تبلیغات

د عقبه تړون پېغمبر اکرم د حج په موسم كې د “خزرج” د ټبر له شپږو تنو سره وكتل او ورته يې وويل:(( ايا تاسې د يهودو هم ژمني ياست؟ ))  و يې  ويل: ((هو!)) پېغمبر اکرم:(( راځئ كېنئ چې خبرې وكړو.))  پېغمبر اکرم ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل، چې اغېز يې پرې […]

د عقبه تړون

پېغمبر اکرم د حج په موسم كې د “خزرج” د ټبر له شپږو تنو سره وكتل او ورته يې وويل:(( ايا تاسې د يهودو هم ژمني ياست؟ ))

 و يې  ويل: ((هو!))

پېغمبر اکرم:(( راځئ كېنئ چې خبرې وكړو.))

 پېغمبر اکرم ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل، چې اغېز يې پرې وكړ او په هماغه لومړۍ ناسته كې يې پر پېغمبر اکرم ايمان راووړ؛ خو څه چې د دوى په اسلام راوړو كې اغېزمن وو، دا وو چې دوى له يهوديانو اورېدلې وو،چې پېغمبر به په عربو كې راځي او د بوت لمانځنې حكومت به له بېخه نړوي؛نو ځكه د “خزرج” د ټبر دې كسانو وويل:((مخكې له دې،چې يهود ايمان راوړي؛نو موږ بايد د پېغمبر اکرم مرسته وكړو.))

 ډلې پېغمبر اکرم ته وويل:((په موږ كې تل د جګړې اور بل دى او هيله ده،چې ستا په دين به دا اور مړ شي، موږ همدا اوس “يثرب” ته ځو او خلك ستا دين ته رابلو او چې ټولو ومنله،چې ايمان راوړي؛نو تر تا  به څوك موږ ته ښه وي؟))

دوى  ولاړل او د اسلام په خپرولو ته يې لاس پورى کړ او كار يې تردې ورساوه، چې په “يثرب” كې داسې كورنۍ پاتې نه شوه، چې پکې د پېغمبر اکرم پلويان نه وو.(139)

د عقبه لومړى تړون

د دې شپږو تنو تبليغاتو اغېز وكړ او ډېرو يثربيانو ايمان راووړ، چې د بعثت پر لسم كال دولس کسيز پلاوى راغى او په “عقبه” كې يې له رسول اکرم سره وكتل او لومړى اسلامي تړون يې وتاړه، چې د پلاوي مشهور كسان؛ “اسعد بن زراره” او “عباده بن صامت” وو. دوى له رسول اکرم سره داسې تړون لاسليك كړ:

 له رسول اکرم سره مو پرېكړه وكړه، چې پردې دندو عمل وكړو:

شرك پرېږدو،غلا او زنا و نه کوو، خپل زامن به نه وژنو، يو بل به نه تورنوو، بد كارونه به نه كوو او د ښو كارونه له کولو به سرغړاوى نه کوو.

د خداى رسول ورته وويل:(( كه په خپله خبره ودرېدئ؛ نو ځاى به مو جنت وي او كه سرغړاوى مو وکړ؛ نو بيا د خداى كار دى،چې تاسې بښي او كه په عذابوي.))

د تاريخ په اصطلاح كې دې تړون ته “بيعة النساء” هم ويل كېږي؛ ځكه پېغمبر اکرم د مكې د فتح پر مهال دا تړون له ښځو سره هم كړى و.

دا دولس تنه له پوره ايمان سره مدينې ته ستانه شول او د اسلام په خپراوي لاس پورې کړ او څه موده وروسته يې پېغمبر اکرم ته پيغام راواستاوه، چې ورته مبلغ راولېږي، چې پېغمبر اکرم يې هم حضرت “مصعب بن عمير” روزنې ته يې واستاوه .(140)

 د عقبى دويم تړون

د مدينې مسلمانان د حج موسم ته په بې صبرۍ په تمه وو، چې پکې به پېغمبر اکرم هم وګوري او ورته به ووايي،چې كه څه خدمت وي؛نو حاضر يو او هم دا،چې تړون به له څرنګوالي او څومره والي له لوري  بډاى كړي .

د “يثرب” د حج كاروان،چې تقريبا پينځه سوه تنه و،حركت وكړ، چې پکې 73 تنه مسلمانان وو، چې دوه يې ښځې او نور ټول بې پلوه وو او د اسلام په راوړو خوښ وو. دوى په مكه كې له پېغمبر اکرم سره وكتل او د بيعت د مراسمو سرته رسولو ته يې وخت وغوښت.

پېغمبر اکرم ورته و ويل:((د کتنې ځاى به مو په “منى” كې وي. د ذى الحجې پر دريالسمى، چې د شپې خلك ويده شول؛نو په “عقبه” كې به سره كېنو.))

ديارلسمې شپه راورسېده او رسول اکرم له خپل تره “عباس” سره تر ټولو مخكې هلته ځان ورساوه. د شپې يوه برخه تېره شوې وه. د عربو مشركان ويده ول. مسلمانان له خوبه راپاڅېدل او په يو بل پسې په پټه “عقبه” ته ولاړل.په “عقبه” كې د پېغمبر اکرم تره “عباس” وويل: ((خزرجيانو! تاسې د حضرت “محمد”(ص)  د دينه ملاتړ اعلان كړى دى؛نو پوه شئ هغه د خپل ټبر تر ټولو ښه سړى دى. ټولو بني هاشمو،كه مؤمن دى او كه غېر مؤمن، د حضرت “محمد”(ص) دفاع ته غاړه اېښې ده؛خو هغه ستاسې لور غوره کړى او خوښ دى، چې په تاسې كې وي؛نو كه هوډ مو کړى وي،چې په خپله خبره درېږئ او له دښمنه يې ساتئ؛نو درسره ژوند کړاى شي او كه په سخته كې يې دفاع او ملاتړ نه شئ كړاى؛ نو همدا اوس خبره سپينه کړئ.))

پر دې وخت “براء بن معرور” وويل:(( پر خداى قسم ! څه مو، چې پر ژبه دي،پر زړه هم دي! موږ له پېغمبر اکرم سره په رښتيا ولاړ يو او ترې ځارېږو.))

بيا خزرجيانو پېغمبر اکرم ته وويل،چې خبرې ورته وكړي.

رسول اکرم ورته د قران آيتونه وويل،چې د خزرجيانو په زړه كې يې د اسلام د مينې تنده لا نوره هم زياته كړه.

 بيا پېغمبر اکرم وويل: (( له تاسې سره پردې بيعت كوم،چې زما داسې دفاع وكړئ؛لکه چې د خپلې كورنۍ چې كوئ.))

 دا ځل بيا “براء” راپاڅېد او ويې ويل:((موږ د جګړې او مبارزې زامن يو او د جګړې په ډګر كې روزل شوي يو،چې دا مو ميراثي ځانګړنې دي.))

د “براء” دې خبرې د خزرجيانو په رګونو كې د غيرت وينه راوخوټوله او په محفل كې ګڼه ګوڼه شوه،چې پردې وخت “عباس”، چې د پېغمبر اکرم لاس يې په لاس كې نيولى و وويل:(( په موږ پسې يې ځري اچولي؛ نو ښه به وي، چې خبرې ورو وكړئ.))

 بيا “براء بن معرور”،”ابوالهيثم بن تيهان” او “اسعد بن زراره” راپاڅېدل او پېغمبر اکرم ته يې د بيعت لاس وركړ او ورپسې يو  يو  خزرجي  له  پېغمبر اکرم سره بيعت وكړ.

 د عقبه د تړون پر وړاندې د قريشو غبرګون

“قريش” د غفلت پر خوب وېده وو او له دې،چې اسلام په مکه كې پرمختګ ونه كړ؛انګېرله يې چې د اسلام د شاتګ وخت راغلى او د دين رڼا به تل مړه شي،چې د “عقبه” دويم تړون په قريشو كې د بم په څېر وچاود، بوت پال مشران پوه شول،چې بېګاه شپه 73 يثربيانو له “محمد” سره تړون كړى، چې د خپلې كورنۍ په څېر به د هغه دفاع او ساتنه كوي. دې خبر د قريشو او بوت پالو په زړه كې عجيبه وېره واچوله؛ځكه له ځان سره يې ويل:((مسلمانانو ددې ټاپووزمى په زړه كې ځان ته هډه پيدا کړه او اوس به خپل خپاره واره ځواکونه راټول كړي او د توحيد د دين په خپرېدو به بوخت شي،چې  دا د مکې بوت پال حكومت ته ستر ګواښ دى.))

قريشو ځان پر خبره پوهولو ته سهار وختي له خزرجيانو سره اړيکه ونيوه او ورته يې وويل:((خبر شوي يو تاسې بېګا شپه په “عقبه” كې له “محمد” سره دفاعي تړون كړى او ورته مو ډاډ او ژمنه وركړې، چې به راپسې راپاڅېږئ))؛ خو خزرجيانو ورته قسم وخوړ او ويې ويل:(( خوښ نه يو زموږ او ستاسې په منځ كې د جګړې اور بل شي.))

د يثربيانو د حج كاروان تقريبا پينځه سوه تنه و، چې يوازې 73 تنو يې پر هغه شپه له حضرت “محمد” (ص) سره بيعت كړى و؛ نور يې ويده وو او له دې كيسې بېخي خبر نه وو؛نو ځكه هغوى چې مسلمانان نه وو،قسم يې وخوړ،چې د تړون خبره بې بنسټه او دروغ ده.

 “عبدالله بن ابي خزرجي”،چې د “يثرب” د چارو رئيس  هم و، وويل: ((كله هم داسې كار نه دى  شوى! د “خزرج” ټبر چې هر كار كوي؛ نو له ما سره پرې مشوره كوي.))

د قريشو مشران پاڅېدل او په دې باب پر راپورونو او پلټنو بوخت شول.

هغه مسلمانان،چې په دې غونډه كې وو،پوه شول راز يې ښكاره شوى؛نو ځكه يې وخت غنيمت وګاڼه او له ځان سره يې وويل:(( مخکې له دې،چې وپېژندل شو؛ نو بايد د مكيانو د واكمنۍ له سيمې ووځو او ژر ځان “يثرب” ته ورسوو.

تګ ته د ځينې يثربيانو بيړې،”قريش” شكمن كړل او پوه شول د تړون خبره رښتيا وه؛نو ځكه د ټولو يثربيانو په تعقيبولو پسې شول؛ خو اوبه له ورخه تېرې وې او كاروان د مكيانو د واكمنۍ له سيمې تېر شوى و.

 په خزرجيانو كې يې يوازې حضرت “سعد بن عباده” ونيو؛ خو “ابن هشام” وايي، چې قريشو دوه تنه ونيول : يو “سعد بن عباده” او بل “منذر بن عميد” چې درېم يې له ګوتو ووت او وتښتېد؛خو “سعد” يې له وېښتانو راونيو او پر راښكلو يې خپلومشرانو ته وسپاره.

 يو قريشي،چې د “سعد” دا بد حال وليد؛نو ورته يې وويل:(( له مكيانو سره تړون نه لرې؟))

“سعد”:((ولې نه! زه له “مطعم بن عدى” سره دفاعي تړون لرم؛ ځكه تجارتي مال يې، چې له يثربه تېرېده؛نو ما به  له غلو ساته او ورته مې پناه وركوله.))

هغه قريشي غوښتل “سعد” له دې بده حاله وژغوري؛ نو په “مطعم” پسې  ولاړ او ورته يې وويل: ((د خزرجيانو يو سړى يې نيولى او “قريش” يې ډېر وهي او كړوي،ستا د مرستې په تمه دى.))

 “مطعم” راغى او “عباده” يې له قريشو خلاص كړ او “يثرب” ته يې ولېږه. د “سعد” دوستان او مسلمانان،چې د”سعد” له نيولو خبر شول؛نو هوډ يې وکړ، مکې ته ورستانه شي او ازاد يې كړي. هغوى په همدې فكر كې وو،چې له لرې يې پر “سعد” سترګې ولګېدې. “سعد” راغى او خپله غمجنه کيسه يې ورته وكړه. (141)

 د اسلام معنوي نفوذ

“مستشرقين” ټينګار كوي،چې اسلام د تورې په زور پر مخ تللى و. دا چې دا خبره يا فكر سم  نه دى او يا بې بنسټه دی؛نو راتلونكې پېښې به يې بې بنسټي جوته كړي. د بېلګې په توګه: پام مو داسې پېښې ته را اړوم، چې په “يثرب” كې له هجرته مخکې راپېښه شوې وه. دا پېښه به درته وښيي، چې په پېل كې د اسلام پرمختګ يې يوازې د جذابيت له امله و او پېښه داسې وه:

حضرت “مصعب بن عمير” د اسلام مبلغ او وياند و، چې  د “اسعد بن زراره” په غوښتنه د پېغمبراکرم په حکم مدينې ته ولاړ. دې دوو تنو هوډ وکړ د “يثرب” مشران د منطق او دليل له لارې اسلام ته راوبلي. يوه ورځ يوه باغ ته ننوتل، چې يوه ډله مسلمانان پکې ناست وو،چې “سعد بن معاذ” او “اسيد بن خضير” هم پکې ناست وو،چې د “بني عبدالاشهل” د ټبر مشران وو.

“سعد بن معاذ” “اسيد” ته وويل:(( توره دې له تېکي راوباسه او په هغو دوو پسې ورشه او ورته ووايه:د اسلام له تبليغه لاس واخلئ او په خپلو ساده خبرو موږ مه غولوئ او دا چې “سعد بن زراره” زما د ترور زوى دى؛نو شرم دى، چې ورسره وجنګيږم.))

 “اسيد” ځان وپړساوه او له تورې سره ددې دوو مخې ته ورغى او ويلې خبرې يې ورته وكړې. حضرت”مصعب بن عمير” چې تكړه ويناوال و او تبليغ  يې له رسول اکرم زده كړى و، وويل:(( كېداى شي څو شېبې كېنو او خبرې وكړو؟كه زموږ خبرې مو خوښې نه شوې؛ نو پر كومه چې راغلي يو؛پر هماغه به ستانه شو.))

 اسيد:((د انصاف خبره دې وكړه.))

 يوه شېبه،چې سره كېناستل، توره يې تېکي ته کړه.  حضرت “مصعب” ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل. د قرآن حقايقو،جذابيت،خوږوالي او منطق هغه پر ګونډو كړ او بې واكه يې وويل:((د مسلمانېدو لار راوښيه!))

 و يې ويل:((د خداى  پر يو والي ګواهي وركړه. بدن او جامې دې  پريمنځه او لمونځ وكړه.))

“اسيد” ددې دوو تنو په  وينې تويولو پسې راغلى و، چې په ورين تندي يې د خداى پر يووالي او د حضرت “محمد”(ص)  پر رسالت ګواهي وركړه او غسل يې وكړ او د شهادت د كلمې  په ويلو “سعد” ته ورستون شو.  “سعد” هم بې صبره ورته په تمه و، چې “اسيد” له ورين تندي سره  راښكاره  شو.

“سعد بن معاذ” په محفل كې ناستو ته وويل: (( پر خداى قسم،چې “اسيد” خپله عقيده بدله كړې او په كوم كار پسې مو، چې لېږلى و، سر ته يې  نه دى رسولى.))

 “اسيد” راغى او خپله کيسه يي وكړه.”سعد بن معاذ” په غوسه ولاړ، چې ددې دوو كسانو د تبليغ مخنيوى وكړي؛نو “سعد” ته هم هماغه څه ورپېښ شول،چې “اسيد” ته ورپېښ شوي وو، هغه هم د حضرت “مصعب” قوي منطق ته پر ګونډو شو،پر خپلو كړو پښېمانه شو،ايمان يې راووړ، غسل يې وكړ،خپلې جامې يې پرېمينځلې او خپل ټبر ته ولاړ او ورته يې وويل:((زه په تاسې كې څه مقام لرم؟))

 ټولو ورته وويل:((ته زموږ د ټبر مشر او ښاغلى يې.))

 هغه وويل:((زه به د خپل ټبر له يو سړي او ښځې سره خبرې ونه کړم، څو يې اسلام نه وي منلى.))

دا خبره خوله پر خوله شوه او ډېر وخت لا تېر نه و،چې د “بني عبدالاشهل” ټول ټبر مخکې له دې،چې پېغمبراکرم وويني، مسلمانان شو او د توحيد د دين کلک ملاتړ شول.(142)*

 د قريشو وېره

د يثربيانو ملاتړ،بيا د قريشو پر مخ څپېړه وه او له خوبه يې راپاڅول. د مسلمانانو كړول او وهل يې بيا راواخيستل، چې د اسلام د پرمختګ مخه ونيسي.

د پېغمبر اکرم يارانو له تنګسې او زور زياتي هغه مبارك ته شكايت وكړ او اجازه يې وغوښته، چې بلې سيمې ته مسافرت وكړي. پېغمبر اکرم ترې څو ورځې مهلت وغوښت او بيا يې وويل:(( غوره ځاى درته هماغه “يثرب” دى؛ كولاى شئ ګوښي ګوښي ور مهاجر شئ.))

د مهاجرت د حکم تر صادرېدو وروسته،مسلمانان په بېلابېلو پلمو له مکې ووتل او “يثرب” ته ولاړل. مهاجرت لا لومړى شپې ورځې وې،چې “قريش” پرې پوه شول او د هغوى د تګ راتګ مخه يې ونيوه او ويې ويل:(( څوك مو،چې وليد؛نو راو يې ګرځوئ او كه څوك له خپلې ښځې او ماشومانو سره مهاجرت كوي،كه ښځه يې قريشۍ وي؛نو ښځه يې مه وژنئ.))

 له نېكه مرغه د قريشو دا هڅې هم اغېزمنې نه شوې.(143)*

او په پاى کې په هجرت كولو ډېر شمېر،د قريشو له شره خلاص شول او له يثربيانو سره يو ځاى شول او داسې وخت راورسېد،چې په مكه كې بې له پېغمبر اکرم،حضرت علي (ک)، بندي مسلمانانو او ناروغانو نور څوك نه وو پاتې.

 په “يثرب” كې د مسلمانانو راټوليدو “قريش” نور هم وارخطا كړل او د اسلام منځه وړو ته د ټبر ټول مشران په “دارالندوه” كې راټول شول، چې پکې ډول ډول وړانديزونه وشول،چې دا ټولې دسېسى د پېغمبر اکرم په تدبير او هوښيارۍ شنډې شوې،چې په پايله كې پېغمبر اکرم د “ربيع الاول” په مياشت كې د بعثت پر ديارلسم كال مدينې ته هجرت وكړ.

د خداى رسول خپلو يارانو ته حکم وكړ،چې مدينې ته هجرت وكړئ او له “انصارو” وروڼو سره يو ځاى شئ او و يې ويل:(( خداى تاسې ته ورونه دركړي او كورونه يې درته چمتو كړي دي.))

 

139_ تاريخ طبرى، 2/86

140- سيره ابن هشام، 1/131

141_ سيره ابن هشام 1/ 448-450

142_ اعلام الوري/ 37، بحارالانور، 19/10-11

143_طبقات ابن سعد، 7/210

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست