تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة الـجاثيـة د منتخبو شرح د جاثيه سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په اوو برخو کې رانغاړلېږي: ١-  د قرآن ستریا. ٢- د توحيد يو شمېر دلايل. ٣- د پنځ – طبيعت نمانځو يو شمېر ادعاوې او ځوابونه يې . ٤- د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة الـجاثيـة د منتخبو شرح

د جاثيه سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په اوو برخو کې رانغاړلېږي:

١-  د قرآن ستریا. ٢- د توحيد يو شمېر دلايل. ٣- د پنځ – طبيعت نمانځو يو شمېر ادعاوې او ځوابونه يې . ٤- د بني اسراييلو په څېرد ځينو اقوامو برخليک ته يوه اشاره .٥- هغو بې لاريو ته ګواښنه،چې پر خپلو کږو وږو ګروهو ټينګارکوي .٦-  عفوې او تېرېدنې ته بلنه ؛خو په عين حال کې د حق له بهيره به نه اوړې . ٧- د قيامت لړزوونکيو پېښو ته يوه څرګنده اشاره (نمونه، 21: 223 مخ)

 وَفِي خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِنْ دَابَّةٍ آيَاتٌ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿۴﴾ = او (همداراز) ستاسې (پخپل) پنځون او (په ځمکه) کې د خځنده و خپرېدل، د باوري خلکو لپاره نښې دي.

4_ د انسان هېښنده پنځون ته يوه پاملرنه: ددې آيت په وينا، خپل پېچلي پنځون ته د انسان پاملرنه، د هستۍ د پوه او ځواكمن پنځګر پېژندو ته ډېره مناسبه وزله ده. انسان، یو كوچنى جسم دى، چې ستره نړۍ پكې را لنډه شوې. د يوې ژوندينكې جوړښت يې يو خواله ډوله ستر رغاویز – صنعتي ښار دى. د يو ويښته پنځون، چې ځينې ځانګړنې یې را برسېره شوي، پخپله د الله  له سترو نښو ځنې دي. په زرګونو كيلومتره كوچني او لوى رګونه او د وېښته په څېر سرباندې نري رګونه او د اعصابو د لړۍ زر كيلو متري ارتباطي ريښې او مخابراتي سيمونه او په مغزو كې يې له قومندانۍ سرباندې پېچلي او پیاوړى مركز سره اړيكه او د بدن د هر دننني غونډال كړچار او د ناڅاپي پېښو پر وړاندې يې هېښنده همغږي او د بهرنيو لاملونو د يرغل پر وړاندې د بدن د دفاعي ځواك سرسخته دفاع، هر يو په يوازې ځان د ايمان او يقين طالبانو او د فكر او اندنې خاوندانو ته – چې ټول ژوي د الله پېژندنې وزله بولي – خورا مهمه نښه ده؛ خو هغوى چې له توکیز او دنیوي ژوند ورهاخوا پر څه ګروهه نه لري، هېڅكله به دغسې اغېز ورچمتو نشي؛ كه څه خپل ټول عمر د نړۍ د ناپېژاندو د پېژندو په لار كې تېر كړي. (نمونه، 21: 229 مخ)

وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ رِزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آيَاتٌ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۵﴾ = او (همداراز) د شپې او ورځې په يو بل پسې راتګ كې او رزق (او باران)، چې الله له اسمانه رالېږلى او په دې يې ځمکه تر خپلې مړېنې روسته ژوندۍ كړې ده او (همداراز) د بادونو په اړولو را اړولو كې عقلمنو ته څرګندې نښې دي .

5_ د رڼا، اوبو او هوا درې سترو نعمتونو ته پاملرنه: په دې آيت كې درې سترو الهي نعمتونو ته اشاره شوې، چې د انسان او ژوندي ژویو په ژوند كې مهمه ونډه لري. لومړى نعمت، د رڼا او تيارې او د شپې او ورځې د تلو راتلو غونډال دى، چې هر يو په ځانګړي پېینه- نظم د بل ځايناستېږي. كه همېش ورځ وه؛ نو تودوخه دومره پورته ختله، چې ټول ژوندي ژوي سوځېدل او كه تل شپه وه، ټول د سختې يخنۍ له لامله كلكېدل. پوهان وايي، سره له دې، چې د ځمكې په بېلابېلو سيمو كې د شپې او ورځې د اوږدوالي له پلوه توپير شته؛ خو كه د كال ټول وختونه حساب كړو؛ نو دقيقاً ټولې سيمې د لمر له رڼا يو هومره برخمنېږي. دويم نعمت، د اسمان ژوند بښانده رزق؛ يعنې باران دى، چې نه یې د طبع په لطافت كې ګړ پړ شته او نه يې د بيا ژواكۍ په ځواك كې څه خبره شته او په هر ځاى كې د ژوند، ښېرازۍ او ښكلا نښه ده. ولې دغسې نه وي، حال داچې د انسان د بدن آريزه برخه او ډېرى څاروي او بوټي له اوبو شوي دي. درېيم نعمت، باد دى؛ هغه باد، چې ساه كښو ته له اكسيجنه ډكه هوا هرځاى ته وروړي. چاڼ ته په كاربن ككړه هوا، بېدياوو او ځنګلونو ته ورلېږي او تر چاڼ روسته یې ښارونو او اباديو ته راستنوي. هېښنده خو داچې خاروې او بوټي یو د بل پر ضد عمل كوي؛ لومړى اكسيجن اخلي او د كاربن ډاى اكسايد ګاز خارجوي او دويمي همدا ګاز اخلي او اكسيجن خارجوي، چې د ژوند په غونډال كې انډول ټينګ شي او د وخت په تېرېدو د ګټورې هوا زېرمه له منځه ولاړه نشي. د بادونو لګېدل پردې سربېره، چې بوټي دوه ځاني او بلاربوي او په سيمو كې ډول ډول تخمونه شيندي او طبيعي لوړې او ځنګلونه پالي، په سمندرونو كې څپې رامنځ ته كوي؛ هغه څپې، چې سمندر ته حركت او ژوند وربښي او اوبه له عفونت، ګنده كۍ، خوساتوب او فساده ساتي او بېړۍ پكې په حركت راولي. (نمونه، 21: 230 مخ.)

قُلْ لِلَّذِينَ آمَنُوا يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ اللَّهِ لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۱۴﴾ = مؤمنانو ته ووايه : (( د هغو كسانو (له ګناهونو) دې تېر شي، چې ايام الله [= د قيامت ورځ] ته هيلمن نه دي، چې الله پخپله هرې ډلې ته يې د كړنو بدله وركړي .))

14_ له هغوى تېر شئ، چې ايام الله ته هيلمن نه وي: دا آيت په مكه كې رانازل شوى او د تېرو آيتونو په دوام كې دى، چې د مستكبرينو او د الله  د آيتونو د ملنډو وهوونكيو حالات څرګندوي او په خورا سختو عذابونو يې ګواښي. ته وا مؤمنان، چې له دغسې وګړيو سره مخامخېدل، چې په پيغور او د پېغمبر (ص) په سپكاوي كې له بريده اوړېدل او ليدل يې، چې د الله  پر آيتونو ملنډې وهي؛ نو بې كاواكه كېدل او د كتاب الله او پېغمبراکرم (ص) په باب يې دفاعي حالت نيوه او له كافرانو يې غوښتل، چې له دغسې چلنه لاس واخلئ او پر الله  او پېغمبر(ص) ايمان راوړي؛ خو له دې غافل، چې دغه كافران د خپل ځېل او تكبر له امله، د الهي عذاب په حكم كې رانغاړل شوي او هدايت به نشي؛ نو ځكه الله  خپل پېغمبر(ص) ته امر كوي، چې مؤمنانو ته اعلان كړي، چې بايد له دغسې مشركانو تېر او عفوه يې كړي او څه دې ورته نه وايي؛ ځكه ژر به د خپلو كړنو په سزا ورسي. (الميزان، 18: 167 مخ. [د ايام الله په باب د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: (ابراهيم_5) ].)

ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۸﴾ = بيا ته مو د دين پر سمه لار برابر كړې؛ نو پر همدې لار ولاړ شه او د ناپوهانو په غوښتنو پسې مه ځه؛

 18_ پېغمبراکرم(ص) پر شريعت او حق دين: له لوړ كڅه، چې د سيند اوبو تر لاسه كولو لپاره كومه لار جوړېږي، ((شريعت)) ورته وايي، او هره لار، چې انسان خپلې موخې ته رسوي هم پرې اطلاق كېږي. دا تعبير ځكه د حق دين په باب كارول شوى، چې انسان د وحې سرچينې، الهي رضا او تلپاتې نېكمرغۍ ته (چې د ژوندون د اوبو په څېر دی) رسوي. دا اصطلاح په قرآن كې يو ځل او يوازې د اسلام په اړه كارېدلې ده. (نمونه، 21: 253 مخ)

أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ نَجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ﴿۲۱﴾ = ايا هغوى چې ناوړه چارې او ګناهونه كړي، انګېرلې ده، چې موږ به يې د هغو كسانو په څېر کړو، چې ايمان يې راوړى او ښه (چارې يې) كړې وي، (داسې) چې ژوند او مرګ یې برابر وي؟! څومره ناوړه پرېكړه كوي!

 21_ مؤمنانو او كافرانو ته بېلابېل ژوند او مرګ: د قرآن په ګڼ شمېر آيتونو كې د مؤمنانو او كافرانو ډلې يا د پرهېزګارانو او ګناهكارانو ډلې سره پرتله شوي دي. دا آيت څرګندوي، چې ايمان او صالح كړنې يا كفر او ګناه د انسان پر ژوند اغېز شيندي. مؤمنان د ايمان او ښو كړنو په رڼا كې له ځانګړې ارامۍ برخمن دي، داسې چې د ژوند ترخې پېښې یې پر روح اغېز نه شيندي؛ حال داچې بې ايمانه او ګناهګاران همېش پرېشانه وي او كه په ظاهري سوكالۍ كې هم وي، تل د خپلو توکیزو نعمتونو د منځه تلو پر رنځ اخته وي او كه له كوم كړاو سره مخ شي، د مقابلې وس ورسره نه لري. مؤمنان د الهي ولايت په رڼا كې په ژوند كې يې لاسنيوى شوى او پر سمه لار هدايتېږي؛ خو دويمه ډله نه ژوند ته ټاكلې موخه او نه څرګنده كړلار مومي؛ نو ځكه د تپوتيارو په څپو كې ځلبلانده او لالهانده دي. دا يې ددې نړۍ ژوند دى؛ خو مرګ، چې د پايښتي نړۍ پر لور يوه دريڅه او آخرت ته يو ور دى، پرهېزګارانو ته له ټولو سختيو ځنې ژغورنه او د بې كړاوه ښه ژوند پيلامه ده؛ حال داچې بې ايمانه ګناهګارانو ته د سپېره او كړمن ژوند پيل دى. (نمونه، 21: 258 مخ) قرآن د پرهېزګارانو په هكله وايي: (د مرګ) پرښتې چې د سپېڅليو او پاكانو ساګانې اخلي، ورته وايي :(( پرتاسې دې سلام وي! د خپلو كړنو له لامله جنت ته ننوځئ. (نحل/ ۳۲) )) حال داچې له بې ايمانه ګناهګارانو سره بل ډول خبرې كوي؛ ((هغوى چې پرځانونو يې ظلم كړى دى؛نو (د مرګ) پرښتې يې چې ساګانې اخلې؛ نو په دې وخت كې تسليمېږي (او په دروغو وايي ) موږ هېڅ بدكار نه دى كړى، هو! څه مو چې كول،الله  پرې خبر و. (کافرانو ته ويل كېږي : ) نو د دوزخ پر ورونو ننوځئ او هلته به تل اوسېږئ او په رښتيا چې د سرغړاندو هستوګنځئ ډېر ناكاره دى! (نحل- 28 او 29 آيتونه) ))

وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُمْ بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ﴿۲۴﴾ = او وايي: ((ژوند همدغه دنيوي ژوند دى، چې یوه ډله مو مري او بله یې ځای نیسي او دا (طبيعت، روزګار او) زمانه ده، چې موږ هلاكوي.)) دوى په دې (خبرو) هېڅ نه پوهېږي؛ (بلكې) يوازې (بې بنسټه) ګومان كوي.  

24_ د پېرپالو (دهريانو) ګروهې: په دې آيت كې، د توحيد د نټو په باب يوه بله ويينه راغلې ده؛ خو دلته يې د يوې ځانګړې ډلې؛ يعنې دهريانو نامه راوړې، چې په مطلق ډول په هستۍ كې د صانع له شتونه منكر دي؛ حال داچې ډېرى مشركانو په ظاهر كې پر الله  ايمان درلود او بوتان يې د ده د درشل سپارښتګر ګڼل. دا ګروهه، چې د هر (روزګار) د پېښو کړند – فاعل (او كوونكى) دى يا د يو شمېر نورو په تعبير، د افلاكو ګرځېدنه او د ستوريو اوضاع پېښې رامنځته كوي، چې دا په تېرو پېړيو كې د يو شمېر توکیزوالیو – ماديونو ګروهه وه، چې د پېښو لړۍ به يې تر افلاكو رسولې او ګروهن ول، چې په نړۍ كې مو هرڅه راپېښېږي، هغوى يې لامل دي. د زمانې په تېرېدو سوكه سوكه دا کږنې انګېرنې له منځه ولاړې، په تېره د ستور پوهنې پرمختګ جوته كړه، چې د افلاكو (د پیاز د غوټۍ په څېر د كراتو شتون) په نامه يو څيز بهرنى شتون نلري او د پاسنۍ نړۍ ستوري هم لږ و ډېر د ځمكې په څېر جوړښت لري؛ خو ځينې خاموش او تت دي او له نورو كراتو رڼا اخلي او ځينې بل دي او رڼا خپروي. دهريانو كله په ترخو پېښو كې دهر ته كنځلې كولې. هېښنده خو داچې اغېزې يې په اوسنيو ادبياتو كې هم ليدل كېږي، چې ځينې یوپالي – موحد شاعران هم دهر كنځي، لعنت پرې وايي ،چې دغسې او هاغسې دې وكړل. ددې غلط تفكر پر وړاندې له پېغمبر اکرم(ص)نه په يو روايت كې لولو: ((روزګار مه كنځئ؛ ځكه چې خداى روزګار دی))؛ دې ته اشاره، چې روزګار، تش يو لفظ دى. څوك چې ددې نړۍ مدبر او د هستۍ كارګرځى دى، الله  دى. كه د نړۍ مدبر او كارګرځى وكنځئ؛ نو بې پامه مو وسمن سپېڅلی څښتن كنځلى دى. كه وينو، چې د لويانو او ان امامانو په ځينو غوڼدلو كې، له دهر او روزګاره شكايت شوى؛ نو مطلب د روزګار او زمانې خلك دي ، نه افلاك او د هستۍ غونډال. (نمونه، 21: 269 مخ)

وَتَرَى كُلَّ أُمَّةٍ جَاثِيَةً كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَى إِلَى كِتَابِهَا الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۸﴾ =   او (د قیامت پر ورځ به له ډېرې وېرې) هر امت پر ګونډو شوې وګورې، هر امت به خپلې كړنپاڼې (عملنامې) ته وربلل کېږي او (ورته ويل كېږي:) نن د خپلو کړنو بدله دركول كېږي.  

28_ پر ګونډو امتونه: د سترو مفسرانو په ويناوو كې له ځينو تعبيرونو ګټنه كېږي، چې په تېرو وختونو كې د دعوا خاوندان به د قاضي په مخكې په ګونډو كېناستل، چې له نورو وپېژندل شي. د قيامت پر ورځ هم په هماغه ستر نياوتون كې پر ګونډو كېږي، چې محاكمه شي. شونې ده دا تعبير، ددې نښه وي، چې هغوى د هر حكم او فرمان منلو ته چمتو دي؛ ځكه د تيارسئ په حالت كې وګړي پر ګونډو كېني. ښايي هغه كمزورۍ، بېوسۍ او ډار ته اشاره وي، چې دوى رانغاړي. شونې ده، چې د آيت په مفهوم كې دا ټولې ماناوې هم وي. (نمونه، 21: 179 مخ)

هَذَا كِتَابُنَا يَنْطِقُ عَلَيْكُمْ بِالْحَقِّ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنْسِخُ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۹﴾ = دا زموږ ليكنه ده، چې (پر كړنو) مو په رښتيا ګواهي ورکوي؛ ځکه ستاسې کړنې مو ليکلې

29_ د كړنو بیالیکون- استنساخ: ددې آيت په تفسير كې ډول ډول خبرې شوي؛ خو په دې دوو كې يوه يې سمه ده: دلته بیالیکون- استنساخ يا د اصل ليكلو پر مانا دى يا د بنيادم خپله كړنې د تكويني كتاب په څېر دي، چې د كړنو پاسوالې پرښتې یې له مخې نسخه او عكس اخلي؛ نو ځكه په ((يس_12)) كې ددې تعبير پر ځاى، ليكل راغلي دي: ((په يقين مړي راژوندي كوو او څه يې، چې مخكې لېږلي او ټول اثار يې ليكو.)) (نمونه، 21: 280 مخ. / په قيامت كې د كړنپاڼې په باب د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: مؤمنون_62. او كهف_49)

وَقِيلَ الْيَوْمَ نَنْسَاكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَذَا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَاصِرِينَ ﴿۳۴﴾ = او ورته ويل كېږي : (( نن مو هماغسې هېروو؛ لكه چې د خپلې دغې ورځې مخامختيا مو هېره كړې وه، اور مو هستوګنځى دى او هېڅ مرستندوى درته نشته!

 34_ نن مو هېروو: د الله  پوهه پر هرڅه راچاپېره ده؛ نو ځكه هېر لار ورموندلاى نشي. دا تعبير، د ګناهګار د ناليدلو ګڼلو يو كنايه ده. موږ هم په ورځينيو خبرو اترو كې وايو: پلانى بې وفا دوست خو همېش هېر كړه؛ يعنې د يو هېر شوي انسان په توګه ورسره چله او مينه ورسره پرېږده او بيخي يې پوښتنه مه كوه. دغسې دا تعبير د كړنو پر انځور او د سزا او ګناه ترمنځ انډولتیا ته يو بل تينګار دى. ځكه د قيامت هېروالى لاملېږي، چې لورين الله  يو څوك له خپلو ټولو لورنو بې برخې كړي. (نمونه، 21: 288 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!