بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د دين اصول ړومبى اصل: توحيد د توحيد حقيقت او اړخونه په اسلامي فرهنګ کې توحيد پراخ مانا لري. توحيد؛يعنې د خداى پر يووالي ايمان . توحيد؛يعنې د دننني او بهرني بوتانو ځپل،د شهادتنامې، مقام، عنوان او مال د بوتانو ځپل،چې هغوى يو هم د حق په منلو او لاروۍ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د توحيد حقيقت او اړخونه
په اسلامي فرهنګ کې توحيد پراخ مانا لري.
توحيد؛يعنې د خداى پر يووالي ايمان .
توحيد؛يعنې د دننني او بهرني بوتانو ځپل،د شهادتنامې، مقام، عنوان او مال د بوتانو ځپل،چې هغوى يو هم د حق په منلو او لاروۍ کې زموږ خنډ نشي.
توحيد؛يعنې څه مې چې پاڅون ته اړ باسي،خداى وي او څه مې چې چوپتيا ته اړ باسي د خداى رضا وي .
توحيدي اقتصاد؛يعنې په توزيع،توليد،لګښت او مديريت کې يوازې د خداى حکم پلي کول .
توحيدي اردو او پوځ؛يعنې د اردو موخه ځان غوښتنه،غچ،د هېواد پراخوالى او زبېښاک نه ؛بلکې د حق سر لوړي او د قانون پلي کول وي او موخه يې د نشتمنو ملتيا،د مال ،ناموس او له ځانه دفاع او د هېواد د پولو ساتل وي.
توحيدي ټولنه هغه ده،چې د خداى قانون پرې واکمن وي او ټول خلک د الهي قانون پر وړاندې يو برابر وي .
پرخداى د ايمان ريښې :
له دينه د غلطو شننو په ويينه-بحث کې روښانه شوه،چې ناپوهي،وېره،اقتصاد او بېوزلي پر خداى د ايمان جرړه نه ده ؛نو اوس پوښتنه داده ،چې پر خداى د ايمان جرړه په کوم ځاى کې ده ؟! هغه څه دي،چې انسان د خداى پر لوري کاږي ؟
ځواب: په خداى د ايمان ريښې په عقل او فطرت کې دي .
عقل :
عقل وايي : هر اغېز يو مؤثر لري او دا خبره دومره روښانه ده،چې که تاسې د يو ماشوم مخ په ورو پو کړئ؛نو سترګې به خلاصې کړي او د مؤثر په لټه کې به شي او پوه به شي،چې دا پوکى يوه سرچينه لري.
څنګه عقل قانع کړم،چې د عکاسۍ کمره جوړونکى لري؛خو د انسان سترګه با شعوره جوړونکى نه لري. حال داچې د انسان د سترګې عکس اخستنه د عکاسۍ د کمرې تر عکس اخستنې خورا مهمه ده؛ځکه کمره،چې څه عکسونه واخلي؛نو حافظه به يې پاکوې او يا به ورته ريل بدلوې؛خو د انسان سترګه تل د عکس اخستنې په حال کې ده؛خو نه بيټريو ته اړينه ده او نه ريل ته .
عقل چې د هستۍ نظم او حساب و کتاب ويني؛نو پر باشعوره ځواک ايمان راوړي او د يو الهي ليد پر لور مو بوځي .
فطرت:
هر انسان،چې په هر ځاى او وخت کې وپوښتل شي،چې تاسې په هستۍ کې څه احساس لرئ ؟ آيا احساسوئ،چې خپلواک ياست او که په ځان کې د تړاو احساس لرئ ؟؛نو داسې څوک به پيدا نه کړئ،چې درته به ووايي :زه ننګېرم،چې په دې دنيا کې خپلواک يم او ټول په ځان کې د تړاو ننګېرنه لري؛خو رښتين احساس دوه ډوله اشباع او مړېږي : رښتينه مړوښه او دروغجنه مړوښه؛لکه يو ماشوم، چې لوږې راخستى وي،چې دا رښتين احساس د مور د شيدو پر روولو اشباع کېږي او کله هم د شيدو د بوتل په روولو په دروغو اشباع کېږي.
په انسان کې د تړاو د احساس اصل يو واقعيت او حقيقت دى؛خو په څه پورې تړاو لري؟
١_د خداى په ځواک پورې ؟ ٢_ د طبيعت په ځواک پورې ؟
پخپله طبيعت هم په سلګونو شرطونو پورې تړاو لري؛نو بايد په يو داسې ځواک پورې تړاو ولرو،چې هغه خو زموږ په شان په بل پورې تړلى نه وي .
د انبياوو دنده ده،چې پرې نه ږدي،چې د انسان لطيفې ننګېرنې پر دروغو اشباع شي؛ځکه توحيد،چې ټوله هستي په يو بې نهايت ستر او باشعوره ځواک پورې تړلې ګڼي،له انساني فطرت سره،چې ځان په تړاو کې ګڼي،همغږى دى.
د خداى پېژندنې لارې
په نظم او همغږۍ د خداى پېژندنه
دا دليل د “برهان نظم” په نامه يادېږي،چې غوره والى يې دا دى :
١_برهان په قرآن شريف کې دى . د قرآن شريف آيتونه مو تل طبيعت پوهنې او د خداى د عظمت په آيتونو کې اندنې او تدبر ته رابلي .
٢_مينه ناک دى؛انسان چې الهي لورنې وپېژني؛نو له خداى سره يې مينه لا نوره هم ډېرېږي.
٣_خوږ او خوندور دى؛ انسان،چې د هستۍ پر اړيکو پوه شي؛نو خوند احساسوي .
٤_غښتلى دى؛څومره،چې علم پر مختګ کوي؛نو د هستۍ د موجوداتو ترمنځ اړيکې نورې هم را برسېرېږي.
٥_ ټول پرې پوهېږي او فلسفي پوهې ته اړتيا نه لري .
په هستۍ کې همغږي
د هستۍ په نظام کې کمزوري له زور سره،بريدونه له دفاع سره او تاوتريخوالى له مينې سره داسې اغږل شوي،چې انسان ورته ګوته په خوله حيرانېږي او په ټولو کې يې د همغږۍ نظام منځ ته راوړى دى . آيا تر اوسه مو سر په ګريوان کې ښکته کړى او فکر مو کړى، چې:
څنګه د ماشوم کمزوري د هغه د مورو پلار په ملتيا جبرانېږي؟
انسان چې کاربن ډاى اکسايد وباسي؛نو بوټي يې اخلي او بېرته اکسيژن ورکوي او دا کار په څومره همغږۍ ترسره کېږي ؟
څومره د سړي پرېکندتوب او تريخوالى د خپلې مېرمنې له مينې او نرمۍ سره همغږى دى.
تاسې په طبيعت کې قهري راکړې ورکړې وڅېړئ؛نو هله به پوه شئ،چې څومره همغږي پکې ده .
د خداى نښې
قرآن شريف په ډېرو آيتونو کې د ((وَمِنْ آيَاتِهِ)) ټکي تکرار کړي،چې وښيي دا دومره نظم او همغږي تصادفي منځ ته نشي راتلاى.
ښکاره خبره ده،چې دا نښې مو د خداى نښو ته پام ورګرځوي . ((سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ ان يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ)) (١)
د تکوين او تشريع د نظام همغږي
د موجوداتو ترمنځ له هماهنګۍ پرته ،د پيدايښت په نظام کې، د تشريع او الهي قانون جوړونې په نظام کې هم همغږي شته.
١_د تکوين نظام په غوره توګه پيدا شوى دى . ((الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ)) (٢)
د تشريع نظام (قرآن شريف) هم تر ټولو په غوره توګه تدوين شوى دى:((اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ)) (٣)
٢_د تکوين په نظام کې پر اندنې سپارښتنه شوې : ((أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا فِي أَنفُسِهِمْ)) (٤) او ((أَوَلَمْ يَنظُرُواْ فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ )) (٥)
د تشريع په نظام کې هم د اندنې او د تدبر سپارښتنه شوې ده : ((أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا )) (٦)
٣_د تکوين په نظام کې هېڅ نيمګړتيا نشته : ((الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ )(٧)
د تشريع په نظام کې هم هېڅ ډول نيمګړتيا او اړپېچ نشته : ((وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا ً))(٨)
٤_ د تکوين د نظام سرچينه الهي عظمت او برکت دى : ((تَبَارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاء بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًا )) (٩) ((وَتَبَارَكَ الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ)) (١٠).
د تشريع د نظام سرچينه هم الهي عظمت او برکت دى : ((تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا )) (١١)
په پيدايښت کې د نيمګړتيا جبران
د څښتن پېژندنې يوه لار داده،چې انسان پام وکړي،چې خداى څرنګه نيمګړتياوې جبرانوي . د ساري په ډول : د انسان بدن چې ټپي شي او وينه ترې روانه وي؛نو خداى د انسان بدن داسې پيدا کړى،چې د خوړو او څښلو په مرسته پکې وينه جوړېږي،مات شوى هډوکې بيا رغېږي او د ناروغۍ له امله کمزوره شوى بدن بېرته قوت اخلي .
چټلې اوبه ځمکې ته لېږي او لکه څرنګه،چې تېزاب وړۍ سوځوي، خاوره يې مېکروبونه له منځه وړي او بېرته رڼې اوبه راباسي.ونې د انسانانو او څارويو مصرف شوى اکسېجن بېرته تولېدوي.
په “فرض خلاف” د خداى پېژندنه
د خداى پېژندنې يوه لار داده،چې په په قرآن شريف کې هم راغلې ده او هغه د “فرض خلاف” لار ده، پر دې مانا، موږ په خپل شاوخوا کې له ډېرو واقعيتونو سره مخ يو؛نو اوس داسې وخت او ځاى تصور کړو،چې دا واقعيتونه پکې نه وي ؛نو په دې صورت کې به څه کېږي او موږ به څه کوو؟
د ځکمې حرکت داسې تنظيم شوى،چې شپه او ورځ منځ ته راوړي؛نو اوس يو داسې وخت وانګېرئ،چې تل پکې شپه او تپه تياره وي؛نو په دې وخت کې به موږ څه کول؟ ((إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا )) (١٢).
ژباړن :(( د لمر د رڼا په باب هر علم په خپله څانګه او برخه کې خبره کړې ده او ددې نعمت له ارزښته هېڅ څوک سترګې نشي پټولاى. په اروايي ناروغيو کې يو ډول خپګان دى، چې ورته “ملانکوليک ډپرشن” وايي ، چې انسان پرې د لمر د رڼا د کموالي له کبله اخته کېږي؛نو داچې وايي چې د خداى هر کار له بل کار سره همغږى دى؛نو وګورئ،چې د لمر رڼا زموږ پر اروا هم اغېز لري او ددې ناروغۍ درمل يوازې د لمر رڼا ده .))
څاه ګانى او کارېزونه،چې اوباسو؛نو رڼې اوبه ترې راوځي؛نو که همدا اوبه د ځمکې ژورې ته ولاړې شي؛نو موږ به اوبه له کومه کولې ؟ ((إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا)) (١٣)
شنې او په زړه پورې ونې وينئ،که دا ونې وچې وای؛نو څه به شوي ول. (( لَوْ نَشَاء لَجَعَلْنَاهُ حُطَامًا)) (١٤).
په پرتلنه خداى پېژندنه
خداى په قرآن شريف کې د الهي خلقتونو د بېلګو تر بيانولو وروسته وايي : ((هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ…. )) (١٥)؛يعنې دا د خداىپيدايښت دى،تاسې هم راوښيئ، چې بې له څښتنه نورو څه پيدا کړي دي .
((قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ)) (١٦) چا د وچې او سمندر له تيارو وژغورلۍ ؟ .
د نعمتونو په ډېرو الي څښتن پېژندنه
خداى د انسانانو د اړتياوو پوره کولو ته انسان ته ډول ډول سرچينې ورکړي دي . د انسانانو د شمېر په ډېرېدو دا زېرمې رابرسېره شوي او پراختيا مومي .
دخداى د يو والي نښې
١_د استازيو رالېږل
د خداى د وحدانيت يو دليل هغه خبره ده،چې حضرت علي ورته زموږ پام کړى دى،وايي:(( که بل څښتن واى ؛نو هغه دې هم خپل استازي راولېږي او د ځواک آثار دې راوښيي . (١٧)
٢_ د خداى بې نهايتي
که خدايان دوه وي او د هستۍ ځواک دوه سرچينې ولري؛نو يا بايد داوړه محدود وي (که داسې وي؛نو خداى نه دی؛ځکه محدود ځواک؛يعنې هغه ځواک،چې په يو پړاو کې له منځه ځي او ښکاره خبره ده،چې داسې ځواک څښتنېداى نشي) او يا دواړه بې نهايته قدرتونه وي؛نو که بې نهايت شول؛نو بيا به دوه نه وي .
د يو عالم وينا ده :
که تاسې کوم معمار ته وويل،چې يو داسې کور جوړ کړه،چې بې نهايته ځمکه ولري؛نو مجبور به وي،چې يو کور جوړ کړي؛ځکه بل کور ته به ځاى پاتې نشي .
٣_ په هستۍ که انسجام
که په هستۍ کې بې له يو څښتنه بل څښتن او يا خدايان واى ؛ نو هستي به دړې وړې شوى واى.((لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا)) (١٨)
د توحيد ډولونه
١_ذاتي توحيد؛يعنې خداى ته ورته بل نشته .
٢_صفاتي توحيد؛يعنې د خداى علم،قدرت،حيات او … په څېر صفات د هغه د ذات په څېر دي : ((قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ. اللَّهُ الصَّمَدُ. لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ. وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ)) (١٩)
٣_عبادي توحيد؛يعنې بې له څښتنه بل د عبادت وړ نه دى : ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ)) (٢٠).
٤_افعالي توحيد؛يعنې داچې په هستۍ کې ټول کارونه د څښتن په امر کېږي،چې دا توحيد دوه ډوله دى :
الف: د خالقيت توحيد؛يعنې د ټولو موجوداتو پنځوونکى خدای (ج) دى: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ)) (٢١) ((ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ)) (٢٢)
ب: د ربوبيت توحيد؛يعنې د پيدايښت اداره او تدبير د خداى په لاس کې ده : ((قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ )) (٢٣) ((قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ )) ( ٢٤ )
د خداى توصيف
١_خداى بې سارى دى : ((لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ)) (٢٥).
٢_خداى مطلق بې اړې دى؛خو ټول ورته اړين دي : ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاء إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ)) (٢٦).
٣_خداى په ظاهري سترګو نه ليدل کېږي : ((لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ)) (٢٧)
٤_خداى له هر څه خبر دى : ((إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا)) (٢٨).
٥_خداى پرهر څه واک لري : ((تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ )) (٢٩)
٦_خداى په هر ځاى کې دى : ((فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ)) (٣٠).
٧_خداى د ټولو له ذهنونو خبر دى : ((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ)) (٣١).
٨_خداى د ورمېږ تر رګه انسان ته ډېر نږدې دى : ((وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ)) (٣٢ ).
٩_خداى پر خپل ذات قايم دى : ((اللّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ)) (٣٣).
١٠_څښتن سپک او دروند ټينګ ولاړ او خوب نه وړي : ((لا تخذه سنة ولا نوم)) (٣٤).
١١_د ټولې هستۍ خالق دى : ((لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ)) (٣٥).
١٢_د ټولې هستۍ مالک دى : ((لِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ)) (٣٦) .
١٣_ د ټولو موجوداتو ښوونه او روزنه يې په لاس کې ده:(( فَلِلَّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) (٣٧).
١٤_مرګ او ژوند د خداى په لاس کې دى:((وَاللّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ)) (٣٨).
١٥_ د هستۍ ټول نظام ورته تسليم دى : ((وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ)) (٣٩).
١٦_شريک او سارى نه لري:((لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَم يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ.)) (٤٠).
١٧_ټول ورته اړين دي : ((يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ)) (٤١).
١٨_عزت او ذلت يې په لاس کې دى:((قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ)) (٤٢).
١٩_ټولو ته روزي ورکونکى دى : ((إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ )) (٤٣) او ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا)) (٤٤) .
توسل
آيا له پېغمبر (ص) او اهل بيتو سره يې توسل شرک دى ؟
که خپل شاوخوا ته پام وکړو؛نو پوه به شو،چې د هستۍ د چارو ترسره کېدل پر اوزارو ،وسايلو او په بله وينا توسل دى. که باران ورېږي؛نو په ورېځ دی او ورېځ د اوبو له بخاره په لمر رامنځ ته کيږي.
په يو روايت کې راغلي:څښتن له دې مخ اړوي،چې چارې بې له سبب او علته وشي او څښتن هر کار ته واسطه او علت ټاکلى دى (٤٥).
که څه هم شفا او درملنه د خداى له لوري ده : ((وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ)) (٤٦)؛خو همدا شفا څښتن په شاتو کې ايښې ده : ((فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ)) (٤٧)
که هم څه د چارو تدبير د خداى په لاس کې دى ((يُدَبِّرُ الأَمْرَ)) (٤٨)؛خو پرښتې د تدبير واسطې دي : ((فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا )) (٤٩) .
د توسل په هکله قرآن شريف وايي:(( وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ)) (٥٠) خداى ته د نږدېدو لپاره وسيله پيدا کړئ. اوس پوښتنه دا ده،چې دا وسيله څه ده؟ خداى په دې آيت کې د وسيلې ډول نه دى ټاکلې او په مطلق ډول يې ويلي دي؛ځکه وسيله هر څه کېداى شي،چې موږ خداى ته نږدې کوي .
د پېغمبرانو او اولياو واسطه کول
ځينې وايي :که د چا نوم د خداى د نوم په څنګ کې واخلئ؛نو شرک دې کړى دى .
که دا خبره سمه وي؛نو نعوذباالله پخپله خداى مشرک دى؛ځکه د توبې د سورت په ٧٤ آيت کې وايي : ((وَمَا نَقَمُواْ إِلاَّ أَنْ أَغْنَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ))؛يعنې خداى او استازي يې هغوى مړه خوا کړل او په بل ځاى کې وايي : ((اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ)) (٥١)؛يعنې خداى ساه ګانې اخلي او بيا وايي : ((يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ)) (٥١) ملک الموت له تاسې ساه اخلي؛نو واسطه درلودل نه يوازې شرک نه دى؛بلکې د هستۍ بنسټ پرې ولاړ دى .
په پېغمبر اکرم (ص) او اهل بيتو يې توسل
ځينې وايي :پېغمبر (ص)،چې ومړ ؛نو مړ شو،ښخ شو او خاورې شو.
په ځواب کې وايو : وړومبى داچې موږ دا خبره نه منو او دويم داچې که فرض مهال و مو منله؛نو موږ خو د خداى د استازي (ص) مقام ته توسل کوو او مقام مړينه او ژوند نه لري . د “ابوعلي سينا بلخي” مقام خوندي دى؛که ژوندى وي که نه وي. پردې سربېره،ګروهمن يو،چې پېغمبر (ص) او دولس امامان ژوندي دي .قرآن شريف وايي: ((وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ )) (٥٣) .
د توسل جواز ته بل دليل
د قرآن شريف پر آيتونو سربېره ،چې توسل يې جايز ګڼلى،د حاجتونو پوره کېدل هم په تجربي توګه د توسل جواز ته دليل دى. په مليونو مؤمن انسانان ګروهمن دي،چې اهل بيتو او پېغمبر (ص) ته په توسل يې خپل حاجتونه لاس ته راوړي؛نو که دا چارې شرک وي؛نو ولې حاجتونه له دې لارې پوره کېږي او داسې دعاګانې قبلېږي؟ولې راسره مرسته کوي؟ آيا هغوى او خداى موږ شرک ته رابولي؟
د خداى صفات
خداى پاک د ټولو غوره صفتونو خاوند دى او له ټولو ناوړه صفتونو پاک او سوتره دى. د خداى غوره صفتونه د “جمال” يا “ثبوتيه” صفتونو په نامه يادېږي او له ناغوره صفتونو، چې پاک او سوتره دى د “جلال” يا “سلبيه” صفتونو په نامه يادېږي .
ثبوتيه صفتونه هم دوه ډوله دي:
(الف) ذاتي صفتونه : دا صفتونه عين د خداى ذات دى او له خدايه د جلا والي وړ نه دي؛لکه پوهه ، ژوند او ځواک .
(ب) فعلي صفات: دا صفتونه د خداى په فعل پورې اړه لري او کېداى شي شتون يا نه شتون يې په خداى پورې وتړو؛لکه خالقېدل؛ځکه خداى کړاى شي،چې هم پيدا کړي او هم پيدا نه کړي.
په بله وينا هر صفت،چې ضد يې په خداى پورې تړل کېږي؛نو ورته فعلي صفت وايي؛ لکه د خداى “رضا”،چې د “غوسې” پر وړاندې يې ده او هر صفت،چې ضد يې په خداى پورې تړلاى نشو؛نو ذاتي صفت دى.