تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) وايي : اما بعد، فان الله سبحانه و تعالى خلق الخلق حين خلقهم غنيا عن طاعتهم، آمنا من معصيتهم، لانه لا تضره معصيه من عصاه و لاتنفعه طاعه من اطاعه «کله چې خدای پاک خلک وپنځول له اطاعته يې مړه خوا او له سرغړونې يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) وايي :

اما بعد، فان الله سبحانه و تعالى خلق الخلق حين خلقهم غنيا عن طاعتهم، آمنا من معصيتهم، لانه لا تضره معصيه من عصاه و لاتنفعه طاعه من اطاعه

«کله چې خدای پاک خلک وپنځول له اطاعته يې مړه خوا او له سرغړونې يې خوندي و؛ ځکه نه د سرغړاندو سرغړونه زيان ور رسوي او نه د اطاعتګرو اطاعت ګټه ور رسوي»

خبره په دې کې وه خدای چې د مؤمنانو له طاعته څه ګټه نه کوي او د سرغړاندو له سرغړونې څه زيان نه مومي، له نړۍ سره څه تړاو لري او دې خبرې ته کومه مانا په پام کې نيوای شو؟

په لنډو مو څرګندونه دا وه، چې هستي د خدای لار ده؛ نو ځکه پر هره لار چې ځي، د خدای له لارې وتلی نه دی. انسانان کله چې پر يوې لارې ور درومي مقصد ته ور رسي او کله نه؛ خو د خدای په هکله، دا خبره سمه نه ده. ومو ويل په هستۍ کې هيڅ څيز نشته، چې د خدای کارګزار نه وي، موږ په پيدايښت کې خدای ته کوم سيال او رقيب نه پيژنو او په اسلامي اندنه کې د شيطان وضع هغه شان نه ده لکه په زرتشتي اندنه کې چې د اهريمن ده. هلته اهريمن د خدای سيال دی او پر وړاندې يې ولاړ دی، دښمني ورسره کوي او چارې يې ورخنثی کوي. خو په اسلامي اندنه کې شيطان د خدای کارګزار دی. د هستۍ يوه برخه ده او د نړۍ په تدبير او سنبالنه کې د الهي کړلارې يوه برخه ده. او همداراز ومو ويل چې د قيامت د راښکاره کېدو له مراتبو ځنې يوه مرتبه ده، چې واقعیات او حقايق پکې رابربنډېږي او پټې چارې را برسېرېږي. انبيا هم په بله لار او طريقه دا کار کوي.

او هم ومو ويل چې خدای له دې نړۍ او انسانانو سره درې تړاوه لري. لومړی يې د پيدايښت تړاو دی، چې ګرد پکې مساوي او يو رنګ دي. دويم يې د رزق تړاو دی، چې وګړي پکې متفاوت دي او دريېم د فضيلت او قرب تړاو دی، چې بيا هم انسانان پکې توپير لري او ته وا مولوي په لاندې ادبياتو کې له نهج البلاغې الهام اخستی، چې د رزق او پیدایښت نژدیوالی یې له وحې سره د عشق د قرب پر وړاندي ږدي :

تو توهم مى‏كنى از قرب حق        كه طبق گر دور نبود از طبق‏

اين نمى‏بينى كه قرب اوليا        صد كرامت دارد و كار و كيا

آهن از داود مومى مى‏شود        موم در دستت چو آهن مى‏بود

قرب خلق و رزق بر جمله‏ست عام        قرب وحى عشق دارند اين كرام‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 701 -704 بیتونه)

وايي انګېرې چې له هستۍ سره د خدای نژدېوالی، له خپلو مصنوعاتو سره د پښ – اهنګر د نژدېوالي په څېر دی؛ يعنې له نړۍ سره د خدای واټن له خپل مصنوع سره د صانع د واټن په څېر ګڼې او دې مسألې ته دې ور پام نه دی چې د قرب په مراتبو کې، توپير دی. دا چې ټول د خدای مخلوق او مرزوق دي، له دې اړخ يو رنګ دي (که څه د رزق کچه يې توپير لري) خو يوه ډله لويان او بزرګان شته چې له خدای سره یو بل ډول تقرب او نژدېوالی لري او همدا ډول دی چې د متقیانو په ځانګړنو کې تر ويينې لاندې نیول کېږي.

د خطبې په پیل کې، د پېدايښت تړاو وڅېړل شو او ومو ويل چې له دې پلوه ټول مساوي دي اوس د خلکو د رزق او ټولنیز دنيايي دريځونو تړاو او په معيشتي غونډال کې موقعيت څېړو.

فقسم بينهم معايشهم و وضعهم من الدنيا مواضعهم = نو د خلکو معيشت يې په دوی کې وويشه او هر څوک يې په دنيا کې پر خپل ځای کېناوه.

دلته د اميرالمؤمنین علي (ک) د کلماتو مفهوم له قرآنه اخستل شوی ان د آيتونو الفاظ دي.

د زخرف په سورت کې د ځینو هغو کسانو نیوکې راغلي چې پر انبیاوو یې کولې او ویل یې : ولې موږ پيغمبران نه شو؟ یا ولې هغوی پيغمبران نه شول چې په ستريا مو پيژندل او بل څوک پېغمبر شو.

وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ (زخرف/۳۱) = او ويې ويل : (( ولې دا قرآن (د مكې او طائف) له دوو ښارونو پر يوه ستر (او شتمن) سړي رانازل نه شو؟!))

أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَةَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ (زخرف/۳۲) = ايا دوى دې د پالونكي لورنه اېشي؟! موږ په دنيوي ژوند کې ترمنځ یې د دنيوي ژوند وزلې وراېشلي او د ځينو رتبې مو پر ځينو نورو ورلوړې كړې دي،چې ځينې يې ځينې (نور) په خدمت وګوماري او د پالونكي لورنه دې تر هغه څه غوره ده، چې راټولوي یې .

علي (ک) په دې خطبه کې د قرآن تعبير يادوي چې:

«خدای د خلکو معيشت وويشه او هر څوک يې پر خپل ځای کېناوه»

دلته يو ټولنيز آر څرګندوم، چې په دې ډول مثالونو کې يو لړ شته ستونزې يو مخې لرې او ټوليزه حل لار ترلاسه شي. پر قسمت (برخه) او قضا و قدر ايمان درلودل د ديني اندنې له ارکانو ځنې دي.

* د رزق په اندازې پورې اړوند ستونزې

په روایاتو کې راغلي چې:

لايجد عبد طعم الايمان حتى يعلم ان ما اصابه لم يكن ليخطئه و ان ما اخطاه لم يكن ليصيبه[1]

بنده هله د ايمان خوند څکي، چې پوه شي، څه چې پرې راغلي، محال وه چې رانشي او څه چې نه دي راغلي، محال وه چې راشي.

يعنې د ايمان شکل يې پر دې چار باندې په یقین پورې اړوند کړی دی. بلخوا دا خبره (= هر څوک چې په هر ځای کې دی او له روحې او ټولنيز پلوه چې کومه مرتبه او وضع لري، د خدای اراده او غوښتنه به وه، چې دا ځای يې ورکړی دی) کله لامل شوې چې يوه ډله یو ډول درويش مسلکي (ملنګي) او انحرافي منحط تصوف ترې وانګېري او ځان په نړۍ کې بيکاره وبولي، چې سل په سلو کې هیڅ را څخه نه جوړېږي او دا لار خپله کړي چې « دا به هم تېر شي»، چې هو، نه ښايي ځان وخوځاوو او د شته وضع بدلون ته مټې راونغاړو. څه چې دي د خدای غوښتنه ده او چې هغه ونه غواړي، يو څيز به هم وانه وړي؛ که دا په وګړيزو مسايلو کې وي (لکه د ورهڼې – کسب و کار پراختيا او د سوکاله ژوند ترلاسه کولو ډېره هڅه و هاند) او که په ټولنيزو او سياسي مسايلو کې وي؛ بايد انتظار وکاږو چې څه کيږي.

هو دې ډول انددود – د فکر طرز، ډېر کړاوونه راتپلي او لازم دي، چې په دې اړه ډېر غور وکړو.

لومړی راځوو او مطلب د علي (ک) له ليد لوري راڅيړو او ووينو، چې امام په بل دريځ کې څه خبره کړې او له خلکو يې څه غوښتي:

نهج البلاغه، ۱۶۷ مه خطبه: « اتقوا الله فى عباده و بلاده فانكم مسئولون حتى عن البقاع و البهائم : له خدایه وډار شی او تقوا خپله کړﺉ؛ ځکه د خدای پر وړاندې د خدای د بندګانو، ښارونو، کورونو، او څارویو پازوال یاست »

مالومېږي چې علي (ک) ددې مطلب (= چې په نړۍ کې خدای د انسانانو دريځ او معيشت ټاکي) او هغه بل مطلب (= چې انسان ان د کورونو او څارويو په اړه پازوال دی) ترمنځ هيڅ توپير نه دی لیدلی؛ يعنې د ده په منطق کې دا دواړه مسالې نا سازګاره نه دي او يو له بل سره ورجوړيږي؛ نو بايد یو فکر وکړو او دا اجزاوې يو له بل سره سازګارې کړو. پازوالېدل له منفعل والي سره سازګاری نه دی؛ نو بايد له دې ټولګې يوه پوهېدنه ولرو. چې دا توپير له منځه يوسي.

* په متا فزيکي چارو کې د مصداق نه ټاکنه

په شرع کې چې دا ډول څرګندونې ډېرې راغلې، د فلسفي څرګندونو يوه برخه ده او د فلسفي څرګندونو له مهمترينو ځانګړنو ځنې داده چې مصداق نه ټاکي او دا چې مصداق نه ټاکي، انسان ازاد پرېږدي.

د مطلب بل تعبير دادی چې نبايد هيڅ وخت انتظار اوباسو او ووايو، دا چې پلانی فلسفي حکم شته، پلانی کار نشم کړای. کټ مټ يې اپوټه ده، موږ لومړی کار کوو، بيا يې د حکم فلسفه صادروي. خلک انتظار نه باسي چې وويني فيلسوفان کوم کار کېدونی يا نا کېدونی ګڼي؛ بلکې فيلسوفان څارو یا منتظر دي چې وويني خلک څه کوي يا په طبيعت کې څه پېښېږي او بيا يې فلسفه تفسيروي (فلسفي تفسیر). البته دا مطلب په فلسفي خبرو کې صادق دی نه په علمي کې. يو تن فرض کړئ چې په جبر ګروهن دی او ټينګ دريځ لري چې موږ له ځانه اختيار نه لرو، ددې فکر سولیزه – منطقي پايله څه ده؟ ايا پر جبر ګروهه په عمل کې د چا لاس تړي که نه؟ نه. يعنې په عمل کې، پر جبر ګروهه يا پر اختيار ګروهه، يو رنګ ده.

* د الهي تقدير، جبر او اختيار سمه مانا

پر جبر ګروهه او پر اختيار ګروهه د انسان له چلنه دوه بيلابيل تفسيرونه دي، نه په هستۍ کې د دوو قوتونو ښکاره کوونکي. تفسيرونه کله هم له عمل سره ټکر نه کوي؛ خو قوتونه او ځواکونه يې کوي. ددې تر منځ توپير دی چې موږ پر جبر يا اختيار ګروهه د هستۍ د روانې وضعې تفسيروونکې وبولو يا دا چې جبر و اختیار په نړۍ کې دوه کاري ځواکونه وګڼو. که دا دوه مقامه يو له بله بېل کړو، ددې ډول معارفو او پوهاويو پوهېدل اسانېږي. ايا په هستۍ کې الهي قضا و قدر خپلواک او مستقل ځواکونه دي؟ ايا خدای پر شته موجوداتو سربيره، چې پيدا کړي يې دي د الهي تقدير په نامې نور مخلوقات هم پيدا کړي؟ نه، دغسې نه ده. او دغسې يوه انګېرنه تېروتنه ده. الهي تقدير د همدې نظام (غونډال) د کړنچار د څرنګوالي څرګندونکی دی چې خدای پنځولی دی.

همدغسې جبر و اختيار دی. د انسان د چلن پر تفسير سربيره، د جبر و اختيار په نامه بل څه نشته. جبر یعنې مجبورانه تفسیر او اختیار یعنې د انسان د چلن مختارانه تفسیر.

* فلسفي قواعد، کړنې تفسيروي نه علتونه یې

جبر و اختيار د انسان چلن ته دوه بېلابېل تفسيرونه دي. کټ مټ دا چې له دنيا دوه بېلابېل انځورونه واخلئ. د يو شي انځور ددې پر وړاندې (عرض) نه؛ بلکې ترې راولاړ شوی دی، تاسې هر کار چې پخپله يې غواړئ، کولای يې شئ. يا جبري يا اختياري، فيلسوفان درته مخې ته درېږي او وايي، دا کړی کار مو په جبر او اختيار دی. تاسو څارو مه اوسئ او ونه وايئ دا چې فيلسوفانو ويلي، کړنې مو په جبر دي؛ نو څه کار نشو کړای، نه، خپل لاسونه وغځوئ او کوم کار چې غواړئ ويې کړئ، بيا به پر جبر ګروهن فيلسوفان ووايي، تاسې چې په عمل لاس پورې کړی دا د جبر لاس پورې کول دي. پر اختيار ګروهن فيلسوفان به ووايي چې تاسې په خپل واک په کار لاس پورې کړی دی. يعنې دوی څارو دي، چې تاسې کار وکړئ، چې دوی مناسبه ټاپه ورباندې ووهي. او څارو ورته مه کینئ .

جبر و اختيار دوه ځواکونه نه دي چې فلاسفه وو هستی ته ورلېږلې وي؛ بلکې د انسانانو له چلنه دوه بېلابېل تفسيرونه دي. دا تفسيرونه يو کس هم په نړۍ کې نه ځنډوي؛ ځکه له چلنه فلسفي څرګندونه ده، نه علمي. اوس ددې سرېزې په پوهيدو سره، خپلې ويينې ته ورګرځوو.

ايا خدای په نړۍ کې د معيشت په مديریت او تقدير کچونه کې د چا لاس تړي که نه؟

ځواب، منفي دی. تاسې هر يو همدا اوس له عايداتو، کور، سوکالۍ، روغتيا، پوهې، مېرمن، اولاد او ځانګړې ټولنيزې پوړۍ سره د ژوند خاوندان ياست او په دې خطبه کې د علي (ک) د وينا له مخې دا وضع او دا ټولنيز موقعيت خدای درکړی دی. اوس راشئ او سملاسي هوډ وکړئ، خپله وضع واړوئ. فرض کړئ چې په خپله هڅه و هاند مو وضع واوړېده؛ نوې وضع هم خدای درکړې ده. ايا د دين پوهاوی او د علي (ک) څرګندونې دا دي چې خدای يوازې شته وضع درکړې او پاتې اوضاع خدای نه درکوي؟ خدای، هره وضع ورکوي. نو څه توپير کوي، چې په اوسنۍ وضع کې اوسو، هڅه وکړو او خپله وضع واړو. دا ټوليزه وينا چې وايي، دا نړۍ تل د الهي ارادی او تقدير په چوکاټ کې ده، يوه وينا ده، چې له هرې وضع سره (اړخ لګوي او) سازګاره ده. انسانان چې په هره ټولنيزه مرتبه کې شي او له هره ځايه چې را بهر شي او هر ځای ته چې ور مخ کړي. دا هر څه خدای ورکړی دي داسمه نه ده چې يو انسان و انګېري چې خدای يوازې يوه وضع ورکړې او نورې وضعې يې له لاسه وتلې دي. مخکې د خطبې په سريزه کې راغلي و چې خدای ته د مطيعانو طاعت او د سرغړاندو سرغړونه څه ګټه و زيان نه لري او اوږده څرګندونه مو درلوده چې نړۍ پر هره لاره ولاړه شي د خدای د قدرت له ولکې وتلی نه ده؛ نو که دا مانا روښانه شوې وي نو دلته به هم زموږ وينا ښکاره شي.

* د هغې نظريې کره کتنه چې د الهي کړلارې د نه بدلولو لپاره د شته وضعې د ساتنې سپارښتنه کوي.

ځینو ويلي چې خدای په نړۍ کې غني او فقير پيدا کړي، فقير په خپل فقر او غني په خپله غنا ازمېيي، روسته يې پايله اخستې، چې هڅه مه کوئ فقير غني او موړ کړئ. ولې؟ ځکه د خدای په کړلار کې لاس وهئ.

انسان بايد څومره د ديني پوهاويو له حقيقته لرې وي، چې دغسې اخستنې ولري؟ دا يوه سمه ديني پوهېدنه نه ؛ بلکې يو مخ پر زوال یا منحط تصوف دی. لومړی – دا خدای – العياذبالله- بايد څومره بېوسی وي، چې يو بشر يې په نړۍ کې کړلار ور ويجاړه کړي او بيا يوه ډله راشي او د خدای له لارې په وکالت مو وډاروي چې هسې نه د خدای کړلار ور ورانه کړئ.

دويم، انسان بايد څومره له قرانه بې خبره وي چې دغسې يوه خبره وکړي، آيا قرآن نه وايي چې:

وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَبَقُواْ إِنَّهُمْ لاَ يُعْجِزُونَ (انفال/۵۹) = او كافران دې ګومان نه کوي (چې په دې كړنو) مخکې شوي (او زموږ د سزا له ولکې وتلي دي)؛ځكه هغوى (خداى) نشي بېوسې كولاى !.

درېيم دا چې خدای موړ په خپل مړښت او نيستمن په خپلې نېستۍ ازمېيي، ددې نه خنډېږي چې د فقر په لرې کولو کې هڅه وکړو، ځکه که ټول خلک ماړه شي، بيا هم خدای ټول په مړښت او غنا ازمېيي او که دا ډله اندېښمنه وي، چې د خدای د ازمېښت ډګر به ګډوډ شي؛ نو ډاډمن دې اوسي، چې دغسې يو څيز به راپېښ نشي؛ ځکه ټول چې ماړه شي، ټول به په مړښت وازمېیل شي.

څلورم دا ډول ديني پوهاوی له تشريعاتو ځنې نه، بلکې د هستۍ توصيف او ستاينه ده. دا نړۍ چې هر ادلون بدلون ومومي او فقيران هر څومره ماړه شي، بيا هم په الهي تقدير دا کار کېږي او معيشت يې هماغه دی چې ترمنځ يې ويشل شوې دی. بايد وپوښتو ايا له وړاندې پوهېدئ چې خدای څرنګه معيشتونه ويشلي؟ ښايي د خدای غوښتنه دا وه چې ټول ماړه وي. ښايي همدا هڅه چې زه يې د فقر او غنا واټن کمولو ته کوم، د خدای مرضي وي. ايا څوک حق لري، ووايي، داسې وضع به په نړۍ کې رامخې ته شي چې خدای مقدر کړې نه وي؟ ايا څوک په نړۍ کې د خدای له لاسه کار ايستای شي؟ که څوک دغسې يوه انګېرنه لري؛ نو د خدای پېژندنه او د نړۍ پېژندنه يې ماته ګوډه ده. نه وايو چې هر کار روا دی، وايو د تقدير په پلمه د يو چار رواتوب او نا رواتوب تشخيصولای نشو. ستونزه په دې کې ده چې کله له دې ډول غونډلو سره:« خدای معيشت وېشلی او هر چاته يې په نړۍ کې ځای ورکړی» مخېږو، سملاسي ترې يو پر ټپه ولاړ مفهوم او ستاتيکه انځورنه را اخلو. يعنې شته وضع، يوازې د خدای غوښتنه ګڼو او پام مو نه دی، که بل ډول هم وي بيا به هم په الهي تقدير مقرره شوې وي.

که پر دې غونډلو دغسې وپوهېږو؛ نو وبه وينو چې له هيڅ ډول هاندوهڅو او لاس پورې کونو سره به ټکر پيدا نه کړي.

انسانان معمولآ په کوم حالت او وضع کې چې اوسي، ورسره روږدېږي او ته وا دا اکر – وضع تلپاتې ګڼي او انګېري چې ددې اکر – وضع بدلون، د نړۍ د احسن نظام ويجاړول دي او پام او سوچ نه کوي، همدا چې په نړۍ کې څه تصرف کړای شو، پخپله ددې احسن نظام له محاسنو ځنې دی. د نړۍ يوه وضع هم بې له خدایه بل چا ته ورمنسوبولای نشئ؛ نو نبايد انتظار وباسی او وواست چې خدای معيشت ويشلی او کار پای ته رسېدلی دی.

خپله نړۍ ته ادلون بدلون ورکونه هم عين تقدير دی. دا ټولې خبرې د نړۍ او خدای ترمنځ د نسبت د بیان او تکوین په مقام کې دي.

* د تکوين او تشريع د مقامونو توپير

د تشريع په مقام کې، البته حق نلرو چې هر کار وکړو، دا يوه بله مساله ده، په بله وينا ښه و بد او سر ايښوونه او سر غاړی ټول د خدای مقدر دي، که څه مکلف يو، يوازې اطاعت وکړو. له حضرت علي (ک) يو مشهور روايت، روايت شوی، چې دا له يو چاود دېواله راپاڅېد او بل خوا ته کېناست. ورته وويل شول: چې له الهې قضا تښتې؟ ورته يې وويل:

د الهي قضا نه الهي قدر ته ورتښتم [2].

په رښتینه کې نيوکګر ورته وويل چې ولې پاڅېدې؟ ولې وتښتېدې؟ که دېوال رالوېږي؛ نو وبه لوېږي او که نه لوېږي؛ نو ولاړ به وي؛ نو تېښته يعنې څه؟ ځواب يې دا و، چې خپله تېښته د الهي تقدير يوه برخه ده که وتښتم، دا تېښته عين تقدير دی؛ که کېنم، عين تقدير دی.

او نه يوازې چې نه کېنم، بلکې تښتم. د عقل مې چې هر کار خوښ شي کوم يې، چې وويل شي دا تقدير و، چې ويې کړ؛ نو هيڅ وخت په دې پلمه چې يو څيز مقدر دی، له يوه کار لاس اخستای نشو.

دا خورا بدترينې زده کړې دي، چې پر ديني پوهاويو ورتپل شوي دي. په حقيقت کې په دې ډول مواردو کې، د جبر او تقدير پلمه راوړل، يو برغولی دی چې انسان يې پر دنننی هیله یا تنبلۍ ورږدي، کوم څيز چې نه غواړي ويې کړي او پر کولو يې لاس پورې کړي؛ نو نه کېدل يې جبر ته ور منسوبوي.

مولوی دا اروايي ټګي ښه درک کړې ده:

در هر آن كارى كه ميلت نيست و خواست        اندر آن جبرى شدى كين از خداست‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، 636 بیت)

يعنې «په هغه کار کې چې دې خوښه نه وي؛ نو پکې جبري شوې، چې دا د خدای له لوري دی»

په دې باب تر دې ډېر نه تمېږو. د خبرې لنډيز مې دا و، چې هسې نه ځينې ګومان وکړي چې د معيشت ويش يعنې د اوسني معیشت ويش او بس. او پر خپل ځای کېنول يعنې په شته او اوسني ځای کې کينول او بس.

دا يو تېروتې ګومان دی، هر معيشت چې وويشل شي، د خدای ويشنه ده او خلک چې په هر ځای کې شي، هغه ځای دی چې خدای ورکړی دی؛ نو ځکه په تقدير کې د هر چا لاس پرانستی دی. البته له شرعي پلوه مطلوب او ښه دا ده چې انسانان د معيشت په سنبالښت او تنظيمولو کې د شرع پر احکامو او ديني ارزښتونو عمل وکړي.( خو که ويې نکړي، بياهم د الهي معيشت له تنيطمه يې څه کم کړي نه دي).

انسانان چې کله برخې برخې شول او په نړۍ کې يې ځای ونيو، یوه ځانګړې او ممتازه پوړۍ پکې رادبره شوه او دا پوړۍ متقيان وو. علي (ک) چې د متقیانو لومړی ستاينه کړې، دا ده چې خبرې يې صواب دي او بايد په دې ستاينه کې يې سوچ او تأمل وکړو:

فالمتقون فيها هم اهل الفضائل منطقهم الصواب و ملبسهم الاقتصاد و مشيهم التواضع

« پرهيزګاران په نړۍ کې د فضيلت خاوندان دي، خبرې يې صواب، جامې يې منځلاري او سلوک يې عاجزي ده»

امام په بله خطبه کې وايي:

« وليخزن الرجل لسانه : انسان دې خپله ژبه کابو کړي »(نهج البلاغه۱۷۶ مه خطبه)

روسته قسم خوري او وايي: « والله ما ارى عبدا يتقى تقوى تنفعه حتى يخزن لسانه : پر خدای قسم، هغه بنده مې لیدلی نه دی چې تقوا ورته ګټوره وي؛ خو دا چې خپله ژبه کابو کړي» (نهج البلاغه۱۷۶ مه خطبه)

او همدلته امام له پېغمبره (ص) یو روایت روایتوي چې:

« لايستقيم ايمان عبد حتى يستقيم قلبه و لا يستقيم قلبه حتى يستقيم لسانه : د یو بنده ایمان هله سمېږي، چې زړه یې سم شي او زړه یې هله سمېږي، چې خوله یې سمه شي» (نهج البلاغه ۱۷۶مه خطبه) او بیا روایت شوی چا له پېغمبره (ص) نصیحت وغوښت او پېغمبر(ص) ورته وویل چې ژبه دې کابو کړه او په پای کې یې هم وویل ایا انسانان بې له ژبې بل کوم څیر دوزخ ته بوځي؟ موږ ټول په دې اړه ډېرې ستونزې له دې راولاړې شوې وي، چې هغه انسانان چې نباید خبرې وکړي، خبرې کوي:

ظالم آن قومى كه چشمان دوختند        زان سخنها عالمى را سوختند

عالمى را يك سخن ويران كند        روبهان مرده را شيران كند

(مثنوى، لومړی دفتر ، 1596 او 1597 بیتونه)

* د ژبې اهمیت او آفت او د چوپتیا ارزښت

تر بل هر څه ژبه ډېره کاروو. او کوم څیز چې ډېر کارولېږي؛ نو د قاعدې له مخې ښویېدنې یې هم تر نورو ښویېدنو ډېرې دي؛ نو ځکه د انسان تر نورو ښویېدنو، دې ښوییدنو ته ډېر ورپام وي؛ ځکه علي (ک) ویلي چې: « د متقیانو خبرې صواب دي»

یعنې د دوی خپلو ویناوو ته ورپام وي. علي(ک) د پېغمبر(ص) د اهل بیتو په اړه وایي: « ان نطقوا صدقوا و ان صمتوا لم يسبقوا: یعنې اهل بیت داسې دي، چې کله خبرې کوي، رښتیا وایي او چې کله چوپ وي، دلیل یې دا نه دی چې چا چوپ کړي وي.»

د چوپتیا دلیل یې دا نه دی چې نورو چوپ کړي وي؛ بلکې پخپله یې چوپتیا غوره کړې. ځینې انسانان دومره خبرې کوي، چې نور مو چوپوي، چوپتيا نه غوره کوو؛ بلکې راتپل کېږي. د انسان هنر په دې کې دی، چې د ډېرو خبرو کولو پر ځای، خبرې واوري: د چوپتيا هنر.

علي (ک) د خپل يو تن ملګري احوال دغسې څرګندوي (ځينو شارحينو ويلي، چې مطلب يې حضرت ابوذر دی):

« كان لى فيما مضى اخ فى الله و كان يعظمه فى عينى صغر الدنيا فى عينه و كان خارجا من سلطان بطنه : په تېرو کې مې يو ایماني او خدايي ورور درلود، دا چې دنيا يې په سترګو کې کوچنی او د خپلې خېټې يې نه منله؛ نو دې ځانګړنو یې په سترګو کې ستر رابرېښولی و»

(نهج البلاغه ۲۸۹ ګڼه قصار کلمات)

او د نورو ځانګړنو د يادولو په ترڅ کې يې وايي:

لا يدلى بحجه حتى ياتى قاضيا (پورته سرچينه)

يعنې «چې شخړه به ور پېښه شوه، چټي دلايل يې نه ويل»

(دوو تنو په شخړه کې چې منځګړی نه وي؛ نو هر يو پر بل ازبادوي، چې زه رښتيا وايم؛ نو زور يې خوشې ځي، نوموړي دا کار نه کاوه) تل يې د يو منځګړي پر وړاندې خبرې کولې او دليل يې وايه.

و كان على ما يسمع احرص منه على ان يتكلم. و كان اذا بدهه امران ينظر ايهما اقرب الى الهوى فيخالفه (تېره سرچينه)

يعنې « تر ويلو، اوريدو ته خورا حريص و او چې د دوه لارې پر سر به شو؛ نو سنجوله يې چې کومه يې ځاني غوښتنو ته ورنژدې ده، چې مخالفت ورسره وکړي»

د امام په خبرو کې مې دې غونډلې ته ور پام دی چې:

كان على ما يسمع احرص منه على ان يتكلم

« تر ويلو، اوريدو ته خورا حريص و»

دا يوه کچه ده. موږ هر يو دې وسنجو چې چوپتيا يې ورباندی تپل شوی يا يې خپله غوره کړې ده؟ بل دا چې اورېدو ته حريص او کازمن – لېوال دی يا ويلو ته؟ انسان چې کله ډېرې خبرې وکړې؛ نو تېروتنه يې هم ډېرېږي او نه يوازې زیان يې ځان ته وررسي بلکې عامو ته هم. په تېره د هغوي چې خبرې يې اغېزمنې دي او نور يې منې، بايد په ويلو کې، نهايي پام وکړي او په تول پوره خبرې وکړي.

* د اخلاقو د مشرانو پر وړاندې د خبرو او چوپتيا کچه

مشرانو ويلي[3]په خبرو کې کچه دا ده، چې په کوم ځای کې دې زړه غوښتل خبرې وکړې، ويې نکړې، او په کوم ځای کې چې دې زړه نه غوښتل، ويې کړې؛ دا ځکه چې انسان اغلب د هوس تر حکم لاندې دی، ويل ددې لپاره دي چې هوس يې ارضا شي او نه ويل يې هم ددې لپاره دي، چې پخپلې چوپتيا، ستريا وپلوري؛ نو ځکه په هغه ځای کې چې انسان فکر کوي، په خبرو نه کولو، دبدبه، عزت او حيثيت تر لاسه کوي؛ نو بايد چوپتيا ماته کړي او خبرې وکړي او په کوم ځای کې چې دغسې خبرې وي بايد ډډه وکړي او خبرې ونه کړي؛ نو آر دا دی.

ان نطقوا صدقوا و ان صمتوا لم يسبقوا (نهج البلاغه ۱۵۴ مه خطبه)

چې خبرې کوي، رښتيا ووايي او چې خبرې يې نه کولې نه په دې دليل وي چې چا چوپ کړی وی؛ بلکې ځان يې په خپله چوپ کړی وي. موږ که په خپل ګرېوان کې سر کښته او انصاف وکړو، وينو چې ويلو ته دومره ډېرې خبرې نه لرو او په عين حال کې ډيرې خبرې کوو، انسان بايد ځان وپوښتي دا ډېرې خبرې کول د څه لپاره؟ ايا موږ څوره په تول پوره، آرېزې او حسابي خبرې لرو چې نړيوال راټول کړي او لار وروښيو؟ که څوک له ځان سره دا حساب وکړي؛ نو چوپتيا به يې تر ويلو ډېره وي. په روايت کې راغلي:

من وقى شر قبقبته و ذبذبته و لقلقته، وقى الشر كله [4]

«څوک چې ځان د لمنې، ژبې او خېټې له شرونو وژغوري (نو) له ګردو شرونو به بچ وي»

موږ تر هر څه ډېر له ويناوو زيان مومو، نا ویلو هومره ټکني کړي نه يو، چې ويلو، ځکه څوک چې د تقوا پر لار ځي؛نو ورباندې فرض ده چې خپلې خبرې سمې کړي.

* د خبرې د اغېز په شرط کې د علي (ک) وينا

علي (ک) ويلي: « من نصب نفسه للناس اماما فليبدا بتعليم نفسه قبل تعليم غيره، وليكن تاديبه بسيرته قبل تاديبه بلسانه»(نهج البلاغه،کلمات قصار ۷۳ )

«څوک چې ځان د خلکو مشر کړي، بايد نورو ته تر ورزده کړې وړاندې، په خپله ښوونه لګيا شي او نورو ته دې په ژبه تر ادبونې مخکې په خپل خوی و سيرت ادب ورزده کړي»

پر نورو د يو ښوونکي خبره په دې شرط اغېزمنېږي، چې خپله ورباندې پابند وي او دا چې ډېری ښوونې او ادبونې اغېزمنې نه پرېوځې دليل يې دادی، چې وياندان، له نظري او عملي پلوه پر خپلو ويلو ګروهه او پابندي نه لري.

و ملبسهم الاقتصاد و مشيهم التواضع

« اقتصاد او منځلاري د متقيانو جامې او عاجزي یې سلوک او چلن دی»

* په اغوستن کې له اقتصاده مراد

دې خبرې ته دوه ماناوې په پام کې نیوای شو. یوه ساده او څرګنده مانا؛ او هغه دا چې په اغوستن کې منځلاري ته پاملرنه کوي، او بله دا چې، منځلاري یې جامې دي؛ یعنې سلوک او چلن یې وي، دوی په ګردو چارو کې منځلاري خپلوي دلته اقتصاد د اقتصاد د علم پر مانا نه دی.

په قرآن کې د قصد او اقتصاد کلمې مشتقات ډېری د منځلارۍ د مراعاتولو پر مانا راغلي دي:

مِّنْهُمْ أُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ سَاء مَا يَعْمَلُونَ (مايده/۶۶) = يو شمېر يې منځلاري دي؛ خو ډېرى يې بد چاري دي .

وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ (لقمان/۱۹) = يه زويکه!) او په تګ كې دې منځلارى اوسه او غږ دې ورو كړه.

فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ (لقمان/۳۲) = خو چې د وچې پر لور یې وژغورو (؛نو) څه لږ یې منځلاري پاتې شي

فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ (فاطر/۳۲) = ځينو یې پر ځانونو تېرى وكړ او ځينې منځلاري ول او ځينو د خداى په امر په نېكيو كې (تر ټولو) ړومبي شول.

د اقتصاد علم ته یې په دې پار د اقتصاد علم ویلی، چې د معیشت د منځلاري تنظیمولو ته یو علم او پوهه ده.

امام هم ویلي دي: ملبسهم الاقتصاد؛ یعنې منځلاري او اقتصاد یې جامې دي. که «ملبس» ته پر اعتباري او مجازي مانا قایل نه اوسو او حقیقي مانا یې په پام کې ونیسو، پردې مانا به وي، چې په جامو اغوستو کې افراط او زیادښت نه کوي. د وياړ لپاره ویاړنې جامې نه اغوندي. علی (ک) په خپله (هم) ساده جامې اغوستې.

مشيهم التواضع

سلوک او چلن یې تواضع او عاجزي ده.

* په قرآن کې د تواضع اهمیت او د جرړې څېړنه یې

متقیان په ژوند کې کبرجن نه وي. په قرآن کې دا مانا شته:

وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا (اسراء/۳۷) = او پر ځمكه په نخرو مه ځه؛ځکه ته نه ځمكه څيرولاى شې اونه د غرونو تر څوکو رسېداى شې .

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (فرقان/۶۳) = او د لوراند (خداى ځانګړي) بندګان هغوى دي،چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي.

تواضع، د ځان پېژندنې رښتونی زوی دی. هغه چې ځان ښه نه پېژني، ځان تر هغه څه لوړ ویني چې دی او کبرجنېږي. کبرجن خو تش ځان ناپېژندي دي، چې کله ناکله د سستلوښۍ – حقارت نفس له کبله د دروغجن عظمت او حیثیت مدعیان کېږي.

« غضوا ابصارهم عما حرم الله عليهم و وقفوا اسماعهم على العلم النافع لهم : یعنې څه چې خدای حرام کړي، سترګې ترې پټوي او ګټورې پوهې ته غوږ ږدي».

په دې کې خو څه شک نشته، چې باید له محرماتو سترګې پټې کړو.

* له محرماتو بچېدنه د تقوا لومړی مرتبه ده

له محرماتو د ځان بچول د تقوا د سریزو اړینه برخه ده او یو څوک هله متقي ګڼلای شو، چې ځان له محرماتو بچ کړي.

تقوا مرتبې لري او ړومبی مرتبه یې له محرماتو ډډه کول دي. متقي چې څومره د تقوا درجې کچوي، نوي او تازه محرمات ننګیري. په فقه کې راغلي محرمات، لږ تر لږه محرمات دي، چې باید ډډه ترې وکړو.

* د ایمان په مراتبو پسې د ورع مرتبې

په منقول روایت کې راغلي چې:

لو علم سلمان فى قلب ابوذر لكفره[5] « که ابوذر پوهېده، چې د سلمان په زړه کې څه دي (؛نو) کافراوه یې»

یعنې ایمان بېلابېلې مرتبې لري، چې له مخې یې د وګړیو دندې هم بدلېږي. او د ابرارو حسنات ( د نېکانو نیکي)، د مقربانو سئیات کېږي ( د مقربانو بدي ګرځي).

انسانان دې باید په لومړی درجه کې، سترګې له نامحرمو او څه چې خدای حرام کړي پټې کړي؛ خو څوک چې د الهي قرب مقام ته ورسي، پوهېږي چې نور ډېر څیزونه هم شته، که څه په ظاهره حرام شوي نه دي؛ خو پر ده حرام دي؛ ځکه زړه د خدای له یاده غافلوي.

* په دې کې څه راز دی چې عارفان هر لوري او هر څیز ته نه ویني؟

عارفان خوشې هخوا دېخوا نه ویني؛ ځکه «څه چې سترګې وویني، زړه یې یادوي». د انسان زړه د حواسو تر واک او حکم لاندې دی. حواس، زړه او مغزو ته ډول ډول اطلاعات ورغورځوي. کله چې یوازې یاست، ووینئ چې ذهن ته مو څه چورتونه او افکار راځي او بیا هڅه وکړئ چې جوړې یې ولټوئ. وبه وینئ چې زیاتره یې د حواسو له لارې راغلي دي. له چا مو یوه ترخه خبره اورېدلې او یا کومه منظره مو لېدلی. يوه پېښه يې ورته ويلې يا له يوه کړاوه يا کوم نعمته خبر شوي ياست. د غمونو، حسرتونو، هيلو او اروايي ربړونو اور درکې ژبغړاندی دی او يا خوشحالۍ، کبر او هيلې درکې لار مومي او هخوا دېخوا مو روح د پوروړي په څېر راکاږي. د عرفاني سلوک له آرونو ځنې يو دا دي، چې انسان بايد په دننه کې متجمع، متمرکز او راټول وي؛ يعنې تفرق خاطر له ځانه وڅنډوي. په قرآن کې دي، چې د خدای نمانځونکي توپير له بې خدای نمانځوونکي سره دادی، چې لومړی یو پوروړی لري او دويم په زرګونو پوروړي.

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِيهِ شُرَكَاء مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا (زمر/۲۹) = خداى يوه بېلګه راوړي: يو سړى دى،چې څو تنه يو له بل سره ناسازه پرې شريكباڼې دي (او هر يو يې يو كار ته ګوماري) او (بل) سړى دى،چې يوازې د (يو) تن په واك كې دى؛ايا دا دواړه يو شان دي؟!

دې بېلګې ته ښه ځیر شئ . يو انسان دی چې

فِيهِ شُرَكَاء مُتَشَاكِسُونَ

شريکباڼي او پوروړي لري، چې د ده پر سر ولاړ دي، يو يې يو لاس نيسي او بل يې بل، د ځان واک ورسره نشته، چې ور پام يې شي. بايد د زرو تنو ځواب ووايي او

رَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ

بل داسې څوک دی چې بل ته يې غاړه ايښې، يوې قبلې ته يې ورمخه ده، بايد يو ځای ته ځواب ووايي او ټول پام يې يو چار ته وراخوتی دی.

هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا

ايا دا دواړه سره برابر او يو شان دي؟ تل پوروړي، بهرني پوروړي نه وي، چې پر انسان یرغل کوي، د انسان خيالات مهمترين پوروړي يې دي.

جان همه روز از لگدكوب خيال        وز زيان و سود و از خوف زوال‏

نى صفا مى‏ماندش نى لطف وفر        نى بسوى آسمان راه سفر

(مثنوى، لومړی دفتر، 411 او 412 بیتونه)

انسان د خپلو خيالاتو تر لغتو لاندې دی، چې د اسمان پر لور د ورختو لار ورډپوي. دا خيالات له کومه راځي؟ د حواسو له لارې. مهمترينه دريڅه يې همدا ليدل او اورېدل دي. د همدې دليل له مخې انسان نبايد هره خبره واوري او هر مطلب ولولي او هر څه وويني. مولوی وايي:

كاشكى از غير تو آگه نبودى جان من        خود ندانستى به جز تو جان معنى‏دان من‏

غير رويت هر چه بينم نور چشمم كم شود        هر كسى را ره مده، اى پرده‏ى مژگان من‏

(كليات شمس، غزل 1946)

دا چې انسان بايد د خپل ضمیر پاسوال وي، دا ابيات يې دقيق، عارفانه او شاعرانه تعبير دی. د کور خاوند دې وګوري چې کوم ميلمانه مني، هسې نه چې په حواسو، دښمن او پردی کور ته را ننباسي:

خرقه با بيگانه دادى تا بپوشد رخنه‏هاش        اى تفو بر آن رفوگر، رخنه‏ها صدگانه شد

خانه با دشمن سپردى تا بروبد زان غبار        نك همى بينى تو را روبيد و صاحب‏خانه شد

(ډاکتر عبدالکريم سروش).

* د شته اندېښمنی داړولو لار

ډېری راځي او له اندېښمنی او شتو ستونزو راته ګيله کوي ورته وايم: که اوړېدل غواړئ؛ نو لږ تر لږه له تړاوونو يا اړيکو مو يوه بدله کړئ، ځينې غواړي چې هم خلاصون ومومي او هم له شتې وضع را بهر نشي او دا کېدونې نه ده. انسان چې له کومې وضع خپه دی، بايد پوه شي، چې تر ننه يې کوم تړاوونه او اړیکې درلودې،نيمګړتياوې پکې وې. بايد ځينې اړيکې او تړاونه پرې کړي او ځينې بدلې کړی او ځېنې بايد سمې او پوره کړي، له خوړو نيولې تر جامو اغوستو، خبرو کولو، له دوستانو سره اړيکه او د بوختيا ډول، دا ټول له سره وويني او بدلون پکې راوړي . ستونزې پر انسان له اسمانه نه ورېرېږي، ستونزه له دې اړیکو په يوې کې يې ده.

يو مهمترين چار، چې بايد له سره کتنه ورته وشي، د خپلو حواسو په لګښت کې له سخاوته ډډه وکړو، مولوی، حکیمانه وايي:

لب ببند و كف پر زر برگشا        بخل تن بگذار، پيش آور سخا

ترك شهوتها و لذتها سخاست        هر كه در شهوت فروشد برنخاست‏

(مثنوى، دویم دفتر ، 1271 او 1272 بیتونه)

د حواسو په لګښت کې سخاوت، د خپلې نيکمرغۍ په اړه عين بخل او کنجوسي ده. انسان بايد نهايي پام وکړي، چې څه ته ګوري، کومې خبرې ته غوږ ږدي او څه خوري. او د غزالي په تعبير، بايد دا د نفس (و ځان) ځوي او جاسوسان پوره تر څارنې لاندي وي او نبايد هره خبره، هره منظره، هره بلنه او هر رنګ روح ته د ورننوتو اجازه ومومي؛ نو ځکه:

غضوا ابصارهم عما حرم الله عليهم

خو لکه چې وويل شو، نه بايد يوازې له فقهي محرماتو ډډه وکړو؛ بلکې د نفس په سوکه سوکه تهذيب او صعود، بايد د هر فتنه مار غفلت پيدا کونکي له پړي وتښتو؛ ځکه که يو څه د ورننوتو اجازه ومونده، پر زړه به خپله ټاپه ووهي او خاطره به يې په اروا کې پاتې شي او په خپلې کړۍ او اسارت کې به يې راولي.

* په قرآن کې د علي (ک) د خبرې جوړه

دويم ټکی، د علي (ک) خبره د قرآن له دې آيته اخستل شوې ده :

قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (نور/۳۰) = مؤمنانو نارینه وو ته ووايه : ((خپلې سترګې (د نامحرمو له ليدو) ټيټې كړئ او خپل شرمځايونه وساتئ))،چې دا ورته ډېر پاك او ګټور چلن دى؛بېشکه چې څه كوي،خداى پرې ښه خبر دى .

دا آيت يو مهم ټکی څرګندوي، چې امتحانول لازم نه دي. خدای درته وايي، چې د سترګو ګډول د نفس له پاکوالي سره په تکړ کې دي.

د اوسني بشر له مهمترینو سپين سترګيو ځنې يو دا دي، چې هر څه امتحانوي. نن بشر ګروهن دی، چې يو څيز هله منو، چې امتحان يې کړو، ګټه و زيان او خير و شر يې وسنجو. په حقيقت کې دا د ليبراليزم يو رکن دی.

* د هر څه په ازمېيلو کې ازادۍ ته ليبراليزم وايي

 ليبراليزم څو ارکانه او څو زامن لري. يو رکن يې همدا دی، چې بايد هر څه د تجربې په چړې غوڅ کړو او تر دې روسته قضاوت کړای شو، چې پلانی څيز خير دی يا شر، ويې منو که نه. دا د «ستيوارت ميل» څرګنده فتوا وه. ښايي په وګړنۍ چارو کې ددې مطلب زيان دومره محسوس نه وي، خو چې خبره سترو ټولنيزو چارو ته ورسی، ډېره حساسېږي. د نارینه او ښځينه او نجونې او هلک اړيکو ته پام وکړئ. اديان راغلل او خلکو ته يې ځينې پوهاوي ورزده کړل، چې يو يې همدا آيت دی چې وويل شو. خدای پېغمبر(ص) ته وويل: «مؤمنانو ته ووایه، خپلې سترګې دې پټې کړي او خپلې لمنې دې وساتي».

يعنې مومنان دې د دوو بېلابېلو جنسونو د اړيکو په تنظيمولو کې پولي په پام کې وساتي او په خپله دې په نوې تجربې لاس نه پورې کوي. خو ليبرال انديالو او فيلسوفانو وويل: ړومبی بايد هر څه وازمېيو او تر پايلې روسته، مناسب غبرګون وښيو. ويې ويل ښايي بشر تر اوسه اشتباه کړي وي، ښايي که د نارينه او ښځينه اړيکې ازادې پرېږدو ډېر به د انسان پر ګټه وي؛ شونې ده چې غوټې راوسپړي، ځينې ناروغۍ ورغوي او… دا و چې د جنسي اړیکو په باب يې هم وويل، ازمېښت کوو، که ځواب يې ښه نه و، منع کوو يې او که ځواب بد نه و، د اړيکو ازادي غځوو. خو له دې غافل دي، چې ځينې امتحانونه معلوم نه دي چې امتحانوونکی که به تر هغه دمه پرېږدي چې ځواب يې وويني او ويې سنجوي، لکه د هغې مادې په څېر چې يو تن يې زهرتوب امتحانوي، زهر خوري چې معلوم کړي وژونکي دي که نه؛ خو له دې غافله دی که وژونکي وي؛ نو بل څوک نه پاتېږي چې د امتحان پر ځواب پوه شي.

ګرد امتحانونه مجاني او وړيا نه دي، جواب يې هله معلومېږي چې اوبه له ورخه تېرې شوي وي.

* انبيا وايي کوم څيزونه امتحانېدونکي نه دي

په ټولنې کې يو شمېر چارې دغسې دي او په دغسې چارو کې د انبياوو علیهم اسلام ونډه ډېره محسوسه او برخليک سازه ده. د ديني اندنې يو رکن دادی چې ټول څيزونه امتحانېدونکي نه دي او که ځينې کسان، فيلسوفان او اندیالان پر دې اند وي، چې تر ازمېښت روسته پر هر څيز حکم کوو، وضع به همدا وي، چې به يو شمېر ټولنو کې شوې ده. دا آیت کټ مټ همدغسې کسانو ته وايي:

قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (نور/۳۰) = مؤمنانو نارینه وو ته ووايه : ((خپلې سترګې (د نامحرمو له ليدو) ټيټې كړئ او خپل شرمځايونه وساتئ))،چې دا ورته ډېر پاك او ګټور چلن دى؛بېشکه چې څه كوي،خداى پرې ښه خبر دى .

دوی ته ووايه، له نامحرمو سترګې پټول غوره دي؛ يعنې موږ نا امتحانه پوهېږو، چې ځواب يې څه دی. دا چې کله نور د يو انسان د عبرت لاملېږي، د همدې لپاره دي، چې د ناامتحانېدونکيو چارو په امتحان لاس پورې کوي. په ځينو امتحانونو کې دغسې نه ده، چې راغلی بېرته ور ګرځېدای شي.

* د خطرناکو چارو د امتحانولو خطر

د يو فيلسوف په وينا، انسان له کوچنی تېروتنې راګرځي، انسان معمولأ له سترو تېروتنو توبه نه اوباسي؛ بلکې مخونه ورکوي. پر تېروتنې د اعتراف لپاره د انسان مېړانه محدوده ده. دا مساله سياستوالو، واکدارانو او د ټولنې لپاره د کړنلارو جوړونکیو ته هم ده. نبايد په يوې ټولنې کې په دې خيال يوه ستره کړنلار پلي کړي چې که زيانمنه شوه، لاره به واړوي او راستون به شي. لومړی تل د را ستنېدو شونتيا نشته، دويم پر تېروتنې د اعتراف شونتيا هم نه پاتېږي. وجدان، د سترو خطا ګانو پر وړاندې انسان داسې سخت پړوي، چې د اعتراف مېړانه او قدرت ترې اخلي، تر دې چې له خطا نټه کوي او پر مخونې يې لګيا ګېږي. انسان په کوچنيو خطاګانو کې د توبې شجاعت لري.

نبايد پرېږدو خطا دومره ستره شي، چې له انسان د توبې شونتيا او پر خطا د اعتراف مېړانه واخلي او نبايد د يو داسې څيز په امتحان لاس پورې کړو چې له امتحانه عبرت اخستو ته څه مجال نه پاتې کوي.

* انبياوو ته د بشر يو له مهمترینو اړتياوو ځنې د نا امتحانېدونکي چارو څرګندول وو.

انبياوو عليهم اسلام ته زموږ له مهمترينو اړتياوو ځنې د هغو مواردو پېژندل دي چې امتحان يې وړيا نه دی او د انسان او ټولنې د شتون په بيه تمامېږي. الهي مسلم محرمات له هغو چارو دي چې ځواب يې خدای مشخص کړی او د بشر حق نه دی چې و يې ازمېيي او تر ازمېښت روسته يې وکاروي يا يې څنډې ته کړي. په دين کې د انسان د ازادۍ او په ليبراليزم کې د آزادۍ ترمنځ يو بنسټیز توپير، همدا دی .

* متقيان يوازې ګټور علم ته ورمخه کوي

و وقفوا اسماعهم على العلم النافع لهم

د متقيانو بله ځانګړنه داده، چې غوږ ګټور علم ته ږدي. د علي (ک) عبادات پوره ددې ښودونکي دي، چې بايد انسان د سترګو او غوږونو په کارولو کې ډېر خسيس اوسي. سخاوت د حواسو په کارولو کې مطلوب او ښه نه دی. متقيان غوږونه يوازې ګټور علم ته ږدي.

* د ګټور علم د پولو د ټاکنې ستونزه

ایا په نړۍ کې داسې علم هم پيدا کېږي چې ګټور نه وي؟ ګټه څرنګه تعريف کړو؟ ايا د اسلام له نظره هره علمي څېړنه روا ګڼل کېږي؟ يا بايد د ځينو څېړنو مخه ونيول شي؟ ایا دا به په علم کې په يو ډول ازادۍ وژنه پای ته ونه رسي؟ داچې بايد وګړي ګټور علم ته غوږ کېدي، د وګړي وظيفه ده که د حکومت؟ دا چې زه واک او ټولنيز اختيار لرم، زما حق دی چې وټاکم پلانی علم ګټور دی او پلانی نه دی؟ يا څرګندول د ټولو پر غاړه دي؟ لنډه دا چې، ايا يوازې په کړلار سازۍ کې ګټور علم په ګوته شي يا د هر متقي وظيفه ده چې د ځان په هکله دا مانا وسنجوي، ګټور له نا ګټور جلا کړي او يوازې د ګټور علم خوا ونيسي؟

دا هغه پوښتنې دي چې ددې مطلب په اړه اوڅارېږي. او تر ټولو مهمتر په اسلامي پوهاوي کې د علم مفهوم دی چې کوم څيز ته، علم ويل کېږي، چې د ګټور او بې ګټې ترمنځ يې توپير وشي.

 

 

 

[1] وسائل‏ ، 11 ټوک، ابواب جهاد النفس و ما يناسبه، ۷ باب 7، ۱ حديث

[2] صدوق، التوحيد، حديث 8، باب القضاء و القدر: «… ان اميرالمومنين (ع) عدل من عند حائط مائل الى حائط آخر، فقيل له: يا اميرالمومنين اتفر من قضاء الله؟ فقال: افر من قضاء الله الى قدر الله عزوجل».
[3] غزالي، احياء العلوم الدين، درېيم ټوک، د ژبو د افتونو کتاب.

[4] نراقي، جامع السادات

 

[5] (بحارالانوار:۷۵۴/۶مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!