تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة العنكبوت د منتخبو آیتونو شرح د عنكبوت سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت ويينې په څلورو برخو كې رالنډېږي: 1_ د ازمېښت موضوع او د منافقانو وضع. 2_ د پېغمبرانو د تاريخ يوه څنډه او له كافرانو او ګناهګارانو سره يې مبارزه. 3_ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة العنكبوت د منتخبو آیتونو شرح

د عنكبوت سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت ويينې په څلورو برخو كې رالنډېږي: 1_ د ازمېښت موضوع او د منافقانو وضع. 2_ د پېغمبرانو د تاريخ يوه څنډه او له كافرانو او ګناهګارانو سره يې مبارزه. 3_ توحيد او د شرك نفې او په هستۍ كې د خداى نښې. 4_ د جوړ كړاى شويو معبودانو او غڼې ډولي عابدانو د كمزوريو په باب يې ډولا ډول ويينې او همداراز د قرآن ستریا  او د اسلام د پېغمبر د حقانيت دلايل او هم يو لړ روزنيز مسايل؛ لكه لمونځ، له مورو پلار سره نېكي، ښې كړنې او له مخالفانو سره منطقي چلندود. (نمونه، 16: 198 مخ.)

أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ ﴿۲﴾ = ايا خلكو انګېرلې، همدا چې ووايي: ((ايمان مو راوړى)) (؛ نو) پرې به ښوول شي او و به و نه ازمېيل شي؟.

 وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ ﴿۳﴾ = او په رښتيا موږ تر دوى مخكې خلک ازمېيلي (او دوى هم ازمېيو، چې) بايد د الله پوهه د رښتينيو او دروغجنو په اړه عملي شي.

 2 او 3_ په بېلابېلو بڼو ازمېښت: له دې آيتونو ښه ګټنه كېږي، چې ازمېښت يو همېشنى الهي سنت دى او هره ډله په يو ډول په دې الهي سنت كې برخواله ده او په بېلا بېلو بڼو به ازمېښتېږي. يوه ډله په داسې چاپېريالونو كې اوسي، چې له هر پلوه ككړ او چټل دي او د فساد وسوسو را ايسار كړي دي؛ د دوى ستر ازمېښت دادى، چې په دغسې فضاء او شرايطو كې د چاپېريال رنګ خپل نكړي او خپله پاكي وساتي. يوه ډله د تنګسو په دباو كې نيول كېږي، حال دا چې ويني كه د خپل وجود اصلې پانګې وركړي؛ نو د فقر او نېستۍ ټغر به يې راټول شي؛ خو د ايمان، تقوا، آزادۍ، عزت او پت له منځه تلو په بيه او همدا يې ازمېښتونه دي. بله ډله، اپوټه، په نعمتونو كې ډوبېږي او له هر راز توکیزو اسانتیاوو برخمنېږي. ايا په دغسې شرايطو كې، د الهي نعمتونو شكر كاږي؟ يوه ډله له داسې هېوادونو سره مخېږي، چې له خداى، فضايلو او اخلاقو په عين لرېوالي كې له توکیز تمدنه برخمن دي او ښه ټولنيزه سوكالي هم لري؛ دلته دوى يوه مرموزه غښتلې جاذبه دې ډول ژوند ته وركاږي، چې په بدل كې یې ټول ګروهيز آرونه لتاړ،  خوار او سپكېږي. او بيا ځان او ټولنې ته دغسې ژوند چمتو كولاى شي، چې دا هم يو ډول ازمېښت دى. كړاوونه، دردونه، رنځونه، جګړې او شخړې، سوكړې، ګرانۍ، د پيسو پړسوب، استبدادي حكومتونه، چې انسان خپل مرییتوب او طاغوتي كړلارو منلو ته رابلي او د شهوت او ځاني غوښتنو غښتلې څپې، دا هر يو د خداى بندګانو ته د ازمېښت وزلې دي او په همدې ډګرونو كې د وګړيو ايمان، وګړه، تقوى، پاكي، امانت، او ازادي په نښه كېږي؛ خو په دې سختو از مېښتونو كې بريا ته، بې له پر له پسې هڅو او د پالوونكي پر ځانګړو لورنې پر ډډې وهلو بله لار نشته. ددې آيتونو په تفسير كې په يو حديث كې لولو: ((ازمېښتېږي؛ لكه څنګه چې سره په بټۍ كې ازمېښت او نږه كېږي؛ لكه چې د اور دباو ، د سرو نانږه توب له منځه وړي او سوچه كوي يې)) (نمونه، 16: 206 مخ.) له امير المؤمنين علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((كړاو، ظالم ته ادب، مؤمن ته ازمېښت، انبياوو ته درجه او وليانو ته كرامت دى)) او په يوه خطبه كې د پېغمبرانو په ځانګړنه كې وايي: ((خداى خپل پېغمبران په لوږه ازمېښت كړل، ‏په سختيو او خپګانونو يې اخته كړل او په ډارنو چارو يې ازمېښت او په سختيو او ستونزو يې نږه كړل)). (پيام قرآن، 4: 476 او 481 مخونه.) په هر حال د سوكاله ژوند خاوندان، چې انګېري همدا چې په خوله د ايمانوالۍ لاپې شاپې كوي، چې له جنتيانو سره به ملګري وي، سخت تېروتي دي. (نمونه، 16: 207 مخ.)

وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا وَإِنْ جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۸﴾ = او انسان ته مو له خپل مور و پلار سره د نېكۍ سپارښتنه كړې او كه دوى (مشركان وي او) هڅه وكړي، چې ته له ما سره څه شريک کړې، چې پرې پوه نه يې؛ نو مه یې منه [؛ځکه] تاسې يوازې زما لوري ته راګرځئ؛نو تاسې به د هغو چارو (پر حقيقت) پوه کړم،چې کول مو.

 8_ له موروپلار سره ښېګڼه او استثنا يې: دا ړومبى ځل نه دى، چې قرآن له مورو پلار سره د ښېګڼې مهمې او انساني موضوع ته اشاره كوي. دا يو ستر الهي ازمېښت دى، چې ددې سورت په پيل كې اشاره ورته شوې ده؛ ځكه كله مورو پلار دومره زړښت ته رسي، چې ساتنه او زغمل يې ستونزمنېږي؛ نو دلته بايد اولاد د حق پېژندنې او د خداى د حكم د منلو په باب خپل امتحان وركړي او په غوره توګه خپل مورو پلار وساتي. له پېغمبر(ص) په يو حديث كې لولو: يو تن وپوښت، له چا سره نېكي وكړم؟ ويې ويل: ((له مور سره دې)) بيا يې وپوښت: له دې روسته له چا سره؟ ويې ويل: ((له مور سره دې)) درېيم ځل يې وپوښت: بيا له چا رسره؟ بيا يې وويل: ((له مور سره دې)) په څلورم ځل سپارښتنه كې يې پلار او په ترتيب سره له نژدې خپلوانو سره ښېګڼه. په بل حديث كې وايي: ((جنت د ميندو تر پښو لاندې دى))؛ خو داچې څوك وانګېري، چې دا عاطفي تړاو له خداى سره د انسان پر اړيكه او ايمان واكمنېداى شي، مطلب يې په يوې استثنا سره په ډاګه كړى، وايي: ((او كه دوى (مورو پلار) هڅه وكړي (چې تا مجبور كړي) چې له ما سره داسې يو څيز شريك كړې، چې پوه پرې نه يې؛ نو مه يې منه)) له دې ځايه له دې ټوليز آره ګتنه كېږي، چې هېڅ څيز له خداى سره د انسان پر تړاو واكمنېداى نشي، چې هغه پر هر څيز ړومبى دى. له علي (ك) روايت شوى: (( په هغه ځاى كې د مخلوق مننه لازم نه ده، چې د خداى سرغړاندي پكې وي)). همدې آيت ته ورته په لقمان سورت كې هم راغلي؛ خو په دومره زياتوالى، چې وايي: ((وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا))؛ يعنې عين داچې شرك ته به يې بلنه نه منې؛ بايد په دنیوي چارو كې ملګرتوب او ښه چلن ورسره وكړاى شي. هسې نه څوك وانګېري، چې قرآن، د شرك او نورو ګناهونو د بلنې پرمهال د مورو پلار مخالفت ته د قرآن اجازه، له دوی سره د ناوړه چلن اجازه ده. (نمونه، 16: 215 او 218 مخونه)

 وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِنْ جَاءَ نَصْرٌ مِنْ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰﴾= او ځينې خلک وايي: ((پر الله مو ايمان راوړى)) خو چې د الله په لار كې وربړول شي؛ نو د خلکو ازار د الهي عذاب په څېر ګڼې (او سخت ترې ډارېږي) او که د پالونکي له لوري دې څه مرسته راشي، هرومرو وايي : ((البته موږ خو درسره وو(او په دې بريا كې شريك يو.) )) آيا الله د نړيوالو د سينو پر حال ښه خبر نه دى؟!

 10_ منافقان؛ بې زغمه دي او ډېرې لاپې شاپې كوي: په تېرو آيتونو كې د صالح مؤمنانو او مشركانو خبره وشوه او په دې آيت كې د درېيمې ډلې؛ يعنې منافقانو په باب خبره شوې ده. دې آيت، الهي مجازات عذاب نومولی دی او د خلكو ځورونې يې په فتنه تعبير كړي. دې ته په اشاره، چې د خلكو ځورونې، عذاب نه؛ بلكې انسان ته ازمېښت او د بشپړتيا وزله ده. په دې توګه هغوى ته ورزده كوي، چې دا دواړه سره پرتله نكړي او په دې پلمه، چې ناباندي – مخالفان يې ځوروي له ايمانه لاس پر سر شي، چې دا په دې نړۍ كې د ازمېښت د ټوليزې کړنلارې يوه برخه ده. دا آيت دا ټكى هم څرګندوي، چې منافقين يوازې هغوى ته نه وايي، چې بيخي په باطن كې ايمان نه لري او په خوله د ايمانوالۍ لاپې شاپې كوي؛ بلكې سست ايمانه وګړي هم منافقين شمېرل كېږي، چې ددې او هغې تر دباو لاندې ژر خپله ګروهه اړوي؛ (نمونه، 16: 220 مخ.) البته تقيه يو بل مطلب دى، چې په دې موضوع پورې اړه نه لري. (وګورئ: نحل_106 څرګندنه)

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُمْ بِحَامِلِينَ مِنْ خَطَايَاهُمْ مِنْ شَيْءٍ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۲﴾ = او كافران مؤمنانو ته وايي : (( زموږ په لار پسې راځئ او (كه څه ګناه لرئ؛نو) ګناهونه مو زموږ پر غاړه!)) خو هېڅ ډول ګناه یې پرغاړه اخستی نشي؛ [ځکه] چې دوى دروغجن دي .

 12_ ستاسې د ګناه پېټى دې زما پر غاړه وي: دا آيت د مشركانو د سست او پوچ منطق يوې بېلګې ته اشاره كوي. نن هم ډېرى وسوسه ګران ګناهونو ته د بلنې پر مهال وايي: كه ګناه لري؛ نو زما پر غاړه دې وي؛ خو پوهېږو هېڅوك د بل د ګناه پېټى وړاى نشي؛ ځكه خداى عادل دى او چا ته د بل په ګناه سزا نه وركوي. پردې سربېره، په دې بې بنسټو ګروهو د خپلو كړنو پر وړاندې د انسان مسووليت له منځه نه ځي او د ځينو لنډ اندو د انګېرنو پر خلاف په دې خبرو د انسان سزا د ستنې د سوري هومره هم نه كمېږي. بيا داچې و نه انګېرل شي، چې كفر، شرك، بوتپالۍ او ظلم ته بلوونكي د خپلو كړنو په پار مجازات نه لري، په ورپسې آيت كې ورزياتوي، چې دوى پر خپلو درنو پېټو سربېره د نورو درانه پېټي هم پر اوږو كوي. دا د اضافي ګناه پېټى، هماغه ګناه ته د هڅونې پېټى دى؛ ځكه د كړنو نيت او انګېزه، د كړنو يوه برخه ده. (نمونه، 16: 222 مخ.)

إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِنْدَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۱۷﴾ = تاسې د الله پر ځاى تش (د تيږو او لرګيو) بوتان نمانځئ او (هسې) دروغ مو جوړ کړي، په رښتینه كې هغوی چې د “الله” پر ځاى یې نمانځئ، د “روزۍ” واك نه لري؛ نو “روزي” يوازې له خدايه وغواړئ او هماغه ونمانځئ او شكر يې پر ځاى كړئ، چې يوازې د هغه لوري ته ورګرځول کېږئ.

 17_ روزي له خدايه وغواړئ: دا چې بوتپالو بوتان د پرښتو او مقربو پېريانو انځورونه ګڼل او ځكه یې نمانځل، چې له ځانه يې راضي كړي، چې رزق او روزي او بركتونه ورته راولېږي؛ خو حضرت ابراهيم (ع) ورته وويل، چې روزي د بوتانو په واك كې نه؛ بلكې د هغه الله په لاس كې ده، چې دوى یې پيدا كړل او روزي يې د دوى د ژوند د غځېدا يو لامل ګرځولى دى. بيا له دې ټكي ور هاخوا ته اشاره كوي؛ چې دا رزق او اسباب يې، د نمانځنې دليل نه دى؛ ځكه دا ځانګړی علت او اسباب لري، چې ډېر ځل د وګړيو په كفر او ايمان پسې نه ځي ؛ بلکې شونې ده، چې يو كافر له روزۍ ډېره برخمني ولري او د يوه مؤمن لږه وي. انسان بايد د هغه الله شكر وباسي او ويې نمانځي، چې ورستنېږي، الله يې را ژوندى كوي او ابدي نېكمرغي يا بدمرغي يې ورټاكي. (الميزان، 16: 118 مخ)

 قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنْشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۰﴾ = ووايه : ((په ځمكه کې وګرځئ او وګورئ،چې الله په څه ډول پنځون پيل كړى؟ بيا الله (په همدې توګه) د آخرت نړۍ رامنځ ته كوي (؛ ځکه) چې الله پر هر څه وسمن دی.

20_ سېلاني یا پر ځمكه ګرځېدنه: له لرغونو پېرونو، چې د ځمكې په بېلا بېلو ځايونو كې كوم اثار راپاتې دي؛ نو دا د تاريخ ژوندي او څرګند لاسوندونه دي. ان تر مدون تاريخ ډېر ترې برخمنېږو. لرغوني اثار، د اقوامو، شكلونه، انځورونه، روحيه، زړه، اندونه، ځواكمني، دبدبه او سپكاوى راښيي، حال دا چې تاريخ يوازې پېښې شوې پېښې او وچ بې ساه انځورونه را انځوروي. هو! د ظالمانو د ماڼيو كنډرې، د مصر هېښنده اهرامونه، د بابِل برج، د كسرا ماڼۍ او د سبا قوم د تمدن اثار او په څېر يې د نړۍ په څنډو كې پراته لرغوني اثار، هر يو په عين چوپتيا كې زرګونې ژبې لري او خبرې كوي. د ژوندي تاريخ د يوې كرښې څېړنه، د يو تاريخي كتاب له څېړنې سره انډول ده او دا څېړنه، چې د بشري روح په ويښتيا كې كوم اغېز لري، بل هېڅ څيز سيالي ورسره كړاى نشي. چې كله لرغونو اثارو ته درېږو، ته وا كندړې بيا رغول شوي او تر خاورو لاندې پراته هډوكې راژوندي كېږي او خپل پخوانى جوش او خوځښت پيلوي. كه بل ځل ورته وينو، ټول چوپ او هېر كړاى شوي وينو او ددې دوو حالاتو پر تلنه راښيي، چې ځانمني وګړي څومره لنډ پاري دي، چې د ډېر ژر تېرېدونكيو ځاني غوښتنو لپاره، په زرګونو ګناهونو لاس پورې كوي؛ نو ځكه قرآن امر كوي، چې مسلمان دې د ځمكې پر مخ وګرځي او په خپلو سترګو دې لرغوني اثار وويني او له كتو يې عبرت واخلي. هو! په اسلام كې ګرځېدنه شته او ډېر اهميت وركړاى شوى دى او موخه يې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو كې د لرغونو اثارو څېړنه، د تېرو برخليك او د خداى د ستریا ليدل دي. دا هماغه دي، چې قرآن پرې د ((سِيرُوا فِي الْأَرْضِ )) نامه ايښى او په ګڼ شمېر آيتونو كې يې ورباندې حكم كړى دى (لكه: نحل_69، عنكبوت 20، حج_ 46 او….) ؛ خو مسلمانانو د نورو سپارښتنو په څېر دې ګټورې اسلامي سپارښتنې ته شا كړې ده. (نمونه، 3: 124 مخ)

وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَاصِرِينَ ﴿۲۵﴾ = او (ابراهيم) وويل : ((په دنيوي ژوند كې مو د الله پر ځاى بوتان د خپلمنځي مينې [او اړيکو] وزله كړي، بيا د قيامت پر ورځ يو له بله منکرېږئ او يو بل لعنتوئ او اور مو هستوګنځی دی او هېڅ مرستندوی نه لرئ!))

 25_ څنګه د بوتانو ټاكنه، د بوتپالو ترمنځ د مينې لاملېږي؟: دا پوښتنه له څو لارو ځوابولاى شو: ړومبى داچې لمانځنه د هر قوم او ټبر د يووالي رمز و؛ ځكه هرې ډلې ځان ته بوت ټاكلى و. د جاهليت د مشهورو بوتانو په باب يې كښلي، چې هر يو يې په يوه ټبر يا كوم ښار مېشتو پورې ځانګړى و؛ د ((عزى)) بوت د قريشو و، ((لات)) د ثقيف د ټبر و، ((منات)) د اوس او خزرج و، بل داچې بوت نمانځنې يې د دوى او نيكونو ترمنځ تړاو او اړيكه پيدا كوله او پلمه يې همدا وه، چې دا له نيكونو راپاتې نښې دي او موږ لاروي ترې كوو. پردې سربېره، د كفر مشرانو، خپل لارويان بوتپالۍ ته رابلل او دا د مشرانو اولارويانو ترمنځ د نښلون يوه كړۍ وه؛ خو په قيامت كې دا پوچ او وراسته  تړاوونه شلېږي او هر يو ګناه د بل پر غاړه ور اچوي، كنځي، ښېرا ورته كوي او له كړنو يې كركه څرګندوي. ان معبودان يې [چې په اومو انګېرنو يې له خداى سره د اړيكې وزله وه او په اړه يې وويل: (( موږ يې ځكه نمانځو، چې له خداى سره مو نژدې كړي ( زمر/۳) ))] ترې كركه څرګندوي. د مريم په 82 آيت كې راغلي: ((ډېر ژر به يې معبودان، له نمانځنې منكر شي؛ (بلكې) پر ضد يې راپاڅي)) نو ځكه، پر يو بل له كافرېدو او د ځينو يو بل ته له كنځلو مطلب دادى، چې پر هغه ورځ يو له بله كركه څرګندوي او څه چې په نړۍ كې يې د دروغجنې مينې د تړاو لامل و، په آخرت كې يې د خپلمنځي میرڅۍ-  دښمنۍ لاملېږي. د زخرف سورت په 67 آيت كې لولو: ((پر هغه ورځ، بې له پرهېزګارانو، دوستان يو د بل دښمنانېږي)) له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې دا حكم يوازې په بوتپالو پورې ځانګړى نه دى؛ بلكې ټول هغه كسان، چې په باطل امام پسې تللي او د دوستۍ تړون يې ورسره كړى، په قيامت كې يو د بل دښمنېږي، يو له بله كركه څرګندوي او كنځي؛ خو په نړۍ كې، چې د مؤمنانو ترمنځ د توحيد له مخې د مينې کوم تړاو ټينګ و، تلپاتې رنګ به خپل كړي او هلته لا ښه ټينګېږي. له ځينو روايتو ګټنه كېږي، چې هلته مؤمنان يو د بل بښنه غواړي او شفاعت يې كوي؛ خو مشركان يو د بل په ښېرا او كنځلو لګيا وي. (نمونه، 16: 246 مخ.)

فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۶﴾ = نو لوط پر هغه [= ابراهيم] ايمان راووړ او (ابراهيم) وويل : (( په رښتینه کې زه د خپل پالونكي پر لور مهاجر يم، بېشکه هغه ناماتى حكيم دى .))

 26_ د ابراهيم (ع) هجرت: چې كله الهي مشران په يوه سيمه كې خپل رسالت ترسره كوي او چاپېريال دومره د ظالمانو تر دباو لاندې وي، چې د بلنې پرمختګ يې تمېږي؛ نو بايد يو بل ځاى ته هجرت وكړي، چې الهي بلنه پراخه او وغځوي. ابراهيم (ع) هم له لوط او خپلې مېرمن سارا بي بي سره د بابل له سيمې شام ته (چې د توحيد زانګو او د الهي پېغمبرانو د راولاړېدو ځاى و) وخوځېد، چې هلته شونتياوې چمتو كړاى شي او د توحيد بلنې ته پراخي وركړي. په باب يې ابراهيم (ع) ويلي : ((د خپل پالوونكي پر لور هجرت كوم))؛ ځكه دا لار د پالوونكي لار، د رضا لار يې او د دين لار يې وه. (نمونه، 16: 248 مخ.)

وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۲۷﴾ = او (د عمر په وروستيو كې) اسحاق او يعقوب مو وروبښل او په ځوځات كې یې مو پېغمبري او (اسماني) كتاب كېښود او په دنيا كې مو بدله وركړه او بېشکه هغه په آخرت كې له صالحانو ځنې دى. 

 27_ د ابراهيم (ع) بدله: داچې له بدلې منظور څه دى، مفسرانو ډول ډول خبرې كړي. ځينو ويلي، چې ښايي په نړۍ كې ښه او مناسب توکیز او مانيز ژوند وي؛ لكه چې د نحل سورت په 122 آيت كې لولو: ((او په دنيا كې مو ښه (همت) وركړ او په اخرت كې هم له نېكانو ځنې دى.)) دا احتمال يې هم وركړى، چې له بدلې مطلب، د الهي قرب مقام دى، چې په آخرت كې د نورو مؤمنانو په برخه كېږي؛ خو خداى په نړۍ كې دا مقام خپل پېغمبر ته ور روزي كړ. (الميزان، 16: 126 مخ.) ځينو مفسرانو ويلي، چې ښايي مطلب ترې، په ټولو امتونو كې يې ښه نامه وي؛ ځكه ټول ابراهيم (ع) ته د يو عظيم الشان پېغمبر په توګه درناوى كوي او پر شتون يې وياړي. مكه يې په دعا اباده او ښېرازه شوه، مكې ته د خلكو د زړونو ورماتېدل او هركال په حج كې د ابراهيم (ع) د رغنده خاطراتو يادونه هم شونې ده، چې ددې بدلو يوه برخه وي. (نمونه، 16: 250 مخ.)

 قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَنْ فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۳۲﴾ = (ابراهيم) وويل : ((لوط (هم) هلته دى!)) و یې ويل: ((رامعلومه ده، چې څوك پکې دي، دی او كورنۍ يې ژغورو؛ خو بې له مېرمنې يې چې (په ګناهګار قوم كې) له پاتېدونکيو ځنې ده.))

 32_ د لوط قوم ته د ابراهيم (ع) زړه سوى: په ظاهره د حضرت ابراهيم له دې وينا ((هلته خو رښتيا لوط (ع) دى)) منظور دا و، چې د لوط ټول قوم له عذابه بچ شي، چې په دې ترڅ كې لوط هم خوندي پاتې شي. پرښتو هم ځواب وركړ: دا مطلب رانه پټ نه دى؛ بلكې بې له لوط (ع)، كورنۍ يې هم (چې ايمان لري) ژغورل كېږي او مېرمن به يې له نورو سره هلاكه شي؛نو ابراهيم (ع) په دې پوهېده، چې خداى حضرت لوط (ع)، چې پېغمبر یې دى، له ځايي مېشتو سره نه هلاكوي او هم دا ډار د پرښتو له ګواښه ورسره پيدا نشو، چې هسې نه لوط (ع) هم هلاك شي؛ بلكې منظور يې دا و، چې خداى د لوط (ع) په شتون، ځايي هستوګن هم له عذابه بچ كړي (دا مطلب په څرګنده د هود سورت په 74 تر 76 آيتونو كې ويل شوى دى). له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې لولو: (( ابراهيم (ع) پرښتو ته وويل: څه ته راغلي ياست؟ ويې ويل: د لوط قوم هلاكولو ته. و يې پوښتل: كه سل تنه یې مؤمنان وي؛ نو څنګه؟ جبرائيل وويل: نه! ويې پوښتل: كه پنځوس تنه یې مؤمنان وي، څنګه؟ ويې ويل: نه! ويې پوښتل: كه دېرش تنه وي، څنګه؟ ويې ويل: نه! ويې پوښتل: كه شل تنه وي، څنګه؟ ويې ويل: نه! ويې پوښتل، كه لس تنه وي څنګه؟ ويې ويل: نه. ويې پوښتل، كه پينځه تنه وي؟ ويې ويل: نه. ويې پوښتل: كه يو تن وي؟ ويې ويل: نه. ابراهيم (ع) وويل: هلته لوط دى. ويې ويل: ښه خبر يو، چې هلته څوك دي، هغه او كورنۍ يې ژغورو؛ خو بې له مېرمنې يې، چې په (ګناهګار) قوم كې به پاتې شي)). تر دې روايت لاندې لولو، چې امام حسن وويل: [ زه د ابراهيم له خبرې يوازې په دې پوهېږم، چې غوښتل یې د لوط قوم پاتې شي او دا د خداى هماغه خبره ده، چې وايي: ((د لوط قوم په اړه يې مجادله راسره وكړه (هود/۷۴) )) الميزان، 16: 128 او 132 مخونه.].

وَلَمَّا أَنْ جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۳۳﴾ = او چې لوط ته زموږ استازي ورغلل؛ نو په ورتګ يې سخت خپه او زړه تنګى شو، ویې ويل: ((مه وېرېږه او مه خپه كېږه (؛ځکه) چې موږ تا او ستا كورنۍ ژغورو؛خو بې له مېرمنې دې،چې (په قوم كې دې) له پاتېدونکيو ځنې ده .

 33_ د لوط (ع) زړه تنګتوب: لوط (ع) په دې خپه و، چې پرښتې یې نه پېژندې. پرښتې د ښكليو هلكانو په بڼې وې او شونې وه، چې دغسې مېلمانه په دغسې يو فاسد چاپېريال كې، لوط ته د سرخوږی لامل او د مېلمنو پر وړاندې بې پته شي؛ نو ځكه په سوچ كې ډوب پرېووت، چې د مېلمنو پر وړاندې به د بې لارې قوم غبرګون څه وي. د هود سورت له آيتونو ښه ګټنه كېږي، چې كله بې شرمه قوم د لوط (ع) له مېلمنو خبر شو، په بېړه ورغلل او نيت يې و،چې ویې ځوروي. لوط (ع)، چې تر اوسه پرښتې نه پېژندلې،سخت خپه شو. په بېلابېلو لارو چارو يې غوښتل خپل قوم له دې چاره منع كړي؛ كله يې ورم ورته کاوه ، كله يې ګواښل او كله يې د دوی وجدانونه راوېښوول ((ايا په تاسې كې كوم رشيد نشته؟!)) او كله يې له خپلو لوڼو سره د واده كولو وړانديز ورکاوه؛ خو دا بې شرمه پر هېڅ څيز قانع نه ول او يوازې د خپلې بې حياء موخې د سر ته رسولو په اندېښنه كې ول. په دې وخت كې د پالوونكي استازيو، لوط (ع) ته ځانونه وروښوول، په الهي اعجاز يې، د قوم سترګې ورړندې كړې او د دې ستر پېغمبر پر سوځول شوي زړه يې يخې اوبه تویی كړې. (نمونه، 16: 263 مخ)

  وَعَادًا وَثَمُودَ وَقَدْ تَبَيَّنَ لَكُمْ مِنْ مَسَاكِنِهِمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ ﴿۳۸﴾ = او موږ “عاد” او “ثمود” هم (هلاك كړل) او (ويجاړ شوي) كورونه يې وينئ، شيطان يې كړه وړه ورښايسته كړي ول؛ نو ځكه يې (د الله) له لارې واړول، حال دا (په دنيوي چارو كې هوښياران او) د ليد خاوندان ول.

 38_ مُسْتَبْصِرِينَ: ځينو مفسرينو د((وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ )) غونډله، د سترګورو سترګو، عقل او په  بسیا درك درلودو مانا كړې، ځينو د سالم فطرت د درلودو پر مانا او ځينو د پېغمبرانو له لارښوونو د ګټنې پرمانا ګڼلې او څه خڼد نشته، چې دا ټولې د آيت په مانا كې راټولې وي؛ دې ته په اشاره، چې هغوى قاصر ناپوهه او جاهل نه وو؛ بلكې حق يې ښه پېژانده، ويښ وجدان، عقل او بسیا هوښياري درلوده او پېغمبرانو خپله غاړه پرې خلاصه كړې وه؛ خو له دې ټولو سره سره، د عقل او وجدان غږ او د پېغمبرانو بلنه يې خوشې كړې وه او په شيطاني وسوسو پسې ولاړل او ورځ تر بلې يې خپلې ناوړه كړنې په نظر كې ښكلې انځورېدې او تر دې ځايه ورسېدل، چې د راستنېدو لار يې نه وه. د پنځون قانون، دا وچ كلك بې مېوې لرګي وسوځول. (نمونه، 16: 271 مخ.)

مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنْكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ = د هغو خلکو بېلګه، چې د الله پر ځای یې پالندویان نیولي داسې ده؛ لکه غڼه چې (د خپلې خولې په اوبو) ځان ته یو کور جوړ کړي او په حقيقت كې – كه پوهېدل -؛ نو تر ټولو کورونو کمزورى کور د غڼې كور دى.  

 41_ د ډډې سست ځايونه؛ لكه د غڼې ځاله: دا آيت، هغوى ته يوه غوره بېلګه ده، چې ((غير الله)) يې معبود او پالندوى وي، چې څومره غور وكړو؛ نو ډېر ټكي ترې تر لاسه كولاى شو. هر څاروی او حشره ځان ته كور او ځاله لري؛ خو د غڼې د ځالې هومره د يوه جونګړه هم سسته او خامه نه ده. د غڼې ځاله له ډېرو نازكو تارونو جوړېږي، نه دېوال لري، نه چت، نه انګړ او نه ور او بلخوا مصالې او توکي يې دومره سست او بې دوامه دي، چې هېڅ پېښې ته ټينګېداى نشي. كه نرم باد ولګي، تار او تنسته يې ګډوډېږي، كه څو څاڅكي باران پرې ووري، له منځه ځي، په لږ اور وركېږي او ان كه دوړه پرې كېني، ټوټه ټوټه كېږي او د كور له چته را ځوړندېږي. دروغجن معبودان نه ګټه لري او نه تاوان، نه څه ستونزه هوارولاى شي او نه په سختې ورځې د چا پناه ځى وي. سمه ده، چې دا كور غڼې ته (چې اوږدې او لوړې پښې لري)، هم د استراحت مركز دى او هم د حشراتو د ښكارولو يو دام او د خوړو ترلاسه كولو ځاى؛ خو د نورو څارويو د كورونو په پرتله بې نهايت سست او بې دوامه دى. هغوى چې ((غير الله)) خپل د ډډې وهلو ځاى كړی؛ نو ډډه يې د غڼې پر تارونو ده. د فرعونيانو تخت و تاج، د قارونانو بې شمېره شتمني، د پاچايانو ماڼۍ او زېرمې، د غڼې د تارونو په څېر سست، بې ډاډېينې او د پېښو د توپانونو پر وړاندې نه پايښتې دي؛ خو هغوى چې پر خداى باندې پر ايمان او توكل ژوند كوي، پر پولادي دېوال يې ډډه وهلې ده. (نمونه، 16: 277 مخ.)

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ ﴿۴۵﴾ = هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او نمونځ پر ځاى کړه، چې نمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ذکر [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، الله پرې پوهېږي.

 45_ د نمونځ ستره فلسفه: داچې د نمونځ طبيعت، انسان ته مخنيوونكی غښتلى لامل (؛يعنې پر مبداء او معاد ګروهه) وريادوي، له فحشا او بدیو مخنيوونكى اغېز لري. كوم انسان، چې نمانځه ته درېږي او تكبير وايي، خداى له هر څه غوره او لوړ بولي، نعمتونه يې رايادوي، ستاينه يې كوي، د لوراند او لورين په ځانګړنو يې ستايي، د جزا ورځ يادوي، پر بنده ګۍ يې منښته – اعتراف كوي، مرسته ترې غواړي او غواړي پر سمه لار يې هدايت كړي او د هغو كسانو له لارې خداى ته پناه وړي، چې غضب پرې شوى او بې لارې دي. بېشكه د دغسې انسان په زړه او روح كې د حق پلو ته خوځښت، د پاكۍ پلو ته يون او د تقوى پلو ته يو ټوپ پيدا كېږي. خداى ته ركوع كوي، درشل ته يې پر خاورو تندى ږدي، په ستریا  كې يې ورډوبېږي، ځانمني او لويي هېروي، د خداى پر وحدانيت او د محمد (ص) پر رسالت لېینه – ګواهي وركوي او پر محمد(ص) او كورنۍ يې درود وايي او له خدايه غواړي، چې په صالحينو كې يې وشمېري. دا ټولې چارې، په وجود كې يې د معنويت يوه څپه راپنځوي، هغه څپه، چې د ګناه پر وړاندې پياوړى ستناو- خنډ ګڼل كېږي. دا عمل څو ځل په شپه او ورځ كې بياځلي كېږي او په ډول ډول حالاتو كې (چې انسان د توکیزو بوختياوو له لامله له خدايه غافل وي) خداى وريادوي. پردې سربېره، چې كله ځان د نمانځه سريزو ته چمتو كوي؛ نو ځان مينځي او پاكوي يې، له ځان حرام او غصبي مال لرې كوي او د څښتن درشل ته ځي. دا ټولې چارې د فحشا او بدیو په مخنيوي كې اغېزمنه ونډه لري. د نمانځه دا اغېز دومره اهميت لري، چې په ځينو اسلامي رواياتو كې د مقبول او غيرمقبول نمونځ د سنجونې كچه ښوول شوې ده. امام صادق وايي: ((چې څوك ځان په دې پوهوي، چې نمونځ يې د خداى په درشل كې قبول شوى که نه؛ نو بايد وويني، چې نمونځ یې له بديو او منكراتو منع كړى که نه؟ څومره چې منع شوى، لمونځ يې قبول دى)) البته له فحشا او بدیو منع د مراتبو لړۍ او ډېرې درجې لري او هر نمونځ د خپلو شرايطو په پامنیوي ځينې درجې لري. شونې نه ده څوك نمونځ وكړي او هېڅ اغېز پرې و نه لري، كه څه نمونځ يې ظاهري وي او خپله پر ګناه هم ككړ وي؛ البته ددې ډول نمانځه اغېز لږ دى. دا ډول وګړى كه همدا نمونځ هم ونكړي، تردې هم ګناهګارېږي. په يو روايت كې لولو، چې يو بد چاري انصاري ځوان په پېغمبر پسې نمونځ کاوه ،پېغمبر (ص) يې له پېښې خبر كړ. حضرت وويل: ((په پاى كې يوه ورځ به يې نمونځ له دې كړنو وژغوري)). (نمونه، 16: 284 مخ.)

وَمَا كُنْتَ تَتْلُو مِنْ قَبْلِهِ مِنْ كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ ﴿۴۸﴾ = او [د وحې او نبوت] تر مخه دې، نه كوم كتاب لوست او نه دې په خپل ښي لاس څه ليكل (حال دا که لوستل او ليکل دې کړاى شول؛نو) باطل اندي هرومرو (د قرآن په اړه) شكمنېدل

 48_ نالوستى پېغمبر: سمه ده، چې هر انسان ته لیک لوست يو كمال ګڼل كېږي؛ خو كله داسې شرايط را مخې ته كېږي، چې نه لوستل او نه ليكل كمال وي. دا موضوع پر پېغمبرانو په تېره روستي يې (ص) پوره صدق مومي؛ ځكه كه يو لوستى عالم او د مطالعې خاوند فيلسوف د نبوت ادعا وكړي او د اسماني كتاب په نامه كتاب راوباسي، شونې ده دا وسوسه او اړنګ- شك رامنځته كړي، چې ايا دا كتاب يې، د خپلو اندونو زوكړه نه ده؛ خو كه له يوه روسته پاتې قوم نه يو انسان راپاڅېد، چې بيخي یې ښووند- استاد نه درلود، كوم كتاب يې لوستى نه و او كومه پاڼه يې كښلې نه وه او د هستۍ په ستریا او د ډېرې منځپانګې په درلودو يو كتاب يې راوړاندې كړ؛ نو يقين كړاى شو، چې دا يې د مغزو زېږنده نه؛ بلكې اسماني وحې او الهي ښوونه ده. د قرآن په نورو آيتونو كې هم د پېغمبر پر ((امي)) والي او نالوستۍ ډډه وهل شوې، له آره خو د حجاز په چاپېريال کې لوست نه و، چې پېغمبر یې ولولي او كوم ښووند نه و،چې ګتنه ترې وكړي او د تاريخ د روايت له مخې، په مكه كې له اولسو تنو (نارينه او ښځو) ډېر لیک لوست كړاى نشو. طبيعي ده، چې په دغسې چاپېريال كې، چې د پوهې د ډېرې ټيټې كچې (لیک لوست ) روزل شوي دومره لږ وي، شونې نه ده، چې چا سبق ويلى وي او خلك ترې ناخبره وي او كه چا پرېكنده ادعا وكړه، چې هېڅ درس مې ويلى نه دى او څوك ترې منكر هم نشو، د وينا په رښتينتوب يې څرګند دليل دى. په هر حال، په دې آيتونو كې چې د پېغمبر (ص) ځانګړې وضع راغلې، د قرآن اعجاز پوره كولو او د پلمه ګرو پلمو منځه وړو ته خورا غېزمنه او ګټوره وه. هو! هغه ستر او بېسارى عالم و، چې يوازې د وحې په ښوونځي كې یې درس لوستى و. (نمونه، 16: 306 مخ)

بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ ﴿۴۹﴾ = بلکې دا (قرآن) د پوهانو په سينو كې د ښکاره نښو یوه ټولګه ده او يوازې [مشرک] ظالمان زموږ له آيتونو منكرېږي.

 49_ د پوهانو په سينو كې څرګند آيتونه: په تېر آيت كې دا ټكى اوڅار شو، چې پېغمبر (ص) بيخي كوم كتاب لوستى نه دى او په خپل لاس يې څه كښلي نه دي. له دې مطلبه دا ټكى تر ګوتو كېږي، چې قرآن يو داسې كتاب نه دى، چې مطالب یې بشر كښلي وي. دلته دا پوښتنه كېږي، چې قرآن نو څه دى؟ دا آيت همدا پوښتنه ځوابوي: ((خو دا ښكاره نښې دي، چې د پوهانو په سينو كې دي )). (الميزان، 16: 144 مخ) د ښكاره آيتونو (آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ ) تعبير، ددې واقعيت ښوونكى دى، چې د قرآن د حقانيت نښې په خپله قرآن كې په سترګو كېږي او د آيتونو پر تندي ځلېږي او دليل يې خپله له قرآن سره دى. په حقيقت كې د ((تكويني آيتونو)) په څېر دى، چې انسان یې له مطالعې (بل څيز ته بې له څه اړتيا) حقيقت ته وررسي. دا ((تشريعي آيتونه)) هم د ظاهر او منځپانګې له اړخ داسې دي، چې پخپله پر خپل رښتينتوب دليل دى. پردې سربېره، ددې آيتونو پلويان هغوى دي، چې له علم او پوهې څه برخمني لري؛ كه څه لاس اړي او پښېيبل دي. په څرګنده وينا، د يوه ښوونځي د آريزوالي د ښاندې يوه لار پر هغه ښوونځي د مؤمنانو د حالاتو څېړنه ده. كه يو شمېر ناپوهان او شياد پر چا راټول شول؛ نو داسې برېښي، چې دى هم همدغسې دى؛ خو كه هغوى چې په سينو كې یې د علومو اسرار پراته وي، له يوه ښوونځي سره د نښلون ډوند – اعلان وكړي؛ نو د ښوونځي پر حقانيت يو دليل دى. په داسې حال كې، چې وينو له كتابيانو يو شمېر پوهان او همداراز ځینې پرهېزګاران؛ لكه ابوذر، سلمان، مقداد، عمار ياسر او علي (رضى الله تعالى عنهم) ددې ښوونځي ملاتړي او عاشقان ول. په ډېرو رواياتو كې، دا آيت د اهلبيتو (ع) پر امامانو تفسير شوى دى؛ البته نه په دې مانا، چې د آيت مفهوم همدوى ته ځانګړى دى؛بلكې هغوى د آيت څرګند مصاديق دي. كه وينو، چې په ځينو رواياتو كې څرګنده شوې، چې مطلب يوازې امامان دي؛ نو د قرآن ټول علم ته اشاره ده، چې يوازې د دوى په واك كې دى او هېڅ توپير نه لري، چې پوهان او بلكې ولسي پوه وګړي هم له قرآني علومو څه برخمني ولري. (نمونه، 16: 304 مخ.)

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ ﴿۵۶﴾ = زما مؤمنو بندګانو! پوه شئ، چې ځمكه مې ارته ده؛ نو يوازې ما ونمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او دباو ته غاړه كېنږدئ) 

 56_ بايد هجرت وكړو: ډېرى مفسرين ګروهن دي، چې دا آيت د هغو مؤمنانو په اړه رانازل شوى، چې په مكه كې د كفارو تر سخت زور زياتي او دباو لاندې ول؛ داسې، چې اسلامي دندې يې كړاى نشوې. په دې شرايطو كې امر ورته وشو، چې له دې ځايه هجرت وكړي؛ البته دا قانون د مكې په مؤمنانو پورې ځانګړى نه دى او په هر وخت او ځاى كې، چې له مسلمانانو پوره ازادي واخستل شي، الهي كړلارې پلي كولاى نشي او د پاتېدو پايله يوازې خواري او ذلت وي؛ نو د مسلمانانو دنده ده، چې هغو سيمو ته هجرت وكړي، چې مطلق يا نسبي ازادي ولري. په بله وينا، د انسان پنځون موخه، د خداى بنده ګي ده، هماغه بنده ګي، چې په ګردو سنګرونو كې د انسان د ازاديتوب، سر لوړۍ او بريا رمز دى او د ((فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ)) په غونډله كې اشاره ورته شوې ده. كه كله هم دا بنسټيزه موخه ولتاړل شي، بې له هجرته بله لار نشته. د خداى ځمكه پراخه ده او بايد بلې سيمې ته ولاړ شو او په دغسې ځايونو كې د ټبر، قوم، هېواد، كور او جونګړې په څېر مفاهيمو په دام كې راښكېل نشو، چې ددې مفاهيمو درناوى تر هغه وخته دى، چې آريزه موخه په خطر كې و نه لوېږي؛ د علي(ک) په وينا: ((تر بل ښاره درته بل غوره ښار نشته؛ خو ښه ښار، درته هغه دى، چې تا ومني او پكې سوکاله يې)). (نمونه، 16: 326 مخ)

وَكَأَيِّنْ مِنْ دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶۰﴾ = او څومره ژوي دي، چې (نشي کړاى) خپله روزي پر شا بار (او يا زېرمه) کړي (؛ خو) الله هغوى او تاسې (دواړو) ته روزي درکوي او هغه پوه اورېدونکى دى.  

 60_ خداى روزي دركوي: پر انسان سربېره، په خځندو، څارويو او حشراتو كې، دېر لږ ډولونه دي، چې د مېږيانو او مچيو په څېر شات او خواړه له بېديا خپلو ځالو ته راوړي او زېرمه يې كړي.زیاتره نور هره ورځ د خپلې نورې روزۍ په لټه كې دي. ميليونه ميليونه يې زموږ په چاپېريال كې، له موږه لرې او نژدې؛ په بېدياوو، غرونو او سمندرونو كې دي، چې د الله تعالى له پراخ دسترخوان يې خوري او ته انسان، چې تر دوى د روزي په لاس ته راوړو او زېرمولو كې هوښيار او وسمن يې؛ نو ولې د روزۍ د پرې كولو له ډاره په ګناهونو او ناولي ژوند لاس پورې كوې او د هر زورمټي او ظالم جغ ته غاړه ږدې؟ ته هم ددې تنګ او تياره ژوند له كړۍ راووځه او د خپل پالوونكي پر پراخ دسترخوان كېنه او د روزۍ غم مه خوره. پر هغه ورځ، چې د مور په ګېډه كې كمزورى جنين وې او هېچا ان مهربان مورو پلار دې لاسرسى درته نه درلود، پالوونكي دې هېر نه كړې او ستا ټولې اړتياوې يې درپوره كړې؛ خو نن ځواكمن او وسمن يې، چې په خپلې روزۍ پسې ولاړ شې. (منشور جاويد، 2: 281 مخ.)

وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۶۱﴾ = او كه  و يې پوښتې : ((اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي او لمر و سپوږمۍ چا ښكېل كړي؟)) هرومرو وايي: ((الله)) ! (بيا) نو دوى څنګه (د الله له عبادته) اړول کېږي؟ (او بېلارې ځي)

61_ په زړه كې، خداى وايي او په خوله، بوت: د عربو د ټاپو وزمې عرب په خالقيت كې د توحيد په موضوع كې څه ستونزه او ښويېدنه نه درلوده؛ خو په پيدايښت كې د تدبير په موضوع كې، مشرك ول. ګروهن ول، چې خداى د هستۍ تر پنځون روسته، د ځينو چارو تدبير يې خپلو غوره مخلوقاتو ته وروسپاره او خپله څنډې ته شو. په نظر كې يې غوره مخلوق؛ پرښتې، پېريان، سپېڅلې ارواح او… وې، چې له نظره يې هر يو د هستۍ د يوې برخې سنبالنه او مديريت كاوه. دا ډله ګروهنه وه، چې د خلقت او پنځونې مقام د تدبير او كارګرځۍ له مقامه بېل دى. كوم څيز، چې په خداى پورې اړوند دى، هماغه د هستۍ پنځونه ده؛ خو داچې تدبير له پنځونې جلا دى؛ نو په نورو ژویو پورې اړوند دى، چې ددې نړۍ واكمنان دي. (نمونه، 16: 332 مخ)

 وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۶۹﴾ = او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله د نېكانو مل دى.

 69_ هدايتېدو ته دوه مهم لاملونه: په دې آيت كې د ((جَاهَدُوا فِينَا)) عبارت، يو پراخ او مطلق تعبير دى، چې د خداى په لار كې خداى ته هر ډول هڅه، جهاد او مبارزه رانغاړي؛ كه د پوهاويو لاس ته راوړل وي، يا له ځان او نفس سره مبارزه وي، يا له دښمن سره جهاد وي، يا پر عبادت زغم وي، يا د ګناه د وسوسو پر وړاندې زغم وي يا له بېوزليو سره لاسنيوى يا د هرې ښېګڼې كول. چې څوك په دې لارو كې په هر ډول او هرې بڼې د خداى لپاره هڅې كوي، په الهي ملاتړ او ښيون كې رانغاړېږي. دلته له ((سُبُلَنَا)) ځنې مطلب ډول ډول لارې دي، چې خداى ته ور رسي: له نفس سره د جهاد لار، له دښمنانو سره د مبارزې لار، د پوهې او هڅوب – فرهنګ لار او بل هر جهاد. خداى د خپلې لارې هڅاندو ته په دوو شرطونو د بريا ژمنه وركړې ده: ((جهاد)) او ((اخلاص)). كه ښه او سم غور وكړو؛ نو د اسلامي ټولنو د ستونزو سرچينه همدا دواړه دي. د مسلمانانو روسته پاتېوالى، په جلا جلا اړخونو كې پرديو ته اړتيا، د اسلامي سيمو نيواك او… دا ټول په دې پار دي، چې جهاد یې هېر كړى يا نيتونه خراب شوي دي. په علمي، فرهنګي، سياسي، وټيز او پوځي برخو كې جهاد ته شا شوې ده، پر مسلمانانو ځان خوښېدنه، له دنيا سره مينه، سوكالي، لنډپاري او شخصي غرضونه لاسبري شوي، تردې چې خپلمنځي وژنې يې د دښمن له لوري تر وژنې ډېرې دي. په ځينو رواياتو كې، دا آيت پر آل محمد (ص) او لارويانو يې تعبير شوې؛ ځكه دوى د آيت پوره مصداق دي او د جهاد او اخلاص په لار كې تر ټولو وړاندې ول او البته دا د آيت د مفهوم د محدوديت پر مانا نه ده. (نمونه، 16: 350 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!