه په رنګ دی او نه په پوټکي؛ بلکې د دوست په پېر زوينې دی .

۷۴- الهي، ستا یاد مې دین دی، ستا مینه مې لار ده، او نظر دې عین الیقین دی، روستۍ خبره مې داده: لطیف خدایه! پوهېږې چې دغسې ده .

تمت بالخیر

[1] (بقره/١٨٦)

[2] (ذاريات/٢١)

[3] (بقره/١٥٦)

[4] (شورى/٥٣)

[5] (نمل/٦٢)

[6] (بحارالانوار٩٣/٣٢١)

[7] (رعد/١١)

[8] (بحارالانوار٩٣/٣١٢)

[9] (بحارالانوار٩٣/٣٥٦)

[10] (بقره/١٨٦)

[11] وګ: “صحيفه سجاديه اوومه دعا”

[12] (نهج البلاغه/٢٢٩ حکمت)

[13] (بحارا لانوار٤١/١٠١)

[14]  (مثنوي، دويم دفتر، ۲۴۴۹)

[15] (د شمس کلیات، ۱۷۳۴ غزل)

[16] – شهاب الدين سهروردی، فی حقيقة العشق.

[17] اورېدوني ده چې محي الدين عربي، د اسلام له اهمو او مشهورو عارفانو په خصوص الحکم کې په يونسي فص کې راوړي: «اعلم ان الشفقه علی عبادالله احق بالرعایه من الغیره فی الله» وروسته وايي: «داوود عليه السلام څو ځل بيت المقدس جوړ کړ او ويجاړ شو. خدای ته يې ګيله وکړه، خدای وويل خونه مې د وينو تويوونکيو په لاسونو نه ټينګېږي. ويې ويل: ايا د دوی وينه مې ستا په لار کې تويه نه کړه. خدای وويل: هو، ولکنهم أليسوا عبادی (ايا بندګان مې نه وو).

[18]  (انعام/۱۶۰)

[19]  (هود/۱۱۴)

[20]  (عنکبوت/۶۹)

[21]  (صحيفه سجاديه، شپاړسمه دعا)

[22]  (ابراهیم/۲۴- ۲۷)

[23]  (رعد/۱۷)

[24] بده نه ده اشاره وکړو چې د لايب نيتس په څېر فيلسوفانو د انرژي د پايښت آر (يا د حرکت د مقدار د پايښت آر) له دې آره راسپړلی چې «معلول د خپل علت هومره دی». وګورئ ټول هغه کتابونه چې د ميخانيک د تاريخ په اړه ليکل شوي او په تېره په لاندې کتاب کې د لايب نيتس ماده:

Gillesple, Audictionry of scientific Biography

[25] – ملا هادي سبزواري، اسرار الحکم، چاپ اسلاميه، تهران، ۱۳۹۲، ۳۳۴ مځ)

[26] – دا تش يو وړانديز دی، او ليکونکی منښته (اقرار) کوي چې د هستۍ د نظام فلسفي تفسير هم، له ټکو او نيوکو تش نه دی او بلکې سر له سکولاريسمۍ راوباسي چې شرح يې موږ په «مبنا و معنای سکولاريسم» مقابله کې راوړی. مطلب د ډېر سوچ او تأمل وړ دی او د اشعريت او اعتزاليت قصه همداسې روانه ده.

[27]  (نهج البلاغه، کلمات قصار، ۱۴۷)

[28] صحیفه سجادیه

[29] صحیفه سجادیه

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست