بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ مړینه پای ده که پیل څېړنه: اجرالدین اقبال د مرګ یادول.. 6 د مړينې منځپانګه. 7 مړينه د لمر پرېوتو غوندې ده. 23 مړينه د خوږ خوب په څېر ده. 28 ولې له مرګ وېرېږو؟. 31 مړينه پاى ده که پيل؟. 38 ١-مرګ پر فنا تعبېرېدل: 39 […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
مړینه پای ده که پیل
څېړنه:
اجرالدین اقبال
مړينه د لمر پرېوتو غوندې ده. 23
د مرګ یادول د الله تعالی لمانځنې زمینه ساز دی.. 63
د مرګ يادول هم بشر ته عجز او بېوسي وريادوي.. 65
«مرګ يادول» د دين يوه بنسټيزه ښوونه ده. 67
مرګ يادول د انسان فرعونيت ځپي. 68
د مرګ ياد په انسان کې د ډېر غوښتنې روحيه له منځه وړي.. 70
د مرګ پر وړاندې ډول ډول غبرګونونه. 74
په نوې نړۍ کې هڅه د مرګ تحقير، ناڅيزتوب يا حذفول دي.. 76
د مرګ د مقدروالي سمه څرګندونه. 76
«دیو پر دنیا ړوند و کوڼ عاشق دی؛ خو یو عشق بل عشق له منځه وړي». 95
د مرګ په اړه د اديانو رسالت… 95
د غزالي له نظره د مرګ په اړه د خلکو د غبرګونونو ډولونه. 99
غوره مړينه د تړاوونو اختياري پرېښوول دي.. 99
توبه تر مړينې وړاندې، د مرګ د تجربې يوه مرتبه ده. 100
ولې مرګ يادول هوښياري ده ؟. 103
د مرګ یادول
پالونکیه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) او آل یې درود ووایه او زړه مو له اوږدو هیلو تش کړه او هغه مو په چلن کې په رښتینولۍ لنډ کړه، چې تر یوه ساعت روسته د بل ساعت او تر یوې روزۍ روسته د بلې روزۍ او په یو بل پسې مو د ساه ګانو او ګامونو د دوام هیله و نه کړو.
خدایه! له هیلو او غروره مو پاک کړه او د هغې له شره مو وساتې او مرګ مو سترګو ته نصب العین کړه او له مرګه مو غافل نه کړې او د ښو کړنو د کولو توفیق راکړه، چې په هغې، د آخرت نړۍ او لقا دې ناوخته وګڼو او په پایله کې یې هڅې او حرص وکړو، چې ژر تر ژره دې لورنې ته درشو، چې مرګ مو د انس او الفت ځای شي او ورلېواله شو او د هغه خپلوان په څېر راته شي، چې ورسره یوځای کېدل یې خوند راکړي.
خدایه! چې کله دې مرګ راولېږه؛ نو د هغې د لیدو پرمهال مو پرې نېکمرغه کړه او چې څنګه راغی، ورسره مو مانوس کړه او د هغه په مېلمستیا مو بدمرغه نه کړې او په لیدو مو یې خوار او ذلیل نه کړې.
خدایه! مرګ راته، له بښنو ځنې دې یو ور او د لورنو ځنې دې یوه کونجي کړه. خدایه! په داسې حال مو مړه کړه، چې هدایت شوي یو، نه بېلارې. بندګي مو دې کړې وي، نه چې ډډه مو ترې کړې وي. توبه ګاران یو او نه سرغړاندي؛ او پر ګناه کولو ټینګار نه لرو . ای هغه خدایه، چې نېکچاریو ته د اجر ورکولو ضامن او د سرغړاندو د کړنو سمونکی یې[1].
د مړينې منځپانګه
مړينه څه ده؟ آيا مړينه پوپناهي ده او که بدلون او له يوه ځايه بل او له يوې نړۍ بلې ته تګ دى؟
دا هغه پوښتنه ده، چې تل د بشر په مغزو کې وه او ده او هر څوک غواړي ځان پرې وپوهوي او پر لاس ته راوړي ځواب ايمان راوړي.
موږ مسلمانان چې پر قرآن کريم ايمان لرو، ددې پوښتنې ځواب به له قرآن کريم څخه واخلو او ايمان به پرې راوړو، چې د مړينې منځپانګه يې په ځانګړي تعبير ویلې ده.
قرآن کريم دې چار ته د ((توفى)) کلمه کارولې ده. ((توفى)) او ((استيفاء)) دواړه له يوې مادې ((وفاء)) دي. څوک چې څه بشپړ، بې له کومې نيمګړتيا لاس ته راوړي؛ نو په اصطلاح کې ((استيفاء)) يې کړي؛ نو په عربي کې ورته د ((توفى)) کلمه کارولى شي.
((توفيت المال))؛ يعنې ټول مال يې لاس ته راوړ. د قرآن کريم په څوارلسو آيتونو کې مړينې ته دا تعبير کارول شوى، چې ترې را په ګوتو کېږي، چې د قرآن کريم له نظره مړينه؛ لاس ته راوړل (تحويل) دی؛ يعنې انسان چې مړ شي، له ټول واقعيت او شخصيت سره الهي مامورانو ته سپارل کېږي او هغوى هم انسان لاس ته راوړي. د قرآن کريم له دې خبرې لاندې مطالب را په ګوتو کېږي:
الف – مړينه پوپنا کېدل نه دي؛ بلکې له يوې نړۍ بلې ته تګ دى، چې انسان پکې په بله بڼه ژوند کوي.
ب – د انسان رښتونی شخصيت بدن او غړي يې نه دي؛ ځکه بلې نړۍ ته د لېږد وړ نه دي او د وخت په تېرېدو په همدې نړۍ کې له منځه ځي. څه چې د انسان رښتونی شخصيت دى؛ په قرآن کريم کې ورته ((نفس)) او احياناً ((روح)) ويل کېږي.
ج – روح چې د انسان رښتونی شخصيت دى او د انسان تلپاتېتوب د روح تلپاتېتوب دى او د مرتبې له پلوه له مادياتو لوړ دى.
قرآن کريم په ځينو آيتونو کې دې مطلب ته اشاره کوي، چې په انسان کې داسې حقيقت دى، چې تر اوبو او خټې اوچت دى، وايي:
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ[2]
ژباړه: نو چې كله مې جوړ کړ او له خپل (ښكلي او ستر) روح نه مې په هغه كې پو كړ؛ نو تاسې ټول ورته سجده کوونکي پرېوځئ.
روح، نفس او تلپاتېتوب يې د اسلامي پوهاوي بنسټيزه خبره ده.
هغه آيتونه چې تر مړينې روسته پر ژوند رڼا اچوي، راښيي چې قرآن کريم، روح له بدنه خپلواک واقعيت ګڼي، چې بدن له منځه ځي؛ خو روح نه ځي.
ځينې ګومان کوي، د روح او نفس خبره نشته او انسان په مړينه له منځه ځي؛ يعنې تر مړينې روسته شعور او ادراک له لاسه ورکوي او کړخت هم نشته څو “لوى قيامت” راشي او انسان بيا را ژوندى شي او انسان يواځې د قيامت پرمهال بيا را ژوندى کېږي او بس.
خو د قرآن کريم آيتونه پورته څرګندونه په کلکه ردوي او وايي چې تر مړينې سملاسي روسته ژوند شته.
دا ډله ګومان کوي، پر روح د ګروهنو دليل د اسراء سورت پينځه اتيايم آيت دى چې: ((قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي)) او وايي په قرآن کريم کې څو ځل د روح نوم راغلى؛ خو مطلب ترې بل څه دى؛ خو دا آيت هم همغه مانا اوڅاروي چې په دې آيتونو کې ده.
دا ډله نه پوهېږي، دا آيت د روح د ګروهنو دليل نه دى؛ بلکې شل نورو آيتونه دي، چې په ځينو کې روح په مطلق ډول او په ځينو کې په مقيد ډول [روحنا، روح القدس، روحى، روحاً، من اً مرنااو…. ] راغلى او دا ټول آيتونه راښيي، چې د انسان روح يو غير مادي واقعيت لري.[3]
نه يواځې قرآن کريم د روح اصالت ویلی؛ بلکې معتبرو حديثونو هم ددې خبرې پخلى کړى او حقيقت خو دادى چې له روح څخه انکار له غربي مادي پالنې سرچينه اخلي، چې په خواشينۍ ځينو د قرآن کريم ساده پلويانو هم منلى دى.
اوس به له هغو څوارلسو آيتونو درې آيته د بېلګې په توګه راوړو، چې پکې د ((توفى)) کلمه راوړل شوې او تر مړينې سملاسي روسته ژوند راښيي:
إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا[4]
ژباړه: (( په واقع کې هغوى چې پر خپلو ځانو ظلم كړى و(د روح قبضولو) پرښتو ورته د ساه اخستو پرمهال وويل: ((تاسې په څه حال كې وئ.)) ( او سره له دې چې مسلمانان وئ؛ خو د كفارو په ليكه كې وئ)؟ هغوى ځواب وركړ: ((موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [=پرښتو] وويل: ((ايا د الله تعالی ځمكه پراخه نه وه؛ چې هجرت مو پکې كړى واى؟)) هغوى (څه عذر نه درلود او ) استوګنځى يې دوزخ دى چې دا (دوزخ) د ورتلو ناكاره ځاى دى.))
دا آيت د هغه خلکو په باب دى، چې په ناوړه چاپېريال کې ژوند کوي، چې نور يې د خپلو ځاني غوښتنو له مخې په ځان پسې را کاږي او دوى د خپل چاپېريال د پېښو لارويان دي او دا خبره يې ځان ته عذر کړې، چې چاپېريال ناوړه دى او زموږ له لاسه څه نه کېږي او ددې پر ځاى چې چاپېريال بدل کړي، په همغه ناوړه او چټل چاپېريال کې په ناوړه چارو کې ډوب شوي؛ نو چې مړه شي او پرښتې ترې روح باسي او ورسره په خبرو شي او پلمه يې بې بنسټه وګڼي؛ ځکه هغه کار (هجرت او بل چاپېريال ته کډه) يې و نه کړ چې له لاسه يې کېده؛ نو پرښتې يې په دې پوهوي، چې تاسې د خپلو ګناهونو پازوال ياست.
ګورو چې په دې آيت کې مړينه ( چې په ظاهره له منځه تلل او پوپنا کېدل دي) په توفى؛ يعنې په اخستنه او تحويل تعبير شوې.
دا آيت پردې سربېره چې مړينه يې پر ((توفى)) تعبير کړې، تر مړينې سملاسي روسته د انسان او پرښتو ترمنځ خبرو اترو او مرکې ته هم اشاره کوي او دا خو ښکار ده، چې که د انسان، شعور او ادراک تر مړينې يې روسته پوپنا کېده؛ نو دا مرکې به نه واى.
دا آيت وايي: انسان چې مړ شي؛ نو په نورو سترګو، غوږونو او ژبو له پرښتو سره خبرې اترې کوي.
٢-وَقَالُوا أَئِذَا ضَلَلْنَا فِي الْأَرْضِ أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ بَلْ هُم بِلِقَاء رَبِّهِمْ كَافِرُونَ.[5]
ژباړه: هغوى وايي: ((ايا چې كله موږ (مړه او) په ځمكه كې ورك شو؛ نو ايا (بيا) به له سره نوي پيدا شو؟))؛ بلكې هغوی له خپل پالونكي سره له مخامخېدو منكر دي (او له معاد ( د ستنېدو ورځ) په منكرېدو سره غواړي، پخپل سر خپلو مزو چړچو ته دوام وركړي).
قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ[6]
ووايه: (( پر تاسې چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ، ستاسې (روح) اخلي، بيا به د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ.))
دې آيت د معاد د منکرانو يوې شبهې ته ځواب ورکړی، چې وايي: تر مړينې روسته زموږ هر ذره پوپنا او شيندل کېږي؛ نو څرنګه کېداى شي بيا را ژوندي شو؟
قرآن کريم په دې آيت کې مخالفينو ته وايي دا شبهې يواځې پلمې دي، چې د ځېل له کبله يې کوئ او ستاسې رښتونی شخصيت هغه نه دى چې فکر کوئ او پکې ورک شوي ياست؛ بلکې پرښتې ستاسې ټول شخصيت او واقعيت اخلي.
همداسې شبهې چې پکې د بدن د غړيو د شيندل کېدو او ورکېدو خبره شوې، د قرآن کريم په نورو آيتونو کې راغلي او بل ځواب ورکړ شوى او هغه داچې دا ورکېدل، ستا له نظره ورکېدل دي او بشر نشي کولاى، دا ذرې راټولې کړي؛ خو دا کار الله تعالی ته اسان دى چې واک او علم يې نامتناهي دى.
په دې آيتونو کې د منکرانو خبره نېغ په نېغه د بدن د غړيو په هکله ده، چې څرنګه او له کومه به را ټولېږي؟
خو دلته بل شان ځواب ورکول شوى؛ ځکه دلته يواځې دا خبره نه ده، چې د بدن غړي هر يو شيندل کېږي او ورکېږي؛ بلکې وايي: د بدن د غړيو په ورکېدو موږ هم ورکېږو؛ يعنې وايي: د بدن د غړيو په خورېدو به زموږ رښتونی شخصيت هم پوپنا شي؛ خو قرآن کريم ځواب ورکوي، چې ستاسې د تصور پرخلاف، رښتونی شخصيت به مو کله هم ورک نشي او له همغه پيله زموږ پرښتو ته ورکول کېږي.
دا آيت تر مړينې روسته د بدن د غړيو پر له منځه تګ او د روح پر بقا او پايښت ټينګار کوي.
٣- اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ[7].
(( الله تعالی ساګانې د هغوى د مړينې په وخت كې پوره اخلي او (همداراز) هغه (ساه هم اخلي) چې په خپل خوب كې مړ شوي نه وي؛ نو پر چا چې د مرګ پرېكړه شوې وي، ساه يې ساتي او د نورو (چې بايد ژوندي پاتې شي) تر يو ټاكلې وخته بېرته لېږي، بېشكه په دې كې هغو ته (د الله تعالی د ځواک) هرومرو څرګندې نښې دي، چې غور او فكر كوي.))
دا آيت د خوب او مړينې او په ترڅ کې د ويښتيا او اخروي ژوند ورته والى راښيي. خوب کوشنۍ مړينه ده او مړينه غټ خوب دى او په دواړو پړاوونو کې د انسان روح له يوه ځايه بل ته ځي؛ خو په دومره توپير، چې په خوب کې د انسان پام نه وي او چې راپاڅي؛ نه پوهېږي چې په حقيقت کې له سفره راستون شوى؛ خو په مړينه کې هر څه ورڅرګندېږي.
ددې درېیو آيتونو له نچوړه پوهېداى شو، چې مړينه د قرآن کريم له نظره پوپنا کېدل او له منځه تګ نه دى؛ بلکې له يو حالته بل حالت ته تګ دى او همداسې د قرآن کريم له نظره، د خوب پر منځپانګه هم پوه شو، چې خوب که څه د جسم او ظاهر له نظره د طبيعي ځواکونو پر ټپه ولاړېدل دي؛ خو د روح له نظره، خپل باطن او ملکوت ته ستنېدل او تېښته ده.
موږ ډېرى له مړينې وېرېږو. یوازې د مرګ کلمه هم کېداى شي راته وېروونکي وي. څوک چې ننګېري تلپاتي ژوند ته نه دى رسېدلى؛ نو له مړينې به وېرېږي او دا حس به يې له ناپېژندل شوي څيز[مړينې] څخه وېره لاپسې زياته کړي.
له مرګ د وېرې بل دليل دا دى چې په فيزيکي ژوند کې خنډ رامنځ ته کوي او کوم څيزونه چې پر انسان ګران وي، بېلتون یې ورسره رامنځ ته کوي؛ نوځکه مړینه د راتلوونکي په هکله يو ډول “ناډاډ منتيا” رامنځ ته کوي.
