تبلیغات

بســـــم الله الرحـــــــــــمن الرحيـــــم د لوراند او لورين څښتن په نامه د اسراء سورت انځور د اسراء سورت يو سل او يوولس آيتونه لري او د مشهورو روايتونو له مخې مکي دى ؛البته ځينې يې پينځه آيتونه ؛ ٢٦،٣٢،٣٣، ٥٧او ٧٨ مدني ګڼي . دې سورت ته د لومړي ټکي له امله ((سبحان )) ،د […]

بســـــم الله الرحـــــــــــمن الرحيـــــم

د لوراند او لورين څښتن په نامه

د اسراء سورت انځور

د اسراء سورت يو سل او يوولس آيتونه لري او د مشهورو روايتونو له مخې مکي دى ؛البته ځينې يې پينځه آيتونه ؛ ٢٦،٣٢،٣٣، ٥٧او ٧٨ مدني ګڼي .

دې سورت ته د لومړي ټکي له امله ((سبحان )) ،د معراج د کيسې له امله ((اسراء)) او د بني اسرائيلو د کيسې له امله ورته ((بني اسرائيل)) ويل کېږي.

په دې سورت کې هم د مکي نورو سورتونو په څېر د توحيد، معاد ګټورو نصيحوتونو،له هر ډول سترک سره مبارزه،ظلم ، بې لارۍ ، وګړني او ټولنيز دودونه ، د حضرت آدم تا ريخ ، ابليس ، د اسلام د پېغمبر په اړه معلومات او په مکه کې يې موقعيت، مطلبونه راغلي دي.

ددې سورت يوه مهمه موضوع هم د پېغمبر اکرم پر معراج رڼااچول دي .

سورت د خداى په (( تسبيح )) پيل او پر ستاينه يې پاى ته رسېدلى دى . روايتونو د جمعې پر شپه ددې سورت پر تلاوت ټينګار کړى، چې له ګټو يې يو هم له حضرت امام مهدي سره کتنه ده ( ١)

 

بســـــم الله الرحـــــــــــمن الرحيـــــم

د لوراند او لورين څښتن په نامه

۱- سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ اياتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ = پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت،چې چاپېريال يې مو بركتي كړى دى،چې خپلې ځينې نښې وروښيو،چې يوازې هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى .

ټکي:

“معراج” په تاريخ کې ترټولو سپېڅلى سفر دى،چې مسافر يې د خداى رسول ،د الوتو ځاى يې مسجدالحرام ،پر لار يې مسجدالاقصى ،کوربه يې خداى ،موخه يې د الهي آيتونو ليدل او سوغات يې د اسمانونو او ملکوت خبرونه او له دې مادي نړۍ د بشري پوهېدندې د کچې اوچتول ول. ( ٢)

روايتونه وايي : تر هجرته يو کال مخکې، پېغمبر اکرم صلى الله عليه و آله وسلم د ماښام تر لمانځه وروسته له مسجدالحرامه په ((بُراق)) ( ٣) د مسجدالاقصى له لارې اسمان ته ولاړ او په راستنېدوکې يې په مسجدالحرام کې د سهار لمونځ وکړ. ( ٤)

د پېغمبر اکرم (ص) معراج جسماني او په ويښه و؛ نه په خوب کې او نه روحاني،چې اصل يې ددين له ضرورياتو دى،چې ټول اسلامي مذاهب پرې يوه خوله دي. (٥) او متواتر روايتونه ( ٦) او ځينې دعاګانې هم دې مسالې ته اشاره کوي او په ځينو احاديثو کې منکر يې کافر ښوولى دى. خداى حضرت آدم عليه السلام له اسمانه ځمکې ته راکوز کړ؛ خو حضرت محمد(ص) يې له ځمکې اسمان ته يووړ ( ٧)

پېغمبر اکرم (ص) پر هغه شپه ملکوت ،اسمانونه او د پيدايښت عجائب وليدل ( ٨) او له انبياوو سره يې وکتل ( ٩)

ځينې قدسي حديثونه ورته وويل شول، چې پکې د حضرت علي د ځايناستۍ او ولايت خبره هم نوموتې وه .

په دې سفرکې د خداى رسول جنت او د جنتيانو حالات او دوزخ او دوزخيانو حالات وکتل .

چې کله پېغمبر اکرم (ص) د معراج کيسه وکړه ؛نو ځينې کم ظرفيته خلک له دينه واوړېدل . ( ١٠)

هغه پېغمبر،چې په راتلونکې کې به يې امت فضا ته هم سفر کوي ؛ نو بايد اسمان ته تللى وي (سبحان الذى اسرى بعبده)

پيغامونه :

١_ معراج بې ځايه نه دى ؛بلکې د پام وړ رازونه پکې پټ دي.( سبحان الذى اسرى…. )

٢_معراج د پېغمبر اکرم ته يو ځانګړى علمي سفر و؛ګنې نو خداى خو په هر ځاى کې دى .( سبحان الذى اسرى )

٣_عبوديت د الوتو سريزه ده او څو مو ځان له ناوړه خويونو راايستلى نه وي؛نو الوتل ناشوني دي . ( اسر‌ى بعبده )

٤_انسان که معراج ته هم ولاړ شي ؛نو بيا هم د خداى بنده دى؛نو د الهي اولياوو په اړه “غلو” پکارنه ده .( اسرى بعبده )

٥_پېغمبراکرم پر خپل عبوديت وياړي ( بعبده )

٦_خداى ته د رسېدو ترټولو غوره وخت شپه ده . ( ١١) ( اسرى …. ليلا)

٧_د معراج شپه يوه مهمه شپه وه .( ليلا )

٨_ که استعداد او وړتيا ولرو؛نو په يوه شپه کې الوتى شو . ( اسرى بعبده ليلا )

٩_جومات مانيزې الوتنې ته غوره ډګر وي ( من المسجد) .

١٠_ جومات بايد زموږ د چارو محور وي ( من المسجد الحرام الى المسجد لاقصى )

١١_سپېڅلى حرکت بايد له سپېڅليو ځايونو پيل شي ( اسرى …. من المسجد ) .

١٢_ د جومات چاپېريال بايد له برکتونو ډک وساتل شي ( المسجد ….بارکنا حوله )

١٣_بيت المقدس داسماني برکتونو ځاى ، د پېغمبرانو دېره او د پرښتو د راکوزېدو ځاى و ( بارکناحوله )

١٤_د انسان علمي ظرفيت تر ځمکني معلوماتو زيات دى او د اسمان عجايب هم تر ځمکې ډېر دي .( اسرى … لنريه من اياتنا)

١٥_د معراج موخه ، د معرفت او مانېزې ودې ترلاسه کول ول. ( لنريه من اياتنا )

١٦_الهى آيتونه دومره ناپايه دي،چې د خداى رسول هم ټولو ته ورسېداى نشي ( من ايا تنا ) ( ١٢)

١٧_خداى مخالفانو ته خبردارى ورکوي،چې ګوري يې او خبرې يې اوري ( السميع البصير)

د يوې پوښتنې ځواب

ځينې د پېغمبر اکرم د معراج په اړه شک او پوښتنې مطرحوي؛ لکه : د ځمکې له فضا بهر اکيسجن نشته،تودوخه او ساړه يې وژونکي دي، د بې وزنۍ ستونزه شته ،د فضاوړانګې خطرناکې دي ، په اسمان کې د ګرځېدو لپاره يوه شپه کافي نه ده او که څوک وغواړي په فضا کې حرکت وکړي ؛نو له جاذبې د تېښتې لپاره بايد په ساعت کې ( ٤٠٠٠٠) کيلومتره سرعت ولري او داسې نور……

د معراج اصل په قرآن او متواترو روايتونوکې راغلى دى ( ١٣) او څه ، چې مهم دي د هغه پر اصل ايمان دى او پر جزيتاتو يې ايمان په کار نه دى ( ١٤) بلخوا معجزه بايد د عقل له پلوه ناشونې او محاله نه وي او داچې معراج د پېغمبراکرم(ص) له معجزو دى؛نو د نورو معجزو په قواعدو کې شاملېږي .

نورې ستونزې د هم الهي ځواک په پامنيوي روښانېږي،پردې سربېره نن بشر نورو سيارو ته مصنوعي سپوږمکۍ او الوتکې لېږي ، چې د معراج د مسئلې منل يې خلکو ته اسان کړي دي؛لکه چې خداى په قرآن د “بلقيس” د تخت راوړل له يوه هېوداه بل هېواد ته د سترګو په رپ کې مطرح کړى دى؛نو دا د واټن خبره هم روښانېږى.

۲- وَآتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ أَلاَّ تَتَّخِذُواْ مِن دُونِي وَكِيلاً = او موږ موسى ته (اسماني) كتاب وركړ، چې د بني اسراييلو لارښود و (او ورته مو وويل:) چې زما پر ځاى بل كارسازى مه نيسئ

ټکي :

په قرآن په ډېرو ځايونوکې پر خداى د توکل او پرنورو له توکله پر لريوالي ټينګار شوى او پر خداى د توکل د فرمان تر څنګ يې د هغه دليل هم راوړى دى ؛ د بېلګې په توګه : د اعراف په سورت کې وايي: داچې د خداى علم ناپايه دى ؛نو توکل پرې وکړه ( ١٥) او د يوسف په سورت کې وايي : داچې واک د هغه په لاس کې دى ؛نو توکل پرې وکړه (١٦) او ياد نساء په سورت کې وايي : داچې هغه د هر څه مالک دى ؛نو خپل وکيل يې کړه .( ١٧)

حضرت موسى نړيوال رسالت درلود،که څه هم په دې آيت کې هغه بني اسرائيلوته لارښود ښوول شوى ؛خو په يو بل ځاى کې هغه ټولو ته لارښود ګني : ( نوراً وهدى للناس ) ( ١٨) . ( اص

پيغامونه :

١_په تبليغ کې کله خپلوي ،کليوالي او هېوادوالي پر مخاطبانو اغيز لري . ( هدى لبنى اسرائيل )

٢_د پېغمبرانو د بلنې موخه توحيد دى (آتينا موسى الکتاب … لاتتخذو ) .

٣_انسان ډډې ته اړتيا لري او خداى پېغمبرانو تر ټولو ښه اډانه راښوولى دى . ( لا تتخذوامن دونى وکيلا )

۳- ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا = اى د هغوى ځوځاته، چې له نوح سره (په بېړۍ كې) مو سپاره كړي وو! په رښتيا،چې هغه ډېر شكر كوونكى بنده و (تاسې هم د هغه په څېر شئ،چې وژغورل شئ . )

ټکي :

حضرت نوح عليه السلام ته د انسان دويم پلار ويل شوى ؛ځکه د نوح په طوفان کې ټولو خلک ډوب شول ؛خو بې له هغوى چې په بېړۍ کې له حضرت نوح سره وو ؛نو ځکه د ((ذرية من حملنا)) د غونډلې مانا هماغه ((يا بنى آدم)) دى .

په پېغمبرانو کې حضرت نوح تر ټولو زيات عمر وکړاو کفارو او ځېليانو ډېر وکړاوه؛خو هغه ډېر شکر ايستونکى بنده و ( ٢٠) خداى هم ورته ځانګړى پام درلود او ځانګړى سلام يې پرې ويلى دى . ( ٢١)

پيغامونه

١_ د انبيا وو په ښوونځي کې او ورسره ملګرتوب د انسان د خلاصون او پاتې کېدو لامل دى ( ذرية من حملنا مع نوح )

٢_د تېرو تاريخ راتلونکيو ته د روزنې يوه لار ده . ( ذرية من حملنا )

٣_د پلارنېکونو شرافت او کرامت ته پام، نسل ته يې د روزنې ،د بلنې د منلواو مسووليت يوه عاطفي لار ده . ( ذرية من حملنا )

٤_د خداى بندګي له هلاکېدونکيو پېښو خونديېنه ده . ( حملنا مع نوح انه کانه عبداً شکورا)

٥_ د سترو او بېلګه ييزو انسانانو ستايل د روزنې يوه لار ده .( کان عبدا شکورا ) .

٦_د شکر ايستنې له برکتونو يو هم د همېشني ځوځات درلودل دي . ( ذرية من …. عبداً شکوراً )

 شکر

((شکور)) هغه ته وايي، چې ډېر شکر ايستونکى وي . شکور د خداى له صفتونو دى؛ځکه انسان ته د نېکۍ په بدل کې ډېر ثواب ورکوي او د هر يو خير کار پر وړاندې لس ثوابه ،٧٠٠ ثوابه او يا بې حسابه ورکوي.

حضرت نوح به هر سهار او ماښام درې ځل په ځانګړيو غونډلو د خداى شکرايسته ( ٢٢)

د شکر مرتبې دادي : پر زړه ،ژبه او عمل شکر .

پر زړه شکر هغه دى،چې د خداى نعمتونه وپېژنواو ايمان ولرو،چې دا ټولې پېرزوګانې د هغه له لوري دي او بې له هغه ټول يې وسيلي دي او د ناوړه او سختو پېښو له امله ترې لاس وانخلو .

حضرت زينب د حضرت امام حسين خور؛ سره له دې،چې دومره سختۍ او کړخت وليد ؛نو د امويانو حکومت ته يې وويل : ( مارايت الاجميلا) بې له ښکلا مې هېڅ ونه ليدل .

هو! د هستۍ پر دسترخوان ټول مخلوقات په خپل ځاى کې ښکلي دي ؛ خو ددې ښکلا د ليدو سترګې نه لرو؛ لکه غټ انسانان پر دسترخوان مربا، شيريني،ترشي،پياز او مرچک ټول ښايسته ګڼي ؛خو که همدا دسترخوان يو ماشوم ته په مخ کې خپور شي؛نو يوازي خواږه به ورته ښه ښکاري او تراخه به يې بدې ايسي .

پر ژبه شکر هغه دى،چې پر ژبه د ((الحمد الله رب العالمين )) په څېر غونډلې راوړو.

په عمل کې شکر هغه دى، چې د خداى له نعمتونو هغسې ګټنه وکړو؛ لکه ځنګه چې يې ويلي وي؛ د بېلګې په توګه : که خواړه مو وخوړل ؛ نو په لاس ته راغلې انرژۍ يې کار وکړو او که قدرت مو پيداکړ ؛نو د بېوزليو لاسنيوى وکړو.

د خداى شکر د نعمتونو د زياتېدولامل دى.

د خداى شکر انسان د شيطان له وسوسو ساتي ؛لکه چې شيطان خداى ته وويل : زه به له هرې لارې خلک بې لارې کړم ؛ځکه ډېرى خلک شکر نه کاږي .( ٢٣) او څوک چې شکر نه کاږي؛نو د هغه د وسوسو په جال کې به راګېرېږي .

۴- وَقَضَيْنَا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا = او موږ بني اسراييلو ته په كتاب (تورات) كې خبر وركړى و،چې تاسې به پر ځمكه دوه ځل فساد او بې اندازې سرغړونه وكړئ؛

 ټکي :

کېداى شي د بني اسرائيلو دوه ځل فساد؛يو ځل د شعيا د شهادت او آرميا د مخالفت لپاره او بل ځل هم د حضرت زکريا عليه السلام او حضرت يحيى عليه السلام د وژلو لپاره وي ؛البته د نورو پېښو احتمال هم شته،چې په راتلونکيو آيتونو کې ورته اشاره شوې ده.

جنت د هغوى لپاره ځانګړى دى،چې ځان يې له هر ډول غوره والي غوښتنې او استکباره لرې ساتلى وي؛نه هغوى ته چې ځان تر نورو غوره ګڼي ( تلک الدارالاخرة نجلعها للذين لايريدون علوا فى الارض ولا فساداً ) ( ٢٤)

فساد ځاني، فرهنګي،وټيز، پوځي ،سياسي ، اخلاقي او … وي (لتفسدن) مطلق راغلى دى .

پيغامونه :

١-اسماني کتابونو د راتلونکې خبر هم ورکړى دى. (و قضينا)

٢-د يهودو مخينه په تورات کې هم ثبت ده. ( فى الکتاب)

٣-ځان غوره ګڼل او پر ځمګه فساد د دنياپالو ځانګړنې دي. ( لتفسدن فى الارض و لتعلن)

٤- هغه فساد تر نورو خطرناک دى،چې استکباري جرړه ولري او تکرار شي. (لتفسدن….مرتين و لتعلن)

٥-کله مستضعفين هم مستکبرين شي. ( و لتعلن علوا کبيرا) (ددې خبرې په پامنيوي،چې بني اسرائيل فرعون مستضعف کړي ول)

۵- فَإِذَا جَاء وَعْدُ أُولاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَّنَا أُوْلِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُواْ خِلاَلَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُولاً = نو چې كله د لومړۍ ژمنې وخت راورسېد؛ نو ستاسې د مقابلې لپاره له خپلو تكړه جنګياليو بندګانو يوه ډله راپاڅوو (چې تاسې سخت وځپي، ان د مجرمانو د پيدا كولو لپاره) كورونه لټوي او دا ګواښ پوره كېدونكى دى .

ټکي :

قرآن د هغې ډلې لپاره مصداق نه دى ښوولى،چې د بني اسرائيلو فسادګر به وژني؛خو په تفسيرونو کې يې له بخت النضر،طالوت،د روم پاچا او … سره تطبيق کړى؛خو له هغوى ځينې د ((بعثنا)) په سپېڅي ټکي،چې د قيامت او د انبياوو د بعثت لپاره راغلى او ((عبادنا))،چې د پېغمبراکرم (ص) په څېر کسانو ته راغلى،سره اړخ نه لګوي؛نو کېداى شي،چې نظر يې هغه راتلونکې وي،چې تر اوسه لا نه ده راغلې او شونې ده،چې کوم بل مصداق ولري.

پيغامونه :

١_د متکبرانو او سرغړاندو له منځه تګ الهي سنت دى . (بعثناعليکم)

٢_ د الهي ژمنو د پلي کېدو مانادانه ده ، چې انسان جهاد شا ته وغورځوي ( بعثناعليکم عباداً )

٣_جهاد او له متکبرانو سره مبارزه په اسلام پورې ځانګړې نه ده ( بعثنا….. اولى باس شديد )

٤_ د سر له پاسه سر دى . بنى اسرائيلو سروغړاوه ؛خداى هم تر هغوى زورور پرې واکمن کړ ( بعثنا….. اولى باس شديو)

٥_ د فتنه ګرو ځپلو ته ځواک راټول او ان کور په کور ګرځېدل يو ستايل شوى چار دى ( فجاسوا خلال الديار) .

٦_اسماني وړاندوينه هرومرو پلي کېدونکى ده ( وعداً مفعولا)

۶- ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا = بيا تاسې پر هغوى برلاسوو او موږ درسره د مال او زامنو په دركولو مرسته كوو او شمېر مو (تر دښمنه ) زياتوو.

ټکي :

د دې آيت ظاهر خودا وايي،چې د بني اسرائيلو تر فساد او ماتې وروسته خداى يو ځل بيا پر اولاد او شتمنۍ سمبال کړل؛ احتمال لري د(( رددنالکم الکرة )) مخاطب هماغه د تېر آيت (( عباداً لنا اولى باس)) وي ؛يعنې پر خپلو نېکو بندګانو مو دوه پېرزوګانې وکړې ؛يو د ظالمانو ځپل او بل ورته ځواک او واک ورکول .

پيغامونه :

١_د شتمنۍ او اولاد ورکولو لارې يو ځل بيا مهلت ورکول الهي سنت دى . ( رددنالکم )

٢_شتمني او انساني ځواک د قدرت او حکومت وسيلې دي . (امددناکم بااموال کم وبنين )

٣_خداى هم پر هغو ګناه کوونکيو لورېږي،چې توبه يې کړې وي او هم پر هغه امت،چې د ګناه له امله ځپل شوي دي او بېرته سمې لارې ته راستانه شوي وي . ( رددنالکم الکرة )

٤_د وګړيو ډېروالى الهي نعمت دى ( جعلناکم اکثرنفيرا) .

۷- إِنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ لِأَنفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوؤُواْ وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُواْ الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُواْ مَا عَلَوْاْ تَتْبِيرًا = كه نېكي وكړئ ؛نو له خپل ځان سره نېكي كوئ او كه بدي وكړئ ؛نو بيا يې هم له ځان سره كوئ او چې كله د دويمې وعدې وخت راورسي (؛نو دښمن به مو دومره په تنګسه كې ونيسي چې) په څېرو كې به مو د غم او خپګان اغېزې ښكاره شي او مسجد(الاقصى) ته په هماغه شان ننووځي؛ لكه څنګه چې مخكې ننوتلي وو او پر څه يې، چې لاس بر شي، يو مخې يې له منځه وړي.

ټکي :

څه چې په ترخو پېښو کې ارزښت لري او د جوړونې لامل ګرځي، عبرتونه او زده کړې يې دي؛نه جزييات يې .

د خداى د مؤمنو بندګانو په لاس د يهودو د مستکبرانو لوټ او ځپل، چې په دې دوو آيتونو کې وويل شول،ددې لپاره وو،چې ووايي : استکبار او کفر بې ځوابه نه پاتې کېږي او داچې موخه يې يو ټوليز روزنيز چار ؛ځکه يې د ځواک او وسلې شمېر ته اشاره نه ده کړې ؛لکه د حضرت يو سف عليه السلام کيسه ، چې مراد ترې د حيا روزنه وه ؛ډېر يې جزئياتو ته نه دي ورننوتي ان د “ذليخا”نوم هم پکې نه دى نوموتى.

ځينو تفسيرونو د يهودو استکبار او فساد او تمه په لرې او نږدې راتلونکې کې په دوو ځلو کې ګڼلې ده او مسجدالاقصى هم د زرګونو کلونو په ترڅ کې د ډېرو ترخو او ناوړه پېښو شاهد و ؛خو د روايتونو او آيتونو په رڼاکې بايد د اسرائيلو يو پراخ يرغل ته او په مؤمنانو يې له منځه وړو ته په تمه شو . ( ٢٥)

ځينو روايتونو د خداى په مؤمنو بندګانو د يرغلګرو يهودانو له منځه وړل،د امام مهدي تر راتګه مخکې ګڼلي دي .( ٢٦)

پيغامونه :

١_ زموږ ښېګنه او بد خداى ته ګټه يا تاوان نشي رسولاى؛بلکې زموږ د کار پايله موږ ته راستنېږي . ( ان احسنتم احسنتم لانفسکم وان اساتم فلها)

٢_لومړى بايد نېکي وويل شي او بيا بدي ( ان احسنتم …ان احسنتم…..ان انساتم )

٤_ په تاريخ کې يهود ځکه له منځه ولاړل،چې جيګ ټوپونه يې وهل او د خداى سنت يې لتاړل .( ان احسنتم احسنتم ) .

٥_جومات تل د اديانو د ځواک هډه او سمبول و او له کفارو د جومات ازادول د مؤمنانو پر غاړه ايښوول شوې دنده ده . د يهودو د ځپلو لپاره دې مؤمنان بيت المقدس ته ورننوځي ؛لکه چې مسلمانان د مکې د سوبې لپاره مسجدالحرام ته ورننووتل ( وليدخلواالمسجد)

٦_د حق د پياوړتيا لپاره د متکبرانو ځپل پکار دي . ( و ليتبروا ما علو تتبيرا )

بني اسرائيلو ته لنډه کتنه

خداى په قرآن کې بني اسرائيلو ته وايي : ( فضلتکم على العالمين ) (٢٧)؛ يعنې پرنړيوالو مو غوره کړئ ؛خو په نورو آيتونوکې وايي : ( باوا بغصب )(٢٨) ؛يعنې پر الهي قهر ککړشول . دلته پوښتنه نوموتېږي، چې ولې يو غوره قوم پر الهي عذاب ککړ شو؟

ځواب : خداى د خپل عذاب دليل په دې کې ګڼي،چې هغوى ارزښتونه له منځه يووړل؛ لکه چې وايي :

١_ پر الهي آيتونو کافران شول . ( ذلک بانهم کانوايکفرون بايات الله )

٢_پرناحقه يې انبياء ووژل ( يقتلون النبيين بغير الحق ) .

٣_ګناه او يرغل يې کاوه .(بما عصوا وکانو يعتدون ) (٢٩)

٤_ پوهانو يې الهي قوانين بدل کړل ( يحرفون الکم ) (٣٠ ) .

٥_سوداګراو بازايان يې په ربا پسې ولاړل ( واخذهم الربا ) (٣١) .

٦_يهودو مړانه له لاسه ورکړې وه او ډاران شوي ول،چې کله به ورته د خداى رسول د جهاد حکم وکړ؛نو ويل يې : موږ به همدلته پاتې شو ( انا ههناقاعدون ) (٣٢)

هو ! هر امت،چې د ايمان پر ځاى په کفر پسې، له انبياوو د لاروۍ پر ځاى په وژلو پسې يې ،د عدالت پر ځاى په يرغل پسې ،د الهي قانون پر ځاى په ربا پسې او د مړانې پر ځاى په ډار پسې ولاړل شي ؛نو خداى به يې غوراوى پر ذلت او خوارۍ واړوي.

د اسلام د صدر مسلمانان له مدينې؛ هغه هم له يوه جوماته،چې يوازې د کجورو د ونې لس ستنې يې درلودې،تر اروپا پر مخ ولاړل ؛خو نن ، چې ميليارد وګړي او ډول ډول طبيعي زېرمې او …….لرى ؛نو د يووالي، مړانې او وړ مشر د نشتوالى له امله څومره کمزوري شوي دي؛خو همدا آيت مؤمنانو ته روښانه راتلونکې او يرغلګرو يهودو ته ستره خواري انځوروي.

۸-عَسَى رَبُّكُمْ أَن يَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا = هيله ده پالونكى مو درباندې ولورېږي؛خو كه تاسې ګناه ته مخه كړه؛ نو موږ به هم (ستاسې سزا ته) راوګرځو او كافرانو ته موږ دوزخ زندان كړى دى!

ټکى :

((حصير)) له ((حصر)) څخه اخستل شوى،چې په محاصره او تنګۍ کې راګېرېدو ته وايي.حصيري فرش ( پوزي ) ته ځکه حصيروايي چې په يو بل کې بڼل شوى دى .

پيغامونه :

١_له الهي لونې نهيلي ستره ګناه ده ،خداى مفسدانو ته هم د راستنېدو لار پرانستې پرېښې ( عسى ربکم ان يرحکم ) .

٢_د پالونکي د کار چورليد بايد مينه او لورنه وي ( ربکم يرحکم )

٣_ د سمې ښوونې په لار کې لومړى له پستې ژبې کار واخلئ ،که و نه شوه ؛نو بيا له زوره ( يرحمکم ….. عدنا )

٤_ الهي قهر زموږ د خپلو بدوکړنو پايله ده ( اناعدتم عدنا ) .

٥_ په فساد پسې،چې توبه نه وي؛نو پايله يې کفر وي .( وجعلناجهنم للکافرين ) .

٦_دوزخيان د تېښتې لار نه لري . ( حصيراً )

۹- إِنَّ هَـذَا الْقُرْآنَ يِهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا = بېشكه چې دا قرآن هغه لار ښيي،چې بيخي سمه سيخه ده او مؤمنانو ته چې ښه كارونه كوي،زېرى وركوي چې هغوته ستر اجر دى .

۱۰- وأَنَّ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا = او بېشکه هغوى چې پر اخرت ايمان نه راوړي؛(نو) موږ ورته دردناك عذاب تيار كړى دى!

ټکي:

د ((يهدى للتى هى اقوم )) غونډله دوه ډوله مانا کړاى شو :

الف : قرآن مظبوطو امتونو ته ښيون کوي .

ب:قرآن په مضبوطه بڼه ښيون کوي.

پيغامونه :

١_وهم او خرفات د قرآن په سول کې ځاى نه لري ( يهدى للتى هى اقوم )

٢_قرآن يوازنى کتاب دى ،چې تلپاتې او ثابت قوانين لري ( يهدى للتى هى اقوم )

٣_د اجر لاس ته راوړل زموږ په ايمان پورې اړه لري . ( لاالمؤمنين الذين يعلمون )؛خو دوزخي کېدو ته يوازې کفر بسيا دى .( الذين لايومنون….. لهم عذاباً )

٤_الهي عذاب هر وخت چمتو وي . ( اعتدنا ) .

٥_ ډار او هيله بايد يو د بل تر څنګ وي ( اجراً کثيراً …..عذابا اليماً )

قرآن ته کتنه

د بشري قوانينو سرچينه د انسان پوهه او سليقه ده،چې زيانونه او آفتونه لري؛ لکه :

١_ داچې پوهې او سليقې توپير لري ؛نو قوانين هم توپير اوکله متضاد وي .

٢_داچې د بشر پوهه محدوده ده ؛نو د وخت په تېرېدو، چې کومه نوې خبره را منځ ته شي ؛نو ددې قوانينو پښې هم ستې شي.

٣_بشري قوانين هر اړخيز نه دي؛ کټ مټ د درملو په څېر دي،چې يوه ناروغي د لنډې مودې لپاره رغوي؛خو په څنګ کې عوارض هم لري. کېداى شي يو قانون د يوې سيمې د خلکو لپاره د يو وخت لپاره ګټور وي ؛ خو د تل لپاره په هر ځاى کې په هرو شرايطوکې د پلي کېدو وړ نه دي ؛نو ځکه د بشري قانون پښې ستې دي .

٤_له بشري قانونه سرغړونه سزا لري؛خو پلي کول يې ثواب نه لري او هغه قانون نيمګړى دى ،چې سرغړونکي ته سزا ولري ؛خو پلي کوونکي ته ثواب و نه لري .

٥_سليقې د بدلون په حال کې دي ؛نو بشري قانون هم تل د بدلون په حال کې دى.

٦_ ډېر بشري قوانين د انسان له فطرت او طبيعت سره اړخ نه لګوي ؛ نو پاتې کېدونکي نه دي ؛خو الهي قانون او اسماني کتاب تر ټولو مظبوطه طريقه لري؛ځکه :

الف: د هغه خداى له لوري دى،چې علم او حکمت يې ناپايه دى او هرڅه ته يې پکې پام دى او د نړۍ پر هر وخت کې تطبېقېږي.

ب:الهي قانون له ګوندي،سياسي،قومي او توکمي سليقو اغېزمن نه دى.

ج: الهي قانون د انسان د فطرت پر بنسټ ليکل شوى اوداسې قانون به پکې پيدا نه کړې،چې د انسان له فطرت سره اړخ و نه لګوي.

هو! يوازې دا د قرآن قانون دى،چې ( يهدى للتى هى اقوم ) دى او دا ځکه چې:

١_هره ورځ،چې د قرآن يو نوى راز رابرسېرېږي ؛نو خلکو ته د قرآن څېره نوره هم ښه ځلېږي.

٢_چې کله مسلمانانو قرآن ته مخه کړې؛نو پرمختګ يې کړى؛خو کله يې چې ترې مخ اړولى؛نو خوار شوي دي.

۱۱- وَيَدْعُ الإِنسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الإِنسَانُ عَجُولاً = او انسان (د بيړې له امله) په هغه شان بدي غواړي؛لکه نېكي چې غواړي او انسان تل (د خير و شرپه غوښتو كې) بيړندى دى .

ټکي :

قرآن څو ځل د انسان بيړې او شر غوښتنې ته اشاره کړې ده ( ويستعجلونک با لسيئـة قبل الحسنه ) ( ٣٣ ) ؛يعنې په بېړه درنه عذاب غواړي . په يو بل آيت کې دکافرانو په خوله وايي : ( امطرعليناحجارة من السماء)خدايه ! که دا دين حق وي ؛نو پر موږ له اسمانه کاڼي راووروه،چې ددې ټولو بيړو سرچينه ناپوهي او تعصب دى.

د اسلام پېغمبر (ص) وويل : د انسان ډېرى تباهي د بيړي له امله ده (٣٥) او ډېره ښېرو سرچينه هم،چې انسان يې هم ځانته او هم يې خپل اولادونه ته کوى،همدا بيړه ده .

پيغامونه :

١_بيړه د انسان د فکراو عمل آفت دى ( ويدع الانسان بالشر…..عجولاً )

٢_خير غوښتنه د انسان په فطرت کې ده.( ايدع الانسان بالشردعائه بالخير) له خيرغوښتنې سره د انسان د شرغوښتنې تشبيه راښيي،چې په اصل کې انسان خير ته ليوال دى .

٣_هغوى چې د قرآن په ټينګې لارښوونې پسې ( يهدى للتى هى اقوم ) ولاړ نشي؛نو په بيړه به شر پسې ولاړ شي ( يدع الانسان بالشر) .

٤_د هرانسان په خټه کې بيړه اغږل شوې؛خو بايدد ګټنې ځاى يې وپېژندل شي. ( کان الانسان عجولا)

۱۲- وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُواْ فَضْلاً مِّن رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلاً = او موږ شپه وورځ (د توحيد او خپل عظمت) دوې نښې ګرځولې دي،بيا مو د شپې نښه ((تياره)) او د ورځې نښه ((رڼا)) كړه،چې (په رڼا كې يې) دخپل پالونكي د فضل په لټه كې شئ او د كلونو په شمېر او حساب (عمرونو او پېښو) پوه شئ او موږ هر شى يو له بله بېل (او څرګند) بيان كړى دى

ټکى :

داچې په قرآن کې شپه تر ورځې مخکې راغلې،کېداى شي ددې لپاره وي،چې د ځمکى تياره له خپله ځانه ده او رڼا يې له لمره ده.

پيغامونه :

١_خپل شاوخوا ته د ځمکې چورليدل ، د شپې او ورځې پيدايښت او بدلونونه د حکيم خداى د ارادې له مخې دي او تصادفي نه دي (جعلنا…محونا …لتبتغوا )

٢_ورځ د کار لپاره او شپه د استراحت لپاره ده ( آية النهار مبصرة لتبتغوا )

٣_ سمه ده،چې خداى لوراند دى ؛خو موږ هم بايد کوښښ وکړو ( لتبتغوا فصلا من ربکم )

٤_د روزۍ د لاس ته راوړو د لارو چارو برابرول الهي ربوبيت دى (لتبتغوا فضلاً من ربکم )

٥_رزق د خداى ورکړه ده او ځان ته مه مغرورېږئ ( فضلاً من ربکم )

٦_د پيدايښت دنظام تدبير بې موخې نه د ى او په دې تدبير کې د موخو محور انسان دى . ( لتبتغوا …… لتعلموا )

٧_ شپه او ورځ يوطبيعي تقويم دى،چې تل هر چا ته اسان او د ټولو پرې سر خلاصېږي،چې د نظم او کړلار جوړولو لپاره يوه وسيله ده (لتعلموا عدد السنين والحساب)

٨_ په هستۍ کې د هر څه بنسټ نظم دى، چې ګډوډي پکې رانشي (وکل شى فضلناه تفصيلا)

۱۳- وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا = او موږ د هر انسان په خپله غاړه كې د هغه كړه ځوړند كړي دي او د قيامت پر ورځ به ورته يو كتاب راوباسو،چې پرانستى به يې وګوري (چې دا يې هماغه کړنليک دى) .

ټکي :

د ((طائر)) ټکى د انسان عمل ته اشاره کوي . پخوا به يې د الوتونکيو له الوتو د يو چارد بدو او ښو وړاندوينه کوله بيا پخپله عمل او پايلې ته يې د ((طائر)) ټکى کاراوه .

په قرآن کې څوځل د انسان کړنليک ته اشاره شوې ده؛ لکه :

١_له هغه کړنليکه هيڅ نه دي پاتې. ( لا يغادر صغيرة ولا کبيرة ) (٣٦) .

٢_ مجرمان ترې وېږيږي (فترى المجرمين مشفقين ممافيه ) ( ٣٧)

٣_د قيامت پر ورځ به خپله انسان د خپل کړنليک په ويلو خپل واکمن او قاضى وي ( اقرء کتابک کفى بنفسک اليوم عليک حسيباً ) ( ٣٨)

٤_ ښو انسانانو ته به په ښي لاس کړنليک ورکول کېږي او دوزخيانو ته به په کيڼ لاس کې . ( اوتى کتابه بيمينه …. بشماله ( ٣٩)

پيغامونه :

١_ له ټولو سره به حساب کتاب کېږي اوکړنليک به لري (کل انسان ) .

٢_د قيامت پر ورځ به انسانان کړنليک په لاس حاضرېږي . ( کل انسان الزمناه طائره فى عنقه)

٣_د انسان عمل د انسان ملازم دى ( الزمناه ….فى عنقه ) .

٤_د انسان نېک مرغي او بدمرغى د هغه پخپلو کړنو پورې اړه لري او دا هسې خبرې دي، چې وايي په چانس او بخت پورې اړه لري (الزمناه طائره ….)

٥_خداى د انسان له ټولو کړن خبر دى او داچې کړنليک ورته په غاړه کې اچول کېږي،ددې لپاره دى،چې پخپله انسان ترې خبر شي ( نخرج له) .

٦_د انسان ټول کړه وړه ليکل کېږي ؛خو انسان ترې نه خبرېږي؛ خو د قيامت پر ورځ ،چې ورته کړنليک وښوول شي ؛نو هر څه به ورته برسېره شي . ( کتابا ً يلقاه منشورا)

۱۴- اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا =(او هغه ته وايو:) كتاب دې ولوله ! كافي ده،چې نن خپله محاسبه پخپله وكړې!

ټکي :

امام صادق وويل : د قيامت پر ورځ انسان خپل کړه په کړنليک کې دومره روښانه ويني،چې ته وا همدا اوس يې کړي دي .( ٤٠)

فخر رازي وايي : له کتابه مراد د روح پاڼه ده ، چې د انسان کړنې پرې اغېز کوي او له ويلو يې مراد پرې پوهېدل دي . ( ٤١)

په الميزان تفسير کې ((کتاب)) د کړنو په حقيقت تفسير شوى دى.

روايتونو سپارښتنه کړې ،چې انسان دې د قيامت تر راتګه مخکې خپل حساب پاک کړي (٤٢) ؛نو بايد په همدې دنيا کې خپل کړنليک ولولو ، چې خپل بد جبران کړو او خپل نېک کړه زيات کړو،چې دا ډول حساب د انسان د ويښتيا زمينه چمتو کوي او نشتون يې د غفلت نښه ده.

په حديث کې راغلي : څوک چې په همدې دنيا کې له ځان سره حساب کتاب وکړي؛نو په آخرت کې به يې حساب کتاب اسان وي؛نو بايد په همدې دنيا کې د خپل ژوند کړنليک ولولو،چې د کړنو کمزوري ټکي مو جبران او ښه کړنې مو زياتې کړو او له بديو توبه وکړو. (٤٣)

پيغامونه :

١_د قيامت پر ورځ به ټول خلک خپل کړنليک لوستاى شي . ( اقراء) .

٢_د قيامت پر ورځ به وجدانونه راويښ شي . ( نفسک ) .

٣_د قيامت د ورځې په محکمه کې انسان د خپل ځان پر خلاف شاهدي ورکوي ( کفى بنفسک اليوم عليک حسيبا)

۱۵- مَّنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدي لِنَفْسِهِ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولاً = څوك چې پر سمه ولاړ شي؛نو ګټه يې د ځان ده او څوك چې بې لارې شي،زيان يې هم د ځان دى . هېڅوک د بل د ګناه پېټى نه وړي او موږ هېڅكله (يو قوم) نه عذابوو،څو مو پېغمبر ورته نه وي استولى (چې خلك په خپلو دندو پوه كړي ).

ټکى:

د انعام د سورت د ٢٥ م آيت او د عنکبوت سورت د ١٣م آيت او د روايتونو په رڼا کې : دکفر او بې لارۍ مشران پردې سربېره، چې د خپلو ګناهونو پېټى راکاږي،د هغوى د لارويانو د ګناه پېټي هم ور پر شا کېږي . پرته له دې چې له خپلو لارويانو سره يې په ګناه کې برخه اخستې وي ؛ځکه هغوى ته يې د بې لارۍ وسيلې چمتو کړې وې.

پيغامونه :

١_انسان د لار په ټاکنه کې ازاد دى . ( من اهتدى ….من ضل)

٢_د ښيون-هدايت منل د انسان پخپله ګټه دي او همداراز کفر او سرغړونه يې هم خپل تاوان دى،چې خداى ته نه ګټه لري او نه تاوان (يهتدى لنفسه ….. يضل عليها ) .

٣_څه چې کرې هغه به رېبې ( لاتزر وازرة وزر اخرى )

٤_لومړى بايد د خلکو ښه وويل شي او بيا بد . (( من اهتدى )) له (( من ضل )) څخه مخکې راغلى دى.

٥_ پر ټولوغاړه خلاصول الهي سنت دى . (ما کنامعذبين حتى نبعث رسولاً ) او له پيله د بشر د لارښوونې لپاره پېغمبران ول.

٦_ يوازې عقل د بشر د نېکمرغۍ لپاره بسيا نه دى؛بلکې د انبيا وو لارښوونې ته هم اړتيا ده .( حتى نبعث رسولاً )

۱۶- وَإِذَا أَرَدْنَا أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُواْ فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا = او چې كله وغواړو يوه سيمه تباه كړو؛نو لومړى د سيمې ” مترفينو (مخورو) ” ( او شهوت مستو شتمنو) ته خپل احكام بيانوو؛ بيا نو چې هغوى په مخالفت لاس پورې كړي او د مجازاتو مستحق شي ؛ نو (يو مخې) يې ځپو!

ټکي :

((امرنا مترفيها )) ؛يعنې د قوم مشرانو ته د غاړې ايښوونې حکم ورکوو؛ځکه خداى د فسق او ګناه حکم نه کوي ؛بلکې د عدل او احسان حکم کوي .خداى لومړى د لاروۍ حکم کوي،چې بې درده ماړه ترې سرغړونه کوي او عادي خلک هم په هغوى پسې ځي ؛نو هله د خداى عذاب راځي.

د حکيم خداى د قهر اراده زموږ د ګناهونو له امله ده ،ګنې نو لوراند څښتن هسې څوک نه پر عذابوي . ( د امام رضا د وينا له مخې : د الهي عذاب اراده په فسق پورې تړلې ده ( ٤٤)

پيغامونه :

١_ د الهى سزا يو لامل په نعمتونو او سوکالۍ کې ډوبېدل دي . (اردناان نهلک قرية …..)

٢_په ټولنه کې د سوکالو فاسقينو شتون د الهي عذاب زمينه چمتو کوونکې ده ( ففسقوا فيها فحق …)

٣_د يوې ټولنې اخلاقي او ټولنيزه زوړتيا د سوکالو مشرانو له امله وي. ( امرنامترفيهاففسقوا )

٤_بې درده شتمن د نورو په پرتله ډېر د پېغمبرانو د بلنې پر وړاندې درېږي؛ځکه مهمولاً سوکالي د فساد سرچينه ده ( امرنا مترفيها ففسقوا) .

٥_سرغړوونکيو ته مهلت ورکول الهي سنت دى (امرنا،ففسقوا،فحق ) .

٦_الهي احکام پلي کول پکار دي،ځان بايد سم کړو؛ځکه د الهي عذاب راتګ زموږ پخپلو کړنو پورې اړه لري ( ففسقوا فيها فحق عليها القول)

٧_خداى لومړى پر ټولو غاړه خلاصوي او بيا عذاب رالېږي .(امرنا، ففسقوا،فحق ،فدمرنا ) .

٨_الهي قهر او عذاب ډېرسخت وي ( فدمرناها تدميراً)

٩_ټولې چارې په الهي قدرت ترسره کېږي ( اردنا،نهلک، امرنا،دمرنا)

۱۷- وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُونِ مِن بَعْدِ نُوحٍ وَكَفَى بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًَا بَصِيرًا = تر نوح وروسته مو (د همدې سنتو له مخې) ډېر نسلونه پوپناه كړل او ستا پالونكى د خپلو بندګانو پرګناهونو پوره خبر دى او هر څه ويني.

ټکي :

دا آيت تر حضرت نوح عليه السلام پر وروسته ژوند رڼا اچوي،چې د نوح تر طوفانه وروسته څو مؤمنالو پر ځمکه ژوند پيل کړ.

دا آيت غافلانو ته خبردارى،خلکو ته عبرت او پېغمبراکرم ته تسلي ورکوي،چې که کافرانو ډېر وکړولې؛نو پر الهي عذاب به اخته شي.

د حضرت نوح (ع) تر قوم وروسته د عاد، ثمود ،لوط ، مدين ، فرعون ، هامان ،قارون او د فيل اصحاب هم پر الهي عذاب اخته شول . ( من القرون من بعد نوح )

پيغامونه :

١_په تاريخ کې ډېر قومونه د خداى له حکمه د سرغړونې له امله د خداى پر عذاب اخته شوي دي . ( کم اهلکنا )

٢_الهي قهر په قيامت پورې ځانګړى نه دى ؛بلکې خداى ګناهکاران په دې دنيا کې هم عذابولاى شي . ( کم اهلکنا)

٣_   تاريخ د عبرت او زده کړې کتاب دى ( من القرون) .

٤_ دې خبرې ته پام زموږ د روزنې لپاره بس دى ،چې خداى زموږ له ګناه خبرېږي . (کفى بربک ) .

٥_د مجرمانو عذابولو ته د خداى علم بس دى او شاهد ته اړتيا نه لري (کفى بربک …)

٦_ګنا هکار انسان هم د خداى بنده دى . ( بذنوب عباده ) او ويې نه ويل: (( بذنوب الناس )) .

٧_خداى زموږ له باطن او ظاهره خبره دى ( خبيراً بصيراً )

۱۸- مَّن كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاء لِمَن نُّرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلاهَا مَذْمُومًا مَّدْحُورًا = څوك چې (يوازې) همدا دنيا غواړي؛نو په تلوار يې همدلته وركوو،چې زموږ ورته خوښه شي،بيا موږ ورته جهنم چمتو کړى دى،چې پړاو ( د خداى له درشله ) شړل شوي به ورننوځي .

ټکي :

قرآن هغه دنيا غوښتنه ستايلې،چې له آخرته د غفلت لامل نه وي،چې دا خبره په ډېرو آيتونو کې راغلې ده :

(يعلمون ظاهراً من الحيوة الدنيا و هم عن الآخرة هم غافلون ) ( ٤٥) (فاعرض عن من تولى عن من تولى عن ذکرنا ولم يرد الا لحيوة الدنيا ) (٤٦)، ( ارضيتم بالحيوة الدنيا ) ( ٤٧ ) .

د مادياتو په نړى کې شخړې ډېرې دي او هر څوک خپلو ټولو هيلو ته نشي رسېداى؛نو هر څوک بايد خپله برخه ولري : ( عجلنا له فيها ما نشاء لمن نريد) ؛خو داچې د معنوياتو په نړۍ کې محدوديت نشته ؛ نو ټول خپلو هيلو ته رسېداى شي او ټولو ته لار پرانستې ده .( کان سعيهم مشکورا) (٤٨)

پيغامونه :

١_ دنيا ژر تېرېدونکې ده . ( العاجلة )

٢_انسان له ارادې سره پنځول شوى او په ټاکنه کې ازاد دى ؛خو اصلي اراده د خداى ده . ( يريد..لمن نريد )

٣_دنيا نه ده رټل شوې ؛بلکې د دنيا نوکري رټل شوې ده (کان يريدالعاجله ) .

٤_د انسان غوښتنې نامحدودې دي ؛نو بايد د خداى په اراده کې را ايسارې شي . ( مانشاء)

٥_ ټول دنيا غواړي دنيا ته نه رسي ( لم نريد ) .

٦_ دنيا غواړي دوه ډلې دي : هغوى چې هم دنيا او هم آخرت بايلي ( خسرالدنيا والا خرة ) او هغوى چې ځينو دنيوي غوښتنو ته رسي . ( عجلنا له فيها مانشاء )

٧_ کېداى شي دنيا غواړي څه نوم او ماديات لاس ته راوړي ؛ خو د قيامت بايللو په بيه ( جعلنا له جهنم )

٨_د دنياغواړۍ پايله پېښماني او دوزخ دى ( جعلناله جهنم )

٩_ دنيا غواړي هم په اورکې سوځي ( جسمي عذاب ) او هم يې سپکاوى کېږي ( روحي عذاب) ( يصليها مذموما مدحوراً ).

۱۹- وَمَنْ أَرَادَ الآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُم مَّشْكُورًا = او څوك چې اخرت غواړي او هغه ته هلې ځلې وكړي او مؤمن وي؛نو دوى دي،چې هلې ځلې يې منل شوي دي.

پيغامونه

١_انسان ازاد دى او اراده او اختيار لري . ( من اراد ) .

٢_اخرت په هلو ځلو تر لاسه کېږي . (سعى لها)

٣_د اخروي نېک مرغۍ لپاره ځانګړى کوښښ پکار دى ( سعى لها سعيها )

٤_په آخرت کې د دنيا له کوم ښښونو دګټنې شرط ايمان دى . ( و مؤمن فاولئک کان سعيهم مشکورا )

٥_د مؤمنانو کوښښ د ستاينې وړ دى،که په دنيا کې پايله تر لاسه کړي که نه .( کان سعيهم مشکورا)

٦_دنيا ته د دنيا غواړيو رسېدل احتمالي دي ( عجلنا…لمن نريد)؛ خو په آخرت کې نېک مرغۍ ته د مؤمنانو رسېدل هرومرو دي ) سعيهم مشکورا ) .

٧_د انسان اراده او کوښښ په نېک مرغۍ کې ونډه لري .( اراد…سعى …کان سعيهم مشکورا )

٨_ د نورو له کوښښه مننه الهي سنت دى ( کان سعيهم مشکوراً )

٩_ له مؤمنانو د خداى مننه د جنت تر باغونو هم ډېر ارزښت لري . (کان سعيهم مشکورا)

١٠_ خداى هر کوښښ نه ستايي . ( من اراد الاخرة وسعى لها …کان سعيهم مشکورا )

۲۰- كُلاًّ نُّمِدُّ هَـؤُلاء وَهَـؤُلاء مِنْ عَطَاء رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاء رَبِّكَ مَحْظُورًا = موږ دواړو (ډلو:) هم دغو او هم هغو ته خپلې مرستې ډالۍ كوو او ستا د پالونكي وركړه هېڅكله (له چا) منع شوې نه ده.

ټکى :

خداى انسان ازاد پيدا کړ او واک او امکانات يې ورکړل، چې د هغه کړنې وازمېيل شي،چې له خداى سره معامله کوونکي له نورو وپېژندل شي .

پيغامونه :

١_د خداى قانون داسې دى ،چې له ټولو سره مرسته کوي او نعمتونه هم ورکوي،چې هر څوک خپلې نېکې او بدې ځانګړنې رابرسېره کړي . (کلا نمد)

٢_ پر خداى ايمان او آخرت غواړي له مادي امکاناتو له ګټنې سره منافات نه لري . ( کلا نمد)

٣-الهي پېرزوګانې د هغه له ربوبيت او تفضله دي؛ګنې خداى خو څه زموږ پوروړى نه دى. ( عطاء ربک)

٤- د خداى ورکړه د تل لپاره ده . ( ما کان عطاء ربک محظورا)

۲۱- انظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلاً = وګوره! چې ځينو ته مو( په دنيا كې د هغوى د هلو ځلو له امله) پرځينو نورو غوراوى وركړى دى او هرومرو د اخرت درجې ډېرې سترې او غوراوى يې ډېر دى.

ټکي :

د وګړيو غوراوي دوه ډوله دي : کله انسان ته د استعداد،فکر،کورني شرايطو،جغرافيايي او … له امله څه ورکړ شوي وي،چې دا د خداى پېرزو او له مسئووليت سره يو ځاى چار دى،چې دا آيت همدې غوراويو ته اشاره کوي او کله غوراوي د ظلم،زبېښاک او استحمار پر بنسټ وي،چې بېل حساب لري.

پېغمبراکرم وويل: د جنت درجې د جنتيانو د عقل هومره دي. (٤٩)

پيغامونه :

١- په پنځونه کې توپيرونه د حکمت له مخې دي،چې پرې پوهېدو ته خورا ځيرنه پکار ده. ( انظر کيف فضلنا)

٢-په آخرت کې د ټولو مقام يو شان نه دى او ستر ستر غوراوي پکې شته دى . ( اکبر درجات)

۲۲- لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَـهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَّخْذُولاً =(بنده!) هېڅكله له خداى سره بل معبود مه نيسه،چې پړ او بې مرستندويه به كېنې.

ټکي :

که څه هم د آيت مخاطب پېغمبر اکرم (ص) دى ؛خو مراد ترې ټول خلک دي . ددې خطاب په څېر نور هم په قرآن کې شته؛ لکه : ( وامايبلغن عندک الکبراحدهما اوکلاهما فلاتقل لهما اف )؛يعنې چې کله دې مور او پلار زاړه شول؛نو ورته د ((اف)) هومره هم مه وايه او دا ټولو ته ښکار ده ،چې د خداى رسول خو په ماشومتوب کې يتيم شوى و.

په دې آيت کې هم د ((لاتجعل )) نه مراد خلک دي ؛خو داچې پېغمبر اکرم د خلکو مشر دى ؛نو ورته خطاب شوى دى.

پيغامونه :

١_انسان د توحيد تر سيورې لاندې عزت او ودې ته رسېداى شي او د هغه پر ځاى د بل عبادت د انسان د خوارۍ لامل دى . ( ملومامخذولا)

٢_د خداى پر ځاى د بل لاروي، ځان د بې لاريو کندى ته ورګوزارول دي (فتقعد ملوما مخذولا )

٣_مشرک؛ خداى،پرښتو،مؤمنانو ، ويښو وجدانونو او هوښيارانو رټلى دى (ملوماً مخذولا ) ؛ځکه د ملامتۍ خبره نه ده راغلې،چې ټول پرې پړه وايي.

توحيد

توحيد د خداى پر ايکي يووالي ګروهمنېدل دي،چې د ټولو انبياوو ړومبۍ خبره ده.

توحيد؛يعنې د پيسې مقام او زور لمانځل نفې کول .

توحيد؛يعنې د هغه پر ځاى د بل نه منل ؛يعنې هغه چې پنځولى يم ؛نو ولې د بل عبادت وکړم ؟!

توحيد؛يعنې چارو ته الهي رنګ ورکول ،د هغه لپاره مينه او غوسه کول ،هر څه د هغه ګڼل او قانون ته يې غاړه ايښوول . هغه پنځولى يم او تر هر چا راسره ډېره مينه کوي.

توحيد؛يعنې مرګ او ژوند مې،حيا، عزت او خواري مې ، دنيا او آخرت مې يوازې د هغه دى . هغه ژر راضي کېږي او نور نه راضي کېږي،هغه ورکړه او بښنه کوي اونور غچ اخلي.

هغه ما د ما لپاره غواړي او خلک مې د ځان لپاره . هغه خالق او نور مخلوقات دي ، هغه عزيز او نور ذليلان دي، هغه تلپاتې او نور ورکېدونکي دي او هغه قوي او نور کمزوري دي .

يوازې د هغه اراده ده،چې خپل پېغمبر د غڼې په جال ساتي . يوازې د هغه اراده ده،چې د هستۍ نظام ته نظم ورکوي.

يوازې د هغه اراده ده،چې زه يم او که وغواړي؛نو ځان به هم هېرکړم. د په اراده يې وينم،لولم ،خورم ، پوهېږم او باور لرم.

د توحيد دليل هغه نظم دى،چې پر هستۍ واکمن دى.

د توحيد دليل هغه دى،چې د مادي څيزونو تر شړېدلو وروسته ټول زړونه هغه ته وراوړي .

۲۳- وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ اياهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا = اوستا پالونكي پرېكړه كړې،چې: د هغه پر ځاى بل مه لمانځئ،له (خپل) مور و پلار سره احسان وكړئ،كه درسره له هغو يو يا دواړه زړښت ته ورسي؛نو ته ان ” اوف “( هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه “) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او سنجول شوې) خبرې ورته وكړه .

ټکي:

په حديثونو کې له مور و پلار سره پر احسان ټينګار او د هغوى کړول رټول شوي دي : مور و پلار ته په مينه دکتو ثواب د قبول شوي حج دى . رضا يې د خداى رضا او غوسه يې د خداى غوسه ده . له مور و پلار سره ښه چلن او احسان عمر ډېروي اوددې لامل ګرځي،چې اولاد مو هم راسره په احسان چلن وکړي .

په حديثونو کې راغلي : ان که و يې وهلې ؛نو ورته (( اف )) هم مه وايه . يوازې په مينه ورته ګوره ،لاس پرې مه اوچتوه،پر لار ترې مخکې مه ځه . په نوم ورته غږ مه کوه،داسې څه ونه کړې،چې خلک ورته کنځلې وکړي،مخکې ترې مه کېنه او تر غوښتو مخکې ورسره مرسته وکړه . (٥٠)

يو سړي خپله مور پر اوږو کېنولې وه او طواف يې ورکاوه ،چې پېغمبراکرم يې وليد؛ ورته يې وويل : ايا د مور حق مې ادا کړى دى ؟

پېغمبر اکرم:ان ستا د زوکړې پر مهال د هغې د درد د يوې چغې حق دې هم نه دى اداکړى ( ٥١) .

پېغمبر اکرم وپوښتل شو : تر مړينې وروسته هم د والدينو لپاره احسان شته دى ؟ پېغمبر اکرم ورته وويل : لمونځ کول او ثواب يې وربښل، ورته بښنه غوښتل،ورسره پر کړيو وعدو عمل ،پور يې ورکول او د دوستانو يې درناوى ،ورسره احسان دى. ( ٥٢)

يو سړي له خپل پلاره پېغمبر اکرم ته شکايت وکړ. پېغمبر اکرم يې پلار راوغوښت او و يې پو ښت. سپين ږيري پلار يې وويل : هغه مهال،چې غښتلى او شتمن وم ؛نو له زوى سره مې مرسته کوله ؛خو نن چې هغه شتمن دى ؛نو راسره مرسته نه کوي . د خداى رسول پر ژړا شو،و يې ويل : داسې کاڼي او شګه به پيدا نه کړې ،چې ددې خبر په اورېدو و نه ژاړي او بيا يې زوى ته وويل : ته او شتمني دې د پلار ده . ( ٥٣)

په حديث کې راغلي : که ان مور و پلار خپل اولاد وواهه ؛نو اولاد دې ووايي: خداى دې تاسې وبښي،چې دا هماغه ((کريم قول)) دى . ( ٥٤)

له والدينوسره احسان د انبياوو چار دى ؛لکه چې حضرت عيسى عليه السلام داسې ستايل شوى ( بِراً بوالدتى ) ( ٥٥) او د حضرت يحيى عليه السلام په باب راغلي : ( براً بوالديه ) ( ٥٦)

والدين يوازې طبيعي مور و پلار نه دي، په ځينو روايتونو کې پېغمبر اکرم (ص) او اميرالمؤمنين د امت پلار شمېرل شوي دي . ( ٥٧) ؛لکه څنګه چې حضرت ابراهيم (ع) د عربو پلار دى . ( ٥٨) ( ملة ابيکم ابراهيم ) ( ٥٩) .

که والدين پام وکړي،چې تر توحيد وروسته نوموتي دي ؛نو خپل اولاد به ډېر په مينه توحيد ته راوبلي .( قضى ربک الا تعبدوا الا اياه وبالوالدين احساناً)

مور و پلار په طبيعي توګه له خپل اولاد سره احسان کوي ،قرآن اولاد ته سپارښته کوي،چې له خپلو والدينو سره مو احسان وکړئ . ( وبالوالدين احسان )

پيغامونه :

١_ توحيد د خداى د سپارښتنو په سرکې دى .( قضى ربک الا تعبدوا الا اياه ) .

٢_د مور و پلار خدمت او ورسره ښه چلن د واقعي موحد نښه ده ( الا تعبدو الا اياه وبالوالدين احساناً)

٣_له مور و پلارسره دنېکۍ حکم د توحيد د حکم په څېر پرېکنده او نه له منځه تلونکى دى (قضى)

٤_ له مور و پلار سره احسان د توحيد په ځنګ کې راغلى دى ،چې وښيي دا کار هم عقلي فرض او هم انساني دنده ده او هم شرعي فرض دى. ( قضى ربک الا تعبدوا الا اياه وبالوالدين احسان )

٦_ له والدينو سره په احسان کې مسلماني شرط نه ده ( بالوالدين احسانا ) .

٧_له مور و پلارسره په احسان کې د هغوى دواړو ترمنځ توپير نشته . ( بالوالدين احسانا)

٨_له مور و پلار سره احسان بې واسطې او په خپلو لاسونو وکړئ .(بالوالدين احسانا )

٩_په احسان کې مينه،ادب، زده کړه ، سلا مشوره ، لاروي ، مننه او ساتنه يې شاملېږي . ( بالوالدين احسانا) .

١٠_له مور و پلارسره احسان پوله نه لري . ( بالوالدين احسانا ) ( نه د يو بېوزله په څېر چې يوازې مړول يې پکار دي،نه د جهاد په څېر، چې د فتنې تر پايه وي او نه د روژې په څېر،چې په روژه ماتي پورې وي ) .

١١_څومره چې د والدينو جسمي او روحي اړتيا زياته وي ؛نو هومره ورسره احسان اړين دى .( يبلغن عندک الکبر).

١٢_مور و پلار له ځان سره وساتئ ( عندک) .

١٣_چې کله قرآن د يو پردي سوالګر له کړولو ژغورلي يو ( اما السانل فلا تنهر) ؛نو د مور و پلار حکم خو څرګند دى ( فلا تنهرهما)

١٤_له احسان سره خوږه خبره او کتنه هم پکار ده ( احساناً ….قل لهما قولاً کريماً ) (له مور و پلارسره پسته اوخوږه خبره د احسان تر ټولو ښه بېلګه ده)

١٥_له مور و پلار سره د احسان او پستې خبرى لپاره د مقابلې شرط نه دى راغلى ؛يعنې که هغوى درسره پاسته نه ول؛نو ته ورسره نرم چلېږه . (وقل لهما قولاً کريما )

۲۴- وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا = او له مهربانۍ پر هغوى د خپلې تواضع (او نرمې غاړې ) وزرونه راښكته كړه او ووايه: (( پالونكيه! پر دوى رحم وكړه،لكه څنګه،چې دوى زه په ماشومتوب كې روزلى وم . ))

پيغامونه :

١_اولاد، چې په هر موقعيت کې وي، بايد متواضع وي او د خپل مور و پلار درناوى وکړي. ( و اخفض لهما جناح الذل)

٢_د مور و پلار درناوى بايد د مينې له مخې وي ،نه د ريا اويا پر مال يې ګېډې اچولو ته .( واخفض لهما …… من الرحمة )

٣—اولاد بايد مور و پلار ته له خدايه بښنه وغواړي ( واخفض… وقل رب ارحمهما….)

٤_مور و پلار ته د اولاد دعا قبلېږي او که داسې نه وي ؛نو خداى به اولاد ته د مور و پلار لپاره د دعاکولو حکم نه و ورکړى (و قل رب ارحمهما…)

٥_مور و پلار ته دعا د خداى حکم او د شکرايستنې نښه ده (قل رب ارحمهما ) .

٦_په دعا کې هرومرو د ((رب )) ټکى ووايئ ( قل رب ارحمهما) .

٧_د مور و پلار د زحمتونو جبرانول الهي لورنه ده .( رب ارحمهما کما ربيانى) ګواکې خداى اولاد ته وايي : پرې ولورېږه او له خدايه مرسته وغواړه،چې د حق ادا کول يې ستا له وسې وتلى چار دى.

٨_ هغه ستونزې رايادې کړئ ، چې زموږ د وړوکتوب له امله پرې راغلي . (کما ربيانى صغيراً).

٩_ مور و پلار بايد د ميني پر بنسټ خپل اولاد وروزي ( ارحمهما کما ربيانى).

١٠_انسان بايد له خپلو ښوونکيو مننه وکړي (ارحمهما کما ربيانى).

۲۵- رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِن تَكُونُواْ صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلأَوَّابِينَ غَفُورًا = پالونکى مو ښه پوهېږي،چې په زړونو کې مو څه دي (په دې اړه که څه ښوييدنه لرئ؛نو) که صالحان ياست (نيمګړتيا مو لرې کړئ) نو بېشکه چې خداى توبه ګارانو ته ښه بښونکى دى.

پيغامونه :

١_پالونکى څښتن پر هرڅه پوه دى ( ربکم اعلم )

٢_خداى پاک زموږ د هرکار له نيته خبر دى .( ربکم اعلم …) .

٣_هر څه په نيت پورې اړه لري ( فى نفوسکم ان تکونو اصالحين ) .

٤_که نيت او زړه پاک کړو؛نو ځان ته مو د توبې ور پرانستى دى ( تکونوا صالحين ……..للا وابين غفورا ) .

٥_خداى بښونکى دى ؛خو له مغفرته يې د ګټنې شرط توبه ده ( ان تکونو اصالحين …..للاوابين غفورا )

٦_ که د ناپوهۍ له مخې مو له مور و پلار سره ښه چلن نه وي کړى ؛ نو توبه يې د جبران لار ده .( صالحين …..غفورا ) ( د تېر آيت په پامنيوي)

٧_د خداى بښنه د هغه د ربوبيت له چارو ده .( لکم ……..غفورا) .

٨_ د صالح انسان يوه نښه توبه ايستل دي .( ان تکونوا صالحين …….للاوابين ) .

٩_کله صالح خلک هم تېروځي،چې بايد په توبه يې جبران کړي . ( ان تکونو اصالحين …….. اوابين )  

۲۶- وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا = او خپلوانو ته د هغوى حق وركړه او(همداراز) د مسكينانو او مسافرو(حق) وركړه او هېڅكله بې ځايه لګښت اواسراف مه كوه؛

ټکي:

((تبذير)) د (( بذر)) له ريښې دى،چې د شيندلو پر مانا دى ؛لکه دوو تنو مېلمنو ته چې د لسو تنو خواړه چمتو شي .

امام صادق وويل : څوک چې هر شى د خداى د لارې پر ځاى په بله لار ولګوي ؛نو مبذر دى. (٦٠)

امام وپوښتل شو : په حلال خرڅ کې هم اسراف شته ؟

امام : هو! ځکه شتمن که خپله شتنمي داسې خلکو ته وروبښي،چې په خپله ورته هيڅ هم پاتې نشي؛نو په حلالوکې يې اسراف کړى دى .( ٦١)

ددې آيت تر رانازلېدو وروسته د خداى رسول د (( ذى القرى )) په مراد پسې و ،چې خداى ورته وحې راولېږله ،چې (( فدک)) فاطمې ته ورکړه او پېغمبر اکرم (ص) هم ((فدک)) فاطمې ته ورکړ؛خو د پېغمبر اکرم (ص) تر مړينې وروسته د پېغمبر اکرم له اهل بيتو پر ناحقه واخستل شو، چې اهل بيتو به د خپل حق تر لاسه کولو لپاره په دې آيت استناد کاوه.

سني او شعيه مفسران ؛لکه طبري د روايتونو په رڼا کې ليکي : چې کله يې د کربلا د بنديانو قافله شام ته يووړه او هلته خلکو اهلبيتو ته خارجي او بې دينه ويل ؛نو حضرت امام سجاد ددې آيت په استنا وويل، چې موږ (( ذاالقربى )) يو! ( ٦٣)

ځينې آيتونو دا آيت په خمس پورې تړلى او ځينو تر مادي مسايلو په جيګو چارو پورې اړوند بللى او ويلي يې دي : آيت پېغمبر اکرم ته حکم کوي،چې د علي بن ابيطالب (ک) حق ورته د خپل ځايناستي کولو په وصيت ادا کړه . ( ٦٤)  او له (( تبذير))څخه مراد مراد ((غلو)) دى،چې ترې منع شوي يو .( ٦٥)

پيغامونه :

١_ديني لارښوونې له فطرت سره همغږي دي . انسان په فطري توګه لومړى له خپلو والدينو او بيا له خپلوانوسره مينه لري . په اسلام کې هم د حق د ادا کولو حکم پر همدې بنسټ دى . د تېرو آيتونو او ( آت ذاالقربى حقه والمسکين وابن السبيل ) په پامنيوي .

٢_ په انفاق کې بايد لومړيت په پام کې وينول شي . لومړى والدين ، بيا خپلوان ، بيابېوزله او ابن السبيل .( آت ذاالقربى ….)

٣_ خپلوان راباندې حق لري ( آت ذاالقربى حقه )

٤_ خپلوي،بېوزلي او په لار کې پاتې کېدل ځانګړي حقونه لري . ( آت ذاالقربى حقه والمسکين وابن السبيل )

٥_ خپلوانو ته په حق ورکولو کې يې بېوزلي شرط نه ده .( آت ذاالقربى حقه والمسکين وابن السبيل ) .

٦_په انفاق کې منځلاري شرط ده او له پولې مه اوړئ .( آت …..ولاتبذر)

٧_ شيندل او بې ځايه د مال لګول حرام دي .( ولاتبذر) .

٨_انسان د خپل مال په لګولو کې ازاد نه دى ( ولا تبذرتبذيرا) .

۲۷- إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُواْ إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا =(ځكه) چې بې ځايه لګوونکي د شيطانانو وروڼه دي او شيطان تل د خپل پالونكي پر وړاندې ډېر ناشکره و.

ټکي :

په عربي کې د ((اخ)) ټکى د ورور، ملازم او ورسره په مانادى؛ لکه ((اخوا لسفر)) هغه چې تل په سفرکې دى او ((اخوالکرام )) مهربان انسان ته ويل کېږي . ورورولي کله نسبي ده،کله مسلکي او کله فکري ؛ اسراف کوونکي د شيطانانو مسلکي ورونه دي .( اخوان الشياطين ) ؛ يعنې هغوى چې د شيطان په لار کې ورسره وي.

په قرآن کريم کې تل پر خلکو د شيطان د وسوسې او ولايت په اړه خبره شوې ده ؛خو يوازې په دې آيت کې ((اخوان الشياطين )) راغلې؛يعنې اسراف کوونکي د شيطا ن همکاران دي؛ نه داچې تر امر لاندې يې دي ؛ نو خبره داده،چې خبره له وسوسه کېدو اوختې ده او د همکارۍ او مرستې پړاو ته رارسېدلې؛ لکه چې په يو بل ځاى کې راغلي دي : ( نقيض له شيطانا فهو له قرين ) ( ٦٦) .

(( تبذير)) ډېرى په مالي چارو کې وي ؛خو په نورو نعمتونو کې هم شته ؛ لکه بېځايه ځواني له لاسه ورکول،بې ځايه خپل فکر ،سترګې ،غوږونه او ژبه کارول،ناصالحو ته د دندو ورسپارل او له وسې بهر دندې قبلول، بې ځايه او غيرضروري زده کړه او داسې نور… ( ٦٧)

پيغامونه :

١_د مال بې ځايه لګول او شيندل يو ډول شيطاني چار دى،چې يو ډول ناشکري هم ده . ( المبذرين ….. اخوان الشياطين ) .

٢_ اسراف کوونکي او شيندونکي بايد ورټل شي ؛نه داچې درناوى او ستاينه يې وشي . ( اخوان الشياطين ) .

٣_مؤمن د مؤمن ورور دى ( انماالمؤمنون اخوة ( ٦٧) او اسراف کوونکى د شيطان ورور دى ( ان المبذرين …. اخوان الشياطين )

٤_اسراف د کفر او ناشکرۍ نښانه ده؛نه د سخاوت او بښنې ( المبذرين …. له به کفوراً ) .

۲۸- وَإِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَاء رَحْمَةٍ مِّن رَّبِّكَ تَرْجُوهَا فَقُل لَّهُمْ قَوْلاً مَّيْسُورًا = او كه له هغوى [=بېوزليو] مخ واړوې او د خپل پالونكي لورنې ته سترګې پر لار اوسې(چې پراخي درباندې راشي اوله هغوى سره مرسته وكړې)؛نو هغوى ته نرمه او پسته خبره وكړه .

ټکي :

دا آيت له خلکو سره د ښه چلن په اړه دى ان هغه مهال، چې د خداى رسول پخپله هم څه نه درلودل ؛نو که چا به ترې څه وغوښتل ؛نو ورته به يې دعا کوله،چې خداى دې په خپل فضل ما او تا ته روزي راکړي ( ٦٩)

قرآن له خلکو سره د خبرو په باب سپارښتنې لري؛ لکه په نرمه،پسته، اسانه او څرګنده ورسره خبرې وکړئ . ( قولا ميسورا) . ( قولاالنما) ( ٧٠) (قولا کريما ) ( ٧١) ،( قولا سديدا ) ( ٧٢) ، قولا معروفا ) ( ٧٣) (قولا بليغاً ) ( ٧٤) .

پيغامونه :

١_کله پېغمبران هم له نوروسره مرستې ته څه نه لري .(ابتغاء رحمة من ربک ترجوها)

٢_الهي لورنې ته هيله پکارده . ( رحمة من ربک )

٣_خداى زموږ پوروړى نه دى؛بلکې څه چې راکوي رحمت يې دى . ( رحمة من ربک )

٤_کوښښ او هيله بايد د يو بل ترڅنګ وي او هېڅ يو ځان ته بسيا نه دي . ( ابتغاء ….ترجوها )

٥_مؤمن له بېوزليو سره مرستې ته د امکاناتو په لټه کې دى ( ابتغاء رحمة)

٦_مادي امکانات د انسان تکامل او ودې ته دي (رحمة من ربک) .

٧_که له چاسره مرسته نشئ کولاى؛نو په پسته ژبه يې زړه لاس ته راوړئ (قل لهم قولا ميسوراً )

٨_له بېوزليو سره هغه ژمنه کوئ،چې عمل پرې نشئ کړاى .( قل لهم قولا ميسورا)

۲۹- وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا = او خپل لاس دې ترغاړې مه تړه (او ښندنه او بښنه مه پرېږده) او مه يې له حده زيات غځولى پرېږه ده،چې پړ او پښېمانه پاتې شې .

ټکي :

امام صادق وويل : له (( محسور)) څخه مراد له بېوزلۍ او تنګ لاسۍ حسرت او افسوس خوړل دي .( ٧٥)

ځينو ويلي : ((پړه)) د آيت د لومړۍ برخې لپاره ده،چې کنجوسي ده او ((حسرت)) د آيت وروستۍ برخې ته دى،چې بې ځايه لګول دي.

يوې ښځې خپل زوى پېغمبر اکرم ته ولېږه، چې کميس يې ترې د تبرک لپاره واخلي، پېغمبراکرم هم خپل يوازېنى کميس ورکړاو داچې بل کميس يې نه درلود؛نو لمانځه ته را ونه ووت . دا آيت راغى،چې دومره ورکړه ،چې په خپله د پولۍ پړک ته کېننې.

په يوه روايت کې راغلي : څه سره زر يې د خداى رسول ته راوړل، پېغمبراکرم ټول ځاى پر ځاى انفاق کړل، بله ورځ يو بېوزله له پېغمبراکرمه څه وغوښتل ؛ خو پېغمبر اکرم څه نه درلودل او بېوزله د رسول اکرم سپکاوى وکړ او پېغمبر اکرم هم داچې بښنې ته يې څه نه درلودل،خپه شو،چې دا آيت راغى.

پيغامونه :

١_پېغمبر اکرم بايد له کنجوسۍ ځان لرې وساتي او له نوروسره مرسته و کړي ( لا تجعل يدک مغلولة )

٢_اسلام ان په انفاق کې پر منځلارۍ ټينګار کوي ( لا تجعل ، لا تبسطها.)

٣_ افراط و تفريط رټل شوى او منځلاري ستايل شوې ده (لا تجعل ، لاتبسطها).

٤_د بې ځايه لګونې پايله پښېماني،حسرت او په کور کېناستل دي (فتقعد ملوماً محسوراً )

٥_اسلام د مسلمانانو پر ذلت او خوارۍ خپه کېږي او مسلمانان له هر هغه عمله ژغوري،چې د خوارۍ او ذلت لامل يې وي ( لا تجعل …. لا تبسطها ….. فتقعد ملوما محسورا ) .

٦_د يو چار د عاقبت او پاى په پام کې نيول له بدو چارو د مخنيوي يوه لار ده . ( لا تجعل ….. سفتقد ….)

٧_ مخکې ليدل د ښه مدير ځانګړنه ده ( لا تجعل … فتقعد)

۳۰- إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا = په حقيقت کې ستا پالونكى، چې چا ته وغواړي،روزي پراخوي،يا تنګوي، (ځکه) هغه د بندګانو (له حاله) خبر دى او ويني يې.

ټکي :

په قرآن کې د رزق او روزۍ په باب په ډېرو ځايونو کې خبرې شوي؛ لکه:

الف : د هر خوځېدونکى رزق د خداى پر غاړه دى .( مامن دابة فى الارض الا على الله رزقها) ( ٧٧)

ب :د رزق سرچينه په اسمان کې ده ( وفى السماء رزقکم ) ( ٧٨) .

ج: که ټول خلک پراخه روزي ولري ؛نو فساد به خپورشي : ( ولو بسط الله الرزق لعباده لبغوا فى الارض) ( ٧٩)

د: خلک بايد رزق لاس ته راوړنې ته کوښښ وکړي .( فابتغوا عندالله الرزق ) ( ٨٠)

ه : تقوا د روزۍ د پراختيا لامل دى ( ومن يتق الله يجعل له مخرجا و يرزقه من حيث لا يحتسب ) ( ٨١)

حضرت علي (ک) وايي : خداى روزي په کمولواو ډېرولو اندازه کړه ، چې هر څوک په تنګ لاسۍ او پراخ لاسۍ، په فقر او غنا کې په شکر او صبر و ازمايي .( ٨٢)

پيغامونه :

١_د روزۍ پراخوالى د خداى په لاس کې دى ( بسبط الرزق لمن يشاء ويقدر.)

٢_ د رزق تنګوالى او پراخوالى د خداى په لاس کې د انسان د ودې او روزنې لپاره دى ( ان ربک يبسط الرزق …. ويقدر).

٣_د خداى د غوښتنې سرچينه علم او ليدانه-بصيرت دى ( لم يشاء …. خبير بصيرا .)

٤_له بېوزلۍ د وېرى لپاره کنجوسي مه کوئ او د نورو د بېوزلۍ د خلاصى لپاره خپل ټول مال چا ته مه ورکوئ ، چې روزي د خداى په لاس کې ده او د ځينو بېوزلي د حکمت له مخې ده .( لا تجعل يدک …. ان ربک يبسط الرزق)

۳۱- وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَاياكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا = او د تنګسې له وېرى خپل اولادونه مه وژنئ،موږ هغوى او تاسې ته روزي دركوو . هو! وژل يې ستره ګناه ده !

ټکي :

((املاق)) د بېوزلۍ او تنګ لاسۍ په مانادى.

دا آيت د جاهليت په پېر پر ناوړه وټيز حالت رڼا اچوي، نن هم که ځينې هېوادونه د وګړيو له زياتېدو د مخنيوي لپاره او د هيواد د وټيز حالت د ښه کولو د ماشوم غورځول قانوني کړي ؛نو په جاهليت کې ژوندکوي.

پيغامونه :

١_ماشوم د ژوند حق لري او والدين حق نه لري له دې حقه يې بې برخې کړي . ( لاتقتلوا اولادکم )

٢_بېوزلي او تنګ لاسي ان د انسان پر ژورو عواطفو هم اغېز لري . (لاتقتلوا اولادکم خشية املاق )

٣_له تاوان زيان او بېوزلۍ وېره د نورو د حقوقو د لتاړلو جواز نه دى . (لا تقتلوا اولادکم خشية املاق )

٤_که اروايي امنيت او ايمان نه وي؛نونه يوازې بېوزلي؛بلکې له بېوزلۍ وېره هم د انسان وژنې لامل ګرځي . ( لاتقتلوا …خشية املاق) .

٥_د خداى ضمانت ته پاملرنه د ګناه مخنيوى کوي .( لا تقتلوا …. نحن نرزقهم)

٦_ايمان او پر خداى توکل مه هېروئ .( نحن نرزقهم )

٧_خداى تر مور و پلاره هم لوراند دى؛نو شک پرې مه کوئ .( نحن نرزقهم )

٨_ رزق د خداى ورکړه ده او اولاد د بېوزلۍ لامل نه دى ( نحن نرزقهم واياکم)

٩_کله زموږ روزي د اولاد په پار ډېرېږي ( نرزقهم واياکم )

١٠_اولاد وژنه او غورځول يې ګناه او جنايت دى .( لا تقتلوا اولادکم ….خطاً کبيرا )

١١_ګناهګانې يو شان نه دي،ځينې کبيره او ځينې ضغيره دي .(خطا ً کبيرا)

۳۲- وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً =   او زنا ته مه نژدې كېږئ، (ځکه) دا ډېر ناوړه چار دى او بده لار ده !

ټکي :

نامشروع جنسي اړيکې (زنا) ډېر وګړني او ټولنيز زيانونه او فسادونه لري؛نو ځکه په اسلام کې حرامه ده او په قرآن کې د شرک قتل ( ٨٣) او غلا ترڅنګ راوړل شوې ده ( ٨٤) .

د زنا پر څو ناوړه اغېزو او مفاسدو رڼا

١_د ډېر دښمنيو،ځان وژنو،له کوره تښتېدنو،نامشروع اولادونو (حرمونو) جنسي ناروغيو او د شريفوکورنيولپاره د جنجال سرچينه ده.

٢_ داچې زناکار د شهوت پالنې لپاره په ده او هغه پسې ځي ؛نو پکې مينه او الفت نه وي .

٣_ زناکار مقابل لورى د خپل ژوند شريک نه بولي ؛بلکې د شهوت د اور د مړه کېدو وسيله يې بولي.

٤_ زنا د کورنۍ له جوړېدو مخنيوى کوي،کورنۍ اړيکې شلوي . او صله رحم له منځه وړي .

٥_زنا د مورولۍ او پلارولۍ احساس له منځه وړي او د ځوځات پايښت او د اولاد روزنې ته پکې پام نه وي.

٦_زنا د ارث او ميراث نظام له منځه وړي او واقعي وارث نه معلومېږي.

٧_د انساني هويت او شخصيت د له منځه وړو لامل ده او عمرکموي (٨٥)

٨_ زنايوه ګناه نه ؛بلکې زناکار زنا ته نور ګناهونه؛ لکه دروغ ، تور ، غلا او ان وژنه هم کوي.

٩_ټولنې ته نامشروع او بې هويته انسانان راوړاندې کوي،چې د ډېرو ټولنيزو مفاسد او جرمونو ته لار هواروي او د فحشا روښانه مصداق دى.

اسلام د زنا د مخنيوي لپاره يو لړ کړلارې لري؛لکه :

١_په ځينو ځايونوکې د ښځو او سړيو نه يو ځاى کېدل .

٢_د نامحرم او نامحرمې په يو ځاى کې ځان ته نه پاتې کېدل .

٣_ ښځې دې په سينګار نامحرمو ته ځان نه ښکاره کوي.

٤_نامحرم ته نه کتل ،ورته لاس نه ورکول ، د زنا فکر نه کول او راپارونکي عکسونه او فيلمونه نه کتل .

٥_ زناکار ته يې سخته سزا ټاکلې ده .

٦_د واده سپارښتنه او په ودونو کې له درنو دودونو ژغورنه .

٧_هغوى رټل شوي ،چې ناوخته واده کوي.

٨_ د کورنۍ جوړول اوکوروالى يې عبادت ګڼلى دى.

پيغامونه :

١_ځينې ګناهونه دومره راښکوونکي وي، چې ان ورنږدېدل هم خطرناک دي .( لاتقربوا )

٢_ نه يوازې زنا؛بلکې د زنا فکره هم و نه کړو ( لاتقربوا ) .

٣_د تاريخ په ترڅ کې او په نورو اديانو کې هم زنا يو رټل شوى عمل و (کان فاحشة )

٤_د ګناه ژغورلو لپاره ،د ګناه د بدۍ بيانول پکار دي ( لاتقربوا…. ساء سبيلا)

٥_ زنا هم ګناه ده هم د نورو ګناهونوکونجي او هم د بدمرغۍ لامل ده (ساء سبيلا)

۳۳- وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلاَ يُسْرِف فِّي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا = او هغه تن مه وژنئ،چې خداى يې وژل حرام كړي دي؛خو په حق (يې وژلاى شئ) او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه ولي (او وارث) ته مو زور (او د غچ غوښتنې حق) وركړى دى؛خو په وژنه كې دې له پولې نه اوړي؛ځكه (د شرع له اړخ) يې ملاتړ شوى دى .

ټکي:

((فلا يسرف فى القتل ))؛يعنې په غچ کې بې له قاتله نور مه زژنئ او يا هغه مه مثله کوئ،چې دا د جاهليت دود و.

د نفس قتل او د انسان وژل ستره او کبيره ګناه ده، چاچې له فاسد او يا قصاص پرته بل وواژه ؛نو داسى به وي ؛لکه ټول خلک چې يې وژلي وي ( من قتل نفساً بغير نفس او فساد ف ( لارض فکانما قتل الناس جميعا ) ( ٨٦) ،چې د داسې وژنې سزادوزخ دى. ( من يقتل مؤمنا متعمداً فجزائه جهنم خالداً فيها ) (٨٧) ،چې دا سزا هغوى ته هم ده،چې وسله راوباسي او انسان پر وژني ګواښي او يا يرغلګر وي.( ٨٨)

ځينو روايتونو د((ولي)) مصداق امام مهدي ګنلى،چې د خپل نيکه امام حسين غچ به اخلي ( ٨٩) (فقدجعلنا لوليه سلطاناً) .

له مظلومه د خداى ملاتړ او د وينې ولي ته د غچ حق ورکول هم د انسان له وژنې مخنيوى دى او هم په قصاص کې له اسرافه مخنيوى دى . (جعلنا لوليه سلطاناً )

پيغامونه :

١_ هر انسان د ژوندحق لري ان هغه نامسلمان هم،چې له مسلمان سره په جنګ کې نه وي،ځاني او مالي خونديېنه لري .( لاتقتلوا النفس ) .

٢_ځان وژنه حرامه ده . ( لاتقتلوالنفس )

٣_الهي قانون د ارزښتونو او حرمتونو محور دى (حرم الله )

٤_اسلام پر حقه د ځينو وژل (؛لکه قصاص،دفاع ،ارتداد، لواط او يا له محصنې سره زنا) جايز ګڼلي دي ( الابالحق ) .

٥_مظلوم ،چې هر څوک وي، بايد دفاع ترې وشي ( من قتل مظلوماً … منصورا)

٦_په اسلام کې د قصاص حق له مظلومه ملاتړ ته دى ( جعلنا لوليه سلطانا) .

٧_د مقتول اولياء د قصاص او د وژنکي د وژلوحق لري .( جعلنا لوليه سلطانا) .

٨_قصاص بايد د عدالت پر بنسټ وي ؛نه د غوسې ( فلايسرف فى القتل ) اسلام ان پر مسلمانانو د يرغل کوونکيو په سزا کې هم پر عدالت ټينګار کړى او د مقتول اولياء حق نه لري په قصاص کې له يوه تنه زيات ووژني او د قصاص له قانونه ناوړه ګټنه وکړي.

٩_ قاتل مه مثله کوئ او د قصاص په طريقه کې له ناځوانۍ کار مه اخلئ ( فلايسرف فى القتل ) .

١٠_له مظلومه ننګه او ملاتړ الهي سنت دى ( انه کان منصورا )

۳۴- وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً = او د پلارمړي شتمنۍ ته په غوره طريقه تر هغه ورنژدې شئ،چې مړانې ته ورسي او پر(خپلو) ژمنو وفا وك ړئ،چې د ژمنې پوښتنه كېږي.

ټکي :

د (( اَشُد)) ټکي له (( شد)) څخه اخستل شوى،چې د استحکام او ودې پر مانا دى،چې دلته ترې مراد د يتيم د خپل مال په ساتنه کې د هغه د ودې او روحي او جسمي پياوړتيا ده.

قرآن د پلارمړي د حقونو پر رعايت ،د حال مراعات يې او د چارو پر ترسره کولو يې ډېره سپارښتنه کړې ده ؛خو داچې د پلارمړي پر مال ګېډه اچونه او ترې ناوړه ګټنه زيات دي ؛نو ځکه لازمې لارښوونې راغلي،چې ان د پلارمړي مال ته له ورنږدېدو هم منع شوي يو او پر ظلم د پلارمړي مال د اور له خوړو سره تشبيه شوي دي .( ٩٠)

دا آيت چې راغى؛نو مسلمانان به نور د پلارمړي دسترخوان ته نه ورنږدېدل او هغوى يې ګوښه کړل . بل آيت راغى،چې له ورنږدېدو مراد،ناوړه ګټنه ده او صالح وګړي بايد د تقوا په پلمه پلار مړي يوازې پرېنږدي ( ون تخالطو هم فاخوانکم والله يعلم المفسد من المصلح ( ٩١) په حديث کې راغلي : د هغه تړون په اړه،چې پوښتل کېږو به، له حضرت علي سره مينه،دوستي او ترې لاروي ده (٩٢)

پيغامونه :

١_اسلام د بېوزلو،کمزوريو او پلارمړيو ملاتړى دى ( لاتقربوا مال اليتيم )

٢_ چېرته چې دناوړې ګټنې احتمال وي ؛نو بايد سپارښتنې هم ډېرې وي ( ٩٣) ( لاتفربوا مال اليتيم )

٣_ ماشومان د مالکيت حق لري . ( مال اليتيم )

٤_د مال جاذبه دومره ده،چې ان ورنږدېدل هم ګناه ده ( ولاتقربوامال ..)

٥_ارث د مالکيت يو سبب دى .( مال اليتيم )

٦_د پلارمړي د مال په کارولو کې که يتيم ته ګټه وي؛نودا کاردې وشي (لاتقربو…. الا بالتى هى احسن )

٧_په مالي هوډونو کې بايد د پلارمړيو ګټو ته پام وشي ( لاتقربوا … الا بالتى هى احسن )

٨_د پلارمړيو مال بې ځايه لګول او ګېډه پرې اچول حرامه ده ( لاتقربوا … الا بالتى هى احسن )

٩_ پلارمړي ته هله د خپل مال واک ورکړئ،چې جسمي ، فکري او وټيز بلوغ ته ورسي ( حتى يبلغ اشده )

١٠_ژمنه مو چې له هر چااو څه مو چې ژمنه کړې وي ،پرې ولاړ وسئ . ( اوفوا بالعهد)

١١_مسووليت ته پام انسان له ګناه ژغوري ( ان العهدکان مسئولا)

۳۵- وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذا كِلْتُمْ وَزِنُواْ بِالقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً = اوكه په پيمانه وركړه كوئ؛نو پوره يې وركړئ اوپه تله سم تول كوئ، دا درته غوره او پاى يې ښه ده.

ټکي :

((قسطاس)) د دوو ټکيو له يو ځاى کېدو جوړ شوى ، چې يو يې ((قسط))،چې د عدل پر مانا دى او بل يې ((طاس ))،چې د تلې پر مانا دى ( ٩٤)

د راکړې ورکړې مسايل او په معاملو کې د خلکو د حقوقو رعايتول دومره مهم دي،چې په قرآن کې پرې ډېر ټينګارشوى،چې د قرآن تر ټولو ستر آيت ( ٩٦) او د ((مطففين)) سورت په دې هکله راغلى دى. د ځينو پېغمبرانو؛ لکه حضرت شعيب عليه السلام لومړۍ بلنه هم له ((کم پلورۍ )) ژغورل وو. ( ٩٧)

پيغامونه :

١_ د مسلمانانو بازار بايد له کم پلورۍ، ډنډې وهلو او دوکې سوچه وي او پلورونکي يې بايد رښتين ،دقيق او د حساب کتاب خاوندان وي ( اوفوا الکيل )

٢_په راکړه ورکړه کې له سمې تلې کار اخستل پر وفا د ژمنې يوه بېلګه ده ( چې په تېر آيت کې وويل شول )؛ځکه معامله هم يو ډول تړون دى .( اوفوا بالعهد ….. اوفوا الکيل )

٣_تله، د حساب ماشينونه او تجارتي حسابو نه بايد روغ او سم وي (وزنو ابالقسطاس المستقيم )

٤_په تللو او تله کې حساب او دقت د خير او برکت لامل دى او کم پلورنه خير او برکت له منځه وړي ( ذلک خير)

٥_د الهي حکم فلسفه د انسان خير دى ( اوفوا ، زنوا … ذلک خير)

٦_ سم وټيز چلن په ډنډوهلو تر لاس ته راوړو غوره دى ،د سمي راکړې ورکړې او د خلکو د حق د مراعاتولو پايله انسان ته راګرځي؛ځکه ډاډ پيدا کوي؛خو ډڼدۍ وهنه او په حساب کې ټګي برګي د ټولنې د مالي فساد او د ډاډ له منځه تلو لامل دى؛نو ښه پايله په ښو چارو کې ده . (ذلک خير) .

٧_ سمه ورهڼه-کسب و کار د نېکمرغۍ لامل دى ( احسن تاويلا ) ډنډى وهونکى که څه هم يوې لندمهالې ګټې ته رسي؛خو په ټولنه کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي او ځان ته د آخرت اور پېري).

۳۶- وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً = او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست؛ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.

ټکي :

د سترګې،غوږ او زړه راوړل، کېداى شي د بېلګى لپاره وي ؛ځکه د قيامت پر ورځ سربېره پر انسان د انسان غړي هم پوښتل کېږي ( ٩٨) او هغوى به پر خبرو شي او منښته به کوي ( ٩٩) او کېداى شي له نورو د لاروۍ انګېزه ليدل،اورېدل او يا فکر او درک وي.

په تاريخ کې ډېر جنګونه او فتنې د پر بيړو ورمندون ،بې سندو خبرو ، بې څېړنو او بې عمله نظرونو له امله وو. پردې آيت عمل، ټولنه او وګړي له ډېرى تېروتنو ساتي؛ځکه بې ځايه خوش بيني،ژرباوري او ډنډوره منل ټولنه خواروي او دښمن ته يې ورسپاري.

په پټو سترګو منل ،له دودونو،خيالونو او پلارنېکونو، بې ځايه وړاندوينو،خوبونو،ګومانونو، بې علمه قضاوتونو،بې علمي لېينو دريځونو،بې علمه رټنو او ستاينو، بې علمه شننو، تفسير ،بې بنسټه اورېدو، له دروغجنو ژړا ګانو او قسمونو لاروي د (( لا تقف ما ليس لک به علم )) مصداق دى.

امام صادق يو سړى ځکه ورټه ،چې په تشناب کې دګاونډي دکور د ساز او اواز اورېدو لپاره ځنډيدلى و او بيا يې ورته وويل : له غوږونو به داورېدو لپاره، له سترګو به د ليدنو لپاره او له زړه به د خاطراتو له امله پوښتنه کېږي.

امام سجاد وايي :انسان حق نه لري هرڅه چې غواړي و يې وايي ( ١٠٠ )

پيغامونه :

١_ژوند بايد د سمې پوهې ، سول او ليدانې پر بنسټ وي ( لاثقف ماليس لک به علم )

٢_د ډنډورو د بازار ګرمول نه دي پکار او پر بې بنسټه خبرو د خلکو له پته سره لوبې کول نه دي پکار ( لاثقف …)

٣_قرآن دکوډګرو او پاليانو دسيسي خاورې ايري کوي، چې ساده خلک په ځان پسې راټولوي ( لاثقف ماليس لک به علم )

٤_ حس يوازې د پېژندنې لار نه ده ؛بلکې زړه يې هم يوه لار ده .( السمع والبصروالفؤاد )

٥_په قيامت کې له باطن او نيته هم پوښتنه کېږي ( الفؤاد )

٦_ په قيامت او حساب کتاب ايمان د تقوا لامل دى ( کل اولئک کان مسئولا) .

٧_له امکاناتو او د بدن له غړيو به د څرنګه ګټنې په اړه هم پوښتنه کېږي .( کل اولئک کان مسئولا)

۳۷- وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولاً = او پر ځمكه په كبر مه ځه؛ځکه ته نه ځمكه څيرولاى شې او نه د غرونو تر څوکيو رسېداى شې.

۳۸- كُلُّ ذَلِكَ كَانَ سَيٍّئُهُ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوهًا =ددې ټولو کارونو ګناه ستا د پالونکي پر وړاندې ناخوښه ده.

ټکي:

اسلام ځکه پراخ بنسټه دين ،چې پر اعتقادي ،سياسي، پوځي او وټيزو چارو سربېره ، وړو وړو چارو؛ لکه له کوره د بهر تګ يې هم په پام دى؛ لکه :

الف: ( واقصد فى مشيک)( ١٠١) په تګ کې منځلارى اوسه .

ب: ( ولاتمش فى الارض مرحاً = پر ځمکه په تکبراو مستۍ مه ځه .

ج: ( وعباد الرحمن الذين يمشون على الارض هوناً ) ( ١٠٢) ؛يعنې د خداى بندګان هغوى دي،چې پر ځمکه بې کبره او ارام ځي.

د: پر شتمن قارون هم نيوکه شوې ؛ځکه له بازار او کوڅې د تېرېدو پر مهال به په دبدبه او له شان و شوکت سره راښکاره کېده.(١٠٣)

د خداى رسول ان د مکې د سوبې پر ورځ پر بې کتې خر سپور و.

سره له دې،چې امام حسن ډېرې د سپرلۍ څاروي درلودل ؛خو مکې ته به پلى ته .

حضرت علي (ک) هم د متقيانو د ځانګړنو په بيانولو کې يو هم پر لار په تواضع تګ ښوولى دى .(١٠٤)

پيغامونه :

١_کبر ان قرآن په لار تلو کې هم رټلى دى .(ولاتمش فى الارض مرحا)

٢_له کبر سره د مقابلې يوه لار خپلو کمزوريو ټکيو او عاجزۍ ته پام دى (انک لن تخرق الارض ) .

٣_د انسان دنننى ځانګړنې د انسان پر چلن اغېز لري ( ولاتمش فى الارض مرحا ً)

٤_ بد چاري ټولو اديانو رټلي دي ( کان سيئه … مکروها )

٥_ الهي احکام د انسان ودې او روزنې ته دي ( عندربک )

۳۹- ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ وَلاَ تَجْعَلْ مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا = دا (احكام) له هغو حكمتونو دي،چې ستا پالونكي،تا ته وحې كړي دي او له خداى سره بل معبود مه نيسه، چې په دوزخ كې به پړ شوى او(د خداى له دره) شړل شوى وغورځول شې.

ټکي :

ځينې مفسران وايي : له ((حکمت)) څخه مراد هغه ثابت احکام دي،چې په تېرو آيتو نوکې وويل شول،چې په نورو اديانو کې هم ول او نه نسخېدونکي دي . په ٢٢م آيت کې له شرکه منع کول لومړى حکمت و ؛ او په دې آيت کې له شرکه منع کول د حکمتونو پاى ده .

کله خداى په واقع کې پېغمبر اکرم ته په تونده وايي ، او کفارو ته خبردارى ورکوي چې له پېغمبره خپلې هيلې پرې کړئ؛ لکه : پېغمبره ! که د خداى پر ځاى په بل پسې ولاړې ؛نو ځاى به دې دوزخ وي.

پيغامونه :

١_ الهي احکام د حکمت،پوهې،عقل او د بشر د روزنيزو اړتياوو پر بنسټ دي .( اوحى اليک ربک من الحکمة)

٢_عقل او فطرت انسان له وحې نه مړه خو کوي ؛بلکې انسان وحې ته اړين دى ( ذلک ممااوحى اليک )

٣_د شرک د رټنې لپاره همدو مره بس،چې که پېغمبر يې هم پر لور ولاړ؛نو له منځه په ولاړ شي ( لاتجعل … فتلقى فى جهنم ).

٤_د شرک پايله دوزخ دى او مشرک د خداى له لورنې د ګټنې حق نه لري ( فتلقى….) .

٥_مشرکان په دوزخ کې پر جسمي عذاب سربېره روحي عذاب هم لري . ( ملوما مدحوراً)

۴۰ – أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُم بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلآئِكَةِ إِنَاثًا إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلاً عَظِيمًا = ايا(ګڼلې مو ده چې) پالونكي مو په زامنو ونازولئ او خپل ځان ته يې له پرېښتو لوڼې ونيوې؟! په حقيقت كې تاسې غټې (او ډېرې بدې) خبرې كوئ !

ټکي :

د مشرکانو يوه کږه ګروهه دا وه ،چې پرښنې يې د خداى لوڼې بللې، چې قرآن څو ځل په دې خبره نيوکه کړې او هغه يې دروغ او تور ګڼلى؛ لکه : ( ام له البنات ولکم البنون ) ( ١٠٥) ( الکم الذکرو له الانثى ) (١٠٦) ؛ البته يهود او نصارا ګروهمن دي،چې خداى زوى لري ؛خو د خداى د لور د درلودو ګروهه يوازې د بوتلمانځيو وه.

پيغامونه :

١_تر لور د زوى غوراوى بې بسټه فکر دى ( افاصفاکم …. بالبنين )

٢_د خداى د اولاد درلودو ګروهه يوه رټل شوې او بې بنسټه ګروهه ده (لتقولون قولا عظيما )

٣_ پرښتې د خداى لوڼې ګڼل يو غلط فکر دى ( الملائکة اناثا… قولا عظيما )

٤_انسان څه چې د ځان لپاره نه خوښوي ؛نو بل ته دې يې هم نه خوښوي خداى خو لا څه کوې ! ( لتقولون قولا عظيما )

۴۱- وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَـذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُواْ وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ نُفُورًا = او په رښتيا موږ په دې قرآن كې په بېلابېلو ډولونو اغېزمنې خبرې راوړي،چې پند ترې واخلي؛خو بې له كركې يې بل څه نه زياتېږي .

ټکي :

((صرفنا)) ديوې خبرې د ښه روښانېدو لپاره په ډول ډول بڼو پرله پسې ويلو ته وايي.

انسان د فطرت له مخې ډول ډول غوښتونکى دى ،که دا ډول ډول غوښتنې که په طبيعت کې وي او يا که په الهي کتاب کې ، چې دا د قرآن د ځينو بيانونو په بېلابېلو بڼو په پرله پسې د تکرارولو راز دى.

که پاک سوتره باران پر وروست شوي څيز وورېږي ؛نو د باران څاڅکى به هم وروست بوي واخلي، تيارو،ځېلي او مغروره زړونو ته چې الهي آيتونه هم ورننوځي؛نو غرور يې زياتوي . ( مايزيدهم الا نفورا )

پيغامونه :

١_د مطلب تکرار بايد ډول ډول او په زړه پورې وي ( صرفنا) ( يو شان والى ستړى کوونکى دى) .

٢_انسان تل يادونې ته اړين دى،کېداى شي په هر ځل يادونه کې څوک حق ته راواوړي ( صرفنا … ليذکروا )

٣_د قرآن په آيتونو کې تکرار يادونې او نصيحت ته دى . ( صرفنا ، ليذکروا )

٤_د حقايقو تکرار د دوستانو لپاره په زړه پورې ؛خو ځېليانو ته کرکجن وي ( مايزيدهم الا نفورا )

۴۲- قُل لَّوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لاَّبْتَغَوْاْ إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلاً = ووايه :((كه له هغه سره نور خدايان واى؛ لكه دوى چې وايي؛ نو هغوى به هرومرو د عرش د څښتن لوري ته (دجګړې يا نژدېکت لپاره) لار لټولې واى.))

۴۳- سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يَقُولُونَ عُلُوًّا كَبِيرًا = هغه (پاك او) سپېڅلى دى او تر هغه څه ډېر پورته او لوړ دى، چې هغوى يې وايي!

ټکي :

مشرکانو خداى مانه او ((الله)) يې د هستۍ خالق ګاڼه ؛خو بوتان يې د خداى شريکباڼي او خپل شفاعتوونکي ګڼل ،چې دا آيت د خداى او بوتانو ترمنځ اړيکې نفې کوي ؛ځکه نه بوتان کړاى شي د خداى له لاسه واک تر لاسه کړي او نه خداى چا ته اړتيا لري .

پيغامونه :

١_هستي د خداى د يووالي لپاره تر ټولو غوره دليل دى .( که نور خدايان هم وو؛نو سيالۍ به وې او هر څه به ګډوډ وو) ( اذاً لا بتغوا الى ذى العرش سبيلا)

٢_چې کله ناروا تور ولګول شي؛نو ځان تر پاکول پکار دي ( سبحانه ) .

٣_خداى له هرډول شرکه پاک دى ( سبحانه وتعالى عمايقولون ) .

٤_خداى که څومره هم وستايل شي بياهم تر ټولو ستاينو غوره دى (تعالى عما يقولون علواً کبيراً )  

۴۴- تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدَهِ وَلَـكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا = اوه ګوني اسمانونه او ځمكه او څه چې د دوى په منځ كې دي،ټول د خداى پاكي وايي او هېڅ څيز نشته،چې پاكي او ستاينه يې ونه وايي؛خو تاسې د هغو په تسبيح نه پوهېږئ،په رښتيا چې هغه زغمونكى (او) ښه بښونكى دى .

ټکي :

دا آيت وايي : ټولو هستي خداى ته تسبيح، سجده او قنوت لري . ځينو مفسرانو دا تسبيح تکويني تسبيح ګڼلې؛يعنې د هستۍ هره ذره ،د خداى د ارادې ،حکمت،علم او عدل ښکارندوى ده .

ځينې نور ګروهمن دي،چې هستي شعور او علم لري ، چې پر تسبيح بوخته ده ؛خو زموږ غوږونه يې غږ نه اوري،چې دا نظر د آيت له ظاهر سره اړخ لګو ي،د څيزونو خبرې کول ناشونى چار نه دى ؛ځکه په قيامت کې داسې کېږي ( انطق کل شى) ( ١٠٧ ) حتى ډبره هم علم او وېره لري او د خداى له وېرې له غره رالوېږي .( وان منها لما يهبط من خشية الله ) ( ١٠٨ ) حضرت سليمان د مېږي پر خبره پوهېده او د مرغانو ژبه ورتله . ملا چرګګ د خلکو پر بې لاريو پوهېده ، چې حضرت سليمان عليه السلام ته يې خبر راووړ . خدا ى غرونه مخاطبوي : ( يا جبال او بى معه ) ( ١٠٩) ؛يعنې غرونو ! له حضرت داوو سره دعا وکړئ. په قرآن کې د نورو موجوداتو د تسبيح په اړه هم خبره راغلې ده.

د څارويو او موجوداتو تسبيح په روايتونو کې هم راغلې ده؛ لکه :

الف : څاروي پر مخ په سپړه مه وهئ ؛ځکه د خداى تسبيح وايي.(١١٠ )

ب : چې کله کوم څاروى تسبيح ونه وايي ؛نو ښکار شي .( ١١١)

ج:هيڅ ونه نه پرې کېږي؛خوداچې د خداى تسبيح يې پرېښې وي (١١٢).

د: د پېغمبر اکرم په لاس کې تيږي پر نبوت يې ګواهي ورکړه ( ١١٣)

هه : د شاتو موچۍ د خداى تسبيح وايي ( ١١٤)

ح : د چڼچڼو غږ د هغوى تسبيح ده . ( ١١٥)

پيغامونه :

١_ټوله هستي د خداى تسبيح وايي ؛نو ولې انسان بايد له دې قافلې وروسته پاتې شي ( تسبيح له السموات …)

٢_په اسمانونوکې هم ژوندي او د باشعوره موجودات شته . ( من فيهن )

٣_ د هستۍ تسبيح له حمداو ستاينې سره ده ( يسبح بحمده )

٤_ ځينې غږونه اورو ؛خو نه پوهېږو،چې تسبيح وايي ( لا تفقهون تسبيحهم)

٥_ټوله هستي شعور لري ؛خو د هستۍ په اړه د انسان پوهه نيمګړې ده ( ان من شى ء الا يسبح … لا تفقهون )

٦_حقيقت له نااهلو حقيقت پټ وي ( لاتفقهون تسبيحهم )

٧_ خداى حليم دى ؛نو ځکه دا دومره خرافي ګروهې زغمي . (عما يقولون …. حليماً غفوراً ) که ورستانه شو ؛نو و به مو وبښي ( پکې شک نه دى پکار)

۴۵- وَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرآنَ جَعَلْنَا بَيْنَكَ وَبَيْنَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ حِجَابًا مَّسْتُورًا = او چې كله قرآن لولې؛ نو ستا او پر آخرت د بې ايمانو ترمنځ پټه کړاى شوې پرده اچو؛

ټکي :

قرآن د پرهيزګارانو د ښيون وسيله ده . ( هدى للمتقين ) ( ١١٦) ،چې يوه نښانه يې پر اخرت ايمان دى ( وبالاخرة هم يوقنون ) ( ١١٧) ؛ نو قرآن هغوى ته ښيون نه دى چې پر قيامت ايمان نه لري او دا هماغه پرده ده،چې ددې لاملېږي، چې انسان د وحې له پوهېدو او د الهي معارفو د درک له خونده بې برخې شي.که څه هم وحې د پېغمبر اکرم له خولې هم واوري.

پيغامونه :

١_هغوى چې د ښيون وړتيا نه لري ؛نو که پخپله پېغمبر اکرم هم ورته قرآن ولولي؛نو اغېز پرې نه کوي . ( اذا قرات …. حجاباً مستوراً )

٢_د انسان کفر دى،چې په ځان پسې الهي قهر راوړي ( جعلنا… لا يومنون بالاخرة …. حجاباً )

٣_د قرآن لوستل انسان دکفارو له شره ژغورلاى شي ( اذا قرات ، جعلنا…. حجاباً )

٤_د قرآن لوستل په مسلمان کې له کفارو د خلاصون روحيه غښتلې کوي ( اذا قرات جعلنا …..حجابا ً )

٥_د وحې له پوهېدو بې برخې کېدل الهي قهر دى ( جعلنا … حجابا ً مستوراً ) .

٦_ پر معاد ايمان د انبياوو د بلنې د مننې لامل او پر معاد ايمان نه درلودل د انبيا وو د بلنې د نه منلو لامل دى ( لايومنون بالاخره … حجابا ً مستوراً )

٧_بايد وړتيا ولري،چې له الهي حقايقو او ښوونو پرده پورته کړي (حجابا ً مستوراً )

۴۶- وَجَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِي الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْاْ عَلَى أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا = او زړونه يې مو په پردو کې رانغښتلي، چې پر قرآن پوه نشي او غوږونه يې درنوو او چې كله ته په قرآن كې د خپل پالونكي يووالى يادوې؛ نو په كركه شا رااړوي .

ټکي :

((اکنة )) د ((کنان)) يا ((کن)) جمع ده ،چې د غوښتود وسيلې پر ماناده . ((وقر)) د غوږونود دروندوالي پر مانا دى، دې آيت ته ورته نور آيتونه هم په قرآن کې راغلي دي ( ١١٨)

په قرآن کې تر زرو ځلو زيات د توحيد يادونه شوې ده ( ١١٩) ؛خو له خواشينۍ سره،چې پر زړونو ړانده د توحيدد آيتونو له اورېدو او ترې له ګټنې بې برخې دي ؛خو د شرک د خبرو په اورېدو خوشحاله دي . (واذا ذکرالله وحده اشمازلت قلوب الذين لايومنون بالاخرة واذا ذکرالذين من دونه اذا هم يسبتشرون ) ( ١٢٠ ) نن داسې انسانان شته،چې د توحيد له خبرې تښتي ؛خو هر ډوله خپروخبرو ته غوږ ږدي . قرآن له حقه داسې په تېښته کې ډلې هغو خرو ته ورته کړي،چې له زمريو تښتي (کانهم حمر مستنفرة فرت من قسورة ) ( ١٢١)

پيغامونه :

١_تړلى روح او مړه زړه الهي پوهاوى نشي منلى ( اکنة ان يفقهوه ) .

٢_ ساده اورېدل او پوهېدل له ژورې پوهې او ترې له خوند اخستو سره توپير لري ( يفقهوه )

٣_ د معنوياتو له پوهېدو بې برخې کېدل الهي قهر دى ( جعلناعلى قلوبهم اکنة ان يفقهوه )

٤_ د خداى پر ځاى د بل يادول کفر دى،له خداى سره د بل يادول شرک دى او يوازې د ايکي يو خداى يادول توحيد دى ( ذکرت ….. وحده )

٥_ په ربوبيت کې توحيد مشرکانو ته تر ټولو سخت څيز دى ( ذکرت ربک فى القرآن وحده ولوا … )

۴۷- نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَسْتَمِعُونَ بِهِ إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ وَإِذْ هُمْ نَجْوَى إِذْ يَقُولُ الظَّالِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلاَّ رَجُلاً مَّسْحُورًا = چې كله دوى تاته غوږ ږدي؛ نو موږ ښه پوهېږو، چې د څه لپاره غوږ ږدي او (همداراز پوهېږو)، چې كله پخپلو كې پټې خبرې كوي؛ نو دا (مشرک) ظالمان وايي چې : (( تاسې خو يوازې په يو كوډو وهلي سړي پسې روان ياست .))

ټکي:

په تفسير ونوکې راغلي : د کفارو مشران به پټ،د شپې د پېغمبر اکرم (ص) د کور شاته راتلل،چې په تياره کې قرآن واوري او بيا يې وڅېړي او کله به يې په تياره کى يو له بل سره ټکر هم کاوه، يوبل به يې راټه ،چې موږ په خپله د محمد له خوږ غږه زړه نه شو صبرولاى ؛نو خلک خو لا څه کوې!

دا آيت پېغمبر اکرم(ص) ته تسلي ورکوي،چې د کفارو له تېښتې او سپکاوي مه اغېزمنېږه ؛ځکه هر څه خداى ته معلوم دي .

پيغامونه :

١_ خداى د خلکوله نيته هم خبر دى ( نحن اعلم بما يستمعون به ) .

٢_د ټولو اورېدونکيو نيت خير نه وي ( نحن اعلم بمايستمعون به )

٣_نه ښايي د حق ويونکى د خلکو له تور لګولو او له تېښتې پر شا شي؛ بلکې پوه دې شي،چې د خداى تر څارنې لاندې دى او ځان ته دې تسلي ورکړي ( نحن اعلم ….)

٤_ دښمنان ،چې ګوري خلک له الهي لارښوده راټول شوى ؛نو تورونه او دروغ پرې تپي. ( اجلاً مسحورا ) .

۴۸- انظُرْ كَيْفَ ضَرَبُواْ لَكَ الأَمْثَالَ فَضَلُّواْ فَلاَ يَسْتَطِيعْونَ سَبِيلاً = وګوره،په تا پورې څرنګه خبرې کوي؛نو بې لارې شول او(په پايله كې) د حق د لارې (د پېدا كولو) وس نه لري .

پيغامونه :

١_ پېغمبر اکرم، ديني مشران او مؤمنان بايد د دښمن د تبليغاتو له طريقې خبر وي ( انظرکيف )

٢_د حق د پټولو او ثابتولو دواړو لپاره له مثال او تمثيله ګټنه کړاى شو ( کيف ضربوا لک الامثال )

٣_هغوى چې د دين د رد ولو لپاره سول نه لري ؛نو د مثال په ويلو پېغمبر اکرم ته بد رد وايي او سپکاوى يې کوي ( ضربوا لک الامثال )

٤_د الهي مشرانو سپکاوى د بې لارۍ لامل دى ( ضربو ا لک الا مثال فضلوًا)

٥_انسان په تدريج بې لارې کېږي ،لومړى سپکاوى او بې ځايه مثالونه راوړي،بيا له لارې کږېږي او په پاى کې په ټپه درېږي . ( ضربوا لک الامثال،فضلوًا ، فلايستطيعون سبيلا )

٦_کفر پايله نه لري . کافرانو په اسلام پورې ډول ډول تورونه ولګول او بې ځايه مثالونه يې ورته راوړل ؛خو بيا هم بريالي نه شول ( ضربوا لک الامثال ، فلايستطيعون سبيلا )

۴۹- وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا = او و يې ويل: ((ايا چې كله موږ وراسته هډوكي او مېده خاورې شول؛ نو بيا به له نوي سره راژوندي کېږو؟! ))

ټکي :

((رُفات )) ميده شوې خټې ته ويل کېږي.

په قرآن کې هېڅکله د معاد د منکرانوله اړخه دليل او سول و نه ويل شو . هغوى تل په حيرانتيا او پوښتلو شبهې او شکونه جوړوي.

قرآن هم د هغوى د ځواب لپاره په پيدايښت کې د خداى پر علم ، حکمت او ځواک استدلال کوي،چې طبيعت ، تاريخ او پخپله انسان ته اشاره کوي ،چې لومړى نه ول؛خو خداى وپنځول ؛نو خداى کړاى شي موجودات تر مړيني وورسته بېرته راژوندي کړي.

۵۰- قُل كُونُواْ حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا = ووايه : كه تيږه يا او سپنه ياست .

۵۱- أَوْ خَلْقًا مِّمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُؤُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيبًا =يا ستاسې له نظره تردې هم كوم سخت شى (چې د ژوندي كېدو هېڅ وړتيا پكې نه وي؛خو بيا هم خداى پردې ځواکمن دى،چې تاسې دويم ځل راژوندي كړي)؛نو بې ځنډه به ووايي: ((څوك به موږ بېرته د ژوندپر لور وراړوي؟!)) ووايه:(( هماغه چې په لومړي ځل يې پيدا كړي ياست. )) بيا به (په ملنډو) تا ته د هو سر وخوځوي او و به پوښتي: (( دا به كله وي؟! )) ووايه: ((ښايي چې نژدې وي!

ټکي:

که څه هم انسان تر مړينې وروسته خاورې کېږي ؛خو خاوره د ژوند سرچينه ده .بوټي له خاورې رازرغونېږي او ژوندي موجودات په خاوره کې روزل کېږ ي ؛نو له خاورو د مړيو بيرته راژوندي کول د خداى لپاره کوم سخت چار نه دى،ان که تاسې تر ډبره او او سپنه او تر هغوى نور هم سخت شئ ، چې له ژوند سره ډېر واټن لري ،بيا هم خداى ته ستاسې راژوندي کول ډېر انسان دي.

د معاد منکران د خپل انکار لپاره دليل نه لري ؛يوازې پوښتنه لري، چې څوک په څنګه او کله موږ راژوندي کوي ؟ قرآن ورته وايي : هماغه خداى،چې تاسې يې د لومړي ځل لپاره پيداکړئ؛ بيا به مو هم راژوندي کړي او وخت يې هم لرې نه دى،کېداى شي ډېر نږدې وي ( من يعيدنا متى هو عسى ان يکون قرييا)

پيغامونه :

١_پېغمبر اکرم د خلکو پوښتنو او شبهو ته د ځواب ورکولو دنده درلوده ( قل ) .

٢_که موجودات ډبرې او اوسپنې هم شي ؛نو بېرته راژوندي کول يې د خداى لپاره ډېر اسان چار دى ( حجارة او حديدا او خلقاً …)

٣_معاد جسماني دى ( کونوا حجارة او حديد ا….)

٤_ډېر څيزونه يوازې زموږ په ذهن او زړه کې سخت او غټ دي؛ خو په واقع کې غټ نه دي ( يکبر فى صدورکم )

٥_له معاده د انکار دليل له الهي قدرته غفلت دى .( امن يعيدنا …. الذى فطرکم )

٦_ځېلي دليل هم نه مني او سر خوځوي ( فسينغضون اليک رئوسهم)

٧_د آخرت په پرتله ددنيا ژوند ناڅيزه دى او هر څوک بايد قيامت رانږدې وګڼى ( ان يکون قريبا )

۵۲- يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ وَتَظُنُّونَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلاَّ قَلِيلاً = پر هغه ورځ، چې (له خپلو قبرونو) مو رابولي؛ نو تاسې به د هغه د ستاينې په حال كې بلنه ومنئ او ګومان به كوئ،چې يوازې د لږ وخت لپاره (په برزخي نړۍ كې) پاتې شوي يو. ))

  پيغامونه :

١_قيامت مه هېروئ ( يوم ).

٢_قيامت د عمومي رابلنې ورځ ده ( يدعوکم )

٣_د قيامت پر ورځ به ټول د خداى ثنا وايي (؛خو د کافرانو لپاره به ګټه نه لري ) ( فستجيبون بحمد ه )

٤_د دنيا او برزخ وخت د قيامت په پرتله ډېر لنډ دى .( ان لبثتم الا قليلا)

  ۵۳- وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا = او زما بندګانو ته ووايه:((چې تل ښه خبرې وكړئ))؛ ځكه شيطان(د ناوړو خبرو له لارې ) د هغوى ترمنځ فتنه او فساد راولاړوي؛ په رښتيا چې شيطان د انسان ښكاره دښمن دى .

ټکي :

خداى د غورو پيداکونکى دى : ( احسن کل شى ء خلقه ) ( ١٢٣) (فاحسن صورکم ) ( ١٢٤) ( احسن تقويم ) ( ١٢٥) ، له موږه هم غوره غواړي ، تر ټولو غوره عمل ( ليبلوکم ائکم احسن عملا )( ١٢٦) تر ټولو غوره خبره ( يقولوا التى هى احسن ) او د غوره خبرې لاروي ( فيتبعون احسنه) ( ١٢٧ )

لکه چې مسلمانان د کفارو د ملنډو د ځوابولو په اړه پوښتنې درلودې، چې آيت له (( قل )) سره ځواب وکړى ؛ځکه کله به د کافرانو بوتانو ته بدرد ويلو هغوى هم خداى ته بدژبۍ ته راهڅول .

په ((احسن کلام)) کې هر ډول ښه خبره راځي؛لکه : سلام ،دعا، نصيحت،د مينې ښکاره کول ،پر نېکيو امر او له بديو منع او د خداى ذکر، توبه او استغفار.

پيغامونه :

١_نېکيو ته د رابللو لپاره بايد نېکه خبره وشي ( يقولوا التى هى احسن ) .

٢_پسته اونېکه خبره د مينې لامل او ناروا او ترخه خبره د ډول ډول شيطاني وسوسو لامل دى . هو ګرانه ! نېکه او پسته خبره د وسوسو جرړې رانړوي ( يقولوا التى هى احسن ان الشيطان ينزغ. ..)

٣_د عبوديت لازمه ، له نورو سره د پستې ژبې کارول دي ( لعبادى ، يقولو ا التى هى احسن ) .

٤_په خلکو کې د دښمنۍ اور ته پوکى ورکول شيطاني چار دى او هغوى چې داسې کوي، له شيطان سره يې په يوه کاسه کې لاس دى . (ينزغ بينهم ) .

٥_شيطان تل د انسان دښمن و او له دې دښمنۍ يوې شېبې ته هم لاس نه اخلي ( ان الشيطان کان للاانسان عدوا ً )

٦_شيطان له انسان سره د دښمنۍ لپاره لاسونه بډ وهلي او ملا يې تړلې ده ( ان …… کان ….. عدواً مبينا )

۵۴- رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِكُمْ إِن يَشَأْ يَرْحَمْكُمْ أَوْ إِن يَشَأْ يُعَذِّبْكُمْ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلاً = پالونكى مو ستاسې (له نيتونو او كړنو) ښه خبر دى،كه وغواړي (او وړ يې وبولي)؛نو رحم به درباندې وكړي او كه يې خوښه شي؛ نو عذاب به دركړي او موږ ته پر هغوى څارونكى نه يې لېږلى(چې ايمان راوړوته يې اړكړې ) .

ټکي :

په تېر آيت کې په ښو خبرو کولو ټينګار شوى و او په دې آيت کې يې د ښو خبرو بېلګې راوړي دي : انسان دې ځان تر نورو غوره نه ګڼي،د چا سپکاوى دې نه کوي،ان کفارو ته دې نه وايي : تاسې دوزخيان ياست او موږ جنتيان؛ځکه دا کار د فتنې لامل دى، پردې سربېره موږ څه خبر يو،چې د چا عاقبت به پر خير وي ؟

خداى ښه پوهېږي،که وغواړي؛ نو هم بښلى شي او هم کړولاى شي.

پيغامونه :

١_پر خپل ايمان مه غره کېږئ ( ربکم اعلم بکم )

٢_د خداى کارونه د هغه د علم له مخې دي ( اعلم بکم، يرحمکم ، يعذبکم)

٣_د خداى علم، پېرزو او قهر د ربوبيت چارې دي ( ربکم ،يرحمکم ، يعذبکم )

٤_تر قهر او عذابه مخکې د لورنې خبره راغلې ده ( يرحمکم،يعذبکم )

٥_ انسا بايد وېره ولري ( يرحمکم ، يعذبکم )

٦_   انسانان د ګروهې په ټاکنه کې ازاد دي، ان پېغمبران هم دنده نه لري ،چې ايمان راوړو ته يې اړ کړي ( ما ارسلناک عليهم وکيلا)

٧_نه ښايي ديني مبلغ ځان د خلکو وکيل او مشر وګڼي ( وکيلاً )

۵۵- وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِمَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِيِّينَ عَلَى بَعْضٍ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا = او ستا پالونكي ته په اسمانو او ځمكه كې،چې هر څه دي، ډېر ښه معلوم دي (او موږ ستا د وړتيا له امله پر نورو غوره كړى يې؛) موږ ځينې پېغمبران پر ځينو نورو غوره كړي دي او ((داود)) ته مو((زبور)) وركړى و .

ټکي :

په تېر آيت کې د انسانانو په باب د خداى د علم خبره وشوه، دلته پر ټولو ځمکني او اسماني موجوداتود هغه د علم خبره شوې ده .

په حديثو نو کې راغلي : پېغمبران يو لک او څلورويشت زره ول؛ځينې ټولو خلکو ته راغلي ول او اسماني کتاب يې درلود او ځينې د يو ځانګړي قوم يا سيمى لپاره وو، چې د ستر پېغمبر تر امر لاندې به يې فعاليت کاوه.

پيغامونه :

١_ پېغمبران د خداى تر ځانګړې څارنې لاندې دي (ربک)

٢_خداى له هر څه خبر او پرې پوه دى ( ربک اعلم )

٣_په اسمانو کې هم باشعوره ژوي شته ( من فى السموات )

٤_په پېغمبرانو کې هم مرتبې شته ، تر ټولوغوره انسانان هم يو شان نه دي (فضلنا) .

٥_الهي غوره توب ورکول د هغه د علم له مخې دي ( ربک اعلم ، فضلناً ) .

٦_اسماني کتاب د يو پېغمبر د غوره والي نښه ده ( فضلنا ،آتينا داود زبوراً )

٧_فرهنګي غوره والى تر ټولو ښه غوره والى دى؛ نه د مال ، مقام او عمر غوره والى .( فضلنا ،زبوراً )

۵۶- قُلِ ادْعُواْ الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِهِ فَلاَ يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنكُمْ وَلاَ تَحْوِيلاً = ووايه : ((هغوى وبلئ،چې تاسې له هغه پرته (خپل معبودان) ګڼئ ! هغو نه له تاسې كوم كړاو لرې كولاى شي او نه يې بدلولاى شي .))

پيغامونه :

١_د خداى پر ځاى په بل پسې تلل يو بېځايه خيال دى ( زعمتم )

٢_په تبليغ کې سره له دې،چې بايد حقيقت بيان شي،بايد خلک په ټاکنه کې ازاد پرېښوول شي،چې په خپل واک يې ومني يا يې ونه مني.(قل ادعوا الذين زعمتم …. لا يملکون کشف الضر)

٣_د عبادت يوه انګيزه له يوه قدرته پناه غوښتل دي،چې د خداى پر ځاى بل څوک دا قدرت نه لري .( فلايمکلو ن کشف الضر)

٤_له خداى پرته بل څوک نه خطر لرې کولاى شي او نه پکې کموالى راوړاى شي .( کشف الضر،تحويلاً) ( د ستونزو او عذاب د لرې کولو لپاره د خداى د اولياوو پر شفاعت ګروهه هم د خداى په خوښه دي،چې حساب يې بېل دى)

۵۷- أُولَـئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا = هغه (معبودان)، چې (مشرکان يې) بلي،هغوى خو (پخپله)د خپل پالونكي لوري ته د نژدېدو په لټه كې دي (چې پوه شي) كوم يو يې الله ته ډېر نژدى دى او رحمت ته يې هيله من دي او له عذابه يې ډارېږي؛ځكه د پالونكي عذاب دې د وېرې او پرهېز وړ دى .

ټکي:

دا آيت يې داسې هم ژباړلى دى : پېغمبران،چې خلک حق ته رابلي، په خپله هم ( په دې معنوي خوځښت کې ) د خداى پر لور په وسيلې پسې دي،هغه هم يوه داسې وسيله،چې ډېر او ژر هغوى خداى ته نږدې کړي يا هغه پېغمبر،چې ډېر مقرب وي ، ډېر په خداى پسې ځي.

تردې آيت لاندې په ډېرو روايتونو کې راغلي،چې انسان هم بايد په يوه اندازه هيله او ويره ولري که نه يا نهيلېږي يا مغرورېږي .

پيغامونه :

١_وېره او هېله د تړاو او کمزورۍ نښه ده؛نو څوک چې په خپله په وسيلې پسې وي؛نو څنګه هغه خپله وسيله کوئ ؟ ( يبتغون الى ربهم الوسيلة )

٢_خداى ته د رسېدو لپاره لارې او وسيلى شته . ( يبتغون الى ربهم الوسيلة )

٣_نه ښايي انسان په وسيلې او شفاعت غوښتنه کې له عذابه غافل شي. ( يبتغون … يخافون عذابه)

٤_خداى ته د نږدېدو لپاره سيالي ارزښت لري ( ايهم اقرب ) ( هغوى چې خداى ته نږدې وي ؛نو مخکې تګ ته ډېرې هلې ځلې کوي)

٥_هغه تر ټولو غوره وسيله ده ،چې انسان خداى ته ورنږدې کړي ( ايهم اقرب)

٦_د خداى پر غضب د هغه رحمت ړومبى دى.( د عذاب تر وېرې مخکي رحمت ته يې هيله مندي راغلې ده ) ( يرجون ….. يخافون )

٧_عذاب د الهى ربوبيت له چارو دى،ټوکې ورسره نه دي پکاې ( عذاب ربک …محذوراً)

۵۸- وَإِن مَّن قَرْيَةٍ إِلاَّ نَحْنُ مُهْلِكُوهَا قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ أَوْ مُعَذِّبُوهَا عَذَابًا شَدِيدًا كَانَ ذَلِك فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا = او هېڅ داسې سيمه او ښار نشته؛خو داچې موږ يې (د سرغړونې له امله) له قيامته مخكې هلاك كړو يا يې پر سخت عذاب اخته كړو،دا په الهي كتاب [ = لوح محفوظ ] كې ليكل شوي دي.

ټکي :

((قرية)) د خلکو د راټولېدو او آبادۍ ځاى ته وايي،که ښار وي که کلى. او له (( الکتاب )) څخه مراد يا “محفوظ لوح” دى يا قرآن،چې د امتونو د ورکېدو لاملونه يې بيان کړي دي.

پيغامونه :

١_هيڅوک د تل لپاره ژوندى نه وي .( وان من قرية …)

٢_له ځمکې د ژوند ټغر ټولېدل يو تصادف نه؛بلکې بنسټ يې هغه قانون دى،چې خداى له مخکې ورته ټاکلى دى ( فى الکتاب مسطوراً )

۵۹- وَمَا مَنَعَنَا أَن نُّرْسِلَ بِالاياتِ إِلاَّ أَن كَذَّبَ بِهَا الأَوَّلُونَ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُواْ بِهَا وَمَا نُرْسِلُ بِالاياتِ إِلاَّ تَخْوِيفًا = او (هېڅ شي) موږ (د پلمه ګرو په غوښتنه) د معجزو له لېږلو نه يو منع كړي؛خو داچې مخكېنيو يې (چې همدا غوښتنې درلودې او له دوى سره همغږي ول) درواغ ګڼلي دي (لكه:) موږ د ثمود قوم ته اوښه وركړه،چې څرګنده (معجزه) وه؛ خو پر هغې يې تېرى وكړ (او اوښه يې ووژله) موږ معجزې يوازې (د خلكو) د وېرولو او غاړه خلاصولو(اتمام حجت ) لپاره لېږو.

ټکي :

د مکې پلمه لټوونکيو کفارو،له پېغمبراکرمه د ډېرو معجزو غوښتنه درلوده؛لکه غوښتل يې، چې د مکې ځينې غرونه (صفا) پر سرو زرو واړوي ياداچې غرونه دې هورا کړي،چې د کښت وړ شي،چې دا پلمه راوړونکي ځېلي کفار د معجزى په ليدو هم ايمان نه راوړي او د پېدايښت په نظام کې خو څه د کفارو د ځاني غوښتنو لپاره بدلون نه راوځي او که معجزه د خلکو پر وړانديز وشي ؛نو ايمان پرې نه راوړي .

اوښ يو څاروى دى؛ خو خداى د حضرت صالح عليه السلام د اوښ په باب وايي :(ناقة الله)؛ځکه څه چې په خداى پورې تړاو ولري؛نو سپېڅلى وي،ان داچې په قرآن کې د “ابولهب” او شيطان نوم هم راغلى ؛نو بې اودسه ورته څوک ګوتې نشي وروړاى .

پيغامونه :

١_پر پېغمبرانو د ډېرو معجزو له راوړو سره هم ځينو ځېلي خلکو ايمان رانه وړ .( کذب بهاالاؤلون ) .

٢_خداى ته هر چار اسان دى؛خو هر چار يې د حکمت له مخې وي،نه د خلکو د ځاني غوښتنو د پوره کولو لپاره ( ما منعنا….)

٣_د مقدساتو سپکاوى او د معجزو دروغ ګڼل الهي عذاب راکوزوي (آتينا…. فظلموابها )

٤_څه چې د خداى له لوري وي او خدايي رنګ ولري؛نو حساب يې له عادي چارو سره توپير لري ( آتينا…… مبصرة فظلموابها ) .

٥_ معجزې د خلکو دذهن د روښانولو او ورته د خبرداري وسيله ده . (مبصرة ، تخويفاً)

۶۰ – وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلاَّ فِتْنَةً لِّلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي القُرْآنِ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلاَّ طُغْيَانًا كَبِيرًا = او (دريادكړه) چې كله موږ تا ته وويل : (( په رښتيا چې ستا پالونكي( په خپل علم او قدرت) خلك را ايسار کړي دي . (او پرحالاتو يې پوره پوه دى ) او هغه خوب چې موږ تا ته ښوولى و او (همداراز) په قرآن كې ملعونه ونه [=هغه ونه چې لعنت ورباندې شوى] يوازې د خلكو د ازمېښت لپاره وو، موږ يې وېروو؛خو (په دغو وېرولو) يوازې كفر او سرغړونې يې لاپسې زياتېږي.))

ټکي:

په تېر آيت کې د حضرت صالح د اوښې د وژلو خبره راغله او په دې آيت کې د “شخره ملعونه”[=هغه ونه چې لعنت ورباندې شوى] خبره ده،چې د پېغمبر اکرم د اهل بيتو وژونکې ده.

له اهلبيتو په روايت شويو آيتونو کې راغلي : موږ د حضرت صالح تر اوښې کم نه يو، پر موږ يرغل عذاب رانازلوي ( ١٢٨ ) .

په قرآن کريم کې د پېغمبر اکرم(ص) څو خوبونه راغلي : يو خوب د بدر د جګړې تر رارسېدو مخکې و، چې خداى دښمنان د پېغمبر اکرم په نظر کې لږ کړل،چې مسلمانان سست نشي . ( ١٢٩)

بل خوب؛په بري “مسجدالحرام” ته ننووتل وو ( ١٣٠ ) او يو هم هغه خوب و،چې په دې آيت کې راغلى دى. دوه خوبونه تر هجرت وروسته په مدينه کې ول ؛خو دا خوب يې په مکه کې ليدلى و؛ البته ځينو د پېغمبر اکرم(ص) معراج هم خوب ګڼلى، حال داچې معراج په ويښه و.

هغه خوب او “ملعونه ونه” يوه ده ؛ځکه د ددواړو پايله يوه ده او هغه هم خلکو ته فتنه ده،خداى په خوب کې دا “ملعونه ونه” او کړنې يې پېغمبر اکرم (ص) ته وښوولې او ورته يې وويل،چې دا به ستا په امت کې فتنه راوړي او د((ان ربک احاط بالناس ))په غونډلې يې پېغمبر اکرم ته د زړه تسلي ورکړه.

“شجرة” هم د ونې مانا لري او هم هر بيخ،چې ښاخونه او خرانګې ولري ؛ نو ځکه ټبر تهه شجره ويل کېږي. پېغمبراکرم (ص) وويل : زه او علي له يوې شجرې يو (( اناوعلى من شجرة واحدة ) ( ١٣١)

د نسب او توکم لړۍ ته هم ((شجره نامه)) وايي؛نو “شجره ملعونه” يو ريښه لرونکى قوم دى،چې لعنت پرې ويل شوى دى .

د دې آيت په وروستيو کې راغلي،چې “شجره ملعونه” ته د خداى دومره خبرداري ورکول يوازې د هغوى د سرغړونې له زياتولي پرته بله پايله نه درلوده او ((طغيان کبير)) يوازې يو ځل او هغه هم په همدې آيت کې په کاروړل شوى دى؛يعنې قرآن وايي : داسې يو قوم او ټبر شته،چې په ښکاره مسلمانان دي؛خو په اصل کې د فتنې اونفاق لامل دي.

په قرآن کې پرډېرو لعنت ويل شوى؛لکه : ابليس،يهود،منافقان، مشرکان،هغه عالمان چې حق نه وايي،د پېغمبرکړونکي؛خو يوازې منافقان دي ، چې له مسلمانانوسره دي او د فتنې لامل دي ؛ځکه ابليس،کتابيان او مشرکان خو ټولو ته معلوم دي ؛خودامنافقان دي ، چې دمسلمانانو په بنډ په مسلمانانو کې فتنه اونفاق اچوي . ( ١٣٢)

ځينو ګومان کړى،چې “شجره ملعونه” هماغه د ((زقوم)) ونه ده،چې د الهي عذاب وسيله ده ؛خو نور داسې څيزونه هم ول، چې د الهي عذاب وسيلې وې؛خو لعنت پرې نه دى ويل شوى؛مثلاً د “نيل سيند”،چې فرعون يې ډوب کړ، يا هغه پرښتې، چې پر قومونو يې عذاب راکوز کړ يا هغه مؤمنان،چې په جګړو کې د کفارو له منځه وړو ته د خداى مټ وو ((قاتلوهم يعذبهم الله بايديکم ) (١٣٣)

مرحوم علامه طباطبايي د سورت قدر په روايتي بحث کې د اهل سنتو له مشهورو عالمانو؛ لکه خطيب بغدادي ، ترمذي ، ابن جرير، طبراني،بېهقي او ابن مردوديه او د شيعه وو له عالمانو؛ لکه له کليني را اخستي،چې پېغمبراکرم (ص) په خوب کې وليدل، چې بيزوګانې يې پر منبر وروختلې،چې ډېر خپه شو . حضرت جبرائيل راغى، پېغمبر(ص) ورته خپل خوب ووايه، حضرت جبرائيل اسمان ته ولاړ او چې راستون شو ؛نودا آيت يې راووړ: ( افرايت ان متعناهم سنين . ثم جائهم ماکانوا يوعدون . ما اغنى غنهم ماکانوا يمتعون ) ( ١٣٤) ؛يعنې ايا نه ويني، چې موږ کلونه کلونه هغوى ته ګټه ورورسوله ،بيا به هغه ورکړل شوى عذاب ورپسې راشي ؛نو د دنيا لاس ته راوړنې به ورته هيڅ ګټه ونه لري. پر منبرد بيزوګانو د ختو خوب ليدل، امام باقر او امام صادق هم روايت کړى دى ( ١٣٥) سني او شيعه عالمان وايي: له ((شجره معلونه)) مراد((امويان)) دي . امام سجاد وويل : حضرت جبرائيل وويل : دا بيزوګانې امويان دي.

پېغمبر اکرم وويل : ايا دا چار به زما په وخت کې کېږي ؟ ورته وويل شول :نه؛بلکې ستا تر هجرت څلوېښت کاله وروسته به کېږي ( ١٣٦) .

په امويانو کې ستره ګناهکار يزيد بن معاويه و،چې په کربلا کې يې د پېغمبراکرم له لمسي او کورنۍ سرونه غوڅ کړل .

پيغامونه :

١_خداى کله په خوب ځينې حقيقتونه خپل پېغمبر او نور ته ورالهاموي . ( اريناک ) .

٢_هره پېښه ان د خوب تعبير د خلکو د ازمېښت وسيله کېداى شي (الرويا ….. فتنة )

٣_هغه ډلې او ټبرونه،چې د خلکو د بې لارۍ لامل ګرځي ((ملعونه شجره)) ده . ( فتنة الناس والشجرة الملعونه )

٤_ د متعصبو ځېلي خلکو پر زړونو خبردارى اغېز نه لري ( فما يزيدهم الا طغياناً کبيراً )

۶۱- وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلآئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إَلاَّ إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا = او(در يادكړه) چې كله موږ پرښتو ته وويل :((آدم ته سجده وكړئ)) هغوي ټولو سجده وكړه؛ خو بې له ابليسه چې ويې ويل: (( ايا زه هغه چا ته سجده وكړم، چې له خټې دې پيداكړى دى ؟! ))

ټکي :

په قرآن کريم کې څلو ځل آدم ته د پرښتو د سجدې او د ابليس سرغړونې ته اشاره شوې ده .

ابليس له پيريانو دى (کان من الجن )( ١٣٧) لښکر لري (وجنود ابليس اجمعون) ( ١٣٨) او پياده او سپاره لښکر لري ( واجلب عليهم بخيلک ورجلک ) ( ١٣٩) او د سجدې نه کولو او د بې لارۍ لامل يې د خاورې او اور قياس او پرتلنه وه … ( خلقتنى من نار و خلقته من طين ) ( ١٤٠)

پيغامونه :

١_د خداى په امر نورو ته سجده کول پروا نه لري ( و اذ قلنا ….اسجدو الآدم )

٢_پرښتې د خداى حکم ته تسليمې دي.(واذقلنا للملائکة اسجدو …فسجدوا )

٣_انسان د ټولو موجوداتو ښاغلى دى؛ځکه مصعومو پرښتو ورته سجده وکړه .( اسجدو لادم فسجدوا )

٤_ځان تر نورو غوره ګڼل شيطاني ګروهه ده ؛ځکه شيطان د ځان پر غوره والي ګروهمن و ( اسجد لمن خلقت طيناً )

٥_د خداى پر حکمت،عدل او حکم نيوکه تر سجده نه کولو هم بده ده (ءاسجد…) .

٦_ابليس د اختيار خاوند دى ( الاابليس ءاسجد…)

٧_د نص پر وړاندې اجتهاد منع دى ( شيطان د خداى د نص پر وړاندې اجتهاد وکړ ) ( قلنا ….ءاسجدوا …اسجدلمن خلقت طيناً)

٨_ کله د ګناه او سرغړونې ريښه په ځان غوره ګڼلو کې وي ( اسجد لمن خلقت طينا ) .

٩_کينې د ابليس د حقيقت لېدنې سترګې وتړلې او د آدم خاورېتوب يې وليد . ( ءاسجد…طينا)؛خو د هغه الهي روح يې ونه ليد . ( نفخت فيه من روحى ) ( ١٤١)

١٠_ د ابليس د ارزښتنونو بنسټ ماديات وو. ( طيناً )

۶۲- قَالَ أَرَأَيْتَكَ هَـذَا الَّذِي كَرَّمْتَ عَلَيَّ لَئِنْ أَخَّرْتَنِ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لأَحْتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُ إَلاَّ قَلِيلاً =(بيا يې) وويل: ((ما ته ووايه :(د كوم دليل له مخې دې) دا پر ما غوره كړى دى؟ كه ما ته د قيامت تر ورځې پورې مهلت راكړې (؛نو) زه به يې د ټول ځوځات بېخ وباسم او بې لارې به يې كړم؛خو له لږ شمېر پرته .))

  ټکي :

((ارايت )) د (( اخبرنى )) ؛يعنې ماته خبر راکړه پر مانا ده .

((احتنکن )) له (( حنک )) څخه اخستل شوى او هغه پړي ته ويل کېږي، چې د څارويو وژلو په وخت کې يې ورته په ورمېږ کې اچوى ((احتناک)) له بېخه رانړولو او بشپړ واکمنېدو ته هم وايي ( ١٤٢)

پيغامونه :

١_ځانمني انسان له خدايه سرغړونې ته راکاږي (هذا الذى کرمت علئ )

٢_ له مقامه زړه شلول تر ټولوسخته ازمېينه ده .(کرمت على) ( ١٤٣).

٣_ کينه د خلکو د يرغل لامل ګرځي ( لئن اخرتن … لا حتنکن ذريته )

٤_ ځينې کينې نسلونه له منځه وړي .( ذريته ) .

٥_ابليس هم له قيامته خبرو او هم يې پرې ايمان درلود.(اخرتن الى يوم القيامة)

٦_انسان د شيطان د وسوسو پر وړاندې ازاد دى او د ټاکنې حق لري .(الا قليلا) .

٧_ځينې د شيطان له وسوسو خوندي دي ( الاقليلا )

  ۶۳- قَالَ اذْهَبْ فَمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ فَإِنَّ جَهَنَّمَ جَزَآؤُكُمْ جَزَاء مَّوْفُورًا = خداى وويل: (( ولاړ شه ! له هغو چې څوك ستا لاروى شي؛نو بېشكه تاسې ته د دوزخ سزا ده،چې پوره سزا ده !

  پيغامونه :

١_ابليس مهلت وغوښت او خداى ورکړ.( اذهب )

٢_انسان ازاد دى،خوښه يې خپله،چې په خداى پسې ځي او که په شيطان پسې . ( فمن تبعک )

٣_ د ابليس او لارويانو ځاى يې په دوزخ کې دى ( جرائکم جهنم ) .

٤_الهي سزا بشپړه ده،ګناه کوونکيو ته هم د خپلو کړنو سزا ورکول کېږي او هم د نورو د بې لارې کولو سزا. ( موفورا)

۶۴- وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا = او له هغوى دې، چې پر چا وسه كېږي، په خپل غږ (فساد ته) را وپاروه او خپل سپاره او پلي دې ورباندې راټول کړه او په شتمنيو او اولادونو كې يې ځان ورننه باسه او وعدې وركړه ! او شيطان هغوى ته له غولونې پرته بله وعده نه وركوي

ټکي :

((استفزاز)) په بيړه د ښويولو او ټيله ورکولو پر مانادى .

ابليس د انسان د غولولو لپاره له يوې لارې نه راننووځي؛بلکې پر تبليغاتو،ژمنو،هيلو،وسوسو،ملګرتوب،پياده او سپور انسان کلا بندوي، چې په دې ترڅ کې ځينې ورسره کېږي.

په روايتوتونو کې راغلي : هغه د شيطان ملګرى دى، چې پروا نه لري،چې څه وايي او څه ورپسې ويل کېږي،هر چار ته لاس اچوي او ښکاره ګناه او غيبت کوي . ( ١٤٤)

او همداراز حرام خوړل،زنا،د فاسد او بې لارې نسل منځ ته راوړل، له شيطان سره ملګرتوب دى ( ١٤٥) او څوک چې د پېغمبراکرم (ص) اهل بيت دښمن ګڼي؛نو پوه دې شي،چې شيطان يې په نسل کې ګډ شوى دى .( ١٤٦)

پيغامونه :

١_د شيطان ځواک محدود دى .( من استطعت )

٢_فاسد تبليغات د خلکو په بې لارې کولوکې ونډه لري.( بصوتک) .

٣_دښمن تر نظامي يرغله مخکې تبليغاتي او فرهنګي يرغل کوي ((صوت )) تر ((خيل )) څخه مخکې راغلى دى . ( بصوتک ،اجلب عليهم بخيلک)

٤ _ابليس هم په خپله د بې لارۍ لامل دى ( استفزز) او هم يې ځواکونه (خيلک )

٥_ شيطان په څارنځى کې کېني او خلک راکاږي ( اجلب )

٦_حرامه روزي خوړل شيطان ته ګډون ورکول دي ( شارکهم ) .

٧_هره ازادي او اختيار الهي پېرزو نه ده؛ کله د ځواک ښوول يو ډول الهي قهر دى. ( مېږي ته چې خداى په قهر شي؛نو وزرې ورکړي.) (استفزز،اجلب ، شارکهم ، عدهم )

٨_شيطان د انسان د هيلو په پټي کې د خپلو وسوسو تخم کري ( عدهم ومايعدهم الشيطان الا غرورا)

٩_ شيطان پردې سربېره،چې انسان تېرباسي،ګناه ته يې مخونه هم ورکوي، په دروغو د شفاعت وعده ورکوي او توبه ځنډوي ( وما يعدهم الشيطان الا غرورا )

  ۶۵- إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلاً =(خو پوه شه) چې ته به زما پر بندګانو هيڅ ډول تسلط او واكمني ونه لرې (او هغوى هېڅكله ستا په دام كې نه نښلي) همدومره بس دى،چې ستا پالونكى د هغوى ساتونكى وي .))

  ټکي:

سره له دې،چې ټول خلک د خداى بندګان دي؛خو خداى يې ځينې د درناوي له مخې په ځان پورې تړلي دي . (عبادى)؛لکه څنګه چې ځينى څيزونو هم دي؛لکه : (( بيتى )) .

د خداى بندګان په يو بل آيت کې پر ايمان او توکل پېژندل شوي،چې شيطان پرې نشي واکمنېداى . (انه ليس له سلطان على الذين آمنو و على ربهم يتوکلون ) ( ١٤٧)؛البته شيطان يې وسوسوکوي او ورته مخې ته راځي ؛خو هغوى مقاومت کوي ( ان الذين اتقوا اذا مسهم طائف من الشيطان تذکروا ) ( ١٤٨)

په يوه حديث کې راغلي دى : اذان او لمونځ د شيطان د شړلو وسيلي دي. (١٤٩)

پيغامونه :

١_د خداى نږه بندګانه لږ دي .( ان عبادى ليس لک عليهم سلطان ) په ٦٢ آيت مو ولوستل،چې شيطان وويل : ( لا حتنکن ذريته الا قليلا) زه به له لږ شمېرپرته نور ټول بې لارې کړم.

٢_د خداى بندګي انسان د شيطان د ځواک له يرغله خوندي ساتي .( ان عبادى ليس لک عليهم سطان )

٣_انسان ازاد دى او د شيطان د يرغل پر وړاندې په ايمان او عبوديت مقاومت کړاى شي ( عبادى ليس لک عليهم سطان ) .

٤_څوک چې د خداى بنده شو؛نو خداى يې وکيل،ساتونکى او ذمه وار دى ( عبادى ….. کفى بربک وکيلا )

٥_خداى پېغمبر ته ځانګړې پاملرنه درلوده او د شيطان له نفوذه خوندي و ( ان عبادى …. کفى بربک وکيلاً )

  ۶۶- رَّبُّكُمُ الَّذِي يُزْجِي لَكُمُ الْفُلْكَ فِي الْبَحْرِ لِتَبْتَغُواْ مِن فَضْلِهِ إِنَّهُ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا = ستاسې پالونكى هغه دى،چې په سمندركې تاسې ته بېړۍ چلوي،چې له نعمتونو يې برخمن شئ؛ (ځكه) هغه تل پرتاسې لورين دى.

ټکي :

سمندري لارې ارزانه،تل او د ټولولپاره دي،چې د خلکو او څيزونو په لېږد کې زياته ونډه لري . سمندرونه په اکسيجن،بخار او باران جوړونه کې هم خورا ونډه لري.په سمندر کې کبان، ډول ډول ژوي،بوټي او جمادات هم شته .

پيغامونه :

١_د انسان د مادي اړتياوو چمتو کول د خداى د قدرت نښه ده .( کفى بربک وکيلا ربکم الذى ……)

٢_امکانات او فضل د خداى له لوري دي؛خو هلې ځلې بايد زموږ وي . ( يزجى، لتبتغوا من فضله )

٣_څه چې د سمندرونو له نعمتونو ترلاسه کوو ؛نو د خداى فضل دى (من فضله ) .

٤_د خداى ربوبيت له تلپاتې رحمت سره دى ( ربکم … کان بکم رحيما)

  ۶۷- وَإِذَا مَسَّكُمُ الْضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَن تَدْعُونَ إِلاَّ اياهُ فَلَمَّا نَجَّاكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ وَكَانَ الإِنْسَانُ كَفُورًا = او چې كله په سمندر كې پر تاسې (څه) ناورين راځي؛ نو له هغه پرته،چې نور (د خپلو ستونزو د حل لپاره) رابلئ (ټول) هېروئ؛خو چې كله هغه تاسې وژغوري (او) وچې ته مو ورسوي (؛نو له توحيد نه) مخ اړوئ او انسان تل ناشكره دى.

  ټکي :

د توحيد د فطري توب يو دليل دادى،چې انسان له ټولو مادي څيزونو تر ستړيا او نهيلۍ وروسته يوې غيبي مرستې په پام شي،چې د خلاصون لامل يې وي.

له خدايه يو منکر له امام صادق څخه د خداى د اثبات لپاره دليل وغوښت . امام وپوښت: ايا تر اوسه په يوه داسې بېړۍ کې سپور شوى يې،چې په توپان کې راګېره شوې وي ؟ منکر وويل : هو! يو ځل په سفرکې زموږ بېړۍ ورانه شوه او پر يوه تخته سپور شوم .امام وپوښت: ايا په هغه وخت کې دې يو ځواک ته پام نه و،چې ته يې راخلاصولې؟ منکر: هو! امام: هماغه غيبي ځواک، خداى دى .

پيغامونه :

١_ لنډمهاله ايمان او توبه ارزښت نه لري .( مسکم الضر…)

٢_انسان چې راګېر شي ؛نو خداى ورياد شي ( الااياه ) او بې له خدايه د ټولو پوچتيا ورته جوته شي .( ضل من تدعون ) .

٣_د حقايقو د ښه درک لپاره بايد له مادي وسايلو لرې شو ( مسکم الضرمن البحر ضل من تدعون الا اياه )

٤_ بې له خدايه نور ټولو معبودان ورکېږي ( ضل من تدعون الاياه.)

٥_د زړه د کومې دعا قبلېږي ( الااياه فلما نجاکم )

٦_ هوسايي غفلت رامنځ ته کوي ( نجاکم …. اعرضتم ) .

٧_د دنيا ماديات دومره تېرايستونکي دي؛ همداچې انسان له ستونزو راووت ؛نو هرڅه ترې هېرېږي ( فلما نجاکم …اعرضتم).

٧_له کړکېچه تر خلاصون وروسته د خداى هېرول کفري چار دى ( وکان الانسان کفوراً )

  ۶۸- أَفَأَمِنتُمْ أَن يَخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ أَوْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لاَ تَجِدُواْ لَكُمْ وَكِيلاً = ايا له دې بې غمه او ډاډمن ياست،چې تاسې به پر همدې وچه (دسختې زلزلې له لارې) په ځمكه كې ننباسي يا به پر تاسې د وړوكاڼو وروونكى طوفان راوالوځوي ( اوپه هغه كې به مو ښخ كړي ) بيا به خپل ځان ته ساتندوى (او ملاتړ) و نه مومئ .

ټکي :

د تېرو قومونو هلاکېدو سره توپير درلود؛خداى ځينې ظالمان او سرغړونکي پر ځمکه ډوب کړل ،ځينې يې پر سيند لاهوکړل، پر ځينو يې کاڼي وورول،پر ځينو تندر راپرېووت؛نو خداى له هرې لارې نه کفار پوپناه کولاى شي .

پيغامونه :

١_ پر الهي نعمتونو مه مغرورېږئ (نجاکم …. افامنتم)

٢_د کار پايلې ته سوچ پکار دى ( افامنتم)

٣_انسان هر چېرته،چې وي، د خداى له قهره خوندي نه دى ( يخسف بکم جانب البر)

٤_د خداى قهر ته يو قدرت هم د ټينګې نه دى (ثم لا تجدوا لکم وکيلا).

۶۹- أَمْ أَمِنتُمْ أَن يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَةً أُخْرَى فَيُرْسِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفا مِّنَ الرِّيحِ فَيُغْرِقَكُم بِمَا كَفَرْتُمْ ثُمَّ لاَ تَجِدُواْ لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِ تَبِيعًا = او ايا له دې ډاډمن ياست،چې بيا به (خداى) تاسې سمندر ته بوځي او پر تاسې به طوفاني سيلۍ راوالوځوي او د كفر له امله به مو ډوب كړي، بيا به تاسې څوك و نه مومئ، چې له موږه ستاسې ددې ډوبېدو پوښتنه وكړي .

ټکي:

((حاصب)) پر وچه توپان او ((قاصف)) سمندري توپان ته وايي. (( تبيع )) له (( تبع )) څخه اخستل شوى او هغه چا ته ويل کېږي،چې غچ اخلي .

پيغامونه :

١_لنډ مهالې هوسايۍ ته مه خوشحالېږئ،خطر تل په څارنځي کې وي (امنتم ان يعيدکم فيه تارة اخرى )

٢_د ځينو ناشکريو سزا په همدې دنيا کې ورکول کېږي ( فيغرقکم بما کفرتم)

٣_د انسان د بدمرغۍ او ورکېدو لامل يې خپل عمل دى ( فيغرقکم بما کفرتم)

٤- تر خلاصون وروسته له خدايه غفلت د کفر او کفران يوه نښه ده. ( بما کفرتم)

٥-هېڅ ځواک د خداى پر وړاندې درېداى نشي او خداى د هېچا پر وړاندې هم مسئوول نه دى. ( لا تجدوا لکم علينا تبيعاً)

۷۰- وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً = او په رښتيا چې موږ بنيادم ته ډېر عزت وركړى دى او هغوى مو په وچه او لمده كې (پر سپرليو) سپاره كړي دي او هغو ته موږ له ډول ډول پاكو څيزونو روزي وركړې او هغوى مو پر خپلو ډېرو مخلوقاتو غوره كړي دي .

  ټکي :

کرامت کله مانيز،اکتسابي او د خداى په نزد وي؛لکه د پرهېزګارانو ځانګړى کرامت ( ان اکرمکم عندالله اتقاکم )( ١٥٠) او کله کرامت په پيدايښت کې وي؛لکه (احسن تقويم ) (١٥١) ، چې د انسان په پيدايښت کې راغلى دى. شونې ده،چې په دې آيت کې له ((کرمنا)) مراد دويمه خبره وي .انسان هم په پيدايښت،هوش،عقل او استعداد کې کرامت لري او هم داچې اسماني قانون او الهي مشر لري او هم پرښتو ورته سجده کړې ده.

انسان تر پرښتو غوره دى ؛ځکه :

الف :انسان ته پرښتو سجده کړې ده.

ب:پرښتې سوچه عقل دى او شهوت نه لري ؛نو ځکه يې کمال د انسان هومره ارزښت نه لري، د چاچې عقل پر شهوت برلاس شو ؛نو تر پرښتې غوره دى .

ج : د معراج په شپه جبرائيل پېغمبر اکرم ته وويل : ته امام شه،چې درپسې ودرېږو؛ځکه خداى درته پر موږ غوره والى درکړى دى .( ١٥٢)

سره له دې،چې خداى انسان ته ان تر پرښتو هم لوړ مقام ورکړى. (فضلناهم على کثير ممن خلقنا) ؛خو خپله ناوړه ټاکنه او کړه وړه يې درجه او مقام ډېر زيات راټيټوي ( اسفل سافيلن ) ( ١٥٣) ان مقام يې تر څاروي هم ټيټېږي (کمثل الحمار) ( ١٥٤)، (کمثل الکلب) ( کالانعام بل هم اضل) (١٥٦) (کالحجارة او اشد) ( ١٥٧)

سفر د انسان د ژوند،تجربې او اړتياوو پوره کولو لپاره پکاردى،چې خداى يې اسباب په وچه او لمده کې بشر ته ورکړي او هغه يې خپل نعمت ګڼلى دى.

د ځينو مفسرانو د وينا له مخې، “په وچه او سمندر کې وړل” د بشر په لاس د ټولو ځمکني او سمندري ځواکونو تسخيرول دي؛ نه يوازې په بېړۍ او خره سپرېدل !

((طيبات)) او پاکي ډولونه لري : پاک ژوند، پاک اولاد او پاک رزق.

امام باقر وويل : پاک رزق هماغه ګټور علم دى .( ١٥٨)

پيغامونه :

١_ خپل کرامت او مقام ته د انسان پام يې د شکرايستنې او له کفره د لرې کېدو لامل دى .( بما کفرتم … ولقد کرمنا )

٢_نه يوازې حضرت آدم عليه السلام ؛بلکې د انسان ټول ځوځات کرامت لري ( کرمنا بني آدم )

٣_له نورو مخلوقاتو د انسان کرامت او توپير په ډېرو څيزونو کې دى (لقد کرمنا … فضلنا هم …. تفضيلا)

٤_خداى انسان ته د ودې او کمال لارې چارې برابروي .( کرمنا،حملنا، رزقنا،فضلنا،خلقنا )

۷۱- يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُوْلَـئِكَ يَقْرَؤُونَ كِتَابَهُمْ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلاً =(درياده كړه هغه ورځ) چې موږ هره ډله د هغې له مشرانو سره راغواړو؛ نو چا ته چې خپل کړنليک په ښي لاس كې وركړ شي؛ نو هغه به خپل کړنليک (په خوښۍ اوخوشحالۍ سره) ولولي او د نري تار هومره به پرې ظلم (هم) ونشي.

ټکي:

((فتيل)) د کجورې د زڼي په درز کې نري تار ته ويل کېږي،چې دلته ترې مراد ډېر لږ او وړوکى څيز دى .

قرآن د دوه ډوله مشرانو نوم راوړى : د رڼا او ښيون مشر (ائمة يهدون بامرنا) ( ١٥٩ ) او بل د اور او تيارې مشر ( ائمة يدعون الى النار) (١٦٠)، چې دا دويمه ډله په زور،ګواښ،سپکاوي او تطميع وګړي له ځانه لاروۍ ته اړباسي .

ابو بصير امام صادق ته وويل : ګواهي ورکوم، چې ته مې امام يې . امام ورته وويل : د قيامت پر ورځ به هره ډله له خپل امام سره راپاڅېږي،د لمرلمانځي به له لمر سره او سپوږمۍ لمانځي به له سپوږمۍ سره راپاڅېږي ( ١٦١) .

پيغامونه :

١_قيامت مه هېروئ .( يوم ندعوا )

٢_د قيامت پر ورځ وګړي د هغوى د مشرانو پربنسټ ويشل کېږي .( کل اناس بامامهم )

٣_انسان ناچاره دى،چې د ځان لپاره مشر او بېلګه ولري.( کل اناس با مامهم ) .

٤_مسلمان دې د خپل مشر په ټاکنه کې پام وکړي ؛ځکه په قيامت کې به ورسره راپاڅېږي .( ندعوا کل اناس بامامهم )

٥_د مشر د ټاکنې اغېز د قيامت تر ورځې پورې وي ( ندعوا کل اناس بامامهم ) .

٦_قيامت يوازې د ګړيو محکمه نه ده؛بلکې د امتونو،ملتونو، ګوندونو او ښويځو ستره محکمه هم ده .( ندعواکل اناس بامامهم )

٧_ د مشر د ټاکنې مسئله يوازې اعتقادي مسئله نه؛بلکې مشر د انسان د نېکمرغۍ اوبد مرغۍ لاره چاره برابروي (کل اناس بامامهم ) .

٨_د قيامت پر ورځ،چې نېکان خپل کړنليک وويني؛نو خوشحالېږي (يقرئون کتابهم ) او يو بل ته غږ کوي: را شئ کړنليک مې ولولئ . (هاوم اقروا کتابيه )( ١٦٢)

٩_د انسان کړه وړه د هغه په کړنليک کې ليکل کېږي .( کتابه )

١٠_د قيامت پر ورځ د انسان محکمه د دلايلو او اسنادو پر بنسټ ده (ولا يظمون فتيلا )

١١_په قيامت کې د انسان ثواب او سزا د عدل پر بنسټ ده (ولا يظمون فتيلا ) .

۷۲- وَمَن كَانَ فِي هَـذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلاً = اوڅوك چې په دې دنيا كې (د حق له پېژندلو) ړوند وي؛ نو په آخرت كې به هم ړونداو ښه بې لارې وي.

ټکي :

د قيامت پر ورځ پردې سربېره،چې ځينې ګونګ راپاڅي،ځينې ړانده هم راپاڅي،چې د دوى دا ړوندتوب په دنيا کې د زړه په ړوندتوب کې جرړه لري.

روايتونه وايي :پر هغوى چې حج فرض وي او حج ته نه ځي يا هغوى چې قرآن وايي؛خو عمل پرې نه کوي ؛نو د قيامت پر ورځ به ړوند راپاڅي . (١٦٢)

پر زړه ړانده پر سترګو تر ړاندو بد وي؛لکه څنګه چې حضرت علي (ک) وايي : تر ټولو بد ړوندتوب د زړه ړوندتوب دى او همداراز وايي : تر ټولو زيات ړانده هغوى وي،چې زموږ له فضيلتونو سترګې پټوي (١٦٤) .

ړوندتوب په قيامت کې په نورو آيتونو کې هم راغلى؛ لکه : (نحشرهم يوم القيامة على وجوههم عمياً) ( ١٦٥) او همداراز د طه دسورت په ١٢٥) آيت کې د قيامت پر ورځ ړانده راپاڅېدل د هغوى حق ګڼي،چې په دنيا کې يې زړه ړوند وي ،الهي آيتونه يې هېرکړي وي او له حقه يې مخ اړولى وي .

پوښتنه : په آيتونو کې راغلي: ګناهکارانو ته به وويل شي : کتاب دې (کړنليک ) ولوله ؛نو هغوى چې ړانده دي،څنګه به يې و لوستاى شي ؟

ځواب : د دوى ړندېدل د قيامت په يو تمځاى کې وي او په نورو تمځايونو کې يې سترګې ويني او کوم حقيقونه چې يې په دنيا کې نه وي ليدلي،هلته يې ګوري.

امام باقر وويل : څوک چې په دنيا کې د خداى له پيدايښته مانيزه ګټنه و نه کړي؛نو د ناليدي آخرت په اړه خو به بيخي پر زړه ړوند وي.( ١٦٦)

پيغام :

١_اخروي شخصيت د انسان د دنيوي شخصيت زوکړه ده . ( فى هذه اعمى فهو فى الآخرة اعمى) هغوى چې دلته د حقيقت د ليدو سترګې نه لري؛ په هغه دنيا کې به هم ړانده وي .

۷۳- وَإِن كَادُواْ لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَإِذًا لاَّتَّخَذُوكَ خَلِيلاً = نژدې وه، چې دوى تا (پخپلو وسوسو) له هغه څه راواړوي،چې موږ تاته وحې كړې ده،چې ته له هغه (قرآن) پرته (يو بل څه په دروغو) په موږ پورې وتړې؛ نو هله يې ته په دوستۍ نيولې.

ټکي:

په روايتونوکې راغلي: بوت لمانځو له پېغمبر اکرمه د بوت لمانځنې لپاره يو کلن مهلت وغوښت ، نږدې ول،چې پېغمبر اکرم ورسره منلې واى ؛خو خداى له دې چاره وساته !! خو دا روايتونه د منلو وړ نه دي او رد دي ؛ځکه د پېغمبر اکرم (ص) له پرېکندتوب او عصمت سره اړخ نه لګوي،چې د قرآن په نورو آيتونو کې راغلى دى . ( ١٦٧)

د اطيب البيان د تفسير ليکوال وايې : داچې په آيت کې                                                                                                                                                                                           ((الذى اوحينا)) راغلي،نه (( عما اوحينا )) راښيي،چې کفارو ځکه هلې ځلې کولې،چې د يو ځانګړي وګړي په اړه د پېغمبر(ص) نظر واړوي،نه له هغه څه نه چې په وحې کې راغلي؛خو هغه څوک و، چې خداى يې په هکله وحې راولېږله ؟ له امام باقر او امام کاظم څخه روايت شوي،چې هغه د حضرت علي (ک) ولايت دى،چې په آيتونو کې پرې هم ټينګار شوى دى . د پېغمبر اکرم (ص) د خلکو کينې او د نه منلو خبرې ته پام نه و، چې خداى آيت راولېږه او د کفارو له دسيسې يې خاورې ايرې کړې.

البته دا کلام د ((الذى )) د ټکي او پاسني حديث په رڼا کې د منلو وړ دى،په دې شرط،چې مراد يې ترې په مکه کې د حضرت علي (ک) معرفي کول وي ؛ځکه دا سورت مکي دى.

پيغامونه :

١_کفار د پېغمبرانو جذبولو ته هم هلې ځلې کوي (کادواليفتنونک ) .

٢—مشران بايد د دښمن له دسيسو سره په هوښيارتوب وچلېږي (کادو ليفتنونک )

٣_له هېوادونو او وګړيو سره هغه اړيکې بې ارزښته دي،چې پکې له مقدساتو سترګې پټول وي .( اذاً لا تخذوک خليلا)

٤_ څو مسلمانانو له خپل دينه لاس نه وي اخستى؛نو کفار به يې واقعي دوستان نشي .( اذاً لا تخذوک خليلا ) (١٦٨)

۷۴- وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلاً = اوكه ته موږ (پرحق باندې) ټينګ كړى نه واى (او د عصمت د مقام په رڼا كې له بې لارۍ خوندي شوى نه وې؛نو) نژدې وه،چې لږ څه به د هغو لوري ته ورمات شوى وې.

ټکي :

دا آيت د پېغمبر اکرم (ص) له عصمت سره هيڅ ډول ټکر نه لري .د ((نژدې وه،چې لږ څه به د هغو لوري ته ورمات شوى وې.)) د ((ګناه کولو )) پر مانانه دي، پردې سربېره (که زموږ ټينګول نه و … )) شرطي حالت لري؛يعنې که زموږ ملاتړدرسره نه وي؛نوکېداى شول،چې کوږ شوى واى . په نورو ځايونو کې هم د (که) شرط د کار پرېکنده ترسره کول نه دي؛لکه ( ولو تقول علينا بعض الا قاويل …..لقطعنا منه الوتين ) ( ١٦٩ )؛يعنې که په موږ پورې يې دروغ وتړل ؛نو شاهرګ به يې غوڅ کړو . او د ( لئن اشرکت ليحبطن عملک ) ( ١٧٠ ) که شرک دې وکړ ؛نو کړه وړه به دې تباه شي، چې ددې کارونود ترسره کولو پر مانانه دي .

امام وضا وايي : په واقع کې په دې آيت کې خطاب مسلمانانو ته دى؛ نه يو ازې پېغمبر اکرم ته. (١٧١)

پيغامونه :

١_ که د خداى ساتنه او پېرزو نه وي؛نو د پېغمبرانو عصمت به هم نه و. ( ولولا ان ثبتناک )

٢_د دښمنانو او کافرانو پر وړاندې پرېکندتوب او خبره يې نه منل د انبياوو يو امتياز دى ( ثبتناک ) .

٣_خداى پېغمبران معصوم ساتي . ( ثبتناک )

٤_په اعتقادي مسئلو کې د يو مشر پر شاتګ د ظالمانو پر لور تلل دي، چې رهبرانو ته داسې خطر په څازنځى کې وي ( ولولا ان ثبتناک لقد ترکن اليهم) .

٥_ کږلاري که ډېره هم ناڅيزه وي؛خو د پېغمبرانو لپاره ډېره ده ( شيئاً قليلا)

٦_له اصولو او ارزښتونو پر شاتګ منع دى ؛ځکه دښمنانانو ته يوه بريا حسابېږي .( شيئاً قليلاً ) .

۷۵- إِذاً لَّأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا = (كه داسې دې كړي واى؛نو) موږ به پر تا په دنيا كې (د مشركانو) د مجازاتو د دوه برابره او تر مرګ وروسته هم (د هغوى د مجازاتو) د دوه ګرايه عذاب خوند څكلى واى، بيا به دې زموږ په مقابل كې ( د عذاب د لرې كولو لپاره) كوم مرستندوى نه واى موندلى!

ټکي :

ددې آيت تر نازلېدو وروسته به د خداى رسول دا دعا کوله : خدايه! د سترګو د رپ هومره مې هم سر ايله پرېږدې ! ( ١٧٢)

پيغامونه :

١_خداى هم پېرزو لري،هم قهر (ثبتناک،اذقناک ) .

٢_پر کفارو ډاډ او ورته لېوالېدل ستره ګناه ده؛ځکه په اړه يې د عذاب وعده ورکړل شوې ده ( ترکن اليهم …..اذقناک )

٣_د مشرانو کوچنۍ تېروتنه ستره ګناه لري (شيئاً قليلا ….ضعف الحياة )

٤_که په جزايي قوانينو کې چارواکيو ته درنه سزا وضع شي؛نو بې عدالتي به نه وي ( شيئاً قليلاً …..ضعف الحياة )

٥_کفارو ته لېوالتيا د ځان ته پاتې کېدو او د خداى له مرستو بې برخې کېدو لامل ګرځي ( ترکن اليهم …. لا تجد…. يضراً )

٦_ان پېغمبران د خداى د قهر مخه نشي نيولاى(لا تجدلک علينانصيرا)

۷۶- وَإِن كَادُواْ لَيَسْتَفِزُّونَكَ مِنَ الأَرْضِ لِيُخْرِجوكَ مِنْهَا وَإِذًا لاَّ يَلْبَثُونَ خِلافَكَ إِلاَّ قَلِيلاً = او نژدې و( چې په چل او دسيسه) تا له دې هېواده بې ځايه او وباسي او كه دا سې يې كړي واى (؛نو پر سخت الهي عذاب به اخته شوي ول او) تر تا وروسته به پخپله دوى هم دلته لږه موده پاتې شوي واى .

ټکي :

دا آيت د انفال د سورت دېرشم آيت ته اشاره کوي،چې وايي : (وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ = او(درياد كړه) چې کله كافرانو ستا په باب دسيسې جوړولې، چې بندي دې كړي،يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وشړي ، هغوى لارې چارې سنجولې (او نقشي يې جوړولې) او خداى هم (خپل) تدبيركاوه او خداى تر ټولو غوره تدبيروونكى دى .

پيغامونه :

١_پېغمبر اکرم د هر ډول خطر، دسيسې، ترور او تبيعد تر ګورښ لاندې و ( کادوا ليستفزونک …)

٢_د اسلام د دښمنانو موخه د دين بيخ راايستل دي،چې په دې لار کې ان پر پېغمبر اکرم هم رحم نه کوي .( ليستفزونک )

٣_کافران لومړى د مشر په ګروهه او فکر کې ننوځي او بيايې شړي ( ليفتنونک … ليخرجوک ..)

٤_په خلکو کې د پېغمبر شتون پر هغوى د الهي عذاب د مخنيوي لامل دى او که يوه شېبه يې هم ځان له پېغمبره لرې کړ؛نو د خداى عذاب به پرې راشي ( لا يلبثون خلافک الا قليلا )

٥_قرآن هم له غيبو خبر ورکوي او هم د دښمن د د سيسو د ناکاميو په بيانولو پېغمبر اکرم ته تسلي ورکوي ( کادوا ليستفزونک …. لايلبثون خلاف الا قليلا)

۷۷- سُنَّةَ مَن قَدْ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِن رُّسُلِنَا وَلاَ تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِيلاً = دا له تا د مخكې لېږل شويو استازيو( په باب) زموږ سنت (او قانون) دى او هېڅكله به زموږ په سنت (او قانون ) كې بدلون ونه مومې .

ټکي:

د پېغمبرانو تاييدول او د ظالمانو او کافرانو ورکول الهي سنت دى، چې د ابراهيم د سورت په ١٣ آيت کې راغلي دي : وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّـكُم مِّنْ أَرْضِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ =( خو) كافرانو خپلو پېغمبرانو ته وويل :(( چې هرومرو به تاسې له خپلې سيمې وباسو؛خو داچې بېرته زموږ دين ته راواوړئ .)) په دې وخت كې د هغوى پالونكي ورته وحې ولېږله چې:(( موږ هرومرو ظالمان هلا كوو؛

پيغامونه :

١_الهي سنتونه د حکمت پر بنسټ وي؛نو ځکه پکې بدلون نه راځي. (سنته من قد ارسلنا )

٢_د کفارو دسيسې او له پېغبرانو سره د خداى غيبي مرستې تاريخي جوړه لري (سنته من قدارسلنا )

٣_تاريخي بدلونونه د الهي ثابتو سنتونو پر بنسټ دي ( لا تجدلسنتنا تحويلا) .

٤_خداى عادل دى او په يو ډول شرايطو کې يې مينه او غوسه هم يو رنګ ده . ( لا تجدلسنتنا تحويلا)

۷۸ – أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا = د لمر له زواله (ماسپښين) د شپې تر وروستۍ تيارې [=نيمې شپې ] پورې لمونځ وكړه او (په تېره بيا) د ګهيځ د لمانځه (پرکولو پابند اوسه؛ځکه) چې د ګهېځ (لمانځه) ته (د شپې او ورځې پرېښتې) حاضرېږي.

ټکي:

((دلوک)) هغه وخت دى،چې لمر د اسمان له منځه لويديځ خوا ته مات شي،چې زوال ورته وايي،چې د ماسپښين او مازيګر د لمونځ وخت دى)

((غسق الليل)) د ماښام او ماسخوتن د لمانځه وخت دى،چې تياره راخپږېږي . (( فجر)) د سهار د لمانځه وخت دى . ( ١٧٣)

امام صادق وايي :د ماسپښن لمونځ لومړى لمونځ و،چې فرص شو او بيا يې دا آيت ووايه.( ١٧٤)

په روايتونو کې راغلي: که د سهار لمونځ د فجر په پيل کې وشي؛نو پرښتې يې په شپه او ورځ دواړوکې ورته وليکي.( ١٧٥)؛يعنې دوه ډلې پرښتې يې ويني او پرې ګواهي ورکوي .

پيغامونه :

١_په اسلام کې د لمانځه د وخت پېژندنې کچه طبيعي ده،چې د ټولو لپاره په هرځاى کې او تل د پېژندنې او پوهې وړ ده .( لدلوک الشمس، غسق الليل ،الفجر)

٢_ ديني کړلارې مهال ويش لري .( لدلوک الشمس الى غسق الليل ) .

٣_لمونځ يوازېنى عبادت دى،چې د قرآن پر نوم ستايل شوى دى ( قرآن الفجر) .

٤_قرآن او لوستل يې په لمانځه کې اصلي محور دى (قرآن الفجر) (١٧٧)

٥_په لمونځونو کې د سهار لمونځ ځانګړى ځاى لري ( ان قرآن الفجر کان مشهور)

۷۹ – وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسَى أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودًا = او د شپې په يوه برخه كې (له خوبه راويښ شه او) قرآن ولوله (او لمونځ وكړه) دا ستا اضافي دنده ده،هيله ده،چې ستا پالونكى تا (د شفاعت) پر ستايل شوي مقام وګوماري.

ټکي :

((هجود)) د ويدېدلو پر مانادى او ((تهجد)) په عبادت د خوب لرې کول دي.

د شپى لمونځ ډېر فضليت لري،چې د “مدثر” او “مزمل” په سورتونو کې راغلي دي (قم الليل الاقليلا ) په روايتونو کې د شپې د لمانځه لپاره دېرش فضيلوتونه ويل شوي، چې څو يې دادي :

ټولو انبياوو د سهار لمونځ کاوه،د شپې لمونځ د بدن روغتيا او د قبر رڼا ده.د شپې لمونځ د اخلاقو،رزق،د خپګان د لرې کولو،د قرض د ادا کولو او د سترګو د رڼا لپاره اغيزمن دى .( ١٧٨)

د شپې لمونځ د ورځې ګناه له منځه وړي او د قيامت د ورځې رڼا ده (١٧٩)

امام صادق وايي : د شپې د لمانځه ثواب دومره زيات دى،چې خداى وايي:فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ= هېڅ څوک له هغه ثوابه خبر نه دى،چې ورته په پام کې نيول شوى دى.( ١٨١)

امام صادق : دمؤمن شرف دشپې لمونځ دى اوعزت يې خلکو ته آزانه رسول دي .

حضرت ابوذر غفاري د کعبې تر څنګ خلکو ته وويل : د قبر له تيارې او يوازېتوبه خلاصون ته د شپې دوه رکعته لمونځ وکړئ.

پاتې هغه راغلى ،چې د شپې له لمانځه بې برخې وي.

په تاسې کې تر ټولوغوره هغه دى، چې خلکو ته خواړه ورکړي،ښکاره سلام واچوي او چې کله خلک ويده وي؛نو لمونځ وکړي.

درې څيزونه پر پېغمبر فرض وو، چې پرنورو مستحب وو : د شپې لمونځ ، مسواک وهل او سهار وختي پاڅېدل ( ١٨٢)

د ((مقاماً)) په ټکي کې عظمت پټ دى ( د تنوين په پار) او په روايتونو کې راغلي، چې (( مقام محمود )) هماغه شفاعت دى .( ١٨٣)

حضرت علي کرم الله وجهه وايي: ګناه او بد کړه وړه انسان د شپې له لمانځه بې برخې کوي . ( ١٨٤)

خداى پر وخت قسم خوړلى دى ؛ مثلاً ( والفجر) ( ١٨٥) ، ( والصبح ) (١٨٦) ، ( والنهار) ( ١٨٧) ، ( والعصر) ؛خو پر سهار يې درې ځل قسم خوړلى دى 🙁 و الليل اذا يسر) ( ١٨٨)، ( والليل اذا عسعس ) ( ١٨٩) ، (وا لليل اذ ادبر) ( ١٩٠) ؛يعنې د شپې د کېدو پر مهال قسم او په سهار کې د استغفار په اړه دوه آيتونه راغلي دي:( وبالاسحار هم يستغفرون ) ( ١٩١) ، ( والمستغفرين بالاسحار) ( ١٩٢)

پيغامونه :

١_پر پېغمبر اکرم د شپې لمونځ فرض و(فتهجد به نافلة لک ) هو! د مشرۍ مقام درنې دندې لري.

٢_شپه عبادت ته تر ټولو غوره وخت دى ( ومن الليل فتهجد) .

٣_د عبادت او عبوديت تر سيورې لاندې د انسان مقام مانيزېږي ( فتهجد و مقاما محمودا ) .

٤_په عبادت مو خداى نه پوروړى کېږي؛بلکې څه چې را کوي فضل يې دى ( عسى ) .

٥_يوازې د شپې لمونځ بسيا نه دى؛بلکې نور کوښښ هم پکار دى (عسى )

٦_ چې انسان حرکت نه وي کړى؛نو خداى برکت نه ورکوي. (فتهجد… يبعثک ربک)

٧_هغه مقام ارزښت لري،چې د خداى خوښ وي . هو ! لوګى پورته خېژي؛خو د منکرو مخ توروي او که نه تش په نامه شهرت ارزښتمن او تلپاتې نه دى ( يبعثک ربک )

٨_”محمود مقام” د شفاعت مقام دى.خداى په خپله دا شفاعت د خپلو اولياوو لپاره خوښوي؛نه داچې الهي اولياء له خدايه پر بندګانو مهربانه دي . ( يبعثک ربک مقاما محموداً )

۸۰- وَقُل رَّبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَل لِّي مِن لَّدُنكَ سُلْطَانًا نَّصِيرًا = او ووايه:(( پالونکيه! ما په (هر كا ركې) په سمه توګه ننباسه او په سمه توګه مې ترې راوباسه او ما ته له خپل لوري يو ملاتړ را په برخه كړه .))

ټکي :

رښتينولي د يو چار او وګړي تر ټولو غوره حالت او ځانګړنه ده. ډېرې داسې چارې دي،چې په ريا پيلېږي يا په رښتينولۍ پيلېږۍ؛خو پاى يې غرور او دروغ وي،چې برکتونه يې له منځه وځي . د ډېرو چارو د ماتې خوړو جرړه د رښتينولۍ په نه درلودو او د الهي مرستو په بندېدو کې ده.

امام صادق وايي : چې کله د يو چار په اړه وېره لرئ؛نو دا آيت ووايئ او بيا ورته مټې بډ وهئ. ( ١٩٣)

انسان يو ځاى ته رسي، چې له ((صديقينو)) ځنې کېږي،هر څه چې وايي، عمل پرې کوي او پر څه چې عمل کوي هغه وايي .( ١٩٤)

پيغامونه :

١_له خدايه خپلې غوښتنې وغواړئ ( وقل رب ) .

٢_هغه دعا ډېر اغېز لري، چې په لمانځه کې او تر لمانځه وروسته وي. ( اقم الصلوة …. فتهجد… وقل رب )

٣_دعا کول هم بايد له خدايه زده شي،چې څنګه،کله او څه وغواړو( وقل رب ادخلنى …)

٤_د مديريت له اصولو يو هم لرليد او لراندي ده (اخرجنى مخرج صدق) .

٥_ د يو چار تر ښه پيله ښه پاى ته رسول يې مهم دي ( اخرجنى مخرج صدق ) .

٦_د خداى له مرستې پرته د يو چار رښتين پيلول او پاى ته رسول ناشونى چار دى ( رب اخرجنى )

٧_ ټولې چارې د خداى په لاس کې دي او يوازې له هغه د هر څه غوښتل پکار دي ( ادخلنى ، اخرجنى ، اجعل )

٨_د سپېڅليو موخو لپاره د قدرت لاس ته راوړل ارزښت لري ( واجعل لى من لدنک سلطانا ً )

٩_ مؤمن يوازې له خدايه ملاتړ او مرسته غواړي (من لدنک سلطان نصيرا )

۸۱- وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا = او ووايه :((حق راغى اوباطل له منځه ولاړ(؛ځکه) چې باطل له منځه تلونكى دى.))

ټکي :

((حق)) د ثابت او باقي پر مانا دى؛نو خداى او څه چې د هغه له لوري وي،حق دي. ((حق)) د خداى يو نوم دى.

د ((زهوق)) ټکى د تللو پر مانادى . ((زهق نفسه))؛يعنې روح يې له بدنه ووت.

ددې آيت لپاره د اسلام راتګ،مدينې ته ورننووتل،د مکې سوبه او د بوتانو د ماتولو مصداقونه ورکړل شوي دي،چې په ټولوکې باطلو ماته خوړلې وه ؛خو آيت پراخه مفهوم لري، چې د باطل ورکېدل او د حق پايښت دى.

د ((نورالثقلين)) په تفسير کې دا آيت د امام مهدي پر پاڅون تفسير شوى دى. امام باقر وويل : چې کله امام مهدي راښکاره شي؛نو د باطلو د حکومت ټغر به راټول شي.

د حق پايښت او د باطل ورکېدل يو الهي قانون او سنت دى؛ نه ګومان او تصادفي چار،که څه هم د حق لارويان لږ او د باطلو ډېر وي ؛ځکه حق د اوبو په څېر ثابت او پاتې کېدونکى دى او باطل د ځګ په څېر فاني او له منځه تلونکى دى .(فاما الزبد فيذهب جفاءً اما ما ينفع الناس فيمکث فى الارض ) ( ١٩٥)

قرآن وايي : ( نقذف بالحق على الباطل فيدمغه ) ( ١٩٦) موږ حق د باطل پر سر ټومبو او له منځه يې وړو، په دې توګه باطل له منځه تلونکى دى ؛نو حق بايد پر باطلو په قدرت يرغل وکړي او و يې ځپي.

پيغامونه :

١_پېغمبر اکرم (ص) بايد په غوڅه پر باطلو د حق برلاسي اعلان کړي (قل جاء الحق ) .

٢_حق بايد د باطلو منځه وړو ته ډګر ته ولاړ شي ( جاء…. زهق ).

٣_باطل له منځه تلونکى او حق باقي دى ( جاء …… زهق ) ( د ماضى فعل د پرېکندتوب نښه ده)

٤_د باطلو له زور،پړک او پړوکه مه ډارېږئ،چې له منځه تلونکى دى (کان زهوقاً )

۸۲- وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ وَلاَ يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إَلاَّ خَسَارًا = او موږ له قرآنه څه،چې مؤمنانو ته درمل او رحمت دى،نازلوو او (دا کتاب) پر (مشرکو) ظالمانو له زيان پرته بل څه نه ورزياتوي .

ټکي :

په ((من القرآن)) کې د ((من)) ټکى د ځينو پر مانا نه دى،چې ووايي: د قرآن ځينې برخې شفا ده؛بلکې وايي : څه مو چې له قرآن درنازل کړي، شفا ده . ( من بياينه )

سره له دې،چې قرآن ټولو ته سمه لارښوونه ده؛ خو يوازې هغوى له دې رڼا ګټنه کړاى شي،چې د زړه کړکۍ ورته پرانځي او د زړه له کړکۍ يې د تعصب او ځېل پردې لرې کړې وي؛( هدىً للمتقين ( ١٩٨) او ځېلي او ظالمانو ته له تاوان پرته نور څه نه زياتوي .

قرآني استدلال فکري نشتمني پر فکري بډاينې بدلوي، دق رآن پند د کينې درمل دى،د قرآن تاريخ هېښندتوب له منځه وړي،فصاحت او د غږ ښکلا يې مړاوى انسان راژوندى کوي،قوانين او احکام يې خرافات له بېخه رانړوي، لوستل او پکې تدبر د غفلت د ناروغۍ درمل دى، تبرک پرې جسمي ناروغۍ درملوي او لارښوونې يې تيارې رڼا کوي .

د قرآن درمل له مادي درملونو سره خورا توپير لري.قرآني درمل د مادي درملونو په څېر عوارض نه لري ،و خت يې نه تېرېږي او هغه ته چې قرآن شفا ورکړي ؛نورو ته هم شفا ورکولاى شي.

د قرآن ددرمل په نسخه کې غلطي نه وي ،تل د ټولو په اختيار کې وي . ددې درمل طبيب هم موږ پېژني،هم موږ دوستان ګڼي او نسخه يې تلپاتې ده،چې نسخه او درمل يې سارى نه لري.

حضرت علي وايي:قرآن د کفر،نفاق او بې لارۍ درمل دى،چې تر ټولو سترې ناروغۍ دي.

خداى رحمت پر ځان لازم ګڼلى : ( کتب على نفسه الرحمة )( ٢٠٠) . او خپل پېغمبر يې ټولو ته رحمت ګرځولى ( رحمة للعالمين ) (٢٠١) او امت يې هم د يو بل لپاره رحمت دى ( رحماء بينهم )( ٢٠٢) او هم يې کتاب رحمت دى ( شفاء ورحمة )

پيغامونه :

١_داچې قرآن د هغه خداى له لوري دى،چې د انسان او د انسان د فطرت جوړونکى دى؛نو د قرآن قوانين له فطرت سره اړخ لګوي ( شفاء)

٢_د خداى له پېرزو برخمنېدل استعداد او وړتيا غواړي ( شفاء ورحمة للمؤمنين )

٣_داچې کافران د قرآن پر اوامرو او نواهيو عمل نه کوي ؛نو د هر حکم رانازلېدل يې تاوان نور هم زياتوي .( لايزيد الظالمين لا خساراً)

۸۳- وَإِذَآ أَنْعَمْنَا عَلَى الإِنسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ يَؤُوسًا = او موږ چې كله پر انسان لورنه کړې (؛نو له حقه) مخ اړوي او پخپله يو اړخ ته شوى او چې كله (لږ) كړاو ورته ورسي (؛نو له هرڅه) نهيلى كېږي!

ټکى :

((نابجانبه ))؛يعنې يوازې يې ځان ته پام وي او خپل ولي اړوي.

پيغامونه :

١_سوکالي او هوساينه، غفلت ته لارې چارې برابروي (و اذا انعمنا… اعرض )

٢_انسان ددې پر ځاى،چې نعمت د خداى له لوري وګڼي او ورمخ کړي هغه د خپل فکر او استعداد پايله بولي . ( نابجابنه )

٣_ښېګڼه او نعمتونه د خداى له لوري دي؛خو بدي زموږ د خپلو کړنو پايله ده .( انعمنا، مسه الشر) .

٤_انسان دومره کمزورى دى،چې پر يو وړوکي نعمت مغرورېږي او په يوه وړوکې ستونزه نهيلېږي ( اذا انعمنا …اعرض،اذا مسه الشر کان يؤساً)

٥_نهيلي ګناه ده ( اذا مسه الشر کان يؤساً) .

۸۴- قُلْ كُلٌّ يَعْمَلُ عَلَى شَاكِلَتِهِ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَى سَبِيلاً = ووايه:((هرڅوك د خپل (اروايي او بدني) جوړښت له مخې عمل كوي او ستا پالونكى ښه پوهېږي،چې څوك پرسمه لار دى .))

ټکي :

امام صادق د نيت په هلکه او داچې نيت تر عمله غوره دى؛دا آيت ولوست. ( ٢٠٣)

((شاکله)) د انسان روحي جوړښت ته وايي،چې له وراثت،روزنې فرهنګ او ټولنې لاس ته راځي .ځينو ((شاکله)) د فطرت پر مانا ګڼلى، حال داچې فطرت ثابت دى او څه چې په انسانانو کې توپير لري،خلق او خوى،عاداتونه،فکري او کورنى جوړښت دى او د هر چا کړنې يې هم په ګروۍ کې دي. (٢٠٤)

پيغامونه :

١_د انسان د خوى او چلن سرچينه د هغه په فکري،روحي او اخلاقي شخصيت کې ده . ( يعمل على شاکلته )

٢_د ښيون لارې هم درجې لري . ( اهدى)

٣_د چاچې نيت ښه وي؛ هومره ښيون ته نږدې وي ( اهدى سبيلا)

۸۵- وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً = او تا د ((روح)) (د څرنګوالي) په اړه پوښتي،ووايه:(( روح (له پاسنۍ نړۍ او) زما د پالونكي امر دى او تاسې ته يوازې د پوهې ډېره لږه برخه دركړ شوې ده .))

ټکي :

د روح ټکى ٢١ ځل په قرآن کې راغلى دى؛ لکه :

الف -هغه روح ،چې په انسان کې ور پو شوى دى (نفخ فيه من روحه) . (٢٠٥)

ب -وحې: يُلقى الروح من امره على من يشاء من عباده لينذر يوم التلاق ( ٢٠٦)

ج-قرآن : کذلک اوحينا اليک روحاً من امرنا ( ٢٠٧)

د- روح القدس .( ايدناه بروح القدس ) ( ٢٠٨)

هه- پرښتې : ( تنزل الملائکه و الروح )( ٢٠٩)

خو انساني روح ناپېژندل شوى دى،الهي او اسماني اړخ لري او يوازې خداى ترې خبر دى .( قل الروح من امر ربى )

امام باقر د ((قليل)) ټکى پر “قليل علم” نه دى تفسير کړى؛بلکې پر قليلو ( لږو) وګړيو يې تفسير کړى دى .( ٢٠١ ) ؛يعنې بشپړ علم يې يوازې لږو وګړيو ته ورکړ شوى دى او يوازى هغوى پر روح خبر دي .

پيغامونه :

١_پېغمبرانو د خلکو پوښتنې ځوابولې ( يسئلو نک ) .

٢_انسان د روح پر حقيقت نشي پوهېداى ( من امر ربى ) .

٣_ ټول بشري علمونه الهي ډالۍ ده ( اويتيم )

٤_د انسان پوهه لږه ده ( ما اوتييم من العلم الا قليلا)

۸۶- وَلَئِن شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ ثُمَّ لاَ تَجِدُ لَكَ بِهِ عَلَيْنَا وَكِيلاً = اوكه وغواړو،څه چې موږ تا ته وحې كړي دي،له منځه يوسو(؛نو) بيا به څوك ونه مومې،چې د هغې (وحې د ساتلو) لپاره زموږ پر وړاندې ستا مرستندوى وي؛

۸۷- إِلاَّ رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ إِنَّ فَضْلَهُ كَانَ عَلَيْكَ كَبِيرًا = خو دا دې د پالونكي رحمت دى؛(ځكه) لورنه يې پر تا ډېره زياته ده .

ټکي :

٨٦م آيت پېغمبر ګواښي،چې که خداى يې ورکولاى شي؛نو اخستاى يې هم نشي. ( ٢١١) او٨٧م آيت د هڅونې بڼه لري.

قرآن،وحې،نبوت،خاتميت او شفاعت پېغمبر اکرم ته ټول الهي فضل دى او د خداى له ربوبيته سرچينه اخلي او سره له دې،چې خپل ټول نعمتونه بېرته اخستى شي؛خو داسې نه کړي .

پيغامونه :

١_نعمتونه د خداى وبولئ او مه مغرورېږئ؛ځکه د نعمتونو پايښت او زوال د هغه په واک کې دي .( لنذهبن بالذى اوحينا )

٢_ ټول د الهي قهر پر وړاندې هيڅ دي .( ثم لاتجد)

٣_د اسماني کتاب او اوحې رالېږل د انسان ښيون ته دي او د الهي ربوبيت له چارو دي ( الذى اوحينا … الا رحمة من ربک )

٤_ قرآن ستر الهي فضل دى.( اوحينا ….کان فضله عليک ) داچې خداى ستر دى؛نو پېرزو يې هم ستره ده او د خداى ستر فضل يوازې پېغمبراکرم ته ځانګړى دى.

۸۸- قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَن يَأْتُواْ بِمِثْلِ هَـذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا =ووايه:(( كه (ټول) ا نسانان او پېريان راټول شي،چې د قرآن په شان بل قرآن راوړي؛نو راوړاى نشي، كه (په دې چار كې) څومره يو د بل لا سنيوى وكړي .))

ټکي :

((ظهير)) له (( ظَهر)) څخه اخستل شوى،چې د ملاتړ پر مانادى.

آيت د کفارو خبرو ته ځواب دى،چې ويل يې : ( لونشاء لقلنا مثل هذا ) (٢١٢)؛يعنې که موږ وغواړو؛نوکړاى شو د قرآن په څېر راوړو او قرآن هغوى مبارزې ته راوبلل؛خو پېړۍ تېرې شوې ؛خو چا د قرآن په څېر يو آيت هم را نه وړ.

قرآن بې سارې ځانګړنې لري؛ لکه :هم معجزه ده،هم روان او هم ډولا ډوله او متنوع دى،هم له راتلونکې خبر ورکوي،هم غوره کيسې لري او هم د بلنې ښې لارې لري،هم وګړنيزو،ټولنيزو،دينوي او اخروي غوښتنو ته ځواب ورکوي او هم هر وخت ټولو خلکو ته ځواب وايي.

پيغامونه :

١_پېريان هم د انسان په څېر مکلف دي او قرآن د هغوى کتاب هم دى .(اجتمعت لانس والجن )

٢_ د قرآن اعجاز راښيي،چې د قرآن په څېر په راوړو کې پاتې شول. ( لا ياتون بمثله )

٣_پېريان او انسانان کړاى شي يو له بل سره اړيکې او مرسته ولري . (ولوکان بعضهم لبعض ظهيراً )

۸۹ – وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَـذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلاَّ كُفُورًا = موږ په دې قرآن كې خلكو ته د هر څه بېلګه راوړې (او هرډول پوهې مو پكې راټولې کړې دي)؛خو ډېرى خلكو له ناشکرۍ پرته بل غبرګون ونښود.

پيغامونه :

١_د قرآن د بيان تنوع او ډولاډولي اعجاز دى .( صرفنا )

٢_خداى د قرآن په آيتونو کې پر خلکو خپله غاړه خلاص کړه .( لقد صرفنا… ) .

٣_ يو شان والى ستړيا لري،بلنه بايد تنوع ولري .( صرفنا )

٤_ټول بايد د ښيون کتاب ته لاس رسى ولري ( هذا القرآن )

٥_ د متل او بېلګې راوړل د ښوونې او روزنې يوه لار ده ( صرفنا للناس من کل مثل ) .

٦_خلک توپير لرى او ښيي بېلابېل مثالونه ګټور وي .( صرفنا للناس …من کل مثل )

٧_د خلکو انکار لامل يې ځېل دى؛ نه داچې غاړه پرې نه وي خلاصه شوې .( فابى اکثرالناس …)

٨_ اکثريت د حقانيت نښه نه ده . ( فابى اکثرالناس )

۹۰- وَقَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعًا = او و يې ويل:(( موږ به ترهغو پر تا ايمان رانه وړو، چې لدې ( وچې اوسوځنده ) ځمكې دې، راته چينه نه وي بهولي ؛

۹۱- أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأَنْهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيرًا = او يا (بايد) ستا دكجورو او انګورو يو باغ وي او ته پکې ښه ويالې وبهوې ؛

ټکي :

((ينبوع)) هغه چينې ته ويل کېږي،چې وچه نشي او تل راوخوټېږي.

منکران،چې د خداى له اعجازه منکر ول،ايمان راوړو ته يې شرط مادياتو ته رسېدل ايښى و او له پېغمبراکرمه يې بې ځايه تمه درلوده؛ خو غافل ول،چې پېغمبر(ص) د خپل نبوت د اثبات لپاره معجزه ترسره کوي او د ځېلي وګړيو د ځاني غوښتنو، ساتېرۍ يا تفريح لپاره څه کار نه تر سره کوي.

په واقع کې بې ځايه تمې، قساوت،ځېل،پلمې له موخې ناخبري او بې ادبۍ به سره لاسونه يو کړل،چې له پېغمبره غير منطقي غوښتنې ولري لکه : د اوبو چينه،شين بڼ،د اسمان رانړول،د خداى راغوښتل، پرښتې،د سرو زروکور، اسمان ته الوتل او خدايه ځانګړى ليک .

پيغامونه :

١_هرڅوک د خپل فکر له مخې غوښتنې لري،د مشرکانو په نزد د نبوت کچه بڼ،چينه او ماديات ول.( لن نؤمن لک حتى تفجر….) .

٢_ خلک توحيد ته رابلل د پېغمبرانو موخه وه؛خو ځينې د سرو او سپينو زرو په فکر کې ول.( لن نؤمن لک حتى تفجرلنا…)

٣_هره غوښتنه او تمه منطقي نه وي،له پېغمبرانو هم ډېرې بې ځايه تمې کېدې ( حتى تفجر….)

۹۲- أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ قَبِيلاً = يا لكه څنګه چې ګومان كوې،پر موږ د اسمان (د ډبرو) ټوټې راوغورځوې او يا خداى او پرېښتې راته مخامخ راولې (چې ښكاره يې ووينو) ؛

۹۳- أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاء وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إَلاَّ بَشَرًا رَّسُولاً = يا ستا لپاره د سرو زرو يو كور وي،يا اسمان ته وخېژې او ستا پر ختو به (هم) باور و نه كړو،څو پر موږ يوه ليكنه راكوزه كړې،چې و يې لولو!(او ستا تصديق پكې وي) )) ووايه :(( پالونكى مې( له دې بې معنا خبرو) پاك دى! ايا (زه) له يو بشري استازي پرته بل څه يم ؟!))

ټکي :

((کمازعمت)) هغه ګواښ او عذاب ته اشاره ده،چې پېغمبر اکرم (ص) د سبا د سورت په نهم آيت کې ورکړې وه ( او نسقط عليهم کسفا من السماء)

معجزه د خداى د ربوبيت له چارو ده،چې سرچينه يې په الهي ارادې او حکمت کې ده او شرط يې دادى،چې بې موخې،بې ځايه او ناشونې نه وي.

په دې آيت کې له پېغمبره د کفارو غوښتنه بې ځايه وه . د اسمان رانړول ټول له منځه وړي او ايمان راوړ ته به څوک پاتې نشي.د خداى او پرښتو راغوښتل هم ناشوني دي؛ځکه جسم نه دى او موږ يې نه شو کتلاى .

پيغامونه :

١_کفار ځېل لري؛ خو ادب نه لري . ( لن نؤمن ) او ( کمازعمت ) يو ډول بې ادبي ده.

٢_ کفارو د پېغمبر اکرم ګواښونه او خبره نه منله . ( (کمازعمت ) .

٣_بې ځايه او ناشونې غوښتنې د منلو وړ نه دي ( تاتى بالله )

٤_د مشرکانو د بې ځايه توقعاتو لامل د هغوى حسن ګرايي وه.( تسقط تاتى …)

٥_د معجزى تر سره کېدل د خداى په خوښه او اراده وي؛نه د انبياوو (هل کنت الا بشرا )

۹۴- وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَن يُؤْمِنُواْ إِذْ جَاءهُمُ الْهُدَى إِلاَّ أَن قَالُواْ أَبَعَثَ اللّهُ بَشَرًا رَّسُولاً = د ښيون (او لارښوونو) تر راتلو وروسته يوازېنى څيز،چې د خلكو د ايمان راوړو خنډشو،دا و (چې د ناپوهۍ او ناخبرۍ له مخې يې ) وويل :(( ايا خداى يو بشر د استا زي په توګه رالېږلى دى ؟!))

ټکي :

هغوى چې سول نه لري،د قوت ټکي د کمزورۍ ټکي ګڼي،د پېغمبر انسانوالى يې د قوت ټکى دى ؛نه د کمزورۍ؛ځکه د غريزې،غوښتنو او ستونزو په درلودو بيا هم د انسان په درد پوهېږي او کړاى شي عملي بېلګه شي .

د قرآن په رڼا کې د کفارو د ايمان نه راوړو پلمې دا وي :

الف :ولې انبياء زموږ په څېر انسانان دي ؟

ځواب : تر ټولو غوره تبليغ هغه وي، چې له عملي بېلګې سره وي .

ب : ښه که انسان پېغمبرېږي؛نو ولې پلانى لا پلاني ټبره پېغمبر نشو؟

ځواب :د نبوت مقام ان د پرښتو تر مقامه هم ډېر ستر مقام دى او هر انسان له هر ډول مخېنې سره د پېغمبرۍ وړتيا نه لري.

ج: ولې موږ ته پخپله پرښتې نه راکوزېږي ؟

ځواب : يوازې هغوى ته پرښته راځي،چې د بې لارۍ او ګناه مخينه و نه لري ؛ګنې هر ډول دروغ به يې د وحې په نامه تېرول .

پيغامونه :

١_کفار پلمې راوړي او سول نه لري او پلمه يې دا وه، چې ولې پېغمبر زموږ په څېر بشر دى .( مامنع … )

٢_پېغمبران به د خلکو د سمې لارښوونې او روزنې لپاره ورته ورتلل. (جائهم الهدى )

٣_دا چې د جاهليت د پېر انسان د انسان له کرامته ناخبره ول؛نو ګومان يې کاوه،چې انسان د نبوت وړ نه دى. (بشراً رسولا)

۹۵- قُل لَّوْ كَانَ فِي الأَرْضِ مَلآئِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِم مِّنَ السَّمَاء مَلَكًا رَّسُولاً = ووايه: (( (ان ) كه پرښتو پر ځمكه ( ژوند كولاى او) په ډاډ ګرځېداى؛ نو موږ ورته پرښته د پېغمبر په توګه لېږله )) (؛ځكه د هرې ډلې لارښود بايد د هغوى په څېر وي .)

ټکي :

کفارو د پېغمبر پر بشرتوب نيوکه درلوده، چې خداى په دې آيت کې

ځواب ورکوي : د پېغمبر درلېږل الهي سنت او ديني اړتيا ده ان که پر ځمکه ټولې پرښتې وې او يو له بل سره يې جګړه هم نه درلوده او په سوله او سوکالۍ کې يې ژوند کاوه؛نو پېغمبر به يې له خپل حنسه و؛ ځکه د انبياوو دنده د انسان مانيز تکامل ، وده او ورته بېلګه ښوول دي؛نه يوازې د هغوى تر منځ د شخړو له منځه وړل .

پيغامونه:

١_داچې انبيا له انسانانو ځنې دي،چې ورته بېګله شي.انسان د انسان لپاره او پرښته د پرښتې لپاره . ( ملائکة ،ملکاً )

٢_رسالت او پېغمبري د خداى له لوري دي او انتخابي چار نه دى. (لنزلنا … رسولا)

۹۶- قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا = ووايه :(( زما او ستاسې ترمنځ د خداى شاهدي بس ده؛(ځكه) هغه د خپلو بندګانو (له حالاتو) خبر دى او هرڅه يې ويني.))

پيغامونه :

١- داچې کافران بې منطقه چلن لري؛خو خداى خپل پېغمبر ته ډاډ ورکوي، چې زه او پوهه مې درته بسيا ده او درباندې ګواه يم.(قل کفى بالله )

٢_ پېغمبران ځکه قاطعيت لري او پر شا نه ځي،چې ملاتړ يې خداى دى ( کفى بالله )

٣_خداى پر کفارو غاړه خلاصه کړې (کفى بالله شهيدا ) .

٤_د خداى پر پوهې ايمان درلودل له بې لارۍ مخنيوى کوي (کفى بالله شهيدا)

٥_شاهد بايد پوه،ځيرک او د ليدانې خاوند وي (شهيداً…خبيراًبصيراً )

٦_خداى هم د پېغمبر په دنده سر ته رسولو ګواه دى او هم د کفارو پر ځېل . ( کفى بالله شهيدا …..انه کان بعباده خبيراً بصيراً )

۹۷- وَمَن يَهْدِ اللّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَاء مِن دُونِهِ وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا مَّأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا = او چا ته چې خداى سمه لار وښووه؛نو هماغه واقعي لارموندلې او څوك چې (د خپلو كړنو له امله) بې لارې كړي؛ نو له خداى پرته به ورته نور لارښوونكي او پالندوي و نه موندلاى شې او د قيامت پرورځ به يې ړانده او ګونګيان او كاڼه پړمخې راټول کړو،استوګنځى يې دوزخ دى! چې كله د اور لمبې غلې او ښـکته کېږي (؛نو) موږ به يې لا ورته تېزوو.

ټکي :

((خبت)) د اور د لمبې مړې کولو ته وايي او ((سعير)) د اور د لمبووهلو ته وايي،چې د دوزخ يو نوم دى.

پوښتنه :که بې لاري د قيامت پر ورځ ړانده کاڼه دي؛نو څنګه په نورو آيتونو کې راغلي : اور ويني ( راى المجرمون النار)( ٢١٣)،د دوزخ غږ اوري؛( سمعوا لها تعيضاً وزفيراً) (٢١٤) يا د هغوى د چغو سورو( دعوا هنالک ثبوراً) ( ٢١٥) خبرې کېږي ؟

ځواب :د قيامت تمځايونه او پړاوونه يو له بل سره توپير لري او شونې ده،چې په هر تمځاى کې داسې حالت وي،چې په بل پړاو کې نه وي.(٢١٦)

پيغامونه :

١_ښيون يوازې په پوهې،عقل او استدلال پورې اړه نه لري؛بلکې الهي توفيق هم غواړي ( ومن يهدى الله فهوالمهتد )

٢_ بې له خدايه بل څوک بې لاري وګړي نشي ژغورلاى ( من يضلل فلن تجد…)

٣_څوک چې له غوږونو،سترګو او ژبې حق موندنې ته ګټنه و نه کړي ؛ نو د قيامت پر ورځ به کوڼ،ړونډ،ګونګ او سرچپه راپاڅي (نحشرهم …. على وجوههم عمياً وبکماً وصماً )

٤_د دوزخ اور مجرمانو او بې لاريو ته تل لمبې وهي .( کلما خبت زدناهم سعيراً)

۹۸- ذَلِكَ جَزَآؤُهُم بِأَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا = دا يې سزا ده؛دا ځكه چې زموږ پر آيتونو كافران شو او و يې ويل: (( چې كله موږ هډوكي او(ورستې) خپرې ورې خاورې شوو؛ نو بيا به له سره پيدا کېږو؟!))

 ټکي:

((رفات)) د بوسو مېده ګړۍ ته وويل کېږي،چې دومره واړه شوي دي، چې نورنه ماتېږي .( ٢١٧)

پيغامونه :

١_کافرانو ته د خداى قهر بې دليله نه دى؛بلکې د هغوى د خپلو کړنو پايله ده.( ذلک جزائهم بانهم )

٢_کافران د معاد انکار ته دليل نه لري او وينا يې د خيال او هېښنې پر بنسټ ده (ء اناً )

٣_پر قيامت او معاد ايمان نه درلودل د انسان د بدمرغۍ او دوزخي کېدو لامل ګرځي .( ذلک جزائهم ….. ءانا لمبعوثون خلقاً جديداً )

٤_معاد جسماني دى.( غظاما ورفاتا، خلقاً جديداً)

۹۹- أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّ اللّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ قَادِرٌ عَلَى أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ أَجَلاً لاَّ رَيْبَ فِيهِ فَأَبَى الظَّالِمُونَ إَلاَّ كُفُورًا = ايا نه پوهېږي،خداى چې اسمانونه او ځمكه پيدا كړي دي،په څېر يې د پيدا كولو وس هم لري (او نوي ژوند ته يې ورستانه كړي) ؟! (او هماغه خداى دى چې) نېټه يې ورته ټاكلې ده،چې شك پكې نشته؛خو ظالمان له کفر او انکار پرته بل څه نه مني.

ټکي :

((لاريب فيه))؛يعنې داچې په قرآن کې د شک هيڅ ځاى نشته؛ نه داچې څوک پکې شک نه کوي .

قرآن د معاد په اړه شک لرې کولو ته اسمانونو،ځمکي ، الهي قدرت او پيدايښت ته اشاره کړې ده ( ءانتم اشد خلقاً ام السماء بناها ) ( ٢١٨)

ايا ستاسې پيدايښت سخت دى که د اسمانونو؟؛ يعنې د يو څيز د شتون د امکان لپاره، تر ټولو غوره دليل واقع کېدل يې دي.

د قيامت پر ورځ رژېدلي هډکي هماغه د دنيا هډوکي دي او روح ورسره يو ځاى کېږي ؛خو قرآن وايي ( مثلهم ) ؛لکه د يوې خښتې په څېر،چې ورژول شي او له خټې يې بېرته خښته جوړه شي . دا د هماغه لومړۍ بڼې په څېر دى،نه هماغسې. سره له دې،چې مواد يې هماغه دي ( ٢١٩ ) ( مثلهم ) .

پيغامونه :

١_د معاد امکان ته تر ټولو غوره دليل الهي قدرت او طبيعت ته پام دى. ( اولم يروا )

٢_د دنيا ژوندڅو ورځې دى؛نو کافران دې دومره ځېل او سرسختي نه کوي ؛ځکه يا به مري او يا به قيامت راشي ( جعل لهم اجلا )

٣_د خداى ځواک په پام کې نه نيول او له قيامته نمښته زورمټي ده (فابى الظالمون ) او ظلم د کفر زمينه ده ( الا کفورا )

۱۰۰- قُل لَّوْ أَنتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَآئِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذًا لَّأَمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الإِنفَاقِ وَكَانَ الإنسَانُ قَتُورًا = ووايه: ((كه تاسې زما د پالونكي د رحمت د سرچينو خاوندان واى، بيا مو هم د لګولو (او نېستۍ) له وېرې هرومرو کنجوسي کوله)) او انسان کنجوس دى .

ټکى.

((قتور)) له ((قتر)) څخه اخستل شوى،چې کنجوسۍ او له بښني ډډې کولو ته وايي .

پيغامونه :

١_شتمني او د مال ډېروالى د کنجوسو وګړيو پر سخاوت اغېز نه لري ؛ ځينې نه مړېږي،چې څومره يې شتمني ډېرېږي؛خو بيا هم وارخطا وي .(لو انتم تمکلون خزائن … لا مسکتم)

٢_له بېوزلۍ وېره د کنجوسۍ يوه نښه ده .( امسکتم خشية الانفاق )

٣_د انسان د کړنو او چلن سرچينه يې په روحيه او خويونو کې ده . (امسکتم …کان الانسان قتوراً )

۱۰۱- وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ فَاسْأَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ إِذْ جَاءهُمْ فَقَالَ لَهُ فِرْعَونُ إِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا مُوسَى مَسْحُورًا = او موږ موسى ته نهه څرګندې نښې وركړې وې؛نو بني اسراييل وپوښته،هغه وخت چې (موسى) ورته راغى (څنګه و)؟ فرعون ورته وويل: ((موسى! په واقع کې ګومان كوم،چې كوډې درباندې شوې دي.))

ټکي :

د حضرت موسى عليه السلام نهه معجزې دا وې :

١_پر ښامار د همسا بدلېدل.

٢_د لاس د ورغوي سپين والى.

٣_پر همسا د سيند څيري کول.

٤_ توپان .

٥_د ملخانو يرغل.

٦_ د سپږو يرغل .

٧_د چونګښو يرغل .

٨_پر وينه د اوبو بدلېدل .

٩_د همسا په يوه ګوزار له ډبرې دولس چينې راخوټېدل؛البته ويلى شو،چې د حضرت موسى معجزى اتلس وې؛ځکه د هرې معجزې خپل لومړي حالت ته ورګرځېدل هم يوه معجزه وه.

پوښتنه :پردې نهو معجزو سربېره قرآن حضرت موسى ته نورې معجزې؛ لکه د غر رانړېدل او د يهودو د پاسه درېدل ،د “من وسلوى” د خواړو راتګ،حلاله شوې غوا،چې مړى يې راژوندى کړ ؛نو ولې دې آيت ويلي ، چې نهه معجزې دي؟

ځواب دا نهه معجزې د فرعون په مخ کې تر سره شوې،چې بيا هم فرعون ايمان رانه وړ،چې نورو معجزو په فرعون پورې اړه نه درلوده (٢٢٠)

پيغامونه :

١_خداى پېغمبرانو ته د معجزې په ورکولو پر خلکو غاړه خلاصه کړه. ( لقد آتينا )

٢_هغوى چې ډېر ځېل لري ډېرو معجزو او استدلال ته اړين دي. ( تسع آيات )

٣_معجزه بايد روښانه او شک پکې نه وي ( بينات ) .

