د پېغمبرانو بلنه او د مشراکانو ځېل :دا آيت او دوه مخکې آيتونه وايي، چې مشرکانو له رسول اکرم سره شرط وکړ،که کومه معجزه وروړي ؛نو هرومرو به پرې ايمان راوړي؛خو خداى وايي،چې ايمان راوړل يې، په هېښنده معجزو پورې تړاو نه لري؛بلکې د خداى په غوښتنې پورې اړه لري او داچې د پېغمبر(ص) د […]
د پېغمبرانو بلنه او د مشراکانو ځېل :دا آيت او دوه مخکې آيتونه وايي، چې مشرکانو له رسول اکرم سره شرط وکړ،که کومه معجزه وروړي ؛نو هرومرو به پرې ايمان راوړي؛خو خداى وايي،چې ايمان راوړل يې، په هېښنده معجزو پورې تړاو نه لري؛بلکې د خداى په غوښتنې پورې اړه لري او داچې د پېغمبر(ص) د بلنې په پيل کې يې ايمان رانه ووړ او ځېل يې وکړ،خداى يې د زړه سترګې ړندې کړې او د ايمان توفيق يې ترې واخست[1].
دا موضوع څو ځل د نبي کريم (ص) په پېر کې رامنځ ته شوې ،حضرت علي (ک) وايي: ((له آنحضرت (ص) سره وم،چې د قريشو مشران راغلل او ورته يې وويل : محمده ! ستره ادعا دې کړې،چې نه دې پلرونو او نه دې په کورنۍ کې چا کړې ده، يو کار درنه غواړم، که يې ومنې او را و يې ښيې؛نو پوه به شو، چې پېغمبر او د خداى استازى يې، که نه پوهېږو، چې دروغجن يې . نبي کريم(ص) ورته وويل:” څه غواړئ؟ “دا ونه راوبله ،چې له بيخه راونړېږي،راشي او په مخکې دې ودرېږي،پېغمبر (ص) وويل : “د خداى له وسې هر څه کېږي،که خداى درته دغسې وکړي ،ايمان راوړئ او پرحق لېینه – ګواهي ورکوي؟ “ويې ويل ؛هو! آنحضرت (ص) وويل : “غوښتنه مو درښيم ؛خو پوهېږم ،چې د خير لار نه خپلوئ . په تاسې کې يو تن دى،چې ګوندونه به راټول او په قليب[2] څاه کې به وغورځول شي. “
بيا آنحضرت (ص) وويل : ” ونې! که پر خداى او آخرت ايمان لرې او پوهېږې،چې زه د خداى پېغمبر يم، د خداى په اجازې له بېخه راونړېږه، راشه او په مخکې مې ودرېږه. “پر هغه قسم ،چې هغه يې پېغمبر رالېږلى، ونه له بېخه راونړېده او په سخت غږ او د مارغانو د غږ ونو په څېر را روانه وه او د رسول الله (ص) پر وړاندې ودرېده او پاس ښاخونه يې د رسول الله (ص) پر سر اوځينې يې زما پر اوږه وغوړول او زه د نبي کريم (ص) په ښي خوا کې ناست وم .خلکو آنحضرت (ص) ته ليدل او په سرغړاندۍ يې وويل : اوس ورته ووايه ،چې نيمه درشي او نيمه پر ځاى پاتې شي . د آنحضرت (ص) په امر ونه په هېښنده حالت او لوړ غږ ورغله ،چې نژدې وو، له رسول الله (ص) را چاپېره شي،بيا يې په کفر او سرغړونې وويل : اوس ورته ووايه، چې دا نيمه دې له هغې بلې نيمې سره يوځاى شي. بيا حضرت (ص) امر وکړ او ونه ستنه شوه . ما وويل : لا اله الا الله. اى د خداى استازيه! زه زړمبى تن يم ،چې ايمان مې درباندې راوړى دى او ړومبى تن يم ،چې لېینه – ګواهي ورکوم،چې ونې دې د خداى په حکم خبره ومنله،چې پر نبوت دې لېینه ورکړي او د خبرې درناوى دې وکړي؛خو هغه ټول قوم وويل : دا يو دروغجن کوډګر اوهېښنده پاډوګر دى! ايا بې ددې په څېر، بل څوک دې منې او مطلب يې زه وم .[3]))
[1] الميزان ، ٧: ٣٣١ مخ .
[2] په بدر کې د مشرکانو ماتې ته اشاره ده اوهغه څاه ده،چې ابوجهل او څو تنه د قريشو مشران يې پکې وغورځول.
[3] نهج البلاغه ، ٢٣٤خطبه .
-
ټیګونه: