تبلیغات

د رسنیو،ګوندونو او ډلو په هکله ۲۱۳ مساله:غږیز،انځوریز او چاپي رسنۍ که د قانون پر خلاف عمل وکړي؛نو تر عادلانه محکمې وروسته دې یې مسوولین تعزیر شي که څه دا مسوولین دولتي وي او دوی دې له هغو وګړیو ښکاره بښنه وغواړي،چې زیان یې ور رسولای دی او مالي زیان دې یې ورجبران کړي. ۲۱۴ […]

د رسنیو،ګوندونو او ډلو په هکله

۲۱۳ مساله:غږیز،انځوریز او چاپي رسنۍ که د قانون پر خلاف عمل وکړي؛نو تر عادلانه محکمې وروسته دې یې مسوولین تعزیر شي که څه دا مسوولین دولتي وي او دوی دې له هغو وګړیو ښکاره بښنه وغواړي،چې زیان یې ور رسولای دی او مالي زیان دې یې ورجبران کړي.

۲۱۴ مساله: ورځپاڼې،جریدې او مجلې که دروغ او یا هم له سپکاوي ډک مطالب ولیکي؛نو تر خپرونې مخکې دولت کولای شي، چې هغه مقدار تور کړي او دا حق نلري، چې ټول اوراق مصادره کړي،چې دا ظلم دی او ان که فرض شي چې یو مخ یا یوه ټوله پاڼه د قانون پر ضد ده؛نو همدا مقدار دې سانسور کړي او نوره دې یې خاوند ته بېرته ورکړي او که خاوند یې د تعزیر مستحقېده؛نو تعزیر دې شي او د هغې مادې لګول،چې لیکلی یې دی، ناخوانې کوي او ذمه خپله د سرغاړي پر غاړه ده او که په انترنت کې یې کوم مطلب کښلې و؛ نو خاوند یې حق لري،چې حک یې کړي.

۲۱۵ مساله: د رسنیو خاوندانو ته دې قانوني تعزیرات په سم ډول وپوهول شي،چې دوی حق نلري د آزادۍ د ادعا او خلکو ته د چوپړ او سمونې په نامه د حکومت په مسوولینو یرغل وکړي او خپلې نېکنومۍ ته د خلکو له پت او یا هم پر بېګناه دولتي مسوولینو تورونه وتړي او په دروغو ډنډورو خلک وغولوي،چې نن سبا همداسې کېږي.

هو! رسنۍ مکلفې دي،چې له وګړیو یا مدعی العمومه د شکایت پر مهال خپله ادعا جوته کړي که نه د سزا مستحېږي .

۲۱۶ مساله: که دا جوته شي،چې یوه رسنۍ د بهرنیانو په پیسو رامنځ ته شوی، چې د خلکو دین او دنیا ته زیان رسوي؛نو رسنۍ یې دې مصادره شي او خاوند یې محاکمه شي.

۲۱۷ مساله: د دین ضد مطلبونه خپرول، د فحشا او منکرو خپرول او د دولتي خوالو رابرسېرول،چې عمومي ګټو ته تاوان رسوي او ناوړه کړنو ته د ځوانانو هڅونه او عمومي عفت ته زیان رسول موکد حرام دي .

۲۱۸ مساله: که کوم معتبر لاسوندونه د رسنیو خاوندانو لاس ته ورغلل؛نو کولای شي د دولتي مسوولینو ظلمونه او خیانتونه خپاره کړي، که څه دولت دیني وي او که څه دا لاسوندونه د هېواد د لومړي کس یا ولسمشر په اړه هم وي. په اسلامي حکومت کې هېڅوک هم خوندېینه نلري.

۲۱۹ مساله: هر څوک – که څه ولسمشر یا د جمعې د لمانځه خطیب وي – چې د یو وګړي یا ډلې پر ضد خبره وکړي او د شاکي او قاضي پر وړاندې یې جوته نشي کړای؛ نو مجازات دې شي.