په هرحال دا وېره بايد له منځه يوسو.
مړینه حتمي ده؛ هرڅوک به يوه ورځ مړ کېږي، يوه ورځ راغلي يو او يو ورځ به بېرته ځو.
مړینه د فيزيکي ژوند له بدلونو، ډار او جنجالونو خلاصون دى او هره شېبه ورنږدې کېږو.
مړینه راباندې راتلوونکې ده؛ نو بايد په اړه يې ځان خبر کړو.
آيا مړینه د هر څه پاى ده؟ آيا د فيزيکي بدن د ژوند پر پاى ته رسېدو به ژوند هم پاى ته ورسي؟ تر مړينې روسته به پر موږ څه پېښېږي؟ تر مړينې روسته به چېرې ځو؟ څه به کوو؟ جنت اودوزخ څه دي؟
ددې او نورو پوښتنو ځوابونه به په دې کتاب کې ومومئ.
مړینه د انسان ملګرې ده؛ يوه انجلۍ وايي: مور مې د مرګ پرمهال ناڅاپي سترګې خلاصې کړې، را ته يې ليدل، و يې ويل: (( اوس د ستر څښتن په غېږ کې يم او دا څومره ښه دي. )) مور دا خبرې په داسې حال کې کولې، چې په رڼا کې پټه وه. انجلۍ وويل: مور مې چې راليدل، رڼا يې ماته هم راغله، و مې ويل: مورې! آيا ستر څښتن وينې؟ مور وويل: هو! مخامخ دى او څومره غوره دى.
څه غوره دي؟
دلته د بېلابېلو پوړيو په ملېونونو کسان شته؛ دلته رڼاده… رڼا په هر ځاى کې ده؛ ستره رڼا ده! نورو ته د ستر څښتن د جلال او پرتم په هکله ووايه…
نجلۍ وويل: (( دا روستۍ خبرې وې ، چې مور مې وکړې، سترګې يې پټې کړې؛ خو له شونډو يې خندا لرې نشوه )).
دا له بې شمېره بېلګو يوه بېلګه وه او جوتوي چې مړینه بې درده او هېښنده حالت دى. هرڅه د ستر څښتن په خوښه کېږي ، ان مړینه هم.
ستر څښتن موږ هر يو ته ارزښت راکوي او مينه راسره کوي؛ څه چې پر موږ پېښېږي، زموږ وده او بشپړتيا پکې نغښتې ده.
د انسان تر مړينې روسته پړاوونه او حالات يې په ټوليزه توګه د ژوند د روستيو شېبو د اندونو پر بنسټ ټاکل کېږي، چې دا اند يې هم په ژوند کې د کړنو او اند د څرنګوالي پربنسټ جوړېږي؛ په روستيو شېبو کې د ژوند لاسبري اندونه پرې راټولېږې او د انسان پام ځان ته را اړوي؛ دا اندونه، انسان پخپله جوړ کړي او پر ” تقدير” ، ” ژوند” او تر مړينې روسته پر ژوند به يې هم واکمن وي؛ نو اړينه ده، انسان په روستيو شېبو کې هم د ستر څښتن په هکله فکر وکړي او دا چار هله کېدونی دی چې انسان په ټول ژوند کې د ستر څښتن په هکله فکر کړى وي او د ستر څښتن پر لار تللى وي؛ نو په دې توګه يې الهي اندونه په ” آګاهۍ ” او” ځانخبرۍ ” کې اغږل کېږي او د ژوند په روستيو شېبو کې هم کړاى شي، الهي فکر ولري.
د انسان د عمر ورځې، په چټکۍ تېرېږي؛ نو اړينه ده، له خوب او خياله راويښ شي او د خپل وجود تلپاتې ځواک وپېژني.
په دې کتاب کې د ” جي پى واسواني ” ويناوې راټولې شوي، چې د “هندوستان” د “پونه” ښار په ” سادواسواني” پوهنتون کې يې کړي دي. په دې خبرو کې د څرنګه ژوند کولو او تر مړينې مخکې رڼا او اشراق ته د رسېدو لپاره عملي وړانديزونه شوي دي.
دا کتاب د مړينې په اړه ارزښتمن معلومات راوړاندې کوي او ډېرې پوښتنې او ناسمې پوهېدنې سولیزې- منطقي ځوابوي.
د مړينې ځینې حالتونه چې پوهانو څېړلي، هم راخستل شوي دي.
د ليکوال خبرې له عقل او الهامه ډکې دي او په پايله کې د ژوند تر ټولو سختې يوښتنې؛ يعنې مړينې ته ځواب وايي.
مړينه؛ د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې
د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې د مړينې لپاره ښکلي تعبيرونه راغلي، چې څو ته یې اشاره کوو:
د الله تعالی استازى وايي: له دنيا د مؤمنو انسانانو تګ، د مور له ګېډې، د ماشوم د راوتو په څېر، له تيارو، تنګسو او دباوونو رڼا ته راوتل دي.[8]
حضرت امام حسين وپوښتل شو: مړينه څه ده؟ و يې وويل: مړينه هغه ستره خوشحالي ده، چې مؤمن يې تجربه کوي.
امام حسين وايي: مړينه هغه پُل دى، چې له سختيو او سرګردانيو مو هوساېنې او الهي پېرزو ته رسوي؛ لکه څنګه چې د الله تعالی دښمنانو ته له ماڼۍ نه بند ته تګ دى[9].
امام سجاد وايي: ايمانوالو ته مړينه داسې وي؛ لکه چې چټلې جامې وباسي او بېرته پاکې، په زړه پورې او خوشبويه جامې واغوندي او له قيدونو، دردونو او بندونو خلاصون ومومي. بيا امام خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکوي: او همدا مړينه؛ کافرانو ته داسې ده؛ لکه چې ویاړنې جامې کاږي او چټلې جامې اغوندي او له هوسا کوره يې وباسي او وېرونکي کور ته وړل کېږي.[10]
امام محمد باقر وايي: مړينه هماغه مينه ده، چې هر شپه يې تجربه کوو؛ خو په دومره توپير، چې مهال يې اوږد دى[11].
البته د امام سپېڅلی نظر، د مړينې او برزخ چار دی.
امام جعفر صادق وايي: مړينه مؤمنو انسانانو ته تر ټولو غوره د ښه بويونو بويول او کافرانو ته د مارانو او لړمانو د چيچلو په څېر دي. [12]
په بل روايت کې لولو: مړينه د مؤمن لپاره درمل دى.
په بل روايت کې دي، چې مړينه د مؤمن انسان لپاره حمام ته د تګ په څېر وي، که څه، لږ زحمت لري؛ خو د پاکۍ او د بدن د سپکتيا لامل دى.
رسول اکرم وويل: زما په نظر خو مړينه، د يو يخ او خوږ شربت په څېر ده، چې انسان يې په سوځنده ګرمۍ کې څښل غواړي[13].
مړينه د لمر پرېوتو غوندې ده
لمر چې په يو ځاى كې پرېوځي، په بل ځای كې راخېژي يا په بله وينا: لمر هېڅ وخت نه لوېږي؛ په همدې توګه، مړینه هم يو ډول ظاهري وهم دى. څه ته چې په دې نړۍ كې مړینه وايي، په بلې نړۍ كې نوې ” زيږېدنه” ده؛ ځكه ژوند پاى نه لري.
آيا تر اوسه مو ځان پوښتلی: دا نړۍ او دا ځمكه چې ګرځم پرې، څه دى؟ دې پوښتنې ته ډول ډول ځوابونه وركړاى شوي دي. يو مهم ځواب يې دادى چې وايي: نړۍ (( مسافر تون)) يا دمه ځى دى؛ موږ ټول مسافر یو او دلته د لنډې مودې لپاره يو؛ ځينې ډېر اوږده عمرونه هم په پاى كې لنډ بلل كېږي، کېداى شي سل كاله ژوند وكړي؛ خو يوه ورځ به له خپلې مېرمنې، اولاد، دوستانو، خپلوانو، قوم، شتمنيو او څه يې چې په ډېر زيار او زحمت ترلاسه كړي، وداع ورسره وكړي او له دنيا به سترګې پټې كړي.
هو! انسان په دې نړۍ كې مسافر دى.
ويل كېږي “ابراهيم” چې د “بلخ” پاچا و، د دنيا ټول نعمتونه، شته او واك يې درلودل او له هر ډول خوندونو برخمن و؛ خو زړه يې خوشحاله نه و او تل يې دا ننګېرل چې له دننه تش دى؛ اروا يې د داسې څه په لټه كې وه، چې پخپله هم پرې نه پوهېده؛ يوه ورځ يې دربار ته يو سړى راننوت، سملاسي يې خپل څادر وغوړو او پرې ويده شو، پاچا دا چلن يو ډول سپكاوی وګڼه او ورته يې وويل: څه ګڼې؟ دا دربار دى او كه بل څه؟ سړي وويل: زما په ګروهه ستا ماڼۍ او دربار مسافرځى دى. پاچا وويل: له مسافرځي دې مطلب څه دى؟ سړي وویل: پاچا صيب! مه غوسه كېږئ؛ خو پوښتنه مې سمه ځواب كړه! څوک تر تاسې مخكې په دې ماڼۍ كې اوسېده؟ پاچا وويل: تر ما مخكې زما پلار دلته ژوند كاوه. سړي وويل: اوس دې پلار چېرې دى؟ پاچا وويل: مړ شوى دى. سړي: تر پلار مخكې دې دلته څوك اوسېده؟ پاچا: نيكه مې. سړی: نيكه دې اوس چېرې دى؟ پاچا: هغه هم مړ شوى. سړي: تر نيكه مخكې دې دلته څوك اوسېدل؟ پاچا: پلار يې دلته اوسېده. سړی: اوس چېرې دى؟ پاچا: هغه هم مړ شوى دى. سړی: نو بېشكه دا ماڼۍ يوه ((مسافر تون)) دى؛ ځكه خلك راځي، د څه مودې لپاره پكې اوسي او بيا ځي؛ پاچا صيب! يوه ورځ به تاسې هم دا ځاى پرېږدئ.
سړى ناڅاپه ووت؛ خو خبرې يې د پاچا پر زړه كېناستې او له ځان سره يې وويل: دا ماڼۍ نه؛ بلكې مسافرخونه ده، ټوله نړۍ ((مسافر تون)) دى؛ ډېری هره ورځ دې نړۍ ته راځي او ډېرې ترې هره ورځ درومي؛ دا ځمكه مو كور نه دى؛ نو رښتينى او حقيقي كور مو چېرې دى؟ له كوم ځايه او د كومې موخې لپاره د ځمكې سيارې ته راغلي يو؟ افسوس چې موخه را نه هېره شوې او د خوند، واك او شتمنيو په سيوري پسې ګرځوو.
دا ټول اندونه د پاچا په ذهن كې تلل راتلل او تر نيمو شپو به ويښ ناست و او له ځانه يې پوښتل: نړۍ ته مې د راتلو موخه څه ده؟ ولې دلته يم؟ كور مې چېرې دى؟
يوه شپه يې ناڅاپه غږ واورېد: پاچا! كه ددې پوښتنو ځوابونه غواړې؛ نو پرېږده! هر څه پرېږده! پاچا ماڼۍ، تخت او تاج پرېښود؛ د “بودا” په څېر يې د پاچاهۍ چپنه وويسته او د ملنګۍ جامې يې واغوستې؛ له يوه ځايه بل ځاى ته ولاړ او تل يې ځان پوښته: د ژوند مانا څه ده؟ مړينه څه ده؟
ويل كېږي، چې پاچا “هند” ته راغى او كلونه يې له يو روحاني سره تېر كړل.
د پاچا د تخت و تاج د پرېښودو اریزه موخه دا نه وه، چې “مرتاض” شي؛ بلكې راوېښېدل يې له دې مفكورې پېل شو، چې نړۍ ((مسافر تون)) دى.
موږ دلته مسافر يو او د لنډې مودې لپاره اوسو؛ څرنګه چې يوه ورځ دې نړۍ ته راغلي وو، يوه ورځ به ترې ولاړ شو.
“فريد” چې د “مولتان” له سپېڅليو ځنې و، يوه قصيده ويلې، چې په ډېرو كورونو كې ويل كېږي: فريده! پلار او مشر رور دې ولاړل، ستا وار هم رانږدې دى، ستا اولاد هم بايد يوه ورځ ولاړ شي. څوك هم تل دلته ژوند نه كوي او څوك هم نشي كړاى تل پر ځمكه پاتې شي.
له دې نړۍ ((تګ)) ته ((مړينه)) او ((راتګ)) ته يې ((زيږېدنه)) وايي .
مړینه يو طبيعي چار دى، هر څوك چې دې نړۍ ته راځي، يوه ورځ به ترې ولاړ هم شي؛ نو ولې له مړينې وېرېږو؟
مړينه د خوږ خوب په څېر ده
يوې خور راته وويل: د مړينې په هكله چې فكر كوم؛ نو له وېرې مې ټول وجود لړزېږي. ډېر خلك له مړينې وېرېږي او څه چې له تاسې غواړم، دا دي: له مړينې مه وېرېږئ؛ مړينه يو طبيعي چار دى او پردې سربېره، يو ډول خوښوونكې ازمېينه هم ده او د ويدېدو په څېر ده؛ د ټولو ازمېينو په پرتله، خوب ډېر خوږ دى؛ تر خوب بل خوږ څيز نشته.
تينسن وايي: خوب د مړينې غبرګونى رور دى؛ نو ولې له مړینې وېرېږو؟ له هغو پېغامونو چې له ” اختري نړۍ” ( غېر مادي نړۍ) لاس ته راغلي، ويل شوي، چې مړینه په بشپړ توګه بې درده ده. شونې ده، انسان تر مړينې مخکې سخت رنځور وي او خورا بدناني دردونه يې تېر كړي وي؛ خو تر مړينې څو شېبې مخكې يې ټول دردونه له منځه ځي او پر هغه مهال په زړه پورې او خوښوونكى حس رامنځ ته كېږي؛ همداراز راته ويل شوي: تر مړينې روسته څوك چې څرنګه و، هماغسې پاتېږي، په ځانګړنو، اندونو، ننګېرنو، غوښتنو او یادیزو كې يې هېڅ ډول بدلون نه راځي.
ويل كېږي چې: انسان د مړينې په لړ كې داسې مثال لري؛ لكه مار چې پوټكی اچوي، خپل فزيكي قالب او پوښ پرېږدي؛ ماران پوټكي اچوي او په نوي پوټكي كې ژوند ته دوام وركوي. مار هماغه دى؛ خو یوازې پوټكی اچوي او اوس نوى پوټكی لري او په دقيق توګه، دا لړۍ د ټولو په مړینه كې منځ ته راځي؛ انسان خپل فزيكي پوټكى؛ يعنې بدن پرېږدي.
موږ يو بدن نه؛ بلكې ډېر بدنونه لرو. د بېلګې په توګه: موږ يو کميس اغوستی، ورباندې يو بنيان اغوندو او په ژمي كې ورسره څادر هم اغوندو؛ خو كله چې څادر لرې کړو، څادر راسره نشته؛ خو بنيان مو پر تن دى، چې په مړینه كې هم دا څېر وي. انسان له خپل څادر يا توکیز بدنه راوځي او په اختري بدن (غېر مادي بدن) كې ننوځي؛ خو انسان هماغه دى؛ لكه چې انسان نورې جامې واغوندي.
انسان نه مري؛ بلكې له خپل توکیز بدنه وځي. ويلاى شو چې: مادي بدن مړ شوى؛ خو خپله وګړى نه دى مړ. انسان نه مري او مړ كېدای هم نشي؛ كله چې يو وګړى خپل مادي بدن پرېږدي؛ ويني چې خپل دوستان او خپلوان يې په وير ژاړي؛ هغه غواړي ووايي: مړ نه يم او ستاسو په څېر ژوندی يم. ورنږدې كېږي او په غوږ كې ورته وايي: تاسې ولې انګېرئ چې مړ يم؟ دا يم او ستاسې په څېر ژوندى يم.
