د اهل سنتو تفسیرونه ۱- جامعالبيان فی تفسير القرآن دا په طبري تفسیر هم معروف دی.ددې تفسیر مولف مشهور مورخ او محدث، طبري دی. طبري د اهل سنتو د علماوو له لومړۍ درجه علماوو څخه ګڼل کېږي. د خپل وخت د ډېرو علومو امام او مشر شمېرل کېده.طبري په ابتداء کې د فقهي طریقې له […]
۱- جامعالبيان فی تفسير القرآن
دا په طبري تفسیر هم معروف دی.ددې تفسیر مولف مشهور مورخ او محدث، طبري دی. طبري د اهل سنتو د علماوو له لومړۍ درجه علماوو څخه ګڼل کېږي. د خپل وخت د ډېرو علومو امام او مشر شمېرل کېده.طبري په ابتداء کې د فقهي طریقې له مخې د امام شافعي تابع و؛خو وروسته بیا یې خپل فقهي او فلسفي مکتب تاسیس کړ او د اهل سنتو د فقې له یو مشر څخه یې هم پیروي و نه کړه.د طبري فقهي مذهب تر یوې مودې پورې پیروان درلودل؛خو بیا په تدریج سره له منځه ولاړ. ابن الندیم په الفهرست کې د ځینو فقهاوو نومونه اخلي،چې د طبري فقهي مذهب پیروان ول. طبري د ایران د مازنداران ولایت د امل د ښار دی. په ۲۲۴ هجري پېړۍ کې په امل کې وزېږېد او په ۳۱۰ کې په بغداد کې مړ شو.طبري تفسیر په قاهره کې چاپ شوې او د نوح بن منصور ساماني په وخت کې د هغه په امر د عرب نژاده مشهور وزیر بلعمي په واسط پارسۍ ته ترجمه شو. د طبري تفسیر ترجمه په تهران کې هم چاپ شوې ده.
۲- کشاف
دا کتاب د اهل سنتو د تفاسیرو معروفترین او متقن ترین کتاب دی. د ادبی نکاتو او بالخصوص د بلاغتي نکتو له نظره په ټولو تفسیرونو کې ممتاز دی. ابوالقاسم محمود بن عمر زمخشري خوارزمي،چې په جارالله ملقب دی، ددې تفسیر مولف دی. زمخشري د اسلام له سترو علماوو څخه دی. په حدیث،ادب او موعظه کې یې ډېر کتابونه لیکلي دي. په دې،چې دا سړی د ایران له شمال او سردسیره منطقو څخه و؛خو کلونه کلونه یې په مکه کې تېر کړل او دهغه ځای سخته ګرمي یې په ځان منلې و؛ځکه معتقد و،چې د بیت الله په څنګ اوسېدل پراخ معنوي آثار لري. دا چې کلونه یې د بیت الله په څنګ کې تېر کړل؛نو په جارالله مشهور شو او ظاهراً په همدې وخت کې یې د کشاف تفسیر هم ولیکه. زمخشري د کشاف تفسیر په درېم جلد کې د عنکبوت د سورت د ۵۶ ام آیت ((يا عبادی الذين آمنوا ان ارضی واسعة فايای فاعبدون )) تر تفسیر لاندې وايي : په خپل ځان مې قسم ،چې ځمکې له دې نظره ډېر تفاوت لري. موږ ازمېیلي او پخوانیو خلکو هم ازمېیلي دي: د خدای د حرم ځمکه او له بیت الله سره مجاورت په روح، زړه او د نفس اماره په کابو کولو او د فکر او خیال په تمرکز او د قناعت د روح په پیدا کېدو کې ډېر تاثیر لري.
خوارزم ته په یو علمي سفر کې زمخشري خپله یوه پښه له لاسه ورکړه او بیا به همسا ګرځېده او مسافرتونه به یې کول. کلونه کلونه د بیت الله په مجاورت کې پاتې شو. زمشخري په ۴۶۷ هجري کې زېږېدلی او په ۵۳۸ کې مړ شوی دی.
۳- مفاتیح الغیب یا تفسیر کبیر
دا تفسیر محمد بن عمربن حسين بن حسن بن علی تالیف کړی،چې په امام فخر رازي مشهور دی،چې د اسلام له سترو علماوو څخه دی. په فلسفه او کلام کې یې ځینې افکار او نظریات لري او همدارانګه هغه پخپله هم په سني او شیعه کې مشهور دی. په مختلفو رشتو کې ډېر تالیفات لري. فخر رازي د ایران په مازندران ولایت کې متولد شو او د رۍ په ښار کې مېشت شو او هرات او خوارزم ته یې مسافرتونه وکړل او په خپل وخت کې ډېر مشهور شو. فخر رازي په ۵۴۳ کې وزېږېد او په ۶۰۶ هجري کې مړ شو.
۴- غرایب القرآن
چې په نیشاپوري تفسیر هم مشهور دی، دا تفسیر هم د اهل سنتو په لومړۍ درجه تفسیرونو کې شمېرل کېږي. حسن بن محمد بن حسین یې مولف دی،چې په نظام نیشاپوري هم یا نظام اعراج هم مشهور دی. نظام د قم و او په نیشاپور کې اوسېده. نوموړی جامع کس و. په ریاضیاتو او ادبیاتو کې یې تالیفات کړي دي.حدوداً په ۷۳۰ هجري کې مړ شوی دی.
۵- کشف الاسرار
دا تفسیر په پارسۍ کې دی او لس جلده دی،څو کله مخکې په تهران کې چاپ شوی دی. ابوالفضل رشيدالدين ميبدي يزدي ددې تفسیر مولف دی،چې د پینځمې پېړۍ په وروستیو کې او د شپږمې پېړۍ په پیل کې یې ژوند کاوه. کشف الاسرار چاپ شوی او په اهل فضل کې یې ځان ته ځای پیدا کړی دی.
۶- انوارالتنزيل و اسرار التأويل
دا په بیضاوي تفسیر هم مشهور دی. عبدالله بن عمر بن احمد،چې په قاضي بیضاوي مشهور دی، ددې تفسیر مولف دی. نوموړوي د پارس د بیضاو دی. تفسیر یې د کشاف او مفاتیح الغیب خلاصه ده. له دې تفسیر څخه مرحوم کاشاني په صافي تفسیر کې هم استفاده کړې ده او شیخ بهايي پرې حاشیه هم لیکلې ده. بیضاوي د طوسي او علامه حلي معاصر دی او د اوومې پېړۍ په وروستیو کې مړ شوی دی.
۷- د ابن کثیر تفسیر
ددې تفسیر مولف هماغه مشهور مورخ ابن کثیر دی،چې د ((البداية والنهاية)) د تاریخ په کتاب ډېر مشهور دی. کنیه یې ابوالفداء دی. ابن کثیر اصلا قرشي دی، په شام کې اوسېده او د ابن تمیمه شاګرد و. تفسیر یې په قاهره کې چاپ شوی او په ۷۷۴ هجري کې مړ شوی دی.
۸- الدرالمنثور
جلال الدین سیوطي تالیف کړی،چې د اسلام له متبحرترینو او پرتالیف ترینو علماوو څخه دی. ځینې تالیفات یې لکه ((الاتقان فیعلوم القرآن)) له نفسیو کتابونو څخه شمېرل کېږي. در المنثور، تفسیر به ماثور دی؛یعنې آیتونه یې په هغو اخبارو او روایتونو تفسیر کړي،چې په احادیثو کې راغلي دي. له دې مخې،چې د اهل سنتو جامع احادیثي تفسیر دی؛نو بې نظیره دی. د قرآن کریم تر آیتونو لاندې د مربوطه احادیثو د راټولنې له مخې د اهل سنتو په تفسیرونو کې درالمنثور په شیعه وو کې د برهان د تفسیر په شان دی. سیوطي د مصر اوسېدونکی دی، وايی په اوه کلنۍ کې یې قرآن حفظ کړ. په ریحانة الادب کې یې د نهه اویا تالیفاتو نومونه راغلي دي. سیوطي په ۹۱۰ یا ۹۱۱ هجري کې مړ شوی دی.
۹- د جلالین تفسیر
دا تفسیر دوه کسانو لیکلی دی: د حمد له سورت څخه تر کهف سورت پورې ،چې حدواً د قرآن نیمه برخه ده، جلال الدین محمد بن احمد بن ابراهیم محلي تالیف کړې،چې اصلا د یمن اوسېدونکی دی او د شافعیه له سترو علماوو څخه دی، جلال الدین په ۸۵۴ هجري کې مړ شو او دا تفسیر پوره نشو. له کهف سورت څخه تر اخره پورې جلال الدین سیوطي د جلال الدین محلي په هماغه سبک تکمیل کړ؛نو ځکه ورته د جلالینو تفسیر وايي. د ریحانة الادب (جلد پنجم ، چاپ سوم صفحه . 250) په نقل د جلالینو تفسیر څو څو ځلې په ایران،مصر او هند کې چاپ شوی دی.
۱۰ – قرطبي تفسیر
ابوبكر صائن الدين يحيی بن سعدون اندلسی ددې تفسیر مولف دی. ویل کېږي،چې نوموړی په حدیث، نحو، لغت، تجوید ، قرآیت او تفسیر کې د خپل وخت له سترو شخصیتونو او اکابرو ځنې و. قرطبي د اندلس (اسپانیا) د قرطبې اوسېدونکی دی. په ۵۶۷ هجري کې مړ شوی دی.
۱۱- ارشاد العقل السليم الی مزايا القرآن الكريم
دا ابوالسعود په تفسیر هم مشهور دی. ددې تفسیر مولف ابوالسعود په لسمه پېړۍ کې د عثماني علماوو له سترو علماوو څخه دی. دویم سلطان بایزید ترې ددې تفسیر د تالیف له کبله مننه وکړه. په ۹۵۲ هجري کې د عثماني خاورې مفتي او شیخ الاسلام شو. د ابوالسعود تفسیر څو څو ځلې په قاهره کې چاپ شوی دی.ما دا تفسیر نه دی لیدلی؛خو زموږ د عصر ځینې لومړۍ درجه محققین او اساتید دې تفسیر ته په درنه ګوري. ابوالسعود په ۹۸۲ هجري کې مړ شو.
۱۲- روح البیان
دا تفسیر په عربۍ او پارسي دواړو کې لیکل شوی دی. ډېری پارسي عرفاني اشعار پکې اچول شوي دي. شیخ اسماعیل حقي یې مولف دی،چې له عثماني علماوو څخه دی. په استنابول کې په وعظ او ارشاد مشغول و او بیا د ترکیې له ښارونو څخه بروسې ته ولاړ. دا سړی صوفی مسلک دی او تفسیر یې هم ذوقي او عرفاني دی. د صوفي عقایدو په درلودلو سره د خپلو هم وختو کسانو له خوا ډېر وکړېد. شیخ اسماعیل په ۱۱۲۷ هجري کې مړ شو.
۱۳ روح المعاني
سيد محمود بن عبدالله بغدادی حسني حسيني ددې تفسیر مولف دی،چې په الوسي مشهور دی. الوسي شافعي مذهبی و ؛خو په ډېری مسایلو کې یې له حنفي فقې څخه پیروي کوله . د حضرت علي په مدح کې،چې عبدالباقي موصلي عمري کومه مشهوره عینیه قصیده ویلی و؛نو الوسي هغه شرح کړې ده. دا هماغه قصیده ده،چې سید کاظم رشتي هم شرح کړې ده او کتاب یې په شرح القصیده مشهور دی. الوسي د عراق اوسېدونکی دی. وايي په عراق کې یو قبیله په همدې نوم مشهوره او الوس په ساحل فرات کې د یوې نکتې نوم دی. الوسي په ۱۲۵۰ هجري کې مړ شوی دی.
۱۴- فتح القدیر
حمد بن علی بن محمد بن عبدالله شوكاني يمني ددې تفسیر مولف دی. شوکاني د یمن د صنعا په ښار کې لوی شوی او همدلته د تدریس مقام ته ورسېد. شوکاني د ((نيل الاوطار من اسرار منتقی الاخبار)) په نامه یو کتاب لري،چې شوکاني د همدې کتاب له امله مشهور دی. شوکاني په ۱۲۵۰ هجري کې مړ شوی دی.
د څوارلسو تفسیرونو نومونه،چې مو واخستل تر دیارلسمې پېړۍ پورې د اهل سنتو معروفترین، مشهورترین او رایجترین تفسیرونه دي. په څوارلسمه پېړۍ کې په اهل سنتو کې مهم تفسیرونه په مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې لیکل شوي،چې موږ یې له راوړلو څخه ډډه کوو.په پورتني څوارلسو مفسرینو کې لکه څرنګه ،چې مو ولیدل، شپږ کسان یې ایرانیان وه.ځینې تفسایر،چې ایرانیانو لیکلي په لومړۍ درجه کې راځي او غالب یې تر اوومې پېړۍ مخکې لیکل شوي دي.په پورته څوارلسو کسانو کې ، دوه یې یمنیان دي، دوه یې د عثماني بلاد څخه دي، یو یې اندلسي ( اسپانیا) ، یو یې شامي ، یو یې مصري او یو یې عراقی دی.
سرچینه : استاد مطهری