تبلیغات

د امام حسين تر شهادت وروسته د حرمين شريفين خوځښتونه[1]   د مکې او مدينې خوځښت د امام حسين (رض) د شهادت له پېښې څرګندولو مو موخه دا نه ده،چې د غوړپکې – پېښې په اړه يې پوره روايات راټول کړو او نه د کربلا د پېښې پلټنه او نه يې د وخت او ځاى […]

د امام حسين تر شهادت وروسته د حرمين شريفين خوځښتونه[1]

 

د مکې او مدينې خوځښت

د امام حسين (رض) د شهادت له پېښې څرګندولو مو موخه دا نه ده،چې د غوړپکې – پېښې په اړه يې پوره روايات راټول کړو او نه د کربلا د پېښې پلټنه او نه يې د وخت او ځاى ښوول دي؛بلکې موخه مو داده، چې د خلافت او امامت پر ښوونځيو يې پر اغېزو پوه شو او چې څه مو ولوستل ددې موخې پر پوهېدو او لاسرسي ته بسيا دي .

د خلافت پر ښوونځي د شهادت يو اغېز،د اموي حکومت پر ضد د مسلمانانو د خوځښتونو لړۍ وه،چې مخکښ يې د مکې او مدينې د خلکو خوځښت و.

مسعودي وايي: چې د يزيد او مامورينو تېرى،فسق او فجور نړيوال شو او ګرد خلک يې راونغاړل؛د رسول الله (ص) لمسى او ياران يې ووژل، شراب څښل او فرعوني خوى يې د خاصو او عامو په خولو شو،حضرت عبدالله بن زبير(رض) ورسره له بيعته ډډه وکړه او “نېشه يي” يې ونوماوه او د مدينې خلکو ته يې پېغام ولېږه او نيوکې يې پرې وکړې او کړي ګناهونه يې ورياد کړل او له يزيد سره يې جګړې ته ترې مرسته وغوښته . [2]

طبري او نور وايي : چې حسين (رض)‏ شهيد شو،ابن زبير (رض) په مکه کې پاڅون وکړ او د هغه شهادت يې ستره پېښه وګڼله او کوفيان يې ورټل او عراقيان يې پړه کړل او د خداى تر ستاېنې او پر محمد (ص) تر درود ويلو وروسته يې وويل :”بې له يو لږ شمېره، ګرد سره عراقيان ټګيجن او بد چاري دي او کوفيان د عراقيانو شريان دي!”

حسين يې وباله،چې ملاتړ يې وکړي؛خو چې ورغى پر وړاندې يې راپاڅېدل او ويې ويل: “يا به راسره ځې،چې لاس تړلى دې ابن زياد ته ولېږو،چې په اړه دې خپله پرېکړه عملي کړي يا درسره جنګېږو” او پر خداى قسم ! حسين او يارانو يې ځانونه د ګڼ شمېر کوفيانو پر وړاندې خورا لږ وګڼل،که څه  خداى څوک خبر کړي نه دي، چې وژل کېږي – خو حسين پر پرېوتي ژوند عزتمن مرګ غوره کړ؛نو پر حسين دې د خداى لورنې او پر وژونکيو دې يې بدمرغۍ وي! پر ځان مې قسم، کېداى شي چې له حسين سره مخالفت يې ورته پر واعظ او مخنېونکي واوړي؛خو څه چې مقدر شوي،نازلېږي او دا چې خداى څه وغواړي،کټ مټ ترسره کېږي ايا تر حسين ورسته پر دې قوم ډاډمن شوو او پر خبره او ژمنه يې باور وکړو؟! نه ! بيخي يې د دې وړ نه بولو،هو ! پر خداى قسم، چې هغه يې وواژه، چې تل يې اوږده شپه پر عبادت تېروله، په روژو نيولو روږد و. تر دوى چارواکۍ ته خورا وړ و او په دين او ځانګړنو کې ورباندې اوچت و. هو ! پر خداى قسم،چې غنا او ساز يې د قرآن او سندرې او چټيات يې د ژړا او له خدايه د وېرې ځايناستي نه کړل او نه د شراب څښل د روژې نېونې او نه يې نڅا او ښکار د “ذاکر” پر غونډو غوره کړل (حضرت ابن زبير (رض) دلته په اشارې د يزيد چارې يادوي) او ژر به د خپلو چارو پايله وويني!

په دې حال کې ياران يې ترې راتاو شول،و يې ويل: “سړيه! بيعت یې ښکاره کړه،چې د حسين تر وژنې وروسته،څوک پاتې نه دى،چې په حکومت کې درسره شخړه وکړي!” او ابن زبير (رض) چې تر دې له مخه په پټه له خلکو بيعت اخسته او ځان يې بيت الله ته پناه وړونکى ښووه، ورته يې وويل: “بيړه مه کوئ!”؛ځکه “عمرو بن سعيد” د مکې والي و او تر سختې څارنې لاندې يې وو؛خو په عين حال کې په نرمۍ ورسره چلېده او چې يزيد بن معاويه ته جوته شوه،چې ابن زبير (رض) په مکه کې د ځواکونو په راټولو لګيا دى؛نو له خداى سره يې ژمنه وکړه،چې په ځنځير به يې تړي نو تړلو ته يې د سپينو زرو يو ځنځير ورولېږه . د يزيد استازي، په مدينه کې له مروان حکم سره وليدل او له پېښې يې خبر کړ او مروان وويل :”خذها فليست للعزيز بخطة – و فيها مقال لامرى متضعف”

“ويې نيسه،چې د عزيز نښه نه وي؛بلکې هغه ته يو پيغام دى،چې ځان کمزورى ښيي!” د يزيد استازى له مروانه د ابن زبير (رض) خوا ته ولاړ او له مروان سره ليده کاته او د هغه شعر يې ورته ووايه او ابن زبير وويل : “نه پر خداى قسم،چې زه هغه نه يم،چې ځان کمزورى وښيم” او استازى يې په نرمۍ بېرته ولېږه.

په مکه کې د ابن زبير (رض) چار په درز روان و او مدينوالو ورسره ليک ليکاړى وکړ او خلکو ويل:” د حسين (رض) تر وژنې وروسته څوک نشته،چې له ابن زبير (رض) سره سيالي او شخړه وکړي!” [3]

 ابن زبير (رض) ته د يزيد استازي

ابن اعثم،دينوري او نور ابن زبير(رض) ته د يزيد د استازيو په اړه وايي، چې موږ د ابن اعثم عبارت راوړى :

ابن زبير(رض) پاڅون وکړ او خلک يې خپل بيعت ته راوبلل،چې يزيد خبر شو او خپل لس تنه غوره ياران يې (چې نعمان بن بشير انصاري او عبدالله بن عضاه اشعري هم پکې وو) راوغوښتل،ورته يې وويل :

“عبدالله ابن زبير(رض) په حجاز کې ښورښت کړى او له اطاعته مې وتلى او خلک رابولي،چې ما او پلار مې وکنځي او يو شمېر ترې راتاو شوي او ملاتړ يې کوي، اوس ورشئ،حق يې او د پلار حق يې ستر وګڼئ او د طاعت پابندي ترې وغواړئ او ټولى درز ته مه راکاږئ . که يې ومنله بيعت ترې واخلئ او که سرغړونه يې وکړه د حسين له برخليکه يې وډاروئ،چې نه زبير راته تر علي بن ابىطالب او نه يې زوى عبدالله راته تر حسين غوره دى . ورسره مه ځنډېږئ،چې زه مو خبر ته سترګې پر لار يم!”

استازي مکې ته ابن زبير(رض) ته ورغلل، د يزيد پيغام يې ورورساوه او هغه وويل: “يزيد رانه څه غواړي؟ زه د دې خونې مجاور يم، چې د يزيد او غير يزيد له شره مې ورته پناه راوړې ده،که مې پکې ازاد پرېږدي پاتې کېږم که نه بلې سيمې ته ځم، چې مرګ مې راورسي!” بيا يې امر وکړ، چې استازيو ته ځاى ورکړي او هغه ورځ ورسره پاتې شوو،پر سبا يې له خپلو ملګرو سره د ګهيځ لمونځ وکړ او په حجر اسماعيل کې کېناست او خپل ملګري ترې راتاو شول او د يزيد استازي هم ورته راغلل او داسې خبرې يې وکړې،چې د يزيد اطاعت ته يې راکاږي.

راوي وايي: لومړى نعمان بن بشير ورته وويل: “يزيد خبر شوى،چې ته پر منبر هغه او پلار يې په بدۍ يادوې! حال دا چې پوهېږې،چې هغه امام دى او خلکو ورسره بيعت کړى دى او زموږ ښه نه ايسي،چې په څېر دې له اطاعت ووځي او په ټولنه کې درز واچوې . پر دې سربېره غيبت حرام دى او خير پکې نشته” دلته يې عبدالله بن زبير (رض) پر خبرو ورګډ شو او ويې ويل: “د بشير زويه! د فاسق خو غيبت نشته،ما يې په اړه يوازې هغه خبرې کړي،چې ټول خلک پرې پوهېږي،که هغه د مخکېنيو ښو امامانو پلار و؛ نو موږ يې خبره اورېده او منله او په ښو مو ياداوه او بيا داچې زه په دې کور کې د مکې د يوې کوترې په څېر يم. ايا ورته روا ده، چې د حرم کوتره وځوروئ؟!”

 راوي وايي : عبدالله بن عضا اشعري غوسه وويل: “هو ! پر خداى قسم د زبير زويه! د مکې کوتره ځوروو، د حرم کوتره وژنوو، د زبير زويه، د مکې حرمت کوم يو دى؟! پر منبر په امير المؤمنين پسې ډول ډول ناوړې خبرې کوې او بيا ځان د حرم له کوترې سره ورته کوې؟!” بيا يې وويل: “زويه! غشي او ليندۍ مې راوړه!” رايې وړل، غشى يې په ليندۍ کې کېښود او د حرم کوتره يې په نښه کړه،ويې ويل: “کوترې! ايا اميرالمؤمنين شراب څښي او ګناهونه کوي؟ ووايه : هو ! پر خداى قسم که ووايې هو ! دا زما غشى دې نه خطا کوي . کوترې! منې يې يا له اطاعته وځې او په ټولي کې درز اچوې او په دې حرم کې پاتې کېږې او سرغړونه کوې؟ ووايه : هو” عبدالله بن عضاه، ابن زبير(رض) ته مخ کړ، ويې ويل: “څه شوې،ولې کوتره څه نه وايي؟ حال دا چې تا خو پر منبر دا خبرې کولې! هو! پر خداى قسم د زبير زويه! پر تا ډارېږم او په رښتيا پر خداى قسم خورم که غواړې که نه غواړې،له يزيد سره بيعت کوې او يا به راسره د بطحا په دې سيمه کې د اشعريين له بيرغ سره مخامخ شې!” [4]

ابن اعثم د ابن زبير(رض) او عمرو بن سعيد پېښې،چې د ابن زبير(رض) بريا پاى ته رسېدلي راوړي دي .

طبري وايي: يزيد،عمرو بن سعيد د مکې له چارواکۍ لرې کړ او پر ځاى يې وليد بن عتبه وټاکه او نوموړي پر ٦١ س کې حج وکړ او په ابن زبير(رض) پسې ګرځېده؛خو هغه ځان نه ورښووه،تر دې چې وليد له حجاج سره له عرفاته وخوځېد. وروسته ابن زبير(رض) له خپلو ملګرو سره وخوځېد او د وليد په اړه يو چل وکړ او يزيد ته يې وکښل : يو ناپوه دې رالېږلى،چې له لاسه يې څه نه کېږي او حکيم پندونه نه اوري! که نرم خويه دې رالېږلى واى هيلمنېدم،چې سختې ستونزې اسانه شي او بې اتفاقي پر اتفاق واوړي!” او يزيد، وليد له کاره ګوښه کړ او پر ځاى يې “عثمان بن محمد بن ابي سفيان” وټاکه.  [5]

 يزيد ته د مدينې د استازيو پلاوى

ويلي يې دي: عثمان چې يو بې تجربې ځوان و،د مدينې له خلکو يې يو پلاوى يزيد ته ولېږه،چې عبدالله بن حنظله غسيل الملائکه، عبدالله ابن ابى عمرو مخزومي، منذر بن زبير او نور مدينوال پکې وو. دوى يزيد ته ورغلل او هغه يې ښه عزت وکړ او ښه يې ورسره وکړل او سترې ډالۍ يې ورکړې او عبدالله بن حنظله ته يې (چې د قوم شريف، فاضل، عابد او مشر و) يو لک درهمه او ورسره اتو زامنو هر يوه ته يې لس زره درهمه ورکړل، ښه جامې او د لارې توښه يې هم پرې ورزياته کړه.

پلاوى چې راستون شو پر يزيد يې نيوکې پېل کړې :

“له داسې چا راستانه شو،چې دين نه لري، شراب څښي، طنبور غږوي، د ساز او نڅا غونډې جوړوي،سپي جنګوي او له بدلمنو سره شپې تېروي! او موږ تاسې ګواهان نيسو،چې له خلافته مو لرې کړ!” ورپسې عبدالله بن حنظله پاڅېد او ويې ويل: “له داسې چا راستانه شو، که څوک مې ملګري هم نشي؛ نو په دې اتو زامنو ورسره جهاد کوم!”

خلکو ورته وويل : “خبر شوي يو،چې ستا درناوى يې کړى، ستر يې ګڼلى يې او ډالۍ يې درکړي دي!” ويې ويل: “هو! دغسې يې وکړل او ما يې ډالۍ ومنلې، چې ځان پرې غښتلى کړم” خلکو هم يزيد لرې کړ او له عبدالله بن حنظله سره يې بيعت وکړ او خپل واکمن يې کړ.

منذر بن زبير چې يزيد ورته يو لک درهم ورکړي وو، چې مدينې ته راستون شو ويې ويل: “پر خداى قسم يزيد يو لک درهمه انعام راکړى؛ خو دا چلن يې راسره نه لاملېږي،چې تاسې يې له حاله خبر نه کړم اوواقعي خوى يې درته ونه وايم، پر خداى قسم، شراب څښي او هومره مستېږي،چې لمونځ پرېږدي!” او د نورو په څېر او بلکې سخت يې د يزيد خوګانې رابربنډې کړې . [6]

د اصحابو کرامو او تابعينو خوځښت

ذهبي [7] وايي: خلک له عبدالله بن حنظله راټول شوو او په دې يې ترې بيعت واخست،چې تر پايه به ورسره درېږي،ويې ويل :

“خلکو! له خدايه وډار شئ؛ځکه د يزيد پر ضد راپاڅېدو،هسې نه چې له اسمانه راباندې ډبرې وورېږي! هغه له مړوښو ښځو، لوڼو او (خپلو) خويندو سره نکاح کوي، شراب څښي او لمونځ نه کوي!”

يعقوبي [8] وايي: “ابن مينا” [د معاويه د ځانګړو شتمنيو مامور] د يزيد له لوري د مدينې والي “عثمان بن محمد” ته راغى،ويې ويل،غواړي چې ددې ځانګړو ځمکو غنم او کجورې شام ته يوسي . د مدينې خلکو يې مخه ونيوه او عثمان خلک وګواښل او خلک پرې راپاڅېدل او هغه او اموي ملګري يې د ډبرو په ايشتو له مدينې وشړل .

په اغاني کې وايي : ابن زبير(رض) د يزيد د لرې کېدو هوډ وکړ او ډېرى خلک ورمات شول او عبدالله بن مطيع او عبدالله بن حنظله او يو شمېر مدينوال جومات ته ورننووتل او منبر ته وختل او يزيد يې لرې کړ او عبدالله بن ابي عمرو وويل: “يزيد مې له خلافته داسې لرې کړ؛لکه چې پګړۍ له سره لرې کوم” او خپله پګړۍ يې له سر راکوزه کړه،ويې ويل: “دا خبرې درته په داسې حال کې وايم،چې ماته يې ډالۍ راکړې! خو دا د خداى دښمن همېشه نېشه دى!” او بل وويل : “دا مې (داسې) لرې کړ؛ لکه چې دا څپلۍ مې له پښې وايسته!” او بل وويل: “دا مې (داسې) لرې کړ؛لکه چې دا جامې مې وايستې!” او بل وويل : “دا مې لرې کړ؛لکه چې خپلې پڼې مې وايستې!”

تر دې چې د پګړيو، څپليو او پڼو ډېرۍ جوړه شوه او ټولو په يوه غږ له يزيده خپله کرکه څرګنده کړه؛خو عبدالله بن عمر(رض) او محمد بن علي بن ابىطالب(رض) (محمد حنفيه) له دې چاره ډډه وکړه او په تېره د محمد بن حنفيه او د ابن زبير(رض) د پلويانو ترمنځ ډېرې خبرې اترې راولاړې شوې،تر دې چې په زور يې ترې بيعت اخسته او محمد مکې ته ولاړ او دا د هغه او ابن زبير(رض) ترمنځ د شر د توپان پيلامه وه! ورپسې مدينوال يو خوله شول،چې امويان له ښاره وباسي او ژمنه يې ترې واخسته،چې پر ضد يې د يزيد له لښکرو مرسته ونه غواړي او که راغلل؛نو ستانه يې کړي او که يې ونه کړاى شو؛نو مدينې ته دې ورسره راستانه نه شي.

 امام سجاد د امويانو ښځو او کوچنيانو ته پناه ورکوي

د اغاني [9] خاوند وايي: مروان، عبدالله بن عمر(رض) ته ورغى او و يې ويل: “اباعبدالرحمانه! دې خلکو لکه چې وينې موږ شړلو؛ نو زموږ کورنۍ ‏ته پناه ورکړه!” ابن عمر وويل : “زما له تاسې دواړو سره څه کار نشته!” مروان پاڅېد،ويې ويل: “خداى دې دا ډول چلن او دا ډول دينوالي بدرنګ کړي!” بيا علي بن الحسين ته ورغى او د خپلې کورنۍ او شتمنۍ د پناه اخستو غوښتنه يې ترې وکړه. هغه ومنله او هغوى يې له “ام ابان” [د حضرت عثمان(رض) لور او د مروان مېرمن] او زامنو [عبدالله او محمد] سره طايف ته ولېږل .

طبري او ابن اثير وايي : چې مدينوالو د يزيد والي او امويان له ښاره وشړل،مروان بن حکم له عبدالله بن عمر(رض) څخه وغوښتل،چې کورنۍ يې له ځان سره پټه کړي؛خو هغه ونه منله،بيا امام علي بن الحسين ته ورغى،ويې ويل: “ابا الحسنه! زه د خپلوۍ حق لرم او غواړم کورنۍ مې ستا کورنۍ ته دروسپارم” امام وويل : “دا کار وکړه” او خپله کورنۍ يې علي بن الحسين ته ولېږله او امام له خپلې کورنۍ او د مروان له کورنۍ سره د باندې ووتل او په “ينبع” کې يې مېشت کړل .

ابن اثير وايي: مروان خپله مېرمن عايشه [د حضرت عثمان بن عفان(رض) لور] او کورنۍ يې امام علي بن الحسين ته ولېږله او هغه خپله او د هغه کورنۍ “ينبع” ته بوتله.

په اغاني [10] کې وايي: “خلکو امويان وشړل او مروان اړ شو،چې له خپلو ملګرو سره لمونځ وکړي،چې يې مخه ونيوه،ورته يې وويل: “پر خداى قسم، هغه دې بېخي د جماعت امام نشي؛خو که له خپلې کورنۍ سره لمونځ کوي،څه ممانعت ورته نشته” او مروان ورسره لمونځ وکړ او ولاړ.

 امويانو له يزيده مرسته وغوښته

طبري او نور وايي : ټول امويان له مروان کره ولاړل . خلکو هم لږ غوندې راايسار کړل . امويانو يزيد ته ليک وکښه او مرسته يې ترې وغوښته. يزيد پيغام راوړونکي ته وويل: “ايا په مدينه کې امويان او دوستان يې زر تنه نه دي؟” ويې ويل : “هو ! پر خداى قسم تر دې ډېر دي” يزيد وويل: “نو څنګه يې د ورځې يوه برخه جګړه وکړاى نه شوه؟” وايي : يزيد “عمرو بن سعيد” ته ليک ولېږه او د مدينې له پېښې يې خبر کړ او امر يې ورته وکړ،چې مرستې ته يې ورودانګه؛خو ويې نه منله. بيا يې “عبيدالله بن زياد” ته امر کړ،چې مدينې ته ورشه او په مکه کې “ابن زبير” هم کلابند کړه؛خو ده هم ونه منله،ويې ويل: “پر خداى قسم ! يزيد فاسق ته به دا چار ونه کړم، د پېغمبر د لور زوى مې وواژه او اوس بايد د “بيت الله” جګړې ته ورشم؟!”

البته مور يې “مرجانه” د حسين د وژنې له املا ټپسورى کړى و او ورته يې ويلي وو: “پر تا افسوس! څه دې وکړل او پر څه اخته شوې؟!”  [11]

يزيد له ناچارۍ “مسلم بن عقبه مرى” راوغوښت؛ځکه معاويه ورته ويلي وو: “ته به په پای کې يوه ورځ له مدينوالو سره نښلې،که داسې وشول؛نو په مسلم بن عقبه يې وځپه،ما يې ښه نيت ازمېيلى دى” او چې مسلم راغى؛ نو کمزورى او ناروغ بوډا يې وليد.  [12]

د اغاني خاوند وايي: مسلم بن عقبه يزيد ته وويل: “چې څوک دې مدينې ته مامور کړى؛خو پر شا تللى. (هو!) بې له ما نور څوک د مدينوالۍ سيال کېداى نشي . په خوب کې مې يوه ټينګه ونه وليده،چې چغې وهي: “د مسلم په لاس!” چې غږ ته ورغلم؛نو مې واورېدل،چې يو ويونکي ويل: “د خپلې وينې کسات دې واخله،مدينوال د عثمان وژونکي دي!”

 لښکر مشر ته د خليفه يزيد لارښوونې

طبري وايي : يزيد،مسلم مدينوالو ته د جګړې لپاره راوغوښت او ورته يې وويل: “که څه زيان درورسېد؛نو “حصين بن نمير” خپل ځايناستى کړه” او هم يې وويل: “درې ورځې مهلت ورکړه،چې تسليم شي،که يې ومنله ورسره يې ومنه که نه جګړه ورسره وکړه او چې بريالى شوې،درې ورځې يې مباح کړه او ګرد سره شتمني،نقدې،وسله او خواړه د جنګياليو دي او چې درې ورځې تېرې شوې له خلکو لاس پر سر شه او علي بن الحسين مه ځوروه او ځان ته يې نژدې کړه، چې هغه يې ملګرى نه و” بيا يې امر  وکړ، چې د حکومت جارچي دې غږ کړي،چې که څوک حجاز ته ځي او ډالۍ اخلي نو رادې شي،چې سملاسي هر يو ته سل ديناره ورکوي؛نو ځکه دولس زره تنه چمتو شو.

مسعودي په “التنبيه والاشراف” کې وايي : يزيد، مسلم ته وويل: “چې مدينې ته ورسېدې او چا دې مخه نيوه يا د جګړې ته راغى، توره يې په توره ځواب کړه او لورېږه پرې مه او درې ورځې يې لوټ کړه. ټپيان يې ووژنه او فراريان يې وومره او که جګړه يې درسره ونه کړه؛ نو مکې ته ورشه او له “ابن زبير” سره جګړه وکړه!”

او مسعودي په مروج الزهب کې وايي : يزيد “مسلم بن عقبه” مدينې ته ولېږه، هماغه چې مدينه يې “چټله” ونوموله، حال دا چې رسول الله (ص) “سپېڅلې = طيبه” نومولې وه!”

 د مسلمانانو د خليفه سرود

چې د مسلم لښکر د يزيد مخې ته ودرېد؛نو دا سرود يې ووايه :

“”ابابکر” ته ووايه : چې شپه تېره شوه،

او په وادي القرى کې دا لښکر راکېووت،

هغه لښکر چې شل زره تنه زاړه او ځوانان لري،

ايا يو نېشه يي مست “وينې”،

يا يې له خوبه هوښيار راويښ شوي!”

دا سرود يې “عبدالله بن زبير(رض)” ته ويلى، چې کنيه يې “ابابکر” او “ابا خبيب” وه او يزيد يې په “نېشه مست” نومولى دى .

 مسعودي وايي: يزيد، عبدالله بن زبير(رض) ته وکښل:

خداى دې په اسمان کې ملاتړ ته راوباله

چې ما د “عک” او “اشعر” د ټبرونو سړي ستا مقابلې ته ورولېږل “ابا خبيبه!” وينه چې څنګه ترې ځان ژغورې!

نو، د لښکر تر رسېدو له مخه د ځان چاره دې وکړه! [13]

طبري او ابن اثير وايي: چې عبدالملک مروان واورېدل،چې يزيد خپل لښکر مدينې ته لېږلى دى، ويې ويل: “کاشکې آسمان رالوېدلى واى!” خو وروسته پخپله داسې ځاى ته ورسېد، چې “حجاج بن يوسف” مکې ته ولېږه،چې کعبه په منجنيقو په ډبرو وولي او “عبدالله بن زبير(رض)” ووژني!.[14]

 د خليفه لښکر د مدينې او مکې پر لار

د مسلم بن عقبه لښکر،چې له شامه د مدينې پر لور وخوځېد؛نو مدينوالو د امويانو او مروان د کور محاصره ټينګه کړه،ويې ويل: “پر خداى قسم،چې لاس درڅخه نه اخلو، چې دباندې مو وباسو او غاړې مو پرې کړو يا دا چې ټينګه ژمنه وکړئ او خداى ګواه ونيسئ،چې پر ضد ښورښ ونه کړئ او زموږ کمزوري ټکي رابربنډ نه کړئ او زموږ د يوه دښمن ملاتړ نشئ،چې لاس ورڅخه واخلو او له ښاره مو وباسو”

 امويانو دا ژمنې وکړې او له ښاره وتل،چې په “وادى القرى” کې له “مسلم بن عقبه” سره مخ شوو. هغه لومړى “عمرو بن عفان” راوغوښت او ورته يې ويل: “د مدينې له حاله مې خبر کړه او سلا مشوره راکړه” ويې ويل: “دا چارکړاى نه شم؛ ځکه ژمنه يې رانه اخستې، چې کمزوري ټکي يې رابرسېره نه کړم او پر ضد يې د يوه دښمن ملاتړ ونه کړم!” مسلم وشاړه او ويې ويل: “پر خداى قسم که د حضرت عثمان (رض) زوى نه واى؛ نو وژلې مې پر خداى قسم، ترتا وروسته د يوه قريشي هم دا چلن نه منم!”

“عمروبن عثمان بن عفان” خپلوملګرو ته ستون شو او پېښه يې ورته وويله، مروان بن حکم خپل زوى عبدالملک وويل: “تر ما مخکې ورشه، ښايي بسيا يې شي” عبدالملک ورغى او مسلم وويل: “په څه چې پوهېږې ويې وايه” ويې ويل: ” په اند مې غوره داده، چې له لښکر سره دې همدغسې ولاړ شې،چې د کجورو باغونو ته ورسې او هلته تم شې او لښکر دې د کجورو د ونو تر سيورې لاندې شي او کجورې يې وخورې او چې ګهيځ شو بيا هم خپل تګ ته دوام ورکړه او په مدينه کې خپلې کينې لوري ته کړه او ترې تېر شه او پرې راوګرځه،چې په ختيځ کې يې د “حرې” نيمې ته ورسې؛نو چې مدينوالو سره مخ شوې او لمر راختلى وي؛نو ستاسو به لمر ته شا وي او ځوروي به مو نه؛خو د مقابل لوري به ورته مخ وي او ګرمي به يې تنګوي او سترګې به يې برېښوي او چې تاسې په ختيځ کې ياست؛نو هغوى به ستاسې پر سر خولې،وسلې،نېزې، تورې او زرې ويني،حال چې تاسې به تر هغه وخته،چې هغوى لمر پرېوتى وي،نه به يې وينئ؛نو بيا ورسره جګړه وکړئ او له خدايه مرسته وغواړه!”

مسلم ورته وويل: “پر پلار دې د خداى رحمت،چې داسې زوى يې روزلى!”

بيا مروان ورغى او مسلم ورته وويل: “راوله!” مروان وويل: “ايا عبدالملک ورغلى نه و؟”

 ويې ويل: “هو راغلى و او عبدالملک څومره ښه نارينه دى! د ده په څېر مې له ډېرو لږو قريشو سره خبرې شوي”

 مروان وويل: “چې عبدالملک دې ليدلى؛نوزه دې ليدلى يم” نو بيا مسلم د عبدالملک پر لارښوونو عمل کاوه؛ نو ځکه لمر خاته لوري راغى او درې ورځې يې مدينوالو ته مهلت ورکړ او چې درې ورځې تېرې شوې، ويې ويل: “مدينوالو! څه کوئ،غاړه ږدئ که جنګېږئ؟”

 ويې ويل: “جنګېږو”.

مسلم ورته وويل: “مه کوئ؛بلکې اطاعت وکړئ،چې خپل ځواک او دبدبه يو ځاى کړو، چې پر دې “ملۍ” مارق له هرې لوري ورودانګو؛ يعنې پر ابن زبير (رض) .

 مدينوالو وويل: “د خداى دښمنانو! که پر لور يې ورشئ؛نو تاسې به پرېنږدو. موږ به تاسې ازاد پرېږدو،چې بيت الله الحرام ته ولاړ شئ او هستوګن يې وډار کړئ اودرناوى يې ولتاړئ؟! نه پر خداى قسم دغسې نه کوو!”

مسعودي وايي : مدينوالو د رسول الله (ص) خندق (چې رسول الله (ص) د احزابو په جګړه کې ايستلى و) خپل سنګر کړ او له مدينې يې ګرد چاپېره ديوال وکړ او شاعر يې وويل: “عربي له کتابه: ٢٥١ مخ)

“په رښتيا چې په هغه خندق کې چې په دبدبې او ستریا پسوللى دى،

يو ګوزار دى، چې له مغزو ستي وباسي!

ته له موږ نه يې او ماما دې هم له موږ ځنې دى،

اى چې د شهوت لپاره لمونځ پرېږدې

نو چې موږ ووژل شو ته نعراني کېږې

او شراب وڅښه او جمعه او جماعت پرېږده! [15]

ذهبي وايي: په هغه زمانه کې عبدالله بن حنظله په نبوي جومات کې “بېتو ته” کوله او روژه نيوه او په اوبو او اوړو يې روژه ماتوله او تل يې سرخوړنه و.

 چې يزيديان مدينې ته راورسېدل خپلو يارانو ته يې وينا وکړه او جګړې ته يې راوهڅول او ويې غوښتل،چې له دښمن سره دې په جګړه کې رښتين وي او ويې ويل:”پالونکيه! موږ يوازې پر تا ډډه لګوو”.

ګهيځ مهال د شام لښکر پر مدينه يرغل وکړ او مدينوال په ټينګه وجنګېدل،چې ناڅاپه له شا او د ښاره له منځه د تکبير نارې واورېدل شوې اومتوجه شوو،چې “بني حارثه” او د “حرې” له لارې محاصره کړي دي؛نو ځکه خلک وتښتېدل او عبدالله بن حنظله چې پر يوه زوى ډډه وهلې وه او لږ خوب وړى و او زوى يې ويښ کړ او چې پېښه يې وليده؛ نو مشر زوى يې جګړې ته ولېږه،چې ووژل شو، بيا يو په بل پسې ټول زامن ولېږل،چې ټول ووژل شو.

وايي : په دې حال کې چې عبدالله بن حنظله يوازې پاتې و، له يو شمېر يارانو سره په ښار کې ګرځېده او چې ماسپښين شو،خپل مريي ته يې وويل: “څوک خو پاتې نه دي؛ موږ څه ته ودرېږو؟” په لاس کې يې بيرغ و او يوازې پينځه تنه ترې راتاو وو، ويې ويل: “پر تا افسوس! موږ خو يوازې د وژنې لپاره راپاڅېدلي يو”.

وايي: مدينوال د شتر مرغانو په څېر پنډ شوي وو او شاميانو له تېغه تېرول . عبدالله چې ولیدل خلک وتښتېدل،زرې يې له تنه راوايسته او وجنګېد،چې ووژل شو. بيا نو مروان يې پر جنازه ودرېد او سبا به ګوته يې ورته ونيوه او ويې ويل: “پر خداى قسم که له مړي سره يې دښمني کوم؛نو له ډېر وخته مې په ژوند ورسره دښمني کړې ده” [16]

 د خلافت لښکر د رسول الله (ص) حرم مباح اعلانوي

طبري او نور وايي: مسلم مدينه درې ورځې مباح کړه،چې خلک ووژني او شتمني يې لوټ کړي. [17]

يعقوبي [18] وايي: “ډېرى پاتې خلک ووژل شو، د رسول الله (ص) حرم يې مباح کړ، تردې چې ډېرى باکرې پېغلې دوه ځانې شوې او کوروالى کوونکى يې ونه پېژندل شول!”. [19]

په ابن کثير تاريخ [20]  کې وايي: “د “حرې” په جګړې کې اوه سه تنه قرآنپوهان ووژل شول،چې درې تنه يې د رسول الله (ص) اصحاب وو!”.

او وايي: “ډېرى انسانان ووژل شو، داسې چې نژدې وه څوک له مدينوالو پاتې نشي!”.

او وايي : “پر ښځو يې تېرى وکړ؛داسې چې ويل شوي : په هغو ورځو کې زر ښځې، بې مېړه، دوه ځانې شوې!”.

او له “هشام بن حسان” روايتوي چې: “د “حرې” تر جګړې وروسته د مدينې زر بې مړوښه ښځې دوه ځانې شوې!”.

او د “زهري” له وينا وايي: “په وژل شويو کې اوه سوه تنه ول،چې د مهاجرينو او انصارو مشران او موالي وو او نور هم، چې نه پوهېږم ازاد و يا مريان، بې له دوى، ټول لس زره تنه وو”. [21]

په سيوطي تاريخ کې وايي: “د “حرې” جګړه د “باب طيبه” په مخ کې وشوه او ډېرى اصحاب او نور پکې ووژل شو،مدينه لوټ شوه او پر زرګونو باکره پېغلو تېرى وشو!”. [22]

دينوري او ذهبي وايي: ابو هارون عبدي وايي : ابو سعيد خدرى مې وليد. ابا سعيده! ولې دې ږيره داسې شوې؟ ويې ويل: “دا د حرې په پېښه کې د شامي ظالمانو چارو؛کور ته مې راننووتل او هر څه يې لوټ کړل، ان د اوبو کټورى يې يووړ او د باندې ولاړل. وروسته ترې دولس تنه نور راننووتل . زه پر لمانځه وم، په کور کې وګرځېدل او څه يې ونه موندل او خپه شوو او زه يې د لمانځه له ځايه راښکودم او پر ځمکه يې راګوزار کړم او هر يو له ږيرې ونيوم او راوايسته يې؛تر کوم ځايه چې ګورې هغوى ايستلې ده او څه چې پاتې ده،هغه برخه ده چې پر ځمکه وه او لاسونه يې نه ورسېدل، ما همدغسې پرېښې،چې په همدې حال کې له خداى سره ووينم!”. [23]

او پر مدنية الرسول، دغسې دا درې ورځې تېرې شوې!

له مدينوالو يې بيعت واخست،چې د خليفه يزيد مريان به وي .

طبري او نور وايي: مسلم خلک بيعت ته راوبلل،په دې شرط،چې د يزيد بن معاويه مريان به وي او هغه به د دوى د ځان، شتمنۍ او کورنۍ په اړه هوډ نيسي. [24]

مسعودي وايي: “چې څوک پاتې وو،ټولو بيعت وکړ، چې د يزيد بندګان به وي؛ خو بې له “علي بن الحسين” څخه، چې هغه د مدينوالو په چارو کې نه و او هم “علي بن عبدالله بن عباس” چې ماماګان يې د کنده له ټبره د يزيد په لښکر کې وو او د هغه مخه يې ونيوه. د لښکر قومندان وويل: “چې څوک يې ونه مني په توره يې څټ پرې کوم!” [25]

د ابن سعد په طبقاتو کې وايي : مسلم چې خلک ووژل او “عقيق” ته ورغى ويې پوښتل: “علي بن الحسين شته؟” وويل شو: هو! ويې ويل: ولې يې نه وينم؟ امام  د ترونو له دوه زامنو (د محمد بن حنفيه زامن) سره ورغى. مسلم چې وليد ښه راغلاست يې ورته ووايه او پر خپل ورېښمين ټغر يې کېناوه. [26]

په طبري تاريخ کې وايي: مسلم ورته وويل: مرحبا، ښه راغلاست. بيا يې له ځان سره پر ورېښمين ټغر کېناوه او ويې ويل: له مخکې امير المؤمنين ستا سپارښتنه راته کړې وه؛خو دې خبيثانو ستا ياد او درناوى رانه هېر کړى و. بيا يې علي بن الحسين ته وويل: ښايي کورنۍ دې ډار شوې وي. ويې ويل: پر خداى قسم، هو! مسلم امر وکړ. سپرلى يې چمتو او زين کړه او سپور يې کړ او کورنۍ ته يې ورساوه. [27]

دينوري وايي : چې څلورمه ورځ شوه،مسلم بن عقبه پر څوکۍ کېناست او مدينوال يې بيعت ته راوبلل او لومړى تن،چې ورغى “يزيد بن عبدالله بن ربيعه” [چې د رسول الله (ص) د مېرمنې ام مسلمې بي بي لمسى] و. مسلم ورته وويل: “بيعت راسره وکړه”

 هغه وويل: د کتاب الله او د رسول الله (ص) د سنتو له مخې درسره بيعت کوم”

مسلم وويل: “داسې بيعت وکړه،چې د اميرالمؤمنين غنيمت وسې،چې ستا په شتمنيو او اولادونو کې چې څه غواړي ويې کړي!” خو هغه دا ډول بيعت ونه مانه او مسلم امر وکړ،چې سر يې پرې کړئ! [28]

طبري وايي: مسلم په “قُبا” کې خلک بيعت ته راوبلل . دوو تنو قريشو [يزيد بن عبدالله بن زمعه او محمد بن ابى جهم] ته يې امان وغوښت او د حرې تر پېښې دوه ورځې وروسته يې ورته راوستل . ويې ويل: “بيعت وکړئ” هغوى وويل: “د کتاب الله او د رسول الله (ص) د سنتو له مخې درسره بيعت کوو” ويې ويل: “نه ! پر خداى قسم چې دا خو بيخي درسره نه منم” او راوړاندې يې کړل او ويې وژل.

مروان ورته وويل : “سبحان الله! دوه تنه قريش،چې امان اخستو ته راغلي وژنې يې؟” مسلم پخپله همسا مروان ټيل واهه او ويې ويل: “پر خداى قسم که ته هم د هغوى خبره وکړې؛ نو هماغسې درسره کوم!”.

وايي: “يزيد بن وهب بن زمعه” يې راوست، زر ته يې وويل: “بيعت وکړه” هغه وويل: “د عمر (رض) د سنتو له مخې درسره بيعت کوم” مسلم وويل: “ويې وژنئ!” هغه وويل: “بيعت درسره کوم” ويې ويل: “نه، پر خداى قسم، ګناه دې نه بښم” بيا نو مروان يې د خپلوۍ له مخې سپارښتنه وکړه؛ خو مسلم امر وکړ، چې مروان تنبه او دماغ سوخته کړي . بيا يې وويل: “بيعت وکړئ دا چې د يزيد بن معاويه غنيمت وسئ!” او وبيا يې امر، چې يې ووژنئ. [29]

 يزيد ته يې سرونه ولېږل

ابن عبدربه وايي : مسلم بن عقبه، يزيد ته د مدينوالو سرونه ولېږل . يزيد چې سرونه وليدل،د احد په جګړه کې يې د “ابن زبعري” په څېر شعر ووايه: “له کتابه ٢٥٦”.

“کاشکې اوس مو د بدر په جګړه کې مشران واى

او په دې پېښه کې يې د خزرجيانو زارۍ ليدلې واى

او له زياتې خوشحالى به يې شپيلي وهل

او ويل يې: يزيده! پر لاس دې برکت!

په دې حال کې د رسول الله (ص) يو صحابي ورته وويل : “امير المومنينه! له اسلامه ووتې!” يزيد وويل: “هو ! له خدايه بښنه غواړم” او صحابي وويل: “پر خداى قسم، په يوه سيمه کې به هم درسره ونه اوسم!” او ترې راووت. [30]

د ابن کثير په روايت کې، تر لومړي بيعت وروسته راغلي :

“عربي ٢٥٧ مخ”

“چې په قبا کې راکېووت

او قريشيان يې له تېغه تېر کړل

دا دى له مشرانو يې موږ دوه ګرايه ووژل

او د “بدر” نابرابري مو برابره کړه او انډول شو”

بيا ابن کثير وايي: ځينو رافضيانو پر دې دا بيت ورزيات کړى دى:

لعبت هاشم بالملک فلا – ملک جاء ولاحى نزل

“بني هاشمو له واکمنۍ سره لوبې وکړې،

نه کومه پرښته راغله او نه کومه وحې رانازله شوه”

او ورپسې وايي: “که دا خبره يزيد بن معاويه ويلي وي،د خداى او د لعنت کوونکيو لعنت دې پرې وي او که يې نه وي ويلي پر هغه دې د خداى لعنت وي، چې دا خبره ورپورې تړي”. [31]

علامه عسکري وايي: ابن کثير وهم نيولى او ګومان يې کړى،چې يې ويلي دي: “يزيد په دې مقام کې دا بيت د “ابن زبعري” پر شعر ورزيات کړى؛ نو ځکه ترې منکر شوى دى . حال دا چې دا يې روايت کړى نه دى؛ بلکې “شعبي” او نورو روايت کړى دي چې: “يزيد چې خپلې مخې ته د حسين سر وليد او د “ابن زبعري” په شعر يې تمثل وکړ، دا بيت يې پرې ورزيات کړ او ښکاره ده،چې “شعبي” رافضي او شيعي نه و؛بلکې د خلفاوو د ښوونځي له متعصبو مشرانو ځنې  و.

نه پوهېږم ابن کثير ولې يزيد ته پلمه نه راوړي او نه وايي :

“هغه مجتهد و او دا بيت يې په خپل اجتهاد ويلى دى؟”

 د خليفه په اطاعت کې

د مکې پر لور د خلافت د لښکر خوځېدنه او د قومندان دعا او په مړينه کې يې وصيت.

طبري او نور وايي : مسلم،چې د مدينوالو له جګړې او د شتمنيو له لوټه يې خلاص شو، له خپل لښکر سره مکې ته وخوځېد او چې “مشلل” ته نژدې شو، مړينه يې راورسېده او دا پر ٦٤ س د محرم وروستۍ نېټه وه. په دې حال کې يې “حصين بن نمير” راوغوښت او ورته يې وويل: “د خره تر کتې لاندې اچوونکي زويه! پر خداى قسم که دا چار مې په واک کې واى؛ نو ته مې د دې لښکر بولندوى کولې نه؛خو امير المؤمنين تر ما وروسته امير کړى يې، چې امر يې ردېدونکى نه دى؛نو چې د څه درته وصيت کوم عملي يې کړه :خبرونه راټولوه او يو قريشي ته هم غوږ مه ږده! او شاميان يې له خپلو دښمنانو مه منع کوه او تر درېيو ورځو ډېر مه تمېږه، چې له فاسق ابن زبير سره مخ شې!” بيا يې وويل: خدايه ما تر دې شهادت [= چې يوازې الله خداى دى او دا چې محمد يې بنده او استازى دى] وروسته بېخي داسې کومه کړنه کړې نه ده،چې په آخرت کې راته ګرانه او غوره وي”. [32]

دا عبارت د ابن کثير په تاريخ کې داسې دى : “… داسې کړنه مې کړې نه ده چې د مدينوالو له وژنې راته ګرانه او په آخرت کې منلې وي! اوس که تر دې چار وروسته دوزخ ته ولاړ شم؛نو په يقين چې بدمرغه يم” بيا له نړۍ ولاړ.  [33]

او په يعقوبي تاريخ کې وايي : “خدايه! داچې ستا د خليفه يزيد بن معاويه اطاعت مې وکړ او د حرې (مدينې) خلک مې ووژل؛نو که تر دې وروسته مې پر عذاب کړې؛ نو په يقين چې بدمرغه يم”. [34]

او د ابن اعثم په فتوح کې وايي : مسلم بن عقبه په خپل وصيت کې “حصين بن نمير” ته وويل: “ځير شه،چې له مکيانو او عبدالله بن زبير سره هماغه څه وکړې،چې ودې ليدل ما له مدينوالو سره وکړل!”.

بيا يې وويل : “خدايه! ته پوهېږې،چې ما بېخي د خليفه بې اطاعتي کړې نه ده! خدايه! ما بېخي داسې چار کړى نه دى،چې له امله يې وژغورل شم؛خو چې څه مې له مدينوالو سره کړي دي!” او بيا يې حالات خراب شوو او ومړ. تر غسل او کفن وروسته يې ښخ کړ او خلکو له “حصين بن نمير” سره بيعت وکړ او مکې ته روان شوو. په دې حال کې د سيمې خلک راووتل، له قبر يې رابهر کړ او پر دار يې وځړاوه. د يزيد لښکر له دې چاره خبر شو، راستون شو او د دې سيمې يو شمېر هستوګن يې له تېغه تېر کړل او نور يې وتښتېدل، بيا يې له داره راکوز کړ او ښخ يې کړ او پر قبر يې يو پاسوال وګوماره. [35]

 د خلافت لښکر شعر وايي او کعبه سيځي

مسعودي وايي: “حصين بن نمير” مکې ته ورسېد او محاصره يې کړه. ابن زبير کعبې ته پناه يووړه. حصين او لښکر يې منجنېقونه او عرادې د کعبې پر لور ودرولې او کعبه يې په ډبرو او تېلو ککړو ټوټو په نښه کړه، چې وسوځېده او ويجاړه شوه.

په دې وخت کې يو تندر راکېووت او د منجنيق يوولس تنه خدمه يې وسوځول . دا ورځ، شنبه د ربيع الاول درېيمه او د يزيد تر مړينې يوولس ورځې مخکې وه. لنډه دا چې مکيان او عبدالله بن زبير (رض) په تنګسه کې راګېر شوو او ډبرو، اور او تورو يې هلاکت رامخې ته کړ او شاعر يې وويل :

ابن نمير بئسما تولى – قدا حرق المقام والمصلى

“د نمير زويه! څه بد چارى دى .

د ابراهيم مقام او د لمانځه ځاى يې وسوځاوه!”. [36]

يعقوبي وايي: حصين بن نمير هومره اوريني غونډوسکې وايشتې، چې کعبه يې ورانه کړه او چې جګړه به سړه شوه؛نو د ابن زبير وياند “عبيدالله بن عمير ليئي” به د کعبې پر بام خاته او په لوړ غږ به يې ويل: “شاميانو! دا د خداى حرم دى، هغه حرم،چې په جاهليت کې مو “پناه ځى” و او الوتونکي او ځړېدونکي پکې خوندي او امان کې و، شاميانو له خدايه وډار شئ!” او شاميانو چغې وهلې: “اطاعت، اطاعت، بريد، بريد، تر شپې مخکې بريا!” او جګړې ته يې دوام ورکړ، چې کعبه وسوځېده.

 د ابن زبير ملګرو ورته وويل: “اور به مړ کړو” اجازه يې ور نه کړه او غوښتل يې خلک د کعبې له امله غوسه شي.

 ځينو شاميانو وويل: “حرمت او اطاعت يو بل ته مخامخ شوي او طاعت پر حرمت برلاس شو!!”. [37]

په تاريخ الخميس او تاريخ الخلفا کې وايي : “د کعبې پردې،چت او د اسماعيل د قربانۍ د پسه ښکرونه،چې په کعبه کې راځوړند ول،د شاميانو په اور وسوځېدل!”. [38]

طبري او نور وايي: ابن زبير يې راايسار کړ او د محرم د مياشتې يوه برخه او ټوله د صفر مياشت ورسره وجنګېدل،چې د ٦٤ س د ربيع الاول درېيمه د شنبې ورځ راورسېده، بيا يې بيت الله الحرام په منجنېقو په ډبرو وايشته او ويې سيځه .

شعرونه يې وويل:

خطارة مثل الفنيق المزبد – نر مى بها اعواد هذا المسجد

د سر مست اوښ په څېر يو منجنيق دى

چې د دې جومات ستنې پرې په ډبرو ولوو.

کيف ترى منيع ام فروه – تاخذ هم بين الصفا والمروه

د دې منجنيق چار څه ډول وينې

چې د صفا او مروه ترمنځ پکې نښه نيول کېږي؟

ويلي يې دي: محاصره د ربيع الاخر تر لومړيو وغځېده،چې د يزيد د مړينې خبر راورسېد. يزيد د ربيع الاول پر څوارلسمه ومړ. [39]

طبري وايي: حصين بن نمير له ابن زبير سره په جګړه کې و،چې مکې ته د يزيد د مړينې خبر راورسېد. ابن زبير په لوړ غږ ورته وويل: “سرغړاندى مو هلاک شو، که څوک غواړي؛ نو له دې خلکو سره دې يو ځاى شي که نه شام ته دې ستون شي” خو هغوى ورسره جګړې ته دوام ورکړ، تر دې چې ابن زبير حصين بن نمير ته وويل: “نژدې راشه،چې خبره درسره وکړم” هغه ورنژدې شو او خبره يې ورسره کوله،چې يو آس يې خارشند اچولو پيل کړل او د حرم کوترې راغلې،چې دانې ترې راټولې کړي او حصين خپل اس په کابو کې کړ، چې کوترې ونه ځوروي!.

ابن زبير ورته وويل: “څه کوې؟” ويې ويل: “هسې نه چې اس مې د حرم کوترې ووژني!”.

ابن زبير وويل: “دا روا نه بولې؛خو مسلمانان وژنې؟!”

 ويې ويل: “جګړه درسره نه کوم،اجازه راکړه،چې له خوني طواف وکړم او ستون شم” او همدغسې يې وکړل .

 وايي: حصين او ملګري يې مدينې ته ولاړل .

وايي: مدينوال او د حجاز هستوګن د شاميانو پر وړاندې زړه ور شول؛ تر دې چې يو به يې يوازې مونده، د سپرلۍ قيضه يې نيوه او راغورځاوه يې؛نو ځکه په لښکرتون کې راټول شوو او نه خپرېدل  او امويانو ورته ويلي وو: “چې ځئ موږ هم درسره بوځى” او همدغسې يې وکړل او لښکر شام ته ستون شو. [40]

 حجاج دويم ځل کعبه په نښه کوي

ابن اثير او نور وايي : عبدالملک بن مروان، حجاج يې مکې ته له ابن زبير سره جګړې ته ولېږه، په طايف کې يې لښکر تم شو او پر ٧٢ س په ذى قعده کې مدينې ته ورغى او د ابن زبي والي يې ترې وشاړه او يو شامي “ثعلبه” يې پر ځاى کېناوه او “ثعلبه” د مدينوالو غوسه کولو لپاره پر نبوي منبر د هډوکي ماغزه راايستل او خوړل او له پاسه يې پرې کجورې خوړې!. [41]

دينوري وايي : حجاج د حج پر مهال خپلو ځواکونو ته وويل: “حج ته چمتو شئ!” بيا له طايفه مکې ته ولاړ او منجنيق يې دابو قبيس پر غره کېښود.

اقيشر اسدي په دې اړه وويل : “زموږ په څېر په حج غولېدلى لښکر به ليدلى نه وي! او زموږ په څېر کوڼ او ګونګ لښکر مې ليدلى نه دى! او د واده د نجونو په څېر وګډېږو.د سې شنبې پر ورځ ورغلو،د فيل د سينې په څېر، بې سره لښکر دى .که له ثقيف (حجاج) او حکومته يې بې غمه نه شو، پر سخت روزګار به اخته شوه.

حجاج راوغوښت؛ خو وتښتېد. بيا يې ابن زبير (رض) محاصره کړ؛ خو مسجد الحرام ته يې پناه يووړه. حجاج “ابنخزيمه خشعي” د منجنيق ايشتونکى کړ او جومات مېشتي يې په ډبرو وايشتل او ويل يې :

خطارة مثل الفنيق الملبد – نرمى بها عواد اهل المسجد

“د سرمست اوښ په څېر يو منجنيق دى،چې مسجدالحرام ته راغلي پرې په ډبرو ولوو”. [42]

مسعودي وايي : حجاج عبدالملک ته وکښل،چې د ابو قبيس غر يې نيولى او ابن زبير (رض) يې محاصر کړى دى،چې ليک يې وروسېد، عبدالملک تکبير ووايه . شاوخوا يې هم تکبير ووايه، د تکبير غږ د دمشق په جامع جومات کې ناستوو هم واورېد او دوى هم تکبير ووايه. غږ يې بازاريانو ته واورېد،چې دوى هم تکبير ووايه . بيا يې وپوښتل، چې څه خبره ده؟ ورته وويل شو: “حجاج، ابن زبير په مکه کې راايسار کړى او د ابو قبيس غر يې نيولى دى”

 ويې ويل: “موږ به هله خوشحاله شو،چې دا ملعون ترابي،لاس تړلى او بې پټکي راولي او پر اوښ سپور يې په بازارونو کې وګرځوي!”. [43]

څرګندنه داچې رسول الله (ص) حضرت علي په “ابو تراب” ياد کړى و او “امويانو” يې دا يوه خو او غيب ګڼلې و او د حضرت علي لارويانو ته يې “ترابي” ويل او په امويانو کې دې لقب د پېغور مانا درلوده؛نو ځکه يې ابن زبير (رض) هم پر ترابي ياداوه .

ابن اثير وايي : حجاج په ذى قعده کې مکې ته ننووت او د حج احرام يې وتاړه او په “بئر معونه” کې تم شو او له خلکو سره يې حج وکړ؛ خو د کعبې طواف يې ونه کړ، د صفا او مروه ترمنځ يې سعې ونه کړه؛ځکه ابن زبير(رض) يې خنډه و.

وايي: ابن زبير(رض) او ملګرو يې هم حج ونه کړ؛ځکه عرفات ته ولانړل او شيطانان يې ونه ايشتل .

او وايي: چې حجاج،ابن زبير(رض) راايسار کړى و؛ نو کعبه يې پر ابوقبيس غره ايښي منجنيق په ډبرو ايشته . عبدالملک چې د يزيد بن معاويه پر مهال دا چار ناغوره ګڼلى و؛خو اوس يې پخپله کوي!

 او خلکو ويل: “له خپل دينه اوختى دى!”. [44]

ذهبي وايي : حجاج په منجنيقونو او هر اړخيزه جګړې زبيريان په تنګسه کې راګېر کړي وو، د توښې ورسېدو لار يې پرې تړلې وه،چې وږي شوو. او ځانونه يې “زمزم” په اوبو څښلو خوشحالول او پر کعبه به ډبرې ورېدې .  [45]

ابن اثير وايي: پينځه غونډواله منجنيقونه يې درلودل،چې له هرې لوري به يې پرې کعبه په ډبرو ايشته. [46]

د کعبې سوځېدل او د تندر رالوېدل

په تاريخ الخميس کې په خپل سند وايي: حجاج کعبه په ډبرو او اورنيو غونډوسکو ايشته، تر دې چې پردو اور واخست. په دې وخت د “جدې” له لوري له برښنا سره لوړه وريځ پر کعبې او عطاف ودرېده او اور يې مړ کړ او د باران اوبه په ناوه کې “حجر اسماعيل” ته راغلې. بيا وريځ د ابوقيس غره ته ماته شوه او تندر يې وغورځاوه او منجنيق يې د يوه جوغړوندې هومره په لمبه وواهه،چې څلور تنه پوځيان يې وسوځول!.

حجاج وويل: “له دې تندره مه ډارېږئ؛ځکه دا د تندرونو هېواد دى”. خداى يو بل تندر راوغورځاوه،چې منجنيق او نور څلور تنه يې وسوځول [47]

ذهبي وايي : حجاج خپلو ځواکونو ته غږ کاوه: “شاميانو! خداى مو، خداى مو د (خليفه) په طاعت کې په پام کې ونيسئ!”. [48]

طبري او نور د “يوسف بن ماهک” له خولې وايي : “ليدل مې،چې منجنيق ډبرې ايشتې،چې ناڅاپه وغورېد او برښنا ورسره وه او د برښنا کړسهارو د حجاج ځواکونه راګېر کړل . شاميان وډار شول او لاس يې واخست. حجاج پخپله ملا تړله او په منجنيق کې يې ډبره کېښووله او اور يې وکړ: “ويې توغوئ” او پخپله يې په توغولو کې برخه واخسته .

وايي: پر سبا يې، پرله پسې تندرونه راغلل او دولس تنه ځواکونه يې ووژل او شاميان سست شول .

 حجاج ورته وويل: “شاميانو! له دې پېښې په تشويش کې مه وسئ، چې تهامه مې ټاټوبى دى او دا يې (عادي) تندرونه دي .سوبه او بريا نژدې ده؛نو خوشحاله وسئ،و چې څه دررسېدلي،دښمنانو ته هم رسي”

 پر سبا يې تندر راولوېد او د ابن زبير يو شمېر ياران يې هم ووژل .

 حجاج وويل: “نه وينئ، چې پر هغوى هم راولوېد،حال داچې تاسې د اطاعت پر لارياست او هغوى يې پر خلاف دي؟” [49]

تر دې وروسته، د ابن کثير په تاريخ کې راغلي دي : “شاميانو رَجَز وايه او کعبه يې په منجنيقو په ډبرو وايشته او ويل يې :

“د سرمست اوښ په څېر يو منجنيق دى چې…

ناڅاپه پر منجنيق تندر راولوېد او ويې سوځاوه. شاميانو له اثيقو او محاصرې لاس واخست.

 حجاج ورته وويل: “پر تاسې افسوس! نه پوهېږئ، چې دا اور خو زموږ پر مخکېنيو هم راکېوته او که يې قربانۍ قبلېدې؛نو خوړه يې؟ که کار مو د منلو نه و؛ نو دا اور نه راکوزېده، چې يې وخوري!”. [50]

د ابن اعثم په فتوح کې وايي : حجاج خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې په چاپېريال کې خپاره شئ او مسجد الحرام د “ذى طوىٰ” له لوري او د مکې له سهيله او د “بطح” له مخامخه محاصره کړئ .

عبدالله بن زبير او ياران يې په تنګسه کې شوو او شاميانو منجنيقونه ودرول او رَجَز يې وايه او کعبه يې د ډبرو باران جوړ کړ، چې لږ به ستړي شول،دمه يې کوله؛نو حجاج به پېغامونه وراستول، ټپو سوري کول يې او پر مرګ يې ګواښل . [51]

 د بيت الله په سوځېدو د حجاج خوشحالي

وايي: د حجاج لښکر بيت الله الحرام په ډبرو وايشته، چې د زمزم څاه له بېخه وچاوده او د کعبې دېوالونو هم درز وکړ. بيا یې د اورينو غونډوسکو د ايشتو امر وکړ،چې پردو اور واخست او ايرې شوې، حجاج ورته ولاړ و او کتل يې،چې پر دې څنګه سوځوي او داسې رجز يې وايه :

“نه وينې چې لوګى يې څنګه پورته خېژي

حال دا چې په ګومان يې خداى يې تر خوا دى؟!

ډبرې يې سستې شوې او وچاودې

او ټولې کوترې يې ترې والوتې،

نژدې ده،چې کعبه ويجاړه شي

او ګرد سره پردې يې وسوځي

ځکه په تېلو او اور کې راګېرې دي!.

طبري وايي: د ابن زبير(رض) تر مړينې د دواړو لوريو جګړه روانه وه. د عبدالله ابن زبير ياران خپاره واره شوو او په خورا ذلت يې خوشې کړ. د لس ګونو زرو تنو په شاوخوا کې مکيان حجاج ته ورغلل او امان يې وغوښت، چې د ابن زبير دوه زامن : حمزه اوو خبيب هم پکې وو او له حجاجه يې امان وغوښت!.

 د ابن زبير (رض) د چارپاى او شام ته د سرونو لېږل

عبدالله بن زبير تر مړينې سخت وجنګېد. حجاج هم، د ابن زبير، عبدالله بن صفوان او عمارت بن عمرو سرونه مدينې ته ولېږل، چې پر دار وځړول شي او  وروسته يې عبدالملک ته ولېږل . [52]

ابن کثير وايي : سرونه يې د “ازد” د ټبر د يو سړي په قومندانۍ ولېږل او ورته يې وويل، چې مدينې ته ورسېدئ؛نو پر دار يې راځوړند کړئ او بيا شام ته ولاړ شئ . حکم يې عملي کړ او عبدالملک ورته پينځه سوه ديناره سره انعام ورکړل . بيا يې په بيتي د ابن زبير د وژنې په خوشحالۍ کې د ځان او خپل زوى له تنديو ويښتان بيتي کړل!.

راوي وايي: حجاج حکم کړى و،چې د ابن زبير تنه د حجون پر لار سرچپه راځوند کړي، بيا راکوزه شوه او هملته ښخ کړاى شوه. [53]

ذهبي وايي: د عبدالملک چارواکي پراخه شوه او چارې يې تنظيم شوې او “حجاج بن يوسف” يې د حرمينوو (مکې او مدينې) واکمن کړ او حجاج هغه کعبه بېرته ورغوله،چې ابن زبير جوړه کړې وه؛ خو ويجاړه او “حجر الاسود” يې څو ټوټې شوې وه. [54]

 حجاج د پېغمبر اکرم (ص) اصحاب داغوي

طبري وايي : حجاج تر دې وروسته په صفرې مياشت کې مدينې ته ولاړ او درې مياشتې تم شو، چې پر مدينوالو لوبې وکړي او ويې ربړوي . د رسول اکرم (ص) اصحاب يې خوار او سپک کړل او غاړې يې ور داغ کړې . د حضرت جابر بن عبدالله (رض) يې لاس او د حضرت انس (رض) يې غاړه داغ کړه .

حضرت “سهل بن سعد (رض)” يې راوغوښت او ورته يې وويل: “ولې دې د امير المؤمنين عثمان ملاتړ ونه کړ؟”

 ورته يې وويل : “مرسته مې يې کړې”

 حجاج وويل: “دروغ دې وويل!” بيا يې امر وکړ، چې غاړه يې په سر بو داغ کړئ . [55]

 د حرمينو دپاڅون پاى او د نورو خوځښتو پيل

د مکې او مدينې د خلکو پاڅون پاى ته ورسېد؛خو ورسره جوخت او وروسته ترې نور خوځښتونه پيل شول؛ لکه : پر ٦٥ س د توابينو پاڅون، چې په کوفه کې د “يالثارات الحسين” په غږ پيل شو او په “عين الورده” کې د خلافت له لښکر سره ونښتل او شهيدان شوو. بيا پر ٦٦ س د حسين د وژونکيو لپاره د مختار پاڅون” پيل شو.

وروسته ترې،د علويانو خوځښتونه؛لکه د “شهيد زيد” او زوى يې “يحيى” [56] او وروستى يې د عباسيانو پاڅون و، چې “آل محمد ته بلنې” په شعار پيل شو،چې د اموي خلافت پر راپرځېدو او د عباسي خلافت (د آل محمد په نوم) په جوړښت پاى ته ورسېد .

لکه چې “ابو سلمه خلال” د آل محمد وزير يادېده او “ابو مسلم خراساني” د آل محمد امير! او چې ابو سلمه ووژل شو؛نو يو شاعر وويل:

ان الوزير وزير آل محمد – او دى فمن يشناک کان وزيرا

“هغه وزير، چې د آل محمد وزير و، ووژل شو

او هغه چې دښمني ورسره کوي وزير دى.” [57]

 خوځښتيانو خلافت کمزوى او امامان….

هو ! دا ګرد سره خوځښتونه د امام حسين(رض) د شهادت له امله پيل شول،وغځېدل او اموي خلافت يې کمزورى کړ. بيا نو د اهلبيتو امامانو فرصت وموند او ويې کړاى شول، چې د خپل نيکه محمد رسول الله (ص) شريعت، چې د ورکېدو او پوپنا کېدو پر لور روان و‏، بيا ژواکى کړي او ښوونځي يې د نږه اسلام خپرېدو ته ملا وتړله[58].

[1]  دا برخه د معالم المدرستین د امام حسین له برخې اخستل شوې

[2]مسعودي، مروج الزهب (٣/٦٨مخ)؛ابن کثير، تاريخ (٨/٢١٩ مخ)؛التنبيه والاشراف، ٢٦٤ مخ .

 [3] . طبري تاريخ (٢/٣٩٧ – ٣٩٦ مخونه) د اروپا چاپ او د مصر چاپ (٥/٢٧٥ – ٢٧٤ مخونه)

[4] . همدې عبارت ته نژدې په اغاني (١/٣٣مخ) کې هم راغلى دى.

[5]طبري تاريخ (٨/٢ – ٥ مخونه) د ٦٢ کال پېښې. د عبارت متن د ابن اثير له تاريخه (٤/٤٠ – ٤٢ مخونه) غوره کړاى شوى دى .

 [6].طبري تاريخ (٧/٣ – ١٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٠ – ٤١ مخونه)؛ابن کثير تاريخ (٨/٢١٦ مخ)؛عقد الفريد (٤/٣٨٨ مخ)

 [7] . ذهبي؛تاريخ الاسلام (٢/٣٥٦ مخ)

[8] . يعقوبي (تاريخ ٢/٢٥٠مخ)

[9] . اغاني (١/٣٥ – ٣٤ مخونه)

[10] . اغاني (١/٣٦ مخ)

[11] . شجري امالى، ١٦٤ مخ.

[12]. طبري تاريخ (٧/٥ – ١٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٤ – ٤٥ مخونه)؛ اغاني (١/٣٥ – ٣٦ مخونه).

 [13] . مسعودي، التنبيه والاشراف ٢٦٣ مخ؛مسعودي : مروج الزهب (٣/٦٨ – ٦٩ مخونه)؛الاخبار الطوال ٢٦٥ مخ + طبري تاريخ (٨/٦ مخ)؛ذهبي، تاريخ الاسلام (٢/٣٥٥ مخ).

[14]. طبري تاريخ (٧/٦ – ٨ مخونه)؛ ابن اثير تاريخ (٤/٤٥ – ٤٦ مخونه).

 [15] . التنبيه والاشراف ٢٦٤ مخونه + اخبار الطوال ٢٦٥ مخ.

 [16] . ذهبي، تاريخ الاسلام (٢/٣٥٦ – ٣٥٧ مخونه).

[17]. طبري تاريخ (٧/١١ مخ)؛ابن اثير تاريخ (٣/٤٧ مخ)؛ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٠ مخ).

[18] . يعقوبي (٢/٣٦١ مخ)

[19]. يعقوبى تاريخ (٢/٣٥١ مخ).

[20] . ابن کثير تاريخ (٦/٢٣٤ مخ)

[21]. ابن کثير تاريخ (٦/٢٣٤ مخ).

[22] . سيوطي، تاريخ الخلفا ٢٠٩ مخ + تاريخ الخمس (٢/٣٠٢ مخ).

[23] . دينوري، اخبار الطوال ٢٦٩ مخ؛ذهبي تاريخ الاسلام (٢/٣٥٧ مخ).

[24] . طبري تاريخ (٧/١٣مخ).

[25] . مروج الزهب (٣/٧١ مخ) + التنبه والاشراف ٢٦٤ مخ.

[26] . ابن سعد طبقات (٥/٢١٥ مخ).

[27] . طبري تاريخ (٧/١١ – ١٢ مخونه) او د اروپا چاپ: (٢/٤٢١ مخ) + ابن اعثم فتوح (٥/٣٠٠ مخ).

[28] . دينوري اخبار الطوال ٢٦٥ مخ.

 [29] . طبري تاريخ (٧/١١ – ١٢ مخونه).

[30] . عقد الفريد (٤/٣٩٠ مخ).

 [31] . ابن کثير تاريخ (٨/٣٢٤ مخ) + دينوري اخبار الطوال ٢٦٧ مخ.

 [32] . طبري تاريخ (٧/١٤ مخ)؛ ابن اثير تاريخ (٣/٤٩ مخ).

[33]. ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٥ مخ).

[34] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٥١ مخ).

[35] . ابن اعثم، فتوح (٥/٣٠١ مخ).

 [36] . مروج الزهب (٣/٧١ – ٧٢ مخونه).

[37] . يعقوبي تاريخ (٢/٢٥١ – ٢٥٢ مخونه).

[38] . تاريخ الخميس (٢/٣٠٣ مخ)؛سيوطي تاريخ، ٩ مخ.

[39]. طبري تاريخ (٧/١٤ – ١٥ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٤/٤٩ مخ)؛ابن کثير تاريخ (٨/٢٢٥ مخ).

[40] . طبري تاريخ (٧/١١٦ – ١١٧ مخونه).

[41]. ابن اثير تاريخ (٣/١٣٥ مخ).

[42] . دينوري، اخبار الطوال، ٣١٤ مخ.

[43]. مروج الزهب (٣/١١٣ مخ).

[44] . ابن اثير تاريخ (٤/١٣٦ مخ).

[45]. ذهبي تاريخ الاسلام (٣/١١٤ مخ).

[46]. ابن کثير تاريخ (٨/٣٢٩ مخ).

 [47] . تاريخ الخميس (٢/٣٠٥ مخ).

[48] . تاريخ الاسلام (٣/١١٤ مخ).

 [49]. طبري تاريخ،د اروپا چاپ (٢/٨٨٤ – ٨٨٥ مخونه)؛ابن کثير تاريخ (٨/٣٢٩ مخ).

[50] . طبري تاريخ (٧/٢٠٢ مخ)، د ٧٣ س پېښې.

[51] . ابن اعثم، فتوح (٦/٢٧٥ – ٢٧٦ مخونه).

[52] . طبري تاريخ (٨/٢٠٢ – ٢٠٥ مخونه).

[53] . ابن کثير تاريخ (٨/٣٣٢ مخ) + ابن اعثم فتوح (٦/٢٧٩ مخ).

[54]. ذهبي، تاريخ الاسلام ٠٣/١١٥ مخ).

[55] . طبري تاريخ (٧/٢٠٦ مخ)، د ٧٤ س پېښې.

[56]. په طبري، ابن اثير او ابن کثير تاريخونو کې د ٦٥، ٦٦، ٦٧، ١٢١، ١٢٢ او ١٢٥ کالونو پېښې ولولئ.

[57]. يعقوبي تاريخ (٢/٣٤٥ او ٣٥٢ او ٣٥٣ مخونه)؛ابن اثير تاريخ (٥/١٤٤ او ١٤٨ مخونه) د ١٤٠ س پېښې؛مروج الزهب (٣/٢٨٦ مخ).

 [58]  د معالم المدرستین د برخې پای

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست