ولې د بداء په اړه بحث کوو؟ “بداء” هماغه نسخ ده؛خو په دومره توپير چې “نسخ” د “تشريع” او “قانون اېښوونې” په برخه کې ده؛خو “بداء” په “تکوين” او”پيدايښت” کې ده؛يعنې د نسخې بدلون ته “بداء” وايي،چې په تکوين کې راشي او که په احکامو او قوانينو کې راشي ورته “نسخ” وايي او داچې […]
ولې د بداء په اړه بحث کوو؟
“بداء” هماغه نسخ ده؛خو په دومره توپير چې “نسخ” د “تشريع” او “قانون اېښوونې” په برخه کې ده؛خو “بداء” په “تکوين” او”پيدايښت” کې ده؛يعنې د نسخې بدلون ته “بداء” وايي،چې په تکوين کې راشي او که په احکامو او قوانينو کې راشي ورته “نسخ” وايي او داچې په تېر څپرکي کې بحث مو د نسخ په باب و او د هغو اړيکو ترمنځ،چې په دې دوو مسئلو کې شته،دې ته اړ کړم، چې د “بداء” په باب خبرې وکړم .
بداء يا د تقدير او الهي ارادې اړيکې
ټوله هستي اوپيدايښت د پالونکي خداى د ځواک تر ولکې لاندې دى او د هر څه منځ ته راتګ اوپيدايښت د خداى په ارادې او مشيت پورې اړه لري او که وغواړي،هر څه کېږي او که ونه غواړي،هېڅ نه کېږي .
له هماغه لومړى ورځې ټول څيزونه او شته د پوه خداى په علم کې وي او د خداى په ازلي پوهه کې ورته علمي ټاکنه او ټاکلې اندازه شته،چې دې علمي الهي ټاکنې ته کله “تقدير” او کله “قضا” وايي .
پر ټولو موجوداتو د خداى ازلي علم او د هستيو علمي ټاکنه، د خداى په نزد،پر “بداء” او ايجاد د خداى د ځواک خنډ نه دى او د خداى له جاري او همېشني ځواک سره هېڅ ټکر نه لري؛ځکه د هر څه پيدايښت د خداى په مشيت پورې اړه لري،چې کله ورته “اراده” او کله ورته “اختيار” وايي؛نو له دې امله که د يوه څيز د پيدايښت لپاره الهي مشيت او اراده وي؛نو پيدا به شي او که نه وي؛ نو پيدا به نه شي،چې دا د خداى د چلن او همېشه ځواک مانا ده؛خو تقدير او د خداى ازلي علم پر دې مانا دى،چې د خداى علم؛ ټول څيزونه،هستي، ټول شرايط او واقعيتونه او ان د خداى اراده،چې دپيدايښت لپاره يې کارول شوې،رانغاړلې ده؛يعنې خداى له هماغه ړومبۍ ورځې پوهېږي، ټول څيزونه او هستۍ؛لکه څنګه چې په واقع کې دي او وي به او داچې د پيدايښت لپاره به يې الهي اراده وشي او که نه؛ځکه د خداى علم د څيزونو واقعيت رانغاړي او واقعيت يې د خداى په اراده کې دى،چې بې له ارادې نه پلی کېږي او دا اراده هم د مصالحو او مفاسدو له مخې بدلون مومي او د حالاتو او اوضاع په بدلون سره پکې بدلون راځي او د خداى علم هم ټول حالات او شرايط او مصالح او مفاسد رانغاړلي او په پايله کې يې علم په اراده هم پوهېږي،چې يو څيز پيدا کېږي،بدلون مومي يا يې ورته اراده نه وي او د کلام په علم کې، د خداى په ارادې او ځواک او د هغه د علم او مخکيني تقدير له مخې، دې “ادلون بدلون” ته “بداء” وايي؛نو ځکه وايو چې :
“بداء” هماغه د خداى د علم او ځواک اړيکه ده او په بله وينا: د تقدير او الهي ارادې اړيکه ده .