۲۲۰ مساله : د غږیزو،انځوریزو او لیکنیزو رسنیو ډېروالی د هېواد د فرهنګي پرمختیا نښه ده او د افکارو او نظرونو تنوع د ښه انتخاب او د دولت د غړیو د اصلاح ، آزادۍ او عدالت د ټینګوالي لامل ګرځي؛خو په څو شرطونو:

لومړی داچې د دین او خلکو د دښمنانو په پیسو نه وي،چې هېواد او ملت ته خورا خطرناک چار دی . له بده مرغه په ځینو هېوادونو کې رسنۍ د همدې عناصرو له لارې جوړېږي او تمویلېږي او د همدې رسنیو مشران په ډېر نېغوالي ځان ملي او نور د ملي ګټو مخالفین ګڼي.

دیم داچې دا رسنۍ فحشا او منکرات خپاره نکړي، چې دا کار د دښمنانو تر پوځي بمباریو هم خطرناک دی .

درېم دا چې د نړیوالو ښکېلاکي او زبېښاکي وګړیو موخې خپرې نکړي، چې تر ټولو ناوړه یې آندیز او فرهنګي ښکېلاک دی .

څلورم، د رسنیو خاوندان بې دینه نه وي او د عمومي باورونو او ارزښتونو پر ضد خپرونې ونکړي .

پنځم دا چې ټولې هڅې یې پیسو راټولو ته نه وي، اجیر شوي قلمونه د ټوپک تر ګولۍ هم خطرناک دي او په پای کې که د رسنیو خاوندان مسلمانان، دینوال،روڼ آندي وي،له خدایه ووېرېږي،له دښمنه و نه وېرېږي او سولیزه خبره ولري؛ نو د هېواد راتلونکې به روښانه وي او پایله داچې د رسنیو ډېروالی دوه سرې توره ده که په علمي او سولیز څرنګوالي او حقیقت غوښتنې او معنویت سنبالې شي؛نور علی نور به شي.

۲۲۱ مساله: د شرعې له نظره لاریونونه،اعتصابونه او راټولېدنې څه باک نلري خو:

۱- د قانوني دولت د راپرځونې لپاره دروغجن شعارونه او ناروا تورونه دې پکې نه وي او دا کار دې یوازې د دولت د نیمګړتیاوو د لرې کوونې لپاره وي،که څه دولت دیني وي.

۲- که دولت د قانون په لار روان نه وي؛نو له سپکو سپور او تورونو پرته یې هاخوا کولای شو.

۲۲۲ مساله: دولت د دې راغونډېدو حق نلري او دې د د ځان لخوا استازي وټاکي، چې د هغوی له استازیو سره د بېطرفه استازیو په ګډون کې په رادیو تلویزون کې مناظره وکړي.

۳- د دوی راټولېدنې په داسې ځای کې وي،چې واټونه او د موټرو تګ راتګ او د پیاده وګړيو لارې او هټۍ بندې نکړي، چې دا کار حرام دی.

۲۲۳ مساله: خو که پلي وګړي یا عابرین او د نقلیه وسایلو خاوندان او هټیوال پخپله خوښه له دې راټولېدنو سره یوځای شي؛ نو په دې ځایونو کې د راټولېدو حرمت برطرف او نوموړې راټولېدنه جایزېږي.

۴- محکمه پسند شواهد قایم نشي، چې دا راټولېدنې د بهرنیانو په لمسون او د هغوی د ګټو لپاره ترسره کېږي او که نه عادلانه محکمه کولای شي د دوی مخنیوي وکړي.

۲۲۴ مساله: که ددې راټولېدو مدیران له پولیسو مرسته وغواړي، چې امنیت یې ونیسي؛نو پولیس دې د خپل وس او د ټولنیز عدالت د پلي کېدو له مخې ورسره همکاري وکړي.

