امام حسن او امام حسين له رسول الله ځنې دي او دوه سبطه يې دي د رسول اکرم (ص) د دوو لمسيو امام حسن او امام حسين په هکله روايت څېړو، چې يو يې د “منى” کلېمه ده. د امام احمد حنبل په مسند کې له “مقدام بن معدى کرب” روايتوي چې: رسول اکرم، حسن […]
امام حسن او امام حسين له رسول الله ځنې دي او دوه سبطه يې دي
د رسول اکرم (ص) د دوو لمسيو امام حسن او امام حسين په هکله روايت څېړو، چې يو يې د “منى” کلېمه ده.
د امام احمد حنبل په مسند کې له “مقدام بن معدى کرب” روايتوي چې:
رسول اکرم، حسن رضى الله عنه په غيږ کې ونيو او و يې ويل: “هذا منى”: “دا له ما څخه دى[1]“.
او له “براء بن عازب” څخه روايت دى چې وايي: “پېغمبر حسن يا حسين ته وويل”:”دا له ما څخه دى”[2]
بخاري، ترمذي، ابن ماجه، احمد او حاکم له “يعلى بن مره” څخه روايتوي:
پېغمبر اکرم وويل: “حسين منى و انا من حسين، احب الله من احب حسينا، حسين سبط من الاسبط”: “حسين له ما څخه دى او زه له حسين څخه يم ، خداى دحسين مينوال، ښه گڼي، حسين له “اسباطو” يو سبط دی .[3] “
او په بل روايت کې وايي: “حسن او حسين له “اسباطو” دوه سبطه دي.”[4]
او له “ابو رحثه” روايت دى: رسول اکرم وويل: “حسين له ما څخه دى او زه له هغه څخه يم او هغه له “اسباطو” يو سبط دى.[5]“
او له “براء بن عازب” روايتوي چې: رسول اکرم وويل: “حسين له ما څخه دى او زه له حسين څخه يم، مينوال يې خداى ښه گڼي. حسن او حسين له “اسباطو” دوه سبطه دي.”[6]
رسول اکرم چې د امام حسن او امام حسين په باب د “منى” کلېمه کارولې هماغه ده، چې د دوى د پلار په باب يې ويلې وه او مراد ترې دا دى چې دوى د تبليغ په مقام کې د پېغمبر اکرم په څېر دي.
او دا چې رسول اکرم وايي: “انهما سبطان من الاسباط” مانا يې دا نه ده، چې دوى د نورو بشري لمسيو په څېر؛ يوازې دوه لمسي يې دي، دا يوه جنتي خبره ده او د “الاسباط” په کلېمه کې “الف و لام” د ذهني عهد لپاره او هغه اسباط ته اشاره ده، چې د قرآن کريم په آيتونو کې راغلې ده؛ لکه:
((قُولُواْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ [7] = ووايئ چې : (( موږ پر الله او پر هغه لارښوونو ايمان راوړى،چې راته راغلي دي او هغه چې د ابراهيم او اسماعيل او اسحاق او يعقوب ځوځات ته راغلې وې او هغه چې موسى او عيسى او نورو پېغمبرانو ته د هغو د پالونكي له لوري وركول شوې وې،موږ د دوى د يوه ترمنځ هم توپير نه كوو او يوازې خداى ته تسليم يو،(او نژادي توپيرونه او شخصي هيلې ددې لاملېداى نشي،چې ځينې لارښوونې ومنو او ځينې پرېږدو).))
((أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَـقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطَ كَانُواْ هُودًا أَوْ نَصَارَى قُلْ أَأَنتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللّهُ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَادَةً عِندَهُ مِنَ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ [8]= يا ستاسې د كتابيانو وينا داده : (( ابراهيم او اسماعيل او اسحاق او د يعقوب ( دولس ګونى) ځوځات ټول يهوديان يا نصرانيان وو!)) ورته ووايه :((تاسې ښه پوهېږئ كه خداى؟!)) (كه څه هم ښه پوهېږئ،چې هغوى نه يهوديان او نه نصرانيان وو؛نو ولې حقيقت پټوئ) تر هغه به بل لوى ظالم څوك وي،چې خداى ورته د يوې شاهدۍ ذمه واري ور تر غاړې كړې وي (؛خو) پټه يې كړي ؟ او خداى مو له كړنو ناخبره نه دى.))
((قُلْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ [9]= ووايه : (( پر خدا ى مو ايمان راوړى دى او پر هغو ښوونو (هم) چې پر موږ، ابراهيم ،اسمعيل،اسحق،يعقوب او د يعقوب پر ځوځات نازلې شوې وې او پر هغو لارښوونو هم ايمان لرو،چې موسى،عيسى او(نورو) استازيو ته د هغو د پالونكي له لوري وركړاى شوي دي، موږ د هېڅ يوه ترمنځ یې توپير نه کوو او (فرمان) ته يې تسليم يو.))
((إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإْسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا [10]=په رښتيا موږ تاته هماغه وحې کړې ده؛لكه څنګه چې نوح او تر هغه وروسته پېغمبرانو ته مو کړې وه او (همداراز) موږ ابراهيم،اسماعيل،اسحاق،يعقوب او اسباط[=بني اسرائيل] او عيسى او ايوب او يونس او هارون او سليمان ته وحې کړې وه او موږ داوود ته زبور وركړ.))
نو ځکه رسول اکرم چې د امام حسن او حسين په باب د “الاسباط” کلېمه کار ولې نو “الف و لام” يې هغه دى چې مسلمانان له دې ايتونو په خپل ذهن او ياد کې ولري او چې رسول اکرم يې په حق کې څه ويلي، هماغه دي چې د هغوى د پلار په باب يې ويلي دي چې: “هغه رسول الله ته داسې و لکه هارون چې موسى ته و” او موسى ته د هارون مقام، خداى تعالى د موسى له خولې داسې شرح کوي:
(( قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي. وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي .وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي .يَفْقَهُوا قَوْلِي .وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي . هَارُونَ أَخِي . اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي .وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي .كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا .وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا .إِنَّكَ كُنتَ بِنَا بَصِيرًا .قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى[11] = (موسى) وويل :(( پالونكيه!سينه مې پراخه كړه؛ او كار مې راته اسانه كړې ؛او له ژبې مې غوټه پرانځه؛چې زما په خبرو پوه شي او له كورنۍ مې يو وزير(مرستيال) راته وټاكه؛هارون،چې ز ما ورور دى . ملا مې پرې ټينګه كړه؛ او په كار كې يې راسره برخوال كړه؛چې ډېره پاکي دې ووايو؛او ډېر دې ياد كړو؛ ځكه ته تل زموږ د حالاتو څارونکى يې.)) (خداى) وويل : ((موسى! په يقين غوښتنې دې دركړل شوې . ))
او هم يې ويلي:
((وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ . قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ[12] = او زما د ورور هارون ژبه ترما ښه روانه ده؛نو ته هغه راسره مرستيال ولېږه،چې ما تاييد كړي؛[ځكه] وېرېږم چې ما به دروغجن وګڼي .)) ويې ويل : (( ژر به ستا مټ ستا په ورور ټينګ (او پياوړى)كړو او تاسې دواړو ته به برلاسي در پر برخه كړو او زموږ د نښو په بركت به هېڅ زيان در ونه رسولاى شي،تاسې او ستاسې لارويان بريالي دي .))
او هم يې ويلي:
((وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلاَثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ [13]= او موږ له موسى سره د دېرشو شپو وعده ايښې وه، بيا مو پر هغې لس شپې (نورې) پوره كړې او په دې توګه له هغه سره د خپل پالونكي ټاكلې موده پوره څلوېښت شپې شوه او موسى (د تلو پر وخت) خپل ورور هارون ته وويل :(( ته مې په قوم كې زما ځايناستى وسه او(چارې يې) سمې کړه او د ورانکارو پر لار مه ځه .))
او ويلي يې دي:
((وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا [14] = او په يقين،چې موږ موسى ته (اسماني) كتاب وركړى و او ورور مو يې هارون د هغه مرستيال كړ))
((ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَى وَأَخَاهُ هَارُونَ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ [15]= بيا مو موسى او ورور يې هارون له خپلو آيتونو او څرګند دليل سره ولېږل ))
خداى تعالى په دې آيتونو کې د هارون د موسى مرستندوى او په نبوت کې يې وزير او برخوال کړى دى او موسى هم هغه په خپل قوم کې خپل ځايناستى کړى و. او دا چې خاتم الانبياء په ډاگه ويلي چې “علي ورته داسې دى لکه هارون چې موسى ته و” او يوازې نبوت يې ترې استثنا کړى دى، او هغه هم په دې علت چې تر انحضرت وروسته به بل پېغمبر نه وي؛ نو څه چې علي (ک) ته پاتې کېږي؛ د پېغمبر ملاتړ او د پېغمبر په زمانه کې ورسره د الهي احکاموو د تبليغ په چارو کې گډون او تر رسول اکرم وروسته په امت کې يې خليفه او ځايناستى او د تبليغ د روند پټي پر اوږد کول دي.
همدغسې دوه زامنو “حسن او حسين” ته يې چې په دې امت کې د “اسباط” په مقام کې دي او چې څه هغوى ته و، دوى ته هم ثابت دي؛ خو بې د نبوت له مقامه، چې تر رسول اکرم وروسته به بل پېغمبر نه وي؛ خو، د خداى له لوري د الهي احکامو د تبليغ مسووليت به ور تر غاړې وي.
چې دوستي یې د سید نه وي په زړه کې
دهغو سړیو تل خاورې په سر وي
د امام حسين وګړه
(لومړى) د پېغمبر صلى الله عليه و آله زوى :
رسول اكرم ويلي:
(الف). دواړه زامن، (حسن او حسين) مې د دنيا دوه وږمینې غونچې دي.
(ب). دا دواړه، زما او زما د لور زامن دي،خدايه! دوى او مينوال يې ښه وګڼه.
(ج). حسين زما څخه دى او زه له حسينه يم، خدايه! د چاچې حسين خوښېږي؛ نو ته يې ښه وګڼه .
(د). هر اولاد له خپله پلار نسب وړي؛ خو بې د فاطمې له اولاده، چې زه يې پلار يم. [16]
(حلية الاولياء :درېم ټوک،٢٠١ مخ) په خپل سند له جابر نه روايتوي : رسول الله (ص) حضرت علي ته وويل : سلام دې پر تا وي اى زما د دوو ګلانو پلاره؛ستا ځان او زما د دوو ګلانو ځان؛ځکه ژر به دې دوه رکنه راونړېږي او خداى ته دې سپارم او د خداى رسول،چې له دنيا ولاړ، حضرت علي وويل : دا مې يو له دوو رکنو ځنې و،چې ونړېد او فاطمه،چې له دنيا ولاړه؛نو و يې ويل : دا مې دويم رکن و،چې ونړېد .
(خصايص نسايې :٣٧ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي : ډېرى پېښېدل،چې د خداى رسول ته به ورغلو؛نو حسنين به يې پر خېټه لوغړېدل او آنحضرت وايي : دا مې له دې امته دوه ګلان دي .
(کنزالعمال:شپږم ټوک،٢٢٠ مخ او اووم ټوک،١٠٩،١١٠ مخ او شپږم ټوک،٢٢١ مخ)، (کنوزالحقايق :١٦٥ مخ) (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨١ مخ) ، (مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٥مخ) او (رياض النضره :دويم ټوک،٢٣٢ مخ) په دې باب راويتونو رانقل کړي،چې موږ يې په وروستي بسياينه کوو :
(رياض النضره :دويم ټوک،٢٣٢ مخ) حضرت اسماء بنت عميس د رسول اکرم له لور فاطمې روايتوي،چې رسول الله مې کور ته راغى،و يې پوښتل : زامن مې چېرې دي؟ -يعنې حسن او حسين –ورته مې وويل : نن مو خواړه نه درلودل ،علي وويل،له کوره يې بهر بوځم،چې د خوړو په باب دې په ژړا و نه کړوي. رسول اکرم،چې دا واورېدل؛نو د علي په لټه کې بهر شو او د پلاني يهودي په پټيو کې يې وموند،چې مخې ته څو دانې کجورې پاتې وې؛رسول اکرم علي ته وويل : د هوا تر ګرمېدو له مخه ماشومان کور ته نه بوځې ؟ تر دې چې رسول اکرم يو ماشوم او علي بل په غېږ کې ونيو او کور ته راغلل .
(ذخاير العقبى :١٣٠ مخ) له حضرت ابن عباس نه روايتوي :يوه ورځ د خداى له استازي سره وو،چې فاطمه په ژړا راغله،رسول الله ورته وويل : پلار دې در ځار ! ولې ژاړې ؟ ورته يې وويل : حسن او حسين له کوره ووتل او نه پوهېږم،چې شپه به چېرې تېروي. ويې ويل : مه ژاړه،چې خالق يې تر موږ پرې خورا لوراند دى او بيا يې خپل لاسونه پورته کړل، و يې ويل :پالونکيه ! دواړه روغ رمټ وساتې ! ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې جبراييل راغى، ويې ويل : محمده ! زامن دې د بني النجار د بڼ مخې ته ويده دي او خداى يې ساتلو ته يوه پرښته ګومارلې ده ،رسول اکرم له اصحابو سره راووت،چې د بني النجار بڼ ته راورسېد،و يې ليدل،چې ماشومانو يو بل ته په غاړه کې لاسونه اچولي او ويده دي او د خداى له لوري ګومارل شوې پرښتې ترې خپل يو وزر لاندې کړى او بل يې ورته سيورى کړى دى،رسول اکرم پرې بېواکه ځان ورواچاوه او ښکل يې کړل،چې ماشومان راويښ شول او بيا يې حسن په په ښۍ اوږه او حسين يې په کيڼه اوږه کېناوه او روان شو .په لار کې ورته حضرت ابوبکر مخې ته راغى،و يې ويل : رسول الله ! يو ماشوم راکړئ !و يې ويل :نه ! دا دوه زامن مې ښه اوښ لري او دا دوه زامن يې ښه سپرلۍ دي او پلار يې تر دې دوو غوره دى، تر دې چې جومات ته راورسېدل،رسول الله ولاړ و او ماشومان يې پر اوږو وو او پر همدې حال يې مسلمانانو ته وويل : غواړئ،چې د پلار نيکه له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ ټولو وويل : هو ! همدا حسن او حسين،چې نيکه يې د رسولانو خاتم او نيا يې خديجه د خويلد لور ده،چې د جنت د ښځو اغلې ده او ايا غواړئ،چې د تره او ترور (عمه) له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ خلکو وويل : هو ! بيا هم همدا حسن او حسين دي،چې تره يې جعفر او ترور يې ام هاني ده
خلکو !غواړئ،چې د ترور (خاله) او ماما له پلوه مو له تر ټولو غوره وګړيو سره اشنا کړم؟ ورته وويل شول : هو ! و يې ويل : بيا هم همدا حسن او حسين دي؛ځکه ماما يې قاسم د خداى د استازي زوى او خاله يې زينب د خداى د رسول لور ده،بيا يې وويل : خداى پوهېږي،چې حسن او حسين،ترونه او ترورګانې او دوستان يې په جنت کې او دښمنان يې په اور کې دي .
(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٧ مخ) هم دې ورته کيسه راوړې ده .
(ذخائر القبى :١٣٠ او ١٣٢ مخونه) ،(هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) او (متقي؛کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٨ مخ) له رامهرمزي د امثال په کتاب کې او ابن عساکر او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٨١ مخ کې له حضرت عمر بن خطاب او کنزالعمال د اووم ټوک په ١٠٦ مخ کې (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٢ مخ) ،(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٧٠ مخ)، (اسدالغابه ،دويم ټوک،١٢ مخ)، (کنزالعمال :١٠٤ مخ او د هغه د وينا له مخې) ، (ابن عساکر او همداراز ترمذي؛صحيح : دويم ټوک،٣٠٨ مخ) او (ذخائر العقبى :١٣١ مخ) په دې باب راويتونه راوړي دي،چې راويانو يې ويلي دي،چې و مو ليدل،چې رسول الله (ص) حسنين پر خپلو اوږو سپاره کړي وو او د (هيثمي؛نهم ټوک١٨١ مخ) د روايت له مخې،حضرت عمر وايي : ما وويل : څومره ښه اوښ لرئ . رسول الله (ص) وويل :زه څومره ښه سپاره لرم .
(مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٦٧ مخ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي :له رسول الله (ص) سره مو د ماسخوتن لمونځ کاوه؛سجدې ته چې تله؛نو حسن او حسين به يې پر شا سپرېدل او چې راپورته کېده نو؛ دواړه به يې ارام پر ځمکه کېنول او بيا به جګېده او دا چار په ټولو سجدو کې و. د لمانځه په پاى کې مې ورته وويل : رسول الله اجازه راکوئ،ماشومان يې مور ته بوځم؟ ويې ويل : نه ! ناڅاپه مې وليدل،چې برښنا راښکاره شوه او د خداى رسول وويل : ځئ ! مور ته ولاړ شئ او برښنا يې مخه روښانه کړې وه،چې کور ته ورسېدل . (دا حديث سم سند لري)
( د بغداد تاريخ : لومړى ټوک،٣١٦ مخ ) په خپل سند له منصور عباسي له عبدالله بن عباس روايتوي،چې وايي :زه او پلار مې عباس بن عبدالمطلب له پېغمبر سره ناست وو،چې علي بن ابيطالب راننووت او سلام يې واچاوه؛رسول اکرم يې د سلام ځواب په خوشحالۍ او ورين تندي ورکړ،ورپاڅېد او ورسره يې ستړي مه شي وکړل او د دوو سترګو په منځ کې يې موچې کړ او خپل ښي لور ته يې کېناوه . عباس ورته وويل: رسول الله! دا درباندې ډېر ګران دى؟ رسول اکرم وويل : (( تره! پر خداى چې تر ما پر خداى ډېر ګران دى ! خداى د هر پېغمبر صلب په خپل صلب کې ايـښې وي او زما د ځوځات صلب يې په علي کې ايښې دى.))
دا عبارت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٨ مخ کې راوړى او ابوالخير حاکمي ته يې نسبت ورکړى دى او د دويم ټوک په ٢١٣ مخ کې يې هم راوړى او ابي الخير قزويني ته يې منسوب کړى،ابن حجر هم د صواعق په ٩٣ مخ کې نقل کړى او ابي الخير حاکمي او صاحب ( کنوز المطالب فى بنى ابيطالب ) ته يې منسوب کړى او ويلي يې دي : دويمي _؛يعنې د کنوزالمطالب د کتاب خاوند _دا زياتونه هم راوړى،چې قيامت شي؛نو هر چا ته به د مور په نوم غږ کېږي، چې بې پته نشي؛ځکه کېداى شي پلار يې هغه نه وي،چې خلک يې پرې پېژني_خو داچې _ علي بن ابيطالب او ځوځات يې _ چې د پلارونو نومونه به يې اخستل کېږي؛ځکه زوکړه يې له حلالې بسترې او سمه ده.
( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٧٢ مخ ) هم پورتنى عبارت له جابر بن عبدالله څخه او د کنزالعمال خاوند د شپږم ټوک په ١٥٢ مخ کې او مناوي د فيض القدير د دويم ټوک په ٢٢٣ مخ کې او ابن حجر د صواعق په ٧٤ مخ کې له جابر او خطيب له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .
(دويم) پېغمبر اکرم ته خورا ګران و
پېغمبراكرم (ص) په خپله كورنۍ كې له امام حسين سره ځانګړې مينه درلوده، له روڼي نه تر وروستي وخته، چې آنحضرت د امام حسين په باب څه ويناوې او كړه وړه كړي، ټولې يې له زوى سره د مينې ښووونكې دي.
البته څرګنده ده، چې دومره مينه مازې د پلارولۍ او زويولۍ په پولو كې نه وه؛ځكه پېغمبر اکرم الهي شخصيت و او په ټولو چارو كې منځلارى و؛بلكې موخه يې دا وه،چې پر مينې سربېره د حسين رضی الله عنه ستر شخصيت ته د ” اسلامي امت” ورپام کړي .
پېغمبراكرم غوښتل ،چې په خپلو ويناوو او كړنو حسين رضی الله عنه د مشر او لارښود (امام) په توګه وښيي.
د بېلګې په توګه :
1_ پېغمبراکرم له وړوكتوبه حسين رضی الله عنه په غېږ كې نيوه،ورسره يې مينه كوله شونډې يې ورته ښکلولې .[17]
2) هغه او ورور يې له ځانه سره پر سپرلۍ سپرول . [18]
3_ حسين او حسن يې تل څارل او د ساتنې لپاره يې ورته تعويذ ليكه.[19]
4_ په نمانځه كې د آنحضرت پر شا سپرېدل، آنحضرت په احتياط سره نيول او پر ځمكه يې كېنول او يا يې په غېږ كې نيول.[20]
5_ يعلي بن مره رضى الله عنه ويلي:
له پېغمبر اكرم سره د يوې مېلمستيا لپاره ووتو،ناڅاپه يې پر حسين رضی الله عنه سترګې ولګېدې،چې په كوڅه كې يې له وړو سره لوبې كولې،پېغمبراکرم ورمخكې شو او غېږ يې ورخلاصه كړه، حسين رضی الله عنه به هاخوا دېخوا تله او پېغمبر اکرم ورته لار نيوه،چې يې ونيو؛يو لاس يې د حسين رضی الله عنه تر تخرګ لاندې او بل يې ورته پر سر كېښود او ښکل يې كړ،ويې ويل: “حسين زما څخه دى او زه له حسينه، خدايه د چا چې حسين ښه ايسي؛ ته يې هم ښه وګڼه،حسين مې يوازېنى لمسى دى “
او د بل روايت په وروستۍ برخه كې راغلي: “حسين د پېغمبرانو د زامنو يو زوى دى”[21]
6_ پېغمبر اکرم ،حسنينو ته دعا كړې : “خدايه دوی مې ښه ايسي، ته هم دوی او مينوال يې ښه وګڼه”[22]
7_ حضرت اسامه رضى الله عنه ويلي:
د څه اړتيا له امله مې يوه شپه د رسول اكرم ور ټك ټك كړ، چې راووت؛ نو په غېږ كې يې رانغښتي څه نيولي وو،تر اړتيا پوره كولو وروسته مې وويل: په غېږ كې مو څه دي؟ چې ښكاره يې كړل؛ نو “حسنين” وو، چې د پېغمبر پر اوږو پراته وو . بيا آنحضرت وويل : ” دوی مې اولاد دی،خدايه ښه مې ايسي؛ ته يې هم ښه وګڼه او هم هغوى چې دوی ښه ګڼي” [23]
8_ پېغمبر اكرم وپوښتل شو : څوك په خپلې كورنۍ كې درته ډېر ګران دى؟ ويې ويل : حسن او حسين، او فاطمې بي بي ته يې وويل : زامن مې راوله، چې رابه غلل؛ نو بويول يې او په غېږ كې يې نيول .[24]
9_ ابو هريره رضى الله عنه ويلي: ليدل مې، چې پېغمبراکرم د حسين د خولې لاړې د كجورو په څېر روولې .[25]
10 _ يوه ورځ پېغمبر”ص” د فاطمې بي بي له وره تېرېده او د حسين رضی الله عنه ژړا يې واورېده ويې ويل : “نه پوهېږې، چې د حسين ژړامې ځوروي؟ “[26]
11 _ پېغمبراكرم به حسنين پر شا سپرول،ورته يې ويل: ښه سپرلۍ لرئ او ښه سپرلۍ وسئ. [27]
12 _ پېغمبراكرم ويلي: “د چا چې له ماسره مينه وي؛ نو زما له دې دوو وړو سره دې يې هم وي.”[28]
13 _ يوه ورځ حسن او حسين د پېغمبراکرم خواته په منډو وو او تر يو بل مخكې كېدل او چې د پېغمبر اکرم غېږې ته ورسېدل؛ دواړه يې ښكل كړل،و يې ويل: “دا دواړه مې ښه ايسي، تاسې هم ورسره مينه ولرئ.” [29]
14 _ پېغمبر اكرم ويلي دي: “د چا چې حسن او حسين ښه ايسي؛نو زه يې ښه اېسېږم او چې څوك يې دښمن وګڼي؛ نو زه يې دښمن ګڼلى يم.” [30]
15_ پېغمبر اكرم ويلي دي: “څوك چې ما،دا دواړه كوچنيان او موروپلار یې ښه وګڼي؛نو د قيامت پر ورځ به راسره په يوه درجه كې وي.” [31]
16 _ زيد بن ارقم رضى الله عنه د ابن زياد په مخ كې وويل: ليدلي مې دي، چې انحضرت (ص) به حسن پر ښي ورون او حسين پر كيڼ كېنولي وو، خپل لاسونه يې د دوى پر سرونو ورکېښوول،ويې ويل: “خدايه! دا دواړه ماشومان او د مؤمنانو ډېر وړ پلار يې درسپارم.” [32]
