عرفان او تصوف عرفان هغه علم دی،چې د اسلامي فرهنګ په لمن کې وزېږېد، وده یې وکړه او تکامل یې وموند. د عرفان په اړه له دوه اړخونو څخه بحث او تحقیق کولای شو : یو له اجتماعي اړخه او بل له فرهنګي اړخه. له نورو فرهنګي اسلامي طبقو لکه مفسرینو، محدیثینو، فقهاوو، متکلمینو، فلاسفه […]
عرفان او تصوف
عرفان هغه علم دی،چې د اسلامي فرهنګ په لمن کې وزېږېد، وده یې وکړه او تکامل یې وموند. د عرفان په اړه له دوه اړخونو څخه بحث او تحقیق کولای شو : یو له اجتماعي اړخه او بل له فرهنګي اړخه.
له نورو فرهنګي اسلامي طبقو لکه مفسرینو، محدیثینو، فقهاوو، متکلمینو، فلاسفه وو، ادیبانو او شاعرانو سره عارفین یو ستر توپیر لري او هغه دا، پر دې سربېره،چې یوه فرهنګي طبقه ده او د عرفان په نامه یې علم رامنځ ته کړ او ستر دانشمندان پکې را پیدا شول او مهم کتابونه یې ولیکل؛ بلکې په اسلامي جهان کې په ځان پورې مختص یوه اجتماعي فرقه یې هم رامنځ ته کړه. د فقهاوو، حکماوو او نورو فرهنګي طبقو پر خلاف،چې یوازې فرهنګي طبقې دي او له نورو څخه یوه بیله فرقه نه ګڼل کېږي؛خو اهل عرفان،چې کله هم د فرهنګي په عنوان یاده شي؛نو په عرفاوو یادېږي او که په اجمتاعي عنوان یاده شي؛نو د متصوفه وو په عنوان یادېږي.
عرفا او متصوفه په اسلام کې یو مذهبي انشعاب نه ګڼل کېږي او خپله هم د داسې انشعاب مدعي نه دي او په ټولو اسلامي فرقو کې شتون لري؛خو په عین حال کې یوه تړلې او یو له بل سره تړلې اجتماعي ډله ده. یو لړ خاصو افکارو، اندیشو او حتی مخصوصو ادابو، معاشرتونو، جامو اغوستنو او د مخ او ویښتانو خاص جوړول او په خانقاه کې اوسېدانې یې ورته د خاصې مذهبي او اجتماعي فرقې رنګ ورکړی او ورکوي یې. البته تل په شیعه وو کې هم عارفین وه ،چې له نورو سره هیڅ ډول ظاهري امتیاز نه لري او په عین حال کې عمیقا د عرفاني سیر او سلوک والا دي او په حقیقت کې ددې طبقې حقیقي عارفین دي. او داسې ډله نه ده،چې له ځان څخه یې سل ګونه اداب اختراع کړي او بدعتونه یې رامنځ ته کړي دي .
موږ په دې تاریخي بحثونو کې د عرفان له اجمتاعي او فرقه ایز اړخ او په حقیقت کې د (( تصوف)) له اړخ سره یې کار نه لرو؛بلکې یوازې له فرهنګي اړخه او هغه هم ددې فرهنګي څانګې د تاریخي تسلسل له اړخه بحث ته ورننوځو؛ یعنې دې ته مو نظر دی،چې عرفان ته د یو علم او د اسلامي فرهنګ له څانګو څخه د یوې څانګې په توګه نظر کوو ،چې د اسلام په تاریخ کې یو متصل او بې ځنډه جریان و او په دې ډول یې نه څېړو،چې یوه طریقه ده او یوه اجتماعي فرقه یې پیرو ده.
د علمي او فرهنګي سیستم په عنوان عرفان دوه برخې دی: عملي برخه او نظري برخه.
عملي برخه : هغه برخه ده،چې د انسان اړیکې او دندې له ځان (خپله له انسان)، جهان او خدای سره بیانوي او توضیح کوي یې. عرفان په دې برخه کې د اخلاقو په شان دی؛یعنې یو عملي ((علم)) دی؛خو لږ توپیر لري،چې وروسته به یې بیان کړو.د عرفان دې برخې ته د (( سیر و سلوک )) علم وايي. د عرفان په دې برخه کې توضیح کېږي،دا چې ((سالک)) د انسانیت منیع څوکې؛یعنې ((توحید)) ته ورسي؛نو له کوم ځای څخه یې باید پيل کړي او کوم منزلونه او پړاوونه باید په ترتیب سره تېر کړي او منزل ته په لار کې به ورته څه پېښېږي او کوم ډول واردات به ورته واردېږي. البته دا ټول منزلونه او مراحل د یو کامل او پوخ انسان تر څارنې او اشراف لاندې ترسره شي،چې نوموړي وار دمخه دا لار طی کړي وي او (( د منزولونو له رسم او لارو)) څخه خبر وي او که په دې لار کې د کامل او پوخته انسان بدرګه نه وي؛نو د ګمراهۍ خطر هم پکې شته دی. هغه کامل انسان،چې ضروتاً باید له ((نو سفرو)) سره همراه وي ؛نو عارفین یې د (( طایر قدس)) او کله هم د (( خضر)) په نامه تعبیروي.
همتم بدرقه راه کن ای ((طایر قدس))
که دراز است ره مقصد او من (نوسفرم))
ترک این مرحله بې همرهی (( خضر)) مکن
ظلمات است بترس از خطر ګمراهي
د عارف له نظره توحید، د انسانیت د منیع هڅکه څوکه ګڼل کېږي؛نو د عامو خلکو د توحید او حتی د فیلسوف له توحید سره(یعنې دا چې واجب الوجود یو دی؛ نه ډېر) تر اسمانه پورې توپیر لري. د عارف توحید؛یعنې حقیقي موجود یوازې خدای دی، له خدای پرته،چې هر څه دي؛نو ( نمود) دي؛نه (بود). د عارف توحید؛یعنې دا چې له خدای پرته څه هم نشته. د عارف توحید؛یعنې د طریقې طی کول او داسې مرحلې ته رسېدل،چې له خدای پرته نور څه نه ښکاري.
د عارفینو مخالفین د توحید دا مرحله نه تاییدوي او احیاناً یو ډول کفر او الحاد یې ګڼي؛خو عارفین معتقد دي،چې حقیقي توحید همدا دی او د توحید نور مراتب له شرک څخه خالي نه دي. د عارفینو له نظره دې مرحلې ته رسېدل د عقل او اندیشی کار نه دی؛بلکې د زړه، مجاهدې او سیر و سلوک کار دی او د نفس تصفیه او تهذیب دی.
په هر حال د عرفان دا برخه د عملي عرفان برخه ده، له دې اړخه د اخلاقو د علم په شان ده، چې د ( څه بایدونو) په اړه بحث کوي؛خو په دې توپیر:
لومړی خو دا چې عرفان ، له خدای سره د انسان اړیکه ،له جهان سره د انسان اړیکه او له خپل ځان سره د انسان د اړیکې په اړه بحث کوي او عمده نظر یې له خدای سره د انسان په اړیکو پورې دی او حال دا چې ټول اخلاقي سیستمونه دې ته ضرورت نه ویني،چې له خدای سره د انسان د اړیکو په اړه بحث وکړي،یوازې مذهبي اخلاقي سیستمونه دې اړخ ته پاملرنه کوي.
دویم دا،چې د اخلاقو پرخلاف،چې ساکن دي، عرفاني سیر او سلوک متحرک دی لکه څرنګه ،چې د دوو کلمو له مفهموم څخه یې پیدا دي؛یعنې په عرفان کې د پیل د ټکي،مقصد، منزلونو او مراحلو په اړه خبرې کېږي،چې سالک یې باید په ترتیب سره طی کړي،ترڅو نهايي سرمنزل ته ورسي. د عارف له نظره واقعا او له کومې مجازې شایبې پرته د انسان لپاره لار شته،چې په دې لار باید ولاړ شي او مرحله په مرحله او منزل په منزل یې طی کړي، مخکې بل منزل ته رسېدل د شاتني منزل له طی کولو پرته ناممکن دي.
نو د عارف له مخې د بشر روح لکه د یو بوټي او یا ماشوم په شان دی او کمال یې په هغه وده کې دی،چې د یو خاص نظام له مخې باید ترسره شي؛خو په اخلاقو کې یوازې د یو لړ فضایلو خبره کېږي، لکه رښتیا،سموالی، عدالت، عفت، احسان، انصاف، ایثار او وغیره،چې روح پرې باید سینګار او متحلي شي. د اخلاقو له نظره د انسان روح د یو کور په شان دی،چې په یو لړ زیوراتو،زینتونو او نقاشیو باید مزین شي، پرته له دې،چې کوم ترتیب پکې وي،چې له کوم ځای څخه یې پیل کړي او په کوم ځای یې پای ته ورسوي. د مثال په ډول له چت څخه شروع شي که له دیوالونو څخه او له کوم دیوال څخه او د دیوال له لاندې برخې څخه که له پورته څخه. په عرفان کې پرعکس دی، اخلاقي عناصر پکې مطرح دي؛خو په اصطلاح په دیالکتیک ډول؛يعنې په متحرک او تاند ډول.
درېم دا چې، روحي اخلاقي عناصر په هغو معاني او مفاهیمو پورې محدود دي،چې غالبا هغوی راپېژني؛خو عرفاني روحي عناصر خورا پراخه دي. په عرفاني سیر و سلوک کې د یو لړ احوالو قلبي وارداتو په اړه خبره کېږي،چې مخصوصا د ((لارې سالک)) ته د مجاهدت او طریقو د طی کولو په دوران کې لاس ته ورځي او نور خلک له دې احوالو او وارداتو څخه بې خبره دي.
د غرفان بله برخه د هستۍ په تفسیر پورې اړه لري؛یعنې د خدای تفسیر، د جهان تفسیر او د انسان تفسیر. عرفان په دې برخه کې لکه د فلسفې په شان دی او غواړي،چې هستي تفسیر کړي. د لومړۍ برخې پر خلاف،چې د اخلاقو په شان ده او غواړي انسان ته بدلون ورکړي، لکه څرنګه،چې په لومړۍ برخه کې یې هم له اخلاقو سره توپیرونه درلودل؛نو په دې برخه کې هم له فلسفې سره توپیر لري.
لیکوال : استاد شهید مطهری
ژباړه : اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com