بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الشّوری سورت شوری سورت، درې پنځوس (53) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. داچې په ۳۸ آیت کې یې د شورا مسالې ته اشاره شوې، نامه یې «شوری» ده. ددې سورت منځپانګه: ګروهیز آرونه؛ لکه توحید، نبوت او معاد او همداراز اخلاقي او ټولنیزې ویینې هم پکې دي. […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الشّوری سورت
شوری سورت، درې پنځوس (53) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. داچې په ۳۸ آیت کې یې د شورا مسالې ته اشاره شوې، نامه یې «شوری» ده.
ددې سورت منځپانګه: ګروهیز آرونه؛ لکه توحید، نبوت او معاد او همداراز اخلاقي او ټولنیزې ویینې هم پکې دي.
په هغو 29 سورتونو کې چې په مقطعه توریو پیل شوي، تر ټولو اوږده مقطعه توري په دې سورت کې راغلي او په زړه پورې خو داده، چې دې سورت د مقطعه توریو ستونزه هواره کړې او وايي: «کَذلِکَ یُوحې»؛ یعنې وحې له همدې عربي الفباوو ځنې ده،چې ستاسې په واک کې دي، که په څېر یې راوړای شئ
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
حم«1» عسق«2» کَذلِکَ یُوحې إِلَیْکَ وَ إِلَی الَّذِینَ مِنْ قَبْلِکَ اللّهُ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«3»=حا، ميم. عين، سين،قاف. ځواکمن حكيم الله، تا او تر تا مخكېنيو ته دغسې وحې كوي:
لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ وَ هُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیمُ«4»=څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، يوازې د هغه دي او هغه لوړ پوړى ستر دى.
ټکي:
* په قرآن کریم کې د «قَبْلِکَ» کلمه، پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته په خطاب کې ډېره کارېدلې ده؛ یعنې تر تا مخکې پېغمبران راغلي دي؛ خو هېڅکله ورته د «بعدک» کلمه نه ده راغلې او دا د اسلام پېغمبر (ص) د خاتمیت ښکارندوی ده.
* سره له دې چې د اسلام پېغمبر د انبیاوو خاتم دی؛ خو نامه یې تر نورو مخکې راغلې ده، چې دا یې د ستر مقام نښه ده.
الهي عزت، ځواک، حکمت او عظمت، ټول په الهي وحې کې انځور شوي دي؛ نو الهي وحې او کلام دې ساده و نه ننګېرل شي.
* پېغمبران د الهي عزت، ځواک او برم په سرچینې پورې نښتي دي؛ نو څوک چې ورسره لاس و ګرېوان شي، ورک به شي.
*د قرآن د اعجاز یو دلیل دادی، چې له عمومي او عادي کلماتو او توریو یې داسې غونډلې- جملې او تړښتونه – ترکیبونه جوړ کړي، چې هېڅوک یې په شان راوړای نشي.
پېغامونه:
1-خلکو ته چې یو څه ویل غواړئ؛ نو لومړی یې ورلېوال کړئ. «حم. عسق»
2-د انبیاوو د وحې منځپانګه او کړنلار یو بل ته ورته ده. «کَذلِکَ»
3-وحې یو الهي قانون دی.( کَذلِکَ یُوحې…)
4-ټول انبیاء په یوې سرچینې پورې نښتي دي او له یوې سرچینې وحې ترلاسه کوي.«کَذلِکَ یُوحې»
5-وحې د عزت له سرچینې ده، مخالفت یې مه کوئ، ګنې ورک به شئ.( یُوحې…اَلْعَزِیزُ)
6- وحې د عزیز و حکیم الله له لوري ده او لاروي ترې عزت او پیاوړتیا دربښي. «الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»
7- د وحې نزول، د حکمت پر بنسټ دی؛ نو هر چا ته وحې نه کېږي. (یُوحې…اَلْحَکِیمُ)
8-وحې د حکمت له سرچینې ده؛ نو مطالب یې همېشني دي او ټکني کېږي نه. (یُوحې… اَلْحَکِیمُ)
9- د الله تعالی عزت، د ده له حکمت او کارپوهۍ سره دی. «الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»
10- د تشریع نظام (وحې او ښیون) د هغه حق دی، چې تکوین نظام (آسمانونه او ځمکه) یې په واک کې دي.(لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ…)
11- وحې زموږ ودې ته ده، ګنې هغه خو له موږ بشپړ مړه خوا دی. (لَهُ ما فِی السَّماواتِ… اَلْعَلِیُّ الْعَظِیمُ)
12-حقیقي مالکیت د الله تعالی دی؛ نور هسې د مالکیت ګومان کوي. (لَهُ ما فِی السَّماواتِ…)
13- پر هستۍ د الله تعالی مطلق مالکیت یې د عزت او حکمت ملاتړ دی. (اَلْعَزِیزُ الْحَکِیمُ لَهُ ما فِی السَّماواتِ…)
تَکادُ السَّماواتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَ الْمَلائِکَهُ یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِی الْأَرْضِ أَلا إِنَّ اللّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ«5»=نژدې ده، چې اسمانونه (د وحی د عظمت له لامله) یو د بل له پاسه وچوي او (حال دا) پرښتې د خپل پالونكي له ستاینې سره پاكي وايي او د ځمكې وسېدونكيو ته بښنه غواړي. خبر وسئ، چې په حقيقت کې يوازې الله ډېر لورین بښونكى دى.
وَ الَّذِینَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِیاءَ اللّهُ حَفِیظٌ عَلَیْهِمْ وَ ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَکِیلٍ«6»=او هغوى چې د هغه پر ځاى پالندويان نيولي، الله يې پر(كړنو) څارن دى او ته پرې ګومارل شوى نه يې (چې په زوره يې حق منلو ته اړ باسې).
ټکي:
* دا وحې څه ده، چې له برمه یې نږدې ده، آسمانونه وچوي؛ هغه آسمانونه چې پوړ په پوړ دي، «سَبْعَ سَماواتٍ طِباقاً» [1] او کلک دي، «سَبْعاً شِداداً»[1]، په کلکوالي کې د خولې متل دي «أَ أَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقاً أَمِ السَّماءُ بَناها»[2]؛ هغه آسمانونه چې په زرګونو کهکشانونه یې رانغاړلي او هر کهکشان یو لړ منظومې او هره منظومه کرات لري، چې ځینې یې تر ځمکې پر میلیونو ځل ستر دي او بشري علم او عقل یې تر اوسه خورا نږدې ته لاسرسی نه دی پیدا کړی، دې ته د وحې برم او عظمت وايي.
* په مریم مبارک سورت کې راغلي دي: «تَکادُ السَّماواتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَ تَنْشَقُّ الْأَرْضُ وَ تَخِرُّاَلْجِبالُ هَدًّا أَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمنِ وَلَداً»[3] مشرکانو د الله لپاره زوی انګېزه، نږدې ده د هغوی ددې ورستې ګروهې په پار آسمانونه وشیندل شي.
*سربېره پردې چې پرښتې د هستۍ سمبالنه پر غاړه لري، انسانانو ته دعا هم کوي، هغه پرښتې چې کله هم سرغړونه نه کوي «لا یَعْصُونَ اللّهَ ما أَمَرَهُمْ»[4] ګناهګارانو ته دعا او استغفار کوي.هو، پاکان دې د نورو په فکر کې هم وي؛ البته د پرښتو استغفار پر بندګانو د الهي پېرزوینو یو څرک دی؛ ځکه هغوی د الله تعالی له حکم پرته یو کار هم نه کوي.
*ددې آیت پر بنسټ، پرښتې ټولو ځمکمېشتو ته دعاوې کوي. «یَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِی الْأَرْضِ»، د غافر سورت د ۷ آیت له مخې، پرښتې مؤمنانو ته دعاوې کوي. «وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا» او په زړه پورې خو داده، چې دا استغفار په دې شرط په کار راځي، چې پخپله مؤمنان هم استغفار وکړي.«فَاغْفِرْ لِلَّذِینَ تابُوا وَ اتَّبَعُوا سَبِیلَکَ»
* د الله تعالی په عفو کې شک مه کوئ. په «أَلا إِنَّ اللّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ» غونډله- جمله کې څو ډوله ټینګار راغلی دی.( «أَلا»، «إِنَّ»، «هُوَ»، اسمیه جمله، د«غافر» پر ځای د «غفور» قالب او په «الْغَفُورُ» کې الف و لام)
* الله تعالی پر خلکو غاړه خلاصوي، وحې یې خپل قانون کړی او پېغمبر یې د وحې واسطه؛ خو خلک بیا هم په نورو پسې ځي. «مِنْ دُونِهِ أَوْلِیاءَ اللّهُ»
* په قرآن او روایتونو کې معمولاً حمد او ستاینه د تسبیح ترڅنګ اوڅار ده. «یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ»،«سبحان ربی الاعلی و بحمده»
پېغامونه:
1- آسمانونه له وحې اغېرمن دي؛ نو ولې ځینې انسانان ترې نه اغېزمنېږي. (یُوحې…تَکادُ السَّماواتُ یَتَفَطَّرْنَ)
2-د دعا او استغفار یو ادب دادی، چې لومړی د الله تعالی ستاینه وکړو.(یُسَبِّحُونَ… یَسْتَغْفِرُونَ)
3-د پرښتو دعاوې منل کېږي. (یَسْتَغْفِرُونَ… إِنَّ اللّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ) (هو؛ نورو ته دعا اغېزمنه ده)
4- یو مسوولیت او کار (ان د هستۍ د چارو سمبالنه) دې هم د دعا او استغفار پر لار خنډ نشي.(هغه پرښتې چې د هستۍ چارې سمبالوي، تل د الله تعالی پر تسبیح بوختې دي او انسانانو ته دعاوې کوي).( یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ… یَسْتَغْفِرُونَ)
5-د استغفار پایلې دوه پرېکنده پېرزوګانې دي: بښنه او لورنه.( یَسْتَغْفِرُونَ… اَلْغَفُورُ الرَّحِیمُ)
6-داچې وحې له پورته راځي او آسمانونه یې لار ده «سَبْعَ طَرائِقَ»[5]له هر آسمانه چې تېرېږي، نږدې ده، چې وچوي. «یَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ»
7-د شرک ټول اړخونه غندل شوي او محکوم دي. «اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِیاءَ»
8-مشرکان دې پوه شي، چې الله تعالی یې ګروهې او کړنې، د دوی سزا ته ساتي. «اللّهُ حَفِیظٌ عَلَیْهِمْ»
9-د خلکو نه منل دې د نهیلۍ سبب نشي، پېغمبر دې پر خپله دنده عمل کوي. «وَ ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَکِیلٍ»
10- د پېغمبراکرم (ص) دنده د وحې ابلاغ دی؛ که خلک په نورو پسې ولاړل؛ نو پېغمبر یې په اړه کومه پازوالي نه لري. «ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَکِیلٍ»
11- پېغمبراکرم د خلکو ښیون ته لېوال او پرې خوښ دی. «ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَکِیلٍ»
12- پېغمبراکرم خلکو ته د بلنې ورکولو پازوال دی، نه په زوره پرې د منلو. «ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَکِیلٍ»
وَ کَذلِکَ أَوحېنا إِلَیْکَ قُرْآناً عَرَبِیًّا لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُری وَ مَنْ حَوْلَها وَ تُنْذِرَ یَوْمَ الْجَمْعِ لا رَیْبَ فِیهِ فَرِیقٌ فِی الْجَنَّهِ وَ فَرِیقٌ فِی السَّعِیرِ«7»=او دغسې موږ تا ته لوستونى عربي [= فصيح، ژبور او روان] وحې كړ ، چې د “ام القرى” [= مكې] (خلك) او شاوخوا وسېدونكي یې باخبر كړې او (د خلكو) د راغونډېدو له ورځې یې ووېروې، چې شك پکې نشته؛ چې يوه ډله په جنت کې ده او یوه (بله) ډله په دوزخ!
ټکي:
*د روایتونو د وینا له مخې، له امّ القری مراد مکه ده. په ځینو روایتونو کې راغلي، لومړۍ سیمه چې له اوبو یې سر راپورته کړ، مکه وه؛ نوځکه ورته د ابادیو مور وايي.
* د قیامت یوه نامه «یَوْمَ الْجَمْعِ» ده؛ هغه ورځ چې ټول خلک په یوه ځای کې راغونډېږي. هغه ورځ چې روح له بدن سره، کړنه له انسان سره، ظالم له مظلوم سره او ثواب او سزا یې له کوونکي سره راغونډېږي.
په تېر آیت کې یې پېغمبر اکرم ته وویل: ته د خلکو وکیل نه یې او په دې آیت کې وايي: ستا دنده خبرداری او ګواښنه ده.
* پوښتنه: سره له دې چې قرآن کریم څو ځل د معاد په اړه د کفارو هېښنه او شک نقل کړی؛ نو ولې وايي: شک پکې نشته. «لا رَیْبَ فِیهِ»؟
ځواب: په قرآن کې ۱۱ ځل د «لا رَیْبَ فِیهِ» غونډله – جمله، د معاد لپاره او ۴ ځل د قرآن لپاره او یو ځل د اجل لپاره کارېدلې ده؛ یعنې په طبیعت کې د قیامت د نښو په لیدو او د مني او پسرلي په راتګ او ستاسې د خپل پنځون په لیدو، د مړیو د بیا ژوندي کېدو په شونتیا کې دې هېڅ شک ونشي. نه دا چې هیڅوک نه شکمنېږي؛ بلکې نباید پکي شک وشي.
پېغامونه:
1-لکه څنګه چې تېرو انبیاوو د خپل قوم په ژبه خبرې کولې، قرآن هم په عربي ژبه وحې شوی دی.( وَ کَذلِکَ أَوحېنا… قُرْآناً عَرَبِیًّا)
2-د قرآن الفاظ، په همدې بڼه چې دي، پر پېغمبر اکرم نازل شوي دي. «أَوحېنا إِلَیْکَ قُرْآناً عَرَبِیًّا»
3- قرآن په عربي ژبه دی او ژباړه یې چې په هره ژبه وي، د قرآن حکم نه لري. «قُرْآناً عَرَبِیًّا» (؛ ځکه د بشر پوهه نشي کولای د قرآن د عبارتونو او الفاظو حقایق په بشپړه توګه درک کړي او ژباړه د وګړیزې پوهې پر بنسټ ده.)
4-د الهي لاس ته راوړنو موخه یې څرګندول دي.( أَوحېنا… لِتُنْذِرَ)
5-څوک چې نورو ته خبرداری ورکوي، خپله دې هم لازمه پوهه، اګاهي او لید ولري. (أَوحېنا… لِتُنْذِرَ)
6-د تبلیغ په کړنلار کې لومړی مخاطبین او اړتیاوې یې وپېژندل شي.( خبرداری، د جاهلي ټولنې لومړۍ اړتیا وه). «لِتُنْذِرَ»
7- په تبلیغ کې دې سیمه ایزو، ځايي لومړیتونو او استراتيژۍ ته پام وشي.(مرکزي او چورلیز ټکیو ته لومړیت ورکړئ.) «أُمَّ الْقُری وَ مَنْ حَوْلَها»
8-تبلیغ دې له ځان، خپلوانو او شاوخوا پیل شي. «لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُری»
9- د پېغمبراکرم (ص) بلنه سوکه سوکه وه او ګڼ پړاوونه یې درلودل. «لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُری وَ مَنْ حَوْلَها»
10-په خبرداریو کې مو هرومرو د معاد خبرداری هم ورکوئ. «وَ تُنْذِرَ یَوْمَ الْجَمْعِ»
11-د قرآن فصاحت د خلکو په خبردارۍ که مهمه ونډه لري. «عَرَبِیًّا لِتُنْذِرَ» (که له «عربي» کلمې مراد، فصاحت وي)
12-سره له دې چې قیامت د راغونډېدو ورځ ده، د بېلتون او جلا کېدو ورځ هم ده. «فَرِیقٌ فِی الْجَنَّهِ وَ فَرِیقٌ فِی السَّعِیرِ»
وَ لَوْ شاءَ اللّهُ لَجَعَلَهُمْ أُمَّهً واحِدَهً وَ لکِنْ یُدْخِلُ مَنْ یَشاءُ فِی رَحْمَتِهِ وَ الظّالِمُونَ ما لَهُمْ مِنْ وَلِیٍّ وَ لا نَصِیرٍ«8» =او كه الله غوښتی؛ نو هرومرو به يې دوی (ټول) يو [دیني] امت ګرځولی و (او په زور به يې سمه لار ورښوولې وه؛ خو د زور لارښوونه څه ګټه نه لري)؛ خو د الله چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وبولي) پخپل رحمت كې يې ورننباسي او [مشرکو] ظالمانو ته هېڅ پالندوی او مرستندوى نشته.
أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِیاءَ فَاللّهُ هُوَ الْوَلِیُّ وَ هُوَ یُحْیِ الْمَوْتی وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ«9»= ايا د هغه پرځاى يې پالندويان نيولي دي؟! او (حال دا) [رښتين] پالندوى خو يوازې الله دى او همدا دى، چې مړي ژوندي كوي او هغه پر هر څه قادر دى.
ټکي:
* الله تعالی حکیم دی او ټولې چارې یې حکیمانه دي، که څه د انسان فکر یې د کارونو په حکمت و نه رسي؛ نو پردې بنسټ، په هغو ځایونو کې چې الله تعالی وايي: څوک چې وغواړي، عزتمنوي یا ذلیلوي یې، مانا یې داده: هغوی چې په ایمان او نېکچاریو، د عزت او ښیون وړتیا پیدا کوي، الله تعالی یې د خپل ښیون او لورنې په مسیر کې کوي؛ خو هغوی چې په کفر، نفاق او ځېل، په خپل ځان کې د نېکمرغۍ زمینه ړندوي، الله تعالی د هغوی لپاره هېڅ هم نه کوي.
که تاسې کور ته ورننووتئ او مو لیدل چې غل په کور کې دی، بې ځنډه ورپسې تمبه بندوئ، چې پولیس خبر کړئ، په دې ننداره کې، که څه تاسې تمبې ورپسې تړلې دي؛ خو غل پخپله د ځان د ګېرېدو او تړل کېدو اسباب چمتو کړي دي. الله تعالی هم پر ځینو زړونو ټاپه لګوي، ځينې ورکلاروي یا ذلیلوي؛ خو دا الهي قهر د هغوی د ناوړه ګروهې او کړنې پایله ده.
* د«ولی» کلمه مفرد او د «أَوْلِیاءَ» کلمه جمع راغلې ده؛ ځکه الله لمانځي یوازې د الله تعالی ولایت مني؛ خو هغوی چې له الله تعالی جلا شي، هره شېبه یو پالندوی لري.
پېغامونه:
1-الهي دود او قانون داسې دی، چې انسان ازاد پرېږدي، چې په خپله لار وټاکي، ګنې ټول یې په زور د حق پر لار روانولای شول. «وَ لَوْ شاءَ اللّهُ»
2-د حق له لارې کاږه، په حقیقت کې پر خپل ځان ظلم کوي. «وَ الظّالِمُونَ»
3- ظالم په قیامت کې له هر ډول مرستې بې برخې دی. «ما لَهُمْ مِنْ وَلِیٍّ وَ لا نَصِیرٍ» نه له پورته مقامه مرسته اخستای شي «مِنْ وَلِیٍّ» او نه تر لاس لاندېو او دوستانو. «وَ لا نَصِیرٍ»
4-کږې څرګندونې او اندونه بې ځوابه مه پرېږدئ.( أَمِ اتَّخَذُوا – فَاللّهُ هُوَ الْوَلِیُّ…)
5-د غیرالله منل، رټنوړ چار دی. «أَمِ اتَّخَذُوا»
6- ادعا دې له دلیل سره مل وي. «فَاللّهُ هُوَ الْوَلِیُّ وَ هُوَ یُحْیِ الْمَوْتی وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ»
7- هر ډول ولایت او پالندوینه، چې د الهي ولایت په بهیر کې نه وي، نامشروع او باطله ده. «فَاللّهُ هُوَ الْوَلِیُّ»
8- د الله تعالی ولایت مطلق،پراخه او ابدي دی. «هُوَ الْوَلِیُّ»
9- ولایت د هغه حق دی، چې ځواک ولري.( هُوَ الْوَلِیُّ… وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ)
وَ مَا اخْتَلَفْتُمْ فِیهِ مِنْ شَیْءٍ فَحُکْمُهُ إِلَی اللّهِ ذلِکُمُ اللّهُ رَبِّی عَلَیْهِ تَوَکَّلْتُ وَ إِلَیْهِ أُنِیبُ«10»او تاسې چې په هر څيز کې د نظر اړپېچ پيدا کړ؛ نو پرېكړه يې له الله سره ده. دا الله زما پالونكى دى، يوازې پر هغه مې توكل كړى او يوازې د هغه درشل ته مې مخ وراړولى دى!
ټکي:
* چې انسان وي، د نظر اړپېچ به وي او چې د نظر اړپېچ وي؛ نو الهي قانون او دین ته مراجعه پکار ده؛ نو ادعا نشو کولای چې دین ته اړتیا نشته.
* په دې آیت کې د «تَوَکَّلْتُ» کلمه، په ماضي قالب کې او د «أُنِیبُ» کلمه د مضارع په قالب کې ویل شوې ده، چې شونې ده وویلای شو: توکل له ثابت ایمانه راولاړ دی؛ خو انابه، رجوع او توبه هره ورځ او هره شېبه پکار ده.
* د «عَلَیْهِ» او «إِلَیْهِ» کلمې تر «تَوَکَّلْتُ» او «أُنِیبُ» مخکې راغلي دي؛ یعنې نه پر بل توکل کوئ او نه بل ته مراجعه کوئ.
پېغامونه:
1- دین یوازې اخلاقي او ګروهیزو چارو ته ځواب ورکوونکی نه؛ بلکې په سیاسي، وټیزو او… مسایلو کې چې اړپېچ لرئ، دین مو ځواب درکوونکی دی. «وَ مَا اخْتَلَفْتُمْ فِیهِ مِنْ شَیْءٍ»
2- په اسلام کې ډپ نشته.( وَ مَا اخْتَلَفْتُمْ… فَحُکْمُهُ إِلَی اللّهِ)
3-د اړپېچونو اوارول، د ربوبیت یو چار دی. «ذلِکُمُ اللّهُ رَبِّی»
4-د اړپېچ پرمهال الله تعالی ته رجوع وکړئ، پر هغه توکل او رجوع ورته وکړئ او هر حکم یې چې درکړ، پلي کولو ته یې مه اندېښمنېږئ.( فَحُکْمُهُ إِلَی اللّهِ… عَلَیْهِ تَوَکَّلْتُ وَ إِلَیْهِ أُنِیبُ)
5-توکل، رجوع او انابه د الله تعالی پر ربوبیت د ایمان نښه ده. «اللّهُ رَبِّی عَلَیْهِ تَوَکَّلْتُ وَ إِلَیْهِ أُنِیبُ»
فاطِرُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ جَعَلَ لَکُمْ مِنْ أَنْفُسِکُمْ أَزْواجاً وَ مِنَ الْأَنْعامِ أَزْواجاً یَذْرَؤُکُمْ فِیهِ لَیْسَ کَمِثْلِهِ شَیْءٌ وَ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ«11»= (هغه) د اسمانونو او ځمكې څيروونكى (او پيدا كوونكى) دى (چې) تاسې ته یې ستاسې (له جنسه) جوړې سازې كړې او (همداراز) له څارويو یې هم جوړې جوړې پیدا کړې (او) په دې (= د مېرمنو له لارې هغه) ستاسې ځوځات ډېروي، دهغه په څېر هیڅه نشته او همدا اورېدونكى (او حقیقي) ليدونكى دى.
ټکي:
* «فاطِرُ»؛ یعنې د هغه څه پنځون چې مخکې یې ساری نه درلود؛ البته«فطر» په لغت کې د چوولو او جلا کولو په مانا دی او شونې ده دا تعبیر دې ته اشاره وي، چې په پیل کې ځمکه او آسمان یوه واحده او منډلې کتله وه، چې د چاودنې له لامله چول شوی او کرات یې تفکیک او جلا شوي دي. واللّه العالم
* الله تعالی له هېڅه سره ورته او یو شان ګڼلی نه شو. هغه «حی» دی؛ خو حیات یې له ټولو ژونديو موجوداتو جلا دی. د جوشن کبیر دعا په ۷۱ بند کې لولو:
«یا حیا قبل کل حی، یا حیا بعد کل حی، یا حی الذی لیس کمثله حی، یا حی الذی لا یشاکله حی، یا حی الذی لا یحتاج الی حی، یا حی الذی یمیت کل حی، یا حیا لم یرث الحیاه من حی، یا حی الذی یرزق کل حی، یا حی الذی یحیی الموتی، یا حی و یا قیوم لا تأخذه سنه و لا نوم»
که یوازې د الله تعالی د حیات ځانګړنې ته پاملرنه وکړو؛ نو و به وینو، چې الله تعالی تر ژوند مخکې و او تر ژوند روسته به وي، چې په حیات (ژوندون) کې شریک نه لري، بل ژوندي موجود ته اړمن نه دی او ټول ژوندي مړه کوي.
پېغامونه:
1-د آسمانونو او ځمکې پنځون، یو بشپړ نوښتي، ابداعي او ابتکاري چار دی. «فاطِرُ»
2-له زوجیت نه مراد د ځوځات پاتېدنه ده.( «یَذْرَؤُکُمْ» د تکثیر او زیاتېدو په مانا دی، چې د «ازواج» تر کلمې روسته راغلی دی)
3- الله تعالی د مېرمن له درلودو سپېڅلی دی. (په انسان او حیوان کې زوجیت شته؛ خو الله تعالی مېرمن نه لري) «لَیْسَ کَمِثْلِهِ شَیْءٌ»
4-سره له دې چې هېڅه د الله تعالی په څېر نه دي؛ خو هر څه له هغه سره تړاو لري، اورېدونکی او لیدونکی دی او ټول مخلوقات یې تر څارنې لاندې دي. «لَیْسَ کَمِثْلِهِ شَیْءٌ وَ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ»
5-د الله تعالی لیدل او اورېدل، له نورو لیدو او اورېدو سره توپیر لري. «لَیْسَ کَمِثْلِهِ شَیْءٌ وَ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ»
لَهُ مَقالِیدُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَشاءُ وَ یَقْدِرُ إِنَّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ«12»= د اسمانونو او ځمكې كونجيانې يوازې د هماغه دي،چاته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) روزي يې پراخوي او (يا یې) تنګوي (؛ځكه) چې هغه پر هر څه ښه پوه دى.
ټکي:
* «مَقالِیدُ» د «مقلید» جمع او د کونجي په مانا ده. کونجي د تړلو او پرانستلو وزله ده او هغه چې د ځمکې او آسمانونو کونجي ورسره ده، کولای شي رزق وتړي یا یې پرانځي ( رزق تنګ یا پراخوي).
*کله د هستۍ کونجیانې توکیز لاملونه دي، چې د برکت واسطه شي؛ لکه باران، چې د خاورې او ځمکې د ژوندي کېدو لاملېږي، «فَأَحْیا بِهِ الْأَرْضَ»[6] کله هم الهي اسماء دي، چې په سمات دعا کې یې لولو: ((اسئلک باسمک الذی اذا دعیت به علی مغالق ابواب السماء للفتح بالرحمه انفتحت…)) یا الله! په هغه نامې دې رابلم، چې که د آسمانونو تړلیو تمبو ته وویل شي، ستا په لورنه به پرانستل شي.
د رزق پراخي یا تنګي، د الهي قهر یا مینې نښه نه ده؛ ځکه قرآن وايي: «فَلا تُعْجِبْکَ أَمْوالُهُمْ وَ لا أَوْلادُهُمْ إِنَّما یُرِیدُ اللّهُ لِیُعَذِّبَهُمْ بِها»[7] د کفارو پانګه او اولاد دې تا هېښنده نه کړي؛ ځکه الله تعالی اراده کړې، چې هغوی په همدې شونتیاوو، په همدې نړۍ کې عذاب کړي.
که څه د رزق او معیشت پراخي او تنګي د الله تعالی په لاس کې ده؛ خو انسان دې له هڅې لاس نه اخلي. قرآن حکم کوي: «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ»[8] په الهي فضل پسې ووځئ او د مال لاس لپاره راوړو ته هڅه وکړئ.
رزق تل توکیز نه وي؛ ځکه په دعا کې لولو:«اللهم ارزقنی توفاق الطاعه و بعد المعصیه» یا الله! ستا د بندګۍ توفیق او له ګناه لرېوالی دې راروزي کړه.
* قرآن د پراختیا کونجیانې راښيي:
«لَئِنْ شَکَرْتُمْ لَأَزِیدَنَّکُمْ»[9] که شکر وکړئ؛ نو (خپل نعمتونه) به درزیات کړم.
(اِسْتَغْفِرُوا رَبَّکُمْ… یُرْسِلِ السَّماءَ عَلَیْکُمْ مِدْراراً)[10] له خپل پالونکي مغفرت وغواړئ، هغه به باران درولېږي.
«وَ مَنْ یَتَّقِ اللّهَ یَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً وَ یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لا یَحْتَسِبُ))[11] څوک چې له الله پروا وکړي، هغه به له ډپه وژغوري او له هغې لارې به روزي ورکړي، چې حساب یې هم نه کاوه.
پېغامونه:
1-پر هستۍ اغېزمن لاملونه یوازې د الله تعالی په لاس کې دي. «لَهُ مَقالِیدُ»
2-د رزق پراخولی او تنګوالی تصادفي نه، بلکې د حکیم الله په لاس کې دي. (یَبْسُطُ الرِّزْقَ… وَ یَقْدِرُ)
3-د رزق پراخوالی په ځیرکۍ پورې اړه نه لري؛ بلکې د الله تعالی په لاس کې دی. «لِمَنْ یَشاءُ»
4-الله تعالی عالمانه رزق ویشلی دی. «إِنَّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ»
شَرَعَ لَکُمْ مِنَ الدِّینِ ما وَصّی بِهِ نُوحاً وَ الَّذِی أَوحېنا إِلَیْکَ وَ ما وَصَّیْنا بِهِ إِبْراهِیمَ وَ مُوسی وَ عِیسی أَنْ أَقِیمُوا الدِّینَ وَ لا تَتَفَرَّقُوا فِیهِ کَبُرَ عَلَی الْمُشْرِکِینَ ما تَدْعُوهُمْ إِلَیْهِ اللّهُ یَجْتَبِی إِلَیْهِ مَنْ یَشاءُ وَ یَهْدِی إِلَیْهِ مَنْ یُنِیبُ«13»= هغه تاسې ته داسې دين وټاکه، چې نوح ته یې د هغه سپارښتنه كړې وه او موږ چې څه تا ته وحې كړي او (همداراز) څه چې مو ابراهيم، موسى او عيسى ته د هغه سپارښتنه كړې (دا ده): (( (د توحيد) دين ټینګ کړئ او اختلاف پكې مه کوئ)) مشركان چې څه ته وربلې، دا پرې سخت پرېوځي. د الله چې چاته خوښه شي، خپل لوري ته يې غوره كوي او څوك چې توبه وكاږي (؛ نو) سمه لار ورښيي.
ټکي:
*په دې آیت کې د پینځو واړو اولوا العزم پېغمبرانو نامې راغلي دي: حضرت نوح، ابراهیم، موسی او عیسی علیهم السلام او حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم.
*د انبیاوو د بلنې چورلیځ یو و او دوی ټولو خلک توحید، معاد، تقوی، عدالت، لمانځه، روژې، له والدینو سره احسان او د بېوزلیو لاسنیوي ته رابلل.
* «شَرَعَ» له «شَرِیعَهٍ» اخستل شوی او هغې لارې ته ویل کېږي، چې خلک د سترو سیندونو کڅونو ته رسوي؛ لکه شریعه علقمه، د فرات سیند اوبو ته د رسېدو لار. داچې د دین احکام، کمالاتو ته د رسېدو لار ده، شریعت ورته ویل کېږي.
* په قرآن کې د«ادیان» کلمه نشته؛ ځکه الهي دین یوازې یو دی.
پېغامونه:
1- الله تعالی د خپل ناپایه علم پر بنسټ، شریعتونه د خلکو لپاره وټاکل.( إِنَّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیمٌ شَرَعَ لَکُمْ…)
2- دین او شریعت د انسان د ګټو په بهیر کې دي. «شَرَعَ لَکُمْ»
3-حضرت نوح علیه السلام لومړی پېغمبر و، چې هراړخیز شریعت یې درلود. «شَرَعَ لَکُمْ مِنَ الدِّینِ ما وَصّی بِهِ نُوحاً»
4- اسلام هراړخیز دین دی او د تېرو ادیانو ټولې ښوونې رانغاړي. (ما وَصّی بِهِ نُوحاً… وَ ما وَصَّیْنا بِهِ إِبْراهِیمَ وَ مُوسی وَ عِیسی)
5- رښتونی یووالی د الهي دین تر سیوري لاندې شونی دی. «أَقِیمُوا الدِّینَ وَ لا تَتَفَرَّقُوا»
6- اړپېچونه د دین د راولاړېدو او د احکامو یې د پلي کېدو مخنیونکی دی. «أَقِیمُوا الدِّینَ وَ لا تَتَفَرَّقُوا»
7- د مؤمنانو یووالی، مشرکانو ته سخت پرېوځي.( لا تَتَفَرَّقُوا… کَبُرَ عَلَی الْمُشْرِکِینَ)
8-مشرکان حق ته راوبلئ، که څه سخته ورته پرېوځي. «کَبُرَ عَلَی الْمُشْرِکِینَ ما تَدْعُوهُمْ إِلَیْهِ»
9- نبوت یو الهي منصب دی او الله تعالی هغه وګړي ورته ټاکي، چې وړ یې وګڼي.«یَجْتَبِی إِلَیْهِ»
10-مخکې له دې چې انبیاء د خلکو مشران شي، الله تعالی یې خپلې بندګۍ ته ټاکي. «اللّهُ یَجْتَبِی إِلَیْهِ»
11- انسان په خپلو کړنو د الهي پېرزوینو د لاس ته راوړو زمینه چمتو کوي.«یَهْدِی إِلَیْهِ مَنْ یُنِیبُ»
وَ ما تَفَرَّقُوا إِلاّ مِنْ بَعْدِ ما جاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیاً بَیْنَهُمْ وَ لَوْ لا کَلِمَهٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّکَ إِلی أَجَلٍ مُسَمًّی لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ وَ إِنَّ الَّذِینَ أُورِثُوا الْکِتابَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِی شَکٍّ مِنْهُ مُرِیبٍ«14»=او هغوی پر حقیقت تر پوهېدو روسته او د خپلمنځي رخې له لامله په اړپېچ لاس پورې کړ او كه ستا د پالونكي له لوري له مخكې (قانون ډوله) خبره نه واى، چې تر يوې ټاكلې مودې دې (ژوندي او ازاد) وي (؛نو) هرومرو د دوی ترمنځ پرېكړه كېده او په رښتیا هغه كسان، چې روسته ترې د كتاب پاتوړي شول، په اړه یې په اندېښناك شك كې دي!
ټکي:
*په دې آیت کې یو ځل «جاءَهُمُ الْعِلْمُ» راغلی او یو ځل «أُورِثُوا الْکِتابَ»؛ یعنې سره له دې چې پر حق پوهېږي او د آسماني کتاب پاتوړي دي، بیا هم د تفرقې او درز پر لار درومي.
* شک ښه ګودر (گذرگاه) دی، نه ښه تمځی. هغه شک ارزښت لري، چې په طبیعي توګه پیدا او د څېړنې سریزه شي؛ خو هغه شک د ارزښت ضد دی، چې له ځېل، ناوړګومانۍ او بې اعتنایۍ راولاړ شي.
پېغامونه:
1-د یووالي په باب، د پېغمبرانو له دې دومره سپارښتنو سره سره، خلک بیا هم یو له بل سره اړپېچ کوي.( لا تَتَفَرَّقُوا… وَ ما تَفَرَّقُوا…)
2-ډېرې تفرقې او بې اتفاقۍ چې په دین کې رامنځته شوي، د علماوو او پوهانو له لوري رامنځته شوي.( تَفَرَّقُوا… مِنْ بَعْدِ ما جاءَهُمُ الْعِلْمُ)
3-کینه، ظلم او ډېرغوښتنه، د ډېرو تفرقو سرچینه ده. (وَ ما تَفَرَّقُوا إِلاّ…بَغْیاً بَیْنَهُمْ)
4-د الهي مهلتونو دلیل د هغه ربوبیت دی، چې هرڅوک د آزادۍ او فرصت تر سیوري لاندې خپل جوهر څرګند کړي. «سَبَقَتْ مِنْ رَبِّکَ»
5-مهلت ورکول یو الهي قانون دی. «إِلی أَجَلٍ مُسَمًّی»
6-الهي مهلت تر ټاکلې مودې پورې دی. «إِلی أَجَلٍ مُسَمًّی»
7-هغه شک ویجاړوونکی دی، چې له ناوړګومانۍ سره مل وي. «لَفِی شَکٍّ مِنْهُ مُرِیبٍ»
فَلِذلِکَ فَادْعُ وَ اسْتَقِمْ کَما أُمِرْتَ وَ لا تَتَّبِعْ أَهْواءَهُمْ وَ قُلْ آمَنْتُ بِما أَنْزَلَ اللّهُ مِنْ کِتابٍ وَ أُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَیْنَکُمُ اللّهُ رَبُّنا وَ رَبُّکُمْ لَنا أَعْمالُنا وَ لَکُمْ أَعْمالُکُمْ لا حُجَّهَ بَیْنَنا وَ بَیْنَکُمُ اللّهُ یَجْمَعُ بَیْنَنا وَ إِلَیْهِ الْمَصِیرُ«15»= نو همدې (د اسلام دين) ته بلنه کوه او لكه څنګه چې درته امر شوى، هماغسې ټينګ وسه او د دوی په غوښتنو پسې مه ځه او ووايه: ((ما د الله پر هر رالېږلي كتاب ايمان راوړى او امر راته شوی، چې ترمنځ مو عدالت وكړم، الله زموږ او ستاسې پالونكى دى، زموږ د كړنو پایله زموږ ده او ستاسې د كړنو پایله همدا ستاسې ده؛ زموږ او ستاسې ترمنځ ځاني شخړه نشته (او) الله به موږ او تاسې په خپلو کې راغونډ کړي او يوازې د هغه لوري ته (د ټولو) ورستنېدل دي.))
ټکي:
*پر عدالت چلېدل، د یو لړ ګروهو پایله ده؛ لکه: د حق لارې او الهي انبیاوو د ځایناستیو پېژندل، ځاني غوښتنو ته شا کول، په الهي محکمه/نیاوتون کې پر حاضرېدو ایمان او د کړنو له مخې، ثواب او سزا تر لاسه کول.
په دې آیت کې ددې ټولو ګروهو ترڅنګ د عدالت حکم راغلی دی.
پېغامونه:
1-له ډېرخوښیو د راولاړیو تفرقو پر وړاندې دې د دین پر لار ټینګ ووسو. «فَلِذلِکَ فَادْعُ وَ اسْتَقِمْ»
2-د دین تبلیغ له یو لړ ستونزو سره دی، چې باید و یې زغمو. «فَادْعُ وَ اسْتَقِمْ»
3-هغه څوار -استقامت ارزښتمن دی، چې د حق او دندې پر بنسټ وي، ګنې پایله یې تش ځېل دی. «وَ اسْتَقِمْ کَما أُمِرْتَ»
4-د خلکو له ځاني غوښتنو لاروي، د الهي حکم مخالف چار دی. «کَما أُمِرْتَ وَ لا تَتَّبِعْ أَهْواءَهُمْ»
5- د خلکو له ځاني غوښتنو لاروي، حق لارې ته د بلنې یو آفت دی. «وَ لا تَتَّبِعْ أَهْواءَهُمْ»
6-الهي مشرتابه دې د خپلې بلنې پر آرونو پابند وي او د خلکو نامشروع غوښتنو ته دې تسلیم نشي. (قُلْ آمَنْتُ بِما…)
7- اسلام ټول آسماني کتابونه مني. «آمَنْتُ بِما أَنْزَلَ اللّهُ مِنْ کِتابٍ»
8-عدالت غوښتنه، د ټولو الهي ادیانو غوښتنه ده. «لِأَعْدِلَ بَیْنَکُمُ»
9- انبیاء دې واکمن، مخور او بانفوذه وي، چې په ټولنه کې عدالت پلی کړای شي. «لِأَعْدِلَ بَیْنَکُمُ»
10-د ګډو ټکیو ویل، د بلنې غوره زمینه ده. «اللّهُ رَبُّنا وَ رَبُّکُمْ»
وَ الَّذِینَ یُحَاجُّونَ فِی اللّهِ مِنْ بَعْدِ ما اسْتُجِیبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ داحِضَهٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَ عَلَیْهِمْ غَضَبٌ وَ لَهُمْ عَذابٌ شَدِیدٌ«16»=او د هغه (د بلنې) تر منلو (او پرې تر ايمان راوړو) روسته، چې کوم کسان (د ځېل له مخې له مؤمنانو سره) د الله په باب شخړې كوي؛ نو د خپل پالونکي په نزد یې دليل بې بنسټه (او باطل) دی، پر دوى د الله غضب دى او سخت عذاب ورته (چمتو) دى.
ټکي:
* «محاجه» له«حج» اخستل شوی، د قصد او نیت پر مانا او هغه ډول خبرو اترو ته ویل کېږي، چې د ویونکي نیت او قصد، د یوه څیز زبادول او باطلول وي.
* چې کله څرګنده لار درجوته شوه؛ نو د شک او وسوسې په پار ترې لاس مه اخلئ او چې کله مو پر یوه چا ایمان پیدا کړ، د خلکو د ډنډورو په پار یې مه پرېږدئ، چې کله یوه لار، دود، روږد، ښه او منطقي دود، په ټولنه کې زباد او تثبیت شوی وي؛ مساله ناندریو ته مه وباسئ.
پېغامونه:
1-د عقل، فطرت او الله تعالی تر پېژندو روسته شخړه مه کوئ. «یُحَاجُّونَ فِی اللّهِ مِنْ بَعْدِ ما اسْتُجِیبَ لَهُ»
2- شرک ناچله دی او مشرکان بې منطق دي. «حُجَّتُهُمْ داحِضَهٌ»
3-مؤمنان په شک کې اچول، د الهي عذاب لامل دی.(یُحَاجُّونَ… عَلَیْهِمْ غَضَبٌ وَ لَهُمْ عَذابٌ)
اَللّهُ الَّذِی أَنْزَلَ الْکِتابَ بِالْحَقِّ وَ الْمِیزانَ وَ ما یُدْرِیکَ لَعَلَّ السّاعَهَ قَرِیبٌ«17»= الله هغه (ذات) دى، چې كتاب يې په حقه راولېږه او(هم) تله (د حق او باطل د سنجونې وزله او د قيامت خبر) او ته څه خبر يې، ښايي ساعت (قيامت) نژدې وي!
ټکي:
* «السّاعَهَ» د قیامت یوه نامه ده؛ ځکه ناڅاپه او بې خبره راځي.
پېغامونه:
1- په قرآن کریم کې باطل نشته. «أَنْزَلَ الْکِتابَ بِالْحَقِّ»
2- قرآن خورا اوچت حقیقت لري، چې زموږ د نېکمرغۍ لپاره پنځول شوی دی. «أَنْزَلَ الْکِتابَ»
3- قرآن له باطله د حق تشخیصوزله ده. «الْکِتابَ بِالْحَقِّ وَ الْمِیزانَ»
4- پېغمبر اکرم هم د قیامت د پېښېدو له وخت او ګړۍ خبر نه دی. «وَ ما یُدْرِیکَ»
5-پر اوږدو هیلو، چې په توبې او نېکچاریو کې د ځنډ لامل دی، مه اخته کېږئ؛ ځکه شونې ده قیامت نږدې وي. «لَعَلَّ السّاعَهَ قَرِیبٌ»
یَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِینَ لا یُؤْمِنُونَ بِها وَ الَّذِینَ آمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْها وَ یَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ أَلا إِنَّ الَّذِینَ یُمارُونَ فِی السّاعَهِ لَفِی ضَلالٍ بَعِیدٍ«18»=چې څوک هغه (قیامت) نه مني، په بيړه يې غواړي او مؤمنان وېرېدوني دي او پوهېږي، چې هغه (قيامت) رښتونی دى. پوه شئ، هغوى چې د قيامت په باب شخړې كوي (؛ نو) په بېلارۍ كې ډېر لرېوتي دي.
ټکي:
*که ورک شوي وګړي، نږدې وي؛ نو راپیدا کېدو او خلاصون ته یې هیله شته؛ خو که لرې وي؛ نو راپیدا کېدل او خلاصون یې ستونزمن او محال دي. «لَفِی ضَلالٍ بَعِیدٍ»
* کفارو او مشرکانو تل د انبیاوو خبرداریو او ګواښنو ته بیړه کوله او ویل یې: «مَتی هذَا الْوَعْدُ» ددې ګواښنو وخت کله دی او ولې نه عملي کېږي.
*که څه په ډېری چارو کې پر بیړه نیوکه شوې؛ خو په ځینو چارو کې سپارښتنه پرې شوې؛ لکه: لمونځ، د مړي ښخول، په ځوانۍ کې واده، پور ورکول، توبه او د مېلمه مېلمستیا.
* «یُمارُونَ» پر شک د ټینګار په مانا دی او «مشفق» له «شفقت» نه اخستل شوی او له ساتنې/ څارنې سره وېرې ته وايي.
* حق هغه ځانګړنه ده، چې په قرآن کې بېلابېلو چارو ته راغلې ده:
الله. «ذلِکَ بِأَنَّ اللّهَ هُوَ الْحَقُّ»[12]
پېغمبر. «أَرْسَلْناکَ بِالْحَقِّ»[13]
قرآن. «أَنْزَلَ الْکِتابَ بِالْحَقِّ»[14]
بلنه. «لَهُ دَعْوَهُ الْحَقِّ))[15]
معاد. «یَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ»
سنجونه. «وَ الْوَزْنُ یَوْمَئِذٍ الْحَقُّ»[16]
پېغامونه:
1-زموږ بیړه، په الهي تدبیر کې ونډه نه لري او ناروا ده. «یَسْتَعْجِلُ»
2-د دوو لیدلوریو ویل او پرتلنه یې د ودې او غوره ټاکنې لاملېږي. «لا یُؤْمِنُونَ بِها وَ الَّذِینَ آمَنُوا»
3-د ایمان بنسټ دې علم وي.( وَ الَّذِینَ آمَنُوا… یَعْلَمُونَ…)
4-پر معاد ایمان، ترې د وېرې لامل دی.(ځکه په قیامت کې وېروونکې پېښې وي.) «آمَنُوا مُشْفِقُونَ»
5-علم، ایمان او وېره یو د بل ترڅنګ ګټور دي، که یو یې هم نه وي؛ نو چارساز نه دي (؛لکه څنګه چې ابلیس، بلعم باعورا او فرعون علم درلوده؛ خو ایمان او وېره یې نه درلوده.) «وَ الَّذِینَ آمَنُوا مُشْفِقُونَ مِنْها وَ یَعْلَمُونَ أَنَّهَا الْحَقُّ»
6-په معاد کې د شک آر، یوه ورکلاري ده او په نورو کې د شک رامنځ ته کول او ټینګار پرې، لرې ورکلاري ده. «ضَلالٍ بَعِیدٍ»
7-په شخړه کې پر پاتېدو او غځېدنې نیوکه شوې ده. «یُمارُونَ فِی السّاعَهِ»
اَللّهُ لَطِیفٌ بِعِبادِهِ یَرْزُقُ مَنْ یَشاءُ وَ هُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیزُ«19»= الله د خپلو بندګانو په چارو کې خورا ځېرمن (او ترې خبر هم) دى، چا ته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) روزي وركوي او هغه ځواکمن بریمن دى.
مَنْ کانَ یُرِیدُ حَرْثَ الْآخِرَهِ نَزِدْ لَهُ فِی حَرْثِهِ وَ مَنْ کانَ یُرِیدُ حَرْثَ الدُّنْیا نُؤْتِهِ مِنْها وَ ما لَهُ فِی الْآخِرَهِ مِنْ نَصِیبٍ«20»=چې څوك د اخروي كښت [گټه] غواړي، كښت یې ورزیاتو (او په حاصلاتو كې يې زياتوالى راولو) او چې څوك يوازې د دنيوي كښت [گټه] غواړي، څه ترې وركوو؛ خو په اخرت كې يې هېڅ برخه نشته.
ټکي:
* د لطف مانا، نرمي، ځیرنه او دقت رانغاړي. الله تعالی لطیف دی؛ یعنې چارې په ځېرتیا رانغاړي او هر کار په سهولت او آسانۍ کوي[17].
*د آخرت اراده، د پراخ لید، پر دنیا د زړه نه تړنې، پر الهي ژمنو ایمان، فانيانو (نه پاتېدونیو) ته د بقا (پاینې) رنګ ورکولو او په یوه غونډله – جمله کې د عقل او ښه ټاکنې نښه ده.
* په 20 آیت کې انسان له بزګر سره، کړنه یې له کروندې سره، نیت یې له زڼي او تخم سره او دنیا و آخرت له پټي او د یېبرو – حاصلاتو او اخستو له ځای سره ورته شوی دی.
* آخرت تر دنیا مهم دی؛ ځکه:
- آخرت غوښتوونکیو ته وده او پراختیا ده. «نَزِدْ لَهُ فِی حَرْثِهِ»
2.آخرت غوښتوونکي، له دنیا لږه ګټنه کوي؛ خو دنیا غواړي، له آخرته بیخي ګټنه نه کوي. «ما لَهُ فِی الْآخِرَهِ مِنْ نَصِیبٍ»
3.آخرت غوښتوونکي خپلو ټولو موخو ته رسي. «نَزِدْ لَهُ فِی حَرْثِهِ»؛ خو دنیا غوښتوونکي یوازې د خپلو موخو یو ګوټ ته وررسي. «نُؤْتِهِ مِنْها»
پېغامونه:
1-د مخلوقاتو پرخلاف، چې لطیف یې قوي نه دی او قوي یې لطیف نه دی، الله تعالی هم لطیف دی او هم قوي.( لَطِیفٌ… اَلْقَوِیُّ)
2-الله تعالی چورلټ ناماتی ځواکمن دی. «الْقَوِیُّ الْعَزِیزُ»
3-الهي رزق د الله پاک له پېرزوینو راولاړ دی. «لَطِیفٌ بِعِبادِهِ یَرْزُقُ»
4-د الله تعالی ځواک او پېرزوینه، خلکو ته د روزۍ رسونې ضامن دی.( لَطِیفٌ بِعِبادِهِ یَرْزُقُ… وَ هُوَ الْقَوِیُّ)
5-انسان په لار ټاکنه کې ازاد دی.( مَنْ کانَ یُرِیدُ… مَنْ کانَ یُرِیدُ…)
6-د انسان د چارو ارزښت، د ده په نږدې او لرېیو موخو او نیت پورې اړوند دی. «یُرِیدُ حَرْثَ الْآخِرَهِ – یُرِیدُ حَرْثَ الدُّنْیا»
7-ټولې ورکړې د الله تعالی دي. «نَزِدْ لَهُ – نُؤْتِهِ مِنْها» او د الله تعالی ورکړه د انسان له نیت او ټاکنې سره تړاو لري.(مَنْ کانَ یُرِیدُ….مَنْ کانَ یُرِیدُ)
8-د انسان ونډه یوازې په ټاکنه او هوډ کې ده، د بري څومره والی په الله تعالی پورې اړوند دی. «نَزِدْ لَهُ – نُؤْتِهِ مِنْها»
9- دنیا موخه کول، له آخرته د بشپړې بې برخۍ لاملېږي. (یرث حرث الدنیا…
ما لَهُ فِی الْآخِرَهِ مِنْ نَصِیبٍ)
أَمْ لَهُمْ شُرَکاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّینِ ما لَمْ یَأْذَنْ بِهِ اللّهُ وَ لَوْ لا کَلِمَهُ الْفَصْلِ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ وَ إِنَّ الظّالِمِینَ لَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ«21»=ايا دوى (= مشركان) داسې معبودان لري، چې بې د الله له اجازې يې یو دین ورته جوړ كړی دی؟ او كه (مخالفينو ته د مهلت په اړه) غوڅه خبره نه واى (؛ نو) هرومرو يې ترمنځ پرېكړه كېده (او د عذاب حكم پرې عملي كېده) او په حقيقت كې [مشرکو] ظالمانو ته دردناك عذاب [چمتو] دى!
ټکي:
* دا آیت وايي: آیا هغه شریکان، چې ما ته یې ګڼئ، کوم ښوونځی یا دین یې دروړاندې کړی دی ؟
* امام علي کرم الله وجهه، خپل زوی ته وايي:«لو کان لربک شریک لأتتک رسله»[18]که پالونکي دې شریکان درلودل؛ نو د هغه له لوري به پېغمبران درته راتلل.
* امام زین العابدین (رح) د الهي مهلتونو په اړه وايي:«کان جزائی منک فی اول ما عصیتک النار»[19] خدایه! په لومړۍ سرغړونه کې مې سزا دوزخ و (خو تا مهلت راکړ).
پېغامونه:
1- انسان قانون ته اړتیا لري او دا اړتیا یوازې الله تعالی پوره کولای شي، نه نور.«أَمْ لَهُمْ شُرَکاءُ شَرَعُوا لَهُمْ»
2-حق شریعت، یوازې په الهي اجازې پلی کېږي او بې د هغه له اجازې یو څیز هم شرعي اړخ نه لري. «ما لَمْ یَأْذَنْ بِهِ اللّهُ»
3-په دین کې بدعت او بې د الله تعالی له اجازې د قوانینو تشریع شرک دی. «شُرَکاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّینِ ما لَمْ یَأْذَنْ بِهِ اللّهُ»
4-الهي پرېکونی قانون خو دادی، چې هرڅوک خپلې جوهرې څرګندونې ته یو مهلت ولري. «وَ لَوْ لا کَلِمَهُ الْفَصْلِ»
5-کږلاریو ته مهلت ورکول، یو الهي پېرزوینه ده، شونې ده د توبې یا ایمان په فکر کې شي او که دا پېرزو نه وه؛ نو انسان به په خپلې لومړۍ ګناه د ورکاوۍ پر سزا اخته کېده.«لَوْ لا کَلِمَهُ الْفَصْلِ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ»
6- شرک ظلم دی او مشرک ظالم دی.( أَمْ لَهُمْ شُرَکاءُ… إِنَّ الظّالِمِینَ)
تَرَی الظّالِمِینَ مُشْفِقِینَ مِمّا کَسَبُوا وَ هُوَ واقِعٌ بِهِمْ وَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ فِی رَوْضاتِ الْجَنّاتِ لَهُمْ ما یَشاؤُنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ذلِکَ هُوَ الْفَضْلُ الْکَبِیرُ«22»= (په قيامت كې) ظالمان له خپلو کړنو وېرېدوني وينې او (د خپلو كړنو سزا ته) ورسي او نېکان مؤمنان د جنت په بڼګوټو كې دي (او) څه چې غواړي، د خپل پالونكي په نزد ورته (چمتو) دي، همدا ستره ورکړه ده.
ټکي:
* «رَوْضَهٍ» هغه ځای ته ویل کېږي، چې ډېرې اوبه او ونې ولري.
پېغامونه:
1- قیامت که څه غیب او پسي شا دی؛ خو ته وا مشهود دی. « تَرَی الظّالِمِینَ»
2-د انسان د ناوړو کړنو یوازېنې پایله دوزخ دی. «مُشْفِقِینَ مِمّا کَسَبُوا»
3-په قیامت کې له عذابه وېره هېڅ ګټه نه لري. مُشْفِقِینَ… وَ هُوَ واقِعٌ بِهِمْ
4-په جنت کې مانیز او توکیز خوندونه یو د بل ترڅنګ دي.( رَوْضاتِ… عِنْدَ رَبِّهِمْ)
5-دنیوي بې برخېتوبونه او له محرماتو لرېوالی به یوه ورځ جبیره شي.«ما یَشاؤُنَ» ( د مؤمنانو ټولې توکیزې او مانیزې غوښتنې په جنت کې چمتو دي)
6-سره له دې چې جنتیان ایمانوال او نېکچاري دي؛ خو دا دومره نعمتونه د الهي فضل له کبله دي، نه د چارو ثواب یې. «الْفَضْلُ الْکَبِیرُ»
7-له کبیر (ستر) الله تعالی نه یوازې د کبیر فضل تمه کېدای شي. «هُوَ الْفَضْلُ الْکَبِیرُ»
ذلِکَ الَّذِی یُبَشِّرُ اللّهُ عِبادَهُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ قُلْ لا أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی وَ مَنْ یَقْتَرِفْ حَسَنَهً نَزِدْ لَهُ فِیها حُسْناً إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ شَکُورٌ«23»= دا (هماغه) څه دي، چې الله یې نېکانو مؤمنانو ته زېرى وركوي، ووايه: ((په دې (رسالت) یوازې په خپلوۍ کې مینه درنه غواړم)) او څوك چې نېكي وكړي، پر نېكيو به يې ورزيات كړو، په رښتيا الله منندوی بښونكى دى.
ټکي:
*په تېرو آیتونو کې مو ولوستل، چې د نېکچاریو مؤمنانو ثواب، جنتي بڼونه، ټولو غوښتنو ته یې ورسېدل او ستر الهي فضل دی او په دې آیت کې د هغه کس د ثواب خبره ده، چې په خپل ښیون یې په سلګونو میلیونه انسانان، دې بڼونو او غوښتونو ته ورسولي دي؛ یعنې د اسلام پېغمبر(ص).
که د یوه ګل ډالۍ کول، مننه او ثواب لري؛ نو د بشریت ژغورنه به څومره ثواب ولري.
قرآن ته په کتو سره وینو، چې د ټولو انبیاوو شعار دا و، چې موږ یوازې له پالونکي ثواب غواړو. په شعراء سورت کې له 109 آیته تر 127 آیت پورې، د حضرت نوح، هود، صالح، لوط او شعیب علیهم السلام خبره ده او په سبأ سورت، 47 آیت کې د اسلام پېغمبر(ص) خبره کړې ده: زما ثواب یوازې له الله سره دی. «إِنْ أَجْرِیَ إِلاّ عَلَی اللّهِ»
البته شک نشته، چې د انبیاوو مراد یوازې دا و، چې موږ توکیز انعام نه غواړو؛ خو ستاسې لاروي او ښیون غواړو؛ ځکه روسته له دې چې دې ټولو په شعراء سورت کې د لاسباړې غوښتل و نه منل، خلکو ته یې د تقوا او له الله تعالی د لاروۍ سپارښتنه وکړه. «فَاتَّقُوا اللّهَ وَ أَطِیعُونِ»؛ نو انبیاء توکیز انعام نه غواړي؛ خو مانیز انعام او د خلکو ښیون غواړي، چې د انبیاوو دا انعام اخستل یې په رښتینه کې د خلکو په خپله ګټه دی؛ لکه یو ښووند، چې خپل زده کړیال ته وايي: له تا لاسباړه نه غواړم او زما انعام یوازې یو څیز دی او هغه داچې ته سبق ووایې، چې په رښتینه کې دا زده کړیال ته یو ستر انعام دی.
* د حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم د رسالت لاسباړه څه ده؟
پېغمبراکرم (ص) هم له خلکو د توکیز انعام غوښتنه نه درلوده؛خو څو ځل د الله پاک له لوري د «قُلْ» کلمې په ویلو مامور شوی، چې هغه مانیزه لاسباړه، چې د خلکو په ګټه ده، له خلکو دې یې وغواړي. «قُلْ ما سَأَلْتُکُمْ مِنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَکُمْ»[20]
دا مانیزه لاسباړه هم په دوو تعبیرونو کې راغلې ده. یو ځل وايي: هېڅ لاسباړه نه غواړم، بې له دې چې که د چا خوښه وه؛ نو د الله تعالی لار دې وټاکي، «إِلاّ مَنْ شاءَ أَنْ یَتَّخِذَ إِلی رَبِّهِ سَبِیلاً»[21]او یو ځل تر بحث لاندې آیت کې وايي: «لا أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی»؛ نو پردې بنسټ، د اسلام د پېغمبر لاسباړه دوه څیزه دي: یوه د الله تعالی د لار ټاکل او بل مودّت قربی. په زړه پورې خو داده، چې په داوړو تعبیرونو کې د «إِلاَّ» کلمه اوڅار شوې ده؛ یعنې زما لاسباړه یوازې همدغه ده.
لږ چې په ګرېوان کې سر ښکته کړو؛ نو پوهېږو، چې د الله تعالی لار او د اهلبیتو مودت/مینه یوه ده؛ ځکه که دوه وي؛ نو تناقض دی؛ یعنې نشو ویلای: زه یوازې په دوبي کې مطالعه کوم او بل ځل ووایو: زه یوازې په ژمي کې مطالعه کوم؛ ځکه محصور او رایسار شوی باید یو څیز وي.
پېغمبراکرم (ص) د الله تعالی له لوري یو ځل مامورېږي، چې خلکو ته ووايي: زما لاسباړه یوازې ستاسې له لوري د الله تعالی د لار ټاکنه ده او بل ځل مامورېږي، چې ووايي: زما لاسباړه یوازې مودّت قربی دی. په رښتینه کې دا دوې غوښتنې باید یوه وي؛ یعنې د الله تعالی لار دې هماغه مودّت قربی وي.
بلخوا مودّت ته دوه څیزه پکار دي، یو: پېژندنه او معرفت؛ ځکه تر هغه چې انسان یو څوک و نه پېژني، مینه ورسره نشي کولای. دویم: لاروي؛ ځکه بېلاروۍ مودت یو ډول ځانښوونه، ریاکاري، دروغ او غوړه مالي ده؛ نو هغوی چې خپل احکام بې د پېغمبر اکرم له اهلبیتو له نورو اخلي، د الله تعالی لار یې نه ده ټاکلې. دا د قرآن له لیدلوري.
خو د عقل له نظره. انعام دې هموزنه او انډول وي. رسالت، بې له امامته، چې دوام یې دی، بل انډول او هموزن نه لري، د رسالت اجر د ښیون دوام دی، د یوه معصوم انعام، بل معصوم ته د چارو ورسپارل دي. د یوه عادل انعام دادی، چې زحمتونه یې یو بل عادل ته وسپارل شي.
عقل وايي: چې پېرزوینه وي، مننه دې هم وي او که نن د حضرت محمد(ص) د پېرزوینه له کبله ښیون شوي یو؛ نو باید د رسالت لاسباړه یې ورکړو که د رسالت لاسباړه، «مودّت قربی» دی؛ نو نن یې هم باید قربی وي، چې مودت ورسره ولرو. هو، نن هم باید له حضرت امام مهدي سره مودّت ولرو او لاروي یې ووسو. مګر ویلای شو، چې د «صدر اسلام» مسلمانانو دنده درلوده، چې د رسالت لاسباړه ورکړي او له قربی سره مودت ولري؛ خو ننني مسلمانان دا دنده ونلري، یا داسې کوم قربی نشته، چې مینه ورسره وکړي او د پېغمبراکرم د رسالت لاسباړه یې ورکړي.البته د حضرت امام مهدي د غیبت په پېر کې یې مودت، پر پیغامونو یې عمل او د هغو کسانو پر لار تګ دی، چې موږ یې ورسپارلي یو؛ یعنې عادل او بې ځاني غوښتنو فقهاء.
د انسان عقل پوهېږي، چې مودّت قربی د هغه پېغمبر انعام ټاکل شوی، چې په سلګونو میلیونو وګړي یې ښیون کړي او نېکمرغۍ او ستر الهي فضل ته یې رسولي او قربی، چې مودت ورسره کېږي، غوره بشر او معصوم دی؛ ځکه کله هم، یو معصوم پېغمبر، د ګناهګار د مینې سپارښتنه نه کوي.
* امام زمخشري (رح) او امام فخررازي (رح)، د اهلسنتو مشرانو، په خپلو تفسیرونو کې راوړي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وویل:
«من مات علی حب آل محمد مات شهیدا»څوک چې د آل محمد په مینه له دنیا ولاړ شي، شهید دی.
«من مات علی حب آل محمد مات تائبا» څوک چې د آل محمد په مینه له دنیا ولاړ شي، توبګار دی.
«من مات علی حب آل محمد مات مستکمل الایمان» څوک چې د آل محمد په مینه له دنیا ولاړ شي، له بشپړ ایمان سره له دنیا تللی دی.
«من مات علی حب آل محمد مات علی السنه و الجماعه» څوک چې د آل محمد په مینه له دنیا ولاړ شي، د پېغمبراکرم د سنتو او سیرت له مخې به له دنیا تللی وي.
اوس پوښتنه داده، چې آیا بېلاروۍ مودّت کولای شي، چې شهادت، مغفرت او بشپړ ایمان ته انډول او هموزن شي ؟
په همدې تفاسیرو کې د همدې آیت تر تفسیر لاندې له رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم نه یو حدیث راغلی دی:
«ألا و من مات علی بغض آل محمد جاء یوم القیامه مکتوب بین عینیه آیس من رحمه الله»، پوه شئ، هغه چې له آل محمد سره په کینه کې ومري، د قیامت پر ورځ به یې پر ټنډه ورته لیکلي وي: د الله له لورنې نهیلی او بې برخې.
«ألا و من مات علی بغض آل محمد مات کافرا» پوه شئ، هغه چې له آل محمد سره په کینه کې ومري، کافر مړ شوی دی.
«ألا و من مات علی بغض آل محمد لم یشم رائحه الجنه» پوه شئ، هغه چې له آل محمد سره په کینه کې ومري،د جنت بوی به پرې و نه لګي.
* امام فخر رازي (رح) په خپل تفسیر کې راوړي: همدا چې د مودت آیت نازل شو، پېغمبر اکرم وپوښتل شو: قربی څوک دي، چې مودت یې راواجب شوی دی ؟
آنحضرت (ص) وویل:علي، فاطمه او دوه زامن یې او زیاتوي، چې آنحضرت وویل: «فاطمه بضعه منی یؤذینی ما یؤذیها» فاطمه مې د وجود ټوټه ده، چا چې وکړوله، زه یې کړولی یم او هغوی چې رسول الله کړوي، سزا یې په قرآن کې راغلې ده: «إِنَّ الَّذِینَ یُؤْذُونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللّهُ فِی الدُّنْیا وَ الْآخِرَهِ وَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذاباً مُهِیناً»[22]
*په حدیث کې راغلي، چې حضرت امام حسن (رض) د «وَ مَنْ یَقْتَرِفْ حَسَنَهً نَزِدْ لَهُ فِیها حُسْناً» تر جملې لاندې وویل:«اقتراف الحسنه مودتنا اهل البیت»[23] د نېکۍ لاس ته راوړل، د اهلبیتو مودت دی.
پېغامونه:
1-د الله تعالی زېری خورا ستر دی. «رَوْضاتِ الْجَنّاتِ – ما یَشاؤُنَ – اَلْفَضْلُ الْکَبِیرُ – ذلِکَ الَّذِی یُبَشِّرُ اللّهُ عِبادَهُ»
2-ایمان او نېکچاري د الله تعالی د بنده نښه ده.. «عِبادَهُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»
3-ددې دومره نعمتونو او زېريو د لاس ته راوړو خواله، د الله تعالی بندګي، ایمان او نېکچاري ده.(عِبادَهُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا…)
4- مودت قربی د ایمان او نېکچارۍ غوره مصداق دی.( یُبَشِّرُ اللّهُ عِبادَهُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ قُلْ لا أَسْئَلُکُمْ… إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی)
5-پخپله خوله لاسباړه غوښتل، سخته او درنده وي؛ نو الله تعالی خپل استازي ته وايي، چې زما له خولې خلکو ته اعلان کړه.( قُلْ لا أَسْئَلُکُمْ…)
6- مودّت بې معرفته ناشونی چار دی.(نو د هر څه له مخې، د رسالت لاسباړه د پېغمبراکرم د اهلبیتو پېژندل او ورسره مینه ده) «إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی»
7-بېلاروۍ مینه، ریا او غوړه مالي ده.(؛ نو مودّت قربی؛ یعنې له هغوی لاروي) «إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی»
8-قربی معصوم دي؛ ځکه د ګناهګار مودت د رسالت لاسباړېدای نشي. «إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی»
9-هغه مودّت یوازې په اهل بیتو کې دی، چې قهراً او کټ مټ له معرفت او لاروۍ سره دی. (د«فی» کلمه ددې خواله ده، چې د مودت مقام یوازې په اهلبیتو کې دی.) «فِی الْقُرْبی»
10- مودّت فی القربی، د نېکیو لاس ته راوړو یوه لار ده. «إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی وَ مَنْ یَقْتَرِفْ حَسَنَهً»
11-د اهلبیتو مودّت غوره ښېګڼه ده. «الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی وَ مَنْ یَقْتَرِفْ حَسَنَهً»
12- مودّت قربی حسنه ده. «مَنْ یَقْتَرِفْ حَسَنَهً»
13- مودّت قربی د ثواب ګټلو لامل دی. «نَزِدْ لَهُ فِیها حُسْناً»
14-د پېغمبراکرم د اهل بیتو دوستي د مغفرت د لاسته راوړو زمینه ده.( إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی…إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ)
15- الله تعالی د هغوی قدرکوونکی دی، چې د اهلبیتو په مودت کې پر خپله دنده عمل کوي. «إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ شَکُورٌ»
أَمْ یَقُولُونَ افْتَری عَلَی اللّهِ کَذِباً فَإِنْ یَشَإِ اللّهُ یَخْتِمْ عَلی قَلْبِکَ وَ یَمْحُ اللّهُ الْباطِلَ وَ یُحِقُّ الْحَقَّ بِکَلِماتِهِ إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ«24»= ايا دوی وايي: (( (پېغمبر) پر الله دروغ تړلي دي؟!)) [پوه شه] كه الله وغواړي، ستا پر زړه به ټاپه ووهي (او كه خلاف ووايې؛ نو ددې آيتونو د ويلو وس درنه اخلي) او الله باطل له منځه وړي او حق [دین] ته پخپلو خبرو ټېکاو وربښي؛(ځكه) چې هغه د زړونو له خوالو خبر دی.
ټکي:
*لکه څنګه چې کږلاریو د رسالت په مسله کې وویل: پېغمبر زموږ په څېر یو بشر دی او د رسالت ادعا یې پر الله تعالی افترء ده؛ د امامت په مسله کې یې هم داسې تور پورې کړ.
* دا آیت وايي: که پېغمبر پر الله تعالی افتراء وتړي؛ نو ورته غوسه کېږو او پر زړه یې ټاپه لګوو؛ لکه چې وايي: «لَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنا بَعْضَ الْأَقاوِیلِ لَأَخَذْنا مِنْهُ بِالْیَمِینِ ثُمَّ لَقَطَعْنا مِنْهُ الْوَتِینَ»[24]که کومه خبره، په دروغ راوتړي؛ نو ښهرګ به یې ووهو.
* «ذاتِ الصُّدُورِ»؛ یعنې هغه اندونه، چې د دوی زړونه یې نیولې دي.
پېغامونه:
1-ځینو چې نه غوښتل د اهلبیتو مودت/مینه رسالت وګڼي، و یې ویل: پېغمبر پر الله تعالی دروغ تړلي، چې وايي: د رسالت لاسباړه مې مودت قربی ده. «أَمْ یَقُولُونَ افْتَری»
2- د شبهاتو ځواب دې وویل شي.( أَمْ یَقُولُونَ… فَإِنْ یَشَإِ اللّهُ)
3- افتراء له هېچا هم منلوړ نه ده. «یَخْتِمْ عَلی قَلْبِکَ» (که پېغمبر کوشني دروغ هم پر الله تعالی تړلي ول؛ نو دروغ به یې رابربنډ شوي وو او د وحې له لاس ته راوړو به بې برخې شوی وای.)
4-پر زړه ټاپه لګېدل، تر ټولو ستر الهي عذاب دی؛ ځکه د خورا سترې ګناه سزا ده.( اِفْتَری… یَخْتِمْ)
5-زړه د وحې د لاس ته راوړو مرکز دی. «یَخْتِمْ عَلی قَلْبِکَ» (لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي: وحې دې پر زړه درنازله شوه. «نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِینُ عَلی قَلْبِکَ»[25])
6-د باطل له منځه وړل او د حق ټیکاو یو الهي دود دی.( یَمْحُ اللّهُ… یُحِقُّ الْحَقَّ)
7- الله تعالی خپل پېغمبر ته د باطل د له منځه وړو او د حق د بري په ژمنه ډاډ او تسل ورکوي.(یَقُولُونَ افْتَری… یَمْحُ اللّهُ الْباطِلَ وَ یُحِقُّ الْحَقَّ)
8-پېغمبر نه یوازې پر الله تعالی افتراء نه ده تړلې؛ بلکې د افتراء په فکر کې هم نه و؛ ځکه الله تعالی په زړونو کې له پټو خوالو پوره خبر دی. «إِنَّهُ عَلِیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ»
وَ هُوَ الَّذِی یَقْبَلُ التَّوْبَهَ عَنْ عِبادِهِ وَ یَعْفُوا عَنِ السَّیِّئاتِ وَ یَعْلَمُ ما تَفْعَلُونَ«25»= او (الله) هغه (ذات) دى، چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او له ګناهونو تېرېږي او څه چې کوئ پرې پوهېږي.
پېغامونه:
1-د ګناهګارانو د توبې منل او بښل یې یوازې د الله تعالی واک دی. «وَ هُوَ الَّذِی»
2-په اسلام کې ډپ نشته او د راستنېدو لار تل پرانستې ده. «یَقْبَلُ التَّوْبَهَ»
3- الله تعالی ټول ګناهګاران بښي. «یَعْفُوا عَنِ السَّیِّئاتِ» (د «سیئات» کلمه د سیئه جمع او له الف و لام سره یعنې ټول ګناهونه)
4- الله تعالی د بښنې په ژمنې، کږلاري توبې ته هڅوي.( یَقْبَلُ التَّوْبَهَ… یَعْفُوا عَنِ السَّیِّئاتِ)
5-توبه دې په کړنو کې له بدلون سره وي؛ ګنې ځانښوونه او ریا ده، چې الله تعالی پرې پوهېږي. «وَ یَعْلَمُ ما تَفْعَلُونَ»
وَ یَسْتَجِیبُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ وَ یَزِیدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَ الْکافِرُونَ لَهُمْ عَذابٌ شَدِیدٌ«26»= او د نېکچارو مؤمنانو (دعاوې) قبلوي او خپلې پيرزوينې پرې لا زياتوي او كافرانو ته به ډېر سخت عذاب وي!
ټکي:
* امام باقر(رح) ددې آیت په اړه وویل: د دیني رور په اړه د مؤمن دعا منل شوې ده؛ ځکه الله تعالی وايي: د هغه مینې په پار، چې له خپل دیني رور سره یې لرې؛ نو څه چې دې وغوښتل، تا او ستا دینې رور ته یې ورکوم.[26]
* امام صادق (رح) وايي: له «یَزِیدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ» غونډلې – جملې مراد، د مؤمنانو د شفاعت حق، د هغو کسانو په اړه دی، که څه دوزخیان دي؛ خو له مؤمنانو سره یې ښه کړي دي.[27]
پېغامونه:
1- الله تعالی د نېکچاریو مؤمنانو دعا مني. «وَ یَسْتَجِیبُ»
2-ایمان او نېکچاري د دعا د منل کېدو شرط دی. «یَسْتَجِیبُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»
3-ډېر او له تمې ورهاخوا ثواب د الهي پېرزو یوه نښه ده. «وَ یَزِیدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ»
4-ګواښنه او هڅونه یو د بل ترڅنګ پکار دي. «یَقْبَلُ التَّوْبَهَ – یَعْفُوا عَنِ السَّیِّئاتِ – یَسْتَجِیبُ – یَزِیدُهُمْ مِنْ فَضْلِهِ – وَ الْکافِرُونَ لَهُمْ عَذابٌ شَدِیدٌ»
وَ لَوْ بَسَطَ اللّهُ الرِّزْقَ لِعِبادِهِ لَبَغَوْا فِی الْأَرْضِ وَ لکِنْ یُنَزِّلُ بِقَدَرٍ ما یَشاءُ إِنَّهُ بِعِبادِهِ خَبِیرٌ بَصِیرٌ«27»= او كه الله خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي ورپراخه كړې واى، هرومرو يې پر ځمكه فتنه او فساد کاوه؛ خو په ټاکلې کچې چې وغواړي روزي ورکوي په رښتيا هغه د خپلو بندګانو له چارو ښه خبر دى او هر څه يې ويني.
ټکي:
*په تېر آیت کې الله تعالی مؤمنانو ته د دعا د منل کېدو ژمنه ورکړه، اوس پوښتنه داده، چې د رزق پراختیا ته، د ځینو مؤمنان دعا ولې نه منل کېږي ؟
په ځواب کې دې وویل شي: دعا د الهي حکمت په چوکاټ کې منل کېږي، کله د رزق پراخي له الله تعالی د غفلت وزله او د سرغړونې لامل ده او ډېر دي داسې کسان چې شتمني یې د ورکاوي لامل شوې ده.
* بله پوښتنه دا: که د رزق ډېرېدل د سرغړونې لامل دی؛ نو ولې یې ځینو ته پراخه رزق ورکړ او سرغړونه یې هم ونکړه ؟
په ځواب کې یې وایو: الهي قوانین ګڼ او پړاوونه لري؛ لکه څنګه چې د رزق کنټرول، له فساده مخنیوي ته یو عمومي قانون دی، سوکالو ته د رزق پراختیا او مهلت ورکول هم یو قانون دی، چې ازمېینې ته کارېږي؛ نو عمومي او ټولیز قانون د رزق کنټرول دی؛ خو کله د خلکو ازمېیلو ته پراخي پکي راولي[28].
* ناویلې دې پاتې نشي، چې کله د رزق کموالی، د انسان د ناغېړۍ او سستۍ له کبله دی، چې حساب یې جلا دی.
پېغامونه:
1-لکه څنګه چې الهي ورکړې یوه پېرزوینه ده، کله بې بې برخېتوب هم یوه پېرزوینه ده.«لَوْ بَسَطَ اللّهُ الرِّزْقَ لِعِبادِهِ لَبَغَوْا»
2-الهي فضل، د مصلحت او حکمت پر بنسټ ویشل کېږي، نه د انسان د غوښتنو پر بنسټ.( وَ لَوْ بَسَطَ اللّهُ…)
3-روغ ټولنیز ژوند په منځلارۍ او د اړتیا تر بریده ژوند کې دی. لَوْ بَسَطَ…لَبَغَوْا)
4- مؤمنان دې د تنګلاسۍ په پار پر الله ناوړ ګومانه نه وي. «وَ لَوْ بَسَطَ اللّهُ»
5- تر بریده وتلې هوساینه، د سرغړونې زمینه ده.( لَوْ بَسَطَ… لَبَغَوْا)
6-الهي مشیت او اراده، د حکمت پر بنسټ ده. «ما یَشاءُ إِنَّهُ بِعِبادِهِ خَبِیرٌ بَصِیرٌ»
7-د خلکو رزق حساب و کتاب لري. «یُنَزِّلُ بِقَدَرٍ»
وَ هُوَ الَّذِی یُنَزِّلُ الْغَیْثَ مِنْ بَعْدِ ما قَنَطُوا وَ یَنْشُرُ رَحْمَتَهُ وَ هُوَ الْوَلِیُّ الْحَمِیدُ«28»= او (الله) هغه (ذات) دى، چې (د خلكو) تر نهيلۍ روسته (ګټور) باران وروي او (هر چېرې) خپله لورنه خوروي او هماغه ستايل شوى چارسازى دى.
وَ مِنْ آیاتِهِ خَلْقُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَثَّ فِیهِما مِنْ دابَّهٍ وَ هُوَ عَلی جَمْعِهِمْ إِذا یَشاءُ قَدِیرٌ«29»= او دهغه (د ځواک) له نښو د اسمانونو او ځمكې پنځون او په دواړو كې د (هر ډول) خځنده وو خورول دي او چې وغواړي پر راغونډولو يې وسمن دى.
ټکي:
* «غیث» ګټور باران ته ویل کېږي؛ خو «مطر» هر ډول باران ته ویل کېږي (که ګټور وي که زیانمن)؛لکه څنګه چې وايي: «أُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ»[29]
* «قَنُوطٌ» د نهیلۍ په مانا او «بَثَّ» د خورولو/شنیدلو په مانا دی.
پېغامونه:
1-په نهیلۍ کې خورا هیلمني ده، د تور شپې پای سپین سهار دی. «یُنَزِّلُ الْغَیْثَ مِنْ بَعْدِ ما قَنَطُوا»
2-په ستونزو او نهیلیو کې د انسان یوازېنی پناهځی الله تعالی دی.( وَ هُوَ الَّذِی… مِنْ بَعْدِ ما قَنَطُوا)
3- باران، د الهي لورنې یوه نښه ده.( یُنَزِّلُ الْغَیْثَ… وَ یَنْشُرُ رَحْمَتَهُ)
4-په ځینو وختونو او ځایونو کې د باران کمی، د انسان د سرغړونې مخنیوي ته دی.( وَ لَوْ بَسَطَ اللّهُ الرِّزْقَ لِعِبادِهِ لَبَغَوْا… یُنَزِّلُ الْغَیْثَ مِنْ بَعْدِ ما قَنَطُوا)
5-منل شوی او همیشنی ولایت یوازې الله تعالی ته ځانګړی دی. «وَ هُوَ الْوَلِیُّ الْحَمِیدُ»
6-د آسمانونو، ځمکې او خوځنده وو پنځون د الهي آیتونو یو ګوټ دی. «مِنْ آیاتِهِ»
7-پر لومړني پنځون د الله تعالی وسمني یې، د قیامت پر راولاړولو وسمني راښيي.(خَلْقُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ… وَ هُوَ عَلی جَمْعِهِمْ… قَدِیرٌ)
8-په آسمانونو کې هم موجودات شته. «بَثَّ فِیهِما مِنْ دابَّهٍ»
9-د ځمکې په بېلابېلو برخو کې د څارویو خورېدل یو نعمت دی. (که ټول پسان په یوه سیمه کې او ټولې غواوې په بل ځای کې وې؛ نو انسان ته به ژوند خورا سخت و.) «بَثَّ فِیهِما مِنْ دابَّهٍ»
10-د قیامت د راتګ وخت ټاکل یوازې د هغه په واک کې دی. «إِذا یَشاءُ»
وَ ما أَصابَکُمْ مِنْ مُصِیبَهٍ فَبِما کَسَبَتْ أَیْدِیکُمْ وَ یَعْفُوا عَنْ کَثِیرٍ«30»=او چې تاسې ته هر (ډول) مصيبت دررسي؛ نو لامل يې ستاسې خپلې لاس ته راوړنې دي او (الله مو) له ډېرو (ګناهونو) تېرېږي.
وَ ما أَنْتُمْ بِمُعْجِزِینَ فِی الْأَرْضِ وَ ما لَکُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ مِنْ وَلِیٍّ وَ لا نَصِیرٍ«31»= او تاسې په ځمكه کې (د الله) بېوسوونكي نه ياست (او نه يې له قدرته تښتېداى شئ) او بې له ده چارسازى او مرستندوى درته نشته.
ټکي:
* پوښتنه: که کړاوونه زموږ د خپلو کړنو پایله ده؛ نو د الهي اولیاوو کړاوونو ته څنګه مخونه ورکولای شو ؟
ځواب: الهي کړلارې او قوانین ډېر دي، یو قانون ګناهګار انسان ته د کړنې تریخ خوند ورڅکل دي، چې په دې آیت کې راغلي؛ خو یو بل الهي قانون، د پېښو او پرلپسې ازمېینو په ترڅ کې، د خلکو وده ده؛ نو پېښې چې الهي اولیاوو ته ورپېښېږي، د دوی مانیزې ودې ته ، درجې لاس ته راوړو ته او نورو ته د بېلګېدو په پار دي. په حدیث کې راغلي دي:«البلاء للظالم ادب و للمؤمن امتحان و للاولیاء درجه»[30] ترخې پېښې ظالم ته د ادب ورکولو او مؤمن ته ازمېښتوزلې دي او الهي اولیاوو ته د قرب وزله ده.
*دې آیت ته ورته د روم سورت ۴۱ آیت دی، چې وايي: «ظَهَرَ الْفَسادُ فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ بِما کَسَبَتْ أَیْدِی النّاسِ لِیُذِیقَهُمْ بَعْضَ الَّذِی عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ» د خلکو د ناوړه کړنو په پار، په سیندونو او وچو کې فساد رامنځ ته شو، چې د خپلو (ناوړه) کړنو یو ګوټ وڅکي.
پېغامونه:
1-د انسان د کړنو او په ژوند کې د ترخو پېښو ترمنځ یوه اړیکه شته.( ما أَصابَکُمْ… فَبِما کَسَبَتْ أَیْدِیکُمْ)
2-د انسان ستونزې یې یوازې د سرغړونې د یوې برخې غبرګون دی، نه د ټولو یې؛ ځکه الله تعالی د انسان له ډېری تېروتنو تېرېږي. «وَ یَعْفُوا عَنْ کَثِیرٍ»
3-کړاوونه خبرداریز اړخ لري او که غچیز اړخ یې درلود؛ نو عفوه به نه وه. «وَ یَعْفُوا عَنْ کَثِیرٍ»
4-د بشر د جنایتونو لوګی به یې خپلې سترګې ترخې کړي او الله تعالی ته تاوان رسولی نشي. «وَ ما أَنْتُمْ بِمُعْجِزِینَ»
5 –انسانان نشي کولای ټول عوامل تر خپلې ولکې لاندې کړي او د ګناه له اغېزو وتښتي. «وَ ما أَنْتُمْ بِمُعْجِزِینَ»
6-د ډېری سرغړونو انګېزه د ملګري او ملاتړ لاس ته راوړو ته ده، حال داچې حقیقي ملاتړ خو یوازې الله تعالی دی. «وَ ما لَکُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ مِنْ وَلِیٍّ وَ لا نَصِیرٍ»
وَ مِنْ آیاتِهِ الْجَوارِ فِی الْبَحْرِ کَالْأَعْلامِ«32»=او دهغه له نښو په سمندر كې د غرونو په څېر روانې (بېړۍ) دي؛
إِنْ یَشَأْ یُسْکِنِ الرِّیحَ فَیَظْلَلْنَ رَواکِدَ عَلی ظَهْرِهِ إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ لِکُلِّ صَبّارٍ شَکُورٍ«33»= كه (الله) وغواړي؛ نو باد به ودروي او (بېړۍ) به د (اوبو) پر شا ټپې ولاړې پاتې شي، په رښتيا په دې (چار) كې هر يو خورا زغمناک منندوى ته نښې دي.
ټکي:
* «الْجَوارِ» د «جاریه» جمع او روانې بېړۍ ته وايي او له «کَالْأَعْلامِ» نه مراد یا سترې بېړۍ یا د یخونو روان غرونه دي.
*په طبیعت کې دې د باد له ونډې غافل نه شو. د ژوندي موجوداتو ساه اخستل، د بېړیو حرکت، د ورېځو لېږد، د بوټیو بلاربول او د سړښت او ګرمۍ تعدیل او برابرول په باد کېږي او نن باد د انرژی یوه سرچینه هم ده (او په ځینو هېوادنو کې ترې برښنا تولیدېږي).
* په قرآن کریم کې څلور ځل د «صَبّارٍ» کلمه کارېدلی ده، چې ورپسې د «شَکُورٍ» کلمه راغلې ده او دا ددې نښه ده، چې شکر او صبر یو د بل ترڅنګ ځانګړې ونډه لري. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي: ایمان دوې څانګې لري، یوه څانګه یې صبر او بله یې شکر دی.[31]
پېغامونه:
1-د وزن او حجم له نظره، د بېړۍ او اوبو ترمنځ انډول، د الهي ځواک یوه نښه ده. «وَ مِنْ آیاتِهِ الْجَوارِ فِی الْبَحْرِ» (په اوبو کې د سترو بېړیو نه ډوبېدل، د هغو توپیرونو له لامله دی، چې الله تعالی په جسمونو او کتلو کې ایښی دی.)
2-هغه مهال د نعمت قدر پېژندل کېږي، چې له لاسه ووځي. «إِنْ یَشَأْ یُسْکِنِ الرِّیحَ»
3-څه چې موږ یو آیت او نښه ګڼو، د پراخې سینې درلودونکیو څېړنکیو ته څو نښې دي. «لَآیاتٍ لِکُلِّ صَبّارٍ»
4- طبیعت او ښکارندې یې لکه اوبه او باران، هغو کسانو ته آیت او نښه دي، چې د دنیا پر ستونزو صابر او پر هوساینه یې منندوی دي. «لَآیاتٍ لِکُلِّ صَبّارٍ»
أَوْ یُوبِقْهُنَّ بِما کَسَبُوا وَ یَعْفُ عَنْ کَثِیرٍ«34»= يا دوی (بېړۍ وال) د خپلو کړنو له لامله ډوبوي او له ډېرو (ګناهونو) تېرېږي.
وَ یَعْلَمَ الَّذِینَ یُجادِلُونَ فِی آیاتِنا ما لَهُمْ مِنْ مَحِیصٍ«35»=او هغوی چې زموږ په آيتونو کې شخړه کوي، پوه شي چې (له عذابه) د تېښتې هېڅ لار ورته نشته.
ټکي:
* «یُوبِقْهُنَّ» له «ایباق» اخستل شوی او د هلاکولو په مانا دی او دلته ترې مراد ډوبول دي. «مَحِیصٍ» له «حیص» اخستل شوی او د ستنېدا او خلاصون لار ته وايي.
*کږلاري د الله تعالی په آیتونو کې د فکر پرځای شخړه کوي، په تېرو آیتونو کې یې وویل: «لَآیاتٍ لِکُلِّ صَبّارٍ شَکُورٍ» په دې آیت کې وايي: «یُجادِلُونَ فِی آیاتِنا»
پېغامونه:
1-هېڅکله ځان خوندي مه ګڼئ، الله تعالی کولای شي، چې تاسې په وچه او لمده کې د خپلو کړنو په پار ورک کړي. «أَوْ یُوبِقْهُنَّ»
2-یوازې ځینې ګناهونه مو ورکاوي ته بسیا دي.( یُوبِقْهُنَّ… وَ یَعْفُ عَنْ کَثِیرٍ)
3-د الله تعالی بښنه، پر غوسې يې لاسبرې ده. «یَعْفُ عَنْ کَثِیرٍ»
4-بښنه د الله تعالی په لاس کې ده. «یُوبِقْهُنَّ – یَعْفُ»
5- هغوی چې الهي ځواک ته د پاملرنې پر ځای، طبیعي چارې توکیزې شني او تفسیروي یې، د الهي عذاب د راتګ پرمهال به د تېښتې لار و نه لري.( یُجادِلُونَ فِی آیاتِنا… ما لَهُمْ مِنْ مَحِیصٍ)
6-ځېلي کافران له الهي بښنې بې برخې دي. (وَ یَعْفُ عَنْ کَثِیرٍ… ما لَهُمْ مِنْ مَحِیصٍ)
فَما أُوتِیتُمْ مِنْ شَیْءٍ فَمَتاعُ الْحَیاهِ الدُّنْیا وَ ما عِنْدَ اللّهِ خَیْرٌ وَ أَبْقی لِلَّذِینَ آمَنُوا وَ عَلی رَبِّهِمْ یَتَوَکَّلُونَ«36»= نو څه چې تاسې ته درکړاى شوي، د دنيوي ژوند برخمنېدل (او وزلې) دي او څه چې له الله سره دي، بروسګرو مؤمنانو ته غوره او ډېر پاتېدوني دي.
ټکي:
* په تېر آیت کې د شخړې خبره وه، ته وا دا آیت وايي: د شخړې سرچینه پر دنیوي ژوند زړه تړنه ده، چې ژر تېرې متاع او ګټه ده.
پېغامونه:
1-څه چې لرو، زموږ هنر نه؛ بلکې د هغه پېرزو ده، چې راباندې یې کړې ده. «أُوتِیتُمْ»
2-څه چې زموږ په لاس کې دي، دومره څه نه دي، چې زړه پرې خوشحاله کړو، ټوله هستي ناڅيزه ده.( فَما أُوتِیتُمْ… فَمَتاعُ الْحَیاهِ الدُّنْیا)
3-هغه الله تعالی چې دنیا او آخرت د هغه لپاره دی، یوازې آخرت یې ځان ته ګڼلی دی.«ما عِنْدَ اللّهِ»
4-څه چې مؤمن په دنیا کې له لاسه ورکوي، الله تعالی به یې غوره په قیامت کې ورکړي. «ما عِنْدَ اللّهِ خَیْرٌ وَ أَبْقی»
5-دنیا ټولو ته ورکول کېږي. «أُوتِیتُمْ»
6- آخرت متوکل مؤمنانو ته ځانګړی دی. «لِلَّذِینَ آمَنُوا وَ عَلی رَبِّهِمْ یَتَوَکَّلُونَ»
7- دنیا ژر تېرې او آخرت پایښتی دی.( ما عِنْدَ اللّهِ… أَبْقی)
8-توکل د مؤمن همېشنی چار دی. «یَتَوَکَّلُونَ»
وَ الَّذِینَ یَجْتَنِبُونَ کَبائِرَ الْإِثْمِ وَ الْفَواحِشَ وَ إِذا ما غَضِبُوا هُمْ یَغْفِرُونَ«37»= او د هغو كسانو (لپاره دي) چې له سترو ګناهونو او ناوړه (چارو) ډډه كوي او چې غوسه شي؛ نو ورځنې تېرېږي؛
ټکي:
*په تېر آیت کې د ایمان او توکل خبره وه، چې دواړه په زړه پورې اړوند چارې دي، په دې آیت کې د مؤمنانو عملي کړنلارو ته اشاره کوي.
کبیره ګناهونه څه دي ؟
د تحریر الوسیله د کتاب خاوند د جماعت د امام د شرایطو په اړه وايي: امام جماعت دې له کبیره ګناهونو ډډه وکړي او هره هغه ګناه کبیره ده، چې په قرآن کې یې د عذاب ژمنه شوې ده، یا ترې سخت منع شوي یو یا داسې دلیل ولرو، چې د کبیره ګناهونو هموزنه او یا ترې بدتره وپېژندل شي یا د مؤمنانو په افکارو کې کبیره وشمېرل شي یا یې کبیره توب ته ځانګړی دلیل ولرو.
بیا یو لړ بېلګې راوړي؛ لکه: د الله تعالی له لورنې نهیلي، پر الله تعالی او استازي یې دروغ تړل، پر مړوخې ښځې ناروا تور لګول، له جګړې تېښته، د والدینو عاق، صله رحم نه کول، کوډې، زنا، لواط، د پلارمړي د مال خوړل، حق پټول، د باطلو ګواهي، ژمنماتي، شرابخوري، په وصیت کې تجاوز، سود خوړل، جواري، ډنډۍ وهل، مرداره او د سرکوزي غوښه خوړل، له ظالم سره مرسته او پرې تکیه، اسراف او تبذیر،د خلکو د حقوقو نه ورکول، دروغ، تکبّر، خیانت، غیبت، خبر لوڅي، حج سپک ګنل، لمونځ نه کول، زکات نه ورکول، پر صغیره ګناهونو ټنیګار، پر لهو و لعب بوختېدل.
پېغامونه:
1-له غورو او پایښتو نعمتونو له برخمنۍ شرط، پر ایمان او توکل سربېره، له ګناهونو لرېوالی، د شهوت او غوسې کابو کول دي. (وَ ما عِنْدَ اللّهِ خَیْرٌ وَ أَبْقی لِلَّذِینَ آمَنُوا وَ عَلی رَبِّهِمْ یَتَوَکَّلُونَ وَ الَّذِینَ یَجْتَنِبُونَ…)
2-د سمونو لومړی ګام، لومړی د ځان او بیا د ټولنې پاکول دي.«یَجْتَنِبُونَ کَبائِرَ الْإِثْمِ»
3-د ډېری ګناهونو سرچینه، شهوت او غوسه ده، لومړی یې له شهوت لرېوالی او ورپسې یې له غوسې لرېوالی اوڅار کړی دی.( یَجْتَنِبُونَ… اَلْفَواحِشَ وَ إِذا ما غَضِبُوا)
4-په الهي تقوا او له ګناهونو په لرېوالي مو له الله تعالی سره اړیکه او په غوسه کې د بښنې پرمهال مو له خلکو سره اړیکه پیاوړې کړئ.( یَجْتَنِبُونَ… یَغْفِرُونَ)
5-کمالات هغه مهال ډېر ارزښتناک شي، چې د انسان کړنلار او سیرت شي. (یَجْتَنِبُونَ…یَغْفِرُونَ (د مضارع قالب، د دوام نښه ده.)
6- مؤمن پر خپل نفس واکمن دی.( یَجْتَنِبُونَ… یَغْفِرُونَ)
7- غوسه یوه غریزه ده؛ خو کابو کول یې پکار دي. «غَضِبُوا»
8-مؤمنان د غوسې پرمهال په خپله بښنه کوي، نه د نورو د غوښتنې او منځګړتوب په پار.«هُمْ یَغْفِرُونَ»
وَ الَّذِینَ اسْتَجابُوا لِرَبِّهِمْ وَ أَقامُوا الصَّلاهَ وَ أَمْرُهُمْ شُوری بَیْنَهُمْ وَ مِمّا رَزَقْناهُمْ یُنْفِقُونَ«38»= او د هغو كسانو (لپاره دي) چې د خپل پالونكي (بلنه) يې منلې، لمونځ يې درولى او خپلې چارې په خپلمنځي مشورې سر ته رسوي او څه چې موږ ورروزي كړي (د الله په لار كې) لګوي؛
وَ الَّذِینَ إِذا أَصابَهُمُ الْبَغْیُ هُمْ یَنْتَصِرُونَ«39»= او هغوى چې تېری پرې وشي (؛ نو ظلم ته غاړه نه ږدي او يو له بله) مرسته غواړي (او د ظلم مخه نيسي).
ټکي:
*حضرت طلحه او حضرت زبیر رضی الله عنهما، حضرت علي کرم الله وجهه ته وویل: په دې شرط درسره یو،چې په هر کار کې راسره مشوره وکړې؛ ځکه زموږ حساب له نورو سره جلا دی. حضرت علي ورته وویل:«نظرت فی کتاب الله و سنه رسوله فامضیت ما دلانی علیه و اتبعته و لم احتج الی آرائکما فیه و لا رأی غیرکما و لو وقع حکم لیس فی کتاب الله بیانه و لا فی السنه برهانه و احتیج الی المشاوره فیه لشاورتکما فیه»[32]زه د الله کتاب او د رسول الله سنتو ته ګورم، څه چې پکې وو، لاروي ترې کوم او ستاسې او د نورو مشورې ته هم اړتیا نه لرم؛ خو که له داسې چار سره مخ شوم، چې په قرآن او سنتو کې مې ورته دلیل او برهان و نه موند او مشورې ته اړتیا وه؛ مشوره به درسره وکړم.
* په ۳۸ آیت کې د ټولنې د چارو سمبالنې ته د شورا په نظام ټینګار شوی دی؛ نوځکه ددې سورت نامه یې شوری ایښې ده. موږ هم په همدې اړه، د مشورې په اړه یو لړ روایتونه راوړو[33].
«شاور العلماء الصالحین» له صالحو پوهانو سره مشوره وکړه.
«و اجعل مشورتک من یخاف الله»له هغوی سره مشوره کوه،چې له الله تعالی ډارېږي.
«شاور المتقین الذین یؤثرون الآخره علی الدنیا»له متقیانو سره مشوره کوه، چې معاد ته پر معاش غوراوی ورکوي.
«خیر من شاورت ذوی النهی و العلم و اولوا التجارب و الحزم» له با تجربه عقلمنو سره مشوره کوه.
«لا تدخلن فی مشورتک بخیلا و لا جبانا و لا حریصا» له کنجوس، ډارن او حریص سره مشوره مه کوه.
«رأی الرجل علی قدر تجربته» د هرې څرګندونې ارزښت، د څرګندونکي په تجربې پورې اړه لري.
«أن یکون حرا متدینا صدیقا و ان تطلعه علی سرک» له رښتنیو سره مشوره کوه، چې تړاو ونلري او پر خپله خواله یې خبر کړه، چې هر اړخیزه او بشپړه مشوره درکړي.
«مشاوره العاقل الناصح رشد و یمن و توفاق من الله» له خیرخواه عاقل سره په مشوره کې وده، برکت او الهي توفیق دی.
شاور فی امورک من فیه خمس خصال… په چارو کې مو له هغه سره مشوره وکړئ، چې پینځه ځانګړنې ولري:عقل، علم، تجربه، خیرخواهي او تقوا.
* پوښتنه: ولې د نهج البلاغه په ۳۱ خطبه کې له ښځو سره له مشورې منع شوې ده ؟
ځواب: مشوره د جنسیت تابع نه ده؛ بلکې د کچې او معیار تابع ده. امام علي کرم الله وجهه وايي:
«فان رأیهن الی افن»؛ ځکه ښځه عاطفي او احساساتي ده او معمولا نظر یې استدلالي نه دی؛ نو په بل حدیث کې وايي: که د یوې ښځې له عقل او کمال مو تجربه درلوده، مشوره ورسره وکړئ؛ له ښځو سره د مشورت نه کولو دلیل یې د نظر سستوالی دی او هرمهال چې کوم سړی هم داسې وي، مشوره دې ورسره ونشي.
* پوښتنه: سره له دې چې قرآن وايي: ډېری خلک عقل نه کاروي، «أَکْثَرُهُمْ لا یَعْقِلُونَ»[34]، «أَکْثَرَهُمْ لا یَعْلَمُونَ»[35]، ډېری یې فاسق دي، «أَکْثَرُهُمْ فاسِقُونَ»[36] او ډېری یې حق ته تسلیم نه دي، «أَکْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ کارِهُونَ»[37]؛نو ورسره د مشورې سپارښتنه د څه لپاره ده ؟
ځواب: قرآن د خلکو هغه ډېره کی او اکثریت په پام کې لري، چې په شرک، فساد او ځاني غوښتنو ککړ دي او هېڅکله یې مراد «اکثر المتقین» او«اکثر المؤمنین» نه دي.
د سلامشورې ګټې
– د تېروتنې د احتمال کچه راټیټوي.
-وړتیاوې ټوکوي.
– د استبداد او سرزورۍ مخه نیسي.
-د نورو د حسادت مخه نیسي. که د چا په مشورې بریالي شوو؛ نو دا چې نور زموږ وده او بری د خپل اند او سلامشورې اغېز ګڼي؛ نو حسادت به راسره نه کوي. هغه اولاد چې وده کوي، پلار یې کله هم حسادت ورسره نه کوي؛ ځکه د هغه وده د خپلې ودې یو انځور ګڼي.
-پایله یې الهي مرستې دي، زموږ په دیني فرهنګ کې شته: «ید الله مع الجماعه»
-د نورو له نظرونو ګټنه، خبره پخه او هراړخیزوي.«من شاور الرجال شارک فی عقولها»
– مشوره د خلکو یو ډول درناوی دی؛ شونې ده په مشوره کې کومې نوې خبره لاس ته رانشي؛ خو د خلکو شخصیت ته درناوی دی.
-مشوره د نورو پېژندوزله ده. تر هغه چې چا خوله نه وي راسپړلې، نیمګړتیا او هنر به یې پټ وي او له وګړیو سره په مشورې کولای شو، علمي او اندیزه درجه او د وګړیو ژمنه او کړلار جوړونه وپېژنو.
* پوښتنه: آیا له خلکو سره د پېغمبر اکرم(ص) مشورې ظاهري اړخ درلود؟
ځواب: هېڅکله نه!؛ ځکه که مشوره یې کړې وای او د مشورې پرخلاف عمل یې کړی وای؛ نو نه یوازې یې امت ته درناوی نه و کړی؛ بلکې په یوه ډول یې د دوی روحیه هم ټکنۍ کوله.
پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په بدر، احد، خندق، حدیبیه، له بني قریظه او بني نظیر سره په جګړه کې، د مکې په سوبه او تبوک جګړه کې له مسلمانانو سره سلامشورې کړې دي.
* مشوره په هغو چارو کې ده، چې په خلکو پورې اړوند وي؛ خو په هغو چارو کې چې په الله تعالی پورې اړوند دي؛ لکه بعثت، امامت او عبادت؛ نو په دې چارو کې د مشورو ګنجایش نشته. لمونځ الهي ژمنه ده،«الصلاه عهد الله» ژمنه دې پوره شي او مشورې ته پکې اړتیا نشته. د امت امامت او مشرتابه هم الهي ژمنه ده؛ ځکه همداچې ابراهیم علیه السلام غوښتنه وکړه، چې ځوځات دې یې د ټولنې مشرتابه شي، الله تعالی ورته وویل: امامت او مشرتابه مې ژمنه ده او ټاکنه یې په ما ده، نه ستا په دعا او که کوم وګړی ظلم وکړي؛ نو د مشرتابه وړتیا نه لري؛ لکه څنګه چې قرآن وايي: «إِنِّی جاعِلُکَ لِلنّاسِ إِماماً» امامت زما په ټاکنه دی.
* اسلام هر اړخیز او بشپړ دین او ټولو چارو ته یې پام دی:
– په ګروهیزو چارو کې: «آمَنُوا و یَتَوَکَّلُونَ»
– په اخلاقي چارو کې: «یَجْتَنِبُونَ، یَغْفِرُونَ»
– په ټولنیزو چارو کې: «شُوری بَیْنَهُمْ»
-په عبادي چارو کې: «أَقامُوا الصَّلاهَ»
– په وټیزو چارو: «یُنْفِقُونَ»
– په سیاسي او پوځي چارو کې: «یَنْتَصِرُونَ»
په زړه پورې خو داده، چې دا ځانګړنې د مضارع فعل په چوکاټ کې راغلي، چې د دوام او استمرار نښه ده.
پېغامونه:
1-د لمانځه او انفاق مینوال په قیامت کې له غورو او ابدي نعمتونو برخمن دي. (ما عِنْدَ اللّهِ خَیْرٌ وَ أَبْقی… وَ الَّذِینَ اسْتَجابُوا…)
2-د الله تعالی ربوبیت ته پاملرنه دې الهي احکامو پلي کولو ته ورماتوي. «اسْتَجابُوا لِرَبِّهِمْ»
3-د الهي بلنې منل دې په عمل وي، نه په ادعا.( اِسْتَجابُوا… أَقامُوا)
4- غریزې کابو او خنډونه له لارې لرې کړئ، چې د الله تعالی د بندګۍ لار پرانستل شي. «یَجْتَنِبُونَ – یَغْفِرُونَ – اِسْتَجابُوا لِرَبِّهِمْ»
5-مؤمن سرزوري او استبداد نه لري، ګوښی نه دی او د نورو نظر ته درناوی کوي. «وَ أَمْرُهُمْ شُوری بَیْنَهُمْ»
6-د لمانځه پر درولو سپارښتنه شوې؛ نه یوازې ویلو ته یې. (؛ یعنې په پرتمنیه بڼه او له ټولو شرایطو سره لمونځ پرځای کول) «أَقامُوا الصَّلاهَ»
7-د لمانځه حساب له نورو عبادتونو سره جلا دی.(سره له دې چې لمونځ د پالونکي د استجابت له چارو ځنې دی؛ خو نامه یې جلا راغلې ده.) «اسْتَجابُوا لِرَبِّهِمْ وَ أَقامُوا الصَّلاهَ»
8-شورا او مشوره په ټولنیزو چارو پورې اړوند ده، نه په دیني احکامو پورې. «أَمْرُهُمْ شُوری بَیْنَهُمْ»
9-له پردیو نظر مه غواړئ. «بَیْنَهُمْ»
10- انفاق په مال پورې ځانګړی نه دی؛ بلکې له خپلې پوهې، پت، آبرو او ځواک نه هم باید نورو ته انفاق وکړو. «مِمّا رَزَقْناهُمْ»
11- انفاق کوونکی دې پوه شي، چې څه لري، خپل یې نه دي، د الله تعالی رزق دی. «رَزَقْناهُمْ»
12-لمونځ؛ کبر او مشوره؛ استبداد او انفاق؛ کنجوسي له ټولنې جارو کوي.«الصَّلاهَ، شُوری، یُنْفِقُونَ»
13- دفاع پکار ده، که څه له مؤمنانو په مرسته غوښتو وي؛ خو چوپیتا او پرځان تېری منل منع دي. «یَنْتَصِرُونَ»
14-خپلو ته تېرېدنه او بښنه او د ظالمانو پر خلاف استمداد او دفاع پکار ده. «یَغْفِرُونَ – یَنْتَصِرُونَ»
وَ جَزاءُ سَیِّئَهٍ سَیِّئَهٌ مِثْلُها فَمَنْ عَفا وَ أَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَی اللّهِ إِنَّهُ لا یُحِبُّ الظّالِمِینَ«40»= او د بدۍ سزا بدۍ ته ورته ده؛ نو څوك چې تېر شي او روغه وكړي؛ نو اجر يې پر الله دى (؛ ځکه) چې ظالمان دهغه ښه نه ایسي.
وَ لَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولئِکَ ما عَلَیْهِمْ مِنْ سَبِیلٍ«41»= او البته څوك چې تر مظلوم واقع کېدو روسته مرسته وغواړي (خپل غچ واخلي)؛ نو (د پړې) پرې هېڅ لار نشته.
ټکي:
* په قرآن کریم کې دوه ځل د «فَأَجْرُهُ عَلَی اللّهِ» عبارت راغلی دی: یوځل په نساء سورت ۱۰۰ آیت کې چې په مخلصو مهاجرینو پورې اړوند دی او یو ځل په دې آیت کې چې د خلکو له بدیو د سترګو پټنونې په اړه دی؛ نو څرګندېږي، چې عفو، جوړجاړی او سمونه د الله تعالی په لار کې له مهاجرت سره انډول ده.
*په اسلام کې د مماثلت قانون: داچې د اسلام قوانین د عقل، فطرت او عدل له مخې دي، په بېلابېلو چارو کې یې په ځغرده برابري اوڅار کړی، چې څو بېلګې یې وايوو:
* «فَمَنِ اعْتَدی عَلَیْکُمْ فَاعْتَدُوا عَلَیْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدی عَلَیْکُمْ»[38]
* «وَ لَهُنَّ مِثْلُ الَّذِی عَلَیْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ»[39]
* «وَ مَنْ قَتَلَهُ مِنْکُمْ مُتَعَمِّداً فَجَزاءٌ مِثْلُ ما قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ(([40]
* «وَ إِنْ عاقَبْتُمْ فَعاقِبُوا بِمِثْلِ ما عُوقِبْتُمْ بِهِ»[41]
په الهي دودونو کې د مماثلت بېلګې:
* «مَکَرُوا وَ مَکَرَ اللّهُ»[42]
* «یُخادِعُونَ اللّهَ وَ هُوَ خادِعُهُمْ»[43]
* «إِنَّما نَحْنُ مُسْتَهْزِؤُنَ اَللّهُ یَسْتَهْزِئُ بِهِمْ»[44]
* «نَسُوا اللّهَ فَأَنْساهُمْ»[45]
* «فَلَمّا زاغُوا أَزاغَ اللّهُ»[46]
* «وَ إِنْ عُدْتُمْ عُدْنا»[47]
* «لِلَّذِینَ أَحْسَنُوا الْحُسْنی وَ زِیادَهٌ»[48]
* «رَضِیَ اللّهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوا عَنْهُ»[49]
*هغوی چې په دنیا کې ویل: «سَواءٌ عَلَیْنا أَ وَعَظْتَ أَمْ لَمْ تَکُنْ مِنَ الْواعِظِینَ»[50] موږ ته توپیر نه کوي، چې ومو ګواښې که نه (هسې ځان مه ستړی کوه)، قیامت کې به وايي: «سَواءٌ عَلَیْنا أَ جَزِعْنا أَمْ صَبَرْنا»[51] که وارخطايي وکړو که صبر، موږ ته توپیر نه کوي.
* «مَنْ کانَ فِی هذِهِ أَعْمی فَهُوَ فِی الْآخِرَهِ أَعْمی[52]» هغوی چې په دې نړۍ کې (د حق څېرې له لیدو) ړانده وو، هلته به هم ړانده وي.
* «فَاذْکُرُونِی أَذْکُرْکُمْ» یاد مې کړئ، چې یاد مو کړم[53].
*که الله تعالی راته حکم کوي: «صَلُّوا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوا تَسْلِیماً[54]» پر پېغمبر درود او سلام وویاست او حکم ته یې تسلیم ووسئ؛ نو په اړه یې خپل استازي ته حکم کوي: «وَ صَلِّ عَلَیْهِمْ»[55] پر دوی درود وایه، چې زکات ورکوي.
پېغامونه:
1-د تاوتریخوالي په مقابل کې عادلانه غچ جایز دی. «وَ جَزاءُ سَیِّئَهٍ سَیِّئَهٌ مِثْلُها»
2-ستر ثوابونه خو د هغه په برخه دي، چې د غچ اخستو ځواک لري؛ خو بښنه کوي. «فَمَنْ عَفا وَ أَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَی اللّهِ»
3- قصاص او سزا دې د جنایت له مخې وي (نه ورسره توپیرناکه یا داچې افراط او تفریط پکې وشي). «جَزاءُ سَیِّئَهٍ سَیِّئَهٌ مِثْلُها»
4- ګذشت او تېرېدنه د سمونې او جوړجاړي سریزه او زمینه ده، د غچ او سزا ورکونې په شرایطو کې د سمونې زمینه نه وي. «فَمَنْ عَفا وَ أَصْلَحَ»
5-د نورو له بدیو سترګې پټول بسیا نه دي، باید سم یې کړو. «عَفا وَ أَصْلَحَ»
6-یوازې قانوني چلن بسیا نه دی؛ بلکې اخلاق او عاطفه هم پکار ده. «سَیِّئَهٌ مِثْلُها» قانون دی او «عَفا وَ أَصْلَحَ» عاطفه او اخلاق دي.
7-د الهي پېرزوینو د لاس ته راوړو شرط، عفو او سمونه ده، نه غچ. «فَأَجْرُهُ عَلَی اللّهِ»
8-په غچ کې ثواب نشته؛ خو په عفو کې ثواب شته.( فَمَنْ عَفا… فَأَجْرُهُ عَلَی اللّهِ)
9-عفوې او سمونې ته هڅونه، له ظالمه دفاع ته نه ده. «إِنَّهُ لا یُحِبُّ الظّالِمِینَ»
10- ظالم د الله تعالی ښه نه ایسي، که په پیل کې ظلم وکړي یا په غچ اخستو کې پښه له بریده واړوي. «إِنَّهُ لا یُحِبُّ الظّالِمِینَ»
11- غچ هغوی ته دی، چې ځواک لري؛ خو هغه چې بېوسې دی، حق یې دی، چې له نورو مرسته وغواړي. «لَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ»
12-تر جنایت مخکې قصاصول ناروا دي.( بَعْدَ ظُلْمِهِ…)
13-له ظالمه غچ، د انسان مشروع حق دی، چې نه په دنیا کې رټنوړ دی او نه په آخرت کې عذاب لري. «وَ لَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولئِکَ ما عَلَیْهِمْ مِنْ سَبِیلٍ»
إِنَّمَا السَّبِیلُ عَلَی الَّذِینَ یَظْلِمُونَ النّاسَ وَ یَبْغُونَ فِی الْأَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ أُولئِکَ لَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ«42»= بېشکه پړه (خو) يوازې پر هغو ده، چې پر خلکو ظلم کوي او په ځمكه کې په ناحقه (پر حقوقو تېرى او) سرغړونه کوي (؛ نو) همدا دوى ته دردناك عذاب دى.
وَ لَمَنْ صَبَرَ وَ غَفَرَ إِنَّ ذلِکَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ«43»=او څوك چې زغم او بښنه وكړي (؛نو د ټينګې ارادې خاوند دى؛ ځكه) چې دا (زغم او بښنه) له لویو او پخو کارونو دي.
ټکي:
* قرآن کریم په توبه سورت 91 آیت کې وايي: «ما عَلَی الْمُحْسِنِینَ مِنْ سَبِیلٍ» نېکچاریو ته د پړې یوه لار هم نشته. په تېر آیت کې مو ولوستل، چې پر مظلوم پړه نشته او اوس وايي: پړه پر ظالمانو ده.
*داسې برېښي، چې «ظلم» په اشرارو پورې اړوند دی، که څه عادي وګړي او بېوزلي وي؛ خو «بغی» په دسیسه چیانو او ښکېلاګرانو پورې اړوند دی.
پېغامونه:
1-د خلکو پر حقوقو تیری (ان نامسلمان او په هره بڼه چې وي) ناروا دی او وبال لري. «إِنَّمَا السَّبِیلُ عَلَی الَّذِینَ یَظْلِمُونَ النّاسَ»
2-هغه ظلم دې افشا شي، چې د فتنې او ټولنیز اړخ ولري.«یَظْلِمُونَ النّاسَ وَ یَبْغُونَ فِی الْأَرْضِ»
3-که څه په دنیا کې د خلکو دنده استمداد او افشاګري ده؛ خو الله تعالی به هم له ظالمانو سره ګوري او حساب به ورسره کوي. «لَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ»
4-له ظالمه تېرېدل او ګذشت دومره آسان کار نه دی، کوټلې اراده او هوډ غواړي. «لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ»
5-قرآن د (غچ پر ځای) پر بښنه او ګذشت سپارښتنه کوي. «وَ لَمَنْ صَبَرَ وَ غَفَرَ إِنَّ ذلِکَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ»
6-صبر کوونکي ګذشت کولای شي.(د«صبر» کلمه تر «مغفرت» مخکې راغلې ده) «لَمَنْ صَبَرَ وَ غَفَرَ»
7- صبر او ګذشت، د انسان د لوړو ځانګړنو زمینه ده. «وَ لَمَنْ صَبَرَ وَ غَفَرَ إِنَّ ذلِکَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ»
8-اسلام، هر اړخیز دین دی، چې د مظلمو حق یې په رسمیت پېژندلی او هم یې بښنې ته لار پرانستې پرېښې ده.( لَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ… وَ لَمَنْ صَبَرَ وَ غَفَرَ)
وَ مَنْ یُضْلِلِ اللّهُ فَما لَهُ مِنْ وَلِیٍّ مِنْ بَعْدِهِ وَ تَرَی الظّالِمِینَ لَمّا رَأَوُا الْعَذابَ یَقُولُونَ هَلْ إِلی مَرَدٍّ مِنْ سَبِیلٍ«44»=او څوك چې الله (د خپلو كړنو له لامله) لاورکی كړي؛ نو تر الله روسته يې هېڅ كارساز (پام کوونکى او خواخوږى) نشته او ظالمان به (د قيامت پر ورځ) وګورې، چې د عذاب د ليدنې پر مهال وايي:((ايا (دنيا ته) د ورستنېدو (او جبران) كومه لار شته؟!))
ټکي:
*که څه د قرآن په ځینو آیتونو کې د ورکلاريو ورکلاري الله تعالی ته ورمنسوب شوې ده؛ خو نور آیتونه دا منسوبونه تفسیروي او وايي:
«یُضِلُّ اللّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُرْتابٌ»[56]،الله، سرغړاندي او اسراف کوونکي ورکلاروي.
«وَ ما یُضِلُّ بِهِ إِلاَّ الْفاسِقِینَ»[57]،الله،فاسقان ورکلاروي.
«وَ یُضِلُّ اللّهُ الظّالِمِینَ»[58]،الله،ظالمان ورکلاروي.
«یُضِلُّ اللّهُ الْکافِرِینَ»[59]الله،کافران ورکلاروي.
په بل عبارت، لومړنۍ ورکلاري نشته؛ خو کیفري (عذابیزه) ورکلاري لرو، چې الله تعالی د وګړیو د اسراف، کفر او فسق په سزا دوی، ورکلارۍ ته راکاږي.
پېغامونه:
1-د خلکو پر حقوقو تیری ، له ښیونه د بې برخېتوب او د ورکلارۍ، لالهاندۍ ، کړهاندۍ او خواشینۍ په ګړنګ کې د ورلوېدو لامل دي.( یَظْلِمُونَ النّاسَ وَ یَبْغُونَ فِی الْأَرْضِ… وَ مَنْ یُضْلِلِ اللّهُ… هَلْ إِلی مَرَدٍّ مِنْ سَبِیلٍ)
2-کږلاري ظالمان دې پوه شي، چې یو وګړی او ځواک به یې هم بچ نه کړای شي. «فَما لَهُ مِنْ وَلِیٍّ»
3-یوازې په وحې د قیامت له خبرو خبرېدای شو. «تَرَی الظّالِمِینَ»
4- جنتیان هرڅه لاس ته راوړي، «لَهُمْ ما یَشاؤُنَ»[60]؛ خو دوزخیان یوې هیلې ته هم نه رسي. «هَلْ إِلی مَرَدٍّ مِنْ سَبِیلٍ»
وَ تَراهُمْ یُعْرَضُونَ عَلَیْها خاشِعِینَ مِنَ الذُّلِّ یَنْظُرُونَ مِنْ طَرْفٍ خَفِیٍّ وَ قالَ الَّذِینَ آمَنُوا إِنَّ الْخاسِرِینَ الَّذِینَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَ أَهْلِیهِمْ یَوْمَ الْقِیامَهِ أَلا إِنَّ الظّالِمِینَ فِی عَذابٍ مُقِیمٍ«45»= او دوى به وينې، چې هغه (اور) ته وروړاندې کول کېږي؛ نو خوارۍ وهلي سرځوړند وي او (اور ته به) د سترګو له کونجونو پټ ورګوري او (په هغه وخت كې) مؤمنان وايي: (( په رښتینه كې زيانکاران هغوى دي، چې د قيامت پر ورځ يې خپل ځانونه او خپلې كورنۍ له زيان سره مخ کړې؛ هو! [مشرک] ظالمان په همېشني عذاب كې دي!))
وَ ما کانَ لَهُمْ مِنْ أَوْلِیاءَ یَنْصُرُونَهُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ وَ مَنْ یُضْلِلِ اللّهُ فَما لَهُ مِنْ سَبِیلٍ«46»= او دوى ته بې له الله (نور) مرستندويان نشته، چې مرسته يې وكړي او څوك چې الله (د خپلو كړنو له لامله) لار ورکي کړي؛ نو (د ژغورنې) هېڅ لار ورته نشته.
ټکي:
* په دوو تېرو آیتونو کې د الله تعالی په واسطه د ظالمانو د ورکلارولو خبره وشوه، دا آیت ډېرې ګواښنې لري؛ لکه: هلته یې وویل: «فَما لَهُ مِنْ وَلِیٍّ» د مرستې یې څوک نشته او په دې آیت کې وايي: «ما کانَ لَهُمْ مِنْ أَوْلِیاءَ» یوه ډله هم نشته، چې مرسته یې وکړي.
پېغامونه:
1-د نن کبرجن، د سبا ذلیلان دي.( تَراهُمْ… خاشِعِینَ مِنَ الذُّلِّ)
2-د قیامت وېره، مجرم ړندوي. «یَنْظُرُونَ مِنْ طَرْفٍ خَفِیٍّ»
3- شونې ده انسان تاواني وي؛ خو داچې زامن یې کمالاتو ته رسېدلي دي، و یې ژغوري. واقعي تاواني خو هغه دی، چې نه پخپله ژغورل شوی او نه یې له اولاده خیر لیدلی دی. «الَّذِینَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَ أَهْلِیهِمْ»
4-واقعي زیانکار/تاواني خو هغه کس دی، چې هم یې خپله پانګه (هستي او عمر) له لاسه ورکړی وي «خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَ أَهْلِیهِمْ»او هم یې جبیره کول او ستنېدا ناشوني وي. «یَوْمَ الْقِیامَهِ»
5-ایمانوال په قیامت کې عزیز او سرلوړي دي، داسې چې کولای شي، چې ظالمان ورټي. (قالَ الَّذِینَ آمَنُوا إِنَّ الْخاسِرِینَ…) (شونې ده هغه مؤمنان، چې دا خبرې ظالمانو ته کوي، هماغه مظلومان وي، چې په دنیا کې دې ظالمانو ظلم پرې کړی وي.)
6-د قیامت د حالاتو ویل، د راويښېدو لپاره دي. «أَلا إِنَّ الظّالِمِینَ» (د «أَلا» کلمه پوهونې، تنبیه او راويښونې ته ده)
اِسْتَجِیبُوا لِرَبِّکُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ یَوْمٌ لا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللّهِ ما لَکُمْ مِنْ مَلْجَإٍ یَوْمَئِذٍ وَ ما لَکُمْ مِنْ نَکِیرٍ«47»= د خپل پالونکي (بلنه) د هغې ورځ تر راتګ مخکې ومنئ، چې د الله له لوري را روانه او بیخي تمېدونې نه ده؛ پر هغه ورځ نه كوم پټنځاى درته شته او نه (له خپلو ګناهونو) د منكرېدو څه لار.
ټکي:
* داچې له «یَوْمٌ لا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللّهِ» غونډلې – جملې مراد څه دی، دوه احتمالونه ورته شته:
الف:گناهگار دنیا ته راستنېدونکی نه دی.
ب:هغه ورځ پرېکونې ده او بیاکتنوړ نه ده.
پېغامونه:
1-له انبیاوو لاروي ده، چې انسان له تاوانونو بچ ساتي. (په تېرو آیتونو کې د تاوانیانو خبره وه او دا آیت وايي: چاره یې د الله تعالی لاروي ده. «اسْتَجِیبُوا لِرَبِّکُمْ»
2-د الهي احکامو منل، زموږ د روزنې لامل دي؛ نو د روزنپوه خبرې ته غوږ شئ.«اسْتَجِیبُوا لِرَبِّکُمْ»
3-د انسان په تړاو د الله تعالی د ربوبیت غوښتنه داده، چې بلنه یې ومنل شي.«اسْتَجِیبُوا لِرَبِّکُمْ»
4-د پېښې تر پېښېدو مخکې دې یې چاره وشي.(فرصتونه او شونتیاوې له لاسه مه ورکوئ) «مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ یَوْمٌ»
فَإِنْ أَعْرَضُوا فَما أَرْسَلْناکَ عَلَیْهِمْ حَفِیظاً إِنْ عَلَیْکَ إِلاَّ الْبَلاغُ وَ إِنّا إِذا أَذَقْنَا الْإِنْسانَ مِنّا رَحْمَهً فَرِحَ بِها وَ إِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَهٌ بِما قَدَّمَتْ أَیْدِیهِمْ فَإِنَّ الْإِنْسانَ کَفُورٌ«48» = نو كه مخ واړوي؛ نو (مه خپه كېږه)، ته موږ پر دوی څارن (او اړ ايستنې ته) نه يې ورلېږلى، ستا دنده يوازې د رسالت رسول دي او په حقيقت كې که موږ پر انسان له خپل لوري رحمت وروڅكو؛ نو پرې خوشحالېږي او كه دوی ته د خپلو مخكېنيو لاس ته راوړنو له لامله څه كړاو ورورسي (؛ نو په ناشكرۍ لاس پورې كوي؛ ځكه) چې انسان ډېر نامنندوی دى.
ټکي:
*تل د خلکو مخ اړونه، د چارواکیو او مشرانو د کړنو په پار نه وي، ان که معصوم پېغمبر هم ورته تبلیغ وکړي، بیا هم یوه ډله مخ اړوي.
پېغامونه:
1-د ټولنې مشرتابه دې، له دینه د خلکو د مخ اړونې وړاندوینه وکړي. «فَإِنْ أَعْرَضُوا»
2-د پېغمبراکرم دنده د رسالت ابلاغ دی، نه پر خلکو په زوره د دین منل. «فَما أَرْسَلْناکَ عَلَیْهِمْ حَفِیظاً إِنْ عَلَیْکَ إِلاَّ الْبَلاغُ»
3- نعمتونه د الله تعالی دي؛ نو هسې نه له الله تعالی مو غافل کړي.( أَذَقْنَا… مِنّا رَحْمَهً)
4-د دین ابلاغ پر پېغمبر واجب دی، که څه ځینې یې و نه مني. «إِنْ عَلَیْکَ إِلاَّ الْبَلاغُ»
5-دنیوي خوندونه، یوازې د څکلو هومره دي. «أَذَقْنَا الْإِنْسانَ مِنّا رَحْمَهً»
6-لورنه، چې هر څه وي، د الله تعالی له لوري ده. «مِنّا رَحْمَهً»
7- انسان زړه تنګی او کم ظرفیته موجود دی.( أَذَقْنَا الْإِنْسانَ مِنّا رَحْمَهً… فَرِحَ بِها)
8-لورنې د الله تعالی له لوري دي؛ خو کړاوونه د انسان د خپلو کړنو پایله ده.«مِنّا رَحْمَهً… سَیِّئَهٌ بِما قَدَّمَتْ أَیْدِیهِمْ»
9-په ستونزو کې الله تعالی مه هېروئ؛ ګنې پړه یاست او و به رټل شئ. «تُصِبْهُمْ سَیِّئَهٌ بِما قَدَّمَتْ أَیْدِیهِمْ فَإِنَّ الْإِنْسانَ کَفُورٌ»
لِلّهِ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ یَخْلُقُ ما یَشاءُ یَهَبُ لِمَنْ یَشاءُ إِناثاً وَ یَهَبُ لِمَنْ یَشاءُ الذُّکُورَ«49»= د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د الله ده، څه چې غواړي، پيدا كوي يې؛ چا ته یې چې خوښه شي، ښځينه اولاد (لوڼې) وربښي او چاته يې چې خوښه شي نارينه اولاد (زامن) وربښي؛
أَوْ یُزَوِّجُهُمْ ذُکْراناً وَ إِناثاً وَ یَجْعَلُ مَنْ یَشاءُ عَقِیماً إِنَّهُ عَلِیمٌ قَدِیرٌ«50»=يا (كه وغواړي) نارينه او ښځينه دواړه وركوي او چاته يې چې خوښه شي، شنډوي يې؛ (ځكه) چې هغه پوه وسمن دى.
ټکي:
*داچې جاهلي اعرابو زوی تر لور غوره ګاڼه؛ نو الله تعالی دلته د دواړو د پنځون په اړه د «یَهَبُ» کلمه کارولې، چې وپوهوي زوی او لور دواړه الهي ډالۍ دي او د «ذکور» کلمه یې له «ال» توریو سره راوړې، چې وايي: هغه زامن چې زړه مو پرې خوشحاله دی، هغوی هم الهي ډالۍ دي[61].
* له «یُزَوِّجُهُمْ» مراد دادی، چې الله تعالی کله زوی او لور دواړه یوځای درکوي.[62]
پېغامونه:
1-د خلکو کفر او ناشکري، د الله تعالی پر واکمنۍ اغېز نه لري. (فَإِنَّ الْإِنْسانَ کَفُورٌ لِلّهِ مُلْکُ السَّماواتِ…)
2-اولاد الهي ډالۍ ده. «یَهَبُ»
3-داچې زوی دې وشي که لور، الله تعالی ته یې ورپرېږده، چې هغه ښه پوهېږي. (یَهَبُ لِمَنْ یَشاءُ إِناثاً… عَلِیمٌ قَدِیرٌ)
4-د الله تعالی د مطلق واکمنۍ یوه بېلګه داده، چې هر چا ته هغسې اولاد ورکوي، چې الله یې غواړي.( لِلّهِ مُلْکُ السَّماواتِ… یَهَبُ لِمَنْ یَشاءُ)
5-د زوی یا لور په درلودو خواشیني، پر الهي نعمت او ډالۍ کفران دی.(فَإِنَّ الْإِنْسانَ کَفُورٌ… یَهَبُ لِمَنْ یَشاءُ…)
6-الله تعالی تل د پنځونې په حال کې دی.( یَهَبُ… یَخْلُقُ… یَشاءُ) (مضارع فعل، د استمرار نښه ده.)
7-اولاد ورکول یا شنډول، د الهي علم یوه پلوشه ده.(یَهَبُ… إِنَّهُ عَلِیمٌ قَدِیرٌ)
8-شنډوالی د الله تعالی د بې ځواکۍ په مانا نه دی. (عَقِیماً… قَدِیرٌ)
وَ ما کانَ لِبَشَرٍ أَنْ یُکَلِّمَهُ اللّهُ إِلاّ وحېاً أَوْ مِنْ وَراءِ حِجابٍ أَوْ یُرْسِلَ رَسُولاً فَیُوحې بِإِذْنِهِ ما یَشاءُ إِنَّهُ عَلِیٌّ حَکِیمٌ«51»=او له هېڅ بشر سره دا (وړ) نه ده، چې الله خبرې ورسره وكړي؛ خو په (نېغه) وحې [په خوب كې يا په الهام يا اشارې سره]، يا د پردې تر شا يا (له پرښتو) كوم استازى ورلېږي؛ نو څه چې غواړي، پخپله اجازه يې وحې كوي؛ (ځكه) چې هغه لوړ مقامى حکيم دى.
ټکي:
*پېغمبرانو ته له درېیو لارو وحې راځي:
الف:د پېغمبر زړه ته نېغ په نېغه القاء.
ب:د پردې له هاخوا اورېدل؛ لکه ونه.
ج:د لېږدونکې پرښتې له لارې ( حضرت جبرائیل امین).
پېغامونه:
1- وحې د الله تعالی له لوري ده، نه د بشر غوښتنه.( ما کانَ لِبَشَرٍ أَنْ یُکَلِّمَهُ اللّهُ…)
2- الله تعالی له بشر سره خبره کولای شي. «یُکَلِّمَهُ اللّهُ»
3-د وحې منځپانګه او څومره والی یې د الله تعالی په لاس کې دی. «ما یَشاءُ»
4- وحې له پورته مقامه او د حکمت پر بنسټ ده. «إِنَّهُ عَلِیٌّ حَکِیمٌ»
وَ کَذلِکَ أَوحېنا إِلَیْکَ رُوحاً مِنْ أَمْرِنا ما کُنْتَ تَدْرِی مَا الْکِتابُ وَ لاَ الْإِیمانُ وَ لکِنْ جَعَلْناهُ نُوراً نَهْدِی بِهِ مَنْ نَشاءُ مِنْ عِبادِنا وَ إِنَّکَ لَتَهْدِی إِلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ«52»=او همداسې (چې مخكېنيو پېغمبرانو ته مو وحې ورلېږلې وه) موږ تا ته له خپل امره یو روح (د قرآن په بڼه) دروحې كړ (که نه) ته نه پوهېدې، چې كتاب څه دی او نه د ايمان (په مانا او حقیقت) پوهېدې؛ خو هغه مو يوه رڼا كړه، چې له خپلو بندګانو هغه څوک پرې ښيونو چې وغواړو او په رښتيا، ته (خلک) سیده لارې ته ورسیخوې؛
صِراطِ اللّهِ الَّذِی لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ أَلا إِلَی اللّهِ تَصِیرُ الْأُمُورُ«53»=د هغه الله لارې ته، څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، يوازې د ده (په ملكيت كې) دي. خبر اوسئ، چې (ټولې) چارې يوازې د الله لوري ته ورستنېږي!
ټکي:
*دا سورت د وحې په آیت پیل شو، «حم، عسق، کَذلِکَ یُوحې إِلَیْکَ» او د وحې په آیت پای مومي. «وَ کَذلِکَ أَوحېنا إِلَیْکَ»
* ځینو په دې آیت کې له «روح» نه مراد، روح الامین اخستی او ځینو، تر نورو پرښتو اوچته پرښته، چې ورسره ده؛ لکه «تَنَزَّلُ الْمَلائِکَهُ وَ الرُّوحُ فِیها»[63] او ځینو قرآن ګڼلی، چې زما په اند دا مانا غوره ده.
* روح د حیات او ژوند تومنه ده او قرآن د انسان د مانیز حیات خواله ده؛ لکه څنګه چې بدن بې له روحه شیندل کېږي او ورستېږي، بې کتاب او قرآنه ټولنه هم شیندل کېږي؛ لکه څنګه چې د روح حقیقت درک کېدونی نه دی، د قرآن حقیقت هم درک کېدونی نه دی او لکه څنګه روح نه زړېږي، قرآن هم نه زړېږي.
* امام علي کرم الله وجهه په نهج البلاغه کې وايي:«لقد قرن الله به صلی الله علیه و آله من لدن کان فطیما اعظم ملائکته یسئلک به طریق المکارم و محاسن الاخلاق لیله و نهاره» [64] په رښتینه کې، الله، له هماغه وخته، چې پېغمبر اکرم له تي غوڅ شو، خپله یوه ستره پرښته یې ورسره کړه، چې شپه و ورځ د اخلاقي ښېګڼو لارې وروښيي؛ نو پردې بنسټ، د «وَ لاَ الْإِیمانُ» له غونډلې – جملې مراد، تر بعثت مخکې د پېغمبر اکرم سرایله توب، ورکلاري او بې ایماني نه؛ بلکې مراد دادی، چې پېغمبر اکرم د دین له جزئیاتو او منځپانګې خبر نه و.
*د انسان مانیز یون ته یو لړ چارې پکار دي؛ لکه: لار، «صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ» لارښود، «إِنَّکَ لَتَهْدِی» رڼا، «وَ لکِنْ جَعَلْناهُ نُوراً» نقشه، «أَوحېنا إِلَیْکَ رُوحاً مِنْ أَمْرِنا» ، موخه او مقصد. «إِلَی اللّهِ تَصِیرُ الْأُمُورُ»
پېغامونه:
1-د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله ته وحې، د تېرو پېغمبرانو د وحې غځېدا اواستمرار دی. «وَ کَذلِکَ أَوحېنا إِلَیْکَ»
2- په تېر آیت کې درې ډوله وحې، د پېغمبراکرم (ص) لپاره وې. «وَ کَذلِکَ أَوحېنا إِلَیْکَ»
3- پېغمبراکرم (ص) اُمّي او نالوستی و. «ما کُنْتَ تَدْرِی مَا الْکِتابُ»
4- ان پېغمبران بې له الهي ښیونه مخکې نشي تلای.( ما کُنْتَ تَدْرِی…)
5-صفا، پاکي او صداقت د نبوت نښې دي. عادي مشران چمتو نه دي، خپله مخینه په داسې توګه خلکو ته اوڅار کړي.( ما کُنْتَ تَدْرِی…)
6-که ښیون د الله تعالی په لاس کې دی، «مَنْ نَشاءُ»؛ خو د بندګۍ روحیه او له کبره لرېوالی، د ښیون زمینه ده. «عِبادِنا»
7-څوک چې بل ښیونول غواړي، باید پخپله پر حق مسلط وي.«إِنَّکَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ»[65]، «إِنَّکَ لَتَهْدِی إِلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ»
8-قرآن او رسول ښيونوزلې دي.( نُوراً نَهْدِی بِهِ… إِنَّکَ لَتَهْدِی)
9-د وګړیو اوسنۍ وړتیا، کچه ده، که څه په تېر وخت کې یې لاس تش و.( ما کُنْتَ تَدْرِی… إِنَّکَ لَتَهْدِی)
10-ان انبیاوو ته هم تکامل شته.( ما کُنْتَ تَدْرِی… إِنَّکَ لَتَهْدِی)
11-پر یوه انسان چې د الله تعالی پېرزوینه وشي؛ نو د پرون نالوستی، د نن ښووند شي. (ما کُنْتَ تَدْرِی… إِنَّکَ لَتَهْدِی)
12-یوازې قرآن بسیا نه دی، سره له دې چې قرآن د ښیون رڼا ده (نُوراً نَهْدِی بِهِ…)؛ خو بیا هم استازي ته اړتیا شته. «إِنَّکَ لَتَهْدِی»
13-سیده لار، هماغه د الله تعالی لار ده.( غیرالهي ښوونځي بشر ته د سمې لارې له ټاکنې بېوسې دي.) «صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ صِراطِ اللّهِ الَّذِی»)
14-د هغه پر لار دې ولاړ شو، چې د هستۍ واکمن وي. (صِراطِ اللّهِ الَّذِی لَهُ ما فِی السَّماواتِ…)
15-ایمانوال دې خوشحاله وي او ځېلیانو او کفارو ته دې خبرداری وي، چې د چارپای یې له الله تعالی سره ده. «إِلَی اللّهِ تَصِیرُ الْأُمُورُ»
16-د هستۍ حرکت، موخن او تکاملي دی. «إِلَی اللّهِ تَصِیرُ الْأُمُورُ»
«والحمدللّه ربّ العالمین»
سرچینه : نور تفسیر
مولف : شیخ محسن قرآئتی
[1].نبأ،12
[2] -نازعات،27.
[3] – مریم،90-91.
[4] – تحریم،6.
[5] – مؤمنون،17.
[6] -بقره،164
[7] -توبه،55
[8] – جمعه،10
[9] -.ابراهیم،7.
[10] – هود،52.
[11] – طلاق،2-3.
[12] – لقمان،30.
[13] – بقره،119
[14] – شوری،17.
[15] – رعد،14.
[16] – اعراف،8.
[17] – المیزان تفسیر
[18] – نهج البلاغه،لیک: 31.
[19] – صحیفه سجّادیه، 16 دعا.
[20] -.سبأ،47.
[21] – فرقان،57.
[22] -.احزاب،57
[23] – نمونه او صافي تفسیرونه.
[24] – حاقّه،44-46
[25] – شعائرا،194
[26] – نورالثقلین تفسیر
[27] -. مجمع البیان او نورالثقلین تفسیرونه
[28] – المیزان تفسیر.
[29] – فرقان،40.
[30] – بحار، ۸۰ مخ، ۱۸۹ مخ
[31] – صافي تفسیر.
[32] – ابن ابی الحدید، د نهج البلاغې شرح ، ۷ټ ، ۴۱ مخ
[33] – بحار ۷۲ ټ، ۱۰۵ مخ
[34] – مائده،103
[35] – انعام،37.
[37] – مؤمنون،70.
[38] – بقره،149
[39] – بقره،228
[40] – مائده،90
[41] – نحل،126
[42] – آل عمران،54
[43] – نساء،142.
[44] – بقره،14-15.
[45] – حشر،19.
[46] – صف،5.
[47] – اسراء،8.
[48] – یونس،26.
[49] – مائده،119.
[50].شعراء،136
[51] -.ابراهیم،21.
[52] -اسراء،72.
[53] – بقره،152.
[54]احزاب،56.
[55] – توبه،103.
[56] – غافر،34
[57] -.بقره،26
[58] – ابراهیم،27.
[59] – غافر،74.
[60] -.شوری،22
[61].ژباړن: په خورا خواشینۍ دې وویل شي، چې دا دود اوس هم په پښتنو ټولنه کې شته او زوی ته پر لور غوراوی ورکول کېږي. ان داسې خلک هم شته، چې په کور کې یې لور وزیږېږي؛ نو څوک نه خبروي او په اصطلاح زېری یې پر چا نه کوي؛ خو چې زوی یې وشي؛ نو زېري کوي او په ډېری وختونو کې، دویم واده ته د پښتون سړي پلمه هم دا وي، چې ددې ښځې زامن نه کېږي، حال داچې ددې سورت د آیتونو په رڼا کې، لور یا زوی ورکول، د الله تعالی په لاس کې دي او په دې اړه د ښځې پړه ګڼل هم له دین سره په ټکر کې چار دی او هم له طب سره؛ ځکه د امبریالوژۍ له مخې، ښځه د اولاد د جنسیت په ټاکنه کې بیخي ونډه نه لري او د اولاد د جنسیت ټاکوونکی، د سړي کروموزومونه دي، نه د ښځې کروموزومونه؛ ځکه سړی د XY کروموزوم لري او ښځه د XX کروموزوم لري؛ نو که د سړي Y کروموزوم د ښځې له Xکروموزوم سره ګډ شو؛ نو اولاد به یې هلک وي او که د سړي X کروموزوم د ښځې لهX کروموزومونو سره ګډ شو؛ نو اولاد به نجلۍ وي او هغه د قرآن د وینا له مخې (نساء سورت)، ښځې مو کروندې دي……؛ یعنې سړی دی، چې د ښځې په زیلانځ کې تخم کري؛ نو که نر تخم (Yکروموزوم) یې وکره؛ نو اولاد به یې (د الله د ورکړې له مخې) نر وي او که ښځینه تخم (Xکروموزوم) یې وکره؛ نو اولاد به یې ښځینه وي.
[62] نورالثقلین تفسیر
[63] – قدر،4.
[64] -نهج البلاغه،خطبه: 192.
[65] – یس،3-4.
-
ټیګونه:
- په پښتو کې د قرآن کریم ترجمه او تفسیر
- په کره پښتو لیکدود د قرآن کریم ترجمه او تفسیر
- په کره پښتو لیکدود کې د قرآن کریم ترجمه او تفسیر
- د قرآن کریم پښتو لیلکی تفسیر
- د قرآن کریم ترجمه او تفسیر په پښتو کې
- د قرآن مجید پښتو لیکلی ترجمه او تفسیر
- قرآن کریم پښتو ترجمه او تفسیر
- قرآن کریم ترجمه او تفسیر په پښتو
- قرآن کریم لیکلی ترجمه او تفسیر