17 _ پېغمبر اكرم وينا اوروله، چې حسن او حسين راښكاره شول، دوى به له ځمكې راپورته كېدل او لوېدل، له منبره راكوز شو،و يې نيول اوله ځان سره يې كېنول، بيا يې وويل : “په رښتيا چې حق تعالى ويلي، مالونه او اولادونه فتنه او د ازمېښت وزلې دي،ما دا وچنيان ليدل،چې منډې وهي اولوېدل صبر مې ونشو، خبرې مې پرېښووې، راغلم او له ځمكې راپورته كړل.”[33]
18 _ پېغمبراكرم ، علي، فاطمې، حسن او حسين (عليهم السلام) ته وويل:
” چې څوك درسره پخلا وي؛نو ورسره پخلا يم او چې څوك درسره دښمن وي؛نو ورسره دښمن يم.”[34]
(صحيح ترمذي :2ټوک،319 مخ ) له صبيح د ام سلمه له مولای له زيد بن ارقم نه ،(ابن ماجه؛صحيح :14 مخ )، ( حاکم ؛مستدرک الصحيحين :3ټوک،149 مخ ) ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه :5 ټوک،523 مخ)، متقي ؛کنزالعمال:6ټوک،216 مخ د نقل په توګه له صحيح ابن حيان نه او د 7ټوک په 102 مخ کې له ابن ابي شيبه، ترمذي، ابن ماجه، ابن حيان ، طبراني، حاکم، ضياء مقدسي او همداراز محب طبري؛ذخاير: 25 مخ کې له ابو حاتم څخه او امام احمد حنبل ؛مسند:2ټوک،442 مخ کې پر خپل سند له ابوهريره او حاکم؛مستدرک: 149 مخ ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى )او خطيب بغدادي ؛تاريخ بغداد: 7ټوک، 136 مخ کې ټولو د خداى له استازي روايت کړى: (( علي ،فاطمه ،حسن او حسين ته يې وويل : زه له هغوی سره په جګړه کې يم ،چې درسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم ، چې درسره په سوله کې وي.))
( اسدالغابه:3ټوک،11 مخ ) په خپل سند له صبيح د ام سلمه له مولاى روايت کړي،چې ويلي يې دي: (( د رسول اکرم د کور د وره ترڅنګه ولاړ وم،چې علي ،فاطمه او حسنين د رسول اکرم کور ته ورننووتل او کېناستل، پېغمبر اکرم ورغى او ورته يې وويل :پاڅئ او خيبري څادر یې پرې واچو او ورته يې وويل : ((زه له هغوی سره په جګړه کې يم ،چې درسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم ، چې درسره په سوله کې وي.))
دا روايت هيثمي؛مجمع :9ټوک،169 مخ کې هم راوړى او د طبراني د اوسط کتاب ته يې نسبت ورکړى دى .
(رياض النضره :2ټوک،199 مخ) وايي : له حضرت ابي بکر څخه روايت شوى، چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم مې په داسې حال کې وليد، چې يوې عربي کېږدۍ ته يې ډډه وهلې وه ( حکم يې وکړ، چې کېږدۍ ووهئ ) کېږدۍ يې ووهله او علي،فاطمه ،حسن او حسين يې کېږدۍ ته وردننه کړل او ویې ويل : مسلمانانو ! زه به له هغوى سره په سوله کې يم، چې په دې کېږدۍ کې له ناستو خلکو سره په سوله کې وي او له هغوى سره به په جګره کې يم،چې په کېږدۍ کې له ناستو خلکو سره به په جګړه کې وي او د دوستاونو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن يم او يوازې هغوى به له دوى سره مينه کوي، چې سعيد الجدا (؛يعنې کړنې يې خداى منلي وي ) وي او د زوکړې بستره يې پاکه وي (؛يعنې حرمونې نه وي) او يوازې هغوى به يې دښمنان وي،چې شقي الجد وي (؛ يعنې يوه کړنه يې هم خداى منلې نه وي) او زوکړه يې د ناپاکې بسترې وي .))
( ذخاير العقبى؛23 مخ) وايي : او له هغې _؛يعنې ام سلمه _ روايت شوى،چې ويې ويل : (( پېغمبر اکرم له ما کره و ، چې فاطمه له پخ شوې حريرې (فیرني) سره راغله او حسن او حسين يې هم له ځان سره راوستي ول، د خداى استازى وويل : مېړه دې چېرې دى؟ ورشه او رايې وله. دا چار وشو؛ټولو حريره وخوړه بيا رسول اکرم يو څادر راواخست او دوى يې پکې راونغاړل او د څادر څنډې يې پر کيڼ لاس ونيوې او ښى لاس يې اسمان ته پورته کړ او ويې ويل : خدايه! دا مې اهلبيت دي،زما خپلوان او ځانګړي دي؛نو خدايه! پليدي ترې لرې کړه او هغسې،چې ته په خپله پوهېږې،پاک يې کړه او زه له هغوی سره په جګړه کې يم ،چې درسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم،چې درسره په سوله کې وي .))
د ذخاير خاوند وايي : د ا روايت قبابي په معجم کې هم راوړى دى .
(سيوطي په درالمنثور کې) د احزاب د سورت د تطهير په آيت کې وايي (ابن مردويه حضرت له ابي سعيد خدري روايت کړى،چې ويلي يې دي: علي ته د فاطمې تر ورودولو وروسته د خداى استازى څلويښت ورځې د دوى کور ته ورتله او ورته يې ويل : ((السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛ د خداى لمونځ رحمت دى ؛ انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) زه له هغوی سره په جګړه کې يم ،چې درسره په جګړه کې وي او له هغوی سره په سوله کې يم ،چې درسره په سوله کې وي .
[1] . امام احمد حنبل مسند (٤/١٣٢ مخ)؛ کنز العمال (١٣/٩٩-١٠٠ مخونه) او (١٦/٢٦٢ مخ)؛ منتخب کنزالعمال (٥/١٠٦ مخ)؛ جامع الصغير (٣/١٤٥مخ)
[2] . کنزالعمال (١٦/٢٧٠ مخ)
[3] . بخاري الاباب المفرد، باب معانقة الصبتى، ٣٦٤ حديث ؛ ترمذي سنن (١٣/١٩٥ مخ) ؛ ابن ماجه سنن، کتاب المقدمه: باب١١ ، ١٤٤ گڼه حديث ؛ امام احمد حنبل مسند (٤/١٧٢)؛ حاکم مستدرک (٣/١٧٧مخ) چې حاکم او ذهبي دواړو دا حديث سم گڼلى دى ؛ اسدالغابه (٢/١٩) او (٥/١٣٠ مخ).
[4] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)
[5] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)
[6] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)
[7] . بقره: ١٣٦ آيت:
[8] . بقره: ١٤٠ آيت:
[9] . آل عمران: ٨٤ آيت
[10] . نساء ١٦٣ آيت:
[11] . طه: ٢٥-٣٦ آيتونه
[12] . قصص: ٣٤-٣٥ آيتونه:
[13] . اعراف: ١٤٢ آيت
[14] . فرقان: ٣٥ آيت
[15] . مؤمنون: ٤٥ آيت
[16] . د ترمذى سنن 5/322 ،د ترمذى سنن 5/324 ،ذخائرالعقبى 121 مخ
[17] . اسدالغابه 2/21، د طبري تاريخ 4/349 .
[18] . صحيح مسلم 7/130 .
[19] . ذخاير العقبى /134
[20] . ذخاير العقبى 132او 133 مخونه.
[21] . ابن ماجه، سنن 1/51 .
[22] . الاستيعاب 1/375
[23] . د ترمذي سنن 5/322
[24] . د ترمذي سنن 5/323
[25] . اسعاف الراغبين /182.
[26] . ذخاير العقبى 143، نورالابصار 114.
[27] . ذخاير العقبى /130 نورالابصار /109
[28] . الاصابه 1/329، ذخايرالعقبى /123
[29] . ذخايرالعقبى /123
[30] . د ابن ماجه سنن 1/51
[31] . الصواعق /185، ذخائرالعقبى /131
[32] . تذكره الخواص /257.
[33] . د ترمذي سنن 5/324
[34] . د ابن ماجه سنن 1/52