تبلیغات

محمد سورت  محمد صلی الله علیه و آله وسلم سورت، اته دېرش (38) آيتونه لري او په مدينه کې نازل شوی دى. ددې سورت په دويم آيت کې د اسلام د پېغمبر؛ حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم نامه راغلى؛ نوځکه د “محمد” نامه پرې ايښوول شوې ده.  د اسلام له دښمن سره […]

محمد سورت

 محمد صلی الله علیه و آله وسلم سورت، اته دېرش (38) آيتونه لري او په مدينه کې نازل شوی دى. ددې سورت په دويم آيت کې د اسلام د پېغمبر؛ حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم نامه راغلى؛ نوځکه د “محمد” نامه پرې ايښوول شوې ده.

 د اسلام له دښمن سره جهاد او جګړه خورا مهمه موضوع ده، چې په دې سورت کې اوڅار شوې؛ نوځکه ځينو پرې د “قتال” نامه ايښې ده.

غټ مطالب يې د مؤمنانو او کفارو پرتلنه او په دنيا و آخرت کې ددې ډلو حالت ته کتنه ده او همداراز‏ منافقانو ته يې هم پام کړى، چې په مدينه کې يې ورانى کاوه. پردې سربېره، د جنګي بنديانو د بنديتوب او ازادۍ، انفاق ته بلنه او له دښمن سره له بېځايه جوړجاړي منع شوي يو.

 په يوه حديث کې راغلي: که څوک غواړي زموږ د اهل بيتو او دښمنانو پرحال ځان خبر کړي؛ نو د محمد صلی الله علیه و آله وسلم سورت دې ووايي[1].

 همداراز په يوه روايت کې راغلي: رسول الله دا سورت د ماښام په لمانځه کې لوسته. [2]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ=دلورانداولورين الله په نامه

﴿۱﴾ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبېل اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ= [الله] د هغو کافرانو کړه وړه ورک [او بې ارزښته] کړل، چې (خلك) يې د الله له لارې منع کړل.

 

ټکي:

*د قرآن په ۱۱۴ سورتونو کې د يوولسو سورتونو پيل د دښمن پر ګواښ او رټلو دى:

١- انعام سورت ((… الَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِم يَعْدِلُونَ = (خو) بيا هم كافران خپل پالونكي ته په شريک قايلېږي.))

٢- توبه سورت ((بَرَاءةٌ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ= الله او رسول يې له کفارو کرکجن دي.))

٣- احزاب سورت ((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ= پېغمبره! د خپل الله ‏ له (مخالفته) ډډه وكړه او د كافرانو او منافقانو مه منه.))

٤- محمد سورت ((الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبېل اللَّهِ))

٥- ممتحنه سورت ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء= مؤمنانو! زما اوستاسې دښمنان دوستان مه نيسئ!.))

٦- منافقون سورت ((إِذَا جَاءكَ الْمُنَافِقُونَ = چې كله منافقان درشي…))

٧- معارج سورت ((سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ = پوښتوونكي پېښېدونى عذاب وپوښت، چې پېښ شو.))

٨- بينه سورت ((لَمْ يَكُنِ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ مُنفَكِّينَ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ الْبَيِّنَةُ= د کتابيانو كافران او مشركان (له خپل دينه) لاس اخستونکي نه ول څو څرګند دليل ورته راشي.))

٩- فيل سورت ((أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ) و دې نه ليدل، چې پالونكي دې له فيل سپرو [= د ابرهه لښكر چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟!))

۱۰ – کافرون سورت. « قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ»

١۱-مسد سورت ((تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ=د ابولهب دواړه لاسونه دې غوڅ وي او پر هغه دې مرګ وي!))

* د ((وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ)) عبارت دوه ډوله مانا کولای شو:

الف: مخ اړونه؛ يعنې د الله له لارې یې مخ واړاوه.

ب: مخنيونه؛ يعنې خلک يې د الله ‏لارې ته پرېنښوول[3].

 * د ((أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ)) عبارت دوه ډوله مانا کولاى شو:

الف: د کفارو او مشرکانو ښه کړنې؛ لکه نشتمنو ته د صدقې او نفقې ورکړه، چې د کفر او د خلکو بېلارولو د دلیل له مخې یې ورکوي؛ نو الله ‏یې دا کړه باطل او بې اغېزې ګڼي، چې دا ښېګڼه به یې په آخرت کې په کړنليک کې و نه ليکل شي.

ب: الله تعالی به د هغوی هڅې بې اغېزې کړي، چې د مسلمانانو او اسلام منځه وړو ته یې کوي، چې‏ خپلې موخې ته و‏ نه رسي.

* د کفارو ټولې کړنې تس نس دي ‏((أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ))، چې دا تس نسېدنه ‏په قرآن کى په څو تعبيرونو ويل شوې ده ‏:

((مَّثَلُ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِمْ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ[4]= هغوى چې پر خپل پالونكي كافران شوي دي، د كړنو بېلګه يې هغو ايرو ته ورته ده، چې د توپاني ورځې بړبوكۍ الوزولي وي.))

 ((فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ[5]= د کفارو کړنې له منځه ځي.))

((كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ…. [6]= د کفارو کړنې ‏د ‏شګي ګل ‏په څېر دي، تږی انګېري‏، چې اوبه دي.))

 

پېغامونه:

١- د تبليغاتو ارواپوهنه وايي: کله کله دې بې سرېزې خبره وشي. (بسم الله الرحمن الرحيم الَّذِينَ كَفَرُوا…)

٢- معمولاً هر کوږوالی په ځان پسې بل کوږوالی راوړي، ځينې لومړى کفر کوي او بيا د نورو د ايمان مخه نيسي. (كَفَرُوا وَصَدُّوا).

٣- د کفارو هڅه ناکامه ده، کوښښ يې پایله نه لري او ژر يا روسته به خلک له حقيقته خبر شي. (وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ).

٤- د خدای لار دښمن لري او دښمنان بېکار نه دي ناست. (وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ)

٥- د کفارو د کړنو تالا ترغۍ کېدل، کفارو ته یو ډول ‏الهي سزا ده. (كَفَرُوا…. أَضَلَّ)

 

﴿۲﴾ ((وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ= او هغوى چې ايمان راوړى او ښې (چارې) يې كړي او پر هغه څه چې په حق د دوی د پالونكي له لوري پر ((محمد)) (صلی الله علیه و آله) نازل شوي، ایمان راوړی الله د دوی ګناهونه ترې ورژول او کاروحال يې ورسم كړ.

 

 ټکي:

* “بال” د يادګار، کار، حالاتو او شئونو په مانا دى يا د روح او زړه په مانا.

* د ((آمنوا)) تکرار دې ته دى، چې پر وحې او احکامو ايمان دې پر الله تعالی له ايمان او الله پېژندنې سره هم وزنه وي او سم نړۍ ليد او ښه کړه يوازې د خلاصون لامل نه دي؛ بلکې د اسلام د پېغمبر پر رسالت او شريعت یې هم ايمان پکار دى.

* له (عَمِلُوا الصَّالِحَاتِ) مراد، ټولې نېکې کړنې نه دي؛ ځکه د ټولو کول يې انسان ته ناشوني دي؛ لکه څنګه چې مراد يې دا نه دى، چې د مؤمنانو ټولې کړنې نېکې دي‏؛ ځکه ورپسې راغلي دي: (كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ) بدۍ به یې جبران کړو[7]‏؛ بلکې په هره برخه‏ کې د خپل وس له مخې ‏ښې چارې کول دي.

* له (بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ) مراد الهي وحې ده، چې هم پکې قرآن شاملېږي او هم پکې د رسول الله سنت؛ لکه څنګه چې په قرآن کې لولو:

 ((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى[8]=او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نه غږېږي.))

* لکه څنګه چې پر پېغمبر اکرم د لمانځه او روژې حکم نازل شو، د ځايناستي د ټاکنې ‏حکم هم ورته په حجة الوداع کې راغى. (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ… [9])؛ نو په دې آيت کې زېرى هغوى ته ځانګړى دى، چې پر ټولو هغه څه ایمان ولري، چې پر پېغمبر اکرم نازل شوي ‏وي، ‏نه پر يوې برخې يې.

 

پېغامونه:

١-ايمان درجې او پړاوونه لري او یو کمال منونکى امر دى. (آمَنُوا…. آمَنُوا)

٢-ايمان او عمل يو له بله نشي بېلېداى. (آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا)

٣-هغه ايمان ارزښت لري، چې پايله يې د ټولو الهي احکامو منل وي. (بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ)

٤-د انبياوو د احکامو لاروي د حق له مخې ده. (وَهُوَ الْحَقُّ)

٥- احکام، دين او شريعت د انسان ودې ته دي. (نُزِّلَ… مِن رَّبِّهِمْ) (په حقيقت کې د الهي ربوبيت غوښتنه ‏ده، چې الله تعالی د انسانانو ودې او روزنې ته حقيقي او له کږلارۍ لرې کړلار راولېږي.)

٦- د وحې او الله تعالی له احکامو سره اړخ لګول، د حق او حقيقت کچه ده. (وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ)

٧-د اسلام پېغمبر له ځانه خبره نه کوي، څه چې وايي، وحې ده. (نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ)

٨- د الهي نعمتونو لاس ته راوړو ته يوازې ايمان بسیا نه دی‏؛ بلکې نېکچاري او د رسول الله لاروي هم پکار ده. (آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ… كَفَّرَ عَنْهُمْ… وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ)

٩-ايمان او نېکچاري تېر وخت جبرانوي او د راتلونکى ضمانت کوي. (كَفَّر… أَصْلَحَ)

١٠-کفر د عمل له منځه تللو لامل او نېکچاري د سمون لامل دى. (الَّذِينَ كَفَرُوا… الَّذِينَ كَفَرُوا – وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ… وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ)

١١-ګناه او بدۍ د انسان سمونې خنډ دی؛ نو باید لومړى دوی شا ته واچول شي، چې سمون ته مخه خوشې شي. (كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ)

١٢- پاک الله کفارو ته په ګواښ (أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ) او مؤمنانو ته په زېري ورکولو سره (صْلَحَ بَالَهُمْ) پېغمبر او ايمانوالو ته ډاډ او د زړه ټکور ‏ورکوي.

 

﴿۳﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَأَنَّ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَالَهُمْ= دا ځكه چې كافرانو د باطلو لاروي وکړه او مؤمنانو د خپل پالونكي له لوري د راغلي حق لاروي وکړه، الله دغسې خلكو ته د دوی (د ژوند) بېلګې ورڅرګندوي.

 

ټکي:

 * د کافرانو او مؤمنانو د پای پرتلنه، انسان روزنې ته د قرآن يوه لار ده، چې په راتلونکي آيتونو کې راغلې ده.

* په دې آيت کې ايمان او کفر د حق او باطل پر بنسټ يو له بله بېل شوي، چې راښيي قرآن څومره له خپلو مخالفانو سره سولیز- منطقي چلن کوي.

 

 

 

پېغامونه:

١- د انسان برخليک او نېکپایلي يې په خپلو کړنو ‏پورې اړه لري. (أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ… وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ – ذَلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا….).

٢- هره لار چې د حق په مقابل کې وي، باطله او بې بنسټه ده. (الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ)

 ٣- او د حق او باطل ترمنځ درېیمه لار نشته. (اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ… اتَّبَعُوا الْحَقَّ)

٤-باطل د انسان له لوري دى او په الله تعالی پورې اړه نه لري؛ خو حق د الله تعالی له لوري دى او اسماني حقايق منځتشي – پوچ نه دي. (الْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ)

٥-د حق روښانه مصداق قرآن دى. (اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ) [په تېرآيت کې مو ولوستل: (بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ)]

٦-مثال، بېلګې او د نېکمرغۍ او بدمرغيو د لاملونو بيانول، د قرآن روزنيز آرونه دي. (ذَلِكَ بِأَنَّ… كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَالَهُمْ).

 

﴿۴﴾ فَإِذا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِن لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبيل اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ= نو چې (د جګړى په ډګر كې له جنايتكارو) كافرانو سره ونښتئ؛ نو غاړې يې ور پرې کړئ (او دې کار ته دوام ورکړئ) چې ښه يې وځپئ؛ نو (په دې ترڅ كې يې بنديان) كلك وتړئ، روسته ‏ښېګڼه ورسره وكړئ (او خوشې يې كړئ) او يا (د خوشې کېدو په بدل كې) فديه [= غرامت] ترې واخلئ (او دا حالت بايد) تر هغه وي، چې جګړه (مار) خپله وسله پر ځمكه كېږدي. (هو!) دا (د الله حكم دى) او كه الله غوښتلاى؛ نو پخپله به يې غچ ترې اخستى واى؛ خو (غواړي) په يوه بل مو وازمېیي او هغوى چې د الله په لار كې وژل شوي؛ نو (الله) يې هېڅكله كړنې له منځه نه وړي؛

 

ټکي:

*((أَثْخَنتُمُوهُمْ)) له ((ثخن)) اخستل شوی، چې پر دښمن د بشپړ لاسبرۍ په مانا دى. ((ثاق)) د تړلو وزله ده؛ لکه پړی.

 

په اسلام کې د جهاد فلسفه

الف: له ځان او يا له مظلومه دفاع ته وي.

((أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا[10])

((كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَآفَّةً[11]))

ب: فساد او فتنې له منځه وړو ته وي. ((وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ[12]))

ج: د توحيد د مرکزونو ساتلو ته وي. ((وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ[13]))

د: د الله تعالی له احکامو دفاع ته وي. ((قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ[14]))

* دا آيت د جګړې په ډګر پورې تړاو لري‏؛ يعنې د جګړې په ميدان کې چې کافران مو مخې ته ودرېدل او ستاسو د وژلو نيت يې درلود؛ نو تاسې هم په ټينګه ورسره وجنګېږئ او روسته تردې چې پر بشپړ لاسبري مو ډاډ پيدا کړ؛ نو بنديان ترې ونيسي او د جګړې تر خلاصېدو روسته، دا د اسلامي مشر په هوډ پورې اړه لري‏، چې دا بندیان ازادوي، که له نورو بنديانو سره یې بدلوي؛ نو ځینو چې ‏ګومان کړی، چې آيت وايي: هر کافر مو چې په هر ځاى کې وليد؛ نو و يې وژنئ؛ نو دوی د “حرب” اصطلاح ‏ته، چې د جګړې په مانا او په جګړه کې چې د بنديتوب مساله پېښېږي، پام نه دی کړی.

* دا آيت حکم ‏کوي: تر جګړې روسته يا د تاوان په اخستو او يا يې بې له دې ‏ازاد کړئ؛ خو اړینه ‏نه ده، هرومرو يې مريان کړئ او يوازې هغه وخت پکار ده، چې اسلامي مشر سلا وويني.

* رسول الله وپوښتل شو: د الله د لارې شهيد څوک دى؟ ايا هغه دى، چې د خپلې مړانې جوتولو ته يا د ټبر، کورنۍ يا ژبې په پار شهيد شوى وي؟

 پېغمبر اکرم وويل: شهيد هغه دى، چې د الله د لارې اعتلا او هسکېدو ته جنګېدلى دی.

 

 

 

پېغامونه:

١-په کافرانو کې يوازې هغوى له منځه يوسئ، چې تاسې له منځه وړي. (فَإِذا لَقِيتُمُ)

٢- مسلمان سرتېرى دې تل چمتو وي. (فَضَرْبَ الرِّقَابِ)

٣-پر دښمن د يرغل آریزه موخه، کليدي او حساسې سيمې دي. (الرِّقَابِ)

٤-څو پر دښمن بشپړ لاسبري شوي نه ياست؛ نو د بنديانو او غنيمت راټولولو فکر مه کوئ. (حَتَّى إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ)

٥-د جګړې پرمهال ټينګ هوډ پکار دی، چې دښمن ناوړګټنه و نه کړي او بنديان ونه تښتي. (فَشُدُّوا الْوَثَاقَ)

٦-د جګړې په مورچل ‏کې دې واک مشر ته ورکړ شي. (مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء)

٧- له جهاده موخه، د ‏ظلم مخنيوى او له منځه وړل يې دي؛ نو د اسيرانو ازادول د اسلام سپارښتنه ده. (فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء)

٨-په اسلامي جهاد کې هم ځواک پکار دى (فَضَرْبَ الرِّقَابِ) اوهم مينه او لورنه. (فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء).

٩- که بنديان بې بدلې ‏خوشې شي؛ نو دا چار په بدل کې تر خوشې کېدو غوره دي ‏. (فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء)

١٠-جګړه او جهاد د الهي ازمېښتونو لار ده. (لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ)

١١-په اسلام کې جهاد دين ساتنې ته دى؛ نه د هېواد پراختيا، ښکېلاک، ګواښ، سيالۍ او غچ ته (.. فِي سَبِيلِ اللَّهِ)

١٢-په جګړه کې ځينې شهيدانېږي؛ خو الله تعالی یې خوارۍ نه لاهو کوي او موخې ته به ورسول شي. (قُتِلُوا فِي سَبېل اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ)

١٣- جګړه د الهي ازمېښت ډګر ‏دی. کفار ازمېښتوزلې او شهيدان ددې ازمېښت بريالي دي. (لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبېل اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ)

 

 

 

﴿۵﴾ سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ = الله به ژر دوی ته (د لوړ مقاماتو پر لور) لارښوونه وکړي‏ او حال به يې ورسم کړي؛

﴿۶﴾ وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ= او دوی ورپېژندل شوي جنت ته ورننباسي [چې له پخوا يې ځانګړنې ور په ګوته کړې وې]

 

پېغامونه:

١-الهي لارښوونه تل ده، ان تر مړينې او شهادت روسته هم دوام لري. (قُتِلُوا… سَيَهْدِيهِمْ)

٢- جهاد ته د تګ پر مهال د خپل ځان او کورنۍ غم مه خورئ. (يُصْلِحُ بَالَهُمْ)

٣-د الله تعالی په لار کې شهادت، ټولې ورانۍ جبرانوي، تېروتنې بښل کېږي او پر عيبونو سترګې پټېږي. (يُصْلِحُ بَالَهُمْ)

٤-د شهيد د چارو سنبالنه ‏د الله تعالی پر غاړه ده. (سَيَهْدِيهِمْ… يُصْلِحُ…)

٥- هڅونې او ستر ثوابونه د انګېزې رامنځته کونې لپاره ‏غوره ‏وزلې دي. (فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ… سَيَهْدِيهِمْ…. وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ).

٦- د ثواب مخکنۍ پېژندګلوى، د موندو ‏پرمهال یې ‏خوند لاپسې زیاتوي ‏. (الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ)

 

﴿۷﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ = مؤمنانو! كه د الله (د دين) مرسته وكړئ؛ نو مرسته به درسره وكړي او پښې به مو ټينګې كړي.

 

ټکي:

* انسان محدود موجود دى او د الله تعالی له اړخه هم محدوده مرسته ورته راځي؛ خو الله تعالی ناپايه دى او د مرستې جرړه یې په نامحدود واک ‏کې ده.

* الله تعالی څو څيزونه په څو څيزونو کې نغښتي پر ځان لازم کړي دي:

که خلکو ياد کړ؛ نو هغه به يې هم ياد کړي. (فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ[15])

 که خلکو مرسته ورسره ‏وکړه؛ نو هغه به هم مرسته وکړي. (إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ)

 که خلکو يې شکر وکړ؛ نو هغه به برکت ورکړي. (لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ[16]).

 که خلکو وفا ورسره ‏وکړه؛ نو هغه به هم وفا وکړي[17].

 *حضرت علي وايي: که له الله سره مو ياري وکړه؛ نو درسره به ياري وکړي او ګامونه به موغښتلي کړي….. الله د خوارۍ او نارچارۍ له مخې ‏له تاسې ياري نه غواړي…. ‏په داسې حال کې ياري غواړي، چې پخپله عزيز، ځواکمن، حکيم او د ځمکې او اسمانونو د لښکرو واک لري. هغه ستاسې ‏ازمېينې ته یاري درنه غواړي[18].

 

پېغامونه:

١- الهي سزا او ثواب د انسان د کړنو له مخې دي. (تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ).

٢- څوک چې په خپله ژبه، اند ‏او کړنې له اسلام سره مرسته ‏وکړي؛ نو الله تعالی به هم مرسته ورسره وکړي. (تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ)

٣-په الهي مرستو کې ثابت قدمي او پاینه مخوتې ده‏. (تر الهي مرستې روسته پایښتي ‏راغلې ده) (يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ)

٤- الهي ثواب زموږ د کړنو په پرتله خورا ډېر دى. (إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ)

۵- له جګړه مارو (محاربو) کفارو سره جهاد، د الله تعالی د دین د ملاتړ یو مصداق دی. (فَضَرْبَ الرِّقَابِ… إِن تَنصُرُوا اللَّهَ…)

۶- د عمل په ډګر کې د دين خپرول د ايمان لازمه ده. (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ)

۷- الهي پېرزوينو‏ ته د رسېدو لار، د انسان خپل کوښښ دى. (إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ) (بې کوښښه د الهي مرستې تمه، يوه بېځايه تمه ده)

 

﴿۸﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ= او څوک چې کافران شوي؛ نو مرګ پرې! او كړنې دې يې وركې وي؛

﴿۹﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ= دا ځكه چې دوی له هغه څه (قرآن) کرکه وکړه چې الله نازل کړي‏؛ نو الله يې (هم) كړنې تس نس كړې.

 

 

 

 ټکي:

* ((تعس)) ښويېدو، غورځېدو او پړمخ راپرېوتو ته وايي.

* د روزنې غوره لار د پرتلنې ‏لار ده. په تېر آيت کې يې د شهيد شويو مؤمنانو په هکله وويل: (فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ) او په دې آيت کې د کفارو په هکله وايي: (أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ)، چې دا پرتلنه ‏پر مؤمن زېرى دى. همداراز د مؤمنانو په هکله يې وويل: (وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ)؛ يعنې الله به يې ګامونه ټينګ کړي او په دې آيت کې د کافرانو په اړه ‏وايي: (فَتَعْسًا لَّهُمْ)؛ يعنې دوى به پړمخ راوغورځووو.

 

پېغامونه:

١- پر ځيلي کفارو لعنت ويل روا دي. (فَتَعْسًا لَّهُمْ) [لکه څنګه چې په يوه آيت کې وايي: (تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ).

٢- کفر د تباهۍ او د کړنو له منځه تللو لامل دى. (كَفَرُوا…. أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ).

٣- له الهي حکمونو کرکه د انسان په وجود کې د کفر يو ډول نښه ده. (وَالَّذِينَ كَفَرُوا…. كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ)

٤- الهي سزا د انسان په کفر پورې اړه لري. (كَفَرُوا…. ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ….)

٥- له قرآنه کرکه او ترې مخ اړول، د کړنو تس نسېدل ‏دي. (كَرِهُوا… فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ)

۶- انګېزه، نیت، نشاط، خوښي او خوشحالي چارو ته ارزښت ورکوي، هغه چې د الهي احکامو په اړه ناخوښه دی، کار یې څه ارزښت نه لري. (كَرِهُوا… فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ)

 

﴿۱۰﴾ أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ دَمَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا= نو ايا دوى په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې وګوري؛ تر دوى د ړومبي خلکو پاى څنګه وه، الله دوى وځپل او كافرانو ته همدغسې سزاوې دي!

 

 ټکي:

*((دمر)) له ((تدمير)) څخه اخستل شوی، چې د ورکاوي، هلاکت او لاندې باندې کېدو په مانا دى، چې که ترڅنګ ورسره ((على)) راشي؛ نو د شدت مانا یې رارسوي.

* قرآن وايي: د خلکو ورکاوی او له منځه تلل يې د کړنو له لامله دي:

*ځينې د سرغړونې له لامله منځه ولاړل. (فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ[19])

*ځينې د نمښتې- انکار له لامله. (تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا… إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ[20])

*ځينې د مکر او ټګۍ برګۍ ‏له لامله. (فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ[21])

*ځينې د ګناه له لامله. (فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ[22])

*ځينې د تېري له لامله. (أَهْلَكْنَاهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا[23])

 

پېغامونه:

١- هغوى رټنوړ دي، چې د تېرو له هلاکته عبرت نه اخلي. (أَفَلَمْ يَسِيرُوا)

٢-چکر، ګرځېدل او سياحت دې موخه ولري او د تېرو ملتونو له برخليکه د عبرت لپاره دې وي. (أَفَلَمْ يَسِيرُوا…. فَيَنظُرُوا)

٣-د تاريخ مطالعه او د ملتونو پر برخليک پوهېدنه، د انسان پر نړۍ ليد او ايمان اغېز لري. (أَفَلَمْ يَسِيرُوا… فَيَنظُرُوا)

٤- د سوکالۍ څرکونه مهم نه دي، د کار پاى او عاقبت مهم دى. (كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ)

٥- د خدای ټولې چارې حکمت او قانون لري. (دَمَّرَ اللَّهُ….. وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا)

٦- الهي اراده پر تاريخ او طاغوتانو واکمنه ده. (دَمَّرَ اللَّهُ…)

٧-الله تعالی په هره بڼه خپل عذاب ښودای ‏شي. (وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا)

 

﴿۱۱﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ= دا ځكه چې الله د مؤمنانو پالندوى (او کار سازى) دى؛ خو د كافرانو پالندوى (او مرستندوى) نشته.

 

 

 

ټکي:

له ((مولى)) څخه مراد ملګرى او دوست دى. ټولې الهي چارې د الله تعالی تر ولايت لاندې دي او په دې اړه په مؤمن او کافر کې توپير شته.

* هغه مؤمنانو چې په ظاهره يې ملګری او ملاتړ نه درلود او يوازې ملاتړ ‏یې‏ الله تعالی وه؛ نو ‏د قيامت پر ورځ به یې الله تعالی مل وي (اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا) لکه چې په دنيا کې هم داسې ده (اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا)؛ خو کافرانو چې په دنيا کې دوستان او ياران درلودل (وَالَّذِينَ كَفَرُواْ أَوْلِيَآؤُهُمُ الطَّاغُوتُ[24])؛ نو د قيامت پر ورځ به ورته پته ولګي، چې هغوى یې واقعي دوستان نه دي. (وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ)

 

پېغامونه:

١- ايمان د الهي ملاتړ لامل او کفر د الهي ملاتړ مخنيوى کوي. (اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ)

٢-په قيامت کې، د کفارو او مشرکانو يو ملاتړ هم پکار نه راځي. (وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ)

 

﴿۱۲﴾ إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ= په حقيقت كې الله نېکچاري مومنان، هغو جنتونو ته ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او كافران [د ژوند له ظواهرو] ګټه اخلي او د څارويو په څېر خوراک کوي [او ويدېږى] او اور [دوزخ] یې تمځی دى.

 

ټکي:

*په دې آيت کې د کفارو خواړه، د څارويو له خوړو سره تشبيه شوي او دا شباهت له څو اړخونو شونی دی؛ لکه:

الف- د څارويو ټول همت او هڅه خوړو ته رسېدل وي، حضرت على وايي:((همّها علفها[25]))؛ يعنې د څارويو ټول غم یې خوراک وي. کفار هم بې له خوندونو بله اراده نه لري. (وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا[26])

ب – څاروي غافل دي، کفار هم له قيامت او مسووليته غافل دي. (أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ[27])

ج – څاروي د خوړو په حلالو او حرامو خبر نه وي، ځينې انسانان هم د حلال او حرامو په فکر کې نه دي او د قرآن د وینا له مخې، ‏همدا چې میراث او بې زحمته مال ته ورسېدل؛ نو د نورو حق پکې په پام کې نه نیسي او خوري یې. (وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَّمًّا[28])

*حضرت علي وايي: ((چاچې خپل ټول زور خېټې ته لګولى وي؛ نو ارزښت يې هماغه دى، چې ترې بهر وځي[29].))

 

پېغامونه:

١-الهي ولايت، مؤمن انسانان جنت ته ورننباسي. (بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا… إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ)

٢-د ايمان او نېک عمل خاوندان پر يوه داسې مقام دي، چې الله تعالی ورسره د جنت ژمنه کړې ده. (إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ…)

٣- د کار پاى او عاقبت مهم دى؛ ګنې توکیزې شونتیاوې خو هر چا ته وررسي. (جَنَّاتٍ تَجْرِي… وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ)

٤- حق ته د رابلنې پر مهال د خلکو له طبيعي غوښتنو ګټنه پکار ده. (په طبيعي توګه د انسان ويالې او بڼونه ښه ايسي) (جَنَّاتٍ تَجْرِي)

٥- د الهي قانون په چوکاټ ‏کې خوندونه او لاس ته راوړنه جايز دي. (قرآن د څاروي په څېر موخې ‏ته رسېدل رټلي دي). (يَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ)

٦- نس پالنه د انسان له مخ راوتې او برجسته ځاني غوښتنو ځنې ده؛ ځکه مال، شهوت او مقام کله نا کله انسان ته رامخې ته کېږي؛ خو خېټه تل ربړنده- مزاحمه وي. (الله تعالی د خوند د عنوان ترڅنګ د خوړو نامه جلا راوړې ده) (يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ)

٧- د کفارو ژوند، د منځپانګې له اړخ د څاروي دى او پايله يې دوزخ دى. (كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ)

۸- د کارونو په ارزونه کې، د کار عاقبت او پای هم حساب کړئ. (النَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ)

 

﴿۱۳﴾ وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ هِيَ أَشَدُّ قُوَّةً مِّن قَرْيَتِكَ الَّتِي أَخْرَجَتْكَ أَهْلَكْنَاهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ= او ډېركلي وو(چې اوسېدونكي يې) ستا د هغه كلي (تر اوسېدونكيو) ډېر ځواكمن ول، چې ته یې وايستلې، موږ دوی(په داسې شان) هلاك كړل (چې د عذاب په لرې كولو كې) یې هېڅ مرستندوى نه درلود.

 

ټکي:

* په قرآن کې معمولا د هغه ځاى خلکو ته ((قریه)) ویل شوې، چې ايمان یې نه درلود او له پېغمبرانو سره یې دښمني کوله او تر ایمان راوړو روسته یې ورته‏ ((مدینه)) ویله.

* پردې سربېره چې پر پېغمبرانو د شاعر، پالي، کوډګر او لېوني تورونه لګېدل، له ډول ډول خطرونو سره هم مخ ول؛ لکه:

الف – وژنه ((إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ[30]=يوه ډله دې وژنې ته سلامشوره کوي.))

ب – ځورېدل ((لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ[31]= نوح ته وويل شول: ته بايد سنګسار شې.))

ج – تبعيد او شړل ((لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ[32]= شعيب! موږ به دې وشړو.))

د- بندي کېدل ((لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ[33]= موسى! بندي به دې کړو.

* دا آيت پېغمبراکرم ته ډاډ ‏ورکوي، چې پخواني قومونه مو هلاک کړل، سره له دې چې د مکې تر خلکو ډېر غښتلي ول.

* سره له دې چې رسول الله پخپله اراده هجرت کړى و؛ خو د مکې کفارو پر پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ژوند ورتريخ کړ او هجرت ته يې اړ کړ؛ نو الله تعالی د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وتل د مکې پر خلکو وتاپه. (أَخْرَجَتْكَ)

 

پېغامونه:

١-له تاريخ سره اشنايي له ستونزو سره د مقاومت لامل دى. (كَأَيِّن)

٢-په تاريخ کې هلاک شوي ظالم قومونه ډېر دي. (وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ… أَهْلَكْنَاهُمْ)

٣- له غير الهي ځواکونو ‏مه وېرېږئ، چې د الهي ځواک ‏پر وړاندې هېڅ نه دي. (أَشَدُّ قُوَّةً مِّن قَرْيَتِكَ… أَهْلَكْنَاهُمْ)

 ٤- کفار پر اخروي عذاب سربېره (النَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ) دنيوى عذاب هم لري. (أَهْلَكْنَاهُمْ)

٥-د زورمټو ‏ستر ځواکو ‏د کار پايله ورکېدل دي. (أَشَدُّ قُوَّةً… أَهْلَكْنَاهُمْ)

٦- ډېرى سختۍ او دباوونه ‏د خوځون – حرکت او برکت لامل دي. (أَشَدُّ قُوَّةً… أَهْلَكْنَاهُمْ)

٧- ديني مبلغان او مصلحان/ سمونچاري دې د الله تعالی په لار کې د هر ډول آزار او کړخت تيارى ولري. (أَخْرَجَتْكَ)

 

﴿۱۴﴾ أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ كَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ= نو ايا هغه چې د خپل پالونكي له لوري پر څرګند دليل (روان) وي، د هغه په څېر دى، چې خپل بد کړه وړه ورښايسته کړای شوي او په خپلو ځاني غوښتنو پسې تللي وي؟!

 

ټکي:

* ((بينه)) په آر کې هغه څيز ته ويل کېږي، چې د دوو څيزونو ترمنځ داسې واټن ‏پيدا کړي، چې ‏يو له بل سره هیڅ ډول اړیکه او نښلون و نه لري؛ نوځکه هغه روښانه دليل چې حق له باطله بېلوي، بينه ورته وايي[34]. ‏

* پېغمبراکرم به له سول- منطق سره خلکو ته ورتله؛ خو خلکو به د ځاني غوښتنو په لاروۍ، خپله لار‏ سمه ګڼله ‏او د آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم د مخې خنډېدل.

*د رسول الله رسالت له څرګند دلیل ‏سره و، هغه د الله تعالی له لوري دنده درلوده، چې له خپل اړخه يوه خبره هم و نه کړي او پردې خبره يې ټينګار هم درلود.

 

پېغامونه:

١-د مؤمن د چارو بنسټ او د ډډه وهلو ځای، دليل او برهان وي (بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ)؛ خو د کفارو د کار بنسټ، ځاني غوښتنې وي ‏. (زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ)

٢-ځانمني، د الله محورۍ (توحید) مقابل ټکى دى او هغوى چې دليل او استدلال نه مني؛ نو د خپلو ځاني غوښتونو‏ لاروى به وي. (بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ…. اتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ)

٣- د انسان فطرت له بدۍ سره مخالف دى او چې غواړي کوم بد کار وکړي؛ نو لومړى ورته د ښو رنګ ورکوي. (زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ)

٤- د دليلونو روښانول، د ربوبيت غوښتنه ‏ده. (بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ)

٥- ځینې چارې له ‌ذاتي پلوه بدې وي؛ “قبح ذاتي”؛ يعنې که څه په ظاهره ښکلې شي؛ خو ذات او حقیقت یې نه بدلېږي. (زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ)

٦- انسان خپلو ځاني ‏غوښتنو ته د رسېدو لپاره خپلو بدو او رټل شويو چارو ته داسې پلمه راوړي، چې کول يې ښه کار ګڼي. (زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ)

 

﴿۱۵﴾ مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاء غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاء حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ = د هغه جنت بېلګه، چې له متقیانو سره یې ژمنه شوې (د هغه بڼ په څېر ده، چې) د اوبو ويالې پکې دي، چې [رنګ، بوى او خوند يې] نه اوړي او د شيدو لښتي دي، چې خوند يې نه اوړي او څښونکيو ته د خوندورو شرابو ويالې او د نږه شاتو لښتي دي او په دې (بڼ) كې ورته هر ډول مېوې وي او (تر دې ټولو اوچته خو) د خپل پالونكي (ورته) بښنه ده! (ايا د دغسې په زړه پورې بڼ څښتن) د هغه چا په څېر دى، چې تل په اور كې دى او داسې خوټېدلې اوبه پرې ورڅښل كېږي (چې) كولمې به يې ټوټې ټوټې کړي؟!

 

 

ټکي:

 * هغه ته چې په دولسم آيت کې جنت ويل شوى و (جَنَّاتٍ تَجْرِي) دلته پرې رڼا اچول شوې ده. (فِيهَا أَنْهَارٌ… وَأَنْهَارٌ… وَأَنْهَارٌ)

* په دې آيت کې ډول ډول جنتي ويالې اوڅار شوي او ځانګړې ډلې ته ځانګړې چينه ده.

 ((عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ[35]=هماغه چينه چې (الله ته) نژدې خلک يې ترې څښي.))

*هر څه يو کمال لري، چې د اوبو کمال د بوى نه درلودل دي، د شيدو کمال د خوند نه بدلېدل او خوند یې دی ‏او د شاتو کمال یې نږه توب دى.

* داچې ((انهار)) بیا ځلې راغلی؛ نو پوهېداى شو، چې هر يو شيدې، شات، شراب او اوبه ګڼ نهرونه لري.

* امام حسين وويل: هغه مغفرت، چې په جنت کې د جنتيانو په برخه کېږي، ورته تر ټولو سترنعمت دى[36]. او بيا يې د توبه سورت پر٧٢ آيت استناد وکړ. (وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ[37])

* کېداى شي په جنت کې له مغفرته مراد د جنتيانو له ذهنونو د دنيا د تېروتنو پاکول وي، چې په رايادولو يې خوا بده ‏نشي[38]. ‏

 

پېغامونه:

١- د دنیوي ښکلاوو او ځلبلاندیو په مقابل کې، چې د ځینو ګناهونو د ترسره کېدو وزله کېږي د جنت د ښایست او بریا په ویلو سره، خلک حق ته راوبلئ. (مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ…)

٢-هغوى چې د تقوا له لامله له ژرتېرو نامشروعو خوندونو ډډه کوي؛ نو تلپاتې خوندونه ته به ورسي. (وُعِدَ الْمُتَّقُونَ)

٣-خلکو ته ښه هيله ورکړئ، چې عاقبت به مو ښه وي؛ نو ښو ته به راواوړي. (وُعِدَ الْمُتَّقُونَ)

٤- د شمېر زياتوالی د انسان طبيعي غوښتنه ده. (أَنْهَارٌ… أَنْهَارٌ)

٥- په جنت کې د توکیزو او جسماني نعمتونو ترڅنګ مانیز او روحي نعمتونه هم شته. (أَنْهَارٌ… مَغْفِرَةٌ)

٦-جنتي نعمتونه آفت، نيمګړتيا او بدلون نه لري. (غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ… مُّصَفًّى)

٧-جنتي اوبه او هوا د نعمتونو خوند نه اړوي؛ نه يې ورستوي او نه پکې بدلون راوړي. (لَّمْ يَتَغَيَّرْ..)

٨-جنتيان د الهي مغفرت تر سيوري لاندې نعمتونو ته رسي. (مَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ)

٩-په جنت کې هرڅه پراخ پيدا کېږي. (كُلِّ الثَّمَرَاتِ)

١٠-په دوزخ کې کفارو ته په ذلت خوټېدلې اوبه ‏ورکول کېږي. (سُقُوا)

١١-رټنه او ستاينه که يو د بل ترڅنګ وي؛ نو ګټه لري. (أَنْهَارٌ… مَاء حَمِيمًا)

١٢- معاد جسماني دى. (شيدې او شات د جسماني خوندونو نښه ده؛ لکه څنګه چې د کفارو د کولمو ټوټه ټوټه کېدل یې هم نښه ده) (فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ)

١٣- په دنيا او آخرت کې د انسان د بدن حسابونه سره توپير لري. (په دنيا کې که د يو انسان کولمې ټوټې ټوټې شي؛ نو مړ به شي؛ خو په آخرت کې داسې نه ده) (فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ)

 

﴿۱۶﴾ وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّى إِذَا خَرَجُوا مِنْ عِندِكَ قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ آنِفًا أُوْلَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ= او له دوی ځينې [په ظاهر کې] درته غوږ نيسي؛ خو چې درنه بهر ووځي (نو) پوهانو ته (په ملنډو) وايي: (((دې سړي) همدا اوس څه وويل؟!)) دا هغه كسان دي، چې الله یې پر زړونو ټاپې وهلي او په خپلو هوسونو پسې تللي‏ دي (نو ځكه پر څه نه پوهېږي)

 

ټکي:

* د مؤمنانو او کفارو پر ځانګړنو رڼا واچول شوه؛ دا آيت د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم له خبرو سره، چې سرچينه يې وحې ده، د منافقانو چلن ته اشاره کوي او پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي: هغه کافران، چې په ظاهره مسلمانان دي، ستا په غونډو کې به ګډون کوي، قرآن ته غوږ هم ږدي؛ خو داچې ستا او ستا د کتاب پر حقانيت ايمان نه لري؛ نه پرې پوهېداى شي او نه يې منلاى شي؛ نو ستا لارويانو ته چې پر تا ايمان لري او ستا په خبره پوهيدلي وي، راورسي؛ نو پر سپکاوۍ او ملنډو ورته وايي: “دا څه خبرې دي، چې دا سړى يې کوي” خو پېغمبره! ګومان و نه کړې، چې خبرې دې د پوهېدو وړ نه دي؛ بلکې د هغوی ځېل ‏ددې لامل شوى، چې الله يې پر زړونو ټاپه ووهي، چې ‏د حقيقت پوهنې واک ‏و نه لري او يوازې د خپل نفس لارويان شي.

* پام وکړئ، چې د (وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ) غونډله/ جمله تر (طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ) روسته راغلې ده؛ نو راښيي چې که انسان د پوهې او عقل لار پرېښووله؛ نو د خپل نفس او شهوت پر لار به روان شي[39].

 

پېغامونه:

١-د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په غونډو ‏کې د هر ډول خلکو، ان د کافرانو او منافقانو ګډون هم ازاد و. (وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ)

٢-د دښمن پر پټو چارو هم ځان پوه کړئ. (وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ…)

٣- منافقان تل په دې فکر کې دي، چې د حق د لارويانو په ځانګړنو کې بېلتون رامنځ ته کړي. (سْتَمِعُ… قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ)

٤-هغه پوښتنه رټل شوې، چې د ايمان د سستولو، کمزورولو او سپکاوۍ ته وشي. (مَاذَا قَالَ آنِفًا)!

٥- الهي وحې او د پېغمبراکرم خبرې له انسانه پوهاند جوړوي. (أُوتُوا الْعِلْمَ)

٦-په مسلمانانو کې درز اچول يو ډول کلتوري يرغل دى. (مَاذَا قَالَ آنِفًا)

٧- انسان په خپلو فاسدو کړنو ‏پرخپل زړه ټاپه لګوي او ځان د الهي ښوونو له پوهې خلاصوي. (أُوْلَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ)

٨-د حاضرانو ډلې او اورېدوونکيو ته مه خوشحالېږئ؛ ځکه ډېری يې حق نه مني. (وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ… طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ)

٩- پر قرآن او وحې ملنډې وهل زړه تياره کوي او له حقيقت پوهنې يې مخنيوى کوي. (مَاذَا قَالَ آنِفًا… طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ)

١٠-پر يوه زړه، چې ټاپه ووهل شوه؛ نو د الله تعالی او رسول خبره هم پرې اغېز نه لري. (طَبَعَ اللَّهُ)

١١- د انسان زړه او روح ‏په فطري توګه د حق منونکى دي، ځينې لاملونه دي، چې د انسان پر زړه د ټاپې لګولو لامل ګرځي. [((طبع)) هغه وخت کارېږي، چې لومړی يوه لار ‏خلاصه وي او بيا وتړل شي.]

١٢- چا چې له پېغمبراکرم سره مخالفت وکړ؛ نو په حقيقت کې یې د الله تعالی مخالفت و‏کړ. (يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ… مَاذَا قَالَ آنِفًا.. طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ)

١٣-انسان ګڼې ‏بې بنسټه او ځاني غوښتنې ‏هم لري. (اتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ)

١٤ – د نفس لاروي، د الله تعالی له لاروۍ سره سمون نه خوري. (طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ)

 

﴿۱۷﴾ وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَآتَاهُمْ تَقْواهُمْ = او هغوى چې سمه لار موندلې (الله) د دوی ښيون ورزياتوي او دوی ته یې د خپلې پرهېزګارۍ (توفیق) ورکړ.

 

ټکي:

 په تېر آيت کې مو وويل: ځينې سره له دې چې یوې ډلې له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د حق خبره او د قرآن آیتونه هم اورېدل؛ خو بيا يې هم نه منله. دا آيت وايي: ځينې دي، چې د هماغه خبرو په اورېدو مانیزه او روحي ‏‏وده کوي.

* د (زَادَهُمْ هُدًى) او (زِدْنِي عِلْمًا) په څېر عبارتونه يوازې د لاښوونې او پوهې د ډېروالي ښکارندوى نه دي؛ بلکې د هغه انسان روحي ‏‏ودې ته هم اشاره کوي، چې له دې پوهې او لارښوونې برخمنېږي.

* څوڅيزونه د انسان لارښوونه زياتوي:

 الف: الهي ښوونې او آيتونه.

ب: د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ويناوې.

 ج: د منافقانو د ملنډو په مقابل کې پراخه سينه[40].

 

پېغامونه:

۱-که انسان ښیون/ هدایت ومني؛ نو ‏الله تعالی به یې ښیون لاپسې ډېر کړي. (اهْتَدَوْا زَادَهُمْ)

٢- ښیون پړاوونه او مراتب لري. (زَادَهُمْ هُدًى)

٣-د ښیون ‏منل‏ د انسان روحي ‏ظرفیت لاپسې پراخوي. (زَادَهُمْ) او و يې نه ويل: (زادهدايتهم)

٤- د انسان حرکت او د الله تعالی برکت. (اهْتَدَوْا) د انسان له لوري او(زَادَهُمْ وَآتَاهُمْ) د الله تعالی له لوري دی.

٥-رښتينې لارښوونه هغه ده چې انسان تقوا ته ورسوي. (اهْتَدَوْا…. وَآتَاهُمْ تَقْواهُمْ)

۶- تقوا، هدایت موندوونکیو ته الهي ډالۍ ده. (وَآتَاهُمْ تَقْواهُمْ)

 

﴿۱۸﴾ فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ = نو ايا دوى [= كافران] يوازې د ساعت (راتلو) ته سترګې پر لار دي، چې یو ناڅاپه ورته راشي (نو هله ايمان راوړي، خو) په رښتيا یې نښې راغلې دي؛ نو چې (پخپله قيامت) ورته راشي؛ نو پند اخستل (او ايمان) به يې څه ګټه (ورته) ونلري.

 

ټکي:

* ((اشراط)) د ((شرط)) جمع ده، چې د نښې او علامت په مانا ده او په دې آيت کې له (فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا) مراد، د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د وینا له مخې، د آنحضرت بعثت ‏دى[41]؛ ځکه د الله تعالی روستى رسول او کتاب پر خلکو ‏نازل او د الله تعالی غاړه پر خلکو خلاصه شوه؛ نو هر ډول ګناه، فساد کفر او نمښته – انکار قيامت رانږدې کوي.

*((السَّاعَةَ)) معمولا د قيامت په هکله کارېږي؛ خو پروا نه لري، چې په همدې دنيا کې ‏الهي قهر او د خلکو د هلاکت وخت ته وکارول شي، چې په خپله د قيامت د عذاب سریزه ده.

*حضرت ابن عباس(رض) وايي: به “حجة الوداع” کې ‏حال دا چې سلمان فارسي تر ټولو ‏پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته نږدې ناست و، ویې ويل: ((اضاعة الصلوات و اتباع الشهوات و الميل مع الأهواء و تعظيم أصحاب المال و بيع الدين بالدنيا -ايا د قيامت له نښو مو خبرکړم؟)) او بيا يې وويل: ((لمونځ ته پام نه کول، له ځاني غوښتنو ‏لاروي، د شتمنو درناوى او دين پر دنيا پلورل. [42]))

په ځینو روایاتو کې، قیامت جوړېدو ته تر سلو ډېرې نښې شمېرل شوي دي[43].

 

 پېغامونه:

١- سخت زړي کفار سره له دې ټولو دليلونو بيا هم ايمان نه راوړي او روستي مهلت ته په تمه وي. (فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ)

٢-قيامت او د کفارو عذاب ناڅاپه راتلونکى دى. (بَغْتَةً)

٣- قيامت نښې او سريزې لري. (فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا)

٤-فکر مه کوﺉ، چې ‏د توبې ور به تل ‏پرانستی ‏وي. (فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ)

 

﴿۱۹﴾ فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ= نو پوه شه، چې په حقيقت کې بې له “الله” هېڅ معبود نشته او د خپلو ګناهونو او هم نارينه او ښځینه ايمانوالو ته بښنه وغواړه او الله مو له تلو راتلو او مېشتځي [: له هلو ځلو، موقعیته، اندیزو او عملي تړاوونو] خبر دی.

 

 ټکي:

*((متقلب)) “ميمي مصدر” د پاڅون، لېږد او بدلون پر مانا او ((مثوى)) هم له “ميمي مصدر” هستوګنځي او د آرامۍ ځاى ته ويل کېږي.

*د غافر سورت په ٥٥ م آيت کې هم د (وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ) غونډله/ جمله راغلې او ددې خبرې په پامنیوي‏، چې ټول انبياء سپین لمني – معصوم او له ګناه پاک دي؛ نو د بښنې او استغفارغوښتل څو چارو ته کېداى شي:

الف: استغفار يو عبادت دى، که څه ګناه دې نه وي کړي.

ب: «ترک اولی» ‏ته استغفار؛ يعنې هغه چارې، چې ګناه نه وي؛ خو غوره وه، چې د پېغمبر په څېر يو انسان ‏نه ‏واى کړې.

ج: داچې ګناه ته بښنه غوښتل، خلکو ته ‏سنت او لار شي.

د: استغفار د پېغمبر درجه لوړوي.

ه: موخه ترې هغو ګناهونو ته استغفار دی، چې خلکو د پېغمبر اکرم په اړه ‏کړي دي.

و: استغفار تل له تقصيره نه وي؛ بلکې کله له قصوره هم وي، بنده چې د الله تعالی عزت او دبدبه او خپل ذلت وويني؛ نو بښنه غواړي[44].

*ځينو مفسرينو ويلي دي: ((ذنب)) تل د ګناه او سرغړونې په مانا نه وي؛ بلکې ((‌َذنَب فعل)) او د افعالو د تبعاتو (اغېزو) مانا هم ورکوي؛ نو د پېغمبر د ((ذنب)) مانا د الله تعالی لوري ته د پېغمبر اکرم د بلنې تبعات او اغېزې دي، چې د مخالفانو له لوري د شر او بدو رسېدنه ده؛ لکه سپکاوی، وژنه، ځورونه او ازار.

 څومره چې الهي بلنه درنه وي؛ نو ذنب او تبعات یې هم ستونزمن وي او ډېر استغفار ته اړتیا لري او استغفار هم په دې مانا دی، چې له الله وغواړو د مخالفانو له شره مو خوندي کړي.

*په قرآن کې له نورو پېغمبرانو؛ لکه حضرت داوود، حضرت موسى او حضرت ابراهيم (علیهم السلام) هم استغفار ‏نقل شوی دى.

* عامو خلکو ته ‏ د سترو خلکو استغفار هم په قرآن کې څو ځل راغلى دى؛ لکه مور و پلار، مؤمنينو او ان تره ته یې د ‏ابراهيم علیه السلام دعا، خپل ورور ته د موسى علیه السلام استغفار، زامنو ‏ته د يعقوب علیه السلام دعا او خلکو ته د پرښتو استغفار او په دې آيت کې مؤمنو نارينه وو او ښځینه وو ‏ته د پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم دعا، چې پخپله يو ډول شفاعت دى‏.

 

پېغامونه:

١-اوس چې دې وليدل، الله تعالی مؤمنانو ته ثواب او کافرانو ته سزا ورکوي؛ نو پوه شه، چې ټول واک د الله تعالی دى. (فَاعْلَمْ)

٢-ايمان او توحيد دې د پوهې له مخې وي. (فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) (په ګروهیزو آرونو کې تقليد او لاروي جايز نه ده).

٣-په الهي نظام کې الهي اولياء د خلکو لپاره ‏د الهي پېرزوينو د لاس ته راوړنې ‏ واسطې دي. سره له دې چې الله تعالی کړاى شي، د پېغمبر اکرم له دعا پرته خلک وبښي؛ خو خپل نازولي پېغمبر ته د خلکو د بښنې د غوښتنې امر کوي. (اسْتَغْفِرْ… لِلْمُؤْمِنِينَ)

 ٤-مشر دې پر خلکو زړه سواندی وي. (اسْتَغْفِرْ… لْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ)

٥-پېغمبراکرم هم ښځې ته دعا کوي او هم نر ته، د پېغمبراکرم د دعا ملاک او کچه مؤمن والى دى، نه جنسيت. (لِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ)

٦-يوازې د پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم په دعا بسیاېنه ‏مه کوﺉ؛ بلکې پخپله هم حيا وکړئ او د الله تعالی په محضر کې ګناه مه کوئ. (وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ)

٧-انسان دې تر نورو لومړی‏ ځان سم کړي. (وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ…)

٨-ټول خلک، ان الهي رسولان هم الهي پېرزوينو ته اړمن دي. (وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ)

٩-الله تعالی غواړي خلک وبښي؛ نوځکه خپل پېغمبر ته حکم کوي، چې خلکو ته بښنه وغواړي او واسطه يې شي. (وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ…)

١٠-الله تعالی له هر څه خبر دى؛ نوځکه وايي، بښنه وغواړئ. (اسْتَغْفِرْ…. وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ)

١١-د الله تعالی علم محدوديت نه لرى او هېڅ څه يې له کتنې او لیدنې نه پاتېږي. (زموږ حرکت يا سکون الله تعالی ته توپير نه لري) (يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ)

 

﴿۲۰﴾ وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ فَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَأَوْلَى لَهُمْ= او مؤمنان وايي: ((ولې (د جهاد په باب) كوم سورت نه نازلېږي؟!)) نو چې کوم څرګند سورت نازل شي او جګړه پکې ياده شوې وي (نو) رنځور زړي داسې درګوري؛ لکه پر چا چې د مرګ بې هوښي خوره وي؛ نو همدا (مرګ او پوپنا کېدنه) ورته غوره ده!

 

ټکي:

 *((سوره)) يوه قرآني څرګندنه – اصطلاح ده؛ نه داچې روسته ايښوول شوې وي.

*هغوى چې په زړونو کې يې رنځ دى؛ په دې آیت کې ترې مراد، منافقان نه دي؛ ځکه منافقان مؤمنان نه دي او آيت د مؤمنانو په باب دى[45]. نوځکه کله ايمان وي؛ خو زړه پوره روغ نه وي.

*له ((سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ)) مراد هغه سورت دى، چې آيتونه يې محکم او څرګند ‏وي؛ نه متشابه او مبهم.

 

 

 

پېغامونه:

 ١-يوه ډله مؤمنان تل د جهاد حکم ته په تمه وي او دا چمتوالی په خپله خوښه ښيي. (وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا…)

٢-مؤمنانو د خپل ژوند ټول بنسټونه پر الهي احکامو ايښي دي. (وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ)

٣-د جهاد د حکم بنسټ دې، وحې او الهي حکم وي. (لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ)

٤- جهاد په هغه ځای کی دی، چې د لزوم دلیل یې څرګند وي. (سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ)

٥-جنګ او جهاد د الهي حکمونو آریزه موخه نه؛ بلکې يوازې يو حکم دى. (ذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ)

٦-د جهاد حکم، د خلکو د ازمېینې ډګر دى. (وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ…)

٧-خلک له نړۍ ليده یې ‏پېژندلاى شو. (رَأَيْتَ…. يَنظُرُونَ إِلَيْكَ)

٨- له جهاده وېره، د زړه رنځ دى او سست ايمانه وګړي، د جهاد په حکم خپل مرګ په سترګو ويني؛ لکه څنګه چې انسان د ځلکدن پر مهال خپل مرګ ويني. (فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ)

٩- مرګ، مرده باد، ‏”مرګ دې وي پرې” او له نورو د کرکې د شعار جرړه په قرآن کې ده. (فَأَوْلَى لَهُمْ)

 

﴿۲۱﴾ طَاعَةٌ وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ فَإِذَا عَزَمَ الْأَمْرُ فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ= (خو زموږ لارښوونه:) امر منل او سنجول شوې خبرې کول دي؛ نو چې د كار (جهاد) هوډ وکړای شو؛ نو كه له الله سره يې رښتينولي کړې واى؛ نو هرومرو ورته غوره وه.

 

ټکي:

*له (طَاعَةٌ)) مراد يو مخې او چورلټ ‏لاروي ده او ((عَزَمَ الْأَمْرُ)) هغه حالت ته وايي، چې اراده پکې پلي کېږي او ځينو د جګړې پر تودېدو هم مانا کړې ده.

*سست ايمانه له جهاده د وېرې له لامله پردې سربېره ‏چې سرغړونه کوي او له جهاده پښې سپکوي، بې بنسټه خبرې او دليلونه هم راوړي، چې قرآن هم په ډېرو آيتونو کې د دوی ‏پلمو ته اشاره کړې، چې ويل یې:

١- د جګړې وس نه لرو (لاَ طَاقَةَ لَنَا[46])

٢- کورنۍ مو امنيت نه لري (بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ[47])

٣- هوا ګرمه ده (لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ[48])

٤- که په جګړه کې ګډون وکړو؛ نو په ګناه به ککړ شو. د تبوک په جګړه کې یې پلمه ‏وکړه، چې رومي نجونو ته کتل مو وسوسې راپاروي؛ نوځکه جګړې ته نه ځو؛ خو قرآن يې له جګړې د پښو سپکولو پلمه فتنه ګڼي. (أَلاَ فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُواْ[49])

٥- وېرېږو، چې تاوان و نه کړو (نَخْشَى أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٌ[50])

٦-اوس د جګړې مناسب وخت نه دى؛ نو ښه به وي، چې وځنډېږي (لَوْلا أَخَّرْتَنَا[51])

 په دې آيت کې وايي: که د جګړې د حکم راتلو پر مهال دا ډول پلمې ‏را نه وړئ، اطاعت او نېکې خبرې وکړﺉ‏؛ نو ښه به وي.

 

پېغامونه:

١- مؤمن د جهاد حکم ته لاس پر سينه دى. (طَاعَةٌ)

٢- خبره او کړنې دواړه دې سمې او پر ځاى وي. (طَاعَةٌ وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ)

٣-د الهي حکمونو پر خلاف ‏خوله ورانه خوځول نه دي پکار. (وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ)

٤- د عقل او فطرت له نظره جهاد او دفاع ستايل شوې ده. (وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ)

٥-له جهاده د وېرې جرړه، په صادقانه عمل نه کولو کې ده. (فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ)

٦-الله تعالی د انسان ګټې ته د جهاد حکم کوي (نه د الله تعالی ګټې ته). (لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ)

 

 

 

 ﴿۲۲﴾ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ= خو كه (له دې لارښوونو) مخ واړوئ؛ نو لرې نه ده، که واک په لاس درشي، پر ځمكه به فساد پيل كړئ او د خپلې خپلولۍ مزي به پرې كړئ؟!

 

ټکي:

* مفسرانو ((تَوَلَّيْتُمْ)) دوه ډوله مانا کړى دى:

الف: مخ اړول او جګړې ته شا کول او پر سرغړونو بوختیا او ‏له خپلوانو سره اړيکې پرې کول.

ب:پر خلکو واکمنېدل او بیا د نورو ځپنه؛ خو دويمه مانا له آيت سره سمون نه خوري[52].

*آيت د هغو سست ايمانو په باب دى، چې خپل ځان ساتنې ته له جهاده مخ اړوي، چې وايي: ګومان و نه کړئ، د جهاد په پرېښوولو به بچ شئ؛ ځکه له جګړې له تېښتې به پر ځمکه وژنې او فساد ته لار برابره شي، چې ستاسې لمن به هم داغي کړي‏ او ‏د جاهليت د وخت په څېر به ان د خپل اولاد وژل هم درته جايز کړي.

 

پېغامونه:

١-له ديني او قرآني احکامو مخ اړول تباهۍ او فساد ته لار ده. (إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ….)

٢- د ‏خپلوۍ د اړيکو پرېکول هغه ګناه ده، چې پر ځمکه له فساد سره يو ځاى راغلې ده. (تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ)

٣-که فساد خپور شي؛ نو انسان، ان ‏پر خپلوانو هم رحم نه کوي. (تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ)

 

﴿۲۳﴾ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ= دوی هغه کسان دی، چې الله رټلي؛ نوځکه یې کاڼه کړي او سترګې یې ورړندې کړي دي.

 

 

 

پېغامونه:

١-له جهاده پر تښتېدونکيو، فساد کوونکيو او د خپلوۍ د اړیکو ‏پر پرې کوونکيو د الله تعالی لعنت ويل شوى دى. (وَلَّيْتُمْ.. تُفْسِدُوا… تُقَطِّعُوا…. أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ)

٢- له الهي لورنو بې برخېدل مو د خپلو کړنو ‏پايله ده. (تُفْسِدُوا… تُقَطِّعُوا… لَعَنَهُمُ اللَّهُ)

٣-له امکاناتو ګټنه نه کول یې، د دوی د بې برخېتوب په څېر دی ‏(غوږ لري؛ خو حق نه اوري، سترګې لري؛ خو حقيقت نه ويني) (لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ)

٤- خورا ستره مانیزه بې برخېدنه، ‏له حقيقت پېژندنې بې برخېتوب ‏دى. (لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ).

٥- له الهي ورکړيو استعدادونو او وړتیاوو نامشروع او بېځايه ګټنه، ‏ له الهي رحمته د لرې توب نښه ده. (لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ)

 

﴿۲۴﴾ أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا= نو ايا دوی په قرآن كې غور او اندنه نه كوي يا یې پر زړونو (د غفلت او رخې) کولپونه پراته دي.

 

ټکي:

* د (صلی الله علیه و آله وسلم) سورت په ٢٩ آيت کې هم د قرآن د تدبر پر مسله ټينګار شوى دى. (كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا اياتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ) قرآن هغه سپېڅلى مبارک کتاب دى، چې موږ درولېږه، چې په آيتونو کې يې تدبر وشي او هوښياران ترې پند واخلي.

* دا آيت هم د تېر آيت په تداوم کې، په قرآن کې د تدبر نه کولو لامل، پر حقيقت کوڼتيا او ړوندتيا بولي، چې د الهي لعنت له لامله انسان پرې ککړ شوی دى.

 

پېغامونه:

١-قرآن يوازې تلاوت او تجويد ته نه؛ بلکې د “تدبر” او اندنې کتاب دى او تلاوت دې یې د تدبر سريزه وي. (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ)

٢-ټول دنده لري، په قرآن کې اندنه وکړي، چې دا خبر په يوې ځانګړې ډلې پورې ځانګړی نه دی. (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ).

٣- الله تعالی هغوى رټلي، چې قرآن ته رغۍ کتنه لري او پکې تدبر نه کوي. (أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا)

٤-د قرآن او وحې له لوړو مفاهیمو ‏د ګټنې شرط، پراخه سينه، پرانستی ‏زړه او ‏په قرآن کې تدبر دى. (أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا)

٥-د پېژندو يوه لار، د زړه لار ده. (أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا)

٦- د روغ زړه او عقل نښه، ‏ د قرآن په آیتونو کې تدبر دی. (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا)

 

﴿۲۵﴾ إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ = په حقيقت کې هغه کسان، چې د سمې لارې تر روڼتيا روسته، بېرته پر څټ وګرځېدل او (حق ته يې شا كړه)، شيطان (بد ‏كړه وړه) ښكلي ورته انځور كړل او په اوږدو هيلو يې تېر ايستي دي؛

 

ټکي:

 * ((سَوَّلَ لَهُمْ)) يا د بديو ښايسته ښوولو يا د واقعیتونو اپوټه ښوولو ته وايي او يا د ((تسهيل))؛ يعنې اسانولو (اسان ښوولو) په مانا دی؛ يعنې شيطان کږه لار انسان ته اسانه ښيي.

 *په قرآن کې د شيطان سراسر شر چارې دا دي: وسوسه، بديو ته بلل، بدۍ ته ښايسته رنګ ورکول، د دښمنۍ، وېرې او ترهې اچول، د نشتمنۍ او بېوزلۍ ژمنه، د ژمنې خلافېدل، اسراف، د الله تعالی له ياده منع، چې البته قرآن انسان ته له شيطانه تېښتې او درمل ته دوې لارې ښوولي دي، يو داچې د دښمن په سترګه وروکتل شي. (إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا[53]) بل دا چې د شیطان له شرونو، الله تعالی ته پناه يوسو. (وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ[54])

 که نه بهرنی شیطان (الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ) او دنننى شيطان (وَكَذَلِكَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي[55]) انسان هلاکوي‏.

 

پېغامونه:

١-د شيطان وسوسو ته پام، د ايمان آفت دى، چې بې له ارتداد او ناوړپایلۍ ‏بله هېڅ پايله نه لري. (إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا)

٢-ترحقيقت پوهېدنې روسته بېرته ګرځېدل رټل شوي دي. (ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ…)

٣- د حق لار روښانه ده. (مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى)

٤-که له وسوسو سره ټینګه مبارزه ونشي؛ نو يوازې پوهه هم پکار نه راځي. (تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ)

٥-بديو ته د ښکلا رنګ ورکول او اوږدې هيلې شيطاني چارې دي. (څوک چې بد کار ته ښه وايي، شيطان صفتی دى.) (الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ)

 

﴿۲۶﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ = دا ځكه چې دوى د الهي وحې د نزول کرکجنو ‏ته وويل: ((ژر به په ځينو چارو كې ستاسې (خبره) ومنو.)) حال دا، الله یې پر پټو (خبرو، مشورو او دسیسو) ښه پوهېږي.

 

ټکي:

*منافق خپل ځان ساتنې ته په ډول ډول خلکو پسې ځي او له هر چا سره به هومره لاروي او مرسته کوي، چې ورسره ګډ اندی وي، چې په مدينې کې منافقانو هم د پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم له مخالفو يهودانو سره دا ډول چلن درلود[56].

* له (لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ) مراد، هغه کافران دي، چې د سورت په پيل کې راوړل شول: (الَّذِينَ كَفَرُوا…. كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ[57])

 

پېغامونه:

١-ناراضي وګړي، تل د مخالفانو د دسيسو په جال کې ښکېلېږي. (قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا…. سَنُطِيعُكُم)

٢-منافقان، هغوی ته د ملاتړ او ان لاروۍ ژمنه ‏ورکوي، چې له الهي احکامو ناراضي وي. (سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ)

٣- منافقان، کفار او د اسلام دښمنان يو موټى دي. (سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ)

٤-له ناراضيانو او کفارو سره د زړه يووالی د ارتداد نښه ده. (ارْتَدُّوا…… سَنُطِيعُكُمْ)

٥- ان په ځينو چارو کې له کږلاريو هم لاروي رټل شوې ده. (سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ)

٦-ځينې د خپلو ګټو په پار، منافقت کوي، په ځينو چارو کې له مؤمنانو سره او په ځينو کې، له کفارو سره وي، چې دا چار رټل شوى دى. (سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ)

٧- د منافقانو او ناراضیانو چارې په پټه وي. (وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ)

٨-منافقان دې پوه وي، چې الله تعالی يې له چارو خبر دی او شونې ده هره شېبه يې رسوا کړي. (وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ)

٩-که انسان باور ولري، چې الله تعالی يې له ټولو ښکاره او پټو چارو خبر دى؛ نو هېڅ کله به منافقت و نه کړي، دسیسې به جوړې نه کړي او له خلکو سره به روڼ چلېږي. (وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ)

 

﴿۲۷﴾ فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ = نو هغه مهال به د دوی حال څنګه وي، چې (د مرګ) پرښتې يې پر مخونو او څټونو وهي (او ساه ترې اخلي)؟!

﴿۲۸﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ = دا ځكه دوی د هغه څه لاروي وكړه، چې الله پرې غوسه كېږي او د ده (الله) خوښي يې نه خوښوله؛ نو (الله) يې كړه وړه تس نس كړل.

 

 ټکي:

*((توفى)) انسان ته د يو ورکړ شوي څيز په بشپړه توګه بېرته اخستنې ته وايي، چې دا ټکى په قرآن کې مرګ ته کارېږي؛ ځکه مرګ په حقيقت کې له جسمه د روح بېرته اخستو ته وايي.

*د انفال سورت په ٥٠ آيت کې هم د کفارو د ساه اخستو خبره راغلې ده.

* د مخ له اړخ د مرتدانو عذاب: « يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ»، الهي عذاب ته ورمخ کولو انځور « اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ » او د څټ له اړخ عذاب: «أَدْبَارَهُمْ»، د څټ کولو انځور، له الهي رضا کرکه کول « وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ»

 

پېغامونه:

 ١-هغوى چې نور له حق سره مقاومت ته رابلي؛ ساه سخته ترې اخستل کېږي. (فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ…).

٢-مرګ له منځه تلل نه؛ بلکې په بشپړه توګه د پرښتو په واسطه د روح ‏اخستل دي. (تَوَفَّتْهُمْ)

٣-د مرتدو منافقانو عذاب، د ‏ساه ورکولو له شېبې پيلېږي. (تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ)

٤-د انسان د عمر لنډوالي او الهي عذاب ته کتل، انسان له ډېرو ګناهونو ساتي. (فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ.. يَضْرِبُونَ..)

٥-له وحې او قرآن سره دښمني، د الله غوسه پاروي او کړنې ‏له منځه وړي. (ذَلِكَ.. فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ)

٦-کافران د خپلې کړنلار په ټاکنه ‏کې واک لري. (اتَّبَعُوا…. كَرِهُوا…)؛ خو ناچاره دي، چې پايلې او اغېزې یې هم ومني. (فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ).

٧-کله انسان د خپلو نېکيو درمند ته اور اچوي. (اتَّبَعُوا…. كَرِهُوا… فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ)

٨- هغه لار رټل شوې ده، چې موخه يې الله تعالی نه وي. (اتَّبَعُوا…. كَرِهُوا… فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ)

 

﴿۲۹﴾ أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُم ْ= ايا هغوى چې په زړونو كې يې (يو ډول) رنځوري ده، انګېرلې، چې الله به د دوی كينې ښكاره نه کړي؟!.

﴿۳۰﴾ وَلَوْ نَشَاء لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ= او كه وغواړو هرومرو به دوی دروښيو؛ نو دوی به له خپلو څېرو وپېژنې، او د دوی د خپلو خبرو اترو له طرز، بڼې او اندازه يې هم پېژنداى شې او الله مو د كړنو [په ظاهر او باطن] پوهېږي.

 

ټکي:

* ((ضغن)) د سختې کينې په مانا دى.

 حضرت علي وايي: څوک چې یو څه په زړه کې د راز په توګه وساتي؛ نو د خبرو په ترڅ او څېره کې يې معلومېږي[58].

* چې کله رسول الله په “خم غدير” کې حضرت علي خپل ځايناستى کړ؛ نو ځينو وويل: محمد صلی الله علیه و آله وسلم د خپل تره زوى د مټ په جګولو کې (له کورني تعصبه ‏کار اخلي) لنډون نه کوي، چې دا آيتونه راغلل[59].

 

پېغامونه:

١- بېشکه الله تعالی مو (د راز ساتونکى) دى؛ خو موږ ته هم حيا کياه کول پکار دي؛ یعنې د الله تعالی له «ستار» صفته ناوړه ګټنه و نه کړو. (أَمْ حَسِبَ)

 ٢- ګناهګار يوازې د قيامت پر ورځ نه رسوا کېږي؛ بلکې په دې دنيا کې يې هم د رسوا کېدو امکان شته. (يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ)

٣- د منافقانو په رسوا کولو کې یې نقشې خاورې ايرې کړئ. (وَلَوْ نَشَاء لَأَرَيْنَاكَهُمْ….).

٤- حسادت او کينه د نفاق او دوه مخۍ د رنځ یو لامل دى. (فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ…. أَضْغَانَهُمْ)

٥- د انسان دنننى خلق و خوى، پر بهرنۍ څېره اغېز لري، چې د انسان څېره یې تر يوه بريده د سيرت ښکارندوی ده. (فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ)

٦- نه يوازې د خبرې آر؛ بلکې لحن دې يې هم ادب ولري. په خبرو کې د منافقانو بې ادبي د دوی د دننني نفاق ښکارندوى ده. (َلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ)

 

﴿۳۱﴾ وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ = او البته موږ تاسې (ټول) ازمېيو، چې معلوم شي په تاسې کې مجاهدين او صابران څوک دي؟ او ستاسې (په اړوند) خبرونه او ځانګړنې وڅېړو (او و ارزوو، چې تر کومه بريده سمې دي).

 

ټکي:

* ((ابتلا)) کله د حقيقت معلومولو ته د خلکو ازمېينې ته ويل کېږې او کله هم د خلکو د دنننيو حالاتو د ښکاره کولو په موخه د بېلابېلو لارو رامنځ ته کولو ته وايي؛ لکه همدا آيت.

*((حَتَّى نَعْلَمَ))؛ يعنې ((معلومو يې)) له ((علم)) اخستل شوى، چې د علامت او نښې په مانا دى، نه ((د علم)) له مادې ځنې چې د ناپوهۍ مقابل لورى دى؛ يعنې د الهي ازمېینې د پېژندلو نښه ده.

* په تېر آيت کې مو وويل: الله تعالی مو له عمله خبر دى (وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ) او د خپلې پوهې لپاره ازمېينې ته اړ نه دى؛ نو ازمېينه دې ته ده، چې انسان يو غبرګون وښيي، يو کار وکړي او د هماغې عمل له مخې ورته ثواب يا سزا ورکړي؛ لکه څنګه چې موږ د وګړیو ‏له ورهڼې – کسب او کاره خبر يو؛ خو دا چې موږ يې له ورهڼې د خبرېدو په پار لاسباړه نه ورکوو‏؛ بلکې چې کله یې کار وکړ؛ بیا لاسباړه ‏ورکوو.

 *د انسانانو بېلوالى، یو له بل سره پړاوونه لري‏: په لومړي پړاو کې انسانان په کفر او ايمان يو له بله بېلېږي، په دويم پړاو کې ايمانوال؛ جهاد ته په تګ او نه تګ ‏بېلېږي او په دويم پړاو کې مجاهدین په ډېر صبر او څوار؛ نو ګرانو! الهي ازمېينې په يو بل پسې راځي.

* له ١٦ آيته تردې ځایه ‏د منافقانو او رنځور زړو خبره وه، چې يې راوپېژندل؛ نو ښه به وي، چې ځانګړنې يې راټولې کړو:

١- د پېغمبر اکرم د خبرو سپکاوى. (مَاذَا قَالَ آنِفًا[60])

٢- د جهاد له حکمه وېره. (فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ [61])

٣-پر ځمکه فساد او له خپلوانو سره اړيکې پرې کول. (تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ)[62]

٤-ارتداد او له حقه ګرځېدل. (ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى) (٢٥آيت)

٥- د شيطان پر ژمنو ‏غولېږي. (الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ) (٢٥ آيت)

٦-له نورو مخالفانو سره لاس يو کول او خپله هم ورانکاري وي. (سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ[63])

٧- د داسې چارو لاروي، چې الله تعالی غوسه کوى. (اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ) (٢٨ م آيت)

٨-پر هغه چارو خپګان څرګندول، چې الله تعالی پرې خوشحالېږي. (وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ)[64]

٩- کينه کښي (أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ[65])

ددې ټولو چارو په مقابل کې ‏الله تعالی يې پر زړونو په ټاپې لګولو، لعنت ويلو، له رحمته پر لرېتوب، عذاب، سخته ساه ورکونې او د کړنو یې په له منځه وړو ګواښي.

 

پېغامونه:

١-د خلکو ازمېښت هرومرو او يو الهي قانون او سنت دى. (وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ)

٢- د انسانانو د ازمېښت يو ډګر د جګړې ډګر دى، چې منافقان پکې رسوا کېږي. (حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنكُمْ)

٣- په جهاد کې زغم او څوار/ استقامت خورا مهمه ونډّ لري. (الْمُجَاهِدِينَ مِنكُمْ وَالصَّابِرِينَ)

٤-د انسان خبرې او ادعاوې د عمل په ډګر کې ازمېیل کيږي. (َبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ)

٥-د الهي ارزونې کچه، په عملي ازمېښتونو کې برياليتوب دی. (وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ)

 

﴿۳۲﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبېل اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الهُدَى لَن يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ= په حقيقت کې هغوى چې كافر شول او نور یې د الله له لارې منع کړل او دوی د سمې لارې تر ورڅرګندتيا روسته (د الله) له استازي سره مخالفت وکړ ‏(نو) هېڅکله الله ته د هېڅ شي زيان وررسولای نشي او ډېر ژر به (الله) د دوی ټول كړه وړه تس نس كړي.

 

ټکي:

 *په بېلابېلو لارو انسان د الله تعالی له لارې کږېداى شي؛ لکه: د الهي قانون اړونه، په دين کې بدعت، د خلکو په زړه کې شک اچول؛ لکه (أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُّرْسَلٌ[66]=له کومه پوهېږئ، چې صالح د الله استازی دى؟) د الهي مشرانو کمزورول (لکه ورته شاعر، پالي، کوډګر او لېونى ويل) د خلکو د ايمان راوړو په صورت کې یې ګواښل، خلک پر بېځايه او نااړو چارو بوختول، د جګړې او شخړې رامنځته کول، د الهي چارو مخنيوي ته مخنيونکى قانون وضع کول، د ديني چارو په سر کې د نا اهله او ناپوهو وګړيو ګومارل او د لايقو وګړيو پر خلاف د دروغو اوازو او ډنډورو خورول.

* کله انسان ددې پرځاى چې حق ومني او د کمال او ودې په لور ګام اوچت کړي؛ نو په حق پسې راپاڅي او ځان پر بدترین عنصر اړوي:

١- له الله تعالی سره دښمني او ځېل کوي. (كَفَرُوا….. بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ)

٢- له پېغمبر سره کلک مخالفت لري. (شَاقُّوا الرَّسُولَ)

٣-له خلکو سره دښمني کوي او د حق منلو یې مخه نیسي‏. (سَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ)

۴- له ځان سره دښمني کوي او د ځان د تس نس ‏او هلاکت لاملېږي. (سَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ)

 

پېغامونه:

١- کفر پر ځان، ټولنه او پېغمبرانو د ظلم سرچينه ده. (كَفَرُوا… صَدُّوا…. شَاقُّوا الرَّسُولَ)

٢-الله تعالی د کمال او ودې د لارو په ښوولو، پر خلکو غاړه خلاصوي. (تَبَيَّنَ لَهُمُ الهُدَى)

٣-کږلاري او د کفر هلې ځلې، الله تعالی ته تاوان نه رسوي. (لَن يَضُرُّوا اللَّهَ)

٤- تر پوهې روسته ځېل، د کړنو د تس نسېدو لامل دى. (سَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ)

٥-ځينې پخپلو کړنو له لمدو سره وچ هم سوځوي او خپلې ټولې کړنې بې اغېزوي. (وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ)

 

﴿۳۳﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ = مؤمنانو! د الله اطاعت وكړئ او (د الله) د استازي اطاعت وكړئ او خپلې كړنې مه بابیزه وئ.

 

ټکي:

کړنې تس نسوونکي

*په آيتونو او روايتونو کې ځينې کړنې او خبرې د کړنو له منځه وړونکي راپېژندل شوي دي؛ لکه:

١-د نشتمنو کړول او پرې منت ايښوول، د انفاق ثواب سوځوى. (لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى[67]).

٢-د الهي مشرانو سپکاوى. (لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ[68]) خپل غږ مو د پېغمبر له غږه مه لوړوئ، چې کړنې مو له منځه وړي.))

٣-حسد او کینه‏ ((الهى عبّدنى لك و لا تفسد عبادتى بالعجب[69])) امام صادق رحمة الله علیه وايي: حسد، نېکي له منځه وړي؛ لکه اور چې وچ خس سوځوي[70].

٤- له الله تعالی سره شرک (لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ[71]= که شرک مو وکړ؛ نو اعمال به موله منځه ولاړ شي.)

٥-ريا، چې يو ډول شرک دى. (وَالَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاء النَّاسِ[72])

* رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وويل: « څوک چې يوه “سبحان الله” ووايي؛ نو په جنت کې ورته يوه ونه کرل کېږي.)) يو وويل: که داسې وي؛ نو موږ (چې تل پردې کار بوخت يو) هلته به ښه ډېرې ونې ولرو؛ نو رسول الله ورته د [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ) آيت ووايه، و يې وويل:((پام کوﺉ، چې پخپله خپل باغ ته اور و نه لګوﺉ. [73] [یعنې روسته داسې اورونه لېږئ چې سوځوي یې]))

* د ((وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ)) عبارت په رڼا کې، دا آیت درې ډوله مانا کولاى شو:

الف: خپل ايمان وساتئ، شرک مه کوئ، چې کړنې ‏مو باطلوي. (لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ[74])

ب:د رسول الله د لاروۍ په پرېښوولو خپلې کړنې‏ مه تباه کوﺉ.

ج: پر پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم پر منت ايښوولو خپلې کړنې‏ مه تباه کوئ، الله تعالی وايي: (يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا قُل لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُم[75])

 

پېغامونه:

١- که څه د قرآن مخاطبين، مؤمنان دي؛ خو د ځينو آيتونو په پيل کې د داسې عبارت راوستل يې درناوى دى. (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ..)

٢- لومړیتونه او د مراتبو لړۍ ته پاملرنه وکړﺉ. دلته د الله تعالی نامه د پېغمبر تر نامه مخکې راغلې ده. (أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ).

٣- د الله تعالی او رسول حکمونو ته غاړه ایښوول ‏او لاس پر سينه ورته درېدل د ايمان غوښتنه ده. (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ).

٤-دين دوه ډوله احکام لري؛ يو ډول يې ثابت دي، چې د الله له لوري دي. (أَطِيعُوا اللَّهَ) او بل بدلېدوني احکام دي، چې د وخت په تېرېدو او د وخت له غوښتنونو سره د اسلامي واکمن له لوري ورکول کېږي. (أَطِيعُوا الرَّسُولَ)

٥- د اسلام پېغمبر معصوم دى او ورڅخه د بې قيد وشرط لاروۍ حکم یې د عصمت نښه او واجب الاتباع والی ‏دی. (َأَطِيعُوا الرَّسُولَ)

٦- مؤمنان دې خپلو کړنو ته نه غره کېږي، چې (باخبر) کړنې ‏يې په خطر کې دي. (الَّذِينَ آمَنُوا… لَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ)

 

﴿۳۴﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبېل اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ = په حقيقت كې هغوى چې كافران شول او (خلك يې) د الله له لارې منع کړل، بيا په كفر كې مړه شول؛ نو الله به دوی هېڅکله و نه بښي.

 

ټکي:

* دا آيت د دوو آيتونو په منځ کې واقع شوى، چې مؤمنانو ته خطاب دى او مؤمنانو ته د ارتداد د خطر خبر ورکوي، چې د کفر لامل یې ګرځي او ډېره بده پایله لري.

*سره له دې چې الله تعالی ټول ګناهونه بښي. (إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا[76]) او د توبې ور يې ټولو ته تر مرګه پرانستی پرېښى؛ خو هغوى چې د کفر په حال کې له دنيا ځي او يا مرتدېږى او بېرته نه ستنېږي او يا منافقان؛ نو نه بښل کېږي. (إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ[77]) (فَلَن يَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ).

 

پېغامونه:

١-کفر، د ایمان په پېر کې د انسان د کړنو‏ د بطلان او پوپناه کېدو لامل دى. (لَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ…. الَّذِينَ كَفَرُوا..).

٢- دا مهمه ده، چې انسان د مړينې پر مهال مؤمن وي که کافر(كَفَرُوا… مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ).

٣-کفر او ځېل بد څيز دى؛ ځکه له ښو چارو مو مخنيوى کوي. (كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبېل اللَّهِ)

٤- الهي بښنه، د مړينې تر شېبې ‏شونې ده. (مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ)

 

﴿۳۵﴾ فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَن يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ=

نو سستي مه كوئ او (کافران ذلیلې) سولې ته مه رابولئ، چې تاسې برتر ‏[او لاسبري] ياست او الله درسره دى او هېڅکله به ستاسې د كړنو (ثوابونه) كم نه كړي.

 

ټکي:

* ((يَتِرَكُمْ)) له ((وتر)) اخستل شوى، چې د تاوان او کمېدو په مانا دى.

* پوښتنه: قرآن په يوه ځاى کې وايي: (وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا[78])؛ يعنې که دښمن سولې ته غېږ پرانسته؛ نو تاسې هم تندى ورته ورين کړﺉ؛ خو دې آيت ‏پر سوله ‏نيوکه کړې:(فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ)؛ نو موږ ته څه پکار دي؟

ځواب: هر آيت پر يوه اړخ رڼا اچولې ده، د وېرې او سستۍ په پار سوله رټل شوې ده؛ ځکه د دښمن د زړه ارمان مه پوره کوﺉ، (وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ[79])؛ خو هغه سوله چې د واک له دریځه پر کمزوريو د زړه سوي لپاره وي؛ نو دا سوله ستايل شوې ده، چې په کراره تګ، کله د بدن ‏ د کمزورۍ له لامله وي او کله له ماشومانو او بوډاګانو ‏سره يو ځاى تګ ته، چې تېز نشي تلی. اسلام وايي: تاسې بايد د روحيې، ځواک ‏او امکاناتو له مخې بشپړ سمبالتيا ولرئ؛ نو پر هغه مهال که دښمن د سولې وړانديز وکړ؛ نو ورسره يې ومنئ.

* له مؤمنانو سره د الهي معيت او هملارۍ ‏(وَاللَّهُ مَعَكُمْ) مراد عمومي الهي معيت نه دى، چې ويلي يې دي: (وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ[80])؛ بلکې ‏ځانګړى معیت دی، چې دلته د عزت، نصرت او د الله تعالی په لار کې مجاهدینو ته د الله تعالی ‏د ځانګړي ښیون په مانا دى[81]. لکه چې په نورو آيتونو کې هم دې هملارۍ ‏ته اشاره شوې ‏: (وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ[82]) ‏

* چې کله سپېڅلي څښتن مؤمنانو ته وويل: (وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ)؛ نو شونې وه‏، چې یو شمېر مؤمنان د خپلو کسانو د کمښت او د دښمن د ډېروالي په ليدو دوه زړي ‏شوي واى؛ نو الله تعالی بې ځنډه وويل: (وَاللَّهُ مَعَكُمْ[83]).

 

پېغامونه:

١-مؤمن نباید ناغېړی وي. (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ… فَلَا تَهِنُوا)

٢-د کورنیو چارو سبمالول، پر بهرني دښمن د لاسبرۍ لومړى شرط دى. (فَلَا تَهِنُوا..)

٣- د ايمان د جبهې له لوري دې د سولې او جوړجاړۍ وړانديز ونشي، که مقابل لوري ورته وړانديز وکړ؛ نو و دې مني. (فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ)

٤-مسلمانان د ښه چارو له لامله پر شا وټپوئ او د دوی خپل ارزښت ورڅرګند ‏کړئ. (وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ)

٥-الهي مرستې تل له مؤمنو مجاهدينو سره وي. (وَاللَّهُ مَعَكُمْ)

٦-الله تعالی د مجاهدينو د ثواب ضمانت کړى دى. (وَلَن يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ)

 

﴿۳۶﴾ إِنَّمَا الحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ = په رښتيا د دنيا ژوند خو يوه لوبه او ساتېري ده او كه تاسې ايمان راوړئ او پرهېزګاري وكړئ (نو) الله به يې اجرونه دركړي او (په بدل کې) شتمني مو درڅخه نه غواړي.

 

 

 

ټکي:

*په تېر آيت کې له ناغېړۍ او کفارو سره له جوړجاړۍ منع ‏شوو، دا آيت راغلى او د ناغېړۍ پر لامل یې رڼا اچولې، چې دنيا پالنه ده، وايې: دنيا مو و نه غولوي.

* ‏يوسف علیه السلام پلار ته ګران زوى و، د رونو له نظره يو رقيب او سیال و، د کاروانيانو له نظره چې له څاه يې راوايست، مريى و؛ د زليخا له نظره معشوق او د بنديانو له نظره، خوب تعبيروونکى و.

*دنيا هم د ډېری ‏خلکو له نظره د بوختیا، سرګرمۍ او خوند وزله ده؛ خو د مؤمنانو له نظره، د الله پېژندنې ټولګى دی، چې ټول څيزونه يې الهى آيتونه دي، د صالح عمل، د سوداګرۍ ‏بازار، د آخرت د کرنې او يېبرې – حاصل ‏ پټى دی.

* د الهي پيداېښت بنسټ لهو او لعب نه دى. [‏وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ[84]= موږ اسمانونه او ځمكه او د دواړو ترمنځ څيزونه (بې موخې او) لوبو ته نه دي پيدا كړي.]؛ بلکې دا انسان دى، چې د خپلې ناسمې ګټې په پار يې د لوبو او ساتېرۍ ‏وزله ګرځوي.

 

پېغامونه:

 ١- د مؤمنانو د ناغېړۍ او د ایمان د کمزورتیا لامل پر دنيا زړه تړل دي. (فَلَا تَهِنُوا.. إِنَّمَا الحَيَاةُ الدُّنْيَا)

٢-دنيا له ايمان او تقوا پرته ساتیري او لوبه ده ‏. (لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا)

٣- تقوى د ايمان لوړه درجه ده. (تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا)

٤-ايمان او تقوا هغه دوه لامله دي، چې د انسان نړۍ له ساتېرۍ ‏راباسي. (لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ) ‏٥-ايمان او تقوا درلودل د شتمنۍ له درلودو سره ټکر نه لري. (تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا…. وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ)

٦-د انفاق، اطعام، زکات، خمس او صدقې حکم زموږ ودې ته راکړ‏ شوی ‏او د لارښوونې لاسباړه نه ده. (لَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ)

 

﴿۳۷﴾ إِن يَسْأَلْكُمُوهَا فَيُحْفِكُمْ تَبْخَلُوا وَيُخْرِجْ أَضْغَانَكُمْ = (ځکه) كه هغه په ټينګه ستاسې شتمني درنه وغواړي (نو) کنجوسي كوئ او ستاسې د كينې د ‏رابرسېرېدو لاملېږي.

 

ټکي:

*((فَيُحْفِكُمْ)) له ((احفا‏ء)) اخستل شوی، چې په غوښتنه کې ټينګار ته وايي. ((اضغان)) د ((ضغن)) جمع ده، چې د سختې کينې په مانا ده.

* ځينو انسانانو پر دنيا دومره زړه بايللى وي، چې ان‏ که الله تعالی هم ترې څه وغواړي؛ نو زړه ته کينه اچوي.

 

پېغامونه:

١- د انسان ځانګړنې له الهي احکامو سره په مخامخېدو کې رابرسېرېږى. (إِن يَسْأَلْكُمُوهَا….. تَبْخَلُوا)

٢-پر دنيا زړه بايلل او کنجوسي رټل شوي دي. (إِن يَسْأَلْكُمُوهَا….. تَبْخَلُوا)

٣-الله تعالی انسان ته ملاماتی او ځورنده ‏حکم نه دى کړى. (فَيُحْفِكُمْ)

٤- د ملګري ملګرتيا، د سخاوت او کنجوسۍ پر مهال جوتېږي. (يُخْرِجْ أَضْغَانَكُمْ)

 

﴿۳۸﴾ ((هَاأَنتُمْ هَؤُلَاء تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنتُمُ الْفُقَرَاء وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ = هو! تاسې هماغه ډله ياست، چې د الله په لار كې لګښت ته بلل كېږئ؛ نو ځینې مو کنجوسي كوي او څوك چې کنجوسي وكړي؛ نو په حقيقت کې یې له ځان سره کنجوسي کړې ده او الله موړ دى او تاسې اړمن ياست او كه مخ واړوئ (نو الله) به مو پر ځاى نور خلک راولي، چې بيا به دوی ستاسې په څېر نه وي (او په خلاص مټ به د الله په لار کې لګښت کوي).

 

ټکي:

*پوښتنه: په تېرو دوو آيتونو کې يې وويل: (لَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ)، موږ ستاسې له ماله نه غواړو او په دې آيت کې یې خلک انفاق ته بللي او له خلکو څه غواړي؛ نو دا آيتونه څنګه يو له بل سره سمون خوري؟

ځواب: له ((لَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ)) مراد دادى، چې موږ ستاسې د لارښوونې او ايمان په بدل کې ‏درنه څه نه غواړو او يا د خپل ځان لپاره تاسې ته اړ نه يو؛ خو په دې آيت کې انفاق ته بلنه، ټولنيز عدالت، وحدت، دوستۍ رامنځته کېدو، تبعيض او کينو لرې کولو ته دى، پوړیز- طبقاني توپير د کېنې او غچ لاملېږي‏؛ نو انفاق ته بلل، د انسانانو د ژوند نظام ساتلو ته دى؛ نو الله تعالی وايي:

څوک چې کنجوسي کوي، پخپل تاوان يې دى او الله تعالی له هر اړخه غني دى او چاته اړ نه دى.

 په ښوونه او روزنه کې دې ځینو ‏پړاوونو ته پاملرنه وشي:

الف: مخاطب ته خبردارى ورکول (هَاأَنتُمْ)

ب: بلنه (تُدْعَوْنَ….)

ج:مخونه او استدلال (فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ)

 د: تکرار او پرېکندتوب (وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنتُمُ الْفُقَرَاء)

٧: غاړه خلاصول او ګواښ ‏(وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ..).

 

پېغامونه:

١-مخاطب دې په تبليغ کې خبرې اورېدو ته ‏حساس شي‏. (هَاأَنتُمْ…)

٢- چې له لاسه موکېږي، انفاق وکړئ، چې وارثان به مو دا کار و نه کړي. (لِتُنفِقُوا)

٣-الله تعالی انسان له اخلاص سره کار ته رابلي. (لِتُنفِقُوا فِي سَبېل اللَّهِ)

٤-خلک دې له نورو سره مرستې ته راوبلل شي؛ خو بايد ازاد پرېښوول شي، چې پخپله ګام اوچت کړي، (فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ).

٥-څوک چې کنجوسي کوي، فکر کوي نور يې له خپلې شتمنۍ بې برخې کړي؛ خو ‏خبر نه دى، چې ځان يې الهي درشل ته له ورنږدېدو بې برخې کړى دى. (فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ).

٦- کنجوسي د انسان په روحيې پورې تړاو لري او لازمه یې د شتمنۍ درلودل نه دي؛ ځکه داسې ډېر کسان شته، چې شتمني لري؛ خو کنجوس نه وي. (فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ) ‏

٧- انفاق ته ‏بلنه، د الله تعالی د اړينتوب نښه نه ده. (وَاللَّهُ الْغَنِيُّ).

٨- په تبليغ کې مخاطبين مه مغرورئ. (دْعَوْنَ لِتُنفِقُوا… وَأَنتُمُ الْفُقَرَاء) (انفاق ته په بلنه کې، د الله تعالی مړه خواتوب او د انسان فقر او اړمنتیا یاده کړئ)

٩- په تبليغ او بلنه کې د خلکو غوړه مالي ‏مه کوئ، چې د الهي احکامو کرامت وساتل شي. (تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا… وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ).

١٠-ستاسې په نه پلي کولو، د الهي احکامو کډه نه بارېږي. (إِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ).

١١-که تاريخ د عبرت زده کړه ده؛ نو راتلونکی ليد هم ګټور دی. (يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ).

١٢-له انفاقه لاس اخستل دومره خطرناک دي، چې کېداى شى ددې کار په پار الله تعالی د يوه ملت يا رژیم بېخ راوباسي. (إِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ..)

١٣-ښوونې او روزنې ته دې کله نا کله ‏‏ له زوره کار واخستل شي‏‏. (إِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ)

١٤-ځمکه به ‏کله هم له نېکانو ‏تشه ‏نشي. (يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ).

١٥-الله تعالی ته لاس پر سینه بندګان پکار دي، (قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ) (الهي دين خپل پايښت ته، هېچا او ډلې ته اړ نه دى).

والحمد لله رب العالمين

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآیتی

[1] (مجمع البیان تفسیر)

[2] مراغي تفسیر

[3] مخزن العرفان تفسیر

[4] (ابراهیم/۱۸)

[5] (کهف/۱۰۵)

[6] (نور/۳۹)

[7]. اطیب البیان تفسیر‏

[8] (نجم/۳)

[9] (مایده/۶۷)

[10] (حج/۳۹)

[11] (توبه/۳۶)

[12] (بقره/۱۹۳)

[13] (بقره/۱۹۳)

[14] (بقره/۱۹۳)

[15] (بقره/۱۵۲)

[16] (ابراهیم/۷)

[17] (بقره/۴۰)

[18] (نهج البلاغه ۱۳۸ خطبه)

[19] (حاقه/ ۵)

[20] (احقاف/۲۵‏)

[21] (نمل/ ۵۱)

[22] (انفال/۵۴)

[23] (کهف/۵۹)

[24] (بقره/۲۵۶)

[25] (نهج البلاغه ۴۵ لیک)

[26] (نجم/۲۹)

[27] (اعراف/۱۷۹)

[28] (فجر/ ۱۹)

[29] (غرر الحکم/ ۱۹)

[30] (قصص/ ۲۲)

[31] (شعراء/۱۱۶)

[32] (اعراف/۸۸)

[33] (شعراء/ ۲۹)

[34] (تفسیر نمونه)

[35] (مطففین/۲۸)

[36] (بحار ۸/ ۱۴۰)

[37] توبه/۷۲

[38] (تفسیر راهنما)

[39] (هدایت تفسیر)

[40] (تفسیر صافی)

[41] (د مجمع البیان تفسیر‏)

[42] (برهان تفسیر)

[43] (برهان تفسیر)

[44] (مجمع‏البيان، د فخررازى کبیر او الميزان تفسیرونه)

 

[45] (المیزان تفسیر)

 

[46] (بقره/۲۴۹)

[47] (احزاب/ ۱۳)

[48] (توبه/۸۲)

[49] (توبه/ ۴۹)

[50] (مائده/ ۵۲)

[51] نساء/۷۷)‏

[52] (د المیزان تفسیر)

[53] (فاطر/۶)

[54] (اعراف/ ۲۰۰‏) ‏

[55] (طه/۹۶)

[56] (تفسیر نمونه)

[57] (المیزان تفسیر)

[58] (نهج البلاغه ۲۶ حکمت)

[59] (برهان تفسیر)

 

[60] (١٦ آيت)

[61] (٢٠ م آيت)

[62] (٢٢ م آيت)

[63] (٢٦ م آيت)

[64] (٢٨ آيت)

[65] (٢٩ آيت)

[66] (اعراف/۷۵)

[67] (بقره / ۲۶۴)

[68] (حجرات/۲)

[69] (د مکارم اخلاق دعا)

[70] (کافي ۲/ ۳۰۶)

[71] زمر/۶۵

[72] (نساء / ۳۸)

[73] (نور الثقلین تفسیر)

[74] (زمر/۶۵)

[75] (حجرات/۱۷)

[76] (زمر/۵۳)

[77] (نساء/۴۸‏)

[78] (انفال/ ۶۱)

[79] (قلم/۹)

[80] (حدید/۴)

[81] (فرقان تفسیر)

[82] (عنکبوت/۶۹)

[83] (فخر رازي کبیر تفسیر)

 

[84] (الدخان/۳۸)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست