د څلورم هجري كال پېښې د تبليغيانو شهادت د احد تر جګړې وروسته،د مسلمانانو د سياسي ماتې آثار پوره ښکاره وو. تر دې وروسته کورني او بهرني خوځښتونه د اسلام را پرځولو ته ورځ تر بلې زياتېدل. منافقانو، د مدينې يهودانو،له ښاره بهر مشركانو او په لرې شاوخوا كې پرتو مشركو ټبرونو د اسلام پر […]
د څلورم هجري كال پېښې
د تبليغيانو شهادت
د احد تر جګړې وروسته،د مسلمانانو د سياسي ماتې آثار پوره ښکاره وو. تر دې وروسته کورني او بهرني خوځښتونه د اسلام را پرځولو ته ورځ تر بلې زياتېدل. منافقانو، د مدينې يهودانو،له ښاره بهر مشركانو او په لرې شاوخوا كې پرتو مشركو ټبرونو د اسلام پر ضد اقداماتو ته خورا جرات پيدا كړى و.
د تبليغاتو د وژلو ځيرمنه نقشه
پېغمبر اکرم د پوځي ټوليو په لېږلو،د مشركانو نقشې خاورې ايرې كړې او همداراز د تبليغ يوه ډله يې بې پلوه ټبرونو ته ولېږله ،چې زړونه يې اسلام ته رامات کړي.
تكړه مبلغان، د قرآن،احکامو او د پېغمبر اکرم د ويناوو حافظان، حاضر وو چې سر يې ولاړ شي؛خو د اسلام دين خلكو ته ورسوي؛خو ځينو وحشي ټبرونو د اسلام دا معنوي كسان ووژل.
“ابن هشام” د “رجيع” په سيمه كې د وژل شويو تبليغيانو شمېر 6 تنه او “ابن سعد” 10 ښوولى دى.(233)
د “بئرمعونه” ناورين
پر څلورم هجري كال د “صفر” په مياشت کې، مخکې له دې،چې پېغمبر اکرم ته د اسلام د مبلغينو د وژل كېدو خبر راورسي،”ابوبراء عامري” مدينې ته راغى. پېغمبر اکرم هغه اسلام ته راوباله؛ خو اسلام يې ونه مانه او پېغمبر اکرم ته يې وويل:(( كه د تبليغ قوي ډله د “نجد” سيمو ته ولېږې؛نو ايمان به راوړي؛ځکه د اسلام لېواله دي.))
پېغمبر اکرم وويل: (( زه يې له مكر او دښمنۍ وېرېږم.))
” ابوبراء” وويل: (( استول شوې ډله به زما په پناه كې وي او ضمانت كوم، چې له هر ډول پېښو يې وساتم.))
د اسلام څلوېښت علمي شخصيتونه،چې د قرآن او احكامو حافظان وو، د “منذر” په قوماندانۍ د “نجد” سيمې ته ولاړل او د “بئرمعونه” تر څنګ يې واړوله.
پېغمبر اکرم د “نجد” يوه مشر ته د اسلام د بلنې ليک وليكه او يوه مسلمان دنده واخيسته، چې “عامر” ته يې ورسوي. “عامر” د پېغمبر اکرم ليک و نه لوست او د پېغمبر اکرم استازى يې وواژه او بيا يې خپل ټبر د اسلام د تبليغ د ډلې وژلو ته راوهڅاوه. د ټبر خلكو ورسره و نه منله او ويې ويل: (( د “ابوبراء” لوى ټبر ورته امان وركړى دى.))
بالاخره “عامر” له خپل ټبره نهېلى شو او له شاوخوا كوچيانو او ټبرونو يې مرسته وغوښته او بيا د تبليغ ډله د “ابوعامر” پلويانو را اېساره كړه. مبلغانو يوازې په تبليغ كې مهارت نه درلود؛بلکې تكړه جنګيالي هم وو،چې ځان تسليمول يې ننګ باله، تورې يې راوايستې او مقاومت يې وكړ،چې په پاى کې ټول شهيدان شول. په دې ډله كې يوازې حضرت “كعب بن زيد” په ټپي ځان مدينې ته راورسېد او خبر يې راورساوه.(234)
په دې بوږنوړې پېښه ګرد مسلمانان خپه وو او پېغمبر اکرم تر ډېره وخته د (( بئرمعونه)) شيهدان يادول.
د “بني النضير” غزا
د مدينې منافقان او يهوديان د احد په جګړه كې د مسلمانانو له ماتې او د اسلام د علمي مېړونو په وژلو خورا خوشحاله وو او په فرصت پسې وو،چې په مدينه كې اخ و ډب او ګډوډي وكړي او له مدينې بهر ټبرونو ته وښيي،چې په مدينه كې پوټى يووالى هم نه شته او د اسلام بهرني دښمنان په اسانۍ د اسلام نوى حكومت له بېخه رانړولاى شي.
پېغمبر اکرم د “بني النضير” پر افکارو ځان پوهولو ته له څو افسرانو سره كلا ته يې ورغى؛خو د پېغمبر اکرم ظاهري موخه دا وه،چې راغلى د “بني عامر” د ټبر د دوو تنو د ديت په اخيستو كې،چې “عمرو بن اميه” وژلى دي، ترې مرسته وغواړي؛ځکه د “بني النضير” ټبر هم له مسلمانانو سره هم ژمنى و او هم له “بني عامر” سره،چې هم ژمنيو ټبرونو په داسې وختونو كې له يو بل سره مرسته كوله.
پېغمبر اکرم يې د كلا مخې ته راغى او ورته يې خپله خبره وکړه. هغوى هم پېغمبر اکرم ته په ورين تندي ښه راغلاست ووايه او ژمنه يې وكړه، چې د ديت په اخيستو كې به ورسره مرسته وكړي. بيا هغوى پېغمبر اکرم ته په”ابولقاسم” غږ وكړ او و يې غوښتل،كلا ته يې راننوځي او ورځ ورسره تېره كړي.
رسول اکرم يې وړانديز و نه مانه او د دېوال سيوري ته د “بني النضير” له مشرانو سره په خبرو بوخت شو؛خو “مغازي” وايي، چې پېغمبر اکرم يې كلا ته ورننوت.(235)
پېغمبر اکرم احساس كړل،چې ددې غوړه ماليو شا ته،هرومرو پټ حركتونه دي. بل خوا په كوم ځاى كې،چې پېغمبر اکرم ناست و، ډېر تګ راتګ كېده؛له يو بل سره پسپسكيو هم د پېغمبر اکرم شك زيات كړ.
هوډ يې وکړ و،چې پېغمبر اکرم هماغلته ووژني او له هغوى”عمرو جحاش” تيارى نيولى و، چې له بامه پر پېغمبر اکرم لوى ګټ راوغورځوي.
“واقدي” وايي:له دې شومو نقشو پېغمبر اکرم د وحې له لارې خبر شو؛پېغمبر اکرم له خپل ځايه وخوځېد او يهودانو ته يې داسې وښوول ، چې ګنې څه كار ته ځم او بېرته راګرځم؛خو پېغمبر اکرم هماغسې مدينې ته ولاړ او ان خپل ياران يې هم خبر نه کړل؛خو يهودان هماغسې پېغمبر اکرم ته په تمه وو؛خو څومره چې په تمه شول،پېغمبر اکرم ور نغى.
د “بني النضير” مشران سخت اندېښمن شول. له يوه لوري يې فكر كاوه،چې پېغمبر اکرم يې له دسيسې خبر شوى؛نو غوږونه به يې تاو کړي،بل خوا يې يو بل ته ويل:((او س مو،چې “محمد” له ګوتو وتلى؛نو ياران به يې و وژنو))؛خو بيا يې وويل:((كه دا كار مو وكړ؛نو خبره به نوره هم ورانه شي او “محمد” به يې له موږه غچ واخلي.))
دغه مهال د پېغمبر اکرم يارانو پرېکړه وکړه،چې په پېغمبر اکرم پسې ووځي. له كلا لا دومره لرې شوي نه وو، چې يو سړى يې مخې ته راغى او ورته يې وويل:((پېغمبر اکرم وختي ځان مدينې ته رسولى دى.))
هغوى ولاړل او پېغمبر اکرم يې د يهودو له دسيسې خبر كړ. پردې سربېره، پېغمبر اکرم د وحې له لارې هم خبر شوى و.(236)
له دې خيانت سره څه بايد وكړو؟
اوس به پېغمبر اکرم له دې خيانتكارانو سره څه كوي؟
هغوى،چې د اسلامي حكومت له ښېګړو برخمن وو او ناموسونه او مالونه يې د اسلام سرتېرو ساتل. هغه ډله،چې د پېغمبر اکرم په ټول ژوند كې يې د رسالت نښې ليدلې وې اود نبوت په باب يې په خپلو کتابو كې لوستي وو؛نو ددې پر ځاى چې مېلمه پالي وكړي،وژلو ته يې ملا تړلې وه.
عدالت دلته څه وايي؟ دا چې دا پېښې تكرار نه شي او هم ددې چارو جرړې وچې شي؛نو څه بايد وشي؟!
منطقى لار هماغه وه، چې پېغمبر اکرم غوره كړه.
ټولو سرتېرو ته يې د تيار شئ حكم وكړ او “محمد بن مسلمه اوسي” يې د “بني النضير” ټبر ته ولېږه، چې د پېغمبر اکرم پيغام ورته ورسوي. هغه ولاړ او د “بني النضير” مشرانو ته يې د پېغمبر اکرم دا پيغام ورساوه:
((پېغمبر اکرم وايي،چې ژر تر ژره په لسو ورځو كې دننه دننه دا خاوره پرېږدئ؛ځکه مكر او چل مو كړى دى او كه په دې موده كې مو دا كار و نه کړ؛نو وينه به مو تويه كړم.))
د پېغمبر اکرم دې پيغام پر يهودانو وېره راوسته او هر يو د كړيو چارو پړه پر يو بل اچوله.يو مشر يې وويل:((راځئ ټول ايمان راوړو))؛خو د ځينو ځېل ددې لامل شو چې وړانديز يې و نه منل شي. يهودان له ناچارې “محمد بن مسلمه” ته وويل: (( “محمد بن مسلمه اوسي”! ته د “اوس” له ټبره يې او موږ د پېغمبر اکرم له راتلو مخکې، له ټبر سره مو هم ژمنى وې؛نو اوس ته ولې له موږ سره د جګړې له وره راننوځې؟))
په ډاډه زړه يې ورته وويل: (( هغه وختونه ولاړل،اوس زړونه بدل شوي دي.))
دا پرېکړه د هغه تړون له مخې وه، چې په لومړيو ورځو كې پېغمبر اکرم په مدينه كې له يهودو سره كړى و. دا تړون د “بني النضير” د ټبر له لوري “حيى بن اخطب” لاسليك كړى و.
موږ ددې تړون مادې پخوا نقل كړې دي؛خو دلته يې څو مادى راوړو : ((پېغمبر اکرم له دې درې واړو ټبرونو (“بني النضير”، “بني قينقاع” او “بني قريظه”) سر تړون كوي،چې هېڅكله به د خداى د رسول پر خلاف ګام اوچت نه کړي او په ژبه او لاس به ورته زيان ونه رسوي… او كه ددې تړون پر خلاف يې كار وكړ؛نو پېغمبر به ازاد وي وينه يې تويه كړي،مالونه يې ضبط كړي او ښځې او بچي يې اسيران كړي.)) (237)
د نفاق د ګوند ونډه
د نفاق د ګوند خطر تر يهودو زيات و؛ځکه منافق په انډېوالۍ كې له شا ګوزار كوي او ددې ډلې مشران “عبدالله ابى” او “مالك بن ابى” وو. هغوى بې ځنډه د “بني النضير”مشرانو ته پيغام ولېږه،چې له دوو زرو سرتېرو سره،مرستې ته مو در روان يو او هم ژمني ټبرونه؛يعنې “بني قريظه” او “غطفان” به مو هم ځان ته پرې نه ږدي.
دې دروغجنو وعدو يهود ډاډه كړل،كه څه هم له دې مخکې يې پرېکړه کړې وه، چې تسليم شي او خپل وطن پرېږدي؛خو فكر يې بدل شو؛د كلا ورونه يې وتړل او ځانونه يې په وسله سمبال كړل او هوډ يې وکړ، هر څنګه چې وي، د خپلې كلا دفاع وكړي او خپلې ځمكې او باغونه وړيا مسلمانانو ته خوشې نه کړي.
د “بني النضير” يو مشر “سلام بن مشكم” د “عبدالله” ژمنه پوچه وګڼله او ويې ويل:((ښه به وي له دې ځايه كډه وكړو))؛خو “حيى بن اخطب” خلك استقامت ته راوبلل.
رسول اکرم د “عبدالله” له پيغامه خبر شو. حضرت “ابن ام مكتوم” يې په مدينه كې خپل ځايناستى كړ او د “بني النضير”چاپېربندۍ ته روان شو. د “بني قريظه” او “بني النضير” په منځ كې يې غونډ جوړ كړ او ددې دوو ټبرونو اړيکه يې پرېكړه.
“ابن هشام”وايې: (( شپږ شپې ورځې يې او ځينې وايي چې پينځلس ورځې يې هغوى كلابند كړل؛خو يهودان تسليم نه شول.)) (238)
پېغمبر اکرم حكم وكړ، چي د كلا د شاوخوا د کجورو بوټي ونړوئ، چې له دې ځايه د يهودانو تمه غوڅه شي.
دا مهال د يهودانو چغې راپورته شوې او ټولو وويل: ((ابوالقاسم (پېغمبره!) تا به تل خپل سرتېري د ونو او بوټو له غوڅولو ژغورل؛نو نن ولې دا كار كوې؟))
ددې كار علت هماغه و،چې و مو لوست. بالاخره يهودان تسليم شول او ويې ويل:((موږ حاضر يو كډه وكړو او جلا وطن شو؛خو په دې شرط چې خپل منقول مالونه له ځان سره يوسو.))
پېغمبر اکرم ورسره ومنله،چې خپل مالونه بې له وسلې له ځان سره يوسي. يهودانو تر وسې خپل مالونه راټول كړل،ان د كورونو ورونه او كړكۍ يې هم راونړولې او له ځان سره يې بار كړې او كورونه يې په خپلو لاسونو وران كړل.ځينې يې “خيبر” ته ولاړل،ځينې “شام” ته او دوه تنو يې اسلام راوړ. دا چې خپله دا شرمېدلي ماته جبران كړي او وښيي ددې ځاى په پرېښودو ډېر خپه نه يو؛نو د تلو پر مهال يې دايرې او چمبې راواخستى او سندرې يې پېل كړې.
پر مهاجرو د بني النضير د ځمکو ويشل
هغه غنيمت،چې بې جګړې د مسلمانانو لاس ته راځي (فى)؛ د قرآن د حكم له مخې د پېغمبر اکرم رسېږي او څرنګه،چي د پېغمبر اکرم خوښه وي، پر اسلام يې لګوي. (239)
وَمَا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ = او څه چې خداى له هغوى [يهودو] د غنيمت په دود خپل استازي ته (بښلي او) اړولي دي،هغه داسې څه دي چې تاسې يې د لاس ته راوړو لپاره نه اس ځغلولى او نه اوښ (څه زيار مو نه دى ايستلى)؛خو خداى چې پر چا وغواړي،خپل استازي برلاسي کوي او خداى پر هر څه قادر دى. (حشر/6)
پېغمبر اکرم هم سلا وليده،چې دا ځمكې پر مهاجرو ووېشي؛دا ځكه چې هر څه يې په مكه كې پاتې شوي وو او دلته هم د انصارو مېلمانه وو او پر هغوى پېټى دي، چې دا وړانديز ورسره حضرت “سعد بن معاذ” او حضرت “سعد بن عباده” هم ومانه؛نو ځمكې پر مهاجرو ووېشل شوې او په انصارو كې يوازې حضرت “سهل بن حنيف” او حضرت “ابودجانه” ته پېغمبر اکرم دلته ځمكه وكړه؛ځکه ډېر يې لاس تنګ و او پېغمبر اکرم د “بني النضير” د يو مشر قيمتي توره حضرت “سعد بن معاذ” ته وركړه.
دا پېښه پر څلورم كال د “ربيع” په مياشت كې پېښه شوه او د “حشر” سورت هم د دې پېښې په تړاو رانازل شوى دى. موږ لنډيز ته ددې آيتونو ترجمه او تفسير نه دى راوړى؛خو ډېرى تاريخپوهان عقيده لري،چې په دې پېښه كې وينه تويه نه شوه؛خو “مفيد” وايي:
((د فتح پر شپه د يهودو لس تنه ووژل شول،چې ددې لسو تنو وژل كېدو يهودان تسليمېدو ته اړ كړل.)) (240)
دويم بدر
د احد د جګړې په پاى كې “ابوسفيان” مسلمانانو ته مخ كړ او ورته يې وويل:((بل كال ته به په همدې ځاى کې وينو او تردې به هم زيات غچ درنه اخلو.))
مسلمانان د پېغمبر اکرم په حكم دفاع ته تيار شول. د احد له جګړې يو كال تېر شو او د وعدې وخت راورسېد.د قريشو مشر “ابوسفيان” له زياتو ستونزو سره لاس و ګرېوان و. “نعيم بن مسعود” مکې ته راغى،چې له دواړو لوريو سره يې دوستانه اړيكې درلودې.
“ابوسفيان” ترې وغوښتل،چې ژر مدينې ته ولاړ شه او له مدينې د “محمد” د راوتو مخنيوى وكړه. دغسې “ابوسفيان” وويل:((موږ ته سږ كال له مکې وتل ګران دي او بدر ته، چې د عربو عمومي بازار دى،د((محمد)) راتګ زموږ د ماتې لامل ګرځي.))
“نعيم” په هرغرض چې و مدينې ته راغى؛خو خبرو يې د پېغمبر اکرم پر زړه پوټى اغېز و نه کړ او پېغمبر اکرم له 1500 سرتېرو،څو اسونو او سوداګريزو توکيو سره د “ذى العقدة الحرام” په مياشت كې پر څلورم هجري كال د بدر سيمې ته راغى او اته ورځې هلته پاتې شو او مسلمانانو د سوداګريزو توکيو له پلورلو خورا ګټه لاس ته راوړه. بازار خلاص شو او خلك خپاره شول؛خو د اسلام لښكر هماغلته له مکې نه د لښكر د راتګ په تمه و.
مکې ته خبر راورسېد، چې “محمد” (ص) د بدر سيمې ته راننوتى دى. د مکې واكمنانو د خپل پت ساتلو ته،بې له دې هېڅ چاره نه درلوده،چې له مکې د بدر پر لور روان شي.
د “ابوسفيان” وسله وال لښكر د “مرالظهران” سيمې ته راغى ؛خو قحطي او ګراني يې پلمه کړه او له نيمايي لارې ستون شو.
د شرك د لښكر راستنېدل دومره بې غيرتي وه،چې “صفوان” پر “ابوسفيان” نيوكه وكړه او ورته يې وويل:((پردې شا تګ مو خپل ټول لاس ته راوړې وياړنې له لاسه ورکړې او كه تا پروسږ كال دا ژمنه نه واى كړې؛نو اوس به مو داسې معنوي ماته نه خوړه.))
دا پېښه د هجرت په (45مه) مياشت کې وشوه.(241)
پر څلورم كال د “شعبان” په مياشت كې حضرت امام حسين د پېغمبر اکرم دويم لمسى وزېږېد اوهمداسې د حضرت “علي”(ک) مور “فاطمه بنت اسد” هم وفات شوه.(242)
او پر همدې كال پېغمبر اکرم حضرت “زيد بن ثابت” ته حکم وكړ، چې له يهودو “سرياني” ليک زده كړي.(243)
233_ سره ابن هشام 2/ 169 ، طبقات ابن سعد 2/ 39
234_ مغازى واقدى 1/ 364 – 369.
235_ مغازى 1/ 364
236_ مغازى واقدى 1/ 365.
237_ بحارالانوار 19/ 110 – 111
238_ سيره ابن هشام 2/ 191
239_ ( سوره حشر/ 6)
240_ ارشاد/ 47 او 48
241_ مغازى واقدى، 1 484 – 390
242_ تاريخ الخميس 1 467
243_ امتاع الاسماع 187، تاريخ الخميس 1 \ 464