٤_ پېغمبران خلکو ته د ښيون لپاره ورځي . ( ٢٢١) ( جاء هم )

٥_مشرکان،کافران او ظالمان د معجزو او دليل پر وړاندې پر سپکاوۍ لاس پورې کوي ( للاظنک يا موسى مسحوراُ )

۱۰۲- قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا أَنزَلَ هَـؤُلاء إِلاَّ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ بَصَآئِرَ وَإِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا فِرْعَونُ مَثْبُورًا = (موسى) وويل :(( ته پوهېږې، چې دغه ښكاره (او سترګبرېـښنې) نښې د اسمانو او ځمكې د پالونكي له لوري دي او فرعونه ! پوخ باور مې دى، چې هلاک به شې.))

ټکي :

پوښتنه : سره له دې،چې موسى د فرعون پر ورکېدو يقين درلود ؛ نو ولې يې وويل : (( لا ظنک )) ؛يعنې ګومان کوم ؟

ځواب : لومړى داچې ظن يوازې د ګومان پر مانا نه دى؛بلکې يقين او باور ته هم ويل کېږي.

بل داچې کېداى شى د لارښوونې لپاره يې هيله درلوده.

فرعون حضرت موسى ته وويل 🙁 لا ظنک يا موسى مسحوراً ) ؛نو حضرت موسى (ع) هم ځواب ورکړ: ( لاظنک يا فرعون مثبوراً )

پيغامونه :

١_سره له دې،چې ځينې له حقه خبر وي؛خو بيا هم ځان ناګاروي (لقدعلمت )

٢_ښيون ته يوازې پوهه پکارنه ده ؛بلکې ايمان او تسليم هم پکار دى، ګڼې فرعون خو هم پوهه درلوده . ( علمت )

٣_د حضرت موسى معجزه دومره روښانه وه،چې ان فرعون يې هم پر معجزه توب پوهه درلوده ( علمت )

٤_معجزې د خلکو د ليدانې لپاره دي ؛خو په کوډوکې ليدانه نه وي (بصائر)

٥_په فاسدو حکومتي نظامونو کې د خلکو د ښيون لپاره بايد د حکومت په مشر پسې ولاړ شو ( هغه پوه کړو ) .( يافرعون )

٦_پېغمبران له خپلې لارې ډاډمن ول؛نو ځکه پر طاغوت ډاډه ورتلل ( لاظنک يا فرعون مثبوراً )

٧_څوک چې له حقه خبر وي ؛خو ځېل او کفر وکړي؛نو هلاک شو. ( علمت….مثبوراً)

۱۰۳- فَأَرَادَ أَن يَسْتَفِزَّهُم مِّنَ الأَرْضِ فَأَغْرَقْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ جَمِيعًا = نو (فرعون) هوډ وكړ چې هغوى له هېواده(مصر)وشړي؛خو موږ هغه او ملګري يې يوځاى ډوب كړل .

۱۰۴- وَقُلْنَا مِن بَعْدِهِ لِبَنِي إِسْرَائِيلَ اسْكُنُواْ الأَرْضَ فَإِذَا جَاء وَعْدُ الآخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفًا = او تر هغه وروسته موږ بني اسراييلو ته وويل : ((پردې ځمكه [=مصر او شام ] مېشت شئ ؛خو چې كله د اخرت وعده راورسي؛ نو موږ به تاسې په ډله ييزه توګه (د عدل محكمې ته ) راولو .))

ټکي:

((استفزاز)) په زور بهرولو ته وايي. قرآن څو ځل دې خبرې ته اشاره کړې،چې ظالمانو څو ځل د الهي اولياوو او اښياوو پر خلاف پر دې چار لاس پورې کړى؛خو ناکام شول؛ لکه : حضرت ابراهيم يې په اور کې واچو؛خو اور ورته سوړ شو . حضرت يوسف يې څاه ته ورګوزار کړ؛ خو د مصر واکمن شو . حضرت محمد يې له مکې وايست ؛خو خداى ورته د اسلامي نړۍ واکمني ورکړه . دا الهي قانون او سنت دى،چې د باطلو د مکر پر وړاندې مناسب تدبيرلري.

((لفيف)) راټولو شويو ډلو ته وايي.

پيغامونه :

١_د طاغوت منطق غوسه او شړل دي او حق ويونکي انسانان نشي زغملى (فاراد)

٢_د طاغوت د ارادې پر وړاندې الهي اراده او غوسه ده (فاراد.. فاغرقناه ) .

٣_که څه هم د ګناه فکر ګناه نه ده؛خو د پېغمبرانو د شړلو ااراده په ځان پسې الهي قهر راوړي .( فاراد …. فاغرقناه )

٤_د طاغوت ټول قدرت او دبدبه په دې دينا کې ده ( فى الارض) .

٥_ الهي عذاب تر الهي غاړې خلاصونې وروسته راځي .( اعزقناه )

٦_د طاغوت او د هغوى د ملګرو د کار پايله له منځه تګ دى .( اعزقناه ومن معه جميعا ) .

٧_له ظالمانو سره مرسته د هغوى په چار او هلاکت کې ګډون دى (من معه )

٨_ فاسد مشران د خلکو په هلاکت کې ونډه لري ( اعزقناه ومن معه ).

٩_هغوى چې ان څو ورځو ته د يوې سيمې واکمن شي، بايد په قيامت کې خداى ته ځواب ورکړي .( اسکنو الارض …… جئنا بکم لفيفا)

۱۰۵- وَبِالْحَقِّ أَنزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا =او موږ دغه ( قرآن ) په حق نازل كړى دى او په حق نازل شو( او له پيله تر پايه خوندي دى ) او ته موږ يوازې زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې.

پيغامونه :

١_ د قرآن سلامتي تضمين شوې،هم خداى پر حقه رالېږلى او هم الهي وحې روغه مقصد ته رسېدلى او شيطانانو ونه شو کړاى زيان ورورسوي. ( بالحق انزلناه وبالحق نزل )

٢_د پېغمبرانو دکار بنسټ وېرول او زېرى دى او له وحې د کمولو يا پرې د ورزياتولو حق نه لري ( بشيراً ونديراً) .

٣_د خلکو منل او نه منل د پېغمبر پر غاړه نه دي او څوک د ګروهې تپلو حق نه لري ( ما ارسلناک الا مبشرا ونذيراً )

٤_وېره او زېرى،چې يو ځاى وي؛نو ګټور وي ( مبشراً ونذيراً )

۱۰۶- وَقُرْآناً فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنزِيلاً = او موږ پر تا قرآن برخې برخې نازل كړى دى،چې ته يې په درنګ (او ارامۍ) خلكو ته ولولې او دا مو په (تدريج) پوره نازل كړى دى.

ټکي:

د کفارو يوه نيوکه دا وه،چې ولې قرآن يوځلي رانازل نشو.( لو لا نزل القرآن جملة واحدة ) ( ٢٢٢)،چې دا آيت يې ځواب دى.

داچې د قرآن آيتونه له ډول ډول پېښو سره اړيکه لري؛نو د تاريخ په ترڅ کې د ټولو طبقو د اړتياوو د لرې کولو لپاره.برخه برخه راغى،چې پر بېلابېلو پېښو تطبيق شي او سترګې پر لار خلکو ته په زړه پورې شي د بېلګې په توګه : که د جهاد آيتونه په سوله کې راشي ؛نو دا به يې وړ وړ ځاى نه وي.

تدريج يو الهي سنت دى؛که په پيدايښت کې وي،چې په شپږو ورځو کې يې وکړ او که د قرآن په رالېږلو کې،سره له دې،چې يو دم يې دا کار کړاى شو.

د قرآني آيتونو تدريجي رلېږنه ددې لپاره وه ،چې پوهه پرې له عمل سره يو ځاى شي ؛البته د قرآن له تدريجي راتګه له خداى سره د پېغمبر اکرم د همېشنۍ اړيکې لپاره هم ګټنه کړاى شو.

پيغامونه :

١_ د قرآن برخه برخه رالېږل الهي اراده ده (فرقناه ) .

٢_ ښوونه او روزنه بايد تدريجي وي ( فرقناه ،على مُکث )

٣_د قرآن تدريجي لوستل اورېدونکى د راتلونکيو آيتونو اورېد ته تږى او په تمه کوي ( على مکث ) .

٤_يو ښوونکى او سمونپال بايد اوږد مهاله کړلار ولري او له وخت او نويو غوښتنو هم بايد غافل پاتې نشي ( على مکث )

٥_که څه هم د پېغمبر اکرم (ص) ستر روح د ټولې وحې په يو ځاى د راتګ ظرفيت درلود ؛خو خلکودا ظرفيعت نه درلود( لتقراه على الناس على مکث )

٦_قرآن يوازې ښوونيز اړخ نه لري ؛بلکې عملي اړخ هم لري ،چې په تدريج بايد پلى شي. په يوه فاسده ټولنه کې يو ځاى په سلګونو احکام پلي کول ناشونى چار دى .( نزلناه تنزيلا)

۱۰۷ – قُلْ آمِنُواْ بِهِ أَوْ لاَ تُؤْمِنُواْ إِنَّ الَّذِينَ أُوتُواْ الْعِلْمَ مِن قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلأَذْقَانِ سُجَّدًا = ووايه :(( كه تاسې پرې ايمان راوړئ او كه را يې نه وړئ،(خو) په حقيقت کې هغوى ته چې تردې مخكې علم وركړاى شوى دى؛نو چې كله ورته دا (آيتونه) لوستل كېږي؛نو پړ مخ سجده کوونکي پرېوځي ؛))

ټکي :

((يخرون)) له ((خرير)) څخه اخستل شوى او د هغه اوبو د غږ پر مانا دى، چې له لوړې راتويېږي او همداراز هغوى ته ويل کېږي، چې بې واکه خداى ته په سجده کېږي او د تسبيح غږ يې راپورته کېږي.

=پر ځنه غورځېدل نهايت تواضع او تسليم ته اشاره کوي،چې پر تندي سربېره خپل مخ او ځنه هم پر خاوره ږدي.

پيغامونه :

١_د خلکو ايمان او کفر د قرآن پر حقانيت اغېز نه لري . ( آمنوا به او لا تؤمنوا )

٢_پوهه الهي ورکړه او ډالۍ ده ( اوتوا العلم )

٣_ځينې پر خداى د ايمان ريښه په ناپوهۍ کې ګڼي؛خو قرآن پر خداى د ايمان ريښه په پوهه کې ګڼي .( اوتوا العلم …. يخرون )

٤_ د کتابيانو ځينو پوهانو پر قرآن ايمان راوړ،چې قرآن يې پر روح خورا ژور اغيز وکړ.( اوتوا العلم من قبله …. يخرون )

٥_واقعي علم هغه دى،چې انسان حق ته تسليم کړي .( اوتوا العلم، يخرون للاذقان سجداً )

٦_ د حق پر وړاندې سرغړونکيو ته بايد حق منونکې ډله راياده شي، چې د مخالفانو پر سخته روحيه اغېز وکړي .( من قبله ، يخرون للاذقان سجدا).

٧_ قرآن دومره منځپانګه او لوړه مرتبه لري،چې تر تلاوت وروسته د پوهانو زړونه نرموي (اذا يتلى …. يخرون للاذقان سجداً)

۱۰۸- وَيَقُولُونَ سُبْحَانَ رَبِّنَا إِن كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولاً = او وايي :((پالونكى مو پاك دى،چې ژمنې يې هرومرو ترسره كېدونې دي .))

۱۰۹- وَيَخِرُّونَ لِلأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا = هغوى (بې واکه) پر ځمكه لوېږي او ژاړي او (ددې آيتونو په لوستو) يې تواضع او عاجزي لاپسې زياتېږي.

ټکي :

د ((يخرون )) بيا راوړل کېداى شي يا د هغوى د سجدې د تکرار لپاره وي ،ياد هغوى د کمال د درناوي او يا داچې د لومړي ځل لپاره سجده يې ددې لپاره وه،چې پر قرآن پوه شول او د انجيل او تورات ورکړل شوې ژمنه پوره شوه او د دويم ځل لپاره سجده يې ددې لپاره وه،چې قرآن يې زړونه نرم کړل.

پيغامونه :

١_د مؤمنانو د ښه چلن او ويناوو راوړل د نورو په روزنه کې ونډه لري (ويقولون ) .

٢_پوهان،خداى له هر ډول نيمګړتيا پاک ګڼي ( اوتوا العلم …. يقولون سبحان ربنا)

٣_د قرآن لوستل له څو اړخونو پر انسان اغېز لري؛عمل، وينا او زړه . (سجداً ،يقولون ،يبکون ويزيدهم خشوعاً ) .

٤_ د قرآن تلاوت د پرمختګ لامل دى .( اذايتلى يزيدهم خشوعاً )

٥_معرفت او پوهه له خشوع او عاجزۍ سره نېغه اړيکه لري،څومره چې پوهه ډېره وي؛نو هومره عاجزي هم ډېره وي ( ويزيدهم خشوعاً ).

٦_په عبادت او سجده کې ژړا خورا ارزښت لري ( يخرون للااذقان يبکون )

٧_په سجده کې د خداى ياد د سجدې د ارزښت ښکارندوى دى (يخرون للاذقان سجداً،يخرون للاذقان يبکون )

٨_ژړا د علم برکت دى ( اوتوا العلم يبکون ) .

٩_هغه اوښکه ارزښت لري،چې تل وي،نه لنډمهاله .( يبکون )

۱۱۰- قُلِ ادْعُواْ اللّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَـنَ أَيًّا مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً = تاسې يې (( ((الله)) وبولئ، که يې ((رحمن)) وبولئ، په هره نامه،چې يې وبولئ (سپېڅلى ذات يې يو دى او) هغه د غوره نومونو څښتن دى.)) او لمونځ دې مه ډېر جګ او مه ډېر ورو وايه او د دواړو ترمنځ (منځلارې) اوسه.

ټکي:

په ځينو تفسيرونو کې راغلي : پېغمبر اکرم (ص) په مسجدالحرام کې دعا کوله، و يې ويل: ((يا الله،يارحمان ))ځينو ګومان وکړ ،چې دوه خدايان يادوي، چې يو ((الله)) او بل يې ((رحمن)) دى،چې دا آيت نازل شو .( ٢٢٣)

د خداى هر نوم ځانګړې مانا او پيغام لري.

چې کله به د خداى رسول پر لوړه لمونځ کاوه ؛نو کفارو به د شعر په ويلو پېغمبر اکرم ته مزاحمت پيدا کاوه او چې کله يې ورو لمونځ کاه؛نو اصحابانو به نه اورېده،چې دا آيت راغى. ( ٢٢٤)

پيغامونه :

١_ پېغمبر اکرم بايد شبهې او شکونه له منځه يوسي . ( قل )

٢_د خداى نومونه ټول يو حقيقت ته ورګرځي او د هغه عين ذات دى. ( اياما تدعوا )

٣_ ښه نومونه او لوړ صفات يوازې په خداى پورې ځانګړي دي ( فله الا سماء الحسنى )

٤_خداى او کمالونو يې بې نهايته دي او د انسان عقل او پوهه ډېره لږه ده؛نو ښه به وي،چې خداى ته هماغه نومونه واخلو،چې په قرآن کې راغلي دي او که نه شونې ده،چې انسان بې لارې شي او ورته نامناسب نومونه راوتوږي . ( لاسماء الحسنى)

٥_په دعا کې انسان ازاد دى،چې ورته په هر نوم،چې خوښه يې وي غږو کړي ( اياماً تدعوا…)

٦_د خداى په ټولو نومونو کې ترټولو غوره ماناوې او سپېڅلې څرګندنې کارول شوي دي .

٧_ اسلام منځلارى دين دى،ان د لمانځه کې هم بايد منځلاري ووسو (وابتغ بين ذلک سبيلا ) .

٨_اسلام پر نيت او عمل سربېره د عمل د ځرنګوالي او طريقې ته هم پام دى،لمونځ خپل ځانګړي اداب لري ( لاتجهر،لا تخافت،ابتغ بين ذلک )

اسماء الحسنى

د سني او شيعه وو په روايتونو کې راغلي : خداى نهه نوي نومونه لري، چې که څوک پر هر نوم خداى وبولي؛نو دعا يې منل کېږي ( ٢٢٥)،چې دا خبره د صدوق د توحيد په کتاب کې ( ٢٢٦) او په صحيح بخاري، صحيح مسلم او صحيح ترمذي که هم راغلې ده ( ٢٢٧)

له ځينو روايتونو ګټنه کېږي،چې دا نومونه په قرآن کې دي (٢٢٨) ؛نو ځکه پوهانو هلې ځلې کړي،چې دا نومونه او صفتونه له قرآنه راوباسي؛ خو په قرآن کې د خداى لپاره تر نهه نوي زيات نومونه راغلي؛نو امکان دې ولري،چې اسماءالحسنى يې په منځ کې وي؛ نه داچې په قرآن کې پر دې نهه نوي نومونو سربېره خداى ته نور نومونه نه وي راغلي.

د صدوق د توحيد په کتاب کې له امام صادق څخه خداى ته دا نومونه روايت شوى دي.

((الله،الا له،الاحد، الصمد،الاول،الآخر، السميع، البصير،القدير، القادر،العلى،الاعلى، الباقي، البديع، الباري، الاکرام،الباطن،الحى، الحکيم ، الحفيظ، الحق، الحسيب، الحميد، الحفى، الرب،الرحمن، الرحيم، الذارىء، الرازق، الرقيب، الروف، الرائى،السلام، المؤمن، المهيمن، العزيز،الجبار، المتکبر، السيد، السبوح، الشهيد،الصادق، الصانع ، الظاهر،العدل، العفو،الغفور،الغنى،الغياث،الفاطر،الفرد،الفتاح،الفالق،القديم،الملک،القدوس،القوى،القريب،القيوم، القابض، الباسط،قاضى الحاجات،المجيد، المولى، المنان، المحيط، المبين، المغيث،المصور، الکريم، الکبير، الکافى، کاشف الضر،الوتر، النور، الوهاب، الناصر، الواسع، الودود، الهادى، الوفى، الوکيل، الوارث، البر، الباعث، التواب، الجليل،الجواد، الخبير، الخالق، خيرالناصرين،الديان،الشکور،العظيم، الطيف،الشافى .)) (٢٢٩)

 

۱۱۱- وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَم يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُ وَلِيٌّ مِّنَ الذُّلَّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا= او ووايه: ((ستاېنه هغه خداى ته ده،چې نه يې څوك اولاد نيولى او نه ورسره څوك په واکمنۍ كې شريك شته او نه بېوسه دى، چې څوك يې ملا تړ وي)) او پوره ستر يې وګڼه .

ټکي:

دا سورت د خداى په تسبيح او ستاينه پيل او پر حمد او تکبير يې پاى ته ورسېد؛لکه چې د مؤمنون سورت د مؤمنانو په بريا پيل ( قد افلح المؤمنون) او دکفارو په نه بريالي کېدو پاى ته ورسيد ( لا يفلح الکافرون )

روايتونه وايي: د قرآن  د دې آيت لوستل له پور،وسوسې، بېوزلۍ او ناروغۍ د خلاصون لپاره ګټور دى .

داچې دا آيت وايي: خداى اولاد نه لري،يهودو او مسيحيانو ته ځواب ورکول دي . داچې وايي : خداى شريک نه لري، قريشو ته ځواب دى. داچې وايي: خداى ولي نه لري،مجوسيانو او ستورلمانځ ته ځواب دى (٢٣٠ )

پيغامونه :

١_ د خداى ستاينه له خدايه زده کول پکار دي ( قل الحمد الله …)

٢_خداى چاته اړين نه دى؛نو ځکه ستايل کېږي ( الحمدالله الذى لم يتخد ولدا)

٣_خداى ځانګړې دبدبه لري او هغه بايد مطلق غني وګڼو. (کبره تکبيرا)

 

((الحمدلله رب العالمين))

 

پاېليکونه

١- تفسير نمونه .

٢-د فرقان تفسير

٣-د نورالثقلين تفسير

٤-بحار١٨/٣٨٩

٥-دا آيت او د نجم د سورت ٨-١٨ آيتونه پردې مطلب ګواهي ورکوي.

٦-متواتر هغو روايتونو ته ويل کېږي،چې ډېر وګړيو رانقل کړې وي او شبهې ته پکې ځاى نه وي پاتې.

٧-د کشف الاسرار تفسير

٨-د نورالثقلين تفسير

٩-کافي٨/١٢١

١٠_تفسير طبري

١١- ((سُرى)) په شپه کې حرکت ته وايي.

١٢- په بل ځاى کې راغلي : (لقد راى من آيات ربه الکبرى) نجم/١٨

١٣-بحار١٨/٢٨٢-٤١٠

١٤-البته ځينې روايتون جعل شوي؛لکه د جسم په بڼه د خداى ليدل او ځينې په تاويل او توجيه د منلو وړ دي؛لکه د دوزخيانو او جنتيانو کتنه او ځينې يې بې له تاويله هم د منلو وړ دي.

١٥-اعراف/٨٩

١٦-يوسف/٦٨

١٧-نساء/١٣١

١٨-انعام/٩١

١٩-اعراف/١٤٤

٢٠- د آنحضرت د دعاګانو او مناجاتو يوه برخه د مجمع البيان او اطيب البيان په تفسيرونو کې راغلي دي.

٢١-سلام على نوح فى العالمين (صافات/٧٩)

٢٢-کافي٢/٥٣٤

٢٣-اعراف/١٧

٢٤-قصص/٨٣

٢٥-

٢٦-د نورالثقلين،فرقان او نمونه تفسيرونه.

٢٧-بقره/٤٧

٢٨-بقره/٦١

٢٩-بقره/٦١

٣٠-نساء/٤٦

٣١-نساء/١٦١

٣٢-مائده/٢٤

٣٣-رعد/٦

٣٤-انفال/٣٢

٣٥-بحار١٧/٣٤٠

٣٦-کهف/٤٩

٣٧-کهف/٤٩

٣٨-اسراء/١٤

٣٩-الحاقه/١٩

٤٠-د نورالثقلين تفسير

٤١-کبير تفسير

٤٢-بحار٧٠/٧٣

٤٣-د کشف الاسرار تفسير

٤٤-د کنزالدقايق تفسير

٤٥-روم/٧

٤٦-نجم/٢٩

٤٧-توبه/٣٨

٤٨-اسراء/١٩

٤٩-د نورالثقلين تفسير

٥٠- د نورالثقلين تفسير

٥١-نمونه تفسير

٥٢-د مجمع البيان تفسير

٥٣-د فرقان تفسير

٥٤-کافي٢/١٥٧

٥٥-مريم/٣٩

٥٦-مريم/١٤

٥٧-بحار١٦/٩٥

٥٨- د نورالثقلين تفسير

٥٩-حج/٧٨

٦٠-بحار٧٥/٣٠٢

٦١- د نورالثقلين تفسير

٦٢-فدک پراخه حاصلخيزه ځمکه وه،چې بې له جګړې د پېغمبر اکرم په واک کې شوه،چې پېغمبر اکرم خپلې لور بي بي فاطمې ته ورکړه؛خو لومړي خليفه ترې بېرته واخسته او بيا عمر بن عبدالعزيز بېرته اهلبيتو ته ورکړه،چې يو ځل بيا غصب شوه او بيا د مامون الرشيد په پېر کې اهلبيتو ته ورکړ شوه،چې په دې اړه په تفاسيرو کې خورا حقوقي بحثونه شوي دي.

٦٣-د طبرسي احتجاج٢/٣٣ او د نورالثقلين تفسير

٦٤-کافي ١/٢٩٤

٦٥-د فرقان تفسير

٦٦-زخرف/٣٦

٦٧- د اطيب البيان تفسير

٦٨-حجرات/١٠

٦٩-لاهيجي تفسير

٧٠-طه/٤٤

٧١-اسراء/٣٢

٧٢-نساء/٩

٧٣-نساء/٨

٧٤-نساء/٦٣

٧٥-کافي٢/٥٥

٧٦- د نورالثقلين تفسير

٧٧-هود/٦

٧٨-ذاريات/٢٢

٧٩-شورى/٢٧

٨٠-عنکبوت/١٧

٨١-طلاق/٢

٨٢-نهج البلاغه/٩١ خطبه

٨٣-فرقان/٦٨

٨٤-ممتحنه/١٢

٨٥-بحار٧٧/٥٨

٨٦-مائده/٣٢

٨٧-نساء/٩٣

٨٨-مائده/٣٣

٨٩- د نورالثقلين تفسير

٩٠-نساء/١٠

٩١-بقره/٢٢٠

٩٢-بحار٢٤/١٨٧

٩٣-نهج البلاغه/٤٧

٩٤-د الميزان تفسير

٩٥-بحار٢٤/١٨٧

٩٦-بقره/٢٨٢

٩٧-شعراء/١٨١-١٨٣

٩٨-نور/٢٤،يس/٦٥ او فصلت/٢٠

٩٩-شونې ده،چې د ((کل اولئک)) عبارت ددې لپاره وي،چې دا درې عنصره د بېلګې لپاره وي؛ګنې بې له ((کل اولئک)) هم د آيت مانا بشپړه ده.

١٠٠- د نورالثقلين تفسير

١٠١-لقمان/٦١

١٠٢-فرقان/٦٣

١٠٣-قصص/٧٩

١٠٤-نهج البلاغه/١٩٣ خطبه

١٠٥-طور/٣٩

١٠٦-نجم/٢١

١٠٧-فصلت/٢١

١٠٨-بقره/٧٤

١٠٩-سباء/١٠

١١٠- د نورالثقلين تفسير

١١١- د نورالثقلين تفسير

١١٢- د روح الجنان تفسير

١١٣-د الميزان تفسير

١١٤-بحار٦٤/٢٧

١١٥-بحار٦٤/٣٧٢

١١٦-بقره/٢

١١٧-بقره/٤

١١٨-فصلت/٤٤،انعام/٢٥،کهف/٥٧

١١٩-د اطيب البيان تفسير

١٢٠-زمر/٤٥

١٢١-مدثر/٥٠

١٢٢-د راغب مفردات

١٢٣-سجده/٧

١٢٤-غافر/٦٤

١٢٥-تين/٤

١٢٦-هود/٧

١٢٧-زمر/١٨

١٢٨-بحار٢٨/٢٠٨ او ٥٠/١٩٢

١٢٩-انفال/٤٣

١٣٠-فتح/٢٧

١٣١-بحار٣٨/٣٠٩

١٣٢- په دې اړه خور ژور نظر هغه دى،چې د الميزان په تفسير کې راغلى دى.

١٣٣-توبه/١٤

١٣٤-شعراء/٢٠٥-٢٠٧

١٣٥- د تبيان تفسير

١٣٦-د لاهيجي تفسير

١٣٧-کهف/٥٠

١٣٨-شعراء/٩٥

١٣٩-اسراء/٦٤

١٤٠-اعراف/١٢

١٤١-حجر/٢٩

١٤٢-د راغب مفردات

١٤٣-مشران وايي:په خودسازۍ کې تر ټولو وروستى څيز،چې انسان ترې زړه شلوي،مقام او منصب دى.

١٤٤- د نورالثقلين تفسير

١٤٥-بحار١٠١/١٣٦

١٤٦-کافي٥/٥٠٢

١٤٧-نحل/٩٩

١٤٨-اعراف/٢٠١

١٤٩-بحار٦٣/٢٦٨ او ٥٣/١٨٢

١٥٠-حجرات/١٣

١٥١-تين/٤

١٥٢- د نورالثقلين تفسير

١٥٣-تين/٥

١٥٤-جمعه/٥

١٥٥-اعراف/١٧٦

١٥٦-اعراف/١٧٩

١٥٧-بقره/٧٤

١٥٨-د کنزالدقايق تفسير

١٥٩-انبياء/٧٣

١٦٠-قصص/٤١

١٦١- د نورالثقلين تفسير

١٦٢-حاقه/١٩

١٦٣-د کنزالدقايق تفسير

١٦٤- د کنزالدقايق تفسير

١٦٥-اسراء/٩٧

١٦٦-د صدوق توحيد/٤٥٥

١٦٧-د الميزان تفسير

١٦٨- بقره/١٢٠

١٦٩-حاقه/٤٤-٤٦

١٧٠-زمر/٦٥

١٧١- د نورالثقلين تفسير

١٧٢-د مجمع البيان تفسير

١٧٣-د اطيب البيان تفسير

١٧٤-کافي٣/٢٧٥

١٧٥-کافي٣/٢٧٥

١٧٦-د الميزان تفسير

١٧٧-کنزالعمال/١٩٦٩٨ حديث

١٧٨-سفينة البحار

١٧٩-بحار٨٤/١٤٠

١٨٠-سجده/١٧

١٨١-د مجمع البيان تفسير

١٨٢-د فرقان تفسير

١٨٣- د نورالثقلين تفسير

١٨٤-بحار٨٧/١٤٥

١٨٥-فجر/١

١٨٦-مدثر/٣٤

١٨٧-شمس/٣

١٨٨-فجر/٤

١٨٩-تکوير/١٧

١٩٠-مدثر/٣٣

١٩١-ذاريات/١٨

١٩٢-آل عمران/١٧

١٩٣- د نورالثقلين تفسير

١٩٤-د الميزان تفسير

١٩٥-رعد/١٧

١٩٦/انبياء/١٨

١٩٧-بقره/١٨٥

١٩٨-بقره/٢

١٩٩-نهج البلاغه/١٧٦ خطبه

٢٠٠-انعام/١٢

٢٠١-انبياء/١٠٧

٢٠٢-فتح/٢٩

٢٠٣- د نورالثقلين تفسير

٢٠٤-د فرقان تفسير

٢٠٥-سجده/٩

٢٠٦-غافر/١٥

٢٠٧-شورى/٥٢

٢٠٨-بقره/٨٧

٢٠٩-قدر/٤

٢١٠- د نورالثقلين تفسير

٢١١- په نورو ځايونو کې هم داسې دى؛لکه څنګه چې (( خلقکم))، ((يذهبکم))؛لکه څنګه چې ((يعز))،((يذل))؛لکه څنګه چې ((يهدى))، ((يضل))؛لکه څنګه چې (( احياکم))،((يميتکم))؛لکه څنګه چې ((ينصرکم))، ((يخذلکم)) هو ! پنځونه او وړنه،عزت او ذلت،ښيون او ضلالت،ژوند او مرګ،ياري او خواري د هغه په لاس کې دي.

٢١٢-انفال/٣١

٢١٣-کهف/٥٣

٢١٤-فرقان/١٣

٢١٥-فرقان/١٣

٢١٦-د تبيان تفسير

٢١٧-د راغب مفردات

٢١٨-نازعات/٢٧

٢١٩- د نورالثقلين تفسير

٢٢٠-د الميزان او فرقان تفسيرونه

٢٢١-نهج البلاغه/١٠٨ خطبه

٢٢٢-فرقان/٣٢

٢٢٣-د تبيان او فرقان تفسيرونه

٢٢٤-د ابوالفتوح رازي تفسير

٢٢٥-د طبري،مجمع البيان او نورالثقلين تفسيرونه

٢٢٦-د الميزان،مجمع البيان او نورالثقلين تفسيرونه

٢٢٧-د الميزان،،مجمع البيان او نورالثقلين تفسيرونه

٢٢٨-د نورالثقلين تفسير

٢٢٩-د الميزان تفسير٨/٣٧٦

٢٣٠- د مجمع البيان او نمونه تفسيرونه.

 

سرچینه: تفسیر نور ، مفسر شیخ محسن قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!