تبلیغات

مانيز خوندونه په همدې دنيا کې که څوک له ټولو خوندورو نعمتونو برخمن وي؛خو کله حسود وي،خلک ترې نه ناخوښ وي،څوک پرې سلام وا نه چوي ؛ نوپه دې بڼه که به ورته ټول نعمتونه زهر او زقم شي؛ځکه د خداى يو ستر نعمت د محبوبيت نعمت دى، د خداى له اولياوو سره په څنګ […]

مانيز خوندونه

په همدې دنيا کې که څوک له ټولو خوندورو نعمتونو برخمن وي؛خو کله حسود وي،خلک ترې نه ناخوښ وي،څوک پرې سلام وا نه چوي ؛ نوپه دې بڼه که به ورته ټول نعمتونه زهر او زقم شي؛ځکه د خداى يو ستر نعمت د محبوبيت نعمت دى، د خداى له اولياوو سره په څنګ کې د وسېدو نعمت،د زړه د ډاډ نعمت او په رښتيا هغه روښانه زړه،چې په کې کينه،کنجوسي،دشمني،حسد،شرک،تکبر او دې ورته څيزونه نه وي؛نوله ماڼيو ،بڼونو او ….. سره د پرتلې وړ نه دى،چې په دې هکله خورا زيات روايتونه او آيتونه دي،چې څو ته يې اشاره کوو :

جنتيان له پاک زړه او له هر ډول کينې لرې ژوند کوي .وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ (اعراف/۴۳) = او له زړونو يې خيري (او کينې) راوباسو( چې په پاك زړۍ او مينه کې ژوندوكړي ) او د هغوى تر (ماڼيو او ونو لاندې) ويالې بهيږي او وايي :(( ستاېنه يوازې الله ته ده،چې موږ ته يې (دې) مقام ته ( د ايمان په وسيله د رسېدو) سمه لار وښووه او كه خداى راته سمه لار نه واى راښوولې؛ نو دا (مقام) زموږ په برخه كېداى نشو. په رښتيا زموږ د پالونكي استازيو حق راوړى و .)) او پر دغه وخت پرې غږ كېږي چې :(( دا جنت مو د هغو کړنو له امله په ميراث يووړ، چې تل مو کول .)) (٥٩٦)

له الهي انسانانو او د خداى په څنګ کې به وي .فَادْخُلِي فِي عِبَادِي. وَادْخُلِي جَنَّتِي (فجر/۲۹، ۳۰) = نو زما په (ځانګړيو) بندګانو كې ورننوځه او جنت ته مې راننوځه! (٥٩٧).

خداى پرې سلام وايي .سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ (يس/۵۸)= (پرتاسې) سلام،(دا) د لوروونكي پالونکي له لوري خبره ده. (٥٩٨)

له هرې خوا ورته پرښتې مبارکي وايي . وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ. سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ (رعد/۱۳) = او پرښتې به پرې له هر وره ننوځي. ( او هغوى ته به ووايي:) ستاسې د زغم له امله دې پرتاسې سلامتيا وي! (٥٩٩)

د زړه له کومې له خداى سره مينه کوي او د زړه له کومې شکر وباسي.

دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (يونس/۱۰)= په جنت كې به د هغوى وينا (او دعا) دا وي چې : (( سبحانك اللهم (خدايه ! پاك او سپېڅلى يې ) )) او هلته به يې درود ويل ((سلام)) وي او خپله دعا به په ((الحمدلله رب العالمين = ټوله ثنا او ستاېنه يوازې نړۍ پال ته ده! )) پاى ته رسوي . (٦٠٠)

هو ګرانو ! په همدې دنيا کې هم خورا ډېر خوندونه دي،د علمي مسئلو حل او پرې سر خلاصول هم خوند لري، د زړه له کومې دعا کول هم خوند لري، له مشرانو او پوهانو سره خبرې هم خوند کوي ،له ښو سره ګاونډ خوند کوي،له سترو سره انځور اخستل خوند کوي ؛نو چې کله په انځور کې يو ځاى کېدل او د کورونو ګاونډ سره خوند کوي ؛نو تاسې په خپله ووياست،چې د خداى له لوري سلام،له الهي انبياوو، امامانو، اولياوو سره يو ځاى به څومره خوند لري .

حديث دى : خداى به جنتيانو ته وايي :له دې ټولو نه غوره نعمت دادى،چې زه درنه خوښ يم او درسره مينه کوم .(٦٠١) ( بحارالانوار،۸/ ۱۴۱) ؛لکه څنګه چې په قرآن شريف کې هم راغلي دي : ((وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ)) (توبه/ ۷۲) (٦٠٢) له جنتيانو د خداى خوښي تر جنت او نعمتونو يې ډېر غوره دى او دا هماغه ستر فوز او نېکمرغي ده .

