بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع: دوستي او دوستان دوستي، خپلوي ده. چې دوستي ټينګه شي؛ نو یو له بله ملاتړ لازم شي. دوستي، په ښه چلن غځېږي. په انصاف، د دوستۍ رسۍ ټينګېږي. مینه او محبت، په دوستۍ پایښتېږي. ښه چلن، دوستان یو له بل سره مینناکوي. […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه ویناوې
موضوع: دوستي او دوستان
دوستي، خپلوي ده.
چې دوستي ټينګه شي؛ نو یو له بله ملاتړ لازم شي.
دوستي، په ښه چلن غځېږي.
په انصاف، د دوستۍ رسۍ ټينګېږي.
مینه او محبت، په دوستۍ پایښتېږي.
ښه چلن، دوستان یو له بل سره مینناکوي.
په ښه چلن، دوستۍ ډېرېږي.
دوستي، په لورنې ټينګېږي.
دوستي، په مینه او نرمۍ غځېږي
واکمن، بد دوستان دي.
له الله تعالی سره د هغه څه په مینه دوستي وکړه، چې ورسره دي.
۸۰دوستي پالنه، خوشحالي ده.
دوستي، نسب دی.
نېکي کول، دوستي ده.
دوستي، ډېره نژدې خپلوي ده
سخاوت او ورکړه، دوستي کري.
ګیلې، دوستۍ راژوندۍ کوي.
-له دوست او ملګري سره ناسته، د الله تعالی یاد دی.
عقل، بې سارې دوستي ده.
دوستي، ډېر ګټور تړاو دی.
د الله تعالی یاد، د دوستانو مزې چړچې دي.
ملګری او دوست، خورا نژدې خپلوان دی.
ورین تندیتوب، د دوستانو مینه ډېروي.
د نورو زغمل، د دوستانو پت دی.
دعا، د الله تعالی د دوستانو وسله ده.
نصیحت، دوستي ده.
کینه کښ، دوست او ملګری نه لري.
واکمن، دوستي نه لري.
ورین تندیتوب، د دوستۍ مینه ده.
۱۱۰۰-انصاف او سم چلن، دوستي پایښتوي.
دوست هغه دی، چې رښتینولۍ یې په پټه کې (هم) وي.
دوستان له لاسه ورکول، ډېر درد لري.
د لارې مل، د دوست په څېر دی؛ نو د خوښې تن غوره کړه.
غریب هغه دی، چې دوست نه لري.
ګوزاره کول، ستایلې دوستي ده.
له خلکو سره مینه او دوستي، د عقلمنۍ جرړه ده.
د دیني روڼو مینه او دوستي پایښتې وي.
مؤمن په خپل سوچ کې غمجن او له نورو سره په دوستۍ ناوړګومانه دی.
کنجوس په خپلو دوستانو کې خوار و زار دی.
د دوست له لاسه ورکول، ناکامي ده.
د الله تعالی لپاره او په لار کې یې د مینې او دوستۍ جرړه خو د خپلوۍ تر تړاوه ټينګه ده.
سخت ګیري، کړنې بدرنګوي او دوستان لرې کوي.
مینه او دوستي، یو له دوو خپلویو ده.
د الله تعالی په لار کې مینه او دوستي، له دوو خپلویو خورا ټينګه یې ده.
ښه ملګری، غوره ملاتړ او په دوستۍ کې پایښتی دی.
مؤمن هغه دی، چې دوستي، دښمني، اخستنه او ورکونه یې یوازې او یوازې د الله تعالی لپاره وي.
هغوی چې د الله تعالی لپاره سره روري وکړي؛ نو دوستي یې ځکه غځېږي، چې لامل (الله) یې پایند دی.
رښتونی دوست هغه دی، چې ستا د بدیو په باب نصیحت درته وکړي او پسي شا دې (پت) وساتي او په مرسته او لاسنیوي کې دې تر ځان ړومبی وګڼي.
ښاغلی هغه دی، چې د دوستانو کړاوونو ته اوږه ورکړي او له ګاونډیانو سره نېکي وکړي.
دوست هغه دی، چې خپله دې وساتي او پر خپل مال، اولاد او کورنۍ دې غوره وګڼي.
مینه او دوستي، د ارواحو په تړون، زړونه سره نژدې کوي.
دوستان، په خورو ورو تنو کې، یو روح دی.
نشتمني د مؤمن په ګټه ده، چې د ګاونډیانو له کینې، د دوستانو له غوړه مالۍ او د واکمن له واکمنۍ یې بې غمه کوي.
دوست هغه دی، چې له ظلم دې منع کړي او په ښو چارو کې مرسته درسره وکړي.
عقل د مؤمن دوست، پوهه یې مرستیاله، صبر یې لښکرمشر او سمچاري یې ارزښتمني ده.
د کینه کښ په خبرو کې دوستي او په کړنو کې یې دښمني ده؛ نوم یې د دوست او کړنې یې دښمنۍ دي.
د منصف انسان، دوستان او نېکخواهان ډېر دي.
خپلې دوستۍ ته په درنه وینه او پر ژمنه درېږه.
کړنې دې دوستانې او هیلې دې دښمنې کړه.
له متقي او دینوال رورسره دوستي کوه، چې روغ پاتې شې او ښیون ترې وغواړه، چې برخمن شې.
هغه د الله تعالی لپاره ښه او دوست ګڼه چې د دیني سمونې لپاره هڅه درسره کوي او سم ډاډ درزده کوي.
د دوست عزت کوه او دښمن بښه.
شتمني دې د دوستانو د حقوقو په لار کې ولګوه او لاسنیوی یې وکړه، چې حر او ازاد انسان د ورکړې وړ دی.
له خلکو، کورنۍ، خپلوانو، ځانګړو دوستانو او عزایزانو سره په انصاف او له دوست و دښمن دواړو سره په عدالت چله.
څوک چې په دوستۍ کې افراط درسره کوي؛ نو افراط یې ښه وګڼه او څوک چې بدي درسره وکړي، بښنه یې ومنه او احسان ورسره وکړه.
دروغجن سره مه ملګری کېږه؛ خو ناچار وې؛ نو خبرې یې رښتیا مه ګڼه او مه یې خبروه، چې خبرې یې نه باوروې؛ ځکه دوستي دې پرېږدي؛ خپل خوی نه.
له خلکو سره داسې دوستي وکړه، چې ښه دې ایسي، داسې دوستي درسره وکړي، چې درنه په امان او ته ترې په امان کوې وسې.
د واکمنو ملګرتوب له ډار سره دی، له دوست سره به په عاجزۍ او ورین تندي چلې او له دښمن سره به ورباندې تر لاسبرۍ چلې.
دوست ته لارښوونه، له اشنایانو سره مرسته کوه او له ټولو سره په ورین تندي چلېږه.
له هوښیار دښمن سره سلامشوره کوه او د ناپوه دوست له رای او نظره ډډه کوه.
هسې نه خپل دوست دې تېرباسي یا له دښمنه دې ماتې وکړې.
-له احمق سره له دوستۍ ډډه وکړه، چې هغه دې ګټه غواړي؛ خو زیان دررسوي.
-له کنجوس سره له دوستۍ ډډه وکړه، چې د اړتیا پرمهال دې لاسنیوی نه کوي.
له هغو کسانو ځان وساته، چې د خلکو د نیمګړنو او نیمګړتیاوو د راسپړلو په لټه کې وي، چې دوست یې د دوی له زیانه روغ نه پاتېږي.
له دې ډډه وکړه، چې دوست دې د دوستۍ له کړۍ ووځي؛ نو د خپلې مینې یوه دریڅه ورته پرېږده، چې په راګرځېدو کې ډاډ درباندې وکړي.
له دې ډډه وکړه، چې خپل دوست وځوروې، چې له ناچارۍ لاس درنه واخلي او د بېلتون لار وکړي.
د الله تعالی له دښمنانو سره له دوستۍ ډډه وکړه یا داچې دوستي دې، بې د الله تعالی د دوستانو لپاره وي؛ ځکه څوک چې له هرې ډلې سره مینه لري؛ نو ورسره به محشور شي.
له احمق سره له دوستۍ ډډه وکړه، چې د ګټې په ګومان زیان در رسوي او د خوشحالۍ په ګومان دې خپه کوي.
له بدچاري ملګری ډډه وکړه، چې خپل دوست په ناڅيزه او ډېر لږ څیز پلوري.
دوستي، د عقلمنۍ پیلامه ده.
مینناک، د دوستۍ او مینې حقوال او وړ دی.
د الله تعالی لپاره دوستي او دښمني، د ایمان مزبوتې جرړې دي.
دنیا دوستي (دنیاپالي)، ستره ګناه ده.
پر دوستانو ظلم، خورا رټلی ظلم دی.
