پینځه ویشتم څپرکی اسلامي متحد جماهیر او اسلامي متحد جمهوري زموږ په نننۍ نړۍ کې یو سل او څو نوي دولتونه دي او اسلامي ټاټوبي احتمالاً یو پنځوس خپلواک دولتونه دي.[1] چې اکثریت یې په افریقا او اسیا کې پراته دي. په دې کې ځینې دولتونه یې ستر او ځینې کوچني او ځینې […]
پینځه ویشتم څپرکی
اسلامي متحد جماهیر او اسلامي متحد جمهوري
زموږ په نننۍ نړۍ کې یو سل او څو نوي دولتونه دي او اسلامي ټاټوبي احتمالاً یو پنځوس خپلواک دولتونه دي.[1] چې اکثریت یې په افریقا او اسیا کې پراته دي. په دې کې ځینې دولتونه یې ستر او ځینې کوچني او ځینې پکې منځني دي.
ددې هېوادونو تعدد، چې علی القاعده ډېر لږ دې وای[2]،ګڼ لاملونه دي، چې احتمالاً اهم یې له اسلامه د مسلمانانو لرېوالی او د څوکۍ پالو د ایمان کمزورتیا او د استعماري او ستثماري واکونو لاسوهنه ده او اوس هم د اسلامي هېوادونو د تجزیې په موخه په بېلابېلو نومونو د بهرنیانو فعالیت دوام لري.
۴۰۹ مساله: د اسلامي هېوادونو د دولتونو تعدد یا ډېروالی د خلکو لپاره ډېر زیانونه لري، چې ځینې یې دا دي:
۱- ۲ : د وسلې په پېرودنه کې د خلکو د مالونو لګول، چې ملیاردونو ډالرو ته رسي، او د هېواد خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته د تاوان رسوونکیو سیاسي شرایطو منل.
۳- په پوځي ښوونو او تدریباتو او د پوځیانو د معاشونو په ورکړه کې د بیت المال لګول، چې دا ډېرې غټې پیسې دي.
۴- د کم عقله او مغرورو واکدارانو له امله د سرحدي جګړو ضایعات او مرګ ژوبلې او یا هم د وسلې د پلورنې په موخه د استعماري او استثماري ځواکونو لاسوهنه، چې یو له بل سره په جګړه کې او باید پرې تل خپلې وسلې وپلوري. کله چې په ملیاردونو روپۍ د ځواکمنو ځواکونو جیبونو ته ولاړې شي او دې ځواکونو ته تړاو جوت شي؛ نو همدا بهرنیان د تمساح د زړه سواندۍ په شان د جګړه مارو لوریو ترمنځ سوله کوي، بې له دې چې پخوانۍ وضعې بدلون موندلی وي.
۵- د دولتونو ترمنځ اړېکې خرابېږي او علت یې هم د بې لیاقته واکدارانو د ماشومانو په څېر اخلاق دي او یا هم د بهرنیانو شیطاني وسوسې دي، چې دا ټول هر څه ددې دولتونو د ملتونو لپاره وټیز، ټولنیز او رواني ستونزې رامنځ ته کوي.
۶- په بهرني هېوادونو کې د سفارت خونو لګښتونه.
۷- د دولت د تشکیلاتو، وزارتونو او مقننه قوې لګښتونه.
۸- د کوچنیو او کمزورو دولتونو پر پانګو او شتمنیو او کانونو د نړیوالو څپه سپارو واکمنۍ ته لاره چاره برابرول
۹- د نفوس د عدد د قلت له کبله او یا هم ددې دولتونو د بې لیاقتۍ له کبله خورا ډېره نړیواله بې حیثیتي.
۱۰- د نورو اسلامي دولتونو پر ضد په ملګرو ملتونو کې د دباو اچوونې له کبله د رای اچوونې پر مهال د بې ارادې او کمزورو دولتونو له رایو ګټنه او له دې له لارې نړیوال ستر ځواکونه سترې ګټې پورته کوي.
که ملتونه له خپل دې دومره لګښتونو څخه راضي نه وي؛نو واکدارانو ته یې حرام دي،چې له خلکو دې دا ټولې پیسې د مالیاتو په نامه واخلي او مصرف یې کړي. یو واحد حکومت دې رامنځ ته کړي او خپل دا کارتونيکي حکومت دې له منځه یوسي.
۴۱۰ مساله: که داسې فرض شي، چې د فعلي دولتونو د تعدد له لارې دښمنان د اسلام دین ته زیان رسوي او ددې دولتونو په تقلیل کې د مسلمانانو د دین او عزت ساتنه وي؛ نو واجب دي چې فعلي دې بدلون ومومي.
۴۱۱ مساله: د بېلګې په توګه په فعلي پړاو کې که په افریقا کې څو مسلمان دولتونه یو واحد دولت جوړ کړي.
د پارس خلیج هېوادونه د اوسني خندا وړ وضع د بدلون له لارې دې یو واحد دولت رامنځ ته کړي او په منځنۍ آسیا – د شوروي پخواني مستعمرات – کې بل واحد دولت رامنځ ته شي. سوریه، اردن، لبنان او فلسطین دې یو بل واحد حکومت جوړ کړي او په همدې ترتیب د مسلمانانو فعلي دولتونه په پینځو یا شپږو واحدونو کې سره راټول شي،ترڅو مسلمانان بل حالت پیدا کړي. که دا څو واحدونه خپلمنځي ژور ډاډ پیدا کړي او یو له بل سره هر اړخیز سیاسي، وټیز، علمي او فني همکارۍ وکړي؛نو خدای به یې له ډېرو برکتونو برخمن کړي.
دا اوسني فعلي هوسبازه کوچنۍ ډله څه کاره ده، چې اسلامي ټاټوبي یې داسې تجزیه کړي دي او دوی څه کاره دي، چې د خپل شهوت لپاره یې مرحومه امت تر خپل اسارت لاندې راوړی دی.
که کارپوهان د پورتني څو دولتونو رامنځ ته کېدل په لومړي قدم کې عملي ونه ګڼي؛ نو کولای شي په لنډمهالي ډول څو فدراسینونه رامنځ ته کړي او بیا واحد دولت ته ورسي.
۴۱۲ مسله: که دا فرضیه عملي شي؛ نو ددې هېوادونو خلک به د خدای د استازي په توګه د ځمکې پر مخ ټولو انساناتو ته د سولې او سوکالۍ په لار کې ګټور ګامونه پورته کړي.
او څه چې مو په نولسم څپرکې کې د دولتونو د بې درمله دردونو په نامه یاد کړل، تر ډېره بریده به دا دردونه هم درمل شي.
۴۱۳ مساله: دا دنده چې اوس یو ډول انګېرواله یا ایده الزم ښکاري؛خو دا یوه واجبه شرعي دنده ده، که یوه ورځ علمي شي؛ نو په غوڅ ډول د مسلمانانو یو موټی نړیوال حکومت ته به لاره چاره هواره کړي، چې دا د مسلمانانو د اخروي او دنیوي نېکمرغۍ لازمه ده. دلته مې دا آیتونه ذهن ته راغلل:
((وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ. وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ. لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَلَبِئْسَ الْمَصِيرُ[3] ))
((وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ [4]))
[1] د بهرنیو چارو وزارت د یو مسوول د راپور له مخې ۱۹۵ خپلواک هېوادونه دي، چې ۵۱ یې اسلامي هېوادونه دي؛ خو ۵۷ هېوادونه د اسلامي همکاریو د کنفرانس سازمان غړي دي. له یادو ۵۱ هېوادونو ځنې څلور یې په اروپايي ټولنه( بوسنیا، هرزیګوینیا، ترکیه، البانیا او کوسوو) کې دي.
[2] د ګډ دین او په ځینو ځایونو کې د ګډ قوم له کبله لکه عربان.
[3] ( نور/ ۵۵، ۵۶، ۵۷)
[4] (قصص/۵)
سرچینه :
د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل
لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني
ژباړن :اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com