غواړي ډاډ وركړي؛ خو داچې نور توکیز بدن نه لري؛ ژوندي كسان يې درك کولای نشي. په څو شېبو كې په دې پوهېږي، چې ژوندي كسان چې مادي بدن لري، ددې لاسونه چې له اخترې بدنه دي، نشي حسولای.
څوك چې مړ شي؛ نو ورته وايم: مه ژاړئ! اوښكې مه تويوئ! په تللي پسې مه خپه كېږئ؛ ځكه هغه مړ نه؛ بلكې ژوندى دى او په بې ((مړينې ژوند)) كې اوسي.
تاسې چې په مړي پسې ژاړئ، وير او ماتم كوئ؛ هغه ډېر ځورېږي. څومره چې ډېر ژاړو، نور هم بندي كېږي او مخكې نشي تلاى. ور پورې نښتل ښه كار نه دى، بايد پرېږدو يې چې د ستر څښتن پر لور په سفر كې مخكې ولاړ شي. په دعاوو كې يې ياد كړو او په نوم يې د نورو چوپړ وكړو چې دا كارونه يې د هغوى د سفر د مبارکۍ لامل ګرځي.
انسان چې ومري؛ نو سملاسي خپل شاوخوا ته ګوري او ويني، چې فزيكي بدن يې پروت دى او خپل خپلوان يې ترې راټول دي، لږ څه توپير ته يې پام كېږي او هغه داچې درد او ستړیا نه ننګېري؛ ځكه اختري بدن درد او ستړیا نه ننګېري او خوب ته هم اړتيا نه لري.
په مړینه كې اروا له توکیز بدنه وځي او په اختري بدن (غير مادي) كې خپل ژوند ته دوام وركوي؛ خو د نورو اړخونو له اړخه به هماغه شان وي؛ اندونه، ننګېرنې، غوښتنې او یادیزې به يې د پخوا په شان وي. بې له توکیز بدنه، په ټولو اړخونو كې به هماغه پخوانى انسان وي.
ولې له مرګ وېرېږو؟
غواړم د مړينې د ماهيت په اړه څه ووايم، ((بېكن)) وايي: لكه څرنګه چې ماشومان له تپې تياې وېرېږي، خلك هم په همدې څېر له مړينې وېرېږي. موږ په آر كې له ناپېژندل شويو څيزونو وېرېږو؛ ځكه نه پوهېږو، د مړينې پرمهال به څه پېښېږي. نه پوهېږو مړینه چې رانږدې شي؛ موږ به په څرنګه حالت کې يو؟ د مړينې پرښته تل د ناوړه او شيطان په بڼه ښوول شوې ده. هر څوك غواړي، په دې پوه شي، چې تر مړينې روسته به څه راسره كېږئ؛ خو څوك هم مړينې ته غاړه نه ږدي. ټول غواړو له مړينې ځان وژغورو. کوم كسان چې0 خوشاله دي، مړینه نه غواړي او ان هغوى چې خپه او غمځپلي هم دي او همداراز هغوى هم له مړينې كركه كوي چې له كړاوونو ډك ژوند لري.
څو كاله وړاندې يوه مېرمن راغله، چې په نادرمله رنځورۍ اخته وه؛ روڼو او ټبر يې له كوره شړلې وه. د پالنې يې هم څوك نه درلودل، په ژړا يې راته د خپل ژوند د كړاوونو كيسې وكړې، و يې ويل: ښه به وي مړه شوې واى! زه هېڅ هيله نه لرم، چې ژوندۍ پاتې شم. ما وویل: مورې! آيا په رښتيا مړینه غواړې؟ و يې ويل: هو! كه مړینه راشي؛ نو تود هركلى به يې وكړم. د ازمېښت لپاره مې ورته بې ضرره پوډر وركړل، چې دا وخوره او كه ستر څښتن غوښتل، په څو شېبو كې به مړه شې او له ټولو كړاوونو به خلاصه شې. څه فكر كوئ څه ځواب يې راكړ؟ كېداى شي ناڅاپي مړينې وېرولې وي، پوډرو ته يې لاس هم ور نه وړ ، و يې ويل: خورا مهم كارونه لرم، لومړی به هغه كړم، بيا به راشم او دا پوډر به وخورم. دا مېرمن بيا راښكاره نشوه.
ټول له مړينې تښتي او ترې وېرېږي؛ خو مړینه څه څيز دى؟ وايي: يو سړى له مړينې ډېر وېرېده، مړینه يې چې رانږدې شوه؛ نو خپل زوړ كور ته ولاړ چې په كلونو پکې اوسېدلى و، اولادونه يې پكې لوى كړي ول، هلته چې ولاړ؛ نو څه هم پكې نه و پاتې. چوپړیال يې وویل: نوى كور له دې ځايه ډېر ښه دى. راځئ له دې ځايه ولاړ شو. د چوپړیال خبرې د سړي پر زړه کېناستې، له ځان سره يې وويل: ستر څښتن راته تردې ښکلی كور چمتو كړى دى.
مړینه یوازې له زوړ كوره، نوي كور ته تلل دي. سړى چې کله په دې حقيقت وپوهېده؛ نو له مړينې يې وېره لرې شوه.
هو! مړینه له يوه كوره بل كور ته تګ دى.
((شري راماكرشناپاراما هانزا)) چې ومړ، نو ماندينې يې ((شري سارادامانى)) [چې په خپلو لارويانو كې خورا شهرت لري] له ځان سره وويل: خاوند مې ومړ او زه كونډه شوم، نور خپل بنګړي باسم او دا بنګړي يې له كوشنيوالې پر لاسونو وو. را ويستل يې لږ ګران وو؛ نو د ماتولو هڅه يې وكړه. پر همدې مهال يې د(( راماكرشنا)) غږ واورېد، چې پرون شپه مړ شوى و، و يې ليدل چې ((راماكرشنا)) ورته مخې ته ولاړ دى، و يې ويل: سارادا! سارادا! دا څه كوې؟ زه مړ نه يم! یوازې له يوې خونې بلې خونې ته تللی يم.
نو ددې روحاني په وينا، مړینه یوازې له يوې خونې بلې خونې ته تګ دى؛ نو ولې بايد له مړينې وېرېږو؟
موږ نه مرو؛ بلكې یوازې خپل فزيكي بدن پرېږدو او له يوې خونې بلې ته ځو، چې تر لومړنۍ خونې خورا روښانه ده.
له مړينې وېره ډول ډول دليلونه لري، چې د بېلګې په رواړو به، هر يو ته اشاره وکړو:
د اسلام له نظره، دنيا د تېرېدو ځاى دى او انسان تېرېدونى او د دنيا مال يې وزله او اوزار دي او له مړينې وېره ددې مثال لري؛ لکه يو موټر چلونکى، چې په بېلابېلو شرايطو کې ووېرېږي:
١_ چلونکى وېرېږي، چې ويني موټر يې په اوخوتو دى او له منځه به ولاړ شي. هغوى چې پر معاد ايمان نه لري او مړينه له منځه تلل ګڼي؛ نو له مړينې هم وېرېږي.
٢_چلونکى، چې په ډېرو سختيو يې موټر اخستى وي او ورسره خورا مينه هم لري؛ نو له دې وېرېږي، چې څوک ترې دا موټر وانخلي او له خپل موټره، د بېلېدو تصور يې زوروي او داسې خيال کوي، چې بې له دې موټره، بل هېڅه هم غوره نشته.
هغوى چې له دنيا سره مينه لري؛ نو له دې دنيا د بېلېدو تصور ورته خورا کړونکى دى؛ خو که انسان په دنيا کې زاهد وي او پر دنيا يې زړه نه وي بايللى؛ نو له دنيا ورته بېلېدل هم ستونزمن نه دي.
يو سړي رسول اکرم وپوښتنه: ولې له مړينې وېرېږو؟
د الله تعالی استازي وويل: آيا شتمني لرې؟
سړي وويل: هو!
پېغمبراکرم وويل: آيا له شتمنۍ دې څه د الله تعالی په لار کې ورکړې ده؟
سړي وويل: نه!
د الله تعالی استازي وويل:؛ نوځکه له مړينې وېرېږى.
همدې ته ورته پوښتنه هم يو سړي له امام حسين نه وکړه، چې امام ورته ځواب ورکړ: خپلې دنيا جوړولو ته مو ټولې هڅې کړي؛ خو اخرت جوړولو ته مو هېڅ هم نه دي کړي؛ ځکه له مړينې وېرېږئ، چې له ښه ځايه بد ځاى ته ولاړ نشئ.[14]
٣_کله خو د چلونکي وېره ځکه وي، چې لار نه پېژني او د لارې نه پېژندل يې زوروي.
يوه ورځ امام هادي، د خپل يو رنځور يار پوښتنې ته ولاړ، و يې ليدل، چې هغه سړى له مړينې د وېرې له لامله ژاړي. امام هادي ورته وويل: ته له مړينې ځکه وېرېږى، چې نه يې پېژنې. (٨٢)
٤_ کله چلونکى له دې څخه نه وېرېږي، چې موټر به له لاسه ورکړي او يا داچې لار نه پېژني؛ بلکې وېرېږي، چې لار اوږده ده او تېل ورسره لږ دي او يا داچې موټر يې دومره غښتلى نه دى.
د اخرت په هکله هم ځينې د لارې له اوږدوالي او د توښې له لږوالي وېرېږي.
حضرت علي په نهج البلاغه کې وايي: ځکه سر ټکوم، چې توښه مې لږه، لار مې اوږده او مقصد مې ستر دى.[15]
د معصومو امامانو په دعاوو کې هم ځکه له اخرته وېره ده، چې کېداى شي، عمر مو بېځايه تېر کړى وي، ځينې فرضونه مو نه وي کړي، ګناهونه مو کړي او يا په غلطه مو لاس ته راوړنې لرلې وي. (٨٥)
٦_کله هم چلونکى د پاسنيو خبرو له لامله وېره نه لري؛ بلکې وېره يې له دې لامله وي، هغه مهال، چې مقصد ته ورسي؛ نو تر هغه روسته به پرې څه کېږي. کله فرضوي، چې د قوانينو تر پښو لاندې کولو له لامله جريمه نشي؛ نو آيا د هغه د خوښې له مخې به ورسره چلن وشي که نه؟ او آيا دې دومره اوږدې لارې، د وهلو ارزښت درلود که نه؟
پوښتنه: څه وکړو، چې له مړينې و نه وېرېږو؟
ځواب: ړومبى بايد له ځانه له مړينې د وېرې لاملونه لرې کړو.
مړينه پاى ده که پيل؟
د خلکو په ذهنونو کې مرګ تل د يوې وېرونکې بلا په څېر انځور شوى، چې د مرګ په باب، ان فکر کول هم پر خلکو خوږ ژوند تريخ کړى؛ نه يوازې له مړينې وېرېږي؛ بلکې د هديرې/ مړېستون نوم يې هم بدې ايسي.
د دنيا په ادبياتو کې يې هم له مرګه “د مرګ بلا”، “د مرګ پنجه”، “د اجل سپېړه” او ورته تعبيرونه راوړي او چې د کوم مړي نوم واخلي؛ نو داچې مخاطب و نه وېرېږي؛ نو د “لرې وسه له تا” او د داسې نورو تعبيرونو په راوړو، د اورېدونکي او مرګ ترمنځ دېوالونه جوړوي؛ خو بايد دا خبره وڅېړل شي، چې له مرګه د وېرې سرچينه په څه او کوم ځاى کې ده؟ او ولې ځينې له دې سترې اخستنې سره بيا هم، له مرګه نه وېرېږي او هر وخت مرګ په ورين تندي استقبالوي؟
په تاريخ کې به مو ويلي وي، چې ځينې په “آب حيات” او د “ځوانۍ په اکسير” پسې ګرځېدل او ځينې په مينه جهاد ته تلل او د مرګ څېرې ته موسکي ول او کله یې د ژوند له اوږدېدو هم ګيله کوله او تل يې د لقاء الله ارمان کاوه.
ددې وېرې آریز لاملونه دوه دي:
١-مرګ پر فنا تعبېرېدل:
انسان تل له نېستۍ تښتي، له رنځورۍ تښتي؛ نه له روغتيا، له تيارې وېرېږي، نه له رڼا؛ له بېوزلۍ وېرېږي، چې شتمني له منځه وړي او هېښنده خو داده، چې له مړي هم وېرېږې او په کومه خونه کې، چې مړى وي؛ چمتو نه دی، شپه پکې سبا کړي؛ خو همدا انسان، چې ژوندى و، ترې نه وېرېده !
اوس بايد ووينو، چې ولې انسان له عدم او نېستۍ وېرېږي؟
دليل يې څرګند دى، هستي له هستۍ سره تړل شوې او وجود له وجود سره اشنا دى او وجود له عدم سره بيخي اشنا نه دى؛ نو له نېستۍ سره زموږ پردېتوب، طبيعي خبره ده؛ نو اوس که مړينه د هر څه پاى وګڼو او ګومان وکړو، چې په مړينې به هر څه پاى ته ورسي؛ نو حق لرو، له نوم او خياله يې هم وډارشو؛ ځکه مرګ له موږ هر څه اخلي؛ خو که مړينه د نوي او تلپاتې ژوند پيل او د يوې سترې نړۍ پر لوري دريمڅه وګڼو؛ نو نه يوازې وېره به ترې نه لرو؛ بلکې هغوى چې پاک او سرلوړي مړينې ته په ورين تندي ورغاړې وځي، ورته به مبارکي هم ووايو.
٢-تورې دوسيې:
ځينې پېژنو، چې مړينه پر فنا او نېستۍ نه تفسيروي او هېڅکله تر مړينې روسته، له ژونده منکر نه دي؛ خو سره له دې، بيا هم له مرګه وېرېږې؛ ځکه کړنکليک يې دومره پر بدو کړنو تور شوى، چې له مرګه وېرېږي، مثال يې د خطر ناکو مجرمانو په څېر دى، چې له زندانه له ازادۍ وېرېږې؛ ځکه پوهېږي، که له زندانه يې راوايسته؛ نو غرغره کېږي. هغوى د زندان په او سپنو پورې کلک نښلي؛ نه داچې له ازادۍ وېره لري؛ بلکې له يوې داسې ازادۍ وېرېږي، چې پايله يې د اعدام سزا ده؛ خو هغوى چې په مرګ کې، نه ((فنا)) ويني او نه له بدو کړنو له ډک کړنليکه؛ نو ولې بايد له مرګ ووېرېږې.
بېشکه چې پرهغوى هم خپل ژوند ډېر ګران دى؛ خو داچې د نوي ژوند لپاره ترې زياته ګټه واخلي؛ هغه ژوند، چې تر مرګ روسته يې په تمه دى او هغه مرګ ته پر ورين تندي ورغاړې وځي، چې موخه يې د الله تعالی خوښي وي.
دوه بېلابېلې کتنې
ومو ويل: خلک دوې ډلې دي او هغوى ډېر دي، چې له مړينې بېزاره دي؛ خو یوه پوه ډله وه، چې که مړينه يې د يوې سترې موخې؛ لکه شهادت لپاره وه؛ نو له مړينې يې په ورين تندي هرکلى کاوه او يا لږ تر لږه، داسې و، چې پوه شول، د عمر د کتاب پاڼې يې مخ پر خلاصېدو دي؛ نو زيات خپګان يې نه درلود او دليل يې دا دى، چې هغوى دوې بېلابېلې کتنې لري.
لومړۍ ډله:
يا اصلاً تر مړينې روسته پر نړۍ ايمان نه لري او که لري يې؛ نو تر اوسه پرې بشپړ باور نه لري؛ نو د مرګ شېبه، له هر څه سره د مخه ښې شېبه بولي، چې البته له هرڅه سره د مخه ښې کولو شېبه ډېره سخته ده.
له رڼا وتل او په تپه تياره کې ګام ايښوول، ډېره دردونکې ده او همداسې له يو بنده داسې نياوتون-محکمې ته تګ، مجرم ته سخت دي، چې د جرم اسناد يې جوت وي او هرڅه يې بربنډ شوي وي.
دويمه ډله:
مړينه نوې زوکړه ګڼي، د دنيا له محدود او تورتم چاپېرياله وتل او د پراخ او روښانه نړۍ پر لوري ګام اوچتول بولي؛ له يوې وړوکې او تنګې پنجرې ازادېدل او په بې بریده اسمان کې وزرې وهل او الوتل، له داسې چاپېرياله وتل، چې د ډول ډول جګړو، شخړو، تنګ نظريو، بې عدالتيو او کينو مرکز دى او داسې چاپېريال ته ورتګ، چې له دې هرڅه پاک وي؛ نو ښکاره خبره ده، چې هغوى به له داسې مرګه وېره نه لري او د حضرت علي په څېر به ووايي: پر خداى قسم، چې برى مې وموند.
پر حضرت علي؛ مرګ، ماشوم ته د مور تر تي هم ډېر ګران دى؛ نو چټي خبره نه ده، چې موږ د اسلام په تاريخ کې د امام حسين او د يارانو په څېر يې کسان وينو، څومره چې مرګ ته ورنږدېدل؛ هومره خوشحالېدل او څېره يې له خوشحالۍ غوړېده او بيا په تاريخ کې لولو: د سجدې پرمهال، چې پرحضرت علي د زهرجنې تورې ګوزار وشو، و يې وويل:
د کعبې پر څښتن قسم، چې برىالی شوم.
څوک دا نه وايي، چې انسان دې ځان په خطر کې کړي او دا ستر الهي نعمت دې ناليدى وګڼي او سترو موخو ته د رسېدو لپاره ترې ګټه وانخلي؛ بلکې مراد دادى، چې له ژونده سمه ګټه واخلي او هېڅکله له پاى يې وېره و نه لري؛ په تېره، چې د يوې سترې موخې لپاره وي.
معاد ژوند ته مفهوم ورکوي
که ددې نړۍ ژوند له بلې نړۍ سره اړوند و نه ګڼو؛ نو بې مانا او تشمنځى به شي او داسې مثل به ولري، چې د مور د ګېډې ژوند ددې دنيا له ژوند پرته وګڼو. ماشوم، چې د مور په ګېډه کې وي او مياشتې میاشتې، په دې تياره زندان کې ايسار وي؛ نو که عقل ولري او د مور په ګېډه کې د خپل ژوند په باب اندنه وکړي؛ نو هک پک به شي.
زه ولې په دې تياره زندان کې يم؟
ولې بايد په وينه او اوبو کې لامبو ووهم؟
د عمر د پاى پايله به مې څه وي؟
له کومه او د څه لپاره راغلى يم؟
خو که پوهه ورکړه شي، چې دا يو سريزه ايز پړاو دى، غړي به يې دلته جوړ شي، مزبوت به شي او په يوه بله نړۍ کې د حرکت لپاره چمتو کېږې. نهه مياشتې روسته به له دې بنده، ستا د ازادۍ حکم واورول شي. يوې داسې نړۍ ته به ولاړ شي، چې روڼ لمر او ځلانده سپوږمۍ لري، شنې ونې، روانې او رڼې اوبه او ډول ډول نعمتونه لري؛ نو هله يوه ارامه ساه اخلي او وايي: اوس پوه شوم، چې دلته مې د وجود فلسفه څه وه!
دا سريزه ايز پړاو، ښه پوهنتون ته د رسېدو لپاره يو ښوونځى دى؛ خو که د مور د ګېډې د ژوند اړيکه، له دې نړۍ وشلول شي؛ نو هرڅه به بې مانا او تورتم شي؛ يو وحشتناک او بې موخه، کړوونکى او بې پايلې زندان به شي.
د دنيوي ژوند او تر مرګ روسته د ژوند اړيکه همدا ده. څه په کار دي، موږ اويا کاله يا زيات ددې نړۍ په ستونزو کې واوسو؟
د يوې مودې لپاره خام يو، چې تجربه او پاخه شو او تجربه ګوتو ته راوړو، نو عمر مو پاى ته ورسي. د مودو لپاره بايد پوهه لاس ته راوړو او همداچې په پوهې کې يوځاى ته ورسو؛ نو زاړه شو !
رښتيا! د څه لپاره ژوند کوو؛ د ډوډۍ خوړو لپاره، جامو اغوستو لپاره، ويدېدو لپاره؟ ددې بیاځلي ژوند دوام؟
ايا په رښتيا دا پراخه اسمان، پراخه ځمکه او دا ټولې سريزې، د علم دومره زده کړه او د تجربو لاس ته راوړل، دومره ښووندان، ګرسره د خوراک، څښاک، جامو اغوستو او دې بیاځلي ژوند لپاره دي؟
هغوى چې پر معاد ايمان نه لري، ددې ژوند پوچي ورته جوتېږي؛ ځکه نشي کړاى، د ژوند وړې چارې، د ژوند موخې وګڼي او تر مړينې روسته، پر ژوند هم ايمان نه لري؛ نو ليدل کېږي، چې ځينې يې ځانونه وژني او ځان له دې لارې، له يو بې مانا او پوچ ژونده خلاصوي.
خو که ګروهه ولرو، چې دنيا د آخرت پټى دى، دنيا داسې پټى دى، چې بايد دانې پکې وکرو او يېبره-محصول يې په تلپاتې ژوند کې راټول کړو.
دنيا يو پوهنځى دى، چې بايد پوهه پکې لاس ته راوړو او خپل ځان په يو بل تلپاتې ژوند کې، د ژوندون لپاره چمتو کړو، دنيا يو لار او پُل دى، چې بايد پرې تېر شو؛ نو په دې بڼه کې به دنيا راته بې مانا او پوچه نه وي؛ بلکې تلپاتې ژوند ته به سريزه وي، چې څومره هڅه ورته وکړاى شي؛ بيا هم لږ دی.
هو ګرانو! معاد ژوند ته مفهوم ورکوي او ژوند له ((خپګان)) ((ترهورتيا)) او تشمنځۍ ژغوري.
پر معاد ايمان د روزنې ستر لامل دى. پر مرګ پر ګروهې سربېره، په هغې دنيا کې، د الله تعالی پر نياوتون-محکمه ايمان درلودل، زموږ پر ننني ژوند هم ګټور اغېز لري.
فرض کړئ، په يو هېواد کې اعلان شي، چې د کال پر پلانۍ ورځ به هېڅ ډول جرم ته سزا ور نه کړه شي او خلک خاطرجمع کړاى شي، چې هغه ورځ، د سزا په پام کې نه نيوو سره تېره کړي، پوليس او پوځ هم رخصت دي، محکمې او د عدليې چارې هم بندې دي او هغه ورځ، چې تېره شوه؛ نو هېره شوه؛ نو پخپله فکر وکړئ، چې پر هغه ورځ به په ټولنه کې څه وشي؟
پر قيامت ايمان، پر يوه ستره محکمه ايمان دى، چې ددې دنيا له محکمې سره هډو د پرتلنې وړ نه دى.
ددې نياوتون-محکمې ځانګړنې دا دي:
١-يوه محکمه ده، چې واسطه پکې نه چلي او په دروغو هم د قضاوت رای نه بدلېږي.
٢-يوه محکمه ده، چې ددې دنيا تشريفاتو ته اړتيا نه لري؛ ځکه تفصيل او اوږدوالى نه لري؛ بې ځنده، د سترګو په رپ کې محاکمه کېدل او حکم اورول دي.
٣-يوه محکمه ده، چې د خلکو د تورونو اسناد يې خپلې کړنې دي؛ يعنې پخپله کړنې هلته شته او له خپلې ګټې سره اړيکې، پخپله تشخيصوي، چې هډو څوک ترې منکرېداى نشي.
٤- د هغې محکمې لووي-شاهدان لاسونه، پښې، غوږونه، سترګې، ژبه، پوټکى او د انسان تنه ده او ان پر هغه ځمکه يا کور، چې پکې ثواب يا ګناه شوې وي، ستا شاهدان دي.
٥-هغه محکمه ده، چې قاضي يې الله تعالی دى؛ هغه خداى چې له هرڅه خبر دى، چا ته اړين نه دى او تر ټولو عادل/ نیومن دى.
٦-په دې محکمه کې سزا قراردادي نه ده؛ دا زموږ کړنې دي، چې انځورېږي، څنګ ته مو راځي، کړوي مو يا هوسايي راکوي.
پر داسې محکمه ايمان؛ انسان داسې ځاى ته رسوي، چې د حضرت علي په څېر وايي: (( پر خداى قسم که د شپې د نرمې بسترې پرځاى پر اغزو سملم او په زنځیر مې پښې او لاسونه وتړي او په کوڅو او بازارونو کې مې راکاږي او په داسې حال کې په الهي محکمه کې سوب شم، چې د خداى پر کوم بنده مې ظلم کړى وي او يا د چا پر مال مې ګېډه اچولې وي. [16]))
پر همدې محکمې د ايمان پايله ده، چې د اور په څېر سره اوسپنه د خپل هغه رور لاس ته وروړاندې کوي، چې په بيت المال کې د توپير غوښتونکى و او چې رور يې چغې کړې؛ نو ورته يې وويل: ته د انسان په لاس له جوړ شوي اوره داسې چغې وهې؛ خو خپل رور دې هغه اور ته ورغورځوې، چې خداى بل کړى دى[17]؟
ايا داسې انسان له داسې ايمان سره تېروځي؟ ايا پر بډو يې وجدان پېرلی شي؟ ايا په هڅونه او ګواښنه، د حق له لارې کږېدای شي؟
قرآن حکیم وايي:
((وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَاوَيْلَتَنَا مَالِ هذَا الْكِتَابِ لاَ يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلاَ كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِراً وَلاَ يِظْلِمُ رَبُّكَ أَحَداً[18]– او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو ته به ګورې چې ګناهکاران، څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به: ((هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوشنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟!)) او( حال دا) خپل ټول كړه به سوب ويني او ستا پالونكى پر هېچا تېرى نه كوي.))
د قيامت نیاوتون ګيله
تر مړينې روسته ژوند او الهي محکمه خو څه انسان ته نوې خبره نه ده، خداى ددې محکمې يوه وړه بېلګه، په همدې دنيا کې راښوولې، چې نامه يې د وجدان محکمه ده.
اجازه راکړئ رڼا پرې واچوو:
انسان د هغو کړنو پر وړاندې، چې کوي يې، په څو محکمو کې محکمه کېږي او دا محکمه همدا بشري عادي محکمې دي، چې ډېرى نيمګړنې او کمزورۍ لري.
همدغو نیمګړو محکمو، په جرمونو کې خورا لږوالى راوړی؛ خو ددې محکوميت بنسټ داسې دى، چې هېڅکله د بشپړ عدالت تمه ترې نشي کېدای؛ ځکه نن په محکمو کې ناصالح قاضيان ناست دي، بډې، واسطه، سياسې لوبې او نور داسې زر ډوله معاملې پرې واکمنې دي؛ نو انسان ويلاى شي، چې له شتونه يې نشت ښه دى؛ ځکه شتون يې يوازې د ځينو پر ګټه دى.
او که ددې محکمو قاضيان؛ عادل/ نیومن او متقیان وي، بيا هم داسې مجرمان شته، چې داسې ماهرانه کړنې کړای شي، چې د جرم آثار له منځه يوسي او ځان ته داسې دوسيه او ننداره جوړوي، چې د قاضي لاسونه کلک تړي او ټول قوانين بې اغېزې کوي.
دويمه محکمه، چې حساب وکتاب لري او دقيق ده، د “مکافات عمل” محکمه ده.
کړه مو آثار لري، چې لرې يا نږدې به موغاړه ونيسي؛ که دا يو عمومي حکم نه وي؛ خو د ډېرو په باب رښتین دى.
حکومتونه مو وليدل، چې د ظلم او تېري بنسټ يې کيښود او څه يې، چې له لاسه کېدل، و يې کړل؛ خو بالاخره کومه څاه يې، چې خلکو ته کنلې وه، پخپله يې پرې لار شوه او د خپلو کړنو غبرګون ورترغاړې شو او داسې راپرېووتل، چې له منځه ولاړل او تل پرې خلک لعنت وايي.
مکافات عمل هماغه د علت او معلول اړيکه او بهرنۍ اړیکه يې ده، چې لږ داسې پيدا کېږي، چې څوک به ترې پر صحنه سازۍ ځان خلاص کړي.
يوازېنۍ نيمګړتيا، یې داده چې ټوليزه او عمومي نه ده؛ ځکه د قيامت ورځې له محکمې مو نه مړه خوا کوي.
درېیم نياوتون، چې تردې يې هم حساب و کتاب دقيق دى، د “وجدان” نياوتون دى.
د انسان په زړه کې دننه يوه پټ ځواک دی، چې فلاسفه ورته “عملي عقل ” وايي، قرآن حکیم ورته ” لوامه نفس ” او نن ورته وجدان ويل کېږي.
څنګه چې انسان ښه وکړي؛ نو دا محکمه بې ځنډه جوړه شي؛ خو اصولي او جدي خپله محاکمه پيلوي، چې د حکم پايله يې د رواني او روحي هڅوونو او سزاوو په بڼه بيانوي، کله مجرمان داسې پر دنننۍ کوړه وهي او مجرم ته دومره روحي کړخت ورکوي، چې مرګ ته پر ورين تندي ورغاړې وځي، ځان وژني او وايي: ځکه مې ځان وواژه، چې ځان د وجدان له خپګانه خلاص کړم.
او کله د يو ښه چار پر وړاندې، انسان دومره هڅوي او خوشحالي ورکوي، چې په جامو کې نه ځايېږي، په ځان کې يوه ژوره ارامي ننګېري؛ داسې يوه هوساینه، چې د بيان لپاره يې لا بشر ټکى نه دى راپيدا کړي.
دا نياوتون-محکمه هېښنده ځانګړنې لري:
١-ددې محکمې قاضي، لووى-شاهد، د حکم چلوونکى او ننداره کوونکى، ټول يو دى، هماغه وجدان دی، چې شهادت ورکوي، ورمندون-قضاوت کوي او ورپسې حکم ورکوي.
٢-عادي محکمې؛ کله کلونه کلونه د يوې محکمې لپاره تېروي؛ خو دا محکمه بې ځنډه، محکمه جوړوي او وخت ته اړتيا نه لري؛ البته کله کله د جرم د ثابتولو او له سترګو د غفلت د پردې د لرې کېدو لپاره، وخت پکار وي؛ خو د لاسوند تر راوړو روسته، خپل غوڅ حکم ورکوي.
٣-ددې محکمې حکم يو پړاو دی او استيناف، بياکتنه او ستره محکمه نه لري.
٤- دا محکمه يوازې سزا نه ورکوي؛ بلکې دنده پېژاندو ته انعام هم ورکوي؛ نو هغه محکمه ده، چې ښه او بد دواړه پکې حاضرېږي او چاچې څه کرلي، خپل رېبلي ورکوي او د خپلو کړنو له مخې، حکم ورکوي.
٥-ددې محکمې سزا، د نورو محکمو سزاوو ته ورته والى نه لري.
په ظاهره خو نه زندان لري، نه کوړه، نه د غرغره کولو ځوړندی؛ خو کله انسان دومره له دننه کړوي، چې له دومره پراختیا سره، پر انسان، دنيا راتنګوي.
لنډه داچې دا محکمه د نړۍ د محکمو په څېر نه؛ بلکې ډول يې د قيامت د محکمې په څېر دى.
د محکمې ستريا دومره ده، چې قرآن پرې قسم خوړلى او هغه يې د قيامت د محکمې ترڅنګ راوړی، وايي:
((لاَ أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ. وَلاَ أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ. أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَلَّن نَجْمَعَ عِظَامَهُ. بَلَى قَادِرِينَ عَلَى أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُ[19]– د قيامت پر ورځ قسم! او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملامتوونكي نفس (چې قيامت حق دى)! ايا انسان انګېري، هډوكي به يې راټول نكړو؟! هو! زموږ له وسې پوره دي، چې د هغه د ګوتو[د سرونو بېلې بېلې كرښې هم] سمې او بياورغوو.))
البته سره له دې ټولو ځانګړنو، داچې دا محکمه هم دنيوي محکمه ده او نيمګړتيا لري؛ نو موږ د قيامت ورځې له محکمې نه مړه خوا کوي.
١-د وجدان واکمني، پر هر څه نه ده او واکمني يې د انسان له اند او له تشخيص سره انډول ده.
٢-کله يو ماهر چلي انسان خپل وجدان هم تېرباسي.
٣-کله په ځينو ګناهکارانو کې، دومره د وجدان غږ کمزورى وي، چې غوږونو ته يې نه ورسي.
نوځکه څلورمې محکمې ته اړين يو، چې د قيامت ورځې محکمه ده.
معاد او فطرت
معمولاً ويل کېږي، چې څښتن پېژندنه د انسان په فطرت اوخټه کې اغږل شوې او که خبری او ناځانخبری ضمير يې راوسپړل شي؛ نو له څښتن سره د مينې ډېر آثار به پکې وموندل شي؛ خو دا چار يوازې د “توحيد” او الله پېژندنې په باب نه؛ بلکې د دين ټول اصول او فروغ بايد د انسان په فطرت کې وي، که داسې نه وي؛ نو د “تشريع” او “تکوين” د غونډال ترمنځ به پکار همغږۍ نه وي. ( پام وکړئ )
که موږ د خپل زړه تل ته ورشو، راته به وويل شي:
مرګ د ژوند پاى نه؛ بلکې د “عالم بقاء” پر لور يوه دريمڅه ده.
پردې خبره د پوهېدو لپاره بايد لاندې خبروته پام وکړو:
١-له بقاء سره مينه
رښتيا! که انسان د فنا او نېستۍ لپاره پيدا شوى وي؛ نو بايد له فنا سره مينه ولري او د خپل عمر په پاى کې بايد له مړينې خوند واخلي؛ خو ګورو، چې د مرګ څېره ( د نېستۍ پر مانا)، په هر وخت کې، پر انسان ښه نه لګي او بدې يې ایسي.
په اوږد عمر پسې منډې او هلې ځلې، د ځوانۍ د اکسير پيدا کول او د آب حيات پلټنه، هر يو ددې واقعيت نښه ده.
له بقا سره دا عشق او مينه راښيي، موږ د بقاء لپاره پيدا شوي يو؛ خو که د فنا لپاره پيدا شوي واى؛ نو دې مينې او عشق به مانا نه درلود. ټول هغه بنسټيز عشقونه، چې زموږ په دننه کې دي، زموږ وجود بشپړوي، له بقا سره مينه او عشق هم زموږ د وجود بشپړونکى دى.
هېر مو نشي، موږ د “معاد” خبره، د حکيم او پوه الله، د شتون تر منلو روسته څېړو او ګروهن يو:
څه چې هغه زموږ په وجود کې پنځولی، د حساب کتاب له مخې دي؛ ځکه له بقا سره مينه هم بايد حساب و کتاب ولري، چې هغه هم بې د بلې دنيا له شتون، هېڅ نشي کېداى شي.
٢-په تېرو قومونو کې قيامت
د بشر تاريخ راښيي، په تېرو قومونو کې دين له پخوا راهیسې و، چې تر ژوند روسته، پر ژوند د انسان د بشپړې ګروهې ګواه هم همدا تاريخ دى.
هغه آثار، چې له پخوانيو انسانانو، ان تر تاريخه د مخکې انسانانو راپاتې دي، په تېره، په ځانګړي توګه د قبرونو جوړول او د مړيو څرنګه ښخوالى، ګرسره ددې حقيقت لووي-ګواهان دي، چې هغوى تر مړینې روسته پر ژوند ګروهن ول.
دا بنسټیزه ګروهه، چې تل په بشر کې وه؛ کومه ساده خبره او يا يوازې يو روږد يا د تلقين پايله نشي ګڼل کېداى.
تل وينو، کومه ګروهه، چې په بسټيزه بڼه، د تاريخ په اوږدو کې، په بشري ټولنو کې وي؛ نو بايد داسې یې وګڼو، چې د انساني فطرت په خټه کې اغږل شوې؛ ځکه يوازې فطرت دى، چې د وخت له تېرېدنې او اندیزو او ټولنيزو بدلونونو سره مقاومت کړاى شي او هماغسې پر پښو ولاړ وي؛ ګنې نور سم دودونه او تلقينونه، د وخت په تېرېدو هېرېږي.
پلانۍ ډول جامه اغوستل، يو روږد او دود دى؛ نو د چاپېريال په بدلېدو او يا د وخت په تېرېدو له منځه ځي؛ خو له اولاد سره د مور مينه يوه غريزه ده، چې د انسان په خټه کې اغږل شوې؛ نو نه يې د چاپېريال بدلول کمولای شي او نه پرې د وخت تېرېدل اغېز لري او هر ډول دنننۍ لېوالتيا، چې پردې بڼه واوړي، پردې دلالت کوي، چې د انسان په فطرت او په بنسټ کې ايښوول شوي دي.
پوهان وايي: (( دقيق څېړونو څرګنده کړې، چې ړومبيو قومونو يو ډول مذهب درلود…؛ ځکه خپل مړي يې په ځانګړي توګه خاورو ته سپارل او د کار وزلې يې هم ورسره ايښوولې او له دې لارې يې پر بلې نړۍ خپله ګروهه جوتوله.[20]))
ښه پوهېږو، چې دا قومونه، تر مرګ روسته، پر ژوند ګروهن ول، که څه هغوى پر کږه تللي ول او داسې ګومان يې درلود، چې هغه ژوند هم ددې نړۍ د ژوند په څېر دى او د همدې ژوند وزلې پکې په کار دي.
٣-د دنننۍ محکمې شتون، چې نامه يې وجدان دى، پردې خبره بل ګواه دى. معاد د انسان په فطرت کې اغږل شوى؛ لکه څنګه چې مخکې مو هم وويل: په ښه توګه دا خبره احساسوو، چې زموږ په دننه کې محکمه شته، چې کړنې مو څاري، د ښه چارو په بدل کې انعام راکوي او يوه داسې هوساېنه راکوي، چې ځانګړې خوشحالي لري، چې قلم يې له ستاېنې پاتې راځي او د ګناهونو؛ په تېره، د سترو ګناهونو په بدل داسې سزا راکوي، چې پر انسان، ژوند تريخوي.
ډېری داسې ليدل شوي، چې ځينو له ګناه، ستر جرم، وژنې او له عدالته تر تېښتې روسته، پخپله راغلي او ځان يې قانون ته ورمعرفي کړى او ددې کار دليل هم د همدې وجدان له کړخته خلاصون ویلی دی.
انسان د دنننۍ محکمې (وجدان) په لیدو، ځان پوښتي:
زه چې يو وړوکى موجود يم؛ نو څنګه يوه محکمه لرم؛ خو ستره نړۍ، خپله انډول محکمه و نه لري؟
نو له دې لارو د معاد فطرت والى جوتېږي:
١-له بقاء سره مینه. ٢-د تاريخ په اوږدو کې پرې د بشر ګروهه.٣-د انسان په وجود کې وړه محکمه.
د مرګ یادول د الله تعالی لمانځنې زمینه ساز دی
څوک چې د الوهیت زنګ کړنګوي، باید پوه شي چې په هستۍ کې داسې قوتونه او پېښې شته چې په قوت یې پر وړاندې درېږي، ځپي او ذلیلوي یې او مرګ یو له دې مهمترینو پېښو ځنې دی. په همدې دلیل په دیني اندنو او ښوونو کې، الله تعالی پالي او مرګ اندنه د یوې سکې دوه مخونه دي. څومره چې انسان مرګ اندی وي، نفس یې الله تعالی لمانځنې ته ښه (وړ او) مستعد دی؛ ځکه په مرګ کې سوچ، هغه حقه حقیقي ذلت چې باید په زړه کې کېني، په زړه کې به یې کېني او انسان به پر خپل ذلت معترف کړي. دا ذلت د اخلاقي کمزورۍ له مخې نه؛ بلکې د انسان عین شتون دی. که انسان پر دې ذلت منښته – اعتراف ونکړي، په واقع کې ځان پېژندنه یې نیمگړې ده.
مرګ انسان ته خپله وجودي بېوسي ورښکاره کوي
الله تعالی تعالی وايي:
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ[21] = ټول مړه کېدونې دي.
او یا پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي:
إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ (زمر/۳۰) = ته هم مرې او نور هم مري.
دا خبرونه، یوه ساده خبرونه نه ده. کله چې راته ویل کېږي هر نفس د مرګ څکونکی دی؛ یعنې داچې تاسې ټول انسان ذلیل او کمزوري یاست، په یوه ځای کې به مو سرغړونې رامې شي؛ نو له دې لامله مرګ اندنه د الله تعالی لمانځنې لار هواروي. الله تعالی پالي په حقیقت کې د انسان د نفس د سرغړونو راکمول او د ځان الله تعالی ګڼلو د موهومي انګېرنو لرې کونه ده. نوځکه زړه باید په مرګ یادولو رام او کابو کړو. او لکه چې مخکې مو وویل، هغه خورا ځیرک انسان دی چې ډېر د مرګ په اړه سوچ کوي او ځان ډېر مرګ ته چمتو کوي:
اکیس الناس اکثرهم ذکراً للموت و اشدهم استعداداً له.
د مرګ يادول هم بشر ته عجز او بېوسي وريادوي
د الله تعالی پر يادولو سربېره، د مرګ يادول هم انسان پر خپلې بېوسۍ او عجز خبروي. په رښتینه کې انسانان په دوو ځايونو کې، بايد له ناچارۍ سرټيټ کړي: يو د الله تعالی پر وړاندې او بل د مرګ. انسان شونې ده چې په خپل وهم کې ګرد څیزونه د خپل ځواک او تصرف په قبضه کې وويني؛ خو دا دوه ستر چاره (الله تعالی او مرګ) بيخي مغلوبېدوني نه دي. په همدې دليل ځيرکان دا دواړه چارې ډېرې يادوي. »[22]
او دا يادونه د خپل انساني کمال لامل مومي. په تأسف سره چې نن په يو شمېر ټولنو کې نه يوازې د الله تعالی يادول، بلکې د مرګ يادولو بستره هم ورټوله شوې ده. انسانان له مرګ سره د يوې فرعي مسالې په توګه مخامخ کېږي، چې يوازې کراهت ترې خېژي او د هېڅ غور او سوچ وړ نه دی، دا دواړه هېرونې له یوې اخورې خړوبېږي او هغه داچې: ننني بشر، خپله بندګي له ياده ايستلې او کبرجن شوی او له لامله يې د مرګ او الله تعالی يادول ښه نه ايسي او د قرآن حکیم په تعبير همداچې د الله خبره کېږي، زړه يې ډارېږي:
وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ[23]= او چې د توحید او ايکي يو “الله” خبرې کېږي؛ نو پر اخرت د نامؤمنانو زړونه وترهېږي.
کبرجن انسان دا دوه مهمې چارې نه تسليمېدوني او نه مقاومت کېدونې واقعيات مومي او ځان يې پر وړاندې بېوسي ويني؛ نوځکه د خپل تکبر په غوښتنه د مرګ او الله تعالی له يادولو تښتي. هغوی چې له مرګه تښتېدوني دي، بايد ځانونه وپلټي، هسې نه چې لا ډېر کبرجن اولا ډېر الله تعالی نه پېژندونکی وي. نوځکه انسانان د الله تعالی او البته د مرګ يادولو ته محتاج دي، چې له خپلې ژورې بېوسۍ خبر شي او خپل هسې جيګ رېبل کابو کړي. هرومرو ځان پېژاندی انسان، مرګ پېژاندی او الله تعالی پېژاندی هم دی. الهي پېِغمبرانو هم د همدې دلايلو له مخې دا دوه سترې چارې انسانانو ته ور وړاندې کولې او په دې لار يې، د انسانانو دنننۍ د فرعونيت رنځورۍ یې ورباندې درملولې:
نفس فرعونی است هان سيرش مکن ـ تا نيارد ياد از آن کفر کهن
فرعون صفته نفس، د الله تعالی د سترو عظمتونو پر وړاندې، خپله بېوسي او تشوالی مومي او د استغنا له انګېرنې او د سرغاړۍ له آفته خوندي کېږي.
«مرګ يادول» د دين يوه بنسټيزه ښوونه ده
د مرګ يادول د ديني ښوونو يوه بنسټیزه ښوونه ده. نهج البلاغه هم د مرګ په يادولو کې د علي کرم الله وجهه له خبرو ډکه ده. [24]
مرګ اندنه يې په ډاګه د خبرو په ترڅ کې معلومېږي. شونې نه ده څوک نهج البلاغه ولولي او او پردې چار د امام پر ټينګارونو پوه شي او ونه لړزيږي او د مرګ ډار، که څه لږ وي، ويې نه ډاروي. د علي کرم الله وجهه په خبرو کې د مرګ او حالاتو په اړه يې سوچ او اند تصادفي نه دي او خبرې يې له «مرګ خبري» زړه راپورته کېږي چې په هوښيارۍ د ژوند د دې مهمې پېښې په اړه خبرې کوي او غواړي چې نور هم په خپلې هوښيارۍ کې ور شريک کړي.
مرګ يادول د انسان فرعونيت ځپي
«په مرګ يادولو د زړه نرمولو» په ويينه کې مو وويل:[25] چې د مولانا په وينا په هر انسان کې بالقوه يو موسی او يو فرعون شته:
موسی و فرعون در هستی توست
باید این دو خصم را در خویش جست
د انسان فرعونيت، له ځانه اوچت بل څه نه خوښوي، د ځان پر وړاندې څه خنډ نه ويني او هر څه د ځان اېل او مغلوب غواړي. يوازې ځپنده او ناچاره پېښې فرعونيت ماتولای شي. د مرګ يادول په واقع کې د هغې پېښې يادول دي چې تل پر انسان لاسبری او غالب دی.
او له دې اړخ د مرګ يادول د الله تعالی يادولو په څېر دی؛ ځکه د الله تعالی يادول هم د هغه موجود يادول دي چې لاسبري پرې نشي کېدای په همدې پار په ديني ښوونو کې د مرګ يادول او د الله تعالی يادول همګام دي او يو اغېز لري او دا اغېز انسان ته بېوسي تلقين کوي او په پايله کې يې فرعوني کبر رانړوي. بندګي د دغسې ياد له لامله ترلاسه کېږي؛ ځکه بندګي د حقيقت پر وړاندې تر سرغاړۍ پريښودو، تسلیمېدنې او خضوع اوچته ده او هېڅ څيز د مرګ هومره انسان ته غاړه ايښوونه، خضوع، عاجزي او د بندګۍ حس نه ورکوي.
د مرګ ياد په انسان کې د ډېر غوښتنې روحيه له منځه وړي
علي کرم الله وجهه په نهج البلاغه کې مرګ يادولو ته يوه بله ځانګړنه هم ياده کړې ده:
مَنْ أَكْثَرَ ذِكْرَ اَلْمَوْتِ رَضِيَ مِنَ اَلدُّنْيَا بِالْيَسِيرِ[26]
«څوک چې مرګ ډېر ياد کړي، له دنيا به په ډېرو لږو راضي شي. »
په ډېرو ځايونو کې ډېرې غوښتنې او سرغاړۍ له دې راولاړېږي چې انسان د تلپاتېنې توهم لري، له خپلو تلو غافلېږي او هسې له خپلو بې برخېتوبونو کړېږي. د يو واقعيت په توګه د مرګ يادول، انسان له دنيا سره همغږی کوي او ورزده کوي چې خپلې غوښتنې دې له یوه پای ته رسېدونکي ژوند سره په تړاو کې کړي نه له يو ناپايه ژوند سره.
ډېر خلک داسې ژوند کوي چې ته وا مرګ نشته او يا د علي کرم الله وجهه په وينا د مرګ په څېر له يو يقيني چار سره داسې مخېږي چې ته وا يو شکمن ترين چار دی. ډېری حسنات او فضايل چې په شرع او اخلاقو کې اوچت ګڼل شوي او د دوی برخمنېدو ته يې راهڅولي يو، يوازې هله میسر دي چې انسان ټول څيزونه ځان ته ونه غواړي او له دنيا د اړتيا هومره قانع شي يوازې په دې حالت کې انفاق او ايثار کړای شي. ترڅو چې يو تن قانع او خوشحال نشي، د فضيلت په پوړۍ پښه نه ږدي[27].
د مرګ يادولو يو له مهمو پايلو ځنې قناعت او د انفاق او ايثار روحيه ده.
نوې ښوونه او روزنه د ديني ښوونې او روزنې پرخلاف له مرګ او بلې نړۍ غافله ده:
له ديني اندنو سره د نوې ښوونې او روزنې د ښوونځيو له مهمو توپيرونو ځنې يو دا دی چې له آره په دې ښوونځيو کې د يو جدي او انسان ساز چار په توګه مرګ ته پاملرنه نه کېږي. يعنې د اوسنۍ ښوونې او روزنې بنسټ پردې دی چې انسان په دنيا کې د ژوند لپاره وروزل شي او هم ځان بايد له عقلاني، اخلاقي او کړو وړو له پلوه له دنيوي ژوند سره همغږی وروزي.
نوځکه تر وسې وسې د مرګ يادولو مخه نيسي او په اړه يې چوپتيا خپلوي.
نو وګورئ چې د اوسنۍ ښوونې او روزنې فلسفه د ژوند د مهمترينې پېښې په اړه د جنسي غريزې هومره هم خبره نه کوي؛ خو حال دا، دا د ژوند پرېکنده او جدي پېښه ده. له مرګه غفلت له دې راولاړېږي چې انګيري ژوند په مرګ پای مومي. حال دا چی، مرګ د ژوند برخه ده، يعنې؛ انسان په ژوند کې مري او مرګ اندنه د انسان يوه آريزه ځانګړنه او له څاروي سره يې د توپير وجه ده، هېڅ حيوان نه پوهېږي چې مري. [28]
يوازې انسان دی چې د دې مسلې په اړه فکر کوي. نوځکه انسان چې څومره ډېر د مرګ په اړه غور او اندنه وکړي، هم يې انسانيت او هم يې له انسانيت څخه معرفت او پوهاوی ډېر تحقق مومي. راوړي يې دي چې د علي کرم الله وجهه ګاونډيانوهره شپه دا جملې له حضرت علي څخه اورېدلې ـ چې په لوړ غږ یې ويلې:
تَجَهَّزُوا رَحِمَكُمُ اللَّهُ فَقَدْ نُودِيَ فِيكُمْ بِالرَّحِيلِ. [29]
«د الله تعالی بندګانو! الله تعالی دې درباندې ولورېږي، چمتو شئ چې د تګ غږ درکې لوېدلی دی. »
د مرګ پر وړاندې ډول ډول غبرګونونه
د ابو العلا معري غبرګون:
شک نشته چې د مرګ يادونې په اړه د دیني مشرانو ټينګار، د زړه تنګۍ او مړ زړۍ رادبره کول نه دي. دا مساله په دې پورې تړاو لري چې مړينه څه وبولو. په دې باب د ابوالعلای معّري په څېر انسان له خيام (يا هغه چې دغسې رباعيات يې ويلي) سره پرتله کړئ. ابو العلا، د عربو نامتو ړوند شاعر او يو بدوينی انسان و چې ژوند يې په خورا سختۍ تېر کړ. له دنيا يې څه ګټه وانخسته، ښځه يې و نه کړه، غوښه يې ونه خوړه او په پای کې وصيت يې وکړ، چې د قبر پر ډبره يې وليکي:
هذه جنايه ابی و ما جنيت باحدٍ
«دا مې د پلار جنايت و؛ خو ما پر هيچا جنايت او تېری و نه کړ. »
يعنې اولاد مې پرېښی نه دی چې زما په څېر بدمرغي وګالي. د دغسې يو انسان د مرګ پر وړاندې دا غبرګون و، اوس چې بايد ومرم؛ نو غوره دا و چې بیخي دنيا ته راغلی نه وم، نو اوس چې په دنيا کې يو، د مړيو په څېر ژوند کوو. ځینې مسيحي راهبان او شيخان او همداراز مسلمان صوفيان هم له ژونده زړه تنګي ول، سوچ او فکر يې کاوه، داچې مرو؛ نو له همدا اوسه ځان مړ وشمېرو. بلخوا د خيام پر څېر کسانو ګروهه درلوده، داچې نه پاتېږو؛ نو دنيا غنيمت وګڼو او همدا شېبه خوښ اوسو:
از دی که ګذشت هیچ از او یاد مکن
فردا که نیامده است فریاد مکن
بر نامده و ګذشته بنیاد مکن
حالی خوش باش و عمر بر باد مکن[30]
په نوې نړۍ کې هڅه د مرګ تحقير، ناڅيزتوب يا حذفول دي
چې څومره مو له وسې پوره وي؛ نو مرګ له ياده اوباسو، يوازې د دې دنيا ژوند ته فکر وکړو، هديرې له ښارونو لرې کړو، مړي هېر کړو، خپل اولادونو ته د مرګ په اړه څه ونه وايو او ونه ليکو، ځان په ډول ډول نشه کوونکيو وزليو بوخت کړو چې د ژوند او پای په اړه يې فکر و نه کړو.
د مرګ د مقدروالي سمه څرګندونه
امام علي کرم الله وجهه په دې خطبه کې اشاره کړې، چې اجل، لیکل شوی او مقدر دی. او هم یې اشاره کړی، چې که اجل مقدر نه وای، د متقیانو ارواح له تنو تښتېدې. په قرآن عظیم الشأن او روایاتو کې ډېر راغلي چې هر څه مقدر دي او اجل هم د الهي مقدراتو ځنې یوه برخه ده او په عملي کېدو کې یې هېڅ ادلون بدلون نه راځې.[31]
هرومرو د ځینو په اذهانو کې دا پوښتنه راولاړېږي، چې څنګه د هغه کسانو مرګ مقدر وبولو، چې له دښمن سره جګړې ته ورځي او که نه ورتلل ژوندي پاتېدل؟ یا هغه چې خپله رنځوري نه درملوي او مري، په درملنه یې خپله مړینه پرڅټولای شوه؟ بلخوا اورېدلي مې دي چې ځینې وایي، چې د مرګ نېټه دې پوره نشي، و به نه مرې. لکه که څوک ټکر وکړي او ومري، مرګ یې د ټکر له لامله نه؛ بلکې نېټه یې پوره شوې وه. داسې که دا سړی په کور کې هم وای، په هماغه وخت مرګ وررسېده. هو سمه ده چې مرګ، مقدر دی؛ خو باید په ځیرنه او دقت د تقدیر پر مانا پوه شو. دا د تقدیر په باب یو باطل او چټي انځورنه ده او داسې یې نه ګڼي چې هر څه راونغاړي، توپیر او تبعیض پکې راولي، حال داچې تقدیر یو رانغاړونکی چار دی او هېڅ کار ترې وتلی نه دی. یوازې مړینه مقدره نه؛ بلکې درملنه هم مقدره ده، رغېدل هم مقدر دي. یوازې د هلاکت په ګړنګ کې ورغوځېدل مقدر نه دي. له هلاکته مخنیوی هم مقدر دی وهلم جداً. په روایت کې دي:
لايكون شىء فى السماوات و لا فى الارض الا بسبع، بقضاء و قدر و اراده و كتاب و اجل و اذن فمن زعم غير هذا فقد كذب على الله اورد على الله عز و جل[32]
« په نړۍ کې هرڅه د اوو څیزونو په منګولو کې دي: قضا، قدر، اراده، مشیت، کتاب، اجل او اذن؛ نو څوک چې بې له دې وانګېري پر الله تعالی یې دروغ ورتړلي دي او یا یې د الله تعالی خبره دروغ ګڼلې ده»
هم هغه انسانان چې په تېرو وختونو کې د نري رنځ له لامله مړه شوي مرګ یې له تقدیره وتلی نه و او هم زموږ په پېر کې پر نري رنځ رنځورانو درملنه د تقدیر له کړۍ وتلې نه ده. که درملنه د تقدیر له کړې وباسو؛ نو بد به پوهېدلي یو. د ځینو خامه انګېرنه داده چې یوازې د عمر اوږدوالی مقدر دی او پاتې عوامل داسې کتارېږي چې له دې ځانګړي اوږدوالي سره اړخ ونه لګوي. دوی غور نه کوي، چې همدا عوامل دي، چې د عمر اوږدوالی ټاکي. د عمر اوږدوالی د دوی تابع دی، نه دوی د عمر د اوږدوالي. او په دې ټوګه هر ډول عوامل چې کتار شي (چې دا عین تقدیر دی) انسان یې مناسب عمر مومي. پردې سربېره د سړي اختیار هم د عالم له مقدراتو ځنې دی؛ نوځکه د اختیار کارول د تقدیر مخرب نه، بلکې عین تقدیر دی. د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم وپوښتل شو: رنځور ته د شفا دعا کول، د تقدیر پر خلاف یو چار دی؟ ورته یې وویل: عین تقدیر دی. او حضرت علي کرم الله وجهه له یو چاود دېواله راپاڅېد او و یې ویل، له الهي قضا، الهي قدر ته پناه وړم؛ یعنې له یوه تقدیره بل تقدیره ته.
* تقدیر، د پېښو یو تفسیر دی نه علت یې
ښه ده چې دا ټکی بیا ووایم چې «تقدیر» د هستی د ځواک کومه برخه نه ده. تقدیر له هستۍ یو تفسیر دی. موږ په ځانګړنو علتونو او لاملونو زیږېږو او په علتونو او لاملونو هم مرو، او د تقدیر نظریه، ددې عواملو او اسبابو تفسیر دی. لکه څنګه چې جبر و اختيار په نړۍ کې زموږ د کړنو تفسير دی، نه په نړۍ کې دوه ځواکونه.
که د هستۍ له ټولګې مو تفسير دا وی، چې هر څه عبث او چټي دي، نو د پېښو د مقدروالي پلوي مو کړې ده او پر تقدير ګروهن نه يو او که له هستۍ مو تقسير دا وي، چې هر څه پکې له حساب وکتاب سره دي او هېڅ کار چټي او عبث نه وی؛ نو پر تقدير ګروهن شوي یو. اوس داچې پردې کې کوم يو نظر معقول دی او کوم يو نا معقول، دا بيله خبره ده.
د مطلب نچوړ دا دی چې تقدير، داسې يو څيز نه دی، چې پر هستی واکمن وي، د هستۍ نظام او کړنه يې، عين تقدير دی چې ورته شوی.
د لولا الاجل مانا
حضرت علي کرم الله وجهه وايي: «که د الله تعالی له لوري انسانانو ته ټاکلی اجل نه وای؛ نو د متقيانو ارواح د ثواب له شوقه او د عذاب له ډاره له تنو يې تښتېدل»
او دا خبره يعنې که الله تعالی انسان د اوس په څېر نه و پنځولی، د متقيانو روح له تنو يې وته. الله تعالی د انسان په پيدايښت کې او د پيدايښت له لارې يې، خپل تقدير پکې بهوي. نړۍ بي د نړۍ د موجوداتو بل څه نه ده او تقدیر هم پر موجوداتو ور زیات څه نه دی. که یو ساعت داسې جوړ کړئ چې په خاصو وختونو کې زنګ ووهي؛ نو د ساعت جوړښت اجازه نه ورکوي، چې په هغو خاصو وختونو کې چوپ شي او زنګ ونه وهي، دا یې عین دنننی تقدیر دی، نه پرې له دباندې کوم حکم او د ده دطبیعي بهیر ځنډونګی. تاسې یې په جوړېدو، د ساعت پر جوړښت زیات څه نه ورږدئ. یعنې له دباندې تقدیر پرې نه ورپیټی کوئ. ساعت یو ځل د زنګ وهلو لپاره جوړېږي، الله تعالیم تاسې یو ځل پیدا کوي چې دغسې اوسو چې یو. د انسان پنځون یعنې د تقدیر او اجل پنځون یې. تقدیر او اجل، بې د انسان له پنځونه کوم چار نه دی. په فلسفي وینا، دلته جعل بسیط دی نه مرکب.
متقیان هم ځانګړی بدني او روحي جوړښت لري او همدا یې د اجل عین تقدیر دی. که داسې نه وای، روح یې له بل ځای سره د تړاو او له بلې نړۍ سره د مینې په پار، له بدنونو یې وته او د ملکوت په بڼه الوته. د انسان بدني جوړښت داسې دی، چې، له جنت سره د شوق پر وړاندې، مقاومت کوي او دا شوق چې څومره هم ډېرېږي بیا هم روح له بدنه نه بېلوي.
موږ د نورو کړاوونو د نارغیو پر وړاندې هم دغسې یو مقاومت لرو. هره رنځوري ټولیز مقاومت را څخه اخستای نشي. دا جوړښت داسې دی، څو د شوق و خوف ګوذار یو ځانګړې پړاو ته ونه رسي، له بدنه روح دباندې کولای نشي.
* حکیمانو مرګ په طبیعی او غیر طبیعي ویشلی دی.
حکیمانو دوه ډوله اجل و مرګ را پېژندلی دی: یو طبیعي اجل و مرګ او بل غیر طبیعي او غیر اختیاري مرګ. طبیعي اجل دادی چې بدن یوه ځای ته ورسي، چې خپله له نفسه (روح) او یا نفس ترې جلا شي او اخترامي اجل یعنې غیر طبیعي مرګ دادی، چې په یوه پېښه کې انسان خپل روح له لاسه ورکړی. د مثال او د ذهن د تقریب لپاره، خوب په پام کې ونیسئ. انسان چې ستړی شي، بې اختیاره خوب ورځي یا په خوب کې، چې د بدن خوب پوره شو، بې له دې چې څوک یې راویښ کړي، خپله له خوبه راپاڅي. موږ په دې نړۍ کې، ویده یو، کله دومره ویدېږو چې په خپله را پاڅوو؛ یعنې دومره ژوند کوو چې مرو؛ یعنې دا مرګ، زموږ د ژوند د ونې مېوه ده. کله هم د راوېښېدو وخت نه دی، څوک غږ راته کوي او خوځوي مو او راواېښېږو؛ یعنې یوه پېښه کېږي او مرو او په بله وینا د ژوند له ونې مو اومه او خام واڼي. ډېر مرګونه دا ډول دي. لومړی ډول یې یوازې کمال ته د ورسېدلو نفوسو دی. د فلاسفه وو په تعبیر نفس د کمال داسې درجې ته ور رسي، چې نور بدن ته څه اړتیا نلري. بدن د نفس د اړتیاوو لرې کوونکی (دافع) او د ده د قواوو فعلیت ته رسوونکی ګڼل کېږي، په داسې پړاو کې چې نفس ټوله لازمه ګټه ترې کړې او نوره څه اړتیا ورته نلري، خوشې کوي یې، لکه یو سپور چې خپله سپرلۍ پرېږدي.
په دې اړه د مولوی خبره اورېدونکې ده:
اين جهان همچون درخت است اى كرام ما بر او چون ميوههاى نيم خام
سخت گيرد خامها مر شاخ را زانكه در خامى نشايد كاخ را
چون بپخت و گشت شيرين لب گزان سست گيرد شاخها را بعد از آن (. . .)
سختگيرى و تعصب خامى است تا جنينى كار خون آشامى است[33]
مېوه چې ورسېده او پخه شوه، په خپله سسېږي او لوېږي، او مولانا له دې مسالې اخلاقي ګټنه کوي او وایي: هغوی چې ځانونه یې په دې دنیا پورې سخت او ټینګ ورنښلولي، همدا یې د خامۍ او امه توب نښه ده؛ خو هغوی چې بالغ او پاخه شوي، خپله پوهېږي، چې باید د دنیا له تنګ زیلانځه یو ارت ځای ته ولاړ شي. کله یو شمېر نفوس د کمال یوې مرتبې ته وررسي (چې دې مرتبې ته د ور رسېدو له ځانګړنو، له ثواب سره شوق او له عذابه ډار دی) چې د پخې مېوې په څېر له ښاخه رالوېږي، له بدنه جلا کېږي او د صدر المتالهین په تعبیر، نفس په غښتلي کېدو، له بدنه منصرف او مستغني کېږي او پر خپل حال یې پرېږدي، چې له منځه ولاړ شي. دا لومړی ډول مرګ دی. البته ډېری خلک دا ډول نه مري. موږ هم د دواړو تشخیصولو ته هېڅ دقیقه ضابطه او کچه نلرو؛ خو له عقلی پلوه پوهېږو، چې دواړه مرګونه، میسر دی. بل ډول مرګ، د بدن د کور ویجاړېدل او آفت پکې وردننه کېدل دي، او په دې وخت کې نور نفس ته د پاتېدو کوم ځای نه پاتېږي، په لومړي ډول کې د نفس تلل د بدن د ورانۍ لاملېږي او په دویمني کې بدن د نفس تللو لاملېږي.
ملا صدرا په دې اړه یو شعر راوړي:
جان عزم رحيل كرد گفتم كه مرو گفتا چه كنم؟ خانه فرومىآيد[34]
«روح د تلو هوډ وکړ، ورته مې وويل مه ځه، و یې ويل، څه وکړم کوټه رالوېږي»
او وايي دا مضمون له اخترامي مرګ (غير طبيعي) سره مناسب دی نه له طبيعي سره. د مولانا راوړل شوی شعر له طبيعي مرګ سره مناسب دی او هم وايي:
چون بيفزايد مى توفيق را قوت مى بشكند ابريق را[35]
او يا:
خانهخرابى گرفت زانكه قنق[36] زفت بود هيچ نگنجد فلك در در و دهليز من[37]
«خونه مخ پر خرابېدو شوه؛ ځکه مېلمه آفتي و، په وره او دهليز کې مې فلک نه ځاييږي. »
له آخرت سره شوق، له عذابه ډارېدل، د الله تعالی ياد، زهد او له الهي کلام سره مينه د نفس او طبيعي مرګ چمتو کېدنې دي. نفس هومره له حقه مړېږي چې له بدنه را تاو دېوال سوری کوي، چې دا سوري کول عين واقعي مرګ دی[38].
* د متقيانو له بدنه يې، د ارواحو د جلا کېدنې خواله
نژدې ده چې د متقيانو ارواح له بدنونو يې جلا شي، راز يې امام په را روسته غونډله کې څرګندوي:
عظم الخالق فى انفسهم فصغر ما دونه فى اعينهم
«خالق يې داسې په زړونو کې ستر دی، چې بې له خدايه يې هر څه په سترګو کې واړه دي. »
امام د خپل ملګري په اړه همدې تعبير ته ورنژدې تعبير کارولی او مخکې مو اشاره ورته کړې وه:
عظم الخالق فى انفسهم فصغر ما دونه فى اعينهم [39]
«داچې دنيا يې په سترګو کې کوشنی ده، لامل شو چې په سترګو کې مې ستر وبرېښي. . »
په بله وينا الله تعالی يې دومره په زړونو کې په ستريا او هيبت ناست دی، چې پر نورو څیزونو يې ځای ورتنګ کړی؛ نوځکه د دنيا له لاسه ورکول کوم حسرت و افسوس ورته نه ګڼل کېده.
امام په يوه بله خطبه کې د الهي انبياوو عليهم اسلام په سترګو کې ددنيا د ناڅيزوالي په اړه څه خبرې لري، چې مناسبه ده ځينې برخې يې راولو.
د حضرت موسی علیه السلام په باب وايي:
و ان شئت ثنيت بموسى كليم الله عليه و سلم اذ يقول «رب انى لما انزلت الى من خير فقير» والله ما ساله الا خبزا ياكله لانه كان ياكل بقله الارض. و لقد كانت خضره البقل ترى من شفيف صفاق بطنه، لهزاله و تشذب لحمه.
پر الله تعالی قسم! موسی علیه السلام له الله تعالی یوه ټیکله ډوډۍ وغوښته چې لوږه یې لرې شي. موسی علیه السلام د ځمکې سابه باب – سبزیجات وخوړل، تردې چې د ډنګرۍ او د بدن د غوښو د اوبېدو له لامله یې د سبو شنه په ګېډه کې ښکارېدل[40].
د عیسی علیه السلام په اړه وايي:
و ان شئت قلت فى عيسى بن مريم عليهالسلام، فلقد كان يتوسد الحجر و يلبس الخشن و ياكل الجشب. و كان ادامه الجوع و سراجه باليل القمر. و ظلاله فى الشتاء مشارق الارض و مغاربها و فاكهته و ريحانه ما تنبت الارض للبهائم. و لم تكن له زوجه تفتنه و لا ولد يحزنه و لا مال يلفته و لا طمع يذله، دابته رجلاه و خادمه يداه
او که غواړې د مریمې د زوی عیسی علیه السلام بېلګه درته راوړم. عیسی علیه السلام به تر سر لاندې تېږه ایښووه، پېړې جامې یې اغوستې، وچه ډوډۍ یې خوړه، د لوږې پر مهال یې ښوروا، لوږه و او په شپه کې یې ډیوه سپوږمې و او په ژمي کې یې سرپناه د ځمکې لر و بر، میوه او ګلان یې هماغه ول، چې ځمکې څارویو ته راټوکول، ښځه یې نه درلوده، چې ترې راتاو وي، اولاد یې نه درلود، چې غمجن یې کړي، څه شتمني یې نه درلوده، چې ورباندې بوخت شي، تمه یې نه درلوده، چې خوار او ذلیل یې کړي، سپرلۍ یې دوه پښې او چوپړیال یې دوه لاسونه وه. [41]
د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په باب وايي:
فتاس بنبيك الاطيب الاطهر صلى الله عليه و آله، فان فيه اسوه لمن تاسى و عزاء لمن تعزى. و احب العباد الى الله المتاسى بنبيه و المقتص لاثره. قضم الدنيا قضما و لم يعرها طرفا. اهضم اهل الدنيا كشحا و اخمصهم من الدنيا بطنا. عرضت عليه الدنيا فابى ان يقبلها. و علم ان الله سبحانه ابغض شيئا فابغضه و حقر شيئا فحقره و صغر شيئا فصغره. . . و لقد كان صلى الله عليه و آله و سلم ياكل على الارض و يجلس جلسه العبد و يخصف بيده نعله و يرقع بيده ثوبه و يركب الحمار العارى و يردف خلفه. و يكون الستر على باب بيته فتكون فيه التصاوير فيقول يا فلانه- لاحدى ازواجه- غيبيه عنى فانى اذا نظرت اليه ذكرت الدنيا و زخارفها. . .
نو په خپل نېک او پاک پېغمبر (صلی الله علیه و آله وسلم) پسې اقتدا وکړه، چې بېلګه غواړیو ته یې ژونددود یوه بېلګه او عزت غواړیو ته د ویاړنې لامل دی او الله تعالی ته هغه خورا ګران دی چې په رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم پسې ولاړ شي او پر پل یې پل کېدي. پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم له دنیا خوله ډکه نه کړه او دنیا ته یې د سترګې په کونج کې وکتل، تشي یې تر ټولو خلکو ننوتي او ګیډه یې تر ټولو تشه وه. دنیا یې وروړاندې کړه؛ خو و یې نه منله او چې پوه شو د الله تعالی یو څه نه خوښېږي؛ نو ده هم ښه ونه ګڼل او کوم څیز چې الله تعالی بې ارزښته بللی؛ نو ده هم بې ارزښته وباله او څه چې الله تعالی کوشنی ګڼلی، ده هم کوشنی وګاڼه، که د الله تعالی او پېغمبر یې یو بد ګڼلی څیز ښه وبولو یا کوم څیز چې دواړو سپک ګڼلی، موږ یې ستر وبولو؛ نو له الله تعالی سره د دښمنۍ او له احکامو یې د سرغړونې لپاره همدا راته بسیا دي. پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم پر ځمکه خواړه خوړل، د مریانو په څېر کېناسته، خپلې څپلۍ او جامې یې په خپله ګنډلې، پر بې کتې خره سپرېده او ډېر ځل یې بل هم په ځان پسې سپراوه. په خونه کې یې یوه انځوریزه پرده راځوړنده وه، خپلې یوې مېرمنې ته یې وویل: ” دا پرده مې له سترګو لرې کړه، چې ورته وینم، دنیا او ښکلا یې رایادېږي. [42]“
امام علي کرم الله وجهه د انبياوو د حالاتو تر څرګندولو وړاندې يوه غونډله وايي چې له موضوع سره مو سخت مناسبت لري او داچې:
و كذلك من عظمت الدنيا فى عينه و كبر موقعها من قلبه آثرها على الله تعالى فانقطع اليها و صار عبدا لها [43]
« او دغسې ده، د چا په سترګو کې چې دنیا ستره وي او په زړه کې یې په عظمت ورناسته وي، پر الله تعالی یې غوره بولي، ورو به ځغلي او بنده به یې شي»
و كذا من ابغض شيئا ابغض ان ينظر اليه و ان يذكر عنده[44]
هو، د چاچې څه نه خوښېږي، ورکتل او یادول به یې هم نه خوښېږي. »
د انسان که کوم څیز ښه نه ایسېده؛ نو نامه، نښه او څه چې ورپورې تړاو لري بد یې ایسي، او کوم څیز یې چې ښه ایسي، په اړه یې چې څه یادېږي، خوښېږي یې. دا مانا که د چا په زړه کې الله تعالی کېني، دنیا یې له سترګو غورځي او ورته کوشنی کېږي، یو ډېر مهم مطلب دی، چې باید له روزنیز پلوه ورته پام وکړو او له بیخه د اخلاقو په باب د دیني ښوونو آریز ټکی باید همدلته ولټوو.
د ښو او بدو اخلاقو په اړه ډېرې ویینې او سپارښتنې شوي، چې باید رذایل له ځانه لرې او فضایل په زړونو کې ځای پر ځای کړو. باید دنیا کوشنی وګڼو. باید په دنیا کې زهد خپل کړو؛ خو ډېره لږه یې دې ټکي ته پاملرنه کړې چې:
ديو بر دنياست عاشق، كور و كر عشق را عشق دگر برد مگر[45]
د مرګ يادولو يوه مهمه پايله قناعت او د انفاق او ايثار روحيه ده
نوې ښوونه او روزنه د ديني ښوونې او روزنې پرخلاف له مرګ او بلې نړۍ غافله ده:
له ديني اندنو سره د نوې ښوونې او روزنې د ښوونځيو له مهمو توپيرونو ځنې يو دا دی چې له آره په دې ښوونځيو کې د يو جدي او انسان ساز چار په توګه مرګ ته پاملرنه نه کېږي. يعنې د اوسنۍ ښوونې او روزنې بنسټ پردې دی چې انسان په دنيا کې د ژوند لپاره وروزل شي او هم ځان بايد له عقلاني، اخلاقي او کړو وړو له پلوه له دنيوي ژوند سره همغږی وروزي.
نوځکه تر وسې وسې د مرګ يادولو مخه نيسي او په اړه يې چوپتيا خپلوي.
نو وګورئ چې د اوسنۍ ښوونې او روزنې فلسفه د ژوند د مهمترينې پېښې په اړه د جنسي غريزې هومره هم خبره نه کوي؛ خو حال دا، دا د ژوند پرېکنده او جدي پېښه ده. له مرګه غفلت له دې راولاړېږي چې انګيري ژوند په مرګ پای مومي. حال دا چی، مرګ د ژوند برخه ده، يعنې؛ انسان په ژوند کې مري او مرګ اندنه د انسان يوه آريزه ځانګړنه او له څاروي سره يې د توپير وجه ده، هېڅ حيوان نه پوهېږي چې مري. [46]
يوازې انسان دی چې ددې مسلې په اړه فکر کوي. نوځکه انسان چې څومره ډېر د مرګ په اړه غور او اندنه وکړي، هم يې انسانيت او هم يې له انسانيت څخه معرفت او پوهاوی ډېر تحقق مومي. راوړي يې دي چې د علي کرم الله وجهه ګاونډيانوهره شپه دا جملې له حضرت علي څخه اورېدلې ـ چې په لوړ غږ یې ويلې:
تَجَهَّزُوا رَحِمَكُمُ اللَّهُ فَقَدْ نُودِيَ فِيكُمْ بِالرَّحِيلِ. [47]
«د الله تعالی بندګانو! الله تعالی دې درباندې ولورېږي، چمتو شئ چې د تګ غږ درکې لوېدلی دی. »
«دیو پر دنیا ړوند و کوڼ عاشق دی؛ خو یو عشق بل عشق له منځه وړي».
له مرګه د اديانو انګېرنه
خو د اديانو انګېرنه دا ده چې مرګ د ژوند هومره جدّي دی او له آره د ژوند برخه ده. نه تر مرګ روسته د ژوند له لامله؛ بلکې په دې پار چې پخپله هم کافي هومره مهم دی، له مرګه غافل انسان تر انسانيته څارويتوب ته ورنژدې دی.
د مرګ په اړه د اديانو رسالت
مولوی د ديني ښوونو او قرآن حکیم په لاروۍ وايي:
آن که مردن پیش چشمش «تهلکه» است
امر «لا تلقوا» بګیرد او به دست
و آن که مردن پیش او شد فتح باب
«سارعو» آید مر او را در خطاب
د چا په سترګو چې مرګ هلاکت دی، لاندې آيت ورته لاسوندوي:
وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ[48]= په خپلو لاسونو خپل ځانونه مه هلاکوئ.
او په دې لاسوند له هر ډول سرښندنې، فداکارۍ او جهاد څخه ډډه کوي؛ خو هغه چې مړينه د وره پرانسته او پراختيا بولي، دا آيت د خپلو کړنو بنسټ ګڼي:
وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ[49]= او د خپل پالونکي د بښنې او هغه جنت ته د ورسېدو لپاره بيړه وکړئ، چې د اسمانونو او ځمكې (هومره) پراخ دی.
نو ټولې خبرې د مرګ پېژندنې د څرنګوالي پر سر دي. د مېړانې له وجهې له مرګه نه ډارېدل، بې د مرګ له مهم نه شمېرلو ځنې دي. ځان تلونکی بلل یو شی دی او له تلو څخه ډار بل شی دی او دا دواړه یو له بل سره توپیر لري. مولوي له هغو کسانو دی چې په مړانه مرګ ته هر کلی کوي او صوفيان هغوی بولي چې پر مرګ ريشخند او ملنډې وهي:
مرګ کین جمله از او در وحشت اند
می کنند این قوم بر وی ریشخند
او د «سربالاطلب فقير» له خولې وايي:
من چو اسماعیلیانم بی حذر
بل چو اسماعیل آزادم ز سر
فارغم از طمطراق و از ریا
قل تعالو ګفت جانم را بیا
ګفتم کم ګیرد سر و اشکنبه ای
رفته ګیر از ګنج جان یک حبه ای
په دې توګه، مولوی له هغو عارفانو ځنې دی چې مرګ جدي بولي او له دې لارې خپله ځان پېژندنه پوره کوي او وايي څوک چې له مرګه تښتي، له ځانه تښتي، ته وا مرګ د انسان د وجود هنداره ده:
مرگ هر یک ای پسر همرنگ اوست
پیش دشمن دشمن و بر دوست دوست
پیش ترک آیینه را خوش رنگیست
پیش زنگی آینه هم زنگیست
آنک میترسی ز مرگ اندر فرار
آن ز خود ترسانی ای جان هوش دار
روی زشت تست نه رخسار مرگ
جان تو همچون درخت و مرگ برگ
يو ته، مرګ وداع او بل ته وصال او نښلون دی. يو ته، وطن ته رسېدل او بل ته، غربت ته ورتلل دي:
ګفت جفتش الفراق ای خوش خصال
ګفت نه نه الوصال است الوصال
ګفت جفت امشب غریبی می روی
از تبار و خویش غایب می شوی
ګفت نه نه بلکه امشب جان من
می رسد خود از غریبی در وطن
د امام غزالي له نظره د مرګ په اړه د خلکو د غبرګونونو ډولونه
غزالي د مرګ په هکله ښکلې خبره لري، وايي چې خلک د مرګ پر وړاندې درې ډلې کېږي: يوه ډله چې د دنيا له نعمتونو برخمن دي، له مرګه ډارېږي؛ ځکه مرګ د خپلو خوښيو پای بولي. بله ډله هم له مرګه ډارېږي؛ ځکه د خپلو کړنو د مکافاتو په اړه فکر کوي؛ نو ځان مرګ ته چمتو کوي او درېيمه هغه ډله ده چې د مرګ هرکلی کوي؛ ځکه مرګ د محبوب او معشوق لقا بولي. [50]
غوره مړينه د تړاوونو اختياري پرېښوول دي
عارفانو راته ويلي چې په ژوند کې مرګ تمرينولای شو او مړينه د تړاوونو پرېښوو ته وايي. دا مړينه اختياري ده، چې البته د اجباري او طبيعي مړينې مانا هم په ډاګه کوي او هم يې منل اسانوي:
هر که شیرین می زید او تلخ مرد
هر که او تن را پرستد جان نبرد
توبه تر مړينې وړاندې، د مرګ د تجربې يوه مرتبه ده
توبه کول هم يو ډول مرګ ازمېښتي ده، انسان چې تل له خپلو ګناهونو توبه کوي، پرله پسې له چټليو مري او په پاکۍ راژوندی کېږي او په دې مرګ و ژوند، تل د کمال پر پوړۍ ورخېژي.
عاشقي هم د مرګ تمرين دی
همداراز د عرفان د ښوونځي له مهمو سبقونو ځنې يو دا دی چې عاشقي هم د مړينې تمرين دی:
جمله عشق است و عاشق پرده ای
زنده معشوق است و عاشق مرده ای
څوک چې ځان د مينې او محبت په جوارۍ کې بايلي، د مړينې يو مهم پړاو تجربه او تمرينوي. عاشقي؛ يعنې فنا، او فنا يعنې تر مرګ یوه ډېره اوچته مرتبه ده. مولانا د «وکيل صدر جهان» په داستان کې د عاشق بخارايي له خولې هغو ناصحانو ته، چې بخارا ته يې له ورتلو منع کاوه، وايي:
گفت ای ناصح خمش کن چند چند
پند کم ده زانک بس سختست بند
سختتر شد بند من از پند تو
عشق را نشناخت دانشمند تو
آن طرف که عشق میافزود درد
بوحنیفه و شافعی درسی نکرد
تو مکن تهدید از کشتن که من
تشنهٔ زارم به خون خویشتن
عاشقان را هر زمانی مردنیست
مردن عشاق خود یک نوع نیست
او دو صد جان دارد از جان هدی
وآن دوصد را میکند هر دم فدی
هر یکی جان را ستاند ده بها
از نبی خوان عشرة امثالها
گر بریزد خون من آن دوسترو
پایکوبان جان برافشانم برو
آزمودم مرگ من در زندگیست
چون رهم زین زندگی پایندگیست
اقتلونی اقتلونی یا ثقات
ان فی قتلی حیاتا فی حیات
په بل داستان کې کله چې يو عاشق خپل معشوق ته ګيله کوي، چې ټول کارونه مې ستا لپاره کړي دي، وايي:
مال رفت و زور رفت و نام رفت
بر من از عشقت بسی ناکام رفت
هیچ صبحم خفته یا خندان نیافت
هیچ شامم با سر و سامان نیاف
معشوق په ځواب کې ورته وايي:
کانچ اصل اصل عشقست و ولاست
آن نکردی اینچ کردی فرعهاست
گفتش آن عاشق بگو که آن اصل چیست
گفت اصلش مردنست ونیستیست
تو همه کردی نمردی زندهای
هین بمیر ار یار جانبازندهای
ولې مرګ يادول هوښياري ده ؟
مړينه د عاشقۍ روستی ګام دی او دا د عارفانو بنسټيزه ښوونه ده. دې مشرانو په دې توګه له يوه اړخ څخه د مرګ مانا تلطيف او خوږوله او له بل اړخ څخه پر مانا کولو به یې انسان د خورا انسانولو پر لور وسيخاوه او د انسانيت افق او څنډ ته يې ورنژدې کاوه.
له الله تعالی غواړو، چې له هغو مو وشمېري چې په مرګ کې يو ذوق او مينه ويني او ترې غواړو چې په مرګ کې د محبوب د لقا خوند راوڅکي او د خپل رحمت ورونه راپرانځي او دې له خطره ډک سفر ته مو چمتو کړي.
مرګ ته بې پامي
د اخروی ژوند او د روح پایښت او بقا په هکله هم وضع په همدې ډول ده. که را نه وپوښتي، ورته وایو هېڅ شک پکې نلرو؛ خو که کړه وړه مو وویني، پر ګروهو به مو شکمن شي. په بله وینا د عمل پر مهال پر یو ډول دروغجنی ځانپوهنې اخته یو. که څوک ددې خبرې په رښتیاتوب ځان پوهوي، کافي ده چې له ځان سره حساب وکړي او وویني هر ګهیځ چې له خوبه پاڅي څو سلنه یې بدني غوښتني او نیتونه دي او څو سلنه یې روحي او مانیزې دي، بیا دې ځان د رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په دې هېنداره کې وویني چې ویلي یې دي:
من اصبح و همته غير الله اصبح من الخاسرين المعتدين[51]
« څوک چې ګهیځ پاڅي او بې له الله نیت او هوډ ولري؛ نو د زیانمنو او بلوسګرو – تجاوزګرو په لیکه کې پاڅېدلی دی»
چې د خپل ګروهې په زړي او حقیقت پسې ولټي او پوه شي قبله یې کومه ده او کو مې لوري ته سجده کوي.
له نفس سره د مبارزې ړومبی مرتبه له نفس سره همدا شمېرانه یا محاسبه ده. یعنې یو انسان چې شپه و ورځ د خلکو حسابونه کوي ایا نباید د ځان حساب ته یې ورپام شي او وویني چې هره ورځ څه کوي او موخه یې څه ده: څومره خپلې بدني او جسمي غوښتنی پوره کوي او څومره یې خپلو روحي اړتیاوو ته ورپام دی. بې محاسبې له نفس سره مبارزه نه کېږي:
لايكون العبد مومنا حتى يحاسب نفسه اشد من محاسبه الشريك شريكه و السيد عبده[52]
« یو بنده هله مؤمنېدای شي چې خپل نفس محاسبې ته راکاږي او محاسبه یې تر هغې محاسبې خورا سخته وي چې شریک یې له خپل شریکوال او خاوند یې له خپل مریي سره کوي»
محاسبه وکړي چې و مومي له خرتوبه حج ته نه ځي یا د خره نه درلودو له وجهې. و مومي چې د ده تقصیر او لنډون دی یا د « شونتیاوو» په نامې د یوی بې ګناهۍ چې تل مقصره بلل کېږي او د مولانا جلال الدین بلخي په وینا:
خبرىست نو رسيده، تو مگر خبر ندارى جگر حسود خون شد، تو مگر جگر ندارى
تن توست همچو اشتر كه برد به كعبهى دل ز خرى به حج نرفتى، نه از آنكه خر ندارى[53]
دا تن د روح سونګ دی او بې له دې بل شان او حالت نه لري، باید دا وسوځول شي چې د روح ډیوه بله شي، فرصت لنډ او تنګ دی، څو سونګ تمام شوی نه وي، ډیوه دې بله کړه، که نه بې سونګه او بې رڼا به پاتې شې لکه چې مولانا بلخي ویلي:
وقت تنگ است و چراغم ابترى زو بگيرانم چراغ ديگرى
[1] صحیفه سجادیه.
[2] (حجر: ٢٩ آيت)
[3] وګورئ: الميزان تفسير(عربي متن) : ديارلسم ټوک، ١٩٥ مخ د ((قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي)) تر آيت لاندې او همداسې درېم ټوک، ٢٧٠ تر ٢٧٥ مخونه د ((يوم يقوم الروح و الملائکة صفاً)) تر آيت لاندې.
[4] (نساء: ٩٧آيت)
[5] (سجده/10)
[6] (سجده/11)
[7] (زمر:٤٢ آيت )
[8] (نهج الفصاحه ۲۶۴۵ حديث)
[9] (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)
[10] (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)
[11] (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)
[12] (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)
[13] ( سفينة البحار ۲/ ۵۵۳)
[14] (بحارالانوار ۶/ ۱۲۹)
[15] (نهج البلاغه، ۷۴ حکمت)
[16] ( نهج البلاغه ٢٢٤خطبه )
[17] ( نهج البلاغه ٢٢٤ خطبه )
[18] ( کهف/ ٤٩)
[19] ( قيامت/۱-٤)
[20] ( د کينګ ټولنپوهنه، ١٩٢مخ )
[21] (عنکبوت/۵۷)
[22] – له پېغمبر (ص) څخه روايت شوی: خورا ځيرک هغه دی چې مرګ ډېر يادوي او ورته چمتو وي. «أَكْيَسَ الناس أَكْثَرُهُمْ ذِكْراً لِلْمَوْتِ وَ أَشَدُّهُمْ لَهُ اِسْتِعْدَاداً له»(المحجة البیضاء، ۸ جلد، کتاب ذکر الموت و ما بعده)
[23] (زمر/۴۵)
[24] – ۹۹ خطبه، ۱۸۸ خطبه ۱۴۵ خطبه، ۱۲۳ خطبه، ۲۰۴ خطبه، ۲۰۳ خطبه، ۲۳۰ خطبه.
[25] – حکمت ومعيشت، لومړي ټوک ته مراجعه وکړئ.
[26] – نهج البلاغه: ۲ ټ، ۲۲۷ مخ او بحار الانوار: ۶۸ ټ، ۲۶۷ مخ.
[27]– د قناعت په هکله پرېمانه روایاتونه راغلي، لکه علي (ک) وايي: اقنع تعز (بحار الانوار، الروضه، ۷۵ ټ، ۵۳ مخ)، من رضی بقسم الله کان غنیا (بحارالانوار، الروضه، ۷۴ ټ، ۱۷۱ مخ)، اشکر الناس اقنعهم (بحارالانوار، ۷۴ ټ، ۴۲۲ مخ)، المومن یرغب فیما یبقی و یزهد فیما یفنی (بحارالانوار ۷۵ټ، ۲۶ مخ)، القناعةُ مال لا ینفذُ (نهج البلاغه، ۵۷ ام حکمت). همدا روايت له پېغمبر (ص) څخه هم روايت شوي: (نهج الفصاحه، ۲۱۱۱ جمله، افلح من الی الاسلام و کان عیشهُ کفافاً و قنع به)،
[28] – دا مانا اګزيستانسياليست فيلسوفانو او له دې ځنې هايدګر ته پرېمانه اهميت لري. زموږ په احاديثو کې هم دې ټکي ته اشاره شوې ده لکه: پېغمبر (ص) ويلي: که چېرته حېوانات د نورو حېواناتو له مرګ څخه هغسې خبر وای، لکه څرنګه چې تاسې ترې خبر یې؛ نو کله به یې د نورو حیواناتو غوښه نه خوړه. (کیمیای سعادت، امام محمد غزالی، حسین خدیوجم تصحیح، علمي او فرهنګي انتشارات، دویم ټوک، ۶۱۳ ام مخ)
[29] – بحار الانوار:۷۴ ټ، ۳۹۱ مخ. (نهج البلاغه، ۲۰۴ مه خطبه)
[30] – رباعيات خيام، ۷۷ مخ.
[31] (په دې باب وګورئ: په حدیثي ټولګو کې اړوند بابونه، لکه: کلیني، اصول کافي او د صدوق د التوحید کتاب)
[32] كتاب التوحيد، باب فى انه لا يكون شى فى السماء و الارض الا بسبعه، اصول كافى، ج 1، حديث 1
[33] (مثنوي معنوي، درېیم دفتر، 1293 -1297 بیتونه)
[34] صدرالدين محمد شيرازى، الحكمه المتعاليه فى الاسفار العقليه الاربعه، ، ۹/ ۵۲
[35] (مثنوي معنوي، درېیم دفتر)
[36] قنق یعنې میلمانه
[37] (كليات شمس، غزل 2065)
[38] زموږ په تاریخ کې داسې بزرګان شته، چې په همدې دنيوې ژوند کې يې، د بدن د بې واکه کېدو (خلع قدرت) وس درلود. شيخ شهاب الدين سهروردي، په حکمة الاشراق کتاب کې وايي: « حکيم، هله حکيم پېژنو چې اختيار، خپل بدن پرېږدي» او روسته وايي: « دې فيلسوف ډولو ته پام وراړوئ، څه چې دوی وايي، مطلب تر دې خورا اوچت او ستر دی فالامر اعظم مما قالوا» حکمة الاشراق، د مؤلف وصيت
[39] (نهج البلاغه، کلمات قصار ۲۸۹)
[40] (نهجالبلاغه، 160 خطبه)
[41] (نهج البلاغه ۱۶۰ خطبه)
[42] (نهج البلاغه ۱۶۰ خطبه)
[43] (نهج البلاغه، ۱۶۰خطبه)
[44] (نهج البلاغه، ۱۶۰خطبه)
[45] (مثنوی، پینځم دفتر)
[46] – دا مانا اګزيستانسياليست فيلسوفانو او له دې ځنې هايدګر ته پرېمانه اهميت لري. زموږ په احاديثو کې هم دې ټکي ته اشاره شوې ده لکه: پېغمبر (ص) ويلي: که چېرته حېوانات د نورو حېواناتو له مرګ څخه هغسې خبر وای، لکه څرنګه چې تاسې ترې خبر یې؛ نو کله به یې د نورو حیواناتو غوښه نه خوړه. (کیمیای سعادت، امام محمد غزالی، حسین خدیوجم تصحیح، علمي او فرهنګي انتشارات، دویم ټوک، ۶۱۳ ام مخ)
[47] – بحار الانوار:۷۴ ټ، ۳۹۱ مخ. (نهج البلاغه، ۲۰۴ مه خطبه)
[48] (بقره/۱۲۵)
[49] (آل عمران/۱۳۳)
[50] – امام غزالي، کيميای سعادت، ۲ ټ، ۶۱۰ مخ.
[51] خاتمه مستدرک الوسایل، ۳۳۹ مخ
[52] بحارالانوار: ۷۲/۶۷ مخ
[53] (كليات شمس، غزل 2828)
-
ټیګونه:
- په نوې نړۍ کې هڅه د مرګ تحقير
- د مرګ د مقدروالي سمه څرګندونه
- د مرګ ویره
- د مرګ ياد په انسان کې د ډېر غوښتنې روحيه له منځه وړي
- د مرګ يادول هم بشر ته عجز او بېوسي وريادوي
- عاشقي هم د مرګ تمرين دی
- غوره مړينه د تړاوونو اختياري پرېښوول دي
- له مرګه د اديانو انګېرنه
- له مرګه ویره
- مرګ ته بې پامي
- مرګ څه ته وايي
- مرګ يادول د انسان فرعونيت ځپي
- مړينه پاى ده که پيل؟
- ناڅيزتوب يا حذفول دي
- ولې مرګ يادول هوښياري ده ؟