حديث دى : د جنت تر ټولو خوندور او غوره نعمت د خداى مينه او له جنيتانو سره د خداى مينه ده . (٦٠٣) ( بحارالانوار، ۶۹/ ۲۵۱)

د قمر د سورت په پاى کې راغلي دي : إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ. فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍ( قمر/ ۱۴، ۱۵) = (( چې زموږ تر نظر لاندې چلېده، (دا) د هغه پېغمبر بدله وه،چې کافرانو ترې انكار كړې وه او په يقين موږ دا پېښه (بېړۍ) يوه نښه پرېښوده؛ نو ايا څوك پند اخستونكى شته؟))

د خداى د ځانګړي رحمت تر څنګه ژوند کول؛ هغه څه نه دي،چې په اسانۍ يې په ټکيو بيان کړو؛ که څه موږ په هر حال کې د خداى په حضور کې يو؛خو کوم حضور، چې په قيامت کې دى،ځانګړې ځانګړنې لري ؛لکه څنګه چې کله انسان په خپل کور کې لمونځ کوي،کله په جومات او کله په مسجدالحرام کې،ټول خداى ته لمونځ کول دي؛خو هر يو د ثواب له پلوه خپلې ځانګړنې لري.

کله يو څوک پېسې رالېږي،چې موږ پرې خواړه واخلو،کله کوم رستوران ته سپارښتنه کوي،چې راته خواړه راوړي،کله مو له ځان سره کور ته وړي،چې هلته راته خواړه راکړي،کله مو له ځان سره کېنوي او راته خواړه راکوي ،کله پر خپل لاس زموږ مخې ته په لوښي کې خواړه اچوي او کله د خوړو کپ زموږ په خوله کې ږدي ؛نو په ټولو بڼو کې هغه خو راته خواړه راکوي؛خو د خوړو د ورکولو څرنګوالى يې د پېرزو څرګندوى دى،چې يو له بل سره توپير لري .

موږ په دنيا او اخرت کې د هغه په حضور کې او د هغه پر دسترخوان ناست يو؛خو په قيامت کې حضور څه بل خوند لري ((وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا))(٦٠٤) په قيامت کې به خداى پر هغوى پاک شراب څښکي . له ګناه،لغو،دروغو او خيانت لرې والى تر ټولو ستر معنوى خوند دى او همداراز په جنت کې هېڅ ډول غم نه درلودل هغه نعمتونه دي،چې جنتيان پر منښته کوي او د خداى شکر به وباسي او وايي به : ((الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ)) (فاطر/ ۳۴) (٦٠٥) شکر د خداى چې له غمونو يې خلاص کړو او جنتيان يې کړوو. يو بل نعمت دادى،هغه مؤمنان، چې په دنيا کې د يو بل خپلوان ول ؛نو هلته به هم سره يو ځاى وي ((أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ)) ( طور/۲۱) (٦٠٦)موږ به د نېکوکارانو ذريه ،چې د ايمان په ليکه کې وي (که څه هم د خپلو پلرونو رتبې ته نه وي رسېدلي ) د هغوى د پلار د لا خوشحالولو لپاره ،سره يو ځاى کړو . (٦٠٧) ( تفسير الميزان، ۱۹/ ۱۰)

پر جنتيانو د خداى بله پېرزو داده،چې خداى ورته وايي : إِنَّ هَذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاء وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا (انسان/۲۲) = په حقيقت كې دا ستاسې بدله ده او ستاسې هڅې منل شوې دي. (٦٠٨)

حال دا چې د دوو رکعتونو لمونځونو،حج او روژې اجر دومره ډېر نه وي؛ځکه مال،ځان او توفيق هر څه د خداى دي .زموږ عبادتونه د يو ساختمان مثال لري،چې سېمټ،خښتې،کړکۍ او … هر څه يې د خداى دي ؛خو په عېن حال کې هغه کور رانه پر جيګه بيه واخلي .

په رښتيا انسان د خداى ددې دومره نعمتونو پر وړاندې خېجله کېږي .

فرض کړئ يو انسان مو په اوبو کې له ډوبېدو وژغوره او بيا مو ورته موټر چلول ورزده کړل او بيا مو ورته يو ښايسته موټر واخست او بيا ورته ښځه هم وکړئ،کور هم ورکړئ؛خو هغه چې دا هر څه ستا له اړخه ويني ؛نوکله کله دې پوښتنې او مننې ته راځي،چې بيا هم تاسې ورسره لا پسې نوره مرسته هم وکړئ ؛نو هغه انسان به بې له خېجلتيا هېڅ هم و نه لري؛البته څومره مثالونه،چې راوړل شي بيا هم د خداى پېرزو بيانولو ته ناڅيزه دي . هغه زموږ يو کار ته لس ګرايه او يا اويا ګرايه ثواب ورکوي ((مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا)) ( انعام/ ۱۶) (٦٠٩).

هغه زموږ کم کار هم قبلوي ((فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ( زلزال/۷) = نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي وبه يې ګوري.)) (٦١٠)

هغه زموږ مات ګوډ کار هم قبلوي؛لکه څنګه چې په دعا ګانو کې وايو: خدايه ! که زما د لمونځونو رکوع او سجدې نيمګړې وي ؛نو ته يې ومنه او و مې بښه . هغه زموږ نېک کارونه نورو ته ښکاره کوي؛خو پر بديو مو پرده اچوي.

(( يا من اظهر الجميل و سترالقبيح )) (٦١٢) ( د رجب د مياشتې دعا)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست