بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه إِذَا السَّمَاء انفَطَرَتْ ﴿۱﴾ چې کله اسمان [= اسماني كرات] وچوي، (۱) وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انتَثَرَتْ ﴿۲﴾ او چې ستوري خواره واره شي (او پرېوځي)، (۲) وَإِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ ﴿۳﴾ او چې سمندرونه وشلېږي (او سره يوځاى شي) ،(۳) وَإِذَا […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
إِذَا السَّمَاء انفَطَرَتْ ﴿۱﴾ | چې کله اسمان [= اسماني كرات] وچوي، (۱)
|
|
وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انتَثَرَتْ ﴿۲﴾ | او چې ستوري خواره واره شي (او پرېوځي)، (۲)
|
|
وَإِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ ﴿۳﴾ | او چې سمندرونه وشلېږي (او سره يوځاى شي) ،(۳)
|
|
وَإِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ ﴿۴﴾ | او چې قبرونه وسپړل شي (او مړي راژوندي شي)، (۴)
|
|
عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْ ﴿۵﴾ | (هغه وخت) هر څوك پوهېږي،چې وړاندې يې څه لېږلي او روسته يې څه پرېښي ول. (۵)
|
|
يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ ﴿۶﴾ | انسانه ! ته څه شي د خپل لورین پالونكي پر وړاندې مغرور كړى يې ؟! (۶)
|
|
الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ ﴿۷﴾ | هغه چې ته یې پيدا كړې او ښه يې برابر او انډول كړې، (۷)
|
|
فِي أَيِّ صُورَةٍ مَّا شَاء رَكَّبَكَ ﴿۸﴾ | په هرې بڼې يې چې غوښتل جوړ یې کړې. (۸)
|
|
كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُونَ بِالدِّينِ ﴿۹﴾ | نه، داسې نه ده؛ بلكې (د) جزا (ورځ) دروغ ګڼئ. (۹)
|
|
وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ ﴿۱۰﴾ | او بېشكه پر تاسې څارونكي ګومارل شوي،(۱۰)
|
|
كِرَامًا كَاتِبِينَ ﴿۱۱﴾ | عزتمن [او ستاسې د كړنو] ليكوال، (۱۱)
|
|
يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ ﴿۱۲﴾ | څه چې تاسې کوئ، پرې پوهېږي . (۱۲)
|
|
إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ ﴿۱۳﴾ | بېشكه، نېكان په پراخو نعمتونو كې دي (۱۳)
|
|
وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ ﴿۱۴﴾ | او بېشکه بدچاري په دوزخ كې دي، (۱۴)
|
|
يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ الدِّينِ ﴿۱۵﴾ | چې د جزا پر ورځ ورننوځي او سوځوي، (۱۵)
|
|
وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَائِبِينَ ﴿۱۶﴾ | او پټېداى ترې نشي . (۱۶)
|
|
وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ ﴿۱۷﴾ | او ته څه پوهېږې،چې د جزاورځ څه ده ؟! (۱۷)
|
|
ثُمَّ مَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ ﴿۱۸﴾ | بيا ته څه پوهېږې،چې د جزا ورځ څه ده ؟! (۱۸)
|
|
يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَيْئًا وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ ﴿۱۹﴾ | داسې ورځ ده،چې هېڅوك د يو بل په ګټه څه نشي كړاى او پر هغه ورځ ټولې چارې يوازې د الله په واك كې وي . (۱۹) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن کریم
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پښتو ژباړه
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.