۲۲۵: د سیاسي، علمي، فرهنګي، وټیز،سیمه ایز او ملي ګوندونو او انجمنونو جوړول شرعا کوم باک نلري او ان مرغوب او مامور چار دی . قرآنکریم وايي : [وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ]

یعنې په هغو کړنو کې یو له بل سره همکاري وکړﺉ، چې د تقوی لامل ګرځي او په بدیو او یرغل کې یو له بل سره همکاري مه کوﺉ. د فقې د علم د آرونو له مخې په لومړۍ غونډله کې پر تعاون امر د مطلق رجحان لپاره دی، چې مستحب او واجب دی او په دویمه غونډله کې نهې، ظاهراً د حرمت د خصوص لپاره ده .

۲۲۶ مساله: د احتیاط له مخې اړینه ده که ګوندونه وي که انجمنونه دې په اړوند وزارت کې د ثبت پر مهال خپل مرام او موخه کتباً اعلان کړي او د هغوی مشران،موسسین، د پیسو د خرڅ او منبع دې معلومې وي.

۲۲۷ مساله: ددې ګوندونو موخو په لاندې ډول دي:

۱- له فقیرانو، یتمیانو، بې سرپرسته او سپین ږیرو سره وټیزه مرسته، د کار په پیدا کوونه کې د بېکارانو مرسته کول، د علم په زده کړه کې د بې بضاعته زده کړیالانو مرسته . دا ګوندونه،چې په دې موخه جوړ شي؛ نو ډېر ثواب لري او ان له مستحبي حجونو، مستحبي روژو او په جوماتونو کې تر مستحبي لمونځونو غوره وي . دیني دلایل یې دومره ډېر دي، چې بېلې رسالې ته اړتیا لري؛خو ددې کار او هغو دوو کارونو راغبین ډېر کم دي، چې په ۲ او ۳ بند کې دي.

۲- د دیني علومو خپرول او یا هم د تجربي علومو خپرول او یا تعظیم له شعایر الله څخه دي،چې بیا هم د دیني او انساني عقل له مخې،ډېر اقدم،شریف او ګټور دي او ډېر ثواب لري.

۳- د خلکو د سیاسي پوهاوي لوړول او په بېلابېلو چارو کې پارلمان او حکومت ته ګټور وړاندیزونه ورکول او د نشریې او نورو رسنیو له لارې دولتي اداراتو ته پر نېکیو امر او له بدیو منع کول.

۴- په بله وینا، د دولت پر چارو څارنه او پر هغه مسوولینو دباو چې د اساسي قانون له کړۍ او د هېواد د نورو قوانینو له کړۍ و نه وځي. د ټبریزو لږکیو او له مرکز ه د لرې پرتو اوسېدونکیو او اماکنو لپاره د ټولنیز عدالت تامینول، چې له هر خه بې برخې دي. داسې ګوندونه شرعاً او عقلاً غوره دي او د ثواب مستحقېږي.

۵- هغه ګوندونه چې ددې موخې لپاره حکومت ته رسېدل غواړي،چې د ټولنې د محرومو خلکو خدمت وکړي، د اخلاقي ارزښتونو ساتنه وکړي او د پوهنتونونو علمي کچه لوړه کړي او د خلکو د اقتصاد کچه لوړه کړي؛ نو دا ډول ګوندونه هم ګټور دي او د ثواب مستحق ګرځي.

۶- یوازې حکومت ته رسېدل او د اوسني حکومت رانسکورول،چې په قانوني وسیله وي که په ناقانونه وسیله؛نو په دې ګوندونو کې د مسلمانانو کار کول جایز نه دي؛ځکه هرومرو په دروغو، افتراء او وغیره ککړېږي.

۷- د نظام او قانون د کمزورتیا په موخه د بهرنیانو مزدوري کول او د هغو بهرنیانو ارمانونه پوره کول،چې دوی ته پیسې ورکوي چې د خلکو دین او دنیا پرې فاسده کړي، چې شرعي حرمت او ملي خیانت ته پکې څه پاتې نه وي،که څه موجوده دولت غیری دینی وي .

۲۲۸ مساله: همدا موخې په رسنیو کې هم له لږ ډېر بدلونونو سره انځورېدای شي .

۲۲۹ مساله: د دولت رانسکورېدنې او داچې سیال ګوند دولت ته ورسي؛نو په دې موخه پر حکومتونو دباو راوستل، چې تر وخته مخکې ټولټاکنې وکړي؛نو دا چار جایز نه دی؛ځکه لومړی خو داچې د ملت پر خازنه ډېر زیات لګښتونه ورتپل کېږي او دویم دا چې مسوولین د هېواد د اساسي چارو او زیربنايي چوپړونو پر ځای د ټولټاکنو په چارو کې بوختېږي او عمومي خزانې ته زیان رسول حرام دي . کله نا کله حکومتونه خپلو وګړیزو چارو ته داسې چارې کوي، چې بیا هم دا کار حرام دی.

ټولیز قانون : د ملت او دولت له عمومي پانګې د وګړیزو موخو،ځانګړې ډلې او په هر نامه او عنوان نااړین لګښتونه ملي خیانت دی او د لګوونکیو د ضمان لامل دی او دا یوه حرامه کړنه ده .

۲۳۰ مساله: د دولت د کمزوۍ په موخه دروغ ویل،تورنول، د باطلو خپرول او د عمومي افکارو بېلارې کونه حرام دي او د محکمې او قاضي تر حکم وروسته د سزا وړ ګرځي.

۲۳۱ مساله: دا حکم هم د وګړیو،ګوندونو، د غږیزو، انځوریزو، چاپي رسنیو د خاوندانو ، ورځپاڼو، مجلو، دیوالي لیکنو،اطلاعیوو، انترنټ او وغیره په هکله هم یو شان دی.

۲۳۲ مساله : قرآنکریم په دې ډېر ټینګار کړی،چې انسانان دې په ګروهو او کړنو کې له باطله لرېوالی وکړي او حق ته لېواله وي او له حقه لرې نشي او حق پټ نکړي . په رښتیا هم انسان د قرآنکریم هغو ټینګارونو ته هېښنده دی،چې د ژوند په ټولو چارو په تېره چې په سیاسي چارو کې یې کړي دي او بیا هم دا ټینګارونه د جاهلیت او ان په اوسني پېر کې له سترو ایماني شاهکارونو ځنې دي .

یو وخت د یوه اسلامي هېواد د فرهنګ وزیر وویل: موږ حساب کړی،چې بهرنۍ رادیوګانې زموږ پر ضد په ۲۴ ساعتونو کې څلوېښت یا شپیته زره دروغ او باطل خپروي (سبحان الله) . له سیاسته دې دین منفي شي؛ نو دې کار له بوسو غر جوړ کړی او له غره یې بوس جوړ کړي دي او دا غیری انساني عمل د قرآنکریم د لسګونو آیتونو له مخې مردود دی. دینوال دې په ټول ځواک له دې چارو په تېره په سیاسي چارو کې ترې لرې وي،په تېره دولت دې هڅه وکړي ،چې له ملت سره رښتین او حق ویوونکی وي او له باطلو لرې وي، چې دا چار له سترو مانیزو ویاړنو او انساني شرف له جملې څخه دی.

۲۳۳ مساله : دولت ته پکار دي، چې د هېواد په کورنیو چارو کې د بهرنیانو د ضرر رسوونکیو او موذي لاسوهنو مخه ونیسي او باطلو ډنډرو ته یې غوږ کېنږدي او که مړانه ولري؛ نو د هغوی لاسوهنې دې محدودې کړي، که څه ونشي کړای چې له منځه یې یوسي،چې له منځه نه هم ځي؛لکه څرنګه چې وسواس خناس د انسان له وجوده له منځه نه ځي.

۲۳۴ : کله نا کله صالح دولتونه،رسنۍ یا ګوندونه او یا خیریه ټولنې تر سترو دیني علماوو ډېر د خلکو د دین او دنیا خدمت کوي .

خو کله نا کله رسنۍ او ګوندونه او ټولنې د پردیو په مزدوۍ کولو او ورانولو کې او د فحشاء او منکراتو په خپرولو کې دومره مخکې ځي،چې د مفسد او محارب څرګند مصداق شي،چې قرآنکریم د دوی حکم بیان کړی دی.

[إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ[1] ]

تر ټولو خطرناکه مستبد،متکبر او نادانه واکداران او یا هم خاین حکومتونه دي، داچې د هېواد ډېری توکیز او انساني امکانات یې په لاس کې دي؛ نو د فرعون؛ بلکې تر فرعون هم لا ډېر مفسد او محاربېږي، مثلا:

۱- د دیني احکامو پر ځای خرافي وضعي احکامو ته رسمیت ورکوي او دین له ټولنیز ژونده لرې کوي.

۲- ملي شتمنۍ د خپل او خپلوانو او اطرافیانو په مزو چړچو لګوي او تر دې لا بد د خلکو د دین او دنیا دښمنانو ته یې ورکوي او د زورمټو واکدارانو یا دولتونو لپاره له ځانه لنګه غوا جوړوي او د خلکو له اموالو ورته باج ورکوي.

۳- د هېواد په ټولو زېرمو کې د بهرني استخباراتو لاس آزاد پرېږدي، چې په دې ډول څو ورځې د ځواک پر چوکۍ نورې هم تېرې کړي.

۴- له بهرني استثماروونکیو سره ملامتوونکې وټیزې هوکړې کوي او د هغو وسلو لپاره په ملیاردونو ډالر لګوي، چې ډېری یې زړې شوي دي او یا هم ډېرې پیچلي دي او د پوځیانو لپاره هم د ګټنې وړ نه دی .

۵- د ځینو معدومو اسلامي هېوادونو له معدومو واکدارانو او دهغې له فحشاوو داسې څیزونه رانقلېږي، چې قلم یې د لیکلو وس نلري .

۲۳۵ مساله: کولای شو رسېدلو خلکو ته په خیریه چارو او د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په ډګر کې سیالې په لاره واچوو،چې هم دوی ته ګټورې وي او هم خلکو ته .

کولای شو د پلورونکیو ترمنځ د مشتریانو د راجذبولو لپاره سیالۍ په لاره واچوو،چې دا کار نرخونه راټیټوي، په بل ځای کې ممکن دا معنی له دې آیته لاس ته راشي: [فَاسْتَبِقُوا الخَيْرَاتِ ]

۲۳۶ مساله: معمولي خلک که په خیریه چارو کې یو له بل سره سیالۍ وکړي؛ نو د هغوی قصد قربت په تدریجي ډول له منځه ځي او اجر یې نابودېږي او بیا په اوږدمهال کې په خپلو سیالانو پسې بد رد وايي او هغوی بدناموي او پر کبایرو ککړېږي. پرېکنده تجریو ښوولې، چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ له پاک قصده سیالی بهر ځي او دین او دنیا یې جبران ناپذیره زیانونه لري او ټولنې ته خطرناک مفاسد رامنځ ته کوي. هغه خلک چې له خپل دین او معنویت سره علاقمند دي نو پخپل ټول ځواک کوښښ کوي، چې ځان له منفي او مثبتو سیالۍونو راوباسي. دا سیالۍونه د روحانیت متوسط اهل علم هم فاسدوي .

۲۳۷ مساله: زړه سواندي او باتجربه پوهان دې د سیالۍ له فرهنګ سره سولیزه مبارزه وکړي، ترڅو خلک پوه شي، چې د سیالۍ پايله ریاکاري، دروغ ویل، تورنول ،سپکاوی او نور شرعي محرمات دي او دا کار کله نا کله فیزیکي تاوتریخوالي او سفاکۍ ته هم رسي.

۲۳۸ مساله: د سیاسي ګوندونو دینوال غړي دې د خپل ګوند اساسنامې، آیین نامې او د مرکزي شوری مصوبات د سترو مذهبي علماوو له نظره تېر کړي،ترڅو په حرامو اخته نشي. په هر حال د مرکزي شوری د تصویباتو مفاد،چې په هر نامه یاد شي د ګوند پر غړیو واجب نه دي او څه چې په ده لازم دي، هغه دا دي،چې د خپل دین پر حلالو او حرامو پایبند وي، ډېری دینوال د دین مخالفو ګوندونو د کړلارو له لاسه فاسق او فاجر شول.

۲۳۹ مساله: هغه ګوندونه، چې له مسلمانو غړيو جوړېږي؛ نو پکار دي،چې په مرکزي کادر کې یې دوه یا درې دینوال دیني علما هم وي، چې له دوی ساتنه وکړي او د دین له سرې کرخې بهر نشي او له کرخې مخکې تم شي او د خلکو د ښه چوپړ لپاره پکار دي، چې د تجربي علومو ،اداري علومو، سیاسي علوم او فلسفي علومو غړي راجذب کړي.

۲۴۰ مساله: د پاک زړه او د ښه نیت ځوانانو په تېره د لسم، یوولسم ، دولسم او د پوهنتونو زده کړیالانو ته موکده سپارښتنه کوم چې له خپل ماله ډېری پر خپلو احساساتو پاملرنه وکړي ،چې دښمنان مو له احساساتو ګټنه ونکړي. په اسلامي هېوادنو کې دې له هغو ګوندونو عبرت واخلي، چې د ځوانانو دین او دنیا او بیا یې د هغوی هوساینه او امنیت لوټ کړ، په رښتیا هم تاریخ د عبرت اخستنې هنداره ده. هر ګوند او ټولنې ته مه ورننوځﺉ ، ان له هر چا سره دوستي هم مه کوﺉ، ډېر پام وکړﺉ، چې احساسات مو د عقل په برید کې کابو شي. د ځوانۍ پېر د غرایزو د تلاطم و او د عواطفو د طوفان پېر ده او بلخوا د ځمکې پر کرې مو د ټول ژوند د برخلیک پېر هم دی .

د ماشومتوب پېر د ځوانې د دورې سریزه ده او د بوډاتوب پېر د ځوانۍ اغېز او پایله ده؛ نو د ژوند آریز پېر مو د ځوانۍ دی او له خدایه مرسته وغواړﺉ او د خپل چاپېریال له مشرانو تجربه ترلاسه کړﺉ او موعظه ترې وغواړﺉ.د روغو[2] ، علمي، تاریخي ، اخلاقي او دیني کتابونو په تېره د قرانکریم تفسیر مو د انساني وګړې په تکوین کې مثبته ونډه لري.

 

 

 

وېرونکې او خورا ارښتمنه

نن ډېری مسلمان ځوانان چې د خپلو ټولنو په برخلیک کې رول درلودلای شو او خپله ټولنه یې د علم، صنعت او دیانت په لور وړلای شوه، پر مخدره توکیو او مسکراتو روږدي شوي دي او په تشو کنډوالو کې پراته دي او له ټولنې ګوښه شوي دي.

شک نشته،چې مسوولیت یې پخپله غاړه دی؛خو د حکومتونو او دینوالو ځوانانو انساني دنده ده،چې ورسره مرسته وکړي او له روږده یې وژغوري او شرفتمندانه ژوند ته سیده کړي .

 

[1] (مایده/۳۳)

[2] نه هر ګمراه کوونکی کتاب، یا د وخت ضایع کوونکی، چې یوازې مو سرګرموي،چې داسې کتابونه تر مخدره توکیو هم مضر دي .

سرچینه :

د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل

لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني

ژباړن :اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست