د حضرت علي القاب او کنيې (صحيح بخاري د بدءالخلق، باب مناقب علي بن ابيطالب کتاب) پر خپل سند له ابي حازم څخه روايت کړى دى،چې ويلي يې دي : يو سړى سهل بن سعد ته ورغى او و يې ويل : پلانکيه ! _؛يعنې اى د مدينې اميره _ پر منبر علي ته کنځلې […]
(صحيح بخاري د بدءالخلق، باب مناقب علي بن ابيطالب کتاب) پر خپل سند له ابي حازم څخه روايت کړى دى،چې ويلي يې دي : يو سړى سهل بن سعد ته ورغى او و يې ويل : پلانکيه ! _؛يعنې اى د مدينې اميره _ پر منبر علي ته کنځلې کوئ !؟ پوښتنه يې وکړه : مثلا څه ورته وايي ؟ و يې ويل : وايي : علي ابوتراب دى ، سهل وخندل او و يې ويل : پر خداى قسم دا هغه کنيه ده،چې رسول اکرم ورکړې ده او د علي هم دا کنيه تر ټولو کنيو ښه راتله؛نو زه هم چې هلته ناست وم او اورېدونکى وم،ومې ليدل چې د حديث د زده کړې ښه وخت ګوتو ته لاس ته راغلى؛نو ومې پوښتل : ابن عباسه ! ددې کنيې کيسه څه ده ؟ ويې ويل : يوه ورځ علي فاطمې بي بي ته راغى او څو شېبې وروسته ووت او په جومات کې پر خاورو څملاست ؛رسول اکرم فاطمه وپوښتله: د تره زوى دى چېرته دى؟ بي بي ويل : په جومات کې دى؛نو پېغمبر اکرم هم ورپسې ووت او جومات ته چې راغى؛نو ويې ليدل،چې علي پر ځمکه پروت او څادر يې پر ځان را خپور کړى او شا يې پر خاورو ککړه شوې ده او رسول اکرم يې له شا ورته خاورى لرې کولې و يې ويل : پاڅه ابوترابه ! او دا يې دوه ځل وويل .
دا روايت په لږ اختلاف د کتاب الصلوه ؛باب نوم الرجل في المسجد کې او د (الادب باب تکنى بابي تراب) په کتاب کې او د (استيذان _ باب القائله فى المسجد ) کتاب هم راړى دى او بخاري هم د ( ادب المفرد ؛باب من کنى رجلا بشىء و هو فيه ) په کتاب کې او همداراز مسلم د خپل صحيح د ( فضايل الصحابه باب من فضل علي بن ابيطالب ) په کتاب کې او ابن جرير طبري د خپل تاريخ په 2ټوک :124 مخ کې هم نقل کړى دى .
(خصايص نسائي :39 مخ ) پر خپل سند له حضرت عمار بن ياسر نه روايت نقل کړى،چې و يې ويل : له علي سره د عشيره په جګره کې ملګرى وم او رسول اکرم يوه مياشت هلته پاتې شو او له بني مدلج او د هغوى له هم ژمنو سره يې سوله وکړه؛نو بيا علي راته وويل : اباالقيظانه ! غواړې د بني مدلج څو کسانو ته چکر ور ووهو ؟ و مې پوښتل: چېرته دي ؟ علي : هماغه،چې په خپله چينه کې کار کوي ؛راځه چې پر کار کولو يې پوه شو؛نو ورغلو او د هغوى کار مو وليد او هماغلته خوب راغى؛هماغلته تر يوې ونې لاندې چې پر ځمکه يې واخه نه وو او وچې خاورې وې، څملاستو او ويده وو،چې رسول اکرم را پاسولو؛نو موږ په داسې حال له خوبه را ويخ شو،چې پر خاورو ککړ وو، چې رسول اکرم علي ته وويل : ابوترابه ! څومره پر خاورو ککړ يې،بيا يې وويل : آيا غواړئ له ددو بدمرغو مو خبر کړم ؟ ورته مو و ويل : ولې نه رسول الله !
رسول اکرم وويل : يو يې د ثمود احمير و،چې د حضرت صالح اوښه يې اوټاوه کړه او دويم يې هغه کس دى،چې تا به پردې ځاى وهي او بيا يې خپل لاس پر خپل تندي کېښود او بيا يې خپل لاس پر خپله ږيره کېښووه او ويې ويل : چې دا به پر وينه ککړه شي .
دا روايت احمد هم د خپل مسند ؛4ټوک :262 مخ کې، حاکم ؛ مستدرک الصحيحين :3ټوک ، 14 مخ کې، طحاوي؛ مشکل الاثار : لومړى ټوک ،351 مخ کې ، متقي ؛کنزالعمال :6ټوک ،399 مخ کې او بغوي، طبراني،ابن مردويه ،ابن عساکر او ابن النجار هم نقل کړى دى .
(کنزالعمال :4ټوک :390 مخ ) او ابونعيم ( په معرفت کتاب کې له سهل عدى نه ) پر همدې مضمون روايتونه نقل کړي دي .
(هيثمي؛مجمع :9ټوک ،111 مخ ) له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى، چې کله رسول اکرم د ددو بدوي اصحابو تر منځ ورورولي وکړه؛نو علي يې له يو صحابي سره هم ورور نه کړ، چې دې کار علي خپه کړ او په خپګان يې لاس تر سر لاندې کړ او څملاست او پر هغه ورځ باد هم لګېده او علي يې په خاورو کړ،چې پېغمبر اکرم يې په لټه کې و،چې هغه يې په دې حال وموند او را ويښ يې کړ او ورته يې وويل : پاسه ! تاته به له دې بله غوره کنيه نه وي،چې درته ووايم : ابوترابه ! علي له ما خپه شوى يې، چى ته مې نه له انصارو سره ورور کړې او نه له مهاجرو سره او له هيچا سره مې ورور نه کړې ؟ خوښ نه يې،چې داسې راته يې؛لکه هارون،چې موسى ته و؛ خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته به خداى بل استازى نه رالېږي؟! علي! يوازې هغه به درسره مينه کوي، چې بشپړ ايمان رانغاړلى وي او څوک چې درسره دښمني کوي؛ نو خداى به يې د جاهليت پر مرګ مړ کړي .
د هيثمي د وينا له مخې،دا حديث طبراني په کبير کې او هم اوسط او متقي د کنزالعمال :6ټوک :156 مخ کې نقل کړى دى .
( حلية الاولياء :3ټوک :201 مخ ) پر خپل سند له جابر څخه روايت نقل کړى دى،چې ويلي يې دي :رسول اکرم علي ته وويل : سلام دې پر تا وي اى زما د دوو ريحانو پلار ! زه درته د خپلو دوو ريحانوسپارښتنه کوم،چې په دنيا کې ورسره نېک چلن وکړې، چې ډېر ژر به ستا دوه رکنه ورژېږي او خداى پر تا زما ځايناستى دى؛نو چې کله رسول اکرم له دنيا سترګې پټې کړې؛نو علي وويل : له هغو دوو مې يو ورژېده او بي بي فاطمې،چې له دنيا سترګې پټې کړې؛نو ويې ويل : دا مې دويم رکن و، چې ورژېده او رسول اکرم ترې خبر کړى وم .
دا روايت محب طبري؛ رياض النضره :2ټوک،154 مخ او علي بن سلطان ؛شرح مرقاه :597 مخ کې دواړو د احمد له مناقب نقل کړى دى او احمد په خپل مناقب کې ويلي : همدا چې فاطمه له دنيا ولاړه؛ نو علي وويل :دا دويم رکن و .
دا روايت مناوي هم د کنوز الحقايق په 79 مخ کې له ديلمي نقل کړى دى او متقي؛کنزالعمال :6ټوک ،159 مخ له له ابي نعيم نه او د 7 ټوک په 107 مخ کې يې د ابي نعيم د معرفت له کتابه او له ديلمي او ابن عساکره نقل کړى دى .
(نورالابصار :94 مخ ) وايي : اما د علي القاب: مرتضى، حيدر، امير المؤمنين او همداراز “انزع البطين” دى او کنيه ګانې يې يو “ابوالحسن” ،”ابوالسبطين” او يو يې “ابوتراب” دى، چې دا کنيه پرې رسول اکرم ايښې وه .
( رياض النضره :2ټوک:155 مخ )وايي : څو نور لقبونه هم لري : 1_بيضة البد 2_امين 3_شريف 4_هادي 5_مهتدي 6_اذن و اعيه 7_ حيدره؛ځکه په يوه روايت کې راغلي: علي په خپل حماسي شعر کې وويل : ( انا الذي سمتنى امى حيدره ؛يعنې زه هغه يم،چې مور مې راباندې حېدره کېښود ) تردې چې وايي : د حيدره ټکى د زمري پر مانا دى او چې کله علي وزيږېد؛نو مور يې فاطمې بنت اسد پرې د خپل پلار نوم اسد کېښود او بيا د مېړه يې دا نوم خوښ نه شو او د علي نوم يې پرې کېښود .
البته د علي نو ر القاب هم شته ؛لکه يعسوب الدين ،امام المتقين او قائد الغرالمحجلين او نور،چې په نورو څپرکيو کې به ورته اشاره وشي.
علي حجة الله، سيدالاصحاب او سيد العرب دى
( کنوز الحقايق :٤٣ مخ )، ( د بغداد تاريخ : دويم ټوک،٨٥ مخ ) او (رياض النضره : دويم ټوک،١٩٣ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي: رسول اکرم،چې علي وليد؛نو ورته يې وويل : ( دا چې را روان دى،په قيامت کې پر امت زما حجت دى . ))
( د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،٤٣٧ مخ ) په خپل سند له هارون الرشيد څخه روايت کړى،چې وايي : يوه ورځ له علي بن ابيطالب سره وم،چې د علي بن ابيطالب خبره رامنځ ته شوه،چې مهدي وويل : پلار مې له نيکه او هغه هم له پلاره له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې و يې ويل: له رسول الله اصحاب راتاو ول، چې علي راننووت، چې رسول اکرم ورته وويل : ته د دوى عبقرى يې او بيا يې په خپله د مهدي مانا وکړه؛يعنې ته يې مشر يې او زما د اصحابو سيد يې .
( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٤ مخ ) په خپل سند له سعيد بن جبير له عايشې بي بي روايتوي،چې وايي : پېغمبر اکرم وايي :زه د آدم د اولادې ښاغلى او علي د عربو ښاغلى دى .
حاکم د يو بل روايت تر نقلولو وروسته وايي : دا حديث يو بل شاهد لري او هغه د جابر حديث دى،چې وايي : پېغمبر اکرم وايي :ووياست چې د عربو ښاغلى راشي . عايشې بي بي وويل : رسول الله ! مګر تاسې په خپله د عربو ښاغلى نه ياست ؟ رسول اکرم وويل : زه د آدم د اولاد ښاغلى او علي د عربو ښاغلى دى .
( حليةالاولياء : لومړى ټوک،٦٣ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره : دويم ټوک،١٧٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې فضائلي او خجنه ى او (متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٧ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٣١ مخ ) ، ( حلية اولالياء : پينځم ټوک، ٣٨ مخ ) ، ( د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٨٩ مخ ) ، ( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٧ مخ او دشپږم ټوک په ٤٠٠ مخ) او هيثمي د مجمع د نهم د ټوک په ١١٦ مخ کې او صواعق په ٧٣ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې ((رسول اکرم علي ته سيد العرب ووايه . ))
علي سيدالمسلمين،اميرالمؤمنين،امام المتقين،قائدالغر المحجلين،فاروق الامة و يعسوب الدين دى
(مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٧ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن اسعد بن زراره له پلار څخه روايتوي،چې رسول اکرم وويل : (( د علي په اړه ما ته درې عنوانه وحې شوې؛ړومبى : هغه د مسلمانانو ښاغلى،دويم : د متقيانو امام او درېم: قائدغرالمحجلين دى ))
( متقي؛کنزالعمال : درېم ټوک،١٣٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې باوردي، ابن قانع، بزار، حاکم او ابونعيم له اسعد بن زراره ( اصابه : څلورم ټوک،لومړى قسم،٣٣ مخ ) له سعد بن زراره، ابن اثير په اسدالغابه ( لومړى ټوک،٦٩ مخ او همداراز درېم ټوک،١١٦ مخ ) ، (محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک، ١٧٧ مخ ) ، ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک،١٢١ مخ ) له عبدالله بن حکيم او ( رياض النضره: دويم ټوک،١٧٧ مخ له حضرت علي (ک) او ( حلية الاولياء : لومړى ټوک ،٦٦ مخ ) له شعبي او د لومړي ټوک په ٦٣ مخ کې يې له انس؛ د بغداد تاريخ : ديارلسم ټوک،١٢٢ مخ او د يوولسم ټوک په ١١٢ مخ کې له حضرت ابن عباس؛ ( ابن حجر؛اصابه : اووم ټوک،لومړى قسم،١٦٧ مخ ) له ابو احمد او ابن منده او نورو د اسحاق بن بشر اسدي له خالد بن حارث، له عوف له حسن له ابي ليلي غفاريه او ( استيعاب : دويم ټوک،٦٥٧ مخ ) او سد الغابه : پينځم ټوک، ٢٨٧ مخ او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٢ مخ کې له ابي ذر، سلمان او مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٨ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک،١٥٦ مخ ک او رياض النضره د دويم ټوک په ١٥٥ مخ کې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٤ مخ کې له ابي مسعر څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې راغلي :
ابي مسعر وويل : د علي مخې ته سره او سپين زر ايښي ول،چې ورننووتم، و يې ويل : زه د مؤمنينو يعسوب يم او دا د منافقينو يعسوب دى، مؤمنين ما ته پناه راوړي او منافقان دې ته .
( حلية الاولياء : لومړى ټوک ،٦٤ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس له رسول الله روايتوي،چې وايي : د (يا ايها الذين آمنوا) آيت په سر کې علي دى . ))
ابن حجر هم د صواعق په ٧٦ مخ کې او شبلنجي د نور لابصار په ٧٣ مخ کې او هيثمي د مجمع په د نهم ټوک په ١١٢ مخ کې او محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٧ مخ کې او متقي د کنزالعمال د درېم ټوک په ٣١٩ مخ کې او مستدرک الصحيحين د درېم ټوک په ١٢٩ مخ کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې وروستى په خپل سند له جابر څخه راخستى،چې وايي :
((رسول اکرم علي له مټو نيولى و او پر لوړ غږ يې وويل : (( هذا امير البررة؛قاتل الفجرة ، منصور من نصره، مخذول من خذله .))
( خطيب بغدادي ؛د بغداد تاريخ : څلورم ټوک،٣٧٧ مخ ) دا هم راوړي، چې پېغمبر اکرم (ص) وويل : (( انا مدينة العلم و على بابها فمن اراد البيت فليات الباب . ))؛يعنې زه د علم ښار او علي يې ور دى؛نو که څوک کور ته ننوځي؛نو له وره دې ننوځي . ))
حلية الاولياء په خپل سند له انس بن مالک څخه روايتوي،چې وايي : رسول اکرم ولېږلم،چې ابابرزه حاضر کړم او چې ورسره راغلم؛نو ورته يې مخ کړ،و يې ويل : ابا برزه ! رب العالمين راسره د علي بن ابيطالب په اړه ژمنه کړې،چې بايد ابلاغ يې کړم؛ هغه د هدايت مخکښ، د ايمان منار، زما د اولياوو امام او زما د لارويانو ولي دى . ))