د دوستۍ پالنه غځونه او ساتنه، غوره مړانه ده.
څوک چې دې ټيټ او کوشنی نه کړي؛ نو همدا دوستۍ ته وړ دی.
غوره هغه دی، چې لومړی دوستي کوي.
د دوستیو چټکه پرېښودنه، د بدکارانو دوستي ده.
-کله کله د دوستانو لیده کاته، ځان له پړې بچول دي.
په دوستۍ کې رښتوني روڼه هغوی دي، چې په پراخۍ او تنګسه کې د خپلو روڼو لاسنیوی وکړي.
باید له ظالم واکمن، ځواکمن دښمن او بې وفا دوست ډډه وشي.
په ایمان کې هغه اوچت مؤمن دی، چې اخستنه، ورکړه، دوستي او دښمني یې د الله تعالی لپاره وي.
– د تجربه لرونکي سلامشورې ته غوره دی او عیبجن دوستۍ ته ناوړه کس دی.
ورین تندی توب د مړانې پیلامه او پای یې له خلکو سره دوستي ده.
غوره خوی؛ د دوستۍ رعایتول او غوره همت؛ پر ژمنه وفا ده.
له ځواکمن سره دښمني، له ګناهکار سره دوستي او پر ټګېجن ډاډمنېدل، خورا ستره ناپوهي ده.
غوره حسنات او ښه، له موږ (د رسول الله اهل بیت) سره دوستي او ناوړه بدي، راسره دښمني ده.
هغه ستا دوستۍ ته وړ دی، چې درته ګټور وي؛ خو زیان یې در و نه رسي.
رښتیا، د دوستانو لاسنیوی، یو اصیل خوی دی.
رښتیا، ژبه د مینې او دوستۍ څرګندویه او سترګې د دنننۍ مینې څرګندوونکې دي.
رښتیا، الله پاک دنیا دوست او نادوست ته ورکړې؛ خو دین یوازې هغه ته ورکوي، چې ښه یې ایسي.
رښتیا، الله پاک شتمني دوست و دښمن ته ورکوي او علم یوازې هغه ته ورکوي، چې یې خوښ وي.
رښتیا، الله تعالی دینوالي یوازې له خپلو بندګانو؛ دوستانو او غوره کړای شویو ته ورکوي.
رښتیا، غوره دینوالي؛ د الله تعالی په لار کې دوستي او دښمني او د الله تعالی په لار کې اخستنه او ورکړه ده.
-رښتیا، دین هغه ونه ده، چې بېخ یې پر الله تعالی ایمان او مېوه یې د الله تعالی په لار کې دوستي او دښمني ده.
رښتیا، څوک چې خپل مرګ نژدې ویني، خپلې هیلې دروغ ګڼي، کړنې یې ډېرې او ښویېدنې یې لږې وي؛ نو همدوی د الله تعالی دوستان دي
رښتیا، د الله تعالی دوستان (ولیان) هغه دي، چې الله تعالی ډېر یادوي، په منندوینې کې پایښتي او په کړاوونو کې تر نورو ډېر زغمناک وي.
علي (ک) کمیل رضی الله عنه ته وویل: په سینې کې مې پرېمانه پوهه ده، کاشکې داسې کسان مې موندای، چې دا پېټې مې ورپر اوږو کړی وای؛ خو کسان مومم؛ چې ځيرک او ژرپوهېدوني دي؛ خو ډاډمن پرې نه یم، دین د خپلې دنیا پرمختګ ته کاروي او د الله تعالی په نعمتونو، د الله تعالی پر بندګانو او د الله تعالی په حجتونو، د الله تعالی پر دوستانو غوراوی غواړي؛ خو بل چې د حق لاروی دی؛ دننه بصیرت پکې نشته؛ ړومبی شبهه چې ورمخېږي، په زړه کې یې د ناوړګومانۍ لمبې راپورته کېږي.
رښتیا، دنیا د کړاوونو کور دی د چا په اړه چې بېړه وشي، کړاو یې خپل وي او چاته چې مهلت ورکړ شي، د خپلو دوستانو په مصیبت اخته کېږي.
رښتیا، د دنیا لیدوني او منظرې خوشحالوونکې او نالیدوني یې هلاکوونکې دي، په غولوونې سینګار شوې او په خپلې ښکلا تېرایستل کوي؛ داسې کور دی، چې د خپل پالونکي پر وړاندې ذلیل او خوار دی؛ نوځکه حلال یې له حرامو، خیر یې له شر او خواږه یې له تراخو سره اغږلي دي، الله تعالی خپل دوستانو ته ورځانګړې کړې نه ده او دښمنانو ته یې له ورکړې دریغ کړی نه دی.
که غواړې، له خپل رورسره د دوستۍ اړیکه پرې کړې؛ نو تر ځان روسته، دوستۍ ته ځای پرېږده، که یوه ورځ یې غوښتل راستون شي، پاتې دوستۍ ته راوګرځي.
-که پر خپل دوست ډاډمن شوې؛ نو له کاره دې یو اندازه ترې پټوه او له خپلو خوالو دې یو څه پرېږده، ښایي یوه ورځ یې له دوستۍ پښېمانه شې.
رښتیا، دوست ته دوست وایي، چې ستا او ستا د بدیو په باب رښتیا درته ووایي؛ نو څوک چې دغسې درسره چلېده؛ نو ډاډمن وسه، چې دوست دې دی.
چې دوستي کوې؛ نو افراط مه کوه.
چې دوستي اوږده شي، احترام هم ټينګېږي.
چې د الله تعالی کوم بنده خوښ شي؛ نو پر خپلې دوستۍ یې بوختوي.
چې د خپل رور پر دوستۍ ډاډمن شوې؛ نو بې غمه وسه که یې ووینې او که یې و نه وینې.
چې واکمن، خپله واکمني د عدل پر بنسټ او د عقل پر ستنو ودروي؛ نو الله تعالی یې له دوستانو سره لاسنیوی کوي او دښمنان یې ذلیلوي.
له خلکو سره په زهد خپلولو مینه وکړه او څه چې ورسره دي، سترګې ورته مه نیسه؛ نو په دوستۍ کې به ورسره بریالی وسې.
-له ګردو دوستانو سره دې اړیکه ټينګه کړه، چې په ستونزې او تنګسه کې درته ګټور وي.
له خپل دوست سره مینه وکړه، چې مینه درسره وکړي، عزت یې وکړه، چې عزت دې وکړي، پر ځان یې لوړ وګڼه چې پر ځان او کورنۍ دې لوړ وګڼي.
۴۵۰۰-غم و غوسه دې (په ورین تندي) په سرغړاندي غړپ سړه کړه، چې داسې غړپ مې لیدلی نه دی، چې پای یې تردې خورا خوږه او خوندوره وي.
د دوستانو او روڼو د بدیو هېرول، له دوی سره د دوستۍ د عځېدا لامل دی.
۴۵۵۴-له هیلو ډډه وکړئ، چې د الله تعالی درکړیو نعمتونو ښېخوالهي درنه لاهو کوي او درته یې سپک او ناڅيزه انځوروي او (په پای کې) ناشکرۍ ته مو اړ باسي.
د عاجزۍ پایله؛ دوستي او مینه دی.
درې څیزونه د دوستۍ لامل دي: دینوالي، عاجزي او ورکړه.
درې څیزونه تباه کوونکي دي: تر شتمنۍ روسته نشتمني، تر عزتمنۍ روسته ذلت او د دوستانو، خپلوانو، عزیزانو او مینوالو له لاسه ورکونه.
درې څیزونه د دوستۍ لامل دي: ښه خوی، ښه چلن او عاجزي.
د انسان ورکړه لاملېږي، چې دښمنان یې دوستان او کنجوسي یې لاملېږي، چې (ان) اولادونه یې دښمنان شي.
ګرسره خیر، د الله تعالی په لار کې دوستي او د الله تعالی په لار کې دښمني، د الله تعالی په لار کې مینه او د الله تعالی په لار کې غوسه ده.
ښه چلن، دوستي پایښتوي.
-ښه ملګرتوب، د زړونو مینه زیاتوي.
ښه اخلاق، روزي وروي او دوستان مینناکوي.
ښه خوی، د مینې او دوستۍ جرړې ټینګوي.
د دوست کینه، د دوستۍ له ناخوښۍ ده.
د دنیا ځانګړنې: شهوتونه او له شتو خوندونو سره دوستي پکې ده، په غولونې ښکلې شوې او د هیلو ګاڼه وراغوستل شوې ده.
غوره ټاکنه، د نېکانو دوستي ده.
غوره دوست؛ رښتیا وینا او نېکي کړنې دي.
نږه دوستي او پر ژمنه وفا؛ د ژمنې له نېکیو ده.
د انسان دوست، د ده د عقل او خبره یې د غوراوۍ نښه ده.
غوره ملګری هغه دی، چې په خیر کې ملاتړی، نېکي کوونکی او پر خپل دوست لورین وي.
۵۰۵۵-نېکچاري کوه، غوره دوستان لره، چې انسان له خپلو لاس ته راوړنو سره وي او په اخرت کې به له خپل ملګري سره وي.
د الله تعالی یاد، د روح ځواک او له دوست سره ملګرتیا ده.
له خلکو سره دوستي، د عقلمنۍ بنسټ دی.
څه ډېر د مینې او دوستۍ ښکاره کول، مصنوعي او ساختګي دي.
ډېر دوستان شته، چې کینه کښ دي.
ډېر ځل یو دوست، له خپلې ناپوهۍ، بدۍ ته رسي، نه له خپل هوډه
اطاعتګر د الله تعالی په پار ووینئ او ښیون د الله پاک له دوستانو ترلاسه کړئ.
د الله تعالی له دښمنانو لرې او د الله تعالی له دوستانو سره یوځای شئ.
سخاوت، د دوستۍ لامل دی.
دنیا دوستي، د بدمرغۍ لامل دی
ښېګڼه، د دوستۍ لامل دی.
دنیا دوستي، د عقل د نابودۍ لامل دی.
د الله په طاعت کې شپه ویښه تېرول، د دوستانو پسرلی او د نېکمرغو بڼ دی.
د الله تعالی په یاد شپه په ویښه تېرول، د دوستانو غنیمت او برخمني او د پرهېزګارانو دود دی.
د هغه چا منندوینه چې تر تا لوړ مقامی وي، په رښتیا دوستي ده.
-خورا ناوړه کړاوونه، دنیا دوستي ده.
خورا ناوړه فتنې، دنیا دوستي (دنیاپالي) ده.
سمه دوستي او مینه، له ښې ژمنې راولاړه ده.
له عقلمن دوست سره ناسته پاسته، روح ژوندی کوي.
د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې کړنې، پوهه، دوستي، دښمني، اخستنه، ورکړه، خبرې او چوپتیا یې، نږه د الله تعالی لپاره وي.
ورینتندی توب مو خوشحالۍ، بخشش، نېکچارۍ، سلام، درود او دوستۍ ته بولي.
-ښه خوی کوه، چې دوست پیدا کړې.
د دوست و دښمن په باب عادل او په شتمنۍ او نشتمنۍ کې منځلاری وسه.
ورکړه او ښه خوی کوه، چې دا دواړه روزي زیاتوي او د دوستۍ لاملېږي.
له خپل نبي محمد (ص) او (آل محمد) سره مینه ولرئ، چې دا پر تاسې، د الله تعالی حق دی او پر الله تعالی ستاسې د حق لامل دی. ایا د الله تعالی وینا (شوری سورت، ۲۳ آيت) ته مو پام نه دی، چې وایي: «ووایه! زه درنه اجر او باړه نه غواړم؛ خو زما له خپلوانو (اهل بیت: علي او ځوځات) سره دوستي.
دوستي او مینه دې پر انصاف ولاړه وي.
چې ځواک ځوړ شي؛ نو دوست له دښمنه توپیر شي.
دوستي په ډېرو ورکړو او د سختیو په زغملو عملي کېږي.
خوږه خوله خوځوه او په سلام اچولو کې ورمخکې کېږه، چې پردې خویونو روږدېدل، دوستان زیاتوي او دښمنان کموي.
د ناپاکانو خوی، د دوستانو ځورول دي.
پوه او عاقل دښمن تر ناپوه دوست ښه دی.
ستر خیانت، له خواخوږي دوست سره خیانت او ژمنماتي ده.
د دوست ټګي او ژمنماتي، یو ډول خیانت دی.
په خلکو کې لږه رښتینولي، ډېر دروغ، په خوله دوستي او د زړه کینه دود شوي دي.
په ستونزې کې، دوست (له دښمنه) معلومېږي.
په سخاوت کې، دوستي او مینه ده
په تنګۍ او ستونزې کې، د مینې او دوستۍ ښېګڼې معلومېږي.
د دوستانو له لاسه ورکونه، یوازېتوب دی.
د واکمنو او خیانتکارانو دوستۍ، ډېرې لږې پایښتې وي.
د دوستانو او روڼو په ټاکنه کې یې لومړی امتحان کړه او دښو روڼو په غوراوي کې هڅه وکړه که نه اړتیا به دې، ناپاکانو ته ورکاږي.
هره دوستي چې بنسټ یې غیرالله وي، بې لاري او ډډه وهل پرې محال او ستونزمنه ده.
دنیاپالی، د الله تعالی د دوستۍ دعوا نشي کړای.
ډېر سخاوت، دوستان زیاتوي او دښمنان جوړجاړي ته اړ باسي.
ډېره ټپسوري، زړونه کینه کښوي او دوستان توري کوي.
ډېره خندا، دوستان شړي او ستر سپکوي.
دوستي پاله، که څه ساتونکی و نه مومې.
لږ غوسه کېږه، ژر پخلا کېږه او د دوست عذر منه.
پر خپل پوه دښمن تر ناپوه دوسته ډېر ډاډمن وسه.
څومره چې دوستي غځېږي؛ نومینه او لورنه هم ډېرېږي.
د دنیا په دوستۍ غوږونه، د پوهې او حکمت له اورېدو کڼېږي او سترګې د لیدانې (بصیرت) له رڼا ړندېږي.
چې څوک نه پېژنې، دوستۍ مه ورسره کوه.
هسې نه کورنۍ او دوستان دې خورا بدمرغه خلک وي.
تر ازمېښت مخکې، پر دوست مه ډاډمنېږه.
له کافر سره دوستي او له ناپوه سره ملګرتوب مه کوئ.
چې دوست ته دې ځای نه مومې؛ نو پر کار یې مه ګوماره.
هغه دوست مه بوله، چې په وسمنۍ کې دې لاسنیوی و نه کړي.
له نا ازمېیلي دوسته خوندي مه وسه او له خپل دښمنه سخت ډارېږه.
له دوست سره خبر لوڅ مه وسه، که څه ځان ناصح وښیي، چې بدخواه په دې پار، چې دده د بدۍ په لټه کې دی، ظالم او په دې پار چې خبرلوڅي یې کړې خاین دی.
له لئیم او پرېوتي سره ډېره دوستي مه کوه؛ ځکه که کوم نعمت درورسي کینه درسره پیدا کوي او که کوم کړاو درورسي؛ نو ځان درنه لرې کوي.
د خپل دوست له دښمنه سره دوستي مه کوه، چې له خپل دوست سره به دې دښمني کړې وي.
ډېر دنیوي روڼه مه نیسه، که یې د دوستۍ ژمنې پوره نه کړې، دښمنان به دې شي او دوی د اور په څېر دي، چې ډېر یې سوځي او لږ یې ګټور وي.
د کورنۍ او اولادونو په باب ډېره هڅه مه کوه؛ ځکه که دوی د الله تعالی دوستان وي؛ نو الله پاک خپل دوست نه ضایع کوي او که د الله تعالی دښمنان وي؛ نو ولې د الله تعالی د دښمنانو لپاره هڅه کوې.
له دوست سره دې (بدې) ټوکې مه کوه، هسې نه دښمن دې شي او له دښمن سره دې هم ټوکې مه کوه، چې ځوروي دې.
د واکمنو په دوستۍ کې تمه مه کوه؛ ځکه څومره چې ډېره مینه ورسره ولرې، ډېر دې ډاروي او څومره چې ورنژدې شې، دوی دې لرې کوي.
کینه کښ دوست نه لري
غمجن، خو څه دوست نه لري.
له ډېر منت سره، دوستي نه وي.
د ناصح دوست په څېر، لورین نشته.
له بې ادبه سره دوستي، پاکه نه وي.
-له بد اصله (آره) سره دوستي، ګټوره نه وي.
-له دوست سره ناسته پاسته په بې پتۍ نه غځېږي.
ناپاکان یوازې د ځان په څېر سره دوستي کوي.
تر ځېږېتوب عیبجنه دوستي نشته.
د هغه ژوند خوندور نه وي، چې دوستان له لاسه ورکړي.
په کنجوس دوست کې، خیر نشته
د بې دینه انسان په دوستۍ، غبطه (یو ډول رغنده کینه) نشو کړای.
دوست، دوست نه وي؛ خو چې خپل رور په پټه، کړاوونو او تر مرګ روسته وساتي.
-رښتونی دوست، له دوستی نه اوړي، که څه جفا ورسره وشي.
-پتمن دوست له دوستۍ نه اوړي، که څه وشړل شي.
-چې د عمر موده پوره شي؛ نو چمتووالی ګټه نه لري.
-دوستي له بې انصافۍ سره پایښتې نه وي.
د بنده ایمان هله پوره کېږي، چې دوستي او دښمني یې د الله تعالی لپاره وي.
کنجوس، دوست نه لري.
کینه کښ، دوست نه لري.
هغه به ستایل شوی دوست نه وي، چې د ځان په هکله خپل دوست لانجمنتوب ته اړ کړي.
له دښمنۍ سره، دوستي نه وي.
الله پاک، دنیا خپلو دوستانو ته همېشنۍ نه ده غوښتې او خپلو دښمنانو ته یې کنجوسي پرې نه ده کړې.
هغه مېړنی یادېږي، چې د دوستانو حق رعایت او له دښمنانو سره په انصاف وچلي.
که دنیا د الله تعالی په نزد غوره وای؛ نو خپلو دوستانو ته یې ورځانګړوله؛ خو د دوی زړونه یې ترې واړول او له دنیا یې تمې ورپرې کړې.
موږ پر خلکو حق لرو، چې اطاعت مو وکړي او دوستي راسره ولري او دوی ته هم د الله تعالی له لوري ښه اجر او بدله ده.
څوک چې ډېر عمر وکړي، خپل دوستان له لاسه ورکوي.
څوک چې نرم ګړېږي، دوستي یې پر خلکو لازمېږي.
د چاچې مینه او دوستي نږه وي؛ نو له خپل دوست سره ناز و نخرې نه کوي.
څوک چې دوستان ډېر ویني، ښادي یې کمېږي.
څوک چې له خلکو سره سم چلي، دوستان یې ډېر او دښمنان یې لږېږي.
څوک چې نرمخویه وي، دوستي یې لازمېږي.
له چا سره چې د خلکو مینه ډېره وي؛ نو دوستان یې زیاتېږي.
څوک چې په هرې تېروتنه، خپل دیني رور ته غورېږي غړمېږي؛ دوستان یې کمېږي.
څوک چې له بې عقله سره دوستي وکړي؛ نو خپله بې عقلي یې ښکاره کړې ده.
څوک چې اهمیت درکړي، ستا دوست دی.
د چاچې عمر اوږد شي، د خپلو دوستانو او خپلوانو په مرګ دردېږي.
څوک چې د بدخواه خبره باور کړي، دوست تباه کوي.
څوک چې د خپلو دوستانو ژمنه پوره نه کړي؛ نو ملګری یې ضایع کړی دی.
څوک چې له شاوخوا سره ښه چلي، له کورنۍ سره یې دوستي پایښتې وي.
-څوک چې د دوست په باب پلټنه کوي؛ نو دوستي یې له منځه ځي.
د چاچې نېکي ډېره وي، دوستان یې هم ډېر وي.
څوک چې د خپل دوست له مرستې غافل شي؛ نو د دښمن د شتمنۍ یرغل به یې ویښ کړي.
څوک چې خپل دوست ټیټ وبولي؛ نو د دښمنانو لتاړل ورته ستونزمن او درانه دي.
څوک چې تل له خپلو روڼو سره ښه وچلي؛ نو دوستي یې تل غځېږي.
-څوک چې له خلکو سره ښه وکړي؛ نو خلک هم دوستي ورسره غځوي.
څوک چې روڼه او دوستان و نه لري؛ نو کورنۍ به و نه لري.
څوک چې ستا نیمګړتیا درښکاره کړي او پسې شا دې (پت) وساتي؛ نو دا ستا خوږ دوست دی؛ نو ملګرتیا دې ورسره وغځوه.
څوک چې په خپلو روڼو کې خوګانې لټوي، دوستان یې کمېږي.
-څوک چې بدخویه وي، دوست او ملګری یې دښمنېږي.
څوک چې د قرآن کریم له لوستو سره مینه پیدا کړي؛ د دوستانو بېلتون یې نه وارختا کوي.
څوک چې پر خلکو خوش ګومانه وي؛ نو دوستي او مهرباني ترې ویني.
څوک چې له خلکو سره په عفوه وچلي؛ نو د دوی له مینې او دوستۍ برخمنېږي.
د چاچې ښه ایسي، ایمان یې پوره شي؛ نو باید دوستي، دښمني او غوسه یې، یوازې د الله تعالی لپاره وي.
څوک چې تر ښه ازمېښت روسته، له چا سره روري وکړي، ملګرتوب یې پایښتی او دوستي یې ټينګېږي.
څوک چې د الله تعالی د خوښۍ لپاره، له بل سره ناسته پاسته او ملګرتوب کوي؛ نو ملګرتوب ورسره ښه او دوستي ورسره پایښتې ده.
-څوک چې د الله تعالی لپاره دوستي درسره نه کوي، ترې وډار شه؛ ځکه ملګرتوب یې پست او ناسته پاسته ورسره بده ده.
څوک چې خوشخویه وي، دوستان یې ډېرېږي او خلک ورسره مینه کوي.
د چاچې دوستي درته ګټوره نه وي؛ نو دښمني یې زیان دررسوي.
څوک چې په خپلې دوستۍ کې ستا خیرخواه نه وي، بښنه یې مه منه.
څوک چې بدخویه وي؛ نو دوست او رفیق یې بې چاره کوي
د چا په سینې کې چې وفا او دوستي ځای ونیسي، خلک یې له ټګۍ برګۍ خوندي کېږي.
د دوستۍ او معاشرت په څېر هيڅ څيز، احترام غځولی نشي.
پر دسترخوان درسره په څنګ کې ناست دوستان څومره ډېر دي؛ خو د روزګار د کړاوونو پرمهال ډېر لږ دي.
دا چارې خورا ناوړه دي: تر نښلون روسته پرېکون، تر ملګرتوب روسته بېلتون، تر مینې او محبت روسته، دښمني او د دوستۍ د اړیکو تر ټينګېدو روسته یې له منځه وړل.
تل د الله تعالی د دوستانو پر خولو، د الله تعالی یاد وي.
خیر ښېګڼې نه کول، له پردیو سره دوستۍ ته وځي.
د پلرونو دوستي، د اولادونو خپلوي راوړي.
د دینوالو دوستي، ډېر روسته پرې کېږي او له همېشنۍ غځېدا او ټیکاوه برخمنه ده.
-د انسان مړانه، د خپلو دوستانو د ښویېدنو په زغم کې ده.
د ناپوه دوستي، د اور د ونې په څېر ده، چې ځينې یې ځينې خوري.
-د دنیازوکړو دوستي، په ډېر لږ څیز له منځه ځي.
-د ناپوه دوستي، د سراب (شګي ګل) په څېر له منځه ځي او د وریځو په څېر ټوټې ټوټې کېږي.
د ناپوهانو دوستي، بدلېدونې او له منځه تګ یې نژدې دی.
د ناپوهانو دوستي، د وریځو او د سراب (شګي ګل) په څېر تالاترغۍ کېږي.
-له دوستانو سره ملګرتوب، دوستي پایښتوي او په چارو کې نرمي، چارې اسانوي.
د دینوالۍ بنسټ په دوو خویونو دی: د ځان په باب انصاف او د خپلو دوستانو لاسنیوی.
د مړانې بنسټ، د دوستانو د ښویېدنو زغمل او له ګاونډیانو سره سلوک دی.
داچې د اخرت والو مینه همېشنۍ ده؛ نو دوستي یې نه پرې کېږي.
د الله پاک درناوی وکړئ، له حرامو یې ځان وساتئ او دوستان یې دوست وبولئ.
بد وزیران (مرستندویان)، ظالم ملګري او ګناهکار دوستان دي.
د دنیاوالو د دوستۍ اړیکې یې د علتونو په پرې کولو، پرې کېږي.
بد وزیران (مرستندویان)، ظالم ملګري او ګناهکار دوستان دي.
له هغه سره ذلت ښایي، چې له احمقانو سره دوستي غنیمت وبولي.
عقلمن څلور دلایل راوړي: لراندنه، دوستان نیول، ډېر لږ غرور او د خوالو ساتنه.
دېره لږه دنیا ( دوستي هم) دین له منځه وړي.
سرچینه : غرر الحکم
لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي
-
ټیګونه:
- د حضرت علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع دوستي او دوستان – اندیال وېبپاڼه
- د حضرت علی (رض) غوره ویناوی
- د حضرت علی (رض) ویناوی
- د حضرت علی رضی الله عنه غوره ویناوی
- د حضرت علی رضی الله عنه ویناوی
- د حضرت علی کرم الله وجهه ویناوی
- د علی (ک) ویناوی
- دوست او دوستی د حضرت علی په ویناوو کی
- دوست او دوستی د حضرت علی په ویناوو کې